د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا ژوند يوازې مذهب دی؟؟

Anonymous
12.05.2005

دټول افغان دفورم نژدې ټولو خونو ته ورځ په ورځ مذهبي بحثونه سرايت کوي. که هرڅه هروخت د مذهب له کړکۍ وکتل شي نو د هوښيارانو خبره داوړۍ به هيڅ کله شړۍ نه شي او موږ به هيڅ کله په خپلو ورځنيو ستونزو بريالي نه شو. په اوسني حالاتو کې ډيرمهم او تاوده مسايل شته چې بايد ورته پاملرنه وشي، علمي او منطقي بحثونه پرې وشي، خو داسې ښکاري چې سخت دريځه اسلام پاله ډلې او اشخاص ددغو ګټورو خبرو اترو په لارکې خنډونه اچوي او هربحث له علميت نه مذهب ته اړوي. ايا داسې نه ده؟ ايا ټول افغان ويب سايټ ورځ په ورځ دبنيادګرانو منګولو ته نه دی روان؟


pattang
13.05.2005

درې ، غلګۍ اودسټوتر کنډ و پورې سلامونه اوښې چارې !
وروره اکسريت اکسريت دي خبره به يې منې اوديالوګ به هم ورسره کوي ، داځکه چې په افغانستان کې خو اوس امريکايانو ديموکراسي له ځان سره راوړه ٠ خو يو شی درته وايم مذهب زمونږ هويت ،دکورنۍ - ،ملت اخلاق او د اخلاقي ناروغويو غټه دوا دی ، ولې نه ?? ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
22.05.2005

پتنګ صيب سلام
وروره مذهب په هويت کې نه حسابيږي او هويت نه جوړوي. ډير نورشيان لکه ژبه ، مليت او جغرافيوي موقعيت کولای شي د هويت څرګندونه وکړي. ددې بحث په اړه ستا د اکثريت (اکسريت) د اصطلاح په کارونه سم پوه نشوم. بنيادګرايي يا دمذهب څخه ناسمه ګټه پورته کول اخلاقي ناروغۍ نه درمل کوي بلکې لازياتې بدمرغۍ منځ ته راوړي.


Anonymous
22.05.2005

[quote:733fdcff71]ايا ټول افغان ويب سايټ ورځ په ورځ دبنيادګرانو منګولو ته نه دی روان؟[/quote:733fdcff71]
نه داسې نه ده، بنيادګرانو تراوسه پورې خپله يوه ادعا ثبوت نه کړه ، څاروان يې دلته د بحث د وتلی استا زي په توګه ونشول کړای چې په يوه موضوع کې هم د خپلې ادعا د سم والي په اړه چاته قناعت ورکړي . خو ټول افغان يوه اولسواګيزه پاڼه ده ، نو د بنيادګرايانو په شمول هر څوک په کې د نظر څرګندونې حق لري. خو وګورئ هغه اندوال ورځ په ورځ زياتيږي چې ملي ، اولسواک او اسلامي اندود لري او د غښتلي منطقي علمي او فلسفي استدﻻل خاوندان دي . د منطقي بحث ليکو ته په وروستيو وختو کې هغو ځوانو ليکونکوهم رادانګلي چې د بنسټپالو ادعاوې د واقعيت سره مخ کوي او د عمل واقعيت او پرکتيک له ډګر څخه پرې ګوزارونه کوي او ددوی دروغ ، پلمې، پروپاګند او بيځايه تورونه يو پر بل
پسی پر عملي دليلونو شنډوي . په هيواد کې هم د متوکل په مشرۍ د طالبانو ډلې مخ له پخوانيو سختدريځو طالب مشرانو څخه اړولی او رغنده رياليستي لوري ته په خوځيدو او آن د شورا په راتلونکو ټاکنو کې د ونډې اخيستلو له پاره ځانونه چمتو کوي . د څاروان او نورو په څير بنسټپال خو لوستونکې تش احساساتو ، جذباتو او پاريدلو ته رابولي، خو ملي اولسواک ليکونکي خلک اندنې، فکر ، سوچ او تحليل ته رابولي او د جذباتو پر ځای يې مسوليت او عقلي جديت او معقليت ته رابولي . پداسې حال کې چې بنسټپال د مظلوم اولس د احساساتو جذباتو د راپاولو له پاره د هغوی ګريوان ته ﻻس اچوي، د جهاد په پلمه يې د جګړې ډګر ته راکاږي، څو ددوی د شومو اغراضو قرباني او د مرميو خوراک شي ، د ملي اسلامي اولسواکو ليکوالو شعار معقوليت او مسووليت دی او هدف يې د سياسي ﻻرې څخه پر ستونزو بری موندل ، او د خپل مظلوم افغان مسلمان اولس سره د ملاتړ زړه سوي او ژور پيوستون پر بنسټ يوه ژغورنده ملي اسلامي او اولسواک غورځنګ ته پراختيا ورکول دي ، کوم چې سوله پرمختګ حپلواکي او د نورو هيوادونو سره د سيالۍ په ډګر کې سرلوړي تضمينوي . ددوی ﻻراوږده خو پر ټولو ستونځو د بري موندلو ﻻر ده، ولې د بنسټپالو لنډه او لنډ نظره ﻻر د پخوا په څير څه چې آن تر پخوا بدتر ه دماتې اوناکامۍ له شرميدلې پايلې څخه پرته بله نتيجه نشي لرلی . والسلام


څاروان يې دلته د بحث د وتلی استا زي په توګه ونشول کړای

Anonymous
21.11.2005

وهوا وهوا !
په قلم دې برکت شه مېلمه A 
څاروان يې دلته د بحث د وتلی استا زي په توګه ونشول کړای چې په يوه موضوع کې هم د خپلې ادعا د سم والي په اړه چاته قناعت ورکړي . خو ټول افغان يوه اولسواګيزه پاڼه ده ، نو د بنيادګرايانو په شمول هر څوک په کې د نظر څرګندونې حق لري. خو وګورئ هغه اندوال ورځ په ورځ زياتيږي چې ملي ، اولسواک او اسلامي اندود لري او د غښتلي منطقي علمي او فلسفي استدﻻل خاوندان دي . د منطقي بحث ليکو ته په وروستيو وختو کې هغو ځوانو ليکونکوهم رادانګلي چې د بنسټپالو ادعاوې د واقعيت سره مخ کوي او د عمل واقعيت او پرکتيک له ډګر څخه پرې ګوزارونه کوي او ددوی دروغ ، پلمې، پروپاګند او بيځايه تورونه يو پر بل پسې شنډوي !


stanizay
24.11.2005

دره وال صيب نيکي هيلي ومنه؛
غواړم په دې دې پوه کړم چې مذهب ستادعلمي چيړنواوورځنيوستونزودحل دلارو
چاروپه لټولوکې نه تنهاداچې خنډکيږي نه بلکې که چيرې ته داسلام له حقيقت څخه ځان په صحي ماناخبرکړې،داخبره به تسليم کړې چې دغه سپيڅلی دين زما،ستا اوټولوانسانانولپاره دمورپه خيټه کي له نطفي اچولوراشروبيادپيدايش، کوچنيوالی،ځواني،بوډايي اوبلاخره ددې لنډ مهاله ژونددپای ته رسيدلواوهغه بل ابدي ژوندشروکيدلو،دستونځودحل لپاره ډېرځانګړي ،مناسب اوپه زړه پورې لارښونې اوقوانين لري٠
بل داچې تاسې داسلام پالۍ اوبنيادګرايۍ توری کارولي دي ،زه وايم چې که ته مسلمان يې نوهرومروبه اسلامپالۍ هم يې اوبنيادګرهم ،ځکه چې بنياديااصول داسلام ؛قرانکرېم اونبوي احاديث ،اجماع اوقياص دي اومسلمان په همدې سره مسلمانيدلی شي٠
ستانيزي


Anonymous
24.11.2005

ستانيزی صيب سلامونه!
ټول افغان ته ښه راغلي .
اجازه راکړه ووايم چې دخواشينۍ ځای دی چې خپله لمړنۍ ليکنه مو په تول افغان کې په ډيره خطرناکه بنادګرايي روحيه پيل کړې کومه چې نه يواځې دهيواد بلکې داسلامې نړۍ دپاره هم تباهې او بدمرغي زيږوي. ښه به داوي چې لږ ترلږه دخپل فکراوقضاوت دروازې پرانيستې وساتی ، داسلام سره په څنګ کې دنورو علومو مطالعه هم ولری اوداسلامې علومو تحليل اوتفسيرداوسني عصر دبهير په شرايطو او غوښتنو کې له پامه ونه غورځوی. افراط ګرايي او بنادګرايي داسلام سره ضديت لري اوداسلام نيلي له بيخه وباسي. دې پايلې ته به هغه وخت ورسيږي چې پراخه بې پرې اوهراړخيزه مطالعه ولري. اودنورو علومو څخه هم يوڅه برخمن شی.


