نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Ghairat
09.01.2008
ښاغلی محمد حسن صافي صاحب، هيله ده زما سلامونه هم ومنې. نیکمرغي او
ستر برياليتوبونه مو غواړم .ستاسو له مفصل ځواب څخه مننه کوم
تاسو د مارکس په اړه لیکلي چې هغه [quote:b81a2ec7b8]دې نتيچې ته ورسيد چې د سرمايداری نظام د ودی او تکامل په آخرينی مرحله کې به بيا يو اشتراکی نظام (کمونيسم) منځته راشی، ځکه چې سرمايه د کارګر طبقه رامنځته کوی او [color=red:b81a2ec7b8]د کارګر طبقه د سرمايداری ګور کن دی. [/color:b81a2ec7b8][/quote:b81a2ec7b8]
خو دا ټکې مو نه دی روښانه کړی چې مارکس ولې او څنګه د کارګرو طبقه د سرمایدار ګورکن بللې ده ؟ که یې دلیل روښانه کړئ نوهله پرې بیا زه او ته او نور لوستونکی خپل حکم ورکولی شي چې ایا دا ادعا یې سمه او که ناسمه کړې ده . له دلیل پرته به یې منل دُګم او یوه میتافزیکي ادعا وي ، که څنګه ؟
متاسفانه چې ستاسو په ورپسې جملو کې هم دغه ټکی ګنګ پاتې شوی.
تاسو یوځل بیا لیکئ :
[quote:b81a2ec7b8]مارکس د هغه وخت .... دې نتيجې ته ورسيد چې د بشر د تاريخی تکامل په بهير کې له سرمايدارۍ وروسته د سوسياليسم او کمونيسم مرحله حتما راتلونکې ده.[/quote:b81a2ec7b8]
خودا مو بیا ګنګه پریښې چې له سرمايدارۍ وروسته د سوسياليسم او کمونيسم مرحله ولې څنګه او او په څه دلیل [color=white:b81a2ec7b8]حتما [/color:b81a2ec7b8]راتلونکې ده؟؟؟
نوتر څو چې دغه پوښتنې نه وي روښانه شوي دغه ادعاوې که د مارکس هم وي ، باید تشې او بی معنی یې وبولو که څنګه ؟ ایا تاسو به یې بی دلیله منل هم روا وبولئ ؟
[quote:b81a2ec7b8]دا خبره به بې ګټې نه وی چې مارکسيستی پوهه يوازې په کمونيسم ( یعنی د ټولنيز نظام پر څرنګوالی) پورې محدوده نه ده، بلکې هغه د اقتصاد او فلسفی په اړه هم خپل ځانګړی نظرونه لری.... علمی سوسياليسم، اقتصاد او فلسفه د مارکسيستی پوهې درې لایتجزا اجزا دی. [/quote:b81a2ec7b8]
تاسو خپله پوښتنه او خپل قضاوت پخپله رد کړ ، چې متریالستي فلسفه ، یا دقیقا ً
دیالېکتیکي اوتاریخي متریالیزم مو پخپله د علمی سوسیالیزم ـ کمونیزم او سیاسی اقتصاد سره لاینفک او لاتجزا تړلې و بلله :
آیا دغه متریالیزم خدای مني ؟ او که پر آ ـ تې ایزم یعنې الحاد ولاړه ده ؟ که پر الحاد ولاړه وي نو الحاد ستاسو په خپله وینا د یالېکتیکي اوتاریخی متریالیزم پواسطه د مارکسیسم سره لاتجزا تړلی دی . او کمونیست هغه څوک دی چې د مارکسیزم پلی کولو ته ژمن او ګروهمن وي ، یعنې ژمنه او ګروهه یې آ ـ تې ایزم یا الحاد ی وي .
[quote:b81a2ec7b8]دا به هم په زړه پورې وی چې په ۱۹ او شلمه ميلادی پيړی کې دا سې دينی عالمان او سياستمداران را پيدا شول چې د (دينې سوسيالیسم) له پاره يې مبارزه کوله. یعنې دوی تر مارکس ډیر وروسته او د مارکس پر خلاف په دينی اساساتو ولاړه سوسياليستی ټولنه غوښته. [/quote:b81a2ec7b8]
خو څوک دی چې هغوی ته کمونستان ووایي ؟ او یا خو نوموړې سیاسی ډلې ته کمونستي ګوند ووایي؟ او یاهم خلق یا پرچم له دینی سوسیالستانو څخه وبولي ؟
نو لنډه داچې نه یواځې مارکسیستی کمونيستی ټولنيز- سياسی نظام پر دينی اساساتو نه جوړيږی، بلکې داخبره غلطه ده چې ګواکې خپله کمونيسم له دين سره د مخالفت معنې نه لری او دا خبره د تاريخی او یالکتیکی متریالیزم د تشمنځې ادعا له مخې بیخي سمه ده چې متاسفانه [quote:b81a2ec7b8]: کمونست باید ملحد هم وي [/quote:b81a2ec7b8]، او که څنګه صافی صیب تاسو په کې نور څه ویل غواړئ ؟
انجنير حمدالل
10.01.2008
ښاغلی غيرت صيب
اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
خدای دی نور هم توفيق درکړی تر څو دغيراسلامی افکارو پروړاندی
پرپخو دلايلو مبارزه وکړی .
زه ستا دليکنی پوره ملاتړ کوم .
دحق دلياری مبارز انجنيرحمدالله شاکری
دهلمند سيند په ګيلاس کې نه ځائيږی!!!
Mohammad Hassan
12.01.2008
ډيره محترمه غيرت صاحب!
هيله ده سلامونه مې ومنې او په ځان جوړ او روغ واوسی.
اول خو زه بايد په زغرده تاسې ته وليکم چې زه د ستر فيلسوف، اقتصاد پوه، جامعه پيژندونکی او سياستوال کارل مارکس مدافع وکيل نه يم او نه هم د هغو د ټولو افکارو ، عقايدو او نظرياتو سره موافق نظر لرم. خو د هغه په وړاندې مې کوم دينی او يا هم سياسی تعصب تر اوسه پورې دومره د عقل سترګې نه دی را ړندې کړی چې د ځينې نورو متعصبو او تنګنظرو ، په ځان مغرورو او خود خواهو کسانو په څېر ، د داسې يوه ستر تاريخی عالم نظريات په دې خپل کم فکر له يوه سره رد کړم او ناقص وبولم. د ا به د عقل څخه لرې خبره وی، چې يو څوک د مارکس آثار ټول او يا يې يوه برخه ولولی او په هغو کې د خپلې علمی پانګې د زياتوالی، د ټولنيزو چارو د پوهنې او د فلسفی موضوعاتو سره د لازياتې بلد تيا په اړه مفيد څيزونه ونه مومی. او که څوک ځان له دې عامې قاعدې څخه مثتثنی بولی، نو لطفا دې ازمويښت وکړی، د مارکس يو څو(مثلا لس جلده) کتابه د مطالعه کړی، او و ودې ګوری چې نتيجه به يې څه وی؟
تاسې ته د هم خدای لږ انصاف درکړی، عجب سوال مو کړی:
[quote:e91c9d9a0f] چې مارکس ولې او څنګه د کارګرو طبقه د سرمایدار ګورکن بللې ده ؟[/quote:e91c9d9a0f]
نو ته او خدای، دا موضوع په دې ځای د ټول افغان په يوه لنډه او ناقصه مقاله کې توضيح کيدای شی؟ دا زما له پاره داسې معنی لری، لکه چې راته وواياست، چې د هلمند سيند د جهاد د کوم تش په نامه رهبر د شرابو په پياله کې ور ځای کړه! چې دا کار ناشونی دی، سره له دې چې د هغو د شرابو پياله به د نورو عادی څخه خورا لويه وی.
او که تاسې واياست چې داسې نه ده، او که تاسې دا حکمت لری، نو لطفا دا مهربانی وکړی، زه خو له دې حکمت څخه بې برخې یم. تاسې خو پوهيږی چې مارکس د سياسی اقتصاد په اړه د خپلو تحقيقاتو په نتيجه کې يوازې (پر کپيټاليستی سياسی اقتصاد باندی نيوکې) تر نامه لاندې له شلو زيات (زما په خيال دوه ويشت ) پنډ، پنډ کتابونه ليکلی او بيا يې د هغو پر اساس خپل تاريخی او مشهور «کپيټال» ليکلی دی. نو که څوک غواړی چې د مارکس له دې او ياهغې نظريې څخه خبر شی، ښه به داوی چې ارجينال منابعو ته مراجعه وکړی، چې د نړۍ په ډيرو ژبو موندل کيدای شی. په داسې يوه لنډه مقاله او هغه هم د بحث په ليکنه کې دا موضوع په يقين چې ډير دوام مومی او د موږ او تاسې له حوصلې څخه وزی.
تاسو بل ځای بيا هم داسې تکرار کړی دی:
[quote:e91c9d9a0f]خودا مو بیا ګنګه پریښې چې له سرمايدارۍ وروسته د سوسياليسم او کمونيسم مرحله ولې څنګه او او په څه دلیل حتما راتلونکې ده؟؟؟[/quote:e91c9d9a0f]
بياهم زما مشوره تاسې ته داده، چې که په دې موضوع ځان پوهول غواړی، نو دا د ټول افغان د بحث د لارې نه شی کيدای، لطفا د مارکس اصلی او ارجينال ليکنو ته مراجعه وکړی. دلته بايد يوه خبره ياده کړم، چې د مارکس د آثارو د پوهيدلو له پاره زما په نظر د افغانستان په سطحه لږ تر لږه د اجتماعی علومو په يوه څانګه کې د سړی د لیسانس په سطحه مقدماتی پوهې ته اړتيا شته. مقصد مې دادی، چې د مارکس د ليکنو سم درک لوړه مقدماتی پوهه غواړی او دا د هر کمپيوټر او ساختمانی انجينر او د شپږم او لسم صنف د زده کوونکو او فارغانو له توانه وتلی کار دی. ما یقين درلود چې تاسې يې ښه له عهدې څخه وتلای شی، خو ستاسې دا لاندې ليکنې ماته ستاسې په اړه شک پيدا کړ:
[quote:e91c9d9a0f]
[quote:e91c9d9a0f]اقتباس:
دا خبره به بې ګټې نه وی چې مارکسيستی پوهه يوازې په کمونيسم ( یعنی د ټولنيز نظام پر څرنګوالی) پورې محدوده نه ده، بلکې هغه د اقتصاد او فلسفی په اړه هم خپل ځانګړی نظرونه لری.... علمی سوسياليسم، اقتصاد او فلسفه د مارکسيستی پوهې درې لایتجزا اجزا دی.[/quote:e91c9d9a0f]
تاسو خپله پوښتنه او خپل قضاوت پخپله رد کړ ، چې متریالستي فلسفه ، یا دقیقا ً
دیالېکتیکي اوتاریخي متریالیزم مو پخپله د علمی سوسیالیزم ـ کمونیزم او سیاسی اقتصاد سره لاینفک او لاتجزا تړلې و بلله [/quote:e91c9d9a0f]
ما ليکلی چې فلسفه، اقتصاد او علمی سوسياليسم د مارکسيستی پوهې درې جزه دی. داسې به سمه نه وی، چې د مارکسيستی پوهې فلسفه او يا اقتصاد او ياهم د علمی سوسياليسم برخه په يوازې ځان د ټول مارکسيسم په ځای ومنل شی، یعنې چې د يوه سيستم يو کوچنی جز د ټول سيستم په ځای منل د علمی اصولو مخالف کار دی. يا په بل عبارت، که يوڅوک په مارکسيسم ځان پوهول غواړی، نو بايد د مارکسيستی پوهنې په هرو دريو غوره برخو کې مطالعه وکړی.
يا په نورو عباراتو: د مارکس د فلسفی نظرياتو ردول د ټول مارکسيسم د رد معنی نه لری. دا ډول قضاوت يو دينی او مذهبی قضاوت کيدای شی، خو د علمی اصولو په منطق کې جوړ نه راځي. (په دينی مسايلو کښې د ټولو منل ضروری خبره ده، او مثلا د يوه آيت ردول، د ټول قرآن د ردولو معنی لرلای شی) . په انسانی پوهه کې د هيچا پوهه او نظريات د نورو پوهانو او څيړونکو له پاره سل په سلو کې د منلو وړنه ګرځي.
يا دا چې د ټولنيز عدالت د را منځته کيدو او تطبيق په اړه د مارکس د نظرياتو منل په دې معنی نه دی ، چې حتما به د هغو فلسفی افکار هم ورسره قبليږی. کيدای شی چې يو څوک د مارکس د اقتصادی او ياپه ټولنه کې د عادلانه، او بې استثماره نظام د جوړولو نظر خوښ کړی، خو له فلسفی نظرياتو سره يې جوړ رانه شی. مثلا ما يو وخت په يوه مجلس کې يوه بحث ته غوږ نيولی ؤ، چې يوه خلقی خپل اهداف د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د اجتماعی او دولتی نظام او د هغه لوی حضرت د ارشاداتو او عادلانه نظرياتو په پیروی او د هغو تر سيوری لاندی شرحه کول .
لنډه داچې ما اقتصاد، فلسفه او علمی سوسياليسم د مارکسيستی پوهې درې جزه ګڼلی خو تاسې بیا زما په جمله سم نه ياست پوهیدلی او داسې نتيجه مو ترې اخيستې ده چې ماترياليستی فلسفه، علمی سوسياليسم او سياسی اقتصاد يو له بله سره داسې تړلی اجزا دی، چې د يوه مطالعه د بل نه پرته ناممکنه ده.
زما د جملې معادله داسی ده:
فلسفی پوهه + علمی سوسياليسم + اقتصاد= مارکسيسم
که د سيستمونو د تيوری پر اساس (مارکسيسم) د يوه لوړ او غوره سيستم په حيث په نظر کې ونيسو، نو فلسفه، اقتصاد او علمی سوسياليسم ئې درې غټ فرعی سيستمونه دی. دا هيڅکله ددې معنی نه لری، چې يو د بل نه پرته د مطالعې وړ نه دی! يو څوک کولای شی، چې د مارکس له اقتصادی نظرياتو څخه ګټه واخلی، خو فلسفی نظريات يې يا ونه ګوری او يا هم ورسره مخالفت وکړی.
نو ستاسې دا نظر ، چې د خپل ناسم درک او يا هم غرض له امله مو پر ما هم را اړوی، سم نه دی چې ((چې متریالستي فلسفه ، یا دقیقا ًدیالېکتیکي اوتاریخي متریالیزم ،... علمی سوسیالیزم ـ کمونیزم او سیاسی اقتصاد سره لاینفک او )) سره تړلی اجزا دی ا و داهم سمه نه ده چې د يوه منل د بل قبلول حتمی کوی. د همداسی نا معقول او غير علمی حکم پر اساس ستاسې نورې خبرې او پوښتنې خپل اعتبار له لاسه ورکوی.
تاسې بيا مهربانی کړی او ليکلی مو دی:
[quote:e91c9d9a0f]و څوک دی چې هغوی ته کمونستان ووایي ؟ او یا خو نوموړې سیاسی ډلې ته کمونستي ګوند ووایي؟ او یاهم خلق یا پرچم له دینی سوسیالستانو څخه وبولي ؟[/quote:e91c9d9a0f]
د تاسې د لمړۍ پوښتنې ځواب دادی چې وايی يوه چا په يوه مجلس کې د ليلی او مجنون نقل کاوه. کله چې نقل خلاص شو نو يوه سړی پوښتنه وکړه، چې دا مجنون نر ؤ او که ښځه؟ نور نو فکر وکړه او پخپله نتيجه ګيرۍ د هم له سره غور وکړه.
ما دا سې نه دی ويلی چې خلق اوپرچم دينی سوسيالستان وبوله، هغوی هم ځانونه نه دی بللې، خو دا مې ويلی چې خلقيان او پرچميان په مجموعی توګه کافر ، ملحد او کمونست بلل له واقعيت لرې خبره ده. البته ددې ګوندو په غړو کې د هغه د پراخه سياسی پروګرامونو د لرلو له کبله مختلفې ډلې او رنګارنګ روشنفکران را ټول شوی ؤ، چې په هغو کې به طبعا غير مسلمانان هم ؤ.
تاسې څومره په خوند داسې ليکلی:
[quote:e91c9d9a0f] او که څنګه صافی صیب تاسو په کې نور څه ویل غواړئ ؟[/quote:e91c9d9a0f]
دلته دوه متلونه را په ياد شول:
«بدګمانی، بې ايمانی ده» او بل «په پچه وختم، کابل مې وليد»
يو خو مو ګمان سم نه دی او بل مو داسې فکر کړی چې د ټول افغان د بحث په فاروم کې د ما يوې ليکنې ته مو پخپل ځواب سره د نړی علم ختم کړی او نور چا ته د ویلو څه نه دی پاته!خو داسې نه ده.
وایی چې يارزنده او صحبت باقی!
Ghairat
17.01.2008
ډيره محترمه منلی محمد حسن صافي صاحب!
هيله ده سلامونه مې ومنې او په ځان جوړ او روغ واوسی.
ځوابونه د موضوع سره تړاو لري ، نه شخصاله تاسوسره ، ګوره چې خفه راڅخه نشې او شخصي یې و نه انګیرې !
[quote:abec5ae195]اول خو زه بايد په زغرده تاسې ته وليکم چې زه د ستر فيلسوف، اقتصاد پوه، جامعه پيژندونکی او سياستوال کارل مارکس مدافع وکيل نه يم او نه هم د هغو د ټولو افکارو ، عقايدو او نظرياتو سره موافق نظر لرم. [/quote:abec5ae195]
که ولیکئ چې د مارکس له کومو[color=white:abec5ae195] افکارو ، عقايدو او نظرياتو سره موافق نظر (نه لرئ ؟؟؟)[/color:abec5ae195] دابه لوستونکو ته ګټور تمام شي .
[quote:abec5ae195]خو د هغه په وړاندې مې کوم دينی او يا هم سياسی تعصب تر اوسه پورې دومره د عقل سترګې نه دی را ړندې کړی چې د ځينې نورو متعصبو او تنګنظرو ، په ځان مغرورو او خود خواهو کسانو په څېر ، د داسې يوه ستر تاريخی عالم نظريات په دې خپل کم فکر له يوه سره رد کړم او ناقص وبولم[/quote:abec5ae195].
نو که دا زه یم چې ستاسو غصه مز راپارولې نو ډیره بخښنه غواړم چې تاسو مې دومره پړسولي یاست .
[quote:abec5ae195]هغه دې د مارکس يو څو(مثلا لس جلده) کتابه د مطالعه کړی، او و ودې ګوری چې نتيجه به يې څه وی؟ [/quote:abec5ae195]
که تاسو پخپله لږ تر لږه همدغه لس جلده مطالعه کړي وي نو آیا بیا هم مونږ ته دا مالومات نشئ راکولی چې مارکس ولې او څنګه د کارګرو طبقه د سرمایدار ګورکن بللې ده ؟ دا خو به یو سیستماتیک علت لري چې په یوه یا دوه جملو کې بیانیدلای شي . او همدغسې به حتما دا پوښتنه هم یو لنډ ځواب لري چې له سرمايدارۍ وروسته د سوسياليسم او کمونيسم مرحله ولې څنګه او او په څه دلیل حتما راتلونکې ده؟؟؟
او که نه ښه به نه وي له هغو استادانو څخه دې پوښتنه وکړې چې د مارکس ناحقه ستاینو او دغسې ادعاو ته مو هڅوي ، څو په دوه جملو کې دې ستونزه در پرې کړي .
ببا به نواړ نه یاست چې دغې لاندې ډول مشورو ورکولو ته لاس واچوئ چې:
[quote:abec5ae195]بياهم زما مشوره تاسې ته داده، چې که په دې موضوع ځان پوهول غواړی، نو دا د ټول افغان د بحث د لارې نه شی کيدای، لطفا د مارکس اصلی او ارجينال ليکنو ته مراجعه وکړی. دلته بايد يوه خبره ياده کړم، چې د مارکس د آثارو د پوهيدلو له پاره زما په نظر د افغانستان په سطحه لږ تر لږه د اجتماعی علومو په يوه څانګه کې د سړی د لیسانس په سطحه مقدماتی پوهې ته اړتيا شته. مقصد مې دادی، چې د مارکس د ليکنو سم درک لوړه مقدماتی پوهه غواړی او دا د هر کمپيوټر او ساختمانی انجينر او د شپږم او لسم صنف د زده کوونکو او فارغانو له توانه وتلی کار دی.[/quote:abec5ae195]
له دینه مو په ډاګه کړه چې تعلیم مو له لسم ټولګي یا بکلوریا څخه لوړ دی، بارک شه، خو زه همدومره ډاډ تایو ته درکولی شم چې د رسمي زدکړو لړۍ مې هر څومره
لنډه ګنډه هم وي هغه څه نه لیکم چې پرې نه یم پوه شوی او بیا یې ادعا وکړم چې [color=white:abec5ae195]مارکس دې نتیجې ته رسید لی و[/color:abec5ae195]
تاسو لیکلي :
[quote:abec5ae195]يا په نورو عباراتو: د مارکس د فلسفی نظرياتو ردول د ټول مارکسيسم د رد معنی نه لری. دا ډول قضاوت يو دينی او مذهبی قضاوت کيدای شی، خو د علمی اصولو په منطق کې جوړ نه راځي[/quote:abec5ae195].
او د مارکسیسم د مکتب ادعا لرل کوم دګم او تشه ایدیالوژیکه عقیده نه ده؟
آیا مارکسیزم وجود لري؟ د مارکس، هیګل. کانټ ، ارستو ، افلاطون او سقراط ښوونې شته، ولې ایا افلاطونیسم، سقراتیسم، ارستو تلیسم، کانټیسم ، هیګلیسم هم شته؟
او که ستاسو په اند دا یو هم نشته خو صرف مارکسیسم شته او لېنېنیسم شته ، آیا همداسې ده ؟؟؟
[quote:abec5ae195]يا دا چې د ټولنيز عدالت د را منځته کيدو او تطبيق په اړه د مارکس د نظرياتو منل په دې معنی نه دی ، چې حتما به د هغو فلسفی افکار هم ورسره قبليږی. کيدای شی چې يو څوک د مارکس د اقتصادی او ياپه ټولنه کې د عادلانه، او بې استثماره نظام د جوړولو نظر خوښ کړی، خو له فلسفی نظرياتو سره يې جوړ رانه شی. [/quote:abec5ae195]
یو څوک ، هو، خو د خلقي او پرچمي له پاره دریواړه اجزاوې لا یتجزا سره تړلې او
مجموعې ته یې مارکسیزم وایه او له یوه جز څخه یې هم انکار نه کاوه ، دهمدغې بی استثماره ټولنې مفکوره هم مارکس لومړی په فلسفی اٍثارو کې کړې اوبیا یې په اقتصادي تیوري کې لاپسې مشخصه کړې ده ، حتی هغه د تاریخي ماتریالیزم په نامه پخپله کوم بیل کتاب هم نه دی لیکلی .
[quote:abec5ae195]مثلا ما يو وخت په يوه مجلس کې يوه بحث ته غوږ نيولی ؤ، چې يوه خلقی خپل اهداف د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د اجتماعی او دولتی نظام او د هغه لوی حضرت د ارشاداتو او عادلانه نظرياتو په پیروی او د هغو تر سيوری لاندی شرحه کول [/quote:abec5ae195].
غُل یې خوړل او په دواړو جامنو یې خوړل چې هم یې ځان خلقي مارکسیست - لنینست ، بیدینه او لامذهب باله ، او هم یې بیا په ډیر تذویر او منافقا سره د حضرت عثمان (رض) په کیسه سره پر مخ د مسلمانۍ نقاب ځړاوه، څو د وینو د سیلابونو د بهولو له پاره له هرې لارې چې وي د یو شمیر پلویانو شمیره پوره کړي چې شوروي
د خپلو مشاورینو په مرسته د پوځي کودتاله له باره له تره کي څخه غوښتله !
[quote:abec5ae195]لنډه داچې ما اقتصاد، فلسفه او علمی سوسياليسم د مارکسيستی پوهې درې جزه ګڼلی خو تاسې بیا زما په جمله سم نه ياست پوهیدلی او داسې نتيجه مو ترې اخيستې ده چې ماترياليستی فلسفه، علمی سوسياليسم او سياسی اقتصاد يو له بله سره داسې تړلی اجزا دی، چې د يوه مطالعه د بل نه پرته ناممکنه ده. [/quote:abec5ae195]
درې [color=yellow:abec5ae195]لا یتجزا [/color:abec5ae195]جزه مو ګڼلې نۀ یو له بل څخه بیلیدونکی جزونه ! او همدا خبره هر مارکسیست هم کوی، او خلقی لیونیانو خو به له پوهې پرته هم ډنګوله !
او پاتې شوه مطالعه ، هغه خو د یوه کتاب د بیلابیلو فصلونو هم بیل بیل کیدای شي ، داخوڅه دلیل نه دی .
نو دا نظر د مارکسیستانو په اړه او که ته هم ځان مارکسیست یا د خلقیانو تیوریسن بولې بالکل سم دی چې ((چې متریالستي فلسفه ، یا دقیقا ًدیالېکتیکي اوتاریخي متریالیزم ،... علمی سوسیالیزم ـ کمونیزم او سیاسی اقتصاد سره لاینفک او )) سره تړلی اجزا دی ا و داهم سمه ده چې د يوه منل د بل قبلول د مارکسستانو له پاره حتمی کوی. د همداسی معقول او علمی حکم پر اساس ستاسې تذویري انکار او ورته خبرې او ګنګ ځوابونه خپل اعتبار له لاسه ورکوی.
[quote:abec5ae195]ما دا سې نه دی ويلی چې خلق اوپرچم دينی سوسيالستان وبوله، هغوی هم ځانونه نه دی بللې، خو دا مې ويلی چې خلقيان او پرچميان په مجموعی توګه کافر ، ملحد او کمونست بلل له واقعيت لرې خبره ده. البته ددې ګوندو په غړو کې د هغه د پراخه سياسی پروګرامونو د لرلو له کبله مختلفې ډلې او رنګارنګ روشنفکران را ټول شوی ؤ، چې په هغو کې به طبعا غير مسلمانان هم ؤ. [/quote:abec5ae195]
ته غواړې د هیلۍ بچو ته غوټې ورکړې یا د ټول افغانستان دخلکو ، مسلمانانو مجاهدینو زیارکښانو بزګرانو او غریبو ولسونو په سترګو کې شګې وشیندې ، متریالیزم او الحاد لا آن د ګوند په اساسنامه کې د علمی ایدیالوژۍ په نامه ځای په ځای شوی او منل یې د غړیتوب د شرط په توګه د بزو غوندې آن دترکی امین او کارمل پورې د ګوندیانو ګردۍ ورلوڅې کړې وې . اوکه ته ترې انکار کوې ، ته به ځان له هغوی څخه هم سرزوری بولې ، که څنګه تاسو په کې نور څه ویل غواړئ ؟
په درنښت
ته خو زما د مجلس يار يې ( لومړۍ برخه)
Mohammad Hassan
18.01.2008
ته خو زما د مجلس يار يې
د خپل مجلس ياران خو نه خپه کومه!
