نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ټول افغان کانديدان !
باتور
23.02.2009
[size=24:42803978e1]د ټول افغان کانديدان[/size:42803978e1]
ټولو ليکونکو، لوستونکو او ليدونکو ته سلامونه او احترامونه !
که د ټول افغان ليکونکي له يو بل سره همغږي او متحد سي او د افغانستان د دولت واک لاس ته ورسي نو د چوکيو په وېش به حتما جنجالونه پېښ سي. .
د دې جنجالونو د مخنيوي لپاره زه يو وړانديز لرم، هغه دا چي راځئ دا وېش لا اوس سره وکړو. .
د هر چا خپله خوښه چي د هري چوکۍ لپاره يا خپل ځان يا خپل کانديد را وړاندي کړي.
زما کانديدان :
[color=darkred:42803978e1]د حج او اوقافو وزير:[/color:42803978e1]
ښاغلی وهاج ساپي
[color=brown:42803978e1]د اطلاعاتو او کلتور وزير:[/color:42803978e1]
ښاغلی ميوند ننګيال
[color=darkred:42803978e1]د ملي امنيت وزير:[/color:42803978e1]
ښاغلی پتنګ
[color=brown:42803978e1]د ملي اتحاد (نوی بايد تاسيس سي) وزير:[/color:42803978e1]
ښاغلی غيرت
[color=darkred:42803978e1]د طب او روغتيا وزير:[/color:42803978e1]ښاغلی ajaza
[color=brown:42803978e1]د عدليې وزير:[/color:42803978e1]
ښاغلی عبدالکريم حليمي
. . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . .
پورتنيو يادو شويو او نورو وزارتونو لکه کورنۍ چاري، دفاع، پوهنه، مخابرات، لوړي زده کړي، اوبه لګول او زېرمي، کار او ټولنيزي چاري، معيوبين او معلولين، معدن او صنايع، انرژي، عامه فوايد، د کليو پراختيا، سوداګرۍ، د ښځو چاري، سرحدونه، هوايي چلن او توريزم، کرنه او مالدارۍ . . . او داسي نورو لپاره[color=white:42803978e1] ستاسو د کانديدانو په تمه !! [/color:42803978e1]
په درنښت
عادل عادل
24.02.2009
سلامونه
باتوره وروره دا ستا لورینه او حسن نظر دی،
خانان وپوښته چې دغه شوروا به و خوري او کنه؟
خیریوسی
24.02.2009
كه ajaza غوندی سړی ستا دروغتیا وزیر وی نو به خلګ په ایمالو او جلابو وشوړوی
که دی پتنګ صاحب دملی امنیت وزیر وی نو هغه به امنیت په لعنتو ساتی دوسلی سپما به وی
اوکه دی ښاغلی ساپی صاحب دحج اووقاف وزیر وی نو به ټول افغانان په یوه کال وحج ته واستوی
(ټوکه )
میوند ننګیال
24.02.2009
محترم باتورخانه سلامونه اونيكي هيلي !
ستاسو له پيرزويني نه ډيره مننه .
وروره داوزيرداخله اووزيرخارجه لپاره هم څه نومونه وړاندي كړه او كه دا دواړه چوكي دي دځان لپاره ساتلي دي چه كيداي شي يوه خو درورسيږي .
ټوكي كوم ياره زړګيه اول ځل وينم چه يو افغان د چوكي غم نه كوي سپاند صيب دي دياده وتلي .
ستاسو دخوشحاله ژوند په هيله
ابومحمدحنفي
24.02.2009
ډیره زیاته مننه باتور صاحب
او زه به په کی
د ډوډی کایه او شکور کایه وزیر شم ستاسو په خوښه
Ghairat
24.02.2009
یاره باتور خانه پیرزو دې ډیره کړې، کور دې اباد، خو مونږکله د ملي وحدت د تأمین غوندې سترې دندې ته چې اصلأ د جمهوري ریاست دنده ده او د یو وزارت کار نه دی ، کاندیدای شو، ځکه چې د ملي وحدت خوندي کول هم سمبولیک اوهم تر هر بل مقام لوړ عملي صلاحیت غواړي :
د ملي وحدت تامینول داسې ولسمشر غواړي چې لومړی بهرني ځواکونه رخصت کړي، د ملي وحدت داسې کابینه جوړه کړي چې په واقعي معنی یې ټول افغان ولس د خپلو بهترینو استازو کابینه وبولي ، ملي پخلاینه او روغه جوړه یې تر ټولو لومړۍ دنده او مقدس رسالت وي ، ملي اردو جوړه او په مدرنترینه وسله سمبال کړي، د اسې ولسواکي رامنځته کړي چې هم د اسلام د سپېڅلي دین او خپلو ملي ګټو سره مطابقت ولري او هم د ټولنې چټک پرمختګ او اجتماعي عدالت تْضمین کاندي! نو ملي وحدت هم لاره، هم هدف او هم ځواک اووسیله ده چې سترو ارمانونوته پرې رسیدلی شو،نوځکه دملت د سترګو د کسي په توګه یې مهم بلل، ساتل او پالل اړین دي!
