د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
03.02.2006

منلي صميم جان روکي ته له مينې ، شفقت او شاباسي ډک سلامونه او نېکې هيلي ! د بحث له مؤدبانه او عالمانه بدرګې څخه دې د زړه له کومې منندوی يم :

داچې بې استثماره ټولنه سوسيالستي بلل کيږي او هيڅ اسماني دين خصوصي ملکيت او د هغه وده نه ردوي، نو له زبيښاکه يوه خلاصه اسلامي سوسياليستي ټولنه دخصوصي ملکيت پر بنسټ هډو امکان نه لري او ستاسې په وينا رښتيا هم
هسې .. [quote:41baedf714]د لېوني خوب به رښتياکول وي !!! [/quote:41baedf714]
او په دې توګه به دا هم متأسفانه د ليوني يو خوب او خيال پاتې شي :
[quote:41baedf714].... علمي بيدارۍ او ويښتيايي يوازينۍ لار بلل کېږي ،چې اسلامپوهان يې بايد د مظاهرې له مخې يو منلی ، غښتلی او پرمختللی اسلامي اقتصادي سيسټم معرفي کړي ،چې له هر ډول فيوډاليزم او پانګوالي څخه خلاص ،او د ټوليز هر اړخيز ملګرتوب پر بنسټ را منځته شي (پۀ دې مانا ، دخصوصي ملکيت ،چې د فيوډاليزم د سړيخور نظام ماڼۍ پرې ودانه سوې ،ناسم تصور دې و رټل شي ، اواسلامي سوسياليزم ته دې لار خلاصه شي !!! [/quote:41baedf714]
ددې علت دادی چې بي ودې اقتصاد او اقتصادي نظام له پيل څخه د ماتې سره مخ وي، او څنګه چې د خصوصي ملکيت وده له الف نه تر يا پورې پر استثمار وﻻړه ده ، نو پر خصوصي ملکيت وﻻړه بي استثماره اسلامي سوسيالستي ټولنه نا شونې او پر خپل ذات کې يو ضد اونقيض حکم ( ادعا) دی . خو د استثمار د شکل نرمول بالکل د اديانو يوه غوښتنه څه چې يو رسالت و، کوم چې د بردګۍ څخه يې فيډاليزم ته په ليږداو کې پلی هم کړ . په درنښت


کټوازی
06.02.2006

دروند او محترم استاز (A) صيب ته له درناوي ډک سلامونه او نېکې پيرزوينې ،
استازه ! داڅۀ چې تاسو وماته ليکلي ،له ماسره يي ځواب نشته ،
هو ! پرته له دې چې درته ووايم ،([color=white:f06197505a]استازه ![/color:f06197505a] )
بې له دې ټکي ،نور څۀ پۀ وس کې نه لرم او نه يي هم وينم چې ستاسې دروند شخصيت پرې ولمانځم!

اما بعد !
ډېر ښۀ مو ويلي ،

[quote:f06197505a]
[color=cyan:f06197505a]دا به هم متأسفانه د ليوني يو خوب او خيال پاتې شي : [/color:f06197505a]
اقتباس:
.... علمي بيدارۍ او ويښتيايي يوازينۍ لار بلل کېږي ،چې اسلامپوهان يې بايد د مظاهرې له مخې يو منلی ، غښتلی او پرمختللی اسلامي اقتصادي سيسټم معرفي کړي ،چې له هر ډول فيوډاليزم او پانګوالي څخه خلاص ،او د ټوليز هر اړخيز ملګرتوب پر بنسټ را منځته شي (پۀ دې مانا ، دخصوصي ملکيت ،چې د فيوډاليزم د سړيخور نظام ماڼۍ پرې ودانه سوې ،ناسم تصور دې و رټل شي ، اواسلامي سوسياليزم ته دې لار خلاصه شي !!! [/quote:f06197505a]

ځکه چې رښتيا هم ،
[quote:f06197505a] بي ودې اقتصاد او اقتصادي نظام له پيل څخه د ماتې سره مخ وي، او څنګه چې د خصوصي ملکيت وده له الف نه تر يا پورې پر استثمار وﻻړه ده ، نو پر خصوصي ملکيت وﻻړه بي استثماره اسلامي سوسيالستي ټولنه نا شونې او پر خپل ذات کې يو ضد اونقيض حکم ( ادعا) دی . [/quote:f06197505a]
خو مګر د اقتصاد او اقتصادي نظام بنسټ يوازې او يوازې پر خصوصي ملکيت نه دی ولاړ ، چې پۀ اسلامي سوسياليسټي ټولنه کې دې وده او پراختيا پيدا نۀ کړي ،برعکس ! د فيوډالي ټولنې پرتله يي پۀ سوسياليستي ټولنه کې دپراختياپراخه امکانات ليدل کېږي ،چې ددې ادعا اديان هم تائيد کوي ،ځکه چې بشر يو ټولنيز موجود دی ،د ټولنيز ژوندانۀ مانا يي له يو بل سره ټول اړخيزه ملګرتوب او همکارۍ ده ، نه چې د يو بل استثمار او استحصال !!! يا پۀ بله ژبه د بشر ژوند د تعاون بقا پر نظريې جوړ شوی نه د تنازع بقا ! چې د يوبل استثمار او استحصال دې وکړي !

رښتيا هم ،
[quote:f06197505a] د استثمار د شکل نرمول بالکل د اديانو يوه غوښتنه څۀ چې يو رسالت وو، کوم چې يي له بردګۍ څخه فيوډاليزم ته په لېږداو کې پلي هم کړ[/quote:f06197505a]
خو نن ورځ يې نرمول ښايي بيا هم ،له دې کبله د لېوني د خوب پۀ مانا وي ،چې د WTO خونخوارې منګولې به يي که طبيعي نۀ کړي ، حتمي خو به يي هرومرو کړي !
ځکه چې ددې نړيوال سوداګريز پارليمان له لارې ،چې يوازې او يوازې د نړۍ لوی ،لوی ييوروکرېټان اوټيکنوکرېټان پکې پۀ نا بللي ډول (پۀ دې مانا چې د نړۍ د ولسونو له خوا ټاکل شوي نۀ دي )ناست دي ، پرته له څو ملټي کلچرل هيوادونو د نورو ټولو هيوادونو صادراتي او تو ليدې منابعې به پۀ بشپړ ډول منجمد ،او له منځه به ولاړې شي ، ځکه لکه څرنګه چې وايو ،يو نړيوال پارليمان دی !
غواړې پۀ دې توګه اوس له يوې قانوني لارې د بشري ټولنې ځينو هيوادونو ته ورپاته توليدي منابعې هم جام کړي ، او وکولای شي د بشري ځواک د کار او زيار ارزښت چې بشر پر خپل پښو دروي ،هم راټيټ او پۀ پای کې يي له منځه يوسي ،او پۀ دې توګه يي يوازې پۀ نس( د ګهيځ او بېګاه پۀ يوه ګوله ډوډۍ ) مزدوران او غلامان کړي !!
تر بيا پورې ، پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو .


Anonymous
15.02.2006

ګرا منلي او ښاغلي صميم کټوازي ته سلامونه ، نېکې هيلې او پيرزوينې !
[quote:301ab6dece]خو مګر د اقتصاد او اقتصادي نظام بنسټ يوازې او يوازې پر خصوصي ملکيت نه دی ولاړ ، چې پۀ اسلامي سوسياليسټي ټولنه کې دې وده او پراختيا پيدا نۀ کړي ،برعکس ! د فيوډالي ټولنې پرتله يي پۀ سوسياليستي ټولنه کې دپراختياپراخه امکانات ليدل کېږي ،چې ددې ادعا اديان هم تائيد کوي ،ځکه چې بشر يو ټولنيز موجود دی ،د ټولنيز ژوندانۀ مانا يي له يو بل سره ټول اړخيزه ملګرتوب او همکارۍ ده ، نه چې د يو بل استثمار او استحصال !!! يا پۀ بله ژبه د بشر ژوند د تعاون بقا پر نظريې جوړ شوی نه د تنازع بقا ! چې د يوبل استثمار او استحصال دې وکړي ! [/quote:301ab6dece]
ډير اعلی او په زړه پورې ځواب مو ليکلی ، له ربه مو قلم تاند اواند مو څپاند غواړم !
بياهم غواړم دې ته مو پام واړوئ چې اقتصاد له هر بل شي زيات پر وده اوغوړېدا وﻻړ وي او يواځې هغه شکل يې له خصوصي او اجتماعي ملکيت له جملې څخه د بقا چانس لري چې اقصادي وده او غوړېدا تضمينولی شي . ګډ يا اجتاعي ملکيت د دې تضمين وسه نه لري . څرګنده بيلګه يې د ماتې سره د سوسيالستي بلاک مخامخ کيدل او له منځه تلل دي . له يوې خوا د ګډ اقتصاد مولديت نه خوندي کيږي اوله بلې خوا د خصوصي اقتصاد بي کنتروله شکل بشري ضد خويونه لري ،او دا پرې د پاسه چې د خصوصي اقتصاد له کنترول او لوړو مالياتو پرته ددولت دچارو پرمختګ هم شونی نه دی ، ﻻزمه ده تل له خصوصي اقتصاد او زړه سوانده دولت او يو ولسواک حکومت څخه کارواخيستل شي او بس ،نه له يو شنډ سوسيالستي اقتصاد څخه ، که څه هم دغه شنډ سوسياليسم اسلامي بڼه هم ولري . په مينه !


Anonymous
17.02.2006

درنو ليکونکو ميلمه A صاحب او کټوازی صاحب څخه له سلامونو وروسته مننه او کوم او بيا: هيله کوم راڅخه خواشيني نشئ جې زه بيرته دبحث هغه ځای ته راستنيږم چيرې چې تاسې پرې بحث پيل کړې و
ګل ملا ويلي وو:
[color=red:cffefdc2be]ګ م :[/color:cffefdc2be]
دا ﻻ څه کوې صنوبره ، لکه څنګه چې ملايا ن وايي، ديني قيودات ، امرو نهې هم په جنت کې نشته او په پانګواله ټولنه کې هم نه ليدل کيږي .داچې په جنت کې له جنسي اړيکو څخه ماشومان نه زيږي، په پانګواله ټولنه کې هم په نسبي توګه د ماشومانو دز يږيدلو مخه نيول کيږي خو ازادانه جنسي اړيکې نه محدوديږي !
په جنت کې هم يو دبل د حورو پورې سره غرض نه وهي او لکه دلته چې ليدل کيږي ، د واده لرونکو اشخاضو ګمراه
کول او استعمالول منع دي. خود پيغلو او ځوانانو بيا خپله خوښه ده چې د چا سره دوستي کول غواړي که نه .
خو بياهم تر ٧٠ پيغلو پورې ښايي يو ځوان په ټول ژوندانه کې په خوارۍ سره لاسته را وړي ، په جنت کې هم د هر مؤمن له پاره ٧٠ حورې وي : خو دا په يوه وخت کې تل ٧٠ حورې وي، او په برژوازي اوسرمايداره ټولنې کې ښايي په ټول ژوند کې ٧٠ پوره شي ، هو د جنت حورې پاکې مطهراتې دي او دا لويدځوالې باريکه سپينې دي ولې د خپلو مينه والو ځلمو په څير دوی هم پاکې نه دي . خو دې او سړي سره برابر دي او يو سړی پر دوه درې يا ٧٠ ښځو لکه يو مږ په ډيرو ميږو نه بريږي اونه يوه ځوانه تنکۍ نجلۍ د يوه زاړه بوډا شتمن سړي د کور کارا و پښو په چاپي کولوکې ټول عمر نه بربادوي . که سړي د بستر ې په سيال لوبه کې تل ګټلی شوه ، خپلې دوستۍ ته رسره دوام ورکوي او که په بستره کېسړس ماته وخوړه او پاتې راغی، بيا يې ونګه هغه ښځه نور نه ګوري  او لکۍ يې ورتړي ! نو صرف د شهواني سپورت لوبې او مسابقې دي چې د دوستۍ او ملګرتوب په نامه د پيغلې او ځلمي تر منځ دوام کوي ، خو هغه هم هغه وخت چې اړونده ځلمی د پيغلې خوښ شي او د ملګري په توګه يې منلی اوسي !
[color=blue:cffefdc2be]ملاخېل :[/color:cffefdc2be]
له دې مقايسې څخه به تيرشو، يواځې دا پوښتنه راته اړينه ښکاري چې د نسي اړيکو ضرورت د اوﻻد راوړلو له پاره ضرورت دي. په جنت کې خو څوک د اﻻد راوړلو ته هم ضرورت نه لري ،نو له ښځوسره د جنسي اړيکو ضرورت هلته څشی دی ؟ واسلام .