د بحث په دې فورم کې زما ګرانه ملګريه، درنه او منليه غيرت صاحب، سلامونه مې ومنه. د خدای (ج) څخه غواړم چې په تن پټ، په ګېډه موړ او په ځان جوړ وې.
خوشحاله شوم چې بيا را ښکاره شوې. زه چې د تاسې ليکنې لولم، داسې په خيال کې راځی چې ستاسې آواز اورم او مخامخ ديدن درسره کوم، چې دا مې نور هم خوشحاله کوی. خدای د تاسې ددې بحث له فورم او ددې مجلس څخه نه کموی.
مخکې له دې چې بحث پيل کړم غواړم په ډير احترام سره ستاسې دا جمله کټه مټه او په عين ډول د خپلې خوا بيرته تاسې ته در واستوم چې :«ځوابونه د موضوع سره تړاو لری، نه شخصا له تاسو سره، ګوره چې خفه راڅخه نه شې او شخصی يې ونه انګيرې!»
اوس راځم زما او ستا د بحث خواته:
ما چې په بحث کې د تاسې «پړسيدل» او «د غُلو خوړل» او نور کلمات، تند او سخت عکس العمل او نورې له اصلی موضوع څخه د تيريدلو بهانې وليدې، په اول کې مې له ځانه سره وويل چې دا د ښاغلی غيرت د عصبانيت او د منطق د شکست علامې دی او نور بايد دا بحث ور سره بس کړم. خو بيا مې فکر وکړ چې په دې کار سره به تاسې داسې فکر وکړی ،چې ستاسې ځوابونه مې شخصی انګپرلی او زه له تاسې څخه خفه شوی یم. نو د تاسې د ملګرتيا او په راتلونکو بحثونو کې د سالمې فضا د ساتلو په خاطر ځان مکلف ګڼم چې دا ځواب درته وليکم. سره له دې چې تاسې د بحث سټايل او ژبه بدله کړه او بحث هم نور هغه پخوانی اهميت د لاسه ورکړ، خو زه به کوښښ وکړم چې د بحث اهميت بيرته تازه او لږ تر لږه د بحث هغه چوکاټ چې تاسې ورته جوړ کړی وساتم . که د تاسې له خوا د وړاندې شوی منطق او ليکل شوو کلمو څخه مې چيرته کار واخيست او تاسو ته زيږې ښکاره شوې، دا به زما ګناه نه وی او زه به د ( کلمو الناس علی قدر عقولهم، ژباړه: له هر چا سره د هغو د عقل په اندازه ـ برابرې ـ خبرې وکړی) د حديث پر اساس ددې کار جواز لرم. دادې خپل معذرت مې مخکې تر مخه درته وړاندې کوم، هيله ده چې بښنه راته وکړې.
تاسې داسې ليکلی چې:
[quote:fd89f95aea]که ولیکئ چې د مارکس له کومو افکارو ، عقايدو او نظرياتو سره موافق نظر (نه لرئ ؟؟؟) دابه لوستونکو ته ګټور تمام شي .[/quote:fd89f95aea]
ستاسې دا سوال مې چې ولوست، نو ورته ومې خندل. زه نور پوه شوم، چې ستاسې څخه د بحث لاره ورکه ده، خو غواړی کوښښ وکړې، چې بحث ته دوام هم ورکړې.
له يوه لوری د دی ډول سوال او مسئلې مطرح کول زموږ او تاسې تر بحث لاندې له پخوانۍ اصلی موضوع سره هيڅ تړاو نه لری. ته هم لکه د ((از ګپ ، ګپ ميخيزد)) د پروګرام په څير له یوې خبرې نه بلې او له يوې موضوع څخه بلې ته تلل او راتلل غواړی او کوشش کوې چې بحث داسې خواته بوزې، چې خپل سياسی افکار او د نورو سياسی ډلو په وړاندې خپل نفرت او تعصب ته د ښکارولو او تبليغولو موقع برابره کړې. که داسې نه وی نو تاسې خپله فکر وکړی، چې د بحث د يوه ملګری په يوه جمله ،( چې هغه د افغانستان له اساسی قانون سره ، سر خوری او که د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو د اعلاميې له موادو سره،) تاسې د خپل نيمګړی قضاوت د وړاندې کولو له لارې او وروسته بيا د خپلو «سوالو» او د«ليلو» په واسطه موضوع له کومه ځايه، کوم ځای ته را کش کړه.
نو زه خو فکر کوم چې ددې سوال ځواب له اصلی موضوع سره ارتباط نه لری، تاسې هسې ورباندې يا د خپلې ګېډې پړ سوب کښينوی او يا خومو ورپکې کوم داسې مطلب بيا هم نغښتی، چې داسې موقع بر ابره کړې، چې خپلو پخوانيو او اوسنيو سياسی دښمنانو ته ښکنځل وکړای شې او بد ورته ووايې.
که بې طرفه فکر وشی، نو داخو څه مهمه خبره نه ده چې څوک پوه شی او که پوه نه شی، چې زه او يا هم ته د مارکس او ياکوم بل فيلسوف او عالم له کومو نظرونو سره موافق او له کومو سره مخالف يو. زه او ته دواړه چې په مستعار و نومونو ليکنې کوو، کوم داسې مهم شخصيتونه او عالمان هم نه يو، چې د نورو لپاره زموږ د افکارو پوهه ګټوره وی. خو که بيا هم په دې کې کوم بل پټ هدف نه لری او نه غواړې چې زما د بيان په بهانه بيا د پخپلو سياسی حريفانو د ښکنځلو او بد ويلو باران وکړی، نو لطفا یې له خپله ځانه را شروع کړه او ووايه چې تاسې د مارکس له کومو نظرياتو سره موافق او يا مثلا د هګل له کومو سره موافق نه ياست. موږ به يې وګورو، که دې کار رښتيا ګټه درلوده، لکه تاسې چې فکر کوی او لوستونکو ورسره مينه ښکاره کړه، لکه تاسې يې چې دعوه کړي، نو بيا به يوازې زه نه، بلکې ښايی نور ډير ملګری دې کارته اقدام وکړی او د مختلفو عالمانو د نظرياتو په هکله وليکی، چې په هغو کې يې څه خوښیږی او کوم شيونه ور پکې ردوی. نو ته خو شکر ده مسلمان هم يې، نو هغه شی چې د نورو له پاره خوښوې، هغه لومړی د ځان له پاره وغواړه اوراځه همدلته يې په عمل کې تطبيق کړه.
تاسو زما يوه سوال ته هم ځواب نه دی ويلی، خو پخپله مو نوی سوالونه سر په سر ، تکراری مطرح کوئ او بيا مو داسې سوال کړی:
[quote:fd89f95aea] بیا هم مونږ ته دا مالومات نشئ راکولی چې مارکس ولې او څنګه د کارګرو طبقه د سرمایدار ګورکن بللې ده ؟[/quote:fd89f95aea]
ستاسې دې سوال ته مامخکې داسې ځواب ليکلی و:[quote:fd89f95aea]نو ته او خدای، دا موضوع په دې ځای د ټول افغان په يوه لنډه او ناقصه مقاله کې توضيح کيدای شی؟ ...او که تاسې واياست چې داسې نه ده، او که تاسې دا حکمت لری، نو لطفا دا مهربانی وکړی، زه خو له دې حکمت څخه بې برخې یم.[/quote:fd89f95aea]
نور له مانه څه غواړې؟ زه پوه نه شوم چې د سوال د تکرار ضرورت څه ؤ. تاسو په دا دومره ورځو کې زما پاس ليکنه نه ده لوستې؟ او که ورباندې پوه شوی نه ياست؟ او که د ډیر زړه غواړی چې حتما داموضوع توضيح شی، نو له ليکنو څخه د داسې معلوميږی، يا لږ تر لږه تاسې ځان داسې ښکاروی، چې په مارکسيسم ـ لنينيسم کې ښه وارد او دهغو لوی منتقد ياست، که داسې وی، نو لطفا پخپله په دې موضوع کې اقدام وکړی!! صبر او ځنډ ته اړتيا نه لرې.
داسې خیال ته خو پخپل مغز کې د تيريدلو اجازه هيڅ نه ورکوم، چې ستاسې مطلب د زما د عقيدې تفتیش وی، او چې کېدای شی له دې لارې د کوم پرووکاسيون پلان کړی وی.
سره له دې چې زړه مې نه کيږی، خو بيا به هم ستاسې د پرله پسې غوښتنو او خواهشونو پراساس له خپله فکره يو څو ګوډې او ماتې جملې درته په دې خاطر وليکم، چې که په موضوع باندې پوهيږی، خو بيا هم غواړې چې د يوه او يابل هدف په خاطر ما وازمويې، نو چې بيخی ماءيوسه نه شې، او که رښتيا نه ورباندې پوهيږی، چې بيا بيخې ناپوهه پاته نشې. خو (که دې زړه شو) دا په موضوع کې د مارکسيستی پوهې يو ه نيمګړی او خورا کوچنی برخه او د هغې د ناقص بيان په حيث ومنه. که يې د درياب له اوبو څخه يو ګيلاس نه قبلوې، نو د ارغوانی شرابو له يوه لوی خـُم څخه يې د يوه جنګسالار قوماندان د شرابو يوه غټه پياله خو وبوله.
اوس نو د افغانستان د يوه زبردست، نوميالی، ملی او خلقی شاعر يوه څلوريزه چې همدا لحظه مې په ياد راغله، ولوله. او وګوره چې څنګه ورپکې فلسفه، ټولنيز پرابلمونه، تاريخې موضوعات او انقلابی پيغام يوځای شوی دی:
طبقاتی جګړه:
خصوصی مالکيت کله چې پیدا شو
له هغه وخته تر ننه دا جګړه ده
دا ظالم له دې مظلوم سره جنګيږی
کله ګرمه شی او بيا کله سړه ده
(نوټ: ښاغلی پيونده، زه فکر کوم چې دا شعر به ستاسې وی، که مې غلط ليکلی وی، بښنه غواړم)
زما په خيال:
د مارکس له نظره د توليد واکمن ډول او اقتصادی راکړه، ورکړه د ټاکلی ټولنيز جوړښت د بنسټ ډبره او همدا راز د بشری تاريخی تکامل په هر پوړ کې د هغو د سياسی تاريخ او فکری ودې اساس جوړوی. نو ځکه ويلای شو چې د بشری ټولنو تاريخ د طبقاتی مبارزو ، يعنې د استثمار ګر او استثماريدونکی، د ظالم او مظلوم او د حاکم او محکوم تر منځ د کشمکش ، جدل او مبارزو تاريخ دی.
کله چې په ټولنه کې خصوصی مالکيت منځ ته راغلئ او د انسان له خوا د انسان استثمار پيل شوئ، د بادار او غلام، د دهقان او فيوډال او د سرمايدار او کارګر ترمنځ کشمکش او مبارزو په پوښلی او يا برملا شکل په نه شليدونکی ډول د زمانې په اوږدو کې په پرله پسې توګه دوام موندلی دی. دا مبارزه به تر هغه وخته دوام مومی تر څو چې په نړۍ کې یوه داسې کمونستی ټولنه منځ ته نوی راغلې، چې په هغه کې پر توليدی وسايلو د خصوصی ملکيت پر ځای ټولنيز او اشتراکی ملکيت برقرار وی، د فرد له خوا د فرد استثمار وجود ونه لری او د جامعې د ټولو افرادو تر منځ د عدالت او مساواتو اړيکې برقرارې وی.
هر هغه اجتماعی اقتصادی فرماسيون چې د توليد پر وسايلو باندې د خصوصی ملکيت پر بنسټ جوړ شوی وی په غوره توګه د دوو مهمو ټولنيزو طبقو ترمنځ تضاد عمده او نه پخولا کيدونکی وی. په دې اساس د غلامۍ په دوره کې د غلام او بادار، په فيوډاليسم کې د فيوډال او دهقان او په کپيټاليسم کې د بورژوا او پرولتاريا ترمنځ تضادونه عمده او نه پخولاکیدونکی دی. (دا په دې معنی نه دې چې په بورژوازی نظام کی د نورو فرعی طبقو او اجتماعی ګروپو نو ترمنځ تضادونه نشته، خو هغه دوهمه درجه، فرعی او غير عمده دی) د دا ډول طبقاتی مبارزې پایله د نوی پرمختللی ټولنيز اقتصادی فرماسيون رامنځه کیدل او د دواړو متضادو طبقو تاريخی مړينه ده. د ټولنيز تکامل د همدې قانون مندې ودې پر اساس اوس په نړۍ کې د بورژوازۍنوئ صنعتی نظام د وراسته او زاړه فيوډالی اقتصادی او اجتماعی فرماسيون له بطن څخه را زيږيدلی او په چټکۍ سره د خپلې ودې او تکامل مراحل وهی. ددې نوې نظام اساسی او غوره متضادې طبقې هم نوی، بورژوازی او صنعتی کارګران (پرولتاريا)، دی . سرمايداری نظام د ستم، ظلم او استبداد هغه پخوانی علنی، زيږه او ښکاره شکلونه له منځه يوړل او په ځای يې د هغو نوی، پټ او ظريف اشکال منځ ته راوړل، چې په ماهيت کې له هغو پخوانيو څخه زيات خطرناک او بې رحمه دی. په ټولنه کې يې اخلاقی او دينی او مذهبی ترحم ، عاطفه او زړه سوی په ډیره تيزۍ او بې رحمۍ له منځه يوړل او زيربناوې يې ور دړې وړې کړې. د ټولنې د اعضاوو او ان د يوې کورنۍ د اعضاوو تر منځ يې هم د متقابلې همکارۍ، مهر او عاطفې پرځای د مادياتو محاسبه او پولی مناسبات رامنځ ته کړل. په بورژوازی نظام کې د استبداد او فشار دروندپيټئ د کارګرې طبقې پر اوږو پروت دی. هر څومره چې د سرمایداری رژیم وده کوی، په همغه اندازه د کارګرانو د استثمار درجه لوړيږی او وضعه يې خرابيږی. د بورژوازی اقتصادی شرايط د کار ګر طبقه په مختلفو اشکالو مبارزې ته اړباسی.
لنډه دا چې لکه څنګه چې په فيوډالی نظام کې د توليدې ځواکونو د ودې او د هغو د دوو غوره طبقوـ فيوډالانو او دهقانانوـ ترمنځ د مبارزی په نتيجه کې سرمايداری رژيم را وزيږيد، د ټولنيز تکامل د همدې قانونمنديو پر اساس به د بورژوازی اقتصادی ـ اجتماعی فرماسيون ځای يو نوی بې طبقو، اشتراکی (کمونيستی) سيستم نيسی.
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
زړه مې تنګ شو. دا داسې شی دی چې شروع يې کړی، خلاصون نه لری. خو اوس ته چې همدومره ولولې بس د دی. زه هم ستړی شوم. وخت مې د هسې په دې شيانو تير کړ او که نه نو د زوی خوارکی د بوټو پيسې خو به ګټلې وای.
اوس د په خدای سپارم ، د نور ليک ځواب د بيا وروسته حتما له خيره سره درته ليکم. چې ماءيوس نه شې او
صبر کوه صبر سرور دی
په بې صبرۍ معشوقې چاموندلې دينه؟
Ghairat
18.01.2008
صافي صاحب منم دې،د خبرو په اړولو راړولو کې تکړه یې . ډیرې ورانې خبرې سمې ځلولی او سمې ورانولی شې . خو لومړی مې سلامونه او بیا څو عرضونه واوره:
۱ ـ کله چې لیکئ چې ً د مارکس له ډیرو خبرو سره موافق نه یم، نو لوستونکي دې ته رابولئ چې مو وپوښتي ، له کومو خبرو سره یې موافق نه یاست ؟ ځکه یو تنقیدی لوستونکی ښايي لومړی ستاسې صداقت و ازمايي چې آیا دا خبره مو تذویر دی که حقیقت ، دا ستاسې له ادعا څخه راوتلې پوښتنه ده، که غواړئ چې ادعا مو تذویر ونه ګڼل شي باید په ګوته یې کړئ چې د مارکس کومې خبرې نشئ منلی .
دوهم داچې ممکن همغه خبرې چې تاسو یې نه منئ دلوستوني له پاره د اهمیت وړ وي . یا ستاسو له مالوماتو څخه ګټه اخیستل غواړي چې د مارکس کوم افکار تاسې څنګه او پر کومو دلایلو ردوئ او یا هم که په اړونده برخه کې ستاسې د نیوکې ځواب ولري ، له تاسو سره به یې شریک کړي . دغه ټول احتمالونه امکان لری او د بحٍث یوه ډیره مثمره برخه جوړوي .
۲ ـ اصولا سمه نه ده چې د خپلی یوې ادعا ثبوت د ژبې په اړولو راړولو بیرته له هغه پوښتونکي څخه وغواړې چې له تانه یې ستا د ادعا ثبوت له باره کړې وي .
۳ : نو اصولا او نتیجتا باید هغه څه ( ادعا) وړاندې نشي چې سړی یې یا دلیل نه لري او یا یې دلیل وړاندې کولی نشي .
۴ د بل خبره ځان ته او د ځان بل ته راجع کول هم بحث له اصولیت څخه باسي او باید ترې ډډه وشي .
د ساري په توګه که څوک د خلقیانو عوامفریبه تذویري بحٍثونو ته چې په مذهبي
شکل به یې کول د مسلمان افغان ولس په وړاندې عام سیاسي خیانت او جنایت ووایي او یایې په مثال کې د یو تن مجهول خلقي غًَُِـل خوراک وبولي ، ایا دابه سمه وي چې هغه یوه مشخص تن ته راجع او په یو مالوم تن یې وروتپي ؟، نه دا اصولا سم کار نه دی، مګر داچې ځان د خلقیانو او یا د هغوی د ګوند مدافع اعلام کړي !
له دې مقدماتي څو یادونو څخه چې اصلی موضوع ته راشو نو تاسې ښې او خوږې خبرې لیکلي خو د هیچا په درد نه خوري او اوس یې د زړو ببولالو بڼه اختیار کړې ده. له نورو نه به تیر شو او صرف په دې لاندې جمله به یې د چا خبره مکث وکړو چې :
[quote:18806efd4e]هر څومره چې د سرمایداری رژیم وده کوی، په همغه اندازه د کارګرانو د استثمار درجه لوړيږی او وضعه يې خرابيږی[/quote:18806efd4e].
تاریخي فکت ښیی چې هو (( په همغه اندازه د کارګرانو د استثمار درجه لوړيږی ))
خو وضعه یې نه خرابه نه ، بلکې ښه کیږي . د ننيو کارګرانو وضع د مارکس د وخت له هغو څخه سل چنده ښه شوې ده . خو مارکس یې پر خرابۍ خپله تیوري بنا کړې وه ، خو تاریخي تجربې او پرکتیک وښودله چې مارکس سخت تیروتی و. په همدې اساس کمونیزم په عمل کې هم یو تش خیالپلو پاتې شو . دشوروی او سوسیالستي بلاک ماتې یو ځل بیا پر دغه خیالپلو باندې د بطلان کرښه راکښله آیا همداسې نه ده ؟؟؟
[quote:18806efd4e]د غلامۍ په دوره کې د غلام او بادار، په فيوډاليسم کې د فيوډال او دهقان او په کپيټاليسم کې د بورژوا او پرولتاريا ترمنځ تضادونه عمده او نه پخولاکیدونکی دی. (دا په دې معنی نه دې چې په بورژوازی نظام کی د نورو فرعی طبقو او اجتماعی ګروپو نو ترمنځ تضادونه نشته، خو هغه دوهمه درجه، فرعی او غير عمده دی) د دا ډول طبقاتی مبارزې پایله د نوی پرمختللی ټولنيز اقتصادی فرماسيون رامنځه کیدل او د دواړو متضادو طبقو تاريخی مړينه ده[/quote:18806efd4e]
منم چې د غلام او برده دار ، دهقان او فیوډال ترمنځ مبارزه موجوده وه. خو انقلابي هغه طبقه وه چې په قدرت راغله او هغه نه غلام و او نه دهقان !
[color=white:18806efd4e]په افغانستان کې خو د کارګر طبقه نه وه او دهقان خو نه انقلابي وي او نه هم د قدرت جوګه نو بیا خلق او پرچم قدرت شوروي ته سپآرل غوښته لکه څنګه چې يې ورته وهم سپاره (؟؟)
نو ایا دا اوس ددوی د انقلابیت تیوري ده ؟ او که نآ : د هغوی ګوډاګیت او ملي خیانت ؟؟؟؟[/color:18806efd4e]
په پای کې بیا هم هلته پاتې یاست چیرې چې دمخه وئ :
څنګه چې نه غلام د برده دار ګورکن شو او نه دهقان د فیوډال، نو آخر کار ګر ولې او څنګه د سرمایدار ګورکن ګرځيدای شي په داسې څال کې چې تر اوسه خو هیچیرې هم د سرمایدارۍ رښتینی ګورکن هم نشو؟؟؟؟
ته خو زما د مجلس يار يې (دوهمه برخه)
Mohammad Hassan
19.01.2008
ته خو زما د مجلس يار يې
دخپل مجلس آشنا به نه خپه کومه!
``````````````````````````````````````````````````````````````````````(دوهمه برخه)
ښاغلی غيرت صاحب، دادی خپل سلامونه او احترام مې ستاسې په وړاندې يو ځل بيا تازه کوم او ستاسې د اعصابو د آرامتيا او د ژوند د سوکالتيا هیله من يم.
ړومبۍ خبره: وروره له مانه خو پرون د شپې راهيسې دا زما او ستا د بحث دستر خوان ورک ؤ. زه په همغه پخوانی ځای (مسجد) کې پسې ګرزيدم. چې پيدا مې نه کړ، فکر مې وکړ چې د مولوی صاحب او يا د کوم بل چا تر ګلماله لاندې شوی. خو اوس مې چې دلته وموند، ډير ورته خوشحاله شوم. زه نه پوهيږم چې چا له مسجده، دلته سياسی کلوب ته راغورځولی ؟ بد کار خو نه دی شوی. په مسجد کې خو مو ځينې شرعی محدوديتونه لرل او دلته خو مو بيا آزادی لږ زياته ده!
مګر نور به ښه وی چې د غُلو ملو خبرې دلته هم ونه کړو ودې لیدل چې د هغو بوی په مسجد کې چا تحمل نشوای کړای او په سياسی کلوب کې به هم همداسې وی.
زه پوهېدم چې هغه په بل ليک کې زما له ګډو وډو جملو څخه به د کارل مارکس له نظره د بورژوازۍ په له منځه وړلو کې د کارګرې طبقې په رول اوهمدا راز د بشری ټولنې د تاريخی تکامل د قانونمنديو پر اساس د کپيټاليسم په سقوط او تر هغه وروسته د کمونيسم په حتمی او قانونمده راتلو باندې به مو سر نه وی خلاص شوی. خو زه ځکه ځان ګنهګار نه بولم، چې ما خو مخکې دا مسئله درک کړې وه.
اوس به راشم دې ته چې تاسې ليکی دی:
[quote:9054b9680f]آیا مارکسیزم وجود لري؟[/quote:9054b9680f]
دلته به هغه متل درته راوړم چې وايی «يو پټئ رشقه يې وخوړه او ته يې لا مږه نه بولې»
ته په کوم خيال او چرت کې تللی یې؟ په خوب کې غږيږې او که بيدار يې؟ په خود یې او که بيخوده؟ زه چې د تاسې دا سوال لولم، د هغه د ځواب تر مخه تاسې ته يوه مشوره ضروری بولم او هغه دا چې تاسې حتما او زر تر زره د اعصابو او يا د روحياتو ډاکتر ته ولاړشی؟ ما تر اوسه له هيڅ روغ سړی څخه داسې پوښتنه نه ده اوريدلې!!!
تاسې دا پوښتنه مخکې له دې چې په دې بحث کې له ما څخه وکړی، لازمه وه چې د خپل کلې د ښوونځی له کوم ښوونکی يا زده کوونکی څخه او يا هم تاسې ته نږدی د سياست له کوم ابتدايی مينه وال او يا بل چا څخه کړې وای. زه باور لرم چې درته به یې په ساده ژبه، د ډير فلسفی تحليل پرته ويلی وای چې هو، مارکسيسم وجود لری او هغه بيا هسې سياسی، فلسفی او ايديولوژيک مسلک، يا ښونځی یا مکتب دی ، چې د تهداب ډبره یې د مارکس له خوا ايښودل شوې ده.
اوس هم که تاسې د ډاکتر له تداوی وروسته په حال راشی او هغه لوستی تاريخونه موبيرته درپه ياد شی، نو پوه به شی، چې مارکسيسم د نولسم قرن له نيمایی څخه را په دې خوا تر اوسه پورې ټوله نړۍ ښوروی. تاسو ته به ښه په يادوی چې د ساړه جنګ په دوران کې يو لوی شرقی يا سوسياليستی بلاک د غربی يا سرمايداری بلاک په وړاندې موجود ؤ او هغو يو نظامی پکټ د وارشا په نامه لاره او دا ټول د مارکسيسم د اساساتو پر اساس رامنځته شوی ؤاو يا لږ تر لږه مارکسيسم د هغو په ايجاد کې غوره رول لوبولی دی. . همدا ته پخپله چيغې وهی، چې دا خلقيان او پرچميان مارکسيستان ؤ، نو که مارکسيسم نه ؤ، نو دا مارکسيستان له کومه شول؟ همدا اوس زما او ستا بحث د څه شی پر بنسټ دی؟ په څه شی د جدل نښلولی؟
ته لکه چې بيخی زوړ شوی يې، خدای د ستا سر ته خير پيښوی او خدای د ژوند اوږد کړه، زه فکر کوم چې نورې تشريح ته اړتيا نشته. تاسې چې په خير د ډاکتر له تداوی بيرته راوګرځی، دا شيونه به مو بير ته ټول ياد ته درشی، زه باور لرم!!!
کله چې له خيره سره صحت مو ښه شو نو بيا د مارکسيسم تعريف په نظر کې ونیسه او دې سوالوته پخپله ځواب ورکړه چې :
[quote:9054b9680f] د مارکس، هیګل. کانټ ، ارستو ، افلاطون او سقراط ښوونې شته، ولې ایا افلاطونیسم، سقراتیسم، ارستو تلیسم، کانټیسم ، هیګلیسم هم شته؟
او که ستاسو په اند دا یو هم نشته خو صرف مارکسیسم شته او لېنېنیسم شته ، آیا همداسې ده ؟؟؟[/quote:9054b9680f]
تاسې بيا ليکی چې:[quote:9054b9680f]او د مارکسیسم د مکتب ادعا لرل کوم دګم او تشه ایدیالوژیکه عقیده نه ده؟ [/quote:9054b9680f]
یعنې څه؟ لطفا تشريح کړه چې ته «دګم » څه شی ته وايې؟ «ايديولوژی» ستاسې په نظر څه شی ده اوله «ايديولوژیکی عقيدې» څخه مو مقصد څه دی؟
زه چې له سواله ستاسې مطلب پوه نه شم، ځواب یې نه شم ويلای!
