د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ehsas
20.03.2009

ښاغلي غيرت ليکلي :

[quote:028625f83d]اشنغره وروره له وزارت نه خومې پخوا توبه وه، د سیاسي افکاروله امله څوک ترکیې ته تبعیدول به لوی ظلم وي،[/quote:028625f83d]

غيرت صيب کاشکې چې دغه ښاغلی وطنمل هم دومره پوهه درلودلی چې د سياسي افکارو له امله يې هوشيار او يا کوشان غوندې پښتانه نه وو تبعيد کړي . خو خير ناپوهه پښتانه هر کله د وهابيانو روسانو او امريکايانو لخوا د پښتنو په وړاندې استعمال شوي دي .


باتور
20.03.2009

[size=24:a2563cddef]:wink: [/size:a2563cddef]

سياسي افکار؟؟؟؟

زما په فکر خو سياسي نه بلکه[color=white:a2563cddef] الحادي او توهيني افکار [/color:a2563cddef]ول !

په درنښت


باتور
20.03.2009

د ټول افغان درنو- کانديدانو، ليکوالو، لوستونکو او کتونکو ته د تل په شان خپل سلامونه او احترامونه وړاندي کوم .

له هر څه نه د مخه د ١٣٨٨ د لمريز کال د راتګ [color=green:55a94d0073]مبارکي [/color:55a94d0073] ټولو افغانانو ته وړاندي کوم . .

[color=white:55a94d0073]خدای دي دا نوی کال د ټولو افغانانو لپاره له نويو ښېګڼو، خوښيو او خوشبختيو نه ډک کړي . [/color:55a94d0073]

له وعدې سره سم د ټولټاکنو وخت را رسېدلی . . دا چي بعضيو زموږ د کابينې د خرابولو کوښښ وکړ. . د هغوی دي په داد دي خدای ورسېږي .

د وړانديزونو د کموالي له کبله به دا ټولټاکني مجبوراً د وري د مياشتي تر اخېره پوري وځنډوو، کېدای سي چي تر هغو پوري نوي وړانديزونه او نيوکي را ورسېږي. .

په درنښت


amarkhil
04.04.2009

باتور صيب پورتنی لېست درسره ټول منم ، خو زما په حق کې دې تېری کړی دی ، يو وزارت دې هم نه دی راباندې لورولی ، داسې مه کوه کنه پيره !! ګوره ما هم جهاد کړی دی او قربانۍ مې ورکړي ، شابه وزارت راته اعلان کړه که نه نو د ربني غوندې ستا په کابينه انتقاد کوم چې د مجاهدينو ونډه په کې لږه ده .
هاهاهاها


amarkhil
04.04.2009

باتور صيب پورتنی لېست درسره ټول منم ، خو زما په حق کې دې تېری کړی دی ، يو وزارت دې هم نه دی راباندې لورولی ، داسې مه کوه کنه پيره !! ګوره ما هم جهاد کړی دی او قربانۍ مې ورکړي ، شابه وزارت راته اعلان کړه که نه نو د رباني غوندې ستا په کابينه انتقاد کوم چې د مجاهدينو ونډه په کې لږه ده .
هاهاهاها


beett
04.04.2009

باوتور صيب اونورټولوباتورانو سلامونه درډالۍ كوم

داسمه ده چي نيټ دنن ورځي دصحافت اوژورناليزم ترټولوتيزه
زريعه ده اودلته په خبري اوسياسي پاڼو كي ناسته او ولاړه لرونكي
كسان خو ليكوالان او صحافيان وي نو دلته دحكومت بازي او انتخاباتي
ټوكي ترتيبول او خيالي حكومتونه جوړول به دا مانا ولري چي
ګواكي دا هم دواك تږي خلك دي
اوكه له واكه لري دي نوپه نخرويي سيني سړوي

داخبره مي له داروانو ليكنو وفهموله اوكه وروسته مو كوم دښمر
كوچ ورنه راوايستل هغه بيله خبره ده

ښه مومله


باتور
08.04.2009

د سلامونو تر څنګ :

[color=white:0e6c94dc83]عامر[/color:0e6c94dc83] او يا هم [color=darkred:0e6c94dc83]امر[/color:0e6c94dc83] او يا هم [color=green:0e6c94dc83]امير[/color:0e6c94dc83]خېله وروره !

ستا د لومړي راتګ او اوسني تر منځ څه ناڅه درۍ کاله تېرېږي، په دې دريو کلونو کي دي صرف ١٤ ځله خپلي ليکني په ټول افغان لورولي او له مانه ګيله کوې چي ولي مي د ټول افغان د وزارت چوکۍ نه ده درباندي لورولي .

دا خو د کابل مسخره کابينه نه ده چي حتی هغه چاته چي افغانانو يې په ژوند کي نوم هم نه وي اورېدلی د وزارت چوکۍ ورکړل سي . دلته نور معيارونه دي .

لېکن د دې لپاره چي جهاد دي کړی او قرباني دي ورکړي، خاص ستا لپاره به د جهاد او قربانۍ تر نوم لاندي نوی وزارت تاسيس کړم، او ستا نوم به هم په لست کي د نورو درنو کانديدانو تر څنګ د جهاد او قربانۍ د وزير په حيث درج کړم . . که يې وس او حوصله لرې نو راځه .

بېټه وروره !

[color=white:0e6c94dc83]موږ نه د واک تږي يو او نه هم بې واکه واک منو ![/color:0e6c94dc83]

دا چي د دې غړک له ښکته او پورته څخه به کوچ هم جوړ کړای سو او کنه، دا به وروسته ته ور ډالۍ کړو.

