نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
25.04.2006
کوشانه يو څو ورځې دې خدای له ما سره شاګرد کړه ، دا څه وايې .
څرنګه ستا پلار له تا ځخه انکاروکړي او تا په بل ډول جوړ کړي او طبعي ډول ته دې تغير ورکړي ؟ او که دا امکان ولري نوخو بيا به هغه کوشان نه يې ٠
ځنې خبرې دې راته شکمنې ما لو ميږي ! وروره هر شی په خپله غيږ کې خوند کوي ٠
ژبې او کلچرونه د خدای نعمتونه دي چې هرې قبيلې او قوم ته يې ورکړ يدي ،ساتنه او پالنه يې فرض دي٠ مونږ د پښتو له تورو او کلمو څځه ځيني اشرافي او په ايمان سستو حلقوته د ظاهر احمد نغمې نشو جوړولی ٠
جارشم له ښاغلي ، جار شم له اغلې ٠٠٠٠٠٠٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
[code:1:fa0664b9a6]کوشان د پښتو په ژبه کې د نوي لغاتونو جوړول سره له دې چې نيک کار دی ، خو بايد نوي لغتونه داسې جوړ شي چې په غوږو هم ښه ولګېږي
او يا يې په اورېدلو سړی خوند واخلي .
ماته دغه د ښاغليو او اغليو اصطلاح هم لږ غوندې بېخونده ښکاري .
البته زه نپوهېږم چې د اغليو نه موخه څه ده ؟؟
که د اغليو نه موخه د ښځو مخاطبول وي ، نو د دې پر ځای خو ميرمن
په غوږو ښه لګېږي . ځکه ښځه خو يو ظريف او نازک موجود دی او
دوۍ همداسې ښکلي او ظريف نومونه هم لري . نو زه نپوهېږم چې ،
اغلې په غوږو ښه لګېږي او که مېرمن ؟؟[/code:1:fa0664b9a6]
pattang
25.04.2006
sehr geehrte Frau xy
اغلې مېرمن عابد
pattang
25.04.2006
لېونيه ! نوې او زړه يې څه کوې ? مېرمن زړه ده خو شايد اغلې لدې څخه هم زړه وې ، داڅکه چې د افغانستان حکمتونو د پښتود ژبې استعداد نه پلاټه اودپښتو ژبې پوتنڅيل يې هيڅ ندی روزلی ٠ دواړه يې په غوږوډېرې ښې لګيږي ځګه چې دواړه دپښتوژبې هويت او استعداد ښکاره کوي ٠
ته دبل چا خبرې مکوه ، هغوی پلمې کوي او پښتو ژبه هيڅ نغواړي ٠
پښتوژبه بايد د پښتوژبپوهان وسپړې او کوشش وکړي چې طبعي استعداد يې برمنډ کړي ٠ ( زما په مقصد پوهېږې !)
ديوه چينايې په غوږو ( چينګ چنګ چونګ ، ني هو ) بدنلګيږي نوستاپه غوږو څه شوي دي ??٠ ته بايد دپښتو په هره کلمه شکروباسې ٠
راغلو په تخنيکي اوسيانسي مسائلو کې چې دنورو ژبو اوکلتورونو پيدايښت دي بايد دپښتوتخنيک پوهان اوژبپوهان يې په ګډ ډول سره په خپله پښتو کې
[color=brown:38b32ef5ba]د امکان په ډول سره[/color:38b32ef5ba] (يو په يو1:1 ) عکاسي (abbildung , mapping ) کړي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote="کوشان"]پتنګه ؛ اوس اغلې زړه کلمه ده او که مېرمن ؟
کوم يو يې په غوږو ښه لګېږي ؟[/quote]
ghafar
26.04.2006
ګران ورور ځواکمن اونورو درنو ورونو ته چې په دې بحث کې ګډون لری سلامونه او نېکې هيلې!
ګرانه ځواکمن صاحبه زما په هکله ستاسو له څرګندونو څخه ډېره مننه!
