نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
islam dost
21.05.2006
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
داچي دطالبانوسره پخلاينه ضروري نه ده نوداجګړه به بياترڅوروانه وي ؟ ؟
دامنوچي په جګړه کښي هرلوری خپلې برياوې اوپرمختګونه زيات ښيي خونه دومره ښکروردرواغ چي
په خپلې ورخطايی داعتراف معنی ولري ،که طالبان واقعيت نه وای نوددي څه اړتياوه چي يواځي د
يوي ورځې خوښی لپاره دملا دادالله نيولوخبرخپورکړ٠
[quote:b726d188e8]ته په دې نه پوهېږې چې طالبان يواځې په هغو سيمو کې ولې فعال دي د کومو پولې چې د پاکستان سره لګېدلې دي؟ ايا د دې نه يې بل لوي دليل شته؟[/quote:b726d188e8]
عجب ګله
ښايی علت به يی دپاکستان پولې نه بلکي دطالبانومرکزي سيمې وي ،تاسوته معلومه ده چي قندهار،هلمند او
زابل اوداسي ځيني نورولايتونه هغه ځايونه دي کوم چي له لومړي سره دطالبانومرکزونه بلل کيدل کنه نوارزګان اوهرات خودپاکستان سره پوله هم نه لري خومونږ ګوروچي هلته هم هروخت جګړې اوحملې کيږي
که دپورته ټول مطلب لنډيزپه دايوې پوښتنه کښي راونغاړوچي :
که طالبانوسره پخلاينه ضروري نه ده نواياجګړه اوافغانستان بي ثباته ساتل ضروري دي ؟؟
کټوازی
21.05.2006
اګرانو وروڼو ، تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته !
ددې موضوع پۀ لومړيو شېبو کې د ښاغلي نقاد صيب ليکنې ، او پۀ وروستيوکې يي دښاغلي غروال صيب واقعي ملي ليکنې[color=blue:5a1faba491] (ملي ورته ځکه وايم چې ملي او قلمي پت پۀ کې خوندي او دملي پخلاينې پر لور يې پر ريښتيني قلمي زيار دليل دي )[/color:5a1faba491] سړي ته ښۀ ډاډ ورکوي او يو څۀ ليکلو ته يي هم هڅوي ، ګنئ نور وروڼه پۀ تېره بياد ښاغلي عجب او کوشان ( ......... ) د قلم له عفت څخه لوېدلې او د ليکوالۍ تقدس يې له يوې مخې پايمال کړی ،ځکه خو ښاغلي بصير نور ددې بحث د تړلو غوښتنه کړې !
خو پۀ هرصورت ، د ملي پخلاينې او واک پۀ اړه د ښاغلي نقاد صيب او محترم غروال صيب ارزښتمنې ليکنې پۀ تمامه مانا بسنه کوي !
موږ به د طالب اودهغوئ پر روانو جنګي فعاليتونو او ددې له امله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سياسي فضا د ترينګلتيا پر لاملونو لږ رڼا واچوو .
داچې د دولت محترم رئيس ښاغلي کرزي د هيوادکنړ ولايت ته پۀ خپل سفر کې د افغانستان د ولت د سياسي روايت او پرنسيپ له مخې يو وارې پر پاکستان د طالبانو د روزلواوزموږهيوادته يي دورانکارۍ لپاره د رالېږلو تور پورې کړ ، او پۀ خپلو خبرو کې يي د پاکستان هيواد پر دې ووېراوۀ چې نوموړی هيواد دې نورپر دې پوه شي چې د افغانستان دولت به نور له خپلو پولو څخه بهر جوړ نۀ شي ، او دايي هم وويل چې زموږ پۀ هيواد کې دترورزم اور ته لمن وهونکی هيواد دې يي پۀ ياد ولري چې دا اور به يوه ورځ دهغوئ لمن هم وسوځي .
تر کومه ځايه چې د طالب جنګياليو له جنګي او نظامي فعاليتونو سره د پاکستان د تړاؤ خبره ده ، موږ يې منو چې د پاکستان ديني مدرسې او پۀ تېره بيا د پاکستان پوځي استخباراتي شبکه ( ISI ) تحرک ورکوي او پۀ ډېره ماهرانه توګه يي اکمالوي چې آن د پاکستان د دولت لوړپوړي چارواکي هم پۀ دې تړاؤ کوټلي مالومات نه لري ،د لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو او دنړيوال استعمار داستخباراتي نېټ ورک چې اصلي محرک يې بلل کېږي ، پر مټ اکمالېږي ،ښايي همدا لامل وي چې دافغانستان دولت ترننه ونۀ شو کړای د خپلو تورونو داثبات لپاره ثبوت قدرې هم وړاندې کړي ، اودوسيه نړايوال عدالت ته يوسي .
خو ددې ترڅنګ ځينې نور لاملونه هم سته چې دطالب جنګاليو د پوځي تحرکاتو پۀ چټکتيا کې مرسته کوي ، د هيواد دولت او پۀ تېره بيا واقعي ملي مطبوعات يې بايد هېر نۀ کړي .
١ . پۀ داسې حال کې چې پۀ نوي اداري سېټ اپ ( کابينه ) کې د شمال ټلواله له يوې مخې ګوښې ته کړای شوه ، طبيعي ده چې د خپلو ځانګړيو سياسي ګټو د لاس ته راوړلو پۀ موخه به د دولت د بې ثباتۍ لپاره له ټولو ممکناتو او امکاناتو څخه کار اخلي او دا خبره هغه وخت لا پسې رښتيا شوه چې پۀ تېرو ورځو کې دبګرام ائېر بېس له امريکايي مرکز څخه کپيوټرايزډ استخباراتي مواد غلا شول ، او پۀ سلهاوو سي ډي يانې د کابل پۀ لارو کوڅو کې وپلورلې شوې ، د نړۍ او سيمې دخبري رسنيو د راپورونو له مخې پۀ هغو پلورل شوو سي ډي يانو کې د شمال ټلوالې جګ پوړي چارواکي ، پخوانی د دفاع وزير مارشال فهيم ، له مخدره موادو سره د مبارزې د رياست رئيس جنرال داؤد او نور پۀ لسهاوؤ چارواکي يي پۀ هيواد کې د ترهګر فعاليتونو د لاچټکتيا لپاره له طالبانو سره پر پراخه همکارۍ او د مخدره موادو پر لېږ د اوقاچاق تورن شوول شوي وو !
٢ .
لکه چې ښاغلي ابو العمر ورور يې يادونه کړې ، د افغانستان قضيې يوه بين المللي بڼه غوره کړې ،پۀ دې مانا چې افغانستان يو وارې بيا د نړيوالې وزلوبې ( بزکشي ) لوبغولی ګرځېدلی ،امريکا او ملګري يي د سيمې د مخ پر وده هيوادونو د ګړندۍ پرمختيا د مخنيوي لپاره له ځانه سره ډېر شيطاني پلانونه او پروګرامونه راوړي ، او يو پۀ بل پسې يي پلي کوي ، نو پۀ داسې حال کې د پاکستان پۀ ګډون د سيمې نور هيوادونه ، پۀ تېره بيا ايران ، چين اوپخواني شوروي اتحاد هم د خپل تاريخي سيال دشر منده او نه جبران کېدونکې ماتې او د ځان د ژغوراوي لپاره يو له بل سره غوږونه جنګولي او پر دې اساس يې د پټې جګړې لپاره ځانګړ ي ترتيبات نيولي چې پۀ افغاستان کې يي د طالب نائزېشن او عرب نايزېشن (القاعده ) پۀ شکل پلي کوي.
٣ .
ددې ترڅنګ ، هندوستان چې پۀ خپل تاريخ کې يي پر هرمحاز دپاکستان لپاره ستونزې راولاړې کړې ، او پۀ مقابل کې يي پاکستان هم پرهيڅ شي سرپه نه ده کړې ،پۀ اصطلاح تر منځ يې يو سوړ جنګ هر وخت روان وي ، او ددې اوږدۀ ساړۀ جنګ پۀ دوران کې يي درې تاودۀ جنګونه هم شويدي چې پۀ لومړي کې يي د پښتون جنرال ايوب خان پۀ مشرۍ او قومنده کې د هندوستان پښې ورماتې کړې ، پۀ دويم کې يي هندوستان دپاکستان ملا د بنګال د خپلواکۍ پۀ شکل کې ورماته کړه ، او پۀ درېيم کې يي يو وارې بيا دکارګل پۀ جګړه کې دهندوستان ماته شوې ملا د هغه وخت د امريکايي ولسمشر بل کلنټن پۀ طبيبانه امر د پاکستان پر ماتې توجيه شوه ! پۀ هرصورت زموږ موخه د پاکستان او هندوستان جګړې نۀ دي ، مطلب مو د پاکستان او هندوستان تاريخي او طبيعي رقابت دی چې د نړۍ پۀ يوه معامله کې يي هم شاته نه دی پرې ايښې ٠
دادی اوس يې افغانستان ته هم راا وږد کړ ، او د يو بل پرضد يې له هرې شونې لارې پرمخ بيايي ، خو دا ټکی د هېرولو نه دی چې د پاکستان پۀ پر تله هندوستان خورا ازاد او پۀ بشپړ ډاډ يې پرمخ بيايي ، پۀ اصطلاح د دې دواړو هيوادونو پۀ دې ناولي سياسي رقابت کې چې زموږ ګران هيواد ته يي راوړی ،پاکستان پۀ دفاعي او هندوستان پۀ تعرضي حالت کې قرار لري .
٤ . دا يي تر ټولوستراوطبيعي لامل دی چې پۀ ګران هيواد کې د باندينيو ځواکونوپر ضد د جګړه ايز فعاليت پۀ چټکتيا کې مرسته کوي ، او هغه داچې افغان ولس طبعاً ، فطرتاً پر خپله پاکه خاوره د پرديونظامي استقرار نۀ شي زغملای ، او د اشغالګرو ځواکونو وحشت ، بربريت او دهشت يې نۀ شي هېرېدلای ، له ما نيولې بېرته ترما پورې د هر افغان[color=blue:5a1faba491] ( چې د خارجي ځواکونو بربريت يې د څو ډالرو پۀ نشه کې هېر کړی نۀ وي او پۀ رګونو کې يي دافغاني اواسلامي وينې پرځای انګرېزي شراب پۀ چپو نۀ وي )[/color:5a1faba491]
د هر خارجي عسکر پۀ ليدو يي وينه پۀ جوش راځي ، هډونه يي ټکېږي ، د خپلې مور ( خاورې ) پرپاکه سينه دبانديني عسکر درانۀ قدمونه نۀ شي زغملای ، د خپل جغرافيايي ناموس د ساتنې او دغلامۍ د ترټنې پۀ جنګ کې چې څو مره يي پۀ وس کې وي کوي يي !
