نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
09.12.2005
ګران زرملوال وروره سلامونه
ډيري مفصلي خبري مو ليکلي چي د هر جاهل مغز پرې خلاصيږي .
ولي دا ستا خبري مه ډير مخکي په ډير لنډ ډول ليکلي وې هغه :
[quote:bb12c798e4="عبدالله"]مذهب يعني تګلاره
ژونديعني په يوه زمانه کي سفر
که پورته فلسفه تر لاس ونيسو نو ويلای شو چي هيڅ سفر بغير د کومي معيني تګلاري ناشونی دی يا په بل عبارت د يو معين منزل په نشتوالي سره هر سفر بې معنا وي
نو زما دا عقيده ده چي مذهب د ژوند لپاره مهيم دی که انسان د خپل ژوند لپاره تګلاره ونه لري نو هغه د حيواناتو سره ښه تشبه کيدای شي ځکه حيوان د خپل ژوند لپاره تګلاره يا مذهب نه لري
دا زما عقيده او نظر دی نور چي تاسي هر څه واياست هغه ستاسي کار دی[/quote:bb12c798e4]
خو حيلمي صاحب دي خدای لري د تحليل نه مخکي په اوګيره که وخوت
مذهب تګلاره ده هغه که اسلام وي که هندويزم که کريشتن او که ....
خو د موضوع د سرليک په ارتباط چي د مذهب او ژوند روابط تمثلوي ما پورتنۍ فلسفه وړاندي کړه خو حليمي ددې پر ځای چي په خبره ځان پوه کړي ډانګ پلاس ودريدی
انسان ته خدای پاک عقل او شعور ورکړی دی او حيوان ته ېې نه دی ورکړی هر انسان د خپل ژوند چاري په يوه تګلاره کي پر مخ بيايي که انسان تګلاره وه نه لري هغه مطلقا حيوان بللای شو ځکه حيوان تګلاره نه لري
د حليمي خبري نو تاسي پريږدی چي قلم پر راکش کي د حيوان تګلاره درته ثابتوي هغه ته که هر منفي جواب وليکی دې ېې د قلم په زور خامخا درته مثبتوي هغه ته که ووايې که خداې مخ او لاسونه نه لري خو دې ېې که جواب ولري که نه واېې کي که وس قلم پر راکش کمه يوه دي هم والکه در صحيح کړمه
خبره داده چه په نړۍ کي ډيره داسي ټولني شته کي مذهب نه لري خو هغه که مذهب نه لري بيا قانون لري چي هغه خپله يو تګلاره ده
په نړې کي داسي کس نشته چي د خپل ژوند لپاره دي تګلاره و نه لري که وي هغه به هم بوده خان وي چي پر څلورو په جنبش کي وي
ع کريم حليمي
10.12.2005
درنو مکرمو وړونوعبدالله جان ، زرملوال صاحب سلام
تر هرڅه له مخه به خپل احترامات عبدالله جان په عرض رسوم
که چيري زماڅخه تاسو ازار ليدلي وي ٠ بخښنه غواړم ٠ خدای دي وکړي
چه په خپل لطف د مخي عفوه راته وکړي ٠
په لغت کي داسي ده خبره
ذهب = زر
مذهب =عقيده، مفكوره، نص
تذهيب= جړاو ،زر اندوده کړي يا تذهيب کړي او يا gold plated
درس ، مدريس
علم ،معلم
فکر ،مفکر
عقل ، معقل
نو کله چه څوک وا يې چه مذهب لرم ٠ معنا داچه عقيده لري او په خپل مذهب
اِعْتِقَاد،إِيمان لري ٠ اودئ معتقد دۍ ٠
هو سوفيان خلګ مذهب او عقيده لري ٠ او بيا د ځان د پاره يوه طريقه يا
لار هم لري ٠
او امام اعظم مذهب لري نه ئې دي ويلي چه طرقه او ليار
ولي چه مذهب او لار دوه جلا مفهومه لري ٠
ښه به دا وي چه وويل سي زما مذهب او عقيده دا ده چه په تړلو لاسو لمونځ
وکړم٠ تر دې چه ووايي چه په تړلو لاسو لمونځ زما لياره ده ٠
او بله خبر د حيوان اوانسان فرق په دې کي نه دۍ چه يو لار لري انسان دۍ
او بل لار نه لري نو حيوان سو
خدای تعالی ئې مونږته داسي مثال فرمايي چه :
بسمه تعالی -وَ لَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كثِيراً مِّنَ الجِْنِّ وَ الانسِ لهَُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بهَا وَ لهَُمْ أَعْينٌ لا يُبْصِرُونَ بهَا وَ لهَُمْ ءَاذَانٌ لا يَسمَعُونَ بهَا أُولَئك كالاَنْعَمِ بَلْ هُمْ أَضلُّ أُولَئك هُمُ الْغَفِلُونَ(179)
روانه ژباړنه - مسلمه ده ډير جن او اس د پاره د اور پيدا کړي ٠ دوۍ زړونه لري
(يعني عقلونه)او په هغه کي (اندېښنه نه کوي )نه پوهيږي ٠ او سترګي لري او نه په ويني ٠ اوغوږونه لري او په هغو نه اوري ٠ او دوۍ دي په مثال چهار پايانو او منحرف دي غافلان دي ٠ (پر دې سربېره
چه د هدايت امکانات لري بيا يې هم ځانونه ئې کاملان په
بې خبري کښي اچولي دي) ٠
معنا داسوه چه انسان عقيده نه لري نو دحيوان په مثال سوو
حيوانات هيڅ وخت لياره نه ده ورکه کړي ٠ حيوان همېشه پر لار برابر وي
او د خپل حيواني شعور څخه سر غړونه نه شي کولي ٠
اصلا انسان دۍ چه لياره ورکوي ٠ ولي چه د عقل او فکر څخه کار اخلي ٠
د فکر خاصيت دا دي چه خطا او اشتباه يا مصلحت سياسي کوي
قصدا او يا اشتاه او خطا کښي لياره ورکه کړي ٠ که لياره نه ورکولي او خطا او هېره ئې نه درلولي نو بياانسان نه ورته ويل کيدل
داسي انسان نسته چه لياره ئې نوي ورکه کړې که معنوي وي يا فزيکي ٠
خو حيوانات په مليون کښي ممکن ده چه يو لياره ورکه کړي ٠
يا به ئې ئې شعور حيواني خراب سوي وي نو يابه مريض او لېونی به وي ٠ او مرګ يا قتل ئې حل لياره ده ٠
چون انسانان اکثر لياره ورکوي ٠ نو قتل ئې روا نه دۍ ٠ څونه به وژنو
که مذهب لياره وي ٠ ؟؟؟ نو بيا حيوان خو متوازن محيط له پاره پيدا دۍ
همېشه پر خپل مذهب روان دۍ ٠ هيڅ وخت لياره نه ورکوي او نه ئې ورکه کړې
Anonymous
10.12.2005
حليمي صاحب قربانه نن دي ډير وخندولمه عجبه ليکني دي کړې وه افرين ولاکه ئې د اول صنف شاګرد وکړي
ته د لاري او تګلاري په مفهوم نه ېې رسيدلی اول که ته د مذهب لغوي او اصطلاحي معنا زده کړی ښه به وي
مذهب د عقدې څخه بيخي بيله خبره ده
ګرانه لطفا دغه زده کړه چي عقايد د انسان دروحياتو او د هغه د شعور سره اړه لري
