د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Re: پښتو لغتونه

Anonymous
20.02.2006

[quote:fd39c5d27d="زمير"]سلامونه

ټول افغان مې لوست دا څو لغتونه مې پکې وليدل :
[color=darkred:fd39c5d27d]سمانديزو (منطقي) خبرو اترو له پاره دلته راليږدوو ، څو خپل اندکوت (نظر) [/color:fd39c5d27d]

دغه ډول لغتونه به زموږ ژبه غني کړي که ان له پښتنو به يې هم ليرې کړي ؟[/quote:fd39c5d27d]

زميرخانه، له دی خوا دی هم دراندی سلام وي،
پری چی وي دی، که ستا نه دي خوش، مه ئی وايه/ليکه،
که چيری د وخت په تيريدو سره دغو دواږو لغتونو ځان ته د پشتوژبی په بهير کی خپل ځای خوندي کږ خو سهي، که نه نو مسله به په خپله حل شي٠
يو شي ته پام کوه، پشتو هم يوه ژوندی ژبه ده او د عصر د غوشتنو سره په
مطابقت کی موجودو پديدو او احوالونو د پراخ/ کامپلکس/ بيان او لا هم دقيقیی وضاحت لپاره جبرا تکامل کوي او خامخا نوؤ وئيزونو ته د پشتو د هيری شویو ژبنيو زيرمو ځخه ځانګړي او يا ترکيبي شکل بيا را ژوندي کوي٠
نو په حقيقت کی داسي "سخت سخت" لغات هغه پشتو زيرمی دي چي د وخت په تيريدو سره
خپل د ضرورت د "بيا غوشتون شميرنه" / فريکانسي/ يا د لاسه ورکړی او يا ئی کچه بيخي کشته سوی وه٠
ژبی هم تکامل کوی٠
خوشاله اوسی


پښتو لغتونه

Anonymous
20.02.2006

ډېرو درنو عزیزانو
پښتو ته خدمت کول او د هغې دوی ته پام ساتل رښتیا هم چې د خیر کار څه چې د هر افغان ملي وجیبه ده ، خو زه پوه نه شوم چې د یو شمیر هېرواو مړو لغاتور اسپړل او یا دیو شمیر نویو نا مانوسو( او ځینې وخت مضحکو )لغاتو نه چې د توضیح لپاره ئې بیا سړی مجبور شي چې له قوس نه کار واخلي او له پښتو نه د قوسینو ژبه جوړه کړی څه ګټه لري؟ را ځې چې په لږ څه خلاصو سترګو اوپراخ نظر دی مسآلې ته ځیر شو ترڅو وشو کولای چې مخکې لاړ شو، نه داچې تل وروسته وګورو او وروسته پاتې واوسو مننه غښتلی افغان


Anonymous
20.02.2006

دصحيح فکرکولو پوهنې ته منطق وايي نو سم اند پوهه د منطق او سم انديز د (منطقي ) په معنی کارول کيدای شي .په لومړي سرکې د معنی قوس کارول د هر نوي لغت سره اړين بريښي ، څو لوستونکي يې يو ځل په معنی او ريښه پوه شي، ورسته بيا ورته اړتيا نه وي . دغه راز تيوري څار او کتنې ته ، خو فکري څار ، کتنې او نظر ته وايي . که له چا نه پوښتنه کوو چې په دې اړه مو نظر څه دی ، يقينأ به مو مطلب د سترګو نظر او کاته نه ، بلکې د هغه انديز نظر او کاته مطلب وي . نو که نظر ته سړی انديځ يا آن اندکوت ووايي ، بيځايه به نه وي .
(ستا په نظر) او (ستا نظر) يا ستا په کتو ، ستا کاته او کتنه ؟ يعنې څه؟ که لويديځ ، ختيځ ، درستيځ دنوم يا اسم په توګه کارولی شو، انديځ هم د فکري نظر او اندکوت د تيوري له پاره کارولی شو. که چاته ووايو چې انديځ مو څه دې، يا په دې اړه څه انديځ لرئ، نو له ( نظر يا فکر مو څه دی ) څخه سل ځله ښه بريښي ! (( نامانوس) ) دلته يو وييځ هم نه دی، خو د دود کيدلو معيار بيا د خلکو له خوا دهغه وييځ کارول دي او بس . په مينه او سلامونو ! .


Anonymous
20.02.2006

[quote:39b4b50aeb]دصحيح فکرکولو پوهنې ته منطق وايي نو سم اند پوهه د منطق او سم انديز د (منطقي ) په معنی کارول [/quote:39b4b50aeb]٠
نه وروه داسې نده ژور فکر وکړه!
داسې شی دې بايد نوی ليکلی !!!!!!!!!!!

ستا غوندې ميلمه B


Anonymous
20.02.2006

په دري اروپايي ژبو پوهيږم خو هيڅ ژبه کې مې دومره افراطيت يا اکسترميزم دپاکوالي يا سوچه کونې په نوم ونه ليد لکه په پښتو کې چې دپښتو دسوچه کولو په نوم روان دی. هره ژبه تريوې اندازې بهرني لغات لري اودايو عادي اونورمال امر دی. خو پښتانه چې په بنياد ګرايي کې مشهور دي دلته هم خپله څيره بربنډوي او ځيني ليکوالان پښتو ته داسې نامانوس لغات ورننباسي چې زما په څير دعالي تحصيلاتو خاوند هم پرې نه پوهيږي او يايي په لوستلو نفس وځي. اخر د چا له پاره؟ ولي دارنځوره پښتو نوره هم کمزوري کوی؟ ايا په دنيا کې کومه بله داسې ژبه شته چې بشپړه سوچه ده اوايا سوچه توب دژبې دژوندي پاتي کېدو ضمانت کوي؟ يو مثال او يا کوم ورته موډل شته ؟ اويا دکوم ليکوال دخولې نه داخبره وتلي او اوس دقران شريف ټکي ګرځيدلي بې له دې چې واقعيت دی او که نه!! که موږ دپښتو سره دميني تر نامه لاندې دهغې بيخ وباسو نو بيا دعامو خلکو داخبره به باالکل سمه وي چې وايي: دخره مينه لغته ده!!