کټوازی
20.02.2006

[quote:1769c5ebec]
ډير اعلی او په زړه پورې ځواب مو ليکلی ، له ربه مو قلم تاند اواند مو څپاند غواړم !
بياهم غواړم دې ته مو پام واړوئ چې اقتصاد له هر بل شي زيات پر وده اوغوړېدا وﻻړ وي او يواځې هغه شکل يې له خصوصي او اجتماعي ملکيت له جملې څخه د بقا چانس لري چې اقصادي وده او غوړېدا تضمينولی شي . ګډ يا اجتماعي ملکيت د دې تضمين وسه نه لري . څرګنده بېلګه يې د ماتې سره د سوسيالستي بلاک مخامخ کيدل او له منځه تلل دي . له يوې خوا د ګډ اقتصاد مولديت نه خوندي کيږي اوله بلې خوا د خصوصي اقتصاد بې کنتروله شکل بشري ضد خويونه لري ،او دا پرې د پاسه چې د خصوصي اقتصاد له کنترول او لوړو مالياتو پرته ددولت دچارو پرمختګ هم شونی نه دی [/quote:1769c5ebec]
ګران او محترم استاز {A} صيب ته،سره له نورو لوستونکو ،
د زړۀ له تله سلامونه ،نېکې هيلې ،او احترامات !
اما بعد !
استازه ، ستاسې نظر،څومره پۀ زړۀ پورې او جالب دی !!!

[color=cyan:1769c5ebec]اقتصاد له هر بل شي زيات پر وده اوغوړېدا وﻻړ وي او يواځې هغه شکل يې د خصوصي او اجتماعي ملکيت له جملې څخه د بقا چانس لري چې اقتصادي وده او غوړېدا تضمينولای شي . ګډ يا اجتماعي ملکيت د دې تضمين وسه نه لري [/color:1769c5ebec]
چې منکر پرې اعتراض کولای نۀ شي !!!
ځکه که يي له اروايي اړخه و ځيرو ،نوهم پر دې واقعيت رسېږو ، انسان طبعا تر هغه وخته اجتماعيت ته غاړه نۀ ږدي ، تر څو چې يي فرديت ،خوندي شوی نۀ وي ، يا پۀ بله ژبه ،له خپل ذات سره د نهايي او فطري مينې له کبله (چې شخصي او ذاتي ګټې يي خوندي کېږي ) ټوليزې ملګرتيا ته غاړه ږدي ،ګنئ د خپلو ځاني ګټو، ياني مادي او مانوي دواړو ،د نه خونديتوب پۀ صورت کې ، پۀ هيڅ شکل هم ټولنيز دستورات نه رعايتوي ! او دا پاس اروايي کتنه ستاسې دريځ پخوي ، نو ستاسې د عالمانه دريځ پۀ تائيد کې بايد زياته کړو ، دګډ اقتصاد مولديت نه خوندي کېږي ، اړينه او بېخي ډېره اړينه ده ، چې پۀ خوا کې يي خصوصي ملکيت هم وده او پراختيا وکړي ، اما د يو منسجم عادلانه اقتصادي پلان له مخې ! تر څو يي سړيخور شکل غالب ،او پۀ دې توګه ،لکه څنګه چې يي وينو ، له فيوډاليزم او پانګه والي څخه بېرته برده ګۍ ته وا نه وړي !
اويا هم ستاسې پۀ دود ،
[color=white:1769c5ebec]ﻻزمه ده تل له خصوصي اقتصاد او زړه سوانده دولت او يو ولسواک حکومت څخه کارواخيستل شي او بس ،نه له يو شنډ سوسيالستي اقتصاد څخه ، که څه هم دغه شنډ سوسياليزم اسلامي بڼه ولري هم !. [/color:1769c5ebec]
پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو


کټوازی
20.02.2006

[quote:acef93951b="پتوال"]درنو ليکونکو ميلمه A صاحب او کټوازی صاحب څخه له سلامونو وروسته مننه او کوم او بيا: هيله کوم راڅخه خواشيني نشئ جې زه بيرته دبحث هغه ځای ته راستنيږم چيرې چې تاسې پرې بحث پيل کړې و
ګل ويلي وو:
[color=red:acef93951b]ګ :[/color:acef93951b]
دا ﻻ څه کوې صنوبره ، لکه څنګه چې ملايا ن وايي، ديني قيودات ، امرو نهې هم په جنت کې نشته او په پانګواله ټولنه کې هم نه ليدل کيږي .داچې په جنت کې له جنسي اړيکو څخه ماشومان نه زيږي، په پانګواله ټولنه کې هم په نسبي توګه د ماشومانو دز يږيدلو مخه نيول کيږي خو ازادانه جنسي اړيکې نه محدوديږي !
په جنت کې هم يو دبل د حورو پورې سره غرض نه وهي او لکه دلته چې ليدل کيږي ، د واده لرونکو اشخاضو ګمراه
کول او استعمالول منع دي. خود پيغلو او ځوانانو بيا خپله خوښه ده چې د چا سره دوستي کول غواړي که نه .
خو بياهم تر ٧٠ پيغلو پورې ښايي يو ځوان په ټول ژوندانه کې په خوارۍ سره لاسته را وړي ، په جنت کې هم د هر مؤمن له پاره ٧٠ حورې وي : خو دا په يوه وخت کې تل ٧٠ حورې وي، او په برژوازي اوسرمايداره ټولنې کې ښايي په ټول ژوند کې ٧٠ پوره شي ، هو د جنت حورې پاکې مطهراتې دي او دا لويدځوالې باريکه سپينې دي ولې د خپلو مينه والو ځلمو په څير دوی هم پاکې نه دي . خو دې او سړي سره برابر دي او يو سړی پر دوه درې يا ٧٠ ښځو لکه يو مږ په ډيرو ميږو نه بريږي اونه يوه ځوانه تنکۍ نجلۍ د يوه زاړه بوډا شتمن سړي د کور کارا و پښو په چاپي کولوکې ټول عمر نه بربادوي . که سړي د بستر ې په سيال لوبه کې تل ګټلی شوه ، خپلې دوستۍ ته رسره دوام ورکوي او که په بستره کې سړي ماته وخوړه او پاتې راغی، بيا يې ونګه هغه ښځه نور نه ګوري  او لکۍ يې ورتړي ! نو صرف د شهواني سپورت لوبې او مسابقې دي چې د دوستۍ او ملګرتوب په نامه د پيغلې او ځلمي تر منځ دوام کوي ، خو هغه هم هغه وخت چې اړونده ځلمی د پيغلې خوښ شي او د ملګري په توګه يې منلی اوسي !
[color=blue:acef93951b]صنوبر :[/color:acef93951b]
له دې مقايسې څخه به تيرشو، يواځې دا پوښتنه راته اړينه ښکاري چې د جنسي اړيکو ضرورت د اوﻻد راوړلو له پاره ضرورت دي. په جنت کې خو څوک د واﻻد راوړلو ته هم ضرورت نه لري ،نو له ښځوسره د جنسي اړيکو ضرورت هلته څشی دی ؟ واسلام .[/quote:acef93951b]
ښاغلی پتوال صيب ،او محترم استاز {A} صيب ،
يو وارې بيا مې سلامونه او نېکې هيلې و منئ ،
پۀ بشري ټولنه ، او پۀ ځانګړي ډول پۀ پانګواله ټولنه کې مو د شهواني لوبې واقعيت ډېر ښۀ انځور کړی ، چې د دوستۍ ، مينې او محبت تر پردې لاندې تر سره کېږي ، خو دا چې د جنت له ژوندانۀ سره يي پرتله کوئ ،نو دلته بيا ډېرې پوښتنې را ولاړېږي ،پۀ تېره بيا پۀ جنت کې له ديني قيوداتواو امر نهي څخه ازادي ،ښايي يوه فطري ګناه وبلل شي ، پۀ دې مانا چې پخپله فطرت يې مرتکب ګرځي ،اوپۀ دنيا کې يي پر انسانانو تطبيق هم يو جبر بللای شو ،
همدا ډول ، که جنسي اړيکې يوازې او يوازې دنسل د توليد د اړتيا له مخې نيولې کېږي ، او پۀ جنتي ژوندانۀ کې يي اړتيا نه ليدل کېږي ،ځکه چې هورې خوماشومان نه را وړل کېږي ، نو ايا پۀ دې توګه به پۀ جنت کې ژوند چې الهي کتابونه يي پر موږ پۀ دنياکې زېری کوي ، دا به يوبې خونده او بې کيفه ژوندنۀ وي ؟
او که هلته به د تکامل ، ياني ژوندانۀ شکل بدلېږي ، ياني پر ځای ددې چې د دنيوي ژوندانۀ پر تله ډېر ممتاز شي ، برعکس د يوۀ خيالي انځور بڼه غوره کړي ،او هر څۀ يوازې تر سجدې او پوجې يا روحانيت پورې محدودېږي !!!
که رښتيا هم داسې وي ، نو پس له مرګه د تکامل مانا څۀ شی سوه ؟؟؟؟؟؟؟
پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو


Anonymous
20.02.2006

کټوازي صاحب سلامونه !
تر کومه ځايه چې مو دا پوښتنه ماته راجع وي ، چې :
[quote:251771e29f]پۀ جنت کې له ديني قيوداتواو امر نهي څخه ازادي ،ښايي يوه فطري ګناه وبلل شي ، پۀ دې مانا چې پخپله فطرت يې مرتکب ګرځي ،اوپۀ دنيا کې يي پر انسانانو تطبيق هم يو جبر بللای شو ، [/quote:251771e29f]
نو دومره ويلی شم چې په جنت کې هم بايد د[color=white:251771e29f] مرتکب [/color:251771e29f]ټکی بايد يواځې د [color=yellow:251771e29f]نهې[/color:251771e29f] سره تړاو ولري، نور داسې بريښي چې جنتي ژوند يا مادي او له هډه فطري ژوند دی او يا يواځې روحي او روحاني ژوند دی او مادي اړخ او شهوانيت نه پيژني . نو که له مرګه وروسته په جنت کې هم تکامل وجود ولري ، روحي او روحاني تکامل به وي او د عباداتو درجه به تمثيلوي ! د جنت ﻻيتنهي پراختيا ،نامحدوده رنګينۍ او خوندونه او ورسره د مادي نعمتونو له لګولولو پرته د هغوی مزه اخيستل اوچشل د روحي دنيا بڼه تاييدوي ، نه د مادي دنياقانونمندي يا مادي determination !

[quote:251771e29f]همدا ډول ، که جنسي اړيکې يوازې او يوازې دنسل د توليد د اړتيا له مخې نيولې کېږي ، او پۀ جنتي ژوندانۀ کې يي اړتيا نه ليدل کېږي ،ځکه چې هورې خوماشومان نه را وړل کېږي ، نو ايا پۀ دې توګه به پۀ جنت کې ژوند چې الهي کتابونه يي پر موږ پۀ دنياکې زېری کوي ، دا به يوبې خونده او بې کيفه ژوندنۀ وي ؟ [/quote:251771e29f]
خوښي يو روحي حالت يا احساس دی، جنسي فعاليت دنيوي ژوند رنګين کوي او د ځوانۍ پړاو د اصلي ژوند او خوند د پير په ډول تعريفوي ، نو د دنيوي تجربې له مخې مونږ يواځې د جنسي اړيکو ژوند خوندور بولو اود هغې له خوند پرته ښه ژوند نشو تصور کولای . دا يوه فطري حيواني غريزه ده او هيله مو هم همداده چې ځوانې دې تل دوام ولري او د جنسي خوندونو بهير دې نه قطع کيږي . ددې ارمان وړۍ په دنيا نه شړۍ کيږي ، نوکه جنت هم ورته ټټر ونه وهي ، له دې ژوند څخه مايوسي به مو د مرګ خولې ته ورسوي او يابه په هغه ګډوډ فطري ژوند پېل کوو چې هر سړی په کې (د لويديځ په څېر لومړی) له کوره په صحرا او له وېشه په تالا خوښ وي . لويديځ نړۍ پر جنت او بل ژوند باور نه لري ا و د فطري غريزو د خوندونو ګډوډي او د تلان ژوند يې د فردي آزاۍ او نمو وانينو واسطه تر ولکې ﻻندې راوستلی او هغه يې د معنوي مولده ځواک په توګه تنظيم او کلتوري کړی دی . دی .
خو په جنت کې داسې نه ده، خوندونه به شهواني نه بلکې روحاني وي او د متمرکزې خوښۍ بڼه به لري ، د نيکمرغۍ غښتلی احاس به وي او د خوشحالۍ موج او سپې به وي چې دغه شهواني خوند ته به هډو د چا خيال هم نه وي او ه خوا او خاطر ې به يې هم نشي ګرځېدا ی . نو دا اټکل مو راته سم بريښ چې : [quote:251771e29f]
او که هلته به د تکامل ، ياني ژوندانۀ شکل بدلېږي ، ياني پر ځای ددې چې د دنيوي ژوندانۀ پر تله ډېر ممتاز شي ، برعکس د يوۀ خيالي انځور بڼه غوره کړي ،او هر څۀ يوازې تر سجدې او پوجې يا روحانيت پورې محدودېږي !!! [/quote:251771e29f]

[quote:251771e29f]که رښتيا هم داسې وي ، نو پس له مرګه د تکامل مانا څۀ شی سوه ؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:251771e29f] اړتيا به ورته نه وي ، هڅه هاند او هلې ځلې به نه غواړي ، نو که بياهم موجود اوسي نو صرف روحاني به وي او د شکران ، حمد او ثنا سره به تړلی وي او بس .


