نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نقاد
13.10.2004
[quote:65ac900cef="طالب خان"]السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دوينه څښونكي انسان وژونكي اوسړيخور شارون مريدينو اومعتقدينو لپاره به داګرانه وي چي ددغو عكسونو له كتلو وروسته دي دهغه اودهغه دمربي صليبي بوش په حق كي قصيدې ووايي.
دادفلسطينۍ ماشومي رضيعې ايمان حجو عكسونه دي چي دشارون ترامرلاندي دخداي جل جلاله,دهغه درسول اواسلامي امت دښمنو صهيوني عسكرو په مړدكيو غلبيل غلبيل شوه.
دشارون اوبش دمريدينو اومعتقدينوله لوري ددغو مظالموپه كتلوسره آيالاهم
دنيويارك او واشنګټن د بريدونو مخالفت كول روادي؟؟؟
[img:65ac900cef]http://emanhejjo.jeeran.com/clip_image003.jpg[/img:65ac900cef]
دلازياتو عكسونو دكتلو لپاره لطفا په لاندي پيوند كليك وكاندي:
[url]http://emanhejjo.jeeran.com/Page_2.html[/url][/quote:65ac900cef]
[color=blue:65ac900cef]طالب جانه وروره اسلام عليکم و رحمت لله و برکاته!
وروره د اسراييلو ظلمونه زمونږ پر مسلمانو عربي ورونو فلسطينيانو باندې مې تل غندلي ، اوس که څه هم اړونده تصويرونه په پورتنۍ پته نه را اوړي، خو ددې ډيرې غمجنې او قهروونکې پيښې خبر مې په ټلويزيون کې تعقيب کړی او خورا ډير پرې خواشينی شوی يم. د يهودو او د هغوی له ملاتړ کوونکو امريکايانو څخه د فلسطين په سر سخته کرکه لرم. که زما د سر پر ورکولو فلسطين آزاديدای ، يوه شيبه څنډ به پکې ونکړم ، خو که فلسطين پرې آزاديږي هم، چې زما د هيواد او هيواد والو آزادي او ژوند په دومره خطر کې غورڅوي لکه د سپتمبر د ١١ بريد چې وروغورځاوه او بي ګناه پښتانه ورونه مې که طالب و او که بل ، هم پکې ووژل شول، سپک شول او د وحشيانو پر نامه نړۍ ته معرفي شول، نو هيڅکله به اجازه ورنکړم چې زما له مقدسې درني پښتنې افغاني خاورې څخه څوک دغسې يو شرميدلی او پښتونتباه عمل د فلسطين له پاره تکرار کاندي ! الله تعالی دې زمونږ پر فلسطيني ورونو ورحميږي او د اسراييلو ظلمان واکمنان دې خدای تباه کړي . امين ، ثم امين. [/color:65ac900cef]
ziauddin
26.10.2004
محترم [color=red:b36d32d62f]ليكي تر محکمې تر فيصلې له مخه زه پر کرزي ٠ هيڅ څه نسم ويلای
[/color:b36d32d62f]وروره ثابت شوي ظالم او نا ره وا هيچ محكمي ته ضرورت نه لري
وسلام ضيأالدين