د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
29.01.2005

ډيروقدرمنوحليمي صيب اونقادصيب دنيک عمل سره اوږدعمردرته غواړم
فکرکوم نقادصيب زمونږپه بحث نه دی پوه شوی له همدي امله اوس دهغه ليکنې ځوابولوته اړتيانه ګورم اوراځم دقدرمن حليمي صيب ليکنوځينوبرخوته چي ليکي :
[quote:baf051b126]ستاسو دي دې ته فکر وي ٠ پښېماني ،وعده خلافي ، معافي ،
پښېماني د الله په ذات په ذات کښي نسته ٠ او وعده خلافي ٠ او معافي د الله صفت دۍ ٠
که څوک ووايي چه زه فلان وژنم يعني قصاص کوم ئې سبا ٠ او مړئې نه کړي ٠ نو څوک داسي نه وايي چه پښېمانه سو ٠ وايو چه عفه ئې وکړه ٠ هغه وخت عفي ته پښېماني ويل کيږي ٠ چه د کوم سياسي فشار په زور عفه وکړه شي٠ کوم چا چه فشار اچولۍ وو ٠ هغه ادعا کوي چه پر خپله خبره مي پښېمانه کړۍ ٠ او پښېمان سياستأ داسي وايي ٠ عفه مي وکړه ٠ او الله چه هر څه کوي حکمت په کښي لري ٠ نه سياست
او وعده خلافي د ناوسۍ علامه ،د بد اخلاقۍ علامه ده ٠ چه دغه حالتونه يوازي مخلوقات لري [/quote:baf051b126]

حليمي صيب مونږخواوريدلي دي چي عفوه خدای پاک جل جلاله يواځي مؤمنانوته کوي نه کافرانوته البته په اخرت کښي اوکه په دي دونياکښي کافرايمان راوړي بي له شکه چي خدای پاک جل جلاله به وبخښي اماکه چيري يوڅوک له دي دونيانه پرته له ايمانه اوغيرمسلمان مړشونوبيادهغه بخښل اوياله دوزخ څخه رايستل مويواځي له تاسوواوريدل ٠
همدارنګه مخکښي مووليکل چي پاک خدای جل جلاله دنفي په صيغې سره ((( لايغفرو ))) فرمايی
معنی داچي مشرکان به نه بخښم اوله دي نورزما په مشيت پوري اړه لري چي که بخښم يی اوکه دوزخ ته يی اچوم چي د (( لمن يشأ )) قانون لاندي بخښل کيدای شي خومشرکان په باره کښي يی مخکښي وفرمايل چي (( لايغفرو )) يعني نه بخښم هغه څوک چي الله جل جلاله سره شريک جوړکړي نواوس که حليمي صيب دوی بخښل کيږي اوله دوزخ څخه رايستل کيږي بيابه داپورته دخدای جل جلاله قول کومه معنی ولري ؟
ايادابه (( نعوذبالله )) دپيښمانتيا اوياوعده خلافئ په معنی نه وي ؟
[quote:baf051b126]اود دوږخ څه را استل او وجنت ته داخل کولو ته پښېماني نه ويل کيږي ٠
هو د جنته څخهو دوږخ ته استول ٠ بيا پښېماني ده ٠ داسي عمل د الله په سنتونو کښي نسته ٠[/quote:baf051b126]
چي له جنت څخه رايستل اودوزخ ته استول پيښماني وي نوبيا تل ياهميشني دوزخيان ( کافران ) له دوزخه رايستل اوجنت ته استول څه شئ دي ؟؟

امي سړئ يم ځان پوه کول غواړم
ستاسوورورامي



ع کريم حليمي
29.01.2005

ډېر محترم امي صاحب سلام او پسله سلامه
ستاسوته هم دارنګه ډيردنيک عمل سره اوږدعمردرته غواړم

[quote:92480a95b1]چي له جنت څخه رايستل اودوزخ ته استول پيښماني وي نوبيا تل ياهميشني دوزخيان ( کافران ) له دوزخه رايستل اوجنت ته استول څه شئ دي ؟؟ [/quote:92480a95b1]

صدق الله العظيم
تاسوته معلومه ده ٠ الله موږ ته فرمايي چه قصاص وکړي ٠ او عفه هم کولای شۍ
بل ځای فرمايي چه د بدو جزا په بدو ده ٠ که عفوه وکړۍ ښه ده
او بيا بل ځای فرمايي ٠ هغه عمل چه تاسو ئې پخپله نه کوۍ بل ته ئې امر مه کوۍ

پر بدۍ سربېره ٠ عفوه کول ٠ د خداي سره ښايږي ٠ موږ خو عاجزه يو ٠الله هيڅ عاجزي نه لري ٠
که عفه ښه ښئ نه وي ٠ نو وموږ غريبانانو ته ولي ٠ عفه راښو وي
او په عفه مو امر کوي ٠ تر څوچه يو کار د الله خوښ نه وي ٠ موږ نه په امر کوي ٠
اياداسي نده چه ٠ نيکي بر بدي کار مردان است ٠
او تاسو تر نن ورځي يو څوک ليدلۍ ٠ چه قانون حق ورکړی وي ٠ د حق د اخسلو ٠
او دئ عفه وکوي ٠ او خلګ دي نعرې کړي چه پښېمانه سو ٠
پښيماني د ضعيف والۍ علامه ده ٠ او عفه د غښتلوالي علامه ده
الله غني دۍ ٠ موږ فقرا
الله قوي ٠ موږ ضعيف
الله واسع ٠ او موږ صغارا
تاسو ټوله تابلو وګورۍ ٠ نه يوه کنجګ د تابلو ٠ نو ښه خوند پر تابلو اخستلاشي
ډېر نيږدي مه درېږه تابلو ته ٠ولي چه تابلو ډيره غته ده ٠ او تاسو ئې يوه حصه وينۍ
که د تابلو څه لرې ودريږۍ نو به ټوله عکس و وينۍ ٠


نقاد
01.02.2005

محترم امي صيب او مکرم حليمي صاحب ته سلامونه .
په يو څه تکرار او بشپړاوي سره عرضوم چې بيا هم دابه ښه وای چې هر ليکونکي ددی بحث په سرليک کې مطرح شوې پوښتنه له پامه نه وای ويستلی او له بيلابيلو اړخونو څخه يې دهغې ځواب روښانه کړی وای .محترم حليمي صاحب پر موضوع په زړه پورې رڼا غورځولې ده او په پای کې يې د الله تعالی له مهربانۍ څخه ليرې نه ده بللې چې آن کافران هم بالاخره وبخښي او له دوزخه يې راوباسي. ددې سره ښايي هر مسلمان قوم د بشري نوع د مينې له امله موافقه ولري او پرې خوښ شي .
که دوزخ د یوې ښکته روانې درجې څخه عبارت وي، لکه څنګه چې حلیمي صاحب بل ځای دوزخ او جنت تعریف کړي و، نو بیا خود ا روښانه ده چې که
کافر ددوزخ له اور څخه بالاخره راوهم ویستل شي د مسلمانانو سره مساوي درجه نشي ترلاسه کولای. که په اور کې نورنه وي، بیاهم تر مسلمانو جنتیانو څخه پر ښکته رواني درجه کې به تل ترتله او ابدي پاتې وي. نورخدای (ج) ښه پوهیږي .
البته دا نسبت او تناسب چې انسان دې له بلوغ وروسته ټول ټال ۳۰ ــ ۵۰ کاله ژوند په کفر کې تیرکړی وي ،خو سزا به یي له میلیاردونو او تيرلياردونو کلونو څخه هم زیاته موده په دوزخ کی تیرول وي ، څنګه تصور کيدای شي؟.
يو بل اټکل دادی چې ښايي د مسلمانانو له پاره ددنيا پرمخ ژوند د کفارو په مقابله کې پای ته ورسيږي او يواځې کافران پر دنيا کې تسلط او ژوند انه ته دوام ورکړای شي. څنګه چې دنيوي ژوند په هره لوړه سويه که هم وي دوزخ دی او مفت په کې هيڅ شی ﻻس ته نه راځي ، او مسلمانان خو بي له دې هم ټول اول او اخر شکر جنت ته ځي، نوآيا هغوی په جنت کې تل تر تله او کفار په دنيا کې تل تر تله پاتی کيدل ابدي جنت او ابدي دوزخ نه وی؟
دا پوښتنه رامنځته کيږي چې په جنت کې خو ژوند ابدي او په دنيا کې موقتي دی، نو دکفارو تل ترتله په دنيوي دوزخ کې پاتی کيدل بيا هم ناممکنه بريښي،ځکه چې مري به، او هم داچې د هغوی ارواح به له مرګه وروسته بيا چيرې ځي؟ داپوښتنه داسې ځوابيدای شي چې ددوی ارواګانې به هم اوس او هم هغه وخت ناارامې وي او د ي، د بودايي دين له ادعا په څير چې هره اروا له يوه پړاو وروسته بيرته ددنيا ژوند پيل کوي او د ماشوم له پيدايښت نه مخکې د هغه بدن يا القاح شوې نطفې ته داخليږي. په دې توګه به دکافرو دوراني ژوند په دنيا کې او د ارواګانو دوراني نا آرامي يې تل ترتله دوام پيدا کړای شي . که دوی دنيوي ژوند کوي هم له جنته محروم دي او که ارواح يې له مرګه وروسته دوره کې دجهنم په لمبو کې نا ارامه وي هم له جنت څخه محروم پاتې کيږي. خوکله چې له جهنم څخه ووتل ،
دوزخونه نور وتړل شول ، شايد دنېوي ژوند او دورانونو ته به يې نور له جهنم پرته دوام ورکي ، خو جنت ته به هيڅکله نشي تلای. خو جنتيان به نه مري او د خپل خدای د احساناتو شکرونه به کاږي. ايا دغسې خوبه نه وي؟



