د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ابدي ، لايتنهي اوږود او لنډ مهاله ( موقتي ) ژوند تړاو

Ghairat
05.12.2004

کله چې د انسان دنيوي ژوند لنډ او محدود ولې اخروي ژوند يې ابدي، نامحدود او ﻻيتنهي ژوند وي، نو د نامحدود ﻻيتنهي ژوند په وړاندې د انسان دنيوي ژوند ﻻيتنهي محدوداو ﻻيتنهي لنډ دی چې صفر ته تقرب کوي ! پوښتنه داده چې صفر ته په تقرب کې ﻻيتنهي محدود لنډ دنيوي ژوند څرنګه د يوه ناحدود او ﻻيتنهي ابدي ژوند اساس ګرځيد ﻻی شي ؟ که داسې نه وي نو ابد او ابديت بل څه معنی ؟؟؟ آيا دانسان له خلقت د مخه هم د هغوی
ا رواحانو دانسانانو تر فزيکي خلقت پورې څومره او څرنګه ژوند تيرکړی دي.؟؟؟



ع کريم حليمي
13.12.2004

ګرانه وروره غيرت صاحب سلامونه او منه
د دغه سوالو جوابونه زما سره سته ٠ اما په اسلامي اصولو کي نه دي که ئې د منطق په چارټ کښي مطرح کړي
بحث به ښه په ازاد شکل پر وکړو ٠ څو د ملايانو دفکري عضيت سبب نسم ٠ فکر کوم چه نور دوستان به هم برخه
پکښي واخلي ٠ چون خبر طبيعي اصول غواړي نو ممکن د ګران ځواکمن صاحب د علاقې وړ هم وګرځي ٠



طالب جان
16.01.2005

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره غيرت صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
قدرمنه :داچي دځاني بوختياوو له امله ستاسي دپوښتني ځواب له خوراځنډه وروسته ليكم نو بښنه غواړم .
پتمنه ستاسي پوښتني ته څلور ډوله ځوابونه ويل كيداي شي :
[color=blue:4c0b4f8601]لومړى ځواب [/color:4c0b4f8601]: دالله تعالى له لوري دجزا او سزا دوركولو تړاو دعمل (كړني) له مودې سره نه بلكه دهغه له شدت سره دى .دساري په توګه كه څوك دچا په كور كي يوه ګړۍ غلا وكړي نو دنړۍ هيڅ كوم عدالت يا محكمه به هغه ته ديوې ګړي دبند تيرولو سزا ورنه كړي بلكه كه په هغه هيواد كي دغلا لپاره په كلونو بند دسزا په ډول ټاكل شوى وي نو هغه يوه ګړۍ غلاكوونكى به هم دخپل يو ګړييز عمل په بدله كي كلونه په بند كي تيروي او دې ته به عدل او انصاف هم ويل كيږي .
[color=indigo:4c0b4f8601]دوهم ځواب [/color:4c0b4f8601]: كفارو ته دتل لپاره په دوزخ كي عذاب وركول عقلا هم دعدل خلاف خبره نه ده ,ځكه چي كافر دكفر په كولو سره دلوي پالونكي جل جلاله له هرجوړښت او هرصفت څخه انكار كړى او دالله تعالى صفتونه بې شميره دي او هر صفت يي تل پاتي دى . ځكه نو وړ داوه چي دالله تعالى جل جلاله دهر صفت په بدله كي كافر ته پاي ته نه رسيدونكى عذاب وركول شوى واي , حال داچي اوس كافر ته يواځي دهغه دكفر سزا وركول كيږي له دې څخه له ورايه څرګنديږي چي دخداي جل جلاله له لوري دكفارو په عذاب كي هيڅ زياتوالى نشته ,بلكه كمى دى او دا عين عدل او انصاف دى .
[color=blue:4c0b4f8601]دريم ځواب [/color:4c0b4f8601]: دهري كړني بدله دنيت په بنسټ ټاكل شوي ده , چي څنګه نيت وي نو دنيت په پرتله به هغه ته دعمل بدله وركول كيږي .دساري په توګه : كه يوسړى په لاره روان وي او له هغ څخه لس زره روپۍ په يوه خلته كي وې ,دشپې په توره شپه كي له هغه څخه داروپۍ ولويدې او ده ته هيڅ خبر هم نه وو چي داپيسې له ده څخه لوېدلي ,نو ناڅاپه يي له هغې خلتې څخه پښه ولګيده او چي رااوچته يي كړه نو ويي كتل چي دا خو خلته ده او روپۍ پكي دي نو فكر يي وكړ چي دا چي دهر چا پيسې وي اوس خو ما بياموندلي دي نو زه به يي پخپله استعمال كړم او پدې نيت يي دا خلته جيب ته كړه نوددې سړي داكړنه ګناه بلل كيږي .نو سره له دې چي په حقيقت كي دې سړي خپلي پيسې راپورته كړي خو نيت يي نا سم وو ځكه نو ددې پيسو په جيب كي ښودل ورته ګناه وبلل شول .
خو ددې برخلاف كه يي دبل چا روپۍ راپورته كړې او ګمان يي وكړ چي داخو دده خپله خلته او خپلي روپۍ دي نوپدې كي هيڅ ګناه نشته . (خو كه هغه ته څرګنده شوه چي دا دبل چاروپۍ دي نو بيا يي له خپل ځان سره ښودل ورته روا ندي ,بلكه كه شوني وه نودمال تر څښتنه پوري يي وررسول اړين دي ,او كه شوني نه وه نو تريوڅه مهاله دې له ځانه سره وساتي بيا دي صدقه كړي او ثواب دې دمال څښتن ته ور ورسوي ) .
نو وګورۍ چي دنيت له امله دخپل مال راپورته كول حرام او دبل مال راپورته كول روا وګرځيدل .
نو اوس ښايي پوه شو چي كافر چي كفر كوي نو نيت يي داوي چي دتل لپاره به په خپل كفر كلك ولاړوي او مسلمان بيا وايي چي تل به په اسلام ولاړوي ځكه نو كفارو ته په دوزخ كي تل عذاب او مسلمانو ته تل پاتي رحمت او نعمتونه وركول عين انصاف دى .
خو كه څوك ووايي چي ډيرى خلك خو دين بدلوي نو دهغه لپاره ځواب دادى چي دا سي كسان چي دين بدلوي نو هغه هم په دې نيت چي تل به په هغه دين ولاړوي .
[color=indigo:4c0b4f8601]څلورم ځواب [/color:4c0b4f8601]: دنړۍ حكومتونه چي كوم قوانين جوړكړي نو اعلان كوي چي دفلاني جرم فلانۍ سزا اودومره كلونه بنددى . نو كه كوم مجرم ونيول شي او هغه ته ټاكل شوي سزا وركړل شي نو هيڅوك هم دا تيرى نه بولي او هيڅ ډول نيوكه نه ورباندي كوي , همداراز انبيا كرام رضوان الله تعالى عليهم اجمعين دخداي جل جلاله له لوري بندګانو ته ټاكل شوي وو او هغوي په يډر شفقت سره خپلو امتونو ته وويل چي له پالونكي څښتن سره شريك نيول يا يي له څيلمي انكار كول ترټولو لوي تيرى او ظلم دى .په خداي جل جلاله باندي دايمان راوړو پايله جنت او دكفر پايله بيا دوزخ ده .چا دا اعلان زر كاله وكړ ,چا بيا نهه نيم سوه كاله دخلكو له لوري وربړيدل , وښكنځيدل ,طعنې وركړل شوې , دحكومت په شان يي په يوه وار اعلان كولو بسنه ونه كړه بلكه د ډير شفقت , همدردي , اخلاص څخه په ډك زړه اودسرښندني په وركولوسره يي په څو څو وارا دا اعلانونه وكړل چي دناوړو كړنو په ارتكاب سره دتل پاتي عذاب بندته مه ځۍ اوس نوكه څوك ددې اعلانونو له كولو سره سره ټول عمر دا جرم كوي نو دهغه سزابه هم هغه وي كومه چي په نوموړو اعلانونو كي بيان شويده .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .



