نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داسلام نه مخکی د جاهليت دوران څو نمونی
انجنير حمدالل
28.11.2007
داسلام نه مخکی د جاهليت دوران څو نمونی
ټولنيز حالت :
دحضرت بی بی عايشی (رضی الله عنها) نه روايت دی : دجاهيلت په دوران کی نکاح په څلور ډوله وه .
لومړی ډول نکاح : داډول نکاح د اوسنی نکاح په شان وه چه یوه سړی به دبل کس لور یا خور....او غوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یی تړل کيده .
دوهم ډول نکاح : هغه داسی وه چه کله به د کوم سړی ښځه له حيض څخه پاکه شوه نو ميړه به یی ورته ويل لاړه شه له فلانی سړی سره يوځای شه (زنا ورسره وکړه)اوخپل ميړه به تر هغه نه ورسره یو ځای کيده ترڅو به یی له هغه بل سړی حمل نه ؤ څرګند شوی چه دا نکاح د استبضاع په نوم هم ياديدله يا صرف د اولاد پیدا کيدو لپاره تر سره کيده .
دريم ډول نکاح : داسی وه چه له یوی ښځی سره به تر لسو کم کسان یوځای کيدل او کله به چه ښځه حامله شوه او بیا به یی اولاد پيدا شو نو ورسته به یی ټول کسان را وغښتل ، هيچا سرغړاوی نه شوای کولای ښځی به ورته ويل پوهيږی چه څه مووکړل دا دی زما اولاد پيدا شو ، نو دا ستا زوی دی ای فلانيه ، له هماغه کسانو به یی د کوم نوم واخيست ،دا ماشوم به نور د هغه سړی شو .
څلورم ډول نکاح : دا ډول نکاح داسی وه چه ذيات شمير خلک به له يوی فاحشی ښځی سره يوځای کيدل هغه داسی فاحشی وی چه دکورونو په دروازه به یی جنډی درولی وی تر څوخلک پوه شی چه دا د فاحشی کور دی او بی تشويشه ورشی ،خو کله به یی چه اولاد پیدا شو نوبيا به یی څيره پيږندونکی راوست او هغه به د خپلی تجربی له مخی دا ماشوم یوه کس ته منسوبوه.
داسی هم پښيدل چه خلکو به د توری او نيزی په زور پردی ښځی د ځان کولی .
دجاهليت په دوران کی د ښځو لپاره کومه شميره نه وه، هر چا حق درلود بی حسا به ښځی ولری . همدارنګه زنا او شراب دومره ذيات وه چه د هری طبقی خلک ورباندی مبتلا وؤ.
د اسلام د ستر لارښود حضرت محمدص په رسالت سره دغه ټول ډولونه له منځه ولاړل پر ځای يی یوازی اسلامی نکاح مينځ ته راغله .
چه اوس مهال هم په کفری نړی کی که څه هم د بشر او ښځی حقوقو ناری یی ډیری دودی دی دغه ډول وحشت دوام لری .
دلوڼو ژوندی خښول :
داسی پلرونه هم وو چه خپلی لوڼی به یی دشرم يا فقر له امله ژوندی تر خاورو لاندی
کولی ، خودهلکانو وژل خو ځکه کم وو چه هغوی به تل په جګړه کی بند وو .ددوښمن دمقابلی لپاره یی ځامنو ته ذيات ضرورت درلود .
حضرت عمر فاروق (رض) يوه ورځ د صحابوو په مجلس کی لومړی سخت وژړل بیا یی ورسته وخندل .ملګرو یی ورڅخه پوښتنه وکړه ستا د ژړا او خندا وجه څه وه ده مبارک ورته وویل لومړی خو می ځکه وژړل چه دجاهليت په دوران کی می يوه لور وه کله می چه ژوندی خښوله په ږیره کی می د قبر خاوری لويدلی وی ماشومی لور می په په وړوکيو لاسونو هغه په ډيره مينه سره زما له ږیری پا کولی .اوما هغه په ډیره بی رحمی سره تر خاورو لاندی کړه .اوس چه کله را ياد شی نو وژاړم . او ومی خندل ځکه چه د جاهليت په دوران که به چه کله په سفر روان شوو دخرما څخه جوړ شوی خدای (بت) به هم راسره وو د هغه به مو عبادت کولو ،خوکله به چه وږی شوو نو بیا به مو خپل خدای وخوړ .نو هغه حالت چه راياد شی وخاندم چه څومره جا هليت وو .
اقتصادی حالت :
دعربو اقتصادی حالت اونظام د هغوی د ټولنيز نظام تر کلکی اغيزی لاندی ؤ ،ددوی د ژوندنيو اړتياوو د پوره کولو تر ټولو ستره وسيله تجارت ؤ. او دا خو ښکاره ده چه د تجارت لپاره امن ضرور وی چه امن نه وی نو تجارت به څنګه تر سره کيږی ،هغه وخت امن او امان خو بالکل نه وو ، ټول وخت به خپل منځی جګړی وی چه يوازی د حرام په مياشتو کی بندیدلی او په همدی میاشتو کی دعربو مشهور بازارونه لکه عکاظه ،ذی المجاز ،مجنته او نور پرانستل کيدل
دعربو ټولی ښځی به په سنی اوبدلو او جوړولو بوختی وی ،خو څرنګه چه هر څه په جګړو کی په مصرف رسيدل نو ځکه خلک له لوږی ،فقر او بی وسی سره لاس او ګریوان وو.
اخلاق :
هيڅوک لدينه انکار نه شی کولای چی دجاهليت پیروان دډیرو سپکو اخلاقو ،خرابو عاداتو او رواجو درلودونکی وو، خو لدينه هم انکار نه شی کيدلی چه دوی لدی سره سره ځنی ښه صفات، عادات او رواجو درلودنکی وو. لکه سخاوت ، وفاداری ،ذلت او سپکاوی ته نه تسليميدل ،کلکه او پخه اراده ،حلم بردباری او سنجدګی ،اوداوسنی زمانی له چل اوفريب څخه پاکه ساده ګی د دوی له ښو صفتونو څخه وو .
او د پورته ښه اخلاق او صفات ددی سبب شول چه الله( ج) دا عربان د رسالت د درانده پیټی د اوچتولو او بشری نړی د لاښوونی او مشرتابه لپاره انتخاب کړل .
انجنير حمدالله شاکری
رښتینی
30.11.2007
کوشانه ! ډیر له انصافه لری ګړیدلی یی دایوه لویه تاریخ
تیروتنه ده چی خلک د جاهلیت پیر یواځی په عربو کی خلاصه کوی
دجاهلیت پیرته به نه ځو په اولسمه میلادی پیړی کی ایټالوی
فلک پوهه ګلیلو ایټالوی پادریانو په دار نکړ او داسی نوری ډیری بیلګی
شته چی داثابتوی چی په اوومه او اتمه هجری پیړییو کی اسلامی تمدن له
اسمانه سره خبری کولی او اروپا د جهل په تاریکیو کی غوپی وهلی او له
سره هغه بیلګی هم شته چی دا ثابتوی چی دجاهلیت پیر یواځی په عربو
پوری نه دی تړلی بلکی دنړۍ په ډیرو زیاتو برخو کی یی شتون لاره
او ستا لیکنه بیخی له زهرو ډکه ده ستا داخبره سپیره دروغ دی وروره چی لیکی :
[code:1:77aa4f4e2f]يعنې د اسلام په حقانيت يواځې هغه څوګ پوهېدلی شي چې د اعرابو د جاهليت دوره ورباندې تېره شوې وي . دا په دې معنا چې اسلام يواځې هغه اقوامو ومنه چې دوۍ لکه اعرابو غوندې جاهل وو ، خو په نورو ځايونو کې اسلام يواځې د زر ، زور او تذوير له لارې خپور شوی دی چې ښه بېلګه يې د پښتنو 180 کاله جګړه وه د عربي ښکېلاک په وړاندې [/code:1:77aa4f4e2f].
ولی په دا نن وخت کی چی په اروپا او امریکا کی خلک اسلام ته روان دی دا جاهل او وږی دی ؟؟
او تاسو لیکی :
[code:1:77aa4f4e2f]خو په نورو ځايونو کې اسلام يواځې د زر ، زور او تذوير له لارې خپور شوی دی چې ښه بېلګه يې د پښتنو 180 کاله جګړه وه د عربي ښکېلاک په وړاندې . [/code:1:77aa4f4e2f]
داهم سوچه او نګه دروغ دی تاسو کولی شی د اندونیسیا تاریخ وګوری
او داراز په افریقایی هیوادونو کی هم اسلام د اسلامی دعوت له لاری
خپور شوی نه د جګړو له لاری
تاسو لیکی :
[code:1:77aa4f4e2f]تاسي کولی شئ چې په دې هکله د ابن بتوطه او که ابن بطوته او يا هر بلا چې دی ، تاريخ يې ولولئ .[/code:1:77aa4f4e2f]
د ابن بطوطه د یونلیک ډیره برخه ما لوستی ده هغه یو یونلیک دی او د جګړو
کیسی بیخی نشته په کی او هغه خو لا یو ځای دومره هم لیکلی چی افغانانان
یو غارتګر قوم دی او ما په خپله دده په دی خبرو باندی د رد له پاره یوه لیکنه
هم یو وخت لیکلی وه او دده له کتاب نه می یو څ تناقضات را خیستی و چی په
نورو ځایونو کی یی افغانان ستایلی وو
نور بیا
انجنير حمدالل
01.12.2007
دحق دلياری مبارز انجنير حمدالله شاکری ځوابی ليکنه
دکوشان جاهلانه ليکنی می چه کله ولوستلی باور وکړی چی تر يوه ساعته پوری ګنګس اوحيران وم چه زه اوس دی جاهل ته څه ډول ځواب ورکړم .
خو په ډيرو لندو ټکو کی دومره درته وايم :
چه لومړی دی عقيده سمه کړه پدی ځان ښه پوه کړه چه اسلام دنورو اديانو په ډول ديوه قوم ، يوه ملک دين نه دی دغه دين يو ورستی کامل او عالمی دين دی چه دټولی نړی لپاره راليږل شوی .