په درنښت!
باتور
24.02.2009
[color=darkred:46b5b98908]ښاغلي عادل عادل ته:[/color:46b5b98908]
د خانانو دي زار و زقوم سي، ولي بې نه خوري، موږ په دومره زحمت ورته تياره کړي او دوی به بيا نخرې کوي او نه به يې خوري.
ورته وړاندي به يې کو، که يې نه خوړه بيا به يې په خپله نوش جان کړو.
[color=green:46b5b98908]ښاغلي ajaza ته :[/color:46b5b98908]
دومره خدمت او پاملرنه چي تا په ټول افغان کي د طب او روغتيا لپاره کړي، که د افغانستان وزيرانو د هغه لسمه برخه کړي وای نو به ټول افغانان د ښه صحت خاوندان ول.
[color=blue:46b5b98908]ښاغلي ميوند ننګيال ته د ډاډېيني لپاره:[/color:46b5b98908]
د نورو وزارتونو لپاره د کانديدانو لست مي هم جوړ کړی، غواړم چي لږکي صبر وکړم، کېدای سي په خپله به ځانونه کانديد کړي . . نه يواځي ښاغلی څپاند پاته ده، ډېر نور دوستان هم سته چي په لست کي لا نه دي شامل. . لېکن وزارتونه او نور پوستونه هم لا ډېر پاته دي، که خدای کول ټولو ته به چوکۍ ورسېږي.
[color=yellow:46b5b98908]ښاغلي ابو اسيد ته :[/color:46b5b98908]
دومره شکسته نفسي هم ښه نه وي، سم وزارت مي په نظر کي درته نيولی .
[color=darkred:46b5b98908]ښاغلي غيرت ته :[/color:46b5b98908]
ستاسو خبره بلکل سمه ده، چي د ملي وحدت د رامنخته کولو او ټينګ ساتلو لپاره د وزارت صلاحيت لږ دی. . د جمهور رئيس پوست په دې (ستاسو په اصطلاح خيالي) دولت کي هيڅ نه سته. . هر وزير د يوې هفتې لپاره د وزيرانو د رياست عهده په غاړه اخلي .
لېکن کولای سو چي د ملي اتحاد وزير ته چي په اغلب ګمان به تاسو ياست، د ملي اتحاد د لوی او خاص سلاکار لفظ ور زيات کو، په دې توګه به يې صلاحيت لوړ سي او په خپل کار کي به يې موفقيت لا زيات سي.
تر سبا ماښام پوري که د کانديدېدو لپاره وړانديزونه نه را ورسېدل نو د لست پاتي برخه به د ټولو حضور ته وړاندي کړم . .
په درنښت
رښتینی
24.02.2009
باتور صیب سلام !
ګوره پام دی وی چی داقلیتونویالیږکیو حقوق ترپښولاندی نشی
که څه هم په لومړی لیست کی تاسو داتیروتنه کړی ده خوشاید په
نوی لیست کی یی پټۍ وتړئ
په مینه
باتور
24.02.2009
حامده وروره سلامونو ته دي وعليکم السلام !
دې لږکيو خوپه ډېرکيو داسي پېري وکړې چي والله که مي د رياست څه چي د ماموريت چوکۍ هم پې لورېږي، لېکن بيا به هم ستا د وړانديز له کبله لست ته يو څه تغير ورکړم . .
څه وکړو دموکراتيک شرايط دي او هغه بله خوا د ملي اتحاد د وزير د نيوکو ډار هم سته .
په درنښت
رښتینی
24.02.2009
باتور صیب بیا سلامونه !