او مذهب د انسان د ظاهري کړو وړو پوري تړلي شيان بيانوي
يو ښکاره مثال درته وايم په مغزو کي ئې درسره نوټ که
يو انسان خدای مني رسول مني هر څه مني خوناروا پېسې هم ګټي يا په ظلم يا په سود
نو دا انسان د عقدې څخه هيڅ سرغړونه نه ده کړی ولي اسلامي مذهب څخه ېې کړې ده په دې کي د خدای او رسول د نه منلو خبره هيڅ مطرح کيدای نشي ځکه خبره د عقيدې نه ده خبره د مذهب د ځانګړي تګلاري ده
بله خبره د انسان او حيوان ده
انسان چي دی هغه هيڅ کله د خپل ښځي او اولادونو هغه معنوي پيژندنه د لاسه نه ور کوي ځکه مذهب هغه څه دي چي دې د خپل ښځي او اولادو سره ( په حقوقي ، شعوري ، معنوي او ... ) تړلی ساتي
خو حيوان چي دې هغه چي کله بچې ېې لوی شي نو هغه معنوي پيژندنه دلاسه ورکوي چي دا زما بچی دی
اوفففففففففف
څه وکړو قربانه مجبوره يو اوس به تاته داسي ماشومانه مثالونه راوړو تر څؤ تا په پوه کړو
په ډانګ پېيلې درته کومه :
د انسان د ژوند ټؤلي چاري يوې نه يوې ځانګړي تګلاري سره تړلي وي
خو د حيوان ژوند يواځي او يواځي د نس مړول دي
نور نو .....
تا په کډو کي ډبره اچولې ده دربه يي ئې ته يو ځل د زرملوال ليکنه د سره ووايه خو د خره لا ولا چي سرپه خلاص شي انسان خو لا څه کوی
Anonymous
10.12.2005
محترم حليمى صيب سلامونه او ډير ډير سلامونه !
محترمه دايوه خبر مى ومنه ! كله چى ليكنه وكړى نو دومره تكليف نورهم كوه
چى خپله ليكنه په غور سره لوله ځكه ستاله ليكنى څخه استفاده زما له پاره
ډيره سخته ده.اوبل حليمى صيب مخكى مى هم خواست درته وكړلطفا دبحث
محتوى او منځپانګى ته توجه وكړى
اومحترم عبدالله صيب ګوره له جناب حليمى صيب سره يو څه احتياط كوه ځكه
هغه له ليكنو نه داسى بريښى چى يو مشر سړى دى .
[color=green:45cc5c8fb4] ( چى څوك زموږ دمشرانو احترام نه كوى
او په كشرانو شفقت نه كوى هغه له موږنه ندى)
(الحديث)[/color:45cc5c8fb4]
بناء بايد دمشرانو احترام وشى او مشران هم بايددخپل عزت نفس
په خپله يوڅه ساتنه وكړى (مننه )
Anonymous
10.12.2005
ګرانه زرملواله
د حليمي صاحب محترم قبله ګاه زما څخه 12 کاله مشر دی نور نو قضاوت ستاسي خپل دی
بل حليمي صاحب سره مي کومه عقده نشته خو صرف پر يو شي چي کله کله ورته په غوسه شمه هغه په دې چي حيلمي زه له يو کلنی څخه پيژنم
مطلب مي دادی چي کله کله يو ډير لوی عالم په يو موضوع کي بې خبره وي يعني علم نه لري نو ووایی چي په دې برخه کي زه معلومات نه لرمه بخښه وغواړي
خو حليمي چي ورته کښېني خپل ځان په غرق کي وا م سړيه ولي داسي کوی چي علم نه په لری نو ( من صمتَ ظفر )
خو دی ...........................
ع کريم حليمي
11.12.2005
عبدالله صاحب، درنو مکرمو لوستونکو ته سلام
[quote:3d169128ce]د حليمي صاحب محترم قبله ګاه زما څخه 12 کاله مشر دی نور نو قضاوت ستاسي خپل دی [/quote:3d169128ce]
که چيري داسي وي ٠ نو ريشتا زما مشر ورور سوې ٠
[quote:3d169128ce]بل حليمي صاحب سره مي کومه عقده نشته خو صرف پر يو شي چي کله کله ورته په غوسه شمه هغه په دې چي حيلمي زه له يو کلنی څخه پيژنم [/quote:3d169128ce]
نه نه تاسو دي خدای وساتي له عقدې څخه ٠ دټولو ليکنو دي واضح معلوميږي
چه عقده نه لرې ٠
يوازي دي د ولي الله مرحوم مولوي محمد نبي يوسفي رحمه الله عليه سره عقده
درلوده ٠ ممکن
چه ولي ئې ماپر هديره کي وويل چه مولوي دوست د خدای وو (ولي الله)
او ستاسو دمره بد راغلي وه چه د ښکنځلو تهمت ته مو لاس ور واچاوه ٠
لپه به زما او ستاسو په باب پورته کم [color=white:3d169128ce]لعنت الله عدونا و عدوکم [/color:3d169128ce]
ته تهمت ولي کوې چيري ما د مکرم زرملوال صاحب ليکنه ردکړي ده ٠
بيله داچي پوښتنه د مکرم څخه ٠
[quote:3d169128ce]تا په کډو کي ډبره اچولې ده دربه يي ئې ته يو ځل د زرملوال ليکنه د سره ووايه خو د خره لا ولا چي سرپه خلاص شي انسان خو لا څه کوی[/quote:3d169128ce]
دغه ستاسواخلاق دي ٠ تاسو دغه جمله د خپل شان سره لايقه بولۍ
از بچګي تاجواني - از جواني تابکی
لږ فکر وکه اخير ٠ ته څوک يي ٠ ليکې چه :
[quote:3d169128ce]خو صرف پر يو شي چي کله کله ورته په غوسه شمه هغه په دې چي حليمي زه له يو کلنی څخه پيژنم [/quote:3d169128ce]
زه دي د سره پېږنم نه او ته ليکې چه کله کله غوسه ٠٠٠ ٠ داچه ته مي پېژني ٠
ستاسو شخصيت خوندۍ معلوم ٠زه دي نه پېژنم ستا په ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
[quote:3d169128ce]يو ښکاره مثال درته وايم په مغزو کي ئې درسره نوټ که
يو انسان خدای مني رسول مني هر څه مني خوناروا پېسې هم ګټي يا په ظلم يا په سود
نو دا انسان د عقدې څخه هيڅ سرغړونه نه ده کړی ولي اسلامي مذهب څخه ېې کړې ده په دې کي د خدای او رسول د نه منلو خبره هيڅ مطرح کيدای نشي ځکه خبره د عقيدې نه ده خبره د مذهب د ځانګړي تګلاري ده [/quote:3d169128ce]
د امام اعظم رحمه الله عليه په مذهب ٠په عمر کښي يو وار درود پر محمد عليه السلام ويل فرض دي ٠
او که تاسو د دغه مذهب د فقهي منکر يي نوخو بيا له شرعي نص څخه هم منکر
سواست ٠ او له شرعي نص مکره بيا نو کفر ندۍ ؟؟؟؟
او د مذهب منکر سته او اکثره کفار دي چه داسي وايي لکه کارل مارکس لعين
دمارکس دا فلسفه وه چه : همانطور که روح يک کيفيت بی روح است. مذهب ترياک مردم است.
