نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي ګټور بحث!
larghonay laraway
27.05.2010
ملي مسئله
دا خو ښکاره ده چې زمونږ په ګران هيواد کې د ډېرو ګڼو ملي ستونزو او مسئلو تر څنګ د طالب او بهرنيانو جګړه يوه ډېره سخته او د پتنګ لالا په اصطلاح ناشولته ستونزه ده. خو هره ورځ په دې موضوع ليکنو د بحث فورم د ملګرو ليکنې د تکرار له پولې هم ور اړولې دي چې په لوستونکي غمېږي.
ولې د دې تر څنګ ځينې نورې ملي ستونزې او مسئلې هم شته چې ملي يو والي او خپلواکۍ ته خنډونه دي او پښتانه سره ټوټه کوي او کمزوري کوي يې چې بايد بحث پرې وشي او ځانونه پرې پوه کړو.
په ټولو مو اوس سر نه خوږوم خو په دې دوره کې چې يې ډېر زور اخيستی هغه د سمت پالنې او خېل پالنې مسئله ده چې ډډوزې يې نورې د زغم وړ نه دي.
باور وکړئ ډېر دروند سړی به ووينې چې د مليتوب او پښتونولۍ لاپې وهي خو دومره سپکه او وړه ستمي او خېل پاله خبره به ترې واورې چې له پښتونولۍ او ملتپالنې دې هم زړه بده شي.
د خو يې لا څه کوې هغه د پېړيو پخواني خېلونه يې بيار اتازه کړي او اکثره خو يې حتی د خپل نامه سره د خپل خېل نوم پيوسته کول اړين ګڼي.
د دې لپاره چې يو څه وخت د طالب او بهرنيو لنډغرانو په اړه سوچ وکړو او نوې جملې زده کړو نو د سمتپالنې په مسئله خپل نظرون وړاندې کړئ چې ښه کار دی او که بد؟
بايد ويې غندو او که ويې ستايو؟
په سمت پالنه او خېل پالنه کې ګټه ده او که تاوان؟
ورکوي مو او که شته کوي مو؟
له سمت پالونکي سره څه وکړو؟
ستاسو د ريښتونو نظرونو په تمه
ستاسو لاروی
pattang
27.05.2010
لرغونيه سلام !
سمت پالنه په پښتنو کې (ګډه ژبه + پښتنولي) يوه لودګي په توان دڅلورو ده٠
که څوک يې کوي هغه به دپښتنو غټ دوښمن او دستميانو دوست وي٠
زه ګمان کوم د رسيدلې پښتانه سمت مانا نلري ځکه هغه دواحدې کتلې برخه ده٠
ما شروع وکړه اوس به د انور ته ته انتظار باسو چې دوی څه زرينې ليکنې کوي!
27.05.2010
سمتپالنه د سيمه ييز شوينيزم يا Localchaonism نۀ ټيک ټاکه يا متناظره ژباړه او د فاشيستي اندتوګې يو متضاد آرتوکی دی .
ملي توب او ملتپالنه په خپله وده ، مخ په لوړه يون او بشپړتيايي قوس کې د يوه هيواد د ټولو اوسيدونکو د ځمکني او بشري بشپړتيا (يوه تکه توب) او وحدت غبرګ استازيتوب کوي او سيمه ييز شوينيزم او نور و بيلپالنو ته اجازه نه ورکوي .
خو څنګه چې هر شی خپل ضد اونقيض هم لري، ملتپالنه هم په خپل پيل او پيلامه يا درشل کې له نوموړو ستونزنتياو سره مخ کيږي او د ورکاوي له پاره يې مبارزې ته هڅوب تر لاسه کوي!
د پيښلړ د دغسې يوۀ پړواو په بهير کې مونږ او تاسې هم روان يو او دملي مبارزې
پوښتنپړه ( مسوليت ) راپه غاړه ده ، څو تر وسې وسې په وطن مور (مادر وطن) د واحد افغان ملت د زيږونې د دردونو بهير لنډ و ګنډ کړو .
ددې لنډونې له پاره نه يواځې چټک ټولنيز ، اقتصادي، علمي او تخنيکي اوښتون ، بلکې ملي آزادي بخښونکی مترقي بدلون هم اړين دي ، کوم چې د سيلاب غوندې د سمتپالنې ګرګۍ او نيزه وړي هم له سيلمې لاهو کړي !
..Ahmadzai
28.05.2010
[quote:f1f3be76f9]د خو يې لا څه کوې هغه د پېړيو پخواني خېلونه يې بيار اتازه کړي او اکثره خو يې حتی د خپل نامه سره د خپل خېل نوم پيوسته کول اړين ګڼي. [/quote:f1f3be76f9]
محترمه
كه ډير څه ووايم نو خامخا به يې ړنګ كړې, ځكه چې دغه واك لرې.
خو په دې بايد پوه سې چې د أفغان( پښتون )ملت جوړښت قوم أو خيل پورې كلك تړاو لري, پښتانه خپل أصل او فصل ښه پيژني أو أكثر يې نسبي شجرې لري.
د پښتنو ژوند قبيلوي دى, أو قبيلوي ژوند د خپلو نورمونه او رواجونو ډير كلك پابند دى, د هر مثبت صفت قدرداني كوي, لكه ميړانه , ننګ, زړورتيا, سړيتوب, دينداري, دمشرانو إحترام.......أو داسې نور.
أو د هر سپك , سست , بيغيرته خويونه أو كارونو غندنه كوي.
خو دې سره به خامخا لږ څه منفي أړخونه هم لري, له هغو إنكار نسي كيدالى, او مهمترين يې ړوند تعصب دى, چې يو جاهلي أصل دى, أو هيڅكله توجيه كيداى نسي, خو عموم يې مثبت دي.
كله چې زه له خپل نوم سره أحمدزى ليكم نو موخه مې دا ده چې ستا غوندې خلك پوه سي چې چا سره خبرې كوي, خامخا به أحمدزي پېژنې, نو زه هم أحمدزى يم نه كوم ډم يا جولا, د أحمدزيو خوۍ او خصلت راكې سته, او دا د نورو قومو څخه د كوم أفضليت أو فوقيت مانا نه وركوي, بلكې محض تعارف لپاره, لكه يو څوك چې ځان ته افغان وايي, نو حتماً مقصد دا دى چې يو پښتون دى أو يا هم د أفغانستان تبعه دى, نو كله چې زه ځان أحمدزى معرفي كړم نو ته به پوه سې چې زه غرزى پښتون أفغان يم, ولا فخر.
همدارنګه وهاج صاحب خپل نوم سره ساپى ليكي , أو ساپي درانده غرغښتي پښتانه دي لكه كاكړ, په ميړانه غيرت او ديندارۍ مشهور قوم دى, خو وهاج صاحب يې د تعارف لپاره په كار وړي أو نه د تعصب په بڼه.
نور وروڼه به څوك سليمان خيل, هوتك, وردګ, ځدراڼ, أو داسې نور ډير درانه پښتانه قومونه د پېژندنې لپاره ښه أصل جوړيداى سي.
کله چې خلك له قوم څخه ليرې سي د تربګينت له قيودو څخه خلاص سي,
او بازاري سي, نو بيا يې نور خويونه هم بدل سي, كه دينداره نه وي, نو هر څه كې سست سي, ښه مثال يې د هغو پښتنو دى چې أوس كابلي سوي او له خپلو قومونو سره يې أړيكې كمزورې سوي, د بازار ژوند پرې غلبه أو خپل سيورى اچولى, نو رواجونه يې هم بدل سوي,هغه د پښتنو ځيږ دروند أو إسلامي عنعنات نه دي ورپاتې, نه دومره شرم او نه عار لري.
زمونږ أو د أفغانستان د نور أقليتونه دومره فرق أو توپير دى چې مونږ ټبر , خيل أو قبيلوي جوړښت لرو او دوۍ يې نلري.
مونږ په خيل أو زى سره ځان معرفي كوو, أو دوۍ په كلو, ښارو أو منطقو, لكه پنجشيري, كلكاني, تخاري , سنچارقي , مزاري أو داسې نور.
خو بايد په ياد ولرو چې د إنسان ښه والى په تقوى پورې اړه لري, نه نسب او حسب پورې, خو بيا هم حسب او نسب د الكفاءة په مسئله كې ډير أرزښت لري, يو ډم د دې جوګه نسي كيداى چې د يوې معلوم النسب پښتنې پېغلې سره نكاح وكړي, او دا يو شرعي مسئله ده, او دا نسب په قبيلوي سيستم كې ښه په أسانۍ سره ثابيتيداى سي.
په پاى كې دومره وايم چې مونږ هم پښتانه د يو ملت په حيث پيژنو, چې ستنې ېې دغه قومونه أو خيلونه دي, كه له دغو خيلو تير سو أو قبيلوي أړيكې مو محوه كړې, نو بيا به بازاري سو (إصطلاح) أو كله چې بازاري سولو نو بيا به ډير زر پاړسيوان أو يا هم پنجاپيان سو, لكه چې وسول.
خو نه پوهيږم په لرغوني صاحب ولې د لرغونو قومونو ياد بد لګيږي؟
أو د پښتنو قبيلوي قومي جوړښت سره أو نومونو سره څه حساسيت لري؟
مونږ ټول پښتنو ته د قدر أو عزت په سترګه ګورو, له چا سره قومي حساسيت أو تعصب نلرو.
په درنښت
طالب ISI
28.05.2010
د جلال زی صاحب ډیری خبری د تایید وړ دی، قوم د پیژندلو یوه ښه وسیله، او د بقا یو ښه ظامن دی. ښاری خلک پس به څو لسیزو محوه کیږی، خو که یو یو وړوکئ قوم هم وی، په پیړیو دوام کوی.
قوم مشر غواړی، مشر باید پوه، عالم، مالداره وه، او د تدبیر څښتن وی.
خلاصه دا چي زما په اند یوه مجموعه دټولو بهترینه لاره ده، یوه څه د قومی سیستم ساتل، یوه څه د ښار ښه صفتونه ، او تر ټولو مهمه د اسلام رڼا پری ور اضافه کول.
ډاکټر څپاند
28.05.2010
درنو هيواد والو سلامونه ومنئ،
دملت کلمې دپيړو په تيريدو سره مختلف تعاريف پيدا کړي، اصلي وجه ئي دانسانانوترمنځ دعلم او تکنالوژۍدرواجيدوسره له يوي خوا ،او دنفوسو دمسلې سره له بلې خوا تړاو لري٠
په ساده ګۍ سره ليدل کيږي،کله چه ديوې کورنۍ غړي زيات شي،په يوه
کور کې څو کورګي را منځ ته،نوې ابادۍ تر سره او کلا جوړه شي او
څو کلا ګانۍ څنګ په څنګ کلی جوړوي٠
تر هغئ پورۍ چه په کلي او باڼډه کې ګذاره کيږي ،خلک دځمکې يابهتره ووايو
دطبعيت نه دژوندانه دتيرولو لپاره ،دخپلو تخنيکي امکاناتو د لرلو په تناسب
کټه اخلي٠
کله چه دتوليد سطحه بهتره شي،دتوليد دوسايلو او امکاناتو لرونکي وګړي او
کورنې ددې توان پيداکوي چه خپل شاقه او سخت کارونه د اجورې يا مزد
په مقابل کې په نورو وګړو تر سره کړي٠
يوفقير راپيدا شي چه کرهڼه وکړي (کروندګر يا دهقان)،بل يو دخټو نه لوښي
جوړوي (کلال)،يوبل دمړي او ژوندي چارۍ او ورسره د سر خريلو دنده
پرمخ بيائي (ډم)،بل رخت اوبيي (جولا) او نور ٠ ٠ ٠ ٠
په طبيعي ډول،په ابتدائي ټولنه کې کسبه کاران ،دشاوخوا نورو "ټولنو"
نه کلي ته ورځي٠څرنګه چه نوموړي خلک ،کليوالو ته بيګانه اوله بلې
خوا بي کوره، بيکسه او بيوسه بريښي،نوځکه دکلي دخلکو له خواه ورته په
سپکه سترګه کتل کيږي٠
دټولنو د لا پرمختيا په وجه، کور، کورونو او کلی ، کليو ته انکشاف کوي٠
دکليو تر منځ دتلو راتلو لارې جوړې او د يوبل سره دمرستې په خاطر،
دژوندانه امکانات سره شريک کړی شي٠
دټولنيزو علومو پوهانو، دانساني ټولنې دتکامل مرحلو ته په کتو سره ،د ټبر (زي)،قوم او ملت اسطلاحات پکار وړي٠
که ښه ځير شو،دا به ګرانه وي چه ددې اسطلاحاتو په استعمال سره ،انساني
ټولنۍ سره بيلې کړو٠
په غربي نړۍ کې کله ناکله ټولو مسلمانانو ته ديوه ملت صفت ورکول کيږي(Nation of islam).
مګرکله چه دملتپالنې او دواکمنۍ مسله رامنځ شي،هله ده چه دقوم اوملت پيژندنه لاهم ګرانه او جنجالي کيږي٠
که داومنو چه قوم ديوې کورنۍ او يوه ټبر دانکشاف تاريخي محصول دی
نو داسۍ يوه ټولنه بايد يوه ژبه،يو کلتور او مشابه يا ورته څېری(قد،دپوټکي،
سترګو ،ويښتانو رنګ اوقيافه "چينائي،افريقائي،اروپائي اومخلوط")ولري٠
خبره هله جنجالي شي چه سياست اوشخصي ګټې پکی داخلې شي٠
هټلر پدې اند وه چه جرمنان تر هر چا هوښيار،تکړه او ښايسته دي،نو ځکه
بايد په ټوله نړۍ حکومت وکړي٠ددې شانته ورته نظريو لرونکوپه فرانسه
اونورو اروپائي هيوادو کې دويم نړيوال جنګ شروع کړ٠پايله ئي دا شوه
چه حتی د پولنډ او چکسواکيا نه جرمنان وويستل شول٠
رابشو خپل هيواد ته:
دڅيرې په لحاظ افغانان (زما په اند هرهغه څوک چه پخپله او ياهم دهغو مور
يا پلار په افغانستان کې زيږيدلي وي،دا حق لري چه ځان ته افغان ووائي) يو مخلوط نسل دی(ددريو نسلونو ،چينائي،افريقائي اواروپائي "سپين نژاد"ترکيب)٠
دژبۍ له نظره، پښتو او دري سره ګډه شوی ده،مګر که ددۍ ژبو ويونکو
ته غوږ شې ،پښتو،دري،فارسي،اردو،عربي،ترکي،عبري،کردي او په حيرانوکې
توګه جاپاني ژبه سره ورتوالی لري(غربي "عالمان او مستشرقين" پدې عقيده
دي چه پښتو د انډو-يوروپيان دژبو يوه څانګه ده او دعربي يا فارسي ژبې
سره تړاو نلري!)٠
کلتور،دودونه او عننات:که تاسو دنړۍ نورو ګوټونو ته سفر وکړئ،دا به درته
جوته شي چه افغانان په لمړي سر دټولې نړۍ دمسلمانانو سره مشابه دود
دستور لري٠په دويمه درجه ،داقتصادي ودې اوشايد هم دجنتيکي ترکيب په بنا
افغانان دهندوستان،پاکستان،بنګله ديش،ايران،عرب،ترکنژاده او جنوبي امريکۍ
داوسيدونکو سره مشابه ياد ورته عنعناتو لرونکي دي٠
مګر چه سياست ورګډ شي،نوبيا دپکتيا پښتون دننګرهار پښتون خپل سيال نه
بولي،هزاره او اوزبک خوهيڅ مه يادوه!
خو چه ګټې شريکي شي بيا "پښتون"حکمتيار د عبدالعلي هزاره،ددوستم اوزبک
دبريالي کابلي او دمجددي "?بيقومه"سره يو ځای د احمدشاه پنجشيري په
مقابل کې په يوه واحده جبهه کې راټول او جنګيږي٠
په غربي نړۍ کې ،اقلا په ظاهري ډول،ملي مسلې بل رنګ پيداکړی دی٠
مثلا که يو اسيائي مهاجر امريکائي پاسپورت تر لاسه کړي ،په پاسپورت
کې ئي ليکل کيږي :مليت=امريکائي،اګر چه په هوائي ډګر کې په وضاحت
سره ليدل کيږي چه څوک اصلي او څوک نقلي دی،خاصتا که ستا په نوم کی
محمد يا عبدل شامل وي!
نتيجه:
انشټاين ليکي :نشنليزم د شري "سرخکان،Measles"پشان د ماشومتوب يوه
ناروغي ده٠
هر ملت دتکامل مختلف او متدارج مراحل طی کوي٠په ابتدا کې اکثر
کورنۍ خپل ټټو دنورو د اس نه غوره ګڼي٠مګر کله چه په يوه ټولنه کې صنعت او تکنالوجي مروج او متکامل شي،ښاري "کابلي" ژود شروع کيږي٠
ماشومان په ګډه سره ښونځيو او پوهنتونو ته ځي،سره په يوه موسسه کې
کار کوي،ودونه کوي،"مخلوط"نسل رامنځ ته شي او قومونه دملت تکاملي مرحلې ته ورسي٠
..Ahmadzai
28.05.2010
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم لرغونى صاحب
بحث ستا په غوښتنه د سمتپالنې او خيل پالنې په مورد وو, ما هم خپل نظر وړاندې كړ, نه مې پكې طالبان او نه كرزيان ياد كړل, خو بيا ځينو مغرضو او عقدو لرونكو پكې خپلې بابولالې شروع كړې او د بحث محور يې بيا په طالبانو راوڅرخاوو, نه يې ملا او نه يې مولوي نه حزبيان په كرار پريښودل, او هرڅه يې دوۍ پورې وتړل.
هيله كوم د دوۍ ليكنۍ ړنګې كړې.
تر څو بحث بيرته خپل مسير ته راوګرځي.
په درنښت
28.05.2010
ورونو که خبره د هويت او پيژندنې وي نو الله تعالی ملتونه، قومونه او قبايل د همدې له پاره پيدا کړي چې ددوی هويت او پيژندنه له يو بل سره ممکنه شي !
( ايت شريف : [color=blue:65fd102e1f]انا جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفو[/color:65fd102e1f])
طبعا کله چې مونږ پښتون وايو نو د نورو قومونو لکه ازبک تاجک اوونورو سره په همدغه نامه معرفي کيږي خو پخبله د پښتنو تر منځ بيا پښتون بس نه دی، بايد ووايي چې احمدځی دی که مومند که شينواری او که غلزی يا منګل او که ځاځی دی . نو صرف او صرف د معرفۍ له پاره قومي قپيلوي خيل او بښې نومونه څه زيان نه لري، خو که د وياړ له پاره وي نو بيا هم د اسلام له ارشاداتو څخه سرغړونه ده او
همدارنګه د ملي وحدت د خنډ او ځنډ اړيزی ګرځي !
خو دې ته اړتيا نشته چې دداود خان غوندې د کورنۍ قومي او قبيلوي نومونه منع کړي ، دې کار ته هغه سياستوال لاس غورځوي چې ملت او د ملي وحدت اقتصادي ، اجتماعي او تاريخي عيني ځانګړتيا نه پيژني او په سخته تيروتنه سره يې په ذهني اړيزيو کې تلسټ لټوي .
ملت جوړونه يوه اړينه تاريخي پروسه ده، چې د ګڼ شمير آړيزيو(عواملو) تر څنګ په کې پرمختللی عصري اقتصادي سکښت (ساختار) او پياوړی دولت تر ټولو مهم رول لري ، کوم چې د هيواد يو پياوړی انفراسترکچر غواړي . جنګ جګړې ، ورانۍ او تباهۍ د ملت ريښې لړزوي او د ودې او غوړيدا مخه يې ډب کوي !