ع کريم حليمي
02.02.2005

ډير محترم ورور نقاد صاحب سلام ٠
چه داسي ئې مطرح کړو ٠ ښه به نوي ؟
آياهغه کسان چه په غربي محيط کښي دفرهنګ، تبلغات ضداسلامي تر تاثير ،
لاندي راغلي ٠ سزاوار د غذاب الهي دي ؟
په دغه جهان کښي چه مونږ زندګي کوو ٠ په ملياډو انسانان وجود لري ٠ د دوی په منځ کښي ډيرئې متدين او اسماني اديانو په فکر دي ٠ او يو تعداد ئې تابع د هغه مکتب ٠چه په لاس جوړ شوي ٠ بيا هم دوی انسانان دي طبعأ ئې د ژوند په طول کي ئې هم طبعأ خيرياشر فراونه کړي ٠ دخير او شر امور مربوط په اسماني دين پوري دي
چه قرآن کريم په دې باره کي داسي فرمايي ٠«فمن يعمل مثقال ذره خيراً يره و من يعمل مثقال ذره شراً يره» يعني يو مثقال خير او شر حسابل کيږي ٠ په اخيرت کښي ٠

او موږ په دې معتقد يوو ٠ چه تنها حق دين اسلام دۍ او ټوله انسانان پسله ظهوره
د محمدص ٠ مکلف په اطاعت د دين مبين اسلام ٠ او اخرين مصداق او جلوه
اسلام دې ٠

اما اکثره خلګ د نړۍ مسلمانانه دي ٠ او اعتقدات ئې اسلامي نه دي ٠ او طبقي اسلامي عمل نه کوي ٠ چه فرهنګ ئې يوازي مادي ، کاريګري دي ٠ او اسلامي تبليغات هم نسته ٠ نو طبعنأ خلګ د داسي جوامعو ٠ داسي اعمال کوي چه مطابق د اسلامي شريعت نه وي ٠ ممکن ده چه ډير اعمال د دوی د شريعت له نظره ګناه او مستوجب د عذاب الهي وي ٠ بيا سوال مطرح کيږي چه وضعيت د خير او شر د نامسلمانو به څرنګه وي ؟؟

که چيري د دوی له لاسه خير را ووځي ٠ ايا مستخق د جزا الهي دي له يا ؟؟ او که مرتکب د شر او کناه شي ايا مستحق د غذاب الهي دي ؟؟ ٠
و به ګورو چه اسلامي منطق، اسلامي اصل ، منابع څه وائې ٠
[color=darkred:1af88fa397]اول خومو صفيانه څيړنه وه ٠[/color:1af88fa397]

عمومأ به اکثره مسلمانان به وايي چه د سوال جواب روښانه دۍ ٠ او بديهي خبره ده
او اسلامي جواب هم دادۍ چه مستحق دعذاب الي دي ٠ منابع اسلامي يعني آيات
قران او په روايتو د اصحابو د دغي دقيقي پوښتني جواب هم داسي دۍ ٠ چه کافر او مسلمان يکسانه نه دي ٠

بيله شکه چه مهم عوامل چه مؤثر په استحقاق د عذاب ٠ چه په عناد سره کفر وي ٠
و لي چه کفر دوه ډوله دۍ ٠ هغه کفر چه بنا پر لجنازۍ او عناد ولاړ وي ٠ دغه ته وايي جحود ٠ هغه کفر چه جهالت نه وي علم وي پوهه وي ٠ حقيقت دي چه دلايل عقلي قطعي ،او نقلي و لري ٠ او بيا هم پر کفر ولاړ وي ٠ يعني چه د عناد په سبب انکار وکړي ٠ نو مستحق د عذاب الهي دۍ ٠
اما هغه کسان چه په اثر جهالت او قصور حق نسي پېژندلای ٠ نو مورد د عفواو بخشش الهي ګرځي ٠

ايمان په مقابل دکفر دي ٠ حقيقي ايمان عبارت چه زړه او ځان د انسان تسليم وي و حقيقت ته ٠ يعني چه انساني فکر حقيقت درک کړي اوبيا هم تکبر او خودخواهي وکړي ٠ کفر دي ٠ او يا ٠ څه چه زړه او روح قبول کړي په دليل د منطق اوحقيقت وځليږي ورته تسليم سي ايمان دي ٠ او هرڅه چه نتيجه ئې عناد او سر پيچي وي کفر دي ٠

هغه څوک چه حقيقت ته تسليم وي ٠ اما په حقيقت سره د اسلام څخه لري ساتل سوی وي ٠ او دده تقصير په کښي نه وي ٠ نو هرګز الله ددته عذاب نه ورکوي ٠ پهدې خاطر چه دئ په زړه کښي حقيقت نه پوښي ،نه پټوي ٠ په حقيقت کښي دئ مسلم فطري دي ٠

د موضع د تثبيت له پاره په قران کښي و استضعاف لغت و کورۍ
استضعاف معنا : بې چاره ، عدم قدرت ٠ چه دئ هيڅ تقصير ونه لري ٠

په صورت نسا په ٩٨ ايات ٠ ملائکه له بعضو څخه پښتنه کو چه دنيا کښي تاسو په څه وضعيت ژوند کاوه ٠ دوی به ورته جواب ورکړي ٠ چه مونږ مستضعف وو ٠
فرشتې به ورته وايي ٠ چه د الله مځکه فراخه نه وه ٠ تاسو کولای سوای چه د مځکي بلي نقطې ته تللي وای ٠ چه هر امکان هلته وای ٠ نو مقصير ياست ٠ او مستوجب د عذاب ياست
او په آيه ٩٨ مه دا وضع بيانوي ٠ چه واقعأ مستضعف دي ٠ او په ٩٩ آيه بيا بله ډله
مورد عفو او مغفرت ګرځوي ٠ چه د دې ايات تشريح داسي ده ٠ هر چه نيت کړې وي چه شعائر ديني او منع ئې کړي ٠ ظلم ئې حسابي چه عفو به څه وخت ورته وګړي ٠ ظاهرأ داسي ده چه عفه نه ورته کوي ٠

اما څوک چه مستضعف دي ٠ چه قدرت پر تغير د محيط او شرايطو نه لري ٠ دغه استثنا دي او ممکن داسي هم وي چه ذهن د انسان نوي متوجه شوۍ و حقيقت ته او ددې جهته ٠ د حقيقت څه غافل او محروم پاته سوې وي ٠
نو د دې څه داسي استفاده کوو ٠ هغه خلګ چه په غيري اسلامي محيطونو کښي ژوند کوي ٠ چه ذهن ئې تحتي تأثير تبليغات غيري اسلامي ،او دحقيقت څه غافله
ساتل شوي وي ٠ او روحيه د استکبار د حق په مقابل ونه لري ٠ د غه انسانان په زمره
(ډله ) د مستضعفين کښي حسابيږي ٠ په اساس د آيه ۹۹ سورت نساء
اميد سته چه دغه زمره هم مورد عفو او مغفرت الهي و ګرځي ٠

