نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا په افغانستان کې له اسلامه اوښتل، د بل دين قبلول او يا بې د ينه کيدل بايد قانونی شی؟
Anonymous
22.03.2006
د کابل پريس ويبپاڼې څو ورځې مخکې داسې خبر خپور کړی ؤ.
برگزاری دادگاه به جرم خروج از اسلام
دادگاه ديوان امنيت عامه مرافعه ولايت کابل به رياست مولوی زاده امروز برگزار شد که به اتهام شخصی بنام عبدالرحمان ولد عبدالمنان 42 ساله رسيدگی شد. اين فرد به اتهام ارتداد و پيوستن به آيين مسيحيت و با شکايت خانواده اش، نظر به قانون کشور بازداشت شد. عبدالرحمان در اين محکمه به جرمش که که قبول آيين مسيحيت و انکار از اسلام است، اعتراف کرد. وی همچنين از دو افغان ديگر بنام يحيی مسعود برادر احمد شاه مسعود و سفير افغانستان در پولند و حيدر رضا مسوول کميته سويدن در وزارت خارجه نام برد که در کليسايی در اروپا با يکديگر از اسلام روی گردانده و مسيحی شده بودند.
وی می گويد من در اروپا بودم که خبر عفو از سوی کرزی را شنيدم. وقتی به افغانستان آمدم به من حق زندگی داده نشد. وی ادامه داد که اگر من مرتد هستم و برای من در افغانستان جايی نيست چرا برای آن دو تن هست. او تاکيد می کرد که انجيل خداست و بخشش خداست.
قابل ذکر است که علی محقق نسب روزنامه نگار در کابل در جريان برگزاری دادگاه اش گفته بود که ارتداد بايد قانونی شود. بسياری برگزاری اين دادگاه را خلاف موازين حقوق بشر و آزادی عقيده می دانند. در حالی که در اسلام برای فرد مرتد مجازات اعدام در نظر گرفته شده است.
نن بياآريايی داسې ليکلی دی.
جرمني و ايتاليا در بارۀ سرنوشت افغاني که به دين مسيحي رو آورده ابراز نگراني کرده است
وی او ای : جرمني همراه با ايتاليا در مورد گزارشهايي از داخل افغانستان ابراز نگراني کرده اند که يک تبعۀ افغان بخاطر آنکه مسيحي شده است به اعدام روبرو ميباشد.
فرانک والتر ستاينمر وزير خارجۀ جرمني روز سه شنبه از مقامات افغانستان تقاضا نمود تا به آزادي مذهب در ٌآن کشور احترام نمايند.
قبلاً گيان فرانکو فيني وزير خارجۀ ايتاليا اين موضوع را با سفير افغانستان در روم مطرح نموده گفت که وي همچنان آماده است که اين مساله را با رهبران اتحاديۀ اروپايي در تلاشي براي نجات اين مرد، مطرح نمايد.
يک قاضي افغان بروز يکشنبه گفته بود که پليس عبدالرحمان را بخاطري که مسيحي شده توقيف نموده واضافه کرده که باساس قوانين اسلامي اگر اين مرد نخواهد که دوباره مسلمان شود، به جزاي مرگ مواجه خواهد بود.
بروز دوشنبه نطاق وزارت خارجۀ امريکا گفت که اين قضيه از نزديک زير نظرميباشد. وي گفت که تحمل و آزادي ديني يکي از عناصر حتمي هرنوع ديموکراسي ميباشد. نطاق وزارت خارجۀ امريکا از مقامات افغانستان تقاضا کرد تا به اين قضيه با شفافيت و مطابق به حکم قانون رسيدگي نمايند.
تاسې ددی موضوع د حل له پاره کومه لاره مناسبه بولۍ؟
Anonymous
22.03.2006
مذهب او عقيده د هر چا شخصي معامله ده. دولت بايد د چا په مذهبي او عقيدوي چارو کې کار ونلري.
افغانستان د ملل متحد د بشر د حقوقو قانون منلى دى. د دغې قانون له مخې هر انسان د مذهب او عقيدې په غوره کولو کې ازاد دى.
Anonymous
22.03.2006
شرف خان ليکي.
[quote:f688401ee1]مذهب او عقيده د هر چا شخصي معامله ده. دولت بايد د چا په مذهبي او عقيدوي چارو کې کار ونلري.
افغانستان د ملل متحد د بشر د حقوقو قانون منلى دى. د دغې قانون له مخې هر انسان د مذهب او عقيدې په غوره کولو کې ازاد دى[/quote:f688401ee1]
دا خو د موضوع يو اړخ دی چې تاسې ليکلی دئ، بله خوا يې داده چې د افغانستان اساسی قانون او نور فرعی قوانين د اسلامی شريعت سره بايد مطابقت ولری او شريعت خو حکم کوی چې يا بايد مرتد بيرته اسلام ومنی او يا بايد ووژل شی.
نو اوس کوم يوه ته بايد ترجيح ورکړل شی، د دموکراسۍ مروجو آزاديو ته او که د اسلام د مقدس دين شريعت ته؟
نو که د دموکراسۍ آزاديو ته ترجيح ورکول کيږی، بيانو بايد د افغانستان اساسی قانون بدل شی او داسلامی شريعت د منلو او عملی کولو د حتميت موضوع تری و ايستل شی. په غير له هغې به د مرتد آزادول نه يوازې د اسلامی شريعت سره مخالفت وی، بلکې د افغانستان د اساسی قانون او نورو فرعی قوانينو ضد عمل به هم وی او که څنګه؟[/quote]
Anonymous
22.03.2006
ډېر داسی شيان په شريعت کی شته چه په افغانستان کی نه عملی کیږی او ډیر داسی شیان شته چه په شریعت کی نشته خو په افغانستان کی عملی کیږی
قتل په شریعت کی شته ؟
غلا په شریعت کی شته ؟
درواغ په شریعت کی شته ؟
رشوت په شریعت کی شته ؟
دصغیرانو جبری ودونه په شریعت کی شته ؟
دپردیوپه مال اوځمکو قبضې په شریعت کی شته ؟
په زورنکاح کول په شریعت کی شته ؟
دښوونځیوسوځول په شریعت کی شته؟
دلارواوکوڅوبندول په شریعت کی شته ؟
ظلم کوول په شریعت کی شته؟
بداخلاقی په شریعت کی شته ؟
قماربازی په شریعت کی شته ؟
بچه بازی په شریعت کی شته ؟
کوډې او تعویضونه په شریعت کی شته؟
سود په شریعت کی شته ؟
بدامنی په شریعت کی شته ؟
ایادهیروینو جوړول او قاچاق په شریعت کی شته ؟
ایادماشومانواو ښځو تښتول په شریعت کی شته ؟
سگ جنگی او مرغبازی په شریعت کی شته؟
اوداسی نور.................................................
ځواب : نه نشته
اوس نو لوی خدای ته مخ کړئ دا ټول شیان په افغانستان کی نشته ؟
ځواب : شته
ښه نو چه شته نوافغانی محکمې خپل اسلامی رسالت سرته رسولې او که په شرعی قوانینو یې سترگې پټې کړی ؟
ښه اوس داووایاست :
په شریعت کی حقوق شته ؟
په شریعت کی طلاق شته ؟
په شریعت کی عدل او انصاف شته؟
په شریعت کی رحم و ترحم شته ؟
په شریعت کی علم او پوهه شته ؟
په شریعت کی عفوه شته ؟
په شریعت کی اسلامی تاریخ ته نظرممکن دې ؟
په شرعی قوانینو کی تغیر شته ؟
په شریعت کی سونت رول لری ؟
شریعت انسان پیژنی ؟
ځواب : هو دا هرڅه پکی شته
دسونتواواحادثو په پس منظرکی :
داسلام پیشواحضرت محمد مصطفی )ص( چېری داسې چاته دمرگ سزا ورکړې چې له اسلامه گرزېدلې وی ؟
ایاهغه مبارک څوک په زوره اسلام ته رابللی ؟
زه خو فکر کووم دهغه مبارک کاکا د عقېدې د ازادئ ښکاره مثال دې چه تر مرگه پوری یې پری زور ونه کړ. داسې نور روایتونه هم شته.
اوس د ښاغلی عبدرحمن د وژلو په هکله د افغانی محکمې او افغانی قاضیانو څخه پوښتنه کوم چه تاسو به ډېر تقوادار یاست که داسلام پېشوایان ؟ په شریعت کی خو له وژلو پرته نور هم څه شته کنه ؟
ایاداظلم نه دې چې یو تعلیمیافته او فلاحی کارکوونکې محض پخپله عقیده قتل کوۍ ؟
پرهغه پرته له دې چه له خپلی عقیدې واوړی بل داسی دکوم جرم ثبوت کولای شۍ چه دمرگ د سزا وړوی ؟
ولی تاسودغه نوی قانون ته د شریعت بڼه ورکوۍ کوم چه نه دې؟
تاسودعبدرحمن په وژنه کوم هدف لاس ته راوړای شۍ؟ تاسوفکرکوۍ چه په نړۍ کی به داسلام اوافغانستان لپاره کوم ښه نوم وگټۍ ؟
نه ، په دې کار به یوځل بیا داسلام په مقابل کی نړیوال نفرت چه همدااوس موجوددې نورهم زیات کړۍ او افغانستان به دیو ضدانسانی او ځنگلی هیواد په توگه نړیوالو ته وروپېژنۍ .