ملی امنیت په ملی یووالی سره ټینګیدلی شی او ملی یووالی
په هر صورت ضروری دی څرنګه چی زه هم دټول افغان دکاله یوغړۍ یم
که فرضا اوتقدیرا مو زماله پاره کوم ماموریت په پام کی نیولی
وی نو بل لور ته زه دیوه اکثریت (پښتنو)غړی هم یم نودملی امنیت
له وزیرصیب سره د مرستی په موخه زه هغه مسولیت دهیواد یوه لیږکی
ته وربښم اوستا په وینا ددی لیږکیو دپیرویا نخرو په مقابل کی دډیرکی
دیوه غړی (......)داقربانی او ایثار شاید لیږکی متاثر کړی او داکثریت
له دی پراخو حوصلو او لورینو نه داغیز په صورت کی دملی یووالی په
کار کی مرسته وکړی
اوکه داسی ونشی نو بیا دی دملی امنیت وزیر صیب ته ستونزی زیاتی کړی
او ددی فرضی کابینو دتشکیلاتوپروسه چی دټوکو په ترڅ کی یو پیغام هم
ولری نو زما لورینه او ایثار به له اقلیتونو سره داکثریت تاریخی غوره
تعامل او چلند ته یوه نغوته هم شی
په مینه
باتور
24.02.2009
حامد خانه محترمه !
د لږکيو غړي په دې ټول افغان کي تر اقليته اقل تر دي، که ته د يو څو وروڼو نومونه را په ګوته کې نو په سر او سترګو به يې کابينې ته د کانديدانو په لست کي شامل کړم. . ښاغلي z.shaheen او ګوډ تېمور مي ور ضميمه کړي.
په درنښت
عادل عادل
25.02.2009
سلامونه
باتوره وروره تاسو د لږکیو او ډیرکیو یادونه کړې ده.
د یو هوښیار نه چا پوښتیدلي وو چې زوی ښه دی که ورور؟ ځواب یې ورکړ چې نه ورور ښه دی نه زوی بلکه سړئ ښه دی.
تاسې د هغه پښتون د خباثت تخمین کولی شی چې د ټلوالې په لمن کې لوبیژي او لوییژي؟
تاسو د هغه پښتون نه د پښتو تمه لرلای شی چې د خپل ولس د ربړوونکو سره خوا په خوا کې ناست دي او د خپل ولس په مظلومو وینو ړانده او کاڼه دي.
تاسو د هغه پښتون د پښتو او پښتني عاطفې ارزونه کولای شی چې د باجوړ او سوات په ډزبندئ فکرمن دي؟ چیرته به چې نن پښتنو خویندو، میندو او ماشومانو حد اقل په ارامه سره خوب کړی وي.
په هغه تاریخ دې اور ولګي چې د پښتون دښمنه پښتون نوم به د پښتنو د نماینده په نوم ثبتوي.
خدای ته وګوره د باقي کاندیدانو د لست انډول مو هم د سړیتوب په معیار پوره کړی نه د ډیرکیواو لږکیو د خرکیو په تناسب.
باتور
25.02.2009
[size=24:ea319949cf]د کانديدانو مکمل لست :[/size:ea319949cf]
[color=brown:ea319949cf]د حج او اوقافو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی وهاج ساپي
[color=darkred:ea319949cf]د اطلاعاتو او کلتور وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی ميوند ننګيال
[color=brown:ea319949cf]د ملي امنيت وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی پتنګ
[color=darkred:ea319949cf]د ملي اتحاد (نوی بايد تاسيس سي) وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی غيرت
[color=brown:ea319949cf]د طب او روغتيا وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی ajaza
[color=darkred:ea319949cf]د عدليې وزير: [/color:ea319949cf]
ښاغلی عبدالکريم حليمي
[color=brown:ea319949cf]د بهرنيو چارو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی Sapand Safi
[color=darkred:ea319949cf]د دفاع وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی [color=red:ea319949cf]sangar[/color:ea319949cf] watan
[color=brown:ea319949cf]د کورنيو چارو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی حامد
[color=darkred:ea319949cf]د پوهني او لوړو زده کړو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی Largonay Larway
[color=brown:ea319949cf]د معيوبينو او معلولينو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی[color=green:ea319949cf] ګوډ [/color:ea319949cf]تيمور
[color=darkred:ea319949cf]د ښځو د چارو وزيره:[/color:ea319949cf]
محترمه خاټول
[color=darkred:ea319949cf]وطن د بيا رغاوني وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی ghafar
[color=brown:ea319949cf]د معدن او صنايع وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی Helmand.M