ع کريم حليمي
19.01.2005

محترم غيرت صاحب ، دروند طالب جان صيب ، درنولوستونکو سلامونه او ښې هيلي
که د چاڅه پوښتنه وسي او پوښتنه په اول سر کښي صحيح نوي ٠ څوک چه جواب ورته پيدا کوي ٠ نو جواب ئې هم صحيح نه وي ٠
او که پوښتنه صحيح شوې وي ٠ نو که جواب ور کونکۍ سره پوهه وي ٠ طبعأ هم صحيح جواب ورته ورکوي ٠
که زه تاسو ته جواب درکوم نو دغه دوه حاله څخه به خالي نه وي
[quote:2bc53e10f3]کله چې د انسان دنيوي ژوند لنډ او محدود ولې اخروي ژوند يې ابدي، نامحدود او ﻻيتنهي ژوند وي، نو د ناحدود ﻻيتنهي ژوند په وړاندې د انسان دنيوي ژوند ﻻيتنهي محدوداو ﻻيتنهي لنډ دی چې صفر ته تقرب کوي ! پوښتنه داده چې صفر ته په تقرب کې ﻻيتنهي محدود لنډ دنيوي ژوند څرنګه د يوه ناحدود او ﻻيتنهي ابدي ژوند اساس ګرځيد ﻻی شي ؟ که داسې نه وي نو ابد او ابديت بل څه معنی ؟؟؟ آيا دانسان له خلقت د مخه هم د هغوی
ا رواحانو دانسانانو تر فزيکي خلقت پورې څومره او څرنګه ژوند تيرکړی دي.؟؟؟[/quote:2bc53e10f3]
ګرانه غيرت صاحب !
زه د ادم عليه السلام همزولي يو٠ او ادم تر ما او تاسو مشر نه دۍ ٠
دومره خبره ده چه ادم تر ما او تاسو لمخه راغلۍ دي دونيا ته ٠ پيداسوي يو په يوه وخت ٠
او دوهم ﻻيتنهي هيڅ مفهوم نه لري ٠ که وليکو چه لا انتها٠ نو په نړي کښي دا مفهوم نسته ولي چه هر څه اخيره لري ٠
او طالب جان ورور چه څه ليکلي ٠ د جزا په باب ٠ زمان په نړۍ کښي سته چه يو ساعت يوه ورځ يوه مياشت
دوهم ژوند دغه د ساعت او ګړي حساب نه لري ٠
که کړی (وخت ) وي نو بيا د نړۍ قوانين ټوله هلته بايد وي ٠
نو جنت او دوږخ بيا اخيره لري ٠
او الله فرمائې چه اخيره نسته ٠ لا انتها حيات به وي
نو چه لا انتها حال وي ٠ نو نه سو ويلای چه جزا به دومره وخت وي (دوږخ) او ياجنت
دوږخ ته چه څوک ورغله ٠ په درې واره خلګ ترې راباسي ٠
اول وار ٠ هغه خلګ يو اندازه ګناه وي ئې کړي وي ٠
دوهم وار بيا خلګ څيني راباسي ٠دچه تر اولي ډلي ئې ګناه وي ډيري وي
او په دريم وار ټوله ترې راباسي ٠
او د دوږخ سر تړل کيږي ٠ څوک به نوي پکښې ٠
ولي چه رحم د الله غلبه کوي پر قهر (رحم غالب دي پر قهر)


Anonymous
21.01.2005

غيرت :

ډير ښه استاد حليمي صيب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله !
پوښتنه داده چې
ا ـ پر پاک قران کې د ( خالدين فيها ابدا) عبارت په جنت کې د مومنانو او هم په دوزخ کې د کافرانو لپاره راغلی دی .
٢ـ که وخت په اخرت کې نه وي نو اندازه خو به وي، که د کفر سزا د وخت يا اندازې له مخې محدوده او معينه شي، نو بيا خو کيدای شي انسان او دهغه ګناه ډيره وړه
او کوچني و ګڼل شي او سزا يې هم په ورته ډول ور وټاکي .
٣ ـ د وخت او زمان په نه موجوديت سره بايد په اخرت کې هيڅډول حرکت او خوځښت هم موجود نه اوسي او مادي تغيرات او پروسی هم امکان ونه لري . ځکه وخت يا زمان د مادي تغراتو او خوځښتونو توګه ده. والسلام



