نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
larghonay laraway
28.06.2010
سلامونه!
هيله ده چې موضوع بلې خواته کش نه کړو!
راځئ چې پر يوې نتيجې فکر وکړو او له روڼ اندو او ليکوالو يې پيل کړو:
هغه ليکوال ، شاعر او ژورناليست چې د سمت په نامه د پښتنو تر منځ فاصلې رامنځته کوي او د کټلیسټ خوی لري بايد څه ورسره وشي؟
هغه ليکوال چې د سمت، خېل او زي په نامه د ځوانانو فکر او ذهن غلط رهبري کوي بايد څه ورسره وشي؟
هغه ليکوال ، شاعر او ژورناليست چې د سمت او قومي وېش په نامه د پښتو ژبه د نسبتاً معياري پوړۍ څخه لاندې راغورځوي بايد څه ورسره وشي؟
هغه ليکوال چې په خپلو بې علمه او سرسري ببولالو ليکنو کې سمتي توپيرونه پالي بايد څه ورسره وشي؟
او ... نور تاسو وليکئ
02.07.2010
سمتپالنه، ټبر - ، زی- او خيل -پالنه د هېڅ ليکوال ، هېڅ ژورنالست ، عالم، کارمند او روڼ اندي سره نه ښايي ، او ټول يې د يو ې
ناروغتيا په توګه د هغوی په وړاندې مبارزه وکړي . لرغوني په وروستيو مثالونو لا روښانه کړه چې دا رښتيا هم ناوړه ناروغۍ دي، چې ددغو ناروغيو لخ ډلې څخه يې يوه ناروغي( خيل يا قبيله پالنه) د بحث د سکالو په توګه مطرح کړې څو په ګډه ددغې ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړو ، په دې لړ کې لومړی ګام دادی چې پښتانه اراد دې له قبيلوي او ټبري نومونو څخه تخلص نه ټاکي !چ
د داود څان په وخت کې دغسې تخلصونه چټي نه و بند شوي ، نوموړي غوښتل دغه مهلک مرض ته د پای ټکی کيږدي ! آيا مونږ پښتانه
روڼ اندي دومره جاهل، غبي او يا نا اهله يو چې د يوه معروف ، عام ضروري او ړين ګټور کار په درک کولو او منلو نه موفق کيږو؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:c1bdd5d541]بس دی نور به د کندهار شيرسرخ ناکامه لويه جرګه ترې نه جوړوو چې بالاخره يو تاجک ملنګ وژغورله او بري ته يې ورسوله ![/color:c1bdd5d541]