بل ځای مو سم ليکلی چې :[quote:9054b9680f]د خلقي او پرچمي له پاره دریواړه اجزاوې لا یتجزا سره تړلې اومجموعې ته یې مارکسیزم وایه [/quote:9054b9680f]
دا همداسې ده او د هغوی درک سم دی چې په مارکسيسم کې د مارکس فلسفی، اقتصادی او د علمی سوسياليسم تيوری درې واړه یو له بله سره کلکې تړلې دی او که ئې يوه برخه هم ترې لرې او بېله شی، نو مارکسيسم نه دی. . که تاسې بل ډول فکر کوی، زما په نظر هم تاسې پخپله په غلطه لاره روان ياست؟
خو داچې ټولو خلقيانو او پرچميانو :
[quote:9054b9680f]له يوه جز څخه یې هم انکار نه کاوه[/quote:9054b9680f]
سمه نه ده. دا ټولو خلقيانو او پرچميانو چې اکثره يې د غريبانو او کليوالو اولادونه وه، له کومه ځايه يې دا امکان وموند چې د مارکسيسم درې واړه جزه ولوستلای شی؟ دا خو لا پريږده، چې بيا يې ومنی. دا امکان نه لری او عينی واقعيات او شواهد هم ستاسې نظر له ورايه ردوی، چې په اړه مو په مخکې ورباندی خبرې کړی دی، کولای شی زما پخوانيو ليکنو ته بيا هم مراجعه وکړی.
په افغانستان کې بيا دومره پوهه او دومره مارکسيستی آثار له کومه شول؟ چې ټولو خلقيانو او پرجميانو ته ور رسيدلی وای؟ همدا اوس زه د تاسې له پاره په يوه پښتو سند پسې ګرزم، موندلی يې نه شم. لنډه داچې ستاسی ادعا له عينی واقعيت سره سر نه خوری. په ّهیواد کې دومره ډیر مارکسيستی آثار او هغه هم په افغانی ژبو موجود نه ؤ او نه دی، دې خلقيانو بيچاره ګانو د غریبو زحمتکشانو زامنو دومره امکانات له کومه کړل، چې لومړی خارجی ژبې زده کړی او بيا په هغو باندې د مارکس آثار ولولی؟ په افغانانو کې له مطالعې سره دومره شوق او علاقه هم نه وه او نشته، دولت هم په سياسی کتابونو او په تېره بيا په انقلابی آثارو سخت بنديزونه لګولی ؤ، د ژوند او اقتصادی ستونځو هم افغانانو ته دا امکانات نه ورکول او لا نه يې ورکوی. زموږ په يوه وروسته پاته فيوډالی او نيمه فیوډالی ټولنه کې د روشنفکرانو او په تېره بيا د ځوانو زده کوونکو او محصلينو د درک ، پوهې او اجتماعی ، سياسی شعور سطحه دومره لوړه نه وه، چې له پيچلو فلسفی موضوعاتو او د پرمخ تللی سرمايداری او د هغو د انحصاری رژیم له مغلقو پديدو او پروسو څخه د سم درک وکولای شی.
نتيجه داچې دا يوازې د روشنفکرانو له دې کتلې سره د هغوی د سياسی دښمنانوتعصب ، مخالفت او عمدی تبليغ دی چې په اغلب ګمان د خارجی غرض لرونکو ځواکونو له خوا پلان شوی او غواړی چې (په آګاهانه او يا نا آګاهانه توګه) د وطن د خارجی دښمنانو په ګټه د افغانانو تر منځ د نفاق او شقاق پولې لویې او پلنې کړی، يو پر بل يې ووهی، څملوی او ووژنی. لومړی له فرق او تميز پرته، په ټولو ګونديانو د کفر او الحاد ټاپه ووهی او بيا ټول د خپلو افغانو «مسلمانانو» او «جهاديانو» د يوې چړې تيغ ته برابروی او زموږ ملک او وطن او ولس د روشنفکرانو او تخصصی کادرونو له دې پانګې څخه خلاص او محرومول غواړی. کله يې چې د افغانی روشنفکرانو يوه ډله په يوه بهانه په بله ووهله، نو بيا بلې ته بهانه موندل او د هغو له منځه وړل هم ورته آسانه دی. په نتیجه کې يې افغانان مجبور دی، چې لږ تر لږه يو نسل بل صبر وکړی، تر څو چې له سره بيا د روشنفکرانو او تخصصی کادرونو نوی حرکت منځته راشی. او هیڅوک نه پوهيږی چې د هغو حال او برخليک به څه وی؟
تاسې بيا ليکلی چې :
[quote:9054b9680f] دهمدغې بی استثماره ټولنې مفکوره هم مارکس لومړی په فلسفی اٍثارو کې کړې اوبیا یې په اقتصادي تیوري کې لاپسې مشخصه کړې ده ، حتی هغه د تاریخي ماتریالیزم په نامه پخپله کوم بیل کتاب هم نه دی لیکلی .[/quote:9054b9680f]
مقصد مو څه دی؟ څه غواړۍ وواياست؟ هغه څنګه په فلسفی آثارو کې د بې استثماره ټولنې مفکوره ياده کړی او بيایې نو څنګه په اقتصادی تيوری کې لا پسې مشخصه کړې ده؟ لطفا لږ توضيح ورکړی چې تاسې څه ويل غواړی؟ زه مو په مطلب سم نه پوهیږم! غواړی چې د بې استثماره ټولنې مبحث، يو فلسفی مبحث وبولی؟ غواړی چې د مارکس اقتصادی تيوری د علمی سوسياليسم له تيوری سره ګډه کړی؟ او که نه کوم بل څه مو مطلب دی؟
که مارکس د تاريخی ماترياليسم په نامه کوم بيل کتاب نه دی ليکی،نو ستاسې په نظر يې علت څه دی؟ نوهغو دا تاريخی ماټرياليسم په کوم ځای کې تشريح کړی دي؟ آيا تشريح کړی يې دی او که نه؟ او که یې تشريح کړی، نو لطفا وواياست، چې د هغه له نظره ستاسې په فکر تاريخی ماترياليسم څه شی دی؟؟؟
نور بيا
Ghairat
20.01.2008
ښاغلی محمد حسن صافی صاحب ته سلامونه او نېکې هيلې !
[quote:1633e8f363]پوهېدم چې هغه په بل ليک کې زما له ګډو وډو جملو څخه به د کارل مارکس له نظره د بورژوازۍ په له منځه وړلو کې د کارګرې طبقې په رول اوهمدا راز د بشری ټولنې د تاريخی تکامل د قانونمنديو پر اساس د کپيټاليسم په سقوط او تر هغه وروسته د کمونيسم په حتمی او قانونمده راتلو باندې به مو سر نه وی خلاص شوی. خو زه ځکه ځان ګنهګار نه بولم، چې ما خو مخکې دا مسئله درک کړې وه. [/quote:1633e8f363]بارک شه ، نام خدا تاسوخو بلا کوئ بلا :
تاسو هغه تبلیغي خبرې لیکلي چې ویل کیږ.ي ګوندیانو ته به د ګوندي بامبړانو له خوا تدریس کېدې ، په هغې کې بردګي په فیوډالي او فیوډالي په سرمایداري اوختل توجه شوي او بیا یې د مارکس وړاندوینه چې همدغسې به سرمایداري هم په سوسیالیزم اوړي، نو دا د مارکس یوه وړاندوینه وه خوم ګوندي بامبړانو او د شوروي دولتي چوپړیو دا د حقیقت یوه نغده سیکه وګرځوله ، خو تر کومه چې یې مارکس سوسیالیزم ته د اوښتو اړینتیا په ګوته کړې هغه هم تاسو تر اوسه پورې ونشوه ښودلی او صرف د ګوندي تبلیغاتو د متن په وړاندې کولو بسنه کړې ده . خو خیر کور دې آباد همدغه به مو له لاسه پوره وو نور په تکلیف نه درکوم .
[quote:1633e8f363]آیا مارکسیزم وجود لري؟ [/quote:1633e8f363]
هو، خو یواځې د شوروي، چین او کمونستي ګوندونو په اند، نه د نورو نړیوالو فیلسوفانو په اندګور . نړیواله فلسفه یې د مارکس ښوونه بولي چې په الماني ژبه کی ورته die Marx'sche Lehre بولي ، نه مارکسیسم . خو داچې تاسو به ښايي
ځان د شوروي ایدیالوژۍ یو قسم خوړلی پل تلونکی(پیرو) بولئ نو دغه ستر توپیر چې ټولو نړیوالو فیلسوفانو په ګوته کړی ستاسې له پاره کله د درک وړ وي . نو دغه لاندې متل ښايي پخپله ستاسو په آړه رښتینی وي چې :
[quote:1633e8f363]دلته به هغه متل درته راوړم چې وايی «يو پټئ رشقه يې وخوړه او ته يې لا مږه نه بولې» [/quote:1633e8f363] او دغه توصیه چې پخپله ورته ډیره اړتیا لرئ څومره بیځایه باد کړې ده :
[quote:1633e8f363]ته په کوم خيال او چرت کې تللی یې؟ په خوب کې غږيږې او که بيدار يې؟ په خود یې او که بيخوده؟ زه چې د تاسې دا سوال لولم، د هغه د ځواب تر مخه تاسې ته يوه مشوره ضروری بولم او هغه دا چې تاسې حتما او زر تر زره د اعصابو او يا د روحياتو ډاکتر ته ولاړشی؟ ما تر اوسه له هيڅ روغ سړی څخه داسې پوښتنه نه ده اوريدلې!!! [/quote:1633e8f363]
ستاسو دغه عالمانه طمطراق بیا دغسې جملو ته هم رسیدلی دی :
[quote:1633e8f363]تاسې دا پوښتنه مخکې له دې چې په دې بحث کې له ما څخه وکړی، لازمه وه چې د خپل کلې د ښوونځی له کوم ښوونکی يا زده کوونکی څخه او يا هم تاسې ته نږدی د سياست له کوم ابتدايی مينه وال او يا بل چا څخه کړې وای. زه باور لرم چې درته به یې په ساده ژبه، د ډير فلسفی تحليل پرته ويلی وای چې هو، مارکسيسم وجود لری او هغه بيا هسې سياسی، فلسفی او ايديولوژيک مسلک، يا ښونځی یا مکتب دی ، چې د تهداب ډبره یې د مارکس له خوا ايښودل شوې ده. [/quote:1633e8f363]
تاسې د کمونیستی بلاک د اوسپنې قلا په زور جوړول یاد کړی خو د ګربچوف په یوه پسکۍ د هغې رسوا او شرمه ډک ړنګیدل مو له پامه غورځولي اولا هم په ویاړ لیکئ چې :
[quote:1633e8f363]اوس هم که تاسې د ډاکتر له تداوی وروسته په حال راشی او هغه لوستی تاريخونه موبيرته درپه ياد شی، نو پوه به شی، چې مارکسيسم د نولسم قرن له نيمایی څخه را په دې خوا تر اوسه پورې ټوله نړۍ ښوروی. تاسو ته به ښه په يادوی چې د ساړه جنګ په دوران کې يو لوی شرقی يا سوسياليستی بلاک د غربی يا سرمايداری بلاک په وړاندې موجود ؤ او هغو يو نظامی پکټ د وارشا په نامه لاره او دا ټول د مارکسيسم د اساساتو پر اساس رامنځته شوی ؤاو يا لږ تر لږه مارکسيسم د هغو په ايجاد کې غوره رول لوبولی دی. . همدا ته پخپله چيغې وهی، چې دا خلقيان او پرچميان مارکسيستان ؤ، نو که مارکسيسم نه ؤ، نو دا مارکسيستان له کومه شول؟ همدا اوس زما او ستا بحث د څه شی پر بنسټ دی؟ په څه شی د جدل نښلولی؟ [/quote:1633e8f363]
زما او ستا بحث په دې دی چې خلقیان او ړنګ کمونستی بلاک په ناحقه د مارکس ښونې ته مارکسیزم وایه ، خپل رژیم ته یې پرې تاریخی لېږیټیمېشن ورکاوه ، خو تاریخ یې په دغه لیږېتیمیشن یا مارکسیزم باندې عملا د بطلان کرښه راکش کړه او سوسیالیزم یې ړنګ کړ . نور رښتیا هم[quote:1633e8f363] د عیان بیان او تشريح ته اړتيا نشته[/quote:1633e8f363]. داچې تاسو تر اوسه دا هم نه ده درک کړې چې سوسالیزم ـ کمونیزم هسې یوه غلطه فرضیه وه ، تجربه شوه کمونیزم ړنګ او تجربه ماته او باطله راووته ، نو رښتیا ده چې ددې سوالونو ځوابول به هم تاسوته ډیر مشکل تمامیږی چې :
[quote:1633e8f363]د مارکس، هیګل. کانټ ، ارستو ، افلاطون او سقراط ښوونې شته، ولې ایا افلاطونیسم، سقراتیسم، ارستو تلیسم، کانټیسم ، هیګلیسم هم شته؟ [/quote:1633e8f363]او که ستاسو په اند دا یو هم نشته خو صرف مارکسیسم شته او لېنېنیسم شته ، ولې ؟؟؟ نو نور به تکلیف نه درکوم .
تر کومه چې [quote:1633e8f363]د خلقي او پرچمي له پاره دریواړه اجزاوې لا یتجزا سره تړلې دی [/quote:1633e8f363] تردید پرې نشته ، خو اچې مجموعې ته یې[color=white:1633e8f363] مارکسیزم [/color:1633e8f363]وایه ، نه صرف دمارکس ښوونه، ګورې چې سخت تیروتی وو .
[quote:1633e8f363]په افغانستان کې بيا دومره پوهه او دومره مارکسيستی آثار له کومه شول؟ چې ټولو خلقيانو او پرجميانو ته ور رسيدلی وای؟ [/quote:1633e8f363]
هغی د خپلو ګوندی بامبړانو درسنامې طوطی وار بیانولې نه یواځې دوی بلکې د تره کی پشان بامبړان یې هم پرې سم نه پوهیدل خو پورتنې ادعاوې یې د شورویانو په پیروۍ کولای شوې . د تره کی هغه زندګی نوین هم دتاجکستان کمونستانو لیکلی و . لنډه داچې ددوی هیڅ شی هم خپل نه و
[color=yellow:1633e8f363]دعیني اوذهني شرایطو د پرمختګ او برابرېدوپر ځای یې هم دهغوی په وروسته پاتې والي ( کلیوالي شرایطو) تکیه کوله ، څو له سدوزو ـ محمد زو څخه غلځیوـ هوتکو ته د قدرت انتقال د یو قومي غچ په توګه تر سره کړي او د سهیل لویدیځو پښتنو ملاتړ خوندي کړي . د طالبانو غورځنګ هم په حقیقت کې په اسلامي نقاب کې دقدرت د همدغې قومي لړۍ بیا غزونه وه او روان مقاومت یې هم د قدرت په همغه قومي ټانټود شخوند وهلو په تکل بریښي [/color:1633e8f363].
.
نږه د يوه مجلس ياران يو(دريمه برخه)
Mohammad Hassan
21.01.2008
مونږه د يوه مجلس ياران يو
د خپل مجلس ياران څوک نه خپه کوينه!
-- - - - - - - - - - - - - - - - - - - دريمه برخه - - - - - - - - - - - - - - - -
محترم غيرت صاحب، اسلام ُ عليکم و رحمهً الله وبرکاته، روځ مو نيکمرغه!
ښاغليه! ما په خپله يوه ليکنه کې ويلی چې دحق، مساواتو او ټولنيز عدالت موضوع يوازې د کارل مارکس اختراع نه ده، بلکې په بشری تاريخ کې د ډيرو کسانو ډیر لرغونی ارمان دی، چې د مختلفو عقايدو او نظر څښتنو عالمانو او ان د ډیرو اديانو او په هغه لړ کې دځينو آسمانی اديانو موضو ع هم وه او ده. د ټولو انسانانو تر منځ د خدای له خوا پیدا شوو نعمتو (لکه ځمکه، اوبه او هوا) ته مساوی اړيکې او په مساويانه ډول له هغو څخه د ګټې اخيستلو حق درلودل له مارکس او مارکسيسم څخه ډیر تر مخه د بحث او جدل وړ موضوع وه او تر ننه پورې هم دا موضوع همداسی مبرمه پاته ده. په ټولنه کې د انسانانو تر منځ يو له بله سره د همکارۍ، له بيوزلو او ناتوانو سره مرسته او معاونت او د غريبانو او نا چارو کسانو د لاس نيوی په خاطر د شتمنو او بډایه کسانو او همدا راز د دولتی بودجې او بيت المال د يوې برخې مصرفول هم تر مارکس ډير ترمخه طرحه شوی او نن هم دا موضوع ان په ډیرو پرمختللو ټولنو کې د جدی بحث موضوع ده.
خو دې موضوع ته څوک له يوې زاويې او ځينې بيا له بلې خوا ګوری. څوک يې د خپل محيط او دينې عقيدې مطابق له دينی او مذهبی پلوه څيړی او د خدای (ج) د رضايت او د ځان له پاره د ثواب د ګټلو په خاطر په دې لار کې هڅې کوی او ځينې يې بيا د اخلاقی اصولو، د يوې او يابلې نظريې او ايديولوژۍ په رڼا کې او يا هم د سوچه او خالی مادی او مالی ګټو له نظره طرحه کوی. . ډير سياستوال او سياست پوهان بيا همدا موضوع په ټولنه کې د سوله ايز، يوځايی او د ټولنې د ټولو غړو (خوارانو او بډايانو، حاکمانو او محکومانو) تر منځ د آرام او سوکاله ژوند په خاطر تر بحث لاندې نيسی او د زمانې د مقتضياتو مطابق نوی او نوی قوانين او مقررات جوړوی.
په دې توګه په نورو (مذهبی، دينی، ايديولوژيکی او سياسی) ډیرو عقايدو او اهدافو کې سره متضاد او مخالف کسان، ګروپونه ، ټولنيز قشرونه او طبقې په ځينو وختو کې په آګاهانه ډول يوځای او په نورو وختو کې هر يو په انفرادی او ګروپي ډول پخپل سر د همدې ټکو (ټولنيز عدالت، مساواتو او قانونيت) په لار کې مبارزه کوی.
څرنګه چې د اسلام په دين کې هم تعاون، مرسته، دغريبانو لاس نيوی، عدالت او مساوات ځلانده ځای لری او همدا ټکی د خلق د دموکراتيک ګوند په مرام کې هم د طبقاتی مبارزې تر عنوان لاندې طرحه شوی ؤ، نو ځکه ډيرو مسلمانانو، پيغلو او ځوانانو او حتی د مسجدو امامانو او دينی عالمانو پخپل وخت له هغو څخه ملاتړ اعلان کړ او د ګوند غړيتوب یې په خپله اراده، رضا او شوق ومانه. زما په نظر په افغانستان کې د خلقيانو د چټک پرمختګ او پراخه توده ای قدرت د ترلاسه کولو اصلی علت ، چې په هر ولايت، ولسوالی، مسجد او کلی کور کې يې نفوذ وکړ، په همدې ځای کې پروت دی. نه دا چې لکه ځينې نور چې دعوا کوی، چې د کفر او الحاد منطق او جذبه په ځوانانو کې د اسلام ترمنطق او جذبې قوی وه او دا خلقيان ټول له اسلامه بيزار او کافر شوی ؤ.
د خپل پلرنی دين پرېښودل او د نوی دين منل خو څه ساده او آسانه کار نه وی. ! دا ډيره سخته او اوږده پروسه ده، چې پر افرادو، ګروپونو او ټولنو باندې د اغيزې ډير قوی منطق، اسنادو او دوامداره کار ته اړتيا لری. تاسې څه فکر کوی، چې که فرض کړو، چې خلقيان له اسلامه اوښتی ؤ، نو په هغوی کې داسې پوخ منطق او د اوږدې مودې له پاره د منظم او پرله پسې پلانيزه او هدفمند کار توان ، عقل او امکان موجود ؤ؟ آيا دوی دومره پوهه، غښتلتيا، قوی اراده، ځواک او منطق لرل، چې د اسلام په وړاندې داسې چټک برياليتوبونه لاس ته راوړای شی؟
اساسا دا د مارکسيسم او لنینيسم مطالعه او پر مارکسيستی ديالکټيکی ماترياليستی فلسفی باورونه نه ؤ، چې پر خلقيانو يې د کفر او الحاد د تهمتونو د لګولو زمينه برابره کړه، بلکې تر دې زيات د نوموړو روشنفکرانو لخوا د ترقۍ او مدنيت طرفداری، د ټولنې د وروسته پاته او معمولی حالت د بدلون طرحه او د متمدنو علومو او فنونو د زده کړی اغيزې او له هغو څخه د ټولنې په نامساعدو شرايطو کې طرفداری کول ؤ چې بيا په ملی او نړيواله سطحه د هغو سياسی دښمنانو ورڅخه ښه ګټه پورته کړه.
تر هغه ځايه چې ماليدلی، ښايی چې د تاسې او ډيرو نورو لوستونکو هم په ياد وی، چې د خلقيانو ډیر غړی او طرفداران ښه سم او صفا مسلمانان ؤ او د ټولنې د مترقی بدلون، ټولنيز عدالت ، د هيواد پر شتمنيو د ټولنيز (دولتی ) ملکيت او خپل داسې نور اهداف يې د اسلام د دين د احکامو او د افغانی ټولنی د لرغونو او منل شوو اخلاقو سره په سمون کې تشريح کول، چې ډير زر به د نورو شاګردانو، محصلينو او روشنفکره مامورينو له پاره د منلو وړ ؤ.
د همدې مسئلې د په نظر کې نيولو سره ما مخکې تاسې ته داسې ليکلی ؤ:
[quote:86f153c7d9] په انسانی پوهه کې د هيچا پوهه او نظريات د نورو پوهانو او څيړونکو له پاره سل په سلو کې د منلو وړنه ګرځي.
يا دا چې د ټولنيز عدالت د را منځته کيدو او تطبيق په اړه د مارکس د نظرياتو منل په دې معنی نه دی ، چې حتما به د هغو فلسفی افکار هم ورسره قبليږی. کيدای شی چې يو څوک د مارکس د اقتصادی او ياپه ټولنه کې د عادلانه، او بې استثماره نظام د جوړولو نظر خوښ کړی، خو له فلسفی نظرياتو سره يې جوړ رانه شی. مثلا ما يو وخت په يوه مجلس کې يوه بحث ته غوږ نيولی ؤ، چې يوه خلقی خپل اهداف د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د اجتماعی او دولتی نظام او د هغه لوی حضرت د ارشاداتو او عادلانه نظرياتو په پیروی او د هغو تر سيوری لاندی شرحه کول [/quote:86f153c7d9]
چې تاسې له هغې څخه يوازی يوه آخره جمله اقتباس کړی او هغه بيچاره ته مو داسې ليکلی دی:[quote:86f153c7d9]غُل یې خوړل او په دواړو جامنو یې خوړل ...[/quote:86f153c7d9]
مخکې له دې چې ستاسې په دې خبره تبصره وکړم، غواړم ووايم چې زه د خلقيانو له يوه سازمان او فرکسيون سره هم اړيکې نه لرم او زما خبرې د هغوی د سازمانونو او سياستونو په دفاع کې مه انګيره. زه يوازې د ټول هيواد، افغانستان، په سطحه کې لکه د بل هر ګروپ د رول او توانايۍ په شان د خلقيانو هغه هم د ملی ګټو د خويندی کولو په لار کې له ټولو ملی منابعو ، شتمنيو او امکاناتو څخه د ګټې اخيستلو په منظور په نظر کې نيسم او د نړيوالو مروجو دموکراتيکو عنعنو او اصولو په رڼا کې يې څيړم.
که ستا د پرونی آخری ليک د وروستی پراګراف ليکنه نه وای، ما په نظر کې لرل، چې که مې وخت موندلی وای د زابلی د سوال په وړاندې د ځينو نورو د ځوابو او سوالو د طرحه کولو په اړه هم څه وليکم، ځکه چې زابلی خو ورک شو. خو ستا دا آخری پراګراف زما عزم بدل کړ اومؤقتا نه غواړم چې څوک مې د طالبانو په دفاع هم تر فشار او ملامتۍ لاندې ونيسی.
ستاسې د جرمنې ژبې له پوهې داسې ښکاری چې تاسې به څه وخت هم په جرمنی کې تير کړی وی او يا به يې د ژبې د زده کړې له لارې د اروپایی متمدنې ټولنې له قوانينو، اخلاقو او مقرراتو سره هم بلد ياست! نو تاسې خو له نورو ښه پوهيږی چې که څوک د خپل کار ، ګفتار يا اکټ پواسطه د چا مال، معنويت او حيثيت زيانمن کړی نو اخلاقا، معمولا او قانونا د هغو د تاوان د ورکولو مکلفيت لری. دا په ټوله دنيا کې همداسې ده. يوازې کبر جن، مغرور او زورور کسان او حاکمان له دې قاعدې څخه سر غړونه کوی. څرنګه چې ما د هغه مشخص خلقی په اړه، چې د دينی ارشاداتو له لارې يې د خلق د مرام له پاره تبليغات کول، يادون کړی او هغه د تاسې له خوا ښکنځل شوی او بد ورته ويل شوی، تحقير شوی او سپک ورته کتل شوی، نو زه ځان د تاسې د حملې په وړاندې د هغو د دفاع او د حيث د اعادې په اړه اخلاقا مکلف بولم. دا تاوان هغه ته ما وراړولی، که ما نه وای ياد کړی، تاسې هم ورته بد نه ويل. او هغه يو مشخص فرد او د احترام وړ سړی دی. ښایی چې زموږ بحث به هم تعقيبوی. اميد لرم چې په دې اړوند به ستاسی ګيلې او پوښتنې ته ځواب ويل شوی وی.
بل داچې هغې نه يوازې چې غـُل نه خوړل، بلکه د ګلابو په اوبو يې خوله مينځله اود غـُل خورو د خولو د بوی د ورکولو په خاطریې هغوی ته د اوداسه د ورښودلو او له بده بويه څخه يې د ماحول د خلاصولو له پاره مبارزه کوله. د خپلو مقدسو دينی عقايدو او ځوانمردی د اخلاقی اصولو پراساس یې غوښتل چې د عدالت، قانونيت او مساواتو د تبليغ او پخپلو عملی فعاليتونو سره پر خوارانو او مظلومانو باندې د کبرجنو ظالمانو د تعدی، ظلم، تجاوز او تعرض مخنیوی وکړی او له دې لارې ثواب هم وګټی. دا اميد به يې هم لاره چې د خدای په فضل او مهربانۍ به يې د جنت دروازې هم پر مخ خلاصې شی.