په همدی آساس دغه امت يو بهترين امت دی ،چه سلسله به يی دقيامت تر ورځی روانه وی يعنی دپيغمبر (ع) دو فات سره يو ځای به دين له منځه نه ځی دغه وظيفه به دامت علماء کرام پر مخ بيايی لکه اوس چه روانه ده په امريکا کی دمسلمانانو شميره د ۹-۱۱ ميليونو پوری رسيږی .
دوهم داچه داپه قرآن کی ثابته ده چی درسول الله قوم دټولو قومونو نه غوره قوم او دده مبارک کورنی تر ټولو غوره کورنی وه ،نومسلمانان بايد پدی باور ولری چه قريش چه عربی قوم دی دټولی نړی تر اقوامو غوره دی نوته چه پدی باور نه لری هغه ستا د ايمان خبره ده
زمونږ افغانانو خو ددی عالمی دين په خاطر څو کاله وړاندی ۱۶ لکه شهيدان ورکړل اولا مو ډير مبارزين دی ته چمتو دی که په مبارک رسول الله يا د خدای په قرآن کريم معمولی تری وشی خپل سرونه به قربان کړی ځکه مسلمانانو ته ددين حقيقت ښه معلوم دی ددی دين په خاطر ځمکه او آسمان ولاړ دی که دا دين نه وی دموجوده منافيقينو لپاره به يوه لحظه هم دغه موجود نظام پاتی نه شی او ټول به له مينځه ولاړ شی .
دريم دا چی تا تاريخ ته اشاره کړی زه نه پوهيږم چه تا دکوم بی دينه او فاسق تاريخ لوستلی او هم نه پوهيږم چه ته په کوم فاسق مکتب کی روزل شوی يی دکوم اسلام دوښمن څخه دغه بی ځايه او دروغ دلايل زده کړی دی .
زه به دی په اصلی حقيقت پوه کړم :
کله چه داسلام دفتحی اسلامی کاروان دوی لويی امپراتوری (روم ،پارس) فتح کړل داوسنی افغانستان تر سرحداتو راورسيدل په افغانستان هغه وخت واحد نظام نه وو کابل کی کابشاهان يا رتبيليان وو په نورو ولاياتو کی نور واړه نيظامونه موجود وو ، په افغانستان څو ځله حملی وشوی خو ترټولو ټينګه نقطه کابل وو ولی کوم بری داسلامی لشکر لاس ته ورنه غی بلاخره ددعوت لاره غوره چه ډير افغانان دغه ستر الهی دين کی داخل شول
د افغانی مجاهدينو په همکاری د عبدالرحمن په قوماندی سره کابل فتح شو .
او پدی سره افغانستان داسلام اصلی مرکز شو ورسته ډيری عربی کورنی افغانستان ته دخپلو مسلمانو وروڼو داسلامی زده کړی او تبليغ په موخه راغلی او دلته ميشته شول
چه اوس ددغه دين په برکت افغانان د هر ډول وحشت او بی دينی پر وړاندی مبارزه کوی او پدی مبارزه کی ذياتی قربانی ورکړی .
دغه مضمون ددی لپاره دی ترڅو اسلامی نظام او کفری نظام که څه هم د بشر او ښځی دحقونو ناری يی ډيره دودی دی سره مقايسه کړو اوس هم په کفری نړی همغه دجاهليت دوران چليږی .
اوپدی مضمون کی داهم ذکر شوی چه داعرابو دښو او غوره صيفاتو په درلودلو سره خدای (ج) دوی دقيادت لپاره وټاکل شايد چه هغه وخت به نورو اقوامو تر دی بتره جهالت لګياوو.
پښتون زلمی
01.12.2007
كوشانيه:
داسی ښکاري چې بیا دې پړې شلولې،
یو خو ســپین سترګیتوب وي، او یو سترګې شلیدل وي،
ستا سترګي په عمودي ډول شلیدلې دي، حیا په کې هیڅ نه ده پاته،
زه خو په دی یقین او باور لرم، چې تا خپل ضمیر هم ملامتوي هغه که ضمیر ولرې، نو یقینا به درته وايي، چې څومره په شکورونو شکورونو درواغ وي، او هیڅ حیا هم نه درته دریږي،
راځه وګوره ، چې نن متمدنه، او پیشرفته (البته له عصري څیزونو له نګانه نه ) او ډیرې آزاده زمانه کې څوک اسلام ته داخلیږي،
دکلیسو لوي مشران، فوځي جنرالان، پوه پوه ډاکټران، حتی بعضی یهودان.
ويي ګوره، او زړه دی ټق وچوه:
http://www.youtube.com/watch?v=YmXL2kRGwV4
http://www.youtube.com/watch?v=RfccZdVcSakhttp:
http://www.youtube.com/watch?v=Hs-8cksZiFw
//www.youtube.com/watch?v=lDPT91hCuWE
http://www.youtube.com/watch?v=WQ63f1_0uts
http://www.youtube.com/watch?v=JTRjOrgD1bs
http://www.youtube.com/watch?v=X5lY10wbo0w
http://www.youtube.com/watch?v=H77NtMd4gMw
http://www.youtube.com/watch?v=xpZyKsJqjHk
http://www.youtube.com/watch?v=vazwxU1PhBw
http://www.youtube.com/watch?v=iBFatdDPVyI
http://www.youtube.com/watch?v=ZSnkx-xVb4E
http://www.youtube.com/watch?v=fg-dEH-7hGI
http://www.youtube.com/watch?v=pyr1cv3mwq0
http://www.youtube.com/watch?v=W0ooTYHxykI
http://www.youtube.com/watch?v=2gfnC1rmt24
http://www.youtube.com/watch?v=Hs-8cksZiFw
http://www.youtube.com/watch?v=z6X89Xao5IQ
http://www.youtube.com/watch?v=-PrTb_DgMgk
http://www.youtube.com/watch?v=4UlE5Pm_ywI
http://www.youtube.com/watch?v=qEtL7Fcj9a4
http://www.youtube.com/watch?v=lDPT91hCuWE
http://www.youtube.com/watch?v=9hp6k8GmKmo
http://www.youtube.com/watch?v=L4KmEhcWMvQ
http://www.youtube.com/watch?v=Mqq13xlJG60
http://www.youtube.com/watch?v=X5lY10wbo0w
http://www.youtube.com/watch?v=tzbsWhHTsBI
http://www.youtube.com/watch?v=AiT-5lhB_bM
[list=]<object width="425" height="355"><param name="movie" value="http://www.youtube.com/v/RfccZdVcSak&rel=1"></param><param name="wmode" value="transparent"></param><embed src="http://www.youtube.com/v/RfccZdVcSak&rel=1" type="application/x-shockwave-flash" wmode="transparent" width="425" height="355"></embed></object>[/list][/list][/quote]
حمزة
01.12.2007
كوشانه دا راته ووايه سي ستا كوم دين دي ؟
خوكه د اسلام وويل نو يا خو به ليوني يي او يا به د منافق
Lotfollah
01.12.2007
[quote:4f488d6dbd]كوشانه دا راته ووايه سي ستا كوم دين دي ؟
خوكه د اسلام وويل نو يا خو به ليوني يي او يا به د منافق[/quote:4f488d6dbd]
حمزة خانه وروره بحث داسلام نه مخکی د جاهليت دوران باندې دﺉ، د کوشان عقیدې پسې څه ګرځې؟ که کولای شې د کوشان لیکنې ته منطقی ځواب ورکړه!
والسلام
انجنير حمدالل
02.12.2007
کوشان صيب.
داسلامی اخلاقو نمونی که سړی ليکی نو کتابونه ورباندی ډکيږی .
خو زه بيا هم څو نمونو ته اشاره کوم :
يوه نمونه يی اسلامی نکاح ده :
چی پدی ليکنه کی ورته اشاره شوی د جاهليت دوران ټولی بی حيايی د اسلامی نظام له راتګ سره له ميځه ولاړی اوس يی هم عملا وينو په ټوله اسلامی نړی کی يواځی اسلامی نکاح روانه ده مګر په کفری نړی کی همغه د جاهليت دوران روان دی فاحشه خانی موجودی دی چی له يوی ښځی سره ډير سړی يو ځای کيږی ، ښځی سره تبادله کيږی چی سره له دی خپله ښځه يی په کور کی وی بله ښځه راولی له هغه سره يوځای کيږی ، دجاهليت دوران ته ورته زنا بی حده روانه ده .
اسلام په ټولو چارو کی خصوصاً په کورنی ژوند دمهربانی ،محبت او احترام دين دی .د بيلګی په ډول اسلام دمور اوپلار په احترام او دهغه په خدمت کولو سخت تينګار کړی دی مګر په کفری نړی همغه دجاهليت دوران دی پدی اړه به دوه حالونه درته بيان کړم :
زبيح الله تيره ورځ راته وويل نن می دهغه خپلوانو کره تللی وم چه ځامن يي په امريکا کی او دوی دلته ژوند کوی مور يی خپل زوی ته تيليفون وکړ او په تليفون کی يی خپل زوی ته يی سخت وژړل او ورته یی وويل زوی کله راځی ډير می ياديږی زوی يی په ځواب کی ورته وويل ډیرو خبرو ته ضرورت نشته دلته په کور کی راسره يو سپی دی چه تر تا می ډيره ورسره مينه ده (البته دوی له خپل دين او کلتور تير او دبل دين تر تاثير لاندی راغلی وو).
دوهم . تير کال په اکراين کی يوه زړه ښځه په خپل کور کی مړه شوی وه دوی مياشتی ورسته دمړی بوی کوڅی په سر واخستی بلاخره پوليس ورباندی خبر شول چه ښځه مړه او د مړی لاش يواځی په خپل کور کی پروت دی داځکه چی اولادونه يی هر چيری چی په چړچو او کارونو بوخت وو .نو دا يواځی د مرګ تر ورځی تنها وه .
نو کله چی په کفری نړی کی مور او پلار زړيږی قدر يی کميږی که څه هم د خپل اولاد په تربيه کی به يی څومره تکليفونه ګاللی وی .
ولی په اسلام کی چه مور او پلار څومره زړيږی قدر يی ذيا تيږی او اسلام جنت د مور تر قدمو لاندی بللی دی .
