د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
28.03.2006

نه وروڼوداسي هم نه ده 

زرملوال صيب ډيري معقولې اومدللې ليکنې کوي خواصلاا ختلاف په نظر يوکښي نه بلکي 
په دليل اومنطق کښي ده ښايی تاسوبه يوڅه ته دليل وايی خوهغه به زرملوال صيب ته دليل 
نه ښکاري اوبرعکس هم همداسي وګڼه ٠
زمونږاوتاسولپاره خودقران کريم اوحديث شريف څخه بل کوم لوی دليل نه موندل کيږي خو
ولي دغيرمسلمانانولپاره بيادا دليل اومنطق نه دی په هرصورت مخکښ له بحث څخه بايد 
سړئ په دي وپوهيږي چي دکومودلائلوله لارې کولای شي يوچاته قناعت ورکړي که څه هم 
ضروري نه ده چي يوڅوک خامخاقناعت وکړي اودزرملوال صيب غوندي بي حوصلې اوزړه 
زړه ماتی شي خوليکل او ويل ضروري دي اوکيدای شي يونيم تن په پټه خوله هم قانع شي 
نوزرملوال صيب څخه هيله کيږي چي دخپلوپه زړه پوري معلوماتواومدللوليکنوڅخه دټول 
افغان مينه وال محروم نه کړي اوخپله خدای په اماني واپس واخلي ٠
اوکه زرملوال صيب دومره زړه تنګئ اوبي حوصلې وي نوبياځکه نيم سړی  دی چي څه چور
خونه ده چي ټول خلک به دده نظرملاتړکوي ٠


Anonymous
28.03.2006

زرملوال صيب په مخه دې ښه! ښه پريکړه دې وکړه چې بيرته خپل جومات ته ستون شوې او ازاد منطقي بحث دې ازاد خيالوته پريښود. هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه...........


Dost
28.03.2006

د ټول افغان درنو چلونکواو لوستونکو پۀ سلامونو مو لمانځم!
وروڼو! ما تل پۀ ټول پدې فورم کې ځان تر هجرې او شعر او شاعري پوري محدود ساتلی و، خو ستاسی د دې فورم( له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونه) ته به هم راتلم پخپله به مې څۀ نه لیکل خو د یوۀ کشر پۀ حیث به مې غوږ درته نیولی و . د ملوي صېب حلیمي ،A صیب ،ښاغلي زرملوال صیب ،غروال صیب ،کټوازي صیب او مېرمن غاټول لیکنې به مې پۀ مینه لوستې ، نن پۀ لمړي ځل مجبور سوم چې یو څو کرښې توري کړم .
پدې روستیو کې مې ولیدل چې ځیني وروڼه په مېلمه او نورو مستعمارو نومونو ښکنځلې لیکي چې د فورم چلونکو ورباندي سترګي پټې کړې . د دې پاڼې پۀ سر کې پۀ سختي سره خبرداری ورکړل شوی " چې لۀ داسې لیکنو باید چې ډډه وشي کومې چې د اسلام لۀ سپېڅلې دین سره پۀ ټکر کې وي . خو دلته پۀ پرله پسې ډول داسې څۀ لیکل کېږي چې لۀ اسلام سره پۀ ټکر کې دي خو درنو چلونکو ورباندي سترګې پټې کړې او ړنګېدو زحمت يې نه کوي . [color=white:0f4f5a0020]د بېلګې پۀ توګه يي ستاسي پام د ښاغلي کوشان لیکنو ته را اړوم .قضاوت تاسي وکړئ . [/color:0f4f5a0020] [quote:0f4f5a0020]خو عيسوي واعظين دې افغانستان ته راشي ، څه پروا کوي ؟؟
ايا زمونږه عقيده دومره سسته ده او يا زمونږ د دين منطق دومره
ضعيف دی چې د يو څو عيسوي واعظينو په راتللو به مونږه
بله چاره نلرو غير له دې چې بيا عيسوي شوو ؟؟ [/quote:0f4f5a0020]
ګرنه کوشانه! تبلیغ ډېره لویه اغېزه لري ، ایا ټول مذهبونه پۀ تبلیغ منځ ته ندي راغلي ؟؟؟ که يې اغېزه نه درلودی نو عبدالرحمان ولې مرتد سو ؟؟
ښاغلی کوشان بیا لیکي.
[quote:0f4f5a0020]خو زمونږه مسلمان ورونه ، نه يواځې چې زمونږه مسلمانانو وينې يې تويې کړې بلکې زمونږه خويندې او ميندې يې بې عزته کړې ، زمونږ په ماشومانو يې جنسي تيری وکړ او زمونږه څوارلس کلنې لورګانې په زوره نکاح کړې ، ښه بيلګۍ يې مسلمان سياف ، مسلمان رباني ، مسلمان مسعود ، مسلمان کلبدين ، مسلمان عمر او مسلمان بن لادن دي .
نو مسلمان چې د مسلمان د وينو په تويولو په کمين ناست دی لکه طالبان ، ولې سړی عيسوي نشي ، لږ تر لږه خو عيسويان د يو بل د ژوند له پاره خپل اواز پورته کوي . خو که يو بل مسلمان خپل لور عربي شيخانوته د څلورمې ښځې په صفت نه نکاح کوي ، د خلقي او ملحد تر نامه لاندې د نورو مسلمانانو له خواه وژل کېږي .