ع کريم حليمي
22.01.2005

ډېر دورند ورور غيرت صاحب سلامونه او هم د نيکمرغه اختر مبارکي بيادرته وايم ٠
[quote:7e5ea9a667]ا ـ پر پاک قران کې د ( خالدين فيها ابدا ) عبارت په جنت کې د مومنانو او هم په دوزخ کې د کافرانو لپاره راغلی دی [/quote:7e5ea9a667]
د خالدين فيها ابدا د ترجمې څه داسي معلوميږي ٠ چه يوازي او يوازي الله خبر دي يا يوازي الله پوهيږي ٠ چه څومره ٠ او يوازي الله پو هيږي ٠ چه د جزا مقياس واحد څه شي دی ٠ او هم الله صمد دي ٠ چاته مسؤليت نه لري
دغه د اخلاقو کتاب خو ده را استولۍ موږته او موږ مسؤليت لرو دئ مسؤل نه دي دئ قران ته
پر الله خو کوم سياسي پشار ندۍ برابر ٠ د خالدين فيها ابدا ٠ اندازه موږ داسي وايو چه ټوله عمر
ـ[quote:7e5ea9a667] که وخت په اخرت کې نه وي نو اندازه خو به وي، که د کفر سزا د وخت يا اندازې له مخې محدوده او معينه شي، نو بيا خو کيدای شي انسان او دهغه ګناه ډيره وړه [/quote:7e5ea9a667]
وړې ګناه وي خو پر دغه دونيا پاکيږي ٠ په او داسه د يوه لمانځه تر بل لمانځه ٠ په ناجوړي ٠ په زوز يعني که په چا خار چګ سوو هم ئې وړه ګناه پاکيږي ٠ موږ او تاسو يوازي د لوی ګناه سره ځو اخيرت ته ٠
ـ[quote:7e5ea9a667] د وخت او زمان په نه موجوديت سره بايد په اخرت کې هيڅډول حرکت او خوځښت هم موجود نه اوسي او مادي تغيرات او پروسی هم امکان ونه لري . ځکه وخت يا زمان د مادي تغراتو او خوځښتونو توګه ده.[/quote:7e5ea9a667]
دغه فزيکي اصول چه پر مځکه دي ٠ دغه سي عيني فريکي قوانين هلته نسته ٠ که عيني فزيک هلته وي ٠
نو بيا خدای ته ضرور ده چه کيميا هم وي ٠ که کيمياوي اصول وي نو بيا انسان زړيږي ٠ ناجوړه کيږي ٠
او هم ئې تشناب په کاريږي ٠
هو يو ريسايکل سسټم سته چه څرنګه ٠ نه پوهيږم ٠
له که د مځکي چه پورته و خېژې نو ټوله فزيکي د جازبې قوه چه له منځه ځي ٠ نو تاسو فکر وکړې چه په اسمانو کښي په څومره فرق وي ٠ هلته د غه د مځکي علوم څه استفاده نه کيږي ٠


Anonymous
22.01.2005

حليمي صيب سلامونه اونيکي هيلې مي ومنئ
داچي له دوزخ څخه په دريم وارټول خلک رايستل کيږي اودوزخ بياخالي کيږي نوپوښتنه داده چي دامخلوق به بيا چيري ځي اياجنت ته به ځي ؟
دوهمه خبره داده چي اياستسودليکنې مطلب داکيدای شي چي غيرمسلمانان به تل ياهميشه په دوزخ کښي نه پاتي کيږي ؟ که داسي وي نوبيادجنتيانوبه څه حال وي ؟
هيله ده په دي هکله لږزيات وضاحت وکړئ


Anonymous
22.01.2005

امي صاحب زما سلامونه اونيکي هيلې هم ومنۍ
صوفي داسي الله ته داسي ويلي
يا الهي ٠ که د ګناه په سبب مي اورته داخلوې ٠ نو خدايه دغه اور راباندي لږ دۍ ٠ بل دوزخ راته جوړ که
يا الهي ٠ دغه زماپه لږ عبادت چه جنت راکوې داخو الهي ستاسو عطا ده ٠ نو چه عطا ده ٠ جنت نه غواړم
ديدار غواړم ٠
صوفي په لاري روان وو ٠ په يوه لاس کښي ئې اور وو په بل لاس کښي ئې اوبه وې ٠
چا ورته وويل صوفي چيري ځې ٠ صوفي ورته وويل ٠ ځم جنت ته اور وراچوم ٠ په دغه سره ٠ او دوږخ وژنم په دغه اوبو ٠ ولي صوفي ؟ په دې چه که ما خدای او رته اچوي ٠ دا دوږخ راباندي لږ دۍ ٠
اوکه جنت راکوي ٠ زه ئې نه غواړم ٠ بل دي راته جوړ کړي ٠ يعني ديدار غواړم

صوفي ٠ ولله ته ويل ٠ ياالهي ٠ که جنت په عبادت وي ٠ داخو رانيول شوه ٠ نو ته خو جنت نه خرڅوې ٠
چه پلورې ئې نه ٠ او مفت ئې راکوې ٠ نو ديدار غواړم ٠

[quote:67f77b6c1a]دوهمه خبره داده چي اياستسودليکنې مطلب داکيدای شي چي غيرمسلمانان به تل ياهميشه په دوزخ کښي نه پاتي کيږي ؟ که داسي وي نوبيادجنتيانوبه څه حال وي ؟ [/quote:67f77b6c1a]

هو داهم منم چه : آنها كه آيات ما را تكذيب كردند و در برابر آن تكبر ورزيدند درهاى آسمان برويشان گشوده نمى شود و (هيچگاه ) داخل بهشت نمى شوند مگر اينكه شتر از سوراخ سوزن خياطى بگذرد! (يعنى بهيچوجه امكان ندارد) اينچنين گنهكاران را جزا مى دهيم .(آيه 40 - سورت41 )

Lo! they who deny Our revelations and scorn them , for them the gates of Heaven will not be opened nor will they enter the Garden until the camel goeth through the needle ' s eye . Thus do We requite the guilty
[color=red:67f77b6c1a]د انسان ژوند د خوف او رجاء تر منځ دۍ [/color:67f77b6c1a]٠



ع کريم حليمي
22.01.2005

امي صاحب زما سلامونه اونيکي هيلې هم ومنۍ
صوفي داسي الله ته داسي ويلي
يا الهي ٠ که د ګناه په سبب مي اورته داخلوې ٠ نو خدايه دغه اور راباندي لږ دۍ ٠ بل دوزخ راته جوړ که
يا الهي ٠ دغه زماپه لږ عبادت چه جنت راکوې داخو الهي ستاسو عطا ده ٠ نو چه عطا ده ٠ جنت نه غواړم
ديدار غواړم ٠
صوفي په لاري روان وو ٠ په يوه لاس کښي ئې اور وو په بل لاس کښي ئې اوبه وې ٠
چا ورته وويل صوفي چيري ځې ٠ صوفي ورته وويل ٠ ځم جنت ته اور وراچوم ٠ په دغه سره ٠ او دوږخ وژنم په دغه اوبو ٠ ولي صوفي ؟ په دې چه که ما خدای او رته اچوي ٠ دا دوږخ راباندي لږ دۍ ٠
اوکه جنت راکوي ٠ زه ئې نه غواړم ٠ بل دي راته جوړ کړي ٠ يعني ديدار غواړم

صوفي ٠ ولله ته ويل ٠ ياالهي ٠ که جنت په عبادت وي ٠ داخو رانيول شوه ٠ نو ته خو جنت نه خرڅوې ٠
چه پلورې ئې نه ٠ او مفت ئې راکوې ٠ نو ديدار غواړم ٠

[quote:c0f91c9f60]دوهمه خبره داده چي اياستسودليکنې مطلب داکيدای شي چي غيرمسلمانان به تل ياهميشه په دوزخ کښي نه پاتي کيږي ؟ که داسي وي نوبيادجنتيانوبه څه حال وي ؟ [/quote:c0f91c9f60]

هو داهم منم چه : آنها كه آيات ما را تكذيب كردند و در برابر آن تكبر ورزيدند درهاى آسمان برويشان گشوده نمى شود و (هيچگاه ) داخل بهشت نمى شوند مگر اينكه شتر از سوراخ سوزن خياطى بگذرد! (يعنى بهيچوجه امكان ندارد) اينچنين گنهكاران را جزا مى دهيم .(آيه 40 - سورت41 )