نو دې خلقی نه ځان بې دينه اونه لامذهب باله او نه یې په منافقت سره دا خبرې کولې. هغه ځان رښتينی مسلمان باله او د زړه له اخلاصه او پاکې عقيدې ئې په ټولنه کې د علم، عدل او انصاف له پاره تبليغ او فعاليت کاوه. له دې خاطره له خلقيانو سره يوځای ؤ چې دئ صاف او سوچه په دې باور ؤ، چې له خپلو نورو ملګرو سره يوځای د خپل همدې دينی، عقيدوی او اجتماعی هدف په لور په ډاډ او چټکۍ سره پرمخ تللای شی او يوازې له دې لارې د دولتی استبداد او وروسته پاته ټولنيزو عنعناتو د فشار په وړاندې مقاومت او استقامت کولای شی.
رښتيا، تاسې پوهيږی چې هوايی ډز څه ته وايی؟ که نه پوهيږی نو دا لاندې جمله دې ولوله او همدا ډول ليکنو ته ځينې خلک هوايی ډزونه هم وايي:
[quote:86f153c7d9]د خپلو مشاورینو په مرسته د پوځي کودتاله له باره له تره کي څخه غوښتله ![/quote:86f153c7d9]
بل: په دری ژبه کې دی د «خودکش او بيګانه پرست» اصطلاح هم اوريدلې؟ که د اوريدلی وی ، نو ددې پاس جملی ويونکی کټ مټ همداسې خود کش او بيګانه پرست دی. هغو ته خپل هر څه سپک، او د پرديو درانه ښکاری. خپل هر څوک او هر شخصيت ورته کوچنئ او د نورو ستر ښکاری. خو هغه څوک چې بيګانه پرست نه وی، او د خپلو په قتل پسې يې تورې نه وی را اخيستی، پخپلو مټو ، منابعو او شخصيتونو وياړی. خپل سپورتی، علمی، هنری او سياسی لوبغاړی ستايی، لوړوی يې، نمانځی او تشويقوی يې ، د هغو د تحقير او توهين مخنيوی کوی، په دې هکله به نور څه نه وايم!!!
د ننی ليک په آخر کې بايد درته يادون وکړم چې ته زما د پوښتنو د ځواب قرضداره يې. مخکی له دې چې ته زما په وړاندې نورې پوښتنې مطرح کړی، لطفا زما پوښتنو ته ځواب ووايه:
نن د نور په لوی خدای سپارم
او نور بيا بل وار.
Ghairat
22.01.2008
[quote:0c6552ec7c]تاسې څه فکر کوی، چې که فرض کړو، چې خلقيان له اسلامه اوښتی ؤ، نو په هغوی کې داسې پوخ منطق او د اوږدې مودې له پاره د منظم او پرله پسې پلانيزه او هدفمند کار توان ، عقل او امکان موجود ؤ؟ آيا دوی دومره پوهه، غښتلتيا، قوی اراده، ځواک او منطق لرل، چې د اسلام په وړاندې داسې چټک برياليتوبونه لاس ته راوړای شی؟ [/quote:0c6552ec7c]
بی عقلی یې هم همدغه وه چې دا یوه ښيګڼه او یوکمال یې هم نه درلود خو دسیاسي قدرت په نیشه مست وو او عقل منطق علمیت پوهې او دوراندېشۍ ته به یې له غروره ویل : [color=white:0c6552ec7c]تو برو ما نمیرم ![/color:0c6552ec7c]
مرګ زور او ظلم یې طبقاتي مبارزه او د ویاړ ونو سبب باله . دوی خو څه هوښیار خلک نه وو چې یو څه یې له لاسه پوره نه وو ډډه ترې وکړي ، د خپل ولس په ځای یې تکیه ټوله پر شوروي (ماما ګانو) کړې وه او بامبړ تره کي به هم ګواښېده چې په منطقه کې به داسې اور بل کړي چې بیابه یې وژل نشي کیدای = مطلب داچې شوروی پوځ به راوغواړم پاکستان ا و مخالف افغان مسلمان ولس به په دې اور کې ښکیل کړم . آیا د داود غوندې ملي فعال او وطنپال اومسلمان مشر د شوروي له پاره وژل پخپله د جهالت او سیاسي بیعقلۍ تر ټولو لوړه بیلګه نه وه؟
آیا دومره بیعقلو، پردی (شوروی) پرستو ، ولس وژونکو ګوډاګیو ګوندی لیډرانو ته افغان ولس خپل مشرا ویلی شي؟ که یې خپل مشر نه بلکې د کریملن ګوډاګیان بولی نو بیا دا لاندې خبرې څه معنی او پردی پرست څوک دی :
[quote:0c6552ec7c]بل: په دری ژبه کې دی د «خودکش او بيګانه پرست» اصطلاح هم اوريدلې؟ که د اوريدلی وی ، نو ددې پاس جملی ويونکی کټ مټ همداسې خود کش او بيګانه پرست دی. هغو ته خپل هر څه سپک، او د پرديو درانه ښکاری. خپل هر څوک او هر شخصيت ورته کوچنئ او د نورو ستر ښکاری. خو هغه څوک چې بيګانه پرست نه وی، او د خپلو په قتل پسې يې تورې نه وی را اخيستی، پخپلو مټو ، منابعو او شخصيتونو وياړی. خپل سپورتی، علمی، هنری او سياسی لوبغاړی ستايی، لوړوی يې، نمانځی او تشويقوی يې ، د هغو د تحقير او توهين مخنيوی کوی، په دې هکله به نور څه نه وايم!!! [/quote:0c6552ec7c]
خپل سیاسی لوبغاړی شهید محمد داود وستایو که د هغه قاتلان دکی جی بی سیاسی لوبغاړی تره کی او کارمل وستایو؟ اخر ته کوم ته خپل وایې اوکوم پردي او د شوروی ګوډاګیان بولې ؟؟؟ ددوی دواړو خواو تر منځ خو باید فرق وشي ، د ابو خړل او دکبونو نیول خبوه به تا ته هم سم کار نه بریښي .
[quote:0c6552ec7c]نو دې خلقی نه ځان بې دينه اونه لامذهب باله او نه یې په منافقت سره دا خبرې کولې. هغه ځان رښتينی مسلمان باله او د زړه له اخلاصه او پاکې عقيدې ئې په ټولنه کې د علم، عدل او انصاف له پاره تبليغ او فعاليت کاوه. له دې خاطره له خلقيانو سره يوځای ؤ چې دئ صاف او سوچه په دې باور ؤ، چې له خپلو نورو ملګرو سره يوځای د خپل همدې دينی، عقيدوی او اجتماعی هدف په لور په ډاډ او چټکۍ سره پرمخ تللای شی او يوازې له دې لارې د دولتی استبداد او وروسته پاته ټولنيزو عنعناتو د فشار په وړاندې مقاومت او استقامت کولای شی[/quote:0c6552ec7c].
که دغه خلقی مسلمانانوته اسلامی تبلیغ کاوه ولې یې تره کې ته تبلیغ نه کاوه چې مسلمان شوی وای، ولې دهغې الحادی ایدیالوژۍ پر ضد خوله چوپه کړې وه چې دعلمی ایدیالوژۍ په پلمه ېې پرې ګوندی الحادی درسنامې زده کولې ؟
ایا ویلی شې چې نوموړی د اسلام له غمه د تره کی ګوند ته پناه وړې وه څو د تره کی شوروی د سیوری لاندې اسلام ته تبلیغ وکړي؟ او که دا نشې ویلای ، ایا نور مسلمان ملی او دموکراتیک ګوندونه نه موندل کیدل او یواځې تره کی د اسلام ټیکه اخیستې وه چې نوموړی دده ګند ته د اسلام او ملتپالنې له پاره ورتلو ؟؟
یادونه : د ثور تر وحشیانه ظالمانه او خاینانه کودتا مخکې د خلق او پرچم ددواړو غاړو د غړو شمیر نږدې۱۵ زره حساب شوی او تر دغې خونړۍ کودتا وروسته د صرف قدرت په برکت ۵۰ زرو ته ورسید چې حسابیدای نشی نو د کودتا پورې تره کي صرف د ۶ یا ۷ زرو په شاوخوا کې خلقی ګوندیانو مشر و، چې حتې د کاندیدو سره سره یې د شورا وکالت هم ونشو ګټلی نو دئ د کې جی بی له باور پرته په هیواد کې له کودتایی قدرت نه مخکې نور دچا مشر و؟
په درنښت
منلی
23.01.2008
ټولو محترمو اسلام علیکم!
ښاغلی محمد حسن صاحب لږ شان په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړه اوبیا دخلقیانو په باره کې داسی لیکه
[quote:133f814664]نو ځکه ډيرو مسلمانانو، پيغلو او ځوانانو او حتی [color=brown:133f814664]د مسجدو امامانو او دينی عالمانو [/color:133f814664]پخپل وخت له هغو څخه ملاتړ اعلان کړ او د ګوند غړيتوب یې په خپله اراده، رضا او شوق ومانه. زما په نظر په افغانستان کې د خلقيانو د چټک پرمختګ او پراخه توده ای قدرت د ترلاسه کولو [color=darkred:133f814664]اصلی علت [/color:133f814664]، چې په هر ولايت، ولسوالی، مسجد او کلی کور کې يې نفوذ وکړ، په همدې ځای کې پروت دی. . [/quote:133f814664]
په ملایانو اودینی علمانو پسی خو خلقیان داسی ګرځیدل
لکه اوس چې امریکایان په القاعده اوطالبانو پسی ګرځی فرق صرف دومره دی چې هغوی به داخوانی اواشرار نوم اخیسته او دوی د القاعده اوطالب .
اصلی علت یی حالات وو چې زمونږ په چاپیریال کې ابلیسی نظام (سرمایه داری)اودوخت حاکمانو پیدا کړی وو
تاسو لیکی
[quote:133f814664]څرنګه چې د اسلام په دين کې هم تعاون، مرسته، دغريبانو لاس نيوی، عدالت او مساوات ځلانده ځای لری او همدا ټکی د خلق د دموکراتيک ګوند په مرام کې هم د طبقاتی مبارزې تر عنوان لاندې طرحه شوی ؤ، [/quote:133f814664]
دلته تاسو څه ثابتول غواړی ؟
آیامطلب خوبه مو دانه وی چې اسلام اوخلق دموکراتیک ګوند( کمونیزم) یو شی دی ؟
ددوه نفرو دڅیری په یوشان ولی سره دهغوی سیرت یوشان نه شی کیدی
او دبعضی شیانو دتشابه څخه ټول ، یا دظاهری تشابه څخه اصلی یوشانولی نه لازمیږی .
یوځای کې تاسو داسی لیکی
[quote:133f814664]سرمايداری نظام د ستم، ظلم او استبداد هغه پخوانی علنی، زيږه او ښکاره شکلونه له منځه يوړل او په ځای يې د هغو نوی، پټ او ظريف اشکال منځ ته راوړل، چې په ماهيت کې له هغو پخوانيو څخه زيات خطرناک او بې رحمه دی. [color=red:133f814664]په ټولنه کې يې اخلاقی او دينی او مذهبی ترحم ، عاطفه او زړه سوی [/color:133f814664]په ډیره تيزۍ او بې رحمۍ له منځه يوړل او زيربناوې يې ور دړې وړې کړې. د ټولنې د اعضاوو او ان د يوې کورنۍ د اعضاوو تر منځ يې هم د متقابلې همکارۍ، مهر او عاطفې پرځای د مادياتو محاسبه او پولی مناسبات رامنځ ته کړل[/quote:133f814664]
داخبری دیی تریوحده سمی بریښی خو کمونیزم ددی شیانولپاره څه وکړل ؟
دمارکس له ټولو سخت تنقید دمذهب تنقید ده هغه وایی مذهبي سړی هغه څوک کیدی شی چی د خپل انسانیت له مقام څخه بلکول بی خبره وی ......................اخلاق، مذهب............ اوداسی ټول تصورات دحقیقی آزادی دښمنان دی ددوی هیڅ تاریخ نشته ،تاریخ صرف دمادی انسان ده .
=============کرده ام اندر مقاماتـش نگاه
=============لاسـلاطی ، لا کلیسا،لااِله
ستاسو په مینځ کې ټوپ وهلو څخه بښنه غواړم
په درنښت
مونږه د يوه مجلس ياران يو (څلورمه برخه)
Mohammad Hassan
23.01.2008
مونږه د يوه مجلس ياران يو
د خپل مجلس ياران به نه خپه کوونه!
+++++++++++++++++++++++++++څلورمه برخه++++++++++++++++++++++++++++
ښاغلی غيرت ، ښاغلی منلی او د بحث نورو ګډون کوونکو او لوستونکو ته ګېډۍ، ګېډۍ سلامونه! خدای د وکړی چې تاسې هريو په ځان جوړ او دا بحث درته آزاروونکی او ستړی کوونکی نه وی.
څومره چې وخت تېريږی. هغومره ماته د ټول افغان د ويبپاڼې اهميت ښه را څرګنديږی. زه چې هغه د لومړيو وختونو ليکنې له اوسنيو سره پرتله کوم، اصلا د مقايسې او تصور وړ نه دی. که دې بحثونو له يوې خوا په يارانو کې منطق او حوصله تقويه کړه، له بلې خوا يې ډيرې تابو ګانې هم ماتې کړی. ډير هغه شيونه چې چا نشوای ويلای او نورو نشوای اورېدلای، اوس يې د ويلو جرئت او د اوريدلو حوصله تر ډيره حده پيدا شوې ده.
په دې کې شک نشته، چې هر هغه څوک چې په افغانی ټولنه کې اوسیږی، د هغو د اوسنيو قطب بنديو او سياسی ډلبازيو تر اغيږې لاندې راتلای شی. زه د ټول هېواد په سطحه د عامو ګټو او ملی نواميسو د خوندی کولو او ساتلو په خاطر خپله سعی بندګی کوم، چې د خپل توان په اندازه له مسايلو سر ه د وخت او نننی نړيو ال محيط له په نظر کې نيولو سره بې طرفه او علمی چلند وکړم. چې په
دې کار کې څومره بريالی يم، دا قضاوت په تاسې لوستونکو پورې اړه لری.
زه هم د تاسې هريوه په شان له خپل ماحول سره په تماس کې یم او د حوادثو او پديدو په اړه خپل معين برداشت او مشخص نظر لرم، چې هغه په دې بحثو کې له تاسې درنو لوستونکو او د بحث له ګډونوالو سره شريکوم . مطلب مې له دې او ياهغې ډلې څخه وچه دفاع نه، بلکې د ځينو هغو حقايقو ويل دی، چې زما له نظره زما د بحث مقابل لوری ته نه دی څرګند شوی. کوښښ مې د مختلفو افغانی کړيو ترمنځ آشتی او پخلاينه ده. هڅه کوم چې هغه سؤتفاهمات له منځه ولاړشی، چې د دوو يا څو کړيو ترمنځ د بدو حوادثو، نړيوالو طوفانونو او زموږ له نارسيو څخه را پيدا شوی دی. زه خو خپل هاند کوم، چې څومره پکې بريالی کيږم دا نو بيا بيله خبره ده ، ځکه چې:
(و تعز من تشاء و تزل من تشاء ـ عزت او ذلت د خدای (ج) له جانبه دی.
اوس به راشو اصلې موضوع ته او اول به زموږ درانه منلی صاحب ته وليکم، چې د تاسې په ليکنو کې زما له نظره هم ډير حقايق شته، خو له ټولو سره يې موافق نه يم او چې وخت يې راغی او زه ورته راورسيدم، بيا به ورباندې وغږيږو. د فعلا له پاره : صبر کوه، صبر سرور دی+، خدای د وکړی چې رانه زړه بدی نه شې!!!
او غيرت صاحب، نام خدا! تاسې د ځواب په ليکلو کې داسې تيز ياست، لکه اتوماتيک کمپيوټر. چې ليک لا نه وی در رسيدلی، تاسې ئې ځواب تيار ورته جوړ کړی وي. خو تاسې په هره ليکنه کې دومره ډير سرونه لندوی (خيشتوی) چې زه يې په کـَلولو پسې نه رسيږم. په هر صورت، زه به هم خپل امکانات ګورم. خو که ځنډ رانه کيدو ته به هم له صبر څخه کار اخلې!
نن به مې دا خپل ليک په دې در سره شروع کړم، چې زما له نظره ، مارکسيسم يو شی، د مارکس پوهه بل او د مارکس له نظرياتو او يا مارکسيسم څخه (په يوه او يابله موضوع کې ) ګټه اخيستل بيل شی دی.
زه فکر کوم چې د مارکس پوهه د هغه شخصی نظريات او افکار دی ، چې د هغه په آثارو کې دده په ژوند او يا تر مرګ وروسته د همغه پخپل نامه چاپ شوی دی.
مارکسيسم بيا د سياسی، ايديولوژيکې، فلسفی- اقتصادی او ټولنيز ې پوهې هغه سبک، لاره، مکتب او ښوونځی دی چې اساس يې د مارکس له خوا د هغه د فلسفی، اقتصادی او اجتماعی ـ سياسی پوهې او نظرياتو پر بنسټ بنا شوی وی او تر اوسه پورې پيروان لری . د مارکس له خوا د همدې آغاز شوې پوهې کلی او عمده کرښې تر هغه وروسته ددې طريقې يا مکتب نورو پیروانو هم منلې، توضيح کړې او تکامل يې ورکړی دی. خو مارکسيستی پوهه داسې مطلق، متحجر او دګماتيستی احکام يا دينی نصوص نه دی چې د هغو د ټولو جزياتو منل به د هغو د ټولو پيروانو له پاره په ټولو شرايطو کې حتمی وی.
که موږ د مارکس له پوهې او علم څخه خبرې کوو، نو هغه به د مارکس ليکنې، نظريات او د ده له خوا وړاندې شوی افکار په غيږ کې نيسی. خو که موږ له مارکسيسم (دمارکس له خوا د سياسی، اجتماعی او فلسفی علومو په ساحه کې د پوهنې له اساسی او کلی مقولو او حکمونو او د تحقيق او مطالعې له ټاکلی ميتود او طريقې) څخه خبرې کوو، بيانو دا بس نه ده، چې يوازې د مارکس په آثارو اکتفا وشی، بلکې ددې طريقې د نورو پیروانو آثار هم په بر کې نيسی.
يادونه: (( دا موضوع د ټولو لويو پوهانو ، شاعرانو، ليکوالانو او ... په هکله تصديق کوی. نو اوس لطفا زحمت وباسه او د هغه پخوا د خپلو يادو کړو کسانو په اړه معلومات وکړه، چې له هغوی څخه څوک یې يوازې ستر پوهان او څوک یې د مکتبونو (ايسمونو) څښتنان دی؟ او وروسته له هغه مهربانی وکړی ، خپل نظر د موږ د معلوماتو د بډای کولو له پاره هم راسره شريک کړی.))
اوس مو چې نيم او نيم ګړی د مارکس د پوهې او مارکسيسم (مارکسيستی مکتب) ترمنځ تفاوت وموند نو دا هم بايد وڅيړو چې په کـُل او مجموع کې د مارکس د پوهنې او همدا راز له مارکسيسم څخه ګټه اخيستل او په هغو باور لرل هم امکان لری او د هغو له يوه او يابل جز څخه په يوه او يابله د چا په زړه جوړه موضوع کې په ځانګړې توګه استفاده هم ممکنه ده. په دې باندې تاسې پخپله هم داسې سم اعتراف کړی:
[quote:f1daf0c3ee]... مطالعه ، هغه خو د یوه کتاب د بیلابیلو فصلونو هم بیل بیل کیدای شي ...[/quote:f1daf0c3ee]
نو چې د يوه کتاب بيل، بيل فصلونه هم بيل بيل مطالعه کيدای شی، بيا خو د مارکسيسم د مکتب بيلې، بېلې برخې او مضامين بالکل په جدا، جدا ډول مطالعه کيدای او په کار اچول کېدای شی. نو خلقيانو هم کولای شوای چې د مارکس او مارکسيسم له هغوآثارو څخه ګټه واخلی، چې د دوی له اهدافو او د ټولنې له شرايطو سره سمون خوری او نور شيونه یې چې د دوی په کار نه راتلل، هغه د خلکو خبره، هلته چيرې پاس په تاقچه کې کيږدی. تاسې په دې خپل اعتراف سره خپلې ډيرې مخکنۍ ادعاوې او پخپلو سياسی حريفانو (خلقيانو) باندې تورونه پخپله رد کړې او ماهم په دې اړه مخکې مفصلې ليکنی کړې دی چې د تکرار اړتيایې نشته.
که ځان د يوه بيطرفه سړی او د يوه علمی څيړونکی په حيث ونيسی، له ځان سره پخپله مستقل فکر وکړی چې که خلقيانو مثلا د طبقاتی مبارزې ، د عدالت او مساواتو او د هيواد د سياسی واکمنۍ او وضعيت د بدلون له پاره د سياسی ستراتيژیو او ميتودونو او يا د کوم بل بحث په وخت کې د مارکس او مارکسيسم ، لنين او لنينيسم، سوسيال او سوسياليسم ، کمون او کمونيسم او يا د ماکياول او ماکیاوليسم، کپيټاليسم او امپرياليسم او داسې نور و نومونه اخیستی وی او يا يې مارکسيستی آثار د سند او منبع په حيث کارولی وی، نو څه کفر وشو؟ او که يايې ويلی وی چې په دې هکله مارکسيستان داسې نظر لری او د کمونستانو په مانيفست کې داسې او يا هسې ذکر شوی دی، نو کوم آسمان را ولويد؟
آيا تاسې داسې فکر کوی، چې که يو څوک وغواړی چې د خپل ولس، ملت او قوم دعلمی توان، سياسی فردی او ټولنيز شعور د لوړولو او د دنيا له حالاتو د خبرولو او يا يوازې د تجارتی او اقتصادی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د مارکس آثار په پښتو وژباړی، يا د هغو د توضيح او تشريح له پاره درسنامې جوړې کړی او يا اوږد علمی تحقيق وکړی او د مارکس د آثارو او يا د هغو د يوې برخې په اړه کتاب وليکې، دا کفر دی ؟ او که دا د علم، خپلې ژبې او ولس له پاره خدمت بولې؟
تاسې بيا زما له پخوانیو ليکنو د نیمګړې او ناسمې نتیجې تر اخيستلو وروسته ماته داسې ليکلی دی:
[quote:f1daf0c3ee]ته غواړې د هیلۍ بچو ته غوټې ورکړې یا د ټول افغانستان دخلکو ، مسلمانانو مجاهدینو زیارکښانو بزګرانو او غریبو ولسونو په سترګو کې شګې وشیندې ،[/quote:f1daf0c3ee]
د افغانستان عام او مظلوم او محکوم خلک خو هغه ستا د خوښې حاکمانو د قرنونو په اوږدو کې په داسې ټپو تيارو کې ساتلی ، چې په مغزونو او غوږونویې د بدبينی، نفرت او تعصب پردې ور اوښتې او د خپلو خوارو او زړه سواندو بچيانو د حق، عدالت،تعقل او تحمل په اړه چيغې او فريادونه په سختۍ سره اوريدای شی. د افغانستان د ولس د عامو خلکو د سياسی بصيرت سترګې خو ستاسې د خوښې پخوانيو ځان پالو، ملت ته خاينو، ظالمو او مستبدو حاکمانو د پيړيو په موده کښې د جهل، بيسوادی، نفاق، کينې او عداوت د ريګونو په ورشيندلو داسې ډکې کړې دی، چې د نورو شګو د ورشیندلو اړتيا نشته او په سترګو کې يې د نورو ريګونوله پاره ځای هم پاته نه دی. نو زما او زما په څير نورو کسانو ګټه په دې کښې نه ده چې د خپلو خلکو په سترګو کې نورې هم ستاسې په شان شګې ور وشيندو، بلکې زموږ ګټه په دې کښې ده او همدا مو بايد هدف وی چې د هغوی له غوږو او مغزو څخه د بدبينۍ، کرکې، نفرت او تعصب پردې لرې کړو او د سترګو ليد يې دعصری علومو، ښونځيو، پوهنتونونو، اتفاق او محبت په نسخو او وسيلو تداوی کړو.
هر هغه څوک چې د افغان ولس د ژوند د سطحې د لوړولو، د بسيا او آرامه محيط د برابرولو او د اعتماد او باور د فضا د رامنځته کولو په خاطر د بشر د مدرنو علمی او تخنيکی لاسته راوړنو څخه د استفادې له لارې د وطن د اوسنۍ وضعې د بدلولو آرمان په زړه کې ساتی، بايد په دې پوه شی، چې دا د خلکو د غولولو او د هغوی په سترګو کې د ريګونو د ورشيندلو له لارې نه شی عملی کيدای، بلکې د ولس د بيداری اود معلوماتی، سياسی او پوهنيز بصيرت د زياتولو او تقويه کولو له لارې ممکن دی!!!
تاسې بل ځای داسې ليکلی دی:
[quote:f1daf0c3ee]متریالیزم او الحاد لا آن د ګوند په اساسنامه کې د علمی ایدیالوژۍ په نامه ځای په ځای شوی [/quote:f1daf0c3ee]
زما په ياد نه دی چې د خلق د ګوند په اساسنامه کې دقيق څه شيونه لیکل شوی ؤ او اوس هم راسره نشته.
تر هغې اندازې چې زه پوهیږم، د ګوندونو اهداف، ايديولوژی او د نظر ټکی د هغوی په برنامو او مرامنامو کې په تفصيل ليکل کيږی. د ګوندونو اساسنامی بيا په برنامو کې ذکر شوو اهدافو او تشريح شوو نظريو ته د رسيدلو له پاره د ګوند د غړو، کادرونو، رهبری او مختلفو ارګانونو ترمنځ د هغو د داخلی ژوند او فعاليتونو نارمونه، اصول، تعامل او مقررات په لنډو او خلصو جملو کې تنظیموی. داسې چې هلته د ګوندونو د ايديولوژیو د توضيح او بيان ځای نه وی. نو زه نه پوهيږم چې د خلق د ګوند په اساسنامه کې دا استثنا څنګه موجوده وه او د هغو په کومه ماده کې يې خپله ايديولوژی او هغه هم د الحاد ايديولوژی تشريح کړې وه؟ که لږ رڼا پرې واچوی، زما او نورو لوستونکو له پاره به دا معلومات په زړه پورې وی.
سره له دې ټولو زه هيڅ باور نه شم کولای چې الحاد ته دعوت او بلنه دې، د افغانستان د خلق او يا کوم بل افغانی ګوند په اساسنامه او يا برنامه کې ذکر شوی وی. داسې چې له هغه ټول احترام سره چې تاسې ته یې لرم او له هغه ټول باور سره چې ستاسې په صداقت يې لرم، په دې خبره مې قناعت نه راځی. .
