اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
pattang
16.01.2008
[quote:76b003f216]پتنګه کوم رنګ چې پخپله تور نه وي بل څوک يې نشي تورولى.[/quote:76b003f216]
[color=yellow:76b003f216]داخبره د ې غلته او بې منطقه دی ، څوک چې زور لري هغوی رنګ هم ورکوي٠ ستا بادارانو ته ګوره په سپينو سترګو يې ترور په طالب پورې تړلی او اشغالګري کوي٠[/color:76b003f216]
[quote:76b003f216]دا ته چې څه وايې او په کومه لهجه چې يې وايې او ستا هغه
وحشي ځنګلي ځناورو چې د پاکستان د استخباراتو د ګټو لپاره
په افغانستان کې څه کول که دغه د اسلام رنګ وي نو دا په خپله
بد دى، بل چا ته اړتيا نلري چې رنګ يې وربد کړي. ستا ژبه او ليک
هم د همدغه وحشت او جاهليت ثبوت دى. بل څوک څه اړتيا لري چې
ستا رنګ بد کړي ځکه چې ستا په ليک او ژبه کې ستا رنګ لا د مخه
بد او تور او ناولى ښکاري[/quote:76b003f216]
[color=green:76b003f216]خپل څنګليان دې هېر کړي چې هرڅه غواړي هغه کوي ته دې يواري دالرې در ويشي پريږده حقيقت ته سترګې ريڼې کړه ، که استعداد يې لرې ?[/color:76b003f216]
درويش
16.01.2008
[quote:d904c527b7="pattang"]څوک چې زور لري هغوی رنګ هم ورکوي٠ ستا بادارانو ته ګوره په سپينو سترګو يې ترور په طالب پورې تړلی او اشغالګري کوي[/quote:d904c527b7]
دواړه په خپل خپل ځاى د خپلو خپلو نومونو سره برابر دي. طالب ترهګر دى د هغه ترهګري نشي پټېدلاى ځکه چې هغه په خپله د خپلو اعمالو ثبوت دى. او اشغالګر اشغالګر دي، د هغوى اعمال هم لکه د لمر روښانه دي. يواځې دومره درته وايم چې باداران زمونږ نه دي. مونږ د خداى په فضل تراوسه پورې امريکا ته ښه نه دي ويلي او نه مو ترې تنخوا اخيستې. تاسو شل کاله د امريکا لپاره جهاد کړى دى او ستاسې بادارن دي. چې څه کرې هغه به رېبې. چې همرسې دې خوړلې نو اوس به ګسې هم خورې.
[quote:d904c527b7="pattang"]خپل څنګليان دې هېر کړي چې هرڅه غواړي هغه کوي ته دې يواري دالرې در ويشي پريږده حقيقت ته سترګې ريڼې کړه ، که استعداد يې لې ?[/color][/quote:d904c527b7]
ته څوک يادوې؟ ايا مطلب دې رباني، مسعود، فهيم او نور دي؟ که دوى وي نو په دوى مونږ لا پخوا لعنت ويلى دى ځکه چې دوى د جهاد په نامه افغانستان ډېر وران کړى دى او ډېر افغانان يې وژلي دي. مونږ پرې لا هغه وخت لعنت ويلى دى چې تاسو يې خو..... ته پراته وئ.
pattang
16.01.2008
دملنګۍ کچکوله مات شې
چې کور په کور دې ګرزوم تښ دې راوړمه.
انډيواله ته څوک يې ? ستا له خبرو داسې مالوميږي چې يا به خلقی يې اويا افغان
ملتی نو دواړو ته ښه وګوره چې څه يې وکړل او څه کوي٠
که پښتون يې او مسلمان يې نو بيا دې خبروته تغير ورکړه ، د ملي مقاومت سره ځان
وتړه او دحل لارې ته اشاره وکړه ٠
زه بيا هم درته وايم بېله عقيدوې خلقو هېواد نشې ازادولی او يو وارې دملي مبارزي
نړۍ وال تاريخ، دود اوکلچر مطالعه کړه ٠ داسې سادګي مکوه چې چا درته ووېلې نو
سترګې پټې کړې خوله وازه٠ طالبان او س په پاکستان کې هم ډېر فعال دي نوداکارهم هم پاکستان کوي او ايا طالب به مزار ،قلعه جنګي او دښتې ليلې هېر ي کړي وي او هوشيار شوي به نوي او خپل دوست او دوښمن به نه پېژني ?
