د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنړۍ ډيموکراتان يې غندنه کوي ، تاسو هم دغه جنايات وګورئ (عکسونه)

خاټول
11.05.2004

[img:531c051579]http://www.hamidco.jeeran.com/images/69.gif[/img:531c051579]
[color=blue:531c051579]ښاغليو خويندو او وروڼو سلامونه اوښی چاري :!:
هره ورځ چي به دټول افغان ويب پاڼي ته پدي هيله راغلم، چي ښاي وروڼو او خويندو به مي دهغي غميزي په اړه څه ليکلی وي، چي ټول بشريت يي په ليدو او اوريدلو سره ولړزيده، او دانسانيت روح له شرمه ابليس ته سرټېټي شوه، هوکي ! زه به هيلمنه وم چي ښاي اوس به مي ليکوال ورورپاڅونوال ددي غميزي دعاميلينو سترگي دقلم په نشتر را ايستلي وي ،مابه ويل چي اوس به پاڼه کي دتورو په ځاي دگران طالب خان اوښکي لولم،مابه ويل اوس به مي گران انګار لمبه لمبه وي ،مابه ويل اوس به نو خالد خالد وي او حيدري ذوالفقار به يي په لاس د انتقام انتقام سوري به وهي، مابه فکر کاوه چي اوس پاڼه کي دحليمي صيب په سپينه ږيره کي اوښکی رودونه رودونه وينم،ويل به مي چي اذاد نظر به مي اوس دومره تريخ شوي وي چي په ليبرالزم به يي لعنت ويلي،او دمظلو مانوپه ملاتړکي به قصيدي واي ،دليلما، الفت مي په غضب بدل باله او هر توري مي ساندي ساندي،مابه ويل ګران غروال به مي غر په غره وهي او په دښمن به کاڼي اوروي،ويل به مي چي زهير شينواری به له ژړاشين او په زړه زهير وي،ګران شيرزادمي لکه زمرې په غرهار ګاڼه،مابه ويل چي ويښ زلمی به اولسونه ويښوي،مابه ويل چي ٠٠٠٠٠٠٠
خو له بده مرغه ،زما ټولي هيلي په درياب لاهوشوي ،زه خپلو وروڼو او خويندو مايوسه کړم،ښاي ځني دوستانو ته به نه لا داغميزه معلومه وي او نه هم دهغي عاملين راځي چي په ګډه يي وګورواو خپل تأثرات ورباندي وليکو[/color:531c051579]
[img:531c051579]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/5/9/1_223911_1_6.jpg[/img:531c051579]
[color=red:531c051579]دبشردحقونوچيمپينان په يوه لوڅ لغړ عراقي بندي باندي سړي خوړونکي سپيان ور پريږدي [/color:531c051579] :cry: :cry: :cry:

[img:531c051579]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20040507/i/r2678700688.jpg[/img:531c051579]
[color=orange:531c051579]په برقي شارتونو مرګونی تعذېب[/color:531c051579]
[img:531c051579]http://media.washingtonpost.com/wp-srv/photo/homepage/hp5-5-04ff.jpg[/img:531c051579]
[img:531c051579]http://images.icnetwork.co.uk/upl/mirror/may2004/2/6/000134E8-60F9-1093-953F80BFB6FA0000.jpg[/img:531c051579]
[img:531c051579]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/5/6/1_223252_1_6.jpg[/img:531c051579]
[img:531c051579]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/5/1/1_222268_1_17.jpg[/img:531c051579]
[img:531c051579]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2004/4/30/1_222053_1_6.jpg[/img:531c051579]


نقاد
11.05.2004

خاټول خورې زبردست ښه کار موکړی چې دا تصويرونه مو وموندل او دلته مو نشر کړل، زما ﻻس ته نه و راغلي، خو ستاسو په څير زه هم د امريکاينو د ناوړه عملونو پر ضد د سخت غندونکي غبرګون په انتظاروم .ددې تصؤيرونونشر او د هغې پر ضد کرکه راته له يوې بلې، ډيرې نږدې خوا څخه اړينه بريښي : ځکه د سره صليب يا د بخښنې د نړيوال سازمان په يوه راپور کې مې لا ډير پخوا ، ان د تير کال د مني پر موسم کې لوستليوو چې په فغانستان ، د کندهار په امريکايي زندان کې تر دې لا کرکجنې پيښې رمنځته شوي دي . زه دې ته سترګې پر ﻻر يم چې اړونده تصويرونه به يې سور صليب نشر ته وسپاري، خو تر اوسه پورې داکار چا و نکړ ، نه پوهيږم چې چاره به يې څشې وې ؟ سر بيره پردې هغه ناخوالې چې په نيول شويو طالبانوسره شوي، بايد په ډاګه شي، څو دديموکاسۍ اوبشري حقوقو پربنسټ ارزونه،غندنه ،سزا وغوښتل شي او په راتليځه کې يې مخنيوی وشی.



ع کريم حليمي
11.05.2004

ګران غاټول او محترمو لوستونکو سلام!
او ترهرڅه دمخه وايم چه ډماکراسي دا مانانه چه امريکا ، او اسلام دا مانا نه چه طاليبان!!!!!
ډماکراسي او اسلام د انسانيت لار ده ٠ څوک نسي ويلای ٠ چه اسلام يا انتخابات ږموږ دي ٠
ډير داسي انسانان سته چه تر حيوانانو ظاليمان دي ٠ او پر دغه ظالم دي لعنت دخدای وسي ٠
نو دخدايه ډير راضی يم او الله دي نسي ناراضه ٠ چه دظالم عمر ، دظلم وخت په واقعی اسلامي او ډماکراسي
نظامو کي لږ وي ٠ څونه د خوشحالي ځای دئ چه رمزفيل رنګزده ٠ بی ابه سوو ٠
ماته تر هرڅه هغه ظلم بد دئ چه ظالم جزا ونويني ٠ او غوړ خلاص او ګرځي ٠ هغه وخت مظلوم ارام خوب
کولای سي جه ظالم جزا وويني ٠ دا دخوشحالۍ ځايدی چه دظاليمانو څه پرده پورته سوو ٠
هغه عسکر چه دغه پرده پورته کړئ ٠ خدای دي دغه سي انسانان پر دنيا ډير کړي ٠
موږ ته ګوری چه دغه ظلمونه پر طالب شروع وه په کيوبا،کندهار،قندز کي ٠ او ترجمانان ئی هم افغانان دي
او داسي ئی ونه کړه چه دظلم پر ده يوه پورته کړې وای ٠ نه ته کمال کوې او نه زه ٠
کمال هغه عسکر وکړئ ٠ چه اول ئی ږغ پورته کئ ٠
[color=red:6239aee5f7]جهان را بانصاف اباد دار *دل اهل انصاف را شاد دار[/color:6239aee5f7] !!!



طالب خان
11.05.2004

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_14AE7DF3-B999-402D-9FDB-71A8D0F01263.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_94DCB06B-4526-409D-B5E9-8395B4979475.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_EEFD88EE-0CF0-41EA-A698-2D42F9486D63.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_1C2C6FB6-798C-4643-909B-1574EDBB76B6.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_8E49F1C4-3460-47F2-9044-678F4F3DC67B.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_DE59E3F4-7CA9-44BC-8A12-73FF4412916D.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_903C1697-62B0-44F1-8E4C-5C6CC27886F9.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_DEBE30AB-7CCD-4DC6-8B29-9338E57F7330.jpg[/img:b4ed08729a]
[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_3C06C7C5-FB28-424A-9148-3767CEF3CF28.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_96B45989-B94C-46EB-A69F-BCE58985E753.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_F0F7878A-A3E8-4509-B516-16CA3A3E63B5.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_7735889E-7313-4135-BA37-CC021834218D.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_AD0AC326-D599-47B0-9160-D0BABC2EF156.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_BE663650-0628-41CA-9E13-63657C277B1B.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_254856A4-E2F1-4EDB-A780-984362476A2B.jpg[/img:b4ed08729a]

[img:b4ed08729a]http://islamicnews.net/Public/Media/2004-05-01_6F2505EB-8FF0-4532-B74A-EEBA87409A7F.jpg[/img:b4ed08729a]


داکتر هوسي
11.05.2004

زما سره داسي تکي نشته چي دوي ظالمانو ته يي استعمال کړم خو دومره وايم چي
[size=24:6e1a8d1c66] لعنت دي وي په دا رنګه انسانيت[/size:6e1a8d1c66]
په ريښتيا هم دا ده انسانانو بچي ندي دوي د خنزير غوښه خوړلي رحم به دوي کي په زره بين هم پيدا نکړي
خو دا م،م،م ولي داسي ځان ناشکه کړي دي :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry: :cry:


