د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آزادي :ليونيان آزادي نه لري،د ماشومانو آزادي محدوده وي او بي مسئوليته تر حيوان هم ښکته دی

Ghairat
01.12.2004

آزادی څه ته وايي ، آيا د اند اوعقل له بنسټ پرته آزادي او مسئوليت امکان لري ؟ خپل د ﻻيل وړاندې کړئ .



ع کريم حليمي
02.12.2004

ښاغلي غيرت صاحب اودرنو لوستونکو ! خوښۍ او ښې هيلي
ازادي يو طبيعي نعمت دي ٠چه خداي دغه نعمت ټولو ژونديوته ورکړي ٠
او ازادي داخستلو له پاره يوازي انسان مقرر دي ، او د ازادي د ساتلو لپاره هم انسان مقرر دي ٠
که دانسان ازادي واخستل سي ٠ نو غلام ورته ويل کيږي ٠

د ازادۍ ساتل او اخستل د فرد وظيفه نه ده ٠ يعني په شورا سره کيږي ٠ که د يوه فرد له طرفه دا کار وسي ٠
اخلاقي کفر دي

حيوانان په ازادي نه پوهيږي امااحساس ئې لري٠ د اوبو ماهيان هم په ازادي نه پوهيږي اما ازادي لري
مارغان او ٠٠٠٠٠٠٠٠

په طبيعت کي تر انسان مغلق مخلق نسته ٠ د مارغانو بچي دوې هفته ازاد او بې مسئوليته ژوند کوي
او د حيواناتو بچي شپږ مياشتي ازاد بې مسئوليته ژوند کوي ٠ يعني د حيات د دود زده کړه
او انسان اتلس کاله ازاد او بې مسئوليته ژوند حق لري ٠ او بيضي شيان د اتلس او يويشت ترمنځ زده کيږي ٠ چه جلا موضع ده
کله چه مخلق پوهه پيدا کړي ٠ نو ازادي د سئوليت سره وتړل سي ٠
1 ٠ دحيواناتو ازادي
اول به د حيواناتو په باره څه وليکم ٠ هغه حيوان چه په څنګله کي ژوند کوي ٠ ازاد ژوند لري ترهغه وخته چه نائب
ته ئې خساره نوي رسولې ٠ که چيري داسي حرکت يا عمل وکړي چه د نائب ته خساره رسوي ٠ يوه اندازه ازادي
د لاسه ورکوي ٠ له کومي لار چه حيوان له څنګله راوتلي ٠ انسان هغه لار بندوي ٠ بياد دغي لاري ازادي نه لري
د بحر ماهی که صاحل ته راسي او انسان ته خساره ورسوي ٠ بيا نو انسان د تور يا چنګک په وصيله د دغه ماهي
ازادي له منځه وړي ٠ هغه اهلي حيوانات چه انسان روزلي دي ٠ تر څو چه د ګورم، غوجل څخه تښتېدلۍ نه وي ٠
او يابله خساره ئې نوي رسولي ٠ انسان په غاړه کښي تناو هم نه ور اچوي ٠ که چرګ له کور نوي په هواسوې موږ ئې په پښه نه تړو ٠ که سپي خلګ نه داړل ٠ نو هيڅ تناو په غاړه کښي نه ور اچوو ٠ اوښ هغه حيوان دي چه په هفتو په رېګ کي ازاد ګرځي ٠ وحشت نه شروع کوي ٠ نو ازادي ئې لمنځه هم نځي ٠ تاسو به ليدلي چه په يورپ
کي هر کور يو يا دوه سپي لري ٠ او په کورو کښي ازاد ګرځي ٠ او د کور په دروازه کښي ئې يوه کوچنۍ دروازه
د سپي د پاره وي ٠ او کله چه ضرورت ورته پېښ سي د باندي ووځي اوبرته کور ته داخل سي ٠

زه دانه اثباطه وم چه حيوانات ازادي لري ٠ يا ئې نه لري ٠

2 انسان - ازادي او مسئوليت
چون چه انسان ډېر مغلق مخلق دي د ازادۍ او مسئوليت سر يو شئ بل پر غاړه لري چه سجل او سوانح ده
کله چه اتلس کاله پرتېرسي ٠ پوره ازادي ئې په لاس ورسي او مسئوليتونه ئې دغاړي سي او سجل او سوانح ورته کښېښودل سي ٠
يو قانوني مسئوليت او بل اخلاقي مسئوليت ٠
اخلاقي ٠که چيري بد اخلاقه کلام يا عمل وکړي ٠ نو د نورو انسانانو په فکر کي ساتل کيږي ٠
چه بعضي اخلاقي امتيازات د لاسه ورکوي ٠
قانوني ٠ هغه سرغړونه ، بې مسئوليتي ده چه محکمې ته ئې موضع ورسيږي ٠

قانوني مسئوليتونه دوه ډوله دي ٠
1 هرهغه غېري قانوني عمل چه حساره نوي رسېدلې چاته ٠ په سجل کي ليکل کيږي ٠ اوپه جريمه ئې چاره کيږي ٠
2 که داسي عمل څيني صادرسي چه خساره ئې تر زر رياله يا دالره زياته وي ٠ د يومعلوم وخت له پاره به خپله قانوني ازادي د لاسه ورکوي (محبس)
قانونأ او طبيعتأانساني ازادي د پوهي سره تړلې ده ٠ طبيعت 18 کاله انسان ازاد او بې مسئوليته کڼي ٠
که چيري داسي انسان پيداسي ٠ چه 18 کاله عمر په زده کړي تېر کړي ٠ او د ژوند دود، اخلاق دطبيعت څخه نکړي زده (يعني بيعقل) ٠
هر بيعقل تامه ازادي لري ٠ که چيري داسي خطرناکه اعمال وکړي څووار٠ چه نور ته ئې خساره رسيدلې وي
محکمه مداخله کوي ٠ او ازادي ئې ور محدوده وي
اوبل ليونی انسان دي چه هيڅ ازادي جامعه نه ورکوي او نه مسئوليت لري ٠ او د ده ساتني ته جامعه مسئوليت لري ٠ پر هره مځکه چه ازادي ډيره وي ٠ هلته ابادې او ښادۍ ډېري وي
....................................په دنياکي ئې ښه مثال هونکانګ دي
زه ازاديۍ ته داسي تعريف لرم
ترڅوچه نورو عالميانوته (جمع العالم) خساره نوي ٠انسان چه څه غواړي وکړي ازادي لري٠
او مسئوليت هغه وخت لري ٠ چه خساره ئې په پوهه او اراده رسولې وي ٠