نو زياته پامځيرنه د هيواد سياسي او اقتصادي جوړښت اود ګډ کلتور ودې ته په کار ده ، نه ځينې فرعي ذهني چارو ته !
خيلونه، پښې ، ګنۍ او قبيلې چې تر څو پورې د خيلونو او قبيلو ژوندتوګه لري ، تر هغې پورې به يې نومونه هم ژوندي وي، خو که اقتصادي سکښت او ساختار ته يې بدلون ورکړل شي، بيانو زياتي کيږي او ډير ژر له منځه ځي !
تاسو ته مالومه ده چې خيلونو او قبيلو پخوا او تر يوه حده اوس هم خپل خپل ګډ مادي تلسټونه لکه ځنګلونه، ورشوګانې، د پل خيل او قپيلې سره پيلونکې پولې لکه غر سيند ، خوړ او نور بيل حدود لري، چې خصوصي ملکيت په کې ډيره وده نه ده کړې، نو د هغوی د ساتنې له پاره دفاعي او حقوقي عنعنې لري او ددې عنعنې له غځېدلو سره پخواني اختلافات او بيلتونونه ژوندي پاتې کيږي او کله کله لکه په پکتيا کې د تور او سپين ګوند نومونه هم خپلوي !
ولې د لرغوني اندېښنه پر ځای ده ، تر کومه ځايه چې د خيليز او قبيلوي ګډ ملکيت له منځه تللی، دفاع او ددې دفاع خيلي او قبيلوي نوم ته يې نوره اړتيا هم نشته، که دولت ددې خيلونو او قبيلو د ژوند اډانه د واحد انفراسترکچر پواسطه بدل کړي سره ګډ او مدغم شي نه يواځې دغه نومونه بلکې ډير زاړه رواجونه به يې هم له منځه لاړ شي !
يوه خبره بيا هم تر ډيره اړينه پاتې کيږي چې که ټ،ل پښتانه صرف د پښتون په نامه ياد هم شي، د معرفۍ له پاره اړينه بريښي چې د صافي يا موند پرځای کونړی، ننګرهاری ، پکتياوال، کندهاری او لر يا بر پښتون ووايي چې دومره زيان هم
ښايي ونه لري .
له بلې خوا په عصري لويديځه نړۍ کې د کورنۍ نومونه د هر نامه سره اړين دي، چې افراد پرې پيژندل کيږي او تخلصونه نۀ دهغې ځای نشي نيولای شي او نه دومره زيات تخلصونه څوک موندلی شي چې د هيواد هر غړی دې بيل تخلص ولري . نو په لويديځ کې د کورنيو په نومونو کې هم ډير نومونه له پخواني خيلونو ، قبيلو او قومونو له نومونو څخه ساتل شوي، خو د کورنۍ په محدوده او چوکاټ کې کارول کيږي ، نه د پخواني خيل او قبيلې د ريښې ټولې اړونده کورنۍ په همغه نامه ياديږي ، نو د خيل او قبيلې ملاتړ او مربوطيت هم نه په ګوته کوي او صرف د کورنۍ په تاريخ څيړنه کې يې ريښه موندل کيږي نور ترې څوک خبر هم نه وي !
[color=blue:65fd102e1f]نو زه لرغوني صيب ته وړانديز لرم چې لومړی بايد له سيمو څخه قپيلوی او خيلي نومونه لغوه شي او د ځای نومونه کيښودل شي :
نو بيا به څوک نهړ وايي چې احمدځيو ته تللی وم يا په مومندو کې مې کار و او يا
په عزيخيلو او ٍمرخيلو ، ځاځيو او تڼيو کې کې سړک تير شو، بلکې د ځای نومونه به ياديږي او کاريږي لکه په کامه، ښېوه، ده سبز کې دغه او هغه کار، پروژه يا پېښه تر سره شوه ويل کيږي !
ددې له پاره دې اړونده خيلونو کې کار وشي چې دسيموو قبيلوي نومونه په په سيمه ييزو نومونه واړوي او دولت يې ثبت او هم دغه نوښت پخپله تر سره کړي !
و من الله التوفيق [/color:65fd102e1f]والسلام !
larghonay laraway
29.05.2010
د ښاغلي حليمي صيب غوندې د ټولو ليکونکو نومونه نه اخلم خو د زړه له کومي ټولو ته سلامونه وايم
احمدزي صيب ليکلي
[color=red:a268588e18][quote:a268588e18]محترمه
كه ډير څه ووايم نو خامخا به يې ړنګ كړې, ځكه چې دغه واك لرې . [/quote:a268588e18][/color:a268588e18]
ورورجانه ، هيڅکله هم ځانته دومره واک او حق نه ورکوم چې د چا حق ليکنه ړنګه کړم. که منطقي ډېر څه ووايې نو د ړنګولو پر ځای به يې خپل کړم او مننه به هم درنه وکړم!
[color=brown:a268588e18]له موضوع سره بې ارتباطه جملې مې ړنګې کړې. که په راتلونکې کې هم چا موضوع بلې خواته يوړه نو زه به يې د ړنګولو زحمت وګالم. [/color:a268588e18]
اوس نو راځئ چې له وروڼو سره په سړه سينه بحث وکړو او خپله ګډه ستونزه او مسئله سره په ګډه تحليل، تجزيه کړو او حل لاره ورته ولټوو!
احمدزي صيب ته!
تاسو په خپله ليکنه کې کسب او قوم سره ګډ کړي دي. ډمتوب يا سلماني توب او نور کسبونه دي او خېل، زی د قوم ښاخې يا پلرينې دي. دلته د کسب نه بلکې د قومي شاخو يا پلرينو د پالنې او سمت پالنې بحث دی.
اوس به راشم ستاسو دې ځواب ته چې پښتانه يوه قبيلوي ټولنه ده!
ماته خو همدغه خبره زور راکوي چې له يوې خوا زمونږ ليکوالو، پوهانو او تاريخپوهانو خولې تر کومي شکولي چې پښتانه آريايان دي او لرغونی قوم دی، همدغه پوهان د نړۍ تمدنونه په آريايانو پسې تړي .
نو که پښتانه رښتيا هم آريايان وي او آريايي تمدنونه له دوی سره تړاو ولري نو بيا ولې له نورو آريايي قومونو څخه وروسته پاتې دي؟
ځکه چې دوی تر اوسه په همغه وروسته پاتې او قبيلوي ژوند وياړي او له نومونو سره د (خېل او زي) ورستاړي تړي او همدې وروسته پاتې قبيلويت ته يې پنا وړې او کار ورته کوي، پالي يې!
[quote:a268588e18]احمدزی صيب ليکي:
خو په دې بايد پوه سې چې د أفغان( پښتون )ملت جوړښت قوم أو خيل پورې كلك تړاو لري, پښتانه خپل أصل او فصل ښه پيژني أو أكثر يې نسبي شجرې لري. [/quote:a268588e18]
احمدزی صيب زما په نظر يې همدغه ډېر ناوړه اړخ دی چې د دوی قومي جوړښت په خېل او زي پورې تړلی دی او په خيالي شجرو يې خپلمنځي اختلافونه رامنځته کړې دي.
ته پوهېږې چې پښتانه خپله شجره نه لري. د پښتنو لپاره اصلا دغه شجرې مجرې هم انګريزانو جوړې کړې دي چې تر ټولو پخوانۍ يې (مخزن افغاني) او (تواريخ خورشيد جهان) دي او دا دواړه د هغه وخت په هند کې د غير پښتنو ليکوالو له خوا په پاړسۍ ليکلې شوې دي. وروسته چې څومره شجرې ليکل شوي نو د همدې دوو په رڼا کې يې يو څه خپل متعصب، سيمه ايز او تاويلې ماويلې پرې ورګډې کړي او شجرې يې جوړې کړې دي!
[quote:a268588e18]احمدزی صيب ليکي !
د پښتنو ژوند قبيلوي دى, أو قبيلوي ژوند د خپلو نورمونه او رواجونو ډير كلك پابند دى, د هر مثبت صفت قدرداني كوي, لكه ميړانه , ننګ, زړورتيا, سړيتوب, دينداري, دمشرانو إحترام.......أو داسې نور.
أو د هر سپك , سست , بيغيرته خويونه أو كارونو غندنه كوي. [/quote:a268588e18]
احمدزی صيب ګله!
دغه پورتنۍ جملې د پښتون قوم خويونه دي، نه د خېل او زي. که پښتون د يو قوم په توګه همدا خويونه وساتي نو دې کې هيڅ عيب نشته خو که د زي او خېل او سمت په نامه د بل خېل په مقابل کې سپک او بېغيرته کارونه وکړي نو دا له عقله لرې کار دی.
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
خو دې سره به خامخا لږ څه منفي أړخونه هم لري, له هغو إنكار نسي كيدالى, او مهمترين يې ړوند تعصب دى, چې يو جاهلي أصل دى, أو هيڅكله توجيه كيداى نسي. [/quote:a268588e18]
په قلم دې برکته شه! باور وکړه چې د همدغه ړوند تعصب او د جاهليت د اصل بنسټ خېل او زی دی. که ټول يو پښتون شي نو له چا سره به تعصب وکړي؟ او که سمت پالنه پېغور شي نو ولې به ووېشل شو او ولې به سپک شو او ولې به ورک شو؟
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
كله چې زه له خپل نوم سره أحمدزى ليكم نو موخه مې دا ده چې ستا غوندې خلك پوه سي چې چا سره خبرې كوي, خامخا به أحمدزي پېژنې, نو زه هم أحمدزى يم نه كوم ډم يا جولا, د أحمدزيو خوۍ او خصلت راكې سته, او دا د نورو قومو څخه د كوم أفضليت أو فوقيت مانا نه وركوي, بلكې محض تعارف لپاره, لكه يو څوك چې ځان ته افغان وايي, نو حتماً مقصد دا دى چې يو پښتون دى أو يا هم د أفغانستان تبعه دى, نو كله چې زه ځان أحمدزى معرفي كړم نو ته به پوه سې چې زه غرزى پښتون أفغان يم, ولا فخر.[/quote:a268588e18]
احمدزی صيب د فيل په غوږ کې به نه ويده کېږې!
لومړی خو دا چې په احمدزيو کې هم ډم او نور کسبه کاران شته چې په پېښور کې حتی زما نايي يا ستا په اصطلاح ډم هم د احمدزي قوم پورې تړلی ؤ او اوس هم په پېښور (بورډ بازار کې په عمومي سرک د کيک او کلچو د بکرۍ سره درېم يا څلورم دوکان لري او د خلکو سرونه په کې خريي په اصل کې د کابل د خاک جبار احمدزی دی ډېر ښه انسان دی او ښه اخلاق لري). نور قومونه هم ډمان او ګڼ کسبه کاران لري چې دا د تمدن نښې دي. کوم قوم چې ډم لري نو پوه شه چې نظافت ته يې له پخوا راهیسې خيال دی او يو ځانګړی نفر يې ورته خاص کړی چې اوس يې همغه پلرنی کسب دی. زمونږ خېل هم نايي لري خو دا چې زه له خپل نامه سره خپل خېل يا زی نه ليکم نو په دې باندې زه نه ډم شومو نه نايي او نه ورک شوم.
زه اوس ستاسو په اړه نه پوهېږم چې زما سره په بحث کې احمدزی صيب د کوم کسب څښتن دی او کوم احمدزی دی. ځکه جلال نومونه هم ډېر دي او احمدزي وروستاړي هم.
نو تاسو بايد دې ته کلکه پاملرنه وکړئ چې د بحث فورم نور ملګري لکه (پتنګ، پتوال، عادل، شهيرو حليمي، وطنمل، لرغونی او ...) چې له نومونو سره يې احمدزی او يا بل قبيلوي وروستاړی نشته نو هغه به ګنې ډمان وي!
نه هيڅکله نه. بله دا چې دلته د خېل پالنې، سمت پالنې او کلي پالنې پر خلاف بحث دی.
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
همدارنګه وهاج صاحب خپل نوم سره ساپى ليكي , أو ساپي درانده غرغښتي پښتانه دي لكه كاكړ, په ميړانه غيرت او ديندارۍ مشهور قوم دى, خو وهاج صاحب يې د تعارف لپاره په كار وړي أو نه د تعصب په بڼه.
نور وروڼه به څوك سليمان خيل, هوتك, وردګ, ځدراڼ, أو داسې نور ډير درانه پښتانه قومونه د پېژندنې لپاره ښه أصل جوړيداى سي. [/quote:a268588e18]
احمدزی صيب ستا له پورتنۍ جملې خو داسې ښکاري چې د نړۍ ټولو قومونو په پښو پسې سرې ټوټې تړلي چې ورک نسي يوازې پښتانه خېلونه دي چې بې غمه ګرځي او تعارف يې موندلی دی!
خو نه دا يوه تېروتنه ده!
په نړۍ کې ډېر لرغوني قومونه شته چې په پښتنو يې حکومتونه کړي، ډغرې يې ورسره وهلي او پښتنو يې دودونه خپل کړې دي. خو بيا هم خپل تعارف لري او په خېل او زي نه دي وېشل شوي.
يوه وړه بېلګه به يې زه درته مغل وښيم.
دغه نن سبا چې زه او ته په څه شي ډېر نازېږو نو هغه (جرګه) ده او جرګه په اصل کې د مغولي قوم دود دی چې اوس پښتنو داسې خپل کړی چې څوک يې فکر هم نه شي کولی. که څه هم ځينې پوهان يې په آريايانو پسې تړي خو کوم ماخذ نه لري ولې مغولي ژبه اوس هم په خپلو قاموسونو کې جرګه لري خو هغوی د وخت په تېريدو سره خپل قوميت (مغوليت) ساتلی او اوس هم د (ترکتبار) په نامه سره راټول دي خو زما او تا د قوم (پښتون) غوندې په خېل او زي کې نه دي نښتي او خپلو کې سره نه خوري.
زما او تا سره په يو هيواد کې تاجک دي چې ريښه يې د پښتنو سره شريکه ده . يعنې دوی هم آريايان دي او که کله دې هم وخت پيدا کړ نو تاريخ يې ولوله چې دوی هم پخوا خېلونه لرل خو دوی هيڅکله هم په کې ښکېل نه دي پاتې شوي، بلکې خېل او زی يې تر پښو لاندې کړي او مخ پر وړاندې تللي چې په معنوي لحاظ اوس هم پر ما او تا حاکمان دي!
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
کله چې خلك له قوم څخه ليرې سي د تربګينت له قيودو څخه خلاص سي،او بازاري سي, نو بيا يې نور خويونه هم بدل سي, كه دينداره نه وي, نو هر څه كې سست سي, ښه مثال يې د هغو پښتنو دى چې أوس كابلي سوي او له خپلو قومونو سره يې أړيكې كمزورې سوي, د بازار ژوند پرې غلبه أو خپل سيورى اچولى, نو رواجونه يې هم بدل سوي,هغه د پښتنو ځيږ دروند أو إسلامي عنعنات نه دي ورپاتې, نه دومره شرم او نه عار لري. [/quote:a268588e18]
احمدزي صيب پورته دې ښه خبره ليکلې خو ژور فکر دې ورته نه دی کړی. هغه پښتانه چې سست شوي او بازاري شوي دی ، هغوی خېل او زی نه دی پرېښی، بلکې اوس هم له ځان سره (بارکزۍ، الکوزی، احمدزی، محمدزی، ځاځی او نور خېلونه او زيونه ليکي) د هغوی د سستوب او بې شرمه توب، سپکتوب او نورو ناوړه چارو ستر لامل دا دی چې هغوی ستر نوم (پښتون) او پښتو ژبه پرېښې ده.
په لنډه به يې درته ووايم چې هغوی اوس هم په خېل او زي کې نښتي خو ژبه او وياړلی پښتون قوم يې پرېښی دی!
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
زمونږ أو د أفغانستان د نور أقليتونه دومره فرق أو توپير دى چې مونږ ټبر , خيل أو قبيلوي جوړښت لرو او دوۍ يې نلري.
مونږ په خيل أو زى سره ځان معرفي كوو, أو دوۍ په كلو, ښارو أو منطقو, لكه پنجشيري, كلكاني, تخاري , سنچارقي , مزاري أو داسې نور. [/quote:a268588e18]
نه ګرانه! خطاوتی یې ! هزاره ګان او تاجکان او ازبکان ټول خېلونه لري خو فرق يې دا دی چې دوی تر مونږ يو څه متمدن شوي دي او اوس د خپل نوم سره د خېل په وروستاړي ورته ځانونه وروسته پاتې ښکاري!
که وخت ؤ نو زه به د دوی ډېر خېلونه درته وليکم!
[quote:a268588e18]احمدزی ليکلي:
كه له دغو خيلو تير سو أو قبيلوي أړيكې مو محوه كړې, نو بيا به بازاري سو (إصطلاح) أو كله چې بازاري سولو نو بيا به ډير زر پاړسيوان أو يا هم پنجاپيان سو, لكه چې وسول. [/quote:a268588e18]
نه احمدزی صيب! بازاري کېږه مه خو بازار خپل کړه. خپل ورور د غلجي، دراني، ساپي، مومند، وردګ، منګل، ځاځي او کرلاڼي په نومونو مه پردی کوه بلکې پښتون شه او ټول يو قوم کړه چې مټ دې قوي شي نو بازاري به نه شې، بلکې بازار به دې له دوکاندرانو سره خپل شي او ستا به شي.
پتوال صيب هم موضوع سمه نه ده درک کړې. ځکه دی فکر کوي چې ګنې د ملت د مفهوم په اړه بحث دی. خو په اصل کې بحث يوازې د پښتون قوم په اړه دی چې په خېلونو او زيونو، سيمو او کليو بايد ونه وېشل شي ځکه چې دا عيب دی او د شرم خبره ده.
همدارنګه پتوال په دې تشويش کې دی چې که د چا له نامه سره د خېل او زي نوم نه وي نو هغه به ورک شي.
خو زه وايم پتوال صيب تعارف په دې معنی نه دی چې ته له نامه سره درې جملې خېلونه وليکه. که داسې وي نو يو سړی بايد پوره شجره وليکي لکه: جلال پښتون، غلجی، سليمانخېل، احمدزی، په احمدزيو کې وړه پلرينه، په هغې کې بيا ورپسې وړه او بيا ورپسې وړه چې د جلال نيکه يا پلار ته خبره ورسېږي. که داسې نه وي نو احمدزي خو يو نه دي په احمدزيو کې په سلګونو جلال پيدا کېږي نو څوک يې څه پېژني چې کوم جلال دی؟
[color=darkblue:a268588e18]نتيجه:
د خېل، زي او سمت په نامه د پښتنو وېشل خيانت او د پښتون قوم د وروسته پاتې والي او ورکېدو ستر لامل دی.
که پښتانه همداسې په خېل او زي او سمت سره وېشل شوې وي نو ورځ تر بلې به يې حلات خراب وي او د پاړسيوانانو په اصطلاح غول اوغان به وي. خو که چېرته دوی يو قوم شي نو بيا يې په افغانستان کې هيڅوک د سيالۍ نه دي . هم به يې واک خپل وي او هم ژبه
هيله ده چې له موضوع سره سم خپل نظرونه وړاندې کړئ او په پای کې د بحث فورم په نامه يوه ګډه اعلاميه وليکو ![/color:a268588e18]په همدې هيله ستاسو لاروی
[color=red:a268588e18][/color:a268588e18]
خدای دې وکړي چې د بحث نور ملګري دا بحث يوازې زما او د احمدزي ورور شخصي بحث ونه ګڼي، بلکې د پښتون ټبر د يو والي او پرمختګ لپاره خپل ګټور نظرونه ونه سپموي
pattang
29.05.2010
لر غونيه دا دې څه کونجاړه جوړه کړې .