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
11.05.2004

د ډيموکراسۍ...
ګرانو ورو او خويدو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ ، تر سلامونو وروسته !
د دي بحث لومړۍ ليکنه مي ډيره زياته خوښه شوه چي د عکسونو ليدل يې تر سيوري لاندي راغلل ، له يوه طرفه مي په ليکنه کي د خاټؤل افغاني احساسات وليدل او له بله طرفه د ټول افغان پاڼي پر ټولو ليکوالو او ګډونوالو په موقع او پر ځای نيوکه شويوه ، چي د منلو وړ يې ګڼم .دا ډيره ښه خبره ده چي په موقع او پر وخت د دي پاڼي ليکوالان او برخه وال د نړيوالو او مسا ئلو او هم د هيواد په ورځنيو چارو تبصري وکړي او په اړه يې نظريات وړاندي شي ، البته په موقع .
ګرانو ورڼو او ټولودرنو لوستونکو ته په درنښت زه غواړم په لنډه توګه خپل نظر د دې عراقي بنديانو د عکسونو په اړه تاسو ته بيله ډيپلماسۍ څرګند کړم : زما په اند او باور د عراقي اولس سره د بې عزتۍ او توهين چاري د دي عکسونو په رابرسيره کيدو نه دي پيل شوي ، عراق او عراقي اولس ته هغه وخت د توهين او تحقير لاس واچول شو چي د نړۍ ليوني زبرځواکونه پر عراق وروختل .او په ټوله سپين سترګۍ يې د ټولي نړۍ ږغونو ته غوږ ونه نيوۍ او د سرمايې مستو ليونيانو پر عراق د بې شرمانه تجاوز لاره خپله کړل . دا عکسونه او داسي نوري توهين اميزه اعمال دهغه تجاوز سره يوځای پيل شوي او دا بيرحمانه او د بشريت ضد اعمال او افعال به تر هغو دوام مومي چي د ابر ځواکونو ليونيان د نړۍ د واکمنۍ څخه ليري کيږي ، او يا لږ تر لږه د قدرت ساحه يې محدوده کيږي .
دوهمه خبره غواړم دا وليکم چي زما په اند ددې عکسونو را څرګنديدل او په دي موقع کي د هغو په اړه تبليغات هم د هغه پروګرام لړۍ ده چي د جګړه مارانو له خوا ترلاس لاندي ده . د فلوجا تر مقاومت او په نجف او کربلا کي تر تر سختو جګړو وروسته او دا چي د عراق هره لويشت خاوره اوس د بهرنيانو لپاره د اور سور تبخۍ دۍ ، او هم د نړيوال اجتماعي فشار لاندي ، د عراق د اشغال د پای ته رسيدو تبليغات او موضع ګيري له بلي خوا ، اشغال ګر ځواکونه دي ته اړ باسي چي بايد د دي نړيوال فشار او هم د عراقي مقامت لپاره بل ميتود وکاروي . او زما په اند هغه هم همدا ميتود دۍ چي په دې موقع يې د دنړيوالو او عراقيانو او اعرابو پام دي عکسونو ته را وګرځوۍ .
اشغال ګران غواړي په يوه ټک دري نښانه وولي .
١ __ اشغالګران د دي عکسونو په خپرولو سره د نړيوالو پام د ټول عراق د توهين او اشغال څخه د څو بنديانو په لوري راګرځول غواړي ؛
٢ __ اشغالګران غواړي هغو کسانو ته چي په عراق کي د مقاومت ليکو ته مرسته رسوي او ياهم د مقاومت په ليکو کي فعال دي ، دا خبر ورکړي چي : که هغوۍ د مقاومت څخه لاس په سر نه شي نو دهغو سرنوشت هم د همدې بنديانو په څير وۍ ؛
٣ __ اشعال ګران غواړي په دي ډول د اشغالګرو هيوادونو هغو کورنيو ته چي د کورنۍ غړي يې د افغانستان او عراق په جګړو کي مړه دي ، داالهام ورکړي چي د دوي واکمنان هم بې کاره نه دي کښينستلي ، اشغالګرواکمنان غواړي وښئې چي موږ سربيره پر دې چي عراقيان وژنو کورونه يې ورورانو بنديخانو ته بيايو دادۍ په زندانونو کي دابيحيايې هم ورسره کوو .
په در ناوي
د انسان مقام ته درنښت د خپل ذات اونفس درنښت دۍ !


خاټول
12.05.2004

ښاغلي ورور پاڅونوال صيب،استادحليمي صيب،طالب خان صيب،أغلي خورداکترهوسی،ګران او محترم ورور عتيق صيب له تاسي ټولونه مننه،عتيق صيب .ئ ستاسی له شنني سره بيخي موافقه يم،او که اجازه راکړی یو بل توري هم پري اضافه کوم اوهغه داچي :زما په أند دا له شرمه ډک عمل تر يوه پلان او منصوبي لاندي يو اجتماعي عمل دي ،او استعمارګري اداري له چوتکي بيا تر سيمر مرغه په دي نا وړه عمل کي پوره ونډه لري،او دا خوشي بي دليله خبره ده چي امريکايان اوبرطانيايان واي چي دا يواځي ديو څو کسانو شخصي عمل دي،او دا عمل په مسلسل ډول تکرارشوي،لکه واشنگټن پوسټ چي خبرورکړی چي يواځي دوي لاتراوسه زر قطعي دا ډول انځورونه تر لاسه کړي،او داڅه يواځي په عراق نه بلکي زمونږ په ګران هيواد کي هم تر سره شوي لکه پاڅونوال صيب چي ورته اشاره کړي،نو داچي په دغه ځانګړي مهال ،په يوه ځل په دومره حجم کي مواد خبري رسنيو ته رسيږي او خپريږي،ديو سازش اوچل بوي ترينه راځي لکه استادعتيق چي ورباندي تبصره کړي،او هغه څه چي زه يي دنوموړي ورور په تبصره ور زياتول غواړم هغه دادی چي زه فکر کوم چي ددي انځورونو دخپرولو تر شابه يهودي لابي وي،اودي به غواړي چي په دي ډول دمسلمانانو احساسات راوپاروي ،او له مسيحيانو سره دمسلمانانو په يو څو محاذو کي ګرمه جګړه نړۍشموله کړي اوپه دي ترتيب نو دمسلمانو او مسيحيانو ترمينځ جګړه په يوه نړېواله جګړه واړوي ،اوپه هغه مقدسه جګړه کي چي غواړي دوي يي دګريټر اسرائل دلاس ته راوړني دپاره دمسلمانو په خلاف وکړي ،مسيحي نړي له ځان سره ملګري کړي ،ستاسو څه خيال دی؟٠


انځورګر
12.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
12.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



طالب خان
12.05.2004

درنو عزتمنو اوقدرمنو وروڼو او خويندو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
خداي تعالی جل جلاله موپه خپلو ټولو روا چارو کي بريالي لره.ترکومه ځايه چي دبشريت او بشري کرامت پرضد ددغه ډول شرمونکو اعمالو په اړه زما دعکس العمل خبره ده نو داپه ډاگه ده چي دکاوبوای بوش اورمزفيلډ او ډيک چيني له لوري دتش په نوم ترورايزم او ترهگرۍ پرخلاف پيل سوی جنگ په حقيقت کي دخپل خصلت او ماهيت له مخي يو صليبي جنگ دی او دوي له دی لاري غواړي چي له نړۍ نه داسلام نوغی وباسي.ستاسي به په ياد وي چی د2003 کال داپريل په مياشت کي عراقي ځواکونو څو تنه صليبي عسکر ونيول او هغه يی په خپله کورنۍ ميډياباندي نړيوالو ته وروښودل چي ځيني برخي يی الجزيره او العربيه هم خپری کړی.هغه مهال رمزي په خپل يوه مطبوعاتي کنفرانس کي څرگنده کړي وه چي عراقي حکومت ددی څه په کولو سره دژنيو کنوانسيون مات کړاو داچي همدايو کار دصدام حسين درژيم دړنگولو ترلوی دليل کيدای شي.
اوس چي پخپله صليبيانو عراقي مسلمانان لوڅ لغړ کړل,هغوی يی په زوره دجنسي عمل ترسره کولو او دصليبيانو له لوري دجنسي تيريو زغملو ته اړايستل,هغوي يی په ليونو سپيووداړل,دهغوي په سرونو مخونو او ږيرو يی ډکي او تشي متيازي وروکړی,هغوي ته يی بريښنايی شوکونه ورکړل او دهغوي تناسلي آلات يی غوڅ کړل نو داڅه ديوڅو صليبي سرتيروځاني او انفرادي عمل وگرځول شو.بوش او رمزي دواړو څرگنده کړه چي داڅه دامريکايی اخلاقو څرگندونه نه ده.البته دوي دواړه ريښتيا وايی ځکه امريکايی اخلاق بايدچي تردی هم لس گامه مخکي وای.
دامريکا مشهور تلويزيوني کانال سي بي ايس چي په کومه ورځ دغه عکسونه خپرول په هماغه ورځ يی دځينو نورو باوجدانه سرتيرو ايميلونه اوليکونه هم خپاره کړل. دجان سيمفسن جونير په نامه يوه عسکر ليکلي وو چي سرتيرو يوه اوياکلنه عراقي سپين سري ميرمن راوسته.هغه يی له څيلمي لوڅه لغړه کړه.په گونډو يی کړه او په غاړه کي يی ورته برقي کيبل واچاوه.لس لوڅ لغړصليبيان ورباندي سپاره شول او هغه يی مجبوره کړه چي دخری په څير هينگاري ووهي.دغه عسکر وايی چي زه لاړم يونټ کمانډرته مي شکايت وکړ خو هغه راته وويل:Let them to compet the process.يانی ځوانه هيڅ خبره نده پريږده چي هلکان قانون پلی کړي.جان وايی کله چي زه بيرته هلته راغلم نو گورم چي له ميرمن سره په زوره جنسي عمل ترسره کيږي تردی چي هغی ساه ورکړه.سي بي ايس وروسته څرگنده کړه چي دجان نوم فرضي دی او هغه دوي ته ددغي پيښي عکسونه هم ورکړيدي چي په وړ وخت کي به خپاره شي.
داخو يوازي يوه پيښه وه په زرگونو دغه ډول نوري پيښي رامنځته شويدي.
که چيري داڅه دگوتو په شمار صليبيانو انفرادي کاروای نو بيا خو داسي عکسونه هم خپاره شوي چي په لسگونو صليبي افسران او سرتيري دبنديانو په تعذيب اخته دي.هغه خو يو اجتماعي عمل دی.
دبی گناه او مظلومو عراقي مسلمانانو پرخلاف دصليبي جنايتکارانو اوکاوبوايه بدمعاشانو دغو شرمونکو مظالمو ته په کتلو سره سړي ته هماغه په دولسمه ميلادي پيړۍ کي دروم دصليبيانو په لاس دبيت المقدس,شام او فلسطين فتح کيدل ورپه يادشي.هغه مهال صليبي جنايتکارانو په يوه ورځ باندي اتيازره مسلمانان ترتيغ وايستل.دومره ويني يی وبهولی چی وروسته يی پوره پنځلس ورځی هغه پاکولای نه شوای.نامتو هندي عالم او داسلامي نړۍ وتلي تاريخپوه شيخ الاسلام ابوالحسن علي ندوي رحمه الله په خپل کتاب تاريخ دعوت وعزيمت کي دتاريخي اسنادو په حواله ليکلي دي چي صليبيانو سل زره عرب بنديان دبيت المقدس دښار له کوڅو نه دوينو په پاکولو وگومارل او پوره پنځلس ورځي وروسته هغوي پدی وتوانيدل چي دا ويني پاکي کاندي.
دصليبي جگړو يو بل هندي تاريخپوه شاه معين الدين احمد ندوي څرگنده کړي چي صليبيانو به بيگناه مسلمانان دليونيو سپيو مخي ته واچول,دهغوی حاملي ميرمني به يی ونيولی خيټي به يی ورڅيري کړی او دهغو له نس نه به يی اولادونه راوايستل او په برچو به يی سوري سوري کړل.
دامريکايي اوبرتانيايی صليبي سرتيرو له لوري زموږدعراقي ورڼو پرضد اوسني مظالم په حقيقت کي دهماغه صليبي جگړو يو بهير او تسلسل دی.دخپرو شوو عکسونو په خپرولو کي دظلم دبربنډوالي عنصر دومره غالب ندی لکه څومره چي مسلمانانو ته رواني تعذيب ورکول غالب دي.کفار په دی ډول غواړي چي موږته رواني ماتي راکړي خو مسلمانو زلميانو الحمدلله اوس حقيقت درک کړيدی.هغوي اوس پوهيدلي دي چي امريکايی ډيموکراسي يانی څه؟؟؟ دملتونو ازادول يانی څه؟؟؟ هغوی اوس وسلی ته لاس کړی او ترڅو چي يی په صليبيانو باندي مور نه وي بوره کړي ترهغو به په ارام کينه ني.انشاءالله.
داپورتني عکسونه خو هسي يوه نمونه وه.که څوک غواړي چي پدی اړه له نوروجزياتونه ځان خبرکاندي نو هغه دي نن دسي بي ايس کانال وگوري.هغه به نن دهغو سرتيرو مرکی خپری کړي چي داجنايتونه يی په خپلو سترگو ليدلي دي.همداراز به ددغو جناياتو ځيني ويديويی شاټونه هم ننداری ته وړاندي کړي.
دډيموکراسۍ مينان دی وگوري چي ددوي معنوي لارښونکي Spiritual God Fathers بوش البغدادي او بلير البصراوي په عراق کي دډيموکراسۍ دتطبيق په لاره کي څه ډول گلان غوړوي؟؟؟
زه هغو وروڼو ته سخت حيران يم چي وايی ډيموکراسي دانه ماناچي امريکا او طالبان دانه مانا چي اسلام!!!