داخبره هم صحی ده چه اسلامی لښکر ډيری برخی د توری په زور فتحه کړی او هلته يی جاهليت له مينځه وړی او اسلامی نظام يی پکی پلی کړی دی ځکه چه دا ځمکه دخدای ځمکه ده او بايد د نورو خود ساخته دينونو پرځای د خدای (ج) دين پلی شی
له دی جملی د روم او فارس لويی امپراتوری وی د رحمه للعلمين محمد رسول الله
په وخت کی ډيرو پاچا هانو ته داسلام دعوت ورکړ شو چا چی دا دعوت قبول کړ هغوی ته يی خپل ددين مبليغين ور وليږل ولی روم د مسلمانانو قاصد شهيد کړ او تسميم يی ؤ اسلامی نظام له بيخه ونړوی همدارنګه فارس هم داسلامی نظام لپاره يو لوی خطر وو .
نو په همدی آساس مسلمانان پخوا لدی چه دوښمن ورباندی حمله وکړی او دغه عالمی رحمت له ميځه يوسی اسلامی لښکر په وږی نس او ډيرو لږو امکاناتو دغه دوی لوی امپراتوری نسکوری او هلته يی اسلامی نظام جوړ کړ او تر ننه دوام لری .
اوس هم که مسلمانان وس او توان پيدا کړی انشاء الله هغه مناطق چی د اسلام او مسلمانانو پر ولاندی ولاړ همداسی به يی ونړوی لکه روم او فارس .
ولی کوشان صيب ځنی خلک د اسلامی لښکر فتحی او دعوت د يرغل په سترګه ګوری خو دا دحقيقت څخه ډيره لری خبره ده ځکه که څوک خدای مکړه ګران صحابه (رض) دغه ستر رحمت چی تر مونږ پوری يی رارسولی دی يرغل بولی
نو پرافغانانو پنځلس سوه کاله کيږی دغه مبارک نظام روان دی او دوی پخپله په کلکه ورځخه دفاع کوی ، ولی ډير باطل يرغلل ورباندی شوی سخت يی پر شا تبولی دی .
په ټول جهان کی د الهی نظام تنګښت په هيله
حمدالله شاکری
حمدالله شاکری
رښتینی
02.12.2007
کوشان لیکی :
[code:1:c0a7c08512]ځکه که تاسي د بشريت تاريخ ولولئ ، نو په همدې وخت کې چې قران د عرب د جاهليت د لمنځه وړلو د پاره ناذل شوی ، په همدې وخت کې په نورو اقوامو کې دومره جاهليت وجود نه درلود .[/code:1:c0a7c08512]
او وروسته لیکی :
[code:1:c0a7c08512]د جاهليت دوره يواځې په عربو کې نه خلاصه کېږي ، بلکې هماغه وخت کې افريقايي بومي قومونه ، يا اوبېجېنيز په استراليا کې او يا د امريکې بومي اقوام هم په ناوړو دودونو کې ډوب ول [/code:1:c0a7c08512]
ستا دا خبری په خپل منځ کی تضاد لری او کله چی تاریخی پیښوته د دروغو
تبۍ ورکړل شی نو طبعا یو څه ستونزه رامنځته کوی لکه پرون مو چی په
ابن بطوطه باندی حواله ورکړی وه !!!
او تا چی د یونانیانو او اروپایانو خبره کړی ده نوبیا دی هم له انصافه کار ندی اخیستی ځکه عربو هم پنځه زره کاله مخکی په یمن کی منظم حکومت لاره او
ته به نو ماته هم وایی چی د عربو مدافع وکیل یی خو تا چی د ټولو اروپایانو
دفاع ته ملا تړلی او په عربو خاوری اړوی نو څه ګناه لری چی موږ د عربو
دفاع وکړو ؟؟
خو دا خبره دا معنی نلری چی مونږ د عربو د موجوده سیاستونو دفاع کوو
نه داسی نه ده زه دعربو په هغه ځای کی ملا تړ کوم چی کله د اسلام له
دین سره تړاو ولری
او تاسو لیکلی :
[code:1:c0a7c08512]اروپا کې د جهالت دوره هغه وخت پيل شوه ،کوم وخت چې دولتي قدرت د کليسا په لاس کې وغورځېده . [/code:1:c0a7c08512]
ماته ولا که سمدستی مالومه وی چی کلیسا په اروپا څومره موده
واک چلولی دی که تاسو ته مالومه وی لطفا راته ولیکه خو تخمینا
وی به په سوونه کاله خو د کلیسا پیر په رشتیا چی ډیر بوږنوونکی پیر و
دا مالومات به تاسو هم لری او په زیاته خو لا دا چی د کلیسا پیر د علم او
پوهی دښمن پیر بلل کییږی
او بل ښاغلی کوشان که تاسو اسپانیا لیدلی وی نو ارومرو به مو په هغه ځای کی
د اندلس د مسلمانانو دوخت او دهغوی دتمدن اثار لیدلی وی او دا چی په اندلس کس اسلامی تمدن څومره پر مخ تللی و دا د تاریخ یو بیل باب ده او دا هم یو حقیقت ده چی د اندلس د هغه مهال په پوهنتونونو کی څومره اروپایانو زدکړی کړی وی
تاسو لیکلی :
[code:1:c0a7c08512]دا چې تاسي ليکلي چې ولې نن ځنې خلګ اسلام ته مخه کوي ، دوه علته لري . لمړی دا چې دوۍ په يوې مدرنې ټولنې کې د يواځې ژوند کولو نه خسته شوي .[/code:1:c0a7c08512]
داخبره مو جالبه او په زړه پوری ده او دلته مو په حقیقت سترګی نه دی پټی کړی
ته او ستا همغږی ملګری هڅه کوی چی خلک د یوی متمدنی او مدرنی ټولنی لور
ته را وبولی او اسلام ناکامل او وروسته پاته دین معرفی کوی خو دلته مو هغه ده اعتراف کړی چی اروپایان په یوه مدرنه ټولنه کی خسته شوی دی نو ځکه د اسلام
لورته را روان دی !!!!!!
کوشان صیب لطفا داراته ووایه چی کولی شی هغه سیاسی لاملونه هم یو څه
راته په ګوته کړی کوم چی تا ددویم علت په توګه لیکلی دی :
[code:1:c0a7c08512]او دوهم دا چې ډيرې سياسي عوامل هم د دې تر شاه موجود دي [/code:1:c0a7c08512]
او بل ځای مو مهربانی کړی ده
[code:1:c0a7c08512]همداسې که تاسي ليدلي وي نو د اسلام نه هم ډير خلک مخ اړوي او نورو اديانو ته مخه کوي . او دغه خلک چې د اسلام نه مخه اړوي ډيرۍ يې هغه خلګ دي چې قران يې د ژباړې او تفسير سره لوستی دی . ښه بېلګه يې سلمان رشدي او علي دشتي او داسې نور دي . او همدا علت دی چې عرب د دې مخالف دی چې کران // قران // ترجمه شي ، ځکه دوۍ پوهېږي چې که چېرې انسانان د قران او حديث په هکله شننې وکړي نو دوۍ به په قران کې ډير نقيص او ضد خبرې پيدا کړي[/code:1:c0a7c08512]
ګرانه دلته مو بیخی ښکرور پروپاګند او سوچه دروغ و ته ملا تړلی ده
د سلمان رشدی بیلګه نور ساری نلری یو دا بل مردار خور دی او یوه هغه
بنګالی تسلیمه نسرین دادری کسان په دا څومره موده کی پیښ شوی دی
او کیدی شی څو نور بیلاری کسان هم وی چی اروپا ته د نږدی کیدلو له پاره
یی دا کار کړی وی او نو ډیر لاملونه هم لری
او پاته شوه ستا دا خبره :
[code:1:c0a7c08512] او همدا علت دی چې عرب د دې مخالف دی چې کران // قران // ترجمه شي ، ځکه دوۍ پوهېږي چې که چېرې انسانان د قران او حديث په هکله شننې وکړي نو دوۍ به په قران کې ډير نقيص او ضد خبرې پيدا کړي [/code:1:c0a7c08512]
داخبره خو نو غټ دروغ او ستر بهتان ده ته راشه په مدینه منوره کی د ملک فهد
چاپخونه وګوره چی یواځی دقرانکریم دنسخو او ژباړو چاپ ته ځانګړی شوی ده
او دا یی دنویو ترجو لیست ده
1) الترجمة الأذرية
2) الترجمة الإسبانية
3) الترجمة الألمانية
4) الترجمة الأمازيغية
5) الترجمة البرتغالية
6) الترجمة التاملية
7) الترجمة الجاخنكية المندنكية
8) الترجمة الروسية
9) الترجمة الصينية
10) الترجمة السويدية
11) الترجمة الفلانية
12) الترجمة الفيتنامية -
13) الترجمة الكورية
14) الترجمة المندرية
داددی ټولنی نوی ترجمی دی او له دی مخکی یی د پښتو ژبی په شمول نورو په لسهاو ژبو ته قرانکریم ژباړلی دی
او دالاندی ددی ټولنی لینک دی
http://www.qurancomplex.org/Quran/Targama/Targama.asp?TabID=4&SubItemID=1&l=arb&t=eng&SecOrder=4&SubSecOrder=1
خو تاسو د مالوماتو د نشتوالی له کبله دخپل پروپاګند له پاره
داسی مهربانی کړی ده
نوربیا
رښتینی
03.12.2007
کوشان صیب ښی چاری
وروره دومره اوږدی پرپړی ماته ولا که خوند راکوی ځکه دکار خبره په
لنډو ټکو کی هم کیدلی شی او په دومره اوږدو لیکنو کی له رښتیا سره
دروغ هم مله شی او داته زما خبری را اخله هغه په کوډ کی کوچنی او
سپین رنګ ته اړوه او زه ستاله هغو سره دا چم کوم داهم دومره په زړه
پوری کار نه ده ځکه سطحی لوستونکی ګومان کوی چی هغه ده د هغه
فلانی لیکنه یی ټوله ځواب کړی ده خوددی ځوابونو حقیقت داسی وی
لکه ستا دا ځواب :
[color=darkred:0c42b3be24]زه دغه عادت نلرم چې خلګو باندې د دې او د هغې ټاپه ووهم . خو ستاسو د دې اند نه ښکاري چې د تصور قوه مو ډيره محدوده ده . ځکه تاسي سوچ کوئ چې هغه څوګ چې د عرب مخالف دی ، نو هغه حتماً د اروپايانو مدافع وکيل دی .نو انډيواله ما نو چېرې د اروپايانو دفاع کړې ؟؟[/color:0c42b3be24]
ستا دا خواب اوس دروغ نه دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ولی دا لیږ مخکی دی انجنیر صیب ته څو ځایه عرب مزدور لیکلی ؟؟
[code:1:0c42b3be24]حمد الله شاکری عرب مزدورء پښتون دښمن
حمدالله عرب مزدور[/code:1:0c42b3be24]
او چی ته وایی زه د اروپایانو مدافع نه یم او وایی چی ما چیری لیکلی دی
وروره ددی خبری له پاره سند او ستا اقرار ته اړتیا نشته ستا ټولی لیکنی
دهغوی د مسلطو نظامونو ددفاع له پاره دی او ډیره بده لا دا چی ته دهغوی
اخلاقیاتو ته خلک رابولی تا په یوه لوڅ او له فحاشی ډک کنسرت کی برخه
اخیستی وی او بیا له هغو شهوانی احساساتو سره دلته لیکنه وکړی او ور پسی
دا مهربانی !! وکړی چی محمد (صلی الله علیه وسلم) خو ویلی چی موسیقی
په زړونو کی نفاق اچوی او موږ خو په هغه کنسرټ کی داسی وو او هاسی و و
او داراز ستایوه بل ځواب ته راځم :
[code:1:0c42b3be24]خو دا چې تاسي واياست چې اروپايانو اسلام ته مخه کړې ځکه چې دوۍ په يوې مدرنې ټولنې کې د يواځې ژوند کولو نه خسته شوي ، د اسلام په ګټه يو پروپاکند دی . [/code:1:0c42b3be24]
وا وا کوشانه !!