گوره قاضی صاحبانو، افغانستان د نړیوالو په نظر کی اوس هم څه خاصه توجه اوخواخوږی نه ده جلب کړې ، اوس هم افغانان دشکمنوتروریستانواوقاچاقبرانو په حیث څارل کیږی او دا ستاسوغوند شریعتیانو له لاسه . ددې پرځای چه دافغان ښه نوم بېرته وگټۍ او په نړېواله ټولنه کی خواخوږی پیداکړۍ یه داسی جاهلانه اوبې مسؤلیته اعمالوخپله لمن په سراړوۍ .
مخکی له دې چه یوانسان په مرگ محکوم کړۍ په تاسوفرض ده چه اسلامی تاریخ، احادیث اوبشری حقوق مطالعه کړۍ تر څووپوهېږۍ چه شرعی قوانین بدلېدلای شی اوډېروشيانوته پکی يواځی په مطلقه نه کتل کيږي . تاسوخودشريعت نه د جلاد توره جوړوۍ ٠
تاسوته دعاکوو چه خدای مودقضاوت په علم کی زیاتوالی راولی اودې ته موخدای پام واړوه چه اسلام انسان اشرف المخلوقات گڼېی .
شاغلی کرزی د یوه لوی ازمیښت سره مخامخ دی
Anonymous
22.03.2006
د عبد الرحمن په اړه د اسلامي محكمي حكم به د ښاغلي كرزي اسلامي قوانينوته درنښت ثابت كړي ، كه چيري عبد الرحمن و بښل شي دا به د كرزي او د هغه حكومت تر سوال لاندي راولي
Anonymous
22.03.2006
قتل په شریعت کی شته ؟
غلا په شریعت کی شته ؟
درواغ په شریعت کی شته ؟
رشوت په شریعت کی شته ؟
دصغیرانو جبری ودونه په شریعت کی شته ؟
دپردیوپه مال اوځمکو قبضې په شریعت کی شته ؟
په زورنکاح کول په شریعت کی شته ؟
دښوونځیوسوځول په شریعت کی شته؟
دلارواوکوڅوبندول په شریعت کی شته ؟
ظلم کوول په شریعت کی شته؟
بداخلاقی په شریعت کی شته ؟
قماربازی په شریعت کی شته ؟
بچه بازی په شریعت کی شته ؟
کوډې او تعویضونه په شریعت کی شته؟
سود په شریعت کی شته ؟
بدامنی په شریعت کی شته ؟
ایادهیروینو جوړول او قاچاق په شریعت کی شته ؟
ایادماشومانواو ښځو تښتول په شریعت کی شته ؟
سگ جنگی او مرغبازی په شریعت کی شته؟
هو!!! هو!!! هو!!!
دغه شيان د شريعت اساسی رکنونه دی.مهم دادی چه کلمه د لا الله الالله و محمد رسولالله به ووايي .شريعت وايي:
هرکار ميتانی بکنی اما خدا را ياد کن.
Anonymous
22.03.2006
[color=darkblue:4f9ad70f05]
محترمو وروڼوسلام
په اسلام كى دمرتد يا له اسلامه وتونكى كس له پاره يواځى دووه ټكى
په ګوته شوى دى
يا به بيرته اسلام ته راګرځى
او يا به وژل كيږى
بناء دنوموړى قاضى صيب حكم په ځاى اوبيخى سم دى خداى دى وكړى
چى ستره محكمه دومره وس ولرى څو دامرتد په شرعى سزا ورسوى
خو ګومان نه كوم چى دا دپرديو تر سيورى لاندى بي واكه او كاواكه حكومت
به دومره واك ولرى چى دا شرعى حكم پلۍ كړى
پاس يوه محترم ميلمه ددى خبرى په خلاف ډيره تونده لهجه غوره كړى دى
او دا مهربانى يي هم كړى ده چى دا په اسلام كى نشته او په اسلام كى هرڅوك
دعقيدى ازادى لرى ده په خپله ليكنه كى (......شته او...... نشته )يو اوږدليست
ليكلى دى او يواځى په دى خبره چى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خپل
كاكا په خپله عقيده پري ايښى ويي دا خبره ثابته كړى ده چى په اسلام كى دعقيدى ازادى ده او هيڅوك بايد په زور سره اسلام ته داخل نكړل شى
محترم ميلمه كه غواړو چى دلويديځ او امريكا له پاره ښه ښكاره شو
او دخپل هيواد نوم بد نه كړو دايي لاره نده كومه چى تا په ګوته كړى ده
په قرانكريم كى لو ى څښتن خپل پيغمبر ته وايي (ولن ترضى عنك اليهود ولا النصرى حتى تتبع ملتهم )ژباړه ترڅو چى ته ديهودو او نصاراو پيروى ونه كړى تر هغو به دوى له تا نه هيڅكله راضى نه شى
نو ګوره محترمه ستا دا فكرچى ددى يوه حكم (دمرتد بښلو )په بركت به موږ دلويديځ او امريكا په مخ كى سرخرويه او سرلوړى شو اين خيال است ومحال
نه نه داسى هيڅكله نده او بيا درته وايم چى داسى هيڅكله نده
كه يي ن منى له همدى بدمرغه عبدالرحمان نه پوشتنه وكړه چى داسلا م له پريښودلو وروسته دى نورى څومره مرحلى په مخكى دى څو ديوه غربى هيواد تابعيت ترلاسه كړى او يا ديوه ريښتونى لويديځوال په صفت وپيژندل شى ؟؟؟؟؟؟
محترمو وروڼو دا خبرى تقريبا ټولى پلان شوى او ترتيب شوى سيناريو ګانى دى چى يوه په بله پسى به سلسله وارى وړاندى كيږى دوى غواړى ورو ورو ددى كړيدلى ولس دعقيدى ځواك ترماميتر كړى او دخپلو مزدورانودكړنوجاج واخلى
لاسمح الله او خداى دى نکړى كه فضا ددوى په مزاج برابره پاتى شوه بيا به نو ووينئ چى دوى څه غواړى او څه كوى
قرانكريم وايي ود كثير من اهل الكتاب لو يردونكم من بعد ايمانكم كفارا .........
يعنى ډير كتاب لرونكى نامسلمان له دى سره مينه لرى څو تاسو له خپل ايمان نه را وګرځوى او كافران موکړی .......
داد قرانكريم سپين سپيڅلى او روښانه ايتونه دى بايد مسلمان شك پكى ونه كړى
هوكى دسياست او مصلحت خبرى بيلى دى دهغوى له پاره هم په ځينى ځايونو كى مجال شته خو ددين معامله ډيره باريكه او حساسه ده بيخى زيات احتياط غواړى
نوربيا [/color:4f9ad70f05]
Anonymous
23.03.2006
[quote:a08f0b08b1="Anonymous"]ډېر داسی شيان په شريعت کی شته چه په افغانستان کی نه عملی کیږی او ډیر داسی شیان شته چه په شریعت کی نشته خو په افغانستان کی عملی کیږی
قتل په شریعت کی شته ؟
غلا په شریعت کی شته ؟
درواغ په شریعت کی شته ؟
رشوت په شریعت کی شته ؟
دصغیرانو جبری ودونه په شریعت کی شته ؟
دپردیوپه مال اوځمکو قبضې په شریعت کی شته ؟
په زورنکاح کول په شریعت کی شته ؟
دښوونځیوسوځول په شریعت کی شته؟
دلارواوکوڅوبندول په شریعت کی شته ؟
ظلم کوول په شریعت کی شته؟
بداخلاقی په شریعت کی شته ؟
قماربازی په شریعت کی شته ؟
بچه بازی په شریعت کی شته ؟
کوډې او تعویضونه په شریعت کی شته؟
سود په شریعت کی شته ؟
بدامنی په شریعت کی شته ؟
ایادهیروینو جوړول او قاچاق په شریعت کی شته ؟
ایادماشومانواو ښځو تښتول په شریعت کی شته ؟
سگ جنگی او مرغبازی په شریعت کی شته؟
اوداسی نور.................................................