والسلام
زرملوال
21.05.2006
[color=yellow:fad43990b9]درنو او محترمو وروڼو سلام
په دى پورتنۍ موضوع خو شپى وتلى دى خو ګومان كوم دهيواد
حالاتو ته په ليدلو سره كه بياراتازه كړل شى او خبرى پرى اوږى
شى شايد بى ګټى به نه وى
دومره به ووايم چى كه چيرته دملاصاحبانو اوطالبانو دپخلاينى له
پاره مخلصانه هڅى وشى شايد يوڅه ورنه جوړشى او ايا په دى مو
ضوع له ذى دخله اړخونوسره خبرى نشى كيدلى ؟
اياداسى څوك نشته چى دواړو خواوته سرونه سرتور كړى او وه يي هڅوى
څو كه خداى وكړى او دا جګړى پاى ته ورسيږى او له دى بدمرغه هيواد نه نور
داد جګړو بلا كډه واخلى ؟
هوكى حكومت پلوه وروڼه به دطالبانو بدګڼو ته ځير وى او طالب پلوه وروڼه
به په اصطلاح دحكومت كفريات دمنلو او زغم وړنه بولى خو ايا هغه وروڼه
چى له څيرو اوشخصياتو پرته دهيواد په وير لړى دى او له هرڅه او هرچا دهيواد
ګټى محترمى بولى ايا هغوى څه اقدام نه شى كولى ؟
را ځئ ددى ليكنو په ترڅ كى دعملى ګام په پورته كولو هم يوڅه فكر وكړو
كه مو وكولاى شول څو دا بحران خداى جل جلا له پاى ته ورسوى [/color:fad43990b9]
_______________________________________
ټولو وروڼو ته سلام
محترمودځينى وروڼو له مخلصانه ليكنو نه مننه او دانورى ناندرۍ
دكوم درد درمل نه شى كيدى او ما داخپله پورتنى ليكنه ځكه بيا را
واخيسته چى زه فكر كوم ان دا مخلصانه ليكنى هم دكوم درد درمل
نه شى كيدلى څو په عملى توګه مخلصانه ګامونه پورته نه شى او كه
مو دا كار دټول افغان له لارى پيل كړ اودخداى جل جلاله مرسته راسره
شوه شونى ده خداى يوه معجزه ښكاره كړى او دڅو بيوسه قلموالو په
مټويو ستر كار پر مخ بوځى
خو دا ځينى وروڼو ته لمن نيسم او زارۍ اوجيګۍ
ورته كوم چى پريږدئ دا شخصى عقدى او دهيواد
په سطحه سوچ وكړئ !
او بل دا چى زموږ هيواد خو دا نن دنړيوالوځواكونو دوزلوبى
ډګر نه دى داكيسه خو له پيله همداسى را روانه ده او نوربيا
په مينه
نقاد
26.05.2006
دروند زرملوال صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
تاس ډيره اړينه او د خير موضو ع راخيستې ده او په ترڅ کې مو ليکلي دي:
[quote:bbb65ea7d0]ما داخپله پورتنى ليكنه ځكه بيا را واخيسته چى زه فكر كوم ان دا مخلصانه ليكنى هم دكوم درد درمل نه شى كيدلى څو[color=white:bbb65ea7d0] په عملى توګه مخلصانه ګامونه پورته نه شى او كه مو دا كار دټول افغان له لارى پيل كړ [/color:bbb65ea7d0]اودخداى جل جلاله مرسته راسره شوه شونى ده خداى يوه معجزه ښكاره كړى او دڅو بيوسه قلموالو په مټويو ستر كار پر مخ بوځى[/quote:bbb65ea7d0]
خبره داده چې عملي ګام څوک او څنګه بايد پورته کړي ؟ ملي پخلاينه د ملي دولت سره ملت پال ځواکونه کولی شي . آيا دولت دومره ملي صبغه هم نه لري چې ملي روغې جوړې ته ملا وتړي؟ که يې لري ، ايا په دې ﻻره کې يې اقدام نه دی کړی ؟ ټولو ته څرګنده ده چې دولت اقدام کړی او دملي پخلاينې کميسيون د حضرت صبغت الله مجددي تر مشرۍ ﻻندې کار او هلې ځلې کوي !
خو همدا پوښتنه مقابل لوري يعنې طالانو ته هم راجع ده چې : ايا طالبان دومره ملي متره او ملي لوښه هم نه لري چې د يوې ملي روغې جوړې له پاره خبرو اترو ته چمتو شي ؟ تر اوسه پورې د طالبانو د رهبرۍ هستې دا متره نه ده ښودلې او نه دا لوښه لري ، خو ډيرو عالمانو او اغيزمنو مخورو ملايانو يې د ملي پخلاينې هرکلی کړی او د ياغي طالبانو له خواشهيدان شوي دي .
طالبانو دا زدکړه هم ونکړه چې که مجاهدينو د نجيب له حکدمت سره ملي پخلاينه کړې وای ، ښايي ولسمشر به د مجاهدينو او صدراعظم به د وطن د ګوند و، پارلمان کې به هم اکثريت د مجاهدينو و، نو دوی به د وطن په ورانولو ا ود ا ولس پر وژلو نهوای مرتکب شوي . او که همدا اوس طالبان ملي پخلاينه ومني، نو د حکومت او پارلمان تر دريمې برخې پورې څوکۍ به هم ترﻻسه کړ ي چې د پخوانو مجاهدينو سره تر نيمايي هم ډيريږي . خو دوی يواځې يوه ﻻر پرانيستې پرېښې ده :
چې يا ځان ووژني او يا ملت ، دريمه ﻻر چې د ملي پخلاينېﻻر ده، دوی نه مني . دوی کټ مټ د اکستان په څير غواړي چې د افغانستان حکومت دې يا د امريکا او امريکا پلوه افغانانو په ﻻس کې وي او که نه د پاکستان او پاکستان پلوه طالبانو ﻻس ته دې بيرته ولويږي خو د ملت خپل ﻻس ته دې نه ورځي . حال داچې امريکايان د يوه ملي دولت سره چې په هغه کې طالبان هم په خپله فيصدۍ برخه ولري او ملايان ټول په کې د افغاني ټولنې ديوه قشر په توګه خپله برخه استازي ولري او د نورو قشرونو د استازيتوب دعوا ونکړي ، موافقه لري ، خو طالب هم لکه د پخواني کمو نېستانو په څير ([color=cyan:bbb65ea7d0]ميم زر ما ټوله زما[/color:bbb65ea7d0]) غواړي او قدرت دملت سره شريکول نه غواړي ، څو سېسره يې پاکستان ته وسپاري ، نو ځکه ملي پخلا ينه ، دقدرت ويش، اتلاف ، اولسواکي ، دفکر او بيان آزادي ، ګوندي اوسياسي فعاليتونه په افغانستان کې نه غوا ړي!
طالبان دې د اسلام د ټيکه دارۍ نقاب له مخ نه وغورځوي او که افغانان وي خپله ملي بڼه دې وښيي او داسلامي انترناسيوناليزم يا پان اسلاميزم ادعا ګانې دې پريږدي او د فلسطين په وډ کې دې خپلې کوڅۍ نه وباسي ،
نو هله کيدی شي د ملي اسلامي دموکراسۍ له ﻻرې له هيواد څخه د بهرنيانو پر ويستلو بحث او خبرې هم وشي !
په هيواد کې به بهرنۍ پوځي هډې هم زمونږ دملي ګټو د غوښتنو پربنسټ تر يوه اوږده مهاله پورې تحمل شي .
له دې نه چې ورتير شو او راشو د زرملوا ل صيب دې ټکي ته چې :
[color=white:bbb65ea7d0]په عملى توګه مخلصانه ګامونه پورته نه شى او كه مو دا كار دټول افغان له لارى پيل كړ اودخداى جل جلاله مرسته راسره شوه شونى ده خداى يوه معجزه ښكاره كړى او دڅو بيوسه قلموالو په مټويو ستر كار پر مخ بوځى[/color:bbb65ea7d0]
نو له زرملوال صاحب نه داپوښتنه کوم چې دا کارڅنګه شونتيا لري ؟ ستاسو اند ددې عملي ګامونو په اړه څه دی ؟ د ټول افغان له ﻻر ې څه کيدای او کوم کوم مشخص ګامونه پورته کيدای شي ؟ په دومره ښه کار کې ډيل ، ځنډا و خنډ خو هډو په کار نه دی ! والسلام
Ajab
26.05.2006
نقاد صېب! اوس دې په موضوع باندې زړه پورې ليکنه وکړه. زمونږ د دې ملګرو خيالبافي دومره له حده وتې ده چې دوى طالبانو سره اوس ملي پخلاينه غواړي او دولت په دې خبره ملامتوي. ولې دوى ته دا پته نشته چې دولت څو ځل طالبانو ته عامه معافي اعلان کړې ده او د ملي پخلاينې لپاره يې ځانګړى پروګرام پېل کړى دى. دغه ډول څوک چې د دغه پروګرام له مخې پخلا شوي دي هغوى ته يې احترام ورکړى دى. مولوي وکيل احمد متوکل او ځينې نور د طالبانو مشران په خپله خوښه کابل ته لاړل او اوس ښۀ په مزو کې دي. کتابونه چاپوي او ارام ژوند تېروي. په انتخاباتو کې کانديدان هم شول چې ځينو يې انتخابات وګټل او ځينو ته چا يوه رايه هم ورنکړه. نو که طالبان رښتيا هم افغانان واى نو ښه لار همدا وه چې په انتخاباتو کې يې برخه اخيستلې وى. که ټول افغانان د دوى ملاتړ کوي نو بيا انتخابات د دوى نه چا ګټلاى شول؟ او چې انتخابات په سوله او امن کې شوي واى او اوس هم د امنيت ستونزې د دوى د لاسه نۀ پېښېدلاى نو په هېواد کې بهرنۍ قواوې يوه ورځ هم نۀ شوې پاتې کېدلاى. خو حقيقت دا دى چې طالبان نۀ افغانان دي او نۀ يې د افغانيت سره څۀ کار شته. دوى د اي ايس اي د يو تړلي پروګرام لپاره کار کوي او يوه جوړه شوې ايجنډه پر مخ بيايي. په دغه ايجنډه کې په افغانستان کې د پښتنو وژل، بې سواده ساتل، د دوى کلتور، ژبې، تاريخ، ملي شتمنيو او وطني ژوند ته زيان رسول دي، او دغه کار طالبان ښه په نره کوي لګيا دي. پاکستان هم ورسره دومره په ښکاره ملګرتيا کوي چې ثبوت ته يې هيڅ اړتيا نۀ پيدا کېږي. نو داسې خلک نۀ پخلا کېږي او نۀ يې په پخلا کولو باندې خپل وخت خرابول پکار دي. دوى سره بس سخت نه سخت عمل کول پکار دي. که د امريکا په مرسته وي او که د روس، که د فرانس په ملګرتيا وي او که د هندوستان، د طالبانو له منځه وړل پکار دي او په داسې طريقه يې له منځه وړل پکار دي چې هيڅ ډول رحم ورباندې ونشي. دوى چې زمونږ په ماشومانو، په مکتبونو، په کتابتونونو، په روغتونونو، په ځوانانو، په علماؤ او د بيا رغونې په کارکوونکو باندې رحم نۀ کوي نو بايد چې په دوى باندې هم هيڅ رحم ونشي.