Anonymous
21.02.2006

سلام او درناوی ٠
ورونو بحث تشو او بي معنی خبرو ته نه وايي ٠ په بحث کې بي دليله ادعا نه کيږي او نه هم هيلو او دعاګانو او يا امراو نصيحت ته څوک بحث وايي تاسې وګورئ يوه ميلمه B ورورداسې ځواب ليکلی چې : [quote:e8b342ed5c] نه وروه داسې نده ژور فکر وکړه! داسې شی دې بايد نوی ليکلی[/quote:e8b342ed5c]
زه نه پوهيږم دغه ورور دې جملې ته اعتبا ر او صلاحيت له کومه پيدا کوي ، ايا کومه وحې پرې راغلې چې له استدﻻل پرته ادعا کوي چې داسې نه ده؟ . ده خپله کوم ژور فکر وړاندې کړی چې له بل څخه ﻻ ژور فکر غواړي ؟ د بايد او شايد امرونهې په کوم صلاحيت دلته صادر شوي دي ؟ آيا بي له دې چې د منطق بل تعريف وړاندې کړي ، دا علمي تعريف ردوي چې (( د سم اند پوهنې ته منطق وايي)) که څنګه ؟؟؟ يا نه غواړي ومني چې سم اند د منطق موضوع ده او سم انديز ه وينا منطقي وينا ده ؟ آيا له علم او پوهې څخه ډډه وکړو او د ميلمه دا امر او غوښتنه ومنو چې (( داسې شی دې بايد نوی ليکلی)) ؟؟؟

اوس به راشو د شادګل خان سر ټکونې ته :
وروره په دري اروپايي ژبو پوهيږې ، ښايي د دريواړو ژبو تاريخ دې څيړلی وي او ځان ته دې مالومه کړې وي چې دغه ژبې تر کومې سطحې پورې غوړېدلې دي، او په دې غوړيدا کې خپلژبي آرونو څومره رول لوبولی دی ؟ له کوه يې پيل کړی او ژبه يې کوم ځای ته رسولې ده ؟ آيا ثابتدای شي چې ژبې يې لوښه او امکانات لرل خو دوی هغه پريښودل او په پردي وييځونو يې ژبه وغوړوله ؟ او که برعکس پر اړينو
پرديو وييځونو يې بسنه وکړه او د څه له پاره يې چې په خپله ژبه کې څه موندلی شول هغه يې وغوړل او پراختيا يې ورکړه ! هو، پښتو زړه ده ، خو ډيره وړه ده او پراختيا يې نه ده موندلې ، په دې معنی چې په څوزره کلن تاريخ کې پرې سل کاله هم کار نه دی شوی .
هو سمه ده چې (([color=white:e8b342ed5c] هره ژبه تريوې اندازې بهرني لغات لري[/color:e8b342ed5c])) خو بې اندازې نه لري ، نو په پښتو کې هم بايد بي اندازې بهرني وييځونه ستاسو خبره (( يوې اندازې) ته را کم شي ! خو دااندازه څوک ټاکي ؟ ته يې ټاکې؟ که دې ټاکلې وي نو معرفي يې کړه او که ګومي خوا ټاکلې وي ، نو وښايه چې هغه اندازه بشپړ ډکه شوې ده او نور څوک حق نه لري ژ بې ته پراختيا ورکړي ! خو که نه دالرئ او نه هغه ، نو بيا دا دومره سرټکونه ، پړ سوب او سوزېدنه له کومه شوه ؟ تاسو ليکئ :
[quote:e8b342ed5c]خو پښتانه چې په بنياد ګرايي کې مشهور دي دلته هم خپله څيره بربنډوي او ځيني ليکوالان پښتو ته داسې نامانوس لغات ورننباسي چې زما په څير دعالي تحصيلاتو خاوند هم پرې نه پوهيږي [/quote:e8b342ed5c]

لومړی ، بنياد ګرايي : بنسټپالنه تل شاته تګ او د تير پالنې يا محافظه کارۍ سختدريزه ښکارندو يي ده او د نوي ژوند ، پرمختګ ، نوښت او عصريت سره دوښمنۍ ته وايي . په څرګند ډول په پښتو کې د پرمختګ ، غوړيدا او عصريت مخه اوس دغسې ليکنې ډب کوي چې تاسو کړې ده . که بنسټپالنه څوک ونه پيژني، په تشه کرکه ترې ځان هم نشي ساتلی . هو پښانه محافظه کار او په دې آرتاړي( علت ) بنسټپاله بلل کيږي، خو دا يې د ناپوهۍ او وروسته پاتې والي يوه پايله ده .
دوهم :
[quote:e8b342ed5c]ولي دارنځوره پښتو نوره هم کمزوري کوی؟ [/quote:e8b342ed5c]
هو ! پښتو رنځوره ده ! خو آيا تاسو يې رنځ تشخيص کړی دی چې ولې او په څه رنځوره شوې ده ؟ ايا په دې رنځوره نه ده چې خپل څه (( نه لري)) او دنورو تقليد ته اړايستل شوې ده ؟ د هغو سرټکاندو د ﻻسه چې تر عالي تصيلاتو پورې ټول يي په نورو ژبو کړي ، نو که پښتو ورته له خپلې لمنې څخه څه سوچه ډالۍ کړي پرې نه
پوهيږي او بيا سر ټکوي چې دا نو پښتو نه د ه ، ځکه پردي لغات په کې ډير نه دي اوتر اوسه ماته په ښونځي کې نه دي ويل شوي، نو زه پرې څنګه پوه شم ، والله که پرې ځان پوه کړم چې سل ځله پښتو شي ، سوچه شي ، نږه شي او خوږه شي !
دريم : نتيجه :
ددوی پر اند پښتو بايد په جمله کې صرف د تړاو توري، مختاړي ، منځتاړي او وروستاړي وي لکه له ، په ، کې، څخه ، تر ، پورې اونور . وييځونه يې بايددري او عربي وي ،او په دې توګه به د دري ژبو له پاره هم ددري غوندې آسانه شي . ايران ، تاجکستان او دري ژبي خوشعورأ همداسې يوه پښتو غواړي او دا ټول يو لوی اکثريت دی، نو ايا تاسې هم ګنې همداسې يوه پښتو نه غواړئ ؟ سبحان الله !