کټوازی
27.02.2006

[quote:d891db55d8="پتوال"]کټوازي صاحب سلامونه !
تر کومه ځايه چې مو دا پوښتنه ماته راجع وي ، چې :
نو دومره ويلی شم چې په جنت کې هم بايد د[color=white:d891db55d8] مرتکب [/color:d891db55d8]ټکی بايد يواځې د [color=yellow:d891db55d8]نهې[/color:d891db55d8] سره تړاو ولري، نور داسې بريښي چې جنتي ژوند يا مادي او له هډه فطري ژوند دی او يا يواځې روحي او روحاني ژوند دی او مادي اړخ او شهوانيت نه پيژني . نو که له مرګه وروسته په جنت کې هم تکامل وجود ولري ، روحي او روحاني تکامل به وي او د عباداتو درجه به تمثيلوي !
.[/quote:d891db55d8]
محترم پتوال صيب ،ښاغلي استاز {A} صيب او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
، که دا نړۍ د اخرت ، او يا هم بل ژوندانۀ لپاره ، چې موږ يې پۀ مخ کې لرو ،مقدمه او سرېزه وبولو ، داسې برېښي ،چې زموږ راتلونکی ژوند چې پۀ جنت کې به يي ولرو ،ددې ژوندانۀ پرتله ډېر پراخه او ممتاز وي ،او يوازې تر سجدې او پوجې پورې به نه محدودېږي !( اما که وړاندې تر مرګ موږ دلته د تکامل طولاني لار طی کړو ،ښايي وروسته ترمرګ خپل نهايي او وروستي هدف ته ورسېږو ،چې هغه هدف ته د لوړ انساني شخصيت او عبوديت مقام ويل کېږي ! خو پۀ هغۀ صورت کې هم زموږ جنتي ژوند ، يوازې تر عباداتو نه محدودېږي ،او پۀ څنګ کې يي خپل انساني او فطري ژوند هم پرمخ بيايو ،
او داچې تاسې واياست ،
[quote:d891db55d8] جنتي ژوند يا مادي او له هډه فطري ژوند دی او يا يواځې روحي او روحاني ژوند دی او مادي اړخ او شهوانيت نه پيژني [/quote:d891db55d8]
پرباور سره ،تېروتنه کوئ !
ځکه چې د هر جنتي پۀ خدمت کې د ٧٠ وو حورو ورکول ، او پۀ سپېڅلي قران کې پۀ همدې زيري چې پۀ جنت کې به دهر جنتي لپاره د خپلې مېرمنې پۀ ګډون ٧٠ حورې وي ، نارينه خپل اطاعت ته تشويقول ،پر دې دليل دی ،چې پۀ جنتي ژوندانۀ کې شهواني اړخ ،نه دا چې له پامه نه غوځول کېږي ،بلکې ډېرپراخه ،ارزښتمن او يو خوندور نعمت هم دی !!! او دا اويا حورې چې مااويا تاسوته درکول کېږي ، نۀ سو ويلای چې موږ ته دې يوازې جامې را پرېمينځي ،او يا هم خواړۀ راتيار کړي ، څرګنده ده چې جنسي او شهواني غوښتنې به مو را خړوبوي ، او پۀ دې توګه به د خوښۍ او هوسايۍ احساس کوو ، نه دا چې دا حورې به زموږ لپاره خواړۀ تياروي ،او يا به هم د پلاستيکي نانځکو پۀ مثال وي !!!


[quote:d891db55d8]خوښي يو روحي حالت يا احساس دی، جنسي فعاليت دنيوي ژوند رنګين کوي او د ځوانۍ پړاو د اصلي ژوند او خوند د پير په ډول تعريفوي ، نو د دنيوي تجربې له مخې مونږ يواځې د جنسي اړيکوخوندور بولو اود هغې له خوند پرته ښه ژوند نشو تصور کولای . دا يوه فطري حيواني غريزه ده او هيله مو هم همداده چې ځوانې دې تل دوام ولري او د جنسي خوندونو بهير دې نه قطع کيږي . ددې ارمان وړۍ په دنيا نه شړۍ کيږي ، نوکه جنت هم ورته ټټر ونه وهي ، له دې ژوند څخه مايوسي به مو د مرګ خولې ته ورسوي او يابه په هغه ګډوډ فطري ژوند پېل کوو چې هر سړی په کې (د لويديځ په څېر لومړی) له کوره په صحرا او له وېشه په تالا خوښ وي . لويديځ نړۍ پر جنت او بل ژوند باور نه لري ا و د فطري غريزو د خوندونو ګډوډي او د تلان ژوند يې د فردي آزاۍ او نمو وانينو واسطه تر ولکې ﻻندې راوستلی او هغه يې د معنوي مولده ځواک په توګه تنظيم او کلتوري کړی دی . دی . [/quote:d891db55d8]
ډېر ښۀ او زړۀ پورې ځواب مو ليکلی ،
اما ،ښايي پۀ هغه صورت کې چې جنت ته ټول هغه خلک ولېږل سي ،چې جنسي غوښتنې او هيلې ورڅخه واخيستل شي ،!!! مګر داسې به نۀ وي !!

[quote:d891db55d8]اړتيا به ورته نه وي ، هڅه هاند او هلې ځلې به نه غواړي ، نو که بياهم موجود اوسي نو صرف روحاني به وي او د شکران ، حمد او ثنا سره به تړلی وي او بس .[/quote:d891db55d8]
خو ښايي داد حکيم او عليم څښتن له عالي شانه سره و نه ښاييږي ، د لامتناهي کايناتو د لويي هستۍ ټول نظم ،انسجام او انتظام يوازې او يوازې د خپل حمد ،ثنا ، سجدې او پوجې لپاره رامنځ ته کړي ،او پر همدې نقطې سره پای ته ورسوي !
پۀ مينه او درنښت ،کشری ورور مو ،


Anonymous
27.02.2006

خدای مو وبخشه د تاسو ولې پښتو او پښتنو ته پردې نړۍ کار او خدمت نکوۍ چې پر هغه دنيا، جنت او يا وزخ اخته ياست ؟.
تاسو ته يو راڅونل فکر اوبيداري غواړم!!!!!!!
اسماني ميلمه


Anonymous
27.02.2006

اسمانی میلمه ماته خوته داسی مریض غوندی ښکاری الله پاک دی تاته اول هدایت وکړی اوبیا دی شفاء کامله په نصیب کړی . زما په اند خو دوی دواړه زيار باسي چې د جنت پوهيز يا مفهوم په راڅيونال ( انديز ) ډول وشني ،نو که تاسې راڅيو (اند ، تفکر) رښتيا هم خوښوئ، ولې په پورتني بحث کې ورسره برخه نه اخلئ ؟ آيا د آخرت دغسې موضوعګانې لکه جنت او دوزخ د مسلمانانو په ژوند کې ډيره اغيزه او رول نه لري ؟ جهاد ، شهيدان ، غازيان ، د روسانو ځغلول او د وطن آزادول د همدغو اسلامي روحيې او ديني معنوياتو برکت نه و؟ دا ټولې کار نامې د جنت له تمې او ددوزخ له ويرې پرته نه دي شوي که هرڅومره نورې انګيزې به هم ورسره مل وې ! آيا همداې نه ده اسماني ميلمه وروره ؟ والسلام !


Anonymous
27.02.2006

هی وروره !
زه مريض نيم ، له ډاکترانو څخه به په هره برخه کې تصديقونه درته راوړم .
زه خوتاسو لېونی کړی يم ٠

[quote:c2ee62ee4c="Anonymous"]اسمانی میلمه ماته خوته داسی مریض غوندی ښکاری الله پاک دی تاته اول هدایت وکړی اوبیا دی شفاء کامله په نصیب کړی[/quote:c2ee62ee4c]


کټوازی
05.03.2006

[color=blue:7d22e95825]ګرانووروڼو او پتمنو خو ېندو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
مهرباني و کړئ ،د ښو او سم انديزو پوښتنو پۀ رامنځ ته کولو سره ،زموږ بحث لا پسې علمي او منطقي کړئ ،څو له بل څخه يوڅۀ زده کړو ، ګنئ پۀ بې ځايه مداخلت سره زموږ بحث مه اخلالوئ ، مهرباني به مو وي !له دوهم مېلمه څخه د زړۀ له تله مننه کوم ،چې د اسماني مېلمه بې ځايه مداخلت ته يي منطقي ځواب ووايۀ!
نور بيا ..........[/color:7d22e95825]


Anonymous
05.03.2006

ويښ او حساس ځلمي ښاغلي او منلي صميم کټوازي او درنو لوستونکو ته سلامونه !
تاسو د بحث ډيره ښه او اړينه پوښتنه رامنځته کړې ده :
[quote:e4a569f984]په باور سره تيروتنه کوئ ! .....ځکه چې ....پۀ سپېڅلي قران کې پۀ همدې زيري چې پۀ جنت کې به دهر جنتي لپاره د خپلې مېرمنې پۀ ګډون ٧٠ حورې وي ، نارينه خپل اطاعت ته تشويقول ،پر دې دليل دی ،چې پۀ جنتي ژوندانۀ کې شهواني اړخ ،نه دا چې له پامه نه غوځول کېږي ،بلکې ډېرپراخه ،ارزښتمن او يو خوندور نعمت هم دی !!! او دا اويا حورې چې مااويا تاسوته درکول کېږي ، نۀ سو ويلای چې موږ ته دې يوازې جامې را پرېمينځي ،او يا هم خواړۀ راتيار کړي ، څرګنده ده چې جنسي او شهواني غوښتنې به مو را خړوبوي ، او پۀ دې توګه به د خوښۍ او هوسايۍ احساس کوو ، نه دا چې دا حورې به زموږ لپاره خواړۀ تياروي ،او يا به هم د پلاستيکي نانځکو پۀ مثال وي !!![/quote:e4a569f984]
که شهوانيت د جنت ارزښت په درندو کاڼو و تلي، نو دغه ارزښت او دروند والی خو يې د ملايکو له پاره هډو وجود نه لري ، ځکه ملايک شهوانيت خو څکی څکی چې د نارينه او ښځينه صفت هم نه لري. او بيا هم هغوی تر انسان د جنت له پاره زيات عبادت او بندګي کوي ، ايا همداسې نه ده ؟
پاتې شوه د ٧٠ حورو د لرلو خبره، نو په لرلو کې خو يې شک نشته ،ځکه په قران کې يې وعده ورکړل شوېده . خو داچې حورې دې د مادي شهوانيت سره تړاوولري، ښايي په قران کې يې مشخصه يادونه نه وي شوي، خو د مفسرينو انګيرنې دغسې شته چې ګواکې د شهواني غريزې د رفعې کولو له پاره ٧٠ تنه نوموړې مطهراتې
د هر جنتي نارينه له پاره شته .
خو په دې انګيرنو سره دا پوښتنې نه دي ځواب شوي چې :

١ـ دغه مطهراتې څوک دي اوله کومه راغلې دي . ايا دوی د جنت ځايې او مقامي اوسيدونکې دي او که د دنيا اوسيدونکي وې چې په جنت کې د حور و مقا م ته ورسيدې ؟
که ددنيا ښځې وي ،نو دا کومه ډله ده او د کومو عملونو په بدل کې دې مقام ته رسيږي، ددې مقام وعدې ولې چاته نه دي ورکړل شوي ؟ له دوی څخه صرف د سړي خپلې ميرمنې ته دا وعده ورکړل شوې چې د خپل دنيوي ميړه له پاره به د مخکښې حورې په توګه د نورو ٦٩ حورو سره د ٧٠ حورو ډله بشپړوي . خو دا نورې ٦٩ له کومه ځايه راځي ، څوک دي؟، دنيوي ژوند يې ليدلی او که نه تل په جنت کې وې او ددې انتظاريې ويسته چې کله به يې جنتي مالک په دنيا کې ساه ورکوي او آيا د قيامت له حساب کتاب نه مخکې به ددوی غيږې ته راځي او که تر مړينې وروسته به بيا هم تر قيامته پورې دده د ديدن مشتاقې پاتې کيږي او کله چې سړی حساب ورکړي او جنتي شي نو هله به بالاخره ددوی په عمرونو مسافر اشنا باندې راټوليږي اوهغه خوندونه به هله پيل کيږي چې کيف او کم يې پای نه لري ؟

او که نه ، دوی دالله تعالی په امر سره همغه وخت په جنت کې د لومړي ځل لپاره پيدا کيږي او دچا خبره کاغذ پيچ جنتي ته وړاندې کيږي مجردې چې جنتي عليه السلام جنت ته داخل شي ؟ پهدې صورت کې به پرې د انتظار موده هم نه تيريږي ، خو هغه ښه اعمال به ، چې ددغه جنتي خوندونو سبب ګرځي ،هم ونه لري ، که څنګه ؟