ځواب : نه نشته
اوس نو لوی خدای ته مخ کړئ دا ټول شیان په افغانستان کی نشته ؟
ځواب : شته
ښه نو چه شته نوافغانی محکمې خپل اسلامی رسالت سرته رسولې او که په شرعی قوانینو یې سترگې پټې کړی ؟
ښه اوس داووایاست :
په شریعت کی حقوق شته ؟
په شریعت کی طلاق شته ؟
په شریعت کی عدل او انصاف شته؟
په شریعت کی رحم و ترحم شته ؟
په شریعت کی علم او پوهه شته ؟
په شریعت کی عفوه شته ؟
په شریعت کی اسلامی تاریخ ته نظرممکن دې ؟
په شرعی قوانینو کی تغیر شته ؟
په شریعت کی سونت رول لری ؟
شریعت انسان پیژنی ؟
ځواب : هو دا هرڅه پکی شته
دسونتواواحادثو په پس منظرکی :
داسلام پیشواحضرت محمد مصطفی )ص( چېری داسې چاته دمرگ سزا ورکړې چې له اسلامه گرزېدلې وی ؟
ایاهغه مبارک څوک په زوره اسلام ته رابللی ؟
زه خو فکر کووم دهغه مبارک کاکا د عقېدې د ازادئ ښکاره مثال دې چه تر مرگه پوری یې پری زور ونه کړ. داسې نور روایتونه هم شته.
اوس د ښاغلی عبدرحمن د وژلو په هکله د افغانی محکمې او افغانی قاضیانو څخه پوښتنه کوم چه تاسو به ډېر تقوادار یاست که داسلام پېشوایان ؟ په شریعت کی خو له وژلو پرته نور هم څه شته کنه ؟
ایاداظلم نه دې چې یو تعلیمیافته او فلاحی کارکوونکې محض پخپله عقیده قتل کوۍ ؟
پرهغه پرته له دې چه له خپلی عقیدې واوړی بل داسی دکوم جرم ثبوت کولای شۍ چه دمرگ د سزا وړوی ؟
ولی تاسودغه نوی قانون ته د شریعت بڼه ورکوۍ کوم چه نه دې؟
تاسودعبدرحمن په وژنه کوم هدف لاس ته راوړای شۍ؟ تاسوفکرکوۍ چه په نړۍ کی به داسلام اوافغانستان لپاره کوم ښه نوم وگټۍ ؟
نه ، په دې کار به یوځل بیا داسلام په مقابل کی نړیوال نفرت چه همدااوس موجوددې نورهم زیات کړۍ او افغانستان به دیو ضدانسانی او ځنگلی هیواد په توگه نړیوالو ته وروپېژنۍ .
گوره قاضی صاحبانو، افغانستان د نړیوالو په نظر کی اوس هم څه خاصه توجه اوخواخوږی نه ده جلب کړې ، اوس هم افغانان دشکمنوتروریستانواوقاچاقبرانو په حیث څارل کیږی او دا ستاسوغوند شریعتیانو له لاسه . ددې پرځای چه دافغان ښه نوم بېرته وگټۍ او په نړېواله ټولنه کی خواخوږی پیداکړۍ یه داسی جاهلانه اوبې مسؤلیته اعمالوخپله لمن په سراړوۍ .
مخکی له دې چه یوانسان په مرگ محکوم کړۍ په تاسوفرض ده چه اسلامی تاریخ، احادیث اوبشری حقوق مطالعه کړۍ تر څووپوهېږۍ چه شرعی قوانین بدلېدلای شی اوډېروشيانوته پکی يواځی په مطلقه نه کتل کيږي . تاسوخودشريعت نه د جلاد توره جوړوۍ ٠
تاسوته دعاکوو چه خدای مودقضاوت په علم کی زیاتوالی راولی اودې ته موخدای پام واړوه چه اسلام انسان اشرف المخلوقات گڼېی .[/quote:a08f0b08b1]
ډېر ښه!!!!!!!!!! د دې خبرو هيڅ ځواب نشته.
د دې موضوع يو بل اړخ دا هم دى چې که د عکس العمل په توګه په امريکا او اروپا کې د هغو خلکو وژل پېل شي چې اسلام يې قبول کړى دى نو بيا به څه کوئ؟؟؟؟
تاسو د شريعت نه د کرکې او نفرت يوه لاره جوړه کړې ده. که شريعت دې ته وايي چې:
د پرديو د ګټو لپاره دې افغانان وژل کېږي او افغانستان ورانول کېږي
مکتبونه او تعليمي ادارې سوځول کېږي
د نفرت، کرکې او ډار فضا دې جوړول کېږي
ظلم او بدامني دې پيدا کوي
هغه څه چې ولس ورته ضرورت لري دې په نظر کې نه نيول کېږي
د علم او پوهې سره دې دښمني لري
د ښځې حيثيت دې پکې د انسان نۀ وي
او په هره خبره دې قتل او کفر وي
نو داسې شريعت هيڅ د منلو وړ نۀ دى.
Anonymous
23.03.2006
افغانستان د خپل هغه جغرافيايي موقيعت له مخې چې لري يې، د هر دين، مذهب او مدنيت د ودې لپاره يوه مناسبه زانګو بلل کيږي او تاريخ ته په پاملرنې سره هم ويلای شو چې ددې خاورې پر خلکو د ډيرو انديښو څپې راماتې شوي چې وروسته بيا همدا يرغلګرې انديښې د زړه په وينو پالل شوې دي.
د اسلام سپيڅلی دين هم، دې خاورې ته د تورې له سايې سره جوخت راننوت چې وروسته بيا د همدې خاورې بچيانو، ددې دين د پراختيا پر لارې سرښندنې وکړې. خو دې هيواد د خپل موقيعت پر اساس هغه پخوانۍ ځانګړتياوې له ځانه سره وساتلې. که څه هم له اسلام راوروسته بل کوم دين پر دې خاورې نه دی بريالی شوی، خو د فلسفي انديښو، او معاصرو ټولنيزو مکتبونو مخه ډب نه شوه. په وروستيو دوه و پيړيو کې راز راز اندونو او باورونو د نورو هيوادونو په شان، افغانستان هم خپل د عمل ډګر وګرځاوه. خو له بده مرغه زموږ د ټولنې پوهنيزه پرمختيا او د نړۍ فکري خوځښتونه سره يو شان او په يوۀ ګړنديتوب نه وو. خو نړيوال فکرونه دا معاذير نه مني او لکه چې وليدل شول هر نړيوال فکري خوځښت، زموږ په هيواد کې ځانګړي پلويان وموندل. زموږ په هيواد کې هم د لينن او مارکس سرښندونکو يارانو سر راپورته کړ او هم د پان اسلاميزم وفاداره لارويانو، هم د امپرياليسم ټينګو ملګرو فعاليت پيل کړ او هم د ډيموکراسۍ بيرغداران راپيدا شول. خو لکه مخکې چې مو وويل، دا سرجګيدل زموږ د عام ولس پر طبعه برابر نه وو او نه هم دي. اوس نو پر داسې يو ګډوډ ميدان کې د تودې جګړې تر څنګ، ايډيالوژيکي زور ازموينه هم توده شوې چې په پايله کې به يې ولس تر پښو لاندې شي.
له لسيزو وروسته، باندني ځواکونه بيا پر افغانستان رامات شول خو دا ځل يې شعار ډيموکراسي او امنيت دی. د همدې ډيموکراسۍ تر سيوري لاندې يو اساسي قانون جوړ شو چې ستنې يې د افغانانو د سپيڅلي دين پر حکمونو ولاړې دي.
د انديښو ګډوډي پخپله قانون او دولتي ژمنې هم ضد او نقيض کړې دي. له يوې خوا د ډيموکراسۍ په نامه، نغارې روانې دي او له بلې خوا اسلام د افغان دولت د ټولو کړنو بنسټ ښوول شوی دی. له يوې خوا دولت اساسي قانون ارزښتمن بولي او له بلې خوا ځان د بشري حقونو نړيوال ميثاق ته ژمن ګڼي. په داسې يو حال کې، بيا هم فکري څپو يو شمير لاهو کړل چې دا ځل يې ډول بل راز وو او د دې لامل شو چې په ښکاره توګه د اسلام او ډيموکراسۍ اختلاف راسربيره او دولت هم ددغو دوه وو ترمنځ په ستونزه کې راښکيل شي.
پر اصلي مطلب به راشو، زما نغوته په اسلام کې د ارتداد په اړه حکم او په دې اړه په افغانستان کې وروستيو لانجو ته ده. څه موده وړاندې د جعفري مذهب يو تن ديني عالم علي محقق نسب په دې تور محکمې ته راوکښل شو چې ګوندي د اسلام اصولو ته يې سپکاوی کړی دی. محقق نسب په خپلې ليکنې کې ويلي وو چې په قران کې ارتداد ته د وژنې حکم نه دی شوی او که داسې وي نو يو ديني عالم دې مهرباني وکړي او هغه ايت دې راوښيي. ده ويل چې که غواړو اسلام په ريښتوني توګه په ټولنې کې پلی کړو، نو د دې دين ور به دواړه خوا خلاص پريږدو. دا چې محقق نسب ريښتيا ويل که نه، جلا خبره ده خو د نوموړي محاکمه د ډيموکراسۍ او اسلامي اصولو ترمنځ ټکر رامنځته کړ چې له زياتو فشارونو وروسته، محقق نسب د ولسمشر په حکم له بنده خوشې شو.