ټوله هغه انسانان چه په خير او شر پوهيږي ازادي ئې مساوي ده
په مقابل کښي داسي ده چه په مسئوليتو کي ئې فرق سته
په کومه اندازه چه لوړ مقام لري نو لوړ مسئوليت ئې پر غاړه وي



02.12.2004

دروند ښاغلي حليمي صاحب او درنو لوستونکو خويندو او رونو پر سلامونو
مو نمانځم .
تاسو آزادي ډېره ښه او له هره اړخه څيړلې ده، پر قلم مو برکت شه ، انشأ الله نور لوستونکي به هم په خپل نظر څرګندولو سره دغه سکالو ﻻ روښانه کړي . ددې سکالو هم ټولګړي اوخانګړي او ه بيلګړي اړخونه جالب دي او دا ټول هغه وخت روښانه کيدای شي چې ګڼ شمير لستونکي خپل اند ، شک او ترديد او ليکنې وړاندې کړي .
زه هم خپل مسوليت رفع کول او يو څه بشپړاوي په موخه ويل غواړم :
[quote:0e5ab08ffe]ازادي يو طبيعي نعمت دي ٠چه خداي دغه نعمت ټولو ژونديوته ورکړي ٠
او ازادي داخستلو له پاره يوازي انسان مقرر دي ، او د ازادي د ساتلو لپاره هم انسان مقرر دي ٠
که دانسان ازادي واخستل سي ٠ نو غلام ورته ويل کيږي ٠
٠چه خداي دغه نعمت ټولو ژونديوته ورکړي ٠ [/quote:0e5ab08ffe]
پر دې کې هيڅ شک نه لرم چې [quote:0e5ab08ffe]ازادي يو طبيعي نعمت دي [/quote:0e5ab08ffe]٠
ځکه چې وايي [color=yellow:0e5ab08ffe](( انسا له طبيعت څخه آزاد پيدا شوی دی))[/color:0e5ab08ffe]
خو داچې [quote:0e5ab08ffe]خداي دغه نعمت ټولو ژونديوته ورکړي ٠ [/quote:0e5ab08ffe] نه يواځې زه پرې سخت شک لرم ، بلکې ددې بحث له عنوان څخه هم دا بريښي چې حيوانات آزادي (( نه لري)) او پر احساس لرلو يې هم باور نه لرم: که يوه موږک ، پيشو يا ګيدړ ته په اړکي (تلک ) کې غوښه کيږ دو ، دوی يې پ ليدلو سره کوم احساس پيدا کوي، څرګنده ده چې د غوښې د خوړلو احساس او غريزه يې راپاريږي ، نه د آزادۍ کوم احساس ! هو، دوی په دې غريزې سره کلک پلک له طبيعت سره تړلي دي او نشي کولی وګوري چې د بند، شکنجې او مرګ خطر ته وردانګي ، هغه غوښه يې هم (لکه د ملاعمر تعصب) له مرګه پاتې کيږي او په اړکي کې نښلي. که دا پيښه يې ليدلی هم وي بل ځل به بيا هم (شايد که د تيرې ويرې احساس يې لا پايي ، نو له لږ څه بي ګټې ځنډ وروسته به ) پرې ورشي . دوی دلته څشې نه لري ، کوم چې انسان يې لري؟ دوی اند يا فکر نه لري چې وضعه له نظره تيره کړي، وې څيړي او خطر وپيژني او خپه غريزه يعنې د لوږې رفع کول وځنډوي، شاته يې وغورځي او د اړکي پر غوښه صرف نظر وکړي او خپل ژوند وژغوري ! دوی د غريزې (= طبيعت) له ړانده تسلط څخه ځانونه نشي خلاصولی، په هغې کې ښکيل دي، له هغې څخه د آزادۍ او خلاصون اند او فکر نه لري . فکر د غريزې د رفعې او خطر امکان دواړه ويني ، لومړی پر غريزه تسط او بيا پر ستونزې اوخطر باندې بر ﻻسی مومي، [color=blue:0e5ab08ffe]دواړو، پر داخلي طبيعت (غريزه) برﻻسی موندل او پر طبيعي چاپيريال کې پر ستونځه بر ﻻسی موندلو ته آزادي وايي [/color:0e5ab08ffe]. [color=red:0e5ab08ffe]انسان نه له غريزو څخه اونه هم له طبيعت څخه ځان خلاصوي، او نه يې خلاصولی شي ، خوپر هغوی تسلط او برﻻسی موندلی شي، د خپل اند، پوهې ، تجربې علمي او تخنيکي پرمختګ او اجتماعي ځواک سره پر طبيعت ورځ په ورځ خپل تسط ته ان تر ستورو او بيا تر کهکشانونو پورې پراختيا ورکوي ! آيا همدغه انداوتفکر نه دی چې الله تعالی پرې انسان ته د طبيعت د بيفساده تسخيرولو له پاره دخپل نيابت درجه ورکړې ده ؟ او وطنمل صيب ورته بيل مضمون ځانګړی کړی و ؟ [/color:0e5ab08ffe]
[color=blue:0e5ab08ffe]که څه هم شعور ، اند او فکر هم په ټولنه (جامعه)کې منځته راغلی او هر ماشوم دغه پانګه په ټولنه کې او له ټولنې څخه لاسته راوړي، خو د هر فرد د فکر او شعور حامل پخپله فرد دی يعنې : د هغه د فکر منبع او سر چينه نه، خو ارګان يې پخپه د هغه سر يا ماغزه دي، ولې د مسووليت سره هرفرد په ټولنه کې مخامخ کيږي او مسوليت د همدغو اندوالو ، فکرورو آزادو انساني افرادو په ګډ اجتماعي ژوند انه کې او له ټولنې څخه منځته راځي ، نه په يواځې فردي ژوند کې چې انسا ن يې نه لري .[/color:0e5ab08ffe] [color=red:0e5ab08ffe]اند ، فکر ، آزادي ټولنه اومسوليت [/color:0e5ab08ffe]د انسان ځانګړتياوې دي، حيوانات سره ددې چې ځينې ډولونه يې ګډ ژوندلري او لکه ميږي او د شاتومچۍ ان ګډ کار ، د کارويش ، نظم او نظام هم لري، بيا هم له نوموړوځانګړتياو څخه کورټ محروم دي . د مسوليت په اړه بيا وروسته . په درناوي .