طالب خان
12.05.2004

السلام عليکم
وګورۍ قهريدلو او ځوريدلوعراقيانودخپلو وروڼو او خوندو کسات څنګه واخيست؟
لاندي عکسونه دنايک کريګ په نامه دهغه امريکايي دي چي څو ورځي وړاندي مجاهدينو تښتولی وو او اوس دا دی دخپلو شومواعمالو پا سزا ورسول شو٠والحمدلله علی ذلک٠
[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark3.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark4.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark5.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark6.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark7.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark8.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark9.jpg[/img:a60fd0de61]

[img:a60fd0de61]http://alquma.org/upload/uploading/mark10.jpg[/img:a60fd0de61]



طالب جان
12.05.2004

گرانو محترمو مکرمو وروڼو او خويندو خاټول خور ، ډاکتر هوسۍ خور، طالب خان ، پاڅونوال صيب ، عتيق صيب، او خالد هادي صيب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
گراني خور خاټول ريښتيا چي افغانه ميرمن يي دامو ثابته کړه چي کفار دافغاني ميرمنو په هکله په غلط فهمي کي اخته دي کفار دمسلمانانو له ښځو څخه هغه څه غواړي چي دکفارو په ټولنه کي عيب نه بلل کيږي مونږ که هرڅومره چغي ووهو چي افغاني ميرمني دا څه نه غواړي کوم څه چي امريکايان يي دښځو لپاره غواړي خو ځيني وروڼه داخبري نه راسره مني مگر تاسي چي د عراقي مجاهدينو دبي عزته کيدو غم په کومو الفاظو کي کړی له هغه څخه دا معلوميږي چي افغاني ښځي هم دکفارو په مقابل کي جهاد کول غواړي . او مونږ خو پخوا لا دا ويلي چي افغانان نر او ښځي واړه اوزاړه ځوانان او پيغلي ټول دکفارو په مقابل کي جنگيدل غواړي . خلک وايي چي امريکايان دښځو حقونه ورکول غواړي گورۍ وروڼو قسم په خداي جل جلا له چي دا هسي دامريايانو دخولي خبري دي مسلمان عوام غولول غواړي چي يووار يي خپله موخه پوره شي والله با الله پي زمونږ مسلملنانو په ناموسونو به هم همداسي ملنډي ووهي . نو ورورڼو پريږدۍ دادامريکايانو طرفداري راځۍ چي همدانن لاسونه سره ورکړو او دکفارو په خلاف يو شو وروڼه شو اورونه شو او سپينه ماڼۍ پخپلو مرگونو گزارونو لو لپه کړو او دا څه به اوس تاسي ته بعيده ښکاري مگر تاسي ته زيری درکوم چي داسي ورځ راتلونکي ده انشاالله .
دامريکي ځواکونو لخوادعراقي مجاهدينو بي عزتي کول کومه نوي خبره نه ده تاسي له کفارو څه توقع لرۍ ؟؟؟ ايا هغه به زمونږ بنديان په وريښمو کي نغاړي ؟؟؟ مونږ خو پخوا لا ويلي دي چي دکفارو په خوله يوڅه او په زړه کي يي بل څه وي دوي په شبرغان کي داسلام په خادمو ځواکونو طالبانو وروڼو کوم ظلم ونه کړ ؟؟؟ دليلا په دښته کي يي زمونږ په وروڼو څه ونه کړل ؟؟؟ خو هغه وخت چي به مونږ داسي څه وليکل نو وروڼو به داخبره نه منله او ويل به يي چي امريکايان دقانون منونکي او بندگان دي . خو له مونږ سره دبرقي کيمری عکسونه نه وو مگر هغه وروڼه نن څه وايي ؟؟؟ ايا کوم ځواب شته ورسره ؟؟؟ څه شو هغه دقانون بندگان ؟؟؟ چيري دي هغه دبشر دحقونو ټيکه داران ؟؟؟ چيري دي هغه دانساني حقوقو اداری ؟؟؟ چيري دي هغه.......؟؟؟؟ ......؟؟؟؟؟ .
داټولي چغي دکفارو لپاره وهل کيږي ځيني غوليدونکي مسلمانان هسي ددوی په ډول ورسره چرخيږي خو اوس دامريکايانو اصلي څهره نوره هم په رابرسيره کيدو ده ډير ژر به انشاالله دغه غوليدونکي مسلمانان هم په حقيقت پوه شي او دوی ته به دخپلو غلطيو احساس وشي . انشاالله التعالی



ع کريم حليمي
12.05.2004

[quote:3324d98def="طالب خان"]درنو عزتمنو اوقدرمنو وروڼو او خويندو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زه هغو وروڼو ته سخت حيران يم چي وايی ډيموکراسي دانه ماناچي امريکا او طالبان دانه مانا چي اسلام!!![/quote:3324d98def]

محترمو ،ښاغلودانشمندانو د دين ورونو سلام !
زموږ دوستي د اسلام سره ده ! دعدالت سره مو علاقه ده !
هر فکر ،ليکنه،خبره چه کوو د اسلام په ړنا کي ده ٠ دليل مو قران او حديث دي ٠ ډيموکراسي مانا انتخابات اوبس
دمځکي پر مخ د امير لپاره اول په اسلام کي په مدينه منوره کي د ابو بکر سره سعد بن عباده انتخاب سوی وو
او ابوبکر (رض) بيعت وګټلې بخاری صفحه 1009 دوهم ټوک
امريکائی غلط وائي چه دوی ډيموکراسان دي ٠ هو 70 واره دي لعنت وي پر هغه قوم چه انسان ته بئ عزتي وراړوي
زه خواندی يم خو نه غواړم چه قهر مي انصاف راخراب کړي ٠ قهر يوازي د الله سره ښايی ٠ د بنده عيب دئ
که مسلمان خپل دښمن په خونه ننباسي او سر ئی ورپرئ کړي غيري شرعی عمل دئ ٠
يوسړی په نامه د وحشی دنبی د اکا زوی (حضرت همزه ) په ډير بدحال مړ کړی ٠ دغه وحشی حرم نبوی ته راغلو
مبارک ورته وويل ٠ ته وحشی نه ئی؟ بلئ ٠ مبارک ورته و ويل دمخه مي ورک سه ٠ وحشی دحرمه ووتلی ٠
دغه امريکايی ئی بايد په دغه شکل وژلی نوای ٠ نو به څرنګه موږ داسي نعره پورته کو چه مسلمان پرخپل قانون
ټنګ ولاړ دئ تر کافر ؟؟؟ دا اخلاقی نبوي دي چه دبدو جواب ئی په بدو ندئ ورکړئ ٠ هو مجرم ته ئی جزا ورکول
څومره چه شريعت اجازه وه ٠ هر څوک لا اله وايی زما دوست او اکثر مي وړونه دي ٠ خو د دوستې لپاره ايمان
نه خطا کوم ٠ هر خبر د يوم الحساب کي جواب غواړي ٠ دچا چه لاسونه تړلي وي ٠ چه شاهد نوي چه مړی ئی
کړئ ٠ نوقتل ئی روا ندئ ٠ سپشلي و مسلمان ته ٠ اخير يواری بيا وايم خدای دي د حق دلاری مجاهدين کاميابه
لري ٠ ډيمکراسي مانا (دمسلمان حکومت پرمسلمان باندی د مسلمان لپاره)
حليمي
٠