له بله لوری زما په نظر يوه او يا بل دين ته دعوت او يا د يوه او يابل دين په ضد مبارزه د سياسی ګوندونو اساسی دنده نه جوړوی. دا کار د دينی تبليغاتی ګروپونو وظيفه ده. سياسی ګوندونه عمدتا له سياست سره مشغولتيا لری، نه له دينی او مذهبی مسايلو سره.
خو که تاسې دا خبره سند نيسی، چې د ګوند په اساسنامه، يا برنامه او يا نورو اسنادو کې د علمی ايديولوژی خبره ياديده، نو علمی ايديولوژی خو زما په نظر هره هغه ايديولوژی ده، چې پر علمی تحليل او اساساتو ولاړه وی، نه پر ديندارۍ او بې دينۍ يا کفر او الحاد. مارکسيستان هم خپله ايديولوژی له همدې کبله علمی بولی چې د دوی له نظره په علمی تحليل او احکامو ولاړه ده، نه په دې خاطر چې اسلامی او يا غیر اسلامی ده.
ستاسې دې سوال ته:
[quote:f1daf0c3ee]که څنګه تاسو په کې نور څه ویل غواړئ ؟ [/quote:f1daf0c3ee]
په ځواب کې بايد ووایم، چې هو، نور هم ستاسې د پوښتنو په هکله ډير څه د ويلو لرم، خو وخت ورته نشته.
له همدې کبله د اوس له نورو يارانو سره په خدای سپارم.
خوښ او بريالی اوسې.
Re: مونږه د يوه مجلس ياران يو (څلورمه برخه)
و.افغان
23.01.2008
[color=white:f770169375]دبحث ټولو ګډونوالو ته دزړه کومې سلامونه وړاندې کوم:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
محترم غیرت صاحب:
ډیر ویاړم چې په دوستانو کې ستاسو غوندې پوه شخصیت او تکړه محلل لرو،
لا نور توفیق او بریاوې درته غواړم.
محترم محمد حسن صاحب:
زړه مې کیږي چې بحث کې پراخ شرکت وکړم، خو البته ددې رنګ موضوعګانو په اړه تفصیلي، جزئي، او موثق بحث ډیر وخت ته ضرورت لري،
په هر حال ستاسی لیکنې او نورو و رونو لیکنې په ځیر سره ګورم.
یوه خبره باید وکړم، هغه دا چې په دغه ټول بحث کې تاسو خبرې په عمومیاتو روان کړې، نو که تاسی غواړۍ چې لوستونکې مو په خبره پوه شي، نو باید له عمومیاتو څخه لږ دبحث محور ته راښکته شۍ،
نو پوښتنه کوم، چې دمارکس په فلسفه کې څه شې ښه دي او څه شي بد دي، او که ټول ښه دي؟؟؟ البته ستاسی په اعتقاد،
زه پوهیږم چې تاسی به راته وایۍ چې دا رنګه لیکنه په ټول افغان کې نه ځاييږي، خو خیر،
تاسو يي ځواب ډیر مختصر کړۍ،
دمارکس دفلسفې په ټولو جوانبو لنډ لنډ نظر واچوۍ، هغه که سیاسي جانب دې، یا اقتصادي جانب دې، او یا نور جوانب دي، ښه يي کوم دې او بد يي کوم دي، او ښو ته يي ولې ښه وايي، او بد ته يي ولې بد وايي؟؟؟؟؟
داسی به لوستونکې دمارکس دفلسفي په هکله ستاسو په نظر ښه پوه شې، او یو څه نا څه متکامل صحيح تصور دمارکس له فلسفي واخلي.
فکر کوم چې دا کار به تاسو ته نا ممکنه نه وي.
[/color:f770169375]
ډوکتر څپاند
24.01.2008
جناب کوشان
اول داچه دټولو لغمانيانوله خوا مه ګړيږه٠ځکه چه زه هم اصيل لغمانی یم٠
دويم زما په اند ته د نورو دوستانو سره ټوکی کوی او غواړي چه دهغوی معلومات امتحان کړی٠
درېم داچه مذهب يو منل شوی اصل دی که ته ماته معجزه هم و ښیی نو ستا مذهب به و نه منم٠
څلورم داچه د ااسلام دین تر ټولوا دیانويو مکمل دین دی٠
او بالاخره داچه دوستان لکه محترم پتنګ اونور پر تا حق لری چه نيوکه(انتقاد)
وکړی دا ځکه چه تاسو زموږ په دين او مذهب نيوکه کړی٠
او په اخر کی بايدددر ته ووايم چه هردين او مذهب يوه عقيده ده,
که ته ماته پخپل انددوذخونه او جنتونه را ښکاره کړی ا و معجزی را وښيياست
زما عقیده به بدله نکړی٠
پدی نړی کی ډیر زیات دردونه شته چه بحث پری وکړی نو ولی دين اومذهب٠
که دا ممکه وای چه دبحث او جدال په وسيله دمذاهبو په اړه یوی نتيجی ته و رسیږو نو نن به په نړی فقط او فقط يو واحد دين موجود وی٠
احصائیې له ځانه مه جوړوه!
Mohammad Hassan
25.01.2008
ډيره درنه غيرت صاحب، هيله ده چې سلامونه مې ومنې او روغ او جوړ وی. همدا راز خپل احترام او سلامونه ښاغلی وهاج صافی، فريد جان (چې نه پوهيږم، بې صدا دی او که بېسده؟)او نورو لوستونکو ته وړاندې کوم. د فريد جان خبره خو کوشان صاحب ته متوجه ده او هغه به انشاالله له هغې لارې خپل ځواب ترلاسه کړی. او وهاج صافی صاحب ته به په ډير احترام ووايم، چې کله چې زه ستاسې د ليک ځواب ته ور ورسېدم، نو بيابه پرې وغږيږو، لږ صبر درته غواړم : - بايد له ياده ونه باسو چې (ان الله مع الصبرين)
اوس به راشم له غيرت صاحب سره د موږ د پخوانی بحث دوام ته:
د مقدمې پر ځای:
ما د تاسې په تير ليک کې دا جمله څو وارې ولوسته خو په مفهوم يې «پوه» نه شوم!
[quote:7403ad5aca] د بزو غوندې آن دترکی امین او کارمل پورې د ګوندیانو ګردۍ ورلوڅې کړې وې[/quote:7403ad5aca]نور د فکر نيسه او داسې جملې ليکه چې مقابل لوری د هم ورباندې پوه شی او د بحث سطحه او کيفيت وساتلای شی!
تاسې چې زما ليکنه لوستې، نو بيا مو راته ليکلی دی:
[quote:7403ad5aca] نو تاسې ښې او خوږې خبرې لیکلي خو د هیچا په درد نه خوري او اوس یې د زړو ببولالو بڼه اختیار کړې ده.[/quote:7403ad5aca]
ما هغه خبرې صرف د تاسې په غوښتنه او ستاسې د پوهې له پاره په يوه مشخصه موضوع کې د مارکس دنظر او د مارکسيسم د موضع د تشريح په خاطر ليکلی دی. زه دې نتيجې ته ورسيدم، چې ستاسې په درد يې خوړلی، پوهه او معلومات يې در انتقال کړی او تاسې هم پر هغه پوهه او معلومات باندې خپل قضاوت کړی، ويلی مو دی، چې داخوندورې زړې ببولالې دی! که يې معلومات نه وای در انتقال کړی، تاسې به هم ورباندې قضاوت نه وای کړی. یعنې دا غشی دقيق په هدف لګيدلې دی. دا جملې ما د کوم بل هدف له پاره هم نه وې ليکلې.
دا چې د مارکس دا ډول خبرې زړې ببولالې دی او که نه؟ په دې اړه زه ستاسې په قضاوت غرض نه لرم او دلته ورباندې د بحث مينه وال هم نه يم. خو د ې ته مو پام ورګرځوم، چې هغه جمله چې تاسې مکث ورباندې کړی، هغه زما لیکنه ده، د مارکس نه ده. زه فکر کوم چې تاسې اشتباه کړې او زما د ليکنې په تول مو د مارکس په هکله قضاوت کړی دی.
ستاسې له ليکنې ماته ځينې سوالونه پيدا شول، که د ځوابونه او توضيح راکړه خوښ به شم. تاسې ليکلی چې:
[quote:7403ad5aca]
تاریخي فکت ښیی چې هو (( په همغه اندازه د کارګرانو د استثمار درجه لوړيږی ))
خو وضعه یې نه خرابه نه ، بلکې ښه کیږي . د ننيو کارګرانو وضع د مارکس د وخت له هغو څخه سل چنده ښه شوې ده . خو مارکس یې پر خرابۍ خپله تیوري بنا کړې وه ، خو تاریخي تجربې او پرکتیک وښودله چې مارکس سخت تیروتی و.[/quote:7403ad5aca]
۱- تاسې په کوم بل ځای کې هم لوستی چې «مارکس يې په خرابۍ خپله تيوری بنا کړې وه» او که مو زما ليکنه د مارکس له پاره سند ګرځولې؟
کولای شی چې وواياست، چې مارکس چېرته او په څه دليل خپله تيوری د هغو ((په خرابۍ)) بنا کړې وه؟
او که يې کړې وه، کومه تيوری وه او د څه شی په اړه وه؟ کولای شی توضيح ورکړی؟
۲- که په يوه صنعتی څانګه کې د کارګرانو د استثمار درجه لوړه شی، نو د هغو د کارګرانو وضعه څنګه خرابيږی نه، بلکې هنوز ښه کيږی؟ دا سړئ څنګه توضيح کولای شی؟
۳- دا احصائيه مو له کومه ومونده چې د نننيو کارګرانو وضعه د مارکس د وخت له هغو څخه سل چنده ښه شوې ده؟
- آيا په متوسطه توګه د نړۍ د ټولو کارګرانو او که مو مطلب يوازې د اروپا او يا امريکا کارګران دی؟
- او که نه مقصد مو د کومې خاصې صنعتی څانګې د کارګرانو په هکله دی؟
- دداسې احصائیې او حکم منبع او انستيتوت موږ ته راښودلی او سند وړاندې کولای شی؟
۴- که د تاسې مقصد داوی او هسې په اصطلاح «چوټ انداز» مو دا خبره کړی وی، چې د مارکس له وخته تر اوسه پورې په مجموعی او کلی يا مطلقه توګه د انسانانو د ژوند سطحه لوړه شوې او نو د کارګرانو د ژوند سطحه هم د مارکس د وخت له کارګرانو څخه لوړه ده، نو آیا ستاسې دا نظريه د افغانستان د اوسنی رژیم د مدافعانو تر هغې ادعا هم ډیره پوچه، غير علمی، عوامفريبانه او نادقيقه نه ده ، چې په افغانستان کې دشپږو کالو په جريان کې د ميلياردونو ډالرو په لګولو سره د څو مکتبونو، پلونو او کوچنيو کلينيکونو جوړول د طالبانو له وخت سره مقایسه کوی او هغه بيا د هېواد په بيا رغونه کې خپل ستر ، ستر برياليتوبونه بولی او د افغان ولس په مخ او سترګو يې ورمُښی؟
او دادې نو څه ويلی؟
[quote:7403ad5aca]منم چې د غلام او برده دار ، دهقان او فیوډال ترمنځ مبارزه موجوده وه. خو انقلابي هغه طبقه وه چې په قدرت راغله او هغه نه غلام و او نه دهقان ![/quote:7403ad5aca]نو لطفا ووايه چې ته انقلابی څه ته وايی؟ او هغه انقلابی طبقه چې په قدرت راغله کومه وه؟
بيا مو ليکلی چې [quote:7403ad5aca]ه پای کې بیا هم هلته پاتې یاست چیرې چې دمخه وئ :
څنګه چې نه غلام د برده دار ګورکن شو او نه دهقان د فیوډال، نو آخر کار ګر ولې او څنګه د سرمایدار ګورکن ګرځيدای شي په داسې څال کې چې تر اوسه خو هیچیرې هم د سرمایدارۍ رښتینی ګورکن هم نشو؟؟؟؟[/quote:7403ad5aca]
دا ادعا زما نه ده. دا سوال د له مارکس څخه وکړه. يا په بل عبارت ددې سوال ځواب دې دمارکس او مارکسيستانو په آثارو کې ولټوه. ما ستاسې په شَلګۍ او څو وارې غوښتنه د ستاسې د احترام په خاطر بس همدومره زحمت وايست، چې د مارکس د يوه نظر په اړه مې درته نيم او نيمګړی معلومات وليکه. که نور معلومات غواړې، ښه به داوی چې د مارکس آثارو ته مراجعه وکړې. خو بيا هم که ما موقع ومونده، لږ نور تشريحات به هم کوم وخت وليکم. خو تاسې هم بايد راته وليکی، چې په کوم ځای کې پرابلم لرۍ او په کومه باره کې ډير و توضيحاتو ته اړتياده؟
دې موضوع ته مو پام راګرځول اړين بولم، چې وروسته له دې په داسې بحثونو کې بايد غلام،کارګر، بزګر، بادار، فيوډال او سرمايدار د غلامانو له طبقې، بزګرانو له طبقې، ګارګر ې طبقې، د فيوډالی رژیم او بورژوازۍ سره ګډ نه شی او یو د بل په ځای ليکل یې د جملو مطلب اړولای او غټ سؤتفاهمات رامنځته کولای شی. پخوا هم کله به چې خلقيانو ويل «مرګ پر فيوډاليسم»، ځينو به فکر کاوه چې د فيوډالانو مرګ غواړی او د ځمکو څښتنان به بېرېدل ، د هغوی په مخالفت او مقاومت به يې لاس پورې کړ او ګډوډی به يې جوړه کړه. ډير کسان د فيوډال او فيوډاليسم په فرق هم نه پوهېدل او له دې کبله ددې ډول شعارو پايلې بدې وې. .
تر اوسه پورې ما په ډيرو ځايو کې دا ستاسې له خوانه د ټيپی غلطيو په حيث فکر کړی دی.
مثلاتاسې لیکلی چې:
[quote:7403ad5aca]څنګه چې نه غلام د برده دار ګورکن شو او نه دهقان د فیوډال، نو آخر کار ګر ولې او څنګه د سرمایدار ګورکن ګرځيدای شي...[/quote:7403ad5aca]
که سړئ ووايی چې دهقان د فيوډال ګورکن دی، معنا داچې کوم دهقان د کوم فيوډال قبر کنی..
که ووايو چې کارګر د سرمايدار ګورکن دی، یعنې چې یو کار را پورته کيږی او سرمايدار په قبر کې غورځوی.
ولې په اصل کې زموږ مطلب دانه دي، چې مثلا کارګر د سرمايدار قبر کيندونکی دی، بلکې د مارکس مطلب دادی چې د پېړيو په اوږدو کې د ټولنيز تاريخی تکامل په لړ کې د دوامدارې طبقاتی مبارزې په بهير کې د کارګر طبقه ددې سبب کيږی چې د سرمايداری رژيم قبر وکنی او له منځه يې يوسی، نه د کوم مشخص سرمایدار او يا د سرمايدارانو د کومې ډلې!
د همدې دلايلو پر بنا ما بيا ستاسې پورته جمله له ځانه سره په دې ډول ولوسته او ددې جملې مطلب مې ترې واخيست:
(څرنګه چې نه د غلامانو طبقه د غلامۍ (برده دارۍ)ګور کن شوه او نه د دهقان طبقه د فيوډاليسم، نو آخر د کارګر طبقه (پرولتاريا) ولې او څنګه د سرمايدارۍ ګور کن ګرځېدای شی))
تاسې بيا فکر کوم چې خوبولی واست او په دا لاندې توګه جملې مو هم ليکلې، تاسویې ښې په غور ولولی، ګوندې تاسو پخپله بيرته سم ورباندې پوه شی! زه خوئې په مطلب پوه نه شوم او هسې يې راسره ډيرې پوښتنې پيدا کړې!
[quote:7403ad5aca]په افغانستان کې خو د کارګر طبقه نه وه او دهقان خو نه انقلابي وي او نه هم د قدرت جوګه نو بیا خلق او پرچم قدرت شوروي ته سپآرل غوښته لکه څنګه چې يې ورته وهم سپاره (؟؟)
[/quote:7403ad5aca]
دا چې تاسې واياست، چې« دهقان خو نه انقلابی وی او نه هم د قدرت جوګه!» یعنې دا چې د کارل مارکس طبقاتی تيوری تائيدوی او د هغو پر بنسټ خپل تحليل کوې او سوال را کوی؟ نو که داسې وی، نو بيا ولې ورته کله کله «زړې ببولالې» وايې؟
آيا ستاسې په نظر په افغانستان کې هيڅ کارګر او د کارګرو طبقه نه وه اوکه څنګه؟ او ايا دا موضوع هم د مارکسيسم له مخې توضيح کوی او که يوازې د مائوئيسم له نظره؟
ښه ! مثلا د کارګر طبقه نه وه، نو څه؟
آيا ستاسې له نظره سياسی او انقلابی مبارزه په مطلقه توګه يوازې د کارګرې طبقې په موجوديت پورې تړلې ده؟ دا د تاسې خپله او که د کوم بل چا تيوری ده؟
فرض کړو د تا خبره سمه ، چې دهقان نه انقلابی وی نه د قدرت جوګه، نو تاسې څه ويل غواړی؟
تاسې نو د کارګرې طبقی د وجود او د دهقانانو د انقلابيت له نفی کولو څخه ولې دې نتيجې ته ورسيدی، چې دا سې وپوښتې، چې خلق او پرچم قدرت شوروی ته سپارل غوښته؟ یعنې که د کارګر طبقه وای، نو قدرت به يې شوروی ته نه ورسپاره او چې نه وه نو ځکه يې ورته سپارل ِغوښتل؟
لطفا یې مشخصه کړی، له څه شی څخه مو، کومه د انقلابيت تيوری مقصد ده؟، چې ورته اشاره کوې او وايی:
[quote:7403ad5aca]نو ایا دا اوس ددوی د انقلابیت تیوري ده ؟ او که نآ : د هغوی ګوډاګیت او ملي خیانت ؟؟؟؟ [/quote:7403ad5aca]
څه شئ ښئې، چې د انقلابيت تيوری نه ده اود تاسې له نظره د انقلابيت تيوری څه ته ويلای شی؟ انقلابيت او نه انقلابيت د کومې تيوری مطابق او پر کومو معيارو سنجوې؟
بريالی او روغ اوسې.
بحث په صداقت کوه، اتهام او ټاپې مه وهه!(لومړۍ برخه)
Mohammad Hassan
28.01.2008
درنه غيرت صاحب، سلامونه مې ومنه! هيله ده چې بې غمه، روغ او تازه واوسې!
لومړی يوه يادونه:
تاسې زما له خوا تر اوسه طرحه شوو سوالو ته هيڅ ځواب نه دی ويلی او هغه څه چې ما يې توضيح ته اړتيا ليدلې، تاسې هيڅ نه دی توضيح کړی. د بحث سمه طريقه به داوی چې تاسې سوالو ته ځواب وواياست او د اړتيا په وخت کې موضوع له خپله نظره توضيح کړی، چې بحث پرمخ ولاړشی. که د کوم سوال له ځوابه او يا د کومې موضوع له توضيح څخه عاجز ياست او يا هم د ما او يا بل چا له خوا وړاندې شوی نظر او فکر درته د قبول او منلو وړ دی، نو قوت مو په دې کې دی او دا به د بحث سمه او صادقانه طريقه هم وی چې ورباندې اعتراف وکړی، تر څو چې بحث نتيجه ولری.
او اوس نو تاسې زما دا جملې اقتباس کړې
[quote:badb53ef70] زه پوهېدم چې هغه په بل ليک کې زما له ګډو وډو جملو څخه به د کارل مارکس له نظره د بورژوازۍ په له منځه وړلو کې د کارګرې طبقې په رول اوهمدا راز د بشری ټولنې د تاريخی تکامل د قانونمنديو پر اساس د کپيټاليسم په سقوط او تر هغه وروسته د کمونيسم په حتمی او قانونمده راتلو باندې به مو سر نه وی خلاص شوی. خو زه ځکه ځان ګنهګار نه بولم، چې ما خو مخکې دا مسئله درک کړې وه.[/quote:badb53ef70]
او بيا مو ترې لاندې ليکلی چې:
[quote:badb53ef70]بارک شه ، نام خدا تاسوخو بلا کوئ بلا :
تاسو هغه تبلیغي خبرې لیکلي چې ویل کیږ.ي ګوندیانو ته به د ګوندي بامبړانو له خوا تدریس کېدې ، په هغې کې بردګي په فیوډالي او فیوډالي په سرمایداري اوختل توجه شوي او بیا یې د مارکس وړاندوینه چې همدغسې به سرمایداري هم په سوسیالیزم اوړي، نو دا د مارکس یوه وړاندوینه وه خوم ګوندي بامبړانو او د شوروي دولتي چوپړیو دا د حقیقت یوه نغده سیکه وګرځوله [/quote:badb53ef70]
دلته څو خبرې د يادولو وړ بولم:
۱- تاسې مخکې په څو وارې، پرله پسې له ما څخه خواهش وکړ، چې زه درته توضيح کړم، چې مارکس څنګه د کارګرو طبقه د بورژوازۍ قبرکيندونکی بللې ده. د تاسې د ټينګار په خاطر، ما تر خپله وسه پورې دا موضوع تاسې ته د «مارکس له نظره» توضيح کړه. یعنې تاسې ته مې قصه وکړه چې په دې اړه مارکس دا شئ او داسې ويلی دی، نو ما خو هيڅ کوم تعجب آور شی او بلا نه ده کړې! که په ځير ورته وګورې، د تاسې له خوانه زما په اقتباس شوو جملو کې هم ما په ډاګه ليکلی چې د «مارکس له نظره...»، نه زما او يا د تاسې په اصطلاح د ګوند د بامبړانو له نظره!
اوس زه حيران پاته شوم، چې تاسې په کوم سبب او په کوم منطق او عقل ماته ددې مبارکی راکوی، چې ما «هغه تبليغی خبرې ليکلې دی، چې ويل کيږی، ګونديانو ته به د ګوندی بامبړانو له خوا تدريس کيدې»؟
نو ما تاسې ته ددې غوښتنې او سوال په وړاندې، چې مارکس ولې د کارګر طبقه د سرمايدارۍ ګورکن بللې ده، د مارکس له نظر پرته بل څه ليکلی وای؟
لږ د سر خپل ګريوان ته ټيټ کړه او لطفا د دا ډول تذويرونو، اتهامونو او مسخره ادعاګانو څخه لاس واخله. تاسې حق لری چې د خپلو سياسی مخالفينو په وړاندې تبليغ وکړی، خو دا سمه نه ده چې ما هم په چيکړو کې له ځانه سره ګډ کړې.
په دې ځان وپوهوه چې «برده ګی په فيوډالی او فيوډالی په سرمایداری اوښتل» او بيا په همدې ډول د سرمايداری په سوسياليسم اوښتلو نظر د تاسې د جرمنی د کارل مارکس او دهغې د ملګری فريد ريش انګلس نظر دی. دا که په افغانستان کې چا د درسنامو او يا کتابو له مخې توضيح کړی وی، نو دا دومره تبليغاتی اړخ نه لری، بلکې دا ډیره د مارکس د تيوری توضیح، تشريح او تفسیر دی.
۲- دا چې د تاسې په خبره، ګوندی رهبرانو د نړۍ د يوه عالم د يوې مشخصې نظريې په اړه توضیحی درسنامې جوړولې او ويشلې، نو تاسې د يوه تحصيل يافته روشنفکر په حيث دا کار د ټولنې د علمی، سياسی او اجتماعی درک او پوهې په لوړتيا کې مثبت او که منفی ارزوی؟ او آيا په اروپا او امريکا کې څوک دا کار نه کوی او که څنګه؟
۳- دا د مارکس وړاندوينه چې سرمايداری به په سوسياليسم اوړی ، دې «ګوندی بامبړانو څنګه د حقيقت په يوه نغده سکه» واړوله؟ له دې څخه مو مطلب څه دی؟
نغده سکه خو یو معين مادی واقعيت دی، چې د انسان د ذهن څخه د باندې قرار لری.
د حقيقت مقوله بيا د انسان په ذهن کې د عينی واقعيتونو انعکاس ښئی، چې يوه معنوی پديده ده.
نو زه اوس له دې ترکيب څخه پوه نه شوم چې د حقيقت نغده سکه به څه معنی ورکا؟ آيا معنا يې ستاسې له نظره دا نه ده چې دې ګوندی رهبرانود مارکس له کپيټاليسم څخه سوسياليسم ته د اوښتو تيوری رښتيا وبلله او په عمل کې يې تطبيق کړه؟
که مطلب داوی، بايد ووايم چې دا تيوری هيڅوک په زور او په لنډه موده کې نه شی عملی کولای. که د مارکس دا وړاندوينه سمه هم وی او عملی هم شی، دا به فقط او فقط د اوږدو پيړيو په دوران کې د ټولنې د طبيعی تاريخی تکامل په نتيجه کې د کپيټاليسم د داخلی تضادونو د ټکرونو له لارې عملی کيږی او بس.
دا کار نه يو ګوند کولای شی او نه هم د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند داسې ناشونی کارته زړه ښه کولای شواي. څوک چې د سياست په الفبا پوهيږی، داسې غلطی نه کوی.
د تاسې دښمنانه، بې اساسه او له تعصبه ډک چلند یو ځل بيا را په يادوی چې دا يوازې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوندنه، بلکې د هېواد د پراخه مترقی او ملی غورځنګ د قسم خوړلو دښمنانو هغه له منافقت، توطيو او عوامفريبۍ ډک پروپاګندؤ او دی چې د غربی نړۍ له پايتختونو او پروپاګندی سټېشنونه څخه يې سرچينه اخيسته او د مسکو او سوسياليستی هيوادو د پرمختګ د مخنيوی په خاطر يې د افغانستان له روشنفکری نهضت څخه قربانی وغوښته، د هيواد د ترقۍ مخه يې ونیوه او زموږ د وطن لويشت، لويشت خاوره یې د خپلو بچوڼو په وينو ولړله.