تاسو ليکلي دي:
[quote:c2706c89e2]نه پوهيږم چې ايا د دې دليل راوړلو چې (( مونږ عادت کړئ دئ، چې د خپلې ټولنې د نيمګړتياو مسئول نور خلک وګڼوو.)) کومه څرګندونه اساس نيولی وي، نه هغه کرښې چې تاسو راخيستي (اقتباس کړې ) دي او نه په نورو برخو کې په دې موخه څه شته .[/quote:c2706c89e2]
زما مقصد ستاسو د شخص ليکنې ندي، خو تاسو په عمومی توګه د نورو ليکنې تأييد کړي، چې د هغو محترمو په ليکنو کې داسې بېلګې تر سترګو کېږي! د مثال په توګه:
[quote:c2706c89e2] د ښاغلي پتنګ پر ځوا ب بسنه کېدای شي ،ځکه په ١٨٠٥ کال کې ...[/quote:c2706c89e2].
که تاسو د نازولي ورور پتنګ ليکنې ته توجه کړې وي، هغه دا ځل محترم زلمئ هېوادمل ملامت کړئ دئ.
[quote:c2706c89e2]په پورتنيو دوه جملو کې دغه اصولي خنډونه وينم :
١.ــ ګونګتيا : چې د ګاونډيو د ﻻسوهنو چاره به وشي ، خو څنګه (؟)[/quote:c2706c89e2]
ستا سو خبره سمه ده، چې دا يوه ګنګه جمله ده، دا ځکه چې ما د عامو خلکو په اصطلاح دا خبره کړې ده، پدې معنی ، کله چې زمونږ داخلی ستونزمن پرابلمونه حل شوي وي او په هېواد کې نسبی دموکراسې حاکمه وي، نو د دغو ستونزمنو پرابلمونو په پرتله د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو مسئله دومره سخت کار نه برېښي.
نه زما مطلب امريکايان ندي ! يواځې د افغان ولس پخپله کولئ شي خپلې ستونزې په بنسټيزه توګه حل کړي !! شايد په کړنلاره کې دنظرونو توپير موجود وي. مونږ امريکايان او نور نړيوال ځواکونه خپل هېواد ته ندي را بللي ، دا جبر د زمانې دی، چې مونږ يئ دې حالت ته راوستي يو!
[quote:c2706c89e2]د شورا بري ته مې اشاره کړې وه ، دا صرف ددغه وانديز برحقتيا ،معقوليت ، اړينتيا ، ښه تاريخي ريښه او تسلسل او د نهايي بري ﻻر په ګوته کوي او ښيي چې ستاسو وړانديز کومه نوې اختراع نه ده ، بلکې داوږدې مبارزی د نوی پړاو سره تړاو لري .[/quote:c2706c89e2]
ما اصلاً د شورا په کړنو او لاس ته راوړنو تبصره نده کړې، ما يواځې يوه اجمالی جمله( خو که داسې وي نو هر څه سم دي، پاتې شوه د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې) د هغه په ځواب کې وليکله، کله چې تاسو د اساسی قانون لسيزه د سويس پخواني حالت سره مقايسه کړئ و.
تاسې سم واياست ما کومه نوې اختراع نده کړې (له بده مرغه مونږ مخترعين نلرو) همداسې چې وړانديز مې هم ندئ کړئ، ما يواځې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په هکله خپل نظر څرګند کړئ دئ او بس ! که مو په ياد وي ما ليکلي وو : ( زه خپل نظر بيا تکراروم ...).
لنډه يادونه : زمونږ هېواد په چارو کې دلاسوهونکو هېوادونو په ډله کې بايد د پاکستان حکومتونه هم له پامه ونغورځوو!!
ګران ورور کوشان ليکي:
[quote:c2706c89e2]د پښتو په ژبه کې د نوي لغاتونو جوړول سره له دې چې نيک کار دی ،
خو بايد نوي لغتونه داسې جوړ شي چې په غوږو هم ښه ولګېږي
او يا يې په اورېدلو سړی خوند واخلي .[/quote:c2706c89e2]
زه ستاسو نظر تأييدوم، چې څه ضرور چې د يوې موزونې کلمې لکه مېرمن پر ځای د خپل خوښې يوه نوې کلمه راوستله شي. کله داسې پېښېږي چې کوم څوک د نړۍ کوم ځای يوه نوې کلمه استعمال کړي، بيا نور ليکونکي هم بې لیې چې پرې غور وکړي چې آيا د دې کلمې استعمال پر ځای دی که نه د هغه په استعمالولو لاس پورې کوي. د مثال په توګه د ( لامل ) کلمه، يو يې د علت پر ځاې استعمالوي بيا بل څوک د سبب پر ځای او بيا بل څوک يې د دليل پر ځای کاروي، چې درېواړه بېلابېلې معناوې لري.
