د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
07.01.2005

ازادنظر

ښاغلې محترم حليمي صاحب!

سلامونه درته نذر کووم ٠

محترم حليمي صاحب زه هم ستاسو څنګ ته اوسېږم او هيله من يم چې يوه ورځ سره ووينو اودزړه خواله سره وکړو٠
محترم حليمي صاحب تاسو فرمايلي :
((پوښتنه مي داده چه ولي پر خپل صداقت پښيمانه ياست
تاسو څه انگيزه٠ باعث سوې ده ٠ او که استهزا، تمسخر(sarcasm) کوۍ ٠ نو بيا سمه خبره ده٠
))

ددې پوښتنې لپاره يوکتاب رنګارنګ خبرې لرم خو لنډ به يې ووايم چې نه ټوکی کووم نه تمسخر ، څه چې راباندی تېرشول ، تېرېږي اوڅه چې می ليدلي اووينم يې نو داورېدو پوډرهم ورسره ګډ شي او ومی پرنجوي ٠

نوربه بيا وليکم

په افغاني مينه اوادب
ستاسوورور ازادنظر


Anonymous
07.01.2005

شادګل خانه دهيڅ چانه کم سلامونه نه درلېږم :lol:
ژوندې اوخوښ اوسې ٠

نپوهېږم چې ولی راته اشنا اشنا ښکاری :?
خېر ، کېدې شي (دکونډې دځوی) پېښې راپه ياد شوي وي :lol:
دا لاندی خبره دی بيخي په ځای ده:
((ازاد نظر صيب ښه دی چې دزرداد په څير نه وي او که نه اوس به تاسې هم دهغه په څېر دلندن په زندان کې شپې او ورځې شميرلی او دپيڅې په باب به مو صرف خوبونه ليدلی. نه مو دي اوريدلي چې: کوږ بارترمنزله نه رسيږي.))

دغه خچن ډېر پښتانه هم زورولي اوس به ورته په ((زر)) پسې (( داد اوفرياد))
هم خوند نه ورکوي اونه به يې څوک ((داد اوفرياد)) واوري خو داهم وايم چې ((شړ کوچې)) وو ځکه اوس په مناسب ځای کی پروت دې ٠ که چېرې داحمدشاه احمدزي غوندی مېرزا کوچې وې نوبې ډنګه بې ډوله ازاد ګرزېدې شو او ((له کېږدۍ به ترسپوږمۍ )) رسېدلې وې ٠ دغه ګډبه خدای هماغسې په بې شرميو کی زېږولی وو ٠ که چېرې خدای ددوستم غوندې ازبک اودفهيم غوندی تاجک زېږولې وای نو د کندهاري کاکو خبره که هغه خروای بيا به هم دډېرو جګر وای ٠

خدای دی زما سپۍ ددغو له مقام اومنزلته وساتي
اوخپلی خبرې دمشواڼي صاحب په دې وينا پای ته رسووم :

چاچې ويستلی دافغان له دروازو نه درز
هغه ويستلی دی له خپلو کوناټو نه ګړز

ستاسوازادنظر


م ن غروال
07.01.2005

ښاغلۍ آزاد نظر ورور سلامونه ومنئ!
هسې ستا په نوم مې سترګې ولګېدې او ومې غوښتل صرفاً ياده مو وکړم ، پدې چې ډيره موده مو په ټول افغان کي تشريف نه درلود٠ د يوې يا دوؤ کلمو په ليکلو مې يوازې همدا مطلب وؤ چې له فرصت يو سلام عرض کړم فقط همدا او بس!
ښاغلۍ شادګل ورور تاسو هم د بنده سلامونه ومنۍ!
لکه څنګه چې مې آزاد نظر ورور ته وليکل ستاسو په بحث کي زما ليکنه صرفاً د آزاد نظر ورور يادول مطلب وؤ، او څه چې مې د نقاد صاحب په هکله ليکلي هسې مې د شوخۍ له مخې ليکلي دي٠ ستاسو بحث کي کمې يا زياتې يوه اندازه نزاکتي قلمي جګړه هم وه چې يوه بل ته مو سره ليکل اما سره لدې بيا هم بحث د دوام په مخ روان وؤ٠
ما ولې ونه غوښتل چې څه پکي وليکم علت يي دا وؤ چې د نقاد صاحب ليکنه نوره ستاسو د بحث لپاره کافي وه او د هغې لپاره داسي قلم چې ځواب يي ترسيم کړۍ وي زما تر سترګو نشو تېر، نو زما ليکنه او نظر ورکول چندانې ځاي شايد چې نه واي نيولاي٠
په هر حال بيا به راتلونکي کي انشأالله تعالی حتماً ګډون وکړم او ستاسو وړانديز او اند درست او صيح ګڼم٠
تاسو ورورڼو ته په درناوې