او داسي روايات ډير سته ٠ چه پر دې دلالت کوي چه ٠ په هر دليل چه قاصر پاپه سوي وي ٠ د ٩٨ ايه ،سورت نسا ٠ د مستضعفين په زمره کښي حساب شي ٠

او يوه بله اصطلاح هم په مطرح ده چه١٠٦ ايه سورت توبه مرجون لامرالله (پروردگار متعال اړه لري چه بخښه کوي ٠ او کله ئې کوي توبه ئې قبله وي ، په حکمت او
رحمت ئې اړه لري )

زمونږ تکيه پر دې جملو کوو او مطلب داسي حل کوو ٠
هر څه چه انسان کوي ٠ هغه سي ورسره کيږي ٠ (کرد ګلو کړه ٠٠٠٠٠٠٠٠ )
که انسانته حق عرض شي ٠ او دحق په مقابل کښي عناد ونه کړي ٠ يا لااقل داسي شريط ئې وي چه جستجو وکړي ٠ اما وئې نه کړي ٠ او يا داسي افراد چه ذاتأ قصور د فهم او ادراک ولري ٠ يا داسي نور شرايط ٠ دغه خلګ د منکرانو، مخالفانو په زمره
نه حسابيږي ٠ چه دوۍ د مستضعفين او د مرجون لامرالله کښي حسابيږي ٠
چه اکثره انسانان مستضعفين او د مرجون لامرالله په طبقه کښي بلل کيداي شي ٠


Anonymous
03.02.2005

محترم حليمي صيب اونقادصيب سلامونه مي ومنئ
[quote:6704d73eec]او په پای کې يې د الله تعالی له مهربانۍ څخه ليرې نه ده بللې چې آن کافران هم بالاخره وبخښي او له دوزخه يې راوباسي. ددې سره ښايي هر مسلمان قوم د بشري نوع د مينې له امله موافقه ولري او پرې خوښ شي . [/quote:6704d73eec]
نقادصيب دلته بحث علمي بڼه لري اوپه دي معنی نه دی چي کفار ولي بخښل کيږي بلکي ددي لپاره چي پوهه شوڅنګه پاک خدای جل جلاله يوځل فرمائي چي غيرمسلمانان نه بخښم اوتل لپاره به ابدي دوزخيان وي نوبياپه کوم ځای کښي خدای جل جلاله ويلي چي کافران هم بخښم اودوزخ خالي کوم ،داهغه پوښتنه ده چي مونږاوتاسوبايدورباندي پوهه شو
اوپاتي شودخدای پاک جل جلاله رحم کرم اوعفوه نوداخوښکاره خبره ده چي هغه دغيرمسلمانانولپاره نه ده اويواځي مؤمنان پوري اړه لري اوپه اخرت کښي کافران ورڅخه محروم دي
په پای کښي خدای جل جلاله دطالب جان په زړه رحم ننه باسي چي نورچپتيا ماته کړي اوله دي خبرې تيرشي چي (( شيخ فريده ،پټه خوله دبهتري ده ))
امي


نقاد
03.02.2005

امي صاحب عليکم سلام ، تاسو او حليمي صاحب ته بيا بيا سلامونه.
هو! ستاسې پوښتنه د علم (پوهې) د زياتوالي له پاره ده، او د پوښتنې د ﻻيل مو په ديني لحاظ روښانه او پياوړي دي ، رښتيا هم تر دې مخکې ماهم ددوزخونو د تړلو په اړه څه نه و اوريدلې، خو د حليمي صيب په ديني معلوماتو دومره باورلرم چې ددوزخونو سر تړل به يې له ځانه نه وي ويلي، حتمأ به ورته اسلامي دﻻيل لري، ولې متل ښه وايي چې (باور ښه ولې کنترول بهتر دی) : حليمي صاحب بايد د ايت او يا لږترلږه د حديث په ښودلو سره خپل دليل او زمونږ هيله پياوړې کړې چې دوزخونه با لاخره تړل کيږي او د الله تعالی قهر او غضب هم پای لري . ددې بحث اساسي پوښتنه هم داده چې انسان محدود دی، دنيوي ژوند ، فکر او عمل يې محدود دي، نو ښه او بد يې هم محدود دي ، ښايي چې د محدود مهاله نيت او محدودې ګناه سزا هم يو حد ولري او نا محدوده نه اوسي ، داد موضوع علمي او منطقي اړخ دی ، سره ددې چې دجنت اجر نامحدود دی، په تيره بيا چې د (( و من يعمل مثقال زره خيرا يره ومن يعمل مثقاله زره شرا يره)) مبارک ايت هم ښاي يواځې د مسلمانانوله پاره نه وي ؟ دا د موضوع عقيدوي اړخ دی ، خو علمي يې هم تاييدوي ، سره ددې چې علمي او عقيدوي مسايل سره يو شی نه دي . خو زه له تاسو سره دلته له محترم حليمي صاحب څخه دعقيدوي مالوماتو له مخې ځواب ته سترګې په ﻻر يم.
په درنښت



ع کريم حليمي
03.02.2005

درنو پوهانو ، دانشمندانو اول امي صاحب او دوهم نقاد صاحب سلام
په دې خاطر اول امي صاحب٠ چه زموږ د نبي لقب دۍ ٠ طبعأ دغه لقب بايد اول وي
تاسو دواړه زما په زړه کښي ځای لرۍ ٠ که زما په ځګر کښي دوه زړونه وای
نو تاسو هر يوه ته مي جلاجلا ځانګړی اطاق درکاوه ٠ چون يو زړه خاوند يم بخښه
غواړم چه تاسو ته مي د زړه د تل اطاق په دواړو در کړۍ ٠ بيا هم د خوشحالي احساسه وم ٠ يو زړه لرم ٠ څوک چه يو زړه لري ٠ نو د يوه ايمان خاوند وي ٠
محترم نقاد صاحب !
تاسو داسي راته ليکلي
(( حليمي صاحب بايد د ايت او يا لږترلږه د حديث په ښودلو سره خپل دليل او زمونږ هيله پياوړې کړې چې دوزخونه با لاخره تړل کيږي ))
تر څوچه تاسو ماته مشکل علمي نوي خلق کړی ٠ فکر نه کوم ٠ چه جواب درته پيداکړم ٠
مثلأ که مکرم امي صاحب ، تاسو او يا مکرم طالب جان داسي څه راته وليکل چه
ماته عقيدوي ، علمي مشکل راپېښ کړي ٠ نوبه زما ماغزه د حل لاره پيدا کړي ٠
که په مغزو کښي څه نوه ٠ نو به ماغزه امر راته وکړي ٠ د طالبانو خبره چه کتاب
پر وه ګوره ٠
په علمي بحث کښي دوه حالته سته ٠
يو خبره هغه وخت غلطه کېدای شي ٠ چه په يوه بل سريح امر ،وحي ،منطق رد شي
تر څو چه علمي رد ئې نوي پيدا سوی ٠ زه خپله څېړنه او عقيده ساتم ٠
دوهم داچه : چه رد ئې پيدا نشي ٠ فکر نه کوم چه زما ماغزه راوپاريږي ٠
مغز داسي کار کوي چه : واضح مشکل ور پېښ شي ٠ نو تحتي شعور پوه ، ادراد
را پورته کيږي ٠ بېله دغه عقل نه دۍ خبر چه په تحتي شعور کښي څه سته
د مغزو مثال لکه يو دوکان ٠ چه ٤ زره items (رقمونه ) لري ٠ که تاسو له دوکاندار
څه و پوښتۍ چه څه ښي په دوکان کښي لرئ ٠ طبعأ ئې دا ٤ زره ايټمه پياد نه دي ٠
او که تاسو پښتنه ترې وکړي ٠ و يوه داسي items چه دوه کاله هم چا د رانيولو له پاره
پښتنه نوي ځيني کړې ٠ که تاسو پښتنه ترې وکړي ٠ نو دستي درته ويلاي شي ٠
چه هو لرم ئې ٠ که څه هم دوکاندار به دغه ايټم لس کاله دمخه د خرڅلاو د پاره رانيولۍ وو ٠ هېر به ئې وي ٠ اماد تحتي شعور نه هير نه وو
که خبره علمي موضع وي ٠ او تحتي شعور ئې ونه لري ٠
نو بيا ملکه (second nature, automatism)کومک ورسره کوي ٠