Dr Dilawar Khan
05.06.2006
له ملا سره د پخلايیني بحث مي تر نظر تېر شو، امېد خو نشته چي داسي خواهشات به دويښو ستر ګو له خوبه پرته یو حقيقت هم ثابت شي،خو زمونږ غوندي کم علمه خلقو لپاره د علم او معلومات يوه ښه ذريعه ده٠
نقاد ستوري صاحب يو ځای ليکلي وه چي
دوهم اصل اسلام دی :اسلام اجتماعي (نظام) دي چې تر لومړي هغه ډير غني اوملي ځانګړتياوې هم مني او ملي مسايل هم حلولی شي . خو اسلام سياسي نه دی او د اوسنيو سياسي مسايلو د حل ﻻره او کنجايش نه لري . . .
غواړم چي داسلام اجتماي نظام ، چي اوس غني شوی او ملي مسائل حلولی شي خو داوسني سياسي مسائلو د حل ګنجايش نلري ،باندي دښاغلي نقاد صاحب او نورو دانشورو او علماؤ له علمي تحليل او بحث نه مستفيد شم٠
د خدای په امان٠
]
نقاد
06.06.2006
محترم ډاکتر صاحب دﻻور خانه ټول افغان ته مو دراتګ هرکلی کوم او هيلمن يم په خپلوګټورو ليکنو درانه لوستونکي ونازوئ!
[quote:7f4cb9406e]اسلام اجتماعي (نظام) دي چې تر لومړي هغه ډير غني اوملي ځانګړتياوې هم مني او ملي مسايل هم حلولی شي [/quote:7f4cb9406e].
له دې څخه مطلب د عصري ملي ټولنې د جوړولو د مسا يلو حل د اسلام په وسيله نه دي،بلکې له يوې خوا د قومي اتنيکي ستونزو او محدود يتونو حلول دي چې اسلام په عملي توګه په عربي ټولنې کې حل کړي او په افغاني او نورو ټولنو کې يې هم قومي دودونه او رواجونه ښه مراعات کړي دي . له بلې خوا اسلام دې ته اجازه هم ورکوي چې مسلمانان د عصري ملي ټولنې په جوړولو کې هلې ځلې وکړي، اسلام يې نه مخه نه نيسي او نه يې مخنيوی کول غواړي . خواسلام پخپله هغه سياسي لوښه نه لري چې دغسې مسايل حل کړي او سياسي مقدمات يې پوره کاندي . د ملي مسايلو حل تر ټولو زيات اولسواکۍ ته اړتيا لري ، چې اسلام يې منلی شي خو رامنځته کولی يې نشي ، ګټه ترې اخيستلی شي خو چندان ګټه وررسولی نشي . په ملايزيا او سينګاپور کې اولسواکي شته، خو هلته اسلام نه ده رامنځته کړې ، خو منلې يې ده او دملي ټولنې جوړول هم هلته داسلام کارنامه نه بلل کيږي. والسلام ، .
ع کريم حليمي
07.06.2006
ډېر دروند او دانشمند نقاد صاحب او محترمو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
دانشمند نقاد صاحب !
ستاسو علمي او تحليلي ، د منطق تر ابزار،ماشين راوتلي ليکني چه لولم
په لوستلو ئې وياړم !
زه د پوهي کمزوري لرم نو غواړم چه دا لاندي څو جملي راسره وڅېړۍ
اجازه راکړۍ
[quote:663ebc0bff]خواسلام پخپله هغه سياسي لوښه نه لري چې دغسې مسايل حل کړي[/quote:663ebc0bff]
داسي نه چه اسلام لوښه نه لري طب چه يو ساينسي علم دۍ هم د هر مرض
او ناجوړۍ له پاره حل نه لري
اما فکر دۍ چي د هر سياسي مرض او يا د جسماني امراضو له پاره علاج
پيدا کوي ٠ هر علم ، دين او مذهب ځانته تاريخ لري
هر علم او مذهب چه تاريخ نه لري نو بيا د هيڅ شي حل هم نه لري
حال داچه هيڅ شئ بې تاريخه ندۍ
دغه اسماني دين (اسلام) دوه تاريخونه لري ٠ چه يو ئې موږ ليکلۍ
او بل خدای را لېږلۍ ٠ او تاريخ هغه علم دۍ چه موږ ته کړه وړه راښووي
خواسلام پخپله هغه سياسي لوښه نه لري چې دغسې مسايل حل کړي پسله
١٥٠٠ زره کاله تاريخ او جمع اسماني تاريخ تاسو فکر کوۍ چه سياسي حل
نه لري په داسي حال کښي چه دغه سياسي حملې اوتوبرې يا دسيسې
خو نوي نه دي ، روم ، پارس ، عرب ، خو په زرهاوو کلنو سياسي تاوده او
ساړه جنګونه کړي او نن بيا هم د اسلام اصول ښه په غوره کښي دي
که څنګه ؟؟؟
[quote:663ebc0bff]د ملي مسايلو حل تر ټولو زيات اولسواکۍ ته اړتيا لري [/quote:663ebc0bff]
هو !د ملي مسايلو حل تر ټولو زيات ملي اولسواکۍ ته اړتيا لري نه هري
اولسواکۍ ته!
هره ټولنه چه بې مذهبه سي سياسي زلزلې ئې په ټولنه کښي شروع کيږي
يا به ئې سياسي نظام له منځه ځي او يابه برته مذهب ته لاس ورغزه وي
زه فکر کوم په يقين سره چه اسلامي او ملي اولسواکي حل لاره ده
د هر اسلامي ټولني ، نظام له پاره
د هر ملک حکومت چه ستر ګي پر مذهب پوټي کړي لکه اسمان چه ئې
په دوو ګوتو پټ کړې وي يا لکه تارو چه سر په غار چخ کړي خو ټول بدن
ئې باغوان ، ښکاري ويني
داود فايز
07.06.2006
وروڼو او خويندو زما سلامونه ومني
حليمي صاحب ستا له ليكني نه مننه
زما په نظر اسلام د ددنيا دهر مشكل چي په نړي كي پيښيږي دهغي لپاره حل لري
اسلام چي كله د اولسواكي مخه نه ده نيولي داهم د اسلام د حل يوه لاره ده
( كه څه هم په اوسني اولسواكي نظامونه باندي بايد له سره نظر وشي او وليدل شي چي څومره له اسلام سره برابر دي )
خو زما پيشنهاد دا دي چي څوك د اسلام نه خبري كوي بايد د اسلام پوره مطالعه ولري او بيا اسلام دهغي سره مقايسة كړي .
م ن غروال
07.06.2006
ښاغلی نقاد ورور وروسته له سلامو!
ما فکر نه کاوه چې تاسو به د اسلام په هکله داسي اند او عقيده لرئ : [quote:dbe5a1690a]خواسلام پخپله هغه سياسي لوښه نه لري چې دغسې مسايل حل کړي [/quote:dbe5a1690a] باور وکړئ چې هر څومره ولسواکه حکومت جوړ شي او هر څومره د ملي روغې جوړې او ملي يووالي مؤفقانه چارې تر سره شي خو بيا هم که د اسلام سپيڅلي دين لوخه ونلري، زما په عقيده هغه ټولنه به يوه لويه نيمګړتيا ولري٠
مونږه داسي ولسواکي نه غواړو چې له اسلام پرته پخپل مټ چارې حل کړي٠ بلکه د هرې لارې حل به د اسلام له مخې حل کيږي٠
دا(([color=red:dbe5a1690a]دغسې مسايل [/color:dbe5a1690a])) به څه وي؟، او دا به کومه ستونزه وي او دا به کومه معجزه وي چې د يوه هېواد سياسي او فرهنګي د چارو حل لوخه په اسلام کي نه وي؟ او که چا په ګوته کړ، نو بې له شکه چې (نعوذ باالله) اسلام نيمګړی دي٠
شته داسي مسلمان خلک چې غواړي اسلام د سياست له ډګر څخه ګوښه کړي خو دا شوني نده٠ اسلام که د سياست له ډګر څخه ګوښه شو . نو هله د اسلام ځنکدن پيل هم وبولئ او هله به جومات شي د عيسويانو ننۍ کليسا!
ښاغلی نقاد ورور! زه مطمئن يم چې تاسو به هم داسي مطلب نه وي چې ګواکي اسلام به نيمګړی وي او يا به اولسواکي تر اسلام مترقي او ښه لوخۍ ولري اما زما عقل واقعاً دا جمله ونشوه کړاي تحليل :[color=#444444:dbe5a1690a][/color:dbe5a1690a]
په درناوې
صافي
07.06.2006
ډیرو ښاغلو او محترمو ورنو او خویندو!
اسلام علیکم:
دکومې ورځې نه چې ما په ټول افغان کې دبحث د فو روم سره سره اشنایی پیدا کړی ، چې څه کم یو کال کیږی ،پدی فوروم کې دپشتو ژبې په زدکړه په خاصه توګه لیکنه کې ، زه دډیرو محترمو لیکوالو دلیکنو منندوی او پوروړی یم.ددي ښاغلو لیکوالو تر څنګه دښاغلی نقاد ښکلئ سبک، منطقی استدلال، حاضر جوابی،پراخه حوصله، پرګماتیک غبرګون ، او واقع بینه بی طرفی یی چې تل په لیکنو کې څرګنده ده ډیر منندوی یم .
د ښاغلو حلیمی صاحب ،ابو عمرصاحب، او ښاغلی غروال صاحب په څیر زه هم هیله مند یم چې ښاغلی نقاد
په خپلی پورتنی لیکنې څه نوره رڼا هم واچوی تر څو نور هم ددښاغلی لیکنو نه ګټه واخلو.
په درناوی
زرملوال
07.06.2006
وروڼو سلام اوشى چارى !
ګومان كوم دا موضوع به نوره هم پسى وغځيږى
خو له دا عنوان سره به څه چل كوو ؟
نقاد
07.06.2006
درنو ورونو االسلام عليکم و رحمت ا لله وبرکاته !
موضوع به په تفصيل سره وروسته څيړو خو اوس به دلته د سؤ تفاهم د مخنيوي له پار ه څو مثالونه په ګوته کړو :
لکه څنګه چې اسلامي برده داري، اسلامي فيوډاليزم او اسلامي سرمايداري نشته او نه هم اسلامي سوسيالوژي، اسلامي پسيکالوژي ، رياضي يا اسلامي جيومتري شته،د غسې اسلامي سياست پوهنه هم نشته ، که څه هم د هغو زياتو ځانګو له اسلامي چارو سره سرو کار لرلی او اسلام هم يو لړ مسايل له نوموړو څانکو په تيره بيا له سياست سره لرل او لري يې . خو اسلام نه له هرې سياسي پيښې او نه له ډيرو سياسي پيښو سره کار لري ، او داځکه چې اسلام دين دی او موضوع يې سياست ، سوسيالوژي ، رياضي يا پسيکالژي نه ده.
هو اسلام د سياست هغه موضوعات حلولی شي چې له اسلام سره سروکار لري ، خو د سياست .يا رياضي موضوعات له اسلام سره څه تړاونه لري او له دې کبله د اسلام له پاره هم بيګانه دي ..که داسې نه وای نو د سياسي نيمګړتياو پړه به تل د اسلام پر غاړه هم لويدله ! والسلام .
.
ع کريم حليمي
08.06.2006
ډېرو محترمو دانشمندانو وړونو نقاد صاحب ، غروال صاحب
او د بحث ګډون کوونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
دانشمند نقاد صاحب !