ستا له ليکني معلوميږي چه کرامت د اوليا وو هم نه مني ؟؟؟
نور د پای ټکۍ چه ( من صمت ظفر ) نو په اخير کي
السام عليك يا عبدالله
Anonymous
11.12.2005
محترم عبدالله صيب او جناب حليمى صيب سلامونه !
ستاسو په منځ كى مى دسولى هڅى وکړي او شاغلى حليمى صيب !
تاته مى دوه ځله ځولۍ ونيوله چى لطفا منطقى بحث ته مخه كړه !
خوتاسو محترمين بياهم له دي بيځايه ناندريو لاس نه اخلئ
نوچى داسى ده زه په همدى ځاى له تاسو سره مخه شه كوم
كله چى تاسو مشران له منطقى بحثونوځغلىئ او يوه بل ته سپكى سپورى
واياست نودكشرانو خو دى خداى چاره وكړى .
[color=white:260feeccac] لوى څښتن وايي :ولا تنازعوا فتفشلو ا وتذهب ريحكم
ژباړه :تاسوپه خپلو منځونوكى جګړه مه كوئ چى بيابه ناكامه شئ
او بوي به مو ولاړ شى
اه لويه څښتنه !!!ستا مبارك كلا م څومره له حكمتونوډك دى !!!
اه زموږپالونكى ربه !!! ستاله اعجازه ډك كلام څومره ريښتونى دى !!!
او يا دانسانانو پنځوونكى باداره !!! موږ كم بختو او بدمرغو خو ستا
په دى سپيڅلى وينا عمل ندى كړى نوځكه په ورځنى ژوند كى نا مراد او ناښاديو
اوددى ناكامى له كبله زموږ بوى نړى په سر اخيستى ده
(والى الله المشتكى)[/color:260feeccac]
ډاکتر وطنمل
11.12.2005
درنو ورونو او خويندو ته سلام !
مولوي حليمي صاحب يو متشرع عالم دی چې د علم فيض او برکت يې د ټول افغان درنو لوستونکو ته هم رسيدلی دی او رسيږي . پښتو ادبيات به يې پياوړي نه وي، خو دومره اړه هم ورته نلري، ځکه هغه په ډيره حليمه او لنډه توګه راسخې ، سوچه او اغيزمنې شرعي ليکنې کوي . که څوک ترې ځان د عمر له مخې ځان مر هم وبولي، بايد د حليمي صاحب د علم او فيض درناوی له پامه ونه غورځوي . که څوک يې شخصأ پيژني اوخپل نوم هغه ته د هغه د يو دوست په توګه معرفي کړي،
او هغه يې وپيژني چې فلانی دوست دی، نو بيا پرې غرض نه لرو، خو که څوک يې نه پيژني او د بي پروايۍ، غرور يا ډيرې ناپوهۍ له امله د مولوي صاحب پ وړاندې
له تحريفي او نامناسبو جملو او الفاظو څخه واخلي ، د هغه علم ، حلم ، درنښت او
جامع اند توګې ته ﻻزم درناوی او پاملرنه له پامهوغورځوي ، مونږ ، زه او زما په څير د ټول افغان ډير غړي پرې د زړه له کومي خواشيني کيږو ! الله تعالی دې حليمي صاحب ته په دې نيا ډير عمرله بشپړ صحت سره ورکړي چې له علمي شرعي مالوماتو څخه يې برخمن اوسو ، او پر هغېدنيا دې الله تالی ٨ اړه جنتونه ور په برخه ړي ،آمين !
Anonymous
11.12.2005
محترم وطنمل صيب سلام !
په حليمى صيب موږ هم خپه كيږو ځكه هغه يو مشر دى او دمشر څه
بايددهر مسلمان او ان هر انسان احترام كول ډير ضرورى دى خو تاسو
داخپل مولويصيب ته هم يو څه نصيحت وكړئ!
ته او خداى داد مولانا دى خبرى ته خو ليږ سوچ وكړه!
[color=red:a12dc540d3] زه دى نه پيژنم ستاپه .............................. [/color:a12dc540d3]
په دى ټكو كى عموما دليكونكى نيت نه يي معتبر لوستونكى
چى كومه جمله وغواړى پكى لګيږى
محترمه باور وكړه چى زه كله ليكنه كوم هرتورى په بسم الله بسم الله
ليكم اوهر سړى ناسړى ته محترم محترم وايم خوپه هغه برسيره هم
يوه ورځ يوه كم عقل وشكنځلم
او هغه ټولى شكنځلى تاسو كټ مټ پرى اى ښى وى
نو دداډول بى مسؤليته خلكو كنترول په تاسو پورى اړه لرى
stanizay
12.12.2005
Aصيب ،حليمي صاحب اوټولوخويندووروڼوته خواږه سلامونه،توده ستړيمشي اونيکې هيلې وړاندي کوم اوله مولا څخه ټولو ته ښي چاري غواړم.
دخپلو مصروفيتونو سره سره خپل کوشش کوم کله ناکله ټول افغان ته سرورښکاره کړم اوله ملګروسره دخپل زړه خواله شريک کړم.داچې زه يوڅه وځنډيدم بښنه غواړم.
حليمي صاحب په مخکينۍ ليکنه کې له تاسې څخه زمايوه پوښتنه ﻻهم ناجوابه پاته ده هيله ده چي وخت به ورته پيداکړۍ.