[color=darkred:ea319949cf]د عامه فوايدو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی غورځنګ
[color=brown:ea319949cf]د سرحدونو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی هيښ
[color=darkred:ea319949cf]د کليو او ښارونو د پراختيا وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی ابو اسيد
[color=brown:ea319949cf]د کار او ټولنيزو چارو وزيره:[/color:ea319949cf]
محترمه غوټۍ اوربل
[color=darkred:ea319949cf]د سوداګرۍ وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلۍ افغان پښتون
[color=brown:ea319949cf]د مخابراتو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی منلی
[color=darkred:ea319949cf]د انرژي وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی مختار
[color=brown:ea319949cf]د اوبو لګولو او زېرمو وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی زرملوال
[color=darkred:ea319949cf]د کرني او مالدارۍ وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی عبدالله صابر
[color=brown:ea319949cf]د هوايي چلن او توريزم وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی محمد [color=green:ea319949cf]طائر[/color:ea319949cf]
[color=darkred:ea319949cf]د ماليې وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی ghareebdost
[color=brown:ea319949cf]د پلان وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی عادل عادل
[color=darkred:ea319949cf]د مخدره توکو سره د مبارزې وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی [color=green:ea319949cf]طالب[/color:ea319949cf] جان
[color=brown:ea319949cf]د ښوونځيو او پوهنتونونو د جوړولو او پراختيا (نوی بايد تاسيس سي ) وزير:[/color:ea319949cf]
ښاغلی z. shaheen
[color=green:ea319949cf]* * * *[/color:ea319949cf] ښاغلي Momtaz او Lotfollah نه کانديدوم ځکه چي دوی له ګوډاګي دولت سره کار کوي، هر وخت چي له اوسنيو کارونو څخه استئفا وکړي بيا يې د کانديدېدو امکانات سته .
نور هغه دوستان چي په لست کي نه دي شامل، خوا دي نه بدوي، په راځي لمريزکال کي دي د واليانو او ولسوالانو ټولټاکنو ته ځانونه چمتو کړي.
ښاغلی وطنمل دي زما په فکر په دا اوسنۍ د لوی څارنوال په وظيفه کي پاته وي .
[color=white:ea319949cf]انتقادونه، اعتراضونه او وړانديزونه کولای سئ تر د ١٣٨٧ کال د کب د مياشتي تر اخيره پوري د ټول افغان د کانديدانو څانګي ته را ولېږئ . . د راځي کال د وري په لومړۍ نېټه ټولټاکني پيلېږي.[/color:ea319949cf]
په درنښت
و.افغان
25.02.2009
محترم باتور صاحب:
لومړۍ خو دا چې که نعمت الله شهراني راباندی خبر شي چې تا زه دحج او اوقافو وزارت ته کانديد
کړی يم، نو په ..... به دوچار شي، له غوسي څخه به هغه خوارکې ډاکټر شفيق صميم هم سمدلاسه
له دندی ګوښه کړي، هسی خو هم په وزارت حج کی يو نمايشي پښتون معين دی،(ديوه ملګري له خولی) چې هيڅ صلاحيت نه لري، دچوکۍ دساتلو
او ډار له خاطره هيڅ تصرف هم نشي کولی، ګوندې چې چوکۍ
تری لاړه نه شي.
او بله دا چې تاسو دځان لپاره کوم وزارت ونه ټاکه، خو ښکاري داسی، چې رياست جمهوری
ته دی ځان کانديد کړی دی، ځکه خو دی کابینه خپله جوړه او بيا اعلان کړه، نو داسی
ښکاري چې که په ريښتيوني ډول له مونږ افغانانو څخه کوم کس ته قدرت په لاس ورشي، نو دزمري برخه به ځان لپاره
انتخابوي، چې زمونږ دافغانانو عمده ستونځه همدغه ده.
په درنښت
ابومحمدحنفي
25.02.2009
[quote:d4be96c1ae="باتور"][size=24:d4be96c1ae]د کانديدانو مکمل لست :[/size:d4be96c1ae]
[color=darkred:d4be96c1ae]د کليو او ښارونو د پراختيا وزير:[/color:d4be96c1ae]
ښاغلی ابو اسيد
[color=green:d4be96c1ae]* * * *[/color:d4be96c1ae] ښاغلي Momtaz او Lotfollah نه کانديدوم ځکه چي دوی له ګوډاګي دولت سره کار کوي، هر وخت چي له اوسنيو کارونو څخه استئفا وکړي بيا يې د کانديدېدو امکانات سته .