Lo! they who deny Our revelations and scorn them , for them the gates of Heaven will not be opened nor will they enter the Garden until the camel goeth through the needle ' s eye . Thus do We requite the guilty
[color=red:c0f91c9f60]د انسان ژوند د خوف او رجاء تر منځ دۍ [/color:c0f91c9f60]٠


Anonymous
22.01.2005

حليمي صيب بياهم سلامونه مي ومنه
مونږاميان خلک يودستاسوپه پيچيده ليکنې موسرنه خلاصيږي اوله بلي خوا په فارسي اوانګريزي هم چندان دومره نه پوهيږوله همدي امله موبياهم دپام وړقناعت نه دی شوی نوکه مهراباني وکړئ لږپه واضحوټکوکښي زمادپوښتني ځواب راکړئ اوداراته ووايی چي غيرمسلمانان به په دوزخ کښي تل پاتي کيږي اوکه ديوې اوږدي نامعلومي مودي پوري به چي يواځي خدای جل جلاله پوهيږي چي دابه څومره موده وي په دوزخ کښي وي اوبيابه راايستل کيږي مطلب داچي کله چي ددوزخ راويستل شي نوبيا چيري ځي ؟
همدارنګه دجنتيانوبه څه حال وي يعني هغوی به تل په جنت کښي وي که څه ؟
داهغه پوښتنې دي چي ماته په لومړي ځل ستاسوله ليکنولوستووروسته پيدا شوي دي نوهيله ده قدرمن ورورحليمي صيب لږيی په ساده ټکوکښي راته ځواب کړي ٠مننه
ستاسوورورامي



ع کريم حليمي
24.01.2005

دروند امي صيب سلامونه ٠ پسله سلامه دتېر اختر مبارکي درته وايم
ګرانه وروره ٠ زه هيڅ وخت تاسو ته د قناعت وړ جواب نه سم پيدا کولاي ٠ ولي
اول بايد زه پوه سم چه تاسو الله څنګه پېژنۍ ٠ او له قرأنه څومره يا څرنګه اخسته تاسو ګړي ٠
د بل له خولې الله پېژنې ٠ او که پخپله هم تاسو کوښښ کړۍ ٠چه په٩٩ اسماالحسنی ئې وپېژنۍ ٠ ولي چه يوازي انسان کولای سي چه په لوړه معنا خدای وپېژني ٠ تنها شناخت په صفاتو ده الله سره ممکن دۍ ٠ پخپله ! ٠ نه په تبلغ ٠ مبلغ ئې داسي درښوي لکه دئ چه ئې پېژني ٠ خو ډير وخت داسي پېښېږي ٠ چه مبلغ ئې پخپله هم ښه نه پېژني ٠ يعني علم ئې کم وي ٠ د الله پېژندل همېشه په علم ، ايمان قوي ، ايمان ضعيف اړه لري ٠
او د شريعت والا ، طريقت والا ئې جلا جلا پېژني ٠
چه عارف هندي داسي وايي
گويند خدا در دل آدم پيداست گويند که دل جلوه گه ذات خداست
اما دل من جز تو کسي را نشناخت شايد که براي من عشق تو خداست
ډېر لږ خلګ سته په دونيا کښي چه د طريقت سره اشنا وي ٠ دغه د ليل دۍ چه په دونيا کښي ډير خلګ د بدبختۍ احساس کوي او سرګردانه دي ٠ ټوله کوښښ کوي چه عشق تجربه کړي ٠ او هر څوک غواړي چه عاشق وي ٠
او هر څوک غواړي چه محبوب او معشوق و پېژني ٠ اما هيڅوک دغه زحمت نه کاږي چه هنر د عاشقۍ زده کړي ٠
عاشقي لور هنر دي ٠ و دونياته په استعدا د عاشقۍ راغلي ٠ اما دا استعداد ته په فعاليت سړی رسيږي ٠
اما ډير خلګ دغه د زحمت جامه نه اغوندي ٠ يا د واقعيت جامه نه په تن کوي ٠ اول شرط دا دۍ د عاشقۍ چه بيداري وکړي ٠ خوب غفلت دي ٠ او ډير خوب عشق نابود کوي ٠ خوب دي چه عشق زنداني کوي ٠ قوه د عشق کموي ٠ او هر تلاښ جه کوي نتيجه برعکس وي ٠ نو عشق ئې نابود شي ٠
نو دغه وخت ئې پر ژوند ئې اوريځ راشي او ګرفتار شي په يکنواخته او ملال اوره ژوند او د بدبختۍ احساسه شي
او سرنويشت خپل مقصر ګڼي او خدای مقصر کڼي ٠ مځکه او زمانه مقصره ګڼي ٠ دوۍ هرڅه مقصر ګڼي او ټوله خلګ ٠ بيله خپل ځانه
هنر زدکړه ده٠ عشق هنر دي ٠ هنر رمز دي ٠ هنر سعادت دي ٠ او سعادت دين دي ٠

يو نوم د الله قهار دي ٠ الغفور ،الرحمان،الرحيم ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠،الطيف ، الکريم

وروره ! الله څوقسمه جنتونه جوړ ګړي ٠ او عذابونه
عذاب اليم ئې جوړکړۍ ٠ عذاب مهين ئې جوړګړي ٠ عذاب عظيم ئې جوړ کړۍ ٠ اشد عذاب ،شديد عذاب،عذاب نار
داچه څوک چيري ځي او څوک چيري ځي ٠ معلوم دي چه انبيا کوم جنت ته ځي او غازيان کوم جنت ته ځي ٠
دومره درته ويلای سم چه : نبيان ،الصديقين،الشهدا،او الصلحين سره يو ځای وي
په دوږخو کښي هم فرق سته او په جنتو کښي هم درجې سته او هم ٧ جنتونه دي ٠ داجه څوک چيري ځي ٠ الله ښه پوهيږي ٠ بل څوک نه پوهيږي ٠ او بنده بيا بېخي نه پوهيږي ٠
هو ٠ هغه څوک چه په اسلام داسي پوهېدلي وي ٠ چه رشتيا اسلام حق دين دي ٠ او بيا هم و لاړ وي پر کفر او د الله اياتونه درواغ ګڼي ٠ نو که اوښ د خياطۍدستني ترسوري تېر کړي ٠ يعني لکه تار
الله فرمايي چه جنت ته نشي تلای (.(آيه 40 - سورت41 )