مناظرې غوښتنه وکړه، نو ولې کوم ديني عالم يې مناظرې ته حاضر نه شو؟ دغه بې ځوابه پوښتنې ددې لامل شوې چې د نورو کسانو د ارتداد کيسې هم د رسنيو سرليک وګرځي.
په دې وروستيو کې داسې خبر خپور شوی چې ګوندي يو تن يوڅلويښت کلن افغان مسيحي شوی دی او د محکمې له خوا ښايي د مرګ په سزا محکوم شي. تورن (عبدالرحمن) ويلي چې د مرګ تر پولې به له خپل نوي دين څخه لاس پر سر نشي. لويديځ هيوادونو غږ کړی چې که چيرې عبدالرحمن ته د مرګ سزا ورکړل شوه، ښايي دغه هيوادونه خپلې مرستې له افغانستان سره بندې کړي، خو د کابل ولايت يو تن قاضي مولوي انصار الله مولوي زاده بيا وايي چې که مجرم له خپل هوډ څخه وانه وړي نو ډير شونې بريښي چې د مرګ په سزا محکوم شي.
د محقق نسب له محاکمې وروسته، دا د عقيدې په اړوند، په نړيواله کچه د افغانستان بله ستره ټولنيزه ناندره ده چې له سياسي چارو سره ټينګه اړيکه لري. افغان چارواکي د اسلام او ډيموکراسۍ د دوه و ډبرو ترمنځ زبيښل کيږي او که د هرې خوا په خوله وکړي، نو ها د بلې خوا زيان به ګالي.
زما په اند، که دولت په هيواد کې د اسلامي نظام ټينګښت غواړي، نو بايد د ډيموکراسۍ نغارې پريږدي او که نه غواړي ډيموکراسي او لويديځوال له ځانه خپه کړي، نو ښه لاره يې داده چې په ازاده توګه دې ديني عالمان د محقق نسب په شان کسانو سره مناظرې ته کښينوي ترڅو افغانان د دې مناظرې د پايلې په رڼا کې په دې اړه خپل د دين پر احکامو په روښانه توګه او پرته له کوم ترديده وپوهيږي. که نه نو په داسې نازکو وختونو او ددغه راز مهمو پيښو په پريکړې سره به، يا د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د ملګرتوب واټن اوږد شي او يا به ځيني کسان د امتيازونو د ترلاسه کولو په موخه د عبدالرحمن په څير ورته کار باندې لاس پورې کړي
اخځ http://www.worbal.com/fawad/
ع کريم حليمي
23.03.2006
تاسو ټولوته سلامونه او ښې هيلي
د شريعت له نګاه خبره داسي ده
نور نظرونه او تحليل ئې ستاسو
هو ! د هغه سړي مرګ ، ابدي بند روادي چه د دښمن سره يي لاس يو کړي وي
دا وژنه او ابدي بند امريکا،روس ،چين ،پاکستان يي هم کوي ،او کړي يي دي
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
ممتحنه : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ کَفَرُوْا بِمَا جَاءَکُم مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاکُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّکُمْ إِن کُنتُم خَرَجْتُمْ جِهَاداً فِي سَبِيلي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنکُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ
به نام خداوند بخشنده بخشایشگر اى کسانى که ایمان آورده اید !دشمن من و دشمن خودتان را دوست نگیرید !شما نسبت به آنان اظهار محبت مى کنید،در حالى که آنها به آنچه از حق براى شما آمده کافر شده اند و رسول الله و شما را بخاطر ایمان به خداوندى که پروردگار همه شماست از شهر و دیارتان بیرون مى رانند،اگر شما براى جهاد در راه من و جلب خوشنودیم هجرت کرده اید( .پیوند دوستى با آنان برقرار نسازید)[color=cyan:75bf74a7de]شما مخفیانه با آنها رابطه دوستى بر قرار مى کنید [/color:75bf74a7de]در حالى که من به آنچه پنهان یا آشکار مى سازید از همه داناترم.و هر کس از شما چنین کارى کند، از راه راست گمراه شده است.
انګرېزي ترجمه In the name of Allah, the Beneficent, the Merciful . O ye who believe! Choose not My enemy and your enemy for friends. Do ye give them friendship when they disbelieve in that truth which hath come unto you, driving out the messenger and you because ye believe in Allah, your Lord? If ye have come forth to strive in My way and seeking My good pleasure, (show them not friendship). Do ye show friendship unto them in secret, when I am best Aware of what ye hide and what ye proclaim? And whosoever doeth it among you, be verily hath strayed from the right way.
که محکمه دا په اثباط ورسي وي چه مخفیانه اړيکي لري د ملت يا حکومت له
دښمنانو سره ، هغه چرچونه چه مخفیانه فعاليت کوي بيله لايسنس څخه په
افغانستان کښي ( د مالي کومک لايسنس لري او د تبلغ اجازه ونه لري )
يا خاد داسي شواهد ښکاره کړي چه پلان نفر د خارجي استخبارتو سره مخفیانه
وظيفه لري او [color=blue:75bf74a7de]ارتدادا عن دين [/color:75bf74a7de] يي هم کړي
حديث نبوي داسي دۍ چه :
مسند احمد
ومن مسند علي بن ابي طالب رضي الله عنه
حدثنا سفيان، عن عمرو، قال اخبرني حسن بن محمد بن علي، اخبرني عبيد الله بن ابي رافع، وقال، مرة ان عبيد الله بن ابي رافع اخبره انه، سمع عليا، رضي الله عنه يقول بعثني رسول الله صلى الله عليه وسلم انا والزبير والمقداد فقال انطلقوا حتى تاتوا روضة خاخ فان بها ظعينة معها كتاب فخذوه منها فانطلقنا تعادى بنا خيلنا حتى اتينا الروضة فاذا نحن بالظعينة فقلنا اخرجي الكتاب قالت ما معي من كتاب قلنا لتخرجن الكتاب او لنقلبن الثياب قال فاخرجت الكتاب من عقاصها فاخذنا الكتاب فاتينا به رسول الله صلى الله عليه وسلم فاذا فيه من حاطب بن ابي بلتعة الى ناس من المشركين بمكة يخبرهم ببعض امر رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم يا حاطب ما هذا قال لا تعجل علي اني كنت امرا ملصقا في قريش ولم اكن من انفسها وكان من كان معك من المهاجرين لهم قرابات يحمون اهليهم بمكة فاحببت اذ فاتني ذلك من النسب فيهم ان اتخذ فيهم يدا يحمون بها قرابتي وما فعلت ذلك كفرا ولا ارتدادا عن ديني ولا رضا بالكفر بعد الاسلام فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم انه قد صدقكم فقال عمر رضي الله عنه دعني اضرب عنق هذا المنافق فقال انه قد شهد بدرا وما يدريك لعل الله قد اطلع على اهل بدر فقال [color=red:75bf74a7de]اعملوا ما شئتم فقد غفرت لكم[/color:75bf74a7de].
I heard 'Ali saying, "Allah's Apostle sent me, Az-Zubair and Al-Miqdad somewhere saying, 'Proceed till you reach Rawdat Khakh. There you will find a lady with a letter. Take the letter from her.' " So, we set out and our horses ran at full pace till we got at Ar-Rawda where we found the lady and said (to her). "Take out the letter." She replied, "I have no letter with me." We said, "Either you take out the letter or else we will take off your clothes." So, she took it out of her braid. We brought the letter to Allah's Apostle and it contained a statement from Hatib bin Abi Balta to some of the Meccan pagans informing them of some of the intentions of Allah's Apostle. Then Allah's Apostle said, "O Hatib! What is this?" Hatib replied, "O Allah's Apostle! Don't hasten to give your judgment about me. I was a man closely connected with the Quraish, but I did not belong to this tribe, while the other emigrants with you, had their relatives in Mecca who would protect their dependents and property. So, I wanted to recompense for my lacking blood relation to them by doing them a favor so that they might protect my dependents. I did this neither because of disbelief not apostasy nor out of preferring Kufr (disbelief) to Islam." Allah's Apostle said, "Hatib has told you the truth." Umar said, O Allah's Apostle! Allow me to chop off the head of this hypocrite." Allah's Apostle said, "Hatib participated in the battle of Badr, and who knows, perhaps Allah has already looked at the Badr warriors and said, [color=brown:75bf74a7de]'Do whatever you like, for I have forgiven you[/color:75bf74a7de]."
فرض نده چه قتل کيږي به !