za yew sa agree yam

Anonymous
24.11.2005

درنو مرګرو سلام کوم ټولو له!
د ستانيزي صیب اند سره تر ډېره حد په يو غږ يم، دا ځکه چې په ريښتيا هوم چې که څوک ځان له مسلمان وای نو پکار ده چې د اسلام له لومړيو اوسولو ياني له اسلامي بنيادي احکامو خبر بيا تر قران حفظ او تفسير اورپسې که چېرتکې اوکولی شي نو او ځان په علم پوره کول غواړي . بله خبر چې دا بل مرګري کړې زه به ددې يوه خبره اومنم چې د اسلامي علم سره جوخت سړي له پکار ده چې ددنيا ځينې پرمختګونو لپاره په دنياوي علم يا هوم ورله ساينسي او ټولنيز علم ويلی شو چې مطاله کړي ځکه اسلامي علم خو د انسان دننه په ځان کې بدلون راولي او دا بدلون د انسان په ګټه دی که چېرته انسان دې بدلون له د کميونيزم ، سوشليزم او نورو ايډيالوجيو له هندارې او اغېزې اونګوري . خو زموږ ډېر خلق چې کوم دي بلخوصوص په يوروپ او امريکې کې نو دوی د دې دنياوي تش د يو کس چې د اقتصاد د ودې لپاره د يهود مزهب کې زېږېدلی او او کوم چې د پيسو او اقتصاد يوازينۍ لار د ښه ژوند بلله نو د کارل مارکس په نامي کس له مفکورې د مزهب لار بندولو لپاره هر څه ده بيان کړي او ده پخپله هوم يو غير مزهبي کس ځان بللو چې خپل په کتاب کې یې هوم دې له اېشاره کړې ، او ځينو نورو موريخينو هوم دی غير مزهبي او په پيسو او اقتصاد مين ګڼلی.
نو پکار مونږ له دا نده چې بنياد پرست يا بنياد ګرايي دې له اوېاو چې ګواکې څوک هوم چې د دين مهم اوصول او بلکل ددين په لار روان وي نو دی به له دنيا سره په ټکنيک او نورو مسايلو کې اړيکه نه لري نه بلکې دده شخصيت نور هوم ګټور شي ټولنو له . اوس که انجنير ګلبدين حکمتيار صیب راوالو نو دی يو پوه په ټخنيک او هوم عالم دی خو دده څو غلتۍ چې زه خپل په زات ورته ګوته نيسم دادي چې ده خپله ځان له افغاني ټولنې لېرې کړی، ده د جهاد په دور کې ډېر تکړه او لومړی مجاهد پاتې شوی خو ده خپل افغاني ځوانانو له د سکول او ښونځي پرانستلو کاراونکو کله به چې ددې نوي اوسيني نسل پلرونو به جهاد کولو نو دده مرګرو لکه رباني ، سياف، مجددي بس په خوله وېل چې ستاسو بچي به په عالا سکولونو کې سبق لولي چېرته چې دوی ناکام شو.
خو کېدای شي دې شاته نور څه هوم وي ځکه څوک يوازې ګناه په يو کس نشي اچولی او دا اوس چې کوم ګناهونه دده په غاړه ناردرن الاينس شومالي اتحاد غورزوي دا ټول اسې سياسي مخالفت دی او ټګي ده حقيقت نلري.
دين دټولو افغانانو او ټولو مسلمانانو بنيادي ګټوره وسيله ده او يوازې دين دی چې انسان انساني ژوند ته مخ کوي . ورسره د پرمختګ لپاره دين د ساينس خلاف ندی او نه هوم ټکنيک حرام دی بلکې خدای نور هوم د انسان نه راضي شي چې ياره دغه انسان نورو له ګټه اورسوي نو خدای ورله برکت ورکړي.


koshan rokay za zawab darkom

Anonymous
26.11.2005

سلامونه مې ټول ومنۍ!
مرګرو ډېره ښه موضوع مو راغستې ده چې ډېرو علماؤ ته پکار ده دا د اوس عصر نوي ځوانانو له ځوابونه اوای.
زه به د کوشان ټولو سوالو له په يوه ځواب کې ليکنې اوکم.
کوشان وای، مزهب له په څه ضرورت لرو موږ؟
کوشانه روکييه ! داسې چل دی چې لکه څنګه چې ياد شوي چې مزهب د انسان هره ورځ له پاره د ستونځو نه سړی لرې ساتي نو دا يوه ټيک خبر ده ، دا ځکه چې مزهب د انسان په ژوند کې لکه روح سيده تړاو لري او دا تړاو د انسان د معنوي اړخ يو لوی د پام وړ ګام دی. زه به تاله داسې بېلګه او مثال درکړم چې د منلو وړ وي هاغه داسې چې که ژوند کې مزهب نه وي ، نه به انشان ادب پېژني نه د خبرو اوسول او نه هوم د پلار ، مور حق وپېژني، او نه د ګونډ سره سم چلند کولی شي او نه هوم د انسان په څېر د يوه ځانګړې حد پورې انسانيت او ښه کول له بدو پرهېز کول، او افراط او تفريط نه ځان لرې کولی شي. نو مزهب ځکه د زړه سره کوشانه روکييه راغلی او موږ له پکار ده چې ځانله د کفارو نه يو توپير اولرو او دا څه چې نن سبا دنيا کې روان دي بې انصافي، د ښځو او نر سره دوکه او غلا بې پتي اړول نورو له دا ټول د يوه داسې ټولنې کړنې دي چې هغې کې د مزهب قدر قيمت او عملي کول نه وي.
نو چې څوک مزهب ونه لري د هغه لپاره زنا، قتل، شراب څښل، بې پتی اړول نورو له ، د پلار مور حق نه پېژندل بې انصافي کول ټولو سره غلا کول دا ټولې بدې لارې سره مل کېدای شي ، او د ده او ځناور هېڅ توپير نه وي ، نو ځکه چې په هغه باندې اتبار کول سلب شي او خلق ورباندې اتبار ځکه نه کوي چې بيا دی په يوه قانون سر نخوځوي او يوه لار نه خپلوي بلکې په څو څو ژبو رواند وي او خلق غولوي. که لږ شانتې فکر د پخوا زمانې له اوکې نو داسې چل دی چې پخوا به عربو ښځې غلته استعمال کړې، جنکۍ به ېې خخولې ژوندۍ، او سړيو به سړو سره غلت کارونه کول نو ځکه د الله تعاله په امر او قدرت د مزهب نوۍ لار راومندېده او خلق ېې له بدو راوګرځول او تر ننه به داسې وي چې که څوک مزهب ینې اسلام باندې پوره پوی نه وي او عمل نه کوي هغه به په سمه لار روان نه شي او يوه به ېې دوه نه شي په هره لار کې به ناکامه وي .
هيله ده چې ستا ځواب مې درکړی وي کوشانه روکييه


آيا ژوند يوازې مذهب دی؟

Anonymous
27.11.2005

هو! بيېخي همداسې ده !
ژوند يوازې مذهب دی . خو د انسان ژوند، نه ده څارويو او ځناورو ژوند.
څاروي او ځناور کولی شي ستاپه شان بې مذهبه او بې موخې ژوند وکړي،هغوی هم ستاپه څېر يوازې خېټه مړوي او شپه تېروي.
د انسان ژوند ديوې موخې له پاره وي چې هغه د اخرت تل پاتې ژوند دی.
بله دا چې ته که مذهب منې او که نه افغاني ټولنې ته بايد وګورې چې دوی څه غواړي؟
ستاپه څېر ډېرو دلته ستاپه څېر فکر درلود، د وروس،پاکستان،امريکا او نورو لاسپوڅي وو او دي. ټولنې ته يې ونه کتل تجربې يې ناکامې شوې تر اوسه مو ورځ نه ښه کېږي.
تر ټولو غوره به داوي چې دخپلې ټولنې سره سم فکر وکړو.
که ډيموکراسي ،مډرنيزم،مدرنيزاسيون وي ،که مدنيت وي ،که شرعيت وی او که ستاسو په عقيده بې مذهبي توب وي دا ټول بايد د ټولنې له منځه راپورته شي. نه دا چې ستاسو په څېر يو بل د پرديو لاسپوڅی پر دې ټولنه کله کفر او کمونيستي په زوره تپي،کله اخوانيتوب او ‌‌طالبي ،کله غربي ډيموکراسي يا په اصطلاح بې بندوباري توب او کله نور
مننه
مذهبي



ع کريم حليمي
27.11.2005

مکرم مذهبي وروره سلامونه !
ډېره عظيمه ليکنه دي کړېده !!!!!!!
يوې خبري ته دي فهم ساته ولي چه تاسو مذهبي او رباني ياست 
که وګورې و نويشتې ،ليکني ، کلمه ٠٠٠٠٠
علامه د  تانيث په کښي سته ٠ مونث چه سوه نو ښځنه سوه ٠ 
نو ليکني مؤنثي دي ٠ نو بې حجابه ليکني ښه نه دي ٠ عفت او حجاب ئې ضرور وساته  ٠ نو به خدای ستاسوعفت وساتي
او تَحْصِينٌ به و وينې ٠او تحصين  د هر مرض ضد دۍ ٠ 


yaw shay ba wazeeha kram

Anonymous
27.11.2005

ګرانو پتمنو افغانانو خوېندو مېندو ورونو اسلام عليکم و رحمته الله و برکاتو!