٢ ـ که ٦٩ حورې د دنيا بهترينې مسلمانانې وي، نو دوی بايد حتمأ ناواده پاتې شوې پيغلې وي ، ځکه د يو سړي د حورو په توګه بايد بيا بل ميړه ونه لري . خو ددغسې پيغلو شمير دومره کم وي چې د جنتيي سړيو يو چند هم نه پوره کوي، نو دا ٦٩ ځلې زياتوالی له کومه شو . نتيجه دچې دا دجنت حوري يا دنيوي سرچينه لرلی نشي او يا خو دنارينه مسلمانانويواځې اويايمه برخه ، او ښځې ټولې (!)،جنت ته ځي ، نو په دې حساب بيا د سړي په سر ٧٠ جنتي ښځې چې يوه به يې خپله منکوحه او نورې ٦٩ به يې ددايمي دوزخيانودونيوي منکوحې + يو څو پيغلې وي . خودا هم يو حل نه بريښي، ځکه اول وي که آخرهر مسلمان دوزخي هم جنت ته ځي او په دوزخ کې تلپاتې نه وي . که هلته وګوري هغه خت چې دئ په دوزخ کې و ښځې يې د بل جنتي سره وخت تود کړی و، نو که پښتون وي له غيرته به جنت بيرته پريږدي او د خپل نيکه آدم په څير به مره ور په اعراف کې هستوګن شي .
او که پښتون نه وي ، ٧٠ حورې به له کومه کوي ، حق خو يې هر جنتي لري ، که څنګه ؟ والله اعلم !
٣ـ که حورې صرف جنتي پيداوار وي اود نيا يې نه وي ليدلې، غريزې چې شيطاني قوې بريښي او سخترينه غريزه په کې شهوانيت دی ، له دوی سره ولې او له کومه پيدا شوه ؟ و که دغه غريزه ونه لري، بيا به نوحورې د ژونديو ،خو ښکلو پلاستيکي ښځو سره څه توپير ولري ؟
٤ـ مادي (بيلوژيکي ) ژوند له چاپيريال سره د موادو په ورکړه راکړه او تبادله تعريف شوی، په جنت کې د خوراک روحي اکټ او د غذاصرف روحي مزه چشل کيږي، له دې کبله يې بيا افرازات هم نشته (تشناب او چټلتون نه لري) ، د شهواني غريزې رفع اوخوند يا انزال او د مني افرازول هم ، چې چټلي رامنځته کوي ښايي نه وي ، يعنې اورګازموس به هم د مني له انزالولو پرته ترسره کيږي چې يو صرف روحي اکټ يې بللی شو ، عينأ لکه خوراک چې په جنت کې په روحي مزې اخيستنې محدود دی ، دغسې به شهوانيت هم يواځې يوه ر وحي پروسه وي او مادي بڼه او ماد ي پايلې به هډو نه لري او که نه دا ټولې پوښتنې شايد بي ځوابه پاتې شي . والله اعلم !
[color=white:e4a569f984]٥ ــ او تر کومه چې د تکامل خبره ده، نو هغه هم ددنيوي (مادي) ژوند قانونمندي جوړو ي او داسې ښکاري چې په جنت کې د تکامل اړتيا او موجوديت نشته : ځکه تکامل د تضادونو زيږنده بلل کيږي او په جنتي ژوند ګې نه اضداد وجود لري او نه تضادونه ، نه مبارزه(مزل) شته او نه يې منزلونه ( هدفونه) . د انسانانو ترمنځ نه مادي اقتصادي اړيکې شته اونه يې خوځښت او تکامل ، نه کار او توليد وجود لري او نه تولد . نه ماشومان شته او نه يې رالوييدل ، اخلاق هم هلته لوړ خو ثابت اخلاق دي ،نو نفې او د نفې نفې بهير ياد تکامل پروسه نه رامنځته کيږي !
والسلام[/color:e4a569f984]


کټوازی
10.03.2006

ګران او محترم استاز {A} صيب او نورو درنو لوستونکو ،
زما دمينې تاودۀ سلامونه ،نېکې هيلې او احترامات ومنئ !
اما بعد !
ګرانه استازه ! تاسود بحث ډېر پۀ زړۀ پورې پړاؤ ته داخل شوي ياست ،

[quote:bd66e80de1="A"] تاسو د بحث ډيره ښه او اړينه پوښتنه رامنځته کړې ده :

که شهوانيت د جنت ارزښت په درندو کاڼو و تلي، نو دغه ارزښت او دروند والی خو يې د ملايکو له پاره هډو وجود نه لري ، ځکه ملايک شهوانيت خو څکی څکی چې د نارينه او ښځينه صفت هم نه لري. او بيا هم هغوی تر انسان د جنت له پاره زيات عبادت او بندګي کوي ، ايا همداسې نه ده ؟
[/color][/quote:bd66e80de1]
رښتيا هم شهواني او جنسي اړخ د جنتي ژوندانۀ يو ارزښتمن ،خوندور او پۀ زړۀ پورې نعمت هم دی ، اما دا يوازې پۀ انسان پورې تړاؤ پيداکوي ،نه پۀ نورو شتونو (مخلوقاتو پورې ) ښايي پۀ دې نعمت کې پېريان هم ګډون ولري ، خود انسان پۀ څېرنه يې جنتي ژوند هم ممتاز کېدای نۀ شي !
او دا پۀ دې پورې هيڅ تړاو نه لري ، ګواکې د عبادت او بندګي پر اساس انساني ژوند پۀ جنت کې ممتاز او يا هم شهواني اړخ لري ! بلکې يوازې ددې لپاره چې انسان د ژوندانۀ لپاره نفسي او جنسي غوښتنې لري ،که دا ژوند يې پۀ دنيا کې وي او که هم پۀ جنت کې ! انساني عواطف او غرايز يې جوخت ورسره دي ،برعکس پۀ جنت کې يي ميدان لاپسې پراختيا پيدا کوي او ابدي بڼه خپلوي ! خو ملايک ځانته بېل مخلوق دی چې له انسان سره يي ژوند نۀ شي برابرېدای ، چې ګډ هدف او مفهوم ورته وټاکو ! او بس
نور بيا ................. که خدای کول !
[color=cyan:bd66e80de1]يادښت :
بښنه غواړم پاته ليکنه مو د ډېرې بوختيا له کبله را څخه بې جوابه پاته کېږي ،که خدای کول پۀ بله ليکنه کې به يي جواب کړم خاطر مه درنوئ [/color:bd66e80de1]



ع کريم حليمي
10.03.2006

ګرانو او محترمو٠  استاد a صيب ،صميم کټوازی صاحب او نورو درنو لوستونکو
السلام عليکم ! 
[quote:0997bd2b29]دغه مطهراتې څوک دي اوله کومه راغلې دي . ايا دوی د جنت ځايې او مقامي اوسيدونکې دي او که د دنيا اوسيدونکي وې چې په جنت کې د حور و مقا م ته ورسيدې ؟ [/quote:0997bd2b29]
بېله کوم شک او اشتباه دغه مطهراتي حوري د جنت مخلوقات دي ولي چه 
د انس ، جن لاس نه دې ور وړه شوې   
الله ج فرمايي چه :
بسمه تعالی : فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ
Therein are those of modest gaze , whom neither man nor jinn will have touched before them

او داحوري موږ ته داسي را معريفي  کيږي چه :
كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ
ګواکي دغه حوري ياقوت لعل وي 
واضح ده چه مثل ئې موږ نسو ليدلی په دغه نړۍ کښي ٠ پس نو يوازي او يوازي 
د سمانونو دجنت مخلوقات دي 
نور نو سورت رحمان کتلای سۍ ٠ دا حوري  څه رنګ لري ٠٠٠٠ 



ع کريم حليمي
11.03.2006

ګرانو او محترمو٠ استاد a صيب ،صميم کټوازی صاحب او نورو درنو لوستونکو
السلام عليکم !

[quote:05702c99bc]مادي (بيلوژيکي ) ژوند له چاپيريال سره د موادو په ورکړه راکړه او تبادله تعريف شوی، په جنت کې د خوراک روحي اکټ او د غذاصرف روحي مزه چشل کيږي، له دې کبله يې بيا افرازات هم نشته (تشناب او چټلتون نه لري) ، د شهواني غريزې رفع اوخوند يا انزال او د مني افرازول هم ، چې چټلي رامنځته کوي ښايي نه وي ، يعنې اورګازموس به هم د مني له انزالولو پرته ترسره کيږي چې يو صرف روحي اکټ يې بللی شو ، عينأ لکه خوراک چې په جنت کې په روحي مزې اخيستنې محدود دی ، دغسې به شهوانيت هم يواځې يوه ر وحي پروسه وي او مادي بڼه او ماد ي پايلې به هډو نه لري او که نه دا ټولې پوښتنې شايد بي ځوابه پاتې شي . والله اعلم ! [/quote:05702c99bc]
ستاسو په اجازه !
داسي سند نسته په لاس کښي چه د جنت ږوند روحي اکټونه وي 
اما داسي سند په لاس کښي لرو چه متشابه خورکونه به کوو انشاالله که ورغلو 
بسمه تعالی ٠ وَ بَشرِ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ أَنَّ لهَُمْ جَنَّتٍ تجْرِى مِن تحْتِهَا الاَنْهَرُ كلَّمَا رُزِقُوا مِنهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقاً قَالُوا [color=blue:05702c99bc]هَذَا الَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَ أُتُوا بِهِ مُتَشبِهاً [/color:05702c99bc]وَ لَهُمْ فِيهَا أَزْوَجٌ مُّطهَّرَةٌ وَ هُمْ فِيهَا خَلِدُونَ
دا چه رزق زمونږ متشابه وي نو ټوله حيات هلته متشابه کيږي ٠ 
او د مبارک د حديث په قول سره دا ثابته ده چه  د انسان باډۍ پسله مرګه بيا 
په هم دغه شکل جوړيږي د عصعص (coccyx)له هډکي څه ٠ 
Abu Huraira said, "Allah's Apostle said, 'Between the two sounds of the trumpet, there will be forty." Somebody asked Abu Huraira, "Forty days?" But he refused to reply. Then he asked, "Forty months?" He refused to reply. Then he asked, "Forty years?" Again, he refused to reply. Abu Huraira added, "Then (after this period) Allah will send water from the sky and then the dead bodies will grow like vegetation grows. There is nothing of the human body that does not decay except one bone; that is [color=white:05702c99bc]the little bone at the end of the coccyx of which the human body will be recreated on the Day of Resurrection[/color:05702c99bc]." )

پښتنه دا پيدا کيږي چه په جنت کښي ژوند  روحي دي ٠ کومه حواله سته يا سند سماوي يا حديث نبوي لرو ؟؟ 
او بله پوښتنه دا ده چه : (عينأ لکه خوراک چې په جنت کې په روحي مزې اخيستنې محدود دی )  ايا ددغي جملې سند په لاس کښي لرو ؟؟ 


کټوازی
12.03.2006

ګران او محترم استاز (A) صاحب او مولوي صيب عبدالکريم حليمي او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !

ګرانه استازه ! ستاسې پوښتنې ټولې ارزښتمنې او قدرمنې دي ،خو دا لاندې پوښتنې موډېرې ښې بو لم

[quote:f9e0d738a1]٣ـ که حورې صرف جنتي پيداوار وي اود نيا يې نه وي ليدلې، غريزې چې شيطاني قوې بريښي او سخترينه غريزه په کې شهوانيت دی ، له دوی سره ولې او له کومه پيدا شوه ؟ و که دغه غريزه ونه لري، بيا به نوحورې د ژونديو ،خو ښکلو پلاستيکي ښځو سره څه توپير ولري ؟[/quote:f9e0d738a1]
بې له شکه چې حورې جنتي مخلوق دی او دنيا يي نه ده ليدلې ،او پر اهل جنت ( انسان ) د لوی خدای جل جلا لۀ يوستر لطف او رحمت دی ، خو داچې تاسې واياست غ[color=white:f9e0d738a1]رايز چې شيطاني ځانګړتياده او سخترينه غريزه پۀ کې شهوانيت دی ، له دوئ سره ولې او له کومه را پيدا شوه ؟[/color:f9e0d738a1] نو ډېر روښانه جواب يې موجود دی ، ددې لپاره ورکړل شوه چې د انسان جنسي تنده له منځه يوسي اوپۀ دې توګه يي شهواني هيلې ور خړوبې کړي ،او پرته له دې چې د حورو ژوند له موږ سره پر شهوانيت تکيه و لري ، بل بنسټ يې نه ليدل کېږي ،او دا واقعيت پۀ سپېڅلي قران کې هم پر اثبات رسېدلی ! اودا چې له دوئ سره دا غريزه له کومه راپيدا شوه ؟
ډېر ه پۀ زړۀ پورې پوښتنه ده خدای دې وکړي چې زما جواب هم همدومره پۀ زړۀ پورې او جالب وي [color=blue:f9e0d738a1]( دا غريزه ورسره پيدا نه شوه ، بلکې ددې غريزې لپاره يي پيداکړې او يا پيدا به يي کړي !او بس بل مفهوم او هدف ورته نه دی ټاکل شوی او پرته له دې به رښتيا د پلاستيکي نانځکو پۀ مثال وي !!![/color:f9e0d738a1] همدا رنګه غرايز ټوله انساني سرچينه لري او شيطاني يي نۀ سو بللای !

