د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان ته دملا عمر او اسما بن لادين خدمتونه؟

Anonymous
17.12.2004

که ملاعمر او بن لادين غوښتل يا يې نه غوښتل خو ددوی دعملونو په نتيجه کې افغانستان دطالبانو د شر څخه په ځانګړې توګه او دمجاهدينو د وژنو او تورتم څخه په عام ډول وژغورل شو. ددوی افراطی نهضت چې دزمانې دغوښتنو په خلاف و پخپله ددوی د ځان وژنې او انهدام سبب وګرځيد. که بن لادين په افغانستان کې نه وی طالبانو او مجاهدينو به د کلونو کلونو له پاره په افغانستان حکومت چلولای . دهغه دموجوديت له برکته زموږ هيواد دنړيوالو د پاملرنې سبب وګرځيد، هيواد دديموکراسۍ خواته لار پيداکړه او دمذهبي افراطيزم ټغر دټوليدو په حال کې دی. داسې نه ده؟ ستاسې نظر په دې باب څه دی؟


Anonymous
19.12.2004

شادګل خانه او ګرانو لوستونكو د پنډو سلامونو څخه ورسته
شادګل خانه زه دي پيژنم چې يو وخت دي په ټول افغان كې په يوه بل نوم ليكني كولي خو ياد لره چې ښاغلي د كتي په بدليدو نه بدليږي.
تاسي خو اوس خوشحاله ياست چې د افغانستان نه د مذهب ټغر ټول شو او د ډيموكراسۍ د كفري نظام تغر په خپريدو دي خو ياد لره چې هغه وخت به د مچ په شان لاسونه مروړي چې دغه د فحاشي څادر ستا په كور خپرو شي او يا په بل عبارت چې ددغه نظام د فحاشي سيلاب د خپل انګړ په منځ كي وه ګوري. او بيا به ډيري ناري ووهي چې ولي مي ددغه سيلاب په مخ كي خنډ شوي بندونه په خپل لاس ورانول خو وخت به درنه تير وي.
همدارنګي يوه بله خبره هم ياده لره چې مذهب د افغانانو يو فطرت ګرځيدلي چې د بدلولو لپاره ئې وحشي روسانو هم كوشش وكړو خو حال ئې ټولي نړۍ وكتلو او اوسني يرغلګر هم په ټنډارو شروع كړي او هغه د عادل وطنمل صيب په قول چې د افغانانو تورو لا زنګ نه دي نيولي او هر ورځ ئې شرنګ د يرغلګرو تر غوږو رسيږي.

ګرانو ليكوالانو زه ستاسي ټولو ليكني ډير په شوق لولم خاص بيا د محترم حليمي صاحب او نقاد صاحب او د خاټول خور او همدارنګي د محترم طالب جان او طالب خان او عادل وطنمل صاحبانو خو ان شاءالله ددينه ورسته به ستاسي ټولو په ليكنو زه خپل نظر څرګندوم خو هيله لرم چې د نظر د اختلاف په وجه سره خفه نه شو.

ستاسي پښتون ورور

صابر ننګرهاري


نقاد
19.12.2004

[quote:4ddf5cdf35]ګرانو ليكوالانو زه ستاسي ټولو ليكني ډير په شوق لولم خاص بيا د محترم حليمي صاحب او نقاد صاحب او د خاټول خور او همدارنګي د محترم طالب جان او طالب خان او عادل وطنمل صاحبانو خو ان شاءالله ددينه ورسته به ستاسي ټولو په ليكنو زه خپل نظر څرګندوم خو هيله لرم چې د نظر د اختلاف په وجه سره خفه نه شو. [/quote:4ddf5cdf35]

[color=white:4ddf5cdf35]ننګرهاری صيب ټول افغا ن ته مو راتګ پخير ! سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه !
خو ښ شو چې د پورتنو ليکونکو ليکنې په شوق سره لولئ ، خوکه پخپله هم څه وليکئ ، دابه هم زمونږ د ليکنويو ښه اجر وي اوستاسې هم ثواب او هم خورما. نور که په ليکنه کې ددرناوي او بيطرفۍ اصول وساتل شي ، نو بيا څوک د خفګا ن دليل او موقع نه لري . بده به نه وي که د اسلام په ښکلي فوروم کې د اسمانونو او فلک تر سرليک ﻻندې د وړاندې شوي بحث يوه نتيجه ګيري وليکئ ، په تيره بيا دا چې بايد د راوړل شوي حديث شريف له مخې دځمکې او اسمان او نورو اسمانو ترمنځ واټن هم له پامه ونه باسئ . والسلام . [/color:4ddf5cdf35]


Anonymous
19.12.2004

صابرخانه ستړی مه شي. راتګ ته دې هرکلی وايم. داچې ما پيژنې ډير خوشاله شوم. په واقعيت کې زه هم ننګرهاری يم. کيدی شي چې د يو کلي نه يو. خو که رښتيا ووايم زه خونه پوهيږم په کوم بل نوم مې ليکني کړی دي. زه خودې هيڅ نه پبژنم. کيدی شي حافظه مې دلاسه ورکړې وي، که ته يې په يادرولي راته ووايه ډير به درنه خوشاله شم. اوس به راشو اصل مطلب ته.
وروره خدای مکړه چې زه به د مذهب دټغر ټوليدل غواړم. که زما ليکنه يوځل بيا ولولي او که پوه نه شوې يو ځل بيا يې ولولې نو پوه به شې چې ما ليکلي (مذهبي افراطيزم) او دا د مذهب سره فرق لري. وروره زموږ هيواد په سلګونو کلونو اسلامي هيواد دی او دمذهب نه انکار خو اصلا مطرح کيدی نه شي. خو بايد پوه شې چې په وروستيو وختونو کې له اسلام نه دسياسي قدرت له پاره ګټه پورته کول او دهغه سياسي کول واقعي اسلام نه دی.
صابر خانه ! که مجاهد صايبانو په کابل کې دخلکو په ناموسونو جنسي تيري وکړل، لوټمارۍ وکړې ، وينې يې وبهولې او وطن ېې په کنډوالو بدل کړل نو ته به راته دستي ووايې شادګله دانو د اسلام سره څه اړه لري؟ اسلام خو نه دي ويلي چې دا کارونه روا دي. نو همدغسي زه هم درته وايم چې کوم کارونه که بهرنيان په افغانستان کې کوي او په بشري حقوقو کې تيری کوي په هيڅ صورت د ديموکراسۍ سره اړه نه لري. ستادليکنې نه داسې ښکاري چې طالبان او القاعده ګوندې اصلي اسلامي حرکتونه دي، ولي داسې نه ده. دوی په واقعيت کې داسلام اصلي دښمنان او بد نامونکي دي.
تاسي ليکی چې (دافغانستان نه داسلام ټغر ټول شو) ايا همداسې ده؟ ز ه خو فکر کوم چې اصلي اسلام به که خدای کول وطن کې ډير ژر خپور او ټينګ شي.


Anonymous
20.12.2004

محترم نقاد صاحب سلامونه مي قبول كړي.
نقاد وروره ستاسي د ښه راغلاست او نظر څرګندوني څخه يوه نړي مننه.
وروره زه في الحال د افغانستان د هرات په ښار كي يم او دلته د څه كار په خاطر د يو څو ورځو لپاره راغلي يم نو ان شاء الله چې واپس خپل ځاي ته ورسيږم نو د اسمانونو او فلك د موضوع نتيجه ګير به وكړم او خپل نظر به پري هم څرګند كړم.خو بايد يادونه وكړم چې د دي موضوع د اسلام د نظر څيړل راته يو څه ګران دي او هغه ځكه چې زه د اسلام په اړوند دومره زيات معلومات نلرم خو بيا هم خپل كوشش به وكړم.