هر څوک چه يوه ملک ته ځي لازمه ده چه په قانون ئې پوه ولري ٠
هر چيري غلاوکه خو سعود لاس پرې کوي ٠
او د افغانستان محکمه و ارتداد ته قتل يا ابدي بند لري (deepened )
Anonymous
23.03.2006
[color=darkblue:f400239d9f][color=darkblue]
محترمو وروڼو مامخكى وليكل چى
[code:1:f400239d9f]محترمو وروڼو دا خبرى تقريبا ټولى پلان شوى او ترتيب شوى سيناريو ګانى دى چى يوه په بله پسى به سلسله وارى وړاندى كيږى دوى غواړى ورو ورو ددى كړيدلى ولس دعقيدى ځواك ترماميتر كړى او دخپلو مزدورانودكړنوجاج واخلى[/code:1:f400239d9f]
اوس تاسو وګورئ زموږ هيواد دڅومره بدو پيښو شاهد دى او ايا زموږ
ولس چى له كوموستونزوسره لاس او ګريوان دى هغه له شميرى پورته ندى ؟
نو يو داسى هيواد چى هغه دپيښو او ستونزو ګړ او مركز وى په هغه كى ديوه
افغان عيسايي كيدل او بيا دهغه بندى كيدل څومره دانديښنى خبره ده ؟؟؟؟؟
زه خو وايم چى والله بالله دايوه بيخى معمولى خبره ده خو راشئ وګورئ دا
مسټر بوش ولى دومره پرى خواشينى شوى دى ؟؟؟؟؟
[code:1:f400239d9f]01:40 گرينويچ 2006 ,23 مارچ
د جاناتن بيل رپوټ
له واشنگټنه
بوش د مسيحي شوي افغان پر بند کلک خواشينى دى
ولسمشر بوش وويل د هغه افغان دوسيې سخت ناراحته کړى چې له اسلام نه مسيحيت ته په اوښتو په کابل کې بندي دى.
عبدالرحمان اوس په افغانستان کې د يوې محکمې له خوا تر محاکمې لاندې دى او ورته ويل شوي چې ښايي د اسلامي شريعت ترمخه د مرگ له سزا سره مخامخ شي.
ولسمشر بوش د عبدالرحمان موضوع په هغې وينا کې راپورته کړه چې مقصد يې افغانستان او عراق ته د پوځونو د استولو لپاره د ولسي ملاتړ ډېرول و.
د امريکا ولسمشر بيا بيا په دغو دواړو هيوادو کې د پوځي عملياتو ننگه نه يوازې د ترهگرۍ د مقابلې بلکه د ولسواکۍ او آزادۍ د خپرولو پر بنسټ کړې ده.
کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ولسمشر بوش د طالبانو تر څو کلن فشار وروسته د ولسواکۍ په ډگر کې د کړي پرمختگ له امله افغانستان وستايه.
خو د ښاغلي رحمان برخليک په ډاگه دغو اصولو ته د افغانستان ژمنتيا ننگوي او د ولسمشر بوش د اندېښنې سبب گرځي. ده له افغان حکومت نه وغوښتل چې د عبادت په آزادۍ کې د وگړو حق ته درناوى وکړي:
ولسمشر بوش وايي:
(( موږ له هغوى نه دا هيله لرو چې د آزادۍ نړيوالو اصولو ته درناوى وکړي. زه ناراحته شوم، خورا ناراحته شوم، کله مې چې واورېدل له هغه چانه چې له اسلام نه اوښتى تحقيقات کېږي. دا د هغونړيوالو ارزښتونو پلي کېدل ندي چې ما يې په اړه خبرې کولې. زه د هغه هيواد له حکومت سره د عبادت په برخه کې د وگړو د خونديتوب لپاره همکارۍ ته سترگې پر لاره يم.))
د برتانيا، جرمني او ايټاليې حکومتونو هم اندېښنې څرگندې کړېدي. دغو درېواړو هيوادونو له امريکا سره يوځاى په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره خپل پوځيان وراستولي دي.
يوه قاضي عبدالرحمان ته ويلي چې ښايي د مرگ له سزا سره مخامخ شي، مگر داچې بېرته اسلام ته راواوړي[/code:1:f400239d9f]
خبره هماغه ده چى ما وويل دا دباګرام او كندهار په ځيلونوكى
په افغانانو څه كانى وشوى ؟؟؟
او دا زموږ څومره بيګناه كسان شاغلى بوش را ته ووژل ؟؟؟
خو له دى ټولو نه يي په بښنه غو شتلو غاړه خلاصه كړه او اوس
دعبدالرحمن پيښى بوش سخت نا راحته كړى دى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:f400239d9f][/color]
Anonymous
23.03.2006
سلامعليکم دوستانو
دعبدالرحمن موضوع داسي فکرمندي ده چه هربشردوست اوانساندوست ورسره په اينده کی مخ دۍ ٠ افغانستان يوداسی ملک دۍ چه مسلکي قاضيان پکی هم کارنسي کولای بس چه خلاصه اومراسلات يي ختم کړي وي ملادۍ اوټول ملايان اوتومات قاضيان وي په هغوۍ کی علم ډيرکم وي يواځي يوشۍ ته اهميت ورکوي چه چاړه ده هغوی ته چړه شمشير هم اسلام دۍ هم عدل اوانصاف ٠ کله چه څوک ورمخ ته شي اول پری چړه کيږدي بيايوسوال تر وکړي چه مرګ غواړی که زماخبره مني ٠ نوبس عدل وشو يابه زوړندسي اويابه يوداسي شۍ سي چه نه به يي خوله پخپل واک کي وي نه غوږونه نه سترګي نه لاسونه اوپښي ٠ دناخبرونه څه ګيله اوتوقوع اودمستبدواوجابرونه به څوک د انساني ژوندحق ترلاسه کړي ٠
اشنا
Anonymous
23.03.2006
د موضوع ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته سلامونه!
که سړۍ داسې فکر وکړی چې نړيوال له افغانستان سره بې غرضه مرستې کوی، دا خو به خورا ساده ګی وی. نړيوالو خو په برملاتوګه اعلان کړې چې دوی په افغانستان کې د دموکراتيک نظام د جوړولو له پاره مرسته کوی اوبيا نو هر هيواد خپل اهداف د دغې موضوع تر شا پټ کړی دی.
افغانستان ته د پوځی ځواکونو د استولو او له هغو سره د مالی مرستو د کولو له ډيرو او رنګارنګ اهدافو څخه يو هم د امريکايانو او اروپائيانو له پاره د عيسوی مذهب او په اروپا او امريکا کې د مروج او مسلط کلتوراو ټولنيزو عاداتو خپرول دی.
لکه چې همدا اوس يې موږ او تاسې ټول د له اسلامه ګرڅيدلی او کافر شوی عبدالرحمن د موضوع په اړه وينو، د اروپا او امريکا او نورو ډيرو خارجی هيوادو مالی مرستې له دې شرط سره تړلې دی چې بايد په افغانستان کې دموکراسی وی او د اوسنۍ دموکراسۍ يو رکن هم د مذهب او عقيدې آزادی او له يوه دينه بل دين ته اوښتل او يا بيخی دين پريښودل ، اتيئيسم او يا نهيليسم او يا د بلې عقېدې د منلو او بدلولو آزادی ده.
ددې مانا زما په نظر داده چې که افغانستان دموکراسی غواړی ، نو بايد په افغانستان کې نه يوازې د نر او ښځې، بلکې د بی بی او فاحشې، د کافر او مسلمان، اخوانی او کمونست، مجاهد او ملحد او داسې نورو حقوق د قانون په وړاندې د غربی ټولنو په شان مساوی وی. که نن په افغانستان کې د افرادو د کافر کيدو، د اسلام د پريښودو او د بل دين د قبلولوآزاديو ته اړتيا وی، او له دې نه ټول پيران او حضرتان او مجاهدان او غازيان دفاع کوی، نو دا به پخپله په پرونی جهاد باندی د پښيمانۍ څرګنده علامه وی.
دا څنګه کيدای شی چې تر پرونه مو هرڅوک د کافر او کمونست په نامه واژه، په داسې حال کې چې هغوی به په جار چيغې وهلی چې مسلمان دی او د شهادت کلمه به يې هم ښه په جار سره په څو څو وار سره تکراروله، خو همدغو حضرتانو، پيرانو، اميرانو او مجاهدانو به د نعره تکبير په ويلو سره د ډيرو تحصيل يافته ځوانانو ژوند ته د کافر او کمونست په نامه خاتمه ورکوله. دا څنګه کيدای او تبرئه کېدای شی چې تر پرونه مو ډير ځوانان په دې وژل چې کافر دی خو دوی به ځانونه مسلمانان ګڼل خو نن يو نفر برملا چيغی وهی چې له اسلامه اوښتی او کافر او عيسوی شوی او د اسلامی دولت په لاس هم ورغلی خو نه يوازی چې بې محکمې مرګ يې نه تهديدوی، بلکې اسلامی محکمه ورته د خلاصون لاری لټوی.