Anonymous
05.02.2005

خواږواعزتمندومشرانو وروڼوحليمي صيب اونقادسلامونه اوخوږي شيبې درته غواړم

[quote:52eb35639f]تر څوچه تاسو ماته مشکل علمي نوي خلق کړی ٠ فکر نه کوم ٠ چه جواب درته پيداکړم ٠
مثلأ که مکرم امي صاحب ، تاسو او يا مکرم طالب جان داسي څه راته وليکل چه
ماته عقيدوي ، علمي مشکل راپېښ کړي ٠ نوبه زما ماغزه د حل لاره پيدا کړي ٠
که په مغزو کښي څه نوه ٠ نو به ماغزه امر راته وکړي ٠ د طالبانو خبره چه کتاب
پر وه ګوره ٠ [/quote:52eb35639f]

حليمي صيب فکرکوم په علمي لحاذ مونږبايد دومره پوهه شوچي دکافرانودوزخ څخه ايستل اوبياددوزخ خالي کيدل دکوم دداسي ايات اوياحديث له مخي ثبوت ولري چي پکښي ددوزخ خالي کيدل اودکافران بخښل راغلي وي ،اوعقيدوي لحاذخوبايددومره وليکم چي ددوزخ خالي کيدوپه باب مي تراوسه دچاعقايدوپه هکله څه نه دي اوريدلي البته دجنت اوياجنتيانوپه باب مي تلبيس ابليس نوم کتاب کښي ولوستل چي دمعتزله فرقې چي فکرکوم شيعه ګانوته کومه نږدي فرقه ده دهغوی ( معتزله ) عقيدده چي جنتيان به هميشه په جنت کښي نه وي اودجنتيانوحرکات به ختميږي اواخربه هغوی ساکن کيدوسره هميشه دبت په شان سکوت کښي پراته وي
نوداچي ددوزخ په باره کښي مي دهغوي معتزله ؤ عقائد پيدانه کړل شي نودهمدي له امله قدرمن حليمي صيب ددوزخ تړل کيدل اوياکافرانوبخښل خوبه دهمدې فرقې ( معتزله ؤ) عقيده نه وي که څنګه ؟؟
سره ددي چي تاسوجناب کله کله ايراني تفسيرونوڅخه کاراخلئ اوهغه مطالعه کوئ
دعزت وړحليمي صيب هيله ده ديومشفق استادپه څيرراته زمونږپه مذهب کښي دننه په دي باره کښي معلومات راکړي ٠مننه
امي



ع کريم حليمي
05.02.2005

ډېر شيرين خوږ بحثه وروره امي صاحب کېډۍ ګېډۍ سلامونه ، لوستونکو
ترهرڅه لمړی به يوه نړۍ مننه ستاسو څخه کوم ٠ چي بحث وعلمي طرف ته رهنمائې
کوۍ ٠ چه داستاسو پر صفتو يو بل صفت دۍ ٠ غفطه مي کيږي ٠
څو واره زعلان شوي يم ٠ خو ستاسو په مثال داسي نور ليکوال سته ٠ چه بياهم د
ټول افغان په ويب پاڼه کښي هغه څه ليکم چه زما په ځګر کښي ئې لرم ٠ او هيڅ شئ
په سينه کښي له تاسو غوندي وړونو نه پټوم ٠

زه اصلأ يو کندهاری راډيو ساز ، نل دوان، د ډيزل مشين مستري ، او نجار٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ يم
په دغه کور کښي چه اوسېږم ٠ ځای لونګ ايلنډ نوميږي او له الف څه تر يا پوري مي
پخپله جوړ کړي ٠
خو د دېرشو کالو راهسي مي عمر په سعودي کښي درې کاله او ٢٧ کاله کيږي چه
په امريکاکښي اوسيږم ٠
او خپل پدري لار مي په امريکا کښي پيدا کړه ٠ چه علم دين ، تجارت
تجارت مي ښه ٠ او علم مي لږ دي ٠ ولي چه امريکاته د شل ډالره سره راغلۍ وم
اما زده کړه مي قاعده بغدادي (الف ، با) وه ٠
[quote:679d743fa3]نوداچي ددوزخ په باره کښي مي دهغوي معتزله ؤ عقائد پيدانه کړل شي نودهمدي له امله قدرمن حليمي صيب ددوزخ تړل کيدل اوياکافرانوبخښل خوبه دهمدې فرقې ( معتزله ؤ) عقيده نه وي که څنګه ؟؟ [/quote:679d743fa3]
وروره !
يو د اسلامي علمو څه علم کلام دۍ ٠ هغه علم دۍ چه د اسلامي عقائدو په باب
څه چه موږ معتقد يو بحث کوي ٠ او توضيح کوي ئې ٠ د عقدې په باب استدلال کوي
او دفاع کوي ٠
اسلامى علماؤ په مجموع کښي تعليمات پر درو قسمو تقسيم کړي ٠
الف -عقايد لکه توحيد ،د توحيدمساله ، صفات ذات بارى تعالى، نبوت عامه ٠٠٠٠ او نور داسي مسائل چه اصول دين دي اعتقاد فرض دۍ ٠ اختلاف بايد د مسلمانانو ، ايماندارو نه وي ٠
ب - اخلاق ٠ يعني هغه دستورونه چه تقوا،شجاعت،عفت،حکمت،استقامت،وفا،صداقت ،امانت ٠٠٠ وغيره چه
صفات روحي اومعنوي خصلتونه دي
ج- احکام ٠ چه مربوط په کاراو عمل دي ٠ چه څرنګه وشي يا انجام شي
لکه لمونځ،روژه،حج،جهاد،امر په معروف او نهى له منكره، بيع، اجاره، نكاح، تقسيم ارث و غيره.

څه چه په عقل او انېښنو اړه لري ٠ عقايد ٠ بل کيږي ٠
څه چه د انسان په خلق او خوی اړه لري اخلاق بلل کيږي ٠
او څه چه اړه لري په عمل نو احکام شرعي بلل کيږي ٠

که چيري داسي څه زه وليکم چه خلاف د پورته خبرو وي ٠ نه چه معتزله به سم
ايمان به مي خدای ناکرده خطا شي ٠ الله دي موږ او تاسي ټوله وساتي ٠
داسي وکړۍ چه يو څه معلومات راکړۍ دمعتزله په باب ٠ نوبه پوه سم چه د هغو د اصلو پر لار خونه يم تللۍ ٠
پوهيږم چه له قرأني اصول څه جلا شوي نه يم اما د معتزله په اصولو دومر خبر نه يم چه د ليکلو وړ ئې و بولم ٠


Anonymous
04.03.2005

ډيره قدرمن عزتمن ورورحليمي صيب سلامونه اونيکي هيلي مي ومنئ
لومړئ دځانګړيومصروفياتوله امله دځنډ بخښنه غواړم اوبيادستاسوعزتمن دليکنې اقتباس راخلم چي ليکلي مودي
[quote:e6cd17d6c1]څه چه په عقل او انېښنو اړه لري ٠ عقايد ٠ بل کيږي ٠
څه چه د انسان په خلق او خوی اړه لري اخلاق بلل کيږي ٠
او څه چه اړه لري په عمل نو احکام شرعي بلل کيږي ٠

که چيري داسي څه زه وليکم چه خلاف د پورته خبرو وي ٠ نه چه معتزله به سم
ايمان به مي خدای ناکرده خطا شي ٠ الله دي موږ او تاسي ټوله وساتي ٠
داسي وکړۍ چه يو څه معلومات راکړۍ دمعتزله په باب ٠ نوبه پوه سم چه د هغو د اصلو پر لار خونه يم تللۍ [/quote:e6cd17d6c1]