جناب A تاسي ليکلي:
[color=yellow:42b7c83346]اقتباس:
خو آيا ، او دا زما پوښتنه ده چې ، د ژوندانه ټول دنيوي امور په دين ، او په دې توګه په اسلام پورې اړه لري؟[/color:42b7c83346]
هوخبره همداسې ده اسلام دانسان ژوند ته اجازه ورکړېده اوانسان دژوندانه مستحق هم بولي نوټول هغه څه چي دبشردژوندانه سره اړين تړاولري لکه دټولنيزژونددتنظيم اوانسجام،دطبيعي اواجتماعي علومو(ساينس)،تخنيک ټکنالوژي،سياست اوولسواکي،هنراوفلسفي .....دى ټولوته اسلام نه تنها داچي دتتوراوپرمختګ اجازه ورکوي بلکې هڅولييې دي خواسلام دانسان هيڅ يوه کړنه هم بې له څارنې اومراقبي خودسرانه اوآزاده نه پريږي ،دمثال په توګه دانسان دايوه پرمختيا چي موږاوتاسې يې سره وصل کړې يودادانټرنيټ صفحه ده مذهب ددي سره هيڅ نوعه مخالفت نه لري،اسلام يې زيګنده هم نده لاکين له انټرنيټ ،کمپيوټر اوداسي نوروشيانو سره تعلق اوپوره اړيکي لري اوڅارنه يې کوي ترڅوداديوناوړه هدف لپاره جوړاوو نه کارول شي اونه له هغي څخه ناوړه اوداخلاقو ضد استفاده وشي موږاوتاسې ګورو اووينو چي په نني عصرکي دغه شيان څوک په ناوړه طريقي سره کاروي ،په مذهب(دين) ولاړي ټولنى اوکه لامذهبه غربي ټولنى؟؟؟
[color=yellow:42b7c83346]اقتباس:
خو سره ددې ټولو نږدې ا ړيکو چې اسلام ورسره لرلي او لري يې ، بيا هم د اسلام په شمول هيڅ دين دنوموړو برخو( لکه ساينس او تخنيک ، سياست او اقتصاد ) چې پرې د انسان ژوند عياريږي ، ايجادونکي، زيږونکی او بشپړونکی ، علت او بنسټ نه بلل کيږي . او که چيرې بلل کيدای، نو بيا خو اسلام (خدای مکړه ) وختي هماغه وخت ختم شوی چې نوره نړۍ تر اسلامي هيوادونو مخکې شوې ده،ځکه اسلام خو په دغو برخو کې يو ګام هم مخکې نه دی تللی٠ خو که اسلام چيرې نه وي
ختم او يادشوي پرمختګونه داسلام زيږنده وي ، نو بايد له رېنسانس راهيسې اروپايان او امريکايان اصل اوتر مونږ ښه مسلمانان وي ؟[/color:42b7c83346]
Aوروره يوايجاد دشي دي يو له شي سره تړاودي فکرکوم زماپه ليکنوکې به داسى نوي راغلي چي اسلام دهرڅه ايجاد کړي.اماداويلى شم چي اسلام دهرڅه اسبات اجمالا کړى دۍ اودا آيت کريمه يې ښه دليل دي: [color=cyan:42b7c83346][وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ 8النحل][/color:42b7c83346]
په هماغه لمړنيووختونوکي چي دانسانانودژوندکچه ټيټه وه ،خداى پاک ددوي دژونددسوي مطابق بيان کوي چي ماستاسو دخوښي سره سم ستاسي دمشکلاتو دحل لپاره اسونه ،قچري اوخره پيداکړي دي ،اوددي آيت په داورستۍ جمله [color=violet:42b7c83346][وَيَخْلُقُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ][/color:42b7c83346]معنا:اوپيداکوي(الله)هغه څه چي تاسوپرې علم نه لرۍ.يخلق کليمه دمستقبل ياراتلونکوحالاتولپاره کارول کيږي معناداچي زه به ستاسى راتلونکيو نسلونوته دايجاداوپرمختګ داسي علوم ورکړم چي تاسي يې علم اوپوهه نه لرۍ .چي پدي کي داموجوده ساينس اوتخنيک اوداچي لدي روسته به څه منځته راځي ترقيامته پوري ټولوته ورشامل دۍ.
اوستاسوپورتنۍ خبره هم دوه جلامطلبونه دي لمړي ساينس اوتخنيک چي دين يې څارنه کوي، دوهم سياست اواقتصادنه يوازي داچي څارنه يې کوي بلکي اسلام مستقيما پکي داخل دي مثلا اسلامي اقتصاد چي پرشخصي اوددولتي ملکيتونوپوري اړه لري ،دواړه (شرقي اقتصادچي هرڅه ددولت په اختياکي وي اوغربي راسمالي اقتصادچي هرڅه له افرادوسره وي )،دې دواړوته دافراط اوتفريط په سترګه ګوري اوردوي يې.
[color=green:42b7c83346]نوچي اسلام دساينس اوتخنيک لپاره زيږنده ونکۍ نشي بلکي ورسره اړه لرونکى شي اسلام هم نه ختميږي اونه هم امريکايان اواروپايان ترموږ ښه مسلمانان کيدلى شي .که څرنګه؟[/color:42b7c83346]
[color=yellow:42b7c83346]اقتباس:
که چيرې له دغه پورتني فکتونو څخه انکار نه کوئ او حقيقت يې بولئ، نو بيا ستاسو يوه پوښتنه بيرته تاسوته په دې ډول راجع کيږي :[/color:42b7c83346]
اوس نوکه تاسي زماداپورتنۍ بيان ښه په غورسره ولولۍ شايد پوه به شۍ چي ستاسو داپوښتنه ماته هيڅکله نه سي راجع کيدلى.