دا ده د افغانانو د قربانيو او جهاد نتيجه چې کفر ته يې په افغانستان کې سم دم د دولت له خوا رسميت ورکړ. داسی کار چې کارمل به په خپل ټول عمر کې نه وای کړی او ددې جرئت به ېې هم نه وای کړی او افغانانو به دا حال په خوب کې هم نه وای ليدلی!
د افغانانو هر څه سرچپه ده، د اسلام له پاره د جهاد کولو ثمر يې هم کفر ته خدمت شو!
او که څنګه؟
Anonymous
24.03.2006
[quote:a717b779c6="حضرت مسيح"]د موضوع ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته سلامونه!
که سړۍ داسې فکر وکړی چې نړيوال له افغانستان سره بې غرضه مرستې کوی، دا خو به خورا ساده ګی وی. نړيوالو خو په برملاتوګه اعلان کړې چې دوی په افغانستان کې د دموکراتيک نظام د جوړولو له پاره مرسته کوی اوبيا نو هر هيواد خپل اهداف د دغې موضوع تر شا پټ کړی دی.
افغانستان ته د پوځی ځواکونو د استولو او له هغو سره د مالی مرستو د کولو له ډيرو او رنګارنګ اهدافو څخه يو هم د امريکايانو او اروپائيانو له پاره د عيسوی مذهب او په اروپا او امريکا کې د مروج او مسلط کلتوراو ټولنيزو عاداتو خپرول دی.
لکه چې همدا اوس يې موږ او تاسې ټول د له اسلامه ګرڅيدلی او کافر شوی عبدالرحمن د موضوع په اړه وينو، د اروپا او امريکا او نورو ډيرو خارجی هيوادو مالی مرستې له دې شرط سره تړلې دی چې بايد په افغانستان کې دموکراسی وی او د اوسنۍ دموکراسۍ يو رکن هم د مذهب او عقيدې آزادی او له يوه دينه بل دين ته اوښتل او يا بيخی دين پريښودل ، اتيئيسم او يا نهيليسم او يا د بلې عقېدې د منلو او بدلولو آزادی ده.
ددې مانا زما په نظر داده چې که افغانستان دموکراسی غواړی ، نو بايد په افغانستان کې نه يوازې د نر او ښځې، بلکې د بی بی او فاحشې، د کافر او مسلمان، اخوانی او کمونست، مجاهد او ملحد او داسې نورو حقوق د قانون په وړاندې د غربی ټولنو په شان مساوی وی. که نن په افغانستان کې د افرادو د کافر کيدو، د اسلام د پريښودو او د بل دين د قبلولوآزاديو ته اړتيا وی، او له دې نه ټول پيران او حضرتان او مجاهدان او غازيان دفاع کوی، نو دا به پخپله په پرونی جهاد باندی د پښيمانۍ څرګنده علامه وی.
دا څنګه کيدای شی چې تر پرونه مو هرڅوک د کافر او کمونست په نامه واژه، په داسې حال کې چې هغوی به په جار چيغې وهلی چې مسلمان دی او د شهادت کلمه به يې هم ښه په جار سره په څو څو وار سره تکراروله، خو همدغو حضرتانو، پيرانو، اميرانو او مجاهدانو به د نعره تکبير په ويلو سره د ډيرو تحصيل يافته ځوانانو ژوند ته د کافر او کمونست په نامه خاتمه ورکوله. دا څنګه کيدای او تبرئه کېدای شی چې تر پرونه مو ډير ځوانان په دې وژل چې کافر دی خو دوی به ځانونه مسلمانان ګڼل خو نن يو نفر برملا چيغی وهی چې له اسلامه اوښتی او کافر او عيسوی شوی او د اسلامی دولت په لاس هم ورغلی خو نه يوازی چې بې محکمې مرګ يې نه تهديدوی، بلکې اسلامی محکمه ورته د خلاصون لاری لټوی.
دا ده د افغانانو د قربانيو او جهاد نتيجه چې کفر ته يې په افغانستان کې سم دم د دولت له خوا رسميت ورکړ. داسی کار چې کارمل به په خپل ټول عمر کې نه وای کړی او ددې جرئت به ېې هم نه وای کړی او افغانانو به دا حال په خوب کې هم نه وای ليدلی!
د افغانانو هر څه سرچپه ده، د اسلام له پاره د جهاد کولو ثمر يې هم کفر ته خدمت شو!
او که څنګه؟[/quote:a717b779c6]
ماما ته د کوم جهاد خبري کوي؟؟ د افغانستان ځيني خلکو د افغانستان د ورانولو لپاره د سپو پشان نوکري وکړه او سويت يونين يي مات کړ. د سويت يونين ماتول د امريکا هدف و او امريکا د همدغه هدف لپاره په افغانستان کي جهاد وکړ چي افغانان پکي قرباني شول.
اوس همدغه کار طالبان کوي.
Anonymous
24.03.2006
درنولوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
خوښ يم چي ديولړځانګړيومصروفياتونه وروسته يوځل بياستاسوسره په خوږه اوزړه پوري بحث کښ ونډه اخلم خدای جل جلاله دوکړي چي ټول ملګري اودوستان به روغ اوجوړ ياست
اوپه همدي اړونددعبدالرحمن له قضيې به يی پيل کړو ٠
وروڼوعبدالرحمن دډيرې انتهايی بدبختۍ په لور روان دی دومره لويه بدبختي چي خدای جل جلاله دهرمسلمان له داسي بدبختۍ وساتي ، امين
داسلام له لوی اوسترنعمت څخه بي برخي کيدل څه دومره وړه خبره هم نه ده ،لوی خدای جل جلاله دعبدالرحمن په خپلې ناپوهۍ پوهه کړي اوداسلام له سترنعمت څخه ورته له مرګ نه وړا
ندي بيابرخمندکيدوسوال کوو، دنوموړي وژل يانه وژل يوه بيله موضوع ده خودنړيوالوپه
تيره بيادملګروملتونواوامريکا له خوادي موضوع ته دومره اهميت اوځانګړي پاملرنه کول
دعبدالرحمن اوهمدارنګه دده په پله پل ايښودونګوکسانو حوصله څوبرابره زياته کړه
چي په هيڅ صورت يوښه خبر نه دی
يو ميلمه ليکلي :
quote]د دې موضوع يو بل اړخ دا هم دى چې که د عکس العمل په توګه په امريکا او اروپا
کې د هغو خلکو وژل پېل شي چې اسلام يې قبول کړى دى نو بيا به څه کوئ؟؟؟؟ [/quote]
هی زمونږ ساده ګله وروره ؛
کاشکي هغوی دنسبي مسلمانانوپرځای دانوي مسلمانان وژلی نوبه ولي په نړی کښي دومره
لانجې اودانګلې وي ، هغوی که په مستقيم ډول نوي مسلمانان نه وژني نوپه عراق ،افغانستان ،فلسطين اودنړی په ګوټ ګوټ کښ خويی والله دمورپه نس کښ مسلمانانوزامن هم سوري سوري اوپه شهادت وره سول ٠
دوی ډيرهوښيار دي اوپه دي پوهيږي چي دماربچی بيا هم مار دی کنه نو دهوتک صيب له خوا په لاندي ورکړل شوي پيوند کښ ددي ماشوم څه ګناه وه ؟؟؟؟
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1442
پاتي شوه د بدبخته عبدالرحمن قضيه نوزما په فکرهيڅ انديښنه ورته ځکه مه کوه چي دکرزي بي واکه حکومت اوديومرتدوژل ډيره دتعجب او ناممکنه ناممکنه خبره ده ،په تيره بياداچي ډبل بوش دهغه وژل خوڅه کوی دبندي کيدوحساب کتاب هم غواړي
که په پای کښ يی په لنډ ډول دهغوخلکولپاره چي دبدبخته عبدالرحمن نه وژلوپلوي کوي
يواځي دومره ليکم چي دنوموړي وژلوپه هکله ستاسوانديښنه اوځوريده بي ځايه دي
په دي معنی چي عبدالرحمن نشي وژل کيدی اوکه ووژل شي نوتيګه به واړه وم ٠
والسلام
ستاسو ورور اسلام دوست
Anonymous
24.03.2006
[quote:05eb27a20d="Anonymous"] يو ميلمه ليکلي :
quote]د دې موضوع يو بل اړخ دا هم دى چې که د عکس العمل په توګه په امريکا او اروپا
کې د هغو خلکو وژل پېل شي چې اسلام يې قبول کړى دى نو بيا به څه کوئ؟؟؟؟ [/quote:05eb27a20d]
هی زمونږ ساده ګله وروره ؛
کاشکي هغوی دنسبي مسلمانانوپرځای دانوي مسلمانان وژلی نوبه ولي په نړی کښي دومره
لانجې اودانګلې وي ، هغوی که په مستقيم ډول نوي مسلمانان نه وژني نوپه عراق ،افغانستان ،فلسطين اودنړی په ګوټ ګوټ کښ خويی والله دمورپه نس کښ مسلمانانوزامن هم سوري سوري اوپه شهادت وره سول ٠
دوی ډيرهوښيار دي اوپه دي پوهيږي چي دماربچی بيا هم مار دی کنه نو دهوتک صيب له خوا په لاندي ورکړل شوي پيوند کښ ددي ماشوم څه ګناه وه ؟؟؟؟
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1442
[/quote]
کاکا د کم عقل سړي د همدي نه پته لګي چي يوه موضوع د بلي سره ګډه کړي او هيڅ نه پوهيږي چي وايي څه او ويل څه پکار دي. د امريکا جنګي جنايتونه او د استعماري قوتونو دغه اعمال يوه بيله موضوع ده او د عبدالرحمان قضيه يوه بيخي بدله موضوع ده.