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
12.05.2004

ګرانو ورڼو او خويدو ته د خاټول خور څخه بيا د دي بحث تر دم ګړيه ورستي ليکوال استاد حليمي صاحيب پوري ټولو ته نيکي هيلي او د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم ، هيله من يم چي د دې سره او تاوده بحث په لړۍ کي ټول ګډونوال د يو او بل د ليکونو د لوستلو حوصله ولري ، او ليکني او نطريې داسي وي چي په بحث کي د بل ليکوال او برخه وال د چپ کيدلو او يا ملامتولو لپاره نه وي ، پريږدۍ چي هر څوک خپله رايه څرګنده کړي . خدای تعالی دي د(( ټول افغان )) پاڼي چلونکوته نور هم دا ډول بريا ليتوبو نه ورنصيب کړي ، لکه چي دا دۍ اوس يې زموږ ورڼو او خويدو ته د مجلس کوټه او ديره برابره کړيده ، هر څوک هرڅه ليکلای شي .پام وکړۍ ورڼو دا ډير د ستايني وړ کار شويدۍ ، چي موږ اوتاسو اوس په خپله ژبه خپله رايه د انټرنيټ په مټ څرګنده و.
ګرانو ورڼو او خويندو ! ما د عراقي بنديانو په اړه وړاندي ليکلي وه چي د اشغالګرانو يوه هيله داده چي د نړيوالو پام عکسونو ته واړوي او هغه بنسټيزه خبره (( د عراق اشغال )) د خلکو ورکه کړي . دادۍ يوه بيلګه يې په همدي پاڼه کي ليدل کيږي ، چي هغوي د بنديانو سره د ناروا چلند خبري کوي ، په داسي حال کي چي دا چلند اساسا له هغي ورځي پيل شو چي اشغالګران پر عراق وروختل .
زه نه غواړم چي بيا د عراقي بنديانو سره پر هغه ناروا او هغه بې شرمانه ظلم چي اشغالګرانو تر سره کړۍ او لا دوام لري نورڅه وليکم د هغه عکسونو په اړه يوازي دا ليکل غواړم چي دي جنايت مجرمينو ټول بشريت اوانساني نطفې ته داسي توهين کړېدۍ چي په تاريخ کي يې بيلګه نشته .
په هر صورت په دي بحث کي مي د دوهم ځل لپاره ځکه ګډون وکړ چي د يو شمير دوستانو ليکني مي ولوستلې او زه يې وهڅولم چي په دې بحث کي دا دوهمه ليکنه هم وکړم . او دا ځل غواړم چي ګران لوستونکي دي ټکي ته متوجه کړم چي : زمږ په هيواد او زموږ پر هيوادوالو هم دا ناوړه چاري ترسره کيږي .ر اشۍ د خپل هيواد او هيواد والو په اړه فکر وکړو ، عراقيانو څوک درلودل چي دا عکسونه يې واخستل شوه ،او عراقيان بياهم د خپل خلاصون لپاره امکانات لري ، نور عرب لري ، تيل لري ، نور نړيوال ملاتړي لري او داسي نور ، راشۍ د خپل وطن په اړ ه وژاړو ، نور نړيوال توب پريږدو ، نړيوال توب زموږ دهيواد په ګټه نه دۍ يوه ښه بيلګه يې همدا ده چي هيچا نه عرب او نه عجم زموږ د هيوادوالو د ستونزو څخه سند افشا نه کړ او نه يې زموږ لاس نيوۍ کړيدۍ ، په داسي حال کي چي همدا بهرنيانو زموږ په هيواد کي ستونزي را پيښي کړي او هم يې راپيښه وي . زه يوه پوښته کوم او هغه داچي زموږ ورڼه او هيواد وال د دې کړو وړو په اړه څه بايد وکړي ؟ د بدبختيو ، ورسته پاتي والې او جګړو څخه زموږ هيواد نه سره بيرغ او سره انقلاب وژغورۍ چي د نړيوال توب يوه بيلګه وه او نه شين سپين بيرغ او اسلامي حکومت او شريعت نجات ورکړ چي د نړيوال توب بله بلګه وه . څه بايد وشي ؟
د ګراني خور داکتري هوسۍ دا غوښتنه
[color=indigo:c04a351060] غواړوملت!کوم ملت ؟ افغان ملت
ځنګه ملت؟ سم ملت ! ودان ملت
يو ملت ! واحد ملت ! قوي ملت !
کلک ملت !په خپلو پښو روان ملت [/color:c04a351060]
، زما په اند دا غوښتنه د هر افغان غوښتنه ده خو پوښتنه داده چي دا به عملي کيږي څنګه ؟ زه ستاسو جواب ته سترګي په لار يم !


خاټول
13.05.2004

ګرانه او محترمه وروره عتيق صيب، او نورو درنو وروڼو يو ځل بيا مينه او سلامونه!
عتيق صيب ډيره ښه مهرباني مو کړی بايد خپل غم وزاړو،بايد دخپل اولس دردونه او کړاونه مداواکړو،دازمونږفرض او مسئوليت دي،خو له دي سره سره مونږ له نړيوالتوب نه هم نشو وتلي،له بشري نړۍ سره په بشريت ،انسان توب او أدميت کي ګډيو،او له اسلامي نړۍ سره بيا فکري او عقيدوي تړاو لرو،ټول وايو چي:
[img:b6086727bb]http://www.hamidco.jeeran.com/images/69.gif[/img:b6086727bb]
په يوه کلمه،يوه خدای،يوه کتاب،يوه کعبه،يوه نبي سره ګډيو،اوخواږه نبي محمد رسول الله صلی الله عليه واله وسلم راته لاره روښانه کړي او زمونږديووالی په اړه يي داسي ارشاد کړي:
مؤمنانوديو جسد په څير دي،چي ځني برخي يي په تکليف شي ،نو ټول بدن ورسره په تکليف شي (هيله منه يم چي دحديث شريف عربي متن به زمونږ دپاڼي ملا صايبان راپيدا او وليکي)
نود پورتنيو دلائلوپه رڼا کي مونږدنړۍ،اسلامي اوغير اسلامي له پيښو نه بي تفاوته نشو پاته کيداي.
په مينه اودرنښت


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
13.05.2004

سلام او نيکي هيلي تاسو ټولو او په ځانګړي توګه ګراني خور خاټول ته وړاندي کوم !
ګراني خور خاټول زما دليکني په ځواب کي ، زما د پوښتني جواب نه دۍ ليکلي خو هغه څه چي يې ليکلي زه نه يوازي دا چي ورسره موافق يم ، بلکي ملا تړ يې هم کوم ، خو دا منل او ملاتړ يو ټاکلۍ حد او مرز لري . زما لپاره دنړيوالتوب سره ملګرتيا تر هغه وخته مناسبه او اړينه ده چي د خپل هيواد ګټي مي اجازه راکوي ، داخبره سربيره پردي چي د نړيوالو اصولو سره سمون خوري پر هغه برسيره داوسنۍ نړۍ ټول اعمال او افعال د همدي اصل په محدوده کي تر سره کيږي .هيڅ هيواد نه شته چي دنورو هيوادونو د ګټو لپاره خپلي ګټي قربان کړي ، دا يوازي وروسته پاته هيوادونه دي چي د بهرنيو زورورو لخوا استعماليږي او د يوي نړيوالي ايديالوژۍ او بلي نړيوالي ايديالوژۍ تر شعارونو لاندي يې د خپلو ګټو لپاره تنظيموي او ګټه ورڅخه اخلي . زما مخالفت يوازي د همدي ډول نړيوال توب څخه دۍ . دا ډول نړيوال توب نه يوازي داچي زموږ لپاره ګټور نه دۍ بلکي زيانمن هم دۍ .
دا خبره خو د ويلو پرته د منلو ده چي اوس نړۍ د يوه لوی کلي په څير ده او په دي کلي کي د اړتيا پر بنسټ بايد يوله بله سره اړيکي ولرو . زه د دي اړيکو مخه نه نيسم او د داشان اړيکو مخه نيول کيدای هم نه شي بايد دا اړيکي وي او هم دوام ومومي . زما منظور د دنړيوالو اړيکو د نه مراعات کولو هغه حد او اندازه ده چي زموږ د هيواد ګټي متاثري کړي . لکه چي له بده مرغه دا ډول نړيوالتوب زموږ په هيواد کي دوه ځله وکاريدۍ ، يوځل تر سره بيرغ لاندي او بل ځل تر شنه اوسپين بيرغ لاندي .
په درنښت



ع کريم حليمي
14.05.2004

درنې غاټول خورکۍ سلام ! ستابلادې پر موږو سي دغه حديث مي درله پيدکړۍ
[color=blue:efb78137b8]حدثنا ابو نعيم قال حدثنا زکريا عن عامر قال سمعته يقول سمعت النعمن بن بشير يقول قال رسول الله صلی الله عليه تری المؤمنين تراحم و تواد هم و تعاطفهم کمثل الجسداذااشتکی عضواتداعی له سائر جسده بالسهرو الحمی بخاری صفحه 889 /2 ټوک[/color:efb78137b8]ترجمه ٠ Sahih Al-Bukhari HadithHadith 8.40 Narrated byAn Numan bin Bashir
Allah's Apostle said, "You see the believers as regards their being merciful among themselves and showing love among themselves and being kind, resembling one body, so that, if any part of the body is not well then the whole body shares the sleeplessness (insomnia) and fever with it."