په کار ده چې خپل سری لغتونو له جوړونې څخه ډډه وشي او که څوک کوم نظر او وړانديز لری نو بايد چې دافغانستان رسمی او با صلاحيته ادارو سره لکه دښوونې او لوړو تحصيلاتو وزارتونه او نورې علمی مؤسسو سره
په درناوي
غفار
Ghairat
26.04.2006
[quote:1615ccb7b8]څه ضرور چې د يوې موزونې کلمې لکه مېرمن پر ځای د خپل خوښې يوه نوې کلمه راوستله شي.[/quote:1615ccb7b8]
درنښت او سلامونه !
ميرمن زرځلې تر بي معنې آغلې ښه دی،خو اغلې پيغلې او ميرمن دواړوته کارول کيدای شي اوميرمن پيغلې ته نه ويل کيږي . د اغلې معنی چا نه ده روښانه کړې چې اغلې يعنې څه ؟
[quote:1615ccb7b8]کله داسې پېښېږي چې کوم څوک د نړۍ کوم ځای يوه نوې کلمه استعمال کړي، بيا نور ليکونکي هم بې له دې چې پرې غور وکړي چې آيا د دې کلمې استعمال پر ځای دی که نه د هغه په استعمالولو لاس پورې کوي. د مثال په توګه د ( لامل ) کلمه، يو يې د علت پر ځاې استعمالوي بيا بل څوک د سبب پر ځای او بيا بل څوک يې د دليل پر ځای کاروي، چې درېواړه بېلابېلې معناوې لري. [/quote:1615ccb7b8]
سمه خبره د ه، څنګه چې د اغلې معني او ريښه نه ده مالومه او داسې بريښي چې د ښاغلي په وړاندې چا د ورته تلفظ په بنسټ يو بي معنی لفظ په کندهار کې موندلی او په خپل سر يې اغلې د ښځو له پاره ټاکلی دی . که څوک د اغلې ريښه پيژني مونږ ته دې هم راوپيژني ، دغسې ﻻمل هم بي معنی بريښي . له عامل نه ﻻمل جوړول سخته بيسوادي ده او د بيسوادۍ تعميمول دي .[quote:1615ccb7b8]
په کار ده چې خپل سری لغتونو له جوړونې څخه ډډه وشي او که څوک کوم نظر او وړانديز لری نو بايد چې دافغانستان رسمی او با صلاحيته ادارو سره لکه دښوونې او لوړو تحصيلاتو وزارتونه او نورې علمی مؤسسو سره [/quote:1615ccb7b8]
دغسې بيروکراتيک قيودات پښتو زندۍ کولو ته ورته ښکاري اوزياتره د پښتو ژبپوهانو له خوا يې غوښتنه نه کيږي. د باسواده اولس خلاقيت بايد ونه ځپل شي
او پريښودل شي چې پښتو مزونه ترې ازادانه کار واخلي او يايي ونه کاروي .
Ghairat
26.04.2006
[quote:d794d5f69c]څه ضرور چې د يوې موزونې کلمې لکه مېرمن پر ځای د خپل خوښې يوه نوې کلمه راوستله شي.[/quote:d794d5f69c]
درنښت او سلامونه !