ع کريم حليمي
04.12.2004

دروند ښاغلي ځوګمن صاحب او درنو لوستونکو خويندو او رونو زه مو هم پخپل وارپه سلامونو
مو نمانځم .

او وريدلي مي وه چه فلان سړی په يوه نازک تبسم چاته دسي ښې خبري وکړي ٠ چه بل څوک ئې په لس دقيقو دومره
صفت نسي کولای ٠
دغه : [quote:cdd39c9789] لومړی پر غريزه تسط او بيا پر ستونزې اوخطر باندې بر ﻻسی مومي، دواړو، پر داخلي طبيعت (غريزه) برﻻسی موندل او پر طبيعي چاپيريال کې پر ستونځه بر ﻻسی موندلو ته آزادي وايي .[/quote:cdd39c9789]
تعريف چه تاسوکړي ٠ فکر نه کوم چه اکثره خلګ به ئې په يوه صفحه کي وکړي ٠ يوه نړۍ مننه

[quote:cdd39c9789]نه يواځې زه پرې سخت شک لرم ، بلکې ددې بحث له عنوان څخه هم دا بريښي چې حيوانات آزادي (( نه لري)) او پر احساس لرلو يې هم باور نه لرم[/quote:cdd39c9789]
کتابي ليکني چه ګورم ستاسو خبره رشتيا ده ٠ اما طبيعت ته چه کورم زما خبره داسي رشتيا کيږي
سپي موږ ته ازادي رابخښي ٠ يعني په دښتوکي مو ژوندي مالونه راساتي ٠ او په هغه مځکه کي چه پوليس نه وي
خلګ په کوروکي سپي ساتي ٠ چه په ارام ، ازاد فکر ويده يا بيده سي ٠ خدای دي مو بې حيوانانو نه کوي ٠
غوايي کلبه راته کوي ٠ ٠٠٠٠ يعني اسير کړي مو وي ٠ کله چه غوايي کلبه خلاصه کړي ٠
غوايی په سترګو، په لګۍ او سپی په لکۍ ، شادي په چکچکو داسي خوښحلۍ وکړي ٠ چه کاميابه سوه
ولي چه موږ ودوي ته دطبيعت يو٠

غوايي د ازادۍ احساس لري

د هيځ غوايي په طبيعت کښي کلبه نه ده زده ٠ ضرور ده چه کلبه ور زده کړو او ټرېننګ ورکړو ٠
داسي پېښيږي چه بعضي دغه حيوانان نه غواړي چه کلبه زده کړي ٠ او بعضي ئې زده کړي ٠ هغه چه نه غواړي
چه زده ئې کړي ٠ اخير ځان کاميابه کړي او دغه اسارت ته ځان نه ټنګه وي ٠ او ازادي واخلي ٠ ښخصي تجربه ده
زما ٠ اخير مجبوره سوم پر قصاب مي خرڅ کړه ٠ بله جوړه هندوستاني غوائې مي رانيول ٠ اوپه يوه نيمه مياشت
مي تربيه کړه ٠ اما بيا داسي پېښه وه چه د راسته طرف يوه کلبه نه کول او ټوله زور به د چپه طرف پر غوايي وو
مجبوره سوم ٠ يوه دانه مي بل رانيوي ٠ په يوې هفتې په بر کي تربيه سو ٠ ولي چه يو غوايی دهقان وو ٠
دغه نوي يو ډېر ږير کاريګرسو٠ دغه چوړي غوايو 20 کندهاري منه غنم کلبه کول چه روسي ټرکټر نسوای کولای
شيرينه دا ده چه لمر په تود سو او موږ به بيا هم کار په کاوه ٠ نو چه پنځه دقيقې تر 11:30 AM اوښتي وای
نو به دواړه پرېوته ٠ بيا په وهلو او ټکولو نه ولاړېده او کله چه به مي جوغ ځيني استه کړۍ ٠ په ځغاسته به ولاړه
د نيولو به نوه سيده به خپلي ګاوخانې ته ولاړه ٠ او بل دوۍ ما په اوربشينه ټيکله عادت کړي وه ٠ هغه ئې غوښته
دغه زما خپل ريسرچ او نتيجه ګيري ده ٠
او که تاسو وګوری ٠ په جرمني کي پوليس سپي تربيه کوي د (rescue dog ) د پاره که لس سپي تر تربيي لاندي ونيسي ٠ نو ټوله نه فارغ التصل کيږي د کلاس څخه ولي چه دغه اسارت نه قبلوي ٠