بيا ضرور هم ندی که ازادي غواړې چې حتما بايد دطالب په څنګ کښې ودرېږې ٠
خدای پاک دې مسلمان او هوشيار کړه٠
انجنير حمدالل
17.01.2008
وروڼوپه خپلو بحثونوکی نوری ډلی مه راګډوی
هرډله خدای (ج) هم ښه پيږنی اوملت يی هم ښه پيږنی
چه چاملت تباه کړی چا دغلامی ځنځيروراچولی اوڅوک دازادی لپاره جنګيږی .
انجنير حمدالل
17.01.2008
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
دښاغلی محمداحسان ځنی پوښتنی لاهم نيمګی وی ،نودځواب لپاره لاندی ليکنه وګوری .
داسلام دين څه له عيسويت څخه پټ کړی او څه يی نور ورسره اضافه کړی بيا يی دځان په نوم کړی دی ؟
۱- دغه ګمراهان هميشه دخپلی ګيډی نه خبری راوباسی ځکه چه دوی دخپل ځان لپاره کوم قانع دليل نلری .
ولی دابه عقل څنګه ومنی چی انجيل په عبرانی ژبه او قرآن په عربی ژبه دی او نازل شوی پداسی بشر دی چه هغه هم امی دی .
اودغه کتاب خوبيا دهرچالپاره دمقابلی عږ هم کړی دی :
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (البقره ۲۳-۲۴ )
۲- بل داچه که دوی پدی باورلری چه قرآن همغه دانجيل خبری کوی نو بيا خو دوی پرخپله ګومراهی شاهدی ورکوی ځکه قرآن کريم عيسی (ع) دبی بی مريمی ځوی بولی ولی دوی يی العياذباالله دخدای زوی بولی .
۳- اسلام يو ورستی کامل دين دی نه تنها چه دمسيح (ع) احوال پکی ذکر شوی بلکی دټولو امتونو مختصر احوال پکی ذکرشوی دی چه دخلکولپاره يو عبرت شی .
مخکی می هم اشاره ورته وکړه چه دوی دخپل دين دعوت لپاره نه کومه ښکاره نيښانه اونه هم کوم قانع دليل لری نو ځکه دوی ناکام دی اوس له نورو لارو لکه پيسی ،فحاشت ،منصب او عيش نوش سره خلک رابلی .
دوی دخيريه موسيسو ترعنوان لاندی په مليونو ډالر مصرفوی .
دفحاشت لياری خلک رابلی ډيروخت د دوی ښځی خلکوته تبليغ کوی هغه هم په ډيرو بی حيا جاموکی چه خلک په خپل شهوت سره ونازوی لکه سږ کال دکوريا مبليغنی ښځی چه دغزنی په سيمه کی ونيول شوی .
ټولوپيغمبرانو خلک دخدای (ج) توحيد ته رابللی دی .
همدارنګه داسلام مقدس دين خلک هغه خدای (ج) ته رابولی چه دکايناتو واکمن دی .
دوی خلک دعيسی (ع) خدايی ته رابولی اوهغه دخدای (ج) زوی بولی ، نودابه کوم عقل ومنی چه دمريمی بی بی زوی دی الغياذبالله خدای شی هغه خدای (ج) چه [لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ] ذات دی .
داخودخدای (ج) دقدرت نيښانی دی چی آدم (ع) يی بی پلاراوموره پيداکړ ،بی بی حوايی بی موره پيداکړه اوعيسی (ع) بی پلاره پيداکړ .
عيسی (ع) يوازی اسراءيلی پيغمبر دی .