Anonymous
21.02.2006

اې وروره
هسې د پاړسيوانو خبره پکې مه اچوه دا د پښتنو وخبره ده
موږ په داسې پښتو نه پوهيږو ،په پښتو کې ما شاالله په سلگونو داسې لغتونه شته چې سوچه پښتو دي او له اميد کروړ بابا نه راپاتې دي په هغو کې شک نشته او ټول يې منوو دا نوې اوتې بوتې لږ په سړه سينه واوررئ او هسې ورته واه واه مه کوئ
انځور صېب ، شپون صېب ، جهاني صېب ، پسرلى صىب ، ارواښاد رشاد صىب او نور ردانه پښتانه ليکوال او شاعران دا ژبه نه کاروي نو دا نور يې ولې وکاروي ، ايا هغوى سم په پښتو نه پوهيږي او که ستا خبره هغوى ايرانيان او عربان خوشالوي ؟


Anonymous
21.02.2006

سلامونه!
د زمير خان او شادګل خبرې سمې دي٠ لږه ډيره فاکولته ما هم لوستې ده او ښوونځي کي مې هم ولا که چندانې بدې نمرې لرلي وي خو سره لدې د بعضو په پښتو خو ولا که زه هم پوهيږم٠ بيا سره لدې که کوم نوی لغت په پښتو ژبه کي رامنځ ته کيږي نو هغه لکه د پخوا په شان بايد د پښتو ټولنې لخوا چې هلته د پښتو ژبې استادان حضور لري، تائيد شي او رسماً د مطبوعاتو له لارې معرفي شي او رسميات پېدا کړي ٠ د ښوونې او روزنې اود لوړو تحصيلاتو وزارتونو لخوا د زدکړې پروسې ته به وړاندي کيږي٠
او که هر يو په خپل سر د هر ډول لغت ليکل وي نو ګمان داسي کيږي چې د خدمت نه به ضرر ډير ورسوؤږ
بس يره زما په نظر هم به سم او مناسب کار نه وي٠
په درناوې
غ


Anonymous
21.02.2006

[quote:ecd9372143="زمير"]اې وروره
هسې د پاړسيوانو خبره پکې مه اچوه دا د پښتنو وخبره ده
موږ په داسې پښتو نه پوهيږو ،په پښتو کې ما شاالله په سلگونو داسې لغتونه شته چې سوچه پښتو دي او له اميد کروړ بابا نه راپاتې دي په هغو کې شک نشته او ټول يې منوو دا نوې اوتې بوتې لږ په سړه سينه واوررئ او هسې ورته واه واه مه کوئ
انځور صېب ، شپون صېب ، جهاني صېب ، پسرلى صىب ، ارواښاد رشاد صىب او نور ردانه پښتانه ليکوال او شاعران دا ژبه نه کاروي نو دا نور يې ولې وکاروي ، ايا هغوى سم په پښتو نه پوهيږي او که ستا خبره هغوى ايرانيان او عربان خوشالوي ؟[/quote:ecd9372143]
زميره وروره بي ضميره مشې او سلامونه مې ومنه ٠
ګوره د ضمير له وييځ سره څومره اشنايې چې ان نوم دې هم پرځان ضمير ايښی دی ، خو بيا يې هم سم نشې ليکلای او د (ض )پر ځای يی په (ز )ليکې، دا ځکه چې عربي دی ، که په پښتو وای هيڅکله به پکې نه وای تيروتلی ، خو په ضميرکې هغه دی په دا غټه تنه هم تيروځې ، نو خدای خبر چې په زنکدن کې به د شهادت له کلمې سره بيا څه کوې ؟ ښه داخو ټوکه وه ، چې خفه نشې !
وروره زه هم ددې پلوی نه کوم چې په هره جمله کې دې دوه او درې سوچه نوي وييځونه وکارول شي او ژبه دې مصنوعي شي ، خو دا هم سمه نه ده چې د نيولوژي خدمت دې هر ليکوال او هر عالم وکړي، تاياد کړو خدای بښلو او خدای ساتلو نور خدمتونه پښتو ته کړي دي ، که دا خدمت ترې پاتې دی نو ملا مته نه دي، خو څوک وايي چې رشاد صاحب پوهنتون ته دانشګاه يا پوهنځي ته فاکولته ويله ؟ که څه هم دغه نومونه (پوهنتون ، پوهنځی ، درملتون ، پوهاند ، پوهندوی ، پوهنوال پا عسکري نومونه بريدمن، جګړن، ډګر من ، ډګروال او نور ډير ، يو هم نه خدای بښلي رشاد صيب ، نه حبيبي صيب او نه نورو تا ښودلي صاحبانو رامنځته کړي دي ، خو بيا هم دوی ټولو منلي او کارولي دي او باور لرم چې ددغه ستر تخليق منندوې به هم وو او وي به !
او که شادګل بنسټپال ، ښونځي او پوهنځي ته هم بنيادګرا، مکتب او فاکولته وايي ، نو سرزوري به يې خپله وي ! خو که زمونږ ژبه رنځوره ده ، نو رنځورتيا يې همدا ده چې نيمګړتيا په کې شته او د ډکون اړتيا او اړينتيا هم لري ! دا چې کوم نوی وييځ منل کيږي، تعميم کيږي ، د ابيا د خلکو او ليکونکو پورې اړه لري او د کارولو واک يې د هغوی په ﻻس کې دی . که اړتيا ورته ونه ليدل شي بي کارولو به پاتې شي، ورته مه بيصبره کيږه ، او که وکارېدل لکه ښکيلاک او زبيښاک، پوهنتون ، درستيز ، څارنوال ، پيژند او نور ډېر، نو بيا دې ورته تاسې هم خدای ټينګوي : که غواړې او که ژاړې تيروې به خپلې لياړې ! والسلام .