ستاسي پښتون ورور
صابر ننګرهاري


Anonymous
20.12.2004

شادګل خانه
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
وروره ستاسي د ښه راغلاست او نظر څرګندوني څخه مو مننه.
وروره اسلام د انسان د خواهيشاتو تابع نه دي بلكي په هر انسان لازمه ده چې خپل خواهيشات د اسلام تابع كړي نو ډير داسي وګړي دي چې د اسلام څخه خبر نه وي خو د اسلام د راتګ ناري وهي خو هر هغه قانون ته چې دده د خواهيشاتو خلاف وي په كركجن نظر ګوري او بيا ئې پلي كونكي د ځان قوم وطن دين دښمنان ورته ښكاري.
وروره زه له څه وخت څخه د ټول افغان د ليكوالانو د ډيموكراسي پر حقله ليكني لولم خو په يوشي نه پوهيږم چې هغه ډيموكراسي چې تاسي ئې غواړي آيا كولاي شي چې يو ژوندي مثال ئې لوستونكو ته په ګوته كړي يعني هغه ډيموكراسي چې تاسي ئې د يرغلګرو د چتري لاندي د اسلام پلي كونكي بولي كولائي شي چې په ګوته كړي چې په كوم اسلامي هيواد كې دغسي ډيموكراسي وجود لري.
او دا خو د لمر نه هم روښانه ده چې ډيموكراسي او اسلام دوه جدا شيان دي او يو د بل نقيض دي.
نوري خبري به بيا سره كوو انشاء الله

ستاسي پښتون ورور

صابر ننګرهاري



Adil watanmal
20.12.2004

د عزت وړ صابر ننګرهاري له سلامونو څخه ورسته.
ننګرهاري وروره د ټول افغان ويب پاڼي ته درته ښه راغلاست وايم.
وروره چې زما ليكني په شوق لولي نو يوه نړي مننه درڅخه كوم او هيله درڅخه لرم چې هره ليكنه مي د اسلام د اصولو خلاف وي راته صحيح ئې كړي او غلطي راته په ګوته كړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
20.12.2004

قدرمنو او ښاغلو صابر ننګرهاري صاحب ، نقاد صاحب ،شاد ګل صاحب ،عادل صاحب
السلام عليکم !
زه هم په خپل وار سلامونه او احترامات تقدمه وم صابر ننګرهارې صاحب او سفر دي په خير
داسي ورور رامعلومېږې ٠ زما يو ورور دي پر تونده لښته سپور دي پر هر بازار ئې کور دي ٠
يو شاعر په دې پوهيدي چه يو وخت براسي ٠ چه دغه مځګه به ډېر کوچنۍ سي ٠ نو داسي ئې دا الهام په خپلو الفاظو ترجمه کړي وو ٠ خدايه ته لنډ کې دادمځکي تناوو نه ٠ الله دي دغه شاعر غرق رحمت و ګرځوي ٠

وروره ! اسلام وحي دي
..........ازادي الهام دی
او ډېمو کراسي هم الهام دی
دا ټوله د عرش العظيم د مقام مهربانۍ دي ٠ پر انسانانو باندي ٠
هر الهام چه انسان ته وسي ٠ په ټولو انسانانو شريک کيږي ٠ که رحماني وي او که شيطاني
که د صناعت الهام وي که طبي ،او که اخلاقي ٠
خو خبره دا ده چه هرالهام د مايع خاسيت لري ٠ خو بعضي خلګ ئې په جامد ډول کار وي ٠ چه په خپل لوښي کښي
چه ئې واچوي نولوښي په مات کړي ٠ او رنګ د الهام ور بد کړي ٠
هر الهام د ځان سره پنځه ياشپږ اصول لري چه نه تغير کېدونکي دي ٠ نو ټول اصول ئې قابل د تغير وي
او صنعتي الهامونه هم دغسي دي ٠ چه د موټر څلور ټېرو ته به تغير نه ور کوې ٠ نور هرڅه هره ورځ په تغير کښي دي ٠
نو ډيموکراسي يوازي دوه اصله لري چه نه تغير کېدونکي دي ٠ يو ئې يو نفر يوه رايه او د اکثريت رول ٠
نور هر د ډيمکراسۍ اخلاق قابل د تغير دي ٠ د افغانانو د کلتورسره چه څه رنګه چه ئې غواړي
او اسلام هم پنځه اصول لري چه نه تغير کيدونکي دي ٠ افغان بايد خپل فقي ولري ٠ چه د خلګو د دود او معرف
سره تر يوحده موافقه فقه وليکي ٠ دغه سبب دی چه مسلمانان ډير وققي امامان لري چه يوازي څلورو ئې مشهور
او نورو ئې ډېر شهورت نه دي پيدا کړی ٠ اما په خپلو وطنو کي منلي امامان دي ٠
نو ډماکراسي هم ښه ترجمان غواړي ٠ عيب په مسنجر کښي دي ٠ نه په مسج کښي ٠


Re: افغانستان ته دملا عمر او اسما بن لادين خدمتونه؟

pattang
27.12.2004

شاد ګل خانه !
بيا په چل اوول کې ځان لوڅه وي ، وروره ځان دي پټ که ښه ښکاري٠
لوڅ خلک په افغانستان کې ځاي نلري٠
ته پو هيږي چې ته څه ليکې ؟؟؟؟؟؟ کومه ديموکراتي ؟ ؟؟ کلتوري ديموکراتي
او که فاحشه مردار غربي ديمکراتي ؟؟
پتنګ

[quote:2bfc6146b2="شادګل"]که ملاعمر او بن لادين غوښتل يا يې نه غوښتل خو ددوی دعملونو په نتيجه کې افغانستان دطالبانو د شر څخه په ځانګړې توګه او دمجاهدينو د وژنو او تورتم څخه په عام ډول وژغورل شو. ددوی افراطی نهضت چې دزمانې دغوښتنو په خلاف و پخپله ددوی د ځان وژنې او انهدام سبب وګرځيد. که بن لادين په افغانستان کې نه وی طالبانو او مجاهدينو به د کلونو کلونو له پاره په افغانستان حکومت چلولای . دهغه دموجوديت له برکته زموږ هيواد دنړيوالو د پاملرنې سبب وګرځيد، هيواد دديموکراسۍ خواته لار پيداکړه او دمذهبي افراطيزم ټغر دټوليدو په حال کې دی. داسې نه ده؟ ستاسې نظر په دې باب څه دی؟[/quote:2bfc6146b2]


Shadgul ta zawab

Anonymous
28.12.2004

شادګله وروره!
هغه دموکراسی چی ته ېئ غواړی دی ته هم حاظر ېئ چی په خپل ځان او خپل فامېل ېئ عملی کړی؟
اېا په افغانستان کښی د غربی دموکراسۍ پېاده کول امکان لری؟
اېا ته دېته چمتو ېی چی داروپاېانو په شان نخری په خپل هېواد کښی چی د اسلام لپارۀ دومره قربانئ ورکړې ووېنۍ؟


Anonymous
28.12.2004

پتنګه په فکر تنګه وروره سلام
بيادې سر له سمڅې څخه راوويست اوخپل ګوزاردې وکړ. ستا په تياره فکري نړۍ کې هره کلمه لکه ديموکراسي يا په پښتو کې ولس واکي دکفر مانا لري. بايد ووايم ګناه په ديموکراسۍ کې نه ده بلکې ستا په ذهني برداشت کې ده چې ظرفييت يې خورا وړوکی او غير د ا،ب، ت له سپارې څخه ورته نورشيان ډير بيګانه او پردي دي. نور دې نو بايد د افغانستان د کلونو اوږدې تراژيدۍ نه يو څه پايله راويستلې وی هم دې مجاهدين، هم طالبان او هم ددوی داسلام ترنامه لاندې تشې دروغينې نارې پيژندلې وی.
په افغانستان کې د غربيانو موجوديت خو ستاسې دعملونو نتيجه ده . دهغوی ټولې نادودې او مسوليت ستاسې په غاړه دی. ددې ټولو بدمرغيو پوښتنه بايد له تاسې نه وشي. کله چې يې کلونه کلونه د روسانو او کابل خلقي حکومت په ضد وسلې او پيسې درکولي ، دهيواد په سلګونو زرو ملکي کسان مو په راکتونو ، بمونو او ګوليو وژل او هر څه مو بربادول نو هغه وخت مو يوه کلمه هم د امريکا او غربي ديموکراسۍ په ضد له خولې نه وتله، خو اوس يې چې درنه سياسي قدرت واخيست نو بيا هغه دافغانانو او اسلام ضد بولی .
بله داچې ديموکراسي او غرب سره يوه مانا نه ورکوي. تراوسه د ټولنيز- اقتصادي پرمختګ يواځنی غوره شکل ديموکراسي او ديمکوراتيک نظام دی. که ته کوم بل پيژنې نو وړانديز وکړه.
که ته ورته مرداره فاحشه غربي ديموکراسي وايي نو بيا ولي ورکې اوسيږي؟ که په افغانستان کې ستا په نظر اسلام نشته نو بيا کوم عربي هيواد ته لاړشه او که هلته هم خوښ نه يې نو ښه به وي چې د پاکستان يا ايران کوم اسلامي هيواد ته تشريف يووسي. اول يې په ځان تطبيق کړه او بيا له هغې ځايه خپلو تبليغاتو ته دوام ورکړه، کيدی شي اغيزمن وي. نه د جرمني نه.


pattang

pattang
30.12.2004

شادګله سلام !