يو څيز چې زه اورله بايد اشاره اوکړم هغه دا چې د ستانيزي دوست خبره ريښتيا ده چې هر څوک چې ځان له مسلمان واي نو هغه بايد چې د اسلام د بنيادي احکاماتو خبر وي ، د اسلام په معني او په کړنو ېې عمل اوکړي . بله خبر بايد چې روښانه شي او هغه دا چې ځينې کسان بنياد پرست يا هوم بنسټپاله هاغه کسانو له وای چې څوک په وخت لمونځ،اودس ، د الله تعالا،ج، په احکامو روان او په عمل کې د هغه کس هر څه په اسلامي تريقو وي ، چې دا په ريښتيا هوم بنياد پرست دي خو ددې نه مطلب دا ندی چې ګواکې دوی بې تعليمه او له دين نه ېې اسې ډارېدونکې اسلحه جوړه کړې. څوک چې داسې فکر لري هغه اصل کې په اسلام اګاه ندی او غواړي په اسلام کې بدت رامنځ ته کړي ، ډېر خلق پدې يوروپ او امرېکې کې داسې دي چې بس د اسلام په نوم هوم شرمېږي او اسلام دوی له د ډار اسلحه ښکاري دا ځکه چې دوی په اصل کې د اسلام په معنا او مفوم ندي خبر او بنيادي اوسول خو لا پرېږدۍ. زه دلتکې ټولو دوستانو مرګرو نه يو خواست کوم چې څوک هوم د اسلام په خلاف بحث کوي نو خپل هويت دې څرګنده کړي او دا دې اوايي چې دوی کوم مزهب سره تړاو لري ځکه چې د /دېموکراسي په چوکاټ کې دا شۍ اجازت نيشته چې بل مزهب يا کس محکوم شي . او که بيا سوالونه لرۍ يو بل نه ېې په ازاده ددوستۍ په ماحول کې اوکړۍ.
يو څيزپه پام کې اونيسۍ هغه دا چې که څوک د يوه علم ادعا کوي او وايي چې دا علم زما زده دی نو پکار ده چې د هغه علم بنيادي احکام تيوري او بيا تر تشريح پورې معلومات څرګند کړي ، او که پوهېږي نه غواړي چې پرې پل کېږدي نو پکار ده چې سړی د لومړۍ پټۍ يا ستحې نه زده کړې اوکړي چې پکې پوخ شي نو پدې کې بغير له اوښياري او سم فکر نه بل څه نيشته ، اوس بيا چې ځينې بل تعريف د بنياد پرست ، يا د بوش د خولې نه چې وای فنډمنټلزم ،دی ترې راوباسي نو دا بيا ددغو کسانو بې علمي ناپوهي ده ځکه چې بنياد پرستي کې بې علمي نده پرته او نه هوم تنګ نظري ده چې بس د تېلو لپاره دې خلق مړه شي ، د يو عرب لپاره د نيولو دې ټول افغانانو چې مسلمانان دي تباه شي . دا بيا اګويزم يا خود خواهي ده.
که څوک د بنياپرستۍ نه بل څه معنا اخلي نو دلتکې دې راته د بنياد پرستۍ تشريح هوم اوکړي.


stanizay
29.11.2005

دروال صيب مننه چی موضوموروښانه کړه، زه اوس پوه شوم چی ته غواړی دابی سار‌ى اسلامي دېن هم لکه دغربی نر‌‌ۍ مذهب (چی ترکليساپوري محدودشو)يوازي دجمات په څلورو ديوالونوکې بندي وساتل شې چی داپه حقيقت کي ددي سپيڅلی دين له موخو څخه ډيره لري اوپه سيکولاريزم ولاړه مفکوره ده .
قدرمنه :که دمطالعی نيلی دي يوڅه داسلام له نورو دينونو سره دمقارنی په ډګرکي وزغلوي نوبه له ځانه سره داپريکړه وکړي چي يوازي همدادين دی چي له هرډول تحريف اولاسوهني څخه ژغورلی پاته شوي دي اوداځکه چې تردې وروسته بل دين راتلونکي ندي اوهمدا به ددې دنياترپايښته پورې پاييږي، ځکه چې دکايناتومالک يې دساتنې ژمنه پخپله کرې ده{إنا نحن نزلنا الذکر وإنا له لحافظون}څرنگه چې نورآسمانی دينونه لنډمهاله اومعينوقومونو اوپرګنيوته راليږل کيدل اوخدای يې دساتنې ژمنه نه وه کړې نودوخت په تيريدلوسره سم پکی تغيراوتبديل رامنځ ته شو.
په اتلسمه پيرۍ کې چې دغربي نرۍ سياسي واګی دکليسادپاپانوپه لاسونوکې وو اوسيکولريزم ياپه دين نه ولاړه پاليسي لاهم چا ډيرنه پيژندله، ددواړو ډولونو(کاثوليک اوبروټسټانټ) کليسا دخپل تحريف شوي دين دپلی کولوپه لاره کې دوخت ډيرفلاسفه اودعصري علومو علماوژلی اودهغوی ډيرفلسفي اوپه علمي تجربوډک ليکلی کتابونه يې سوځولي اويايی درياب ته اچولي دي. ددې لوی لامل داو چی دا مذهبونه په خپل آسماني اصالت اوحقيقت باندې نه وپاته شوی نوهرومروبه يې له علمی څيړنواو تجربوی حالاتوسره ټکررامنځ ته کيده .دکليسا واکدارانوچی قضايه او اجرايه دواړه قواوی يې په اختيارکې وې داهرڅه به يی ناشوني ګڼل ، سمدستي به يې له اجرايه قوی څخه کارواخيسته .
خوڅرنګه چی اسلام يوپه واقعيتونو ولاړدين دی اوددې فانی نړۍ تروروستۍ ورځی پورې دخالق له لوری دخپلو بندګانولپاره دلارښونی يواځنی مشال دی ،ټول هغه علمي تجارب اوساينسي علوم چی دبشردسوکالی اوژوندانه دسويې دلاښه والی لپاره ترسره کيږی نه تنها داچی ټکرنه ورسره لري بلکې دې ته يې هڅوي چې لاپرمختګ وکوی اوددې له عجايبوډکوکايناتوله ټولوزيرمواومعدنونوڅخه لازمی اوپه زړه پوری ګټی پورته کړي .
تاسي ليکلي دي چي:
داسلام سره په څنګ کی دنوروعلومومطالعه هم ولری اوداسلامی علوموتحليل اوتفسيرداوسنی عصردبهيرپه شرايطواوغوښتنوکی له پامه ونه غورځوی.

لدی نيکی مشوری نه مويوعالم مننه. دنوروعلومومطالعه خويقيناپه زړه پوری اوګټورکاردی ولی چی پدی سره که له يوه لوری سړی ددی لږژوندپه وږدوکی لوړو مقامونوته رسوی له بله لوری دهمدی کايناتوپرخالق په خپل باورکی نورهم ټينګښت راځی {إن في خلق السماوات والارض واختلاف اليل والنهار الآيه}
اوبيابه ځانګړی توګه هغه چاته دامطالعه ډيره ضروری ده چی په يوه مشخص فن کی څه ليکل ياويل غواړی دمثال په توګه که يوډاکټرپه کلينيک کی ناست وی او مريضانوته نسخه ليکی نوهرومروبايدله طب نه خبروی ،کنه نودمرِيض حالت به له بدو بدترکړی . خوکه څوک ددين په اړه صحی اوپوره معلومات ونه لری ستاسوڅه خيال دی چی داسی سړی به هم دخپل ځان اوهم دنوروحالات دتباهی کندی ته ورلاهونکی؟
دغربی نری مستشريقينوداسلام پر ضد ډيری ناوړه اوله تعصب څخه ډکی ليکنی کړی چی زموزډيرټکړه ليکوالان اوپه ځانګړی توګه هغه ليکوالان چی په غرب کی ژوندکوی >يې له غوڅ تاثيرلاندی راغلی دی.
تاسی ته هم دامشوره درکوم چی اسلام ته يوازی دهغه ملاددين په توګه مګوره چی دجومات ه کونج کی ناست وی اوخلکوته لمنځونه ورکوی بلکی ديوکامل اوشامل دين به توګه يی داسلام له اصلی مراجعوڅخه راواخله اوله علمانی مفکوری څخه لری يی ديوو خپلواک اسلامی ثقافت اوکلتورپه توګه مطالعه کړه چی هسی نه چی( هيندو ستړی خدای نارازه)چل درباندی ونشی. نوربيا


Anonymous
29.11.2005

[quote:ba66f44f22="شاغاسي"]ښاغلو!