انډيواله لکه چې دکابل غلو رشوتخورو ، اجنټانو په تا هم تا سيرکړی وي!!
پېسې بد شی دي ,هېواد غل صيب درنه جوړ نشي .
ډېر شيان دې بې مانا له منطق ، فلسفې او تاريخي عنعنې څخه لري دي :
تاسې فرهنګيان ښه ياست خو بيا مادي ټوپونه دومره لوړ وهی چې دخپل پلار او
نيکه فر هنګ ، تاريخ او شمله تر پښو لاندې کوۍ ٠ ( زه ډېر مسالونه لر م)
زماا صل نوم تخلص هم قامي دی کله مې چې په اووم ټولګې کې ووم اومقاله مې
لوستله نو تخلص نوی موډ وونو ښونکي راته ووېلې چې تخلص لرې ?، ماورته
ووېلې نه ، هغه راته وېلې له کومې قريې ، کلي څخه راځې ? ماورته وېل له پلانۍ
څخه , هغه زما تخلص قامي وليکه او تر نن ورځې پورې پاته دی ٠
لکونوخلکوهم داسې تخلص نومونه لري چې دې تېرو دولتي سيستمونو دګناه
اوبې کفايتي محصول دي او پردې برخه کې يې لکه په نورو کې ، هيڅ کار ندی
کړی او د خېټې او خوټې په غم کې غرق يې دولت کړی دی٠
داحمدزي ، سدوزي.... څه ګناه ده ? ګناه خودنورمو دايښودلودمسئولينو يانې
دولت دی چې کوچنيان يې په کتاب کې دنورم له مخې نه سبتول اود دغه کلتور
ډبره يې په اولس اوټولنه کې نده ئيښې !
له بلې خوا څخه نومونه په عنعنتي ډول سره نږدې بينېر خواص لري (1- > 2 ,
2**n ) هغه لومړی نوم يا قبيلوي دی، يا قومي او له يوه سړي نه شروع شوې٠.
دساري په توګه : /Bush W. Bosh دامريکې جنايتکاره تېر شوی مشر جرمنی
نژاده دی چې اجداد يې له جرمني څخه امريکې ته تللي د ي او ټول بوشان يوه واحد
ته تقرب کوي .همداسې نورو کسبي اوقبيلوي نومون په ا روپاکې شته ، ټول نومونه
يا قبيله وي ، قامي او يا کسبي دي ٠
** له بلې خوا د سمت او قوم روابط چې (1:- > n ) روابط لري سره ګډوې اودکرزي
ددولت اداره دې ترې جوړه کړې٠
** له بلې خوا دالا ندې تاريخي دروغ ليکې ، داولې :
[quote:7a8f141b24]زما او تا سره په يو هيواد کې تاجک دي چې ريښه يې د پښتنو سره شريکه
ده . يعنې دوی هم آريايان دي [/quote:7a8f141b24]
[img:7a8f141b24]http://graphics8.nytimes.com/images/2010/05/18/world/18mazar_CA1/18mazar_CA1-popup.jpg[/img:7a8f141b24]
داتاجک هم اريايې دی ? مخته يې نه ګورې او که ستميانو په څپېړه وهلی يې !!!
آیا این عقیده حقیقت دارد که میگویند پنجشیری ها همگی سمرقندی استند ؟
بلی ما همگی مردم پنجشیر تاجیک هستیم و به تاجیک بودن خود افتخار زیاد
داریم و پیش خود نسب نامه داریم که بابا های ما از سمرقند به پنجشیر آمده اند و
احمد شاه مسعود هم از ده بیدی سمرقند است. بابا بزرگش زمردشاه از آنجا آمده
مقیم پنجشیر گشته است
امام علی رحمانوف رئیس جمهوری تاجکستان واقعا ً برای ما تاجکان
افغانستان هم مثل یک برادر بزرگ ، یک پیشوا و یک رئیس است
[img:7a8f141b24]http://www.millat.tj/img_n/generol.jpg[/img:7a8f141b24]
ددې تاجک دمخ هډوکې اريا يې دي ????????
هرخوګ او خرس چې قام ونلري اوقامې سجره ترې ورکه شي نو بيا ځان تاجک بولي تا جک لکه کساپتداني چې هر شی پکښې پروت وي :
اوبل د اچې ته ولې تاريخ غلطوې تاجکان خو دسامانيانو له دورې مخته وجود نلري اوحتا دتاجک کلمه هم په دغه وخت کې راپيدا شوه کله چې عرب منځنۍ اسيا
ته ته راغله .
[quote:7a8f141b24] او که کله دې هم وخت پيدا کړ نو تاريخ يې ولوله چې دوی هم پخوا خېلونه لرل خو دوی هيڅکله هم په کې ښکېل نه دي پاتې شوي، بلکې خېل او زی يې تر پښو لاندې کړي او مخ پر وړاندې تللي چې په معنوي لحاظ اوس هم پر ما او تا حاکمان دي![/quote:7a8f141b24]
نور وخت نلرم ،حاکمان خو ځکه دي چې دکرزي او هېواغل غوندې پښتنانه چې
خپل ناموس پرې خرڅوي !
سمرقندي اريائيان به دې بيا په خره سپاره کلاب ته داسې منډې وهي٠
[img:7a8f141b24]http://i467.photobucket.com/albums/rr39/mafg09/_46231235_faizabad-082.jpg[/img:7a8f141b24]
خدای د ې هوښيار کړه فر هنګپاله!!
pattang
29.05.2010
لر غونيه دا دې څه کونجاړه جوړه کړې .
و.افغان
29.05.2010
د بحث محترمو او ګرانو ګډونوالو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ښاغلی او محترم لرغونی صاحب !
ښه سکالو مو بحث ته پرانيستې ده، او ما شاء الله ښه بحثونه پرې روان دي.
پوهېږم چې په سکالو کې نغښتلي افکار ستاسو د نېک احساس، پاک نيت، او پښتون
درديدلي قام سره د همدردۍ استازي دي، البته ددغه مريض قوم د مرض په
تشخيص کې او بيا بناء عليه د علاج په نسخه کې تېروتلي يئ، بلکه د تېروتلو برسېره
يې په انسابو کې طعن کړی دی، چې له غټو ګناهونو څخه شمېرل کيږي.
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:
اثنان في الناس هما بهم کفر، الطعن في الأنساب ، والنياحة علی الميت.
ژباړه: دوه څيزونه په خلکو کې چې کفر ته يې رسوي، د خلکو نسبونو ته د دروغو نسبت
کول،او په مړي باندې چيغې سورې وهل.
محترمو!
نسب ساتل، سمت پالنه، او قبيلوي تعصب درې جلا څيزونه دي.
نسب ساتل يوه شرعي واجبه غوښتنه ده، سمت پالنه چې په عدالت بناء وي؛ د وفاء،
او سړيتوب نښه ده ، او تعصب په اسلامي شرعه کې مقيت، مذموم، مبغوض، او بد
ګڼل شوی دی.
د نسبونو وجود د قبيلوي تعصب سبب نه دی، بلکه د تعصب سبب د اسلاميت پرېښودل
او جاهليت ته ورګرځېدل دي، پوهېږم چې دلته د اسلامي اخلاقو په مطرح کولو سره
د ځينو مريضانو په ګېډه درد پيدا کيږي، خو هيڅ له دې انکار نشي چې رسول الله
مبارک صلی الله عليه وسلم د اسلام په عالي اخلاقو د جاهليت زولنې ماتې کړې، او
هغه يو بل ته د وينو تږي عربي قبائل تر يوه چتر لاندې راټول کړل، هغه مبارک د هغوی
نسبونه ختم نه کړل، خو په دې يې تربيه کړل چې: ان اکرمکم عند الله أتقاکم.
هغه جهالت تربګنۍ، تعصب، دښمنۍ او خونرېزۍ چې په عربو کې وې؛ په پښتنو کې
يې ساری نه ليدل کيږي، مبارک صلی الله عليه وسلم يواځې دا نه دا چې نسبونه ختم
يې نه کړل، بلکه د نسبونو په ساتنه يې لا ټينګار وکړ، د اسلام فقهاء نسب ساتنه يو
شرعي واجب مطلب بولي، بلکه په هغو پنځو کلياتو کې يې داخلوي چې اسلام پرې
له هر څه زيات اهتمام کوي:
1- د دين ساتنه.
2- د نفس ساتنه.
3- د نسل ساتنه، چې کله ترې تعبير په (د نسب ساتنې) سره کيږي.
4- ـ د عقل ساتنه.
5- د مال ساتنه.
نسب ساتنې پورې ډېر شرعي احکام تړلي دي، د مثال په طور:
۱ - د نکاح ځينې احکام.
۲ - د پيغبر صلی الله عليه وسلم د کورنۍ نسب پېژندل، او د هغوی د حقوقو پالل.
۳- تر څو انسان بل چاته ځان منسوب نه کړي، او دا شرعي مطلب دی، پيغمبر صلی
الله عليه وسلم فرمايي:
صحیح مسلم:
و حدثني زهير بن حرب حدثنا عبد الصمد بن عبد الوارث حدثنا أبي حدثنا حسين المعلم عن ابن بريدة عن يحيى بن يعمر أن أبا الأسود حدثه عن أبي ذر
أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ليس من رجل ادعى لغير أبيه وهو يعلمه إلا كفر ومن ادعى ما ليس له فليس منا وليتبوأ مقعده من النار ومن دعا رجلا بالكفر أو قال عدو الله وليس كذلك إلا حار عليه
ژباړه: هر هغه سړی چې له خپل پلار پرته بل چا ته ځان منسوب کړي، او دی پوهيږي چې
په غلطه دی؛ نو ځان لپاره دې په دوزخ کې ځای وګوري.
په بل حديث کې فرمايي: عن أبي ذر الغفاري رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ادعى لغير ابيه وهو يعلمه إلا كفر بالله ومن ادعى قوما ليس له فيهم نسب فليتبوأ مقعده من النار ) المصدر الجامع الصحيح رقم (3508) الحديث صحيح
4- د ميراث ځينې احكام.
5- د رضاعت احکام.
۶ - صله رحمي.
الله جل جلاله فرمايي: وأولوا الأرحام بعضهم أولی ببعض في کتاب الله.
۷- د قتل أحکام.
۸- د دين ساتل، ځمونږ د دين دوه اهم مقدس مصادر چې قرآن او حديث دی، په مسلسلو
أسانيدو مونږ ته رانقل شوي دي، په دغو سندي زنځيري کړيو کې د نسب د علم په
واسطه ثقه او غير ثقه معلوم شوی دی، ضعيف او صحيح سند معلوم شوی، لنډه دا چې
د انسابو علم د صحيح او ضعيف په معلومولو کې لوی رول لوبولی دی، او دا هغه
چا ته ښه په زير او زبر معلوميږي چې په علم الحديث او علم الرجال کې معلومات ولري.
9 - د جمهور العلماوو دا مذهب دی، چې د امامة العظمی يا خلافت اسلامي لپاره
دا شرط دی، چې خليفه بايد قرشي وي، که چېرې د نسب علم نه وي، نو قرشي به له غير
قرشي څنګه معلوم کړې.
۱۰- د وقف احکام، که چېرې د يوه چا لرې نيکه په خپلو بچو يوه ځمکه يا مدرسه، يا
بل عام المنفعه څيز وقف کړی وي، نو د هغوی د نسبونو له معلومولو څخه پرته به
څرنګه د وقف حقدار او ناحقدار معلوم شي.
۱۱- څوک چې په نکاح کې د نسب کفاءت ته ترجيح ورکوي، او پرې شرعي دلائل لري،
نو کفاءت د نسب پرته د نسب له وجوده منځ ته نشي راتلای.
۱۲- د ښځې د ولي پېژندل.
۱۳: د ماشوم او کم عقله د حضانت (په غېږه کې تربيه کولو، لويولو) حقدار معلومول.
۱۴: محرم او غير محرم معلومول.
۱۵:
د نسب د ساتلو نور فوائد:
۱ - د تاريخ ساتل.
۲ - په ښه کارونو کې د قبيلو تر منځ شريف تنافس، يو مثال يې دا دی چې نبي کريم
صلی الله عليه وسلم چې به کله غزا کوله، نو هرې يوې قبيلې ته به يې بېل بېل بيرغ وتاړه، او د هغوی يوه سردار ته به يې دغه بيرغ په لاس ورکړ، نو هرې يوې به کوښښ
کاوه، چې له بلې قبيلې وروسته پاتې نه شي.
۳- له خپلو همنسبو په حقه دفاع کول، که اعتراض وشي چې عدل وي؛ نو همنسبه
ته څه ضرورت دی، نو ځواب دا دی چې عدل په خپل ذات کې مهم رول لوبوي، خو چې
د نسب نزديکت ورسره ملګری شي، چې لا قوي دافع وي چې له مظلوم څخه دفاع
وکړی شي.
پاتې شوه سمت پالنه، نو که مراد ترې د کليوال څخه کليوالي پالل وي، په عام المنفعه
او مشترکه مصالحو راټولېدل وي، لکه مړی ژوندی وغيره، د بهرنيو د هجوم مخه
نيول او نور وي؛ نو دا جواز لري، بلکه يو شرعي مطلب هم دی، چې ګاونډيتوب او
د ګاونډي حقوق هم په دغه سلسله کې راځي.
او که مراد د سمت پالنې څخه دا وي چې سړی بې عدلي وکړي، حق حقدار ته ونه
سپاري، او د کليوالي او ولايتي نزديکت له مخې بې عدلي وکړي، نو دا سراسر ظلم
دی، منع کول او رټل يې پکار دي.
پاتې شو تعصب، نو هغه په هر وخت کې مذموم او مقيت دی، د جولا او امير ځوی
د الله په نېز په يوه بل باندې هيڅ برتري نه لري؛ مګر په تقوا سره.
تعصب تعصب وي، که په کمه کچه وي،او که په لویه کچه، که چېرې پښتون ټول يو
خوله يو لاس شي، او په نورو باندې د پښتونولی په وجه ځان ښه او بره ګڼي؛ نو هم
مبغوض تعصب دی، او يو غير شرعي کار دی، همدارنګه افغان په غير افغان باندې
برتره او ښه ګڼل هم غير اسلامي او غلط کار دی، البته اوس يوه واقع ده چې مونږ ه يې
مؤقتا منلو ته مجبور يو، او دا هغه انګريزي حدود دي چې انګرېزانو د مسلمانانو
تر منځ ايښي دي، نو من حيث الواقع مونږ ورسره تعامل کوو، خو من حيث الاعتقاد
يې هيڅکله نه شو منلی، مونږ په داخل د افغانستان کې بايد د (ان اکرمکم الله عند
اتقاکم) عقيده تطبيق کړو، او د دې اميد هم ولرو چې داسې وخت به راشي چې دغې
قاعدې ته په ټوله اسلامي نړۍ کې هم د عمل جامه واغوستل شي، او د دښمنانو په
لاس جوړ شوي حدود له منځه لاړ شي.
په درنښت
larghonay laraway
30.05.2010
السلام عليکم!
[color=white:a98cdc75cd]لومړی خو بايد روښانه کړم چې دلته زما د هيڅ يو خېل او زي سپکاوی او ردول منظور نه دي بلکې له ټولو خېلونو مې د ګلونو د يوې غونچې جوړول هدف دی او خدای دې وکړي چې د ځوانو متفکرينو پښتنو په مرسته د خېل او زي زړې او سپېرې دښمنۍ ختمې کړو او په نوي فکر او نوي ځواک سره لرغوني پښتانه يو موټي او له ورکيدو او سپکېدو وژغورو او د يوې لارې لارويان يې کړو![/color:a98cdc75cd]
[quote:a98cdc75cd]پتنګ لالا ليکلي :
زماا صل نوم تخلص هم قامي دی کله مې چې په اووم ټولګې کې ووم اومقاله مې
لوستله نو تخلص نوی موډ وونو ښونکي راته ووېلې چې تخلص لرې ?، ماورته
ووېلې نه ، هغه راته وېلې له کومې قريې ، کلي څخه راځې ? ماورته وېل له پلانۍ
څخه , هغه زما تخلص قامي وليکه او تر نن ورځې پورې پاته دی ٠[/quote:a98cdc75cd]
پتنګ لالا که خپه نه شې نو ستاسو هغه ښوونکي هم يو غير قانوني کار کړی دی. ځکه يو ښوونکی په رسمياتو کې هغه وخت د چا د تخلص اجازه لري چې تذکره کې يې ليکل شوی وي، او په تذکره کې د تخلص ثبتول خپل مراحل لري.
بله دا چې پتنګ لالا ايا ته په افغانستان کې د پښتنو تر منځ د سمت ، خېل او زی پالنې نتيجه د پښتون قوم لپاره ګټوره بولې؟ که داسې وي نو بيا خو په دې په انټرنيټ کې دومره حضور د پښتنو د پرمختګ، يو والي او واکمنتيا په هدف نه بلکې هسې ساعت تېرول دي. زه پوهېږم چې داسې نه ده خو زما ليکنه دې سمه نه ده لوستې او تر سري لوستنې وروسته دې سمدستي ورته کونجاړه ويلې ده.
****
اوس راځم وهاج صاحب ته!
مولوي صيب ګرانه! دا يوازې تاسو نه يئ بلکې د پښتنو قسمت خوار دی چې هر وخت يې د ژبې، يو والي، پوهېدلو، او ځان ځلولو خبره راخيستې نو يو ملا صيب پرې د کفر ټاپه لګولې او په خوله کې يې وروچه کړې ده. ګرانه دا خو هم د ځينو بې علمه ملايانو خبرې دي چې وايي پښتو د دوزخ ژبه ده. ځينې ملايان به تاسو ليدلي وي چې په ممبر ناست وي او وايي (رسول الله ص فرمايلي دي) دوی دومره ځانونه ورک کړي او دومره جاهلانه اکټونه کوي چې دوی ته (رسول الله ص ويلي دي) ګناه ښکاري. او د پاړسي فرمايلي ورته ثواب برېښي. خدای دې وکړي چې تاسو د هغو ملايانو غوندې نه شئ!
بلکې زه يقين لرم چې تاسو هغسې نه يئ ځکه چې تاسو علم حاصل کړی او په ديني علومو کې ډاکټري لرئ.
که قومي (خېل، زی) نه کارول کفر وي يا کفر ته نږدې کېدل وي نو ته راوښيه چې د مدينې منورې په جامعه کې چې تاسو هم په کې زده کړې کړي، څو استاذان دې (قبيلوي خېل، زی) تخلصونه لري او پاتې څومره کفر ته ورنږدې شوي دي؟
باور وکړه چې د پښتنو په قبيله کې زما قوم يا خېل هغه يو دی چې تر اوسه يې د هيڅ شجرې ليکوال په اړه کوم شک شبه نه ده ليکلې او ډېر پياوړی پښتون يې معرفي کړی چې ګڼ خېلونه لري خو زه مسلمان ووم، مسلمان يم او مسلمان به يم ولې هيڅکله به هم خپل قومي اوقبيلوي خېل او زی له خپل نامه سره ونه تړم.