Anonymous
21.02.2006

[color=indigo:df841be35a]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زما پښتنو ، خوږو اودرنو وروڼو سلام مى ومنئ !

زما په اند(نظر) خو ښه خبره داده چى دمنځلاره (اعتدال) غوره کړو
كره او سوچه پښتو به كوم پښتانه ته خوند نه وركوى ؟!
ايا ذوقا په دا پورته كرښه كى له (نظر) نه اند
او له (اعتدال) نه منځلارى تورى خوند نه كوى ؟

خو په دى خبره كى دشك ځاى نشته چى په هر كار كى منځلارى ډيره مزه كوى
ځينى وروڼه دپښتو سوچه كول نه خوښوى او مخالفت يي كوى داسم كار ندى
په دى كى شك نشته چى هره ژبه په خپل كور كى پوره نده او له يوى بلى ژبى نه
يي خامخا څه راشكولى وى خو په دى استدلال بايددپښتو دكره توب مخالفت
ونه شى ځكه پښتو دنورو ژبو په پرتله ډيره كمزورى ده لكه محترم a صيب چى
ليكلى دى .
داهم دنياو او انصاف خبره نده چى پښتو دى دتړاوتورو(روابطو)په توګه وكارول شى دبيلګى په توګه زه يوه ورځ په يوه ځاى كى له څو ملګرو سره په با م ناست وم په اسمان كى وريځى ګرځيدلى لاندى يو ه ملا صيب را غږ كړه هلكانو ! په سماء كى په كثرت سره سحاب وجود لرى له دا سقف نه رانازل شئ دمطر خطر دى 0 (ټوكه)

نوكه داسى وى پښتو به نوره هم پسى خواره شى خو دا خبره هم ضرورى ده
چى دسوچه توب ګامونه دى هم ډير ګړندى او بيړنى نه وى بايد له احتياط نه
كار واخيستل شى اوبايد په اتفاقى صورت دا كار پرمخ بو تلل شى نه په انفرادى شكل
ځكه په انفرادى شكل خو خبره بيخى
خوړينيږى او اخر به له پښتونه يوه بله بلا
جوړه شى او هر څوك به خپل لغات يا وييځونه ور ننباسى
لكه دا پورتنى د (سمانديزو) تورى ګومان كوم په دى تورى يوه دماغ كار كړى دى
او ماته ذوقا او طبعا ښه نه رالګيږى ځكه يو نوم له څلورو تورو نه جوړاو تركيب شوى دى ٠
لكه (سم) ( اند) (يز ) اودجمعى واو نوايا داسى كومه ژبه به وى
چى يو نوم يي له څلورو تورو نه جوړشوى وى ؟

دا ددى تورى په اړه زما شخصى او تقريبا سطحى نظر دى پوښتنه مى هم
واقعى ده انكارى نده جوړوونكى او تائيدوونكى وروڼه يي بايد خپه نشى
ځكه دمحترمو وروڼو په خپګان زه خپه كيږ م هم او ويريږم هم
ځكه موږ خو دا يوه ستونزه لرو چى كله مو په يوه خبره مخالفت سره را منځ ته شى
نو كه سره نږدى وو بيا خو سمدستى ديوه بل په ګريوان كى منګولى خښى كړو او
دلستوڼو ټوټى په ميدان پريږدو سرى سپوږمى او لوڅ تخرګونه دګواښرندو
دمړوندونو په منځ كى نڅيږو سورورى پګړۍ او جګى شملى مو په پښو كى دخاورو خمير شى 0
او كه سره ليرى وو بيا نو دمنطق ځاى شكنځل ونيسى او هغه سپكى سپورى
بادوو چى امن پنا او زه خو خورا ډارندوكۍ سړۍ يم دچاد لستوڼي په څيرلو مى
هم زړه بريښى سپوږمى مباركى خو يي لا څه كوى داراز له شكنځلو مى هم ډير
ورټ كيږى او كه له هر څومره بد اخلاقه سړى سره كيوزم دهغه بد اخلاقى او
توندروى مى دى ته نشى اړ كولى چى دهغه دپښتنى مور خور او.... احترام تر
پښو لاندى كړم

هوكى ! دننى افغانى غرور په تله به زه ډير كمزورى او يا لږځواكه خيږم
خو څه وكړم له داسى زور او ځواك نه مى توبه ايستلى ده ځكه داډول زور او
ځواك نن زموږ زور او ځواك اوبه كړى دى والله المستعان

په مينه [/color:df841be35a]


Anonymous
22.02.2006

[quote:86ead02460]
د (سمانديزو) تورى ګومان كوم په دى تورى يوه دماغ كار كړى دى او ماته ذوقا او طبعا ښه نه رالګيږى ځكه يو نوم له څلورو تورو نه جوړاو تركيب شوى دى ٠
لكه (سم) ( اند) (يز ) اودجمعى واو نوايا داسى كومه ژبه به وى چى يو نوم يي له څلورو تورو نه جوړشوى وى ؟ [/quote:86ead02460]