کرانه وروره ازادي هغه لوړ مقام دي چه تر اوس ډير انسانان يې په تعريف نه پوهيږي يوازي ئې په نامه پېژني او بس
د مځکي پر مخ نن 80 % انسانان ازادي نه لري ٠ که ئې قوي د ازادۍ احساس درلو دای نوبه غولامي او استثمار
له مځګي څخه به ئې کمبله ټوله سوې وای

او په نيويار کي کفتره نه چه کفتري ٠ يوه دانه پر سړک ګرځي ولي چه خلګ ئې نه نيسي نو د سړي په پښوکي چه
څه وويني ورځي او ټنګ ټنګ ورته ګوري هغه دانه واخلي ٠ يعني کفتري دغه د ازادۍ احساس پيدا کړی چه
څوک مي نه نيسي ٠ اسيره مي کړي ٠ اما داعمل او احساس دکندهار په کفترو کي نسته چه څوک مي نه نيسي
ښه پوهيږي چه که چاته پلاس ورغلم ٠ نو ازادي خلاصه سوه

په افغانستان کي 30 کاله کيږي چه اولسواکي،ازادي زموږ مشران خلګوته تشرح کوي ٠ داکثرو افغانانو نه زده کيږي ٠ اونه ئې باور پر کيږي ٠ امريکا جوړيدلي او په يوه کال کښي به ئې په ميلونو ډالرونه خرځ کړه چه
افغانانوکي د اولسواکۍ احساس پيدا کړي ٠ بيا هم کاميابه سم ندي
تاسو ئې په حيوانانو کي پلټۍ ٠
ستاسو د پيشو موضع
ډاکومنټري ٠ پيشي ، سپۍ،توطي،او شادي ليدلي چه پر يوه کاسه ئې خورک کاوه او کوي ئې
ولي فکر کوم چه احساس کوي د ازادۍ ٠
هغه طوطي چه د درو کالو د هلک د لغتو زخيره لري ٠ که څوک ئې په عذابوي ٠ ګروم کوي depression يا ژور خوابدی کوي او بڼکي ئې تويږي ٠ معنا دا چه د اسارت احساس لري



06.12.2004

سلامونه او درناوي!
ګران ورور دواجان شوقي هم له پنجرې څخه د مرغۍ د خوشې کولو پر وخت د هغې خوشالۍ او د خوښۍ چغار ته ګوته نيولې وه، تاسو پر حقه د آزادۍ اسبابو او وسايلو لکه دغويي خر او نورو حيوااتو کارولو ته ګوته نيولې ده:
[quote:83351d0319]کتابي ليکني چه ګورم ستاسو خبره رشتيا ده ٠ اما طبيعت ته چه کورم زما خبره داسي رشتيا کيږي چي موږ ته ازادي رابخښي ٠ يعني په دښتوکي مو ژوندي مالونه راساتي ٠ او په هغه مځکه کي چه پوليس نه وي خلګ په کوروکي سپي ساتي ٠ چه په ارام ، ازاد فکر ويده يا بيده سي ٠ خدای دي مو بې حيوانانو نه کوي ٠
غوايي کلبه راته کوي ٠ ٠٠٠٠ يعني اسير کړي مو وي ٠ کله چه غوايي کلبه خلاصه کړي
غوايی په سترګو، په لګۍ او سپی په لکۍ ، شادي په چکچکو داسي خوښحلۍ وکړي ٠ چه کاميابه سوه [/quote:83351d0319]
هو دغسې چې مونږ دار مړه وسايل هم کارو لکه لور ، رمبی، تسپار ، تبر ، تخز ، موټر ، الوتکه، کارخانه او فابريکې کاروو، چې په لنډ ډول توليدي وسايل او د هغې له چملې څخه د مولد انسان په شمول ولدهځواکونه ورته وايو، زمونږ د آزادۍ وسايل ، معيرونه او درجه بلل کيږي، چې طبيعت مو پرې رام کړی دی .
پاتې شول له کار يا بند څخه د حيواناتو اومرغانو خوشې کول اوپه د هغوی خوښي او خوشالي:
د هر ژوندي موجود د خپل حرکت مخنيوی کول په هغوی کي زړه تنګي او د فشار احساس پيدا کوي او چې کله ترې خلاص شي د خوښۍپر احساس اوړي . [color=yellow:83351d0319]دا هر څه داحساس او حيوانيت پرسطحه دي، نه په کې انداو فکر شوی، نه د فکر محصول او زيږنده بلل کيږي او نه يې هم نتيجه پر چاپير ال يا طبيعت باندې برﻻسی موندل او آزادي ده . له دې کبله ورته ازادي نشو ويلی! او دا چې آزادي نه ده مسوليت هم نشي زېږولی . يعنې اند د آزادۍ ا و آزادي د مسوليت زيږوونکې ده ، دوی دريواړه يو له بل پرته څه معنی نه لري او يو د بل سره ﻻزم او ملزوم دي .[/color:83351d0319] له همد ځايه دا هم ويلی شو هغه عقايد يا مذهبيون چې آزادي سلبوي او يا له اند او منطق پرته د مسوليتونو غوښتنه کوي، په سورۍ بيړۍ کې خلک له سمندر څخه پور ې وتلو ته رابولي .


Anonymous
06.12.2004

وروڼو,خويندوسلام
ترګردو دمخه به دشاعرمشرق علامه اقبال يو شعر چي دازادۍ په اړه يي ليكلى دي وليكم:
تيري ازاد بندي نه يهان ازاد نه وهان ازاد ... يهان مرني كي پابند وهان جيني كي پابند
ژباړه: ستا ازاد بندګان نه دلته ازاد نه هلته ازاد دلته په مړيني پابند او هلته په ژوندون پابند .
لنډه خبره داده چي دكائناتو جوړونكي خپل بندګان دخپل ځان دپاره بندګان او غلامان پيداکړل او نورو انسانانو په وړاندي ازاد او خپلواك , نو يوبنده چي څومره دخپل خالق په وړاندي دعبديت اظهار او اعتقادوكړي په هغومره اندازه دنورو مخلوقاتو په وړاندي پکي دازادى احساس غښتلى كيزي .