زه غریب نو اوس څه درته ووایم دا خبر ه ما ستا وینا رانقل کړی وه او
او هغه ته په هغه خپله مخکینی لیکنه کی کتلی شی خو ږه به یی هم در
ته را وړم
[code:1:0c42b3be24]دا چې تاسي ليکلي چې ولې نن ځنې خلګ اسلام ته مخه کوي ، دوه علته لري . لمړی دا چې دوۍ په يوې مدرنې ټولنې کې د يواځې ژوند کولو نه خسته شوي .[/code:1:0c42b3be24]
دا خبره تا لیکلی تا !!!!
اواوس یی په خپله ردوی ؟؟؟!!!
او دا نوری خبر ی په لنډه توګه درته لیکم
د یمنیانو له حکومت نه زما موخه هسی حکومت نه بلکی یو تمدن ده
او په دی کی شک نشته چی د یمنیانو تمدن پنځه ږره کلن تاریخ لری
او تا لیکلی چی عربو به له خلکو جږیی اخیستلی او خپله د تمدن را منځته
کولو ته خلاص نه وو دا خبره دی بیخی بیځایه ده ځکه هغوی وتلی عالمان
لرلی دی لکه ابن رشد ابو العباس ابن خلدون ابن النفیس دی کسانو په
خپلو اړوند علمی څانګو کی دومره کارونه کړی چی نن یی ټوله نړی د سر
په سترګو منی او داسی نور ډیر پوهان شته
او تا لیکلی :
[code:1:0c42b3be24]خو د قران د ژباړې په هکله ؛ که ملک فهد د قران د ژباړې سره مخالفت نلري ، نو ولې دغه ښاغلی غوث زلمی بندي دی ؟؟ [/code:1:0c42b3be24]
ولا له دی ځواب نه خو دی زه عاجزه یم ځکه ملک فهد غریب خو مړ دی
او ورور یی ملک عبد الله به راته ووایی چی دا خو د مشر لالا کار ده زما
په هغه کی کار نشته
او بل غوث صیب خو کرزی او عبد الجبار ثابت بندی کړی دی !!!!!!!!!
په ډیر درناوی
وفی
03.12.2007
ښاغلی کوشان صیب داسی ښکاری چې تاسو داسلام مطالعه لکه دعروج وزوال د یوه نکل په شان کړی اودغه شان خبرې لکه تاسو چې لېکلی عموماً د دانشِ لوېدیځ څخه اوریدل کېږی .
خیر په هرصورت خبره که داسلام وی زه دعوی سره ویلی شم چې ستاسو ټولی خبری بی ځایه اودرواغ دی ، اوکه نه خبره دعربو وی بیا یی درسره تریوحده منم .
ته په هغه نظر اسلام ته وګوره په کوم نظر چې اسلا م خپله - خپله ګوری بېابه درته معلومه شی چې د تاریخ کوم حیثیت ټاکل کیږی .
په دغه وخت کې هم داسلام په نوم سیاست کیږی په کومو خلکو چې دلوېدیځ جمهوریت اوارتقاء تاثیر کړی هغوی وایی چې جمهوریت اوارتقاء داقرآنکریم منطقی نشونما څخه عبارت ده ، همداسی په کومو ځایونو کې چې مارکسیت مخکی تللی هغوی اسلام ته دمارکس تعبیر ات ورکوی
طالبان هم صرف په شرعه زور- ورکوی لکه چې همدغه ټول دین وی
اخلاقی رویه ښه سلوک بلکول له دی څخه هیره ده ، داسی هم لیدل کیږی چې الهی غضب اودخدای قهر دخپلو دښمانانو دجواز لپاره استعمالوی اوقتل عام اودهشت ګردی دځان لپاره روا ګڼی حلانکی په دین کې قتل اودهشت ګردی په واضیح ډول حرامه ده .
انجنير حمدالل
08.12.2007
کوشان ليکی :
بيا نو محمد ولې د خپل مړينې په وصيت کې وويل چې وباسئ مشرکين د جزېرې عرب نه
او يا په قران کې ولې راغلي چې
هر چېرې مو چې پيدا کړل ، ووېوژنئ
ددی ټولو خبرو په ځواب کی يو مختصر ځواب ليکم :
هغه داچی ځمکه دالله تعالی ځمکه ده او بايد دين هم د الله تعالی دين پکی حاکم وی
دغه دالله تعالی پيغام دی چی دين به ټول بشر ته رسيږی چا چی دين ومانه هغه مسلمانان شول
او هغه کسانو چی سره له دی چی دين يی قبول هم نه کړ او دين په وړاندی يی ددين دخرولو پر وړاندی يی جنګ شروع کړ نو په مسلمانانو د جهاد حکم راغی او هغه داچی څوک غواړی تاسی له منځه يوسی او ومو وژنی نو تاسی هم هغوی ووژنی هر چيری چه وی .
بله ډله داسلام پروړاندی هغه خلک دی چی الهی دين نه منی ولی دالهی دين او مسلمانانو پر وړاندی مشکلات ،خنډونه او دمقابلی لپاره نه ولاړيږی نو څرنګه چی په اسلام کی زور نشته دوی پريښول کيږی په خپل دين کی او يواځی له دوی څخه جزيه اخستل کيږی چی جزيه د تسلمی معنا لری (مونږ مسلمانانو ته تسليم يو ) او دځمکی پر سر به الهی دين حاکم او زبرځواک وی .
محمدرسول الله (ص) مبارک د وفات پر وخت دا وصيت وکړ چه مشرکين به له جزيری د عربو ورکوی
ځکه هغه (ص) پوه ؤ چی دغه مشرکين د اسلام پر وړاندی سخت خطر دی ځکه څه وخت چی د اسلام ستر پيغمبر (ص) له دنيا نه رحلت وکړ درحلت سره سم مشرکينو بغاوتونه پيل کړ له يوی خوا صحابه کرام (رض) د محمدرسول الله (ص) په فراق سخت فريشانه له بلی خوا دمسلمانانو پر وړاندی دجنګ تياری روان وو .
خو داسلام پتنګانو د خپل ستر لارښود محمد رسول الله (ص) د وصيت مطابق د اسلام دفتحی کاروان بريالی قوماندان خاليد بن وليد په مشری ډير په چټکی ټول جزيره عرب له اسلام دوښمنو پاکه او ورسته يی په چټکی دوی لويی امپراتوری نسکوری او هلته يی الهی دين حاکم وګرځاوه
انجنير حمدالله شاکری
وطندوست
09.12.2007
دکونډالیزا رایس استاد مسلمان شو
له سعودي څخه خپریدونکې ورځپاڼې الریاض کښلي ، چې والنټین وروساکوف - یهودي الاصله روسي دی او پخوا د امریکا دبهرنیو چارو وزیرې استاد و پر اسلام مشرف استاد ویلې ، چې ده په اسلام کې خپله نیکمرغي موندلې ده . الریاض کاږي : وروساکوف ته په روسیه کې کمونیستي نظام خوند ورنه کړ متحده ایالاتو ته یې سفر ورکړ تر څو د کمونیزم له دوزخ څخه وتښتي او د ډیموکراسۍ په جنت کې خپل پاتې ژوند تیر کړي دلته یې شل کاله تیر کړل په امریکا کې یې داوسیدو پر مهال دا ورته څرګنده شوه ، چې د لویدیځ ټوله ډیموکراسي پر چل او درواغو ولاړه ده بیرته خپل اصلي ټاټوبي روسیې ته راستون شو .
وروسته له ډیر فکر یې له ځان سره پریکړه وکړه ، چې پر اسلام مشرف شي ، ځکه ، چې ده په اسلام کې داسې موندلي ، چې دټول بشریت دسوکالۍ او نیکمرغۍ ضمانت کولای شي . وروساکوف ټول عمر پر اسرائیلو نیوکې کولې او د غوره ملت ( شعب الله المختار ) نظریه یې تل ردوله . او په خپلو لیکنو او کتابونو کې یې په دې اړه ډیرې لیکنې کړي . نوموړې په روسیه کې له مطرحولیکوالو څخه لیکنې یې ډیر مینه وال لري .
وروساکوف په روسیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کونډالیزارایس ته د پوهنتوني زده کړو پر مهال روسیې وزده کوله . ښاغلي وروساکوف ( د ایمان پر لور سفر ) په روسیې کتاب کښلي .