lima bahar
14.05.2004

عتيق ورور او نورو درنو خويندو ورورنو ته د زړه له کومي نيکي هيلي !!!!
زه ستاسي نظر ته د قدر په سترګه ګورم ريښتيا هم د انسانيت له لحاضه بايد دظلم په زد نعره اوچته شي
ځکه خداي پاک (ج) په خپل يوه نازل شوي ايت کي فرمايي
چي که تاسي ظلم ګوري لومړي په لاس د هغه ظلم خلاف جهاد کوي که وس مو نه رسيږي په خوله جهاد وکړي که بيا هم تاسي ته خطر درپيښيږي نو په زړه کي خو ورته خامخا بد ووايي .
نو سترګي پټول ګناه ده
او زه دا نظر لرم چي فلسطينيان هم زمونږه مسلمانان ورونه دي ،د هغوي سره هم ژړر پکار ده او راغلو د خپل ملک خبري ته
هو داسي ظلمونه زمونږه ورونو سره هم روان دي زمونږ په وطن کي زمونږ په کور کي .
خو دا چي ځانونو ته ملګري ملتونه وايي دوي ځه وکړل او ځه شوو؟؟؟
ايا د دي ظلمونه خلاف يي په ريښتيا کوم جدي اقدام وکړ که نه ؟؟؟
ډير زر به خبر شي چي همدا چاري زمونږه ورونو سره هم کړي دي



ع کريم حليمي
15.05.2004

[quote:70c5b79f0b="lima bahar"]
ځکه خداي پاک (ج) په خپل يوه نازل شوي ايت کي فرمايي
چي که تاسي ظلم ګوري لومړي په لاس د هغه ظلم خلاف جهاد کوي که وس مو نه رسيږي په خوله جهاد وکړي که بيا هم تاسي ته خطر درپيښيږي نو په زړه کي خو ورته خامخا بد ووايي .
[/quote:70c5b79f0b]

محترم Iima Bahar او درنولوستونکو سلام ! ستاسو ته خوشحالي له خدايه غواړم
عملي قدم هغه وخت امکان لري ٠ چه ځوک حزب ولري ٠ چه حزب نه وي ٠ په ډيمکراسي کي هر حرکت د کاميابۍ
سره نه مخامخ کيږي٠
دغه سربيره کوټېشن ايات شريف نه دي ٠ دنبی حديث دئ ٠ او يوطبعی قانون هم دي


Re: د ډيموکراسۍ...

خاټول
17.05.2004

[quote:1b41583d6d="Atiq"]سلام او نيکي هيلي تاسو ټولو او په ځانګړي توګه ګراني خور خاټول ته وړاندي کوم !
ګراني خور خاټول زما دليکني په ځواب کي ، زما د پوښتني جواب نه دۍ ليکلي خو هغه څه چي يې ليکلي زه نه يوازي دا چي ورسره موافق يم ، بلکي ملا تړ يې هم کوم ، خو دا منل او ملاتړ يو ټاکلۍ حد او مرز لري . زما لپاره دنړيوالتوب سره ملګرتيا تر هغه وخته مناسبه او اړينه ده چي د خپل هيواد ګټي مي اجازه راکوي ، داخبره سربيره پردي چي د نړيوالو اصولو سره سمون خوري پر هغه برسيره داوسنۍ نړۍ ټول اعمال او افعال د همدي اصل په محدوده کي تر سره کيږي .هيڅ هيواد نه شته چي دنورو هيوادونو د ګټو لپاره خپلي ګټي قربان کړي ، دا يوازي وروسته پاته هيوادونه دي چي د بهرنيو زورورو لخوا استعماليږي او د يوي نړيوالي ايديالوژۍ او بلي نړيوالي ايديالوژۍ تر شعارونو لاندي يې د خپلو ګټو لپاره تنظيموي او ګټه ورڅخه اخلي . زما مخالفت يوازي د همدي ډول نړيوال توب څخه دۍ . دا ډول نړيوال توب نه يوازي داچي زموږ لپاره ګټور نه دۍ بلکي زيانمن هم دۍ .
دا خبره خو د ويلو پرته د منلو ده چي اوس نړۍ د يوه لوی کلي په څير ده او په دي کلي کي د اړتيا پر بنسټ بايد يوله بله سره اړيکي ولرو . زه د دي اړيکو مخه نه نيسم او د داشان اړيکو مخه نيول کيدای هم نه شي بايد دا اړيکي وي او هم دوام ومومي . زما منظور د دنړيوالو اړيکو د نه مراعات کولو هغه حد او اندازه ده چي زموږ د هيواد ګټي متاثري کړي . لکه چي له بده مرغه دا ډول نړيوالتوب زموږ په هيواد کي دوه ځله وکاريدۍ ، يوځل تر سره بيرغ لاندي او بل ځل تر شنه اوسپين بيرغ لاندي .
په درنښت[/quote:1b41583d6d]
[color=blue:1b41583d6d]ورورره عتيق صيب ،تل سرلوړې،اوبريالی اوسي!
وروره ډاډمنه يم چي که زما په ليکنه کي که ستا دأند مخالف مواد هم وي نو وبه يي وزغمي،نو ځکه دبيا ليکني جرأت کوم.
وروره ! زما په أند خو چي اسلامي نړي نن څومره لا لهانده ده،نو دنورو ګڼو لاملونوتر څنگ يي يو بنسټيز لامل همداپه اصطلاح ملي ګټي دي،چي مسلمانان يي په محور باندي راڅرخيږي ،او دامت له ستر اوپراخ مفهوم نه را وتلي اودعربيت او عجميت،تور اوسپين،افغاني او توراني په تنگو او تاريکو خولونوکي يي ځانونه رابند کړي،که مسلمانان خپل نژدي تاريخ (يعني ددوهمي نړوالي جګړي دمخه )وګوري نو وبه ويني چي هغه مهال ،که څه هم په نسبي ډول،اسلامي نړۍ هم يو شان او موجوديت درلوود،او نړيوال ليوان به داسي ژر .مونږ په رمه نسواي رګډيدلاي،داسي اسانه رانه چا جامي نشواي ايستلاي،زمونږعصمتونه دومره اسانه چا نشواي لوټولاي،زمونږ وينه دومره ارزانه نشواي تويدلاي،ښکيلاک گرو به په دومره بيشرمي زموږپه بدنونو بولي نشواي کولاي، دا ولي! داځکه چي هغه مهال مونږ امت وو،دکونينو دسردار محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم امت،تيل دمسلمانانووونه دعربانو،تيکنالوجي دمسلمانانو وه نه دترکانو،سره او سپين ښه او بد موټول سره ګډوو،دردونه اوغمونه موهم سره ګډ وو،او علاج به موهم په ګډه کاوو،بيا چي مو ديهودي الاصله مصطفی کمال،دانګريزدجاسوس شريف مکه په نسخه عمل پيل کړل،نو دابده او کرغيړنه ورځ موپه برخه شوه ،اوس خو مونږ افغانان يو نوځکه ځوريږو،هغه نور بياعربان دي ځکه جامي ځني خيژي،اوهغه نوربيانو..............................
وروره!زماپه أند که اوس هم مسلمانان نشو،هو يواځي مسلمانان نو داتوره ورځ به نه له افغانه ختمه شي نه له ايرانه اوتورانه،اوکه بياهم په هم هغه نيلي سپاره وو، نو راته ووايه چي اياداخپل وړوکی او گران هيواديو موټی ساتلاي شو،ايا تاجک،اوزبک،ترکمن ،هزاره،ايماق،پشيان وروڼوته قناعت ورکولاي شو؟ اوکه هغوي بيخي له صحني اوباسواويو سوچه پښتونستان جوکړو،نو بيا به درانيان غلجان وزغمي اوبالعکس؟ نو زما دآند لنډيز دادی چي زمونږدربړو او کړاونو حل په اسلامي امتوالي کي نغښتی نه په نيشنلزم اوبل ازم کي٠
خورموخاټول[/color:1b41583d6d]


خاټول
17.05.2004

[color=darkred:c080d6854e]وروڼو او خويندو لاندي عکسونه هم زمونږ اوستاسي مسلمانوخويندو او وروڼودي چي دسهيلي تايلاند،مهذبو انسانانو،اوداندونيشيا مسيحيانوورسره دانساني کرامت معامله کړي، داچي دا عکسونه ډير بوږنونکې اوله وحشت نه ډک دي نو په خپرولويي معذرت غواړم٠[/color:c080d6854e]
[img:c080d6854e]http://members.lycos.co.uk/tamerr12/up/tamer/moslim1.jpg[/img:c080d6854e]
[img:c080d6854e]http://members.lycos.co.uk/tamerr12/up/tamer/moslim2.jpg[/img:c080d6854e]
[img:c080d6854e]http://members.lycos.co.uk/tamerr12/up/tamer/moslem3.jpg[/img:c080d6854e]
[img:c080d6854e]http://members.lycos.co.uk/tamerr12/up/tamer/moslim4.jpg[/img:c080d6854e]
[img:c080d6854e]http://members.lycos.co.uk/tamerr12/up/tamer/moslim5.jpg[/img:c080d6854e]
دادمسلمان ماشومانو سرونه دي چي ځني پريک کړل شوي _____________ يوځل بيا معذرت


د ډيموکراسۍ...