نه ، ژونديوازې مذهب نه دې بلکه مذهب دژوند نه پيداشوې ٠ که ژوند نه وي مذهب نشته خوکه مذهب هم نه وي ژوند به وي ٠

شاغاسي[/quote:ba66f44f22]
سلام او درناوی !
څنګه چې مذهب دژوند نه پيداشوې، نو تر څو چې ژوند دوام لري مذهب به ورسره تړلی وي ؟ او کله چې ژوند ختم شو مذهب به هم ختم شي ، که څنګه ؟ که مطلب همداسې وي، نو بيا د ( که) حالت ته څه اړتيا ده چې :(( [color=white:ba66f44f22]که [/color:ba66f44f22]، مذهب هم نه وي ژوند به وي )) ، کوم حالت چې پر (هم) مو بيرته داسې نسبي کړی چې ګواکې يوه تشه فر ضيه ده .
پوښتنه داده :چې مذهب له ژوند څخه پيدا شو ي او د ژوند سره تړلی دی ، او که ژوندنه و ي نو مذهب نشته، نو بيا به مذهب ولې نه وي چې ژوند باقي وي ؟
تاسو خو باور لرئ چې مذهب د انسان د ژوندانه زيږنده او فنکشن دی ، نو ايا بيا داسې وخت راتلی شي چې ژوند شنډ ، بي فعاليته او فلج شي، او بيا نور زيږنده او فنکشن نه لري ، نوځکه به بيا مذهب هم نه وي؟
آيا مطلب موهمداسې دی او که مطلب مو د کوم ګنګ حقيقت ګنګه ادعا ده ؟
آلبته دا خبره بيله ده که مطلب هستوريزم وي او واياست چې : د انسان د ژوند له پيل څخه دين او مذهب موجود نه ؤ، ورسته ورته اړتيا پيښه شوه او مذهب رامنځته شو او کله چې نوموړې اړتيا له منځه ﻻړه مذهب به هم له منځه ځي، نوبيا په دې صورت کې مهرباني وکړئ [color=white:ba66f44f22]لومړی دغه اړتيا او د منځته راتلو شرايط يې ثابت کړئ او بيا يې له منځه تګ چې په کومو شرايطو کې هغه له منځه ځي ، نو هله به مو دغه ادعا نوره ګنګه او تقليدي هم نه بريښي !
پښته مينه او درناوی!.[/color:ba66f44f22]


نقاد
29.11.2005

محمود خان واصفي صيب سلامونه، پښتنه مينه ، درناوی او نيکې هيلې مې ومنئ !
له ليکبڼې څخه مو داسې بريښي چې تاسې په ټول افغان کې د لرې پښتونخوا کوربه ياست . د (ټول افغان) پاڼه ستاسې قلمي کور دی او دغه ګډکور ته مو راتګ ته د زړه له کومي راغلاست وايم . هيلمن يو زمونږ د لري پښتونخوا وروڼه، خويندې ، ليکوالان او په څه پوه کسان ستاسې په څير خپل قام او خپل اولس ته په لره او بره پښتونخوا کې د ټول افغان له ﻻر ې هم ګټور مطالب وړاندې کړي !

ستاسې ليکنې مې ډيرې خوښې شوې او غواړم په خبرو اترو کی له تاسو سره کډون وکړم :

[quote:d52d6a4d03="mamood asifi"]سلامونه مې ټول ومنۍ!
مرګرو ډېره ښه موضوع مو راغستې ده چې ډېرو علماؤ ته پکار ده دا د اوس عصر نوي ځوانانو له ځوابونه ووايي.
زه به د کوشان ټولو سوالو له په يوه ځواب کې ليکنې اوکم.
کوشان وايی، مذهب له په څه ضرورت لرو موږ؟[/quote:d52d6a4d03]
د ضرورت خبره خو ﻻله اسلام څخه څو سوه کاله پخوا هغه وخت روښانه شوې وه چی پښتانه له پښتو پښتونولۍ سره سره بودايان شول . که په پښتونولۍ کې هر څه په بشپړ ه توګه حل کيداې نو دوی ولې له زوره پرته په داو طلبانه توګه د بوديزم تبليغ ومانه او کلک بودايان شول ؟
هو ، انسان له اخلاقو او اخلاقي روزنې پرته ژوند نشي کولی، اخاق د ګډ ټولنيز ژوند معنوي بڼه ده او د ټولنې له پرمختګ او پراختيا سره اخلاق هم وده او پراختيا مومي . له بده مرغه د ټولنې پر مختګ مخه تل خلاصه او پرانيستې نه وي، بلکې د سختو ستونځو ، خنډونو او ځنډونو سره هم مخامخ کيږي ، نو د پرمختللې ، بشپړې او متکاملترې ټولنې له غوښتنو سره سم ، بشپړ ، متکاملتر او پر مختللی اخلاقي سيستم لا آن د زړې ټولنې په غيږ کې دتنقيد ، نارضايتۍ اوغندونکو اخلاقي او سياسي اجتماعي خوځښتونو په بڼه دنوې ټولنې له پاره رامنځته کيږي .
که مسلط اديان ځمکني وي لکه بوديزم ، توتئيزم يا د مړو لمانځنه، د اور يا بتانو لمانځنه ، نو ځای يې اسماني اديان لکه يهوديزم، عيسويزم او داسلام سپېڅلی دين نيسي . نو تصادفي خبره نه ده چېد اسلام سپېڅلی دين ولې تر ټول بشپړ اسماني دين او د اخلاقو تر ټولو غوره او پراخ سيستم بشر ته وړاندې کړی دی چې د هرچا حقوق په کې ځای لري :
د مور او پلار له حقوقو نه نيولې تر هر مشر او کشر ، ګاونډي، ﻻروي، سافر ،ميلمه ، سوالګر ، استاد ، ﻻر ښود، حاکم ، پادشاه او جمهوررئيس تر حقوقو پورې لکه څنګه چې ډيروته يې تاسواشاره هم کړې ده په تفصيل سره په اسلام کې بيان شوي دي ! د ملکيت ساتنې حقوق ، د کورنۍ ساتنې او تنظيم حقوق د شرعي حدودو په انفاذ سره ټول د فيوډالي ټولنې په رامنځته کيدلو، ودې پراختيا او غوړيدلو سره
پراختياوموندله او ددغې ټولنې په چوکاټ کې وغوړيدل . د مبارک اسلام له دغه ستر ديني سيستم ، ديني علومو او ديني احکامو له انفاذ پرته دفيوډالي ټولنې سمسورتيا وده اوپراختيا هډو ممکنه نه وه . که په دې څوک سترګې پټوي او د اسلام نړيوال تاريخي اوانقلابي رول نه مني ، هغه به البته پر غبرګوسترګو ړوند
او عقل به يې ګوزن هلی وي .
نو تاسو ښه ويلي چې :[color=white:d52d6a4d03]
ًً کوشانه روکييه ! داسې چل دی چې ...که ژوند کې مزهب نه وي ، نه به انسان ادب پېژني نه د خبرو اوسول او نه هوم د پلار ، مور حق وپېژني، او نه د ګونډ سره سم چلند کولی شي او نه هوم د انسان په څېر د يوه ځانګړې حد پورې انسانيت او ښه کول له بدو پرهېز کول، او افراط او تفريط نه ځان لرې کولی شي. نو مزهب ځکه د زړه سره ...راغلی ...ً[/color:d52d6a4d03]
زه يې درسره منم چې که تربيه او روزنه نه وي او نه وای ، کومه چې تل له زړه سره تړاو لري ، او د روزنې محتوا په نوموړې ټولنې کې مذهبي په تيره بيا اسلامي نه وای، نو ستاسې خبره :
[color=cyan:d52d6a4d03] نه به انسان ادب پېژندای نه د خبرو اصول او نه به يې هم د پلار ، مور حق پېژندلی وای ، او نه د ګونډ سره سم چلند کولی شوای او نه هم د انسان په څېر د يوه ځانګړې حد پورې انسانيت او ښه کول له بدو پرهېز کول، او افراط او تفريط نه ځان لرې کولی شواي.[/color:d52d6a4d03]
له دې کبله خو روزنه له هماغه لومړي سر څخه چې انسان پيدا شوی دی دانسان له ژوندانه سره مل او تړلې وه او تل به وسره مل وي !
زه باور لرم چې د اسلام د مبين دين لوړ انساني اخلاق به د پراخه سيستم په توګه
نه يواځې په تيره او ﻻ روانه فيوډالي ټولنه کې ، بلکې په راتلونکې پانګواله ټولنه کې هم اغيزمن او واکمن اوسي، خو يواځې شرعي حدود به د پانګوال نظام له
له مقاومت سره مخامخ شي :
ځکه پانګوالي د ځمکې لهتل څخه ټول مولده ځواکونه (معدنونه، زراعتي وړتيا او ظرفيت ، د اسوده ژوند وسايل ، له خاورې، اوبو هوا او لمر انرژي او نور ټول )
او له بلې خوا داسان انرژي او مولده طاقت له ټولنې څخه راباسي او په کار او توليد يې ګوماري ، نو په دې لړ کې د ښخوسواد ، تعليم ،تحصيل او تخصص عام کيږي
او د چاخبره اطلب العلم و لوکان في الصين پرې تطبيقوي !
نو ښځې له کور څخه بهر ته د ټولنې ډګر ته باسي او د نارينه و په خواکې يې دروي !
بيا نو نه پلار او مور او نه هم ورور کولی ش ي خور يا لور په خپ سر چاته ورکړي ، بلکې برعکس ورسته به دوی هم خبريږي چې لور ياخور يې له چا سره واده وکړ !
نو خبره نه د دين او مذهب په نيمګړتياکېده او نه پرې ملا صيب ملامته دی، بلکې خبره د خوسا فيوډالي نظام د خان او خانۍ سره او نوي پانګوال نظام د يو څه دموکراسۍ سره ، ددواړوترمنځ فيصله کول او غوڅ دريځ نيول دي او بس .
ستاسې نظر څه دی ؟
په ټوله افغاي پښتنې مينه ! والسلام