نور هغه دوستان چي په لست کي نه دي شامل، خوا دي نه بدوي، په راځي لمريزکال کي دي د واليانو او ولسوالانو ټولټاکنو ته ځانونه چمتو کړي.
ښاغلی وطنمل دي زما په فکر په دا اوسنۍ د لوی څارنوال په وظيفه کي پاته وي .
[color=white:d4be96c1ae]انتقادونه، اعتراضونه او وړانديزونه کولای سئ تر د ١٣٨٧ کال د کب د مياشتي تر اخيره پوري د ټول افغان د کانديدانو څانګي ته را ولېږئ . . د راځي کال د وري په لومړۍ نېټه ټولټاکني پيلېږي.[/color:d4be96c1ae]
په درنښت[/quote:d4be96c1ae]
ښا غلی محترم باتور صاحب ستاسو له پرزونونه ډیره مننه
الله جل جلاله دی ماته توفیق راکی چه خپل وزارت په ښه توګه سمبال کړم
او په دی خبره زه هم در سره موافق یم چه دګوډاګیانو حامیان بلکل په دی کاندیدانو کی حصه نه لری مګر ورسته له تو بی نصوحه نه
په درنښت
رښتینی
25.02.2009
باتور صيب سلام !
زما په اند نن سبا به داسي خلك ډير كم وي چي دوزارت
له درانه نوم لاندي مسؤليت ته په ملا ټينګولو سره له دي درانه
نوم نه په ويره كي شي او دي كار ته ځان نه چمتوكوي اوكه بيا
كوم يو داهليت او وړتيا په لرلو سره دي كارته تيار شي نو هغه
په رښتيا دولس چوپړته ملا وتړي او په تاريخ كي ځان ته لوړ
ځاي پيدا كړي
نن خو زياته برخه هغه ښاغلي ډير دي چي دوزير له غوړنوم
نه لاندي بدمستيو اوخرمستيو ته خوشاله وي او په تيره بيا په
معاصر پيركي له دي ګرم نامه سره تړلي لوړ معاش !!!
ددي وروستي صغري او كبري په تړون سره له دا كبري سره ماته
هم دباتور صيب په كابينه پوري دمعاش خبره راياده شوه نو ښاغلي
باتور صيب بايددا خبره هم سپينه كړي چي معاش به په ډالرو.... ،
تومنو.....،كالدارو..... ،روبلو.....، ريالونو...... وي اوكه په افغانيو ؟!!
څرنګه چي لاباتور صيب په مخكي نور ډير كار لري نودا پوښتنه له
وخته مخكي بريښي خوڅرنګه چي زموږدهيواد شخړه له ډيري مودي
راهيسي په يادو شويو كرنسيوپوري ډير تړاو لري او همدا متنوع الشكله
نوټونه لوي رول پكي لري ځكه يي په اړه مخكي لاخبري كول په كار دي
په مينه
عادل عادل
26.02.2009
سلامونه
حامد وروره
تنخوا )معاش( به هم درته وټاکي خو باتور صیب ته وړاندیز کوم چې د تنخواه په بدل کې لاندې ضمانتونه هم واخلي:
1( که څوک د هر بهرني ملک تابعیت لري هغه باید فسخ کړي.
2( د هر وزیر شتمني دې حساب او ثبت شي )که یې لري(
3( د لوړې ) قسم ورکولو( نه علاوه دې په هر وزارت کې یو باصلاحیته مستقل ریاست هم جوړ کړي چې د هر وزیر سره د حساب او کتاب عام او تام صلاحیت ولري
4( د ولس سره به مستقیمې اړیکې ساتي
5( وزیران به خارجي سفرونه د یوه ملي، سوچه مسلمان او تزکیه شوي افغاني هیئت په ملتیا سره سر ته رسوي چې شمیر یې تر دریو کم نه وي ، دغه ډله به د وزیر په مربوطه چارو کې مداخله نه کوي بلکه صرف او صرف به د هغه د شاوخوا ناستې پاستې پالنه او مراقبت کوي
6( ښځینه وزیرانې به د پورتني هیئت نه علاوه هره یوه د خپل میړه په ملتیا سره خارجي سفرونه کوي.