ميرمن زرځلې تر بي معنې آغلې ښه دی،خو اغلې پيغلې او ميرمن دواړوته کارول کيدای شي اوميرمن پيغلې ته نه ويل کيږي . د اغلې معنی چا نه ده روښانه کړې چې اغلې يعنې څه ؟
[quote:d794d5f69c]کله داسې پېښېږي چې کوم څوک د نړۍ کوم ځای يوه نوې کلمه استعمال کړي، بيا نور ليکونکي هم بې له دې چې پرې غور وکړي چې آيا د دې کلمې استعمال پر ځای دی که نه د هغه په استعمالولو لاس پورې کوي. د مثال په توګه د ( لامل ) کلمه، يو يې د علت پر ځاې استعمالوي بيا بل څوک د سبب پر ځای او بيا بل څوک يې د دليل پر ځای کاروي، چې درېواړه بېلابېلې معناوې لري. [/quote:d794d5f69c]
سمه خبره د ه، څنګه چې اغلې دنوم په معني نه ده مالومه او داسې بريښي چې د ښاغلي په وړاندې چا د ورته تلفظ په بنسټ کوم صفت موندلی او په خپل سر يې ترې د اغلې نوم د ښځو له پاره ټاکلی دی . که څوک د اغلې ريښه پيژني مونږ ته دې هم راوپيژني ، دغسې ﻻمل هم بي معنی بريښي . له عامل نه ﻻمل جوړول سخته بيسوادي ده او د بيسوادۍ تعميمول دي .[quote:d794d5f69c]
په کار ده چې خپل سری لغتونو له جوړونې څخه ډډه وشي او که څوک کوم نظر او وړانديز لری نو بايد چې دافغانستان رسمی او با صلاحيته ادارو سره لکه دښوونې او لوړو تحصيلاتو وزارتونه او نورې علمی مؤسسو سره [/quote:d794d5f69c]
دغسې بيروکراتيک قيودات د پښتو زندۍ کولو ته ورته ښکاري اوزياتره د پښتو ژبپوهانو له خوا يې غوښتنه نه کيږي. د باسواده اولس خلاقيت بايد ونه ځپل شي او پريښودل شي چې پښتو مرکزونه ترې ازادانه کار واخلي اوکه ګټه يې نه لرله پخپله به له تعميم څخه پاتې شي ، دا په هيڅ ډول پښتو ته زيان نه رسوي ، خو د کيدی شي دګټې رسولو يو آرتاړئ (علت) وګرځي .
[color=white:d794d5f69c]يو بل نظر هم شته چې په پښتو کې د مروج شوو فارسي ياعربي ټکو ځاېناستي پښتو ټکي دي نه جوړيږي . [/color:d794d5f69c]
دا نظر هم اکثره داسې کسان ورکوي چې ژبپوهان خو څکی څکی چې دپښتو اماتوران هم نه دي ،دوی سياستوال هم څه چې د پښتنو او د هغوی له پاره د پښتو سره خواخوږي ولري،بلکې آن تر دې چې د سياست تش مينه وال هم نه دي . دوی دا ښه ګڼي چې پښتانه ماشومان دې تر څوم ټولګي پورې صبر وکړيڅو په عربي دايره او دهغې هدسي تعريف زده کړي خو ګردۍ بايد ورته ونه ويل شي چې په دې نوم يې ان له لومي ټولګي نه هم مخکې يې ه تعېيف پرته هم پيژندلی شي . د دايروي پر ځای ګرد اود د ايرې پر ځای ګردۍ ډيره اسانه او سمدﻻسه دپوهيدو وړ ده .
hewad
26.04.2006
ګرانه وروره سلامونه !
تاسو د اغلې لغت پۀ هکله ليکي چې لۀ کومه شوی.
پۀ پټه خزانه کې ښکارندوی عليه الرحمه پۀ قصيده کې پۀ ١٢ بيت کې داسې راغلی دی.
لۀ مړوخاورو يې اغلی ګل راويوست
وچ بېديااوغريې کړله جنتونه
د اغلی معنی ښکلی ،ښايسته ٠٠٠
داچې دپېغلواومېرمنولپاره يې دکارولوپۀ هکله منشاڅۀ ده،زۀ نپوهېږم٠
pattang
26.04.2006
هيواده وروه کور دې ودان سوکاله ژوند درته غواړم!
داچې( اغلې ) د ښکلې اوښايسته مانا ورکوي ، دښځو او پيغلو لپاره خوښه صدق کوي . اوکولی شي چې : اغلې مېرمن ...., اغلې پيغله ... اويا يواځې ( اغلې ) وليکل شي ٠
په مينه پتنګ
Ghairat
27.04.2006
له ځوان او منلي شاعر هيواد څخه مننه کوم چې د اغلې او اغلي او اغلتوب ريښه يې آن له پټې خزانې څخه د ښکلې ، ښکلي او ښکلا په معنی د ښکارندوی (ع . ر.) له نامه سره را وۀ يسته او دا خبره يې هم پرې په ډاګه ثابته کړه چې اغلې نوم نه دی ، ميرمنې يا پيغلې ته نشي ويل کيدی او د صفت په توګه عام او هرشي ، هر ژوي او هر انسان ته ، نر وي او که ښځه د ښکلې او ښکلي پر ځای کارول کيږي . نو چې ښځې ته ښکلې (اغلې) ووايو ښکلې ښځې ت به اغلې اغلې او بدرنګې آغلې ته به بدرنګه ښکلې که ښکلې بدرنګه يا اغلې بدرنګه وايو؟
هرشی او هر ژوی ښکلي بيلګې لري اغلی ځمری اغلې ځمرۍ ، آغلی خر او آغلې خره ، آغلی سپی او آغلې سپۍ ، آغلی قلم او آغلې تخته او داسې نور شته ، نو څرنګه به شونې وي چې دا ټول ترپښو ﻻندې کړو او يواځې يوې ميرمن يا پيغلې ته چې د آغلې (ښکلې) د مفهوم پر ضد تر سپيږمو پورې بدرنګه هم وي آغلې
ووايو( ؟ ) سره ددې چې په ښځيتوب او انسانيت کې به د چا خبره (( ساری )) هم نه لري .