نو که ئې وبخښلۍ ٠ څوک ته و وايي ولي ٠ صبحان الله ٠


Anonymous
25.01.2005

محترم استاد حلیمی ،محترم امی ورور او نورټول عذتمند لوستونکو ته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کوم او له رب لایزال (ج) نه سعادت مندی درته غواړم .
استاد حلیمی صاحب الله (ج) دی نورهم په علم کښی اضافه کړه چی مونږ ته داسی په زړه پوری لیکنی او معلومات وړاندی کوی .
استاذ حلیمی صاحب دالیکنه می ولوسته ډیر خوند می ځنی واخست خویو سوال لرم هغه داچی کله یو څوک دعشق دی درجی ته ورسیږی لکه تاسوذکر کړی ده.
هر تلاش چه کوی نتیجه یی برعکس وی . عشق یی نابودشی . نودغه وخت یی پر ژوندئي وریځ راشی او گرفتار شی په بنکو اخته او ملال اوره ژونداوبدبختی احساسه شی ..............................................
نوکله چی یو څوک دی حد ته ورسیږ بیا ددی حالت نه دخلاصیدو کومه لار وی او که نه تر اخری سلگی پوری همداسی حالت وی



ع کريم حليمي
26.01.2005

ګرانه او محترمه مېلمه ورورته ٠ سلام عليکم
تاسوته هم د الله ج له درباره (چه قدرت لايزال او حكمت بې پايانه لري) ٠ سعادت مندی درته غواړم

فکر کوم چه په تېره ليکنه کښي مطلب واضيح او روښانه نه وو ٠

اما ډير خلګ دغه د زحمت جامه نه اغوندي ٠ يا د واقعيت جامه نه په تن کوي ٠ دعاشقۍ اول شرط داسي دۍ ٠ چي بيداري غواړي ٠ خوب غفلت دي ٠ او ډير خوب دي چه عشق نابوده وي ٠ خوب دي چه عشق زنداني کوي ٠ قوه د عشق کموي ٠ که دا ذکر شوي حالتونه ٠کوم څوک و لري ٠ نو هر تلاښ چه کوي نتيجه برعکس وي ٠ نو عشق ئې نابود شي ٠
نو دغه وخت ئې پر ژوند اوريځ راشي او ګرفتار شي په يکنواخته او ملال اوره ژوند ٠او بدبختۍ احساسه وي
او سرنويشت خپل مقصر ګڼي او خدای مقصر کڼي ٠ مځکه او زمانه مقصره ګڼي ٠ دوۍ هرڅه مقصر ګڼي او ټوله خلګ ٠اما ځان مقصر نه کڼي ٠

[quote:829f72b1e8]نوکله چی يو څوک دې حد ته ورسيږ ي بيا ددې حالت نه دخلاصيدو کومه لار وي ٠او که نه تر اخري سلگی پوري همداسي حالت وي[/quote:829f72b1e8]

ګرانه وروره ! وګوره زمانه زموږ او تاسو سره دښمني لري ٠ زمانه پرورش راکوي ٠ پر ارازل او جهالت باندي او
مشغوله ئې ساتلي يو ٠ ورځ په ورځ شغلې د اور او ګمراهۍ پر مونږ ډېريږي ٠ بد حال او نامردۍ مو په سر نيسي
ناچاره يوو٠ حيات معرکه دۍ ٠ بايد د معرکې چاره وکړو ٠ او د دغي خمودي،جمود او ناسپاسي دونيا څه پناه
يوسوو٠ اونفساني ارزوګاني پرې کړو د زړونوڅه ٠ او شکسته زړونه په اداينه د واجباتو ، او ملا وه تړو ٠ و واجباتوته ٠ او د تېرو ګناه وو ٠ په تلافۍ پسي راولاړ سوو ٠
پردې ټولو سربېره ٠ چه رنج،ملال ژوند دۍ ٠ چه غوږونه ئې اوري او سترګي ئې ويني ٠ يو علاج سته چه زده کړه وکړو ٠ او ناسته او ولاړه د صالحينو سره وکړو ٠ تر څو زمانه راته سهل سي ٠
نو به د زماني و اولادوته (مال،دولت،شان او شوکت،عياشي) بې اعتنا سوو ٠ نو به فراغت ممکن وسي ٠
او مخ به مو د فطرت وطرف ته سي٠ او حقيقت شناسه به سو ٠ او په تضرع او زاريو به سو ٠
او يو طولاني وخت به په زاريو تېر کړو ٠ او ذکر ،مجاهدت په کثرت سره وکړو ٠
نو به انشاالله رياضيت نور الهي به مو په زړه کښي ځای ونيسي ٠ نو زړونه به مو د ملال ،بدبختۍ خلاص شي


ګرانه او محترمه مېلمه ورورته ٠ سلام عليکم
تاسوته هم د الله ج له درباره (چه قدرت لايزال او حكمت بې پايانه لري) ٠ سعادت مندی درته غواړم

فکر کوم چه په تېره ليکنه کښي مطلب واضيح او روښانه نه وو ٠

اما ډير خلګ دغه د زحمت جامه نه اغوندي ٠ يا د واقعيت جامه نه په تن کوي ٠ دعاشقۍ اول شرط داسي دۍ ٠ چي بيداري غواړي ٠ خوب غفلت دي ٠ او ډير خوب دي چه عشق نابوده وي ٠ خوب دي چه عشق زنداني کوي ٠ قوه د عشق کموي ٠ که دا ذکر شوي حالتونه ٠کوم څوک و لري ٠ نو هر تلاښ چه کوي نتيجه برعکس وي ٠ نو عشق ئې نابود شي ٠
نو دغه وخت ئې پر ژوند اوريځ راشي او ګرفتار شي په يکنواخته او ملال اوره ژوند ٠او بدبختۍ احساسه وي
او سرنويشت خپل مقصر ګڼي او خدای مقصر کڼي ٠ مځکه او زمانه مقصره ګڼي ٠ دوۍ هرڅه مقصر ګڼي او ټوله خلګ ٠اما ځان مقصر نه کڼي ٠

[quote:829f72b1e8]نوکله چی يو څوک دې حد ته ورسيږ ي بيا ددې حالت نه دخلاصيدو کومه لار وي ٠او که نه تر اخري سلگی پوري همداسي حالت وي[/quote:829f72b1e8]

ګرانه وروره ! وګوره زمانه زموږ او تاسو سره دښمني لري ٠ زمانه پرورش راکوي ٠ پر ارازل او جهالت باندي او
مشغوله ئې ساتلي يو ٠ ورځ په ورځ شغلې د اور او ګمراهۍ پر مونږ ډېريږي ٠ بد حال او نامردۍ مو په سر نيسي
ناچاره يوو٠ حيات معرکه دۍ ٠ بايد د معرکې چاره وکړو ٠ او د دغي خمودي،جمود او ناسپاسي دونيا څه پناه
يوسوو٠ اونفساني ارزوګاني پرې کړو د زړونوڅه ٠ او شکسته زړونه په اداينه د واجباتو ، او ملا وه تړو ٠ و واجباتوته ٠ او د تېرو ګناه وو ٠ په تلافۍ پسي راولاړ سوو ٠
پردې ټولو سربېره ٠ چه رنج،ملال ژوند دۍ ٠ چه غوږونه ئې اوري او سترګي ئې ويني ٠ يو علاج سته چه زده کړه وکړو ٠ او ناسته او ولاړه د صالحينو سره وکړو ٠ تر څو زمانه راته سهل سي ٠
نو به د زماني و اولادوته (مال،دولت،شان او شوکت،عياشي) بې اعتنا سوو ٠ نو به فراغت ممکن سي ٠
او مخ به مو د فطرت وطرف ته سي٠ او تصفيه د روح او تهذيب خياله به سو ٠ او انسان دوسته به سوو ٠او حقيقت شناسه به سو ٠ او ذاکرين به يو ٠ نو به انشاالله انوار ملکوتي په زړنو کي پيداسي ٠ نوبه انسان پر اسرارو لاس
بر سي ٠ او رمزونه به کشف سي ٠