[quote:c4f272246a]پتنګه په فکر تنګه وروره سلام !
بيادې سر له سمڅې څخه راوويست اوخپل ګوزاردې وکړ[/quote:c4f272246a]

زه په سمڅه نه ومه ننوتلي بلکي څو اونۍ مي ستاستو دامريکا ئي ديموکراسي
په سوړه کې تيرې کړې : هلته په خاصو ځايونو کې انج او منج ، سړپ او بړپ ، لپ او شپ او دري ابعاد ه لوبي رواني وي او ددالرو کمي نه وه٠ زه د لونګي سړی, پښتون او مسلمان ډير نا اميده شوم او ځان مي پاک وساته ٠.
ډيرڅله به مي چې امريکائي ټانکونه وليدل نو ژړا به راتله ٠

[u:c4f272246a]اوس به زه اوته دسيال په ډول خبري کوواو دروغ به نه ليکو [/u:c4f272246a]:

[quote:c4f272246a]ستا په تياره فکري نړۍ کې هره کلمه لکه ديموکراسي يا په پښتو کې ولس واکي دکفر مانا لري. بايد ووايم ګناه په ديموکراسۍ کې نه ده بلکې ستا په ذهني برداشت کې ده چې ظرفييت يې خورا وړوکی او غير د ا،ب، ت له سپارې څخه ورته نورشيان ډير بيګانه او پردي دي.[/quote:c4f272246a]

ګوره دلته دې بيا دروغ ويلې دي ،خلقي او پر چمي چمونه کوي اوناحقه ارزيابي کوي ته ما هيڅ نه پيژني خو نمره راکوي٠ ديموکراسي يعني څه ؟؟ له اسلامي او پښتني ديموکراسي نه بله ښه لاره زمونږ افغان ملت ته نشته ٠ غربي ديموکراسي زمونږ کلتور نده يو متل دي کاغ دبل ژبه زده کوله خپله ورڅخه هيره شوه٠ په پردي کلتور کي زمونږ پښتنې هويت له منځه ځي او کله چې دا را نه ولاړ شي نو بيا شين سوټي بي هويته پاته کيږو ،بهترين مسال ئي دعيني او زهني دفلسفي او دلينين د پيکداري خولۍ او ستالني بريتونو مينان او طرفداران (خلقهاي جهان) وو چې هرڅه ورڅخه لاړل او دسوټي غوندي پاتي شول ٠ داڅکه چې روسان پوهيدل چې
دغو بينا موسانو چې دخپل ورور ،خور، پلار ، يار اورفيق مخبري مونږ ته کوي او خپل کلتور، دين او عنعنات خرڅوي نو مونږ ته به څه وفا داري وکړي ،نوروسانو ئي په کونه کې ورتوپ کړل .شادګله بيائي کوي عبرت دي ندي اخستي ؟؟
شادګله ! پښتون اوسه اومسلمان اوسه توبه وکاږه ځان د پټ کړه نور چرت مه وه٠
تاسو ته خو هلته عا لم فاضل ، مسلمان ا وطن پرسته کومه مانا نلرله او عالم تاسو هغه سړي ته ويلي چې دروسانو پوخ ګوډاګي به وو٠

[quote:c4f272246a]نور دې نو بايد د افغانستان د کلونو اوږدې تراژيدۍ نه يو څه پايله راويستلې وی هم دې مجاهدين، هم طالبان او هم ددوی داسلام ترنامه لاندې تشې دروغينې نارې پيژندلې وی. په افغانستان کې د غربيانو موجوديت خو ستاسې دعملونو نتيجه ده .[/quote:c4f272246a]
زه به لنډ درته وليکم که ته رښتيا وجدان لري نو دروغ مه وايه او حقيقت نشي پټه ولي:
هغه تاسو خلک وی چې په قران به مو له پښو لاندي کاوه او خداي رسول ته به ښکنځلې کولې ، دورو ، خور ، پلار او ملګرې مخبري به مو ک٠ ګ٠ ب ته کوله په لکونو انسانان لکه د اردو منصبداران او قومي مشران او مذ هبي خلک مو له خاورو
ږوندي لاندي کړل ؟؟ ايا تاسو له دوي نه کومه پښتنه کړي وه ؟ ايا تا سو ددي کسانو
محکمه دا ئره کړي وه ؟؟ د تاسو دغه چټله ديموکراسي چيره وه ؟؟ تاسو پرون دکمونيزم او د سفليسي لينين د دکريتو غلا مان وۍ او نن ورځ ددي چټلي غربي ديموکراسي غلامان ياست٠

[quote:c4f272246a] دهغوی ټولې نادودې او مسوليت ستاسې په غاړه دی. ددې ټولو بدمرغيو پوښتنه بايد له تاسې نه وشي. کله چې يې کلونه کلونه د روسانو او کابل خلقي حکومت په ضد وسلې او پيسې درکولي ، دهيواد په سلګونو زرو ملکي کسان مو په راکتونو ، بمونو او ګوليو وژل او هر څه مو بربادول نو هغه وخت مو يوه کلمه هم د امريکا او غربي ديموکراسۍ په ضد له خولې نه وتله، خو اوس يې چې درنه سياسي قدرت واخيست نو بيا هغه دافغانانو او اسلام ضد بولی .[/quote:c4f272246a]

دلته اوس بيا دتغانچي په سر ولاړ ئي اود لينين پيکداره خولۍ د په سر غټ برينتونه دنيولي داسلام په ضد او دپښتني کلتور په ضد پرو پا ګنده کوي .
ستاسو بينا موسيو افغان ملت مجبور کړ چې د خونړلي او فاسد رږيم په ضد را پورته شي دا چې دوي له چانه اصلحه اخلې هغه ددوي او دهر مظلوم ملت منل شوی حق دي .(دملګرو ملتو ماده )
دغو بي ناموسانو پښتني ښځي مجبوره کړي چې له لوږي او جنګ له لاسه خپل هيواد پريدي اودپاکستانيانو او عربو په څنګ کې کينې ٠
ددغو ټولو بيناموسويو اولين علت کمونستان وه٠
ته اوس شادګله دومره حيا هم نلري او دلته په فوروم کي هم دروغ ليکي :
دخلقي رږيم په ضد ئي ولي عمل نو ي کړي ، تاريخ اوس سابته کړه چې خلقي رږيم يو
ګوډاګي ،غير ي انساني، بر خلاف داسلام او افغانيت يو فاسد رږيم ووچې يوازي فاسدو وګړو کار پکښي کاوه ٠

[quote:c4f272246a]يبله داچې ديموکراسي او غرب سره يوه مانا نه ورکوي. تراوسه د ټولنيز- اقتصادي پرمختګ يواځنی غوره شکل ديموکراسي او ديمکوراتيک نظام دی. که ته کوم بل پيژنې نو وړانديز وکړه. [/quote:c4f272246a]
هلکه شادګله ددي خبري د تحليل له پا ره ته کوچني ئي خو زه يوه اشاره درته کوم:
ديموکراسي په مخکي په کتابو کي راغلې ده او دټولنې دورځني ،اجتماعي او حقوقي ضرورت په اساس ښکاره شوي دي خو لکه دفا حشي غوندي هر سر مايه دار ئي دځان لپره اخلي او په خپل طبيعت ئي برابره وي. ٠ ولي اوسنۍ عملي ديموکراسي دغربيانويو انکشافي کلتور ده چې زمونږ په ټولنه کې په دي شکل نه چليږي او زمونږه پښتنې هويت له منځه وړي , او نور اکاديمک بحث ته کوم ضرورت نشته ٠
[quote:c4f272246a]که ته ورته مرداره فاحشه غربي ديموکراسي وايي نو بيا ولي ورکې اوسيږي؟ که په افغانستان کې ستا په نظر اسلام نشته نو بيا کوم عربي هيواد ته لاړشه او که هلته هم خوښ نه يې نو ښه به وي چې د پاکستان يا ايران کوم اسلامي هيواد ته تشريف يووسي. اول يې په ځان تطبيق کړه او بيا له هغې ځايه خپلو تبليغاتو ته دوام ورکړه، کيدی شي اغيزمن وي. نه د جرمني نه٠[/quote:c4f272246a]