[size=18:0f4f5a0020][color=blue:0f4f5a0020]نو اوس ته ووايه چې سړی عيسوي وي ښه ده او که مسلمان ؟؟[/color:0f4f5a0020][/size:0f4f5a0020][/quote:0f4f5a0020]
ګرانه کوشانه! سخت روحي ناروغه ئې لۀ یوۀ پلوه د عیسوي تبليغانو راتګ درته هیڅ د اندېښنې وړ نه ښکاري او له بلې خوا عسویت لۀ اسلام سره پرتله کوې چې ګواکې عیسویت تر اسلام خوندي او پر امن مذهب دی . ستا پۀ دې پوښتنې خو صابرمېلمه ښه سابۀ در په مالګه کړي وو .
دلته پۀ هند کې عیسوي تبلیغ ډېر زیات ده ، دوئ لۀ پسمانده طبقو سره مالي مرستي کوي او پۀ نتېجه کې پۀ زرګونو ندوان عیسویت ته ورواښتل ، څومره چې هندوان پۀ خپل مذهب کلک ولاړ دي له بده مرغه موږ(مسلمان)پۀ خپل مذهب دومره کلک نۀ یو ولاړ ، حال دا چې دافغانستان وګړي اکثره غریبان او تر ما بدتر بې سیواده دي

ستا دغه افکار او نظريې هم زۀ د یوۀ نفي تبلیغ او ککړ چاپېریال زېږنده بولم کوم داسې اسلامي اصول راښودلئ سئ چې هغه د بشریت پۀ زیان وي اسلام یوکامل مذهب ده چې هیڅ راز ترمميم پکې نشي کېدئ ، نو بد کوئ چې دخلکو لۀ احساساتو سره لوبي کئ
[color=yellow:0f4f5a0020]ښاغلي زرملوال لیکلې کوشان ته [/color:0f4f5a0020]

[quote:0f4f5a0020]
ما چيرى هم دومره ستوخى خبرى نه وى كړى خو كوشانه تا دى خبروته اړكړم
چى خبره تر دى ځايه را ورسيده زما يي دخداى په امان زه به دا دعا درته كوم
چى الله پاك دى سمه لاره در وشيي او ستا خپله خوښه [/quote:0f4f5a0020][/u]
ګرانه او زړۀ ته رانېزدې زرملواله ورورکیه!
باور وکړئ چې پۀ ټولو لیکنو مو ویاړم ،ځکه ستاسي لیکنې لۀ هره لورې شفافې دقران کريم پۀ سپېڅلو ایاتو ،مبارکو حدیثو او معقولو دلايلو ولاړې وي ،هو دا بېله خبره چې ځېنو پرې سترګي پټې کړې ٠ بس که تاسې یو څو هم ولاړاست نو ټول لکه زه او کوشان للو پنجو سره پاتي سو.
پۀ خورا خوږمن او دردېدلي زړۀ
ستاسې یو کشری مسافر ورور "دوست"