کتاب ډیرې په زړه پورې برخې لري لکه د د کمونیزم په اړه دده تجربه ، دده له نظره د لویدیځ ډیموکراسي او ولې ده اسلام غوره کړ . دغه کتاب په روسیه کې د روسیې اسلامي ټولنې خپور کړې .
حميدالله محمدشاه
بېرته شاته
انجنير حمدالل
09.12.2007
لادين مردد او د ليلن ګوډاګی کوشان يو ځلی بيا د الهی دين پر وړاندی ليکی :
دځنو په اند چه العياذباالله قرآنکريم سل په سلو کی د خدای (ج) کلام ندی اوډيره لاس وهنه پکی شوی
پداسی حال کی چی دعيسويانی زری وچاودی چی داڅه ډول کتاب دی چی سوونه کاله وشول هيڅ لاس وهنه پکی ونه شوه په ټوله نړی کی يو کتاب دی چی د زری فرق پکی ندی راغلی او نه څوک وتوانيدل چی ددی کلام سره مقابله وکړی .
اوقرآن خو دمنسوخ شوی انجيل په شان ندی چی امريکا يوه ډول انجيل لری ، فرانسه بل ډول او نور ملکونه بل ډول .
قرآنکريم يو ثابت کلام دی چی د هر ډول تحريف څخه دساتنی زمه الله تعالی پر غاړه خستی لکه څه وخت مخکی چی مردد غوث زلمی دپاک قرآن په نوم تحريف شوی ژباړه تياره کړی وه ولی اوس ذليل او رسوا بندی دی خو همدغه دالله تعالی ساتنه ده .
داهغه کلام دی چی ټول کفر او اسلام يی تصديق کوی چی دا يواځنی ثابت کتاب دی ولی مدد کوشانی په ډيره بی شرمی ليکی دا تحريف شوی کتاب دی .
بی دينه کوشانی ليکی :
ايران او روم خو په مسلمانانو تيری نوو کړی خو مسلمانانو پر دوی تيری کړی دی
مخکی کی هم داخبره ځواب کړه چی دمدينی دنظام له مينځه وړلو لپاره روميانو دوه لکه فوځ برابر کړ
خو پخوا لدی چی روميان ورباندی حمله وکړی اسلامی لښکر يی مقابله ته ور ودانګل .
فارس هم په پټه سخت او خطرناک پلانونه جوړ کړی وو . خو داسلام دفتحی کاروان دوی ته ددی پيليتو پلانو دعملی کولو وخت ورنه کړ .
بيا ليکی :
په تورات کې خدای يهودانو ته وعده ورکړې چې د يهود خاوره به دوۍ ته بېرته ورکړي ، ځکه خو موسی د يهود د قوم د ازادولو د پاره د خدای له خوا ولېږل شوو او د خپلې وعده په اساس يې يهود ازاد کړل او د دوۍ خاوره يې بېرته ورته ورکړه
دغه درواغجن پدی لاهم پوه ندی چی د هغه وخت خلک چی تاورته اشاره کړی مسلمان بنی اسرايل وو او که يهود وو ؟
ولی په هر صورت هغه دين منسوخ شوی او په انجيل کی الله تعالی دمحد رسول الله د راتګ پوره پوره خبرداری ورکړی او ټولو پيروانو ته يی امر کړی چی دمحمدرسول الله (ص) اطاعت به کوی
خو دوی نه دموسی (ع)او نه هم دعسی (ع) وصيتونه اونه هم د الله (ج) فرمان منلی دی .
په آخرکی زه له ټولو مسلمانانو په کلکه غوښتنه کوم چی د دغه بی دينه کوشانی په وړاندی مبارزه وکړی ځکه ده داسلامی شعايرو پروړاندی سخته سپين سترګی او بی ادبی پيل کړی .
همدارنګه دټول افغان له خدمت کوونکو هيله لرم چی نور دغه بی دينه پرينږدی
چه نور په الهی کلام او اسلام ملنډی ووهی ځکه مونږ د دغه ډول ګوډاګيانو پر وړاندی شپاړس لکه شهيدان ورکړی او نورنشو زغملای چه زمونږ پرپاکو ولولو ملنډی ووهی .
اوکه نه نو زما ليکنی نوری پاکی کړی .
حمدالله شاکری
Lotfollah
09.12.2007
د بحث ګډون کونکو دوستانو سلام علیکم!
[quote:4d12e6e520]لادين مردد او د ليلن ګوډاګی کوشان يو ځلی بيا د الهی دين پر وړاندی ليکی :
د[color=green:4d12e6e520]ځنو[/color:4d12e6e520] په اند چه العياذباالله قرآنکريم سل په سلو کی د خدای (ج) کلام ندی اوډيره لاس وهنه پکی شوی[/quote:4d12e6e520]
انجینر صاحب داسې ښکاري چې د ښاغلي کوشان د جملې په مفهوم پوه شوي نه یاست او په اصطلاح په بې خلطې فیر کولو مو لاس پورې کړﺉ دﺉ.
ګرانه، قدرمنه انجینر صاحبه تاسو څوک یاست او دا دیني صلاحیت مو له کومه ځایه اخیستئ دﺉ چې د بحث په فوروم کې د منطقی ځواب پر ځای نورو باندې پخپله سره د تکفیر فتواګانې صادروئ ؟؟؟
ښاغلي کوشان لیکلي دي:
اقتباس
[color=blue:4d12e6e520]" له دې کبله خو ځنې د اند خاوندان په دې باور دي چې قران سل په سلو کې د خدای کلام ندی او ډيره لاس وهنه پکې شوې ده " [/color:4d12e6e520]
تاسې وینئ چې پورتنۍ جمله د ښاغلي کوشان نظر ندئ ! که د مسلمانانو خوښه وي که نه، په نړۍ کې ډېر نور خلک ژوند کوي چې په اسلام عقیده نلری !
[quote:4d12e6e520]همدارنګه دټول افغان له خدمت کوونکو هيله لرم چی نور دغه بی دينه پرينږدی چه نور په الهی کلام او اسلام ملنډی ووهی ځکه مونږ د دغه ډول ګوډاګيانو پر وړاندی شپاړس لکه شهيدان ورکړی او نورنشو زغملای چه زمونږ پرپاکو ولولو ملنډی ووهی [/quote:4d12e6e520]انجینر صاحب ، غوښتنه مومدلل اوپه منطق ولاړه نده، ستاسو غبرګون د دې ښکارندوی دﺉ، چې نور نو د منطقی استدلال توان نلرﺉ !
[quote:4d12e6e520]نور نو تاته په دې فوروم کې ښه وخت غواړم ، زه به مې ځان له دې ځايه وشکوم تر څو چې ته خوشحاله اوسې . [color=green:4d12e6e520]ځکه په ريښتيا هم زه دلته دهيڅا نه خوښېږم [/color:4d12e6e520]. [/quote:4d12e6e520]
نه کوشانه وروره داسې نده،د ټول افغان د فورمونو اکثریت ګډونکوونکي ستاسو او نورو لیکنو په وړاندې څه نه لیکي، دا د دې په مانا نده چې څوک تاسې نه خوښوي !!!
کوشان ته یوه شخصی یادونه: یو لغمانی داسې ساده میدان نه پرېږدی!!!
والسلام
wazirafghan
09.12.2007
[quote:77b18fae53="کوشان"]
ما سوچ کولو چې مونږه ټول پښتانه يو او دا يو پښتو فوروم دی او پښتانه خو يو بل سره زغملی شي . خو ستاسو او د ډيرو نور د ليکنو نه راته مالومه شوه چې خپل په دې اندوواند کې تېروتلی يم .
خو خير پروا نکوي ، زه به لاړ شم او په يو دري او يا جرمني او يا په کوم انګليسي فوروم کې به ليکنې وکړم تر څو چې په دې فوروم کې ستا د پاره ځای ډير شي .
د د خدايه شکر کوم چې زما غير له پښتو نه ، دري جرمني او انګليسي هم زده ده .
نو ښاغلی شاکری ته خوښ اوسه چې يو بل پښتون هم کم شوو .
په درناوۍ
سپين سترګی کوشان[/quote:77b18fae53]
نه كوشان صاحبه نه,
تاسي او ستاسي چڼي خو د ټول افغان په فورم كي كوربه ياست, او دا نور ټول غړي ميلمانه دي.
او دا خبره خو بيخي بيځايه ده چي يو لغماني كوربه خپل كور ميلمنو ته پريږدي,
او دۍ تري خپله وتښتي.
له ډيره مخكي راته د لهجي له مخي لغمانۍ شكاريدي, او كارونه دي هم دهغه لغماني كول كوم چي شيطان نه هم ګټلي وه, خو دا راته ووايه, چي په دي لغمان كي د كوم ځاي يي.
رښتینی
09.12.2007
[img:4bf6cb3143]http://www.islammemo.cc/media//استاذ%20رايس.jpg[/img:4bf6cb3143]
دوالنټین وروساکوف انځور
په بل کلمه ويونکی باندې د کفر او الحاد تور لګول پخپله کفر نه دی؟
Mohammad Hassan
09.12.2007
د بحث ټولو ګډون والو ته له سلام او احترام څخه وروسته!
زه پوخ ملا نه يم، خو د خپل کلی د جومات له ملا څخه مې تر هغه وخته سبق ويلی، تر څو يې چې سبق راکولای شوای. زموږ يو ډير دينداره او د ښه آرام خوی لرونکی ملا چې په اغلب ګمان به لاتراوسه له سعودی څخه بيرته نه وی راګرځيدلی، داسې ويل چې د يوه مسلمان له پاره (اقرار بالسان و تصديق بالقلب) ضروری دی. یعنې يو مسلمان هغه څوک دی چې په اسلام په خوله اعتراف او اقرار وکړی او په زړه کې ورباندی تصديق ولری. خو يو مسلمان د بل مسلمان د زړه له احواله خبرېدای نه شی، نو يوازې د خولې اقرار د یوه کس د مسلمانۍ د پيژندلو له پاره کفايت کوی.