دروند حليمي صيب زه نه پوهيږم چي اياد غيرمسلمانانوپه دوزخ کښي تل نه پاتي کيدل په پورتني دري ګونوشيانوکوم چي تاسوذکرکړي دي اړه لري اوکنه ؟ اويادا چي ترکومه حده صحي عقيده اغيزمنه کوي ٠داهغه پوښتنې دي چي ځواب يی يواځي له تاسوپه څيرديني عالمانوسره وي اودمونږغوندي اميانوله سويې پورته ده خويوه خبره چي ښکاره ده هغه داده چي ترکومه ځايه چي زه معلومات لرم اويامي دلويوديني عالمانوله خولې اوريدلي هغه ټول په دي ډول دي چي غيرمسلمانان هميشني دوزخيان دي اوکافران به هميشه لپاره په دوزخ کښي وي ځکه چي دخدای جل جلاله رحم اوکرم په اخرت کښي دکافران لپاره نشته اودوهمه خبره داچي که چيري کافران هميشني دوزخيان نه وي نوبيا پوښتنه داده چي ددوی دمسلمانوګنهګارانوسره چي هميشه به په دوزخ کښي نه پاتي کيږي څه توپيرموجود دی ؟؟ ځکه يواځي مسلمان ګنهګاران به دخپلې ګناه په اندازه په دوزخ کښي پاته کيږي اوبيابه بيرته رايستل کيږي اوس که کافران هم له دوزخ څخه راوويستل شي اودوزخ خالي کړل شي نوبيابه دکفرمعنی څه وي ؟؟؟
سره ددي چي خدای جل جلاله باربارپه قران کريم کښي دکافرانولپاره (( هم فيهاخلدون )) فرمايلي دي ٠
له بلي خواعزتمن ورورحليمي صيب که تاسوسره ددوزخ تړل کيدوپه هکله دقران کريم اويا حديث شريف له مخي کوم دليل موجودوي نويوځل بيادرڅخه هيله کوم چي مونږته يی وښاياست ،اوکه چيري ددوزخ تړل کيدلوپه هکله کوم باوري اوموثق دليل وجودونه لري نوښه به بياداوي چي په راتلونکي ددوزخ تړل کيدونظريې څخه تيرشو ٠

په درنښت

____________________________

څوک چي شميري ځان رښتيااهل دجنت **** خوښ به يی نه وي دونياوي چرچې راحت
داکسان چي په دونياکښي بي پروا دي **** دوی هر ګوره په عقبی وينی زخمت
تاکا



ع کريم حليمي
04.03.2005

ګرانه امي وروره سلام امابعد
داسي نه ده چه موږ به پدې خبره ايمان راوړو چه دوږخ تړل کيږي ٠
فکر کوم چه په تېرو ليکنو کښي ممکن ليکلي وي چه جنت په عبادت سره نه حاصليږي ٠ په مهرباني د رب سره دۍ ٠ مسلمه خبره ده
او بله مسلمه خبره ده چه خدای تر مور او پلار مهربانه دۍ
چه په هر ژبه يعني په پښتو ، اوردو،روسۍ،انګرېزي چه څوک په زړه کښي و وايي
چه بل خدای نسته بېله يوه خدايه ٠ هم اخير له اوره راباسي
[quote:c00100678e]له بلي خواعزتمن ورورحليمي صيب که تاسوسره ددوزخ تړل کيدوپه هکله دقران کريم اويا حديث شريف له مخي کوم دليل موجودوي نويوځل بيادرڅخه هيله کوم چي مونږته يی وښاياست ،اوکه چيري ددوزخ تړل کيدلوپه هکله کوم باوري اوموثق دليل وجودونه لري نوښه به بياداوي چي په راتلونکي ددوزخ تړل کيدونظريې څخه تيرشو ٠ [/quote:c00100678e]
حواله بخاري كتاب الإيمان
باب تفاضل أهل الإيمان في الأعمال
حدثنا إسماعيل، قال حدثني مالك، عن عمرو بن يحيى المازني، عن أبيه، عن أبي سعيد الخدري، رضى الله عنه ـ عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ يدخل أهل الجنة الجنة، وأهل النار النار، ثم يقول الله تعالى أخرجوا من كان في [u:c00100678e]قلبه مثقال حبة [/u:c00100678e]من خردل من إيمان‏.‏ فيخرجون منها قد اسودوا فيلقون في نهر الحيا ـ أو الحياة، شك مالك ـ فينبتون كما تنبت الحبة في جانب السيل، ألم تر أنها تخرج صفراء ملتوية ‏"‏‏.‏ قال وهيب حدثنا عمرو ‏"‏ الحياة ‏"‏‏.‏ وقال ‏"‏ خردل من خير ‏"‏‏.‏

باب زيادة الإيمان ونقصانه / كتاب الإيمان
حدثنا مسلم بن إبراهيم، قال حدثنا هشام، قال حدثنا قتادة، عن أنس، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ يخرج من النار من قال لا إله إلا الله، وفي قلبه وزن شعيرة من خير، [u:c00100678e]ويخرج من النار من قال لا إله إلا الله، وفي قلبه وزن برة من خير، [/u:c00100678e]ويخرج من النار من قال لا إله إلا الله، وفي قلبه وزن ذرة من خير ‏"‏‏.‏ قال أبو عبد الله قال أبان حدثنا قتادة حدثنا أنس عن النبي صلى الله عليه وسلم ‏"‏ من إيمان ‏"‏‏.‏ مكان ‏"‏ من خير ‏"‏‏.‏

زه به نن معکس طرف دموضوع ترنظر لاندي ونيسم ٠ هيله لرم چه تاسو خپل نظر څرګند کړي ٠

که چيري ايمان دمحک ډبره وي ٠ تاسو څرنګه فکر کوۍ ددغه حديث -
- "‏ لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ‏"
اوپه بل حديث کښي داسي راوړي چه :
وروى أبو هريرة رضي الله تعالى عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: [color=brown:c00100678e]"من ستر أخاه المسلم في الدنيا ستره الله في الدنيا والآخرة، ومن نفس عن أخيه كربة من كرب الدنيا نفس الله عنه كربته يوم القيامة، والله تعالى في عون العبد ما دام العبد في عون أخيه المسلم". [/color:c00100678e]وروى قتادة عن أنس رضي الله تعالى عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: "[color=red:c00100678e]والذي نفس محمد بيده لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه من الخير"[/color:c00100678e]. وروى الشعبي عن عمر رضي الله تعالى عنه قال: إن الله تعالى لا يرحم من لا يرحم، ولا يغفر لمن لا يغفر، ولا يتوب على من لا يتوب.

که دغسي سخت حساب شروع کړي ٠ فکر نه کوم چه زما څه نيولې بيا تر ٠٠٠٠٠
ولاکه يو لا د ايمان خاوند و اوسي
يو شئ مي هڅوي چه هغه بخښه د رب ده ٠ اوبس ٠ که بخښنه و نکړي ٠ زما د په هغه
رب قسم وي چه دوږخونه ئې جوړ کړي ٠ که د جنت مخ و وينم يا و ويني ٠



ع کريم حليمي
05.03.2005

امي صاحب !
داسي نه ده لکه تاسو ليکلي دي
[quote:80021c1b5b]دلويوديني عالمانوله خولې اوريدلي هغه ټول په دي ډول دي چي غيرمسلمانان هميشني دوزخيان دي اوکافران به هميشه لپاره په دوزخ کښي وي [/quote:80021c1b5b]

په قران کښي داسي څه زما نه پياديږي چه راغلي وي ٠ چه کافر به همېشه په دوږخ کښي وي ٠ هو ٠ ولهم عذاب عظيم ورکول کيږي ٠ يو الله ښه پوهېږي چه عذاب عظيم
څرنګه عذاب دۍ ٠
او دمسلمان په باب زه داسي فکر کوم چه الله فرمايي
محمد عليه السلام حريص لري ٠ دوږخ ته به مسلمان نه پرېږدي ٠ يو خو حاريص دي
اوبل نازولي هم دي ٠ هيڅ وخت به خدای د نازولي رسول ناز پر مځکه وانه چوي ٠
د ليل مي دغه ايات دي ٠ [color=violet:80021c1b5b]." لقد جاء کم رسول من انفسکم عزيز عليه ما عنتم حريص عليکم بالمومنين رئوف رحيم "[/color:80021c1b5b]
[quote:80021c1b5b]،اوکه چيري ددوزخ تړل کيدلوپه هکله کوم باوري اوموثق دليل وجودونه لري نوښه به بياداوي چي په راتلونکي ددوزخ تړل کيدونظريې څخه تيرشو ٠ [/quote:80021c1b5b]
چه زه دومره باور لرم چه الله دغوندي مهربانه دي ٠ او ته راته وايي چه يا نه دي مهربانه ٠ دابه د خدای پر صفاتو تېری وي ٠
د موسی کليم الله قصه درته معلومه ده چه کوه طور تلۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او الله پښتنه
ترې وکړه ٠ چه موسی پر لاري دي څه و ليدل ٠٠٠٠٠٠
زما دا عقيده ده چه بې اندازي بخښونکي رب دي ٠ ايا دا نه منې چه بخښونکی دي وي او دۍ ؟؟؟؟