Anonymous
28.03.2006

دافغانستان ټول قوانين بايد مذهبي ازادي تضمين کړي. هرکس ودلش....
دمذهب مانا د خدای سره دبنده اړيکه ده. په دې مسله کې بل څوک دمداخلې حق نه لري. که يو څوک له يو مذهب نه بل ته اوړي نو دامسله به دده اوخدای(ج) په منځ کې وي. خو که خدای يي پريږدي اودستي کومه سزا نه ورکوي نو بيا دانور بندګان(لکه واړه خدايان) کوم حق لري چې دهغه پسې چړه له تيکي راوباسي؟ ايا دا دخدای سره شرک نه دی؟
دنيا چېرته ورسېده اوزموږ په جهل کې تر سږمو غرق يوټيره ملايان په څه اخته دي.
يوشی چې دوی يي هميشه غواړي او ورنه خوند اخلي هغه ديو چا وژل دي.
خدای دې دوی له دغه بدې ناروغۍ نه نور وژغوري.


Anonymous
29.03.2006

د دې ټول بحث نه ما دا نتيجه راوايستله چې کوم کسان د عبدالرحمان د خوشې کېدو او په افغانستان کې د عيسويت د تبليغ څخه وېرېږي هغوى په خپله ايمان او عقيده کې ډېر کمزوري دي او د عربۍ د دې مقولې په اصطلاح چې "المرءُ يقيس على نفسه" (سړى نور خلک په خپل ځان قياس کوي) د ټولو افغانانو ايمان او عقيده ورته کمزورې ښکاري. که دوى يو تن ته د عيسوي کېدو سزا د هغه وژل ورکوي او موخه يې دا وي چې نور خلک ترې عبرت واخلي اوعيسويان نه شي، يا لکه دا ځينې نور چې وايي چې په افغانستان کې ډېر خلک عيسويان دي خو څرګندولى يې نه شي نو بيا تاسې په دې ولې فکر نه کوئ چې دا خلک عيسويان کېږي ولې؟ سره د دې چې په افغانستان کې ملايان د چرګانو نه هم زيات دي او ټول د اسلام ملاتړلي مجاهدين دي تبليغ هم کوي، جهاد هم کوي، درس هم ورکوي او د فتوو هم څه کمى نشته نو بيا ولې ځينې خلک عيسويت ته اوړي؟ ايا تاسې په دې کله غور کړى دى؟ هغه کوم لوامل دي چې دغه خلک اسلام پرېښودو او عيسوي کېدو ته اړ کوي؟ اى ملايانو په ځاى د دې چې د عيسوي شوي خلکو په وينو خپلې کولمې وپړسوئ (لکه چې د امريکا او اروپا په ډالرو پړسيدلي ياست) هغه وجوهات معلوم کړئ چې خلک عيسوي دين ته اړوي او بيا هغه وجوهات له منځه يوسئ نو ستونځه به حل شي. خو ايا تاسو سره دومره علم او پوهه شته چې دغه وجوهات معلوم کړئ؟
که تاسو د امريکا او اروپا او عيسويانو مرستو او ډالرو ته لکه د ټيغي د چرګانو خولې وازې نيولې وي او په تبليغ يې خفه کېږئ، په خپله خو امريکا او اروپا ته د تبليغ لپاره په زرګونو خلک لېږئ خو د يو تن په عيسوي کېدو مو د مرګ فتوې په لاسونو کې جيګې کړې دي او چيغې وهئ نو داسې نه کېږي. که زه په اروپا کې مزدوري هم کوم او د اسلام د تبليغ حق هم لرم نو يو عيسوي هم د خپل دين د تبليغ حق لري. زه په اروپا کې ځان او خپلې کورنۍ له ډالر هم ګټم، خپل مونځ اودس هم کوم، د اسلام تبليغ هم کوم، څو تنه مې مسلمانان کړي هم دي خو نه تر اوسه پورې زه چا وژلى يم او نه هغه کسان چې ما مسلمانان کړي دي.
او بل لوري ته تاسې د امريکا او اروپا مرستو ته هم وازې خولې نيولې دي، د خپل دين تبليغ هم کوئ او يو تن چې عيسوى شوى دى د هغه د وژلو لپاره مو لکه د جاهليت د دور د ناپوهانو پشان فتوې لکه تُورې په لاسونو کې راخيستې دي او نارې سُورې وهئ.
زه تاسې ته نن دا چيلنج کوم چې که تاسې علم او پوهه لرئ نو هغه وجوهات معلوم کړئ چې خلک د اسلام نه عيسويت ته اړولو ته اړ کوي او بيا د هغو وجوهاتو د حل لار هم وښايئ.