Anonymous
29.11.2005

ښاغلې A سلام اومننه!

پخپل نوبت غواړم عرض کړم چې فلسفي او روحاني څېړنې ماغوندی سړي ته رښتياچې اسان کارنه دې خو په بحث کی دګډون او په نازکوموضوعګانو کی دځانپوهونې په خاطر کله کله په وېرځړي توګه څه وليکم ٠ خدای دې راته عفوه کړي که په کومه حساسه مسله کی را څخه تېروبېرې وشي ٠
لازم ګڼم چې يادوونه وکړم چې د فلسفي څيزونو لپاره فيلسوف اودروحاني اومذهبي ارشاداتو اوڅيړنو لپاره ديني عالم ته اړتياوي ٠ ماته پکاروه چې دخپل راتګ سره دغه عذر وړاندی کړم خو انسان له سهوې خالي نه وي ٠ هيله ده چې زما ممکنوسهوو ته په جديت ونه کتل شي٠
اوس که خدای وکړي ستاسو پوښتنو ته به دخپلی پوهې او توان په اټکل ځواب ووايم ٠
تاسو پوښتلي چې څنګه چې مذهب دژوند نه پيداشوې، نو تر څو چې ژوند دوام لري مذهب به ورسره تړلی وي ؟ که مطلب همداسې وي، نو بيا د ( که) حالت ته څه اړتيا ده چې ( که ، مذهب هم نه وي ژوند به وي )، کوم حالت چې پر (هم) مو بيرته داسې نسبي کړی چې ګواکې يوه تشه فر ضيه ده .
نودرواياتو اواورېدو څخه سړې حيران شي چې په کومه تيوري په ډاډ وويل شي چې د ژوند سره به حتمي مذهب ملګرې وي ٠ داسلامي رواياتو مطابق 124000 پيغامبران تير شوي نو د هغوی سره ضرور همدغومره مذاهب اودينونه راغلي دي چې نن وجود نه لري مګر ژوند خو روان دې ٠ په نورو ارشاداتو کښی ويل کيږي چې مذهب دين نه دې بلکه ددين د سيوري لاندې مختلفې طريقې دي لکه حنيفي ، جعفري اوداسې نورې طريقې چې دمذهبي اختلافونو اوجګړو سبب شوي ٠ نوکه دغه ټولې طريقې لمنځه ولاړی شي اويو واحد شکل غوره کړي نو ژوند به هم له جګړو خلاص شي ٠ نوداچې د مختلفو مذاهبو لمنځه تلل د مسلمانانو په اتفاق تماميږي داادعا هم شونې کوي چې مذهب لمنځه تلای شي ٠
په اسلامي اونورواديانواواعتقاد اتوکی موقت اوابدي ژوند باندی کلک ايمان شته ٠ ويل کيږي چې په ابدي ژوند کی لکه ددنياوي ژوند زياتره مسؤليتونه نشته نوښايي چې مذاهب هم نه وي خو ژوند به وي ٠ په نورو رواياتو کی ويل کيږي چې کله دقيامت ورځ رانيږدې کيږي نو ټول خلک به له مذهبه اوړي ٠ په داسې صورت کی مذهب هم لمنځه ځي خوژوند به وي ٠
نورې د (که) په ملګرتيا فرضيې هم شته ٠ دمثال په توګه ( که ) انساني ژوند د مرضونو ، وبا ، طبيعي تغراتو لکه کنګل او جګړو له امله ختم شي اويواځې حيوانات پاتی شي ٠
که له روحاني کتنې څخه ماترياليستي فلسفې ته وګورو نو ښايي هلته ژوند د مادې خاصيت وګڼې او ماده دخپلو خاصيتونو په بدلولوابدي بولي ٠

نورنوخالق کائنات پخپله ښه پوهيږي ، مونږ يواځې يوڅو فرضيې ښودلای شو ٠

له درنښت سره

شاغاسي


Anonymous
29.11.2005

[quote:e56c7c6f05="stanizay"]دره وال صيب نيکي هيلي ومنه؛
غواړم په دې دې پوه کړم چې مذهب ستادعلمي چيړنواوورځنيوستونزودحل دلارو
چاروپه لټولوکې نه تنهاداچې خنډکيږي نه بلکې که چيرې ته داسلام له حقيقت څخه ځان په صحي ماناخبرکړې،داخبره به تسليم کړې چې دغه سپيڅلی دين زما،ستا اوټولوانسانانولپاره دمورپه خيټه کي له نطفي اچولوراشروبيادپيدايش، کوچنيوالی،ځواني،بوډايي اوبلاخره ددې لنډ مهاله ژونددپای ته رسيدلواوهغه بل ابدي ژوندشروکيدلو،دستونځودحل لپاره ډېرځانګړي ،مناسب اوپه زړه پورې لارښونې اوقوانين لري٠[/quote:e56c7c6f05]
ستانيزي صيب سلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
د قران په اعجاز کې هيڅ شک نشته ! او قران ټول د حق او حقيقت نور او رڼا ده !
اسلام داخلاقو بشپړونکې دين دی ، په دې اړه د ښاغلي نقاد په دغه ليکنې په اقتباس بسنه کوم چې وايي[color=white:e56c7c6f05] : (( تصادفي خبره نه ده چېد اسلام سپېڅلی دين ولې تر ټول بشپړ اسماني دين او د اخلاقو تر ټولو غوره او پراخ سيستم بشر ته وړاندې کړی دی چې د هرچا حقوق په کې ځای لري :
د مور او پلار له حقوقو نه نيولې تر هر مشر او کشر ، ګاونډي، ﻻروي، سافر ،ميلمه ، سوالګر ، استاد ، ﻻر ښود، حاکم ، پادشاه او جمهوررئيس تر حقوقو پورې لکه څنګه چې ډيروته يې تاسواشاره هم کړې ده په تفصيل سره په اسلام کې بيان شوي دي ! د ملکيت ساتنې حقوق ، د کورنۍ ساتنې او تنظيم حقوق د شرعي حدودو په انفاذ سره ټول د فيوډالي ټولنې په رامنځته کيدلو، ودې پراختيا او غوړيدلو سره
پراختياوموندله او ددغې ټولنې په چوکاټ کې وغوړيدل . د مبارک اسلام له دغه ستر ديني سيستم ، ديني علومو او ديني احکامو له انفاذ پرته دفيوډالي ټولنې سمسورتيا وده اوپراختيا هډو ممکنه نه وه . که په دې څوک سترګې پټوي او د اسلام نړيوال تاريخي اوانقلابي رول نه مني ، هغه به البته پر غبرګوسترګو ړوند
او عقل به يې ګوزن هلی وي . .... زه باور لرم چې د اسلام د مبين دين لوړ انساني اخلاق به د پراخه سيستم په توګه نه يواځې په تيره او ﻻ روانه فيوډالي ټولنه کې ، بلکې په راتلونکې پانګواله ټولنه کې هم اغيزمن او واکمن اوسي، خو يواځې شرعي حدود يې د پانګوال نظام له له مقاومت سره مخامخ کيدای شي . ))[/color:e56c7c6f05]