تاسې وګوری چې څنګه ګلونو ته اوبه ورکوی؟
[quote:badb53ef70]خو تر کومه چې یې مارکس سوسیالیزم ته د اوښتو اړینتیا په ګوته کړې هغه هم تاسو تر اوسه پورې ونشوه ښودلی او صرف د ګوندي تبلیغاتو د متن په وړاندې کولو بسنه کړې ده [/quote:badb53ef70]
له دې سره څه غواړې ووايې او بيا د کوم پرووکاسيون ته نيت کړی؟ غواړی په ما يې نوره هم تشريح کړې او بيا هم راته ووايې چې د ګوند تبليغات دی او اضافه هيڅ؟ ما چې څه مخکې هم ليکلې، د ستا په مکرره غوښتنه او خواهشونو مې ليکلی. نو ته چې دې ته ګوندی تبليغات وايی، کولای شی چې خپل نظر څرګند کړې، لږ زحمت ځان ته ورکړی او پخپله یې داسې وليکې چې هغه ګوندی تبليغات نه وی؟
که زما په توضيح د قناعت نه راځی، نو لطفا خو یې پخپله توضيح او تشريح کړه چې «مارکس سوسياليسم ته (دکپيتاليسم) د اوښتو اړينتيا» څنګه او په څه ډول «په ګوته کړې ده»؟
په دې بحث کې موږ او تاسې يوله بله سره د نظرونو تبادله او يو له بله زده کړه کوو. لازمه ده چې په هغو ځايو او موضوعاتو کې چې مقابل لورئ د تاسو نظر څرګندونې، لارښونې، مرستې او تشريح ته اړتيا لری، ورڅخه يې ونه دريغوې . موږ هر يو د خپلې نظريې او موضع په روښانه ښکارولو مکلف يو. هسې تشې لاپې او په مقابل لوری باندې انتقادونه او تهمتونه هيڅ په درد نه خوری.
دا خو سمه نه ده چې له چانه وپوښتې او هغه هم څو څو ځله وپوښتې چې د هټلر نظر ددې او يا هغې مسئلې په اړه څنګه دی؟ کله چې هغه ځواب در کړی او د هټلر نظر چې ورته معلوم وی، درته توضيح کړی، نوته يې بيا کلک را ونیسی، چې ته خو فاشيست يې! بیا د هم د هټلر اصلی نظر نه دی ښودلی! او داسې نور...
له دې څخه که راتير شو او دې نوې مسئلې ته راشو چې تاسو بيا د څووم ځل له پاره مطرح کړی او د توضيح غوښتونکی يې ياست: او هغه داچې
[quote:badb53ef70]آیا مارکسیزم وجود لري؟[/quote:badb53ef70]
دا سمه ده چې تاسې داځل د مارکسيسم له موجوديت څخه بيخی انکا ر نه دی کړی خو دې سوال ته دا ډول ځواب ورکول هم سم نه دی:
[quote:badb53ef70] هو، خو یواځې د شوروي، چین او کمونستي ګوندونو په اند، نه د نورو نړیوالو فیلسوفانو په اندګور . نړیواله فلسفه یې د مارکس ښوونه بولي چې په الماني ژبه کی ورته die Marx'sche Lehre بولي ، نه مارکسیسم . خو داچې تاسو به ښايي
ځان د شوروي ایدیالوژۍ یو قسم خوړلی پل تلونکی(پیرو) بولئ نو دغه ستر توپیر چې ټولو نړیوالو فیلسوفانو په ګوته کړی ستاسې له پاره کله د درک وړ وي[/quote:badb53ef70]
اول خو راته ووايه چې د شوروی ايديولوژی، کومه ايديولوژی ده، چې بيا زه ځواب درکړم، چې زه يې پيرو يم او که نه يم.
دوهم دا چې په دې خوشحاله شوم، چې بيرته لږ په حال راغلی ياست او دا مو درپه ياد شوی چې شوروی، چين او د نړی نور کمونيستی ګوندونه په دې نظر دی چې مارکسيسم موجود دی. برسېره پردې به زه در په ياد کړم، که د سياسی – اجتماعی اصطلاحاتو او يا د لغاتو هره ډيکشنری را خلاصه کړی، زه یقين لرم چې مارکسيسم به ورپکې پيدا کړی، خو دمارکس دښوونې د اصطلاح په پیدا کولو کې کېدای شی په ځينو ځایو کې له مشکل سره مخامخ شی.
دا به هم درپه ياد کړم چې په ډيرو علومو او په تېره بيا په ټولنيزو علومو کې په ډيرو مقولو او احکامو کې مختلف پوهان متفاوتې نظريې او يا ستا په عباراتو اندګورونه لرلای شی. نو ستاسې له ليکنې په ډاګه ښکاری چې د ځينو عالمانو له مخالفتو نو سره، سره مارکسيسم موجود او يو منل شوی (ايسم) دی.
دريم دا چې دا به راته وويلای شی، چې کومو مهمو عالمانو او علمی مؤسسو په کوم وخت کې په کومو دلايلو د مارکسيسم د موجوديت له منلو څخه انکار کړی دی؟ او د «دې ستر توپير » له پاره يې څه اسناد وړاندې کړی دی؟
څلورم- مطلب مو له «نړيوالې فلسفې» او «نړيوالو فيلسوفانو» څخه کومه فلسفه او کوم فيلسوفان دی؟
د يوې فلسفې او فيلسوف نړيوال توب او يا نه نړيوال توب په کومو معيارو د کومې علمی معتبرې مؤسسې له خوا سنجول شوی دی؟
آيا داسې فکر کولای شې چې د ټولې دنيا عالمان او د ټولو هېوادو ټولې علمی او اکادميکې مؤسسې د يوې او يابلې اقتصادی، ټولنيزی- سياسی او فلسفی تيوری په اړه د نظر اتفاق ولری؟ یعنې چې ممکنه ده چې يوه مطلقه نړيواله فلسفه د وجود ولری؟
که داسې نه وی، نو د کومه ځايه د د اد «نړيوالې فلسفې» اصطلاح را اخيستې او له دې څخه د کومه فلسفه مطلب دی او په کومه نړيواله کنګره او يا علمی – اکادميکه غونډه کې ددې فلسفې په اړه په کوم ځای او کوم وخت کې فيصله شوې ده؟
دا «نړيواله فلسفه» خو به د «نړيوال ائتلاف» په څير نوی نوم نه وی چې له ښاغلی بوش څخه مو زده کړی وی چې له انګلستان سره يوځای یې په عراق حمله وکړه، يو دوه نور تر خپل تاٍثیر لاندې هيوادنه يې هم له ځانه سره په يوه چل په دې کار کې شريک کړل او د نړيوال ائتلاف نوم يې ورباندې کيښود؟
همدا راز له نړيوالو فيلسوفانو څخه د مطلب څوک دی؟ آیا تر مارکس بل نړيول فيلسوف بل څوک دی؟ يا دا چې مارکس ولې په نړيوالو فيلسوفانو کې نه شميرې؟
که د يوې فلسفی او فيلسوف نړيوالتوب دځمکې پرمخ د انسانانو ترمنځ د هغې پېژندګلوی لولې او يا يې د ځمکې په جغرافيايی ساحه کې د هغو د شته والی په معيارو سنجوی، يا يې د پيروانو تعداد مهم ګڼې، بيانو پخپله فکر وکړه چې هغه فيلسوف او فلسفه چې ستاسې پخپل بيان ، په چين او شوروی کې په کامله توګه پيژندل شوی او په نورو هېوادو کې هم لږ تر لږه د هرهېواد د کمونست ګوند له خوا پيژندل شوی او تبليغ شوی وی، دا به نو دا القاب ځان ته ونه ګټلای شی؟
دا خو به هم د خدای لار او سمه خبره نه وی، چې مثلا په آلمان کې مروجې فلسفې ته نړیواله ووايی او د چين وهغو ته نه! آلمان به د اتيا ميليونو په شاوخواکې نفوس لری او چین به له يوميليارد او دوه سوه ميليونو زيات. زه دا فکر هم نه کوم چې کوم آلمانی، علمی او فلسفی مرکز د داسې ادعا کړی وی او که تاسې ته معلومه وی، خوشحاله به شم، که دا معلومات موږ ته هم وړاندې کړی .
ما په مخکې يوه ليکنه کې هم لږ او ډير د مارکسيستی پوهې، ماکسيسم او د هغو له کار اخيستلو څخه يادونه کړې وه. څرنګه چې تاسې بالکل زيات په همدې مسئله ټينګار کوی، په راتلونکی ليکنه کې به خدای کول په دې اړه لږ نور معلومات هم درته وليکم.
تر هغه وخته د په خدای سپارم
Ghairat
29.01.2008
دروندصافي صاحب، سلامونه مې ومنه! هيله ده چې بې غمه، روغ او تازه واوسې!
لومړی يوه يادونه:
سوالونه خو لومړی ما طرحه کړي و او تر څو چې لومړی سوالونه نه وي حل شوی له پوښتونکي څخه پوښتل سمه طریقه نه ده نو د اساسي مطرح شوو سوالونو ټه اړه چې دکارګر و طبقه د مارکس په نظر ولې د و پانکوالۍ کورکن ده او همدا رنګه هغه د سوسیالستي ـ کمونستي ټولنې جبر او اړینتبا په څه کې لېده چې تر اوسه پوزې رابرسیزه هم نشوه ، ستاسو دا ادعاوې کړي او هر لوستونکي دا حق لري وپوښتي چې خپلې دغه ادعاوې څنګه په اٍبالت رسولي دي ؟ تاسې ددې پوښتنو په ځوابولو کې تر نن ورځې پورې پاتې راغلي یاست لکه څنګه چې ملحد افغاني بامبړان لکه ګوډډوزی تره کي او نور هم په دې نه پوهیدل خو د منتر غوندې یې له اولیه کمون څخه برده دارۍ ، فیوډالیزم او سرمایدارۍ ته اوښتل بیانول کوم نوی کار او کمال نه و ځکه چې ثبوت یې هرچاته عملا په تاریخ کې مخې ته پروت و، خو سوسالیېم ته اوښتل وړاند وینه وه او په تاریخ کې یې ثبوت نشته او نه هم تر اوسه پورې رامنځته شو ، پرعکس د شوروي ړنګیدلو دې دا لا بسې ثابته کړه چې
د سوسیالیزم وړاندوینه د مارکس یوه سو]ه مغزي بڼه وه او بس ، داچې لنین او ستالین ددې مغزي بڼې له پاره ۱۵-۲۰ میلیونه وګړي له تیغه تیر کړل او تره کي امین
ببرک او شوروي دې درې میلیونه افغانان مړه، ۵ میلیونه بی کوره او په زرګونو معیوبین کړل دا د لینین ستالین او افغاني بامبړانو جنایت و او بس !
نو ست دا پوښتنه باید نه له ځانه وکړې چې رښتیا هم [quote:f79700307c]
. د بحث سمه طريقه به داوی چې تاسې سوالو ته ځواب وواياست او د اړتيا په وخت کې موضوع له خپله نظره توضيح کړی، چې بحث پرمخ ولاړشی. که د کوم سوال له ځوابه او يا د کومې موضوع له توضيح څخه عاجز ياست او يا هم د ما او يا بل چا له خوا وړاندې شوی نظر او فکر درته د قبول او منلو وړ دی، نو قوت مو په دې کې دی او دا به د بحث سمه او صادقانه طريقه هم وی چې ورباندې اعتراف وکړی، تر څو چې بحث نتيجه ولری. [/quote:f79700307c]
[quote:f79700307c]زه پوهېدم چې ېما په ګډو وډو جملو د کارل مارکس له نظره د بورژوازۍ په له منځه وړلو کې د کارګرې طبقې په رول اوهمدا راز د بشری ټولنې د تاريخی تکامل د قانونمنديو پر اساس د کپيټاليسم په سقوط او تر هغه وروسته د کمونيسم په حتمی او قانونمده راتلو باندې به مو سر نه وی خلاص شوی.[/quote:f79700307c]
که مقصد مو جملې وي نو ستاسې جملې کډې وډې نه وې او خپل مقصد مو پرې څرګند کړی ، خو که هدف مو له ګډوډۍ څخه خپل مقصد وي نو څرګند کړی مقصد مو ٍخپله متاسفانه کډوډ دی . ځکه له بشزي تکامل له قانونمندۍ څخه که د یون ټولنیز فورماسیون په بل اوښتل وي نو نو له کمون اولیه څخه تر پانګوالۍ پورې بې تایید تاریخ وړاندې کړی، او ښودلې یې ده چې کمون اولیه او برده داري په سرمایدارۍ نه دي اوښتې . بعنې تاریخ ښودلي چې یوه مشخصه ټولنه په بله مشخٌصه ټولنه چې تر د مخه پرمخ تللې وه اوښتې ده او ددې اوښتلو علتونه مشخص دي ، نه له دې نتیجه ګیرۍ څخه چې کمون اولیه په برداري او برداري په په فیوډالي او ښتې نو ځکه فیوډالي هم په سرمایداري اوړي . که مارکس مثلا د سرمایدارۍ په اړه په دغسې یو رقم نتیجه ګیرۍ بسنه کړی وای چا به د عادي روښتن فکرانو په لیکه کې هم نه وای منلي نو څنګه به یې د سوسیلیېن په اړه دغسې یو ه سطڅي تحلیل بسنه کړي وي چې د بشري ټولنې له کمون اولیه له اوښتو څخه يوه ټولنه پر بله آن تر سرمایدارۍ پورې اوښتل تاریخي حقیق دي نو دا سرمایداري هم په سوسالیېم اوړي او بس د مشخصو علتونو څرګندولو ته نو حاجت نشته !
او زما پوښوتنه له تا څخه همدغه جرم وو چې هغه مشخص علت چې مارکس پرې سرمایداري پر سوسالیزم اړاوه کوم دی ؟ دا خو به یونالوستی کس هم وویلی شي چې خیر نو سرمایداري به هم ضزوز په یوه بله ټولنه اوړي، خو داچې هغه نوې ټولنه سوسالیزم دی نه بله کومه یوه، لکه برداري په فیوډالی اوړي نه په بله کومه یوه، فیوډالي هم په سرمایداري اوړیده نه په کومې بلې بوې ټولنې ، د مکومې بلې یوې له پاره علتونه نه رامنځته کیدل ، نو په سوسالیزم باندې د سرمایدلرۍ ب د اوښتولو له پاره به هم مارکس یوه مشخص علت ښودلی وي چې تاسو یې په وړاندې کولږ کې تر اوسه پورې پاتې راغلي یاست او په متقابلو پوښتنو ځان او
یا ما غوندې ساده لوستونکې تیرباسې .
البته تاسو به مخکې د خپل ضعف دا مسله درک کړی وه چې زما له پوښتنې په حل کې مرسته نشئ کولی ، ستاسوې داجمله زه ستاسو د معرت په توګه منلی شم چې .
[quote:f79700307c] خو زه ځکه ځان ګنهګار نه بولم، چې ما خو مخکې دا مسئله درک کړې وه. [/quote:f79700307c]
او بیا لیکئ .
[quote:f79700307c]۱- تاسې مخکې په څو وارې، پرله پسې له ما څخه خواهش وکړ، چې زه درته توضيح کړم، چې مارکس څنګه د کارګرو طبقه د بورژوازۍ قبرکيندونکی بللې ده. د تاسې د ټينګار په خاطر، ما تر خپله وسه پورې دا موضوع تاسې ته د «مارکس له نظره» توضيح کړه. یعنې تاسې ته مې قصه وکړه چې په دې اړه مارکس دا شئ او داسې ويلی دی، نو ما خو هيڅ کوم تعجب آور شی او بلا نه ده کړې![/quote:f79700307c]
بلا خو ځکه کوي چې د مارکس اٍثار، جلد او مخ او اقتباس نه را اخلې، د مارکس په اړه د دویم ، دریم لسو شلو او زرم لاس او شلم او زرم بامبړ د خولې خبرزې را اخلې او په دې خوشباودۍ تکیه کوې چې زه هغوی خوبه دروغ نه وي ویلې چې دا خبرې د مارکس دي، نو راځه نه هم ووایه چې دا سوچه دمارکس خبرې دي، بی له دې چې اقتباس یې کړم وړاندې یې کړه !
[quote:f79700307c]که په ځير ورته وګورې، د تاسې له خوانه زما په اقتباس شوو جملو کې هم ما په ډاګه ليکلی چې د «مارکس له نظره...»، نه زما او يا د تاسې په اصطلاح د ګوند د بامبړانو له نظره! [/quote:f79700307c]
۱ـ تاسو د مارکس کومه جمله تر اوسه پورې اقتباس یعنې کټ مټ را انتقال کړې ، کله مو کوم اثر او د هغه جلد او مخ ورکړی ؟ بلکې یواځې ادعا موکړې چې مارکس خبره او د مارکس نظر دی او دا کار دې بامبړانو تل کړی دی !
۲ـ زه بیا هم نه وایم چې دا خبرې دې مارکس نه وي کړي، خو پر سوسیالیزم باندې د سرمایدارۍ د اوښتلو مشخص علت یې دا نه دی ګڼلی چې تاسو یا بامبړانو په کراتو مراتو بی سوادو اوریدونکو ته تکرار کړی دی ! زه وایم چې پښتانه درانه خلک دی او ټول بیسواده هم نه دي، دا دبیسوادو غولیدونکو په سترګه دې نور پښتنو لوستونکو ته نه کتل کیږي !
[quote:f79700307c]نو ما تاسې ته ددې غوښتنې او سوال په وړاندې، چې مارکس ولې د کارګر طبقه د سرمايدارۍ ګورکن بللې ده، د مارکس له نظر پرته بل څه ليکلی وای؟ [/quote:f79700307c]
۱ ـ ګوره! ولې او څنګه سره ډیر توپیر لري ، د ولې حق هر سړی لري او منل یې هم دهرچا خپله خوښه ده، نو مارکس د یوعادي انسان په توګه هم حق لاره چې ګورکنه یې وبولي، خو د یوعالم په توګه هغه باید د څنګه پسې کرځېدلی وي او مونږ هم باید د څنګه پوښتنه وکړو چې سرمایداري د هغه په اند په څه ډول حتما په سوسیالیزم بدلیږي . نو ما هم د څنګه پوښتنه کړې ، نه د ولې ؟
۲ـ ستا خبرې هم بر ځای دي او بیځایه .
پر ځای ځکه دي چې د سرمایدارۍ پرضد د عامو تو ضیحاتو په ترڅ کې کې د غسې پارونکي جملې هم شته ، خو د اړوندې ګودکنۍ علت پرې نه دی تشریح شوی او هغه به هم :
[color=white:f79700307c]که غوټې پسې وهې په لاس به درشي، چا ویل چې د مارکس سر کې لډوان نشته ![/color:f79700307c]
[quote:f79700307c]لږ د سر خپل ګريوان ته ټيټ کړه او لطفا د دا ډول تذويرونو، اتهامونو او مسخره ادعاګانو څخه لاس واخله. تاسې حق لری چې د خپلو سياسی مخالفينو په وړاندې تبليغ وکړی، خو دا سمه نه ده چې ما هم په چيکړو کې له ځانه سره ګډ کړې. [/quote:f79700307c]
نه حسن خانه وروره ، تا دې خدای د شوروي له ګوډاګیو افغاني بامبړانو لکه تره کي کارمل له چيکړو څخه وساتي ، او که د هغوی کارنامې صرف چیکړې وای ، بیابه هم ترې په راپورته شویو پینڅو او موزو په پښوکولو سره سالم تیر شوی وې،ولې د هغوی مرداري خو له خاک اندازونو را بهیدلې لاوا وه چې تر سوږمو پورې یې ډیر انسانان لاندې کړل او وطنونه یې عرق کړل .
[quote:f79700307c]په دې ځان وپوهوه چې «برده ګی په فيوډالی او فيوډالی په سرمایداری اوښتل» او بيا په همدې ډول د سرمايداری په سوسياليسم اوښتلو نظر د تاسې د جرمنی د کارل مارکس او دهغې د ملګری فريد ريش انګلس نظر دی. دا که په افغانستان کې چا د درسنامو او يا کتابو له مخې توضيح کړی وی، نو دا دومره تبليغاتی اړخ نه لری، بلکې دا ډیره د مارکس د تيوری توضیح، تشريح او تفسیر دی. [/quote:f79700307c]
ستا داجمله به دغسې درسره ومنم :
په دې ځان وپوهوه چې ًبردګي په فیوډالي په سرمایداري اوښتل ً د مارکس او انګلس په شمول هر چا منلی تاریخي فکتونه دي چې انکار اترې نشي کیدای، خو
د سرمايداری په سوسياليسم اوښتلو نظر د کارل مارکس او دهغې د ملګری فريد ريش انګلس وړاند ویونکی نظر دی ، چې د وړاندوینې په توګه په عملي او تاریخي ډګر کې پوچه او غلطه راووته، نو که سره له دې ګوندی رهبرانوپه نړۍ ګې ددغې پوچه ختلې نظريې په اړه توضیحی درسنامې جوړولې او ويشلې، نو تاسې د يوه تحصيل يافته روشنفکر په حيث دا کار د تنقیدي شننې لاندې نیول او د هغې د علمی، سياسی او اجتماعی نیمګړتیاوې په ګوته کول د درک او پوهې په لوړتيا کې مثبت او که منفی ارزوی؟ او آيا په اروپا او امريکا کې څوک د کارکس او انګلس اړونده نظریې په هر اړخیز ډول نه دي تنقید شوي او د سوسالستي اتقلاب اړنتیا یوه مردوده نطریه نه ده بلل شوې ؟
خو سره ددې ټولو ڼړیوالو شننو تجربو او عملي پرکتیکنو
[quote:f79700307c]دا د مارکس وړاندوينه چې سرمايداری به په سوسياليسم اوړی ، دې «ګوندی بامبړانو ... د حقيقت په يوه نغده سکه» واړوله[/quote:f79700307c]
او په افغانستان کې یې اور بل کړ !
[quote:f79700307c]آيا معنا يې ستاسې له نظره دا نه ده چې دې ګوندی رهبرانود مارکس له کپيټاليسم څخه سوسياليسم ته د اوښتو تيوری رښتيا وبلله او په عمل کې يې تطبيق کړه؟ [/quote:f79700307c]
دا جمله به دې به هم د فکتونو په ورزیاتولوسره درته ټکمیل کړم :
[color=yellow:f79700307c]آيا معنا يې ستاسې له نظره دا نه ده چې دې ګوندی رهبرانود مارکس له کپيټاليسم څخه سوسياليسم ته د اوښتو تيوری رښتيا وبلله او په عمل کې يې د حیظالله امین په خوله د افغانستان په ملي شورا کې د خپلې ګوندي مبارزې هدف د فرد پواسطه د فرد له استثماره خلاصې ( سوسیالستي ) ټولنې ته لاره خلاصول وباله ؟ [/color:f79700307c]
معنی داچې سوسیالستي جهت ګیري یې د مبارزې مرام اعلام کړ !
او څنګه چې دا هر چاته ښکاره او ترکي غوښتل په دې سره د کریملن په ګوډاګي توب کې تر کارمل میدان وګټي لکه چې د ثور له ضدملی او ضد انساني کودتا څخه وروسته یې د شږروي او سوسیالستي بلاک هیوا دونو سره ورورولاي ټینګه کړه او په افغانانو یې اور بل کړ . له دې نه وروسته دا لاندې خبرې که اوس تره کی هم راژوندی شي او دغه لاندې جملې اعلام کړي ایا دا به د یو سیاسي بامبړ هڅه نه وي د یوه بیګ بم د نړیوالې دماکې په څیر دغسې ستر تیز په پلتۍ وهلو پټ کاندي ؟
چې ګواکې :
[quote:f79700307c]که مطلب داوی، بايد ووايم چې دا تيوری هيڅوک په زور او په لنډه موده کې نه شی عملی کولای. که د مارکس دا وړاندوينه سمه هم وی او عملی هم شی، دا به فقط او فقط د اوږدو پيړيو په دوران کې د ټولنې د طبيعی تاريخی تکامل په نتيجه کې د چې کپيټاليسم د داخلی تضادونو د ټکرونو له لارې عملی کيږی او بس. [/quote:f79700307c]
خو داچې داچې دې کار ته د خلکو دموکراتيک ګوند زړه ښه کاوه ثابتوي چې
د سياست په الفبا پوهه یې هم نه درلوده ، خکه یې دومره سترې غلتۍ ته ملا تړلې او ځان یې پرې شودوي ته انقلابی ښوده !
[quote:f79700307c]د تاسې دښمنانه، بې اساسه او له تعصبه ډک چلند یو ځل بيا را په يادوی چې دا يوازې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوندنه، بلکې د هېواد د پراخه مترقی او ملی غورځنګ د قسم خوړلو دښمنانو هغه له منافقت، توطيو او عوامفريبۍ ډک پروپاګندؤ او دی چې د غربی نړۍ له پايتختونو او پروپاګندی سټېشنونه څخه يې سرچينه اخيسته او د مسکو او سوسياليستی هيوادو د پرمختګ د مخنيوی په خاطر يې د افغانستان له روشنفکری نهضت څخه قربانی وغوښته، د هيواد د ترقۍ مخه يې ونیوه او زموږ د وطن لويشت، لويشت خاوره یې د خپلو بچوڼو په وينو ولړله. [/quote:f79700307c]
هغه جنایات چې د افغانستان خلک ځپونکي دیکتاتور ګوندپخپله د افغانانو په وړاندې کړي باید په نورو یې ور ونه غورځوي .
او بیا مترقي نهضت په څه تعریفوئ ؟ ایا خپل نهضت په دې مترقي بولئ چې سرمایداري یې غوښته ، خو نه یې غوښته، او که به دې یې مترقي بولئ چۍ سوسیالیسم يې غوښته (؟) ، خو پر هغې هم منکریاست ، نو آخر څه موغوښتل چې مترقي هم ورته وویل شي ؟
آیا شوروي رژيم یو مترقي رژیم و(؟)، خو نه و، که نه له ۷۰ کالو وروسته به نه ماتیده ، نه به ړنګیده ، ته به درې وړې کېده ، نه به ورک کیده او نه به په پو پنا کیده ، نو مترقي نه و ځکه ورک دړي وړې او پو پناه شو، د تاریخ کندې ته وغورځېد ، تیر و بیر او له هر چا هیر شو .