زه دلته دمهاجرپه ډول نه يم راغلي، لږ څه کارونه مي بند چې هغه خلاص شي
په کوزه او يا په بره پښتونخوا کې به انشأالله ږوند وکړم٠
شادګله ، ته ملامت نه ئي ته ددي ټولني لمړني مخ ويني ( دليلا غيږ ، دشرابو بوتل
او دصوفي مفتي پيسې ) که دوهمه څيره دي وليده نو خپله بوزه به د هيره وي او
منډي به وهي
پتنګ[/quote]


Anonymous
30.12.2004

پتنګه سلامونه
له بده مرغه ستاسې ليکنه په بشپړه توګه دعلميت، سليم عقل او منطق نه خالي ده. سپکې سپورې په ويب سايت کې ليکل ديو عاقل او باکلتوره انسان خاصيت نه دی. تاسې ډيرې دپښتني کلتور او اسلاميت خبرې کړې خو که ددې کلتوراواسلاميت ژوندی مثال تاسې ياست نوبيا مې ورڅخه توبه. داسې ښکارې چې دليکنې نه دمخه دې حتمي سګرتي وهلی او بيا دې داوتو بوتو په ليکلو پيل کړی دی. کيدی شي له همدې کبله دې په ليکنه کې ډېرې زياتي املايي او ګرامري تيروتنې وجود لري. ماته دې ليکلي چې دروغ وايم خو زموږ دساده خلکو خبره ده چې يوه ګوته بل ته نيسي څلور خپل ځان ته ګرځوی.ما نه دې ويلي چې زه خلقي يا پرچمي يم خو ته مې ورته منسوبوي. ښايې ته دهمغو کليوالي ملايانو شاګرديي چې هر سرتور سری به يې کمونست باله، اوهره نجلۍ به چې ښونځي ته تله نوويل به يې چې بدکاره ورنه جوړيږي.
دمساوات او ديموکراسۍ کلمو ته يې دکفارو او کمونستانو خبرې ويلي.
څوک دې ليدلي چې قران يې ترپښو لاندې کړی؟ اوچا خدای او رسول ته کنځا کړی؟ په افغانستان کې هر وخت جوماتونه موجودوو ، لمونځونه کېدل، روژې نيول کېدې ، زکات ورکول کيده او خلک حج ته تلل. په کوم وخت کې په دې اساساتو بنديز لګيدلي و؟ دادې ټول دروغ نه دې ليکلي؟.
بل دروغ دې دادي چې وايي: ((تاسو پرون دکمونيزم او د سفليسي لينين د دکريتو غلا مان وۍ او نن ورځ ددي چټلي غربي ديموکراسي غلامان ياست٠)) زه خو يو کمونست هم اوس په حکومت کې نه ګورم ، نو ولي دا غربي ديموکراسي کمونستانو ته منسوبوي؟ اوس خوهم ستاسې دجنګ سالارانو او تخريب کارانوقوت په ټول هيواد کې مسلط دی. او ټول غربيان ستاسې اولي او اخرني باداران دي. تاسې بل ځای ليکی((ستاسو بينا موسيو افغان ملت مجبور کړ چې د خونړلي او فاسد رږيم په ضد را پورته شي دا چې دوي له چانه اصلحه اخلې هغه ددوي او دهر مظلوم ملت منل شوی حق دي .(دملګرو ملتو ماده ) . بايد ووايم چې د ملګري ملتونه مه بد ناموه. هغوی نه دي ويلي چې وسله دې داسې تخريب کارو ډلو ته ورکړل شي چې په کليوالي سيمو او ښارونو باندې راکټونه وغورځوی او په سلګونو زره وطنوال په قتل ورسوی.
بل ځای کې مو داسې چتياټ ويلي(( له اسلامي او پښتني ديموکراسي نه بله ښه لاره زمونږ افغان ملت ته نشته ٠ غربي ديموکراسي زمونږ کلتور نده يو متل دي کاغ دبل ژبه زده کوله خپله ورڅخه هيره شوه٠ په پردي کلتور کي زمونږ پښتنې هويت له منځه ځي او کله چې دا را نه ولاړ شي نو بيا شين سوټي بي هويته پاته کيږو)). وروره ستا کلتور ستا وظيفه ده چې ويې ساتي. کلتور او فرهنګ د اقتصادې ودې سره تکامل کوي. خو ستاسې په څير کسان د ترقۍ او تمدن سخت دښمنان دي او دکلتور د ودې په لار کې هم خنډونه ايجادوي. داسې ښکاري چې د کلتور او ديموکراسۍ نه ستاسې درک خورا ضعيف دی. زه نپوهيږم پښتني اواسلامي کلتور ته څه ته وايي چې په دومره غرور دهغه يادونه کوي. که مانا يې داوي چې نجوني د تعليم نه منعه کوی، ښځې کارته نه پريږدی، چرسو سګرټي ورته ووهي او بيا يې د حيواناتو په څير په کوتکونو وهي، خويندې او لورانې په پيسو خرڅوی. لواطت او بچه بازي په دنيا کې په دې کچه نشته لکه په افغانستان کې. لاړشه او وګوره چې هريو قوماندان دې څو هلکان لري او دهغوی نه څنګه جنسي ناوړه ګټه پورته کوي. او هيڅ ملا او مجاهد دهغه په مخالفت غږ پورته نه کړ. ددنيا په هيڅ کوم هيوادکې معمول نه ده چې
١٠- ١٥کلن هلک ته ګينګړي په پښو کې واچوي او په ميدان کې يې دجلۍ په څيرګډوي او د ښځو په څير يې ارايش کړی وي.دايوازې په افغانستان کې رواج لري چې ډير دشرم او خجالت ځای دي. همدا ډول کلتوردې خوښيږي؟ زموږ کلتور خو ډيرزيات له جهالت نه ډک دی او تصفيې ته اړتيا لري، خو ستا په څير کسان ېې هميشه په مخ کې ولاړدي. همداستا په څير او ستا نور هم نظره خلک ددې ټول وروسته پاتي توب اصلي عاملين نه دي؟. خدای ته دعا او زارۍ کوو چې بيا مو د قدرت په ګدۍ کينه نه وي. ترڅو دغه هيواد هم لکه دنورو هيوادونو په څير دتمدن په لور په مخ لاړشي او وګړي يې دارام او هوسا ژوند څښتنان شي.