[color=yellow:42b7c83346]اقتباس:
بيشکه چې اسلام ټولنيز احکام هم لري، خوکه د ټولنپوهنه بيله او بل شي وي ،
او بيشکه چې اسلام له سياست او حکمت څخه کار اخيستی، خوکه سياست پوهنه (پوليتولوژي) بيله او بل شی وي ، او بيشکه چې اسلام اقتصادي احکام هم لري ، خو که اقتصاد پوهنه ( اېکونومي) بيل او بل شي وي، او بيشکه چې اسلام يو حقوقي سيستم لري، خو که حقوق د يو پراخه علم په توګه بيل وجود لري او همداسې د ژوند په هره برخه کې په لسګونو علوم او هر يو يې ډرې څانګې لري ،
نو بيا د عملي ژوند د ﻻرښودنې، تنظيم ، انسجام کې او برياليتوب ژمنه دد غو عصري علومو په غاړه لويدلې ده که د دين په غاړه ؟[/color:42b7c83346]
ددي ليکنى په مطلب موزه پوه نه شوم خوکه هدف موداوي چي په اسلام کې ټولنيزاحکام،سياست ،اقتصاد،حقوق اوداسي نورعلوم شته خو ناقص دي اونننې ياپه زانګړي توګه غربي نړي ددي امورولپاره ښه اوکامل علوم اوقوانين جوړکړيدي نوزه بياهمدومره وايم چې اسلام بايدله خپلواصلي مراجعوڅخه ترلاسه شي دلته په هره موضوتفصيلي ليکنه مشکل کاردې خودمثال په توګه داسلامي اقتصاد په اړه صرف يوکتاب تاسي ته ښيم (خراج)دامام يوسف رحمه الله که لږيې په غوروګورىاو ځان پرى پوه کړى تاته به خپله معلومه شي چي اسلام دهري دنياوي مسلي لپاره څومره په زړه پوري اوکامل قوانين وضع کړيدي .تربيا
ستانيزى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[i:42b7c83346][b:42b7c83346][size=18:42b7c83346]اسلام درذات خودعيب ندارد،هرعيب که هست درمسلماني يې ماست[/size:42b7c83346][/b:42b7c83346][/i:42b7c83346]
ع کريم حليمي
13.12.2005
ډېر قدرمن او حترم stanizay صاحب
ستاسو په ليکنه زمونږ هم سترګي روښانه او زړه ښاد سو
دانشمند A ورور ليکني چه ما لوستي دي تر بيخي ډېره حده د ډاډه، باور،
اعتبار وړ ليکني دي ٠ هو متن ئې روان دۍ اما تحليل ئې ساده کار نه دۍ
د A ورورو ليکني که مونږ په ځير ولولو نوبه و وينو چه دوۍ اول يوه مشرع طرح بندي کوي ٠ چه تاسو هيڅ انتقاد او نقد ندۍ پر ښکاره کړي
او د A ورور ليکنه د دوۍ پر طرح بندۍ باندي تکيه لري ٠
او تاسو داسي اخسته ترې کړي چه :
[quote:7441c9d4eb]زماخبره دهغه دويش په اړه نه وه بلکې زه دهغه ددي خبري سره جوړ نه يم چي اسلام دآخرت لپاره کافي اوددنياوي امورولپاره يې ناکافي بولي .تاسي پدي اړه څه نظر لرۍ؟ [/quote:7441c9d4eb]
ستاسو خبره او ليکنه يا تحليل بې ځايه نه برېښي خو
چون دانشمند A ورور و فعل ته قيد وراچولۍ دي (اخلاق او معروف )
ته ئې په ليکنه کښي ځای ورکړي ٠ او اسلام ، شريعت او مذهب
هم داسي وايي که چيري داسي يوه موضع د مسلمانانو يا په ټولنه کښي مخته
راغله او په شريعت کښي ئې مثال يا حل نه وو نو په معروف ډول ئې حل کړي
معروف په اصل کښي جميل او منلي ته ويل کيږي ٠ او په حقوقو کښي
خورا لوی مفهم لري ٠
ولي چه خدای هم موږته فرمايي چه امر په معروف کوۍ ٠
چون بل کتاب بيا نه راځي له عرش العظم څخه نو الله موږ ته اجازه راکړې
چه ټولنيز ژوند په اسماني اخلاقو او معروف باندي کوۍ
[color=blue:7441c9d4eb]نو په دې سبب زه د داشمند A ورور د ليکني سره جوړ يم [/color:7441c9d4eb]زه نه پوهيږم لقمان نبي وو او که يو هوښيار انسان
هغه هم زوئ ته ويل چه :
بسمه تعالی ٠ يَبُنىَّ إِنهَا إِن تَك مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فى صخْرَةٍ أَوْ فى السمَوَتِ أَوْ فى الاَرْضِ يَأْتِ بهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ(16)
يَبُنىَّ أَقِمِ الصلَوةَ وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَ انْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَ اصبرْ عَلى مَا أَصابَك إِنَّ ذَلِك مِنْ عَزْمِ الاُمُورِ(17)
ترجمه -پسرم ! اگر باندازه سنگينى دانه خردلى (عمل نيك يا بد) باشد و در دل سنگى يا در گوشه اى از آسمانها و زمين قرار گيرد خداوند آنرا (در قيامت براى حساب ) مى آورد، خداوند دقيق و آگاه است .
17 - پسرم ! نماز را بر پا دار، و [color=white:7441c9d4eb]امر به معروف [/color:7441c9d4eb]و نهى از منكر كن ، و در برابر مصائبى كه به تو مى رسد با استقامت و شكيبا باش كه اين از كارهاى مهم و اساسى٠
انګلستان قانون اساسي نه لري ٠ هر قانون چه ليکي معروف ئې پايه وي
Anonymous
16.12.2005
ډير محترم دقدروړدانشمند مشرحليمى صاحب !
لطفا كه داايتونه په پښتو وژباړئ ډيره به ښه وى
په دى پاړسو كافره خوباور وكړه هيڅ نه پوهيږم
او په دى موضوع يوڅه نوره رڼا هم واچوئ
په اسلامى اوپښتنى مينه
اسلام .....
Anonymous
16.12.2005
ګرانووروڼو!
سلامونه .
دا۳۰ کاله کیږي چې داوطن موداسلام په نوم تباه بربادکړاوبې ګناه افغانان موتر خارو لاندې کړل ،اوماشومان مویتیمان کړل ،تورسرې موکونډې اوبورې کړې .
که څوک مسلمان وي نوځان ته دې وي ،په هره موضوع کې بایداسلام ورګډ نکړو ، اوهر چاته حق ورکړو چې کوم دین غوره ګڼي .موږداسلام دنوم نه غلطه ګټه اخلو،په خوله داسلام نارې واهو خوزړه موخدای خبرله کوموګناهونوڅخه ډک وي .په غلا پسې روان یوخوچې دلمانځه وخت راشي نوغږوکړوچې راځئ یوځل به لمونځ وکړو،
لمونځ اونوردیني فرائض زموږعادت ګرځیدلی دی ،ایمان اوعقیده ورباندې نه لرو،
اوکه رښتیاووایم نوعبادت زموږدپرمختګ اوسمسورتیادلارې سترخنډګرځیدلی دی .زموږنیمه ورځ په لمانځه اواوداسه تیریږي ،په سفرکې به روان یی ،درباندې ناوخته کیږي به ،یوپدې منځ کې نارې کړي چې استاذه موټرودروه چې لمونځ وکړو ، که ورته ووييي چې یولمونځ قضاشونودنیانه ورانیږ ي،وروسته چې راورسیدو بیابه قضایی لمونځ وکړو،خوکه څوک دنربچی وي له ویرې خودې داخبره هغه مسلمان ته وکړي ،سمدلاسه دکافرفتوادرباندې صادروي .