هو سوسیالیسم که په روسیه کې د فیوډالیزم په مړاندې یو پرمختګ و، نو د سر مایدارۍ په وړاندې یو ځرګند په شا تګ او له دې امله یو ارتجاعي پیښه وه ، آیا همداسې نه وه ؟
هو، تاسو د غلام. دهقان او کارګر طبقاتي مبارزې ته ګوته نیولې چې برده دار، فیوډال او سرمایدار راپرځوي او په همدې علت مو کارګر د سرمایدار ګورکن بللی دی، نتیجه دا شوه چې دهقان هم د فیوډال ګورکن دی او غلامان هم د بردهدار ګورکنان دی ؟ ایا همداسې ده ؟ که همداسې وي آیا د مارکس کوم اقتباس ښودلی شئ چې دهقان یې د فیوډال او غلامان یې د برده دار ګور کن بللی وي ؟ که یې نشئ
ښودلی ، نود کارګر له پاره ترې دا نتیجه څنګه اخلې چې د سرمایدار ګورکن دی ؟
او وړاندې : غلامانو مبارزه وکړه خو په قدرت ته یې یوه بله دریمه طبقه د فیوډال په نامه ورسوله، دغه راز دهقان میارزه وکړه فیډال راوپرځېده خو په قدرت سرمایدار راغی آیا په عین توګه به کارګر هم مبارزه وکړي سرمایدار په راوپرځوي
خو ګورکن به یې چې کارګران دي په قدرت نه راځي ؟ او یوه بله دریمه طبقه به قدرت ته رسیږي که څنګه ؟ که داسې نه وي نو دا استثنا (( د بشر د تکامل په قانونمندۍ )) کې بیا له کومه شوه ؟؟؟؟
[quote:f79700307c]په دې بحث کې موږ او تاسې يوله بله سره د نظرونو تبادله او يو له بله زده کړه کوو. لازمه ده چې په هغو ځايو او موضوعاتو کې چې مقابل لورئ د تاسو نظر څرګندونې، لارښونې، مرستې او تشريح ته اړتيا لری، ورڅخه يې ونه دريغوې . موږ هر يو د خپلې نظريې او موضع په روښانه ښکارولو مکلف يو. هسې تشې لاپې او په مقابل لوری باندې انتقادونه او تهمتونه هيڅ په درد نه خوری. [/quote:f79700307c]
زه پرې که پوهیداې نو له۹ تانه به مې ولې پوښتنه کوله، ره همدومره پوهیږم چې ستاسو ځواب ددې پوښتنې ځواب نشي کیدای، وي به خو د بلې کومې پوښتنې لکه عمده تْاد د کومو طبقو په منځ کې دی ، هلته دغه اقابل کارګر او سرمایدار، دهقان او فیوډال او علام او بردار سم دی !
ځونه غلام د بردار او نه دهقان د فیډال ګورکن و، داچې مارکس بیا هم کارګر د سرمایدار ګورکن بللی، په ډاګه کیږي یواځې طبقاتي تقابل او مبارزه د ګور کنیسننې ریښه او علت نه دی ! نوره دې خپله خوښه چې منې یې او که ځواب ورته لټوې !
همدغسې دې ایزم مسله هم دزواخله، ایزم په بنسټی مکتبونو لکه ایدیالیزم او متریالیزم کې کاریږي او سم دي ،خو د شخص په نامه ایزم یا له تنز څخه ویل کیږي او یا یې علت هغه دګم دی چې له شخص څخه مفهوم جوړوي او ایزم ورسره زیاتوي لکه مارکسیزم یا لنینیزم یا ماویېم دا ټول د شخص عبادت او برستش دی چې په روسیې او چین کې د بردګۍ له دوزې څخه پرې خوار اتباع د دیکتاتور څکومتونو په موړاندې آت تر اوسه عادت پاتې شوي دي !
بحث په صداقت کوه، اتهام او ټاپې مه وهه! (دوهمه برخه)
Mohammad Hassan
30.01.2008
بحث په صداقت کوه، اتهام او ټاپې مه وهه!
+++++++++++++++++++++++++++++++++(دوهمه برخه)++++++++++++++++++++++++++++++++
ښاغلی او محترم غيرت صاحب، په دې وسيله سره تاسې ته مکررا خپل سلامونه او حترام تازه کوم . روغ او خوشحاله اوسې!
اول خو به درته وليکم چې ستا وروستی ليک مې ولوست او ډير یې وخندولم. خونه پوهيږم چې هغه زما کمپيوټر سم کار نه کاوه او که له تانه ځينې شيونه په ټيپ کې خطا شوی ؤ، نو ځکه یې په ځينو جملو پوره پوه نه شوم، بيا به پخپل وخت پرې وغږيږو.
ياره آشنا، په هر حزب کې چې يې، خو دبورژوازۍ ښه تخصصی مدافع او د خلقيانو په ضد د تخريب ډير سخت او ماهر مبلغ يې. له هرې خوايې چې را شروع کړې او په هر جهت چې بحث روان کړی، د تا هدف همدا د خلقيانو غریبانو ټکول، له همدې له قدرته لوېدلو بې دفاع بيچاره ګانو څخه د غچ اخیستل او د هغوی په سر وارونه کول دی . کاشکی يو سم خلقی در ته راپيدا شی چې دواړه سره خپل دليلونه وواياست او موږ يې واورو! په هر صورت، دا ليک دې ماته ډیر په زړه پورې ؤ – مننه!
د تاسې په آخری ليک به بيا وروسته خبرې وکړو، اوس به راشم د تاسې هغه پخواني ليک ته چې د نيمې برخې ځواب یې پاته ؤ:
ما پخپله یوه مخکنۍ نوشته کې په دې باره کې یوه لنډه يادونه کړې ده، چې د( مارکسيسم ) اصطلاح د (مارکس دپوهې) له اصطلاح سره فرق لری او هلته مې دا هم په لنډه توګه ويلی دی، چې سړئ کولای شی د ټولنيز ژوندانه د مختلفو پیچلو اړخونو د تشريح له پاره د مارکس له ټولو، عامو او کلی نظرياتوڅخه ګټه واخلی او يا هم د ټولنيز، سياسی ډګر په يوه او يابله ځانګړې موضوع کې د مارکس له مشخصې تيوری، مارکسيستی روشونو او د تحقيق او مطالعې له ميتودونه څخه کار واخلی.
تاسې په مکرره توګه ليکی چې :[quote:08480218a0]آیا مارکسیزم وجود لري؟[/quote:08480218a0]
تاسې په دې څو، څو ځلې ټينګار کړی، چې (مارکسیسم) اصلا وجود نه لری او که یې لری، نو د چين او شوروی اتحاد د کمونستو ګوندونو لخوا رامنځته شوی دی. دا خبره خو بايد همدلته لنډه غوڅه کړو، چې که مارکسيسم يوازې د نړۍ په يوه هيواد، مثلا چين کې هم «موجود» وی، نو «موجود» دئ او له وجود څخه يې انکار لازم او پر ځای نه دی . دا بيا بله خبره ده چې ولې موجود دی؟ او موجوديت يې قوی دی که ضعیف او ياعلمی، معقول او صحيح دی او که نه؟
همداسې مثلا تروريسم هم په نړۍ کې موجود دی. دا چې ولې موجود دی ، څنګه يې رواج وموند او علتونه يې څه دی، ښه دی او که خراب، ځواکمن دی او که بې ځواکه، لږ خطرناک دی او که ډير، د هغه له موجوديته د سترګو پټولو او انکار کولو دلايل په لاس نه راکوی.
لنډه دا چې که (مارکسيسم) هر مفهوم څرګندوی، که په سم او که ناسم دليل او په هرځای کې چې د هرچا لخوا منځ ته راغلی وی، څوک به يې منی او څوک به يې ردوی، خود ا اصطلاح اوس مروجه ده او شته چې ځان ته خپل تعريف او توضیح لری.
تاسې چې ليکلی چې مارکسيسم ته په جرمنی «die Marx'sche Lehre»
یعنی د« مارکس ښوونه» وايی، دا امکان لری چې په جرمنی ژبه کې به همدا د مارکسيسم مترادفه معنی لری.
نو اوس تاسې د جرمنی د سياسی اصطلاحاتو په کوم قاموس کې وګوری، چې دې اصطلاح ته دوی څنګه تعريف ورکړی دی. ښايی چې ستاسې خبره هم سمه وی او چې همدا( مارکسيسم) یې په سوچه جرمنی (د مارکس ښوونې) ژباړلی وی؟ يا به د مارکس پوهې ته هغوی د مارکس ښوونې وايی؟
خو که جرمنيان مارکسیسم يو شی او د مارکس ښوونې بل شی اود مارکس پوهه ځانګړی شی بولی او بيا د مارکسيسم له موجوديته منکر وی، دا بيا بيله خبره ده، چې زما باور نه راځی. که تاسې په دې اړه مؤثق معلومات وموند او له موږ سره مو شريک کړ، خوشحاله به شم.
زه فکر کوم چې په پښتو کې هم د( پوهې) او( ښوونې) د لغاتونو د معنی ترمنځ تفاوت شته. خو آيا چې مونږه «ښوونه» د «ایسم» پر ځای کارولی شو او که نه، دا بيا بيله موضوع ده او ماته خو تر اوسه ډیره رواجی نه ښکاری.
اوس به په لنډه توګه او سرسری ډول وګورو چې آيا رښتیا
[quote:08480218a0]زما او ستا بحث په دې دی چې خلقیان او ړنګ کمونستی بلاک په ناحقه د مارکس ښونې ته مارکسیزم وایه[/quote:08480218a0]
ما تر اوسه داسې فکر نه کاوه چې زمونږ بحث پردې ده چې خلقيان او ړنګ کمونستی بلاک پر ناحقه د «مارکس پر ښوونو» باندې د مارکسيسم نوم ايښی دی. پر دې يې زموږ څه؟ زه او ته کوم علمی واکمن ارګان نه جوړوو او د دوو منفردو اشخاصو په حيث د هغو د رښتينولی او نا حق والی په سر د پريکړې پوهه، دنده او واک نه لرو.
له بله پلوه ، زما د معلوماتو پر اساس د( مارکسيسم) اصطلاح د ړنګ شوی کمونستی بلاک له موجوديته ډير ه ترمخه او د خلقيانو د «تره کی بابا» تر زيږيدو لا وړاندې منځ ته راغلې ده. داسې چې دا اصطلاح نه د خلقيانو او نه د ړنګ شوی کمونيستی بلاک له توليداتواو ابتکاراتو څخه ده.
کارل مارکس چې په يو زر او اته سوه او اتلس (۱۸۱۸) کال د جرمنی په یهودی کورنۍ کې زيږېدلی ؤ، د عيسوی دين د پروتستانت مذهب یې ومانه. تر ښوونځی وروسته يې د حقوقو، تاريخ او فلسفې په څانګو کې زده کړې وکړې اوپه ۱۸۴۱ کا ل کې یې خپله دکتورا واخيسته. بيایې په يوه اخبارکې کار وموند، چې ډير دوام یې ونه کړ او پر دولت باندې د انتقادی ليکنو له کبله له کاره لرې ، اخبار هم ورپسې توقيف او د جرمنی څخه تيښتې ته اړ شو. پاريس ته ولاړ چې دوه کاله وروسته یې له هغه ځایه هم وشاړه او بروکسل ته وتښتېد. هلته یې د انګلستان د لندن د کمونستی اتحاديې په فرمايش «د کمونست ګوند مانيفست» له خپل ملګری انګلز سره يوځای وليکه او په ۱۸۴۸ کال یې چاپ کړ. په همدې کې ده د تاريخی ماټرياليسم په هکله د خپلې تيوری اساسات کيښودل. په ۱۸۴۸ کال کې بيرته آلمان ته راغی او د آلمان د ۱۸۴۹ کال د انقلاب تر ماتې وروسته بيرته لندن ته وتښتيد. هلته يې د کپيتاليسم پر انتقادی تحليل شروع وکړه. لنډه داچې مارکس د سوسياليسم جنبش ته پخپل وخت کې نوی ساه او علمی رنګ ورکړ اوپه ۱۸۶۴ کال کې ئې د لومړی کمونيستی انترناسيونال په جوړولو کې غوره برخه واخيسته. په ۱۸۸۳ کال کې د ۶۵ کالو په عمر په خوارۍ او غريبۍ کې مړ شو.
د مارکس له لنډې بيوګرافی څخه څرګنديږی چې ډير مستعد، سرکښه او انقلابی سړئ ؤ. د خپلې تيوری او عملی فعاليتونو په نتيجه کې يې ډير زورور حاکمان او شتمن بورژوازان دښمنان شول او ډير څېړونکی يې په مخالفانو واوښتل. مارکس د خپل نږدې ملګری (انګلس) په مرسته نوې اقتصادی اجتماعی تيوری منځته راوړه. د مارکس تيوری او ښوونې د هغه د مخالفينو له خواڅخه (په هر علت چې ؤ) د «مارکسيسم» په نوم ونومول شوې چې وروسته بيا د مارکس د طرفدارانو له خوا څخه هم همدا اصطلاح (مارکسيسم) قبوله او ومنل شوه. د مارکس پيروانو د هغه تيوری ته د زمانې په تېريدو سره نور هم انکشاف ورکړ چې په اوس وخت کې (مارکسيسم ) تنها د مارکس تيوری په برکې نه نيسی، بلکې د هغه د نورو پيروانو تاءليفات او نظرونه هم په غيږ کې نيسی. داسې چې د مارکسيسم اصطلاح اساسا د مارکس د دښمنانو او سياسی مخالفانو کار او پیدا وار دی، نه د خلقيانو او يا د کمونستی بلاک د واکمنانو.
تاسې چې په آلمانی ژبه بلد ياست، لطفا په جرمنی تاليفاتو کې د مارکسيسم د پيدايښت تاريخ ولټوی، زما په ګمان به په دې اړه کافی معلومات ومومی.
ددې دليل په وړاندې کولو سره د تاسې هغه نورې پوښتنې او ادعاوی چې په دې اړوند موکړی، ټولې رد دی، چې د ځانګړی تبصرې او تفصيلی ليکنې اړتيا نشته.
زه د تاسې په دې خبره پوه نه شوم چې خلقيانو څنګه پر مارکسيسم باندې
[quote:08480218a0] خپل رژیم ته ... تاریخی لېږیټیمېشن ورکاوه [/quote:08480218a0]
دا څه معنی لری، سر مې نه پرې خلاصيږی! مطلب مو لطفا واضح کړی!
خلقيانو خو خپل رژيم مارکسيستی نه دی نومولی، هغوی خو «د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت» واکمنان ول. دا خو د هغوی مخالفين او دښمنان ؤ چې د هغوی رژيم يې مارکسيستی باله . دا د خلقيانو مخالفين او دښمنان ؤ چې د مارکسیسم تر څادر لاندې يې د خلقی رژیم حقانيت له خلکو پټاوه او د دين په چاړه یې پر هغو حملې کولې .
ورور جانه! دعينی سوسياليسم د ړنګېدو يو خورا غوره علت هم د افغانستان د سریښو په ډنډ کې د هغو نښليدل ؤ.
زه نه پوهيږم چې د تاسې خبرې ولې ټولې سرچپه دی؟
سره له دې چې تاريخ نه تکراريږی، خو د تاريخ مختلفې دورې ځينی تشابهات لرلای شی. په هغې وخت کې يې په خلقيانو او له هغو سره ملګرو روشنفکرانو د کفر ټاپه وهله او د کمونيسم له خطره یې خلک بېرول، اسلام او مسلمانان يې د کمونيسم سره په جګړه کې پخپل خدمت کې استخدامول، خو نن بيا د اسلامی شريعت د ديکتاتورۍ، فاندمنټاليسم او د تروريسم خطر را د مخه کوی او د دموکراسۍ او بشر د حقوقو تر شعار او نامه لاندی د خپلو ګټو د ساتلو له پاره لښکرې جوړوی.
په هغې وخت کې هم د شوروی يرغل د افغانانو او د هغو د انقلاب د ساتلو له پاره نه ؤ او اوس هم دا «نړيوال ځواکونه» تش زموږ د امنيت او آبادۍ له پاره دومره تاوانونه او سرښندنې نه کوی.
بې له شکه، په هغې وخت کې به هم يو څه ؤ، په هر علت چې را پيدا شوی ؤ، چې دوی به بهانه نيولی وی، او اوس هم يوڅه شته ، په هر تحريک او هر علت چې پيدا شوی ،او چې دوی خپل استدلال ورباندی کوي، خلک ورباندې قانع کوی . خو د هغو موجودو بهانو او د دوی د عکس العمل ترمنځ فرق خورا لوی دی . دوی د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په خاطر مچ په ټانک ولی، په غوماشو باندې بمونه غورځوی او په عمل کې د اسلام او مسلمانانو او د افغانانو د ژوند او نورو بشری حقوقو د تحقق پرواګير نه دی.
خو دا د افغانانو او د هغو په سرکې د افغانی روشنفکرانو، سياستپوهانو او سياستوالو دنده وه ، چې په هغې وخت کې څنګه د موجودو شرايطو او خپلو امکاناتو څخه د مملکت او ولس په ګټه تر خپله وسه اعظمی استفاده وکړی، خپل وطن له بربادۍ او ولس له تباهۍ وساتی، د علم او معارف سره د دښمنۍ او د بيرته په شاتګ پر ځای یې د معارف او عصری علومو پر اساس د ترقۍ او سمون په لور بوزی .
په ننيو شرايطو کې هم د ټولو افغانانو او په تيره بيا د وطن دوستو ځواکونو، سياست پوهانو او سياستوالو تر مخ همدا دنده پرته ده، چې څنګه کولای شی او له کومې لارې او کومو ميتودونو څخه په ګټه اخيستنه دا اوسنی وضعيت د خپل وطن او ولس د آبادی ، سوکالۍ او ترقۍ په ګټه را وګرځوی، په يوه ملی، افغانی او رښتينی اسلامی وحدت ، حوصله او هوښيارۍ له ننيو ستونځو څخه د خپل وطن او ملت د خلاصون لاره ومومی.
دا به ډيره کم عقلی وی،چې که له مونږه افغانانو بيا هغه تجربه تکرار شی چې د نړيوالو سترو ځواکونو او سيمه ايزو سيالانو تر منځ د رقابت د معادلو او توازن د بدلون له پاره د کتاليست عنصر او اجيرو سربازانو او مزدورانو رول ولوبوو، په يوه او يابل نامه او بهانه د يوه او يابل خارجی ځواک په ګټه خپل وطن خراب او خپل افغان ورور ووژنو، خو دمعادلې او معاملې په پای کې د ټولو زحمتو، قربانيو او خرابيو سره، سره مو حال له پخوانه بد تر او ژوند مو در په در وی!
تاسې بل ځای ليکلی:
[quote:08480218a0] داچې تاسو تر اوسه دا هم نه ده درک کړې چې سوسالیزم ـ کمونیزم هسې یوه غلطه فرضیه وه ، تجربه شوه کمونیزم ړنګ او تجربه ماته او باطله راووته [/quote:08480218a0]
په دې ځای کې هسې خوشې د بورژوازۍ د غوړو تبليغاتو تر اغيزې لاندې راغلی يې او پر ما د تهمت ليکلی، تاسې زماله درک او پوهې خبر نه ياست، زه باور لرم چې تاسې دلته پخپله پخپل نقص ښه پوهيږی او دا به مو هم درک کړی وی چې ډيرو نوروته هم ستاسې غلطی ځان ښکاروی، نو ځکه له نورې تبصرې څخه صرف نظر کوم.
کله کله داسې فکر کوم چې تاسې به په سرچپه تبليغاتو کې ماستری اخيستی وی، بيا وايم چې نه د کشف او تحقیق په څانګه کې به د روحيات پېژندنی تخصص لری . دا څه حال دی؟ تاسې يوه خبره له ځانه کوی، بياهغه په ډير مهارت سره په بل چا او يا پخپلو سياسی مخالفينو ور اړوی او د همغې خبرې په اساس مو بیا خپل وروستی تبليغات، بد او رد ويل او نور تهمتونه هم جوړوی. مانو کله د کمونيستی بلاک د اوسپنې د قلا جوړول ستايلی چې تاسې ليکلی دی.
[quote:08480218a0]تاسې د کمونیستی بلاک د اوسپنې قلا په زور جوړول یاد کړی خو د ګربچوف په یوه پسکۍ د هغې رسوا او شرمه ډک ړنګیدل مو له پامه غورځولي اولا هم په ویاړ لیکئ چې :[quote:08480218a0]اوس هم که تاسې د ډاکتر له تداوی وروسته په حال راشی او هغه لوستی تاريخونه موبيرته درپه ياد شی، نو پوه به شی، چې مارکسيسم د نولسم قرن له نيمایی څخه را په دې خوا تر اوسه پورې ټوله نړۍ ښوروی. تاسو ته به ښه په يادوی چې د ساړه جنګ په دوران کې يو لوی شرقی يا سوسياليستی بلاک د غربی يا سرمايداری بلاک په وړاندې موجود ؤ او هغو يو نظامی پکټ د وارشا په نامه لاره او دا ټول د مارکسيسم د اساساتو پر اساس رامنځته شوی ؤاو يا لږ تر لږه مارکسيسم د هغو په ايجاد کې غوره رول لوبولی دی. . همدا ته پخپله چيغې وهی، چې دا خلقيان او پرچميان مارکسيستان ؤ، نو که مارکسيسم نه ؤ، نو دا مارکسيستان له کومه شول؟ همدا اوس زما او ستا بحث د څه شی پر بنسټ دی؟ په څه شی د جدل نښلولی؟[/quote:08480218a0][/quote:08480218a0]
زما بحث چیرې دی، مطلب په څه کې دی؟ او ستا خبره چيرته ده. (ده درکجا و درختان درکجا؟) لږ يې دقيق له سره ولوله او په خبره ځان پوهوه، بيا ليکنه کوه. که نه پرې پوهيږې نو په ياد ولره چې «پرسيدن عيب نيست، ندانستن عيب است!»
اوراغلو د ګرباچوف پسکۍ ته : هغه خو هم هسې چټی پسکۍ نه وه، هغه خو هغه تخريبی ـ تبلیغاتی ( اتومی، بيولوژیکی - کمياوی وسله) وه، چې په واشنګټن کې جوړه شوې وه او د ګرباچف په خېټه کې ځای په ځای شوې وه چې يو وخت يې د يوې لويې تاريخی (بړبوکۍ) په شان ګرد او باد او بوی ټوله شوروی په سر واخيسته او په ډيرو نورو ملکو کې يې هم خپلې اغيزې وشيندلې. خو د خدای (ج) شکر کوه، چې تاسې خو ژوندی ترې را خلاص شوی ياست او که نه نو اوس به ما له چاسره دا مجلسونه کول؟
تاسې ليکلی چې:
[quote:08480218a0]. د تره کی هغه زندګی نوین هم دتاجکستان کمونستانو لیکلی و[/quote:08480218a0]
دا تاسې له کومه خبر شوی؟ آفرين مو په دې قوی استخباراتی اړيکو او په دې قوی حافظه! زه هم له سختې پخې او درنې سترې سټې سره ګيریم!!
دا به مو نو حتما د کا جی بی له دفتره کشف کړی وی او که نه په کوم بل ځای کې کارکوی؟ رښتيا، نه غواړې او که اجازه نه لرې، چې مؤثق اسناد او د هغو چا نومونه افشاء کړې چې دا کتاب (زنده ګی نوين) یې ليکلی وی؟ ما هم اوريدلی ؤ، چې دا کتاب په مسکو، دوشنبه او تاشکند او ځينې نورو ښارو کې دشوروی د پوهنتونو په تعليمی پروګرام کې شامل ؤ، خو باور به مې نه کاوه، چې افغان او دومره عقل؟ !!!
آیا ستاسې استخباراتی اسناد او حافظه به دا کار ورنکړی او که دا اجازه نه لرې چې افشا کړې، چې دا د تره کې داستانونه، ناولونه او دا نور کتابونه چا ورته ليکلی؟ تاسې خو د خپلې شعبې او دفترسوابق او اسناد لږ پسې ولټوی!
رښتيا! تاسې خو د علم او د مارکسيستی تيوری ډير شوقی معلوميږی، نو چې داسې پوهيدی چې په تاجکستان کې دومره ډیر پاخه ليکوالان شته، چې سړی ته خپل کتابونه وړيا ور په نامه کوی او خپل زيار او وياړ ور بښی، نو تاسې خو به هم له يوه څخه دا خواهش کړی وای، چې ستاسې په نامه یې هم يو کوچنی کتاب ليکلی واي.
که دا په نورو باندې د ځان په نامه د کتابو د ليکلو چل درته معلوم وی، لا هنوز هم ناوخته نه ده، ته خو وګوره ښايی چې په جرمنی کې به هم يو څوک پيدا کړی، چې تاته هم يو څه وليکی!
که د بيا څوک ونه موندل هم غم مه کوه، زما او ستا خو همدلته په همدې بحث کې هم وخت ښه تيریږی او همدا مشغولا مو بس ده، او که څنګه؟
اوږد ژوند اولوی برياليتوبونه درته غواړم.!
Ghairat
30.01.2008
ښاغلی او محترم صافي صاحب، په دې وسيله سره تاسې ته مکررا خپل سلامونه او حترام تازه کوم . روغ او خوشحاله اوسې!
ستاسې شعارچې
[quote:80c02b6089]بحث په صداقت کوه، اتهام او ټاپې مه وهه! [/quote:80c02b6089]
په ټولګړې توګه ښه ، خو دلته بیځایه دی ، ځکه چاته صداقت ، مارکسیزم ته؟ شوروي ته ؟ ترکي کارمل او خلقیانو ته که خدای رسول او خپل افغان ولس ته ؟؟؟
که مطلب دې لومړي جنایتکاران وي نو دغسې صداقت مې تاته درسپارلی او که مطلب دی خدای رسول او مظلوم افغان ولس ته صداقت وي نو بیا دهر چیلنج
( ننګونې) ډګر ګټلو ته چمتو یم . خو لومړۍ جنایتکارو ته صداقت د افغان ولس په وړاندې یو سوچه او صادقانه منافقت کیدی شي دی اوبس !
او که دا دې خپل ځان ته لیکلی ، څو کرښه په کرښه در یاد ساتي چې صداقت ښه شی دی هیر دې نشي او ټاپه په چا مه وهه ، په دې صورت کې دا پوښتنه راپ،رته کیږي چې ایا له ځان سره خبرې هم کوې که څنګه ؟
وایي چې هر ه غلطه یا دروغ خبره د رښتیا برخو غلط او ناسم تړاو ته وایی . نو دا مې صرف واوره اومنه یې مه، چې ستا دا پورتنۍ جمله به هله رښتیا شي که د اجزاو تړاو یې داسې درسم کړم :
[color=white:80c02b6089]که مارکسيسم يوازې د نړۍ په يوه هيواد، مثلا چين کې هم «موجود» وی، نو د ضعیف، نامعقول ، غیر علمي او غلط مکتب په نوګه «موجود» دئ او د غلط مکتب په توګه یې له وجود څخه يې انکار لازم او پر ځای نه دی . ځکه د موجودیت سره یې داخبره تړلې ده چې ولې موجود دی؟ او موجوديت يې قوی دی که ضعیف او ياعلمی، معقول او صحيح دی او که نه؟ [/color:80c02b6089][quote:80c02b6089]
همداسې مثلا تروريسم هم په نړۍ کې موجود دی. دا چې ولې موجود دی ، څنګه يې رواج وموند او علتونه يې څه دی، ښه دی او که خراب، ځواکمن دی او که بې ځواکه، لږ خطرناک دی او که ډير، د هغه له موجوديته د سترګو پټولو او انکار کولو دلايل په لاس نه راکوی. [/quote:80c02b6089]
خو که ته تریروزیم څوک جهاد وایې نه بیا ؟ لکه مارکس ښونې ته چې تاسو او ځینې نور مارکسیزم وایې !