ع کريم حليمي
06.12.2004

ځواکمن صاحب
سلامونه او درناوي!

[quote:37fe8a48be]دا هر څه داحساس او حيوانيت پرسطحه دي، نه په کې انداو فکر شوی، نه د فکر محصول او زيږنده بلل کيږي او نه يې هم نتيجته پر چاپير ال يا طبيعت باندې برﻻسی موندل دي . له دې کبله ورته ازادي نشو ويلی![/quote:37fe8a48be]
اول کښي مي هم ستاسو ليکنه منلې او دغه ليکنه هم يو معروفه ليکنه ده ٠
ځواکمن صاحب مهرناني به مو وي که د مسؤليت به باب څه راته وليکۍ ٠ تشکر


نقاد
06.12.2004

درنو لوستونکو او يوه محترم ميلمه ته سلامونه . د ميلمه ورورد ليکنې يوه برخه را اخلم چې د علامه اقبال د شعر ژباړه ده : [quote:2792c1cf54]
ستا ازاد بندګان نه دلته ازاد نه هلته ازاد دلته په مړيني پابند او هلته په ژوندون پابند . [/quote:2792c1cf54]
په پورتني شعر کې پابندي مسوليت لرلو ته وا يي ، هغه څه چې پر سړي ﻻزم وي اوپرې واجبيږي ، او مسوليت لکه څنګه چې ځواکمن صيب ورته ګوته نيولې ده، هغه د آزادۍ خلاف نه، بلکې دهغې زيږنده بلل کيږي. خو
ا قبال صيب تصوف ته اړولې او د هغه د تصوف برخه زمونږ ميلمه صاحب بيا دغسې ژباړلې او انګيرلې ده چې [quote:2792c1cf54] دكائناتو جوړونكي خپل بندګان دخپل ځان دپاره بندګان او غلامان پيداکړل اود نورو انسانانو په وړاندي ازاد او خپلواك , نو يوبنده چي څومره دخپل خالق په وړاندي دعبديت اظهار او اعتقادوكړي په هغومره اندازه دنورو مخلوقاتو په وړاندي پکي دازادى احساس غښتلى كيزي [/quote:2792c1cf54]
له دې نه داسې مالوميږي چې انسان د طبيعت عظمت او ځواکونو ته سخت تسليم او ترې ويريږي، مخکې له دې چې د هغې په وړاندې د برﻻسي موندلو هڅه وکړي، بايد ځان په روحي او رواني توګه غښتلی او پياوړی کړي، نو ځکه د نړۍ او طبيعت خالق ته مراجعه کوي، څو پر هغه له تکل او توکل وروسته د طبيعت د بدلون جرئت وکړای شي ، په تيره بيا چې ﻻ ځان د خالق تعالی نايب هم تصور کاندي، نو بيا خو خاماخا ځان د طبيعت په وړاندی ځمری ځمری کوي او هغه ويره چې له طبيعت څخه يې لرله ،هغه هم د هغې ويرې سره يوځای کوي چې د طبيعت له خالق څخه يې لري او دطبيعت د رام کولو له پاره له خالق تعالی څخه د ﻻ زياتې مرستې طمع کوي ، په تيره بيا هغه وخت چې ژوند يې د کوم خطر يا طبيعي ناورين د ګواښ سره مخامخ شي.


م ن غروال
13.12.2004

ډيرو محترمو ليکوالو وروڼو سلامو نه عرض کوم!
ښاغلي غيرت ورور ډيره فلسفي او علمي پوښتنه پوښتي ده او ډير په زړه پورې او اړين معلومات او څرګندونې شويدي چې په لوستو يي سړۍ ښه ريښتيا خوښيږي٠
زما په اند آزادي د هر مخلوق هغه معين طبيعي او کلتوري کړو سرته رسول دي چې د هغه مخلوق د ټولنې لخوا منل شوي وي٠ دا منل که صحيح وي او که غلط، اړه پيدا کوي صرفاً د چارو منل يا هم نه منل!
په بشري خلقت کي زه د دکتور شريعتي او د دکتور سروش د ازادۍ په اړه څرګندونې د تأيد وړ بولم٠ هغو نظر لري چې انسان په هيڅ صورت آزاد ندي مګر د انساني ايماني حقيقي کلتور له مخې د منل شوؤ چارو د مجاز او محال د صورت اشکال په اساس! کله چې بشر مطرح کيږي عقل د انسان په آزادۍ کي تر هر څه په ړومبي ګام کي دي چي د بشر آزادي خپله اصيله څيره څرګندوي٠
پرته له عقله د مسئوليت او د آزادي د پوهېدو پولو ته رسيدل زه د غير ممکنه اسبابو له جملې څخه بولم٠
په درناوې


Anonymous
14.12.2004

ښاغلي او محترم غروال صاحب السلام عليکم و رحمته الله و برکاته

[quote:1e5e27e551]زما په اند آزادي د هر مخلوق هغه معين طبيعي او کلتور د کړو سرته رسول دي چې د هغه مخلوق د ټولنې لخوا منل شوي وي٠ دا منل که یيح وي او که غلط، اړه پيدا کوي صرفاً د چارو منل يا هم نه منل! [/quote:1e5e27e551]
تاسو ليکلي چه ازادي د هر مخلوق چه په هر مخلوق کښي حيوانان هم داخل دي ٠ اما ځواکمن صاحب دا خبره نه
تائده وي ٠ ولي چه داسي هم ويل کيږي چه حيوانان Freewill (اراده اختياري نه لري ٠