په درنښت


هیښ
11.04.2009

سلامونه

څوورځې مخکې دتیلیفون په کرښه دکاروباریوه ملګري راته تبریکي راکړه چې دټول افغان په کابینه کې دسرحداتو دوزارت له پاره دښاغلي باتورصاحب له لوري نومول شوئ ئې.خدائ شته چې ډیرپه تعجب کې شوم چې غریب سړئ اوبرګ سپئ نه سره جوړیږي او خپل ملګري ته مې وویل چې دا پیشنهاد ردوم ،زه ددوو خرو وربشې نه شم سره بیلولائ ،نو دوزارت مسؤلیت هغه هم دسرحداتو دوزارت چې په ټول تاریخ کې نه دئ ټاکل شوئ او نه دئ کنترول شوئ ،به څه رنګه په غاړه واخستئ شم.ملګري مې راته وویل چې ساده کیږه مه او دا چانس دلاسه مه ورکوه . نن خو وخت همداسې راغلئ ،په وزارتونو او نورو لویو کرسیو ټول هغه کسان ناست دي ،چې الف ته ډانګ وائي او برسیره په دې ځینې خو ئې دخلکو په وژلو او زورولو کې هم لوئ نوم ايستلئ دئ ،ددوئ په نسبت ته خو بزرګ ئې اووزارت څه چې دصدارت په منصب به هم قناعت نه کوې.
دملګري د خبرونه وروسته مې دنورو دوستانو نه په افغانستان کې ددولتي او حکومتي تشکیل په باره کې پټې او ښکاره پوښتنې او پلټنې وکړې، ټولو همدا یوه خبره کوله چې په دملک کې پوښتنه نشته او دمدیر نه پورته به یو هم اهل دکار پیدا نه کړې،منصبونه اومقامونه د زور اوروابطوپه اساس اشغال شوي،نه دلیاقت او اهلیت په معیار اوته خو لکه په ړندو کې چې یوسترګئ باچا وي ددوئ په منځ کې بالکل نامي ئې،مګر دائې هم راته تجویز راکړ چې که دکوم بهرني هیواد سره او یا دهغه هیواد دپټو څارګرو سازمانونو سره اړیکي ټینګ کړې ، نوم به د کارشناس ،تحلیل ګر ،تکنوکرات او یا صاحب نظرشي .بیانو هغه دچا خبره خولۍ د په غوړیو کې ده ، که هرڅه کړې څوک به کاږه درته ونه ګوري ،او سرې سترګې به ګرزې ،خپلې مزې اوچړچې به کوې. دارنګه خبرو اومشورو ماته هم جراات راکړاو د لوړو کرسیو اشغالولو شوق راسره پیدا شواو سوچ مې وكړچې ميدان خو شغالي دئ او په دوطن کې هسې هم ګډوډي ده او دخرکار او صوبه دار توپیر نه شته دئ ،نو ولې ددې نه لوئ منصب نه غواړې .اوس نو که په ټول افغان کې هم دافغانستان په شان دوزارتونو او نورو لوړومنصبونو تعینات د پورتنیو معیارونو په بنسټ باندې کیږی دسرحداتو دوزارت په ځائ صدراعظمي غواړم ،که په تشکیل کې نه وې باید نویې ئې راته تشکیل منظورکړئ او که داهلیت او لیاقت په اساس وي ،بیانو په ځان ریشخند نه وهم او همدا دمسکینئ ژوند مې راته ښه دئ ،حد الاقل دوجداني عذاب نه خو به خلاص وم .له دې کبله دباتورصاحب دلورینې څخه دمننې او دبښنې په غوښتلو سره ښه به داوي چې یو بل څوک چې دوزارت نیشه ئې په مغزو کې چکروهي او ددې کار دعهدې نه وتلئ شي ورته کاندید کړئ .

مننه


قومندان
26.07.2010

څرنګه چی زه په بحثونو کی نوی یم نو دا څوورځي کیږي چې په فوروم کی مې سخته تالاشی شروع کړې، غواړم ډکی رانه څوک په غیرقانوني توګه او بې له محصول څخه تیر نکړي.
نو قدم په قدم مې پاټکونه او ځنځیرونه اچولي دي.

نن مي په یوې ډیری دلچسپي موضوع سترګی ونښتې (دټول افغان کاندیدان)
او ومی لیدل چی دلته ډیر وزارتونه نااهله او غیر اهل کار ته سپار شوي و.
او ډیر وزیران تقاعد شوي هم و.
نو څرنګه چی وزرات او چوکۍ زموژ قومندانانو په ژوند کې ستر ارمان دی
نو دا موضوع می رابرسیره کړه په دی هیله چی کوم وزارت ماته هم پکي راورسیږي.

نو قومندان خو نن سبا ډیر صلاحیت لري، ددې لپاره دکابینی داعلان مسئولیت می لاندې کسانو ته وروسپار:
ښاغلی پتنګ
ښاغلی پتوال
ښاغلی وهاج صافي
ښاغلی حامد

اواحتیاطا دښاغلي ع.حلیمي نوم هم په اخیر کی اضافه شو چی د کوم غړی دغیاب په صورت کی به دهغه دنده پرمخ بیايي.

او هیله لرم په مشخص ډول په کابینه باندی بحث وشي او له ټاکلي کمیسون څخه جدي غواړم چی اعظمي کوشش وکړي کاراهل کار ته وسپاری.
هو دکمیسون اعضا دا افتخاری صلاحیت لري چی خپله هم په کابینه کی پوسټونه اشغال کړي.
زه دخپلواک کمیسون په چارو کی مداخله نکوم خو داصلاحیت لرم چی دچارو دشه تنظیم لپاره باید هریو عضو خپل خپل لیست وړاندی کړي. بیابه تربحث لاندی نیول کیږي که کوم وزیر داعتماد رايي ترلاسه نکړی عهده به ورڅخه اخیستل کیږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more