زه د چا خېل او زی بدلول نه غواړم بلکې ورته وايم چې خپل خېل او زی دې له ځان سره کلک وساته خو دا چې د پښتنو تر منځ بې اتفاقي رانشي، په خېلونو او زيونو ونه وېشل شي نو له خپل نوم سره يې مه کاروه او د نړۍ د اکثرو خلکو غوندې شه !
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ليکلي
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:
اثنان في الناس هما بهم کفر، الطعن في الأنساب ، والنياحة علی الميت .
ژباړه: دوه څيزونه په خلکو کې چې کفر ته يې رسوي، د خلکو نسبونو ته د دروغو نسبت کول،او په مړي باندې چيغې سورې وهل.[/quote:a98cdc75cd]
که راته غوسه نه شې نو لومړی خو تاسو په خپله د (صافي) قبيلې نوم بدل کړی او (ساپی) کړی مو دی په داسې حال کې چې شل کاله وړاندې هيڅ مکتوب کې به يې (ساپی) ونه وينې! نه پوهېږم چې دا يوازې ستاسو د کورنۍ شخصي نوم دی او که د يوې قبيلې؟ ځکه اکثره خلک يې له پخوا راهيسې په (ص) ليکي دا چې تاسو يې په (س) ليکئ نو دا خو ستاشخصي نوم شو نه د قبيلې. که د قبيلې وي نو د قبيلې د ټولو غړيو نه بايد رايه واخلې او بيا يې بدل کړې(په سين يې وليکې)
بله دا چې ګران مولوي صاحب ما خو دچا په نسب طعن نه دی لګولی. بلکې حواله مې ورکړې چې تواريخ خورشيد جهان او مخزن افغاني د پښتنو د شجرو لومړي کتابونه دي چې هغوی هم د ډېر پخواني وخت خبرې کړي او کوم ماخذ نه لري. د انګريز تر سلطې لاندې هند کې چاپ شوي دي او دې کې هيڅ شک نشته چې په اټکل ولاړ دی او کوم علمي او قوي ماخذ نه لري. همدا راز دواړه غير پښتنو په پاړسۍ ليکلي دي چې معتبر او سل په سلو کې قوي يې نه شو بللی.که بل داسې کوم کتاب تاسو محترم ته معلوم وي چې حساب پرې وشي او په دقيقه توګه يې شجرې په رښتيا سره موندلې او ليکلې وي نو راوښيه چې زه يې هم مطالعه کړم. پښتانه او د نړۍ نور پوهان تر اوسه دې نتيجې ته نه دي رسيدلي چې د پښتنو قبيلې په دقيقه توګه يوې خاص ونې ته ورسوي او شجره ترې جوړه کړي. بلکې اکثره يې په افواهي فولکلور بناء دي او ما په دې اړه ډېره مطالعه کړې، ډېرې پوښتنې مې کړي او ښه مې ځان ستړی کړی، د خېل او زي په نامه دښمنۍ، کرکې، نفرتونه او کندې ايستنې مې درک کړي بيا مې دې موضوع ته لاس اچولی دی. د بېلګې په توګه درته د دوو پښتنو قبيلو فولکلوري روايات وايم:
[color=red:a98cdc75cd]نيازي: له يوه مشهور قومي مشر او داسې سړی چې په شجرو کې ډېرې ګوتې وهي، احمدزی دی، هغه ده نه مې پوښتنه وکړه چې نيازيان هم ځانونه غلجي بولي دوی په کومه شاخه کې راځي؟
هغه راته وويل: نيازيان په اصل کې د اوسني پاکستان د مياوالې دي، دوی اصلي غلجي نه دي، بلکې وصلي غلجي دي، په پخوا وختونو کې دوه خويندې وې چې ورور يې نه درلود نو دواړو خدای ته سوال وکړ چې په دوی کې يوه نر شي، نو خدای د دوی سوال قبول کړ او يوه په کې نر شوه چې د نيازي ټبر له همغې نه ډېر شو او اوس د غلجي قبيلې پورې يوه وصلي شاخه ده. هغه قومي مشر په دې ډېر ټينګار کاوه چې اوس هم د نيازي قوم د نارينه وو د غاړې (مرۍ) هډوکی د ښځو غوندې نرم وي. [/color:a98cdc75cd]
ګرانه مولانا وهاج صيب! تاسو ښه فکر وکړئ چې دا ډول مرموزې او افواهي، تاويلې ماويلې شجرې نه منل طعن دی او که اسرايلياتو ته غاړه کېښودل دي؟
[quote:a98cdc75cd]مولوي وهاج صيب ليکي:
محترمو!
نسب ساتل يوه شرعي واجبه غوښتنه ده![/quote:a98cdc75cd]
مولوي وهاج صيب ! که داسې وي نو د مدينې منورې ډېرو ديني علماوو دا واجبه غوښتنه نه ده منلې او له خپلو نومونو سره يې د خپلو وړو قبيلو يا خېلونو او زيونو نومونه نه دي تړلي نو تاسو په غير شرعي خلکو پسې څنګه اقتدا کوئ؟
ولې له غير شرعي خلکو زده کړه کوئ؟
کنه نور قومونه دې سره يو وي، سره خواږه دې وي، قوي دې وي خو پښتانه بايد له بدوي او قبيلوي ژونده راونه وځي!؟ همدا غواړئ؟
[quote:a98cdc75cd]مولوي وهاج ليکلي:
سمت پالنه چې په عدالت بناء وي؛ د وفاء، او سړيتوب نښه ده ، او تعصب په اسلامي شرعه کې مقيت، مذموم، مبغوض، او بد ګڼل شوی دی.[/quote:a98cdc75cd]
مولوي صيب !
مونږ خو چې د عربو د جهالت د زمانې څومره مثالونه اوريدلي نو په سمت پالنه او قبيله پالنه ولاړ وو نو نه پوهېږم چې تاسو يې څنګه د سړيتوب نښه بولئ؟
وهاج صيب محترم، هيڅکله هم خپله ټولنه مه هېروه. زمونږ دا بحث زمونږ د ټولنې د شته حالت سره سم روان دی چې دلته له پېړيو راهيسې د (خېل او زي) منفورې او منحوسې تربګنۍ روانې دي او د پښتنو د هر ډول پرمختګ مخه يې ډب کړې ده. حتی د اسلامي پرمختګ!
وهاج صيب خپلې خبرې په اسلامي او افغاني تولکاڼو تول کړه او زمونږ د ټولنې اوسني اختلافونه په پام کې ونيسه او ليار راوښيه هسې نه چې په قيامت کې دې ګريوان نه وي او بيا دې د ګريوان پر ځای له ستوني ونيسو!
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ليکلي:
د نسبونو وجود د قبيلوي تعصب سبب نه دی. [/quote:a98cdc75cd]
مولوي صيب نه پوهېږم چې په افغانستان کې مو څومره وخت تېر کړی دی او د افغانستان د پښتني ټولنې له منځه څومره خبر يئ. پاور وکړه چې عمرونه عمرونه دلته په همدې منفورې دښمنۍ تېر شوي چې ته غلجي او زه دراني يم، ته هوتک او زه احمدزی او هغه بل خروټی دي.
په افغانستان کې د پښتني خېلونو تر منځ دښمني چې بنياد يې همدا قبيلوي خېلپالنه او سمتپالنه ده، د( اوس او خضرج) تر دښمنۍ هم سختې او ناوړه دي.
د پښتنو تر منځ د خېلپالنې، سمت پالنې او زي پالنې تعصب، کرکه، نفرت او دښمني دومره زياته او دومره عامه ده چې د پوهنتون يو استاد هم په کې ښکېل دی او شپون هم. پوهان په قلم يو او بل تخريبوي او شپانه په کوتک.
ولې د دې تر څنګ په افغانستان کې نور قومونه هم دي چې خېلونه او زيونه په کې نشته نو ټول سره ښه خوږ او له جګړو او اوږدو دښمنيو پاک ژوند کوي.
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ليکي:
له دې انکار نشي چې رسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم د اسلام په عالي اخلاقو د جاهليت زولنې ماتې کړې، او هغه يو بل ته د وينو تږي عربي قبائل تر يوه چتر لاندې راټول کړل، هغه مبارک د هغوی نسبونه ختم نه کړل، خو په دې يې تربيه کړل چې: ان اکرمکم عند الله أتقاکم. [/quote:a98cdc75cd]
مولوي صيب !
دا يو واقعيت دی چې رسول الله صلی الله عليه والسلم ويلي چې (تور په سپين، سپين په تور، عرب په عجم او عجم په عرب) کوم لوړاوی او غواروی نه لري). او ستاسو د پورتني ذکر شوي مبارک ايت مفهوم هم همدا دی چې قبيلويت جهالت دی ، ټو ل سره يو يئ او هغه غوره دی چې ځان له بدو وژغوري او ښه وکړي.
د پورتني آیت مفهوم هيڅکله هم دا نه شي کيدای چې د يوې قبيلې يو (خېل او زی) دې ځان په همدې وړو نومونو له بل څخه جلا کړي او د وحدت، مينې، ورورولۍ او ځواکمنۍ په لاره کې دې خنډونه شي!
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ليکلي:
د اسلام فقهاء نسب ساتنه يو شرعي واجب مطلب بولي، بلکه په هغو پنځو کلياتو کې يې داخلوي چې اسلام پرې له هر څه زيات اهتمام کوي:
1- د دين ساتنه.
2- د نفس ساتنه.
3- د نسل ساتنه، چې کله ترې تعبير په (د نسب ساتنې) سره کيږي.
4- ـ د عقل ساتنه.
5- د مال ساتنه. [/quote:a98cdc75cd]
ياره مولوي صيب که بل چا داسې خام او ساده باده مثال راوړی وای نو جنګ مې ورسره کاوه خو څه وکړم چې ستاسو د جنګ زور نه لرم. ځکه چې ستاسو شان ، علم، کفايت او درايت ته ډېر احترام لرم نو نور درته هیڅ نه وايم، همدومره وايم چې جنابه عالي، دلته د نسب بحث نه دی، د پښتنو نسب يو دی، ټول خېلونه اخر کې يو يا دوه پښتانه دي . يعنې نسب يې يو دی خو د نسب په منځ کې دوی د (خېل – زي) دښمني پالني. زه هيچاته نه وايم چې نسل يا نسب بدل کړه. دا تاسو چې کوم نسل ښيئ دا (خېل – زی) نه دي! دې ته نژاد هم وايي چې ژيړ، تور، سپين، غنم رنګ او کيدای شي نور هم وي، يا په ساده ژبه اروپايي، افريقايي، هندی او نور نسلونه دي چې دا بحث په دې اړه نه دی بلکې دا د (خېل – زي) په اړه دی!
په داسې حال کې چې په اسلام کې هم ما اوريدلي چې (مسلمان د مسلمان کفو يا سيال دی) خو بيا هم دا يوه ځانله خبره او بحث دی. دلته د سيال او کفو خبره هيڅ مطرح نه ده.
د لته د صيافيانو، احمدزيو، محمدزيو، بارکزيو، او نورو زيو خبرې دي چې د دې پالل که له کفره سمه نه ده نو ترې کمه هم نه ده! دا شيونه د قرون وسطی او يا د عربو د جهالت د زمانې خبرې دي چې اوس (تاريختېرې ) دي او بدې ښکاري.
[quote:a98cdc75cd]مولوي وهاج صيب ليکي:
نسب ساتنې پورې ډېر شرعي احکام تړلي دي، د مثال په طور:
۱ - د نکاح ځينې احکام.
۲ - د پيغبر صلی الله عليه وسلم د کورنۍ نسب پېژندل، او د هغوی د حقوقو پالل.
۳- تر څو انسان بل چاته ځان منسوب نه کړي، او دا شرعي مطلب دی، پيغمبر صلی
الله عليه وسلم فرمايي:
صحیح مسلم:
و حدثني زهير بن حرب حدثنا عبد الصمد بن عبد الوارث حدثنا أبي حدثنا حسين المعلم عن ابن بريدة عن يحيى بن يعمر أن أبا الأسود حدثه عن أبي ذر
أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ليس من رجل ادعى لغير أبيه وهو يعلمه إلا كفر ومن ادعى ما ليس له فليس منا وليتبوأ مقعده من النار ومن دعا رجلا بالكفر أو قال عدو الله وليس كذلك إلا حار عليه
ژباړه: هر هغه سړی چې له خپل پلار پرته بل چا ته ځان منسوب کړي، او دی پوهيږي چې په غلطه دی؛ نو ځان لپاره دې په دوزخ کې ځای وګوري. [/quote:a98cdc75cd]
وهاج صيب محترمه!
ما کله ويلي چې څوک دې د خپل پلار پر ځای زما نوم وليکي او ځان دې ما پورې منسوب کړي؟
زه خو په خېل او زي ليګيا يم ته راته ووايه چې دعربي د ابيه (اطلاق) خو په پلار نيکه يا حتی غور نيکه دې وشي نو د خېل اوزي مشوړه خو بېخي ورکه ده. که داسې نه وي نو ته او خدای چې تاسو به خپل (اب) تر هغه لومړي صافي ورسولی شئ؟
يا دا چې پېړۍ پخوا يو سړی تېر شوی چې دقيق معلوم هم نه دی نو هغه د چا پلار شو؟
بيا هم وايم که داسې وي نو د نړۍ ستر ستر علما دي چې له خپل نامه سره يې د پېړيو او صديو پخواني نومونه نه دي تړلي نو هغه خو بيا نه د پېغمبر امت شول اونه مسلمان بلکې د دوزخ په څنډه ولاړ دي؟
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب بيا هم له موضوع وتلی او ليکلي يې دي:
أسانيدو مونږ ته رانقل شوي دي، په دغو سندي زنځيري کړيو کې د نسب د علم په
واسطه ثقه او غير ثقه معلوم شوی دی، ضعيف او صحيح سند معلوم شوی، لنډه دا چې د انسابو علم د صحيح او ضعيف په معلومولو کې لوی رول لوبولی دی، او دا هغه
چا ته ښه په زير او زبر معلوميږي چې په علم الحديث او علم الرجال کې معلومات ولري.
مولوي صيب ولې د بوسو لاندې اوبه تېروې؟ [/quote:a98cdc75cd]
د احاديثو د ثقه او موضعي خبره دلته نه ده مطرح،د احاديثو لپاره سند راوړل د دې لپاره وي چې په اخر کې خبره حضرت رسول الله صلی الله عليه ولسلم ته په کره او ثقه ډول ورسوي او دروغجن حديث په کې ځای نه شي. بلکې د دې لپاره نه ده چې يو صحابي د يوې قبيلې د يو خېل ؤ د هغه خبره دې قوي شي او بل چې د همغې قبيلې د بل (خېل) يا (زي) ؤ د هغه خبره دې ضعيفه شي، بلکې د حديث راويان بايد په دروغو، او نورو داسې افعالو متهم نه وي چې خلک يې په حديث باور نه کوي.
زه بيا هم وايم چې مونږ په (خېل او زي ) لګيا يو. بله دا چې که د خېل او زي خبره په احاديثو کې مطرح وي نو بيا خو د (مکثرينو صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم) قبيلوي خېل او زی د عربو جهالو او مشرکينو ته رسېږي نو ایا ته د هغوی احاديث نه منې؟
نه ګرانه اسلام به غلط نه معرفي کوو، په اسلام کې د يوې قبيلې د خېل او زي ستاينه او پالنه خو پرېږده چې د انسانيت تر منځ هم بهتري او غوراوی په تقوی کې دی نه په (قبيلويت ) کې!!!!!!!!!!
[quote:a98cdc75cd]مولوي صاحب وهاج زياتوي:
9 - د جمهور العلماوو دا مذهب دی، چې د امامة العظمی يا خلافت اسلامي لپاره
دا شرط دی، چې خليفه بايد قرشي وي، که چېرې د نسب علم نه وي، نو قرشي به له غير قرشي څنګه معلوم کړې. [/quote:a98cdc75cd]
مولوي صاحب بيا تېروتي يئ ځکه لومړی خو فکر کوم چې په علم او نورو وړتياوو کې که سره برابر وو نو بيا کيدای شي قريشيت په کې شرط شي. که داسې نه وي نو بيا خو د يو مسلمان صحابي پر ځای بايد ابوجهل امام شي ځکه چې قريش ؤ؟
نه داسې هيڅکله هم نه ده. کله چې الله تعالی وايي چې( ان اکرمکم عندالله اتقی کم) نو بيا په کې قريش او پښتون نه ځايېږي. خو دا چې جمهور علماوو فيصله کړې زه په دې کې څه نه وایم خو دا ډاډ درکوم چې (د قريشو) تر منځ په خېل او زي کې به کومه بهتري نه وي. داسې نه ده چې د قريشو د يوې (شاخې) جاهل به د نورو تر عالم بهتره وي.
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ليکي:
۱۰- د وقف احکام، که چېرې د يوه چا لرې نيکه په خپلو بچو يوه ځمکه يا مدرسه، يا
بل عام المنفعه څيز وقف کړی وي، نو د هغوی د نسبونو له معلومولو څخه پرته به
څرنګه د وقف حقدار او ناحقدار معلوم شي. [/quote:a98cdc75cd]
ټوکه:
ياره مولوي صاحب خدای دې انصاف روزي کړه! که شل وارې ديناري معاشونه ولرې خو بيا هم د پېښور د خيراتخورو ملايانو خويونه کوې او له سخات او خيراته نه تېرېږې!
له ټوکو به تېر شو چې مولوي صيب خپه نه شي، بيا هم د بحث موضوع (خېل او زي) ته راځم چې په پښتنو کې به ډېرې کمې کورنۍ وي چې خپله شجره خپل (اووم) نيکه ته ورسوي. حتی بېخي نيشته. نو (خېل – زی) خو لسګونه پېړۍ پخوا تېر شوي دي چې فقه هيڅکله هم د پېړيو پېړيو پخواني نیکونه نه راسپړي. که داسې وي نو صافی صيب ځه راميدان ته شه او خپله شجره هغه لومړني صافي ته وروسوه! که هغه ته نه وي نو د خپلو (لس) نيکونو هغه لومړي ته يې وروسوه.
[quote:a98cdc75cd]وهاج صيب ځينې له موضوع ليرې شيونه ليکلي دي:
۱۲- د ښځې د ولي پېژندل.
۱۳: د ماشوم او کم عقله د حضانت (په غېږه کې تربيه کولو، لويولو) حقدار معلومول. ۱۴: محرم او غير محرم معلومول. [/quote:a98cdc75cd]
وهاج صيب ستا له خبرو خو دا معلومېږي چې ټول صافي يو د بل محرم دي! که داسې نه وي نو دلته خو په خېل او زي بحث دی نو محرم خو خپل ډولونه لري چې خېل او زی په کې هيڅ ځای نه لري. د خسرخېلو له خوا که يو پښتون احمدزی له بارکزي سره واده وکړي نو خسر، اوښي ګان يې محرم شول نو دا په (خېل او زي ) پورې څه اړه لري؟
ايا د صافي قبيلې د يوې خور وليان ټول صافيان دي او که نور ې ريښې لري؟
وهاج صيب : ما خو اوريدلي چې رسول الله صلی الله عليه والسلم داسې هم ويلي چې : کل تقی و نقی فهو الی) که عربي مې غلطه ليکلي وي ومې بښه خو مفهوم يې دا دی چې له بدو ځان ساتونکي او ښه کوونکي ټول زما اهل دی.
له ملايانو مې په ممبر دا هم اوريدلي چې وايي ( کله چې بی بي فاطمه رضی الله عنه په حق ورسيده نو يو صحابي قبر ته سر ورټيټ کړ چې د حضرت رسول الله لور ده چې فکر دې وي، هغه ورته وويل چې دلته به په اعمالو تول کېږي نه په نسب.