Anonymous
30.12.2004

پتنګه سلامونه
له بده مرغه ستاسې ليکنه په بشپړه توګه دعلميت، سليم عقل او منطق نه خالي ده. سپکې سپورې په ويب سايت کې ليکل ديو عاقل او باکلتوره انسان خاصيت نه دی. تاسې ډيرې دپښتني کلتور او اسلاميت خبرې کړې خو که ددې کلتوراواسلاميت ژوندی مثال تاسې ياست نوبيا مې ورڅخه توبه. داسې ښکارې چې دليکنې نه دمخه دې حتمي سګرتي وهلی او بيا دې داوتو بوتو په ليکلو پيل کړی دی. کيدی شي له همدې کبله دې په ليکنه کې ډېرې زياتي املايي او ګرامري تيروتنې وجود لري. ماته دې ليکلي چې دروغ وايم خو زموږ دساده خلکو خبره ده چې يوه ګوته بل ته نيسي څلور خپل ځان ته ګرځوی.ما نه دې ويلي چې زه خلقي يا پرچمي يم خو ته مې ورته منسوبوي. ښايې ته دهمغو کليوالي ملايانو شاګرديي چې هر سرتور سری به يې کمونست باله، اوهره نجلۍ به چې ښونځي ته تله نوويل به يې چې بدکاره ورنه جوړيږي.
دمساوات او ديموکراسۍ کلمو ته يې دکفارو او کمونستانو خبرې ويلي.
څوک دې ليدلي چې قران يې ترپښو لاندې کړی؟ اوچا خدای او رسول ته کنځا کړی؟ په افغانستان کې هر وخت جوماتونه موجودوو ، لمونځونه کېدل، روژې نيول کېدې ، زکات ورکول کيده او خلک حج ته تلل. په کوم وخت کې په دې اساساتو بنديز لګيدلي و؟ دادې ټول دروغ نه دې ليکلي؟.
بل دروغ دې دادي چې وايي: ((تاسو پرون دکمونيزم او د سفليسي لينين د دکريتو غلا مان وۍ او نن ورځ ددي چټلي غربي ديموکراسي غلامان ياست٠)) زه خو يو کمونست هم اوس په حکومت کې نه ګورم ، نو ولي دا غربي ديموکراسي کمونستانو ته منسوبوي؟ اوس خوهم ستاسې دجنګ سالارانو او تخريب کارانوقوت په ټول هيواد کې مسلط دی. او ټول غربيان ستاسې اولي او اخرني باداران دي. تاسې بل ځای ليکی((ستاسو بينا موسيو افغان ملت مجبور کړ چې د خونړلي او فاسد رږيم په ضد را پورته شي دا چې دوي له چانه اصلحه اخلې هغه ددوي او دهر مظلوم ملت منل شوی حق دي .(دملګرو ملتو ماده ) . بايد ووايم چې د ملګري ملتونه مه بد ناموه. هغوی نه دي ويلي چې وسله دې داسې تخريب کارو ډلو ته ورکړل شي چې په کليوالي سيمو او ښارونو باندې راکټونه وغورځوی او په سلګونو زره وطنوال په قتل ورسوی.
بل ځای کې مو داسې چتياټ ويلي(( له اسلامي او پښتني ديموکراسي نه بله ښه لاره زمونږ افغان ملت ته نشته ٠ غربي ديموکراسي زمونږ کلتور نده يو متل دي کاغ دبل ژبه زده کوله خپله ورڅخه هيره شوه٠ په پردي کلتور کي زمونږ پښتنې هويت له منځه ځي او کله چې دا را نه ولاړ شي نو بيا شين سوټي بي هويته پاته کيږو)). وروره ستا کلتور ستا وظيفه ده چې ويې ساتي. کلتور او فرهنګ د اقتصادې ودې سره تکامل کوي. خو ستاسې په څير کسان د ترقۍ او تمدن سخت دښمنان دي او دکلتور د ودې په لار کې هم خنډونه ايجادوي. داسې ښکاري چې د کلتور او ديموکراسۍ نه ستاسې درک خورا ضعيف دی. زه نپوهيږم پښتني اواسلامي کلتور ته څه ته وايي چې په دومره غرور دهغه يادونه کوي. که مانا يې داوي چې نجوني د تعليم نه منعه کوی، ښځې کارته نه پريږدی، چرسو سګرټي ورته ووهي او بيا يې د حيواناتو په څير په کوتکونو وهي، خويندې او لورانې په پيسو خرڅوی. لواطت او بچه بازي په دنيا کې په دې کچه نشته لکه په افغانستان کې. لاړشه او وګوره چې هريو قوماندان دې څو هلکان لري او دهغوی نه څنګه جنسي ناوړه ګټه پورته کوي. او هيڅ ملا او مجاهد دهغه په مخالفت غږ پورته نه کړ. ددنيا په هيڅ کوم هيوادکې معمول نه ده چې
١٠- ١٥کلن هلک ته ګينګړي په پښو کې واچوي او په ميدان کې يې دجلۍ په څيرګډوي او د ښځو په څير يې ارايش کړی وي.دايوازې په افغانستان کې رواج لري چې ډير دشرم او خجالت ځای دي. همدا ډول کلتوردې خوښيږي؟ زموږ کلتور خو ډيرزيات له جهالت نه ډک دی او تصفيې ته اړتيا لري، خو ستا په څير کسان ېې هميشه په مخ کې ولاړدي. همداستا په څير او ستا نور هم نظره خلک ددې ټول وروسته پاتي توب اصلي عاملين نه دي؟. خدای ته دعا او زارۍ کوو چې بيا مو د قدرت په ګدۍ کينه نه وي. ترڅو دغه هيواد هم لکه دنورو هيوادونو په څير دتمدن په لور په مخ لاړشي او وګړي يې دارام او هوسا ژوند څښتنان شي.


Anonymous
30.12.2004

ګرانوافغانانواوپه تېره شادګل خان اوپتنګ جان ته سلامونه !

زه همدا اوس له پاکيستانه اوافغانستان څخه راستون شوې يم اودسرپه سترګو می هرڅه ليدلي ٠ داسی راته ښکاري چې ډېروخت لرۍ چې په بې ځايو خبرو يې مصرف کړۍ ٠ زه يې درته خلاصه کووم : تاسويوځل ولاړشۍ اودافغانانو څخه پوښتنه وکړۍ چې هغوی څه ځواب درکوي !

ماخوچې له چا پوښتنه کړې نو له کمونستانو نيولی ترمجاهدينو اوطالبانو په ټولو لعنت وايي٠ عيان ته څه بيان هرڅه دثبوتونو سره موجوددي اوچې ورځ يې راشي بې له شکه به يې پوښتنه کيږي ٠

دافسوس خبره داده چې پښتانه وچ غرور لري اويواځی صفتونه اوخيالي شيان خوښوي اوکه څوک دفايدې لاره هم وروښۍ بده پرې لګيږي ځکه خو هزار خېل دي ٠ ددوی په پښتون نوم زړه ډک نه شو ځکه په ابدالو اوغلجو ووېشل شول بيايې په دغه هم ګوزاره ونه شوه او په سدوزو ، بارکزو او محمد زوسره بېل شول او اوس نام خدا په سوونو خېلونه لري ٠ ميرويس اواحمدشاه په ريښتيا کوښښ چې پښتانه سره متحد کړي مګر تاريخ ولولۍ چې خپلو پښتنو ددوی سره څه کړي ؟

وګورۍ دسترشخصيت احمدشاه ابدالي اولاد ته چې يووروردبل وروردښمن وو!
دبېلګې توګه احمدشاه ابدالي خپل جانشين هغه ځوی وټاکه چې د هرات په سبزه وار کی زېږېدلی وو اونه يواځې په خپله پښتو ژبه نه پوهېده بلکه دپښتنو اصلي دوښمن هم وو٠ ددغه تش په نامه پښتون پاچا نوم وو تيمورشاه ٠ دغه خودغره زه له کندهارڅخه پايتخت ددې لپاره کابل ته نقل کړ چې دپښتنو درسوخ مخه ونيسي ٠ هغه ستر قاضي اوددولتي خزانې کل اختياره تاجکان وټاکل اونظامي واګی يې د قزلباشو په لاس ورکړې او په دې توګه د پښتون کلتور اوژبې رسما" مخنيوې وشو٠ اوس نوووايه چې قصورد چادې ؟

زه نپوهېږم چې پتنګ صېب دکوم کلتورنه دومره اغېزمن شوې چې حقايق هم نه ويني ؟ دپښتنو د کلتورکومی مثبتی نتيجې ښوولای شې؟ زه خو دغېر انساني ، افراطي اوشرمناکورواجونواوږد لست دثبوت سره وړاندې کولای شم!

اوشادګل صېب ولی په هغه چا ننګ اوغوسه کوي چې هيڅ يې نه پېژاندل ؟ خلقيا نو اوپرچميانو که وطن ، دين اوخپل خلک پېژاندلای نو ولی به يې ضمينه دې ته برابروله چې روسان په افغانستان يرغل وکړي ، پنځه ميليونه افغانان دخپل کوراوکلي څخه په تېښته مجبور کړي اود ( نه سړي ) زوی ته د اقتدار-پيسو او اسلحو زرينه موقع په لاس ورکړي ؟
خلقيانواوپرچميانونژادي توپيروزېږاوه اويوبل يې سره هم وخوړل ٠ ترټولودشرم خبره داده چې دوی هم په هغولاروهری خواته وتښتېدل اوپه هغو چنواوکوڅو کی په
خړو سترګوپرېوتل چې دوی ورته داشرارواوضدانقلاب څلي ويل اوځينو يې دهغه امپرياليزم په لمن کی ځان واچاوه چې شپه اوورځ به يې ورته مرده باد ويلې٠
يودکمونيستۍ طرفداري کوي ، بل دمجاهدينو اوبل د طالبانواوحقيقت دادې چې کمونستانو ونشو کړای چې کمونيستي نظام ټينګ کړي اومجاهدينواسلامي نظام جوړنه شو کړای اوطالبانو خو په ټوله نړۍ کی وشرمولو اخر د حل لاره څه ده ؟

ازادنظر


pattang
30.12.2004

ازاد نظر ه سلام عليکم !
وروه په راتلو دي ډير خوښاله شوم ،ما فکرکاوه چې مرور شوي به ئې او احوال دي ورک ؤ٠ داچې افغانستان ته هم تلي ئي نو ستا په ځاي زه ډيرخوشاله شوم ٠

[quote:ba66ceaaf6]زه نپوهېږم چې پتنګ صېب دکوم کلتورنه دومره اغېزمن شوې چې حقايق هم نه ويني ؟ دپښتنو د کلتورکومی مثبتی نتيجې ښوولای شې؟ زه خو دغېر انساني ، افراطي اوشرمناکورواجونواوږد لست دثبوت سره وړاندې کولای شم![/quote:ba66ceaaf6]