ازاد نظر صاحب

عبدالمتین
13.11.2009

سلامونه می قبول کړی محترمو کارکونکو او لوستونکو نظر صاحب چی تاویلی چی طالبانو ټوله دونیا کی وشرمولو ولی ؟؟؟ ولی وشرمیدلی یعنی اسلام کټی او اسلام باندی ته شرمیژی طالبانو خو داسی کار اوس حال کی زه نوینم چی څوک ورباندی وشرمیژی زه خپله څو واری طالبانو او اوسنی حکومت سره بند راغلی یم چی طالبانو فه ډیره ښه توګه رانه سوال او جواب کړی اودافغانستان پولیسو سره مخامخ شوی یم چی ۲دانی مبایل رانه غلا کړل او اخیر زما دمرګ هم قصد وه خو خدای ج چی ونکړل نو دخدای کارونه دی نو اوس زه طالبانو نه ښی خاطیری لرم او اوسنی حکومت نه هم داسی خاطری لرم داغه یو وار نه هر یو مسلمان باندی داغه حالت اوس وخطو کی راغلی نو ته باید ونوای چی وشرمیدلم ته مشرمیژه خدای به خیر کوی بیخی به چاته پورته ونکتلی شی چی ولا طالبان اسلام باندی جګړه کوی او شهیدان ورکوی وسلام


باتور
13.11.2009

عبدالمتين خانه وروره ښه راغلې، ستړی مه شې . .

ستا په راتګ به د پښتنو دا ښکلي جونګړه لا نوره هم ښايسته سي .

په درنښت


Ghairat
16.11.2009

د غروال او آزاد نظر وروستۍ ليکنې د ٢٠٠٥ په جنوري کې ثبت شوي او تاسې ورته
اوس د ٢٠٠٩ په پای کابو ٦ کاله وروسته ليکئ، که متين ورور دلته يو څه نوی دی نو باتور خان خو په ټول افغان کې د چا خبره
د پتنګ صيب همهاله غړی او په دې ترتيب يو سابقدار ليکوال دی ، نوباتور صيب بايد درته ليکلي وای چې غروال له ٦ کالو
راهيسې دلته څه نه ليکي او آزاد نظر هم دغسې درواخله!
په درنښت


جواب

عبدالمتین
16.11.2009

سلامونه می قبول کړه ستوری صیب!

بښنه غواړم ریښتیا هم زه نوی یم او دسایټ له نقشی سره نابلده وم کله چی ما هغه توری ولیدل نو ستر ګو باندی می توره تیاره شو او دلیکنی نیټی ته می فیکر شوی نده وسلام :shock:


باتور
16.11.2009

غيرته وروره،

ما ښاغلي عبدالمتين ته صرف ښه راغلاست او ستړی مه شې وليکل . . دا چي په زړه موضوع يې خپل نظر وړاندي کړی، په دې مي غرض ونه کړ ځکه چي له اوس سره هم مطابقت لري . .

ډېر ورونه دلته همدا اوس هم د طالبانو په خوا هماغه پخوانۍ ډبري ور ولي . .

په درنښت


..Ahmadzai
16.11.2009

[quote:8f71f2060a]سلامونه می قبول کړه ستوری صیب! [/quote:8f71f2060a]

عبدالمتین صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره هغه ورور غیرت صاحب وو چې تا ته یې جواب ویلی وو.
دغه دغیرت صاحب د نوم لاندې چې د ستوري کلمه لیکل سوې ، هغه د ده دفعالیت جایزه ده، او څرنګه چې غیرت صاحب ډیر فعال ګډونوال ده نو ډیر ستوري یې ترلاسه کړي، هر سلو لیکنو سره یو ستوری ورکول کیږي البته روښانه او چې سل لیکنې نورې هم وکړي نو بیا بل ستوری هم روښانه سي او همداسې.
نو وروره ته هم فعال اوسه تر څو ښه ډیر ستوري ترلاسه کړې، او چې کوم یو بل نوی غړی راسي بیا به تاته هم ستوری صاحب وایي :lol: .
ورور کله دې چې څه ولیکل اول یې په مخکتنې کې وګوره چې کوم املایي تیروتنې خو به نلري، که وې نه هغه به سمې کړي، وروسته به لیکنه ثبت کړې.
دا ځکه چې املایي تیروتنې دې زښته ډیرې دي.

[quote:8f71f2060a]
--------------------------------------------------------------------------------

د غروال او آزاد نظر وروستۍ ليکنې د ٢٠٠٥ په جنوري کې ثبت شوي او تاسې ورته
اوس د ٢٠٠٩ په پای کابو [color=darkred:8f71f2060a]٦[/color:8f71f2060a] کاله وروسته ليکئ، که متين ورور دلته يو څه نوی
[/quote:8f71f2060a]
غیرت صاحب
سلامونه قبول کړه
وروره کله دې چې کوم دوکان څخه سودا وکړه ، نو د حساب ورکونې په وخت کې ډیر ډیر پام کوه هسې نه چې ورغلط نسې ، او د ۴۰ په ځای ۶۰ ورنکړې.
د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹پورې صرف ۴ کاله کیږي،نو نه پوهیږم تا ته ولې ۶ شپږ ښکاري.
داټوکه مې قبوله کړه.
په درنښت


نو ماته که څوک ستوری صاحب ووای نوډیر به خوشحال شم؟

عبدالمتین
16.11.2009

سلامونه می قبول کړه !