د نظرياتو د سنجولو له پاره بحث يوه ښه لاره ده دغه سبب دۍ چه فلاسفوو
د بيان ازادي خوښه کړېده
ډېره ښکاره خبره ده چه په نظرياتو کښي همېشه اختلاف وي او بحث ئې
يوه ښه لاره ده چه اختلاف ورکوي
دا اختلاف دا مانا نه لري چه زه ستاسو سره پر يوه شخصي موضوع بحث کوم
فکر کوم چه په مليونو انسانان داسي فکر کوي چه (خواسلام پخپله هغه سياسي لوښه نه لري چې دغسې مسايل حل کړي )
او په مقابل کښي په مليونو انسانان او زه هم داسي فکر کوم چه اسلام
ډير لوړ سياسي لوښه (habit ،character ) لري
چون موضوع په مليونو انسانانو اړه لري نو علمي بحث کوو
په لهذا نو دغه بحث به انشاالله زمونږ او ستاسو قلبي او قلمي دوستۍ ته
کومه خساره ونه رسوي او کچه به ئې راکښته نکړي
محترما !
تر دې له مخه چه وړاندي ولاړسم اول به سؤ تفاهم مخه بنده کړو !
په دې شکل چه سياست تعريف کړم او لوښه ترجمه کړم نو سؤ تفاهم به کم وي
لوښه : moral strength او بس
سياست : په لغت کښي داسي تعريف کېدای سي چه
تربيه ،تصفيه ،تزکيه کول ، اماده کول د يوه هدف له پاره
او په اصطلاحي تعريف داسي هم کېدای سي چه
يو ولسي مشر چه کوم تغير راولي په ټولنه کښي ، که پر کاميابه سو
نو ښه سياست مدارسو يعني ښه تدبيراو حکمت خاوند ، که پر تغير راوستلو
کاميابه نسو نو ښه سياست مدار نه سو يعني تدبير او حکمت ئې نه زده
او سياست داسي هم تعريف کيږي چه
د قيادت ،د رئس ، تدبير طريقه او سلوک د الحياة العامه سره
چه سياست تربيه ، سياست داخلي ، اوسياست خارجي ( د ودلتونوسره ،
موافقې او قراردادونه ) ٠٠٠٠
ملک سياست عبارت
د ټولو امورو اداره په تدبير سره
موږ نبي عليه السلام ټول عمر په حکومت کولو کښي تېر کړي
خو سياست وال نه شم ورته ويلې ! ولي چه وحي ورته کېدلې
نو باحکمته انسان وو لوړ تدبير ئې درلودي !
يعني حکمت او وحي دواړه ئې په خدمت کښي وه ٠
خو ابوبکر رض ، عمر رص ،عثمان رض او حضرت علی کرم الله وجهه
سياست کاوه ٠ چه ډېر سياسي جهادونه ئې کړي
تاسو فکر کوئ چه حکومت بېله سياسته امکان لري ؟؟؟
پوهېږم چه ستاسو جواب دا وي چه نه نه بې سياسته حکومت امکان نسته
که داسي وي نو
سلف او خلف څرنګه تر يورپ او افريکا او اندونيزيا او چين پوري ورسېدل
که سياست او تدبير څوک يا يو نظام ونه لري پر مختګ به وکړي ؟؟؟
پوهېږم چه ستاسو جواب به وي چه : نه
خلفا او سلف او اميران او پاچهان ، ټوله سياست وال وه
ټکس ، قراردادونه ، جنکي اخلاق ، د امير سلوک له ملت سره ،
د قضا قوانين او طريقه ،او د خارجي رئسانو د ليدلواو کتلو طريقې
دا ټوله د څلورو يارانو په مخ کښي په عملي او نظري ډول ور وښودل سوه
ايا د تاريخ په قول حضرت عمر رض سياست مدار نه وو ؟؟؟؟
طبعنا وو يو سياست مدار
اما نبي سياست مدار نه وو ٠ ولي چه هغه ته هرڅه اسمان ورښوول
هو! دا د نن ورځ رئسان او پاچاهان اکثره د ښه moral strength
او habit ،character خواندان نه دي ٠
م ن غروال
08.06.2006
محترم حليمي صاحب سلامونه مو خدمت ته په عرض رسوم!
لکه څنګه چې تاسو اسلامي سياست هغواصلي رېښو ته ګوته نيولې ده چې له هغې نه يوازې اسلامي سياست زده کيږي بلکه اسلامي سوسيالوژي ( ټولنپيژندنه) او همدا ډول د بشر د نهايت لوړو اخلاقو اصيله اولسواکي ورڅخه زده کيږي٠ او ددوئ تاريخ يا کورنۍ او بهرنۍ ټولې چارې ــــــ فرهنګي سياسي تجارتي قضايي او نظامي ــــــ يا ددوئ ټول کړه وړه د مسلمان لپاره يو لوئ سياسي درس او يوه سياسي پوهنځۍ جوړوي٠ د نړۍ ټولې هغه سياسي پوهنځې چې په لويديځه نړۍ کي تدريس کيږي يوازې او يوازې د د سياسي واقعاتو ته په اوسني ديموکرات قانون کي يوه کتنه ده او بس! نور پکي هيڅ هم نه موندل کيږي٠
که مسلمان خپل تاريخ راواخلي او هغه د تحليل له ژرندې تېر کړي او د ننۍ اسلامي سياست سره يې په تله کي واچوي هله به پته ولګيږي چې ، آها ! اسلام په رېښتيا چې سياست! نو ځکه اسلام د يوې ټولنې د کورنۍ او بهرنۍ سياست او سوسيالوژۍ لپاره په پوره اندازه بسنه کوي٠
او ښاغلی نقاد ورور بيا هم سلامونه ومنئ!
دا منل کيږي چې د اسلامي په ښوونه او روزنه کي به تاسو د الجبر معادلې د تعميراتو ديزاين او يا دتخنيک تعميرول و نه مومئ خو اسلام تر ټولو نورو قوانينو په پرتله هغو خدماتو ته په درنه سترګه لېدلې دي اود خدماتو زيار ته يې د قدر او درنښت په سترګه ليدلي دي او د قدر وړ يې بولي چې يس له مرګه به هم خير ورسيږي، کوم چې د بشر خدمت وسيله ګرځيدلي وي٠
برده برداري ، فيوډاليزم او کپيتاليزم او يا سوسياليزم ؟!
اسلام که د ننه لږ په غور وکتل شي دا ضمانت کوم چې دا پروسي يې لا په اوايلو کي هضمې کړې وي٠ [color=blue:5743d040d0]اسلام که ټولنپيژندنه ونلري او سياست! نو له بوديزم او او ګونګو او مړو کليساو سره يې توپير نور نه وينم![/color:5743d040d0]او دا چې لا تر ننه اسلام دومره لويه برحاله او ژوندۍ انرژي لري يوازنی علت يې سوسيالوژي او سياست دي، که نه اوس به د نورو اديانو په څېر د يو څو څلورو دېوالو لپاره ځانګړی شوې واي!
همدا خو لويديځه نړۍ له خدايه په آسمان کي غواړي چې اې مسلمانانو!
[color=red:5743d040d0]اسلام دين دي نه سياست! او تاسو ولې آخې نه پوهيږئ او ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠![/color:5743d040d0]
نو ښاغلی نقاد ورور! [color=white:5743d040d0] اسلام رياضيات ندي خو سياست او سوسيالوجي خامخا دي٠[/color:5743d040d0]
په درناوې
نقاد
08.06.2006
درنو ورونو محترم استاد حليمي صاحب ، ښاغلی غروال صيب، منلی مصلح سافي او ياوړي زرملوال صيب ته سلامونه او نيکې هيلې تقديموم !
اديان عقايد دي ، خود ژوندانه عملي سيستمونه دي او په تيره بيا د اسلام مبين دين د ژوندي او عملي سيستم په توګه خورا ډير فردي او اجتاعي اړخونه لري ، چې په اسلامي اخلاقو کې يې رعايت او انعکاس موندلی ، خو په تيوريکي توګه يې نه دي منعکس کړي . له دې کبله سوسياليټي ( اجتماعي) لري او سوشل اخلاق لري، خو تيوريکه اسلامي سوسيالوژي نه لري.، مسلمان سياسي واکمنان يې لرلي خو اسلامي سياستپوهنه نه لري، مسلمان سياست پوهان لري خو يوه اسلامي سياستپوهنه يې نه ده رامنځته کړې ، اولسوااک اصول لري خو اولسواکي يې نه ه رامنځته کړې.، داخلاقو په بڼه اجتماعي ښونه لري، خو ټولنپوهنه يا سوسيالوژي نه لري. دغه ټول د اسلام نيمګړتيا هم نه ده ، ځکه چې دين هر څه تر همدغو پولو پورې رامنځته کولی شي او ساينسي بڼه ورکول بيا د انسانانو خپل کار دي ،نه د دين .، خو داچې مسلمانانو دغه خپل کار ( علمي څيړنې ) هم نه دې کړی ، ددين اصول يې منجمد پريښي دي، دا ددوی خپله نيمګړتيا ده ..يواځې اسلامي حقوق يا شرعه د اسلامي حقوقپوهنې په توګه وجود لري .
بايد ووايم چې هغه څه چې پخپله په يوه دين کې نه وي، خو دهمغه دين پيروان يې رامنځته کړي ، د اړونده دين په نامه يادول يې سم نه دي ، ځکه که منفي کارنامې وکړي ددين په نامه بايد يادې نشي ، که مثبتې کار نامې
چې ددين په امر نه وي شوي خو دين يې نه ردوي او يايې تش ښې ګڼي بيا هم ددين جز ن بلل کيږي او په نامه يې هم نه ختميږي . د خلفاو ښه تد بيرپه اداره او جهاد کې ددوی خپله انساني بريا او عملي ﻻسته راوړنه ده، هغه د اسلامي ښوونې جز نه دی ، بلکې د نوموړو يواځې تشريعي. هڅې اوبرياوې د اسلامې ښونې جز بلل ..ددرک وړبريښي .که اسلام په اداره کې تدبير ښه بولي او حکم يې هم پرې کړی وي، تر څو چې يې کوم تدبير پخپله نه وي رامنځته کړی ، تر هغه اړونده تدبير ،چې يوه مسلمان واکمن ياچا رواکي سنجولې يا پلی کړی وي ، داسلام پورې تړل يې موجه نه بريښي..
وګورئ ، د علم طلب (کفايي) فرض او د اسلام امر دی، خوله دې کبله علوم اسلامي نشي ګڼل کيدای ، ولې کوم علوم چې ديني دي، هغه به د طلب له فرضيدو پرته هم اسلامي وای او له فرضيدو ورسته هم اسلامي علوم دي !