اقتصادي پر مخ تګ په کلتور کې بدلون را ولي او دايوه ښکاره خبره ده٠
کلتور خو ډير اړخونه لرې خو مهم ئې :مادي کلتور، معنوي کلتور اواخلاقي
کلتور ونه دي ٠ زه او مطلق لويه برخه دا فغانانو د معنوي او اخلاقي کلتورونو بدلون
نه غواړو٠ ځکه چې هغه زمونږ د ږوند اساس او زمونږ د بشري کرامت يوه لويه برخه دي٠ په غربي ديمو کراسي کې يوازي قانون دي او اخلاق کوم رول نلري او نه کوم
يوه ګډه ټولنيز ه پيژند نه لري ، اخلاق يو انفراد ي نه جمعه کونکي عادات
( manifoldness, diversity) دي ٠
اوس ستا ځواب وايم :
وروه هغه پښتو او پښتونوالې دې اما نه په داسې ډول کوم
چې د بي سيوادو ، ظالمو او جاهلو پښتنو له خوا په کلنو کلنو استعمال شوي دي او انساني حقوق ، خصوصا دښځود طبقی ډير حقوق تر پښو لاند ي کيږي او شوي دي٠
مونږ پښتانه پو هي او علم ته ضرورت لرو او خپل کلتوربايد له ځيني ناوړو شيانو څخه خلاص کړو،د دي دوا زمونږ علم او پوهه دي ، نه پردۍ ديموکراسي٠
پتنګ


Anonymous
30.12.2004

ازادنظر صيب سلامونه او په خير راغلی
ما په هيڅ وجه دکمونستانو څخه دفاع نه ده کړې زما له کمونستانو بد راتلل خو د مجاهدينو څخه مې زياته کرکه لرکه. صرف نسبي تمايل مې په پرتله کې له مجاهدينو نه حزبيانو ته يو څه ښه و.داچې ولي يوه بيله موضوع ده او بيل اوږد بحث دی. دمجاهدينو ظلمونه اود بې ګناه خلکو وژنې مې په خپلو سترګو ليدلي چې په رايادولو يې له وحشته لړزيږم. زه په هيڅ وجه دخلق دګوند نه دفاع نه کوم او هغوی زيات زورولی هم يم. دډيرلږ وخت له پاره دګوند غړی وم( هغه هم مجبوروم)، خو بيا وشړل شوم، که زما ليکنه يوځل بيا ولولي پوه به شي چې ما يوازې دمدنيت اوبشريت نه دفاع کړې خو که په دې باندې راباندې څوک هر نوم ږدي زه يې کومه پروا نه لرم. پتنګ همداسي ونومولم او ما کومه پروا ونه کړه. دمجاهدينو هررګ او سلول پيژنم او هم دخلقيانو او پرچميانو څخه ډيره په تفصيل پيژندګلوي لرم. تاسې به اوس دخلکو د نظر نه خبرشوي ياست خو زه له ډيرې پخوانۍ زمانې دغسي مالومات لرم او ستاسې دنظر سره موافق يم چې خلک ددې ټولو ډلو نه کرکه لري.


Anonymous
31.12.2004

زۀ د ازاد نظر نظرېات تائېدوم٠
واقعېت وېل ګران خو ضروری خبره ده دازاد نظر صاحب څخه مننه او پتنګ ورور چی ډېری سپکی او بدی ېئ خپلو هېوادوالو پسی لېکلی په انسانی چوکاټ کښی نه برابرېږی٠
د ازاد نظر صاحب له خبرو څخه عبرت واخلی او خپل وخت بېهوده مه تېروی٠ په ظمن کښۍ زمږ زړه له دی پاڼۍ څخه مه توروی٠پتنګه وروره که بازاری خبرو سره اودنورو خلکو دتوحېن کولو سره عادت ېئ نو چی په خېر لری ېا بری پښتونخوا ته ﻻړی نوبيا ځان پشان خلک به پيژنی نو هغو سره ځان په چټېاتو بوخت کړه٠ که خدای کول کومه ورځ به دی څوک زامی درماتی کړی٠


pattang
31.12.2004

دپښتون او مسلمان اول سلام وي او بيا کلام،
مخلص صيب سلام عليکم !

وروره زما او شادګل له منځه خبره خلا صه ده ما خپل اوسني او تير شوي حقيقت ورته وليکه ، البته هغه کلمات چې ما استعمال کړي دي لږ څه له نورمه وتلي دي اما حقيقت دي٠ د شادګل له وروستی ليکنې څخه مالوميږي که زه اوشادګل په تر خه چي يو ځاي سره کښينو نو امکان لري يو ګډ مخرج ته راشو اوکه راهم نشو هغه دخپل نظرحق دپښتنوالې په قانون لري اويو ازاد انسان دي ٠

[quote:35295cdd97][size=18:35295cdd97]او پتنګ ورور چی ډېری سپکی او بدی ېئ خپلو هېوادوالو پسی لېکلی په انسانی چوکاټ کښی نه برابرېږی[/size:35295cdd97] ٠[/quote:35295cdd97]

مقصد دي کوم هيواد وال دي ؟؟
- مقصد د خلقيان او پر چميان دي چې ما ورپسي ليکلې دي ؟؟
- مقصد د هغه خلک دي چې ٥٠ زره انسانان ئې په کابل کې ووږل او
دخلکو په ناموس ئې ډير تعروضونه وکړل ؟؟
- او که مقصد د داوسنۍ ديموکراتي طرفداران دي چې په بګرام او کابل کې دخارجيانو دنفسي غوښتنو سرويس (service)د دالرو په مقابل کې کوي٠؟؟
وروه تاته دي خير وي له کومي خوا پري راو دانګيدي ؟؟
له يوي خوا خواګه راکوي او له بلي خوا تازينه ٠

[size=18:35295cdd97][quote:35295cdd97]په ظمن کښۍ زمږ زړه له دی پاڼۍ څخه مه توروی[/quote:35295cdd97].[/size:35295cdd97]
په مبارزه کې د زړه بايد تور نشي او ضرور هم ندي چې دهرچامضمون ولولي

[quote:35295cdd97][size=18:35295cdd97]پتنګه وروره که بازاری خبرو سره اودنورو خلکو دتوحېن کولو سره عادت ېئ نو چی په خېر لری ېا بری پښتونخوا ته ﻻړی نوبيا ځان پشان خلک به پيژنی نو هغو سره ځان په چټېاتو بوخت کړه٠ که خدای کول کومه ورځ به دی څوک زامی درماتی کړي[/size:35295cdd97][/quote:35295cdd97].

وروره ماهيڅوک تحقير کړي ندي او حقيقت مو ويلی دي که په حقيقت دچا زړه بديږي کار ئي خپل دی٠ پاتي شوي بازاري خبري ، پښتانه او زه خپل خاص ادبيات
او کلتور لرو او ځني وخت دزړه زنګ باسو مونږ کلتوردبازارله خلکوڅخه نه زدکوو٠
يوه ورځ زه په ډوډۍ دخپلوانو کره ناست ووم , يو سړي بلې ښځي ته په فاړسي ويلې : ( اغا جان در خانه ئې عمه ام نه امد ، اين بيچاره بسيار نان خو بي برايش پخته کرده بود ) ،نو زما دخوښيني څلور کلن زوي داسې ناڅاپه ځواب ورکوي :
(څه ډوډۍ وه ، زه هلته وم ، خوټې ډوډۍ ئي ورته پخه کړي وه ).
ددي کوچني هلک دسپينې پښتو غټې خبري زما ژوند ته اوبه ورکړي اوپوهي
ئي کړم چې دپښتنو کلتورپه کليو او غرو کې دي او په هر ډول چې وي بايد وساتل شي٠

يوه خبره بله هم درته ليکم :
زما دزامو احترام او درناوي ټول لر او بر پښتانه کوي
کوي او زما زامي ئي هميشه ساتلي دي , خو که ئې رامتولې ئي هغه به د غربي ديموکراسي په اخلا قو ې ککړ شوي پښتانه وي٠
پتنګ