[color=blue:a98cdc75cd]نتيجه:
قبيلوي (خېلونه او زي) پالل نه په اسلام کې کوم بنسټ لري او نه په مدني او پرمخ تللې ټولنه کې. اوسني پښتانه د همدې عصر خلک دي ، نه ډایناسوران. دا چې نور مسلمانان د خېل او زي په غورځولو نه کافر کېږي نو دوی به هم خدای نه کافر کوي خو که له دې خېل او زي تېر شي نو باور دی چې دوی به يو شي او په خپل وطن کې به ترور او پردي پردي نه ګرځي. هم به دين ته ګټه ورسېږي، هم پښتونولۍ ته او هم وطن ته.
پښتنو قبيلويت پرېږدۍ او قوميت راټينګ کړئ[/color:a98cdc75cd]
30.05.2010
چې داسې ده نو د لرغوني صيب اندېښنه هم پر ځای ده او زه لرغوني صيب ته وړانديز کوم چې لومړی بايد له سيمو څخه قبيلوی او خيلي نومونه لغوه شي او د ځای نومونه کيښودل شي :
نو بيا به څوک نه وايي چې احمدځيو ته تللی وم يا په مومندو کې مې کار و او يا
په عزيخيلو او ثٍمرخيلو ، ځاځيو او تڼيو کې کې سړک تير شو، بلکې د ځای نومونه
به ياديږي او کاريږي لکه په کامه، ښېوه، ده سبز کې دغه او هغه کار، پروژه يا پېښه تر سره شوه ويل کيږي ! په دې نورو رامنځته کيدونکو اړاو ونو او تړاوونو به دخيل خيلۍ او قبيلوي بيلتونونه هم له پښو پريوځي .
ددې له پاره دې اړونده خيلونو کې کار وشي چې دسيمو قبيلوي نومونه په سيمه ييزو نومونه واړوي او دولت يې ثبت او هم دغه نوښت پخپله تر سره کړي !
و من الله التوفيق والسلام !
..Ahmadzai
30.05.2010
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لرغونى صاحب خبرې دې ټولې كږې دي, واقعيت دې سم ندى دركړی.
دأفغانستان أوسني أو نيژدې تيرو جنګونو كې د پښتنو د قومونو ترمنځ پر قومي قبيلوي بنسټ جنګونه ندي پيښ سوي, كه وي مثال يې راته ووايه.
خو ټولو جنګونو څه ناڅه ملتي بڼه لرله, يعني د پښتون ملت , طاجيك, أوزبك , مغول , پشيان أو داسې نور, دا د واحد ملت قبيلې نه وې بلكې د مختلفو ملتو أجزاء وې, چې ملت پالنې په أساس سره أخته وو.
نو كه د پښتنو د قبيلو د نومونو او خيلونو پريښودلو په ځاى د پښتون نوم له منځه لاړ سي دا به بهتره نه وي?جنجال به ختم سي.
ما مخكې هم درته ويلي وو, چې د پښتون ملت ستنې دغه زي أو خيلونه دي, كه دغه ستنې لاړې نو نه به پښتو أو نه پښتونولي پاتي سي.
أو لكه دا نور قومونه ملتونه چې زمونږ شاوخوا پراته دي , مونږ به هم دغسې بې إفتخاراتو أو بې أصولو پاتې سو, هغه عنعنوي صفات به مو لمنځ څخه لاړ سي
أو هر ډم جولا به راځي وايي به زه پښتون يم أو خپل سست خويونه به د پښتون په نامه خوري, بيا به يې څوك ورسره سپينه كړي چې ته پښتون نه يې؟
زما خپل خيل سره صلة رحم ده, دوي زما خپلوان دي پرما د خپلوي حقوق لري, أو د هغو حقوقو پالنه صله رحمي ده, أو حديث كې داسې راغلي: لا يدخل الجنة قاطع رحم.
أو زه پر دوۍ حقوق لرم, همداسې لړۍ د خپلوۍ پراخيږي تر څو قوم أو بيا ټول پښتانه پکې راونغښتل سي.
زمونږ د ټولنې وروسته پاتې والي كې خيل او زى دخيل نه دي , د نه پرمختګ عوامل نور دي.
خو په ياد ولره نه تنها أفغانستان كې بلكې ټوله مسلمانه نړۍ كې يوازې هغه ټولنې له بې حيايي بې أخلاقۍ أو سستۍ څخه روغې پاتې سوې كومې چې په قبيلوي سستم ولاړې وې, أو كومې لكه څرنګه چې ته غواړې هغوۍ ټولې له بې حيايي أو په ناموس كې سستۍ سره مخ سوې, ښځې يې لوڅ سر بربنډې أزادې أو خپلواكې كرځي خو دوۍ ته هيڅ ننګ نه دريږي ,دا ځكه چې تربګينت نه سته أو پيغور څوك نه وركوي, أو نه له چا ډاريږي, ښه مثال يې عرب دي.
د عربو هغه ټولنې چې خيل أو زې څخه تير سوي , لكه د شام , مصر , مغرب أو داسې نور يو مخ په فحشا أو ډمګريت , مردګاوي أخته دي, أو يا لږ راښه خوستر او ننګ يې ختم دى, أو ديني إلتزام يې صدمه خوړلې.
أو هغه عربي ټولنې چې ليا قبيلوي سستم پكې فعال أو قوي دى, هغوۍ ننګيالي أو باناموسه دي , په خپلو محارمو ننګ أو غيرت كوي أو دينداره دي
انګريزي او غربي مستقيم إستعمار لاندې نه دي راغلي, أو پرديو سره يې سختې ډغرې وهلې, هيڅكله تسليم سوي ندي, ښه مثال يې سعودى دى.
نو محترمه زمونږ دغه قبيلوي تشكيل مونږ ته د ننګ أو غيرت زور رابښلى, أو له غلامۍ يې أزاد ساتلي يو, أو ناموس مو خوندي دى, ښه مثال يې د پښتونستان أزاد قبايل أو د پيښور أو نور رعيتي علاقو خلك چې قبيلوي أړيكو ساتل پک سست سوى , د هغوۍ مقايسه وكړه.
هغه ډم چې تا بورډ كې ليدلى زه يې هم پيژنم , ډېر په إخلاص د أحمدزيو خدمت كوي, أو خپل أو پردي پيزني, دى د كړوخيلو أو د خورد كابل أحمدزيو د ډمانو څخه دى, خو هيڅكله نه كړوخيل أو نه أحمدزى دى.
وروره د پښتنو أكثر وتلي أو غټ قومونه ډمان لري, هغوۍ هغه قوم ته ځان د ډمګريت په لحاظ منسوبوي, نه د نسب په لحاظ, دوۍ په خټه ډمان دي أحمدزي نه دي.
د أحمدزيو ترمنځ نسبي شجره نه لري.
بله خبره دې د نيازيو كړې, د يو سړي شهادت د ټول قام لپاره بسنه نه كوي, أو نه إستدلال جوړيدى سي, نيازي لودي پښتانه دي بيا لودي أو غرزې وروڼه قومونه دي چې د يو واحد أصل څخه منشا أخلي, أو هغه د غور پښتانه دي چې د كوشانيانو بقاياوې دي.
مننه
أحمدزى
..Ahmadzai
30.05.2010
ګرانه مونږ خپلې شجرې په ياد ساتو, د اووم پشت پورې نه بلكې تر أتلسم نيكه پورې زما شخصاً ياد دې چې د تيروتنې إحتمال نلري, پدې سره پدې هم بايد پوه سې چې د دغو لرغونو نيكونو وروڼه هم په ياد ساتم چې له هغو څخه نور خيلونه او خيلونه جوړ سوي, أو پدې خپل أو پردي, نيژدې خپل أو لرې خپل ټول په روښانه ډول معلوميدى سي, بناءً د خلكو معرفت پيژندنه كې هم څه ستونزه نه پاتې كيږي, (البته خپل قوم,) او خپلوان او دوستان زياتيږي, إحترام متقابل منځ ته راځي او دا يوه پديده جوړيږي, د يو دينداره قامي سړي أخلاق متين او خويونه ېې درانده وي,د نورو قومونو په رواجونو او خويونه خبروي أو ټولو ته په إحترام متقابل قايل وي.
بازاري خلك نور خويونه لري.
يادونه : زه بازاري هغو خلكو ته وايم كوم چې قومي ترابط نلري خپل أصل أو فصل نه پيژني, كنه زما ټول عمر په عصري متمدن ښار كې تير سوى, خو كلى هم پيژنم, قوم هم پيژنم كوچى او ديشين ټول پيژنم ,( كوچيانو ډير لوى تمدنونه او دولتونه جوړ كړي, لكه زمونږ لرغوني نيكونو ( كوشان= كوچيان))
نو قومي خلك كولى سي په ښارو كې ښه متمدن ژوند وكړاى سي, أو خپل عنعنات أو قبيلوي أړيكې له ښار څخه إداره كړي, أو دا ډير مثالونه لري.
خو كله چې له خيل او زي څخه تير سو نو بيا د نورو خويونه خپلوي او خپله درنه پښتو او پښتونولۍ ترې هيره سي.
تيريدل په دې معنى چې أړيكې پرې كړي أګر كه نوم هم ورپاتې وي, بيا نو نوم له مفهوم څخه خالي وي او څه ګټه نلري.
په درنښت
أحمدزى
larghonay laraway
31.05.2010
السلام عليکم!
[quote:56b2a9d91b]پتوال صيب ليکلي:
چې داسې ده نو د لرغوني صيب اندېښنه هم پر ځای ده او زه لرغوني صيب ته وړانديز کوم چې لومړی بايد له سيمو څخه قبيلوی او خيلي نومونه لغوه شي او د ځای نومونه کيښودل شي [/quote:56b2a9d91b]
پتوال صيب محترم زما په نظر د دې وړانديز عملي کول ناشوني دي او ډېر وخت او مبارزه غواړي. اوس که همدومره وکړو چې څوک د(خېل، زي) او سيمې پر سر حساب کوي او د پښتون قوم تر منځ نفاق جوړوي هغه ته لږ تر لږه په کرکه، نفرت او کمه سترګه وګورو. سمت پالنې او خېل او زي پالنې ته عيب ووايو نو دا به يو ښه ګام او د پښتنو د يو والي ښه هڅه وي.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
لرغونى صاحب خبرې دې ټولې كږې دي, واقعيت دې سم ندى دركړی.
دأفغانستان أوسني أو نيژدې تيرو جنګونو كې د پښتنو د قومونو ترمنځ پر قومي قبيلوي بنسټ جنګونه ندي پيښ سوي, كه وي مثال يې راته ووايه.[/quote:56b2a9d91b]
ياره جلال صيب ښه پوه يې خو کله کله هغه د پېښوريانو خبره ځان ناجاڼه کړې. که د قومي تعصب او تربګنۍ څېړنه مې شروع کړه نو د بحث فورم د ډېرو ملګرو ډېرې داسې ليکنې شته چې د غلزي او دراني تربګنۍ يې پاللې دي. دا نو که د زي او خېل دښمني نه وي نو ته نور په کې څه وايې؟
۱- د کندهار ښار د زي او خېل په نامه وېشل شوی او بدبيني يې تر منځ وه او ده چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.
حتی د حضرت امان الله خان په اړه ارواښاد علامه رشاد ويلي چې حضرت امان الله خان غوښتل چې کابل ته راشي او له بچه سقاو سره جګړه وکړي خو کله چې يې له کندهاره خپل ځري (پټ استازي) کابل ته راواستول او غوښتل يې چې کابل کې د بچه سقاو حالات وڅاري، نو له غزني راتېر نه شول او په غزني کې اندړو ووژل او ورسره يې يو خط هم ليکلی ؤ چې( دا د غلزيو له خوا درانيو ته سوغاد دی) نو کله چې حضرت امان الله خان خط ولوست او پوه شو چې خبره د پښتنو او بچه سقاو نه ده بلکې د (غلزي او دراني) ده نو له جنګه منصرف شو او همغسې له کندهار ووت.
ګرانه د پښتنو تر منځ د سمت غټ مثال د کندهار او ننګرهار نومونه دي چې يوازې د سمت د سپيرې، منفورې او پوچې مفکورې پر بنسټ د سترو سترو ليکوالو او پوهانو تر منځ زمزمه کېږي چې دا يو عیب او د شرم خبره ده.
جلال صیب زه نه غواړم چې بحث بلې خواته بوزم، دا تر لمر روښانه ده چې د پښتنو تر منځ د خېل، زي او سمت سپک خويونه او دودونه شته خو زه نه غواړم چې د پښتنو په زخمونو مالګې ودوړووم، بلکې زه غواړم چې شوم دودونه له منځه يوسم.
که د پښتنو تر منځ د خېل، زي، سمت او سيمې پر بنسټ پوچې او سپکې تربګنۍ، دښمنۍ، بې ځايه منفي سيالۍ، يو بل پښې وهنه، بې اتفاقۍ، مشر نه لرل او نورې نادودې څوک نه درکوي او يا يې تر اوسه نه وي درک کړي نو هغه خو به يا پښتون نه وي او يا به چېرته اوس هم په غارونو کې د قبيلوي چرتونو کې مراقبه وي.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
نو كه د پښتنو د قبيلو د نومونو او خيلونو پريښودلو په ځاى د پښتون نوم له منځه لاړ سي دا به بهتره نه وي?جنجال به ختم سي. [/quote:56b2a9d91b]
نه ګرانه! زه د پښتنو ورکه نه غواړم بلکې د پښتنو د ورکې عوامل له منځه وړم چې هغه همدا وروسته پاتې دودونه، د خېل، زي او سمت پالنه ده. دا که په جسمي لحاظ پښتون شتون لري خو د همدې شومو دودونو په وجه يې معنوي شتون نور د لاسه ورکولو په حالت کې دی. کنه نو ته څه فکر کوې چې په یوه خاوره څوک د څلور زره کاله حکومت کولو دعوه کوي او د هغه حيثيت، ژبه او واک دې همداسې وي لکه د افغانستان په بېلابېلو حکومتونو کې چې پښتانه موندلی دی؟
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
ما مخكې هم درته ويلي وو, چې د پښتون ملت ستنې دغه زي أو خيلونه دي, كه دغه ستنې لاړې نو نه به پښتو أو نه پښتونولي پاتي سي. [/quote:56b2a9d91b]
زه وايم احمدزی صيب ګرانه اوس هغه وخت تېر دی چې يوه کېږدۍ او خيمه به هم په ګڼو ستنو او مراندو ولاړه وه. اوس يو ويشتمه پېړۍ ده او نوي تخنيکونه دي. تاسو ګورۍ چې المانيانو د کابل په پول تخنيک کې د لوی جرګې خيمه بې ستنو اودرولې ده. پښتانه بايد د (خېل او زي) په وروسته پاتې او قبيلوي دودونو ونه وېشل شي بلکې د فکر او پوهې په بنسټ د يو پښتون قوم په نامه سره يو شي نو بيا به يې دا ګيلې نه وي چې په خپل وطن کې محروم او محکوم دي. بلکې ژبه به يې هم خپله وي، بازار او غر به هم د دوی وي او حکم به هم د دوی چلېږي. ملايان به يې هم په د (ويلو) پر ځای (فرمايل) ثواب نه ګڼي.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
أو لكه دا نور قومونه ملتونه چې زمونږ شاوخوا پراته دي , مونږ به هم دغسې بې إفتخاراتو أو بې أصولو پاتې سو, هغه عنعنوي صفات به مو لمنځ څخه لاړ سي
أو هر ډم جولا به راځي وايي به زه پښتون يم أو خپل سست خويونه به د پښتون په نامه خوري, بيا به يې څوك ورسره سپينه كړي چې ته پښتون نه يې؟ [/quote:56b2a9d91b]
ګرانه لومړی خو دا چې زمونږ افتخارونه د (خېل او زي) پر بنسټ نه بلکې د ټول قوم او د ټول هېواد دي! که ته چېرته افتخارونه په خېل او زي پورې تړې نو ته د پښتنو افتخارات ختموې او دښمني ورسره کوې!
ما مخکې هم درته ويلي وو چې زمونږ په شاوخوا ګاونډ کې نور ملتونه هم افتخارات لري او تر مونږ که زيات نه دي نو کم هم نه دي. خو هغوی د پښتنو غوندې تر قيامته قبيلوي ژوند نه کوي، متمدن شوي دي، دغه د (خېل او زي) خراشکی يې پخوا توف کړی دی.
يوه وه بېلګه يې د ايران ده چې وياړونه يې دومره ډېر دي چې حتی زمونږ يو شمېر يې هم د خپلو وياړونو په قطار کې اودرولي دي.
اوس به راشو زمونږ خپل وطن ته چې زمونږ سره شريک تاجک اوسېږي او ستاسو په ګومان چې دوی وياړونه، نه لري. لومړی خو دا چې دوی (د نړۍ په سطحه مولانا بلخي لري، د نړۍ په سطحه ابن سينا، فارابي، او نور لري)
ستاسو تر ټولو غټه تېروتنه دا ده چې د وياړونو لامل (خېل او زی) ګڼۍ. په داسې حال کې چې زمونږ وياړونه د (خېلپالنې او زي پالنې) د منفورو مفکورو په وجهه سپک شوي دي. زه خو داسې وياړ نه وينم چې بنياد يې خېل او زی وي.
تاسو د کوشانيانو خبره کړې ده. دا خو يو اټکل دی چې د کوشانيانو نوم د کوچيانو سره هم وزنه يا ورته وزن لري. دقيقه نه ده چې کانشکاه کبير دې کوچی وي. دا فيصله تر اوسه هيڅ يوې علمي ادارې نه ده کړې. بله دا چې هغه په کاپيسا کې وو چې د پښتنو اصلي ټاټوبی يوازې کاپيسا نه دی. که له وهمي او خيالي اټکلونو راتېر شو نو کوچيان له تمدنه دومره ليرې دي لکه ځمکه او اسمان. حتی پښتنو ولسي شاعرانو ورپسې سندرې هم جوړې کړې دي:
قربان دې سم کوچيه چې له کلي نه بېرون يې
له عقل نه محروم يې
او....
(دا د مقري سندره ده. که څه هم د کوچيانو ستاينې يې هم ډېرې کړې دي. )
په اوسني عصر کې په کېږدۍ کې اوسيدل، د منرالي، کاريزي، د چينې، او څاه د اوبو پر ځای د پچو ډکې اوبه په ډنډونو کې څښل هيڅ تمدن نه دی. (دا زه ځکه وايم چې په کوچيانو مې زړه درد کوي او بايد چې کوچي وروڼو ته د هغوی حقونه ورکړو او بې ځايه يې ونه ستايو).
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
زما خپل خيل سره صلة رحم ده, دوي زما خپلوان دي پرما د خپلوي حقوق لري, أو د هغو حقوقو پالنه صله رحمي ده, أو حديث كې داسې راغلي: لا يدخل الجنة قاطع رحم.