[quote:f9e0d738a1]٤ـ مادي (بيلوژيکي ) ژوند له چاپيريال سره د موادو په ورکړه راکړه او تبادله تعريف شوی، په جنت کې د خوراک روحي اکټ او د غذاصرف روحي مزه چشل کيږي، له دې کبله يې بيا افرازات هم نشته (تشناب او چټلتون نه لري) ، د شهواني غريزې رفع اوخوند يا انزال او د مني افرازول هم ، چې چټلي رامنځته کوي ښايي نه وي ، يعنې اورګازموس به هم د مني له انزالولو پرته ترسره کيږي چې يو صرف روحي اکټ يې بللی شو ، عينأ لکه خوراک چې په جنت کې په روحي مزې اخيستنې محدود دی ، دغسې به شهوانيت هم يواځې يوه ر وحي پروسه وي او مادي بڼه او ماد ي پايلې به هډو نه لري او که نه دا ټولې پوښتنې شايد بي ځوابه پاتې شي . والله اعلم ! [/quote:f9e0d738a1]
شهوانيت هيڅکله اوهيڅ وخت هم روحي پروسه نه لري ، بلکې پۀ بيولوژيکي صورت سره به موجود وي او مادي بڼه به ولري ،خوداچې داورګازموس پۀ صورت کې مني انزالېږي او يا نه ، چټلي را منځته کېږي او يا نه ! دا هيڅکله دا ما نا نه لري ، ګواکې روحي بڼه به ولري ، بلکې دا پۀ انساني ژوندانۀ کې چې وروسته له مرګه يي پۀ با قېمت او ارښتناک ډول پيلوي د تکامل برکت بلل کېږي
[quote:f9e0d738a1]٥ ــ او تر کومه چې د تکامل خبره ده، نو هغه هم ددنيوي (مادي) ژوند قانونمندي جوړو ي او داسې ښکاري چې په[color=white:f9e0d738a1] جنت کې د تکامل اړتيا او موجوديت نشته [/color:f9e0d738a1]: ځکه تکامل د تضادونو زيږنده بلل کيږي او په جنتي ژوند ګې نه اضداد وجود لري او نه تضادونه ، نه مبارزه(مزل) شته او نه يې منزلونه ( هدفونه) . د انسانانو ترمنځ نه مادي اقتصادي اړيکې شته اونه يې خوځښت او تکامل ، نه کار او توليد وجود لري او نه تولد . نه ماشومان شته او نه يې رالوييدل ، اخلاق هم هلته لوړ خو ثابت اخلاق دي ،نو نفې او د نفې نفې بهير ياد تکامل پروسه نه رامنځته کيږي !
والسلام[/quote:f9e0d738a1] پۀ بشپړ او کامل يقين سره ، د انساني تکامل واقعي او نهايي مراحل پۀ جنت کې پيلېږي ، اوپۀ جنت کې راکداو تکراري ژوند يې وروستۍ پوړۍ نه بلل کېږي ، که داسې وي نو هيڅ شک نه پاته کېږي چې د کايناتو د بې نهايته عظيمي هستۍ څښتن دا ټول موجودات او مخلوقات پرته له دې چې کوم سپېڅلی او پرمختللی مفهوم او هدف ورته وټاکي پيدا کړي !! ( نعوذبالله )
پۀ جنتي ژوندانۀ کې داقتصادي را کړې ورکړې نشتوالی او دماشومانو نه راوړل دا مانا نه لري ،ګواکې هورې به تکامل وجود ونه لري او يا به هم اړتيا ورته نۀ وي ، بلکې د يوۀ بې نهايته تکامل پر خوا به روان وي ،چې هغه الله جل جلالۀ ته ورتګ او پۀ پای کې ورنږدې کېدل دي !
پۀ بشپړ باور، الله جل جلالۀ ته ورتګ او پۀ پای کې ورنږدې کېدل (چې انسان پۀ واقعي ، رښتيني مفهوم او مانا هغه ذات اقدس وپېژني او لږ تر لږه ددغه ذات اقدس ټول جلاليه اوجماليه صفات پۀ خپل وجود کې وبرېښوي ) ډېر ستر او ترهغه ځايه چې زموږ پام ور اوړي ، خورا ډېر ،سپېڅلی ا وپرمختللی مفهوم او تعبير لري ،چې انساني عقل اوفکر پۀ کې پۀ بشپړ ډول واکمن نه دی !
رښتيا هم
[quote:f9e0d738a1] [color=cyan:f9e0d738a1]تکامل د تضادونو زيږنده بلل کيږي[/color:f9e0d738a1] او په جنتي ژوند ګې نه اضداد وجود لري او نه تضادونه ، نه مبارزه(مزل) شته او نه يې منزلونه ( هدفونه)[/quote:f9e0d738a1]
خو اضداد به وجود ولري ! ځکه چې د کايناتو هرموجود د خپل ضد پر وجود دوام مومي ، چې پۀ دنيا کې يي موږ شاهدان يو ،اوبل نامتو پوهان پر دې سره موافقه لري ، چې دنيو ي ژوند داخروي ژوند يوه سرېزه او مقدمه ،يا پۀ بل ژبه دا نړۍ او ټول پېنيز اوډون (Universal Organization)د تکامل لمړی ګام دی او وروسته تر مرګه خپل نهايي او وروستي هدف ته ګام ږدي ،چې ټول مراحل يې پۀ جنت کې پيلېږي او ټولې روزنيزې لارې چارې (تر بيتي قوانين ) برنامې او اصول پۀ کې شامل دي !
پۀ مينه او ادب
کشری ورور مو


Anonymous
14.03.2006

درنو ورونو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
له محترم استاد مولوي ‍صاحب حليمي له ارزښتمنې او د گران کټوازي ورور له تفکيکي څرگندونو څخه ډيره مننه کوم. د ًسورت رحمان دمبارکوايتونو  په لوستلو مې زړه  ډير خوږ او تسکين  شو ، محترم  استاده تاسوته دې  د دې ښووني داجرپه توګه  جنت فردوس  اوخپله لقا نصيب کړي ، زمونز  سره ، امين ، ثم امين ٠
په لومړي نظر خو د جنت ژوند هم د دنيا د ژوند په څير هر چاته روحی او مادي دواړه مالوميږي. اوکه دواړه اړخونه ونه لري، لکه کټوازی صيب ، هيچاته واقعي نه بريښي، يعنی د واقعيت معيار يې ماديت بولي او له هغې پرته يې تصور ناشونی بريښي. خوداچې زمونږ په دنيوي ژوند کې هم روحی اړخ زيات او آن غالب دی، دې ته د چا فکر نه وي. که له رڼا او فزيکي امواجونه راته غږونه ، رنگونه او له بیولوژیکي موادو څخه داته خوندونه او خوشبويي گانې په زايقه، شامه، باصره او سامعه او نورو حواسو کې جوړوي ، پيښې په احساس، ادراک،
تصور ،احساساتو او جذباتو اړوي ، اراده او تفکر لري نو دا ټول روح دی چې کوي يی او زمونږ مادي ژوند ممکنوي.
نو هر څه چې په دنيا کې وينو گورو يايې درک کوو، د هغې مادي شته والی راته هم د عمل په ترڅ کې ثابتيږي، ځکه هغه ټول د يوې ټاکلې مادي قانونمندۍ سره تړلي دي او زمونږ له ذهن، روح او Subjectivity څخه بهر او مستقل وجود لري. بيولوژي، فزيک کيميا او نور ټول طبيعي علوم ددغه مادي طبيعي نړۍ د حرکت او خوزښت قوانين بيانوي.
خو په جنت کې د مادي ژوند په اړه نه تشريح شته او نه يې اړتيا، نه دغه مادي ژوند ته په دنيايي ژوند کې پر مادي او طبيعي علومو د سمباليدو په توگه کوم تياری نيول کيږي. هلته نه بيا کر کيله شته ، نه بزگر او باغوان شته ، خو باغونه ډير ليدل کيږي ولې اوبه نه غواړي. د کال څلور فصله نشته خو ميوې له پاڼو څخه ډيرې او بيوخته تل تازه وي، خوړل او خوندونه شته خو نه يې افرازات شته او نه يې له خونده پرته بله کومه مادي او صحي گټه، لوږه اوتنده نشته خو چښل او خوړل بيا هم خوند کوي، مادي انزال نشته خو حالت يا خوند يې شته او (د چا خبره هر انزالي حالت آن اويا زره کاله( دوام کوي. هر څه کيږي خو د انسان کار او زحمت ته اړه نه لري ، په يوه ثانيه کې سړی هرځای ته رسيدای شي ، خو منډې نه وهي، طياره او توغنديو کې هم پرواز نه کوي ، خو يو آس لري چې ساتل نه غواړي، واښه او خوراک هم شايد نه غواړي، هغه يې هرځای ته په نوموړي سرعت سره رسوي. آيا دا ټوله ما دي نړۍ او مادي پېښي دي ،که وي، لطفأ يو مادي قانون هم په کې  ثابت کړئ. هلته خو هرڅه د خدای په قدرت ترسره کيږی او مادي علتونه او ځواکونه په کارغورځلو  ته هيڅ اړه نه ليدل کيږي، نو بيا هلته د ماديت سوال ته هډو څه ضرورت نشته.
بل ، اتاو نه دي اورېدلي چې دقيامت په ورځ د بدن خپل غړي چې د يوې ګناه يا ثوابي کار له پاره ترې کار اخيستل شوی وي پر سړي د ښو او بدو عملونو شاهدي ورکوي ، ځکه چې سزا وسيلوي غړو ته نه بکې (مرتکب شوي ) روح ته ورکول کيږي . د نيک کار اجر هم مادي غړوته نه بلکې روح ته ورکوي . نو خوندونه او مجازات ټول در وح دي ، که جنتي ژوند مادي اړخ ونه لري، کومه ستونزه ترې نه راوﻻړيږي خو که مادي بڼه يي حتمي وي نو بيا که ټولې نه وي، نو ډيرې پوښتنې خوبه ترې حتما راوﻻړې شي.

کټوازی صيب لکي :
[color=white:71f8d24fc1]خو اضداد به وجود ولري ! ځکه چې د کايناتو هرموجود د خپل ضد پر وجود دوام مومي ، چې پۀ دنيا کې يي موږ شاهدان يو ،اوبل نامتو پوهان پر دې سره موافقه لري ، چې دنيو ي ژوند داخروي ژوند يوه سرېزه او مقدمه ،يا پۀ بل ژبه دا نړۍ او ټول پېنيز اوډون (Universal Organization)د تکامل لمړی ګام دی او وروسته تر مرګه خپل نهايي او وروستي هدف ته ګام ږدي ،چې ټول مراحل يې پۀ جنت کې پيلېږي او ټولې روزنيزې لارې چارې (تر بيتي قوانين ) برنامې او اصول پۀ کې شامل دي ! [/color:71f8d24fc1]
جنت کې داخلي اضداد نشته ، بهر يي دوزخ ضد دی ، خو دواړه يو ثابت خوندور او ثابت عذابي ژوند لري او بس . تکامل په جنت کې څه غواړي؟ د انسان په يوه ثابت عمر (٣٣کلنۍ ) پاتې وي . جنت پخپله نهايي ښه حالت دی، ديوجنتي له پاره له جنت څخه لوړه مرحله دتصور وړ نه وي ، له دې کبله له لومړي څخه دوهم او له دوهم څخه دريم ، څلورم .....اتم جنت ته څوک ارتقا او تکامل نه کوي ،بلکې هر څوک چې له اول څخه کوم جنت ته ورکړل شي هماغه يې شي او تل په کې خوښ پاتې وي .داچې تربيتي قوانين اصول او پروګرامونه هم په جنت کې پيل کيږي ، دتعجب وړ بريښي چې ګواکې بي تربيه يا کم تربيه جنتيان هم شته او هغه تربيه کيږي .
هو ! عبادات به وي شکران به وي او د الله تعالی ديدار او لقأ به جنتيانوته ور په برخه يږي . خو دا مادي پيښې او مادي تکامل نه ، بلکې روحي يا روحاني پيښه ده .
[quote:71f8d24fc1]شهوانيت هيڅکله اوهيڅ وخت هم روحي پروسه نه لري [/quote:71f8d24fc1]
ايا بيخونده او بي کيفه پروسه ده ؟ طبعأ نه ! ايا خوند او کيف يوه روحي پيښه او روحي پرسه نه ه ؟ هر شي چې پسيکلوژيکي کيفيت لري روحي پيښه بلل کيږي . خوداچې ستاسو په وينا [quote:71f8d24fc1]پۀ بيولوژيکي صورت سره به موجود وي او مادي بڼه به ولري [/quote:71f8d24fc1] دا په دنيوي ژوند کې د شهوانيت بڼه ده ، اړينه نه ده چې په جنت کې دې هم همدغسې وي! او اورګازموس هم په جنت کې که په هر څومره په با قېمت او ارښتناک ډول پيليږي مادي شکل يې له افرازاتو سره بايد مل وي . خو ماديت ته يې اړتياهم نه ليدل کيږي ،که چيرې يې خوند تامين وي
بله پوښتنه داده چې حورې جنتي پيداوار دي، يعنې د ادم(ع) او حوا بيبي اوﻻدونه نه دي .سربيره پردې که شهواني اړتيا ونه لري ، لکه څنګه چې بريښي هم، ولې د سړو د شهواني غريزې او اړتيا د رفعې له پاره پيدا شوي دي، نو هغوې ښايي د سړو د شهواني عمل څخه کوم خوند هم وانخلي ؟ که خوند ترې نه اخلي ، نو له پلاستيکي ګوډيو سره يې بيا هم توپير له منځه ځي . او که يې اخلي ، جنسي اړيکې ته به اړتيا هم لري .

[color=white:71f8d24fc1]يادونه : له روحي ژوند څخه مطلب دا نه دي چې يوځې ارواحان به موجود وي او مادي بدن او تنه به نه لري،بلکې
څه چې کوي هغه به په روحي بڼه وي ، مادي کر کيله ، توليدي فعاليت ،تخنيکي عمل او مادي قوانين به يوهم نه وي او مادي حدود به نه پيژني .
والسلام[/color:71f8d24fc1]



ع کريم حليمي
14.03.2006

ګرانو او محترمو٠ استاد a صيب ،صميم کټوازی صاحب او نورو درنو لوستونکو
السلام عليکم !