خوز موږ په کلی او شاوخوا کې داسې ملايان هم ؤ، چې نه د سياست په معنې پوهېدل او نه يې اسلامی علوم په کافی اندازه لوستی ؤ، خو يوازې په يوه شی کې ډير لايق ؤ، په اصل کې يې همدا دنده درلوده، چې مکتبيانو او د ساینس او حکمت پلويانو ته کافر، ملحد، او مرتد ووایی. د تاريخ او جغرافيې معلمان او شاګردان له لاری وتلی کفار وبولی او هغه کسان چې په سياست کې به يې خبرې کولی، کمونست به یې ورته ويل، په داسې حال کې چې د کمونست په معنی هم نه پوهېدل. ښه مې په زړه دی چې ويل به یې چې «کم» یعنې خدای (ج) او «نيست» یعنې چې نشته. او په دې ډول یې د کمونست کلمه د کم او نيست څخه مشتقه بلله. په دې کچه وه او ده، د هغو ملايانو پوهه چې ځانونه به يې د دين ټيکه داران بلل او بولی. د نورو علومو سره يې نه پخلا کېدونکی دښمنی لرله او لری يې، خو پخپله به یې په ځيګر کې الف نه وی.
اوس چې ما د انجينر صيب حمد الله ليکنه ولوسته ، نو د همغو ملايانو په ياد کې ولويدم. خو تعجب مې لا ډير په دې وکړ، چې انجينر صيب خو حتما د انجينرۍ کومه څانګه لوستې او د خدای په فضل په انټرنيټ کې هم ليکنې کوی.
اول خو يوه يادونه داده چې ورورکه، که چيرې د کوم وخت په کوم ځای او کوم کتاب کې د لنين نوم لوستی وی ، نو هغه (للن) نه بلکې لنين دی او يو انجينر خو بايد د داسې مشهور سياستوال او د ده په اند د خپل دين د ستر دښمن نوم سم وليکلی شی، که چيرې يې يو وار هم لوستی وی.
بله داچې موږ بايد بې له تعصبه د يوه او بل ليکنه په دقت ولولو، ځان ورباندې پوه کړو او بيا د متقابل لوری د احترام د ساتلو سره ورته ځواب وليکو او سالم بحث ته دوام ورکړو، نه داچې په بيړه د منطق پرځای په اتهام لاس پورې کړو، هغه هم د کفر اتهام.
همدا د ځای او بې ځايه اتهامونو او يو پربل باندې د کفر او الحاد د مهرونو لګول ؤ، چې موږ په ميلينونو شهيدان ورکړل او دا بې ثمره داخلی جګړه د پرديو په لمسون لا تراوسه هم په افغانستان کې دوام لری او ملت يې له ژوند او کار او باره ايستلی دی.
يوه خبره به زه هم درته وکړم، او هغه داچې همدا اوس زموږ پخپل کورکې څو مختلف قرآن شريفونه شته، خو د هغوی متون سل په سلو کې يوله بله سره سر نه خوری.
تاسې ليکلی چې:
[quote:a382585427]په آخرکی زه له ټولو مسلمانانو په کلکه غوښتنه کوم چی د دغه بی دينه کوشانی په وړاندی مبارزه وکړی ځکه ده داسلامی شعايرو پروړاندی سخته سپين سترګی او بی ادبی پيل کړی .[/quote:a382585427]
موږ به ستا خبره د سر په سترګو ومنو، خو دلته د ځينو موضوعاتو توضيح ته اړتياده او هغه دا چې ستاسې په نظر :
۱- کوشان چيرې له اسلامه انکار کړی، چې تاسې ورته بې دينه وايی؟
او بيا که کوم څوک مسلمان نه وی، کیدای شی چې پر کوم بل دين به عقيده ولری، حتمی نه ده چې هغه دې بې دينه وی. نو تاسې له کومه پوه شوی، چې کوشان بې دينه دی؟
۲- ستاسې په نظر دا سپين سترګې او بې ادبی څه ده؟ آيا د دين په اړه بحث کول جايز نه دی؟
که داسې فرض کړو چې يو سړی په اسلام هيڅ عقيده نه لری، خو غواړی له موږ مسلمانانو سره بحث وکړی، ځان پوه کړی او يا د خپل دين او عقيدی تبليغ راته وکړی ، د خپله نظره د اسلام د مبارک دين خاليګاوې راته ووايی او بل دين ته مو دعوت کړی، د د اسې چا پروړاندې موږ بايد څنګه چلند وکړو. ؟
۳- د مبارزې څخه ستا سې مطلب څه دی؟ که مو مطلب دخپل توان او منطق په اندازه له اسلام څخه دفاع او د اسلامی ارشاداتو توضيح وی، نو يادون مو سم دی. دا کار موږ هريو ترخپله وسه کوو او دادی تاسې يوځل بیا ورته تشويق کړو.
خو د اسې ښکاری چې د تاسې مطلب د کوشان د خولې تړل او د بيان د آزادۍ له مسلمه حقه محرومول دی! چې دا کار بيا نه اسلامی دی، نه انسانی دی او نه هم دموکراتيک. په داسې غير انسانی، غير اسلامی او غير دموکراتيک کار لاس پورې کول خو ستره کم عقلی ، د نورو پرحقوقو تيری، ظلم او ديکتاتوری ده. چې خدای د موږ او تاسې ټول ترې وساتی.
[quote:a382585427]همدارنګه دټول افغان له خدمت کوونکو هيله لرم چی نور دغه بی دينه پرينږدیچه نور په الهی کلام او اسلام ملنډی ووهی[/quote:a382585427]
دا خو به نه غواړی، چې توره پرې را واخلو، مړ يې کړو او ځان ورباندې غازی کړو؟ (رښتيا که درته ووايم، نه يې پيژنم او په ګير هم نه راځی او کنه يوڅه خو به مو ورباندی کړی ؤ) - هسې شوخی وه!
انجينر صاحب ليکلی:
[quote:a382585427]مونږ د دغه ډول ګوډاګيانو پر وړاندی شپاړس لکه شهيدان ورکړی او نورنشو زغملای چه زمونږ پرپاکو ولولو ملنډی ووهی . [/quote:a382585427]
رښتيا چې ډير بې زغمه يې،هسې ناحق دې دا خپل وګړی او عسکران مرګ ته ټيل وهلی او په داسې عصبانيت کې د ځان او يا نورو وژل د عاقلانو کار نه دی!
او رښتيا، تاسې څوک ياست او چيرته مو دا شپاړس لکه شهيدان او دڅه په خاطر ورکړی؟ که ځان موږ ته معرفی کړی هم بده به نه وی! آيا تاسې د کومې لويې اردو سرلښکر ياست، چې له هغې څخه مو شپاړس لکه شهيدان شوی؟ اوس څومره لښکر لری او د دومره ډیرو لښکرو سره بيا څنګه په انټرنيټ کې د ليکلو وخت مومی؟ د هغوی د سوق او اداری غم هم خوری او که نه؟
ع کريم حليمي
10.12.2007
درنو او مکرمو وړونو او خويندو
Mohammad Hassan ،حامد ،sadoozy ،Lotfollah ,کوشان
او انجنير حمدالله
تر هر څه لمړی تاسو او درنو لوستونکو ته د زړه له کومي ښې هيلي
وړاندي کوم او بيا نو
سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
هو! هر څوک حق لري چه هر څه ووايي او وليکي ، چه تر څو ئې بل نوي
جرحه کړی
او دوهمه مهيمه خبره داده چه ; څوک څه ليکي يعني که يو کافر پر اسلام
او قران نالايقي خبري او تهمتونه ووايي ورسره ښايي
او و مونږ ته غصه او ګيله نه ښايي
أَمَّا که يو مکرم انسان چه همېشه دا تاکيد کوي چه زه مسلمان يم او په مسلمانه کورنۍ او پښتنه کورنۍ کښي دنيا ته راغلی يم
او بيا داسي ليکي چه ;
[quote:c0a9760335]،خو بودا بې له دې چې يوه توره يې په لاس اخستې وي ، بوديزم يې په نړۍ کې خپور کړ .
نو اوس دلته کوم کلام کې ډير خدايانه حکمت موجود دی ؟؟ [/quote:c0a9760335]
ښه خبره نه ده ،
او که واضح اقرار وکړي چه وړونو !
زه مسلمان نه يم ،
نو به درانه ليکوالان د يوه نامسلمانه وطندار په سترګه ورته وګوري
او د مکرم کوشان خبري به درنې نه پرېوزي
او داسي يو بحث به ورسره کوي چه وړ وي ، اما له داسي شخص سره بحث
کول چه ځانته مسلمان وايي او قصاص بيا نه مني ، نو دا مجلس او بحث
عيبجن دی ، او ګټه نه لري ٠ نه بحث بهتر دی
مکرم کوشان صاحب !
تاسو يوه بله ودوده او أَنيسه لاره د بحث له پاره ولټوۍ ،چه يوه نوې
او لطيفه او مقبوله فضا او هوا رامنځ ته سي ، او مکرم وړونه له تاسو سره
صحيح بحث وکړي او ډېر ممکنه ده چه بعضي لوستونکي به ستاسو له بحث نه ګټه واخلي
په درنښت
Re: په بل کلمه ويونکی باندې د کفر او الحاد تور لګول پخپله کفر نه دی؟
wazirafghan
10.12.2007
[quote:587cdb6d3b="Mohammad Hassan"]
يوه خبره به زه هم درته وکړم، او هغه داچې همدا اوس زموږ پخپل کورکې څو مختلف قرآن شريفونه شته، خو د هغوی متون سل په سلو کې يوله بله سره سر نه خوری.
[/quote:587cdb6d3b]
ښه ، محمد حسنه وروره،
پتوال صاحب خو له مخکی ښه پیژندلې وې، خو مونږ در باندې ګمان نه کاوه،
اوس معلوم شوې چې تا هم دکمیونستانو له مردار خوړ څخه اوبه چخلې دي
له خ دخداییی دقافه د قابله
را معلوم شوی حمار ګله.