(( ښه ))
17.05.2004

ګراني خور خاټول او د دي بحث نورو لوستونکو ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم !
ګراني خور خاټول ستاسو ليکنه مي ولوستل او هم مي هغه عکسونه وليدل چي په ليدلو يې د هر انسان زړه ورانيږي او هر څوک اغيزمن کوي .
ګراني خوري ستاسي او ستاسو په شان د نورو دوستانو هر ليکنه په پوره ليوالتيا لولم او د ليکني څخه د مفهوم اخستني لپاره ، نه يوازي داچي زغم يې لرم بلکي خوند ترې اخلم او د خپلو معلوماتو د زياتوالي لپاره يې تربلي هري طريقې او لاري د خپل ځان لپاره غوره ګڼم ، رښتيا خبره هم داده چي دانسان تصور او فکر په هيڅ صورت بشپړ او مکمل نه دۍ . دا چي دا فکر او تصور د بشپړتيا په لوري ولاړشي او يا د تکميليدو لاره طۍ کړي ، نو ورته اړينه ده چي دري لاري تعقيب او ولټوي ، لومړۍ داچي په ټولنه کي خپلي اړيکي زياتي کړي ؛ دوهم ، بايد نوي معلومات د مطالعي له لاري تر لاسه کړي او دريمه خبره هم داده چي نوي تر لاسه شوي څيزونه او معلومات بايد کره او وه ارزوي ؛ په دي تر تيب ستاسو ليکني زما د تصور او مفکوري لپاره د د بشپړ تيايې خوځښت په لار کي رښتيني مرستندوۍ دي ، نو نه يوازي داچي د لوستلو زغم يې لرم بلکي ورته ليوال هم يم چي زما د انديښني اومفکورې او تصور خلاف نظريې ولولم او وايې ورم .
ګراني خور اوس غواړم د خپلي پخوانۍ ليکني لږ وضاحت وکړم او هم غواړم ستاسو د ليکني په اړه خپله رايه څرګنده کړم : ما په خپله ليکنه کي د نا مطلوب نړيوال توب پر خلاف ليکي دي ، او دا مي هم ليکلي چي زما لپاره نړيوالتوب تر هغه وخته ارزښتمن دۍ ، تر څوچي مي ملي ګټي د هغو اړيکو د پاللو اجازه را کوي . د دي سره سره چي تاسو د ځينو مطالبو په ليکلو سره د روانو نړيوالو ستونزو د حل لاره د نړيوالتوب خپلول ګڼلي (( البته د نړيوالتوب امتي ډول ، نه د نړيوالتوب کارګري ( سوسياليزم )، او سرمايه داري ( ګلوباليزم ) ډولونه )) زه غواړم خپله ليکنه هم د نړيوالتوب دا يوې خوا ته چي تاسو يې د حل لاره ګڼۍ ، را وګرځوم او د نړيوالتوب کارګري او سرمايه داري ډولو نو ته پام نه کوم . دا يادونه مي ځکه وکړل چي ښايې داسي مطالب را منځ ته شي چي هغه به په يوډول د کارګري يا سرمايداري نړيوالتوب سره موافق وبريښي . چي په حقيقت کي زما ليکنه د هر ډول نامطلوب نړيوالتوب خلاف ده .
ګراني خور ! تاسو د خپل نظر د رښتينوالي لپاره د تيري زمانې کړه وړه او په ځانګړي توګه د لومړۍ نړيوالي جګړې نه مخکي د اخوت او امت ځواک را ياد کړيدۍ ؛ د دي سره سره چي ستاسو د هغو يادونو سره هم پوره موافق نه يم ، خو د دي لپاره چي دا بحث يوه تاريخي څيړنه و نه ګرځي نو دهغو پيښو دڅرنګوالي څخه تيريږم هغه چي تاسو ورته د ځواکمنۍ دوره ويلې ده ، په هر تقدير زه لا ستاسو له خوا د يادشويو تاريخي بيلګو وړاندي ځم او هغه وختونه را يادوم چي په رښتيا هم ټوله عالم اسلام تر يوه بيرغ لاندي وو او يوه واکمني وه .
ګراني خور ! تاسو پوهيږۍ چي د افغانستان اوسنۍ محدودي ته د لومړي ځل لپاره د حضرت عثمان په وخت کي عربي لښکر د افغانستان د تصرف لپاره راغلل او د هجرت ٢٥ کال وچي د عبدا لله بن عامر تر قوماندي لاندي عربي لښکر تر کابله ورسيدل . خو هغوۍ افغانستان خپل نه کړ داجګړه په پرله پسي توګه تر ١٨٠ کالو پوري اوږده شوه تر څو چي اموي امپراتورۍ د اوسني افغانستان زياتي برخي تر خپل اشغال لاندي راوستلې .په دي دوره د دي سيمي خلکو د خپل پخواني دين څخه د دفاع تر نوم لاندي خپله خپلواکي ساتل غوښتل ، او مقاومتونه يې جاري ساتل ، خو چي کله يې توان ونه رسيدۍ نو تر مستقيم تسلط لاندي دوره کي يې د اسلامي غورځنګونو په جامه او لباس کي مقاومتونه پيل او تر ٢٥ کالو مخامخ عربي تسلط وروسته يې په ٢٠٥ هجري کال د طاهريانوکورنۍ په لار ښو ونه خپله خپلواکي تر لاسه کړل . دا ياد وني زموږ د هيواد څرګند تاريخ دۍ . زه دا تاريخي بحث نور نه اوږدوم يوازي همدا دوره د بيلګي په توګه را يادوم چي زموږ د هيواد ملي ګټي په کومه دوره کي خوندي وي او نړيوالتوب زموږ سره څه وکړل .
ګراني خور ! لومړۍ پوښتنه داده ، په داسي حال کي چي د هغه وخت افغانانو له خوا د عربو امپراتورۍ ته هيڅ خطر متوجه نه و ، خو عربي لښکرو د اسلام مبارک دين خپرولو تر سرليک لاندي د جګړې او زور له لاري ، ولي په يوه حمله له سيستانه تر کابله خپل ځواکونه ورسول او په لار کي يې د ډيرو داسي انسانانو سرونه پري کړل ؟ لکه چي تاسو د اندونيزيا د يوشمير معصومو انسانانو عکسونه را پيدا کړي دي ، خو له بده مرغه هغه وخت عکسونه اورسامۍ نه وي چي اوس موږ هغه ليدلي وای . دي پوښتني ته زه لنډ جواب ليکل غواړم او هغه داچي : په هغه موقع کي چي عبدا لله بن عامر د افغانستان خاوري اشغال ته توظيف شو هغه وخت د عربي امپراتورۍ د وسعت مسله وه نه ده اسلام مبارک دين د خپرولو موضوع ، همداسي چي اوس د ديموکراسۍ تر نوم لاندي د هيوادونو اشغال تر سره کيږي او د اشغال چاري د رامسفيلد تر قوماندې لاندي تر سره کيږي .
ګراني خور ! اوس و همدي تاريخي بيلګي ته چي يادونه يې وشوه ستاسو پام د موضوع يوبل اړخ ته را اړوم اوهغه داچي : په همهاغه څه ناڅه ٢٠٠ کاله جنګ او جګړو او ياهم تر اشغال لاندي کالونو کي زموږ هيواد ته ګټه ورسيدل او که عربو ته ؟ د دي پوښتني جواب هم څرګند دۍ د هم هاغه کالونو ګټه عربو ته ورسيدل نه د دي سيمي اوسيدونکو ته . برعکس دهغه وخت د جګړو خصلت هم لکه دواوسنيو جګړو په ډول وراني ، وژنه ، لوټونه ، ناتار او په ټولنه کي هرج او مرج پيدا کيدل دي ، چي له بده مرغه دا دهم هاغه ٢٠٠ کالو نو محاصل وو ، خو په بدل کي اعرابو له دي خاوري غلامان له ځان سره يوړل ، باج او جزيه يې ټوله کړل ، د دي خاوري طبيب ، معمار ، فيلسوف ، شاعر ، او پوهه کسان يې يا له ځان سره په زور بوتلل او يا يې ورته په عربي پايتختونو کي ورته د اوسيدو ښه چاري او زمينه برابره کړل ، په دي ترتيب يې هم د دي سيمي مال او ثروت له ځان سره يوړ او له بلي خوا يې د ا سيمه د پوهو کسانو او د اداري مرکزيت څخه محرومه کړل ، دي سيمي نه يې عمران وليدۍ او نه يې نيکمرغي .
خو برعکس کله چي ملي واکمنۍ منځ ته راغلي بيانو هم د عمران چاري پرمخ تللي او هم د ملي واکمنيو په دربارونو کي د پوهانو د راټوليدو زمينه برابره شويده . ښي بيلګي يې د طاهريانو ، غزنويانو ، صفاريانو ، غوريانو اونورو سلسلو يادونه کولاي شو . په دي تر تيب تاريخ هم د وروسته پاته او کمزورو هيوادونو لپاره د نړيوالتوب پلوي نه کوي . د دي مانا دا ده چي هغه تاريخي يادونه چي تاسو د خپلي نظريې لپاره د سند په توګه کړيده هغه تر نړيوالتوب د مليتوب لپاره ښه سند کيداي شي .
په درنښت
ستاسي ورور عتيق