په همدې ډول اولسواکي هم ده ، که ليبراله غربي ټيپه دموکراسي نه وي ، اسلام يې هم ښه بلي، حتی دراشدينو حلاو په وخت د آزادانه بيعت وکولو لهﻻري د بيلابيلوکانيدانو څخه يو کانديد ټاکل د اولسواکۍ څو مره ستر اصل او غښتلی پرينسيپ دی، خو له يوې خوا يو اصل دی ، او له بلې خوا پر ايت او حديث ثابت يا شرعي امر نهدی ګرځيدلی او له دريمې خوا يې تر څلورو خليفه ګانو وروسته چنداندوام هم نه دی موندلی، نو اولسواکي داسلام کوماړين جز نه ای ګرځيدلی له دې کبله د دموکراسي چې اوس پر يوې عامې سياسي .لوښې اوښتې ده،
د اسلامي سياست لښه نه بلل کيږي او د همدې لوښې د نشتوالي له امله د اورپکو له لاسه اوس ديکتاتوري ، بسټپالنه ، ترهګرۍ او د زور زياتي ﻻر متأسفانه اسلام ته منسوبيږي . او آيا له اولسواکۍسره ددوښمنۍ له کبله زونږ طالبان ورونه له حکومت سره يوه ملي روغه جوړه هم نه ردوي ؟ آيا دوی کله د يوې افغاني او اسلامي اولسواکۍ نوم هم کله اخيستی(؟) هغه يې منلې او تليې رد کړې نه ه ؟ والسلام .. .
. .. .
ع کريم حليمي
09.06.2006
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
دنشمندانو! محترم نقاد صاحب ، ښاغلی غروال صيب، منلی مصلح سافي او زرملوال صيب زه هم په خپل وار نيکې هيلې تقديموم !
د اديانو تاريخ که تر نظر تېر کړو نو به ووينو چه هر نبي يوازي او يوازي
توحيد ته خلک رابلل ، دنيا ته چه هر څومره پيغمبران راغلي له هغو څخه هر يو
د هغه قادرمطلق خواته خلک رابلل ٠
او په دې لړۍ کښي سليمان عليه السلام نبي او پاچا وو
چه هم ئې خلګ توحيدته رابلل او هم پاچا وو
او سليمان ع خواست کړي و الله ته چه داسي پاچاهي بيا چاته مه ورکوه
يوه ورځ د ده يو ورور (محمد ) عليه السلام په مسجد نبوي کښي شيطان
ونيولي او وئې تړلي او شيطان ته ئې وويل نن دي و خلکو ته ورښکاره کوم
چه وه دي وني ٠ او دستي د سليمان هغه خواست ورپياد سو
برته ئې شيطان خلاص کړي ٠
سليمان ع پاچهي د الجن څخه نولې بيا تر مېږي پوري ئې پاچاهي درلوده
او دده په عسکري نظام کښي يوازي انسانان نه وه بلکه پېريان هم وه
موسی ع ،عيسی ع ، ابراهيم ع ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ نبيان او پيغمران وه
اما حکومتي نظامونه ئې نه درلوده ٠ او د دوۍ په عصر کښي
پاچهان وه او د پاچهانو په نظام نبيانو غرض نه درلود وظيفه ئې
يوازي او يوازي دعوت ؤ ٠ و توحيد ته !
کله چه مبارک عليه السلام ظهور وکړي او رسالت اعلان ئې وکړي ٠
نو په مدينه منوره کښي ئې دربار (مسجد ) جوړ کړي
کله چه ئې د مدينې اداره او نظام ( اقتصادي ، سياسي (تدبيراوحکمت )
او نظامي عدلي بر قرار کړي نه په داسي تدبير ئې شروع وکړه لکه داد نن
ورځي چه موږ ئې سياست بولو ( د ايران ،فلسطين ، يمن ٠٠٠٠٠٠٠٠ )
و پاچهانو ته رسمي خطونه يا د تدبېر او حکمت مکتوبوه (سياسي )
واستول ٠ لکه دانن ورځ چه د ډيموکراسۍ خطونه ملکونوته استول
کيږي ٠
دغه سياست (تدبير ) د مځکي په تاريخ کښي اول سليمان عليه السلام
کړي وو او بيا په محمدي وحيو سره بياتکرار سوو
چه دغه يو تدبيري او سياسي عمل وو او هم به سياسي وي
او بل سياسي خلګ (درباري خلګ ) د مبارک و مسجد ته راتلل
يعني هيئت او نمايندګان (delegation ) له نورو ملکو څخه
دمبارک حکمت او تدبير(سياست ) داسي وو چه :
نمايندګان به ئې د ځان سره نزدې کښېنول ٠ يووخت داسي پېښه سوه
چه د يمن له حکومت له خوا يو delegation راغله ٠
او پر مبارک اصحاب راګرځېدلي وه او د مبارک و بغل ته ځای نه وو
چه د يمن سياسي خلک کښېني ٠ نو وحي و سوې چه وڅکېږۍ
او علما وو (delegation) ته د مبارک سره ځای ورکړي
عرب يا د مبارک اصحاب اکثره سارايان وه په سياست يا تدبير
نه پوهېدل
چه دانن ورځ ئې موږ protocol (تشريفات )بولو
چه په سياسي مجلسو کښي سيالان يا څنګ پرڅنګ وي او يا مخامخ
protocol :
The forms of ceremony and etiquette observed by diplomats and heads of state.
او دغه د مبارک د protocol تدبير وو ٠چه په سپينه ماڼۍ کښي
هم دغسي کوي
او حکمتي جنګي معاهدې ئې هم د ليکلې
کوم وخت چه ئې يوه معاهده د قرېشو سره ليکل څو واره اختلافونه
د ليکلو پر وخت پيدا سوه په ډير ښه حکمت (سياست ) سره ئې حل
کړه ٠ خوکله چه وخت د امضا کولو را ورسېدۍ بيا قرېشو
نعرې کړي چه نه دا خط موږ نه امضا کوو ٠ نو حضرت علی کرم الله وجهه
ورته وويل چه ولي ئې نه امضا کوې
قرېشو وويل چه تاسو ولي و محمد بن عبدالله د نامه سره رسول الله
ليکلي ٠ که موږ دا خط امضا کړي دا معنی د محمد رسالت مو هم ومنلۍ
موږ معاهده د محمد بن عبدالله سره امضا کوو ٠ نه ده رسول الله سره
نو حضرت علي کرم الله وجهه ورته وويل چه زما دي په خدای قسم
وي که زه د محمد د نامه څخه رسول الله ړنګ کم ٠
خو خبر محمد عليه السلام ته ورسېده ٠ نو مبارک و فرمايل
چه مکتوب راوړي او نو حضرت علی کرم الله وجهه ته ئې وفرمايل
چه يوازي محمد بن عبدالله وليکه
حضرت علي کرم الله وجهه انکار وکړي چه زه داسي نه کوم چه رسول الله
د خط څخه ړنګ کړم ٠ نو بيا مبارک عليه سلام په خپل لاس په قلم
د رسول الله جمله پاکه کړه ٠
فَلَمَّا كَتَبُوا الْكِتَابَ كَتَبُوا هَذَا مَا قَاضَى عَلَيْهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم. فَقَالُوا لاَ نُقِرُّ بِهَا، فَلَوْ نَعْلَمُ أَنَّكَ رَسُولُ اللَّهِ مَا مَنَعْنَاكَ، لَكِنْ أَنْتَ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ. قَالَ " أَنَا رَسُولُ اللَّهِ وَأَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ ". ثُمَّ قَالَ لِعَلِيٍّ "[color=cyan:f340b748bc] امْحُ رَسُولُ اللَّهِ [/color:f340b748bc]". [color=brown:f340b748bc]قَالَ لاَ، وَاللَّهِ لاَ أَمْحُوكَ أَبَدًا، [/color:f340b748bc][color=blue:f340b748bc]فَأَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْكِتَابَ، فَكَتَبَ هَذَا مَا قَاضَى عَلَيْهِ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، [/color:f340b748bc]لاَ يَدْخُلُ مَكَّةَ سِلاَحٌ إِلاَّ فِي الْقِرَابِ
او که فکر وکړو په دغه معاهده کښي ډير حکمت او تدبير(سياست ) پکښي سته
ليکلي ئې دي چه مکې ته به سلاح په پوښ کښي راوړۍ يعني راوړلی ئې
شۍ خو په غلاف ياپوښ کښي نه وي ٠ رشتيا چه قرېش جاهلان وه
نقاد صاحب ليکلي چه :
بايد ووايم چې هغه څه چې پخپله په يوه دين کې نه وي، خو دهمغه دين پيروان يې رامنځته کړي ، د اړونده دين په نامه يادول يې سم نه دي ، ځکه که منفي کارنامې وکړي ددين په نامه بايد يادې نشي ، که مثبتې کار نامې
چې ددين په امر نه وي شوي خو دين يې نه ردوي او يايې تش ښې ګڼي بيا هم ددين جز ن بلل کيږي
په ديمکراسۍ حکومت کښي اول شی شورا ده ٠ او غرب په خپل تاريخ کښي
يونيم زره کاله د مخه شورا چيري وه ؟؟؟؟
او اسلام يونيم زره کاله دمخه فرمايلي چه :
بسمه تعالی : وَأَمْرُهُمْ شُورَي بَيْنَهُمْ
[quote:f340b748bc]د اړونده دين په نامه يادول يې سم نه دي [/quote:f340b748bc]
ددغه جملې سره يو مثال ضرورو دۍ که مثال ورسره وای نو د اعتبار وړ به سي
[quote:f340b748bc]که مثبتې کار نامې چې ددين په امر نه وي شوي خو دين يې نه ردوي او يايې
تش ښې ګڼي بيا هم ددين جز ن بلل کيږي [/quote:f340b748bc]ايا معروف کارونه په قران سره ندي ثابت ؟؟؟؟
[quote:f340b748bc]که ليبراله غربي ټيپه دموکراسي نه وي ، اسلام يې هم ښه بلي، حتی دراشدينو حلاو په وخت د آزادانه بيعت وکولو لهﻻري د بيلابيلوکانيدانو څخه يو کانديد ټاکل د اولسواکۍ څو مره ستر اصل او غښتلی پرينسيپ دی، خو له يوې خوا يو اصل دی ، او له بلې خوا پر ايت او حديث ثابت يا شرعي امر نهدی ګرځيدلی او له دريمې خوا يې تر څلورو خليفه ګانو وروسته چنداندوام هم نه دی موندلی، نو اولسواکي داسلام کوماړين جز نه ای ګرځيدلی له دې کبله د دموکراسي چې اوس پر يوې عامې سياسي .لوښې اوښتې ده،
د اسلامي سياست لښه نه بلل کيږي[/quote:f340b748bc]
مساوات د سياست (حکمت ، تدبير ) لښته نه ده ؟؟؟؟
مساوات ږغ په نړۍ کښي اسلام پورته کړي ٠ د نر او ښځي ، د مالک او کاريګر
د مدعی او مدعي عليه ، او غلام ته د انسان په سترګه کتل مساوات نه
بلل کيږي ؟؟؟؟
[quote:f340b748bc]تر څلورو خليفه ګانو وروسته چنداندوام هم نه دی موندلی، [/quote:f340b748bc]
موږ ته دا نده مهمه ، خو مهمه داده چه اسلام حکمت او اخلاق او قانون
د بشر له پاره نازل شوې ، دا د افغان ،عرب ، ايران په ټېکه نه دې
د مځکي پر مخ چه هر چيري د اسلام اخلاق بنا کيږي موږ وايو چه
الحمدالله ٠
[quote:f340b748bc]او د همدې لوښې د نشتوالي له امله د اورپکو له لاسه اوس ديکتاتوري ، بسټپالنه ، ترهګرۍ او د زور زياتي ﻻر متأسفانه اسلام ته منسوبيږي [/quote:f340b748bc].