په اسلامی دلايلوخو موثبوت کړ اوس راځو دانجيل دليل ته
اشوک کولن يانک دکليسا دنړيوالی اتحاديی پخوانی مينشی چه په ۲۰۰۲ کال کی په اسلام مشرف شوی ،پخوا له اسلامه به ده خپله عيسويت ته خلک رابلل او دانجيل ډول ډول کتابونه يی مطالعه کړی دی دی وايی :
دمتی په انجيل ۱۵ باب ۵ جمله کی حضرت عيسی (ع) دارنګه فرمايی [ زه نه يم راليږلی شوی مګر د بنی اسراء يلو دبی لارو اوکبرکوونکو خلکو لپاره ].
نومعلومه شوه چه مسحی دين يوازی داسراء يلو لپاره ؤ دپاک قرآن په نزول سره منسوخ شوی دی .
داسلام دمقدس دين اوعيسويت ترمينځ ځنی نمونوی عملی فرقونه :
۱- اسلام دخدای (ج) وحدانيت ته خلک رابولی ولی عيسويت يی د يوه بنده اوبشر خدايی ته رابولی .
۲- اسلام دعفت اوپاکدامنی دين دی چه په ټوله اسلامی نړی کی يواځی اسلامی نکاح چليږی ولی عيسوی نړی کی فحشآء ترحداوښتی اوهمغه دجاهليت دوران روان دی ډيرخلک يی داډس ناولی مکروب په ملمستياکی شپی سباکوی چه دغه مکروب خپله دفحاشت له توليداتو څخه دی .
۳- اسلام داجتماعی عدالت دين دی په اسلام کی تور،سپين ،غريب او مالدار کوم فرق نلری هرڅوک چه مخکی جومات ته لاړ همغه به په لومړی صف کی وی ، ولی په عيسوی دين کی تور رنګی د سپين رنګی کليساته نه شی ورتلای دهری ډلی کليسا ځان ته ده .
۴- په اسلام کی دموراوپلار په خدمت ذيات ټينګارشوی ، چی نن په اسلامی نړی کی چومره چه واليدين ضغيفيږی هغومره يی غزت ذياتيږی ،ولی په عيسوی ملکونو کی ترزاړه شوی مور يا پلار څخه يوسپی هم ډير محبوبيت لری عملاْ يی وګوری .
۵- اسلام ددعوت لپاره ژوندی اوثابته معجزه لری چه قرآن کريم دی اوذيات خلک بی له دعوته څخه دفکر اوعميقی څيړنی په صورت کی اسلام ته راګرځی ، بيله پيسو ياکومی بلی وسيلی خلک آزادانه په ښکاره نه په پټ ډول دعوتوی ، ولی عيسويت چه نه کومه نيښانه اونه کوم دليل لری دپيسويا نور لارو خلک دعوتوی هغه هم په پټه په بيلاپيلوعناوينواودسيسوسره .
نوګرانومسلمانانو!
اوس خوبه ان شآء الله حقيقت څه ناڅه درته څرګندشوی وی چه دا ګمراه کونکی ډله يواځی يوه شيطانی درامه ده .
پام کوی چه د دوی په غولونکو خبرو چل اوفريب تيرنه وزی .
حمدالله شاکری
انجنير حمدالل
20.01.2008
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد ۲۸ )
آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
ګرانولوستونکو!
ځنی دموسيقی عاشيقان پدی نظردی چه موسيقی دروح غذا ده .
ولی داسی نده موسيقی يواځی دخيالی نوسانوهغه ټالونه دی چه يواځی دموسيقی پروخت کی سړی ډير لوړو امواجوکی زنګوی .
يواځی شهوانی اوشيطانی خيالونه دی ،چه يايی داوريدو لياری اويا د برقی آلاتو په وسيله د شيشی پرمخ وينی
اوپه شهوانی يا عاشقی درامو کی يی زنګوی .
که موسيقی رښتيا هم دانسان روح تصفيه کولای شوی نو نن ورځ خو کفری نړی دښه پرمختګ په حال کی ده .
ولی په هغه نړی كي چی نن ورځ څومره مشکلات ،امراض ،داسی بدکارونه چی په حيوانی نظام کی هم وجود نلری موجود دی .