أو زه پر دوۍ حقوق لرم, همداسې لړۍ د خپلوۍ پراخيږي تر څو قوم أو بيا ټول پښتانه پکې راونغښتل سي. [/quote:56b2a9d91b]
جلال صيب هغه (سوء استفاده) چې ورته وايي هغه همدا ده چې تاسو د حديث مفهوم د خېل او زي لپاره کاروئ. د خپلوۍ او صله رحمۍ لپاره (خېل او زی ) شرط نه دی. که د يو احمدزي خپلوان بارکزی وي هم حق پرې لري او که د يو ځاځي خپلوان منګل وي هم حق پرې لري. اسلام همدومره تنګ نظره نه دی لکه ته يې چې معرفي کوې. بله دا چې د ګاونډي، خپلوان، مسلمان او نورو حقونه اسلام روښانه کړي خو د (خېل او زي) شرط په کې نشته.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
زمونږ د ټولنې وروسته پاتې والي كې خيل او زى دخيل نه دي , د نه پرمختګ عوامل نور دي. [/quote:56b2a9d91b]
زه خو يې يوازې خېل او زی د وروسته پاتې والي، دښمنيو، تربګنيو، يو بل ته د کندو ايستنو او ټولو ناوړه چارو او پايلو نتيجه همدا خېل او زی ګڼم.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
په ياد ولره نه تنها أفغانستان كې بلكې ټوله مسلمانه نړۍ كې يوازې هغه ټولنې له بې حيايي بې أخلاقۍ أو سستۍ څخه روغې پاتې سوې كومې چې په قبيلوي سستم ولاړې وې, أو كومې لكه څرنګه چې ته غواړې هغوۍ ټولې له بې حيايي أو په ناموس كې سستۍ سره مخ سوې, ښځې يې لوڅ سر بربنډې أزادې أو خپلواكې كرځي خو دوۍ ته هيڅ ننګ نه دريږي ,دا ځكه چې تربګينت نه سته أو پيغور څوك نه وركوي, أو نه له چا ډاريږي, ښه مثال يې عرب دي.
د عربو هغه ټولنې چې خيل أو زې څخه تير سوي , لكه د شام , مصر , مغرب أو داسې نور يو مخ په فحشا أو ډمګريت , مردګاوي أخته دي, أو يا لږ راښه خوستر او ننګ يې ختم دى, أو ديني إلتزام يې صدمه خوړلې. [/quote:56b2a9d91b]
نه ګرانه! لرې مه زه د پاکستان چترال ته لاړ شه چې اوس هم چتراليان د قرون وسطی خويونه لري خو خلک هلته د ځان سړولو لپاره ورځي. پاکستانيانو چترال د بهرنيو ټورسټانو لپاره همداسې وحشي پرېښی دی.
د افغانستان ټول پښتانه ليکوال که قلمونه راواخلي نو مصر تمدونونه حتی ژباړلی هم نه شي. ټول بې دينه هم نه دي، د نړۍ مسلمانان اوس هم د جامعة الازهر فيصلو ته سترګې په لاره دي!
بله دا چې په سعودي عربستان کې هم خېل او زی له منځه تللي خو عياشي په کې نسبتاً کمه ده. خېل او زی دوه وروسته پاتې پديدې دي چې د اسلام، تقوی، او غيرت سره هيڅ تړاو نه لري. تاسو به د پېغلې صمدزۍ عکس او نوم په نيټ ليدلی وي چې د خېل او زي نوم په لرلو سره هغسې لوڅه پوڅه وه. په پارلمان کې به مېرمن شکريه بارکزۍ هم ګورۍ چې په فيشن کې ورپسې د هاليوډ او باليوډ لوبغاړي هم نه شي رسيدی.
هغه کوچيان چې اوس هم له رمو، سپي او کېږدۍ سره ژوند کوي، په اسلامي لحاظ باور وکړه که په دين سم خبر هم وي. نه يې لمونځ سم دی، نه اودس او نه ستر. که څوک مسلمان وي نو بايد پوه شي چې کوچي ته د دين د ښودلو په اړه به ترې خدای خامخا پوښتنه کوي.
عربستان کوچيتوب ته اوس هم خلک هڅوي حتی د اوښ او خرما په روزنه او پالنه امتيازات هم ورکوي خو ته راوښيه چې څو فيصده عربستانيان اوس هم کوچيان دي ؟ بلکې ډېر کم او هغه هم په داسې حال کې چې د خېل او زي له لومې وتلي دي.
تاسو د استعمار منل هم په زي او خېل پورې تړلي خو د ا يوه سر زوري ده. ځکه تاسو وګورۍ ملاعمر له خپل نامه سره هيڅ زی او خېل نه لري او د کرزی تر (حامد) هم د کرزي په نامه ډېر ټینګار کوي.
[quote:56b2a9d91b]جلااحمدزي ليکلي:
نو محترمه زمونږ دغه قبيلوي تشكيل مونږ ته د ننګ أو غيرت زور رابښلى, أو له غلامۍ يې أزاد ساتلي يو, أو ناموس مو خوندي دى, ښه مثال يې د پښتونستان أزاد قبايل أو د پيښور أو نور رعيتي علاقو خلك چې قبيلوي أړيكو ساتل پک سست سوى , د هغوۍ مقايسه وكړه. [/quote:56b2a9d91b]
دا خو ډېره روښانه مقايسه ده چې د پښتونستان په آزادو قبايلو کې خلک يرغمال کول، تربګني، قتلونه، وژل، ښځې خرڅول، ښځې بدلول، ښځې ډبول، يو بل ته سنګر نيول، تعليم نه کول، په ښځو پېټي چلو ل او نور ناوړه خويونه چې د اسلام او مدنيت سره په ټکر کې دي، ټول د پښتونخوا د قبايلو ځانګړنې دي. خو ته پېښور ته ورشه چې که د عمر بېلماځه هم يې نو چې د پېښور د هر جومات خواته تېرېږې نو لمونځ ته دې هڅوي. زمونږ يو خپلوان دی د امريکې نه د عبادت لپاره پېښور ته راځي او روژه په پېښور کې تېروي او وايي دلته د اذانونو په کړنګار او د مسلمانانو په منځ کې روژه نيول او ماتول مزه کوي.
البته په قبايلو کې ښه صفتونه هم دي، ښه عالمان، ښه تقوا، ښه مشرتوب هر څه په کې دي خو قبيلويت يې يو وروسته پاتې او بد صفت دی.
[quote:56b2a9d91b]احمدزی صيب ليکي:
هغه ډم چې تا بورډ كې ليدلى زه يې هم پيژنم , ډېر په إخلاص د أحمدزيو خدمت كوي, أو خپل أو پردي پيزني, دى د كړوخيلو أو د خورد كابل أحمدزيو د ډمانو څخه دى, خو هيڅكله نه كړوخيل أو نه أحمدزى دى. [/quote:56b2a9d91b]
وروره نور يې څه کوې خو هغه د بورډ احمدزی سلمان ډېره ښه چاپي لګوي. داسې کومه شجره به راونه ښيې چې ستا د والد صيب نوم وروستي غلزي ته ورسوي او دی پاتې شي. شجرې ټولې اټکلي دي. دا چې ته يې احمدزی نه بولې دايې ستا کار دی. بله دا چې تاسو د ډم نوم ولې دومره په سپکه يادوئ؟ يو ډم ډول وهي سل پښتانه ورته ګډېږي. نو دا ګنهګار خو يوازې ډم نه دی!
بله دا چې زه بيا هم درته وايم چې زما بحث په کسب نه بلکې په خېل او زي او سمت دی!
[quote:56b2a9d91b]احمدزی ليکي:
بله خبره دې د نيازيو كړې, د يو سړي شهادت د ټول قام لپاره بسنه نه كوي, أو نه إستدلال جوړيدى سي, نيازي لودي پښتانه دي بيا لودي أو غرزې وروڼه قومونه دي چې د يو واحد أصل څخه منشا أخلي, أو هغه د غور پښتانه دي چې د كوشانيانو بقاياوې دي. [/quote:56b2a9d91b]
ما د نيازيو هسې يو مثال راوړی ؤ، په غلزيو، درانيو، افريديو، کرلاڼيو، خروټو، او اکثرو خېلونو او ځايونو پسې همداسې افواهات او اسرايليات جوړ شوي چې د همدې افواهاتو پر بنسټ دوی سره خپلو کې وېشل شوې هم دي. يو پښتون چې څلور زامن زېږولي نو هغوی د يوې کلا پر ځای څلور ګلاګانې جوړې کړي او د هر يو اولاد بيا د خپل نيکه په نامه يو خېل يا زی مشهور کړی دی چې تر سونو زيات دي او يو هم علمي بنسټ او ماخذ نه لري. ټول په افواهاتو بناء دي. چې دې افواهاتو پښتانه سره دښمن کړي او له نورو قومونو يې شاته پاتې کړې دي.
[color=red:56b2a9d91b]نتيجه:
راځئ چې لومړی د خېل او زي له لامله اوښتي زيانونه، خنډونه، تربګنتونه، دښمنۍ، يوبل وژنه، يو بل ته کنده ايستنه، بې اتفاقي، وروسته پاتې توب، حق حقدار ته نه سپارل، سم قضاوت نه کول، منافقت او نور زيانونه او تاوانونه وپېژنو، درک يې کړو، ويې څېړو اوسترګې پرې پټې نه کړو او بيا د (يو پياوړي، ځواکمن، قدرتمن، شعوري او روښانه) پښتون قوم د جوړيدو لپاره وړانديزونه وکړو!
ولې دا هر څه هغه وخت کېږي چې د سمت، خېل او زي شومې او ناوړه پديدې او مفکورې وغندو او پېغور يې وبولو[/color:56b2a9d91b]
هیښ
31.05.2010
سلامونه
هر فکراودهغې نه زیږیدونکئ عمل او کړنه باید دهغوئ نه دمنځته راغلیو نتایجو دګټې او تاوان په بنسټ وارزول شي. که دټولنې دپاره ئې نفع او خیر درلود باید تائید ،تقویه او وده ورکړل شي او که تاوان او ضرر ئې ټولنې ته رسیږي ،باید نفي،رداو په مقابل کې ئې مبارزه وشي.
دسمت ،خیل،زی او قبیلې سره مینه که دهویت دساتلو او پیژندنې او دتاریخ دژوندي ساتلو له پاره وي هیڅ باک نه لري ،مګر که دسیاسي ماجراجوئۍ ،شهرت ،مادې ګټو او په نورو دتفوق طلبئ دپاره وي او دیوه واحد قام اوولس په منځ کې دنفاق او درز اچولو دپاره وي دایو لوئ خیانت دئ چې په قاطعیت سره باید رد او ورټل شي.
پښتانه دوه عمده او اساسي شریک ارزښتونه لري چې یوه ئې پښتو ژبه او بل پښتونولی(دپښتنو ژوند دود)دي چې په ټولو خیلونو او زیو کې له ورایه لیدل کیږي او په روزنه او پالنه کې ئې ټول یوشان مسؤلیت لري او باید دخیل او زي
وړې او هویتي پولې دیوه لوئ او ګډ مسؤلیت ( چې دپښتو ژبې وده اوپه ټولنه کې دپښتو ژبې اکثریتي حق تثبیتول او استوارول او دپښتني کلچر ترقي اوتقویه کول دي ) داداکولو له پاره مانع ونه ګرزوي .
همدغه دسمت او خيلونو پالنه ده چې دپښتو ژبې دانکشاف او پرمختګ دپاره ئې خڼډونه جوړ کړي دي او دیو شمیر ځان غوښتونکو او په خیلونو او سمتونو کې راګیر پښتانه ژبپوهان ددې باعث ګرزیدلې دي چې پښتو ژبه داملا او انشا دیوه واحد او منل شوي معیارنه محرومه پاته شوې او په خپل ټاټوبې افغانستان کې په فقر او درویزه ژوند کوي .دپښتون وولس په منځ کۍ سمت پالونکی او خیل پالونکي ټول دروغجن ،مکار،ابن الوخته او دنفسي غوښتنو مریان دي او کړنې ئې دشخصي غرضونو دلاسته راوستلوپه بنیاد ولاړې دي ،نه دیوه خیل او قبیلې سره دخواخوږئ او خدمت په اساس .له دې کبله دخپلو ارزوګانو دپوره کولو له پاره په ټولنیزو او فرهنګي برخوردونو کې دمعاملې او سوداګرۍ په ډول رفتارکوي ،نه دعدالت او حقایقو په بنیاد او دهمدې سمت پالو او قبیله پالو په وجه پښتون وولس دخپلې ژبې او کلتور په برخه کې دیوې واحدې موضعګیرئ او موقف دنیولو او لرلو نه بې برخې دئ او دلږکیو او پردیو کلتورونودتجاوزاواشغال سره مخامخ دئ.
له دې کبله هغه سمت اوخیل پالنه چې دپښتون وولس داتحاد او یووالی اصلي اواساسي شریکو ارزښتونو ته چې پښتوژبه او پښتني کلتور دئ زیان رسوي باید وغندل شي او هغه څوک چې له دې لارې خپله اعاشه او اباته برابروي رسوا او مخه ئې ونیول شي.
دا خبره سمه ده چې د پښتنو ژوند په دې عصر کې چې داتوم او دفضا دتسخیر زمانه ده ،تراوسه په کلیوالي اوقبیلوي شکل جریان لري او دوخت دعلمي،تخنیکي او تکنالوژیکي بریاوو او لاسته راوړنو دنعمتونو او سهولتونو نه بې برخې دي اواهم يوروښانه واقعيت دئ چې دافغانستان دملي ارزښتونو او ګټونه په دفاع کې همدغو کلیوالو اوقبایلو بې مثاله قربانیانې ورکړي دي ،چې بد بختانه سیاسی امتیاز ئې نورو اخستئ دئ او ددوئ په ژوند کې دپام وړ تحول ته نه چا توجه کړې ده او نه دوئ دې ته متوجه شوي دي چې دوئ هم دژوند دنعمتونو نه داستفادې حق لري .یوازې په دې ئې خوشحاله ساتلي دي چې قبیلوي سوچه او ازاد ژوند لري اوکه احیاناً بیاد استفاده جویانو مادي او شخصي ګټې دکوم ګواښ سره مخامخ شي نو دیوې وسیلې په توګه ئې استعمال کړي .تراوسه دخیلونو او قبیلو سره یوازې په دې ډول سلوک شوئ دئ اوددې هدفونو دلاسته راوستلو دپاره ئې دخيلونو او زیو نومونه ژوندي ساتلي دي .
خو پوښتنه دا راولاړیږي چې ایا داقبیلوي اوکلیوالي ژوند دهغه علمي اوتخنیکي انقلاب سره چې په ډیر سرعت سره دخلکو په سیاسی،اقتصادي،امنیتي،اجتماعی اوفرهنګي برخو کې تغیرات راولي دپاته کیدو مقاومت او توان لری ؟ او ایا داد قبیلو اوکلیو خلک به په دې قناعت وکړي چې نوره نړئ د علمي اوتخنیکي اکتشافاتو او اختراعاتو له برکته ارامه ،مرفه او سوکاله ژوند ولري او دوئ د ې دژوند دابتدائې ترینو امکاناتو نه بې برخې وي؟
زما په نظر هیڅ کله هم نه.
بلکه همدغه دقبیلو او کلیو خلک که دنړۍ داوضاع او احوال نه اګاهي پیدا کړي او په دې پوه شي چې دوئ هم دنورو قبایلو په شان که دزده کړې لاره ونیسي او دمعاصروعلومو اوفنونوپه اعجازامیزه اسرارودخبرتیا زمینه او شرایط ورته برابرشي نو دانساني تمدن مخکښان که نه شي یوځائ خو به حتمي ورسره حرکت وکړي او دخپل ټولنیز ،اقتصادي او قبیلوي ژوند دتغیر او تحول دپاره به فعالیت شروع کړي.
کله چې دتحول او تغیر نه خبرې کیږي ،مانا دانه ده چې هغه ارزښتونه باید تغیر وکړي چې دټولنې هویت ،جوړښت او بقا ورسره تړلې ده ،بلکه دهمغې ارزښتونو نوره زیاته وده ،اعتلاء اوترقي ده دنویو وسایلو،وسایطو او امکاناتو نه په استفادې سره ،چې دا وسایل،وسایط او امکانات یوازې دعلم او پوهې دلارې میسریږي.
سمت پالنه او خیل پالنه دلوئ پښتون قام دپاره بې له بې اتفاقئ او دښمنئ بله ثمره او متاع نه لري او قبایل او خیلونه دترقۍ ، سوکالۍ او اجتماعی رفاه نه محروموي او دپښتون قام لوئ ارما ن چې دخپلې ژبې طبیعي او حقوقي حیثیت په افغاني ټولنه کې قایمول او دپښتني ژوند دود وده او پراختیا ده دپښتنو په خیلونو او زیو ویشلواو په دې باندې مصروف ساتلو له وجهې نه پوره کیږي.
له دې کبله دخیلونو او زیو په ځائ بایددلوئ پښتون قام دهیلو اوا رمانونو دپوره کولو غږ چې دخپلې ژبې او کلتور وده او انکشاف او دعلومو او فنونو زده کړه ده دهرسمت او خولې نه راووزي او د لوئ هدف ته درسیدو دپاره خپل فکري او جسمي امکانات په کارواچوی ،ترڅو دنورو قامونو سره دسیالئ په کتارکې ددریدو جوګه شي .
مننه
31.05.2010
درنو لوستونکو !
لرغوني لاروي صيب خپله طرحه په برياليتوب سره دفاع کړې ، د ځيو او خيلونو او قبيلو نومونه کارول يې هم د تربګنيو دعلت او هم معلول په توګه ثابت کړی دی،
او د شجرې او تاريخي څيړنو له پاره يې د اسناندو په ډول د ساتلو مخالف هم نه دی
بلکې دا کار اړين هم بولي، نو که ټول پښتانه د يو پښتون په نامه ياد شي ، له ګني. ځيو، خيلونو، پښو او څانګو ، قپيلو له وېش څخه به وژغورل شي، وزن به يې زيات شي، يو بربل به سره ډډه ولګوي ، يو موټی به شي، د اختلاف عوامل به تر ډيره ورک شي، ګډ ټکي به مو پرلاسی پيدا کړي او ټاکونکی رول به خپل کړي، کړي، دوښمن به راڅخه وويريږي ، د افغان وزن به بيا ډير شي دايرانیانو او پنجابیانو به راڅخه سترګه وسوځي ، داسې لوبې به راباندې بيا نور نشي کولی لکه دا تر اوسه چې روانې دي، قومي وحدت به مو غښتلی او ترينګلی شي لکه فولاد، نيمګړتياوې ، د سمت ، خيل او قبيلو درځونه به نه وي چې دوی په کې لکه د اوبو پشان لاره ومومي، تر غوږو مو راورسيږي او د غرقيدو په درشل کې راته بيا وايي چې تسليم شه، که تسليم نشو غرقيږو او که تسليميږو هم ختميږو.
هيښ صيب هم ډيره ښه تبصره برې وړاندې کړې ده، نو راځئ چې د خيل خيليو،
قبيله پاليو، سمت وياړنو او داسې نورو بېلونکو او نفاق پالونکو دودنو له
له خوسا او بوينو بړستنو سره د تل له باره په مخه خه ښه وکړو او د يو پښتون
يو افغان په نوم او هويت سره مخ په وړاندې لاړ شو
او ددې له پاره همدلته او له دې ځايه څخه يوه بريکړه وکړو چې پښتون به له دې وروسته د قبيلې، خيل ، ځيو اوداسې نورو اجزاو نوم نه اخلي او د کل يعنی پښتون په درانده نوم ځان معرفي کوي ، پري وياړي به او دفاع به يې کوي، له امو تر اباسينه او ګرده نړۍ کې هر چيرې چې پښتون وي! آمين !