تاسو ته ښه معلومه ده که معلومه نه وي خو پوهېږي خامخا چه حرب طالب
چيري جوړ سو
حزب طالب ته منسوبيږي ٠ و اسلام ته نه منسوبيږي !!!!
دا خو کيږي چه څوک مسلمان وي او غل وي
يهودی وي او غل وي ، هندو وي او غل هم وي
امريکايي وي اوغل وي
تاسو ته په تاريخ کښي دا نېټه درمعلومه ده چه جنګ دي نه وو ، ديکتاتوري
دي نه وه ، زور او زياتی دي نه وو
جنګ اقتصاد پر پښو دروي ٠ د هټلر د جنګ ورسته نړۍ څومره اباده سوه
د خلقيانو او مجاهدينو تر جګړې ورسته تاسو نه وني چه افغان اقتصاد اسمانه
وختلی ، ښارونه غرونه ،دښتونه موټرانو پر سر اخستي ٠ دوا پيدا سوه
نفوس د افغانستان دېرش مليونه سو ٠
هو ! جنګ دوزخ دي ، او دانړۍ بېله جنګه علاج نه لري ،
هر سوپر پاور ته جنګ ضرور دۍ ٠ که جنګ ؤ نه کړي اقتصاد ئې خرابيږي
او بل پاور پيدا کيږي ،
که اسيا غواړي چه پاور سي نو جنګ به کوي
خو په مزدوري جنګ دي نه سوپر پاورکوي ٠ دمسلمانانو کور په دې خراب دۍ
چه جنګ په مزدوري کوي د ځان او باور د پاره ئې نه کوي ،
د قران ٦٦٦٦ اياته ټوله حکمت او تدبير
له الف څخه تر والناس پوري
دانشمند نقاد صاحب
که تاسو يو حرف بې حکمته په ټول قران کښي پيدا کړي نو ضرور
ئې راته وليکۍ ٠
نقاد
09.06.2006
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
درنو ورونو محترم استاد حليمي صاحب ، ښاغلی غروال صيب، منلی مصلح سافي صيب اوپياوړي زرملوال صيب ،
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو !
محترم استاد حليمي صاحب ! منندوی يم چې مفصله ليکنه مو کړېده. الله تعالی جنتونه نصيب او ژوند موله فيض او نيکمرغۍ ډک اوسه !.
الهي ﻻرښونې ټول نور او حکمت دی، خو سياست يې تاسې هم نه بولئ. خو ديو بريالي دين چې امت يې لرلی وي له سياست څخه هم نه رغيدۀ ، لکه څنګه چې تاسې هم روښانه کړې، محمد (ص) له مسجد څخه سياست اوآن ديپلوماسي هم چلولې ده. خو دسياست پر نامه نه، بلکې ددين او ديني اخلاقو په نامه ، چې ثابت او بي تغيره پاتې کيږي او د سياست په څير پره پسې بدلون نه خوري .. مطلب دا نه دی چې اسلام سياست ښه نه دی بللی، يا نبي (ع) سياست نه دی کړی، خو سياست د اسلامي ښونې يوه ځانګړې څانګه نه ده، سره ددې چې مبادي او مقدمات يې پکې شته ، خو له هغومباديو څخه وروسته چا يوې ځانګړې څانګېې ته د سياست په نامه انکشاف هم نه دی ورکړی . سليمان (ع) چې د يوې امپراطورۍ مشر و، هم دغسې يوه ښوونه نه ده رامنځته کړې ، خونن سياستپوهنه شته او تدريس يې کيږي، ولې د اديانو سهم چې سياستپوهنې ته يې څومره پراختيا ورکړې ، پکې نشته . څرګنده ده چې په هغه وخت کې علوم نه وو ، ددې اړتيا هم نه وه چې دين دې ساينسي ښودنې هم وکړي ، سياسپوهنه، سوسيالوژي او نور بشري علوم دې منځته راوړي ، نو يواځې د موجودو اړتياو له پاره يې اخلاقي ارشادات فرمايلي دي او يايې شرعي حقوق بيان کړي دي . داچې اسلام يو بشپړ دين دی ،خو دين دی او د دين په توګه بشپړ دی، يو حقيقت دی ، خوفنه داچې اسلام سياتپوهنه ده ، اسلام سوسيالوژي ده، اسلا ساهپوهنه ده، اسلام تاريخ او جغرافيه ده او اسلام هندسه ده ، طب دی،ستورپيژندنه ده ......او اسلام هر علم دی . علوم ښه ګڼل ، د زدکړو امر يې کول او ارزښت ورکول سړی عالم کوي نه ، اديان هم په دې د ساينس ځای نشي نيولی چې هغه يې نه دي رد کړي، بلکې اړن يې هم بولي . نن د کيهان نوردۍ، کيميا او فزيک يوه مسله هم دين نشي حلولی، همدغسې د طب ، سياستپوهنې اوسيالوژي مسايل هم پردين نه حليږي . ساينسي ستونزو د حل لوښه پخپله په ساينس کې ده ، نه د ساينس په مذهبي مباديو کې . خو مسلمانانو (واکمنانو) بيا دومره غفلت کړی چې د ساينس هغه مباديو ته يې چې په اسلام کې موجودې وې او موجودې دي هم انکشا ورنکړ ،[color=white:adc3614239] دشورايت او اسلامي اولسواکۍ [/color:adc3614239]جوهر يې عمﻻًځپلی او شنډ کړی دی. طالبان يې وروستی تارتق و چې دعلميت، کلتور او بشريت سره يې ددوښمنۍ ثبوتونه تاريخ ته پريښول او پښتانه يې نړيولو ته جاهل معرفي کړل .
[color=white:adc3614239]دا سمه ده چې دا د طالب او مسلمانانو نيمګړتيا ده نه د اسلام، اسلام د دين په توګه هيڅ نيمګړتيا نه لري ، خو دابه راسره تاسو هم ومنئ چې د سيانس غوښتنې له دين څخه به هم پرځای غوښتنې نه وي . څوک چې سياسي واک چلوي بايد پر سياست ، سو سيالوژي ، تاريخ اواسلام پوه وي او يا د اړوندو علومو د اندويانو او مجربو کارپوهانو ټولو يوه حلقه پر خپله شاوخوا ولري ، نه يواځې او يواځې ديني عالمان، که څنګه ؟
و السلام .[/color:adc3614239]
صافي
09.06.2006
درنو اومخترمو ورنو!
دسلام اواحترامه روسته:
له ملا اوطالب سره پخلاینه ملی اړتیاده.
چې باید دلام په ځای په دال پیل شوی وی ولی مهم نه دی ځکه مفهوم ورځینې اخیستل کیږی.
ددی عنوان لاندی بحث په خپله يوډیر مغلق او کړکیچن بحث دی چې پرته له مبالغې کتابونه پری لیکل کیدی شی.که چیرته دا عنوان (دطالبا نو دحرکت سره دپخلاینې) دعنوان لاندې وی ،ګمان نه کوم چې دا بحث دې دمره اوږدشوی وی.
په هرصورت چون موضوع همدا او بحث هم دهمدې سریزې لاندی پیل شوی همدی کاګه بحث ته به ادامه ورکړم٠
په دې سریزه کې څلورو مهمو ټکو ته اشاره شوی،
۱ ملا
۲ طالب
۳ پخلاینه
۴ ملی
چې زما په آند هر توری یی په ځانګړۍ توګه طبی تشریح ته اړتیا لری. چې ښاغلی نقاد همدا کار په بشپړه توګه سر ته رسولی او قانع کونکی ځواب یی هم ورته وړاندې کری .چې کوریی ودان.
زه به په خپل وار خپل نیمګړی نظرپه دی هکله داسې څرګندکړم:
لمړی: ملآ ،[داستثنآ پرته] دافغانی محلی ټولني ددینی او دودیزه سننو اوعروفو خلقت چې دموجودیت نه یی انکار کفر او په موجودیت یی اقرار دهغی نه ستونځمن. یوه معضله
دوهم :طالب،[دطالبانودتنظیم غړﺉ] په افغانی دودیزه ټولنه کې یو نا منلی بدعت اورنځ چې دپردو مقاصدو دپلې کولوله لپاره را منځته شوی چې په افغانی ملی هویت ایمان نلری. دوهمه ستونځه.
دریم: پخلاینه، دا کلمه دبحث داړتیا نه بهر ده ،په دی معنی چې بحث ددوه منل شو
او معترف به اړخونو او عناصرو تر منځه د حد اقل جزوی ورته والی له امله را منځته کیدی شی. چې له بد مرغه زمونږ په هیوادکې ددواړومتخاصمو اړخونوخپلواکی او حقوقی مشروعیت دسوال لاندی دی .دریمه ستونځه
څلورم: ملی،چې دهویت دتشکیل په لوری یی یو پل هم ندی اخیستی، دبون دموافقتنامې نه روسته همغه یو مصلحتی او اتلافی تشکیل دی چی د( اسپکهای چوبی )غوندی تاویږ راتاویږ .
چی هرڅمره دملی اوملیت سوری ووهی څوک یی ورسره نه منی،ځکه ټول جنګسالاران یی د سوری لاندی دویاړ خاوندان شول یو جنګی مجرم ته چا پورته ندی کتلی .
دایی څلورمه ستونځه.
نو دپورتنیو عواملو په علت دطالبانودحرکت او دافغانستان دحکومت ترمنځه د صلحې او تفاهم
امکا ن دعقل نه وتلئ کار دی. په اوسنې حالت کې دصلحې یوا ځینی لاره دامریکا او پاکستانتر منځه د صلحې خبرې اترې دی نه دطا لبا نو اود افغان حکو مت .
بل فرعی بحث چې دهمدې پورتنی موضوع نه رامنځته شوی چې (ایا اسلام د اوسنې سیاسی ستونځو دحل لوښه لری؟ )دا هغه دنه ګریدو ځای دی چې ښاغلی ډاکتر دلاور خان په ښاغلی نقاد ګرولی. بښنه غواړم نقاد صاحب . دا کار باید دلاور خان په خپله کړی وی او لمړی یی باید خپل نظر وړاندی کړی وی بیا یی پوره شرحه د ښاغلی نقاد نه غوښتې وی .
دلته هم دنقاد صاحب سره دتوافق د سرخوځولو نه روسته ،
زه داسې فکر کوم : چې دا بحث په دری عمده نظریوددریو عمده اطرافو له دیده خلاصه کیدی شی یو ددین دلوری ورته کتل ، دوهم دعلم اوساینس ددید پری نظر اچول دریم ددی دواړو ترمنځه د عینی واقعیت او منځنی لاری چې ځینی ورته فلسفه هم وای دلوری ورته کتل.