او بل تاسو طبيعي او کلتور ياد کړي ٠ په مطلب ئې نه پوهيږم
دومره پوهيږم چه کلتور دي چه د ازادۍ مخه نيسي ٠ همېشه دعوا د کلتور سره ده ٠ کلتور د فکر د ازادۍ مخي
ته ولاړ وي ٠ او هم دا کلتور دي چه مذهب او ازادۍ ته ګواښونه جوړه وي ٠ .هر مصلح (reformist ) او هم هر انقلابي ،نبي کلتور نه خوښوي ٠ او طبيعي اخلاق داسي دي لکه ازادي ٠ او کلتور بيا په ډيره لږ اندازه طبيعي وي
او اکثر کلتور جبري او زجري شکل لري (وضعيت زجري ) لکه د پښتنو نجونو ورکول٠
که لږ څه خپل مطلب واضع کړي ٠ مننه
ديد


نقاد
15.12.2004

[quote:58900e7c20]دومره پوهيږم چه کلتور دي چه د ازادۍ مخه نيسي ٠ همېشه دعوا د کلتور سره ده ٠ کلتور د فکر د ازادۍ مخي
ته ولاړ وي ٠ او هم دا کلتور دي چه مذهب او ازادۍ ته ګواښونه جوړه وي ٠ .هر مصلح (reformist ) او هم هر انقلابي ،نبي کلتور نه خوښوي ٠ او طبيعي اخلاق داسي دي لکه ازادي ٠ او کلتور بيا په ډيره لږ اندازه طبيعي وي
او اکثر کلتور جبري او زجري شکل لري (وضعيت زجري ) لکه د پښتنو نجونو ورکول٠ [/quote:58900e7c20]
له سلام او درناي له مراتبو ورسته :
که کلتور له طبيعت پرته د انسان مصنوعي نړۍ ته ووايو ، نو کلتور هم د ازادۍ يو اکټ دی او بايد هيڅکله د ازادۍ پر ضد درک نشي . خو که چيرې له خپل هدف څخه واوړي ، نو بيا د آزادۍ خصلت يې هم بدليږي . البته دا ښايي بيا د ټولنې په تاريخي شرايطو پورې اړه و لري چې کله او څنګه د بشر يوه کلتوري ﻻسته راوړنه هم د هغه ازادي سلبوي او د ځانله پاره يې په زوﻻنو اوړي. لکه د پښتنې پلر ونو دود او دستور چې لور په زور ورکي ، کوم چې د لور ازادي او انسانيت هډو مرعت کوي هم نه . دا هغه وخت کيږي چې ټولنه په مادي ډول په متخاصمو ډلو او طبقو وويشل شي . له دې کبله پر پښتنو نجونو د ستم چلولو اړونده تايخي عوامل راوڅيړل شي چې د پښتون سره يې د پښتون کلتور هم په سرچپه شکل او فنکشن ښکيل کړی دی. واسلام .



ع کريم حليمي
15.12.2004

له سلام او احترام ورسته ٠ داسي عرض کوم !
فکر نه کوم خو ګمان داسي کوم ٠ هره ټولنه چه زوړ کلتور لري ٠ اخير ئې کلتور د مذهب په شان کلک سي او د
د ټولني وګړي نو بيا تر کلتور پښه نسي اړولای ٠ کله چې بيا قانون ليکل کيږي ٠ د کلتور تأثير پر وي ٠ او قانون
ئې د مصلح خلګو لپاره مشکلات حلقوي ٠
که جامعه تر کلتور تير سي او د کلتوري جامعي پر ځاي يوه قانوني جامعه جوړه کړي ٠ نوبه ټوله متخاصمي ډلي
به سره يو لاس سي ؟؟
زموږ نبي پرداسي اصولو ټولنه جوړه ول
چه د کلتور سره ئې تهذب يوځاي کي ٠ چه د کلتور پوجي وکړي لکه يو ناغبان
او معروف ټنګ کړي ٠ يعني چه معرف (common law ) وده وکړي ٠
او ټولنه قانوني سي ٠ (قانوني ټولنه به ډيره ښه وي تر کلتوري ټولني )


م ن غروال
15.12.2004

ښاغلۍ ميلمه ورور وروسته له سلامو!
که څه هم ښاغلي نقاد ورور ښه اړينه څرګندونه کړې ده او واقيعت هم دا دي چې هر مخلوق هم آزادي لري او هم يي نه لري٠ يعنې د يوه محدود طبيعي او کلتوري محدوديتنو پور د هر مخلوق آزادي تړل کيږي٠ بشر د ټولنې منل شوؤ حدودو پورې آزاد او نور د هغه ټول کړه تړل شويدي د عمل اجرأ اجازه نه وي٠ او نور حيوانات هم د طبيعي حوادثو او قوانينو تابع دي آزاد نه دي چې هره خوښه سرته ورسوي٠
البته پورته ليکل مې ممکن صيح نه وي اما زه تر دغه اندازې پوهيږم او دکتور سروش د آزادي او مذهب هکله يو بحث کړۍ دي تقريباً همدا يي مطلب دي٠ خداي ج دې وکړي چې ما خپل نظر دا ځل لږه واضح ليکلي وي٠
په درناوې


