د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ازادي

Anonymous
21.01.2005

عزتمنه حليمئ صاحب
ستړئ مه شي،عمر د ډير شه .
ما ليکلي :ازادي ترهغه وخته وجود لري چه دعلم تر تسلط لاندی را نشي،يعنی
دعلم په واسطه معينه نه شي.
انسان په خپل ځان باندی پوهه (علم)نلري،انسان په خپل ځان باندی نا پوه (جاهل)
دئ،داددې خاظره نه چه ضعيف دئ،بلکه ددی خاطره چه ازاد دئ .
ازادي په همدغه نه پوهيدنه باندی تړلی ده.هغه ازادي چه تر پوهی (علم)لاندی راغله
له منځه ځي .علم هرڅه ترخپلی تر خپلی قبضی لاندی راولي ،کله چه انسان دعلم
تسلط لاندی راغئ یعنی معين شو،بيا ديوه ازادموجود په ډول نه شي کولای عمل وکړي .هغه دعلم غلام وګرزيد،دده ټول افکار ،احساسات او اعممال یوموټي
محدودو او معينوروابطو ته را ټيت شول او تابع دعلم وګرزيد،فاقد دارادی شو،
علم يی حاکم وګرزيد ،اسير شو،معلوم انسان يعنی اسير انسان .دمعلوم څخه مخصد(دعلم په واسطه معين شوئ)،ازادي محو اودمنځه لاړه.له دکبله دغه
دانسان نه پوهیدنه په ځان او نورو باندی نه شو کولای دعلم او علمي قدرت په
واسطه له منځه يوسو.
هغه عالم (پوه)که بی نهايت علم هم ولري نشي کولای په يوه ازاد وجود پوه شي
دعلمي قدرت په واسطه نه شو کولائ چه په انسان دپوهی قدرت حاصل کړو ،له د
کبله ديوه ازادموجود په صفت پوهه هغه وخت په انسان ميسره ده چه ازادي ځنی واخلو .
که چيری وکولای شو په انسان پوهه(علم )حاصله کړواو دهغه ټول نيتونه ،افکاراو
اخري ارزښتونه معلوم کړو(علميت پری حاصل کړو)بیا نو تصمیم نیول،انتخاب،
تغیر،تفاهم،تضاد او ابتکار او ځان په خطر کی اچول(ریسک)څه معنی لری .
داچه عقل په انتقاد سره بیداریږی، غنی کیږی ،نمو کوی ،ازادي هم دپوهی ،معرفت ،معاشرت او تماس څخه په تحرک راځی،مګر همذا پوهه،معرفت او معاشرت دازادئ دلمنې حد او پوله نه شي تعینولای .
په انسانی دنیا کی ټول مساییل دعلم په وسیله نه حل کیږی،معرفت ته هم ضرور
شته دئ .
چیرته چه ټوله انسانی پوهه(علم)اخری تصمیم موږته پریږدی دغه دازادئ دمجهول
منطقه اودموږ دمعرفت ساحه ده .
نتیجه :
۱۱ـ ازادی دعقل څخه زیږیګیږی ،(هغه څوک چه عفل نلری ازادی هم نلری لکه لیونیان او حیوانات ، ډیر خلک عقل لری خو ازادی یی په عقلانی ماهیت کی نه ده
پیداشوی لکه دیکتاتوران،جابیره اومستبد امیران،دافغانستان جنګی جنایت
کاران دامریکا دادارې لراکین او............
۲ـ هغه فرد او ټولنه چه قدرت ونلری دازادئ څخه محروم دي یعنی هغه وخت ازادی
پیژندل کیږی چه اظهار د قدرت وکړي ،دیوه عمل داجرا توان ولری .
(پیژندنه یعنی معرفت نه دپوهی اوعلم په معنی) په اوسنیو حالاتو کې دافغانستان
ددولت ګردانندګان ازادی نلری (غلامان دی ) ځکه چه قدرت نلری .
۳ـ کله چه مو قدرت دیوه عمل داجرا دپاره پيدا کړ دهغی داجرا دپاره تصمیم
نیسو او انتخاب کوو .
۴ـ هر تصمیم نیول اودعمل اجرا یو ریسک دئ ځکه چه عواقب یی نه دی معلوم،او
ددی خطر دقبول څخه پرته ازادی ممکنه نه ده .
۵ ـ څومره چه تصمیم نیول او انتخاب کول تکراریږی دومره ازادی په ځلیدو راځی
او تبلور پیدا کوی
۶ ـ انسان باید یا د پوهی(علم) اویا دمعرفت په اساس تصمیم ونیسی .
په اخر کی دقدرمن حلیمی صاحب څخه هیله ده چه ستاسوددې لطیفی نکتی (هر څه
چه په مانا پوری اړه لری دعقل محصول دی ) بو څه وضاحت وکړئ .
په ډیر درناوی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more