دهغو چې دینی عقیده ددودیزه رسومواو اصولو بر بنسټ ولاړه ده ، په دی هکله قاطع ځواب لری ،چی دین دبشریت دټولو ستونځو حل دی.ځینی هم شته چې وایی دین د اټم، نه نیولی تر مصنوعی سپوږمی،فضا ته تګ،اوټول هغه علمی اکتشافات اواختراعات چې دانسان دتاریخ په لړګې رامنځته شوی په هکله قاطعه لار ښوونه او مستدلل ه نص لری ،ولی مونږ تری خبر نه یو،خو په قران او احادیثوکې دی ټولو مثایلو ته اشاره شوی ده، ولی څوک یی په تفسیر نشی پوهیدی، په اسلام کې دهر څه دپاره پیش ګویی او پسګویی شوی ده او هر هغه څه چې نن او سبا او تر قیامته واقع کیږی لاد پخوا نه دین پری خبری کړی .
او دبل اړ خه ساینس ،چې دا پورتنی خبری يوه هم نه منی او دا پورتنی عینی واقعیت ورته دپرمختګ دلاری لوی خنډ، او دفقر،جهل،او مرض لوی عامل ښکاری ولی برعکس دد ین په شان دهر څه دپاره ځواب هم نه لری .
زما په نظر د اوسنی نړی دسیاسی ستونځودحل لو ښه په ځانګړی توګه نه دین لری اونه هم ساینس چې سیاست یی جز دی .
ددي واړو فکتورونو ساینس ، او دین ،تر منځه داعتدال پربنسټ ولاړ دريزکې دسیاسی ستونځو دحل، د لوښې ظرفيت دمنلو وړبریښی .
په درناوی
صافی
نقاد
09.06.2006
دروند صافي صاحب سلامونه، په زړه پورې ليکنه مو کړې پر قلم مو برکت شه !
تاسو پر حق ياست چې ليکئ :
[quote:b8ddd45672]زما په نظر د اوسنی نړی سیاسی ستونځودحل لو ښه په ځانګړی توګه نه دین لری اونه هم ساینس چې سیاست یی جز دی .[/quote:b8ddd45672]
دا ځکه چې د سياسي ستونزو حل د سياسي واکمانو په تصميم پورې اړه لري
او تصميم د ګټې او ارادې پورې تړلی وي ، نه دساينس پورې . که تصميم يو اړخيز نه وي او ستاسې خبره [color=white:b8ddd45672] داعتدال په لاره [/color:b8ddd45672] ونيول شي، څو د مخالفو خواو د ګټو ترمنځ يو کمپرو مايز رامنځته کړي ،هغه وخت به بيا نه دين ته او نه هم ساينس ته اړتيا ولري .
له دې نه که تيرشو او داسې فکر وکړو چې د حکومت او طالبانو تر منځ روغه کول زمونږ په ﻻ س وي چې منځګړتوب وکړو نو کومې غوښتنې به له دواړو خواو څخه ولرو ، کوم شرطونه به پرې کيږدو او کوم کوم رول به هرې خواته ورکړو ؟ والسلام
م ن غروال
09.06.2006
ښاغلی نقاد ورور سلامونه ومنئ!
تر هغه حده چې محترم حليمي صاحب مستنداً د اسلامي سياست په هکله ويلي دي هودا ټؤل دي نور څه نشته٠
تاسو دلته درست واياست چې چا ورته نور پدې هکله پلټنې ونکړې ليکل يې ونه کړل کوم داسي اسناد ترې ندې پاتې چې له هغو کتابونه جوړ شي او د اسلامي سياست لپاره ترې کار واخلو او يا زدهکړو ته يې يوه اسلامي سياسي پوهنځې جوړه کړو٠ دا درسته ده٠ او په څنګ کي مو د طالبانو او نورو اسلامي افراطي سياستنو يادونه کړېده چې ټول سياسي رخې دي او همدا ډول ـــــ لمه تاسو چې ويلي دي په اسلام اړه نلري بلکه د اشخصاو ګناه او يا جرم دي٠
خــــــــــــــــو :
اوس مونږه داسي سياسي پوهنځۍ لرو چې که هغه ولولو نو يو اسلامي سياست پوه به راڅخه جوړ وي ځکه چې په ټولو اړوندو علومو چې د ټولنې رهبری لپاره شرط بلل شويدي او يا شرط بلل کيږي هلته د زده کړې لپاره په خدمت کي دي٠
او يوه منل شوې علمي رتبه لري٠ امــــــــــــــــــا :
داسي اوامر او هدايات او نهي عن الجزيات و غير ذالک لکه په نورو مسايلو کي چې اسلامي ارشادات شته البته دلته نسته تر هغه چې کوم او يوڅو نور ورته مثالو سره چې محترم حليمي صاحب وړاندي کړيدي٠
دلته يوه بله خبره رامنځ ته کوؤ! همدا اوس که اسلامي سياست غوره کړو او د اسلام پر سياست او اسلامي اولس واکي مو ډډه ولګوله او دا دلويځوال د فحاش ديموکرتيزم څخه تېر شو آيا ګل و ګلزار به ؤو او که نه؟ طبعيي خبره ده چې تاسو به واياست : هو!
نه يوازې دلته بلکه تل چا چې اسلامي اصول او مقررات او اسلامي سياست پريښي دي هغه تل په مخوکه رانسکور شويدي٠ دلته هر څه چې دي او هر څه چې ؤؤ او هر څه چې وي د مسلمان خطأ او ښويدل دي او بس نه دا چې ګواکي اسلام يې لوښه نلري٠ همدا اوس که څوک غواړي اسلامي سياست وال شي داسي سياسي پوهنځې به لولي چې د امريکا د سياسي چارو مبتکرين او پروفيسوران به ورته ګوته په خوله ونيسي٠
بل يو شئ چې هغه هم ډير مهم راته ښکاري دا دي چې هغه ځانګړيتوب چب چې بله مدرسه يې پرته له اسلامه راکوي څه شئ دي چې اسلام زما اسلامي سياستول ته بسنه نه کوي٠ هله به جوته شي چې دلته اسلام لکه چې لوښه نلري٠
نقاد صاحب زه واقعاً ستاسو دلايل نشم رد کولاي او تاسي چې اوس دا نوؤ ليکنو کي څه ليکلي دي بې له شکه چې د منلو وړ دي امــــــــــــــــــــا :
اسلام دا لوښه نلري او هغه هم په سياست کي ؟ دا که هر څومره کښته پورته کړو يو شی به خامخا ترې لري نشي چې هغه د اسلام دين له سياست څخه جلا کول دي او بس! او دا خپله اسلام ځکه نه مني چې د ټولنې رهبري او زعامت او مسئوليت اسلام لري او مونږه پدې قسمت کي لويه اسلامي پانګه لرو٠
مونږه نور اسلامي علمأ لرو چې هم يې نړۍ ليدلي او يې د نورو مسلکو زدکړې کړي او د اسلام سياست په هکله کومې ليکنې چې د دوئ شته باور وکړئ (بلاتشبيه) معجزې دي٠ دا کتابونه (اسلامي سياسي علوم) د جمال عبدالناصر د شهادت په وخت کي او د الجزائر د استقلال په دوران کي خپلې ښې برياوې تر لاسه کړې چې د ايران اسلامي انقلاب د همدغوکارنامو مثال کيداي شي٠
او له طالبانو سره پخلاينه هم يوازې د اسلامې ارشاداتو او هداياتو په اصل که چا ترسره کړل نو زه ايمان لرم چې نه ماتيدونکې روغه جوړه او ملي يووالۍ رامنځ ته شي٠
په درناوې
ع کريم حليمي
10.06.2006
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
ډېرو دروندو داشمندانو نقاد صاحب ، ښاغلی غروال صيب او منلی مصلح سافي صيب اوپياوړي زرملوال صيب يو وار بيا خپلي سلامونه او نيکې هيلې تقديموم !
هو! [quote:2dd3ffbf43]دا سمه ده چې دا د طالب او مسلمانانو نيمګړتيا ده نه د اسلام، اسلام د دين په توګه هيڅ نيمګړتيا نه لري ، خو دابه راسره تاسو هم ومنئ چې د سيانس غوښتنې له دين څخه به هم پرځای غوښتنې نه وي . څوک چې سياسي واک چلوي بايد پر سياست ، سو سيالوژي ، تاريخ اواسلام پوه وي او يا د اړوندو علومو د اندويانو او مجربو کارپوهانو ټولو يوه حلقه پر خپله شاوخوا ولري ، نه يواځې او يواځې ديني عالمان، که څنګه ؟ [/quote:2dd3ffbf43]
رشتيا ده څوک چې سياسي واک چلوي بايدداسي سلا کاره ولري چه
په تاريخ اوسوسيالوژي ،اقتصاد ، حرب ،مذهبي ٠٠٠٠ پوهی ولري !
سياست پوهه داسي يومکتب دۍ لکه شاعري
هر څوک به د ادبياتو ښونځۍ ته ولاړ سي او په اعلی درجه به ډګري تر لاسه
کړي ٠ خو شاعر کيدای نه شي
خلک به سياست پوهۍ او علوم سياسي ( political science )
ته ولاړ سي په ښه درجه به فارغ فارغ التحصيل شي اما
دانه ده فرض چه سياسمدار شو
سياست پوهنه لکه شاعري د خلکو سره زيږي ، د مغز په پېچ اوتاب کښي
ئې وي يعني په ( DNA ) کښي ئې وي
خلګ به مدرسو ته ولاړ سي او ټول اسلامي علوم زده کړي په ښه درجه به فارغ فارغ التحصيل شي ٠ اما د تقوا زمه ئې مدرسه پر غاړه نه ده
تقوا ورسره زيږي ٠ هو ! يوه اندازه کسبي وابسته سته په هر څه کښي
سياست پوه ، شاعري ، چالاکي ، بيداري ، هوښياري ، عقل ، کاريګري
تقوا يو طبيعي شيان دي
په علم هم ډير باور مکوۍ
هر وخت که پښتانه په دې وپوهېده چه سياسي واک بايد داسي چا ته ورکړي
چه استعداد ئې ولري ٠ بيا به د هلته وپوهيږي چه دغه اسلامي پاليسۍ دي
نن اکثره با استعداده غله سياسي واک لري ٠ نو خود نن اسلامي حکمت او
او سياست رنګ مردار شکاري
نقاد
10.06.2006
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
سياست د ټولنيز شعور اواګاهۍ تر ټولو لوړ شکل دي . [color=white:0d028d1e50].تر ټولو لوړ [/color:0d028d1e50].په دې معنی چې کولی شي د شعور پر ټولو نورو شکلونو اغيز وکړي او له ټولو نورو شکلونو څخه ګټه پورته کړي . له دې کبله د ټولنيز ژوندانه او دولتي چارو د هرې برخې له پاره ځانګړی سياست شته لکه اقتصادي سياست، اجتماعي سياست ، کلتوري سياست، اداري سياست، پوځي سياست، خارجي سياست، تعليمي او تربيوي سياست ،تحقيقي او څيړنيز سياست ، روغتيايي سياست ، امنيتي ــ، عمراني ــ ، بودجوي ــ، پرمختيايي ــ ، صنعتي او زراعتي سياست او په لسګونو داسې نور ې برخې لري .