Anonymous
16.12.2004

[quote:b7a6a9b3f1="Abdul Karimحليمي"]له سلام او احترام ورسته ٠ داسي عرض کوم !
فکر نه کوم خو ګمان داسي کوم ٠ هره ټولنه چه زوړ کلتور لري ٠ اخير ئې کلتور د مذهب په شان کلک سي او د
د ټولني وګړي نو بيا تر کلتور پښه نسي اړولای ٠ کله چې بيا قانون ليکل کيږي ٠ د کلتور تأثير پر وي ٠ او قانون
ئې د مصلح خلګو لپاره مشکلات حلقوي ٠
که جامعه تر کلتور تير سي او د کلتوري جامعي پر ځاي يوه قانوني جامعه جوړه کړي ٠ نوبه ټوله متخاصمي ډلي
به سره يو لاس سي ؟؟
زموږ نبي پرداسي اصولو ټولنه جوړه ول
چه د کلتور سره ئې تهذب يوځاي کي ٠ چه د کلتور پوجي وکړي لکه يو ناغبان
او معروف ټنګ کړي ٠ يعني چه معرف (common law ) وده وکړي ٠
او ټولنه قانوني سي ٠ (قانوني ټولنه به ډيره ښه وي تر کلتوري ټولني )[/quote:b7a6a9b3f1]
محترم استاد صاحب ته سلامونه او درنای وړاندې کوم.
رښتيا ه کلتور دود دستور ، عنعنې او رواجونو ت محدود کړ، دغه شيونه تل تر لزوم زيات دوام کوي او د انسان پر زوﻻنو بدليږي. د هر دود او راج رامنځ ته کول په خپل وخت کې يو اړين کار او ضرورت وي، ځکه د نوړي د ټالو اړينتياو د رفع کولو د يو منلي شکل په توګه رمنځته کيږي، وروسته چې اړونده ضرورت نر موجود نه وي، ه د رفعی هغه دوديز شکل يې پاتې وي او د ولکی په توګه تر خپل يوغ ﻻندې ساتي، که څه هم په لومړي سر کید ازادۍ د خوندي کولوله پاره رامنځته شوی اسي . له چې انلابيون، روانفکران ، فيلسوفان او نبيان زاړه دودونه له منځه وړي، نو دا م يو کلتوري اکټ دی، يا نوی دود رامنځته کوي هم کلتوري عمل دی او که فلسفه ، علم يا قوانين منځته راوړي ، دا ټول هريو کلتور، لتوري عملونه او کلتوري پرمختګ بلل کيږي. نو کلتور تجدد مادي او معنوي رمختګ ته وايي او يواځې د دود دستور او رواج يا عنعنې ساتنې پورې محدود نشي. دا سمه اواړينه ده چې د کلتور يو نوی او مترقي شکل بايد د بل زاړه شکل ځای ونيسي . د لومړنيو کموني او قبيلوي ټولنو د دود او دستور ځای په لوړنيو طبقاتي فيوډالي اوماقبل فيوډالي ټولنو کې دين او مذهب نولی و، پيغمبرانو زاړه دودونه
او زاړه طبيعت پرسته دينونه مات کړل . د ځانې برژوازي طبقې د واکمنۍ سره فلسفې، ساينسي پوهنې ته مخه خلاصه شوه او قانويت په سرمايدارۍ کې پراختيا وموندله. دلته د دود دستور عنعنو او مذهبونو پير تير شو . خو پر يوه خدای باندې باور او عقيدې ېپايښت وموند ، کوم چې په نوموړو هيوادونو کې د دين او مذهب سره هيڅ تړاو نه لري . په درښت !

پيغمبران



ع کريم حليمي
17.12.2004

ډير ګرانو وړونو غروال صاحب ، نقاد صاحب او مېلمه صاحب ٠
سلامونه اوښې هيلي
ډاکتر سروش ډير ښه نظر لري ٠ او ډاکتر اصلأ ازادي پر دوو ډولو وېشي چه يوه مثبته ازادي او بل منفي ازادي

د ازادۍ مفهوم :
مثبته ازادي . چه د ټولو هغه خارجي رنجبارو ځنځرو او جبارپاچا،هغه ځنځيرونه چه پر فکر پېچلسوي ،
او بېګانوو څخه ځان ازاده ولو ته مثبته ازادي وايو

منفي ازادي . ټوله غله او او بد فعله چه په بندي خانوکښي بنديان دي ٠ هغوي هم ازادي غواړي ٠ که ازاد سي نو
منفي ازادي ده (ټوله بداخلاقه هم ازادي غواړي د قانون له منګلو)

د اخلاقو،مسؤليت او ازادې رابطه
اخلاق رأسأ رابطه لري د ازادۍ سره او دغه دواړه بيا رابطه لري د مسؤليت سره٠

اوکوم ځای چه سروش اشاره کوي ٠ ((انسان په هيڅ صورت آزاد ندي مګر د انساني ايماني حقيقي کلتور له مخې د منل شوؤ چارو د مجاز او محال د صورت اشکال په اساس! کله چې بشر مطرح کيږي عقل د انسان په آزادۍ کي تر هر څه په ړومبي ګام کي دي چي د بشر آزادي خپله اصيله څيره څرګندوي٠ ))

طبعأ دغسي ده ٠
د انسان ټولني څخه تعصب نه ورکيږي ٠ يعني انسان او تعصب جز لاينفق دي ٠ او ښه انساني ټولنه هغه ده چه په
قانون ښي ئې تعصب نه وي ٠
نو ترښه او بې تعصبه قانون لاندي ژوند ته وايو ازادي !!
که په ټولنه کي خلګ پر دود او کلتور برابر ژوند وکړي ٠ چه اکثره کلتور و دود د تعصبه ډک دي ٠
نو دازادۍ خوند هم هلته نوي ٠ چه تور موخان او سپيني ږيري ئې وي حکومت به کوي ٠ او چه توري ږيري او سپين مخونه لري ٠ د مثبتي ازادۍ په غم کي به پراته وي
په هر ټولنه ښي چه بداخلاقي او لا قانون څه سر غړونه وي ٠ هلته ازادي مفهوم نه لري
او اخلاق دوه قسمه دي ٠ يو يونيورسل (universal ) اخلاق دي ٠ لکه درواغ نه ويل ،خبري ازادي لاس نه غورځول
او يو بيا محلي اخلاق دي ٠ لکه د لاس مچول ، د سلام په وخت کي دريدل ٠
يعني هر محيط ځانته اخلاق لري ٠ چه بعضي ئې تهذب ته ضرورت لري


Anonymous
09.01.2005

((ليونيان آزادي نه لري،د ماشومانو آزادي محدوده وي او بي مسئوليته تر حيوان هم ښکته دی))

محترم غيرت صاحب سلامونه !