زرملوال صيب پر ليکنه دې برکت او پرتاسو دې د خدای رحمت او زما سلامونه وي !
کيدای شي زوق بيلابيل وي، کله چې ماد لومړي ځل له پاره سم ـ انديز واورېده يا
سم ـ اند ـ پوهه يا سم اند توګه مې ولوسته ، ډيره مې خوښه شوه، ځکه له يو او دوه څپه ييزو وييځونو څخه ترکيبي جوړونې اسانه او معنوي لوښه يې زياته وي . په بهرنيو ـــ په تيره آلماني ژبه کې تر شپږو او اتو کم څپه ييزو اجزاو څخه جوړ شوي ترکيبي وييځونه ډير کارول کيږي او اوږده علمي متون (متنونه) په لږو جملو کې پرې ځايوي . هو داسې نومونه په آلماې ګڼ دی چې له ٣ـ٤ وييځونو څخه جوړ شوي ، ٥ او ٦ وييزه هم شته او ٨ ويزه لغتونه هم سړی موندلی شي . دالماني ژبې ښه ځانګړنه همدا ده چې لږ (يو يا دوه) څپه ييزه لغات يې ډيردي او د هغوی په مرسته يې بيا د ژبي ډيره برخه له ترکيبي لغاتو څخه بشپړه کړې ده . خواشينه يو چې په پښتوکې دغسې لنډ وييځونه لکه سم ، اند ، توګه ، پوهه او نور ډير کم او د ګوتو په شمېر دي ، چې د سم انديز ، سم اندتوګې يا سم اندپوهې په څير نوي ، خپلژبي علمي ترکيبونه ترې رامنځته شوې وای .
يو ساری : پوهنه درې څپې لري ، که د (ييز) ستاين توری پرې سربېره (علاوه) کړو،
پوهنيز (علمي) د وروستۍ (هـ) د ادغام پر برکت بيا هم درې څپه ييز پاتې کيږي خو هغه لوښه يې ختميږي چې د ټولنپوهنې له نوم څخه ترې ستاينی (صفت) جوړکړای شو او ووايو چې : دا يو ټولنپوهنيز حقيقت دی . خو په الماني کې Gesellschaftwissenschaftliche Tatsache, Naturwissenschaftliche Forschung او ډير اوږده ترکيبونه سخت ډېر کارول کيږي او خپله ژبه يې له ﻻتين او انګليسي ترکيبونو له يرغل څخه خلاصه کړې ده ، که څه هم هغه هم په کې په اړينه اندازه شته .
هو زه هم ددې پلوی نه کوم چې ژبه دې مصنوعي بڼه خپله کړي، خو که په يوه مخ ليکنه ې دوه يا درې نويزونه راشي چې معنی يې په قوس کې ورسره مل وي، مخالفت يې ښه کار نه بولم . اخر دا ژبه خو هم حرکت ، وده او پراختيا غواړي ، نو مخه يې چور ډبول هم سم کار نه دی .


kenay zalimano daway makaway

Anonymous
22.02.2006

salam womanay drano khwendo rono!
anyone who claim about their good marks in univercities in Afghanistan or anywhere else I will just say that please confirm it by scanning your resultships or cirtificates recognized by the high authorities of the educational administrations , in a specific subjects like Pashto or anyother language than everyone has the rights to claim and say that there is no such a word exists.
hope you all understood or understand this language
I didnt write it in Afghan language cause many of the people do not understand properly pure afghani language.
and unfortunately I have no Pashto fonts installed in my computer.
wasalam.


Anonymous
24.02.2006

بیا می هم ځولۍ ،ځولۍ سلامونه درواخلئ .
زه په دې امید دی بحث ته ورداخل شوم چې نوم ئې د ټول افغان درنو چلوونکو(له درناوی ډک،آزاد ،علمي او منطقي بحثونه) ایښی وو او د ښاغلي زمیر صاحب پوښتنه هم راته له درناوی ډکه ،منطقی او علمی ښکاره شوه ،خو دا کتری او کنائې لکه چې د ځینو ورونو په لیکنو کې مې ولیدلی او د اصلی موضوع پر ځای په فرعی مسایلواو موعاتو دومره ځیر کیدل چې اصلې موضوع بیخی هیره شی ډیر خواشینی کړم د زمیر ،زرملوال صاحب او دیوه بل میلمه د خبرو په تائید زماهیله داده چې ټول افغان دی بحث ته واقعآ علمی او منطقی ماهیت ورکړی او د صلاحیت لرونکو درنو ژبپوهانو ته دی خاصه بلنه ورکړی چې ددی پیل شوی بحث په هکله نظر ورکړی. هسې نه شیچې یو وخت مونږ بښتانه هم د یو او بل سره د خبرو لپاره ترجمان ته آړ شو


ژوند

Anonymous
24.02.2006

ما هم يو وخت کې يو ډير په زړه پورې کتاب چې له خارجی ژبې څخه په بښتو ژباړل شوی ؤ په ډيره مينه راواخيست چې ويې لولم. فکر مې وکړ چې ددی لوستل به آسانه او په زړه پورې وی. خو باور وکړی چې زړه مې ورسره تنګ شو او له پښتو نه يې په خارجی ژبه لوستل راته آسانه ښکاره شول. .
زه د پښتو ژبې د داسې سوچه کولو سره بيخی مخالف يم چې زه پخپله د يوه پښتون، د پښتو ژبې له ښوونځی نه فارغ او په خارج کې مې لوړتحصيلات کړی وی ، د پښتو کتاب د متن له لوستلو سره زړه خوړينئ شم.
که په دې هکله څوک راته سل او زر دليلونه راوړی، زما له پاره د قبول وړنه شی ګرځېدای. ځکه چې د پښتو دا ډول سوچه کول دا ژبه له مانه هم پردی کوی، دا خو لا پريږده چې له کم سواده پښتنو او يا د نورو ژبو له ويونکو څخه.
دا رنګه د هر چا په انفرادی ذوق او شوق د پښتو ژبې سوچه او نغه کول د ژبې د ويونکو اود هغو د آثارو د لوستونکو شمير کموی، ژبه انزوا ته کشوی او د تجريد او مرګ په لور يې بيا يی.
په دې کښې د پښتو ژبې د سرتمبه مينه والو هڅې د دوی د خپل هدف په ضد کاريږی او د ژبې له پاره هم دا ستره ضربه ده. رښتيا هم چې ـ د خره مينه لِغته ده ـ