[quote:eb01520e65]سمباليدو په توگه کوم تياری نيول کيږي. هلته نه بيا کر کيله شته ، نه بزگر او باغوان شته ، خو باغونه ډير ليدل کيږي ولې اوبه نه غواړي. د کال څلور فصله نشته خو ميوې له پاڼو څخه ډيرې او بيوخته تل تازه وي، خوړل او خوندونه شته خو نه يې افرازات شته او نه يې له خونده پرته بله کومه مادي او صحي گټه، لوږه اوتنده نشته خو چښل او خوړل بيا هم خوند کوي، [/quote:eb01520e65]
که چيري داسي وي !
نو بيا االله ج داسي نه فرمايل چه :
بسمه تعالی : يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ [color=cyan:eb01520e65]الْأَنفُسُ [/color:eb01520e65]وَتَلَذُّ [color=cyan:eb01520e65]الْأَعْيُنُ[/color:eb01520e65] وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخوف ) ٧١ 
وي به دوی ته په جنت کښي چه خواهش ئې کوي نفسونه او خوند به اخلي 
سترګي د دوی يعني روح به په جنت کښي وي ٠ او سترګي به لري په جنت کښي 
پښتنه دا پيدا کيږي چه ولي الله ج نفس (روح ) سترګي (ماده ) په يوه ايات شريف کښي ياد کړي دي ؟؟ او هم په اخيره د ايات کښي فرمايي چه 
خَالِدُونَ  ٠چيري وجنت ته روح او جسم دواړه 

جسم او روح لازم او ملزم  دي ٠ 


Anonymous
18.03.2006

ګران او قدرمن استاز {A} صيب او محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
استازه تاسو ښۀ ليکلي ،
[quote:8d031d3f98="A"]
په لومړي نظر خو د جنت ژوند هم د دنيا د ژوند په څير هر چاته روحی او مادي دواړه مالوميږي. اوکه دواړه اړخونه ونه لري، [color=white:8d031d3f98]لکه کټوازی صيب ، هيچاته واقعي نه بريښي، يعنی د واقعيت معيار يې ماديت بولي او له هغې پرته يې تصور ناشونی بريښي. [/color:8d031d3f98]خوداچې زمونږ په دنيوي ژوند کې هم روحی اړخ زيات او آن غالب دی، دې ته د چا فکر نه وي. که له رڼا او فزيکي امواجونه راته غږونه ، رنگونه او له بیولوژیکي موادو څخه داته خوندونه او خوشبويي گانې په زايقه، شامه، باصره او سامعه او نورو حواسو کې جوړوي ، پيښې په احساس، ادراک،
تصور ،احساساتو او جذباتو اړوي ، اراده او تفکر لري نو دا ټول روح دی چې کوي يی او زمونږ مادي ژوند ممکنوي.
.
والسلام[/color][/quote:8d031d3f98]
خو برسېره پردې بيا هم دا ټوله شيان پۀ بيولوژيکي صورت ممکن کېږي ،پۀ دې مانا چې زموږ د بيولوژيکي وجود پر مټه و جود مو مي ، ګنئ که موږ وجود ونه لرو نو دا هرڅۀ به پخپله خپل وجود وبايلي او بې مانا به وي ، نو اوس که ماديت يې بنسټ و نه بلل شي ، مټه خويي حتماً بلل کېږي !
[quote:8d031d3f98]داچې تربيتي قوانين اصول او پروګرامونه هم په جنت کې پيل کيږي ، دتعجب وړ بريښي چې ګواکې بي تربيه يا کم تربيه جنتيان هم شته او هغه تربيه کيږي . [/quote:8d031d3f98]
بې له شکه چې تربيه کېږي به او ټول جنتي انسانان به پۀ دغه تربيوي او يا روزنيز بهير کې ګډون ولري څو د تکامل اخلاقي او ايماني اړخونه يي بشپړ او متکامل شي ، خو داچې څرنګه ؟ جواب يې تاسو ليکلی ،[color=blue:8d031d3f98]عبادات به وي شکران به وي او د الله تعالی ديدار او لقأ به جنتيانوته ور پۀ برخه کېږي [/color:8d031d3f98] ځکه چې عبادت د تربيت عالي مکتب او ښوونځی دی ، دانسان اندېښنې ، فکرونه راويښوي ،حقيقت او واقعيت ته يي تسليوي ، او زړۀ يي له شيطاني وسوسو او ګناهوو څخه پاکوي ، او بل داچې تاسو وياست ، ايا پۀ جنت کې به کم تربيه او يابې تربيته خلک هم وي ؟؟؟؟؟
ډېره پۀ زړۀ پورې او هيښوونکې ده !
که باور لرئ چې موږ به له دنيا څخه پۀ ټوله مانا تر بيت يافته جنت ته ځو ،ځکه خو پۀ جنت کې بيا کوم تربيت ته اړتيا او احتياج نه لرو ،بيا يي نو درسره منلای سو ، او يا داچې مخکې تردې چې جنت ته ورداخل شو ، پۀ اعراف کې بايد داخلاقي او ايماني روزنې ځانګړي کورسونه بشپړ کړو !
خو داسې هم کوم دليل او ثبوت نشته چې دا ادعا دې رښتيا کړي ، او بله دا چې کومه ډله مسلمان دوزخيان چې جنت ته راځي ، حتماً به بې تربيې وي ،اوله همدې کبله دوږخ ته ورغورځول شوي ، نه داچې د تربيت سزابه ورکړل شوې وي ! [color=white:8d031d3f98]که دا سې وي نو دا ښار خو ماته بيا ډېر بې نرخه ښکاري ،ولا لا به پۀ کې تاواني سو ( ټوکه )[/color:8d031d3f98]
[quote:8d031d3f98]هر شي چې پسيکلوژيکي کيفيت لري روحي پيښه بلل کيږي دا په دنيوي ژوند کې د شهوانيت بڼه ده ، اړينه نه ده چې په جنت کې دې هم همدغسې وي! او اورګازموس هم په جنت کې که په هر څومره په با قېمت او ارښتناک ډول پيليږي مادي شکل يې له افرازاتو سره بايد مل وي . خو ماديت ته يې اړتياهم نه ليدل کيږي ،که چيرې يې خوند تامين وي [/quote:8d031d3f98]
لنډه يي دا : ماديت د مانويت وجود ممکنوي ، او ما نويت ښکلا او ځلا يا خوند او رنګ وربښي ،دواړه سره لازم او ملزوم دي ،که پۀ هرشکل او بڼه هرځای موجودېږي ،خپل طبيعي ربط اړيکه يې ترمنځ نه شلېږي او ديو بل پر وجود دوام مومي ، او دا يو داسې واقعيت دی چې سترګې ترې پټول به هرڅۀ بې مانا کړي !!!
،[quote:8d031d3f98]بله پوښتنه داده چې حورې جنتي پيداوار دي، يعنې د ادم(ع) او حوا بيبي اوﻻدونه نه دي .سربيره پردې که شهواني اړتيا ونه لري ، لکه څنګه چې بريښي هم، ولې د سړو د شهواني غريزې او اړتيا د رفعې له پاره پيدا شوي دي، نو هغوې ښايي د سړو د شهواني عمل څخه کوم خوند هم وانخلي ؟ که خوند ترې نه اخلي ، نو له پلاستيکي ګوډيو سره يې بيا هم توپير له منځه ځي . او که يې اخلي ، جنسي اړيکې ته به اړتيا هم لري . [/quote:8d031d3f98]
طبيعي ده چې جنسي اړيکو ته به اړتيا لري او خوند به ځنې اخلي ، که يي و نه لري او يا هم خوند ورځنې وا نۀ خلي ، نو بيا ښايي د سړو جنسي غريزه هم ورمړه نه کړي ، او بل دا چې جنسي هيلې او يا هم د بدن خواهش کوم د کرکې وړ شی نه دی چې حورې دې يي ونه لري او يا هم پۀ جنت کې دې شتون ونه لري ، بلکې داد انساني فطرت يوډېر ارزښتمن اړخ او د لو ی څښتن له خوا يو خوندور نعمت هم دی ، !
[quote:8d031d3f98]يادونه : له روحي ژوند څخه مطلب دا نه دي چې يوځې ارواحان به موجود وي او مادي بدن او تنه به نه لري،بلکې
څه چې کوي هغه به په روحي بڼه وي ، مادي کر کيله ، توليدي فعاليت ،تخنيکي عمل او مادي قوانين به يوهم نه وي او مادي حدود به نه پيژني . [/quote:8d031d3f98]
بې له شکه چې کرکېله ، تخنيکي او توليدي فعاليت به د جنتي ژوندانۀ برخه نۀ وي ،او دا هرڅۀ چې موږ يې پۀ دنيا کې د خپل توليدي او تخنيکي فعاليت له لارې لاس ته راوړو ، پۀ جنتي ژوندانۀ کې به له مخکې نه موجود وي ، خو دا بايد پردې مانا هم وا نۀ خلو ، ګواکې هلته به تکامل موجود نۀ وي او اړتيا به يي نه پېښېږي ،
بلکې وي به او زبردست احتياج به ورته موجود وي ، خو فرق يې دومره دی چې واقعي تکامل تل او هرځای اخلاقي ،ايماني ،او تربيوي اړخ او شکل لري ، مادي بڼه يي صرف دومره تاييد کېږي ،چې پۀ انساني شکل موجود وي او له انساني عقله ماورا نه بلل کېږي !
پۀ مينه لو درنښت ، ورور مو