[quote:80c02b6089]تاسې چې ليکلی چې مارکسيسم ته په جرمنی «die Marx'sche Lehre»
یعنی د« مارکس ښوونه» وايی، دا امکان لری چې په جرمنی ژبه کې به همدا د مارکسيسم مترادفه معنی لری. نو اوس تاسې د جرمنی د سياسی اصطلاحاتو په کوم قاموس کې وګوری، چې دې اصطلاح ته دوی څنګه تعريف ورکړی دی. ښايی چې ستاسې خبره هم سمه وی او چې همدا( مارکسيسم) یې په سوچه جرمنی (د مارکس ښوونې) ژباړلی وی؟ يا به د مارکس پوهې ته هغوی د مارکس ښوونې وايی؟ [/quote:80c02b6089]
نه ملا صیب ، زمونږ کلی خپل ملا لري، ستاسې ملایۍ (استادۍ) ټه اړتیا نه لیدل کیږي . د فرانکفورتر شولې نوم به مو اوریدلی وي، دغسې ټول لویدیځوال فیلسوفان او پوهان د مارکسېسم اصطلاح غلطه او د مارکس شوونه شمه اصطلاح بولي:
[quote:80c02b6089]ما تر اوسه داسې فکر نه کاوه چې زمونږ بحث پردې ده چې خلقيان او ړنګ کمونستی بلاک پر ناحقه د «مارکس پر ښوونو» باندې د مارکسيسم نوم ايښی دی. پر دې يې زموږ څه؟ زه او ته کوم علمی واکمن ارګان نه جوړوو او د دوو منفردو اشخاصو په حيث د هغو د رښتينولی او نا حق والی په سر د پريکړې پوهه، دنده او واک نه لرو. [/quote:80c02b6089]
آیا نو همدومره پوهه لرئ چې د افغانستان له پاره د شوروي خلقدوښمنه دیکتاتور ګوډاګي ګوند ټاکنې ومنئ اوبس ؟ نوره تنقیدي پوهه او صلاحیت نشته که څنګه ؟
بل : که بحٍ په هر څه وي خو د ناسمو اصطلاحاتو کارول او په سیاسی یا ایدیالوژیکه توګه تبلیغول باید په ګوته شي که نه؟
[quote:80c02b6089]
له بله پلوه ، زما د معلوماتو پر اساس د( مارکسيسم) اصطلاح د ړنګ شوی کمونستی بلاک له موجوديته ډير ه ترمخه او د خلقيانو د «تره کی بابا» تر زيږيدو لا وړاندې منځ ته راغلې ده. داسې چې دا اصطلاح نه د خلقيانو او نه د ړنګ شوی کمونيستی بلاک له توليداتواو ابتکاراتو څخه ده. [/quote:80c02b6089]
اول خو که ملحد تره کي ته با با وایې ستا با با به وئ او په معنوي لمسیتوب به یې ویاړې، ستا شخصي کار دی، په ټول افغان کې یې بابا توب یادول پر لوستونکو تیرس دی، مکر داچې د کورنۍ په لاره هم ستا با با وي نو بیا یې په رسنیو کې په خپل فامیلي تړاو بابا ګڼلی شې، که ته ستاسې شخصي ویاړ چې دنورولوستونکو سپکاوی وي باید تکرار یې نکړئ . ځکه که تاسوته یې کارنامې سمې ښکاري او لوستونکو ته جنایات شکاري، نو د دغسې جناینکارو کارنامو سره سره هغه ته بابا ویل ښايي نورو ته دا حق ورکړي چې که د نوموړی له نامه سره ښکنځلې مل کړي، نو بیا؟؟؟
[quote:80c02b6089]
کارل مارکس چې په يو زر او اته سوه او اتلس (۱۸۱۸) کال د جرمنی په یهودی کورنۍ کې زيږېدلی ؤ، د عيسوی دين د پروتستانت مذهب یې ومانه. تر ښوونځی وروسته يې د حقوقو، تاريخ او فلسفې په څانګو کې زده کړې وکړې اوپه ۱۸۴۱ کا ل کې یې خپله دکتورا واخيسته. بيایې په يوه اخبارکې کار وموند، چې ډير دوام یې ونه کړ او پر دولت باندې د انتقادی ليکنو له کبله له کاره لرې ، اخبار هم ورپسې توقيف او د جرمنی څخه تيښتې ته اړ شو. پاريس ته ولاړ چې دوه کاله وروسته یې له هغه ځایه هم وشاړه او بروکسل ته وتښتېد. هلته یې د انګلستان د لندن د کمونستی اتحاديې په فرمايش «د کمونست ګوند مانيفست» له خپل ملګری انګلز سره يوځای وليکه او په ۱۸۴۸ کال یې چاپ کړ. په همدې کې ده د تاريخی ماټرياليسم په هکله د خپلې تيوری اساسات کيښودل. په ۱۸۴۸ کال کې بيرته آلمان ته راغی او د آلمان د ۱۸۴۹ کال د انقلاب تر ماتې وروسته بيرته لندن ته وتښتيد. هلته يې د کپيتاليسم پر انتقادی تحليل شروع وکړه. لنډه داچې مارکس د سوسياليسم جنبش ته پخپل وخت کې نوی ساه او علمی رنګ ورکړ اوپه ۱۸۶۴ کال کې ئې د لومړی کمونيستی انترناسيونال په جوړولو کې غوره برخه واخيسته. په ۱۸۸۳ کال کې د ۶۵ کالو په عمر په خوارۍ او غريبۍ کې مړ شو. د مارکس [/quote:80c02b6089]
دغه بیوګرافئ درڅخه چا نه وه غوښتې، او زمونږ کلی خو خپل ملا هم لري نو آیا ستاسې د استادۍ دغه تکلیف پر ځای او اړین دی ؟
له لنډې بيوګرافی څخه څرګنديږی چې... [quote:80c02b6089]د مارکس تيوری او ښوونې د هغه د مخالفينو له خواڅخه (په هر علت چې ؤ) د «مارکسيسم» په نوم ونومول شوې چې وروسته بيا د مارکس د طرفدارانو له خوا څخه هم همدا اصطلاح (مارکسيسم) قبوله او ومنل شوه.[/quote:80c02b6089]
نام خدا ، د مخالفینو اصطلاح یې ومنله، شکاره ده چې مخالفینو په تنزیه توګه او پلویانو یې د تعبد او ړانده کیش په توګه منلې ده، چې ما مخکې هم درته لیکلي وو .
[quote:80c02b6089]د مارکس پيروانو د هغه تيوری ته د زمانې په تېريدو سره نور هم انکشاف ورکړ [/quote:80c02b6089]
او شوروي پرې د علمي ایدیالوژۍ نوم کیښود او د شوروي چوپړیانو او کاسه لیسو بړیڅو ګوډاګیو ګوندونو په دریمه نړۍ کې هم دغسې معرفي کړه !
[quote:80c02b6089]تاسې چې په آلمانی ژبه بلد ياست، لطفا په جرمنی تاليفاتو کې د مارکسيسم د پيدايښت تاريخ ولټوی، زما په ګمان به په دې اړه کافی معلومات ومومی. [/quote:80c02b6089]
ښه ملا صیب، خو بیا هم درته مشهور متل تکراروم چې : زمونږ کلی خو ملا لري، ایا دا ستاسې توصیې لږ له ځانه سره نه ساتئ ؟
[quote:80c02b6089]
ددې دليل په وړاندې کولو سره د تاسې هغه نورې پوښتنې او ادعاوی چې په دې اړوند موکړی، ټولې رد دی، چې د ځانګړی تبصرې او تفصيلی ليکنې اړتيا نشته. [/quote:80c02b6089]
مبارک شه !، نام خدا زبردست دلایل مو وړاندې کړي، معنی داچې بیا به څوک پوښتنه نه کوي ، سمه ده ، تکلیف به نه درکوم !
[quote:80c02b6089]خپل رژیم ته ... تاریخی لېږیټیمېشن ورکاوه [/quote:80c02b6089]
مطلب داچې ځانونه یې د دورانساز بچي ګڼل یعنې ځانونه یې د نړۍ پرولتاریاسره، پرولتاریا یې د سوسيالستي بلاک او دغه بلاک یې د شوروي، شوروي یې د شوروي د کمونست ګوند، او دغه ګوند یې د مرکزئ کمیټې او کمیڼه یې د جنرل سکرټر بریژنیف پورې تړله او په دې توګه خلقیانو په زوره ځانوته د برژنیف د بوټانو پوې تړلي بلل ، داچې دغه نړیوال خیالپلو دوی دورانساز او د تاریخ جبر باله، نو خلقیانو هم مارکسیزم ، کمونیزم او د چپرنګو مټیقانو چیغې د ځان له پآره تاریخي رسالت ، لیږیټېمیشن او تاریخي اړینتیا بلله . خو اصلا تاریخي جبر هغه و چې ددغه ګوند سر یې د ترکي سره یوځای وخوړ . که څوک مارکسستان او مسکو پلوه چپیان نه و هغوی په دغه دوران سازتړاو کې ځای نه درلورد، خو د افغانستان له پاره د شوروي دیکتاتور ګوډاګي ګوند ددغه نړیوال تړاو لاینفک جز باله . نو په دې لاندې ادعاو یې همغه وخت لا څوک نه غولیدل ، اوس خو یې تکرار ته بالکل د خلکو کانګې راځي چې ګواکې :
[quote:80c02b6089]
خلقيانو خو خپل رژيم مارکسيستی نه دی نومولی، هغوی خو «د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت» واکمنان ول. دا خو د هغوی مخالفين او دښمنان ؤ چې د هغوی رژيم يې مارکسيستی باله . دا د خلقيانو مخالفين او دښمنان ؤ چې د مارکسیسم تر څادر لاندې يې د خلقی رژیم حقانيت له خلکو پټاوه[/quote:80c02b6089]
[quote:80c02b6089]
ورور جانه! دعينی سوسياليسم د ړنګېدو يو خورا غوره علت هم د افغانستان د سریښو په ډنډ کې د هغو نښليدل ؤ.
زه نه پوهيږم چې د تاسې خبرې ولې ټولې سرچپه دی؟ [/quote:80c02b6089]
سوسیالیزم دې هم عیني نه و او دا سرش نه، بلکې د تاریخي جبر نړیواله څرکندونه وه ! هغه جبر چې تاسو خلقیان او شورویان پرې ویاړیدئ په حقیقت کې ستاسې د ټولو ګورکن و .
[quote:80c02b6089]سره له دې چې تاريخ نه تکراريږی، خو د تاريخ مختلفې دورې ځينی تشابهات لرلای شی. په هغې وخت کې يې په خلقيانو او له هغو سره ملګرو روشنفکرانو د کفر ټاپه وهله او د کمونيسم له خطره یې خلک بېرول، اسلام او مسلمانان يې د کمونيسم سره په جګړه کې پخپل خدمت کې استخدامول، خو نن بيا د اسلامی شريعت د ديکتاتورۍ، فاندمنټاليسم او د تروريسم خطر را د مخه کوی او د دموکراسۍ او بشر د حقوقو تر شعار او نامه لاندی د خپلو ګټو د ساتلو له پاره لښکرې جوړوی.
په هغې وخت کې هم د شوروی يرغل د افغانانو او د هغو د انقلاب د ساتلو له پاره نه ؤ او اوس هم دا «نړيوال ځواکونه» تش زموږ د امنيت او آبادۍ له پاره دومره تاوانونه او سرښندنې نه کوی. [/quote:80c02b6089]
ایا په دې متن کې مو دغه لاندې عبارات بی تړاوه نه دي چې :
[color=white:80c02b6089]او د دموکراسۍ او بشر د حقوقو تر شعار او نامه لاندی [/color:80c02b6089]
که موافقه لرې دا به خپل اړونده ځای ته ولیږدو څو د منلو وړ وګرځي ، وګورئ :
[color=yellow:80c02b6089]سره له دې چې تاريخ نه تکراريږی، خو د تاريخ مختلفې دورې ځينی تشابهات لرلای شی. په هغې وخت کې يې په خلقيانو او له هغو سره ملګرو روشنفکرانو د کفر ټاپه وهله او د کمونيسم له خطره یې خلک بېرول، اسلام او مسلمانان يې د کمونيسم سره په جګړه کې پخپل خدمت کې استخدامول، خو نن بيا د اسلامی شريعت د ديکتاتورۍ، فاندمنټاليسم او د تروريسم خطر را د مخه کوی او د دموکراسۍ او بشر د حقوقو پر ضد د خپلو ګټو د ساتلو له پاره لښکرې جوړوی .
په هغې وخت کې هم د شوروی يرغل د افغانانو او د هغو د انقلاب د ساتلو له پاره نه ؤ او اوس هم دا «نړيوال ځواکونه» تش زموږ د امنيت او آبادۍ له پاره دومره تاوانونه او سرښندنې نه کوی.[/color:80c02b6089]
جالبه داده چې نه خلقیانو اونه هم پرچمیانو د شوروي تیری غندلی دی او نه تاسو خلقیان غندۍ چې ولې چوپ پاتې شول او تر نن ورځې پورې د افغان ولس دستر دوښمن روسیې ، پوتین او کمونست ګوند ته پرکټي پرکټي کیږي او د مهربان پلندر په سترګه ورته ګوري !
[quote:80c02b6089]بې له شکه، په هغې وخت کې به هم يو څه ؤ، په هر علت چې را پيدا شوی ؤ، چې دوی به بهانه نيولی وی، او اوس هم يوڅه شته ، په هر تحريک او هر علت چې پيدا شوی ،او چې دوی خپل استدلال ورباندی کوي.... [/quote:80c02b6089]
صافي صیب ژبه دې ډیر صراحت لري نام خدا، دشفتالو پر ځای دا شف شف ولې ؟
[quote:80c02b6089]خو دا د افغانانو او د هغو په سرکې د افغانی روشنفکرانو، سياستپوهانو او سياستوالو دنده وه ، چې په هغې وخت کې څنګه د موجودو شرايطو او خپلو امکاناتو څخه د مملکت او ولس په ګټه تر خپله وسه اعظمی استفاده وکړی، خپل وطن له بربادۍ او ولس له تباهۍ وساتی، د علم او معارف سره د دښمنۍ او د بيرته په شاتګ پر ځای یې د معارف او عصری علومو پر اساس د ترقۍ او سمون په لور بوزی . [/quote:80c02b6089]
څه مطلب؟ آیا مطلب دا چې امین هسې هم د شوروي ګوډاګې نه و ، پر امین راټول شوي وای هغه یې د شوروي له نیاز څخه بی نیازه کړی وای او د مصر د سادات غوندې یې د شوروي مشاورین رخصت کړي او د هغوی د تیري مخه یې نیولې وای؟
اوکه مطلب داچې خلقیانو د شوروي د تیري په مهال وسلوال مقاومت کړی واي، ملي روشنفکران یې پرځان راټول کړي وای نو شوروي به لا ژر تیښتې ته مجبور شوی وای ؟
اوکه مطلب مو داچې روشنفکرانو باید د خلقیانو سره د شوروي دګوډاګیتوب پر بړستن سر وردننه کړی وای، هغوی یې پر شوروي نور هم درانده کړي وای څو په پای کې شوروي د پررررررچمیانو پر ځای دغو پمنو ته قدرت ورسپارلی واي ؟ که مطلب دا نه وي، نو د ملي رړشنغکرانو رسالت د خلقیانو ، پرررررچمیانو او شوروی برغلګرو پر ضد نور څه و چې روشنفکرانو نه دی کړی ؟؟؟؟
دا لاندې خبرې دې ښې او روښانه دي خو داسې بریښي چې پخوا دې هم عین خبرې کړي وي :[quote:80c02b6089]
په ننيو شرايطو کې هم د ټولو افغانانو او په تيره بيا د وطن دوستو ځواکونو، سياست پوهانو او سياستوالو تر مخ همدا دنده پرته ده، چې څنګه کولای شی او له کومې لارې او کومو ميتودونو څخه په ګټه اخيستنه دا اوسنی وضعيت د خپل وطن او ولس د آبادی ، سوکالۍ او ترقۍ په ګټه را وګرځوی، په يوه ملی، افغانی او رښتينی اسلامی وحدت ، حوصله او هوښيارۍ له ننيو ستونځو څخه د خپل وطن او ملت د خلاصون لاره ومومی. [/quote:80c02b6089]
که مطلب دې دا نه وي چې زوشنفکران دې نه دسیاسي جنایتکارو لکه خلق او پرچم او نه د جنګي جنایتکارو لکه شمالي ټلوالې په شاوخوا را ټول شي، بلکې په خپله شاوخوا دې نور ملي ځواکونه راټول کاندي سل په سلو کې یې درسره منم . خو که د سیباسي اړ جنګي جنایتکاران دې وبښل شي لکه چې بښل شوي هم دي، نو دا د نوموړو جنایتکارانو آرمان دی او بالمقابل یې یو بل ته بښنه کړې همغو جنایتکارانو ته خپلې هیلې وړاندې کړه په درد به دې وخوري !
ستاسې تشویش چې [quote:80c02b6089]
دا به ډيره کم عقلی وی،چې که له مونږه افغانانو بيا هغه تجربه تکرار شی چې د نړيوالو سترو ځواکونو او سيمه ايزو سيالانو تر منځ د رقابت د معادلو او توازن د بدلون له پاره د کتاليست عنصر او اجيرو سربازانو او مزدورانو رول ولوبوو، په يوه او يابل نامه او بهانه د يوه او يابل خارجی ځواک په ګټه خپل وطن خراب او خپل افغان ورور ووژنو، خو دمعادلې او معاملې په پای کې د ټولو زحمتو، قربانيو او خرابيو سره، سره مو حال له پخوانه بد تر او ژوند مو در په در وی! [/quote:80c02b6089]
د ا تشویش د خلقیانو په اړه ضرور نه دی :
سیاسي مسولین یې د مرکزي کمېټې له غړو پرته بل چاته نه راجع کیږي، او پوځی جنایات یې هم د مرکزي کمیټې پړرې تړاو موندلی شي، یعنې لوړ پوړي واکمن ګوندي ارګانونه چې زیات مشران یې یې پرررررچمیان وو، مسول ګرځي ؤ نه ګوندي صفوف او ټیټ پوړي ارګانونه !
بده داده چې د ګلاب ځوی او علومي په څیر لوړ پوړي جنایتکاران بښل کيږي .
داچې تاسو تر اوسه دا هم نه ده درک کړې چې سوسالیزم ـ کمونیزم هسې یوه غلطه فرضیه وه ، تجربه شوه کمونیزم ړنګ او تجربه ماته او باطله راووته .
[quote:80c02b6089]په دې ځای کې ... پر ما د تهمت ليکلی، تاسې زماله درک او پوهې خبر نه ياست، زه باور لرم چې تاسې دلته پخپله پخپل نقص ښه پوهيږی[/quote:80c02b6089]
وروره زه دې پر څرګندونو قضاوت کوم نه پر پوهه چې بیشکه یې لرئ ،
خو دغه پوهه نه د خلق پرچم او نه د مجغدینو طالبانو او بنیاد ګرانو په ګټه وکاروئ
نو بیا به مولیکنې او د لیکنو ژبه جوته دبیطرفۍ رڼا خپره کړي او د معضلو حل به
هم په بل ډول وغواړئ . اوس دې ژبه او دلایل په ډاګه د یو خلقي لیکوال بریښي،
خو وایم بریښي ، که نه واست ، نو دا دومره فکري نږدیکت مو له خلقیانو سره
بالکل د توجیه کولو وړ نه شم بللی!
[quote:80c02b6089]مانو کله د کمونيستی بلاک د اوسپنې د قلا جوړول ستايلی [/quote:80c02b6089]
تاسو مارکسیزم ډیر ستایلی او کمونستي بلاک جوړیدل مو د مارکسیزم ځواکمنتیا بللې، چې غواړئ که نه د دغه بلاک پر ځواکمنتیا دلالت کوي او هم پرې بیرته د مارکسېزم عملي ځواک او تحقق په ګوته کوئ ، نو ر ستایل به یې لا څنګه وي ؟ وګورئ خبلې لیکنې ته :
[quote:80c02b6089]مارکسيسم د نولسم قرن له نيمایی څخه را په دې خوا تر اوسه پورې ټوله نړۍ ښوروی. تاسو ته به ښه په يادوی چې د ساړه جنګ په دوران کې يو لوی شرقی يا سوسياليستی بلاک د غربی يا سرمايداری بلاک په وړاندې موجود ؤ او هغو يو نظامی پکټ د وارشا په نامه لاره او دا ټول د مارکسيسم د اساساتو پر اساس رامنځته شوی ؤاو يا لږ تر لږه مارکسيسم د هغو په ايجاد کې غوره رول لوبولی دی[/quote:80c02b6089].
[quote:80c02b6089]داچې تره کی هغه زندګی نوین هم دتاجکستان کمونستانو لیکلی و
دا تاسې له کومه خبر شوی؟ آفرين مو په دې قوی استخباراتی اړيکو او په دې قوی حافظه! [/quote:80c02b6089]
او بیا پخپله لیکئ :
[quote:80c02b6089]ما هم اوريدلی ؤ، چې دا کتاب په مسکو، دوشنبه او تاشکند او ځينې نورو ښارو کې دشوروی د پوهنتونو په تعليمی پروګرام کې شامل ؤ، خو باور به مې نه کاوه، چې افغان او دومره عقل؟ !!! [/quote:80c02b6089]
ستا دواړه خبرې سمې بریښي چې.
۱ ـ دا کتاب ښایی دوشنبه او تاشکند کې په تعليمی پروګرام کې شامل ؤ، نو آیا
٢ ـ افغان او دومره عقل امکان لري چې د شوروي ښونځیو ته دې دغسې یو کتاب ولیکي او هغه هم د تره کي غوند ې یو افغان ؟؟؟؟
ما شا الله پخپله دې په ثبوت ورسوله چې
ـــ تره کی څوک او د زندګي نوین په څیر یو کتاب لیکل څوک ؟؟؟؟ او
ـــ مسکو څنګه خپلو ایجنټانو ته شهرت ورباښه !
نور ناولونه چې کوم علمي ارزښت نه لري، خو کلتوري او فلکلوریک ارزښت لري، هغه یې پخپله لیکلي . خو د زندګي نوین ژبه هم تاشکندۍ دري ده نه افغاني دري !
په پای کې یو وړاندیز :
تاسو پرما د لویدیځو استخباراتو تور لګولی، ښايي د خپل ضعف له امله مو دغسې تیري ته خوله اچولې وي ، اواوس به له ځان سره دا فکر وکړئ چې دا مې څه ګلان وکرل ٠
خو څنګه چې د موضوع د روښانتیا له پآره پوره بحث وشو، نور به له اوږدو پړ پړو څخه تیر شو څو وخت مو نور ضایع نشي، تر دې وروسته دې هر څوک تر جلاسرلیک لاندې د مارکسیزم په اړه خپلې لیکنې کوي که یې ستايي اوکه یې غندي، کار یې خپل دی ، مونږ به یې د یو بل په نامه نه غندو او نه به یې جوابوو، څوستاسې لیکنې اخلال نشي او ددغسې غبرګون ګلان کرلو ته هم اړ نشئ !
پر همدې هیله دې مستقلې لیکنې ، کامیابي او روغتیا غواړم . خوشاله اوسئ .
حلم د اخلاقو مالګه ده!
Mohammad Hassan
30.01.2008
غيرت صاحب، سلام او ستړی مه شې!
ليک مې ولوست، ډير په قهر يې. که مې کوم نامناسب شی ليکلی وی بښنه غواړم. له صداقته مې مطلب يواز ې د بحث له مقابل جانب (يعنې د ځان په اړه) ؤ. که زه داسې پوهېدای، چې ته هرڅه بلې خواته کش کوې، بيا مې دا نه درته ليکل.
که زما کومه خبره ستاسې د غضب او ځورېدلو سبب شوې وی، بښنه غواړم.
اوس نور څه نه درته ليکم. کله چې پوه شوم چې قهر د له منځه تللی،اعصاب د بېرته آرام شوی، بيا به څو ورځې وروسته دواړه خپلو بحثو ته له خيره سره دوام ورکوو.
تر هرڅه له مخه ستاسې روغتيا ، آرامی او خوشحالی غواړم.
ستاسو د مجلس يار- خاورې محمد حسن
pattang
30.01.2008
انډيوالانو!
ستا سو پر منځ کې لوېدل ښه کارندی معذرت غواړم خو دا لا ندې اقتباس شويو کرښو زه مجبور کړم چې يو تېر شوی حقيقت درته تازه وليکم :
* دغه زړه معشوقه (?) پردۍ وه، وفاداري يې ونکړه ،رنګ يې هېر کړۍ مخ دې
ورک شي. اوس مونږ نور پرابلمونه لرو او دحل په لاره کې يې بايد فکراوکوشش وکړو ، د پرديو اشغال ، خېراتونه او با مقصده ابادۍ وغندو٠
[quote:f002b8f91e]ياره آشنا، په هر حزب کې چې يې، خو دبورژوازۍ ښه تخصصی مدافع او د خلقيانو په ضد د تخريب ډير سخت او ماهر مبلغ يې. له هرې خوايې چې را شروع کړې او په هر جهت چې بحث روان کړی، [color=red:f002b8f91e]د تا هدف همدا د خلقيانو غریبانو ټکول، [/color:f002b8f91e]له همدې له قدرته لوېدلو بې دفاع بيچاره ګانو څخه د غچ اخیستل او د هغوی په سر وارونه کول دی . کاشکی يو سم خلقی در ته راپيدا شی چې دواړه سره خپل دليلونه وواياست او موږ يې واورو! په هر صورت، دا ليک دې ماته ډیر په زړه پورې ؤ – مننه![/quote:f002b8f91e]
محمد حسن صيب !
څوک چې خپل او لسي معنويات په پردی ايديالوږي خرڅوي خپله پښتو ، غيرت
او نور اولسي او اسلامي ټولنيز زاړه تړل شوي اړکي په پردی ايديالوږي بدلوي
نو هغه ز ه د اولس يو خرڅ شوی زوی ګڼم چې هر وخت به خپل ځان بيا هم خرڅوي ٠
تاد خلقيانو نوم اخيسی دی ولې نه ، خوزه يوه بله تجربه ور سره لرم :
ما به په خپل پښتني دود ملګرتيا ورسره کوله چای ډوډی به مې يو ځای دلته
او هلته ورسره خوړل ، خو کله چې په قدرت راغلل نو اول يې زما راپور ورکړ چې
ټول يې له دروغو ډک وو ، که زه افغانستان ته تللی وی نو زه به يې هم يا بندي او يا وژلی وی ( دا حقيقت دی دروغ ندی ) او په دې عمليه (اپور ) کې يوه نه بلکې ډېرو برخه اخيسې وه ٠ زه تر اوسه پورې پرې دې پوه نشوم چې دا ولې ?
که يوه امي کوچي alias طالب ،پردۍ ښځې په لښتو وهلې وي نو دا عمل پښتونولي نوه ، خو دا خلقيان چې بې علته يې راپورونه ورکول ، ټولويې جګ
جګ سوادونه لرل .
اوس يې تحليل ستاسو په لاس !