Anonymous
16.03.2005

حليمي صيب سلامونه مي بياومنئ
ډيردعزت وړه لومړئ خوبه څومره ښه وای اويابه ښه وي چي دغه احاديث مبارکوپښتوژباړه د ليکلي وای اويادلطف له مخي اوس راته وليکئ ترڅوزمونږغوندي اميان ورباندي وپوهيږي چي رښتياهم ددي حديث شريف له مخي غيرمسلمانان باالاخربخښل کيږي اودوزخ تړل کيږي نوبه زمااوستابحث پای ته وره سيږي

[quote:d50ab2a78c]چه زه دومره باور لرم چه الله دغوندي مهربانه دي ٠ او ته راته وايي چه يا نه دي مهربانه ٠ دابه د خدای پر صفاتو تېری وي ٠
د موسی کليم الله قصه درته معلومه ده چه کوه طور تلۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او الله پښتنه
ترې وکړه ٠ چه موسی پر لاري دي څه و ليدل ٠٠٠٠٠٠
زما دا عقيده ده چه بې اندازي بخښونکي رب دي ٠ ايا دا نه منې چه بخښونکی دي وي او دۍ ؟؟؟؟[/quote:d50ab2a78c]

بي له شکه حليمي صيب چي خدای پاک جل جلاله ډيرزيات مهرابان اوبخښونکئ دی خوالبته په اخرت کښي يواځي په هغه چامهرابان دی چي له دونيانه دايمان سره تلئ وي اودغيرمسلمان بخښل خودلومړي ځل لپاره اورم اودموسی کليم الله قيصه که راته وليکي ډيربه خوښ شم چي ښايی دالرحمن اوالرحيم معنی توپيربه هم ورڅخه جوت شي ٠
په درنښت
امي


Anonymous
16.03.2005

حليمي صيب سلامونه مي بياومنئ
ډيردعزت وړه لومړئ خوبه څومره ښه وای اويابه ښه وي چي دغه احاديث مبارکوپښتوژباړه د ليکلي وای اويادلطف له مخي اوس راته وليکئ ترڅوزمونږغوندي اميان ورباندي وپوهيږي چي رښتياهم ددي حديث شريف له مخي غيرمسلمانان باالاخربخښل کيږي اودوزخ تړل کيږي نوبه زمااوستابحث پای ته وره سيږي

[quote:44d056da08]چه زه دومره باور لرم چه الله دغوندي مهربانه دي ٠ او ته راته وايي چه يا نه دي مهربانه ٠ دابه د خدای پر صفاتو تېری وي ٠
د موسی کليم الله قصه درته معلومه ده چه کوه طور تلۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او الله پښتنه
ترې وکړه ٠ چه موسی پر لاري دي څه و ليدل ٠٠٠٠٠٠
زما دا عقيده ده چه بې اندازي بخښونکي رب دي ٠ ايا دا نه منې چه بخښونکی دي وي او دۍ ؟؟؟؟[/quote:44d056da08]

بي له شکه حليمي صيب چي خدای پاک جل جلاله ډيرزيات مهرابان اوبخښونکئ دی خوالبته په اخرت کښي يواځي په هغه چامهرابان دی چي له دونيانه دايمان سره تلئ وي اودغيرمسلمان بخښل خودلومړي ځل لپاره اورم اودموسی کليم الله قيصه که راته وليکي ډيربه خوښ شم چي ښايی دالرحمن اوالرحيم معنی توپيربه هم ورڅخه جوت شي ٠
په درنښت
امي


نقاد
16.03.2005

سلامونه امبارونه محتر م استاد حلیمي صاحب او ښاغلي امي صاحب ته د نيکو هيلو سره جوړه وړاندې کوم !
داسې بريښي چې له موثق شرعي دليل پرته يو د بل اند نه مني او د امي صيب او د استاد صاحب تر منځ د هوکړې ټکی رامنځته نشو، ځکه چې تراوسه پورې داسې یو ايت او حديث ښايي نه وي موندل شو چې د امي صيب پوښتنه ورځواب کاندي .

اصلأ خو ددې موضوع سرليک هم دا سې پوښتني چې انسان پخپله يو محدود موجود او ژوند يې هم محدود دی ، په تيره بيا د هغه عمل او کړنې لا محدودې دي، نو دا محدود او نيمګړي موجود د خپل نيګړي ژوند د ﻻ نيمګړي او محدود عمل په نتيجه ګې څنګه د يوه ﻻ يتنهي ژوند او په هغه کې د جنت د ﻻيتنهي عيش او عشرت سره ، او يا په دوزخ کې د ﻻ يتنهي سزا او عذاب سره چې پای ونه لري مخامخ کيږي؟
هو دا سمه بريښي چې د محدود ښه يابد عمل له کبله نه ، بلکې د هغې دنيت اوارادې له امله انسانانو ته اخروي اجرونه او يا سزا ګانې ورکول کيږي ، نو ښايي چې د مجازاتو او مکافاتوسره د اړوندو عملونو په تړاو صرف دنيت او ارادې انډول په پام کې ونيول شي :
نيت او اراده د روح کار بلل کيږي او ديني عقايد يې دهرچا نیت اواراده په هره برخه کې دروح له اذلي پيدايښت سره تړلې بولي ، خو انسان یې په خپل دنياوي ژوند کې د بدلون يا پښيمانۍ چانس هم لري .
داچې دارواحانو د پيدايښت وخت ، نيټه او له هغه راهيسي تير شوي قرنونه هډو مالوم نه دي، بلکې نامحدود ې مودې ته تقرب کوي ، لکه د ملايانو په وینا الله تعالی ارواحان له مادي نړۍ څخه پخوا پيدا کړي دي، چې دنړۍ مادي ژوند ته يو دبل پسې داخلیږي او له مړينې سره سم لهبیابیرته له بدن څخه وخي او تر قيامته پورې صبر کوي ، څو بيا د مړو جسدونو د راژوندي کيدلووسيله وګرځول شي . نو هغه څوک چې کافر مري ، که د قيامت تر ورځې پورې ېي روح کافر پاتې کيږي، او دغه موده د مړینې او قیامت ترمنخ هم مالومه نه ده چې څومره اوږده ده ، په دې ډول هم که له پيدايښت نه تر قيامته پورې دارواحانو د عمر موده دهغوی د مجازاتو او مکافاتو د مودې سره مساوي وبولو، نو ډيره اوږده موده ده چې په اصطلاح ﻻيتنهي يا نامحدودې مودې ته نږدې کيږي .نوکه د ارواحانو له لومړني اذلي پيدايښت څخه د قيامت تر ورځې پورې د تيرې شوې مودې سره مساوي موده هم کافران په دوزخ کې پاتې وي، هم خورا ډيره او کابو نامحدوده دوره ده . او تر هغه وروسته ددوزخونو تړل هم دا معنی نه لري چې دوی به بیا جنت ته داخليږي او ښايې دغه هم د يو ډول عذاب بڼه ولري چې نا محدوده موده دوام پيدا کوي . او داچې جنتونه ولې بيا له منځه نځي ، ښايی الله تعالی يې پر نوموړي انډول سربيره پر مؤمنانو لوروي او نا محدود دوام ورکوي . پدېتګ هم د جنتيانو او نه جنتيانو توپير دتل له پاره د دوزخونو له تړلړلو وروسته دوام لري. آيا همداسې خو به نه وي؟ والسلام .