نو دلته به ټوله عيان او روښانه سي ٠ نو به عقل ارام سي او استراحت به وکړي ٠ نو به د سهار د نسيم په انوارو
پوه سوو ٠ د عصر او ماښام په فرق به پوه سوو٠ نو ژوند به ټوله مناجات وي ٠

که شاکرين او ذاکرين نسولو ٠ نوبه تر اخري سلگی پوري همداسي حالت وي٠ لکه دادۍ چه ٠ چه نکاح او خورک
چه دواړه حيواني دي


Anonymous
26.01.2005

محترم استاذ حلیمی صاحب اونور محترم لوستونکو اسلام علیکم
عزتمنده له معلوماتو نه دی یوه نړی مننه تل ښاد او بریالی اوسی .
اصلی خبره داده چی مونږ څنگه کولی شو چی هغه لویه هستی وپیژنو
دحواسو په واسطه امکان نه لری ځکه جسم او مادی شی نه ده دعقل په واسطه امکان نلری ځکه زمونږ تر عقله پورته دی خوکولای شو چی هغه هستی دده دقدرتونو له لاری وپیژنو منطق له محدودڅخه تجاوزنه کوی غلطه فلسفه سړی شرک خوا ته بیایی نوپه کار ده چی خپل زړه ته مراجعه وکړو ځکه چی دمومن زړه عرش الرحمن دی .
رحمان بابا وایی
دخلیل ترکعبی داکعبه ده لویه
که ودان کړی څوک ویران حرم دزړه
اوس استادحلیمی صاحب پوښتنه داپیداکیږی چی ایا دی ویران حرم ودان کولو کښی دچا کومک ته ضرورت شته او یا کومی طریقی ته



ع کريم حليمي
26.01.2005

ګران اومحترم ميلمه وروره سلامونه
اومننه ٠ تاسوهم تل ښاد او بریالی اوسی .
[quote:094d0f1acd]پوښتنه داپیداکیږی چی ایا دی ویران حرم ودان کولو کښی دچا کومک ته ضرورت شته او یا کومی طریقی ته[/quote:094d0f1acd]

حقيقت پېژندل چه شريعت او طريقت يوځای نه وي ٠ انسان ګمراه کيږي
د حقيقت لار د بقالۍ او بزازۍ لار نه ده
هو د حقيقت پر کوڅه ځان برابرول ٠ پخپله هم نه کيږي ٠ لارښود ته ضرورت سته
اوشرط ئې علم دۍ ٠ هر تلاښ چه انسان کوي٠ پوهه ونه لري ٠ په مثال د ړانده دي ٠
په سترګو ړوند همېشه په کنده کي لوېدلۍ وي ٠ او يالار ځيني ورکه وي ٠
ضرور ده چه اول د حضرت خيرالانام صلي الله عليه و آله و سلم په شر يعت پوهه
انسان ولري ٠ تشخيص د حقيقت په پوهه امکان لري ٠

چه د حضرت خيرالانام صلي الله عليه و آله و سلم شر يعت د حقيقت محق دی
که معدن اخراجه وې دکيمياعلم ئې محق دی
مولانا رومي چه د طريقت مولانا دۍ هم د شمس تبريز له لاري ئې لار پيدا کړې ده ٠
رومي پېژنم او شمس تبرېز زه نه پېژنم ٠ چه څوک دۍ ٠
مولانارومي پخپله اشاره کوي چه د شمس څخه ئې برخه اخستې ده ٠
نوټ٠ په علم کښي ټګي ځای نه سي نيولاي ٠ اما پيري په ټګي هم کيږي ٠
که پير ټګ وي شاګرد ئې پر کفر مري


Anonymous
26.01.2005

:( :( :( :( :( نهشوم پوه،٠٠٠ نه شوم پوه٠٠٠٠نه شولو پوه
:shock: :shock: :shock: :shock: عجېبه ژبه باندی ږغېږی٠
:cry: :cry: :cry: لږ په ساده ژبه لېکنی کوی٠
دخدای لپاره٠ :?: :?: :?: :?:
:shock: :shock: موږهم باېد پوه شو
مګر په ضمن کښی حلېمی صاب ته ډېر احترام وړاندی کوم٠
ستاسی هره لېکنه سره زر دی خو لږ واضح
واضح ښه دی
پری پوهېږی هر سړی٠
باېد موژه هم٠
خداېدی وکړی٠ دوعا کوم و
وسلام٠
مېلمه
حلېمی صاب ته ډې زېات احترام خپه نه س٠ی٠ حلېمی ساب٠


Anonymous
27.01.2005

ګرانواوخواږوميلمانواودقدروړحليمي صيب سلامونه اونيکي هلې مي ومنئ
خدای دوکړي چي دستاسوخواږه اوپه زړه پوري بحث مزاحم نه شم نوپه همدي هيله دقدرمن ورورحليمي صيب څخه دځيني پوښتنوپه مطرح کيدوسره ځان پوهه کول غواړم [quote:48000b94c4]ګرانه وروره ٠ زه هيڅ وخت تاسو ته د قناعت وړ جواب نه سم پيدا کولاي ٠ ولي
اول بايد زه پوه سم چه تاسو الله څنګه پېژنۍ ٠ او له قرأنه څومره يا څرنګه اخسته تاسو ګړي ٠
د بل له خولې الله پېژنې ٠ او که پخپله هم تاسو کوښښ کړۍ ٠چه په٩٩ اسماالحسنی ئې وپېژنۍ ٠ ولي چه يوازي انسان کولای سي چه په لوړه معنا خدای وپېژني ٠ تنها شناخت په صفاتو ده الله سره ممکن دۍ ٠ پخپله ! ٠ نه په تبلغ ٠ مبلغ ئې داسي درښوي لکه دئ چه ئې پېژني ٠ خو ډير وخت داسي پېښېږي ٠ چه مبلغ ئې پخپله هم ښه نه پېژني ٠ يعني علم ئې کم وي ٠ د الله پېژندل همېشه په علم ، ايمان قوي ، ايمان ضعيف اړه لري ٠
او د شريعت والا ، طريقت والا ئې جلا جلا پېژني ٠ [/quote:48000b94c4]٠