خو داچې واياست اسلام د ټولو ستونځو او د ژوندانه د ټولو پوښتنو حل دی، هم اصولأ او هم عملأ سمه نه بريښي .اصولأ له دوه اړخو څخه سمه نه ده :
١. اسلام دين دی او د اخرت يا بلې دنيا د ژوند چاره کول يې موضوع ده ، نو ډيره برخه يې همغي اخروي دنيا ، عقايدو او عباداتو ته وقف شوې ده او ددې دنيا مسايلو ته د هغې دنيا د مسايلو په پرتله يې له اخلاقو پرته نور ډيره لږه پاملرنه وقف کړې ده، نو له دې کبله هم د ژوندانه ټولو او ورځ په ورځ زياتيدونکې ستونځې به څنګه حل کړي ، بي له دې چې ډيره برخه يې دانسانانو جمعي عقل او تفکر ، تجربې ، علم او منطق ته ونه سپاري ؟ معنی داچې اسلام هم دانسانانو پر جمعي عقل او تفکر ، تجربې ، علم او منطق او هغه څه چې معروف وي تکيه کوي .
٢ـ که د دنيا په باب اسلامي ښونې له ذکر شويو اړخونو پرته بسيا کوله ، نو هم د همغه وخت د ژوندانه له پاره به يې کفايت کاوه چې ډېر ساده او محدود ژوندون و او د نن ورځې په څير يې ګڼ او پرا خه ابعاد نه درلودل ، او نه سره مقايسه کيدای شي! د هغه وخت ژوند لکه د يوه نيالګي يوه ساقه وه ، حال داچې اوس يې يوه ستره او پراخه غزيدلې ونه بللی شو چې په سلګونو او زرګونو منډان او هر مډه يې په سلګونو څانګې لري .
دغه حقيقت په عملي ژوند کې ګام پر ګام وينو چې د ژوند د چارو په سلو کې له
٥ ـــ ١٠ برخو نه زياتې ستونځې نه په دين پورې اړه نيسي اونه يې هم ، که په زوره يې سړی ورپورې وتړي ، حلولی شي ، بلکې دانسانانو پر جمعي عقل او تفکر ، تجربې ، علم او منطق ، تخنيک او سياسي پوهې او په هغه څه چې معروف دي اړه نيسي !
د خواشنۍ ځای دادی په دغو لس فيصدو کې هم بنياد ګرايانو اسلام دومره راتنګ او محدود کړی چې له لسو څخه صرف ٣ ــ ٥ فيصدو پورې د ژودانه د ستونزو په حل او فصل کې پلي کيږي، او له نورې لوښې اوله پراخه ظرفيت څخه يې د سياسي ګټو له پاره کار نه اخيستل کيږي . مثلأ د هيواد مشر يا خليفه د خلکو په رايو او بيعت کولو سره ټاکل کيده ، خو بنياد ګرايان دغه ولسواک اسلامي اصول او بنيادونه بيا نه مني اواسلامي ولسواکي هډو پيژني هم نه ! !

[quote:e56c7c6f05] بل داچې تاسې داسلام پالۍ اوبنيادګرايۍ توری کارولي دي ،زه وايم چې که ته مسلمان يې نوهرومروبه اسلامپالۍ هم يې اوبنيادګرهم ،ځکه چې بنياديااصول داسلام ؛قرانکرېم اونبوي احاديث ،اجماع اوقياص دي اومسلمان په همدې سره مسلمانيدلی شي٠ ستانيزي[/quote:e56c7c6f05]
د دين په هکله دا خبره هم سمه ده ، خو بنياد ګرايان له دې څخه د سياسي قدرت د
ﻻ سته راوړلوله پاره د وسيلې په توګه کار اخلي ، او بيا دخلکو ټول ژوندون پر دين محدودوي ، او ژوند نيمګړتيا او محدوديت ته رامحدودوي ، يعنې د طالبانو په څير ژوندون ته زندۍ اچوي !
اړينه داده چې دين او ژوندون (سياست) دواړه سره موازي وساتل شي ، او يو بل سره نه نقض کړي او نه يو بل دخپل تسلط ﻻندې راولي . ددواړو فعاليت بايد آزاد او يو له بل سره همکاري ولري . والسلام .



ع کريم حليمي
29.11.2005

درنو او محترمو دانشمند قدردان A وروره 
 سلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! !
دا څرنګه جمله ده ٠ 
[quote:25121590d8]١. اسلام دين دی او د اخرت يا بلې دنيا د ژوند چاره کول يې موضوع ده [/quote:25121590d8]
ساسو ليکني لولم ښه بحث دۍ ! 
او دا پاس جمله سمه نه ده 
اسلام اخلاق دي ٠ چه په نړۍ کښي د معاشرت له پاره اول اول اول ښئ دي !
که اخلاق نه وي نو د علم معاش مفهوم ولاړ ٠ او موټر ،طياره ،هم په اخلاقو جوړيږي ٠٠٠٠ فکرنه کوم چه تفصل به غواړي 
مسلمه به وي !!!
[quote:25121590d8]که د دنيا په باب اسلامي ښونې بسيا کوله ، نو هم د همغه وخت د ژوندانه له پاره يې کفايت کاوه چې ډېر ساده او محدود ژوندون و او د نن ورځې په څيې يې ګڼ او پرا خه ابعاد نه درلودل ، او سره نشي مقايسه کيدای ! د هغه وخت ژوند لکه د يوه نيالګي يوه ساقه وه ، حال داچې اوس يې يوه ستره او پراخه غزيدلې ونه بللی شو چې په سلګونو او زرګونو منډان او هر مډه يې په سلګونو څانګې لري . [/quote:25121590d8]
نيالګی نه چه تر قيامته جګه برداره ،پنډه سي بيا هم ئې اسلام اخلاق بس دي او وي ٠ تاسو راته ويلې شۍ چه په دا ١٤٠٠ وه کاله چا داسي اخلاق ټولني ته راوړي  چه په اسلام کښي نه وه !
تاسو د نمونې په ډول ديوه اخلاق کمبوتي په اسلام کښي دينۍ ٠ که تاسو يوه 
کمبوتي وليده نو بيا تاسو حق لرۍ چه وليکۍ چه : حال داچې اوس يې يوه ستره او پراخه غزيدلې ونه بللی شو چې په سلګونو او زرګونو منډان او هر مډه يې په سلګونو څانګې لري
نو څه خبره ده چه لري ئې ٠ اسلام بيا معروف ورسره منلي ٠ دمعروف تعريف ته به 
ضرورت نه وي انشاالله ؟؟؟
[quote:25121590d8]برخو نه زياتې ستونځې نه په دين پورې اړه نيسي اونه يې هم ، که په زوره يې سړی ورپورې وتړي ، حلولی شي ! [/quote:25121590d8]
کومي ستونځې ! د دوۍ د ناپوهۍ ستونځې د نبي په اخلاقو پوري تړۍ تاسو 
او که څرنګه ؟؟؟ 
بيله مثاله فکر نه کوم چه څوک به ئې ومني ٠ او يا ادعا پر پښو و دروۍ 
نور څه هم سته چه ځوابونه غواړي ٠ اول به دغه نقطي په پنسل پاک پاکي 
کړو ٠ نو به بيا٠٠٠٠٠ سره ګوړو 
 



ع کريم حليمي
29.11.2005

ډير محترم نقاد صاحب سلام 
ستاسو له قلم داسي جمله راوتل  :?
[quote:101250fe81]هو ، انسان له اخلاقو او اخلاقي روزنې پرته ژوند نشي کولی، اخلاق د ګډ ټولنيز ژوند معنوي بڼه ده او [color=blue:101250fe81]د ټولنې له پرمختګ او پراختيا سره اخلاق هم وده او پراختيا مومي[/color:101250fe81] .[/quote:101250fe81]
نه محترم نقاد صاحب 
نبي نه چه اخلاق ئې پوره کړه ٠ لکي د تهذب وظيفه ئې هم موږ ته راپه غاړه لړې 
که اخلاقو وده وکړه او کوي ئې هم ! موږ ئې بايد تهذب کوي ٠ 
لکه بڼ يار چه د خپل باغ تهذب کوي ٠ او يا لکه د سر د رېښتانو تهذب چه کوو 
نو اخلاق هم تهذب غواړي  ٠ که ئې تهذب نه کړو  ٠ زموږسرورېښتان  به داسي 
وي لکه د لېوني ٠ 
موږ ګوتي په کليک کليک ماتي سوي چه پاکوستاني اخلاق و باسو (تهذب )
او تاسو بيا اخلاق ته پراختيا ور کوۍ ٠ داوار هندي ،روسي ،ايراني اروپايي ،امريکائې  ټوله په يوه 
وار لکهچي راوۍ ( پراختيا )