Anonymous
18.03.2006

ګران او قدرمن استاز {A} صيب او محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
استازه تاسو ښۀ ليکلي ،
[quote:dddb2e2980="A"]
په لومړي نظر خو د جنت ژوند هم د دنيا د ژوند په څير هر چاته روحی او مادي دواړه مالوميږي. اوکه دواړه اړخونه ونه لري، [color=white:dddb2e2980]لکه کټوازی صيب ، هيچاته واقعي نه بريښي، يعنی د واقعيت معيار يې ماديت بولي او له هغې پرته يې تصور ناشونی بريښي. [/color:dddb2e2980]خوداچې زمونږ په دنيوي ژوند کې هم روحی اړخ زيات او آن غالب دی، دې ته د چا فکر نه وي. که له رڼا او فزيکي امواجونه راته غږونه ، رنگونه او له بیولوژیکي موادو څخه داته خوندونه او خوشبويي گانې په زايقه، شامه، باصره او سامعه او نورو حواسو کې جوړوي ، پيښې په احساس، ادراک،
تصور ،احساساتو او جذباتو اړوي ، اراده او تفکر لري نو دا ټول روح دی چې کوي يی او زمونږ مادي ژوند ممکنوي.
.
والسلام[/color][/quote:dddb2e2980]
خو برسېره پردې بيا هم دا ټوله شيان پۀ بيولوژيکي صورت ممکن کېږي ،پۀ دې مانا چې زموږ د بيولوژيکي وجود پر مټه و جود مو مي ، ګنئ که موږ وجود ونه لرو نو دا هرڅۀ به پخپله خپل وجود وبايلي او بې مانا به وي ، نو اوس که ماديت يې بنسټ و نه بلل شي ، مټه خويي حتماً بلل کېږي !
[quote:dddb2e2980]داچې تربيتي قوانين اصول او پروګرامونه هم په جنت کې پيل کيږي ، دتعجب وړ بريښي چې ګواکې بي تربيه يا کم تربيه جنتيان هم شته او هغه تربيه کيږي . [/quote:dddb2e2980]
بې له شکه چې تربيه کېږي به او ټول جنتي انسانان به پۀ دغه تربيوي او يا روزنيز بهير کې ګډون ولري څو د تکامل اخلاقي او ايماني اړخونه يي بشپړ او متکامل شي ، خو داچې څرنګه ؟ جواب يې تاسو ليکلی ،[color=blue:dddb2e2980]عبادات به وي شکران به وي او د الله تعالی ديدار او لقأ به جنتيانوته ور پۀ برخه کېږي [/color:dddb2e2980] ځکه چې عبادت د تربيت عالي مکتب او ښوونځی دی ، دانسان اندېښنې ، فکرونه راويښوي ،حقيقت او واقعيت ته يي تسليوي ، او زړۀ يي له شيطاني وسوسو او ګناهوو څخه پاکوي ، او بل داچې تاسو وياست ، ايا پۀ جنت کې به کم تربيه او يابې تربيته خلک هم وي ؟؟؟؟؟
ډېره پۀ زړۀ پورې او هيښوونکې ده !
که باور لرئ چې موږ به له دنيا څخه پۀ ټوله مانا تر بيت يافته جنت ته ځو ،ځکه خو پۀ جنت کې بيا کوم تربيت ته اړتيا او احتياج نه لرو ،بيا يي نو درسره منلای سو ، او يا داچې مخکې تردې چې جنت ته ورداخل شو ، پۀ اعراف کې بايد داخلاقي او ايماني روزنې ځانګړي کورسونه بشپړ کړو !
خو داسې هم کوم دليل او ثبوت نشته چې دا ادعا دې رښتيا کړي ، او بله دا چې کومه ډله مسلمان دوزخيان چې جنت ته راځي ، حتماً به بې تربيې وي ،اوله همدې کبله دوږخ ته ورغورځول شوي ، نه داچې د تربيت سزابه ورکړل شوې وي ! [color=white:dddb2e2980]که دا سې وي نو دا ښار خو ماته بيا ډېر بې نرخه ښکاري ،ولا لا به پۀ کې تاواني سو ( ټوکه )[/color:dddb2e2980]
[quote:dddb2e2980]هر شي چې پسيکلوژيکي کيفيت لري روحي پيښه بلل کيږي دا په دنيوي ژوند کې د شهوانيت بڼه ده ، اړينه نه ده چې په جنت کې دې هم همدغسې وي! او اورګازموس هم په جنت کې که په هر څومره په با قېمت او ارښتناک ډول پيليږي مادي شکل يې له افرازاتو سره بايد مل وي . خو ماديت ته يې اړتياهم نه ليدل کيږي ،که چيرې يې خوند تامين وي [/quote:dddb2e2980]
لنډه يي دا : ماديت د مانويت وجود ممکنوي ، او ما نويت ښکلا او ځلا يا خوند او رنګ وربښي ،دواړه سره لازم او ملزوم دي ،که پۀ هرشکل او بڼه هرځای موجودېږي ،خپل طبيعي ربط اړيکه يې ترمنځ نه شلېږي او ديو بل پر وجود دوام مومي ، او دا يو داسې واقعيت دی چې سترګې ترې پټول به هرڅۀ بې مانا کړي !!!
،[quote:dddb2e2980]بله پوښتنه داده چې حورې جنتي پيداوار دي، يعنې د ادم(ع) او حوا بيبي اوﻻدونه نه دي .سربيره پردې که شهواني اړتيا ونه لري ، لکه څنګه چې بريښي هم، ولې د سړو د شهواني غريزې او اړتيا د رفعې له پاره پيدا شوي دي، نو هغوې ښايي د سړو د شهواني عمل څخه کوم خوند هم وانخلي ؟ که خوند ترې نه اخلي ، نو له پلاستيکي ګوډيو سره يې بيا هم توپير له منځه ځي . او که يې اخلي ، جنسي اړيکې ته به اړتيا هم لري . [/quote:dddb2e2980]
طبيعي ده چې جنسي اړيکو ته به اړتيا لري او خوند به ځنې اخلي ، که يي و نه لري او يا هم خوند ورځنې وا نۀ خلي ، نو بيا ښايي د سړو جنسي غريزه هم ورمړه نه کړي ، او بل دا چې جنسي هيلې او يا هم د بدن خواهش کوم د کرکې وړ شی نه دی چې حورې دې يي ونه لري او يا هم پۀ جنت کې دې شتون ونه لري ، بلکې داد انساني فطرت يوډېر ارزښتمن اړخ او د لو ی څښتن له خوا يو خوندور نعمت هم دی ، !
[quote:dddb2e2980]يادونه : له روحي ژوند څخه مطلب دا نه دي چې يوځې ارواحان به موجود وي او مادي بدن او تنه به نه لري،بلکې
څه چې کوي هغه به په روحي بڼه وي ، مادي کر کيله ، توليدي فعاليت ،تخنيکي عمل او مادي قوانين به يوهم نه وي او مادي حدود به نه پيژني . [/quote:dddb2e2980]
بې له شکه چې کرکېله ، تخنيکي او توليدي فعاليت به د جنتي ژوندانۀ برخه نۀ وي ،او دا هرڅۀ چې موږ يې پۀ دنيا کې د خپل توليدي او تخنيکي فعاليت له لارې لاس ته راوړو ، پۀ جنتي ژوندانۀ کې به له مخکې نه موجود وي ، خو دا بايد پردې مانا هم وا نۀ خلو ، ګواکې هلته به تکامل موجود نۀ وي او اړتيا به يي نه پېښېږي ،
بلکې وي به او زبردست احتياج به ورته موجود وي ، خو فرق يې دومره دی چې واقعي تکامل تل او هرځای اخلاقي ،ايماني ،او تربيوي اړخ او شکل لري ، مادي بڼه يي صرف دومره تاييد کېږي ،چې پۀ انساني شکل موجود وي او له انساني عقله ماورا نه بلل کېږي !
پۀ مينه لو درنښت ، ورور مو


کټوازی
18.03.2006

ګران او قدرمن استاز {A} صيب او محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
استازه تاسو ښۀ ليکلي ،
[quote:68bf13e7a7="A"]
په لومړي نظر خو د جنت ژوند هم د دنيا د ژوند په څير هر چاته روحی او مادي دواړه مالوميږي. اوکه دواړه اړخونه ونه لري، [color=white:68bf13e7a7]لکه کټوازی صيب ، هيچاته واقعي نه بريښي، يعنی د واقعيت معيار يې ماديت بولي او له هغې پرته يې تصور ناشونی بريښي. [/color:68bf13e7a7]خوداچې زمونږ په دنيوي ژوند کې هم روحی اړخ زيات او آن غالب دی، دې ته د چا فکر نه وي. که له رڼا او فزيکي امواجونه راته غږونه ، رنگونه او له بیولوژیکي موادو څخه داته خوندونه او خوشبويي گانې په زايقه، شامه، باصره او سامعه او نورو حواسو کې جوړوي ، پيښې په احساس، ادراک،
تصور ،احساساتو او جذباتو اړوي ، اراده او تفکر لري نو دا ټول روح دی چې کوي يی او زمونږ مادي ژوند ممکنوي.
.
والسلام[/color][/quote:68bf13e7a7]
خو برسېره پردې بيا هم دا ټوله شيان پۀ بيولوژيکي صورت ممکن کېږي ،پۀ دې مانا چې زموږ د بيولوژيکي وجود پر مټه و جود مو مي ، ګنئ که موږ وجود ونه لرو نو دا هرڅۀ به پخپله خپل وجود وبايلي او بې مانا به وي ، نو اوس که ماديت يې بنسټ و نه بلل شي ، مټه خويي حتماً بلل کېږي !
[quote:68bf13e7a7]داچې تربيتي قوانين اصول او پروګرامونه هم په جنت کې پيل کيږي ، دتعجب وړ بريښي چې ګواکې بي تربيه يا کم تربيه جنتيان هم شته او هغه تربيه کيږي . [/quote:68bf13e7a7]
بې له شکه چې تربيه کېږي به او ټول جنتي انسانان به پۀ دغه تربيوي او يا روزنيز بهير کې ګډون ولري څو د تکامل اخلاقي او ايماني اړخونه يي بشپړ او متکامل شي ، خو داچې څرنګه ؟ جواب يې تاسو ليکلی ،[color=blue:68bf13e7a7]عبادات به وي شکران به وي او د الله تعالی ديدار او لقأ به جنتيانوته ور پۀ برخه کېږي [/color:68bf13e7a7] ځکه چې عبادت د تربيت عالي مکتب او ښوونځی دی ، دانسان اندېښنې ، فکرونه راويښوي ،حقيقت او واقعيت ته يي تسليوي ، او زړۀ يي له شيطاني وسوسو او ګناهوو څخه پاکوي ، او بل داچې تاسو وياست ، ايا پۀ جنت کې به کم تربيه او يابې تربيته خلک هم وي ؟؟؟؟؟
ډېره پۀ زړۀ پورې او هيښوونکې ده !
که باور لرئ چې موږ به له دنيا څخه پۀ ټوله مانا تر بيت يافته جنت ته ځو ،ځکه خو پۀ جنت کې بيا کوم تربيت ته اړتيا او احتياج نه لرو ،بيا يي نو درسره منلای سو ، او يا داچې مخکې تردې چې جنت ته ورداخل شو ، پۀ اعراف کې بايد داخلاقي او ايماني روزنې ځانګړي کورسونه بشپړ کړو !
خو داسې هم کوم دليل او ثبوت نشته چې دا ادعا دې رښتيا کړي ، او بله دا چې کومه ډله مسلمان دوزخيان چې جنت ته راځي ، حتماً به بې تربيې وي ،اوله همدې کبله دوږخ ته ورغورځول شوي ، نه داچې د تربيت سزابه ورکړل شوې وي ! [color=white:68bf13e7a7]که دا سې وي نو دا ښار خو ماته بيا ډېر بې نرخه ښکاري ،ولا لا به پۀ کې تاواني سو ( ټوکه )[/color:68bf13e7a7]
[quote:68bf13e7a7]هر شي چې پسيکلوژيکي کيفيت لري روحي پيښه بلل کيږي دا په دنيوي ژوند کې د شهوانيت بڼه ده ، اړينه نه ده چې په جنت کې دې هم همدغسې وي! او اورګازموس هم په جنت کې که په هر څومره په با قېمت او ارښتناک ډول پيليږي مادي شکل يې له افرازاتو سره بايد مل وي . خو ماديت ته يې اړتياهم نه ليدل کيږي ،که چيرې يې خوند تامين وي [/quote:68bf13e7a7]
لنډه يي دا : ماديت د مانويت وجود ممکنوي ، او ما نويت ښکلا او ځلا يا خوند او رنګ وربښي ،دواړه سره لازم او ملزوم دي ،که پۀ هرشکل او بڼه هرځای موجودېږي ،خپل طبيعي ربط اړيکه يې ترمنځ نه شلېږي او ديو بل پر وجود دوام مومي ، او دا يو داسې واقعيت دی چې سترګې ترې پټول به هرڅۀ بې مانا کړي !!!
،[quote:68bf13e7a7]بله پوښتنه داده چې حورې جنتي پيداوار دي، يعنې د ادم(ع) او حوا بيبي اوﻻدونه نه دي .سربيره پردې که شهواني اړتيا ونه لري ، لکه څنګه چې بريښي هم، ولې د سړو د شهواني غريزې او اړتيا د رفعې له پاره پيدا شوي دي، نو هغوې ښايي د سړو د شهواني عمل څخه کوم خوند هم وانخلي ؟ که خوند ترې نه اخلي ، نو له پلاستيکي ګوډيو سره يې بيا هم توپير له منځه ځي . او که يې اخلي ، جنسي اړيکې ته به اړتيا هم لري . [/quote:68bf13e7a7]
طبيعي ده چې جنسي اړيکو ته به اړتيا لري او خوند به ځنې اخلي ، که يي و نه لري او يا هم خوند ورځنې وا نۀ خلي ، نو بيا ښايي د سړو جنسي غريزه هم ورمړه نه کړي ، او بل دا چې جنسي هيلې او يا هم د بدن خواهش کوم د کرکې وړ شی نه دی چې حورې دې يي ونه لري او يا هم پۀ جنت کې دې شتون ونه لري ، بلکې داد انساني فطرت يوډېر ارزښتمن اړخ او د لو ی څښتن له خوا يو خوندور نعمت هم دی ، !
[quote:68bf13e7a7]يادونه : له روحي ژوند څخه مطلب دا نه دي چې يوځې ارواحان به موجود وي او مادي بدن او تنه به نه لري،بلکې
څه چې کوي هغه به په روحي بڼه وي ، مادي کر کيله ، توليدي فعاليت ،تخنيکي عمل او مادي قوانين به يوهم نه وي او مادي حدود به نه پيژني . [/quote:68bf13e7a7]
بې له شکه چې کرکېله ، تخنيکي او توليدي فعاليت به د جنتي ژوندانۀ برخه نۀ وي ،او دا هرڅۀ چې موږ يې پۀ دنيا کې د خپل توليدي او تخنيکي فعاليت له لارې لاس ته راوړو ، پۀ جنتي ژوندانۀ کې به له مخکې نه موجود وي ، خو دا بايد پردې مانا هم وا نۀ خلو ، ګواکې هلته به تکامل موجود نۀ وي او اړتيا به يي نه پېښېږي ،
بلکې وي به او زبردست احتياج به ورته موجود وي ، خو فرق يې دومره دی چې واقعي تکامل تل او هرځای اخلاقي ،ايماني ،او تربيوي اړخ او شکل لري ، مادي بڼه يي صرف دومره تاييد کېږي ،چې پۀ انساني شکل موجود وي او له انساني عقله ماورا نه بلل کېږي !
پۀ مينه لو درنښت ، ورور مو


Anonymous
24.03.2006

د محترم استاد حليمي صاحب پوښتنه ځواب بريښي، ځکه له روحي ژوند څخه مقصد دا نه دی چې جنتيان به ګواکې مادي تنه ونه لري، خو د مادي بدن پايښت ، وده او نمو له يوې ، او د فعاليت ، خوندونو او شوقونو ډګر يې له بلې خوا د مادي قانونمنديو تابع نه ښکاري او هغه ادلون بدلو ، خوځښت او تغيرو تبديل چې د فزيکي ، کيمياوي او بيلوژيکي قوانينو په بنسټ او امکاناتو سر ه رامنځته کيږي هلته بيا مسلط نه بريښي . هغه څه چې هلته مسلط دي د جنتي انسانانو د ذهني قانونمندۍ په چوکاټ کې شوني بريښي .
جنتي حالت دتکامل پای او وروستنی حالت دی ، ځکه تکامل په دنيا تيرشوی او تلله ارمانونو سره ملګری وي، په جنت کې ټول آرمانونه پوره او بسيا وي اودا هم سمه نه ده چې ګواکې له دوزخه راغلي او بښل شوي مسلمانان به په جنت کې ددنيا د ازاد شويو بنديانو په څيربيا د روزنې او تربيې تغير ته اړتيا لري او په جنت کې به يې تربيه کل له سره پيل کيږي . دا خبرې که د کټوازي صاحبله خولې ډيرې په زړه پورې اوپه سماند توګه ظاهرأ برابرې هم بريښي خو ، خو ديني عالمان ښايي نوې اوپه دې توګه ناسمې وبولې .