حليمي صيب مونږخوخدای پاک جل جلاله داسي پيژنوچي په ٩٩ اسماالحسنی کښي يونوم قهاردی نوره ټول درحمت دي بلوپلوکله چي مونږ واړه وواودجومات استادصاحب څخه به موچي دفقې لومړئ کتاب خلاصه کيداني شروع کاوه نو استادصاحب به د [color=cyan:48000b94c4]بسم الله الرحمن الرحيم [/color:48000b94c4]معنی راته داسي کوله
بسم الله ،شروع کوم په نوم دهسي خدای جل جلاله (( الرحمن )) چي مهرابان دی په دي دونياکښي په ټولوروزي خوړونکوشيانو (( الرحيم )) چي مهرابان دی په اخرت کي خاص په مؤمنانونه په کافرانو ٠
نود (( الرحيم )) معنی څخه داسي ښکاري چي خدای جل جلاله په اخرت کښي په کافرانو نه دی مهرابان چي هغوی له دوزخ څخه وباسي اوياهعوی معاف کړي بلکي دغيرمسلمانانوسزا هميشه ياتل لپاره جهنم دی په داسي حال کښي چي خدای پاک جل جلاله په قران کريم کښي دنفي په صيغې سره (( لايغفرو )) فرمايی چي الله جل جلاله به هغه څوک معاف نه کړي چاچي الله سره شريک جوړکړو ،اوله دي نورګناهونه دخدای جل جلاله خوښه ده چي که بخښي اوکه سزا ورکوي
[quote:48000b94c4]الله فرمايي چه جنت ته نشي تلای (.(آيه 40 - سورت41 )

نو که ئې وبخښلۍ ٠ څوک ته و وايي ولي ٠ صبحان الله [/quote:48000b94c4]٠

بلکل حليمي صيب بيخي صحي ده چي هيڅوک هم خدای جل جلاله ته داجرئت نه شي کولای چي ولي بخښي ؟ خودلته پوښتنه داده چي اياخدای پاک جل جلاله دخپلې هغې وعدې چي غيرمسلمانان به تل په دوزخ کښي وي خلاف ورزي کولای شي ؟ (( نعوذبالله منها ))
اوهمدارنګه اياخدای جل جلاله پيښمانيږي ؟ اوياپيښمانتياته اړتيا لري ؟؟ نه ،نه ،نه هيڅکله نه ، نوبيا څنګه کيدلای شي چي غيرمسلمانان دتل په دوزخ کښي نه وي اويادوزخ خالي کړئ شي ؟
اوکه تاسوسره ددي خبرې چي په دريم واربه به ټول خلک له دوزخ څخه رايستل کيږي اودوزخ به تړل کيږ کومه حواله اوسند موجودوي هيله ده چي مونږ ته يی وښاياست ،
بلوپلو له طالب جان صيب څخه ګيله کيږي چي بايد دومره ځان مصروف ونه ښيی اوداډول موضوع ګانوکښي چي ترډيره حده دده مسؤليت ګڼل کيږي ګډون وکړي اوځان ورباندي غلئ نه کړي ٠
اومونږاميانوسمه لاره په ګوته کړل شي

ستاسوورورامي


Anonymous
27.01.2005

سلامونه
دا دمنطقو فورم دى دلته دين مذهب نه چليږي. مولاناطالب جان بايدچي دلته تكليف نكړاى شي.دلته بايد دعقل زامن خپل دماغونه لكه دقبردچينجيو سره وخوري. كه دچا په سركي عقل وي هم به معلوم شي اوكه بوس وي هم



ع کريم حليمي
27.01.2005

ډېر محترم امي صاحب ديداروه سلامونه درته غواړم

الله فرمايي چه جنت ته نشي تلای (.(آيه 40 - سورت41 )
[color=darkred:8e80ce6267]الله فرمايي چه جنت ته نشي تلای ٠ اعراف ايه 40 [/color:8e80ce6267] زه لکه چې زوړشوم ٠ په اوله حواله کښي مي خطا کړې ٠ ايات نمبر مي صحيح ليکلۍ وو ٠ د سورت د نمبر 7 په ځای 41 ليکلي وه ٠ وبخښۍ

مننه امي صاحب ! چي د محترم ، مكرم او پتمنه ورور طالب جان باندي تاسو ږغ و کړ٠ زما هم زړه غوښتۍ ٠
چه مکرم زموږ سره ملګرئ شي ترڅو نوي څه ترې زده کړم او زده کړو


Anonymous
27.01.2005

ډير دروند او مکرمه ورور امي صيب ٠ السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
ګرانه ! که هادوا و النصارى و الصابئين دي ٠ دوۍ به ټوله خدای وبخښي ٠ ولي نه
قانون كلى نجات عمل عمل صالحه دۍ ٠ بېله عمل صالحه بل شئ نه دۍ
په ايمان کښي ټولو کفارو سره په اوله کي موږ يو شئ يو ٠ دوۍ هم يو خداي مني او هم حساب
تر دغه ورسته زموږ او د دوۍ لار جلا کيږي ٠
خدای خو نه دي ويلي چه زه حب لرم چه خپلو بندګانو ته عذاب ورکړم ٠
اما داسي فرمايي حب د عفوي لري ٠ إنك عفو كريم تحب العفو فاعف عنا

دلته بحث پر سوز صوفيانه راروان دي ٠ زه نه سم ويلاي چه دغه اندېښني د دين حقيقت دۍ که نه دۍ
ښه زيري ورکول ٠ هم ددين حقيقت دۍ
بل مجلس راواخلۍ ٠ چه پر قهر او عذابو او جزا وو باندي خبري سره وکړو ٠ نو به بيا و وينو ٠ چه شرعه د کومه
ښکره (زاويې )ورته ګوري ٠ که د شرعي له زاويې ورته وګورو ٠ چه الله به زموږ او کفارو سره څه وکړي ٠
بيا به چه د ماښام ډوډۍ خورو٠ راپوري زهر به وي ٠

دغه نن حال چه زموږ د مسلمانانو دي ٠ د شرعي په ديجيتال دوربين کښي چه وګورم ٠ چه ځان څنګه وينم خدای دي فضل وکړي و فضل نعرې به وهو


Anonymous
27.01.2005

دين او مذهب ډير منطقې دي ، څکه چې منطق نسبتي دي اودانور عقيده وي دي .
١+١ - = 0 او هم ١+١=٢ او دا دواړه صحيح دي ، هر يو په خپل ځاي کې٠
په درناوې پتنګ

، [quote:13b19e8029="Anonymous"]سلامونه
دا دمنطقو فورم دى دلته دين مذهب نه چليږي. مولاناطالب جان بايدچي دلته تكليف نكړاى شي.دلته بايد دعقل زامن خپل دماغونه لكه دقبردچينجيو سره وخوري. كه دچا په سركي عقل وي هم به معلوم شي اوكه بوس وي هم[/quote:13b19e8029]