غمناکه چيټيات

pattang
16.03.2005

خداي پاک مي دې غاړې نه بنده وې ،دويښ زلميانو په وخت کې داسي باسونه او کسي شروع شوي خوا دخلقيانو په وخت کې بيخې اوج ته ورسيدی٠ نويوه عقيدوي پاک انسان ته به دوي مرتجع ويلې او کله کله به ئي هم د CIA مذدور باله . دغه انسان به ئي له ژونده مايوسه کړ او له ټولنه به ئي ورا ټه ٠ ځوانانو کاشکي مي دا سې ليکني نن شپه نوي لوستلې نو خداي پاک دي نن شپه ماته خوب راولې ٠

داسلام او پښتنولې په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
17.03.2005

پتنګ جانه سلام
فکر نه کوم چه ويښ زلميان دي ليدلي ، يا پېږنې ٠

ښاغلي ،جامع متبحر مېلمه صاحب او دانشمند امي صاحب سلام
تاسوته معلومه ده چه : لقد جاء کم رسول من انفسکم عزيز عليه ما عنتم حريص عليکم بالمومنين رئوف رحيم " ايات د قران دي ترجمې ته ضرورت نسته (التوبه ١٢٨ مؤمنان خو رسول عليه السلام د اوره راګرځوي انشا الله ٠ دائې دا
پاته سوه کفار چه انشا الله هغه به هم پسله ډيره وخته له دوږخه راوزي ٠ ولي ؟؟
ايا د الله په غيرت کښي شک لرې ٠ او تر الله بل غيرتي درمعلوم دي ؟؟؟؟
داسي غيرتي رب دي چه : تږي سپي ته اوبه څوک ورکي ٠ بخښي ئې
سړی تږي وو او څاه ته کښته سو اوبه ئې وچښلې چه راوختي ٠ سپی ئې ولي دۍ
چه تږي وو برته څاه ته کښته سو او موزه ئې په خوله نيولې ٠ راوختي او سپی ئې اوبه کړي ٠
حدثنا قتيبة بن سعيد، عن مالك بن أنس، فيما قرئ عليه عن سمى، مولى أبي بكر عن أبي صالح السمان، عن أبي هريرة، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ بينما رجل يمشي بطريق اشتد عليه العطش فوجد بئرا فنزل فيها فشرب ثم خرج فإذا كلب يلهث يأكل الثرى من العطش فقال الرجل لقد بلغ هذا الكلب من العطش مثل الذي كان بلغ مني ‏.‏ فنزل البئر فملأ خفه ماء ثم أمسكه بفيه حتى رقي فسقى الكلب فشكر الله له فغفر له ‏"‏ ‏.‏ قالوا يا رسول الله وإن لنا في هذه البهائم لأجرا فقال ‏"‏ في كل كبد رطبة أجر ‏"‏ ‏.‏

که د خدای په غيرت کښي شک راوړې ٠ نو ايمان د سړي په شک کښي دۍ
دغسي ده که يا ؟؟؟؟


Anonymous
17.03.2005

حواله راڅه هيره سوه ٠
صحيح مسلم
فصل : كتاب السلام
باب فضل ساقي البهائم المحترمة واطعامها


Anonymous
17.03.2005

ګرانواوخوږوپوهانوهريونقادصيب ،پتنګ صيب اودروندحليمي صيب سلامونه اونيکي مي ومنئ
دقدرمن پتنګ صيب په ليکنه خومي سرخلاص نه شوچي ښاغلي پورته ليکنه په کوم مفهوم ليکلي او ولي دومره ورڅخه تنګ شوئ ،خيرهرڅه چي وي هيله ده په واضحوټکوکښي دبياليکلوتکليف وکړي خوترکومه چي په بحث پوري اړه لري زماپه اند ډيرپه زړه پوري بحث دی اوبايدچي ورته پريکنده ځواب وويل شي ٠
دعزت وړحليمي صيب خدای پاک دراڅخه مه خوابدئ کوه وروستئ ليکنې داحساساتي بڼه لري چي له يواخودبحث اصلي موضوع تګ لاره بدلوي اوله بلي خواغواړي دايمان په شک اويادخدای جل جلاله غيرت کښي شک په پلمه پوښتونکئ دکفرټاپې لګولوپه ګواښ غلئ کړي چي ناکامه هڅه يی بللئ شو،لکه څنګه چي ستاسو له عادت شريف څخه ښکاري چي ديوموضوع له قناعت وړځواب نه پيداکولو وروسته ددبحث مسيربدلولوهڅه کوی چي دا يوښه کارهم نه دی ٠

[quote:2ed95ad75d]پاته سوه کفار چه انشا الله هغه به هم پسله ډيره وخته له دوږخه راوزي ٠ ولي ؟؟
ايا د الله په غيرت کښي شک لرې ٠ او تر الله بل غيرتي درمعلوم دي ؟؟؟؟
داسي غيرتي رب دي چه : تږي سپي ته اوبه څوک ورکي ٠ بخښي ئې [/quote:2ed95ad75d]

دالله جل جلاله له غيرت نه مي قربان کړي ،ماځکه ويل چي تاسواحساساتي شوي ياست اودليکنې موضوع موبل لوري ته کږه ښکاري ،ترڅوچي په صفااو واضح ټکوداسي کوم ايت يا حديث شريف پيدانکړوچي دهغه له مخي دکفاربخښل اودوزخ تړل کيدل راغلي وي مونږ بايدهيڅکله هم دالله جل جلاله رحم ،کرم اوغيرت په دي معنی وانه خلوچي بالاخرکافران هم بخښل کيږي اودوزخ تړل کيږي ٠
پاتي شودتږي سپي داوبوخبره ٠هغه يومسلمان ګنهګارووچي الله پاک جل جلاله تږي سپي ته داوبوورکولوله امله وبخښلو ،نه داچي هغه کافرواويادکفر په حالت مړشوی وو اوبيا خدای پاک جل جلاله بخښلئ وي ،تاسوته دابه معلوم چي کافرته دنيک کارکولوبدله په دونياکښي ورکول کيږي ٠
نوحليمي صيب تاسوبياپه کوم دليل پورته دتږي سپي قيصه دکفاروپه بخښلوحمل کوی ٠
په درنښت

امي



ع کريم حليمي
17.03.2005

السلام عليکم ورحمه الله برکاته
خير دۍ چه راغلۍ داسي خلګ پخواهم وه چه مسجد ته راغله نو
[color=brown:0d86a6ed66]‏"‏ إن هذه المساجد لا تصلح لشىء من هذا البول ولا القذر إنما هي لذكر الله عز وجل والصلاة وقراءة القرآن ‏"‏ ‏.‏ أو كما قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏.‏ قال فأمر رجلا من القوم فجاء بدلو من ماء فشنه عليه ‏.‏ [/color:0d86a6ed66]

مسجد ته بعضي وخت يو جحش ،يو صحرايي هم راسي ٠ داسي کار وکي چه په هيڅ
کتاب روا نوي ٠ کله چه صحرا راغلۍ نو اصحابودغسي نارې کړې٠ نحن في المسجد مع رسول الله صلى الله عليه وسلم إذ جاء أعرابي فقام يبول في المسجد فقال أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم [color=red:0d86a6ed66]مه مه[/color:0d86a6ed66]

اول به بخشنه و غواړم له نقاد صاحب څخه ٠ غوښتل مي چه نقاد صاحب نوم وليکم
په خطا سره مي مېلمه وليکلۍ ٠
درنو دانشمندانو ! هر يو نقاد صاحب او امي صاحب او درنو لوستونکو !
په دې څوک نه ګناه کار کيږي : که څوک ووايي چه اخير به خدامؤمنان ، ايمانه داره ،کفر ، ټول و بخښي ٠ د دغسي غيرتي رب څه دا عمل ليري ندي ٠
اومي صاحب ستاسو څخه هم بخښه غواړم ٠ چه احساساتي ليکنه درته معلومېده
مسجد ته چه صحرايي راسي ٠ د ليکوال ليکنه يوڅه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ کيږي ٠