7( او داسې نور شرایط چې زمونږ د اوچتو ملي او معنوي ګټو ضمانت کوي
الله پاک دې په وطن مین او د ولس خدمتګار او اهل د کار وګړي د چارو په واک کې راولي ... امین
باتور
26.02.2009
ښاغلي وهاج ساپي ته :
په نعمت الله يا بې نعمت الله شهراني پسې مه ګرځه، هغه څوک چي امريکايانو په چوکۍ کېنولي دي، د هغه وزارت او رياست به د چا په درد وخوړل سي، د سعودي له اهل صالح شېخانو سره دي رابطه ښه کړه تر څوهغوی دې ته اړ کړې چي د افغانستان هر سپين سری او سپين سري په مجاني توګه د حج کولو له نعمته برخوردار سي. .
بله دا د رياست جمهوري تر خبري پوري . . ما خو پو رته عرض وکړ چي په دې دولت کي به د رئيس جمهور پوست نه وي، هر محترم وزير به د يوې اونۍ لپاره د وزيرانو د شورا رياست په غاړه اخلي . . پاته شوه زما د وظيفې خبره چي زه به کوم کاره يم؟
زه که ستاسو ټولو خوښه وي، فعلا به د انتخاباتي شورا د تشکيلاتو د مسئوول په حيث کار کوم، له ټولټاکنو او د دولت د تشکيل نه وروسته ځان د مرستيال وزير چوکۍ ته کانديدوم، هر محترم وزير چي ماته په خپل وزارت کي د معاونيت عهده را په غاړه کوي د هغه مريې يم .
ښاغلي ابو اسيد ته :
په دې چي په مېړانه دي ټولو ته په ډاګه کړه چي د نوموړي وزارت د دندو په لاس نيولو کي کومه نيوکه نه لرې او دې لوی مسئوليت ته دي د افغان ولس د پرمختګ او سرلوړی په لار کي غاړه کېښوده نو ځان دي د ټول ولس د افتخار مصدر کړ. . تل بريالی او سرلوړی اوسې .
او دا د پخوانيو او اوسنيو له ګوډاګيانو سره د ملګرو په اړه بايد وليکم، چي تر اوسه خو مي صرف د استعفا کاغذ ورنه غوښتی، ستا له وړانديز نه وروسته زما په نظر صرف استعفا په درد نه خوري، د توبې کولو شرط هم اوس په شرايطو کي ملزم سو .
ښاغلي حامد ته :
د موچي سترګي په بوټ کي او د خوار په خوري کي !
حامده وروره ته خو يو وار موږ ته دا وليکه چي د کورنيو چارو د وزارت، د دې ستري عهدې په غاړه اخيستلو ته حاضر او توانمند يې او که نه، له هغه نه وروسته به بيا په مالياتو سره غږېږو . .
د معاشونو د لوړوالي يا ټيټوالي په اړه لا څه نه ليکم، لېکن په افغانيو به وي، افغان دولت صرف افغانی عمله بايد وکاروي.
ښاغلي عادل عادل ته :
چي په نوم کې دومره ډېر عدل وي نو په شخص کي به دي څومره وي ؟ . که ښاغلي حليمي په پنځو ورځو کي ځان نه کړ را ښکاره، نو د عدليې وزارت ته کانديد به تاسو سئ .
بله دا چي:
وړانديزونه، انتقادونه او اعتراضونه د دې کال د کب د مياشتي تر وروستۍ نېټې پوري را ټولوم، ستاسو په شمول به يې له نورو کانديد سويو وزيرانو سره يو ځاي د ټولټاکنو نه مخکي په يوه غونډه کي مطرح کړم او له ټولو نه به رائيي واخلم، هغه د چا خبره، اقليت په اکثريت پسې خي .
په درنښت
pattang
26.02.2009
باتور خانه !