ما مخکی هم درته عرض وکه چی زه سایټ سره بلدیت زیاد نلرم نو کیدایشی ستوری تمی سپوژمی ویلی وی او سپژمی ته لمر خو بیلاخیره بښنه
وسلام


عبدالمتین
16.11.2009

[quote:74f0a54013="Ghairat"]د غروال او آزاد نظر وروستۍ ليکنې د ٢٠٠٥ په جنوري کې ثبت شوي او تاسې ورته
اوس د ٢٠٠٩ په پای کابو ٦ کاله وروسته ليکئ، که متين ورور دلته يو څه نوی دی نو باتور خان خو په ټول افغان کې د چا خبره
د پتنګ صيب همهاله غړی او په دې ترتيب يو سابقدار ليکوال دی ، نوباتور صيب بايد درته ليکلي وای چې غروال له ٦ کالو
راهيسې دلته څه نه ليکي او آزاد نظر هم دغسې درواخله!
په درنښت[/quote:74f0a54013]

سلامونه می قبلوی ؟
نو ولی بی نه لیکی یعنی وفات شوی بوی نو که وفات شوی وی خدای دی ورباندی ورهمیژی اوکنه ژوندی وی باید لیکنی وکی ؟


باتور
16.11.2009

ټولو ته سلامونه !

عبدالمتين خانه وروره، هم دي لومړنۍ او هم دي دا اوسنۍ ليکنه په ما ښه ولګېده، دا چي څوک څه وا او څوک څه کا، په دې پسې سر ډېر مه غړوه، هر څه چي دي زړه غواړي هغه ليکه او را وړاندي کوه يې . .

ښاغلي احمد زي د املايي تېروتنو خبره ياده کړي، که رښتيا سره ووايو نو دلته په ټول افغان کي د يو څو پخوانيو ليکوالو نه پرته د اکثرو ليکوالو )زما په شمول( په ليکنو کي املايي سهوي سته، که هر څوک وغواړي چي يو وار استاد سي او بيا دلته په ليکنه پيل وکړي، نو بيا خو به د ټول افغان په پاڼه کي صرف درۍ څلور استادان له يو بل سره تاو را تاو لري .

د همدې ټول افغان له برکته د ډېرو پښتنو پښتو اوس د پښتو په رنګ سوه !

په درنښت


..Ahmadzai
16.11.2009

[quote:63a9fe7317]سلامونه می قبول کړه !

ما مخکی هم درته عرض وکه چی زه سایټ سره بلدیت زیاد نلرم نو کیدایشی ستوری تمی سپوژمی ویلی وی او سپژمی ته لمر خو بیلاخیره بښنه
وسلام[/quote:63a9fe7317]
عبدالمتین صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره خپه نسې، ما صرف درته توضیح وکړ، او دا به ستا په بلیدو کې لږ څه کومک وکړي، او لږ مې درسره ټوکه وکړه.
نو هیله ده چې خاطر دې دروند سوی نه وي.
ښه راغلاست درته وایو، او هر کله راسې

باتور صاحب
خبرې دې سمې دي
مننه
په درنښت


عبدالمتین
17.11.2009

باتور صاحب ته سلامونه

ډیره مننه ستا له ډډڅخه یو جهان مننه
وسلام


أبوخليل قدوسي
25.11.2009

پتنګه وروره
السلام عليکم
خبري د له مقابل لوري (شادګل) سره زياتي واړولې او کوم شک چي تاسو په نوموړي په لومړۍ ليکنه کي کړی وو خوترپايه چي مونږ دهغه ليکني ولوستلې نو زه فکر کوم چي ټول لوستونکي دا نتېجه ارزيابي کوي چي شادګل که هرڅوک وي خو په محلي اصطلاح يي داسي ګڼلای شو چي غړېدلی دی .
نور خپل قېمتي وخت پداسي خبرو مه ضايع کوه او دادُعا ورته غواړه چي الله تعالی ديي هدايت له مونږ سره په برخه کړي .
دخواشيني ځای خو دادی چي ځيني کسان لا تراوسه هم ددې پوچي ډېموکراسۍ په ماهيت لا ندي پوه شوي او همدغه تش په نامه شعارونو دسراب غوندي دوکه کړي دي نو مونږ به هم دُعا ورته او تاسو يي هم ورته کوﺉ چي الله تعالی يي ذهنونه روښانه کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more