ﻻ حول و ﻻقوت الا بالله !
اجالا
27.04.2006
ښاغلۍ غيرت او په بحث کې نورو ګډونکېو دوستانو ته سلامونه او نيکې هيلې،
اصلا په پخوا پښتنو کې دغه القاب يانې ښاغلۍ، مېرمن ، پيغله او اوس ( د شلو کالو مودې شاوخوا راهيسې ) دغه دی اغلې، درسمي مراسلاتو ،مطبوعاتي او نورو داسې چارو کې / ښايي له دې امله چې پخوا پښتنو دغه پوهيزونه د نني عصر په مانا او کارنتېا نه درلود ل / د افرادو (ښځو او نارينه ؤو ) ته دمناسب خطاب کولو لپاره نه کاريدل٠ ميرويس ډير ښاغلۍ مشر و، ګل ببو اغلې وه، د هغه ميرمن ناروغه وه ..... ياني په اشعارو احوالونو، نکلونو او داسې نورو کې پورتني وئيونه د صفت په صفت کارېدل٠
خو د تېرې پيړئ ددوهمې نيمائې را پدېخوا،په نړېواله کچه د افغانستان د بېا فعالېدلو سره ( د ملګرو ملتونو غړيتوب، په افغانستان کې د خورا ډېرو بهرنيانو بوختېدل .......) د افغانستان د وخت حکومت او پښتو ټولنې، د نورو وئېونو په کتار کې هم د افرادو (حقوقي شخصيت لرونکو وګړو)د نړيوالو معمولو نورمونو سره په تطابق کې د پيغلې، ښاغلي او مېرمن کارول رائجه کړل٠ دلته ګومان دۍ چې د انګريزي Mister ،Miss او .Mrs القاب به چې په ټولنيزلحاظه پر مختللي هېوادو کې ئې رواج له پخوانه و دې د اساس او بڼسټ په توګه منل شوې وي٠
د پاړسي يا ښائي د مفرس عربي وۍ (اسامي) نه په حقوقي، جنائي دوسېو او حتا د عسکري جلب پاڼو او نورو ورته ورځني اداري مراسلاتو کې تر اوسه هم کار اخيستل کيږي٠ خو ښاغلي سپنتا په ډاګه کړه...، ښاغلي او ميرمن xy نه هيله کيږي چې زمونږ په محفل کې ګډون وکړي...، کارېدل٠
د اغلې اصطلاح ولې وروسته ورضميمه شو؟ د دغې پوښتنې ځواب هم په لرغوني تاريخ کې ندی پروت، بلکه په اروپا کې د ښځينه ؤو د حقونود خوځښت د لاسته راوړنو په جمله کې يو هم د .Ms رواجېدل دي چې لکه Miss (پيغلې) غوندې تلفظ کيږي خو مانا ئې په سن نسبتا پخه ښځه ده چې مېړه نلري( يا له ميړ ه نه بېله ده، ېا ئې مېړه مړ دی او يا ئې هم له سره مېړه نه درلود) ٠ خو دمثال په توګه يوې ٤٠ - ٥٠ کلنې بې مېړه ښځينه ته پېغله وئېل د وه نا مناسبه حالتونه لري، اول خو پيغله ځوانه وي دويم پېغله وئېل دغسې يوې ښځينه ته دا پډاګه کول دي چې دغه کس مېړه نلري او دا ددې خپل شخصي کار او معامله ده چې چاته ئې ورپډاګه کوي او که نه٠ نو د دې لپاره چې د ښځو د غه حق ترې وا نه خيستل شي (خپل د مدني حالت پهکله د اجباري مالوماتو د وړاندې کولو مخ نيوۍ) نو اروپائېانو د Ms لقب په مراسلاتو او داسې نور کې پکاروي٠ او زما په ګومان به زمونږ دغه د اغلې صفت د انګريزي ژبې د Ms د ژ باړنئ بڼې لپاره د نوم (اسم - ګرامري) په حيث کارول کيږي نه د ښکلې او ښايسته په مانا، بلکې د منلي او محترم په مانا ٠
ژبې وده کوي او پراختيا مومي، پورتنئ مثال د بشري او شخصي حقونوپه نړېواله کچه په قوانونينو کې د تسبيتېدلو پايله ده٠ که وغواړواو که نه ځان راته را رسوي٠
د چا خبره چې غر پلانکي ته ور نغی نو پلانکی به خپله غره ته ورشي !!!