نو که د يوې برخې کارپوهان لکه مذهبي عالمان يا اقتصاد دانان راپورته شي او ووايي په پر اقتصاد ښه پوهيږو او اقتصاد تر ټلو مهم دی ، مونږ کولی شو سياسي رهبري په غاړه واخلو او د ټولو برخو سياسي مشري وکړو ، يا ديني عالمان راپورته شي چې دين ترټلو مهم دی او مونږ پرې تر ټولو ښه پوهيږو، نو د هيواد د ټولو برخو سياسي مشري دې مونږه وکړو. نوآيا دولت ياافغان ملت به د يوې برخې مسلکي کارپوهانو ته د ټولو برخو مشري او سياسي رهبري وسپاري؟ او که هرې يوې ډلې ته به په خپله خپله څانګه او خپلې برې خې کې کار او صلاحيتونه ورکړي . او سياسي رهبري به هغې ډلې ته وسپاري چې په ټولو برخو کې پوهه ، پوهان او مسلکي کادرونه د لوړپوړو دندو له پاره ولري او د هرې برخې له پاره تر نورو ښه او پياوړي پروګرامونه او پلانونه وړاندې کړي .
هو سر بيره پردې بايد ټولنې ، وطن او ملت ته اخلاصمن ،امانت کاره ، پاک او صادق کسان وي او د ملت دباور رايې هم پريمانه وګټي!.
سياسي رهبري د يوې بيړۍ دکپتان يا د موسيقې د ډلې د دريګېند مثال لري چې د موسيقي د هرې آلې مسلکي غږ د نغمې په کمپوز يا سياسي پلان کې په خپل وخت او د شدت د ټاکلې اندازې سره د نورو آلو دغږونو ره همآهنګ کولې او د هيواد د انکشافي نغمې څپې ترې راويستلی شي او د کپتان په څير د هيواد د سرنوشت بيړۍ له هر ډول زيان او خطر له ګواښ څخه په امن او آمان دهدف ساحل ته رسولې شي .
که دغه وړتيا هر څوک ولري، که هغه طالب وي که انجنير ، که حقوقدان وي که د طب ډاکتر ، معلم يا کوم اديب وي، د رياست جمهوري او پارلماني ټاکنو کې دې دفعالې برخې اخيستنې له ﻻرې خپل هوډ او ارمانونه خلکو ته معرفي کړي، په پارلمان کې دې د يوې يا دوه دورو په ترڅ کې خلکو ته ثابت کړي ، او بيا دې قدرت ته درسيدو له ﻻرې پلي کړي .. والسلام .
ع کريم حليمي
11.06.2006
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
اوس خبره سمه را روانه سوه چه :
د ټولنيز ژوندانه او دولتي چارو د دهرې برخې له پاره ځانګړی سياست شته لکه اقتصادي سياست، اجتماعي سياست ، کلتوري سياست، اداري سياست، پوځي سياست، خارجي سياست، تعليمي او تربيوي سياست ،
تحقيقي او څيړنيز سياست ، روغتيايي سياست ، امنيتي ــ، عمراني ــ ، بودجوي ــ، پرمختيايي ــ ، صنعتي او زراعتي سياست او په لسګونو داسې نور ې برخې .لري .
پر قلم دي برکت سه !
اجتماعي سياست :-هر هغه سياست وال چه په ملي او قومي
(افغاني اجتماعي تاريخي خصوصيات ) پوهه اوباور او طبيعی استعداد ولري !
تعليمي او تربيوي سياست :- هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه
د معارف په وزارت کښي بايد چه ديني ښووني او ساينسي ښووني دواړي
ځای او رياستونه ولري
روغتيايي سياست :- هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان
يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه نسوان شفاخانه جلاوي او دabortion
عمليات ممنوع ٠٠٠ ECT
اقتصادي سياست :- هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان
يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه بانکي سسټم سود ونه لري ٠٠٠٠٠ ECT
صنعتي او زراعتي سياست :- هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه زراعتي تخمونو په جنټک
سسټم کښي به لاس وهنه نه کوي ، او داسي صناعت به په ملک کښي نه
تقويه کوي چه قتل عام په کيږي او د خنځيران فارم به نه چوړيږي ٠٠٠٠٠ ECT
د بودجوې ، پرمختيايي سياست :-هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه د بل ملک سره په تغير د جنس
سود اومعامله وکړي ٠٠٠ ECT
خارجي سياست :- هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه د کفر د وملک ته به د بنديانو تبادل نه کوي
که يوه مسلمان کافر قتل کړي نو جزا به په خپل ملک کښي د شرعي تر قانون
لاندي ورکول کيږي ٠ او داسي نوري ٠٠٠٠٠ ECT
عدلي سياست :-هر هغه سياست وال چه په دې باور ولري چه په افغانستان يا يو اسلامي ملک کښي ضرورده چه جزايي او حقوقي اصول به د فقهي او
حد به چاري کيږي
پوځي سياست :- حربي پوهنتون طلاب بايد ديني زده کړه او هره عسکري فرقه
عَلَم شريف ولري پر بيرق سربېره و غيره وغيره
او نور سياست هم هذالقياس
[color=white:947eec9514]د نمونې او مثال په ډول هم دغه پرته سياست ته اسلامي سياست ويل کيږي [/color:947eec9514]که يو حکومت ازاد تجارت ونه لري ، شخصي ملکيت ونه لري
نو بيا کمونسټي سياست ورته ويل کيږي
که يو ملک ازاد تجارت او شخصي ملکيت ولري ازاد انتخابات ولري
او د هر مذهب ازادي ولري ، او عدليه کښي مذهب ځای ونه لري
نو ليبرال يا ازاد سياست ممکن ورته ويل سي
صافی
12.06.2006
ښاغلو اومحترموورنو!
اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
چې اصلی موضوع ته بیرته راوګرځواو دنقاد صاحب په قول داسې فکر وکرو چې دطالبانو او حکومت تر منځه روغه کول زمونږ په لاس کې وي چې منځګړتوب وکړونو کومې غوښتنې به ددواړو خواوڅخه ولرو؟ کوم شرطونه به پرې کیږدو؟ اوکوم رول به هرې خواته ورکړو؟
که څوک علاقه لری چې دا بحث نور هم پسی وغزوو نو لطفآ څپل نظر دی وړاندی کړی.
زه دا سې فکر کوم :
په لمړی قدم کې پارلمان باید حکومت دې ته وهڅوی چې په هر ه بیه وی پخوانی جنګی ډلی چې اوس ددیمکراسی چغی هم وهی خلع سلاح(البته ناراض ډلی طبعآ ددی جز نه ګڼل کیږی) او دخارجی ځواکونو بدیل یعنې ملی اوردو او پولیسو،د تشکیل پروسه هم چې په هر قیمت وی اجباری اویاغیراجباری ګړندی کړی .
په دوهم قدم کې کوم بهرنی ځواکونه چې دملګروملتو دقطعنامې په اساس په هیواد کې ځای په ځای شوی، دملګرو ملتو دلاری دبیرته ستنیدو نیټه وټاکې. سره ددی چې دلندن په ټړون کې دناټو هیوادو دځواکونوددندې مده په افغانستان کې پینځه کاله اټکل شوی ده ، ولی په دې هکله نه دافغانی او نه دبهرنیو چارواکو له خوا څه ویل کیږی . اوپه هیواد کې د عامو وګړو سره دا احساس دی چې هیواد دبهرنیو له خوا داشغال لاندی دی . اود حکومت سره یی دزړه له کومې همکاری ته یی زړه نه ورځی ، او همدا شان دناټو او دملګرو ملتو دځواکونو او دامریکایی ځواکونو تر منځه د حقوقې تړاو د ابهام په هکله څه نه ویل کیږی . چې باید روښانه شی .
ځکه دبهرنیو ځواکونو موجودیت دیو لورې دحکومت واکمنی او خپلواکی دشعا لاندی راولی او دبل پلوددولت د مخالیفینو وسلوالې مبارزې ته بله بهانه ګرځی.
که دیوې شیبې دپاره دپاسنیو خبرو نه تیر شو ، او داسلامی نړی او په خاصه توګه د عربی نړی دعامه وګړو سیاسی او اقتصادی محرومیتو ته په ځغلنده نظر واچوو، دی ته به مو پام شی چې کوم عوامل او اجتماعی بی عدالتۍچې په لمړی قدم کې په مصر، سودان، یمن، سوریه، مغرب ، فلسطین،اردن ،الجزایر سعودی عربستان او نورو هیوادو کې عام وګړی اسلامی بنسټپا لنې اوافراطیت ته مجبورکړی لاتر اوسه نه تنها دمنځه نه دی تللی بلکی دامریکا تر مشری لاندې دترهګری سره د مبارزه په لړکې نور هم پسی زیات شوی دی . او دغه افراطیت لکه څرنګه چې پخوا زمونږ هیواد ته دعربی ملکونو دمنافقه سیاست په ترڅ کې البته دغرب په ملاتړ سرایت کړی ،دغربی ځواکونو په موجودیت کې به لانور هم پسی ګړندی شی . ځکه عربی فاسقو واکنو دخپل واک داوږدیدو او بقا دپاره خپل مخا لیفین تل په یوه او بله لار جګړو ته په لبنان، فلسطین ، چچنیا، افغانستان، بوسنیا، اونورو سیمو کې دخپلې خاوری نه دباندی تشویق کړی او بی حسابه مالی مرستی یی هم ورسره کړی دی. او دا کار اوس هم ادامه لری .او دغربی نړی دځواکونو موجودیت په افغا نستان کې اسلامی افراطیت ته د په اصطلاح جهاد تر ټولو لویه پلمه ده.
چې بیرته دطالب او دولت څخه غوښتنو ته راشم ، نو دپارلمان اودولت نه به زما نورې غوښتنه دا وی چې داداری فساد، او دناخوالو اوغیر افغانی دودونود استوراد دمخنیوی په هکله جدی هڅه وکړی . دازاداقتصاد په ګړندۍ پروسه دی د څه مدی دپاره کونټرول وضع کړی.تر څو هغه خیرات چې هیواد ته راځی په همغه ګړندیتوب له هیواد بیر ته ونه وځی او یا دڅو کسو غلو په جبونو کې ونه لویږی،
او څه ګټه یی هغو وګړو ته چې ورته تر ټولو زیاد اړ دی هم ورسیږی . او دولت په دی توګه نور وګړی د ځان ،اودټولنی څخه بیګا نه نه کړی.
دبهرنیو موسسو او NGO ګانو فعالیت دی ددملک دقانون اومقرراتو لاندې راولی .او داسې نورې غوښتنې ،چې دعملی کیدو روسته یی د دولت په مقا بل کې وسلوال دریز ته يوه بها نه هم نه پاتې کیږی .
دا ټولی غوښتنې د یوی با کفایت اداری نه کیدی شی که اداره با کفایت نوی نو دهیوا دډیر محروم وګړی به د وطن ددښمن په کتار کې ودروی.او هیواد به هغو تورو تیاروته په شا وتنبوی چې دتیروکلود جنګو خاطرې به مو دیاد ووځی٠
دطالبانو نه فقط یوه غو ښتنه لرم او هغه دا ده چې تاسو څه غواړی؟ چې دسولې او خبرو اترو دلاری یی حل د جګړو او ځانمرګه بر یدونو نه ګران دی .
په درناوی
دنورو ورنو دنظر په تمه
صافی