او بیخونده، لومړۍ خو به درواغ وایي، او که رښتیا وايي، نو دغه قرآنونه
به یا قادیانیانو چاپ کړې وي، او یا انګریزانو، هغه هم دتخریب لپاره،
دقرآن نسخي یو له بل سره هیڅ توپیر نه لري،
او که ځانته مرد وايي، ځانته سړې وايي،
نو دا جرآت به وکړي، چې ددغو نسخو داختلاف ځایونو عکسونه په سکنر
واخلې ، انټرنت ته يي آپلوډ کړې، او بیا دټول افغان په فورمونو کې لینکونه
کیږدې، چې دروغ او رښتیا دې معلوم شي.
دا کار ضرور وکړه، جدي يي درته وایم، او که نه نو ستاسی صداقت او
ریښتیولې به دټولو په وړاندې دسواليي دعلامی لاندی راشي، او یو
پروپاګنډر به وشمیرل شي،
او که په کور کې سکنر نه لري، نو بل چیرې دا کار وکړه، دومره پیسی
پری نه راځي، او که پرې را هم شي، هغه به زه درکړم.[color=white:587cdb6d3b][/color:587cdb6d3b]
وايی چې اوسې، په خوی به د هغو سی!
Mohammad Hassan
10.12.2007
لومړی خو خپل ادب او سلام ټولو وروڼو او مولوی صاحب حليمی ته په خاص ډول وړاندې کوم. د تاسې د ليکنې په اړه به زه کوم بل وخت، که مې موقع ومنده يوڅه وليکم.
اوس راځم اول د ددې لاندی [quote:2d6729909c]له خ دخداییی دقافه د قابله
را معلوم شوی حمار ګله.
[/quote:2d6729909c] حمار ليکنې ته!
زه اصلا نه غواړم چې په دې سطحه کې له تاسې سره بحث وکړم، تاسې د خپل بحث له پاره خپل کفو پخپله ځان ته ومومی او هرځای لکه د تروو مچ په کاسو کې ځان مه غورځوه. زما مخاطب مخکې هم تاسې نه واست او وروسته له دې هم درسره د بحث ميل نه لرم.
له موږ سره خو له پخوا څخه تراوسه پورې داسې عادت دی، چې کله يو نوی قرآن شريف هديه کوو، نو بيا يې له نورو زړو سره ټکی په ټکی ، په زير او زبر، په مد او شد مقايسه کوو. زما نه په ياديږی چې يو د له بله سره سل په سلو کې مطابق ختلی وی، که باور کوی ښه او که يې نه منې او دروغ درته ښکاری، نو دا بيا ستا خپل پرابلم دی او ددې پرابلم د حل له پاره زه اړتيا نه لرم چې کوم د تاسې په خوښه اقدام وکړم، تاسې پخپله که په مسلمانه کورنۍ کې، یا کلی او کور او جومات کې اوسیږی، هلته ورشی، د دوو يا څو د تاسې په زړه جوړو مختلفو مطبعو له خوا نه چاپ شوی قرآن شريفونه راواخله او سره مقایسه یې کړه او پخپله د ځان ته قناعت ورکړه. يا به زما خبره سمه ووزی او يا غلطه، خو ستا پرابلم به حل شی.
[quote:2d6729909c]تا هم دکمیونستانو له مردار خوړ څخه اوبه چخلې دي
[/quote:2d6729909c] هغه چاته چې ته کمونستان وايې او د خوړ اوبه يې مردارې بولې، خو په هغو کې د مدنيت، پوهې، منطق او ښه سلوک ډيرې داسې نمونې شته، چې د تا له خوا ليکلی منطق خو يې په ګرد پسې هم نه شی رسيداي. که ځواکمن په هغوی انتقاد وکړی، ارزی، خو ستا له پاره دا کار ډير دروند دی.
دا چې ما چيرته اوبه چښلې او تا له کومه؟ په دې د انټرنيټ له لارې پوهېدنه سخته ده. خو زه په دې باور يم چې زموږ د کلی او ولس د خوړ او به ، به د تاسې له هغې څخه ډیرې ښې، يخې ، پاکې، رڼې او خوږې وی.
[quote:2d6729909c]او که ځانته مرد وايي، ځانته سړې وايي،[/quote:2d6729909c]
نو زه به درته ووايم چې هو زه نر يعنې مرد يم په دې ته له لرې باور وکړه او ډیر اولادونه هم لرم، خو په سړيتوب مې ته پخپله بايد پوه وې چې دادی د انټرنيټ له لارې سم دم ليکنې کولای شم. نو تا چيرته په غير له سړی نه کوم حيوان ليدلی چې په انټرنيټ کې ليکنې وکړی؟
له تا سره وروره همدومره بس دی، نور مې په ځان ډاريږم، ځکه چې وايی
(( چې اوسې په خوی به د هغو سې!))
Re: په بل کلمه ويونکی باندې د کفر او الحاد تور لګول پخپله کفر نه دی؟
wazirafghan
10.12.2007
[quote:a5451cf837="Mohammad Hassan"]
يوه خبره به زه هم درته وکړم، او هغه داچې همدا اوس زموږ پخپل کورکې څو مختلف قرآن شريفونه شته، خو د هغوی متون سل په سلو کې يوله بله سره سر نه خوری.
[/quote:a5451cf837]
ګوره محمد حسنه: !
ما چی څه تاسې ته لیکلې دي، دهغې مستحق یاست، تاسی یو پوه شخص یۍ،
ستا ډیرې مخکینۍ لیکنې ما لوستي دي، که چیرې بل یو نا پوه داسی خبره کړې وه
ما به ورباندی سر هم نه وو ګرولې،
خو زه په دی باور لرم، چې ته هغه څه لیکې چی پری پوهیږي،
ستاسی دغه پاسینۍ خبره، او وروستنۍ ځواب مو ډیر توپیر سره لري،
باور لرم چې تاسی ښه پوهیږۍ چې متون څه معنا؟؟
او بیا دمتنونو مخالفت سل په سله کې څه معنا؟؟
او بیا تاسې په وروستنې ځواب کې لیکلې، چې په شد او مد کې فرق؟
دا دواړه خبرې یو له بله سره توپیر لري،
دیته ویل کیږي، تجویدي احکام،
او دمتنونو مخالفت سره هیڅ تړاو نه لري،
کله مثلا: په یوه کلمه کې چی جایز مد وي، نو
په هغه کې درې حالته جواز لري،
مد قصیر، دوه حرکته
متوسط څلور حرکته
طویل: شپږ حرکته،
او دغه مدود او دهغی حرکات په مختلف ډول علامی سره لري،
کله په یوه کلمه کې دوه حالته جواز ولري، نطق له شد سره، او نطق پرته له شد څخه،
دغه ټول قرآتونه په متواتر ډول مونږ ته رارسیدلې دي، او ټول جایز او صحي دي، یو يي هم غلط نه دې،، او دا خبرې دمتونو داختلاف سره لکه څنګه چی تاسې ویلي دي، هیڅ تړاو نلري.
ددی ټولو خبرو سره سره افغاني او پاکستاني چاپ قرآنونه سره په دغو علاماتو کې هم ډیر نږدې بلکه یو شان به وي،
او کوم اختلاف چې تاسو په وروستۍ لیکنه کې مطرح کړې، هیڅکله دکوشان
مقصد نه دې، هغه له اختلاف څخه مقصد هغه تحریف دی، کوم چې په انجیل او تورات کې شوې دې، ......
خبره نه اوږدوم،
بیا یو وار درته وایم، که خپله غلطه خبره درته صحي شکاري، نو مهرباني وکړه، خرچه به هم زه در کړم، ددغو قرآنونو تصویر وکاږه، یو څو انځوره او بس، او دسکنر له لیاري يي انټرنټ ته آبلوډ کړه، او دلته يي لینک کیږده،
زما لپاره دا کار مه کوه، بلکه دنورو لوستونکو لپاره ، څو ستاسی ددعوو ثبوت پیدا شي،.
وبخښه، زما مطلب په پورتنۍ لیکنه کې له سړیتوب څخه نه سړیتوب (هجړا) نه وو، بلکه مقصد مې جرأت او شهامت وو، هیله ده چی غلط مطلب وانخلي، ښځه او بچې دی خداي دښه ژوند خاوند کړي.
Mohammad Hassan
10.12.2007
سدوزی صاحبه ، يوځل بيا زما سلامونه ومنه!
زه دا ليک بيا درته ليکم ځکه چې:
۱- هغه مخکنۍ غصه مې کمه شوه.
۲- لاتراوسه کمپيوټر ته بيکاره ناست يم او وخت لرم.
۳- د تاسې داځل ليک په داسې روحيه ليکل شوی، چې ورباندې بحث کیدای شی.
۴- تاسې ماته دا سې سوال راجع کړی، چې ځواب یې لازم او يا دا چې د سؤتفاهم لرې کول ضرور دی.
په فلسفه کې وايی، چې دا جهان د اضدادو مجموعه ده. د سپين په وړاندې تور، د رڼا په وړاندې تياره،
د ښه په وړاندې بد، د ورځې په وړاندې شپه او .... شته.
نو ما چې «متن» يا «متون» ليکلی، مطلب مې د «حاشيې» يا «حاشيو» له ضد يا اضدادو څخه دی.
تاسې خو پوهېږی چې ځينې کتابونه د متن سربېره حاشيې هم لری.
خو «تجويد»، که له يوې خوا ورته وګورو، نو د متن جز دی. او که له بلې خوا ورته وګورو د متن د ښې او سمې اجرا قواعد دی. دا زما له نظره د متن ضد يا متقابل شی،
يا پديده نه شی کېدای.
په دې مورد ماته هم بحث داسې ګران دی، لکه چې احتمالا تاسې ته دسياست او يا کمونيسم په اړه،
خو د موضوع له توضيح او زده کړې سره بې مينې نه يم.
بحث هغه وخت خوندور او ګټور وی، چې د متقابلو لورو له خوا په موضوع کې صداقت موجودوی.
ما ليکلی
[quote:9fb3c750d9]زموږ پخپل کورکې څو مختلف قرآن شريفونه شته، خو د هغوی متون سل په سلو کې يوله بله سره سر نه خوری.
[/quote:9fb3c750d9]
مقصد مې دادی چې هغوی يو له بله سره سرخوری، خو نه سل په سلو کې!