ليکل يی شرم دی ،زمونږ ټولنه دی خدای (ج) تری وساتی .
ولی داسی نده موسيقی دنفاق غذا ده :
‹‹ العناء ينبت النفاق کماينبت الماء الزرع ›› (ابوداود بيهقي ).
لکه اوبه چی کښت تازه کوی همداسی موسيقی نفاق هم تازه کوی
موسېقي ځيني اثرات لرې چي آورېدونکی يی ور باندي متأثر کېږي ،يو داچي د مسلمان په زړه کي نفاق ته وده ورکوی نفاق زړه مصروف ساتي چه ( دخدايه له ذکره غفلت ،په عباداتوکی سيستی کول ،دزړه توروالی او داسلامی شعايرو سپک نظری افکار تازه ) کونکی دی .
روح هغه شی دی چه يواځی الله (ج) ورباندی پوهيږی هغه (ج) يی پالنه کوی او دهغه په امر چليږی .
او همدغه روح پالونکی خدای (ج) بيا دروح تسل او اطمنان دالله (ج) ذکر ښودلی دی لکه په پورته آيت شريف کی .
دی کی هيڅ شک نشته چه په ټولو کناهونو او منکراتو کی خوند شته ولی عواقب او پايلی يی ډيری خطرناکی دی
يوخو دروح غذا ده (تسل او سکون قلبی ) او بل خوند دی دا دواړه ډير يوله بله توپير لری .
تسل اوسکون دحال او راتلونکی لپاره يوښه زيری او خوشحالی ده.
ولی حرام خوند دڅودقيقو نه بغير ټول عمر ځور او غم دی .
نوپه وضاحت بايد ووايو چه موسيقی هغه هم ننی موسيقی يوه خوندوره شيطانی غذا ده .چه د روح سره هيڅ تعلق نلری اوهيڅ وخت د روح غذانشی کيدای .
حمدالله شاکری .
طالب جان
20.01.2008
محترمه مکرمه اوپتمنه وروره انجنيئر(شاکري) صېب :
السلام علېکم ورحمت الله وبرکاته
امابعد: په پورتنو دواړو مسالو کي زه هم له تاسي سره همغږی يم ، روح يو سپېڅلی لطيف شی دی چي تل سپېڅلي څيزونه خوښوي او په نړۍ کي خوترقرانکريم سپېڅلی څه شته نه ، نو طبعا يي په اورېدو روح خوښيږي ددې بر عکس موسيقي يو شېطاني غږدی چي په اورېدو سره يي روح له خپګان سره مخامخ کيږي اودا يوه تجربه شوي خبره ده اوتجربه بياد يقين له ډولو نه يوډول دی ، چي هېڅ سليم عقل يي درواغ نشي بللی ،که يي څوک دروغ بولي نوهغه پخپله عقلي ناروغ بلل کيږي چي دځان درملني ته اړتيالري .
قدرمنه : خوښ شوم چي دانجنيئري له بوختياوو سره سره مو په نوموړو مسالو ښه رڼااچولي ، که نه نن سبا خو ځينوتش په نامه ملايانودموسيقي رواکو لوته ليڅي رانغښتي ،ځيني نوربياتردې هم لږوړاندي تللي اودکفاروپه اړه دتلپاتي عذاب دالهي ژمنيزوتورو تاويلونو ته يي پېنڅي رابډ وهلي ٠
عزتمنه وروره : دامي درته دعاده چي ! ګوتي مو تاندي ، قلم موګړندی ،په حق ولاړو اوسۍ ٠
pattang
19.03.2008
مکروبه!
نه شرم لرې نه حيا نه منطق اونه وجدان او نه ايمان ٠
په کوم کلتورې دوره او وخت کې په افغانستان کې داسې مسابقې شوي دي ?