که چیرې زه دروژې په میاشت کې دسړک په سرډوډۍ وخورم نودغه مسلمانان به مې په همهغه ځای کې سنګسارکړي ،که بل چاهلک روان کړی وي اوټول پرې ښه پوهیږي هم اوپه اسلام کې ترلواطت بله غټه ګناه نشته ،خوڅوک ورته ږغ هم نکوي .
که څوک خپله لوردهلک سره وګوري ،نوپه همهغه ځای یی وژني ،اماکه زوی یی دچاسره لواطت کوي نوهیڅ هم ورته نه وايي .
موږجومات ته روان یوخوخپلې څپلۍ موپه تخرګ کې نیولې وي ،ځکه چې ویریږو چې جومات ته راغلې شریف مسلمانان یی رانه پټې نه کړي .
موږدانسان حق خورواودخدای حق په ځای کوو،حالداچې خدای پاک ویلي دي چې زه خپل حق دربخښم خودانسان حق نه دربخښم.
زموږملایانودخدای پاک نه سړيخوراوهیټلرجوړکړی دی .بله خبره نشته بس همدایی تبلیغ دی چې که لمونځ ونکړی ،نونه پوهیږم په فلاني دوزخ کې به سوزی اوهغه ده اودغه ده.ته به وایی چې دی دهغه ځای نه همدااوس راغلی دی ...
موږلمونځ دخدای لپاره نه کوو،بلکې دحورولپاره یی کوو،دشرابودویالولپاره یی کوو،دشاتولپاره یی کوو.
زماپه اندټول دینونه ښه دي ،ټول دینونه وګړي سمې لارې ته رابولي ،خوپدې شرط چې سړی پرهغورښتیانۍ عقیده ولري ،نه زموږدننیومسلمانانوغوندې ..
په درناوي
نوربیا
Anonymous
17.12.2005
ذره بينه ! په ټول افغان كى په خوراډيرو موضوع ګانو ګڼ شمير
بحثونه روان دى لطفا ته هغو ته مراجعه وكړه
ته خو وايي چى ټول دينونه شه دى خو دا اسلام هم يو دين دي كه نه ؟
نوته ولى له اسلا م سره حساسيت لرى او دافغانستان دبربادى لامل يي بولى ؟
موږخو مسلمانان يو په خپل دين باندى خبرى كوونوته مهربانى وكړه له دى خبرو مو مه منعه كوه په دى خبرو خو به افغانستان ته كوم تاوان نه رسيږى؟
Anonymous
17.12.2005
درنو او ښاغلو او مکرم مېلمه صاحب سلامونه او رحمتونه دي وي
پر موږ او تاسو باندي !
تبسوم هم يولوئ نعمت دۍ چه خدای چاته ورکړۍ وي ٠ که څوک د خيرات په نيت چاته تبسوم وکړي ٠ نو عينا لکه خيرات د پيسو يا روپو چه ئې وکړۍ ٠
مېلمه ورور خورا په پياوړو ادبياتو داسي ليکي چه :
ډير محترم دقدروړدانشمند مشرحليمى صاحب !
[quote:7d2c37a9da]لطفا كه داايتونه په پښتو وژباړئ ډيره به ښه وى
په دى پاړسو كافره خوباور وكړه هيڅ نه پوهيږم
او په دى موضوع يوڅه نوره رڼا هم واچوئ
په اسلامى اوپښتنى مينه[/quote:7d2c37a9da]
زه تبسوم پکښي وينم ٠ خو افسور چه زه داسي قلم نه لرم چه د ليکني سره تبسوم درولېږم ٠
دامي کمی دۍ ٠
پر داړو سترګو ! ولي به ئې نه ژبارم په شکرو (پښتو )
بسمه تعالی ٠ يَبُنىَّ إِنهَا إِن تَك مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فى صخْرَةٍ أَوْ فى السمَوَتِ أَوْ فى الاَرْضِ يَأْتِ بهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ(16)
يَبُنىَّ أَقِمِ الصلَوةَ وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَ انْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَ اصبرْ عَلى مَا أَصابَك إِنَّ ذَلِك مِنْ عَزْمِ الاُمُورِ
ژباړه - يَبُنىَّ اې زمابچوړيه (زويه ) إِنهَا بېشکه هر خصلت چه دۍ
د انسان کۀ خير وي کۀ شر إِن تَك کۀ چيري وي دغه خصلت مثلا په کمکي والي
مِثْقَالَ حَبَّةٍ په قدر د دانې مِّنْ خَرْدَلٍ د کورکومنو( moutarde )د اوړو څخه
( اوړه شوي کورکومن يعني يوه زره ئې ) فَتَكُن پس وي به دغه دانه کۀ د خير وي
کۀ د شر فى صخْرَةٍ که وي دا دانه په ډبره کښي أَوْ فى السمَوَتِ يا وي په اسمانونو
کښي أَوْ فى الاَرْضِ يا وي په ځمکه کښي يَأْتِ بهَا اللَّهُ نو رابه ئې وړي الله او
حاضر به ئې کړي د حساب او جزاته إِنَّ اللَّهَ بېشکه خدای لَطِيفٌ باريک بين دۍ
خَبِيرٌ په هر پټ شي (څيز ) محيط دۍ ٠
تبصيره او يا زما شَرْح يا زما اخستنه له ايات شريف څخه !
دا کتاب چه الله و موږ انسانانو ته را لېږلې دۍ ٠ د ګوتو په تعداد ئې له شيانو
او اعمالو بند کړي يو ٠
دا ولي يا څرنګه !