مګر تاسې ترې داسې پوښتنه را ايستلې:
[quote:9fb3c750d9]او بیا دمتنونو مخالفت سل په سله کې څه معنا؟؟[/quote:9fb3c750d9]
ما نه دی ويلی، چې متنونه يې سل په سلو کې يو له بله سره مخالف دی، بلکې ويلی مې دی چې سل په سل
و کې يو له بله سره سر نه خوری!
یا تاسې زما جمله سمه نه ده لوستې، يا ما ستاسې په فکر جوړه جمله نه ده ليکلې
.( همدا اوس هم بل ډول جمله راجوړه نه شوه).
نو ځکه غلط فهمی رامنځته شوې ده. مګر که زه ستاسې پرځای وای، ما په مقابل لوری داسې
زغرد او بې پروا تعرض نه کاوه او لومړی مې د عادی سوال او ځواب او پوښتنې له لارې موضوع څرګندوله
او معضله به حل شوې واي. خو رښتيا چې «بد ګمانی، بې ايمانی ده» .
wazirafghan
10.12.2007
محمد حسنه وروره:
ځما سلامونه هم ومنه،
محترمه وروره:
نه دی پیژنم، نه می پيژني، ځما ګومان ستا په اړه، او ستا ګومان زما په اړه
به څه ګټه او تاوان ولري،
ما چی تاسی ته کوم وړاندوینه کړې وه، هغه ځکه چې تاسی دغه خبره دکوشان
څخه ددفاع په څیر راوړې وه، ګواکې چې ته او کوشان په دغه موضوع دیوه
آند خاوندان یاست،
او کوشان خو تاته له ما ښه معلوم دی، ځکه چې ته له ډیر پخوا څخه دی فوروم
کی پاته شوې يي،
کوشان څو کرته له اسلامیت څخه خپل ارتداد خپله اعلان کړي، د قرآن سپکاوۍ يي کړې، دحضرت محمد ص سپکاوۍ يي کړې، همدارنګه کعبې شریفې پوری خندا کړې، قرآن ته يي په زغرده څو څو واره ناصحي او ناسم ویلې، بلکه ددروغو او دتحریف نسبت يي ورته کړې،
نو ته چې کله دکوشان څخه ددفاع لپاره میدان ته رادانګې، او بیا په دغه موضوع کې
نو ضرور ته هم دسوال لاندې راتلاي شي، یا په دقیقه توګه ستاسو ټولې موضوعګانې
او آندګورنه دسوال لاندې راتلاي، ځکه چې فکر کوم ستاسې شخص او زما شخص به
دلته ډیر مطرح نه وي،
که چیرې تاسې دغه موضوع په بل ځاي کې او دیوه نوی سرلیک لاندی بحث ته وړاندی کړي واي
نو هیڅکله به تاسی دپوښتنې لاندی نه واي راغلې، او ورونو به درته وضاحت کړې وو،
پاتی دا خبره چې تاسی وايي، چی ځمونو ملایانو به ویل، کم = خدای
نیست = نشته، نو دا خبره صحي ده چې غلطه ده، او ځمونږ ډیر دخلاصی او منطق ملایانو
خو بیا دی نویو سیاسي او فلسفی اصطلاحاتو سره نه وو بلد،
خو دا خبره يي صحي ده چې دکمونستیت نظریه د خدایتوب په انکار ولاړ ه ده،
بلکه دکمونستیت د اصولو هر اصل دغی مخکینۍ قاعدي لاندی راځي،
البته زه اوس وخت نه لرم، چې بحث در سره پری وکړم، خو دا خبره چې زه کوم،
له علم او یقین نه يي کوم، نه له چا اوریدلې ...
لینین به خپلو یارانو ته همیش ویل، چې له خداي څخه په ښکاره ډول انکار مه کوۍ،
دینونه خرافات ثابت کړۍ، دخلکو مینځ کې دپیغمبرانو ارزښت له مینځه یوسۍ،
پیغمبرانو څخه انکار وکړۍ، دینونه خرافات وبولۍ، په نتیجه کې خداي خپله
له مینځه ځي، او کله چې ددوي سلطت په قوي کیدو شو، او خپل غرور واخیستل نو بیا يي په ښکاره چیغي شروع کړې چې خداي مړ دې،
Ghairat
10.12.2007
سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ .
د ښاغلي کوشان د مذبذبو لیکنو په اړه د محترم مولینا حلیمي صاحب ارشاد ډیر
جامع او په زړه پورې دي . کوشان باید په دې پوه شي چې دده د خولې پرانیستلو سره سم پرې هر څوک پوهیږي چې څه وايي او د شفاهي ټکټیک تر شا یې کومه ستراتیژي پرته ده ! نو باید اعتراف وکړي چې پر اسلام ایمان لري که نه ، لوستونکي خو وختي پرې پوه دي چې دایمان رنجه هم په کې نه ده پاتې خو نوموړی
نه ځان د وطنوالو مسلمانانو له لیکې څخه ویستل غواړي اونهخو د خپلو وطنوالو سپېڅلې اسلامي عقیده منلای شي . دغه نفاق او منافقت دده چالاکیو ته د یهودي
سوداګرو خوی بوی وربښلی او ددغه بوی په نتیجه کې یې د خپلو خلکو باور داسې بایللی چې اوس یې لوستونکی په خوله پیاز هم نه خوري . نوموړی ځآن هم مسلمان، هم افغان او بیا د ننګرهار پښتون معرفي کوي، خود مستعار نوم کوشان
لاندې کښلې لیکنې یې یوۀ ته هم نه پاتې کیږي، د یهودیانو سره مینه، د عربو سره حساسیت، د هندوانو دیني ستاینې او د اسلام سره ضد او نقیض اندتوګه ددۀ په دغو ټولو ادعاو د بطلان کرښه راکښلې ده .
نو حلیمي صاحب ورته ښه لار ښونه کړې چې باید یوه څرګنده ، انسیه او ډاګیزه لار غوره کړي نو بیا به یې ټول حقوق خوندي وساتل شي ، نه به یې د خبرو وزن ددې او هغې لارې تر منځ تالا او ترغۍ کیږي او نه به د چا له سپورو سپکو سره مخ کیږي .
که یې هندویزم یا بودیزم خوښ وي یا یهودیت او یا نعوذ بالله الحاد خوښ وي ، نو
دغه ټولې ډلې په افغانستان اوتر نورو ډیرې پخپله په پښتنو کې شته، څوک به
ورته پورته و ګوري که خپله ګروهه اعلام او ترې دفاع هم وکړي ، څوک هم نه، بلکې د لیکونکو بحثونه به ورسره تاوده ، خوسوله ییز، منطقي او سالمه بڼه غوره کړي ! خو که دا نه کوي او ځان مسلمان بولي نو بیا دې پرې کلک ودریږي او دمبارک اسلام په دفاع دې خپل فکر او اندتوګه وکاروي ! په وروستي صورت کې به مونږ ټول پښتنو په حیث ورته د الله (ج) څخه توفیق هم وغواړو!
نوریې کار خپل دی !
pattang
11.12.2007
په قلم د برکت شه ، امکان لري چې ديهودو جاسوس وي ?
يهود په پښتو او پاړسو ډېرې شې ليکنې کوي سربېره پردې څو کوره يهود په
افغانستان کې اوسېدل او د رختونو لوی تجاران وو چې دداؤ خان په وخت کې
بيا اسرائيلو ته ولاړل ٠
[quote:fb05cbdfc9="Ghairat"]سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ .
د ښاغلي کوشان د مذبذبو لیکنو په اړه د محترم مولینا حلیمي صاحب ارشاد ډیر
جامع او په زړه پورې دي . کوشان باید په دې پوه شي چې دده د خولې پرانیستلو سره سم پرې هر څوک پوهیږي چې څه وايي او د شفاهي ټکټیک تر شا یې کومه ستراتیژي پرته ده ! نو باید اعتراف وکړي چې پر اسلام ایمان لري که نه ، لوستونکي خو وختي پرې پوه دي چې دایمان رنجه هم په کې نه ده پاتې خو نوموړی
نه ځان د وطنوالو مسلمانانو له لیکې څخه ویستل غواړي اونهخو د خپلو وطنوالو سپېڅلې اسلامي عقیده منلای شي . دغه نفاق او منافقت دده چالاکیو ته د یهودي
سوداګرو خوی بوی وربښلی او ددغه بوی په نتیجه کې یې د خپلو خلکو باور داسې بایللی چې اوس یې لوستونکی په خوله پیاز هم نه خوري . نوموړی ځآن هم مسلمان، هم افغان او بیا د ننګرهار پښتون معرفي کوي، خود مستعار نوم کوشان
لاندې کښلې لیکنې یې یوۀ ته هم نه پاتې کیږي، د یهودیانو سره مینه، د عربو سره حساسیت، د هندوانو دیني ستاینې او د اسلام سره ضد او نقیض اندتوګه ددۀ په دغو ټولو ادعاو د بطلان کرښه راکښلې ده .
نو حلیمي صاحب ورته ښه لار ښونه کړې چې باید یوه څرګنده ، انسیه او ډاګیزه لار غوره کړي نو بیا به یې ټول حقوق خوندي وساتل شي ، نه به یې د خبرو وزن ددې او هغې لارې تر منځ تالا او ترغۍ کیږي او نه به د چا له سپورو سپکو سره مخ کیږي .
که یې هندویزم یا بودیزم خوښ وي یا یهودیت او یا نعوذ بالله الحاد خوښ وي ، نو
دغه ټولې ډلې په افغانستان اوتر نورو ډیرې پخپله په پښتنو کې شته، څوک به
ورته پورته و ګوري که خپله ګروهه اعلام او ترې دفاع هم وکړي ، څوک هم نه، بلکې د لیکونکو بحثونه به ورسره تاوده ، خوسوله ییز، منطقي او سالمه بڼه غوره کړي ! خو که دا نه کوي او ځان مسلمان بولي نو بیا دې پرې کلک ودریږي او دمبارک اسلام په دفاع دې خپل فکر او اندتوګه وکاروي ! په وروستي صورت کې به مونږ ټول پښتنو په حیث ورته د الله (ج) څخه توفیق هم وغواړو!
نوریې کار خپل دی ![/quote:fb05cbdfc9]