Anonymous
24.02.2006

زه د ښاغلی A وړانديز غوره بولم چې نويزونه دې وي ، خو په يوه مخ کې دې له ٤ يا ٥ نويو وييځونو څخه زيات نه وي چې ژبه زيانمنه کوي . او بل داچې دغه نويزونه دې راټول شي او د پښتو ټولنې له خوا دې ، که اوس هم موجوده وي، وکتل شي . داچې يوځای بل ځای هر سړی له خپله انده نويزونه جوړوي او نشروي يي، ښايي د همدې له پاره وي چې پښتو ټولنه يا د پښتو څيړنو مرکز يې راټول کاندي او له کره کتنې څخه وروسته يې بيا نشر کړي ، ځکه هر څوک خو يو يا دوه نويزونه چې ده جوړ کړي وي ، نوموړي مرکز ته نشي وړاندې کولی . دا نور د هغوی کار دی چې پسې وګرځي راټول يې کړي او ويې ارزوي ! [color=cyan:840a1f8180]سماندتوګه = منطق اوسمانديز = منطقي هم يوه غوره ټاکنه ده بايدويې ارزوي [/color:840a1f8180]. او که پښتو ټولنه دا هم نه کوي نو ګيلې دې بيا نه کوي . په ژبه کې بيروکراتيزم چلېدﻻی نشي !والسلام !


Anonymous
09.03.2006

خواركئ صيب سرلوړى اوسې !
په زړه پورې او علمي ځوابونه و ويلي دي.باور وكړه كه دغومره علمي ځوابوبه سرو كفارو ته هم ووايې مسلمان به شي خو نه پوهېږم چې پښتانه څومره ضدي اوسخت زړي دي.
خو خير دى دوى ګرم نه دي د وروسته پاتې خلكو اند هم وروسته پاتې وي او پوښتنه او ځواب يې هم وروسته پاتې وي ، كه ته اوس هم د افغانستان ليرې پرتو سيموته لاړ شې نو هوښيار او متمدن هغه چاته وايي چې په پاړسي پوهېږي، او دغه دېرش كاله پخوا زده كړى (باسواده) هغه چاته ويل كيدو چې په پاړسي به پوهيدو حتى په داسې ليرې پرتو كليو كې چې له پاړسيوانو سره هيڅ ګډه پوله هم نه لري هغو به په خپلومنځو كې د راكړې وركړې ليكونه په پاړسي ليكل او ستونزه دا وه چې هغه مامور بېچاره به مراسلات ويلي وو او په پښتو به نه پوهيدو.
كه ته د دغو ښاغلو زاړه اسناد وګورې ټول په پاړسي دي. حتى پلرونو يې هم په پاړسي ليكل كول او په پښتو خبرې.
دا پښتو چې لږ ډېره عامه شوه خود پښتو ټولنې سره او په هيواد د ناورين له راتګ سره.
دا سمه ده چې دغه ناورين ډېرې ناخوالې راپېښې كړې خو يوه ګټه يې دا هم ده چې د پاړسي پر ځاى پښتو يوڅه عامه شوه.
ستاسو په قلم دې بركت وي، خداى دې اوږد عمر دركړي، مونږ ځوانان مو تر شا ولاړ يو تاسو تكړه شئ پښتو ته كار وكړئ مونږ يې په خپلو ليكنو كې استعمالوو.
اخبر به دا ړانده كاڼه پښتانه پوه شي.
دوى دومره بدمرغه دي چې په پاړسي كې نوى ويى په يو ځل اوريدو مني او يادوي يې خو په پښتو كې يې نه مني او ضد كوي.
زه د بېلګې پر ځاى د همغو ښاغلو شكل كاله پخوا او اوسنۍ ليكنې راوړم ستاسو په لسګونو نوي وييځونه پكې دي خو هسې په خوله ضد كوي.
د بېلګې په توكه شل كاله پخوا دوى خپلو كتابونو ته هم پاړسي اوعربي نومونه كېښودل او سريزې يې په پاړسۍ ليكلې خو اوس خپل د شعر غونډ ته د مجموعې پر ځاى ټولګه ليكي.
دوى دومره هم نه پوهېږي چې آيا انګريزان اوس د شكسپير په ژبه ليكل كوي او كه نوي كړي يې دي.
دوى ته پښتو ژبه د افغانستان زېرمې او كانونه برېښي چې بايد هيڅلكه ترې ګټه وانه خيستل شي او همغسې په خپلو ځايونو كې بند پاتې شي.
مننه
په ډېېېېېېېېېېردرنښت
ستاسو لاروى


Anonymous
16.03.2006

لارويه وروره كور دې ودان !
دا ځينې پښتانه نه پوهېږم چې پښتانه دي او كه ځانونه پښتانه ښيي ؟
دوى هر وخت د پښتو د نويو وييو سره مخالفت ښيي او بيا نالوستي خلك بانه كوي چې د دوى په ګومان ګواكې نه پرې پوهېږي !؟
ما خو په كلي كې له ډېر وړوكوالي راهيسې د بي بي سي راډيو اوريده او اورم يې او د دغې راډيو ډېر ويندويان نوي پښتو ويونه كاروي نو ما خو يو كليوال هم ونه ليدو چې ويلي يې وي نه پرې پوهېږم.
او باور وكړئ چې لا اوريدلي مې دي او ليدلي مې دي چې نوي وييونه په خپلو كې سره زمزمه كوي او ګټه ترې اخلي.
بي بي سي راډيو خو لا پرېږده په كابل ښار كې ټول پښتانه نوې وييونه خوښوي زه به درته يوه وړه بېلګه ووايم : ټولټاكنې. د كابل ټلويزيون يې وايي او ټول پرې پوهېږي .