اسلام او کفر

Anonymous
29.03.2006

وروڼو ماته د ښاغلي برهان ورور پر ليکنه د يوه ښاغلي(نسيم)تبصره په زړه پورې ښکاره شوه که چا نه وي لوستلې .ودې لولي:

برهان صاحب ډېرې خبرې به دې په برهان برابرې وي خو ځينې حقيقي نه ښكاري.مثلا يو څوك عيسوي كېداى شي خو يهود كېداى نه شي. ځكه چې يهودان بل څوك په خپل دين كې نه مني.بله خبره دا ده چې پرېږده دا متاع(عبدالرحمان )دې په دوى مباركه وي، شل نور پنجشېريان دې هم خداى د دوى په دين ورواړوي. اسلام په دې تاوان نه كوي ښايي ګټه هم وكړي. پر دغو خبرو سربېره داهم بايد وكړم كله چې اورو پلانكى مسلمان شو نو بيا خو هيڅ خبره نه وي خو كه زموږ له لورې يو تن د دوى لور ته واوښت بيا قيامت جوړوو، والله دا هم انصاف نه دى چې دوى دې محمد علي كلي ، يوسف اسلام ، فراخان او په زرګونو نورو ته چې فراخان مسلمانان كړي دي هيڅ ونه وايي او حتى نازوي دې يې هم خو موږ په يوه معمولي پنجشيري دومره جنجالونه وكړو، زه يې انصاف نه بولم او حتى د خپلو ملي مصلحتونو او ملي امنيت لپاره يې مضربولم. زه نپوهېږم چې دا داسلام لمر ولې يوازې زموږ افغانانو په تېره بيا د پښتنو په كونه كې ختلى. په كارتونو بل هيڅ ځاى هيڅوك ونه وژل شوخو موږ احمقانو ځانونه ورباندې مړۀ كړل. وروڼو غلي كېنئ تر عربانومو والله كه ډېر خپل وي. هغوى غلي دي او موږ په هرڅه ټوپكې وهو.


Re: اسلام او کفر

Anonymous
29.03.2006

[quote:d5712830a8="لغمانى"]وروڼو ماته د ښاغلي برهان ورور پر ليکنه د يوه ښاغلي(نسيم)تبصره په زړه پورې ښکاره شوه که چا نه وي لوستلې .ودې لولي:

برهان صاحب ډېرې خبرې به دې په برهان برابرې وي خو ځينې حقيقي نه ښكاري.مثلا يو څوك عيسوي كېداى شي خو يهود كېداى نه شي. ځكه چې يهودان بل څوك په خپل دين كې نه مني.بله خبره دا ده چې پرېږده دا متاع(عبدالرحمان )دې په دوى مباركه وي، شل نور پنجشېريان دې هم خداى د دوى په دين ورواړوي. اسلام په دې تاوان نه كوي ښايي ګټه هم وكړي. پر دغو خبرو سربېره داهم بايد وكړم كله چې اورو پلانكى مسلمان شو نو بيا خو هيڅ خبره نه وي خو كه زموږ له لورې يو تن د دوى لور ته واوښت بيا قيامت جوړوو، والله دا هم انصاف نه دى چې دوى دې محمد علي كلي ، يوسف اسلام ، فراخان او په زرګونو نورو ته چې فراخان مسلمانان كړي دي هيڅ ونه وايي او حتى نازوي دې يې هم خو موږ په يوه معمولي پنجشيري دومره جنجالونه وكړو، زه يې انصاف نه بولم او حتى د خپلو ملي مصلحتونو او ملي امنيت لپاره يې مضربولم. زه نپوهېږم چې دا داسلام لمر ولې يوازې زموږ افغانانو په تېره بيا د پښتنو په كونه كې ختلى. په كارتونو بل هيڅ ځاى هيڅوك ونه وژل شوخو موږ احمقانو ځانونه ورباندې مړۀ كړل. وروڼو غلي كېنئ تر عربانومو والله كه ډېر خپل وي. هغوى غلي دي او موږ په هرڅه ټوپكې وهو.[/quote:d5712830a8]

ښاغلۍ نسيم دقيقه خبره کوي،
اوښاغلی لغماني نه هم مننه


هسې لګيا يې!!!

Pan-Islamist
29.03.2006

لغمانى صاحب سلامونه،
مړه، هسې لګيا يې د نسيم بابولالي کاپي کوي. څوک وايي چې د بل دين سړى يهودي کېداى نه شي؟ سمه ده چې يهودان د هغوى دين ته د اوښتلو لپاره شرايط لري، چې دومره ستونزمن نه برېښي. مګر ناشوني خو هېڅکله نه ده. خدايزده له چا دې اورېدلي چې يهوديت ته سړى نه شي اوښتى. هره ورځ د نورو اديانو خلک لګيا دي يهوديان کېږي. او دا چې ته وايي په يوه پنجشېري باندې نه ودانه ده نه ورانه، ستا د کمزوري نظر ښکارندويي کوي. په اسلام کې يو ځلې مليت پالنه نشته او ته پکې د سيمه پالنې خبرې راخلې. يو ځلې اسلام مطالعه کړه،په ځانګړې توګه د ارتداد احکام، بيا به درته پته ولګېږي چې دا د حکومت دنده ده چې مرتدينو باندې حد جاري کړي. که حکومت شرعي شعاير نه پلي کوي، پر خلکو لازم ده خپل غږ اوچت کړي او د پوره اسلام د جاري کولو غوښتنه ځينې وکړي، او که نه د بغاوت حق هم لري. خداى پاک وايي: (([color=red:ded9ea56af]ادخلوا فى السلم کافة[/color:ded9ea56af])). يانې په اسلام کې په بشپړ ډول داخل شئ، داسې مه کوئ چې يو حکم يې منئ بل نه. ملايان وايي پخوا کېداى شواى يو څوک بشپړ مسلمان واوسي، منافق واوسي او يا کافر. خو اوس درېيم غوراوى نشته. يا به ته مسلمان وي يا نامسلمان. د منافقت پړاو نور پاى ته رسېدلى ځکه منافقين تر کافرانو هم اسلام ته زيات زيان رسوي.
او اسلام عرب او عجم نه لري. که څوک په خپل دين درېږي ټينګ دې ودرېږي که نه هسې خو هم خداى چاته اړتيا نه لري. څوک پوهېږي چې د خداى تر بېغيرته مسلمان غيرتمند کافر هم خوښېږي.
په درنښت
اسلامپال


Anonymous
29.03.2006

[quote:aa36a53718]په فغانستان کښي ولي قتلونو اوظلمونو ته اوليت ورکول کيږي اوفرض ګڼل کيږي ؟ اوهغه هم ديومجبور اوبي ضرر لپاره ؟