که د ژوند د ټولو اعمالو ، چه داسي وکړۍ او هاسي وکړۍ او هغه وکړي
نو يوخوبه داکتاب دومره غټ وای چه د لس زرو کتابو په مثال په داي ٠
دوهم د هيچا به پياد او زده نه واي ٠ او د قيامت په ورځ په هر سری نعرې کړي
چه زه نه وم خبر ٠ او عقل کولوته ځای نه وو ٠ چه د عقل څه مي کار اخستۍ واي
هر څه د کتاب له رويه کېدل ٠
چه دغه خورا ډېر ښه معقل عضر به واي
دغه سبب دۍ چه الله و موږ ته فرمايي چه جَعَلْناه قرآناً عربيّاً لعلكم تعقلون ،
لعلكم تعقلون ،وفي أنفسكم أفلا تعقلون
اوس معنا داچه موږ ته ئې عقلي اوفکري تامه ازادي راړې ٠
چه داسي يو معروف کار وکړو چه په مثال د اوړو د زرې په اندازه وي چه په دغه
نړۍ کښي داسي وي چه هيڅ چاته ئې درک ور مالوم نه وي نو خدای به ئې موږ ته جزا راکړي ٠ په شرط د دې چه په عقل سره معروف وي او که که عقل راته وويل
چه دايو ښايسته او معروف کار نه دۍ او مونږ ئې بيا هم وکړو نو بيا هم د حساب په ورځ د حساب ځای ته ئې راوړي او اجر لري ٠
مونږ ته لازمه ده چه له عقل څه کار واخلو مثلا
که مونږ د داسي سحنې سره مخامخ سولو چه په اسلامي اخلاقو باندي يو کار ته اجازه نه وه ٠ او د ځان يا وړونو مرګ مو پکښي ليدۍ په عقل
نو بايد څه وکړي ٠ دلته نو عقل څخه کار واخلو چه معروف او ښايسته وي
ژوندی مثال ئې بن لادن دۍ ٠ يو عرب و کفر ته په لاس ورکه او د شل زرو
عربو او افغانانو حيات ور وساته ٠ چه دغه ډير معروف او ښايسته عمل دۍ
چه په ورځ د قيامت به ټوله د افغان شهيدان ولاړ وي ٠ او الله ممکن د طالبانو
و مشرانو ته و فرمايي چه [color=cyan:7d2c37a9da]،وفي أنفسكم أفلا تعقلون [/color:7d2c37a9da]
هر معلم چه چاته موټر ،نجاري،نل دواني ور وښيي ٠ نور نو چه سړی
په کار شروع وکړي بايد د خپل عقل څخه کار واخلي ٠
ولي چه هغه د لابراتوار په شکل کار نه کيږي ٠ هر تعمير جلا جلا نقشه
سوې دۍ ٠ أفلا تعقلون
نتيجه دا سوه چه [color=red:7d2c37a9da]ذره بین [/color:7d2c37a9da]ورور مو وايي چه
[quote:7d2c37a9da]دا۳۰ کاله کیږي چې داوطن موداسلام په نوم تباه بربادکړاوبې ګناه افغانان موتر خارو لاندې کړل ،اوماشومان مویتیمان کړل ،تورسرې موکونډې اوبورې کړې . [/quote:7d2c37a9da]
او ډېر ښه وايي
هو ! داکار اسلامي احکامو ،قواعدو نه دۍ کړۍ ٠ بې عقليو کړي اود معروف
عقل څخه کار ندۍ اخستل شوۍ ٠ نو طبيعي خبره ده چه [color=white:7d2c37a9da]ذره بین [/color:7d2c37a9da]بايد همداسي شکايت وکړي له طالبانو او نه د اسلامي احکامو او قواعدو
لکه کړې چه ئې دۍ له اشخاصو
شراب خوړل د کفارو په ملکونو کي قانوني دي ٠خو معروف نه دي ٠
زنا کوي خو معروفه ،ښايسته نه ده ٠
معروف په ټوله نړي کښي يو ډول دي ٠ اما اخلاق اسلامي او يهودي ، عيسوي ،
بودائې فرق لري ٠ په يوه کښي اخلاق وي بل ته اخلاق نه وي
قران + عقل = په معروف که څنګه ؟؟؟؟
استاد وطنمل صاحب زه په راجستر ډول ليکنه نه شمه کولی چه ولی ؟؟
په درناوي
حليمي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلام ُُ ُعليکم و رحمت الله و برکاه !
په بي نومه فوروم کې هغه وخت په يوه ثبت شوي نامه ليکنه کيږي چې د ننوتو پر ځای کې دغه فوروم ته له داخليدو مخکې موخپل ثبت شوی نوم ورکړئ، نو بيا په نوموړي فوروم کې د ليکنې په وخت کې نوم ورکولو ته څه اړتيا نشته . په درنښت
Anonymous
17.12.2005
محترم استاد او دروند مشر جناب حليمى صاحب !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ستاددى خوږو خبرو
او له حكمته ډكو نصيحتونوستاينه زه په دى خپل ګوډمات
قلم سره نشم كولى په پورتنى ترجمه دى ډير خوشاله كړم خوددى يوه بل
ايت شريف ترجمه اوتفسير كه راته بيان كړى ډيره مهربانى به دي وى
هغه ايت دادى :[size=24:6b7c3a0bec][size=18][color=white:6b7c3a0bec]وجعلناه تبيانا لكل شى[/color:6b7c3a0bec][/size:6b7c3a0bec][/size]
ته دى دعلم فيوضات را اوروه
او زه به دتبسم خيراتونه درليږم
Anonymous
17.12.2005
عبدالله خانه ځوانه سلام او بيا ډير تيز تللی يی حق نلری٠ اوف موف د هم ويلي دي ته مجوره نه يی چې جبرا چاته قناعت ورکړی ٠ ته چې دومره پرو فيسور د مذهب يی نو خپله ليکنه کوه نور نو چټيات به نه ليکي٠
حليمي صاحب د ليک په پيل کي بخښنه غوښتی او تا لکه د کوڅی بنډار غوندي بې ادبې بې احترامې خبرې ليکلي چې په مجموع کي ليکنه مو سپکه ليکنه ده٠
دۍ خو چاته څه نه وايي خو زه دې بيا نپريږدم٠
ګوره ٠٠٠٠ ښه
درنښت
م٠ل
Anonymous
17.12.2005
[quote:803bdcdfd5]خودمثال په توګه داسلامي اقتصاد په اړه صرف يوکتاب تاسي ته ښيم (خراج)دامام يوسف رحمه الله که لږيې په غوروګورىاو ځان پرى پوه کړى تاته به خپله معلومه شي چي اسلام دهري دنياوي مسلي لپاره څومره په زړه پوري اوکامل قوانين وضع کړيدي .تربيا
ستانيزى [/quote:803bdcdfd5]
محترم ستانیځې صیب تر سلامونو ورسته هیله ده د خراج په نامه د عربی کتاب لنډیز یا هغه تیوری دلته لوستونکو ته وړاندې کړﺉ، چې له فیض څحه یې برخورداره شو . که په پښتو موجود وی نو د لاسته راوړلو پته یې دلته ولیکۍ.
Anonymous
17.12.2005
درنواو قدردانو وړونو مېلمنو سلامونه او ښې هيلي !
محترم استاد او دروند مشر جناب حليمى صاحب !