دژبې سوچه كول

Anonymous
16.03.2006

زما په نظردا هيڅ مهمه نه ده چې ژبه دي سوچه وي. خو كه دا ومنو چې په نوروژبو كې نوي لغتونه جوړېږي زموږ هغه دې ولې له دې بهيره پاته وي،بايد ووايم چې نورې ژبې تكړه خاوندان لري، مثلاٌ فارسي درواخلئ د ايران په شان ستر هيواد يې تر شا ولاړ دى . همدا ايران د كال د۳۵ تر ۴۰ زره عنوانه كتابونه چاپوي.همدغه هيواد شاوخوا ۱۵ تلويزيوني چاينلونه په داخل كې او همدومره نور په بهر كې لري.دغه هيواد شاوخوا سل راديوګانې لري. تر دې هم د فارسي ژبې لوى امتياز د هغې د ويونكو دى ، ۸۰% ايرانيان ليك لوست كولاى شي. او كه خپلې خوا ته ځير شو دلته هم زموږ دري ژبې وروڼه هم تر موږ د خپلې ژبې په برخه كې باشعوره دي او هم تعليم يافته. درست په يوه خوله دي.دري يا فارسي دحكومتونو ژبه ده .له دولتي ملاتړه برخمنه ده.موږ او تاسي وليدل چې ايراني كلمات يې په څومره لنډ وخت كې عام او ترويج كړل ، حال دا چې پښتو كلمه څوك داسې په اسانه نه شي عامولى ځكه چې د دفتر ،چارواكو، بزنس او بازار ژبه نه ده .كه موږ څو كسه راولاړېږو او لغتونه جوړوو خپله ژبه به چې هسې هم منزوي او كونج ته شوې ده د هغې له اصلي ويونكو(پښتنو) څخه هم پردۍ كړو.موږ تراوسه پورې په همدې ټول افغان كې څوك زما په (ز) ليكي څوك په (ځ) دغسې په سلګونو نورې املايي ستونزې درواخلئ چې له ذكرولو يې په دې خاطر ډډه كوم چې ډېر وخت مو ونه نيسم،
په مينه او درنښت
نعيم


Anonymous
16.03.2006

نعيم صيب زما په اند خطاوتى يې !
تا ليكلي مهمه نه ده چې ژبه دې سوچه وي .
دلته هم په دې بحث نه دى چې ژبه دې بېخي سوچه وي او د بلې ژبې ويى دې په كې نه وي . دلته په نويو پښتو ويونو خبرې روانې دي او دا كار په ټولو ژبو كې دود دى چې تاسو خپله هم ترې اغېزمن شوي يئ.
او كه داسې نه وي نو مهرباني وكړه او په پخوانيو متنونو كې ستا د همدغې بې پروا ليكنې په څېر يوه بېلګه راوښيه چې املا او انشا يې ستا غوندې ليكلي وي.
او نورې خبرې دې پر ځاى دي چې د دربار ژبه نه ده دا موږ او تاسو پورې اړه لري چې د دربار او دفتر ژبه يې كړو او كه نه نو خداى كه دې څوك په دې هيواد كې هم خوښوي چې و اوسېږې.


Anonymous
16.03.2006

ګرانواستاذانوسلام!
غواړم د دې لاندې نيوکې په هکله لږ څه ووايم ٠
تاسو داسې ليکلي :
((موږ تراوسه پورې په همدې ټول افغان كې څوك زما په (ز) ليكي څوك په (ځ) ))
خوزه وايم چې که د پښتو د اصلي تور په کارولو خوښېږۍ نو د (زما) پرځای (ځما) ليکۍ او په پښتو ليکدود کی پښتو توري ډېر وکاروۍ ٠ او که دغه نه کوۍ نو بيا د قران ټکې نه دې په مروجه فارسي (ز) يې ليکۍ

و, ارچي


ورغوى صاحب

Anonymous
16.03.2006

درانه ورغوى صاحب،
مخكې تر دې چې ستاسو خبرو ته ځواب ووايم ، غواړم له ټولو دوستانو څخه يوخواست وكړم او هغه داچې موږ ټول چې په داسې بحثونوكې برخه اخلو ګومان كوم چې نه له يو بل سره پېژنو(حداقل زه ددې بحث هيڅ برخوال نه پېژنم)او نه مو سره دښمني او تربګني شته. فكر كوم ټول غواړو خپل ولس او د هغه ژبې ته خير ورسوو.بناً دټولونيت پاك دى، ښه به وي چې ټول هرڅه چې ليكو د متمدنو انسانانوپه څېر دروند چلند وكړو اويو بل ته كترې او تېرې خبرې ونه ليكو.موږ تاسو ټول پوهېږو چې په بحث كې عموماٌ هغه كسان احساساتي كېږي چې د منطق تله يې سپكه وي،زما منظور هيڅوك نه دي.كه څوك احساساتي شوي وي ښايي دې موضوع ته يې پام شوي نه وي. هيله ده چې له دې وروسته دې خبرې ته پام وكړي.
رابه شم د محترم ورغوي خبرو ته ،ګرانه د دې مانا څه ده چې هر څه ته بايد لغت جوړ شي . زه خو له دې بل مطلب نه اخلم مګر دا چې د ژبې د سوچه كولو هڅه يې وبولم.
زه نه وايم چې زموږ په ژبه كې دې نوي لغتونه نه جوړېږي ليكن افراط يې ښه نه ګڼم.په دې بحث كې وړاندې شوي لغتونه لكه سماند ته ضرورت څه دى؟ لغت خو د ضرورت له مخې جوړېږي ، دا ډول لغتونو ته اړتيا څه ده؟
په درنښت


ghafar
17.03.2006

نعيم جانه وروره زما سلامونه او نيکې هيلې ړمنۍ !
زه هم ستاسو نظر تائيدوم چې په ليکنو کې دې ادب مراعات شي.
مونږ بايد دټولو د مخه يو شئ په نظر کې ونيسو چې دا ډول بحثونه بايد لومړئ داحساساتو او تعصب له ليارې نه، بلکه علمي او منطقي بنسټ ولري. دوهم دا
چې مونږبايد لانديني اساسي ټکي ومنو:
١ ژبه لکه ډېرو نورو شيانو په څېر د انسانانو د ورځيني ستونز د حل لپاره ده، نه
دا چې انسانان د ژبې لپاره خلق شوي وي!!
٢ ژبه د افهام او تفهيم يوه وسيله ده.
٣ د لغتونو په استعمال کې بايد زمونږ ټولنيز جوړښت له پامه ونغورځولی شي !
پدې معنی چې نوي لغتونه بايد زمونږ دري ژبي هېوادوال نور هم له مونږ
څخه ليرې نکړي!
٤ د نويو لغتونو په جوړولو کې که ضروري برېښي بايد د افغانستان موجودو
رسمي نومونه ته جدي پاملرنه وشي. داسې نه چې د مثال په توګه په رسمياتو کې مونږ د سرحداتو وزارت ولرو او پخپل سري هېوادوال د پټيو د پولو داستانونه بيانوي. مونږ خو تر اوسه د پولو وزارت نلرو !!