[quote:0d86a6ed66]نوحليمي صيب تاسوبياپه کوم دليل پورته دتږي سپي قيصه دکفاروپه بخښلوحمل کوی ٠ [/quote:0d86a6ed66]
وروره !
په حديث کښي راغلي چه : رجل يمشي ٠ داسي ئې نه دي ويلي چه يمشي مؤمن
نو چه رجل سي ٠ هرشئ به وي ٠ کفر ،ايمانداره يا مؤمن ٠
او په نړئ کښي ايمانداره خلګ ډير دي تر بې ايمانه هو مسلمانان لږ دي ٠ کتاب داسي راوړي چه
صحيح مسلم كتاب الإيمان باب معرفة الإيمان والإسلام والقدر وعلامة الساعة
قال فأخبرني عن الإيمان ‏.‏ قال ‏"‏ أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر وتؤمن بالقدر خيره وشره ‏"‏ خبر مي که چه ايمان چشي دۍ ٠ چه خدای مني ، ملائکه
مني او کتاب مني او رسول مني او اخرت مني او خير و شر مني ٠ نو دا ايمانداره سو
او مؤمن بيا هغه څوک دي چه : وقال يا محمد أخبرني عن الإسلام ‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ الإسلام أن تشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدا رسول الله وتقيم الصلاة وتؤتي الزكاة وتصوم رمضان وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلا ‏.‏ قال صدقت ‏.‏ قال فعجبنا له يسأله ويصدقه ‏.
چه تشهد ،لمنځ،زکات، د روژې د مياشتي روژه ، حج چه قدرت ولري

او نو چه تاسو شک لرۍ ٠ په دې خبره کښي ٠ چه خداي هيڅ وخت کفار نه بخښي ٠
نو د خدای د غيرته ئې ليري بولۍ ؟؟؟؟؟
ماته خو هيڅ ليري نه برېښي [/quote]


pattang
18.03.2005

محترم حليمي صيب سلام عليکم اما بعد !
عيقده علم ندي اوميراثي شي دي ، چې خپلې وظيفي لرې , نودا ټول بحث په علمي محتوياتو کې يواځي او يواځي يو shenanigans دي او بس محترمه

دپښتنوالي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
18.03.2005

ښاغلې پتنګه وروره !


[quote:ac677a9c26]عيقده علم ندي اوميراثي شي دي ، چې خپلې وظيفي لرې , نودا ټول بحث په علمي محتوياتو کې يواځي او يواځي يو nshenanigas دي او بس محترمه [/quote:ac677a9c26]
عيقده علم ندي اوميراثي شي دي ٠ نه سوم پوه !
که دغه كــــلمات تشرح ګړۍ نو به پوه شو چه تاسو څه shenanigans په قلب کښي
لرۍ ٠ يا عطف ئې پر چشي کوۍ ٠ ؟؟؟؟؟
nshenanigas (شيطانت )


ستا سو احترام پر ما فرض دي٠

pattang
18.03.2005

محترم حليمي صيب سلام عليکم !
په دودي ډول ستا سو احترام پر ما فرض دي٠
خو زه عمومي ليکم :
څوک چی له خپل محيط نه څه شئ نشي اخستلاي او تحليلي ئي بيرته نشي ورکولای نو دغه وخت دي چی سړی حج ته لاړ شي او وروسته کرارپه کور کې کښينې .

په قلب کي شيطاني هم نلرم څکه چې دپښتون بابا مومند اوخوشحال خان خټک
لاس نيوی مې کړی دی٠

دپښتنوالي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
23.03.2005

درنو وړونو او خوندو سلامونه او ښې هيلي

مولانا جلال‌‏الدين بلخي فرمايي
هم بگو تو، هم تو بشنو، هم تو باش٠٠٠٠٠ ما همه لاشيم، با چندين تلاش

لاشيم عربي ده په معنا د غلاف يا پوښ ، چه په عربي جمله کښي داسي استماليږي
يا عمر لم اكن لاشيم سيفا(اې عمره هيڅ کله به په پوښ نه کړم توره )
هم ويل وکړه ، هم ئې واوره ، موږ ټوله غلاف د دغه څخه ، پر ټوله تلاښ سربيره ٠
مطلب داسو پټه خول اوسه ٠ دا دنيا هغه چا خرابه کړې ٠ چه ډيري خبري ئې کړي
حداقل هغه څوک چه خاموشه دي ٠ د جهان په خرابي ، ويراني کښي لاس نه لري ٠
هم دغه دليل د خاموشۍ له پاره کافي دي ٠

مولانا مثنوي په كلمه د«بشنو»يعني واوره شروع کوي ،ا والله قرآن په كلمه د«اقراء»، يعني «ولوله» شروع کوي

هرڅه چه وايي اول يي د ځان سره تکرار که غوږ ورته ونيسه چه څه ليکم څه وايم ٠ او کوښښ وکړه چه د دغه ذکر سوي طريقې څه ځان په غلاف کښي ونه پېچې ٠ که دي عملي نه کړي ٠ نو د دنيا په خرابۍ شريک سوې ٠ حد اقل که پټه خول وې نو د جهان
د خرابې کښي لاس نه لرې ٠
......................................................................................................................................................
لږ د يوې فلسفې سره ټکر يم ٠ څه چه ليکم د مشخص لپاره (تحليل مشخص کوم د مشخصي موضوع د پاره )

راځم داګړی د اخيرت و عذاب و موضوع ته
يو ډير لوی اصل دي په اسلام کښي ٠ چه انسان ژوند بايد د خوف او رجا تر مينځ وي
د ځوانۍ ژوند بايدپه خوف کښي تيرسي ٠ اوکله چه سړی زوړ يا بوډا سوو ژوند دي
په رجا کښي تيروي ٠

خوف د تقواته هم ويل کيږي ٠ او هر څوک چه بېره لري د الله څه هغه دوستان د خدای دي ٠ او الله فرمائې چه :ان أولياءالله لاخوف عليهم ولاهم يحزنون
نو څوک چه په خوف کښي ژوند تېر ه وي ٠ نو هغوۍ اوليا دي او نو هيځ خزن نه لري په اخيرت ٠ او حضرت علی کرم الله وجهه ارشاد فرمايي چه :لايرجون احد منكم الا ربه ( و خپل خدای ته اميد واره اوسۍ ) نو رجا (اميد) ضرور ده ٠ نا اميدي هم شرعا
نده ښه ٠


Anonymous
23.03.2005

[quote:46682b7c99="pattang"]محترم حليمي صيب سلام عليکم اما بعد !
عيقده علم ندي اوميراثي شي دي ، چې خپلې وظيفي لرې , نودا ټول بحث په علمي محتوياتو کې يواځي او يواځي يو shenanigans دي او بس محترمه

دپښتنوالي په مينه پتنګ[/quote:46682b7c99]

محترم پتنګ صيب ته سلام.
دا پورتنۍ لنډه ګنډه يوه جمله ليکنه د څه له پاره شوې؟ ايا مطلب يې يو غږ ، يوه فتحه ورکول يا کوم خبر داری دی او که ملنډې يې بللی شو ؟ زياتره يوه اړ ته ورته ښکاري ، خو اړ حل غواړي او پتنګ جان يې حل هم نه دی غوښتی، ولې محترم حليمي صاحب چې ترې د مطلب د وضاحت پوښتنه کړې ، تر هغه وروسته هم پتنګ صيب نه د ه روښانه کړې چې شينانيجانس څه ته وايي او دلته ترې څه مطلب دی. بل داچې وايي (( عقيده ميراثي شی دی)) ، حليمي صاحب يې وضاحت غوښتی چې څنګه او ولې ميراثي شی دی؟
ايا صرف پر دې چی له مور او پلار څخه سړی په ماشوم توب کې دينې عقيده کسبوي ، که هغوی هندوان وي اوﻻد ته هندو ګري او که مسلمانان وي اوﻻد ته اسلامي عقيده ښيي او پرې روزي يې ، نو کورنۍ دينې ښوونه او روزنه کسبي نشوه ميراثي شوه ؟ که ارثي وي نو بيا خو ښونې او روزنې ته هم اړتيا نه لري ، او که نه مطلب مو بل څشی دی : تاسو خو عقيده هم نه بلکې عيقده ليکلې ده ، ښايې کوم نوی لغت ( عيقده) مو کارولی وي چې مونږ نه دی اورېدلی او په معنی يې نه پوهيږو :[color=red:46682b7c99] عيـــقده [/color:46682b7c99]، يعنې څه ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more