Anonymous
31.12.2004

ښاغلوپتنګ صاحب اومخلص صاحبانو ته غبرګوني سلامونه !
ډېره مننه پتنګ صاحب ستاسو له پېرزوينې څخه ٠
ګرانه پتنګ صاحبه کاشکی افغانان دومره په هرڅه کره اوپوره وای چې نه يې غربي پناه ته ضرورت وای اونه مالي اونظامي مرستو ته ٠ اود ١٩٩٢
څخه تر ٢٠٠١ کاله پورې خو په افغانستان کی يو غربي نظامي هم نه وو نو دمذهب ، کلتور ، اقتصاد ، تعليم ، نظم ، اخلاقو ، عدالت اووطن مو څه حال وو؟

تاسوليکلي:

(( زه او مطلق لويه برخه دا فغانانو د معنوي او اخلاقي کلتورونو بدلون
نه غواړو٠ ))

زه چې ورته ګورم معنويت اواخلاق راته دماديت ( اقتصاد) بچي ښکاري٠
په هر کچ چې مادي ژوند وي په هماغه پيمانه ورسره اخلاق او معنويت وي اولکه څنګه تاسو واياست چې ((اقتصادي پر مخ تګ په کلتور کې بدلون را ولي او دايوه ښکاره خبره ده٠ )) نو ګومان کووم چې اختلاف به راسره ونه کړۍ٠
ستاسو پخپلو خبروکی پوښتنې پيدا کيږي نو که ستاسو نظر داوي: (( زه او مطلق لويه برخه دا فغانانو د معنوي او اخلاقي کلتورونو بدلون
نه غواړو٠ )) نو پتنګ صېب هغه غېر انساني ، غېر مذهبي ، افراطي اوله جهالته ډک عنعنات چې دپښتنو معنوي ، اخلاقي ، مادي او ټولنز ژوند يې ګډوډ کړې ، څنګه به لمنځه ځي او پښتانه به تری ژغورل کيږي ؟

ماته به ددې پوښتنې په ځواب کی غربي ديموکراسي نه رامخکی کوې ځکه چې پدې هکله ماپوښتنه نه ده کړې ٠ ماته ديوپوه اوعالم پښتون په توګه ووايه چې تغيرات نه قبلوې نو د پښتون ترقي په څه کی وينې ؟

ماته خو اخلاق يوازی په ښځو پوری او چاته په ټيټ اوپاس کېدو کی نه ښکاري (او که په ډاګه ووايم نو ټولی افغاني ښځې ديوڅو بداخلاقواوفاحشوپه ګناه له خپلوانساني حقوقو نشو محرومولای )، بلکه دصحيح اوغلط ترمنځ توپير دې٠ مشروع اوفايده مند کارونه کول ترټولو لوړ اخلاق دي ، ليک لوست زده کول تر ټولو لوړ اخلاق دي ، دصلحې لپاره کارکوول ترټولو لوړ اخلاق دي ، دمخدره زهرجنو موادو دتوليداو قاچاق مخه نيول هم اخلاق دي اوزه دغه ټول اخلاقي نورمونه اوارزښتونه په نراوښځه پوری يورنګ تړم ٠

تاسولطف وکړۍ دغه پورته په پښتنه ټولنه کی ارزيابي کړۍ اوپخپله يې معيار وټاکۍ چېد صفرڅخه تر ٩ پورې په کومه سطحه کی راتلای شي !

په درنښت

ازادنظر


م ن غروال
01.01.2005

راته ډير ګران ورور آزاد نظر د ورور سلامونه او نېکې هيلې ومنه!
تر ټولو لومړۍ اجازه راکړه چې ــ ته ــ درته خطاب کړم او هيله کوم ماته هم ــ ته ــ خطاب وکړي٠ را به شو بحث ته!
د پتنګ او شادګل عجب ګرم مجلس دي او زه سره د دې چې په بلا که د کور سودا راوړلوخت هم ولرم اما بيا هم ددوئ مجلس ډير په مينه تعقيبوم٠ مجلس يي چې هر ډول وي خو دوئ دواړه عجب ښايسته د يوه بل په نزاکت او ګېلو داسي سره پوهيږي چې زه ترې واقعاً خوند اخلم٠ يو ذل خو نقاد ورور هم سر ورښکاره کړ خو د خداي فضل وؤ چې صيح سلامت ترې راووت٠ اوس دې خداي د تا پردې کوي چې تا ته به دوي څه ځواب لري او که نه؟ ته هم آزاد نظره وروره داسي زر دې په يو څو جملو کي کوښښ کړۍ دي چې قناعت ورکړي بابا دلته داسي پټې خزانې پرتې دي چې د تا قلم به ، څه ووايم که کار وکړي بس صرفاً لوله ته ګوره چې بالاخره څوک به کوم يوه ته قناعت ورکوي٠
ښه د دوې به نه مزاحم کيږم خداي دې د دغو وروڼو نور قلم تند لري او دواړه دې موفقه اووسي اما رابه شم د تا سفر ته که د سترګو ليدلي حالات لږ بيان کړي او سياسي وضع د عوامو خلو د نقطې له نظره او د اقتصادي تحولاتو او داسي نور٠ خير ښه شو چې مع الخير بيرته راستون شوۍ يي او دا هر څه دي٠ نور نو مونږه تا ته خامخا اړتيا شته چې بحثو کي مو يوازې پريږندي٠
زه په نهايت عذر له دواړو وروڼو څخه هريوښاغلۍ پتنګ اوښاغلۍ شادګل څخه هيلمن يم چې ما به پخپل بحث کي نه شريک کوي او بخښنه به راته پدې کوي چې که ما د دوئ په وړاندې خداي مکړه کومه ګستاخ مزاجه کلمه کارولي وي٠
په درناوې


Anonymous
02.01.2005

ښاغلی غروال صاحب!

دمينې ، قدر اوتشريفاتي مراسمو سره په دقت ، تيارسۍ اودبوټونودپوندوپه کړچ تعظيم ومنه !

خوکه له رسمياتوڅخه يې په شخصياتوواړوو نودمرکوپه غټ ټغر هم پله تۍ وهلی شو اودعلايش په بې باکه مخامختيادخدای راستۍ اورورولۍ ميدانونه ګز کولای شو٠

ترکومه ځايه چې د (ته) او( تاسو) دضمايروخبره ده نوزه دواړه يورنګ خوښووم ٠
چې لوی خدای ته په (ته) ويلومجبوريو نوزه دکوم هاتي دغوږماشې يم چې په بنګېدو به راته فيل دخپل غوږ پوڅکۍ ببوزې کړي ؟ صرف په همدې اصل يې د خطاب لوړ دودګڼم اوددوه صميمي ملګروترمنځ دخبرو ترټولوغوره طريقه٠

((اوس دې خداي د تا پردې کوي چې تا ته به دوي څه ځواب لري او که نه؟ ))

غروال صاحب فکر کووم چې پتنګ صاحب به زما په وړاندی هيڅکله غېرمعقول الفاظ استعمال نه کړي ځکه چې زه يې پېژنم اوکه احيانا" داکارهم وکړي خوښه يې خپله ده ٠ په عمومي توګه ويلای شم چې زه هم اوبوته ګورم اوبيا موزې باسم ٠
غروال صاحب تاسو ليکلي :
((بابا دلته داسي پټې خزانې پرتې دي چې د تا قلم به ، څه ووايم که کار وکړي بس صرفاً لوله ته ګوره چې بالاخره څوک به کوم يوه ته قناعت ورکوي٠ ))

دزرواولعلونو خزانې دی خدای دومره ډېرې کړي چې خواراوغريب پښتانه يې پيدا کړي اوپری شتمن شي خو که خزانې دوخت دافتونو سره په ايرو بدل شوي وي نو پرته له دې چې ډېران ته وغورځول شي بل هيڅ ارزښت نه لري ٠

څوځله تاسوحضاروته ووايم چې نه ليکوال يم ، نه ملا يم ، نه عالم يم او نه سياسي سړې يم ؟