Ghairat
19.05.2004

[code:1:573250a372]وروره ! زما په أند خو چي اسلامي نړي نن څومره لا لهانده ده،نو دنورو ګڼو لاملونوتر څنگ يي يو بنسټيز لامل همداپه اصطلاح ملي ګټي دي،چي مسلمانان يي په محور باندي راڅرخيږي ،او دامت له ستر اوپراخ مفهوم نه را وتلي اودعربيت او عجميت،تور اوسپين،افغاني او توراني په تنگو او تاريکو خولونوکي يي ځانونه رابند کړي،که مسلمانان خپل نژدي تاريخ (يعني ددوهمي نړوالي جګړي دمخه )وګوري نو وبه ويني چي هغه مهال ،که څه هم په نسبي ډول،اسلامي نړۍ هم يو شان او موجوديت درلوود،او نړيوال ليوان به داسي ژر .مونږ په رمه نسواي رګډيدلاي،داسي اسانه رانه چا جامي نشواي ايستلاي،زمونږعصمتونه دومره اسانه چا نشواي لوټولاي،زمونږ وينه دومره ارزانه نشواي تويدلاي،ښکيلاک گرو به په دومره بيشرمي زموږپه بدنونو بولي نشواي کولاي، دا ولي! داځکه چي هغه مهال مونږ امت وو،دکونينو دسردار محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم امت،تيل دمسلمانانووونه دعربانو،تيکنالوجي دمسلمانانو وه نه دترکانو،سره او سپين ښه او بد موټول سره ګډوو،دردونه اوغمونه موهم سره ګډ وو،او علاج به موهم په ګډه کاوو......اوس خو مونږ افغانان يو نوځکه ځوريږو،هغه نور بياعربان دي ځکه جامي ځني خيژي،اوهغه نوربيانو................[/code:1:573250a372]

پتمنې خور غاټول او ټولودرنو لوستونکوته سلامونه او درناوی وړاندې کوم .
خور جانې ستاسو هيلې او ارمانونه نيک لوړ او د ډير قدر وړدي، خو متأسفانه چې پر تاريخي واقعيتونو تکيه نلري. عتيق ورور تاسوته ښې تاريخې اشارې کړي دي، که يې وپلټئ او د عربو د ناخوالو په اړه خپل مالومات بشپړکړئ، نو که څه هم ارمانونه به مو چور نسبي شي، ولې رياليزم او قضاوت به مو غښتلی او تصور به مو د خپل هيواد او سيمې د ستونزو په اړه پياوړی شي . اسلام او عربې ناسيوناليزم له هماغه اول څخه، کله چې د اسلام پيغمبر سرور کاينات (ص وفات شو، تر هغې وروسته د اسلامي فتوحاتو سره تړلی زياتيده، او ژر تر ژره اسلام او عربي نيشناليزم دواړه د عربي امپراتورۍ د پراختيا پر معنوي وسايلو بدل شول . اموي کورنۍ په تيره پزيد ته د قدرت ليږدونه د اسلام پاتې متره نوره هم له منځه يووړه . اسلام چې دهجرت په لسم کال يې پخپله د مکې په نيولو کې يې هم له زور زياتي څخه کار وانخيست او يوه تيږه يې پر بلې وا نه ړوله ،د اسلامي او عربي امپراتورې د پراخولو په جګړو کې يې د وينو سيلابونه بهولي دي .
د عربي امپراتورۍ زوال او د اسلام دپرمختګ مخنيوی له صليبي جګړو څخه پيل او تر نن ورځې پورې يې دوام موندلی دی، دترکانو اسلامي خلافت هم د اسلام معنوي ځواک ته زيان ورساوه . د ناپليون بری او وروسته انګليسي ستعمار اسلامي نړۍ نوره هم په غوز کې ځای کړه . ١٩ پيړۍ د استعماري تسلط او تورتم ﻻندې تيره شوه . د اسلامې نړۍ په داخل کې اسلام د عربو له واکمنۍ څخه د آزاديو له پاره نه ، بلکې د ملي آزاديو پر ضد کاريده او داسلام په نامه هر ظلم او زياتی او عربي ناخوالې ښه کار او حتی ((جهاد)) ګڼل کيده . هو ،په دې کې هم شک نشته چې د انګليسي استعمار پر ضد هم اسلام د ملي آزاديو په ﻻسته راوړلو کې ستر رول لوبولی دی، او حتی له ايران څخه د ميرويس خان په مشرۍ دپښتنو په ملي پاڅون کې هم د اسلام د تسنن او تشيع تر منځ اختلاف خپل مذهبي رول لوبولی دی ، چې آن تر طالبانو پورې ملا عمر له دې توپير څخه د ګواښ په توګه د ايران د خطر په وړاندې ګټه پورته کوله. او آيا په غړولو سترګو مو پخپله د مجاهدينو جګړې ونه ليدلې چې هر يو د بل پر ضد د اسلام په نامه ونه جنګيدل او وطن يې د شوروي سره د لس کلنې جګړې په نسبت لس ځلې زيات وران ويجاړ او برباد نکړ؟ ايا اسلام د هر سياسي مشر ،هر ظالم او ديکتاتور واکمن له خوا نه استعماليږي؟ حال داچې دا د اسلام قصور نه ، بلکې دهر رژيم ګناه ده چې ځان د اسلام اساتازی ګڼي. حليمي صيب سمه خبره کوي چې اسلام او ديموکراسي د انسانيت ﻻرې دي ، خو په ديموکراسۍ کې هر حاکم رژيم د اولس له خوا منځته راځي، پرله پسې کنتروليږي، دنده ورسپارل کيږي،انحراف او سرغړونې يې رسوا کيږي او په قانوني سزا رسيږي، لکه د غراق د بنديانو سره د ناوړه چلند پر ضد مبارزه هم د ديموکراسۍ له خوا تر سره کيږي . په ديموکراسۍ کې له معين وخت (٤ــ٥ کالو) حکومت کولو نه وروسته د هر څکومت کډه بار او ولس نوی حکومت ټاکي . هو د يو مسلمان اولس په خوښه د اسلام ساتنه او پالنه له هر بل نظام څخه په ديموکراسۍ کې ښه کيږي .
[quote:573250a372]
وروره!زماپه أند که اوس هم مسلمانان نشو،هو يواځي مسلمانان نو داتوره ورځ به نه له افغانه ختمه شي نه له ايرانه اوتورانه،اوکه بياهم په هم هغه نيلي سپاره وو، نو راته ووايه چي اياداخپل وړوکی او گران هيواديو موټی ساتلاي شو،ايا تاجک،اوزبک،ترکمن ،هزاره،ايماق،پشيان وروڼوته قناعت ورکولاي شو؟ اوکه هغوي بيخي له صحني اوباسواويو سوچه پښتونستان جوکړو،نو بيا به درانيان غلجان وزغمي اوبالعکس؟ نو زما دآند لنډيز دادی چي زمونږدربړو او کړاونو حل په اسلامي امتوالي کي نغښتی نه په نيشنلزم اوبل ازم کي٠ [/quote:573250a372]

ښه پوښتنه ده ، او تر يوې محدودې پولې پورې تاسو حق او حقيقت ويلی دی، په دې معنی چې اديانو او مذاهبو قوميت او اتنيک نه دی رد کړی، بلکې دهغې دنده او محدويت يې دواړه ښودلي دي. په سپيلي قران کې الله تعلی فرمايي: انا جعلنکم شعوبأ و قبائله لتعارفوا ـ ژباړه: مونږ تاسې په څانګو څانګو او قبيلو سره وويشلئ، څو (په دې وسيله) يو بل سره و پيژنئ. دلت دوه ډوله نتيجې له دغه کريم ايت څخه اخيستل کيږي.
١ـ قبايل او د اقوامو څانګې د هويت او پيژنتيا دنده لري اوبس، نو يو ستر قوم چې ډيرې څانګې او قبيلې لرې ، په څنګو او قبيلو سره بيل شوی او ويشل شوی نه دی بلکې بيا هم هماغه يو قوم دی او يواځې په خپلو کې او د نورو په منځ کې هم د ﻻ ښه پيژندلو له پاره په بيلابيلو څنګو او قبيلو نومول شوي ياست .
٢ـ قامي څانګې او قبيلي ددوی د هويت او پيژندګلوۍ له پاره دي، قامي وحدت که وي هم ښه دی،خو بسنه پرې نشي کيدای او بايد ديني وحدت هم رامنځته شي او هم وساتل شي، څو له يوې خوا بيلابيل قومونه قبايل او قامي څانګې سره متحدې کړي او له بلې خوا هغه قبايل چې په خټه پردي او يا د بل دين پيروان وي هم ديوه واحد دين په پيروۍ سره متحد شي. دا په ټولنه کې هغه وحدت دی چې د خپل دولت د رامنځته کولو له پاره د هر اسماني دين پيغمبر په خپله مشرۍ ورته هڅه کړې ده او د بري په صورت کې ددغسې يو دولت بنسټ هم ايښی دی ، لکه موسی (ع) چې د اسرايلي دولت بنسټ کيخود، او د داود او سليمان (ع) په وخت کې په امپراظورۍ بدل شو ، او لکه رور کاينان محمد (ص) چې د اسلامي دولت بنسټ جوړ کړ او په عربي اسلامي مپراطورۍ او نړيوال خلافت بدل شو.
خو داډول ځواکونه ،وحدتونه او دولتونه که هر څومره پراخه وي، هر څومره ډير قومونه ، ملتونه او ځمکې په عقيدوي رشته سره وتړي، هماغومره ضعيف يعنې ناپياوړی وي ، سطحي، يواځې په يوه ذهني برخه ولاړ او بي دومه ځکه وي چې د اړوندو قومونو، ملتونو او ان هيوادونو ملي، کلتوري، ژبنۍ غوښتنې او د مادي او معنوي پرمختګ ايجابات په کې نه مراعت کيږي. نو ځکه ژر ړنګيدای هم شي. ملت جوړونه ، ملي آزادي او خپلواکي ، هغه څه دي چې د دين او ولت له جوړيدلو څخه وروسته ددولت پر بنسټ رامنځته کيږي او پرمختګ کوي.
له هغو دوستانو، له ځواکمن صيب ، پاڅون نقاد او عتيق صيب څخه بښنه غواړم چې ښايي ووايي ، اسماني اديانپخپله د بردارۍ د دولت د زوال په وخت کې منځته راغلي دي، نو څنګه او ولې به اسماني دين له هردولت څخه مخکې منځ ته راځي. هيڅ اسماني کتاب ددولت له جوړيدو څخه مخکې نه دی نازل شوی. او تورات د لومړني کتاب په توګه هم له نمرودي او فرعوني دولتونو له جوړيدلو څخه ډير وروسته نازل شوی دی. دا خبره سمه او واقعيت دی، چې اسماني اديانو هم ددولت له ليدلو او تجربې څخه مخکې ددلت ذکرنه دی کړی ، ځکه چې پخپله ﻻ منځته نه وو راغلي، ولې کوم دولت يې چې منځته راوړی، هغه يې په داسې يوې قومي ټولنې کې جوړ کړی چې خپل دولت يې ﻻ نه درلود ، خو لوښه او ظرفيت يې د برده دارۍ څخه پراخه او د فيوډالي ټولنې د پراختيا له پاره يې ښه شرايط رامنځته کول غوښتل . د ملي وحدت غوښتنې د فيوډالي ټولنې په پای کې د ځوانې برژوازي له ديموکراتيکو غوښتنو څخه شميرل کيږي، او تر دې مخکې د قامي وحدت غوښتنې نيشنالستي نه بلل کيږي .
هو خاټول جانې خورې دا ايزمونه لکه ناسيوناليزم ، انټر ناسيونازم ، کلېريکاليزم، سوسياليز م او نور ..... هيڅ کوم حل نشي وړاندې کولی، ځکه هر يو له ديموکراسۍ پرته ديکتاتوري رامنځته کوي ، ولې برعکس که ديموکرا سي وي ، چې ددوی دظالمانه خنجرپه وړاندې د کلک سپر مثال لري، ددوی رغنده اړخونو ته د پلي کيدلو مجال او امکانات وړاندې کوي ، او اغزنې ، منفي اړخونه يې د اولس د ازادې ټوليزې ارادې د مقاومت سر ه مخامخ کيږي . همدا علت دی چې د يکتاتورطلبه مذهبي او سيکولر ي ډلې د ديموکراسۍ مخه نيسي. او دا ديموکراسي ده چې د پلوراليزم په چوکاټ کې ټولو ايزمونو ته د مثبت رول لوبولو اجازه ورکوي.
اوبيا ه ديموکرسي ده چې نه خو د پښتون ، تاجک ازبک او هزاره و اتيکي بيلوالی ، او نه خو غلځيتوب او درانيتوب پکې کومه ستونزه جوړولی شي ، بي له دې چې قوميت محوه او يا پرې سترګې پټې کړي .
په درنښت .
والسلام