[quote:ce7769407a]السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ستاددى خوږو خبرو
او له حكمته ډكو نصيحتونوستاينه زه په دى خپل ګوډمات
قلم سره نشم كولى په پورتنى ترجمه دى ډير خوشاله كړم خوددى يوه بل
ايت شريف ترجمه اوتفسير كه راته بيان كړى ډيره مهربانى به دي وى
هغه ايت دادى :[size=18:ce7769407a]وجعلناه تبيانا لكل شى[/size:ce7769407a]
ته دى دعلم فيوضات را اوروه
او زه به دتبسم خيراتونه درليږم[/quote:ce7769407a]
خيراتونه دي ما ومنل ، او خدای په عرش العظم کښي مقبول, مقبول, مقبول, جيد جداً, مقبول, ممتاز
هو ! طبعا بايد پسله زما تبصرې د چا وفکر ته دغه ايات ور وګرځي ٠ او داسي نور
بسمه تعالی - ونزلنا عليك الكتاب تبيانا لكل شيء
.........................وما ءاتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا
او داسي .....قال الله تعالى ( وأنزل عليك الكتاب والحكمة )
extending beyond (سمو المعني )
هو ! د تبيانا څخه مطلب دا ندۍ چه هر خبره هر څه په ظاهر ډول په کښي سته
چه تحليل ئې کړو نو هر بيان پهکښي سته
که دغه يو ايات شريف راغلۍ وای
بسمه تعالی - [color=blue:ce7769407a]إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الاحْسنِ وَ إِيتَاى ذِى الْقُرْبى وَ يَنْهَى عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنكرِ وَ الْبَغْىِ يَعِظكُمْ لَعَلَّكمْ تَذَكَّرُونَ(90)[/color:ce7769407a]نو د ټول حيات د پاره بس دۍ ٠ تاسو ئې اورۍ هره جمعه په خطابه کښي
اما الفاظ لږ معنا ئې په زرو کتابونوکښي هم نه ځايږي ٠
قليل الفظ او کثير المعنا اياتونه دي ٠
او تحليل ئې تر يوم القيامه پوري کيږي ٠
خبره دا ده چه جان نه باشد عقل در عذاب است
هو ٠ کفار ناست دي زموږ قران هره ورځ تحليل کوي ٠ ځانوته ئې ښه قواعد
تر راوايستل ٠ ښه قوانين ئې په وليکل او مسلمان لالا ئې يوازي حفظ ته
ملا تړلې ده وليچه په اخيرت به ئې درجه ډيره لوړه کيږي ٠
او په لسو کښي يو مسلمان هم نه پوهيږي چه دننه په ايات شريف کښي څه
سته ٠ قران ئې ٦٦٦٦ اياته پياد وي اما د اکثره حافظان ئې په معنا نه پوهيږي
د قاري صاحب په نامه خوشحال وي ٠ ديوانه به نامش خوش
Anonymous
17.12.2005
[quote:3929cf10f9]خودمثال په توګه داسلامي اقتصاد په اړه صرف يوکتاب تاسي ته ښيم (خراج)دامام يوسف رحمه الله که لږيې په غوروګورىاو ځان پرى پوه کړى تاته به خپله معلومه شي چي اسلام دهري دنياوي مسلي لپاره څومره په زړه پوري اوکامل قوانين وضع کړيدي .تربيا
ستانيزى [/quote:3929cf10f9]
محترم ستانیځې صیب تر سلامونو ورسته هیله ده د خراج په نامه د عربی کتاب لنډیز یا هغه تیوری دلته لوستونکو ته وړاندې کړﺉ، چې له فیض څحه یې برخورداره شو . که په پښتو موجود وی نو د لاسته راوړلو پته یې دلته ولیکۍ.
Anonymous
17.12.2005
درنواو قدردانو وړونو مېلمنو سلامونه او ښې هيلي !
[quote:51df5dae51]محترم استاد او دروند مشر جناب حليمى صاحب !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ستاددى خوږو خبرو
او له حكمته ډكو نصيحتونوستاينه زه په دى خپل ګوډمات
قلم سره نشم كولى په پورتنى ترجمه دى ډير خوشاله كړم خوددى يوه بل
ايت شريف ترجمه اوتفسير كه راته بيان كړى ډيره مهربانى به دي وى
هغه ايت دادى :وجعلناه تبيانا لكل شى
ته دى دعلم فيوضات را اوروه
او زه به دتبسم خيراتونه درليږم [/quote:51df5dae51]
خيراتونه دي ما ومنل ، او خدای په عرش العظم کښي مقبول, مقبول, مقبول, جيد جداً, مقبول, ممتاز
هو ! طبعا بايد پسله زما تبصرې د چا وفکر ته دغه ايات ور وګرځي ٠ او داسي نور
بسمه تعالی - ونزلنا عليك الكتاب تبيانا لكل شيء
.........................وما ءاتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا
او داسي .....قال الله تعالى ( وأنزل عليك الكتاب والحكمة )
extending beyond (سمو المعني )
هو ! د تبيانا څخه مطلب دا ندۍ چه هر خبره هر څه په ظاهر ډول په کښي سته
چه تحليل ئې کړو نو هر بيان پهکښي سته
که دغه يو ايات شريف راغلۍ وای
بسمه تعالی - إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَ الاحْسنِ وَ إِيتَاى ذِى الْقُرْبى وَ يَنْهَى عَنِ الْفَحْشاءِ وَ الْمُنكرِ وَ الْبَغْىِ يَعِظكُمْ لَعَلَّكمْ تَذَكَّرُونَ(90)نو د ټول حيات د پاره بس دۍ ٠ تاسو ئې اورۍ هره جمعه په خطابه کښي
اما الفاظ لږ معنا ئې په زرو کتابونوکښي هم نه ځايږي ٠
قليل الفظ او کثير المعنا اياتونه دي ٠
او تحليل ئې تر يوم القيامه پوري کيږي ٠
خبره دا ده چه جان نه باشد عقل در عذاب است
هو ٠ کفار ناست دي زموږ قران هره ورځ تحليل کوي ٠ ځانوته ئې ښه قواعد
تر راوايستل ٠ ښه قوانين ئې په وليکل او مسلمان لالا ئې يوازي حفظ ته
ملا تړلې ده وليچه په اخيرت به ئې درجه ډيره لوړه کيږي ٠
او په لسو کښي يو مسلمان هم نه پوهيږي چه دننه په ايات شريف کښي څه
سته ٠ قران ئې ٦٦٦٦ اياته پياد وي اما د اکثره حافظان ئې په معنا نه پوهيږي
د قاري صاحب په نامه خوشحال وي ٠ ديوانه به نامش خوش
حليمي
Anonymous
18.12.2005
ورونه ، وروڼه که وړونه ؟، ولې [color=yellow:dbe04ef90f]وړونه[/color:dbe04ef90f] ؟ ؟ ، يو تن نه، پو ښتنه ټولګړې ده ،ځکه دلته ډير کسان [color=red:dbe04ef90f]وړونه [/color:dbe04ef90f]ليکي ، اخر دا ولې؟ ؟ ؟