اوداهم درته ووايم چې که په کوم لوري کی وای نو بې له شکه دډېرو پيسو څښتن به وای اوکه نورهيڅ نه وای نودزرداد غوندی درسېدوسره سم به می د (پيڅې) يا (پيزا) رستوران جوړ کړی وای ٠ داهم زمونږ دخوارو په نصيب کی تش خوب دې ٠
هوليکنې اوبحثونه ډېر کوم ځکه چې فيس نه غواړي اوکه داهم په پيسو شوه نو دابه هم راڅخه پاتي وي ٠
غروال صاحب په دې خوبه اتفاق راسره وکړی چې ددې سيارې پرمخ يواځيني بې اتفاقه خلک پښتانه دي ځکه خوترزروزيات خيلونه لري اوداځکه راپيداشوي چې يوپښتون دبل پښتون خبرې ته غوږنه نيسي ځکه چې هغه پخپله په هرڅه کره اوپوره وي٠ بل علت يې دادې چې زغم نه لري٠ جنګېري دي مګر سياستپوهي پکی لږه ده ٠ په پښتنو سياستپوهانوکی ميرويس نيکه مخکښ مقام لري٠ دغه ستر شخصيت دپښتنودخپلواکۍ حقيقي انجينير دی ٠ نوموړي دايراني عياش اوبداخلاقه پاچا شاه حسين اودپښتنو قاتل اوتاريخي دوښمن ګورجين خان ته په توره نه بلکه په سياست ماتی ورکړه٠ دغه تاريخي ستر شخصيت دلومړي ځل لپاره پښتانه يوموټې کړه مګر دهغه کړنلاره تعقيب نه شوه اوپښتانه بيا په ( پلاني زو) ووېشل شول ٠ ملايي اومذهبي افراطيت د ايرانيانو رسمي پاليسي وه خو پښتنو تری خپله کړه ٠ بچه بازي دقزلباشوترکو رواج وو اوزنکه بازي د مغولو (منګول)٠ په پښتو کی دغسې عاداتو ته مونږ له سره نوم نه لرو دغه دواړه نومونه فارسي دي او پښتانه يې هم په همدغه نوم يادوي مګر متاسفانه چې دپښتنوسره دغسې خلک ګډ شوي اودغه عادتونه يې په کندهار ، لوګر اودلرې پښتونخواپه بنو کی دځان سره ساتلي ٠

زه به ددې لپاره چی ځينو ته غوسه ورځي اودانتقاد اوحقيت ويلو مخه نيسي هيڅ پروا ونه لرم اونه به دهغه چاخبروته د خس هومره اهميت ورکړم چې د پښتنو سره شعورا" دنسل په بنأ دوښمني کوي ٠
زه نه يواځی دافغانستان ټولو ملتونو ته يورنګ احترام لرم بلکه ترنسل اونژاد وړاندی انساني کرامت اوانساني عاتفې ته قايل يم ٠ زما هيله دادې چې پښتانه دفکر ، خلاقيت ، پوهې اوټينګ اقتصاد څښتنان شي ٠ دغه اهداف په منفي ، سخت دريځو اوافراطي عقايدو او خاصيتونو هيڅکله نشي پوره کېدای٠

اوزه بياوايم چې دپښتنو سخت دريځ ماته معلوم دی اوزه پوهېږم چې تعليم يافته يې قناعت نه کوي نو بيسواده به ولی ملامتوم خوديوازادليکونکي په توګه ځان ته حق ورکووم چې بدو ته په بده سترګه وګورم اوښه وستايم٠

په درنښت

ازادنظر


Anonymous
04.01.2005

ښاغلې غروال صاحب سلامونه !

ستاسودپوښتنې ځواب به درته ضرورليکم خودغربي کرغېړن کاراوپه تېره بيا دبې انصافوغربي کمپنيواوددې سره دهويت اواصليت کرغېړن نصيب وخت نه راکوي چې يوڅه په ارام دماغ درته وليکم ٠ زه په يوه داسی کمپنۍ کی کارکووم چې هيڅ همدردي اواصول نه پېژني اونه داسی مرجع شته چې دحق غوښتنې لپاره ورته مراجعه وکړم بس هرڅه چې وي هغه به وي ٠

که رښتيا درته ووايم خپل ځان ته می دمرګ غوسه راځي چې زرينې موقع می له لاسه ووتې اولوټول می ونه کړه کنه اوس به می ولی دا حال وو ٠ څومره مزه ، طاقت او عزت چې په لوټوولو ، ټکوولو ، درواغ ويلو اورشوت خوړلو کی دې په بل څه کی نشته ٠ اوچې دغه څه می زده وای نو شايد چې د کابل د منځ مهالی ادارې په کابينه کی به هم ناست وای٠

نوربيا څه وخت انشاالله

ستاسو ازادنظر


Anonymous
05.01.2005

ښاغلي غروال صيب
ډيره مننه چې زما او دپتنګ ليکنې مو په مينه لوستلې او لکه چې پخپله تاسي ليکی، له هغو نه مو خوند اخيست. خوداچې تاسې ليکلي: (يو ځل خو نقاد ورور هم سر ورښکاره کړ خو د خداي فضل وؤ چې صيح سلامت ترې راووت٠ اوس دې خداي د تا پردې کوي چې تا ته به دوي څه ځواب لري او که نه؟) او بل ځای بيا داسي ليکی : (زه په نهايت عذر له دواړو وروڼو څخه هريوښاغلۍ پتنګ اوښاغلۍ شادګل څخه هيلمن يم چې ما به پخپل بحث کي نه شريک کوي).
غروال صيب داسې دخير په غونډۍ کيناستل او په بحث کې ګډون نه کول به هم زما په نظر سمه پريکړه نه وي. که بحث يوازې دپتنګ سره وای نو ما به دهغه دسپکو سپورو نه ډک ليک ته يوه کلمه ځواب هم نه وای ليکلي او که زړه مې ورته ډير ډک وای نو بيا به مې ورته د ايمايل له لارې خپل زړه سپک کړی وی. په ويب سايت کې ددوو کسانو ترمنځ دمخالفو نظرياتو ليکنې يوازې ددوو اشخاصو ترمنځ دمخالفت موضوع نه بلکې دپراخو ډلو دسياسي او ټولنيزتفکر څخه استازيتوب کوي چې دبحث مسلې جوړوي. ښه به دا وي چې هرڅوک ورکې برخه واخلي او خپل نظر وړاندي کړي.يو ته ښه او بل ته ګوته ونيسي. لکه څنګه چې نقادصيب او ازادنظر صيب دا کار وکړ.
تاسې له يوې خوا له ليکنو خوند اخلی خو له بلې خوا مو داسې زړه بدوي چې هيله ښکاره کوی په هغې کې راشامل نه شی. ستاسې هيله دسر په سترګو ، خو داچې تاسې پخپله تريوې اندازې په موضوع کې مداخله کړېده او ځان مو راشريک کړی دی نو زما ددې لنډې يادونې په باب به ښاېې له تاسې نه دبښنې غوښتنې ته اړتيا نه وي. خو که سره له دې مې بيا هم ستاسې غوصه راپارولي وي، نو بيا ما وبښی.
ازاد نظر صيب ستاسې دليکنې محتويات په زړه پوري دي اوډير مې خوښ شول خو داچې تاسې (افسوس) کوی چې: ((اوداهم درته ووايم چې که په کوم لوري کی وای نو بې له شکه دډېرو پيسو څښتن به وای اوکه نورهيڅ نه وای نودزرداد غوندی درسېدوسره سم به می د (پيڅې) يا (پيزا) رستوران جوړ کړی وای ٠ داهم زمونږ دخوارو په نصيب کی تش خوب دې)) ازاد نظر صيب ښه دی چې دزرداد په څير نه وي او که نه اوس به تاسې هم دهغه په څېر دلندن په زندان کې شپې او ورځې شميرلی او دپيڅې په باب به مو صرف خوبونه ليدلی. نه مو دي اوريدلي چې: کوږ بارترمنزله نه رسيږي.



ع کريم حليمي
07.01.2005

ډير دروند او اغلي ازاد نظر صاحب سلام ! او پسله سلامه احترامات عرض کوم او صفر په خير تاسوته وايم
ډير د افتخار انسان ياست تاسو ٠ چه پر لاس د تڼاکو مهر لرې ٠ څوک چه مهنت نه وړي ، او دبل د لاس کټه په خيانت او ظلم وړي په پوهېږي چه پر مخ ابرو نه لري ٠ پوښتنه مي داده چه ولي پر خپل صداقت پښيمانه ياست
تاسو څه انگيزه٠ باعث سوې ده ٠ او که استهزا، تمسخر(sarcasm) کوۍ ٠ نو بيا سمه خبره ده٠
[quote:5e8f0ef4a9]که رښتيا درته ووايم خپل ځان ته می دمرګ غوسه راځي چې زرينې موقع می له لاسه ووتې اولوټول می ونه کړه کنه اوس به می ولی دا حال وو ٠ څومره مزه ، طاقت او عزت چې په لوټوولو ، ټکوولو ، درواغ ويلو اورشوت خوړلو کی دې په بل څه کی نشته ٠ اوچې دغه څه می زده وای نو شايد چې د کابل د منځ مهالی ادارې په کابينه کی به هم ناست وای٠ [/quote:5e8f0ef4a9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more