اول په دغو دواړو موضوعاتو باندي ځان پوه کړه او بيا په دي موضوع شوي ټولي ليکني وګوره نو بيا يو څه وليکه.
Anonymous
24.03.2006
په فغانستان کښي ولي قتلونو اوظلمونو ته اوليت ورکول کيږي اوفرض ګڼل کيږي ؟ اوهغه هم ديومجبور اوبي ضرر لپاره ؟
شايدچه نور ټول به فريشتي وي غير له عبدال رحمان ؟
ع کريم حليمي
24.03.2006
السلام عليکم !
درنو وړونو ښې هيلي ،
ترقانون هيځ فرد لوړ ندې ، د نافذ قانون څخه مخالفت لوی جرم دې
د افغان اساسي قانون داليکل شوې چه :
لومړۍ ماده
افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى.
دويمه ماده
د افغانستان دين، د اسلام سپېڅلى دين دى.
د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په ترسره كولو كې، دقانون د حكمونو په حدودو كې آزاد دي.
دغه قانون د جهان او ملل متحده تر نظارت لاندي وليکل سوو
که عملي نه سي نو ملل متحد،دافغانستان قضائي قوه ، ولسواکي ،
اسلامي حکومت ، غربۍ ديمکراسي او ملي ولسواکي تر سوال لاندي کيږي
که چيري داسي پېښه سي چه قانون تطبق نه سي ٠
نو توپک واکي ده نه ولسواکي ٠ وايډهاوس ته دي تور رنګ ورکړي ، او
اوږدې ږيري دي وخريل سي
Anonymous
24.03.2006
دغوافغاني ملايانوته داهم بايد وويل شي چه داڅورلسوه کاله افغاني ملايانو او قاضيانو ساته ؟ خدای ستاسومرستې ته اړتيا نه لري چه اسلام ورته دسوټي اوچاقو په زور وساتي خو تاسو د عيسويانو مرستو ته ضرورت لرۍ ٠ دانن چې فلاني زاده اوبستانيزاده په کوم مقام ناست ياست دا د عيسويانو برکت دې او که نن هغوی درباندی تنخواګانې بندې کړې خدای خبر چې دتېښتې لاربه هم پيداکړۍ کنه ٠
پرون مو محقق نسب په يوه جمله دراښکودو سره سم په مرګ محکوم کړ ، نن مو يوخوار فراري چه پخپله راستون شوې واردګوزاره په مرګ محکوم کړ اوسبا خدای خبر چه دچا غړۍ ته به چړې تيرې کوۍ ٠
يوشي ته موپام وي چه په زورکلي نه کيږي چل ورسره پکاردې
عوام الحق
------------------------------------------------------------------------
په مذهبي ، نژادي ، اقتصادي ياسياسي تروريزم هيڅو ک کوم هدف ته نشي رسېدې
افغاني جامعه له دغه ناصورونو څخه وساتۍ اوعدل اوانصاف برلاسي کړۍ
Anonymous
24.03.2006
وروسته له سلام نه٠
دوستانو دا خو هسی په اسلام اوشريعت ملنډی دی،نه د شريعت پلۍ کول٠
ددی عمل پيغام به هغه نورو نامسلمانو ته څه وی کوم چی غواړی په خپله خوښه
مسلمانان شی؟؟؟؟
ايا څوک به دی ته زړه ښه کړی چی په اسلام ايمان راوړی؟ ولالم ،ځکه څوک خو
ليونی نه دی چی ددار رسی په خپله ،خپلی غاړی ته واچوی٠
ددی عبدالرحمان په وژنه به قيامت رانه شی،خوډير تاوان به داسلام سپيڅلی
دين ته ورسوی٠
خدايدی موږ په خپل قدرت سره له دی منافقينو او اسلام دښمنه ږيرورو خلاص
کړی٠ امين
وسلام٠
نورعلم٠
Anonymous
24.03.2006
که عيسويت ته د يو اسماني مذهب په حيث په اسلام کې هم درناوي کيږی نو ولی بايد دومره حساسيت وښودل شي چې خوارکی عبدالرحمن دې اعدام شي. نو ورونو راځی سرونه په ګريوانونو کې ښکته کړو، پريږدی هرڅوک او مذهب يي. هرڅوک او عقيده يي. که دجزا وړ وي نو خدای به يي پخپله ورکړي او که نه نو دا د ګلستان او خلاصي نيمه باسواده او کم علمه ملايان څه حق لري چې ورباندې داعدام خبره راپورته کوي؟ که تراوسه دوينو تږي وي نو په افغانستان کې ډير داسې خونخواران شته چې له هره پلوه (بشري اومذهبي) داعدام په سزا دمحکومولووړتيا لري.
Anonymous
24.03.2006
[color=white:9ba249a7bb](( اوکه ووژل شي نوتيګه به واړه وم ٠))[/color:9ba249a7bb]
که ستاسې تيګه اړول دومره مهم وي، نو لږ تر لږه دا روښانه کړئ چې که بيا تيګه وانه ړوئ ، څه چل به وشي او څه پايلې به ولري ؟ اوکه دومره اهميت ونه لري، نو بيا ولې همدا اوس تيګې نه اړوئ ؟
نورسمه خبر ده چې له اسلام نه اووښتل ستره بدمرغي ده ، خو که انسان د ځان وژلو (انتحار) حق لري، نو د بدمرغۍ حق ولې ونه لري ؟
پاتې شوه د عبدالرحمن سزا : که نوموړې اوس هم پښيمانه شوی نه وي او اسلام ته بيرته نه راګرځي ، نو افغاني تابعيت دې ترې واخلي او له هيواد (دارالاسلام) څخه دې وشړي ، په دې ډول به نه خر خوږ شي او نه لښته ماته ، نه به سيخ وسوځي او نه کباب !
Anonymous
24.03.2006
که نوموړې اوس هم پښيمانه شوی نه وي او اسلام ته بيرته نه راګرځي ، نو افغاني تابعيت دې ترې واخلي او له هيواد (دارالاسلام) څخه دې وشړي ، په دې ډول به نه خر خوږ شي او نه لښته ماته ، نه به سيخ وسوځي او نه کباب !
ميلمه صاحب
ډېره ګل اودخېر خبره دې وکړه ٠ خدای خېر درکړي که داد وژلو اوقتلولو رواج ورک شي نو خلک به په صلح کی ژوند وکړي اونوم به مو هم بد نه شي
عوام الحق
Anonymous
25.03.2006
د عيسوی شوی عبدالرحمن ملګری او د کمونستانو دښمن کوشان داسې ليکی.
[quote:1538e36aa9]که ښاغلی رحمان يواځې ددې دپاره چې له خپلې عقيدې نه اوښتی
د افغانستان د سترې محکمې له خواه ورته د اعدام حکم صادرېږي،
بيا نو دغه محکه بايد چې ټول کمونستان هم په وژلو محکوم کړي .
عيسويان خو که په هر اعتقاد هم وي خو بيا هم خدای پېژني ،
حال دا چې کمونستانو د خدای د وجود انکار کولو .
خو نن کمونستان د افغانستان په اسلامي دولت کې لوړې څوکۍ لري ،
خو يو بل افغان چې په خدای اعتقاد هم کوي
د وژلو حکم يې صادرېږي [/quote:1538e36aa9]
کوشانه! ته لکه چې په سپوږمۍ کې ژوند کوې او د افغانستان له حالاتو خو په هرصورت، ان د ځمکې له حاله هم خبر نه يې او يا د خپل هدف د ترلاسه کولو له پاره قصدا ځان ناخبره اچوې.
ته پوهيږې چې د مجاهدينو ټول حقانيت په دې کې دئ چې دوی د نعره تکبير په ويلو سره د هر مکتبی او روڼ اندی ترقی غوښتونکی ځوان سر په دې خاطر او په دې بهانه پرې کاوه چې ګويا هغه د اسلام نه اوښتئ او يا داچې اسلامی قوانين، شرعی اصول او دينی احکام نه پرځای کوی. که ته په دوی د عقيدې آزادی او د دين د بدلون حق د دموکراسۍ د اساسی رکن په حيث ومنې، نورد دوی جهاد خپل ټول حقانيت له لاسه ورکوی!