Anonymous
30.11.2005

دc ميلمه خبره هسې هوايی ډز دی نور هيڅ منطق نه لري .
دمذهبي خبرې د افغاني ټولنې پر شرايطو برابرې دي.
فکر کوم ده دافغانستان شلکلنې ناکامې تجربې ښې په غور سره ليدلي دي.
د ستانيزي دلايل هم خورا پاخه او پرځای دي.
خو دا عبدالکريم حليمي ولې دادې ماشومانه کارونو څخه لاس نه اخلي. که غواړي چې خبره دخدای په نامه پيل کړي نو يوازې کليمه دې وليکي نو دا پړک پړوک يې څه مانا؟ لکه څوک چې د چا سترګو ته بجلي واچوي. زه خو دهمدې له پاره د ده يوه ليکنه هم نه لولم. خدای خبرچې څه ليکي ژبه يې هم ډېره بې خونده ده .
دره وال صيب که د انتقادمنلو او زغملو قدرت لرې نو همدومره دلايل بس دی. مذهب تګلارې ته وايی او د ژوند له پاره تګلاره اړينه ده.
دا بيا بېله خبره ده چې کوم مذهب ښه دی؟
هغه د هرچا له پاره خپل مذهب ښه دی. دا چې اسماني کتاب نه مني پخپله يې ځانته قانون جوړ کړی دی همدا هم يو مذهب او تګلاره ده خو اسلامي تګلاره نه ده.
مننه
مسلمان


نقاد
30.11.2005

[quote:74fc4f691e="عبدالکريم حليمي"]ډير محترم نقاد صاحب سلام 
ستاسو له قلم داسي جمله راوتل  :?
[quote:74fc4f691e]هو ، انسان له اخلاقو او اخلاقي روزنې پرته ژوند نشي کولی، اخلاق د ګډ ټولنيز ژوند معنوي بڼه ده او [color=blue:74fc4f691e]د ټولنې له پرمختګ او پراختيا سره اخلاق هم وده او پراختيا مومي[/color:74fc4f691e] .[/quote:74fc4f691e]
نه محترم نقاد صاحب 
نبي نه چه اخلاق ئې پوره کړه ٠ لکي د تهذب وظيفه ئې هم موږ ته راپه غاړه لړې 
که اخلاقو وده وکړه او کوي ئې هم ! موږ ئې بايد تهذب کوي ٠ 
لکه بڼ يار چه د خپل باغ تهذب کوي ٠ او يا لکه د سر د رېښتانو تهذب چه کوو 
نو اخلاق هم تهذب غواړي  ٠ که ئې تهذب نه کړو  ٠ زموږسرورېښتان  به داسي 
وي لکه د لېوني ٠ 
موږ ګوتي په کليک کليک ماتي سوي چه پاکوستاني اخلاق و باسو (تهذب )
او تاسو بيا اخلاق ته پراختيا ور کوۍ ٠ داوار هندي ،روسي ،ايراني اروپايي ،امريکائې  ټوله په يوه 
وار لکهچي راوۍ ( پراختيا )[/quote:74fc4f691e]
دروند استاد محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
په پښتو کې د پراختيا موندلو مفهوم کمي او کيفي دواړه اړخونه په لمن رانغاړي ، په تيره بيا د اخلاقو پراختيا د هغې روزنيزه ژورتيا افاده کوي . او بيا لکه څنګه چې تاسو ورته نغوته کړې ده تهذيب او پالنه يې مهم بعد دي چې تل نسل په نسل
تکرايږي او ښايي د انتيکې او کلاسيکې اسلامي دورې په پرتله له پامه غورځول شوي وي ، چې هغې کچې ته هڅه هم په پراختياکې راځي . سر بيره پردې د انسان
اوسنۍ ذهني سطحه او د ژوندانه کچه هغه دې ته چمتو کوي چې په اسلامي اخلاقو کې ﻻ زياتې څيړنې وکړي اود اوسني ژوند له پاره يې ډير ابعاد راوسپړي .
دغه ټولنې غوښتنې او د هغې بسيا کول د مسلمانانو په روزنه کې ، د اخلاقي ژوندانه په پراختيا او بشپړتيا کې راځي . بيا هم که پراختيا کې بشپړتيا ته د سړې پام نه اوړي نو بښتنه غواړم چې د پراختيا سره جوخت مې د اخلاقو پر عملي او روزنيزه بشپړتيا ټينګار نه دی کړی . هو، انسان له خطا څخه خالي نه دی .
په مننه ، درنښت او سلامونو !


Anonymous
30.11.2005

[quote:e55c451c62="عبدالکريم حليمي"]درنو او محترمو دانشمند قدردان A وروره 
 سلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! !
دا څرنګه جمله ده ٠ 
[quote:e55c451c62]١. اسلام دين دی او د اخرت يا بلې دنيا د ژوند چاره کول يې موضوع ده [/quote:e55c451c62]
ساسو ليکني لولم ښه بحث دۍ ! 
او دا پاس جمله سمه نه ده 
اسلام اخلاق دي ٠ چه په نړۍ کښي د معاشرت له پاره اول اول اول ښئ دي !
که اخلاق نه وي نو د علم معاش مفهوم ولاړ ٠ او موټر ،طياره ،هم په اخلاقو جوړيږي ٠٠٠٠ فکرنه کوم چه تفصل به غواړي 
مسلمه به وي !!!........[/quote:e55c451c62]
جناب محترم حليمي صاحب ته سلام او نېکې هيلې !
ستاسو ملاحظات بر حق دي، ځکه ما غوښتل د اسلامي اخلاقو په برخه کې د ښاغلي نقادد ليکنې يوه برخه رانقل کړم ، او بيا خپلې نورې ليکنې ته دوام ورکړم .
خو هغه راځخه هيره شوې وه، نو اوس مې هغه رانقل او په اړوند مې پرې څو ځايه
بيا هم تکيه کړېده ، که تاسو يې يو ځل بيا له نظره څخه تيره کړئ، ښايي له مطرح
کړو پوښتنو څخه به مو ځينې راکمې شي .
په درناوي !



ع کريم حليمي
01.12.2005

دانشمندانو وړونو A صاحب ،نقاد صاحب  او لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
ورور مو ستاسو په فهم ،تېزفکرۍ ، ادراک ،او انصافي ليکنو افتخار کوي 

تاسو او د ټول افغان ليکوالان ماته ګلان ياست ، ستاسو عمرونه دي د ګلانو
نه سي 
تاسو ليکوالو ته  برگ سبز تحفه درویش

ګلې خوشبوي درحمام روزي 
........................رسيد از محبوب به دستم 
بدو ګفتم که مشق يا عبري 
...........................به ګفتامن ګلې ناچيز بودم 
وليکن مودتې باګل نشستم 
...........................جمال ګل نشين درمن اثر کرد
وليکن من همان خاکم کي هستم 
په احترام 


Anonymous
01.12.2005

درنو او مکرمو وړونو سلام !
په هره ليکنه کښي يوه يا دوې نقطي وي او نوره ټوله پرداس  کاري وي ٠ 
او لوستل اسانه کارنه دي ٠ پوهه غواړي ٠ 
دانشمند A ورورليکي چه :
[quote:fa86974098]زه باور لرم چې د اسلام د مبين دين لوړ انساني اخلاق به د پراخه سيستم په توګه نه يواځې په تيره او ﻻ روانه فيوډالي ټولنه کې ، بلکې په راتلونکې پانګواله ټولنه کې هم اغيزمن او واکمن اوسي، [color=white:fa86974098]خو يواځې شرعي حدود يې د پانګوال نظام له له مقاومت سره مخامخ کيدای شي[/color:fa86974098] . )) [/quote:fa86974098]