په درنښت
اجالا
Ghairat
27.04.2006
دروند ورور اوجلا او د بحث نورو ګډونوالو ته سلامونه !
د پيغلې او ميرمن پر وييزونو چې په اولسي پښتو کې تيار شتۀ او مروج وو او د معنی له بدلون پرته يې د وخت د غوښتنې سره سم رسميت وموند ، تاسو بشپړه رڼا غورځولې ده . خو داسې بريښي چې ددغې رڼا (څراغ ) ﻻندې تيارۀ کې د آغلې
ويز د تيرولو موخه مستند بنسټ ونه لري چې ګواکې پښتو ټولنې له ا صلي او ټولګړې ستانيز ې معنی څخه محدودې اوبدلې معنی ته راړولی دی . خو خپلسري نوښتګر ډير دي چې کيدی شي دغسې زيان لرونکی کار يې کړی وي . ځکه اغلی او آغلی د ښکلې اوښکلي د مترادف په توګه په پښتو کې لکه خايسته ډير اهميت لري ، دنثر له پاره بېل خو د شعر او شاعرۍ له پاره دغسې مترادف لکه آغلې د ښکلې په معنی زيات ګټور تماميږي او په هيڅ صورت بايد د نورو مفاهيمو قرباي نشي . نو که د پښتو ټولنې کومه فيصله راته پهګوه کړې چې داغلې د معنې د بدلولو په برخه کې کړي وي ، ښه ، او که خبره د يواوبل خپل سري کارول ي لکه د بي بي ثي په پښتو خپرونو کې يې چې ځينې سرزوري په خپل سر کاروي نو که دداسې کارونو سابقه ترسلو کالو هم زياته وي د غلط مشهود له مردود ارزښت څخه به بل ارزښت پيدا نکړي. والسلام .
Ghairat
27.04.2006
دروند ورور اوجلا او د بحث نورو ګډونوالو ته سلامونه !
د پيغلې او ميرمن پر وييزونو چې په اولسي پښتو کې تيار شتۀ او مروج وو او د معنی له بدلون پرته يې د وخت د غوښتنې سره سم رسميت وموند ، تاسو بشپړه رڼا غورځولې ده . خو داسې بريښي چې ددغې رڼا (څراغ ) ﻻندې تيارۀ کې د آغلې
ويز د تيرولو موخه مستند بنسټ ونه لري چې ګواکې پښتو ټولنې له ا صلي او ټولګړې ستاينيز ې معنی څخه محدودې اوبدلې معنی ته راړولی دی . خو خپلسري نوښتګر ډير دي چې کيدی شي دغسې زيان لرونکی کار يې کړی وي . ځکه اغلی او آغلی د ښکلې اوښکلي د مترادف په توګه په پښتو کې لکه (خايسته ) ډير اهميت لري ، دنثر له پاره بېل خو د شعر او شاعرۍ له پاره دغسې مترادف زيات ګټور تماميږي او په هيڅ صورت بايد د نورو مفاهيمو قرباني نشي . نو که د پښتو ټولنې کومه فيصله راته په ګوته کړئ چې داغلې د معنې د بدلولو په برخه کې يې کړي وي ، ښه ، او که خبره د يواوبل خپل سري کارول وي لکه د بي بي ثي په پښتو خپرونو کې يې چې ځينې سرزوري په خپل سر کاروي نو دداسې کارونو سابقه که ترسلو کالو هم زياته وي د غلط مشهود له مردود ارزښت څخه به بل ارزښت پيدا نکړي. والسلام .