..Ahmadzai
31.05.2010
[quote:a69e2b74ea]او ددې له پاره همدلته او له دې ځايه څخه يوه بريکړه وکړو چې پښتون به له دې وروسته د قبيلې، خيل ، ځيو اوداسې نورو اجزاو نوم نه اخلي او د کل يعنی پښتون په درانده نوم ځان معرفي کوي[/quote:a69e2b74ea]
[color=darkred:a69e2b74ea]( يا أيها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوباً وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم ), [/color:a69e2b74ea]
شعب= ملت ( چې يوه ژبه ولري)
قبائل= قومونه ( د ملت غړي أو اعضاء)
وروڼو دا دې يوې ورځې خبر نده , چې فيصله وكړۍ نو قبيلې به ختمې سي اويواځې ملت به پاتې سي.
ملت أو قبيله چندانې توپېر نه سره لري, ملتونه لويې قبيلې دي, كه قبيلة د تعصب لامل ګرځي , نو ملتونه هم خپلو منځو كې د تفاضل په بناء سره متعصب دي.
قبيلې ته تعصب = ملت ته تعصب
تعصب په دواړو حالاتو كې مذموم دى أو د غندنې وړ دى.
پتوال صاحب هيڅوك هم ځان د ملت په نامه نه معرفي كوي, أو كه معرفي يې كړي نو د نورو ملتو ترمنځ ښه نه بريښي, ځكه چې دا ملتي تعصب ته لمن وهي أو جاهليت ته دعوت دى.
نه پوهيږم كه زه أحمدزی ځان معرفي كړم ښه بريښي أو كه جلال پښتون به ښه بريښي, دا دې پښتون نوم به بيخي زيات تكرار نه سي؟
ماته خو دا خبره بلكل له إمكان څخه لرې ښکاري أو د تطبيق وړ يې نه بولم.
خو كه څوك په داخل د ملت كې ځان د قبيلې پواسطه معرفي كړي دا د هغه د پيژندنې لپاره ښه أساس جوړيدى سي, أو دا چې څوك روا أو ناروا ته نه ګوري أو د خپل قوم ننګه أو پالنه د تعصب له مخه كوي,أو يا ناوړه إستفاده ترېكوي, دې ته نو بيا جاهليت وايي.
د عربو ټولنه له إبتدا ء څخه ترننه قبيلوي ټولنه ده, أوس هم په جزيرة العرب كې قبائل پوره شتون لري, زمونږ له ټولنې څخه دوۍ كې قبيلوي سستم ډير فعال أو أنساب خوندي دي, عربو ډير لوى تمدنونه قايم كړي, په سلهاوو كلونه يې دنړۍ په سر د يو باتور أو متمدن ملت په بڼه پاچاهي وكړه, خو د زوال علت يې قبايل نه وو, بلكې د نورو قومونو لكه , فارسيوان ,تركان , كردان , أو نورو سره ودونه أو خيښۍ وې چې د هغوۍ نفوذ ته يې لاره برابره كړه ترڅو واګۍ ترلاسه كړي أو د عربو ملاماتې سقوط رامنځ ته كړي أو د مسلمانې نړۍ قيادت نورو ته پريږدي .
كله چې د واك أو سلطنت بنياد روغ وي أو په عدل قايم وي, او د مظلوم دفاع دولت كوي أو كولى سي, نو قبيلوي تعصب ته ځاى نه پاتې كيږي, د قانون حاكميت چې شرعي وي قبيلوي أو سمتي تعصب او تحزب خود بخود له منځه ځي أو قبائل د محض تعارف أو صله رحمي والتعاون على البر لپاره پاتې كيږي, غلزي , أبدالي, كرلاڼي, غرغښتي , لودي أو نور ټول قبائل د يوه بيرغ لاندې راټوليداىسي, أو حق أو شرع ته غاړه ږدي, أو د پرمختګ مخه نه ډب كوي.
بلكې ډير أو مختلف ملتونه په عدالت مبني حكومت لاندې راټوليږي , أو حكم سلګونه كاله دوام كوي, لكه عثماني خلافت.
خو كله چې قانون رجعي او دستور د ځنګل وي, لكه چې أوسني حكومت كې رواج دى, ظلم إستبداد زور زياتي ,تحيز, سرغړونې أو فساد أوج ته رسيدلي وي, د هيچا ناموس , مال, أونفس خوندي نه وي, نو بيا قبيله أو خيل دې د شخصي أو خيلي أمن ښه ضامن دى, أوحق غوښتنه په مجموعي ډول مثبتې نتيجې لري, لكه د هزارګانو أو كوچيانو أوسنۍ شخړه.
[quote:a69e2b74ea]حتی د حضرت امان الله خان په اړه ارواښاد علامه رشاد ويلي چې حضرت امان الله خان غوښتل چې کابل ته راشي او له بچه سقاو سره جګړه وکړي خو کله چې يې له کندهاره خپل ځري (پټ استازي) کابل ته راواستول او غوښتل يې چې کابل کې د بچه سقاو حالات وڅاري، نو له غزني راتېر نه شول او په غزني کې اندړو ووژل او ورسره يې يو خط هم ليکلی ؤ چې( دا د غلزيو له خوا درانيو ته سوغاد دی) نو کله چې حضرت امان الله خان خط ولوست او پوه شو چې خبره د پښتنو او بچه سقاو نه ده بلکې د (غلزي او دراني) ده نو له جنګه منصرف شو او همغسې له کندهار ووت.
[/quote:a69e2b74ea]
لرغونی صاحب لرغونې ريشې دې ډيرې لرغونۍ نه دي, تر أوم پشته نه أوړي نوم دې بدل كړه :lol:
خو بيا هم حضرت أمان الله خان رضي الله عنه صاحب دې د خپلې ښځې ك...لوڅه كړې وه , ځکه پښتنو پسې واخيست, أو كله يې چې د تره ځوى نادرخان راغی نوبيا غلزيو پاچاهۍ ورته ونيوله أو سلامت يې په تخت كښيناو, دا يې ونه ويلې چې دا خو هم دورانى دى.
ده هم شرعه نافذه كړه أو د ټولو قبايلو رضايت يې حاصل كړ, چې وروسته بيا يې ځوى لاره بدله كړه, أو نني غميزه يې أفغانانو ته سوغات كړه.
په درنښت
..Ahmadzai
31.05.2010
[quote:9b4bd5f51e]همدغه دسمت او خيلونو پالنه ده چې دپښتو ژبې دانکشاف او پرمختګ دپاره ئې خڼډونه جوړ کړي دي او دیو شمیر ځان غوښتونکو او په خیلونو او سمتونو کې راګیر پښتانه ژبپوهان ددې باعث ګرزیدلې دي چې پښتو ژبه داملا او انشا دیوه واحد او منل شوي معیارنه محرومه پاته شوې[/quote:9b4bd5f51e]
هيښ صاحب
دا دومره لويه ستونځه نه ده, د خوشحال خان د دورې څخه مخكينۍ پښتو ليكنې أكثراً د غرزيو په ژبه ليكل سوي چې د غوري عصر معتبره پښتو ژبه وه, كه مراجعة ورته وكړې, درته روښانه به سي.
بيا هم دغه إختلاف عربي كې هم سته أو د يوه مقبول تنوع په حيث يې مني.
آن د قران كريم په تلاوت كې هم اووه ډوله قرأتونه راغلي, چې ټول صحيح دي, أو د عربو مختلفو قبايلو اوسمتو په لهجو دي.
په درنښت
31.05.2010
( يا أيها الناس إنا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوباً وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم ),
شعب= ملت ( چې يوه ژبه ولري)
قبائل= قومونه ( د ملت غړي أو اعضاء)
وروڼو دا دې يوې ورځې خبر نده , چې فيصله وكړۍ نو قبيلې به ختمې سي اويواځې ملت به پاتې سي.
ملت أو قبيله چندانې توپېر نه سره لري, ملتونه لويې قبيلې دي, كه قبيلة د تعصب لامل ګرځي , نو ملتونه هم خپلو منځو كې د تفاضل په بناء سره متعصب دي.
قبيلې ته تعصب = ملت ته تعصب
تعصب په دواړو حالاتو كې مذموم دى أو د غندنې وړ دى.
[quote:783538cd3b]پتوال صاحب هيڅوك هم ځان د ملت په نامه نه معرفي كوي, أو كه معرفي يې كړي نو د نورو ملتو ترمنځ ښه نه بريښي, ځكه چې دا ملتي تعصب ته لمن وهي أو جاهليت ته دعوت دى. [/quote:783538cd3b]
احمدځی صيب خبره دې په ګل بدله، خو په داخل کې سړی ځان د بل يا پيل ملت په نامه نشي معرفي کولای، ځکه چې ټول يو ملت وي، ولې په بهر کې بيا هر څوک ځان د خبل خبل ملت په نامه معرفي کوي لکه افغان، ترک، انګليس، امريکايی، روس ، فرانسويی او نور .
خو ستا ستونزه بل شی ده ، تۀ قوم ته ملت او د پاکستانيانو په اصطلاح سره ملت ته قوم وايې، ځکه خو هغوی ملګرو ملتونو ته هم اقام متحده او بين المللي ته بين الاقوامي وايي ! هغوی پنجابي، سندي او بلوڅ او کشميري ټولو ته يوځای يو قوم = يو ملت وايي، خو مونږ او ګرده نړۍ پښتانه تاجک، بلوڅ بيل بيل قومونه بولو ، خو افغانانان پۀ ټوله کې د واحد ملت د جوړېدو په درشل کې بولو .
[quote:783538cd3b]نه پوهيږم كه زه أحمدزی ځان معرفي كړم ښه بريښي أو كه جلال پښتون به ښه بريښي, دا دې پښتون نوم به بيخي زيات تكرار نه سي؟ [/quote:783538cd3b]
يو خو جلال احمدځی په خو زرو احمد ځيو کې هم بيخي زيات تکرار دی او د تکرار مخه يې نه نيول کيږي ، او بل داچې د جلال سره احمد ځی د تخلص پر ځای کارول شوی او تخلص ته هر څوک اړتيا نه لري، بل داچې د کورنۍ نوم به دود شي، کوم چې په هر دويم دريم نسل کې بدليږي ، نو د وياړ يا اختلاف سبب هم نه ګرځي !
نو اړتيا نشته چې يو پښتون بل ته د پښتون په نامه ځان معرفي کوي تخلص او کورنۍ نوم د معرفت له پاره بسنه کوي !
پښتون به د نورو قومونو غړو ته ځان پښتون معرفي کوي، نه احمدځی، اندړ او شينواری !
او ايت مبارک
[quote:783538cd3b]انا جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا [/quote:783538cd3b] ستاسې په خپله وينا ملت (شعبه) ته، نه د قبايلو مجموعې ته ويل شوی، او هغه چې لا ملت ته نه دي رسيدلي قبايل ګڼل شوي دي ! او تقوا په هر صورت او هر حالت کې معيار دی !
نو که مونږ د قبيلو له ښکيل څخه ووځو، بيا د خلکو شعبه يا ملت ياديږو، خو لومړی بايد قًبايلو دا ببر وړين پوستکی وباسو او وې غورځوو ، نوبيا به د ملت جامي واغوستلای شو !
بل کسبګر ته سپک نظر د بې کسبه قبيلوي اشخاصو ځانګړنه ده، حال داچې په اسلام کې کسب ګر ته د خليفه لوړ نوم ورکړل شوی او د ټولنې اينده جوړونکئ کسبګران دي !
larghonay laraway
01.06.2010
السلام عليکم!
لومړی خو بايد دا ووايم چې په افغانستان کې هيڅ داسې خېل يا زی نشته چې تر بل دې لوړ وي. بلکې ټول يو ډول وروسته پاتې دي.
[quote:7e676ce50e]جلال احمدزی ليکي:
وروڼو دا دې يوې ورځې خبر نده , چې فيصله وكړۍ نو قبيلې به ختمې سي اويواځې ملت به پاتې سي.[/quote:7e676ce50e]
ګرانه وايي بنده تر خپلې وسې پړ دی. مونږ او تاسو به خپل وس وکړو او خدای ج ته به په پاک نيت سوال وکړو. نو انشاء الله چې الله ج به مو دا هيله يو وخت پوره کړي او خپل ضمير ته به ملامت نه يو. او لږ تر لږه به هغه ليکوالان وپېژنو چې د ديني تقوا ټکی هم ورپکې نه وي او سمتي، د خېل او زي تعصب ته مور راوړې دي خو دعوه د پښتونولۍ هم کوي.
[quote][quote:7e676ce50e]جلال ليکي:
ملت أو قبيله چندانې توپېر نه سره لري, ملتونه لويې قبيلې دي, كه قبيلة د تعصب لامل ګرځي , نو ملتونه هم خپلو منځو كې د تفاضل په بناء سره متعصب دي.[/quote:7e676ce50e]
مونږ هيڅکله هم نه دي ويلي چې له پښتنو يو داسې ملت جوړوو چې نور پرې ورک يا سپک کړو. بلکې داسې يو قوم ترې جوړوو چې خپل حقونه تر لاسه کړي او خپل وطن جوړ، اباد او ودان کړي. تش په نامه واکمن نه وي چې په خپله ژبه هم شرمېږي، بلکې په رښتيا سره واکمن وي چې په جومات، بازار، کلي، او ارګ کې په ډاډه توګه په خپله ژبه وغږېږي.
جلال ليکي:
پتوال صاحب هيڅوك هم ځان د ملت په نامه نه معرفي كوي,أو كه معرفي يې كړي نو د نورو ملتو ترمنځ ښه نه بريښي.
زه نه پوهېږم چې جلالزی صيب په کومه نړۍ کې اوسي. ايا د افغانستان تاجيک، ازبيک، هزاره، ترکمن او د نړۍ قومونه بد برېښي او يوازې (جلال احمدزی) ښه برېښي؟
نه! هيڅکله نه! حتی په بدوي او قبيلوي زړو مفکورو او وروستو دودونو پسې خلک خاندي!
[quote:7e676ce50e]جلال ليکي:
ملتي تعصب ته لمن وهي أو جاهليت ته دعوت دى[/quote:7e676ce50e].
ښه شوه وروره چې لږ تر لږه دومره خو پوه شوې چې تعصب جاهليت دی. نو په همدې پاڼه کې که هر څوک سرچ وکړي ستا د غلزي او دراني تعصب موندلی شي. خو خير په راتلونکې کې ورته پام کوه ځکه چې تعصب جهالت ته دعوت دی!
[quote:7e676ce50e]جلال ليکي:
نه پوهيږم كه زه أحمدزی ځان معرفي كړم ښه بريښي أو كه جلال پښتون به ښه بريښي, دا دې پښتون نوم به بيخي زيات تكرار نه سي؟ ماته خو دا خبره بلكل له إمكان څخه لرې ښکاري أو د تطبيق وړ يې نه بولم. [/quote:7e676ce50e]
پتوال صيب ښه درته ليکلي چې احمدزی هم يوازې ته نه يې بلکې ډېر دي نو تکرار که بد وي، ستاسو له نامه سره هم ډېر بد ښکاري او که تکرار ښه وي نو پښتون هم بد نه ښکاري . تر ټولو غټه خبره دا ده چې تعارف به دې لنډ شي او په لنډه توګه به وايې چې جلال پښتون. يعنې، تاجيک، ازبيک، هزاره، او بل نه دی.
[quote:7e676ce50e]جلال ليکي:
كه څوك په داخل د ملت كې ځان د قبيلې پواسطه معرفي كړي دا د هغه د پيژندنې لپاره ښه أساس جوړيدى سي, أو دا چې څوك روا أو ناروا ته نه ګوري أو د خپل قوم ننګه أو پالنه د تعصب له مخه كوي,أو يا ناوړه إستفاده ترېكوي, دې ته نو بيا جاهليت وايي. [/quote:7e676ce50e]
جلال وروره دا بحث اصلاً په همدې خاطر دی چې په افغانستان کې د پښتنو تر منځ د (خېل، زي، او سمت) څخه ډېره ناوړه استفاده شوې، کېږي او روانه ده. نو د بحث هدف همدا دی چې د (خېل، زي، سمت) پالنه عيب، پېغور، سپک خوی او د پښتنو د ورکيدو او سپکيدو د ستر لامل په توګه وپېژندل شي. که خدای پښتانه په يوه ټغر سره راټول کړي او لږ تر لږه د (محقق، کريم خليلي او مزاري) غوندې مشران پيدا کړي او د سمت، خېل او زي پالنه يې بې سره او بې مشره پاتې نه کړي.
[quote:7e676ce50e]جلال ليکي:
د عربو ټولنه له إبتداء څخه ترننه قبيلوي ټولنه ده, أوس هم په جزيرة العرب كې قبائل پوره شتون لري, زمونږ له ټولنې څخه دوۍ كې قبيلوي سستم ډير فعال أو أنساب خوندي دي, عربو ډير لوى تمدنونه قايم كړي, په سلهاوو كلونه يې دنړۍ په سر د يو باتور أو متمدن ملت په بڼه پاچاهي وكړه, خو د زوال علت يې قبايل نه وو, بلكې د نورو قومونو لكه , فارسيوان ,تركان , كردان , أو نورو سره ودونه أو خيښۍ وې چې د هغوۍ نفوذ ته يې لاره برابره كړه ترڅو واګۍ ترلاسه كړي أو د عربو ملاماتې سقوط رامنځ ته كړي أو د مسلمانې نړۍ قيادت نورو ته پريږدي .[/quote:7e676ce50e]
جلال صيب ! که چېرته په ودونو او خېښيو سره قبيلويت ختمېږي نو د پښتنو قبيلويت خو به لا پخوا ختم وای. ځکه چې داسې هيڅ خېل او زی به نه وي چې د بل خېل، زي او حتی له پاړسيوانو سره يې خپلوي نه وي کړي. دا که څوک په دې ټينګار وکړي چې د پښتنو د خېلونو او زي تر منځ دې هم خپلوۍ محدودې شي نو تر دې ستر او ړوند جهالت بل نشته.
پاتې شوه د عربو خبره، عرب يوازې ښه قسمت لري چې هغه تېل او بحر دی. که دا دواړه نه وای نو په نړۍ کې به له عربو زيات وروسته پاتې خلک نه وای. تاسو وګورۍ سوډانيان هم عرب دي خو چې تېل او بحر نه لري نو په څه حال دي؟
بله دا چې عربو ته د اسلام مبارک دين او د حضرت محمد صلی الله عليه والسلم هلته پيدا کېدو ډېر ستر عزت او ژوند ورکړی کنه نو په نړۍ کې خو د عربو د (بدويت، قبيلويت او جهالت ) کيسې کېږي او شهرت لري.
اوس هم تر عربو بدوي خلک نشته ځکه دوی پيسې لري خو د جاپاني، چينايي، امريکايي او نورې نړۍ تخنيک ته ناست دي. نه خپل تخنيک لري، نه تمدن لري او نه حتی خپل پوځ لري. دوی څه په چا حکومت وکړي. د همدې قبيلويت او بدويت نتيجه خو دا وه چې اوس يې په شتمنۍ او پيسو هم امريکايان مزې کوي.
[quote:7e676ce50e]جلال احمدزی ليکي:
كله چې د واك أو سلطنت بنياد روغ وي أو په عدل قايم وي, او د مظلوم دفاع دولت كوي أو كولى سي, نو قبيلوي تعصب ته ځاى نه پاتې كيږي, د قانون حاكميت چې شرعي وي قبيلوي أو سمتي تعصب او تحزب خود بخود له منځه ځي أو قبائل د محض تعارف أو صله رحمي والتعاون على البر لپاره پاتې كيږي, غلزي , أبدالي, كرلاڼي, غرغښتي , لودي أو نور ټول قبائل د يوه بيرغ لاندې راټوليداىسي, أو حق أو شرع ته غاړه ږدي, أو د پرمختګ مخه نه ډب كوي.[/quote:7e676ce50e]
بس نو ته کېنه چې څوک درته سلطنت جوړ کړي، ته به يې رعيت شې او د کوتک په زور به دې ايل کړي او د تعصب مخنيوی به وکړي.