په درنښت
غفار


Anonymous
18.03.2006

ګرانو هېوادولو زما سلامونه او نيکې هيلې ومنۍ !
څرنګه چې يوه ژبه په لومړي سر کې د پوهيدو او پوهولو يا افهام او تفهيم يوه وسيله ده او عام خلک بايد ور سره خپله ورځينۍ ستونزې حل کړي، نو ضرورت نه ليدل کېږي، چې د هغو عربي او نورو ژبو منلوشوو کلمو پر ځاي، چې د پېړيو په اوږدو کې په پښتو او همدارنګه په دري کې کارول شوي دي، نوي لغتونه جوړ شي. برعکس بايد هڅه وشي، چې د پښتو ژبه روانه او آسانه شي. همدا علت و، چې څه موده مخکې د دولتي مقاماتو له خوا د محترم حبيب الله رفيع تر مشرۍ لاندې يو هيأت وټاکل شو تر څو قران عظيم الشان په ( روانه او ساده پښتو ژبه) وژباړۍ او د خلکو په واک کې پرېږدۍ. بايد پښتنه وشي چې دولت ولې دغه تصميم ونيوه؟ ځکه د قران عظيم الشان ترجمه خو موجوده وه ! ځواب څرګند دئ، د قران عظيم الشان موجوده ترجمه عامو خلکو ته د پوهيدو وړ نده او د هېواد او اسلام دښمنان دخلکو د ذهنيتونو د خرابولو لپاره ور څخه ناوړه ګټه اخلي.
په درناوی
غفار


loghat arabi lafz day

Anonymous
19.03.2006

سلامونه او ښې چارې لرو برو له ١
زه له محترمو دپښتو ژبې څارونکو، شننکو ، او پوهاندو نه څو تپوسه ، پوښتنې لرم د پښتو ژبې د لوغاتو په اړه٠
١) په پښتو کې لغت، او يا لفظ ته وييزونه وايو او که ابيڅ ؟
٢) ټلويژن ته په پښتو کې لروينون اوس اوس وايي او که دا پخوانئ لفظ دی؟
٣) ډېرو ورځپاڼو کې د خلک يا خلق لفظ په (ق) ظاهروي او دلته په ټول افغان پاڼه کې چا په ما نيوکه کړې وه چې( ق )ندئ (ک) ليکل سحي دئ٠ اوس ستاسو څه رائ ده؟
٤) مادانګلش پشتو لغتنامه لوسته نو هلته ماته د elements لپاره په پښتو اورله کتله ليکلئ او دا د عنصر معنا ورکوي او که دابله معني د elements ښکاره کوي٠؟
دوستانو دې پوښتنو له ځواب راکړۍ ستاسو منندوئ به يمه
ستاسو تابعدار دوست
محمود اصفي


Anonymous
20.03.2006

ګرانو دوستانو تاسو بايد په دې پوه شئ چې ژبه يو جامد څيز نه دى چې خوځښت ونه كړي .
مونږ نه شو كولى چې سوچه ژبه ولرو او دا به ډېره ستونزمنه هم وي . خو دهر ويى له پاره كه زمونږ پوهان هڅه وكړي او لغت جوړ كړي پر ځاى كار دى.
دا چې اوس هم مونږ او تاسو په دې سره نه جوړېږو چې نوي ويونه جوړ شي او كنه ،دا زمونږ اوستاسو پر وروسته پاتې والي دلالت كوي.
تاسو وګورئ دري ژبي چې له ايران څخه نوي جوړ شوي ويونه واوري نو بيا يې په خپلو ليكنو كې ځايوي.
كه دميلمه ورور خبره ومنو چې له پخوا نه استعمال شوي ويونه راټينګ كړو نو بيا بايد پوهنتون ونه وايو ځكه چې د ا د څو كلونو پيدايښت دى.
همدا ارز كه تاسو وګورئ ټول هيوادونه د خپلو ژبو له پاره كار كوي .
په فرانسه كې هغه چاته د شرم ډكه كلنۍ تمغه وركوي چې په خپله ژبه كې يې په خپلو خپرونو كې ډېر پردي ويونه كارولي وي.
او كه نه تاسو غواړئ چې ژبه دومره روانه وساتئ چې د هيڅ ډول قاعدې او قانون پيرو نه وي نو بيا كوزپښتانه وروڼه ملامت نه دي چې وايي : پن كې اينك اچوم، ټايم به لګي.
ځكه دا غونډله د هغوى له پاره روانه او اسانه ده .
او بله دا چې ځينې خلك پښتو ويونو جوړولو ته افراط وايي چې دا پخپله يو افراط دى .
كه تاسو د يوې اكاډيمۍ يا پښتو ټولنې د جوړيدو په تمه كېنئ نو دا به هغه د پاړسيوانانو خبره (خيال است، مهال است و جنون).
هغه د پښتو ټولنه دا درې كاله كېږي او يا له دې هم وړاندې د (مركز ادبيات زبانها) په نامه اوښتې ده .
كه همدغو وياړليو اشخاصو دا درېرش كاله پښتو نوي ويونه واى جوړ كړي نو اوس به مونږ خپل زوى ته د دېرش كاله پخوا په څېر ليك داسې ليكلو:
د ريگ بيابان، برگهاى درختان، په شان احترامات درته تقديمووم او.....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more