که ټولنه يو ژوندی جسم فرض کړو ٠ اقتصاد به ئې ويني( Blood )وي
او وينه ده چه تقريبا هر مرض په وينه کښي اول پيداکيږي ٠ 
او د وينو له لاري بياهم د منځه ځي ٠ 
که اقتصاد په مرض اخته سو ٠ نو ټوله انساني ټولنه په توده يا سړه طبه اخته کيږي ٠ که په جاپان کښي اقتصاد مريض سي ٠ نو د امريکا اقتصاد هم پسله يوې ورځي په ناجوړي اخته کيږي ٠ 
نړۍ پرون درې اقتصادي نظامونه درلوده ٠ پيوډالي ، چپي ، اسلامي 
خوشبختانه نن دوه دي ٠ پانګه وال او اسلامي 
او دا دوه اقتصادي نظامونه بې اندازې نيزدې دي او يو کوچنی اختلاف سته 
چه هغه بانکي ربا ده ٠ 
بانک بېله  mortgage څخه امکان نه لري چه وچليږي او د بله پلوه ربا 
(usure  ) د اسلام په دين ،مذهب کښي حرامه ده 
د ربا تعريف خو معلوم دي 
ايا کوم بېنکر يا محاسب  سته چه دمورګېج او(usure ) فرق و موږ ته وښو وي 
که هوتک صاحب لطف وکړي او د مرګېچ  په باب موږ ته څه وليکي ښه به وي 
ولي چه  پانګوال نظام د اسلام د ربا (usure ) د مقاومت سره مخامخ دي


اياژونديوازي مذهب دى

stanizay
02.12.2005

درنو اوقدرمنووروڼو ليکوال نه يم اونه دليکوالي په فن کې څه ځانګړي معلومات لرم . دصميم کټوازي صيب خبره:
داخوته ولوله چې سترګوکې دي
نورې خبرې مې په زړه باندې دي
زماپه زړه هم ډيرې خبرې دي خوداچې ليکوال نه يم نوټولې ستاسوپه وړاندې نه شم ډالۍ کولى ،خيرپه هرصورت زه به خپل کوشش کوم ترڅو خپل مطلب اوهغه ګوډاومات څه چې يادمې دي تاسوته په ساده اوسيده توروکي وړاندې کړم.
[color=cyan:0a471732e8]اياژوند يوازې مذهب دي ؟[/color:0a471732e8]
محترم دره وال صيب ستاد پورتنۍ اصلي پوښتنې په ځواب کې غواړم وليکم چي [u:0a471732e8][color=cyan:0a471732e8]دژونداومذهب ترمنځ عموم اوخصوص من وجه[/color:0a471732e8][/u:0a471732e8] دي ژوند عام دى اومذهب خاص پدي معنا چې هرچيري چي مذهب وجودولري نوژوند به
خامخا وي لکه دانسان ژوند اوډيرزلي به ژوندموجود وي خومذهب به ورسر نه وي لکه دحيوان ژوند.
دليل دادي چې ددي اوسني ژونداوبيابرزخ دپاى ته رسيدلوڅخه وروسته يوبل ابدي اونه ختميدونکۍ ژوند راتلونکۍ دۍ چي ددي ژوندحالت بيا ددنيا ترهغه لمړني ژوندپورې اړه لري چي دابيادرې بيلابيل حالتونه لري
١- که يوڅوک په هغه لمړني ژوندکي يوصحي اومعقول آسماني دين دخپل ژوند دلاري مشال وګرزوي نوبه هرومروپاک خداى دخپلي وعدي [ لهم جنت تجري من تحتها الانهار خالدين فيها] سره سم ځانګړى خوشحالي او[ماﻻعين رات وﻻاذن سمعت وﻻخترعلى قلب البشر٠الحديث ]يعني پدي جنتونوکي داسي نيعمتونه دي چي سترګوپه دنياکي داسي نيعمتونه ليدلي ندي ،غوګونواوريدلي ندي اودهيڅ انسان په زړه را ګرزيدلي ندي.
٢-اوکه ددنياپه دي ژوندکي يې دخپل لوى باداردرا استولي رسالت ياله سره ونه مانه اودهغه راليږلي استازي ته يې غوږ کينښودنوپه دي صورت کي به په آخرت کي دقهارخداى لدې وعيد سره مخامخ کيږي چي [الئک اصحاب النار هم فيها خالدون ] چي په هغه تل پاته ژوندکي به دډيرو سختو عذابونواو کړاونوسره لاس په ګريوان وي.
٣-اوياخويې دغه پيغام منلي اوايمان هم پرى راوړى وي خودخپل ژوند په وږدوکي يي پلى کړى نوي اوداوامرواونواهيويي هيڅ اطاعت نوي کړي نوپدي صورت کي بيا ياخو دمهربان الله دبښني اوکرم په وجه دده ټولى بدې کړني ورته معاف کيږي اوجنت ته ځي اوکه بښنه يې نصيب نشوه نوپه الهي عدل سره به دخپلوبدو اعمالو دجزاپه صورت کي ددوزخونوپړاو ګالي اوبيابه بيرته جنت ته داخليږي ،پاک خداى دي موږاوتاسي ټول دخپلې بښني ﻻيق وګرزوي آمين.
[ميلمهAليکي:
[color=yellow:0a471732e8]١. اسلام دين دی او د اخرت يا بلې دنيا د ژوند چاره کول يې موضوع ده ، نو ډيره برخه يې همغي اخروي دنيا ، عقايدو او عباداتو ته وقف شوې ده او ددې دنيا مسايلو ته د هغې دنيا د مسايلو په پرتله يې له اخلاقو پرته نور ډيره لږه پاملرنه وقف کړې ده،[/color:0a471732e8]Aصيبه ددي پورته خبري په جواب کي مختصرا دايوآيت اويوحديث درواخله فکرکوم کافي به وي:[ خذ فيما آتاک الله الدارالآخرة وﻻتنس نصيبک من الدنيا٠ الآيه][اعمل لدنياک کانک تعيش ابدا واعمل لآخرتک کانک تموت غدا.الحديث]که دترجمي په اړه مشکل لرى راته وليکه زه به يې ترجمه کړم.
[[color=yellow:0a471732e8]] ميلمهAليکي:
٢ـ که د دنيا په باب اسلامي ښونې له ذکر شويو اړخونو پرته بسيا کوله ، نو هم د همغه وخت د ژوندانه له پاره به يې کفايت کاوه چې ډېر ساده او محدود ژوندون و او د نن ورځې په څير يې ګڼ او پرا خه ابعاد نه درلودل ، او نه سره مقايسه کيدای شي! د هغه وخت ژوند لکه د يوه نيالګي يوه ساقه وه ، داچې اوس يې يوه ستره او پراخه غزيدلې ونه بللی شو چې په سلګونو او زرګونو منډان او هر مډه يې په سلګونو څانګې لري[/color:0a471732e8]
محترم Aصيبه دابه درسره ومنم چي پخواژوندمحدودواواوس يې وني ډيري څانګي کړيدي.
زه فکرکوم چي داسلام په اړه مو مطالعه کمزوري ده.
تراسلام مخکي چي څومره آسماني دينونه راغلي هغه لنډمهاله اوتريوي معيني مودي پوري محدودوو،هر وروسته ني دين مخکينى دين يامنسوخ کړي اويايې پکي تغيرات واردکړي دي .
په آخرکي پاک خداى داسي يودين دبشردلارښووني لپاره نازل کړ چي [وختامه مسک] چي دهرقوم اوقبيلي هرعصراومصر لپاره ددي فاني ژوند دورستۍسلګى پوري هم ددنيوي اوهم اخروي امورودلاري دتياروډيوه وګرزي .
ځکه نوپه همدي دين سره آسماني وحي بنده شوه اوبيانه عربوته اونه عجموته نوي دين راغي بلکي همدادين يې داسي کامل اوشامل دين وګرزاو چي دهروخت حاﻻتواوپيښوته به ښه شافي جواب وايې.
ترمااوتازمااوستاخداى پردي ښه پوهيده چي د ژوند داونه به داسي څانګى وکړي چي له سپوږمۍ نه به هم پورته تيرې شي که چيري دادين دغوابعادو ته رسيدګي نشوي کولي نوبياولي خداى وخت په وخت نوردينونه راونه ليږل. ته څه فکرکوي؟خبره همداسي ده اوکنه ستاپه ګومان خداى پاک به دراتلونکيو حالاتونه ناخبره وو؟اوکه څرنګه؟
البته تاسي چي کوم فکرلري چي داڅوارلس سوه کاله مخکي نازل شوي دين به داوس ستونځوته څرنګه دحل لاره ومومي؟ نوزه يوځل بياهغه لمړنۍ خبره درته کوم چي داسلام په اړه کافي معلموماتوته ضرورت شته قدرمنه،په اسلام کي يوه دروازه ده چي هغي ته اجتهاد ويل کيږي دادروازه دخپلوشرطونوپه پام کي نيولوسره سم دژوند دهري مرحلي دستونځودحل لپاره ترقيامته پوري کارنه ده
نوربيا
[size=24:0a471732e8][b:0a471732e8][i:0a471732e8][u:0a471732e8][color=violet:0a471732e8]اسلام درزات خودعيب ندارد،هرعيب که هست درمسلماني يي ماست
[[/color:0a471732e8][/u:0a471732e8][/i:0a471732e8][/b:0a471732e8][/size:0a471732e8]color]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more