دغه رواج خو دې RTL پروګرام دی چې ديتر بولېن او نور يې چلوي نو ته چې
هر وخت لکه سپی د عربي کلتورمخالفت کوې نو دلته ولې داسې رزالت کوې
اودغربي صحنې رواج ته په افغانستان کې لبيک وايې ، ستا پلار خو به پټ
شنې سترګې اودزېړ ووېښتانو څښتن نوي تېر شوی ٠
که د بګ برادر ( big brother) پروګرام داشغالګرو په لمسون په افغانستان
عملي شي نو زما سوال دادی ، ته به کومه شځينه له خپله فاميله هلته و رلېږي
ترڅوچې څواونۍ له نورو ځوانانو سره په يوه بستره کې تېرې کړي ?? ٠
لږ شرم او حيا وکړه !
موزيک ولې نه ? خو دخپل کلتور په پيمانه کې٠
[quote:0e71d104ce="کوشان"]ايادا يوه بله نمونه د فاحشې موزيک ده او که ...؟؟
http://benawa.com/fullstory.php?id=17195
څنګه چې ښاغلي شاکري هم ويلي چې طلوع او لمر تلويزيون د
فاحشې موسيقۍ خپروي او ځوانان بېلارې کوي . نو ييا دغه پښتنه
کندهارۍ انجلۍ هم يوه فاحشه ده چې په پښتو ژبې د طلوع په تلويزيون
کې سندرې وايي ؟؟
ښاغلی شاکری ؛ ايا لېمې سحر ته سړی فاحشه ويلی شي ؟؟
ستاسي د ځواب په هيله[/quote:0e71d104ce]
شاکری
22.03.2008
[quote:3587dd8f31="کوشان"]ايادا يوه بله نمونه د فاحشې موزيک ده او که ...؟؟
http://benawa.com/fullstory.php?id=17195
څنګه چې ښاغلي شاکري هم ويلي چې طلوع او لمر تلويزيون د
فاحشې موسيقۍ خپروي او ځوانان بېلارې کوي . نو ييا دغه پښتنه
کندهارۍ انجلۍ هم يوه فاحشه ده چې په پښتو ژبې د طلوع په تلويزيون
کې سندرې وايي ؟؟
ښاغلی شاکری ؛ ايا لېمې سحر ته سړی فاحشه ويلی شي ؟؟
ستاسي د ځواب په هيله[/quote:3587dd8f31]
دکوشان صيب په ځواب کی به دومره وليکم چه :
هو طلوع يوډير بی شرمه تلويزيون دی چه زمونږ د ټولنی د بی شرمی او اخلاقی زوال سبب شوی او کيږی .
دغه نظر يواځی زما نه دی بلکی دټولو حساسو اوبا شعرو افغانانو نظر دی .
اوپه بار بار د طلوع تلويزنون د بنديز په اړه ناری هم پورته شوی دی ولی څوک يی نه آوری ځکه چه دا تلويزيون د پرديو لپاره ډيره ښه تبليغاتی وسيله ده .
او حکومت بی چاره خو هم دبل په واک کی دی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما بحث په ډيره لوړه کچه دی په ټوله اسلامی نړی باندی د اخلاقی زوال توپان ته اشاره پکی شوی نو زه نه غواړم دا لوی بحث د يوی ډمی پر بحث را وچرخوم
نه دومره وخت لرم اونه هم ضرورت ورته شته لويو شيطانی مراکزو ته مو اشاره کړی کفايت کوی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ايا لېمې سحر ته سړی فاحشه ويلی شي ؟؟ .................. کوشان
نه ولی ورته فاحشه ووايم نه می ليدلی او نه يی پيږنم .
ولی ډير ذيات ورباندی خفه يم .
چه ولی زما پښتنه خور د خلکو پرمخ کی سندری ووايی او خلک خوند ورڅخه واخلی دا کار خو زما غيرت او هم د ټولو پښتنو غيرت نه منی .
خدای (ج) پدی خور رحم وکړی
زه فکر نه کړم چه دا نور په کندهار کی استوګنه وکړی ځکه چه مخکی می ورته اشاره وکړه چه دا کار د پښتنو غيرت نه منی نو ځکه پښتانه ورته قهرجن دی .
اوزه ډير حيران چه ولی زمونږ د پښتنو دقيادت له مرکز څخه چه مخکی به ورڅخه د آزادی ،غيرت او غزا ناری پورته کيدلی اوس د سندرو ناری پورته کيږی.