خو زه وايم دا چې اوس سلطنت له اسمانه نه راځي، قانون هم په خپله نه حاکم کېږي، عدالت هم په خپله نه راځي . بلکې خلک دا هر څه کوي خو چې پښتانه په خېلونو او قبيلو کې نښتي دي نو په زرګونو کلونه يې د قبيلو مشرتوب هم کړی، سلطنت او جمهوريت يې هم کړی خو [color=green:7e676ce50e]د غره او خره له سيوري [/color:7e676ce50e]نه دي راوتلي او مزې پاړسيوانو کړي ځکه چې خېل او زی يې تر پښو لاندې کړي او ژبه يې هم د نر غوندې د ليک، خط، کتابت، پاچاهانو، امرانو، شاعرانو، او اشرافو ژبه ده، نه د پښتو غوندې د شپنو، غوبنو، اوښبنو، خربونو، پادوانو او قبايلو ژبه. زه بيا هم افسوس کوم چې په اوس وخت او عصر کې خلک بدويت او قبيلويت شرم ګڼي او پرې خاندي خو پښتنو کې لا اوس هم داسې مفکورې پيدا کېږي چې خلک بدويت اوقبيلويت ته رابولي.
ته د سلطنت خوبونه وينه او کوچيان به دې ډبول کېږي او شړل کېږي به. ته د قانون د حاکميت په تمه چټنګ کوه او پښتانه ناقلين به دې په بې ځايه توب او کډوالۍ کې شپې تېروي ځکه چې ته اوس هم بدويت او قبيلويت غواړې؟!
[quote:7e676ce50e]جلال ليکلي :
لرغونی صاحب لرغونې ريشې دې ډيرې لرغونۍ نه دي, تر أوم پشته نه أوړي نوم دې بدل كړه [/quote:7e676ce50e]
ما خو مخکې هم درته ليکلي وو چې زه له داسې قبيلې سره تړاو لرم چې تر اوسه هيڅ شجره ليکونکي په کې شک نه دی کړی. خو باور وکړه چې قبيلويت، خېل، زی، سمت او دا سپيرې، زړې، ورستې او بدوي خبرې راته د يوه توت ارزښت نه لري. زه پښتون يم، پښتون وم او پښتون به اوسم.
زه د پښتنو يو والی غواړم، نه بېلوالی. که چېرته مې هدف شوم وای نو باور وکړه چې همدا احمدزي، غلزي او بله هيڅ قبيله رانه په اسنادو او ماخذونو کوم اصلات ته ورسوې!
زه چې ستا دلايل او خبرې ګورم نو فکر کوم چې ته د (فرهنګ) کتابونه لولې. ځکه ته هم عربان ډېر يادوې او هغه هم کله په درنو او پتمنو غلزي پښتنو پسې (حرموني) ليکي او وايي (غلزي يعنی د غل زوی) او کله بيا وايي دوی د عربو اوښبانه دي او دلته مهاجر راغلي دي.
بې شکه چې فرهنګ يو سپک، کچه او غلط انسان دی او هيڅ انسان حتی د ده خبرې نه شي منلی خو زه افسوس کوم چې ته دومره باسواده يې چې انټرنټ ته هم رسيدلی يې خو له بده مرغه چې تر اوسه دې د پښتنو د وروسته پاتې کيدو وراسته لاملونه نه دي پېژندلي او اوس هم په قبيلويت او بدويت ټينګار کوې . چې دا د افغانستان د دښمنانو يو ستر ارمان دی چې پښتانه قوم نه شي بلکې همداسې په وروسته پاتې فکرونو کې و اوسېږي او په ټول کابل کې دې اکثريت قوم ته يوازې د رحمان او خوشال ليسه جوړه کړي او په مراسمو، جشنونو او محافلو کې پرې اتڼونه وکړي. نور دوی او د دوی ژبه له ادارې، دفتر او کتابته لرې وساتي ځکه چې دوی تر اوسه قبايل او بدويان دي!
زه بيا هم وايم چې د پښتنو يو قوم هم داسې شجره نه شي راښودلی چې په باوري سرچينو ولاړه وي او تر ړومبي غلزي، احمدزي، دراني، ساپي او نورو یې ورسوي! د پښتنو د خېلونو شجرې همداسې وهمي او خيالي دي. پښتون يو قوم دی او بايد وپوهول شي چې د خېل او زي او سمت وېش د پښتنو د دښمنانو کار دی.
که نه دا ګز او دا ميدان راوړاندې شه او خپل نيکه دې هغه ړومبي احمدزي ته وروسه !
[quote:7e676ce50e]احمدزي ليکلي:
حضرت أمان الله خان رضي الله عنه صاحب دې د خپلې ښځې ك...لوڅه كړې وه , ځکه پښتنو پسې واخيست, أو كله يې چې د تره ځوى نادرخان راغی نوبيا غلزيو پاچاهۍ ورته ونيوله أو سلامت يې په تخت كښيناو, دا يې ونه ويلې چې دا خو هم دورانى دى .
ده هم شرعه نافذه كړه أو د ټولو قبايلو رضايت يې حاصل كړ, چې وروسته بيا يې ځوى لاره بدله كړه, أو نني غميزه يې أفغانانو ته سوغات كړه. [/quote:7e676ce50e]
زه نه غواړم چې بحث بلې خواته بوزم او ستا سره دلته د غلزي او دراني بابولالې وچېړم. خو تاسو په مخکينۍ ليکنه کې له مانه غوښتي وو چې که په کومه جګړه کې د خېل او زي تر منځ جګړه راغلې وي نو راويې ښيه. ما درته وښوده. نور مې نه دبحث موضوع ده او نه غواړم چې د پښتنو لمنې پر سر ور واړووم!
بلکې همدا مې ارمان او هدف دی چې خدای پښتانه د بې علمه، جاهل او ړانده بدويت او قبيلويته خلاص کړي او د نړۍ د پرمخ تلليو قومونو په څېر يو موټی، واکمن او با حيثيته شي. نه يې ښځې تر قيامته په کوڅو کې مستې خرڅې کړي، نه د غره بوټي راوړي، نه خرڅې شي، نه بدلې شي، نه په پټيو کې کار وکړي، نه په بدو کې واده شي او نه بې علمه پاتې شي.
[quote:7e676ce50e]جلال احمدزی زما د ليکنې لاندې بېلګه را اقتباس کړې ده چې ما ليکلي وو:
اقتباس:
همدغه دسمت او خيلونو پالنه ده چې دپښتو ژبې دانکشاف او پرمختګ دپاره ئې خڼډونه جوړ کړي دي او دیو شمیر ځان غوښتونکو او په خیلونو او سمتونو کې راګیر پښتانه ژبپوهان ددې باعث ګرزیدلې دي چې پښتو ژبه داملا او انشا دیوه واحد او منل شوي معیارنه محرومه پاته شوې
بيا يې ليکلي:
هيښ صاحب، دا دومره لويه ستونځه نه ده, د خوشحال خان د دورې څخه مخكينۍ پښتو ليكنې أكثراً د غرزيو په ژبه ليكل سوي چې د غوري عصر معتبره پښتو ژبه وه, كه مراجعة ورته وكړې, درته روښانه به سي.
بيا هم دغه إختلاف عربي كې هم سته أو د يوه مقبول تنوع په حيث يې مني.
آن د قران كريم په تلاوت كې هم اووه ډوله قرأتونه راغلي, چې ټول صحيح دي, أو د عربو مختلفو قبايلو اوسمتو په لهجو دي. [/quote:7e676ce50e]
جلال خانه! لومړی خو دا چې بحثونه به نه سره ګډوې. تر خوشحال خان مخکې ليکنې له بلا شمېر شکونو او ترديدونو ډکې دي چې اوس پرې هيڅ بحث نه کوو. دا مثال دې بايد هيڅکله هم دلته نه وای راوړی. ځکه چې تاسو بايد د هغه وخت او اوس ټولنيز ژوند درک کړئ. هغه وخت که ژبه يوه وه او که بېلې خو د پښتنو تر منځ او حتی د نورو خلکو تر منځ هم اړيکې دومره نږدې نه وې. د ژبې يو والی او بېلوالی دومره مطرح نه ؤ او نه يې تر چا وروسته پاتې کول.
خو اوس بايد پښتانه دې ته تر ټولو غټه ستونزه ووايي. ځکه اوس پښتانه ګډ حکومت او نشرات لري. اوس د يو وزارت نشريه په يوه لهجه، د بل په بله او د بل په بله نشرېږي. دا ځکه چې پښتانه تر اوسه يو قوم شوي نه دي او په بدوي او قبايلي فکرونو کې چکرې وهي. په همدې عصر او زمان کې د هرات، مزار، کابل، حتی باميان پاړسوانانو ژبه يوه کړې او د ټولو نشريې په يوه ژبه خپرېږي خو پښتانه سره وېشل شوي دي چې دا يو ستر زيان دی او پر دې دلالت کوي چې دا په اصل کې نه ژبه ده، نه د ژبې معيار ته رسيدلې بلکې د بدويانو بېلابېلې لهجې دي.
پاتې شوه د قرآن خبره:
قرآن په يکي يوه لهجه ليکل شوی دی. دا چې د لومړي کتابي شکل ورکولو په وخت کې له بېلابېلو لهجو کار اخيستل شوی هغه بېله خبره ده. يا دا چې ځينې قاريان په (سبعه) قرائت پوهېږي هغه په خپل ځای سمه ده. خو اوس چې مونږ او تاسو کوم قرآن لولو نو په يو ليکدود دی. په هغه وخت کې اووه لهجې وې نو هغه هم سره يو شوي او په يوه لهجه ليکل شوی دی. کنه نو ته دهغه وخت د بېلابېلو اوو لهجو چاپ شوي او خپاره شوي قرآنونه راوښيه!
عربي ژبه دومره قوي او يوه ده چې حتی د نړۍ په ژبو کې طاق ده.
ته خو راوښيه چې په عربي کې دې (مصريان نارينه ته مؤنث صيغه وکاروي) او هغه هم په ليکدود کې (لکه احمدزي وروڼه چې وايي:
سړی ده
يا نور چې وايي:
ښوونځۍ ده؟
هغه لهجوي توپير د پښتنو د لهجو غوندې نه دی بلکې يوازې په ادا کې دی. بله دا چې هغوی نړۍ ته يوه عربي وړاندې کړې ده نور نو که په لهجو ليکل او لوستل کوي دا يې خپل کار دی. اوس نو ته راوښيه چې نن سبا په افغانستان کې يوه خپرونه يوه لهجه ولري؟ دوی خو ژبه په سلګونو کاله وروسته بوتله. يو قوم چې يوه ژبه ونه لري، يو ليکدود ونه لري او په بېلابېلو خېلونو او زيونو کې ورک وي نو هغه په رښتيا چې يو بدوي انسان دی، يو قبيلوي انسان دی او يو وروسته پاتې انسان دی. هغه دې نه د واکمنۍ تمه لري، نه دې د پاچاهۍ خوبونه ويني او نه دې د نورو د سيالۍ فکر کوي. بلکې خپل اوښان او خره دې څروي او که کله جګړه وه نو تر ټولو مخکې دې جنګېږي.
[color=red:7e676ce50e]نتيجه:
لومړی بايد خپلو شاوخوا پښتنو ته ځير شو چې په خېل او سمت څومره حساب کوي. چې همدې وراسته خوی وروسته پاتې کړي دي بيا به يوه ګډه پرېکړه وکړو او له بدويت او قبايليته به د پتمنو پښتنو د راويستلو فکر وکړو![/color:7e676ce50e]
و.افغان
01.06.2010
محترم او دروند ليکوال لرغونی لاروی صاحب:
رښتيا هم چې تاسو له خپل نظر څخه په پوره قوت او مهارت دفاع کوئ (بکل ما أوتيت من قوة :wink:).
خو هسې سوچ کوم چې ځمونږ پخوانی ملګری لرغونی۱ چې تلی بيا نه دی راغلی :wink: ، ځکه چې
هغه ډېره پراخه سينه درلوده، مونږ ځوانان به کله کله غوسه کيدو، خو
د هغه سينه به مونږ ته ډېره پراخه وه، خو اوسنی لرغونی لاروی ډېر ژر په غوسه کيږي
:evil: ، که چېرته د انقطاع په موده کې کومه ستونځه ورپېښه شوي وي، نو رب دې
ورته دغه ستونځه او نورې ټولې ستونځې ختمې کړي.
راځم موضوع ته:
لرغونی صاحب: في الحال نه غواړم چې د ځوابي ليکنې په هکله کومه تبصره وکړم،
خو يو ځل بيا تکراروم، چې ستاسو هدف ډېر نبيل ، پاک او سپېڅلی دی،دغه هدف
ته رسېدل زمونږ د ټولو ارمان دی.
مګر تاسې د مرض د اسبابو په تشخيص کې خطاوتي يئ، او بناء مو علاجي نسخه هم
د تېروتنې ښکار شوې ده:
زمونږ ستونځه په خيل، ځای، او قبيلې کې نه ده، ستونځه په تعصب کې ده، او تعصب
له جهل څخه پيدا شوی دی، زمونږ لوی دښمن جهل دی، که چېرې د جهل په پرځولو کې
کامياب شو؛ هر څوک خپل او د بل حقوق وپېژني، او د حقوقو د لاسته راوړلو سمه
لار هم وپېژني، نو ټولې ستونځې له منځه ځي.
که چېرې بالفرض مونږ ټول قبيلوي، او خيلي نسبتونه له منځه يوړل، مګر د جهل
علاج مو ونه کړ، نو آيا دغه ستونځې، کينې او نفرتونه به ختم شي؟ نه هيڅکله نه.
هلته به بيا خلک کليوالي، ولسوالي، همولايتي، او نور سره پالي.
زه لرې نه ځم، د کونړ، ننګرهار او لغمان مثال ورکوم:
لومړی په کنړ کې په هغو سيمو کې چې يو ټبر، يوه قبيله، او خيل اوسيږي؛ هغو سره
بغض،کينه او نفرت لري؛ له خپل هم ټبر اوهم خېل سره دښمني يواځې په دې کوي چې
زه د دې کلي اوسېدونکی يم، او هغه د هغه بل کلي اوسېدونکی.
داسې خبره ورو ورو غځيږي، چې ولسوالی ته رسيږي، د دوو ولسواليو خلک سره له دې
چې د يوه ټبر او يوه خېل به وي، خو بيا هم دجهل له وجهې دغه اداري وېش د هغوی د
دښمنيو يو عامل ګرځېدلی دی.
خبره لږه نوره هم غټيږي، د کونړي د ننګرهاري سره طبعه نه لږيږي، او د ننګرهاري د کنړي
سره،په دې نه چې قبيلې يې سره جدا دي، بلکه د دغه اداري وېش په وجه.
همدرانګه د مشرقيوالو او جنوبيوالو علائق او روابط هم د دغه اداري وېشنې تر تأثير
لاندې دي، نو آيا مونږ د دغې ستونځې له منځه وړلو لپاره، دغه اداري وېشنې له منځه
يوسو؟ او يو داسې نوی افغانستان رامنځته کړو، چې نه ولايت ولري، نه ولسوالي، نه علاقداري، نه کلی، نه شمال او نه جنوب ، او نه شرق او نه غرب؟؟!!
په درنښت
01.06.2010
خبرې مو په ګلونو بدلې، هر يو ډير جالب جالب مٍٍثالونه هم ورکوي ، يو ورته مٍثال دا هم دی چې که هر ننګرهاری ، کندهاری ، پکتيوال او او کونړی د خبل نامنه سره د ټبر ، خېل او قبيلوي نامه ځای سيمه ئيز نوم ننګرهاری، کندهاری، پکتياوال او کونړی وليکي، نو څومره بده اغيزه به وکړي، هر يو به وايي له دې دومره تکرار تکرار کندهاري کندهاري، او ننګرهاري ننګرهاري، کونړ ي او کونړي او پکتياوال پکتياوال له اورېدلو څخه خو نور دوه سپېږمو ته راغلي يو، ورک دې شي له سيلمې ، دا څه غوغا ده ؟؟؟؟؟؟؟
هو، که هر يو پښتون پښتون له نامه سره ليکي يا افغان افغان ، نو هم دغه ګڼ تکرار پر هر چا بد تاثير غورځوي او کرکه ترې پيدا کيږي ! دا يو ماکرو سکوپي مٍثال دی، چې په پرتله يې که هر سړی د خپل ټبر خيل يا قبيلې نومونه له خپل نامه سره کارول عين شی ميکروسکوپي مٍال جوړوي !
نو خبره دا نه ده چې د قبيلې، خېل او ټبر نومونه دې خدای مکړه له منځه لاړ شي، نه نه هيڅکله نه، احمدځي ، هوتک، مومند ، ابراهيمخيل او ساپي ټول د قبيلو، خيلونو او ټبرونو نو مونه دي او د همدوی دنومونو په توګه دې وکارول شي ، ودې ساتل شي او آن راژوندي دې شي، خو صرف د خيل، ټبر څوکځيو او قبيلو له پاره
دې کارول کيږي ، نه د افرادو له پاره او نه د نومونو سره جوړه !
احمد خان احمد ځی ، موسی خان احمد ځی، عيسی خان احمد ځی هم، رسول خان احمد ځی او جلال خان احمد ځی دا ټول همدغسې بده يا ښه اغيزه لري لکه احمد خان پکتياوال، موسی خان پکتياوال، عيسی خان پکتياوال ، رسول خان پکتياوال او جلال خان پکتياوال، يا د هر يو سره ننګهاری، کندهاری يا کونړی مل کول چې بيځايه بريښي !
څوک که په خپل ځان ډير وياړي په بل بيا لږ هم نشي وياړلی ، همدغسې که په کورنۍ ، ټبر، خيل يا قبيله وياړي د بل په کورنۍ، ټبر ، خيل او قبيله نشي وياړلی، نو د وياړونو ګډون او مساوات نه رامنځته کيږي، تل تر تله به ته په احمد شاه ډير وياړې او زه به په خوشالخان، ته به په ميرويس خان ډېر او زه به په شيرشاه ډير، ته به په ملا محمد عمر ډير او زه به په افغان سيدجمال الدين ، ته به په عبدالخالق اوزه به په ملنګ جان ، ته به په ګلزمان ډير او زه به په اول ميرډير وياړم ... آخر له دې نه څه وواتۀ ؟؟؟؟؟؟
نو راځۍ چې دا ويشونه له منځه يوسو، هر وياړ او هر وياړلی د يوشان د پښتون
وياړ او د پښتون وياړلی وګڼو به زړه ، قول او عمل کې، او دا هله کيږي چې اقلآ له نامه سره خيل، ټبر، قبيله ، سيمه د تخلص په توګه نور ونه کاروو او د ټبر نوم ټبر ته، د خيا نوم خيل ته، او د قبيلې نوم قبيلې ته پريږدو ، که چا د ټبر ، خئل او قبيلې پوښتنه وکړه هله ورته ځانه نۀ، بلکې قبيله د قبيلې په نامه معرفي کړو او فرد يې
د ځان له پاره په کارولو سره که د لوی وحدت له پاره وترټو هم خير دی !