ع کريم حليمي
28.01.2005

ګران امي وروره

ستاسو دي دې ته فکر وي ٠ پښېماني ،وعده خلافي ، معافي ،
پښېماني د الله په ذات په ذات کښي نسته ٠ او وعده خلافي ٠ او معافي د الله صفت دۍ ٠
که څوک ووايي چه زه فلان وژنم يعني قصاص کوم ئې سبا ٠ او مړئې نه کړي ٠ نو څوک داسي نه وايي چه پښېمانه سو ٠ وايو چه عفه ئې وکړه ٠ هغه وخت عفي ته پښېماني ويل کيږي ٠ چه د کوم سياسي فشار په زور عفه وکړه شي٠ کوم چا چه فشار اچولۍ وو ٠ هغه ادعا کوي چه پر خپله خبره مي پښېمانه کړۍ ٠ او پښېمان سياستأ داسي وايي ٠ عفه مي وکړه ٠ او الله چه هر څه کوي حکمت په کښي لري ٠ نه سياست
او وعده خلافي د ناوسۍ علامه ،د بد اخلاقۍ علامه ده ٠ چه دغه حالتونه يوازي مخلوقات لري

[quote]اوهمدارنګه اياخدای جل جلاله پيښمانيږي ؟ اوياپيښمانتياته اړتيا لري ؟؟ نه ،نه ،نه هيڅکله نه ، نوبيا څنګه کيدلای شي چي غيرمسلمانان دتل په دوزخ کښي نه وي اويادوزخ خالي کړئ شي ؟[/quot

اود دوږخ څه را استل او وجنت ته داخل کولو ته پښېماني نه ويل کيږي ٠
هو د جنته څخهو دوږخ ته استول ٠ بيا پښېماني ده ٠ [color=darkred:d66cdf1233]داسي عمل د الله په سنتونو کښي نسته [/color:d66cdf1233]٠


نقاد
28.01.2005

کله په ونو کې ځنګل ورک شي.......کله د هر بوټي محل ورک شي
کله يو ښاخ وينو ريښې نه وينو...کله په پاڼو کې سنبل ورک شي
ورونو سلام !
دابه ښه وای چې هر ليکونکي مطرح شوې پوښتنه له پامه نه وای ويستلی او له بيلابيلو اړخونو څخه يې دهغې ځواب روښانه کړې وای .محترم حليمي صاحب پر موضوع په زړه پورې رڼا غورځولې ده او په پای کې يې د الله تعالی له مهربانۍ څخه ليرې نه ده بللې چې آن کافران هم بلاخره وبخښي او له دوزخه يې راوباسي. ددې سره ښايي هر مسلمان قوم د بني ادم د نوع د مينې له امله موافقه ولري او پرې خوښ شي ، که څنګه ؟.


Anonymous
28.01.2005

دوستانو ته سلام٠
کله چی کافران هم جنت ته ځی نو ددوی اسلام ته رابلل د څه په خاطر؟٠
کۀ روښانۀ کړۍ دا کافران څوک دی؟
عيسويان ، مسيحيان، هندوان؟٠٠٠٠٠ کافران دی که يه؟
که دی ، او بيا بالاخره جنت ته ځی ددوی سره ددښمنۍ حاجت څه دۍ؟



ع کريم حليمي
29.01.2005

دروند مېلمه صاحب زما سلامنه هم ومنه
اصلأد لوړه سره خبره داسي نه ده
[quote:702f73f374]کله چی کافران هم جنت ته ځی نو ددوی اسلام ته رابلل د څه په خاطر؟٠ [/quote:702f73f374]
نه هيڅوک داسي نه وايي چه کفار دوږخ ته نه ځي ٠ طبعأ دوږخ ته ځي ٠ چه دابه په کومه اندازه هلته وي ٠ يوازي او يوازي الله ښه پوهيږي ٠

اسلام (حق )ته رابلل يو طبيعي کار دي ٠ نه چي کفر وحق ته راغواړو ٠ بلکي که مسلمان لږ د حق څه لرې شوۍ وي هم ضرور ده چه حق ورته په ګوته کړو ٠
تر څو هم خداي امر پر ځای شوئ وي ٠ ابراهيم ع چه امر پر ځای کړي ٠ نو خليل شو ٠
ابراهيم ولي خليل شو ؟ حال داچه سليمان پارسي هم جهاد کاوه ٠ او حضرت علي هم جهاد کاوه يعني ځان ئې مرګ ته ورکاوه ٠ او مرګ ئې په سترګو ليدۍ خو خليل نه شوله ولي ؟
ابراهيم ته وويل شوه چه زوئ دي حلال کړه ٠ او ابراهيم عليه السلام دا کارته لستوڼي را وغړل ٠ او زوئ ته ئې وويل چي حلالوم دي ٠ د خداي له پاره يعني په امر د الله
دا داسي يو کار وو ٠ چه ابراهيم ته هيڅ ظاهري ګټه نه وه پکښې ٠ او نه ئې کټه پکښي ليدل ٠ ظاهرأ سراسر تاوان وو ٠ هغه دخت سړی خليل کيږي ٠ چه د خدای امر پر ځای کړي ٠ او شخصي کټه ونکړي ٠
سليمان پارسي چه جهاد کاوه ٠ هم ئې امر پر ځای کاوه ٠ او غنيمت يې لاسته ورتلۍ
يعني ٠ يا مړ ياموړ يا جګ پر غوايي سپور ٠
مسلمانه اسلام ته خلګ رابلل کوه ٠ تبلغ فرض دۍ پر مسلمان ٠ او دښمن دي هم کميږي٠ فرض دي هم پر ځای کړه ٠ تاسو او موږ کټه کوو ٠ چه دښمني دي ورکه کړه
ته دښمني مه کوه ٠ د حکمت څه کار واخله ٠

او داسي فکر مه کوه چه واوا خدای مو انشاالله بخښي ٠ په انشا د الله موږ نه يوخبر
او الله دي موږ او تاسو د اوره وساتي ٠ چه داڅرنګه اور دۍ ٠ د ونيا د اوره سره
به ئې نه مقايسه کوو ٠ الله دي موږ وساتي د دوږخ له اوره ٠

[quote:702f73f374]کۀ روښانۀ کړۍ دا کافران څوک دی؟ [/quote:702f73f374]
کفار داسي انسانان دي لکه قاتلان ٠ چه د يوه ډالر له پاره سړی وژني ٠
او بل هر انسان چه د حق د لار اوښتي وي ٠ په قصدأ سره هغه کافر دۍ

[quote:702f73f374]عيسويان ، مسيحيان، هندوان؟٠٠٠٠٠ کافران دی که يه؟ [/quote:702f73f374]
تاسو څرنګه فکر کوۍ ؟؟ ٠ هر څوک چه مسلمان ،اسلام دښمن وي هغه کافر دی !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more