شايدچه نور ټول به فريشتي وي غير له عبدال رحمان ؟[/quote:aa36a53718]
په افغانستان کې ځکه قتلونو او ظلمونو ته اوليت ورکول کيږی چې ډير شتمن خارجی هيوادونه ه همدې لار کې پيسې لګوی او دسيسې جوړوی، خو زموږ افغانان بې وسه دی او بې سوادی ورپکې زياته ده
مرتد عبدالرحمن يو مجبوراو بې ضرره انسان نه دی، دی يو ګناهکار مرتدسړئ دئ چې خپل دين يې پري ايښئ او د عيسوی دين د تبليغ او رواجولو له پاره د عيسويانو له خوا افغانستان ته ليږل شوی دئ.
نور هغه کسان چې په افغانستان کې اوسی، ستا په خبره فريشتې نه دی. هغوی عادی انسانان او مسلمانان دی، چې عمده کتله يې يو دبل درناوی کوی او که ځينې يې په زړه کې د اسلام د دين په هکله سوالونه هم لری، که د خدای د ډاره نه وی، نو بندګانو د حيا له خاطره يې هم داسی په سپين سترګۍ او بربنډ نه مطرح کوی. بله داچې که هغوی هرډول سوالونه لری، اکثره يې د خپلو مسلمانو افغانانو وروڼو د ګټې په خاطر وی، نه د خارجی کفارو ځواکونو د هدايت د عملی کولو له پاره.


راځئ منطق ومنو

Anonymous
29.03.2006

هې، سلامونه.
ګورئ، د عيسويت او مرتدتوب په اړه ډير جنجالونه مه کوئ. ولا ټولو ته معلومه ده چي کومه لاره سمه ده او کومه غلته. په دين کي څه پټ پاته نه دي. ماته خو د موضوع په حقله د شاغلي برهان دغه ليکنه ديره معقوله شکاري.

http://www.tolafghan.com/dronlek/maqala.php?id=4142
نور نو ولي هسي بيځايه سر ټمبه کوو؟


مذهب ،،،،،

Anonymous
29.03.2006

[quote:e63674c74c="شرف"]مذهب او عقيده د هر چا شخصي معامله ده. دولت بايد د چا په مذهبي او عقيدوي چارو کې کار ونلري.
افغانستان د ملل متحد د بشر د حقوقو قانون منلى دى. د دغې قانون له مخې هر انسان د مذهب او عقيدې په غوره کولو کې ازاد دى.[/quote:e63674c74c]

شرف وروره سلامونه
وروره چاویل چې عقیده دهرچا شخصی معامله ده ، دادملامعامله ده .دعبدالرحمن نه یوازی دی بلکې ټول خاندان یی بایدپانسی شی ،ځکه چې که دی پانسی نه شی نوزه پوره باورلرم چې په سلوکې ۸۰ مسلمانان به په افغانستان کې نورودینونوته مخه کړي ،ځکه چې دملایانوله ویرې ټول چپه خوله ناست دي ،که داسلام اوملانه ترپوزې رارسیدلي دي .


Anonymous
30.03.2006

واوا


Anonymous
30.03.2006

[quote:159b28658a]چې که دی پانسی نه شی نوزه پوره باورلرم چې په سلوکې ۸۰ مسلمانان به په افغانستان کې نورودينونوته مخه کړي ،ځکه چې دملایانوله ویرې ټول چپه خوله ناست دي ،که داسلام اوملانه ترپوزې رارسیدلي دي .[/quote:159b28658a]
ته څه وايې؟ که په افغانستان کې ۸۰ فيصده نه بلکې هسې لس فيصده خلک هم د اسلامه بيزاره وی، ولله که ددې ملايانو هيڅ زور ورباندې ورسيږی.
د افغانستان د خلکو پرابلم دا نه دی چې دوی له اسلامه واوړی، ستر پرابلم دادئ چې د وی تر اندازې زيات په اسلام مين دی ، خو په اړه يې دقيق علمی معلومات کم لری. دا ددې سبب ګرځی چې ځينې کسان د پيرانو، حضرتانو، مجاهدينو او نورو نورو نومونو له لارې د دوی له پاکو احساساتو څخه د ځان په ګټه ناوړه استفاده وکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more