مونږ په څه کې يو اوته په څه کې يې ، ټوکې به پريږدو ،وروره مونږچې په خارج کې
خپل هېوادته کار ونکړ , چې ډېر امکانات مو هم شته نو په داخل کې به دا معجوزه
څرنګه منځ ته را ځي ، زه خو بې معاشه کارکوم که خدای پاک زما سوال قبول کړي٠
که څوک ريښتيا له هيواد سره مينه لري نو داشغالګرو ناحقه د ترور په نامه تېری ، مرګ او وژنه بايد داشغالګرو اولسونو او مېدياته شکاره او بر منډ شي٠
ترڅو چې په اروپا کې دمظاهرو ، خبرو ، ليکلو او تماسونو له لارو اشغالګر
مجبور نکړو ، طالبانواوولس ته به ډېره سخته تمامه شي چې اشغالګر وباسي
دلته دوی ټول خپلو اولسونوته دروغ وايې او اولسونه غلطوي ، نو دمونږ لپاره
لازمه ده چې نه پرېکېدونکی استقامت ددوی په مخ کې ښکاره کړو٠
نو لدې کارو څخه دې تېر شه يو ټولنه ، يو ټولګی په دغه اجند اباندې راغونډ
کړه چې مظلوم ملت له غمه خلاص شي ٠
- مظاهرې
- ورقې وېشل
. هدف واضح کول
- دروغ افشا کول
- له مختلفوسفارتونو سره تحريري او شفاهي تماسونه نيول ٠
- له تکړه ژورنا ليستانو سره تماسونه نيول اوخبرې کول.
- جريدو ته ليکل ....
نور،نور ....... بيا، بيا او بيا...........................................
z.shaheen
27.02.2009
[quote:9d90c21e75="pattang"]باتور خانه !
مونږ په څه کې يو اوته په څه کې يې ، ټوکې به پريږدو ،وروره مونږچې په خارج کې
خپل هېوادته کار ونکړ , چې ډېر امکانات مو هم شته نو په داخل کې به دا معجوزه
څرنګه منځ ته را ځي ، زه خو بې معاشه کارکوم که خدای پاک زما سوال قبول کړي٠
که څوک ريښتيا له هيواد سره مينه لري نو داشغالګرو ناحقه د ترور په نامه تېری ، مرګ او وژنه بايد داشغالګرو اولسونو او مېدياته شکاره او بر منډ شي٠
ترڅو چې په اروپا کې دمظاهرو ، خبرو ، ليکلو او تماسونو له لارو اشغالګر
مجبور نکړو ، طالبانواوولس ته به ډېره سخته تمامه شي چې اشغالګر وباسي
دلته دوی ټول خپلو اولسونوته دروغ وايې او اولسونه غلطوي ، نو دمونږ لپاره
لازمه ده چې نه پرېکېدونکی استقامت ددوی په مخ کې ښکاره کړو٠
نو لدې کارو څخه دې تېر شه يو ټولنه ، يو ټولګی په دغه اجند اباندې راغونډ
کړه چې مظلوم ملت له غمه خلاص شي ٠
- مظاهرې
- ورقې وېشل
. هدف واضح کول
- دروغ افشا کول
- له مختلفوسفارتونو سره تحريري او شفاهي تماسونه نيول ٠
- له تکړه ژورنا ليستانو سره تماسونه نيول اوخبرې کول.
- جريدو ته ليکل ....
نور،نور ....... بيا، بيا او بيا...........................................[/quote:9d90c21e75]
[color=blue:9d90c21e75]خود کوزه و خو د کوزه گرو خو د گل کوزه ... خود بر سر آن کوزه خریدا ر بر آ مد[/color:9d90c21e75]
pattang
27.02.2009
لکه خر چې دموستنګ سره سيالي کړي
....................................................................داسې خوار شاهين ليکنې په پاړسي کړي
له پتنګ سره پوبي يې لوی ميراث دی
....................................................................ټول هغوی چې دپښتون قام بربادي کړي
تف لعنت دې په يو داسې ګوډاګي شي
......................................................................چې د ټولو اشغالګرو اشنائي کړي
[quote:99eb2591dd="z.shaheen"][quote:99eb2591dd="pattang"]باتور خانه !
مونږ په څه کې يو اوته په څه کې يې ، ټوکې به پريږدو ،وروره مونږچې په خارج کې
خپل هېوادته کار ونکړ , چې ډېر امکانات مو هم شته نو په داخل کې به دا معجوزه
څرنګه منځ ته را ځي ، زه خو بې معاشه کارکوم که خدای پاک زما سوال قبول کړي٠
که څوک ريښتيا له هيواد سره مينه لري نو داشغالګرو ناحقه د ترور په نامه تېری ، مرګ او وژنه بايد داشغالګرو اولسونو او مېدياته شکاره او بر منډ شي٠
ترڅو چې په اروپا کې دمظاهرو ، خبرو ، ليکلو او تماسونو له لارو اشغالګر
مجبور نکړو ، طالبانواوولس ته به ډېره سخته تمامه شي چې اشغالګر وباسي
دلته دوی ټول خپلو اولسونوته دروغ وايې او اولسونه غلطوي ، نو دمونږ لپاره
لازمه ده چې نه پرېکېدونکی استقامت ددوی په مخ کې ښکاره کړو٠
نو لدې کارو څخه دې تېر شه يو ټولنه ، يو ټولګی په دغه اجند اباندې راغونډ
کړه چې مظلوم ملت له غمه خلاص شي ٠
- مظاهرې
- ورقې وېشل
. هدف واضح کول
- دروغ افشا کول
- له مختلفوسفارتونو سره تحريري او شفاهي تماسونه نيول ٠
- له تکړه ژورنا ليستانو سره تماسونه نيول اوخبرې کول.