ع کريم حليمي
20.05.2004

[code:1:71f8e1ab46]نو زما دآند لنډيز دادی چي زمونږدربړو او کړاونو حل په اسلامي امتوالي کي نغښتی[/code:1:71f8e1ab46]
ګران غاټول او درنو ملکو،لوستونکو سلامونه مي ومنۍ٠ تاسو دي خدای ټوله ارام لري ٠
نه پوهيږمچه زموږ ګران دوست پاڅون نقاد صاحب چېري دئ ٠ چه په دغو ليکنوکي د ملګرو ملګيرئ نه کوي ٠
خدای دي خير کي !
ګراني غاټول داخو ښه خبره ده ٠ اسلامي امتوالۍ يو اوږد پلان او ډير وخت غواړي ٠ چه ټوله دنبي امت يو لاس سي ٠ اول دا ضرور ده چه اسلام ديمکرات حکومتونه جوړسي او بياهغه يوه اتحاديه جوړه کي ٠ او دغه بيا
کلونه نيسي چه توافق ته ورسيږي٠ نو ورسته به يو امت مسليمه سي ٠
اونن فکر کوم چه اول موږ ته يو افغانستان ،داسلام تربېرق لاندي ملي نشنلزم په کار دئ ٠
امريکا چه يو لوی قدرت دئ ٠ غښتلی ملي نېشنليزم لري ٠ يعني پر يو بېرق سره راټول دي ٠ او هر قوم ئی ځانته دين لري ٠ چه نېښنليزم ئی خاوره ساتي او لکه غېرت صاحب چه ليکلي( او دا ديموکراسي ده چې د پلوراليزم په چوکاټ کې ټولو ايزمونو ته د مثبت رول لوبولو اجازه ورکوي. )
اويا دټولو اختلافو مخنيوۍ کوي ٠
او دغه ديمکراسي ده چه ٠هغه تاوانونه چه په نېشنليزمکي دي ٠ علاج ئی کوي٠ يو قوم پر بل نه راغورځي ٠
ولي چه هر قوم ته د سړو پر سر قدرت ورکوي ٠ چه دغه ډير ښه اجتماعي ترازو دي ٠ چه اصلأ انسانته دا سوال
نه پيداکيږي چه زموږ د قوم حق خوړلسوی دئ ٠
اوامت مسليه نه جوړيږي ترڅوڅواسلامي حکومتونه نوي جوړسوي٠ وليچه عوام ددنيانسيکولای ٠ چه يو انستوتوشن سي ٠ هيڅ مثال ئی نسته ٠ اما ګوری چه اول يورپ جوړ سو نو ورسته ئی اتحاديه جوړه کړه ٠
او پرون ئی کرنسي يوه کړه ٠ او ننئی بيا پولنډ ملګری کړی ٠
چه په ټولو کوښښوکړو يو افغانستان جوړ کړو په دوهم قدم کي به خبري د امتوالۍ کوو٠ اول به خپل کور
جوړ وو ٠ په دوهم قدم کي به دنړۍ خبري کوو
حليمي


نقاد
20.05.2004

درنو لوستونکو ته په ټولګړې ، خو محترمې خور خاټول او مکرم ورور حليمي صاحب ته په ځانګړې توګه په ډير درناوي سره سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم
حليمي صيب څومره ښه ليکلي چې :

[code:1:80f857d432]اسلامي امتوالۍ يو اوږد پلان او ډير وخت غواړي ٠ چه ټوله دنبي امت يو لاس سي ٠ اول دا ضرور ده چه اسلام ديمکرات حکومتونه جوړسي او بياهغه يوه اتحاديه جوړه کي ٠ او دغه بياکلونه نيسي چه توافق ته ورسيږي٠ نو ورسته به يو امت مسلمه سي ٠ [/code:1:80f857d432]
زه دلته دشکل او محتوا تر منځ اړوند وينم . هر شکل بيله محتوا لري، او هره محتوا بيل شکل . ا نار د زردالو خوند او محتوا نلري، او شفتالو د خورما يا توتانو خوند نه کوي. دغه راز هر وحدت د بيلې لوښې او ظرفيت په شکل د ټاکلو ستونزو د حل له پاره يو چوکټ وړاندې کولی شي. قامي وحدت،ملي وحدت او مذهبي وحدت هر يو اځې هغه وخت کارن او اغيزمن کيدای شي چې ديموکراتيکه محتوا ولري، يعنې د ستونزو ديموکراتيک حل
يې محتوا ورجوړه کړې وي. پدې معنی چې ولسواکه ساختار ولري ، بيا نو ددغسې واحد سياسي او اجتماعي ساختار يعنې ديموکراسۍ په لرلو سره هر په زړه پورې قامي، ملي او نړيوال اسلامي وحدت ، امتوالی يا د امت نړيواله اتحاديه منځته راشي . اوس نور هغه وختونه وختي تيرشوي چې ړانده او کورکورانه اتحاد او حدتونه به د قام ، ملت يا دين او مذهب په شکل کيدل او تصادي ديکتاتورانو به ترې استفاده يا سؤاستفاده پورته کوله. دهمدغو ديکتاتوريو او ناوړو سياسي استفادو امکانات به د جنګ جګړو مرګونو او ستمونو سبب ګرځيدل . وورۍ څه دپاسه دوهنيم سوه کاله کيږي چې له لنډو استثنايي وختو څخه پرته مو خپل ازاد او مستقل دولت دلود، خو له جنګ جګړو بدبختيو او وروسته پاتي والي څخه پرته مو ترې بل څه ونه ليدل ، خو که وروستي ٥٠ کاله مو يوه واقعي ديموکراسي لرﻻی، اوس به مو د پرمختګ کومه لوړه پوړۍ وهله ؟ دغه راز د اسلام ١٤سوه کاله تير شول ، د پرمختګ پر ځای اسلامي ټولنه د زوال پوړۍ يو د بل پسې وهي . دا ولې ؟؟؟
دا ځکه چې مترقي او ديموکراتيکه محتوا نلري ، د ټولنې يوه داخلي ربړه او معضله هم نشي حل کولی، خو زياتولی او سختولی يې شي، چې البته افراط، سختدريزي، ترهګري ويره او وحشت له يوې خوا اود بهرنيو هيوادونوپورې تړاو او وابستګي له بلې خوا څخه منځته راوړي. دغه راز ملي ازادۍ هيڅ ګټه نلري چې د اجتماعي ازادۍ سبب ونه ګرځي. او د اجتماعي ازادۍ ﻻر يواځې او يواځې ديموکراسي ده، نه چپه ،او نه ښي مذهبي ديکتاتوري .
بايد زياته ړم چې هر انتر نېشنليزم ، که دا مذهبي وي لکه اخوانيزم او که غير مذهبي وي لکه کمونيزم، د ملتپالنې او ديموکراسۍ سره ضديت لري ،او ديکتاتوري هم زيږوي او هم پخپله د ديکتاتورۍ يوه مستقيمه زيږنده ده. او که څنګه ، درنو لوستونکو ، ستاسې انګيرنه په دې اړه څه ده ؟ والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more