ته تر اوسه داسې مثال نه شې راوړای چې د مجاهدينو له خوا د وژل شوو معصومو ځوانانو او مترقی روشنفکرانو څخه د کوم يوه په کومه معمولی او يا صحرايی محکمه کې په علنی توګه له اسلام څخه انکار کړی وی. خو مجاهدانو به دوی ته د دوی د سياسی فعاليت او په حزب کې د عضويت او له دولته طرفداری د سند په ډول راوړل او د مرګ حکم يې صادراوه. زه ښه سم معلومات لرم چې د ډيرو مؤمنو او ان د دينی علومو د معلمانو او د جومات د ملايانو د مرګ حکم يې په دې خاطر ورکړی چې دوی د حزب او دولت پلو يان ؤ اوبله هيڅ ګناه يې نه لرله. هغوی په هروخت کې په زوره او په جهر د شش کلمو ويلو او د خدای په وحدانيت او د اسلام په حقانيت اعتراف کولو ته تيار ؤ، خو دې مجاهدانو به د خپل شر او فساد د پټولو له پاره په هغوی د کفر او الحاد مهرونه لګول او د مرګ فتواوې به يې ورکولې. کورونه به يې چورول، ښځې به يې ځانونو ته او يا نورو ته نکاح کولې، کورونه به يې تلاشی کول او د هغوی خپل او خپلوان به يې تر هر ډول روحی ، مادی او جسمی فشار لاندې نيول.
د همدغو د ولس د اولاد د قاتلينو رهبری د انجينر ګلبدين حکمتيار، پروفيسور ربانی، حضرت صاحب مجددی، پير صاحب ګيلانی، پروفيسور عبدالرب رسول سياف، آحمد شاه مسعود، مزاری، خليلی او نورو په لاس کې وه چې په افغانستان کې يې ګويا د خالص اسلامی رژيم د استقرار له پاره جهاد په لاره اچولی ؤ. دوی د جهاد او خالص اسلامی دولت د جوړولو په بهانه د ښوونځيو زده کوونکی، نور ترقی غوښتونکی افغانی روشنفکران يوازی د سياسی تفکر په لرلو او د دوی په فکرد مخالفې او بل ډول عقيدې په لرلو لومړۍ پخپله متهم کول او بيايې وژل. بيا هم وايم چې زما په ياد نه دی چې په افغانستان کې د تراوسه چا په علنی توګه له اسلامه د انکار او ګرځېدو اعتراف کړی وی.
اساسی خبره داده چې که دا اوسنئ دولت او اوسنی د هېواد د سياسی قدرت په راس کې واقع مجاهدين د دموکراسۍ اصول او په هغې لړ کې د مذهب، دين او سياسی عقېدې د آزاد انتخاب اصل منې، نو لازمه ده چې پر خپلو ټولو هغو پخوانيو قتلونو او د دولتی او پرديو شتمنيو په چور او چپاول په برملا توګه د ولس په وړاندې پښيمانی څرګنده کړی او د مقتولينو له وارثينو څخه عفو وغواړی. د مقتولو شهيدانو وارثينو ته د ور اړول شوو زيانونو تاوان ورکړی او دولتی او عام المنفعه مؤسسوته د ور رسيدلو زيانونو خساره په ځان ومنی.
کوشانه زه د تا ليکنې په مينه لولم خو د تا په سر(سور) پوه نه شوم چې ته څه غواړی؟
کله راته خلقی ښکاری، کله ځان پرچمی ښئې، کله بيا مجاهد او کله بيا د يو آزادخياله روڼ اندی په جامه کې ځان ښکاروې. خو په دې ټولو رنګارنګ څيرو کې د د اسلام او عربو ضد او د اسرائيلو د دوستۍ روحيه له لرې څرګنديږی. او د همدې روحيې پر اساس مرتد عپدالرحمن ښاغلئ بولې او په دوستم د کمونست ټاپه لګوې او کمونستان له خدايه منکران بولې.
کفر ټول يو کفر دی، دا فرق پکښې تا له کومه او ولې رامنځ ته کړ؟ غواړې چې يهوديان او عيسويان د مسلمانانو وروڼه وښئې او که څنګه؟ حضرت محمد ص له يهودو او عيسويانو څخه زيات آزار ليدلی او که له خدايه منکرانو حځه؟
اوس دبله عجبه خبره کړې چې نن کمونستان د افغانستان په اسلامي دولت کې لوړې څوکۍ لري او مثال د هم ورته دوستم راوړی.
که ته کمونست له خدايه منکرو کسانو ته وايې، نو ته له څه نه پوهيږې چې دوستم کمونست ، يعنې له خدايه منکر دئ؟
که تنها دوستم نه، بلکې ستا په حساب کمونستان (يعنې ډير شمير) په اسلامی دولت کې لوړې څوکۍ لری نو بده به نه وی که د درې يا څلورو نوروکمونستانو نومونه هم واخلې؟ او که نه نو دروغ دې بيرته درواخله!
که تاسې په افغانستان کې يوازی د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند ته منسوب کسان د کمونستانو په نامه يادوئ، نو د هغوی نه خو چا په کومه محکمه کې له خدايه د انکار او د اسلامه د مخ اړولو په هکله د عبدالرحمن به څېر بربنډ اعتراف او ټينګار نه دی کړی!
ښاغلی دوستم خو بيا لا د پخوانه د افغانستان د خلکو دموکراټيک ګوند پرې ايښئ اود هغو له دښمنو مجاهدينو سره ډير وخت پخوا يوځای شوی او د لوی حضرت له خوا يې د مجاهدينو په قتل او قتال،جګړو، چور او چپاول او بيرحمۍ کې د ګډون له خاطره د مجاهد کبير لقب تر لاسه کړی دئ. که ته داسې فکر کوی چې مجاهدين او بيا ستر مجاهد رهبر حضرت مجددی، دومره کم عقل دئ چې کافر او ملحد ته د مجاهد کبير لقب ورکوی؟ دا نو زما په نظر ستا د فکر کوتاهی او يا د آنحضرت له بې استعدادۍ زما ناخبری ده.
آخره يې دا چې اوسنئ دوستم مجاهد کبير ده، نه پخوانی انقلابی دوستم!
نوره د خپله طبعه؟
داود فايز
25.03.2006
محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته؛،،،،
له هرڅه نه مخكي دا يو جوړه شوي ټوكه ده
دوهم دا چي نن كرزي د دوو لا رو په منځ كي ولاړ ده چي يوه لار يي دبش ده چي دهغه أمر به مني
أو بله لار يي د الله جل جلاله دحكم د تطبيق ده نو زه نه پو هيږم چي كومه يوه لار به كاميابي كيږي ، خو له نښو نه داسي معلوميزي چي كرزي ته دبش د لاري خپلول د الله جل جلا له دل لاري غوره ده .
وروڼو له يوي خوا كه دا يو دردونكي پيښه ده چي خوله بلي خوا دا يو ډيره لويه موضوع رامنځ ته كوي چي هغه دمسيحيت خپريدل به أفغانستان كښي ده
په أفغانستان كي بعضي څيړنو له مخي يوازي په بيښور كي يونيم لك أفغانان مسيحيت ته أوښتي ده چي ډيره برښه يي هغه افغانان تشكيلوي چي دمنځني جګرو پر مهال دكابل نه را كډي ته مجبور شول. او مسيحي مؤسسو د دوي په منځ كي د كومك په بهانه ددوي په منځ كي دمسيحيت دعوت شروع أوپيل كړو
او داسي ويل كيږي چي نن دهغو څخه دير كسان په نني ادارن كي په كار بوخت دي أو يا په خيريو مؤسسو كي كار كوي.
له دي مؤسسو مه يوه مؤسسة شلتر ناو انترنيشنل مؤسسة دي چي د طالبانو دواكمني پر مهال ددوي يوڅو كسان په كابل كي ونيول شول او بعضي مواد ورسره ونيول شول جي مسيحيت يي دعوت كولو ، چي دا مؤسسة تر ننه پوري په هيواد كي كار كوي.
خو زه نن هر مسلمان او بيا خصوصا أفغان مسلمان ته چي په زړه كي يي د اسلام مقدس دين ته يو څه احترام وي چي ددي دعوت مخه ونيسي ، او له اسلامي ټولنيز مركزونو سره مرسته او همكاري وكړي ، او خپل مسؤوليت له اوږي څخه لري كړي څكه چي خبره يوازي او يوازي د عبد الرحمن نه دي خبره د سل هاوؤ بلكه په زرهاوؤ دافغاني بچيانو ده چي نن د مسيحي انجوګانو
په منكولو كي پراته دي
اللهم إني بلغت اللهم فاشهد ، اللهم إني بلغت اللهم فاشهد
وصلى الله على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه وسلم