- جريدو ته ليکل ....
نور،نور ....... بيا، بيا او بيا...........................................[/quote:99eb2591dd]
[color=blue:99eb2591dd]خود کوزه و خو د کوزه گرو خو د گل کوزه ... خود بر سر آن کوزه خریدا ر بر آ مد[/color:99eb2591dd][/quote:99eb2591dd]
z.shaheen
28.02.2009
[quote:972231cb2d="pattang"]لکه خر چې د[color=blue:972231cb2d]موستنګ [/color:972231cb2d]سره سيالي کړي
....................................................................داسې خوار شاهين ليکنې په پاړسي کړي
له پتنګ سره پوبي يې لوی ميراث دی
....................................................................ټول هغوی چې دپښتون قام بربادي کړي
تف لعنت دې په يو داسې ګوډاګي شي
......................................................................چې د ټولو اشغالګرو اشنائي کړي
[/quote:972231cb2d]
با افشا شدن هر دو نامت و ادامۀ استفاده ازان فکر میشدکه دیوانه هستی ولی حال به حیوان بودنت هم اعتراف کردی ! او دیوانه میدانی که موستنگ یک حیوان چهار پا است؟
باتور
28.02.2009
د z.shaheen کانديدېدا لغوه سوه او په ځای يې،
ښاغلی حکيمي د ښوونخيو او پوهنتونونو د جوړولو او پراختيا لپاره کانديد سو !
په درنښت
Ghairat
28.02.2009
ښاغلی باتور صیب ښې چارې!
هڅې دې ښې او د قدر وړ دي،خو کامیابې نه دي
سربیره په دې چې ملي وحدت ته کار د ولسمشر دنده ده او د ملي وحدت وزارت له جوړولوڅخه خلاص یې، دکابینې مشر یا وولس مشر دې معلوم نه دی.کابینه دې هم د [color=blue:f695f14e77]ټـــــــول[/color:f695f14e77] افغان نه ده، ځکه له غیر پښتون ورونو قامونو استازي په کې هېڅ نشته او له ټول افغان څخه دې ټول پوښتون جوړ کړی ، او که چیرې کوم وزیر په کې غیر پښتون هم وي، شمیریې د ورونوقامونو له فیصدیوسره یو لیرې انډول او سمون هم نه لري . نو په داسې کابینه کې چې د ملي وحدت بیړۍ په کې ماته ماته پرته وي، د ملي وحدت نوم اخیستل هم شونتیا نه لري پاتې لا یووزارت ورته جوړول(!)
watanmal
28.02.2009
باتور جانه او ګرانو ملګرو ورسته له سلامونو هيله لرم چى روغ او جوړ وبه وۍ.
باتور جانه د غيرت صيب د ورستۍ ليكنى له لوستو څخه ورسته يوه ټوكه راياده شوه چى وايى يو خان چى تكيه كلام ئى وه درى چاركه خپل نوى اشپز ته وويل چى هلكه بيګاته مى ګران ميلمانه راروان دى درى چاركه نو وريجى به پخي كړى درچاركه غوړى به ورواچوى درى چاركه مالګه به ورواچوى درى چاركه مساله به ورواچوى درى چاركه.
اشپز خواركۍ د خان سره نابلده وه نو د خان د وينا مطابق ئى رويجى پښى كړى، چى كله ئې ميلمنو ته كيښودى نو نه ميلمانه او نه خان صيب پوهيده چى څه شى دى ځكه هر څه پكى درى چاركه وه .
[color=darkblue:cf07ee61c1]نو خيال كوه چى كابينه درچاركيزه نه كړى چى بيا به ډيرو ته د منلو نه وى.[/color:cf07ee61c1]