.



ع کريم حليمي
26.03.2006

ګرانو او محترمو٠ استاد وطنمل صاحب، استاد a صيب ،صميم کټوازی صاحب او نورو درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته !

استاد صاحب ليکلي (a )
[quote:bded7cf3aa]خو يو آس لري چې ساتل نه غواړي، واښه او خوراک هم شايد نه غواړي [/quote:bded7cf3aa]
کوم وخت چه له مبارک عليه السلام څخه پوښتنه وسوه چه اسمانونو ته څرنګه 
ولاړاست ٠ مبارک عليه السلام  ورته وفرمايل چه د براق ( دابَّةٌ رَكِبَها النَّبِيُّ محمد لَيْلَةَ المِعْراجِ )په واسطه 
دابَّةٌ هغه حيوان ته ويل کيږي چه سورلۍ د پاره وي ٠ يعني مبارک عليه السلام
پر داسي حيوان معراج ته تللي  چه مثال ئې پر مځکه نه ليدل کيږي ٠ 
او حال داچه براق ترنن ورځي موږ نه پېژنو  ٠ 

او يوه ورځ يوه صحابي د مبارک عليه السلام  څخه وه پوښتل چه په جنت کښي 
اس سته نو مبارک ورته و فرمايل د سورلۍ له پاره هلته[u:bded7cf3aa] فرس [/u:bded7cf3aa]سته 
سنن الترمذي 
تحمل فيها على فرس من ياقوتة حمراء (سورلۍ کوۍ پر فرس د ياقوتو سره رنګ)
خبره دلته داده چه مبارک د اس خبره نه ده تکرار کړي ، د اس د نامه پر ځای ئې 
فرس ياد کړيدی ٠ لکه د معراج په باب چه ئې براق ياد کړې وو 
او د اوښ په باب هم پوښتنه د مبارک عليه السلام وسوه ٠ چه اوښان په جنت کښي سته ؟ نو مبارک عليه السلام  د هو او يا جواب جواب 
ندي ورکړي ٠ او داسي ئې ورته وفرمايل چه : که الله دي جنت ته بوڅي ،ورولي 
هغه څه به لرې چه ستا د نفس ارزو،ميل او خواهش وي چه ستا سترګي لذت 
پر اخلي يا لذت وړي ٠ 
If Allah brings you into Paradise you will have what your soul desires and your eye takes pleasure in."
او بله خبره چه د جنت د اسانو ده ٠ داسي فرمائې چه : هغه اسان په هوا کيږي 
پر پښو نه ګرځي 
سنن الترمذي - باب ما جاء في صفة خيل الجنة
 [color=cyan:bded7cf3aa]حدثنا عبد الله بن عبد الرحمن، قال اخبرنا عاصم بن علي، حدثنا المسعودي، عن علقمة بن مرثد، عن سليمان بن بريدة، عن ابيه، ان رجلا، سال النبي صلى الله عليه وسلم فقال يا رسول الله هل في الجنة من خيل قال ‏"‏ ان الله ادخلك الجنة فلا تشاء ان تحمل فيها على فرس من ياقوتة حمراء يطير بك في الجنة حيث شئت الا فعلت ‏"‏ ‏.‏ قال وساله رجل فقال يا رسول الله هل في الجنة من ابل قال فلم يقل له مثل ما قال لصاحبه قال ‏"‏ ان يدخلك الله الجنة يكن لك فيها ما اشتهت نفسك ولذت عينك ‏"‏[/color:bded7cf3aa]
انګرېزي ترجمه 
When a man asked Allah's Messenger whether there were any horses in Paradise, he replied, "If Allah brings you into Paradise you will not wish to be conveyed in it on a horse of red ruby which will fly with you in paradise wherever you wish without doing so." A man asked Allah's messenger whether there were any camels in paradise and he did not give him the same reply as he gave the other, but said, "If Allah brings you into Paradise you will have what your soul desires and your eye takes pleasure in."
Tirmidhi transmitted it.

زه اصلا دلته دا خبره رښانه کوم چه : کله چه قيامت کيږي ٠ اول دغه د نن ورځي 
فزيک ، کيميا ، بايالوجي ، او ٠٠٠٠٠ د ځمکي حرکت ټوله سر چپه کيږي 
او نوې حرکت ، نوې بايالوجي يابيالوجي ، فزيک منځ ته راځي ٠ 
ولي چه يوار به ټوله کائنات حرکت صفر کيږي ٠ او بيا به د صفر څه حرکت 
معکوس يعني مخالف طرف ته حرکت پېداکوي ٠ يعني لمر به د دابلي خوا
راخيژي ٠ د نن ورځي فزيک اوکيميا له منځه ځي ٠ 

چه پېژنو ئې نه ! نو فکر هم نسو کولای ٠ چه څرنګه فزيک يا ځرنګه حيات 
به وي په جنت کښي ٠ دومره ويلاي سو دمافوقو  منطقو په اصولو(وَأُتُواْ بِهِ مُتَشَابِهاً )[color=white:bded7cf3aa]1[/color:bded7cf3aa] چه متشابه حيات به وي ٠ 

هيڅ وخت به انسانان پټ شيان لکه جنت ، جن ونه پېږني ٠ 
په عربې ژبه يا ليکنه کښي چه ج او ن وي هغه پټ وي لکه الجن او الجنه 

[color=white:bded7cf3aa]1[/color:bded7cf3aa] ٠ مُتَشَابِهٌ، ةٌ - ج: ـون، ـات. [ش ب هـ]. (فَا. مِنْ تَشَابَهَ). 1."شَخْصَانِ مُتَشَابِهَانِ" : مُتَنَاظِرَانِ، مُتَمَاثِلاَنِ. "كَانَتِ الأَجِنَّةُ فِي أَوَّلِ خُرُوجِهَا مُتَشَابِهَةً تَشَابُهَ أَغْلِفَتِهَا". (إسحق الحسيني). 2.مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الكِتَابِ وَأُخَر مُتَشَابِهَاتٌ (قرآن) : [color=red:bded7cf3aa]أَيْ مُلْتَبِسَةٌ غَيْرُ وَاضِحَةٍ[/color:bded7cf3aa]. 3."مُثَلَّثَانِ مُتَشَابِهَانِ" (هن) : مُتَسَاوِيَا الزَّوَايَا، مُتَنَاسِبَا الأَضْلاَعِ. 4."مُتَشَابِهُ الأَجْزَاءِ" (كيما) : صِفَةُ الأَجْسَامِ الكِيمِيَائِيَّةِ الَّتِي لَهَا التَّرْكِيبُ الكِيمِيِائِيُّ نَفْسُهُ. 5."مُتَشَابِهُ الخَوَاصِّ" (فيز) : صِفَةُ العَنَاصِرِ الكِيمِيَائِيَّةِ الَّتِي لاَ تَخْتَلِفُ إِلاَّ فِي كُتَلِ ذَرَّاتِهَا.


کټوازی
27.03.2006

[color=blue:c6f19adcb9].............................. د واکمن او ځواکمن څښتن جل جلالۀ پۀ توکل !![/color:c6f19adcb9]
ګران او قدرمن استاز {A} صيب ،محترم او مکرم استاز مولوي صيب حليمي ،پياوړی ليکوال ښاغلی وطنمل صيب او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
[color=white:c6f19adcb9]محترم مولوي صيب حليمي ، پۀ خپله ارزښتمنه ليکنه کې دا پر زبات ورسوله ،چې د قيامت پۀ درشل کې به هرشی پربل مخ واوړي ، شکل ، محتوا او مانا به يي بدل او هرشی به له صفره پۀ حرکت پيل وکړي ![/color:c6f19adcb9]
چې دمولوي صيب دا ارزښتمنې خبرې زموږ دا تفکر پخوي ،چې وروسته ترمرګه به انساني تکامل نه يواځې دا چې خامخا او حتماً به پرمخ روان وي ، بلکې پۀ ډېر اعلی او پرمختللي لوری کې به خپل نهايي او وروستي هدف ته ځان ورورسوي ، ځکه چې له صفره يي حرکت او خوځښت پردې دليل دی ،چې اوس به انساني تکامل دخپل سير دويم او روستي پړاو ته ګام ږدي او خپل واقعي او نهايي هدف ته ځان وررسوي ، داچې دا هدف کوم يو دی ؟
لکه څرنګه چې وړاندې مو پۀ بيا ،بيا ورته نغوته وکړه ،بيا هم ستاسې پام وراړوم ، [color=blue:c6f19adcb9]لوړ انساني شخصيت اودعبوديت سپېڅلی مقام ![/color:c6f19adcb9] او يا هم پۀ بله ژبه چې د يوۀ بې نهايته تکامل پر خوا به روان وي ،چې هغه الله جل جلالۀ ته ورتګ او پۀ پای کې ورنږدې کېدل دي !
پۀ بشپړ باور، الله جل جلالۀ ته ورتګ او پۀ پای کې ورنږدې کېدل[color=white:c6f19adcb9] (چې انسان پۀ واقعي ، رښتيني مفهوم او مانا هغه ذات اقدس وپېژني او لږ تر لږه ددغه ذات اقدس ټول عالي جلالي اوجمالي صفات پۀ خپل وجود کې وبرېښوي )[/color:c6f19adcb9] ډېر ستر او ترهغه ځايه چې زموږ پام ور اوړي ، خورا ډېر ،سپېڅلی ا وپرمختللی مفهوم او تعبير لري ،چې انساني عقل اوفکر پۀ کې پۀ بشپړ ډول واکمن نه دی !
او دې سپېڅلي او پرمختللي ځای ته بې له روزنې او تربيې څخه وررسېدل او تصور يې کول د لېوني د خوب پۀ مانا دی !
دا بېله خبره ده ، چې ديني عالمان د خاصو الفاظو پۀ قيد کې داخلېږي ، او خپل تفکر ته چې پۀ سپېڅلي قرآن کې پۀ بيا بيا ارزښت ورکړل سوی ، پۀ کوم ارزښت نه قايلېږي ،او يواځې هغه څۀ مني او بيانوي چې پۀ څرګند ډول پۀ کې ويل شوي وي !
عبادت لکه چې تردې وړاندې مو هم وويل ، د تربيت عالي مکتب او ښوونځی دی ، چې دانسان وسوسې ليرې کوي ، فکرونه او اندېښنې يي راويښوي او واقعيت ته يي پام وراړوي !نو بيا څرنګه او پۀ کوم دليل سره ويلای شو ، چې پۀ جنت کې هيڅ اصول ، برنامې او روزنيز قوانين او يا هم لارې چارې وجود نه لري ، پۀ داسې حال کې چې حمد ، ثنا ،عبادت ا و شکران منو ،خو حساب او کتاب يې نه منو ! بس خور او څښو به حساب به يي نه منو ! :oops: :oops: يومخ او بېخي عجيبه ده چې انساني منطق او استدلال يې هيڅکله هم نۀ شي منلای !
زۀ داخبره پۀ بشپړ باور او اعتقاد سره کوم ، چې انساني ژوند پس له مرګه ، يو پراخه جهان او عالم ته پۀ ګام ښودلو سره پۀ ډېر باقېمت او ارزښتناک ډول پيلېږي ، هرشی به ولري ، خو نه پۀ دنيوي بڼه ! ډېر به قېمتي او ارزښتمن وي ، د انساني شخصيت د معراج پۀ زينو د الوهيت سپېڅلي مقام ته رسېږي ! چې دا زېری پخپله لوی خدای جل جلالۀ د خپل يوۀ سپېڅلي بنده او داسلامي امت د ستر آنديال ( مفکر) علامه اقبال رحمتۀ الله عليه پۀ ژبه
پر موږ کړی ،
کي محمد سې وفا تو نې تو هم تېرې هېن
يه جهان چيز هې کيا [color=blue:c6f19adcb9]لوح وقلم[/color:c6f19adcb9] تېرې هېن
سبحان الله ، سبحان الله !
د لوح او قلم مانا، تعبير او مفهوم دومره لوړ او سپېڅلی دی ،چې زما قلم او ژبه يي پرته له دې چې پۀ خدايي [color=white:c6f19adcb9]{ الوهيت }[/color:c6f19adcb9] تعبير کړي بله مانا او مفهوم نۀ شي ورته ټاکلای او نه يي هم پۀ وس کې لري !!!
خو دلته هم دا زېری د لوړ انساني شخصيت ،پۀ سپېڅلي مقام پورې تړل کېږي ، چې پرته له روزنې او تربيې څخه وررسېدل بيا هم د لېوني د خوب پۀ مانا دی !
خو پۀ دومره سپېڅلي او پرمختللي ډول تربيه!
يوازې او يوازې د عبادت پۀ عالي مکتب کې يي تصور شونی دی ، چې انساني شخصيت د عبوديت پۀ زينو د الوهيت مقام ته وررسوي !
پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more