ستاسوپه دغه پورته عنوان پوه نه شوم٠ له عنوانه داسی بريښي چې تاسو هغه انسانانو ته په غوسه ياست چې دماغي حالت يې نورمال نه وي اوطبي معالجې ته ضرورت لري٠
ايا داسې انسانان قانونا" اومنطقا" دڅه لپاره مسؤل ګڼل کېدای شي ؟
دلېونيانو څخه ولی ګيله کوې ؟ که څوک په دغه حالت مبتلا وي نو بايد جزاورکړای شي که معالجه يې وشي ؟

اوکه ستاسو مطلب له تشبهاتو څخه وي نوبيامو عنوان ورته مناسب نه دی ټاکلی

په درنښت

ازادنظر


Anonymous
09.01.2005

ازادي د طبيعي اوټولنيزوقوانينو،پرنسيپونو اواصولومجموعه ده چې د فردي او ټولنيزو حقوقو او سلاحيتونومعيارټاکي ٠ طبيعي ازادي سرحد نه پېژني مګټولنيزه ازادي دسرحدونوپابنده وي لکه دافغانستان وګړي کولای شي خپل ځان د دولتي اوټولنيزو چارو لپاره کانديد کړي خو دغه حقوق ورته دافغانستان له پولې څخه بهر نه ورکول کيږي ٠ يايو افغاني طبع حق لري چې دافغانستان په هرګوټ کی کورراونيسي ، وظيفه اجرا کړي اوواوسيږي٠

دطبيعي ازادي مثال به ووايوخبرې کول ، خوراک ، څښاک ، کتل ، اورېدل ، تورپوستې که د چاخوښ وي کنه وجود لري اودژوندحق لري ، که پښتون دنګه پوزه لري اوهزاره پيته مااوتاپکی د (هغه دا) حق نه لرو٠ مرغان پاسپورټ ، سياست ، مذ هب نه پېژني اوداسېنور٠

که کوم ځای پکی غلط وي تاسو يې سم کړۍ

ستاسو ازادنظر
____________________________________________
اشنازماڅخه شعرونه غواړي
دازادۍ د بڼ ګلونه غواړي

دې ته نه وايي چې څه زه غواړم هغه کوولای شم يا ته عاموتام سلاحيت لرې چې هرڅه دې زړه وغواړي ويې کولای شې بلکه ازادي


Anonymous
10.01.2005

درنو او منلودوستانو سلامونه مې ومنئ، خوښ شوم چې دغه سرلیک ته مو پام
راګرځیدلی دی . تکړه لیکوال آزاد نظر صاحب ته له ښه راغلاست ویلو نه وروسته :
ستاسو دلیکنې د پای نه وروسته له پای لیکې څخه یې پیلوم او ستاسو پردې جمله تکیه کوم چې :

[quote:3b7c81883e]آزاد ي دې ته نه وايي چې څه زه غواړم هغه کوولای شم يا ته عاموتام سلاحيت لرې چې هرڅه دې زړه وغواړي ويې کولای شې ...[/quote:3b7c81883e] اودا لاندې
ویش پرې ردوم چې د آزادۍ مفهوم په یوه مثبته او بله منفي آزدۍ سره بیلوي ؛
[quote:3b7c81883e]او هغه ازادي ، چه د ټولو هغه خارجي رنجبارو ځنځیرو او جبارپاچا،هغه ځنځيرونو څخه چه پر فکر پېچل سوي وي ،اوله بېګانه وو څخه ځان ازاده ولو ته هم ازادي [/quote:3b7c81883e]وايم ، [color=blue:3b7c81883e]دا آزادي ده ، ځکه خومثبه هم ده ![/color:3b7c81883e] ، پردې بنسټ چې آزادي پخپله تر ټولوی مثبت نعمت دی ، نویو منفی مثبت او بل مثبت مثبت نعمت ورته ویل بی معنی دي . نو دا لاندېنۍ جمله هم چې وایی [quote:3b7c81883e]ټوله غله او او بد فعله چه په بندي خانوکښي بنديان دي ٠ هغوي هم ازادي غواړي ٠ که ازاد سي نو منفي ازادي ده (ټوله بداخلاقه هم ازادي غواړي د قانون له منګلو) [/quote:3b7c81883e]په دې ډول تغیر سره منلی شم چې :
ټوله غله او او بد فعله چه په بندي خانوکښي بنديان دي ٠ هغوي هم خوشې کیدل غواړي نه آزادي٠ که له بند څخه خوشې سي نو دا ازادي نه ده ، بلکې (د نورو)آزدۍ ته ګواښ دی (ټوله بداخلاقه هم د قانون له منګلوڅخه خوشې کیدل غواړي)، ځکه آزاد نظر صیب پرحقه ویلي چې [color=red:3b7c81883e]آزاد ي دې ته نه وايي چې څه زه غواړم هغه کوولای شم يا ته عاموتام سلاحيت لرې چې هرڅه دې زړه وغواړي ويې کولای شې [/color:3b7c81883e].
هو که نوموړو بندیانو سره د خپلې فکري پروسې او تحلیل په نتیجه کې له نوموړو جنا یتونو څخه کرکه پیدا شي، د هغه عملونو انګیزه او ذهنیت مردود بلي او ځان ترې خلاص کړي، نو خې له دې چې له زندان څخ خوشې شي، هغوی وختي آزاد دي .
خود ښاغلي آزاد نظر ددې بیخي سمې پوښتنې په ځواب کې چې [quote:3b7c81883e]له عنوانه داسی بريښي چې تاسو هغه انسانانو ته په غوسه ياست چې دماغي حالت يې نورمال نه وي اوطبي معالجې ته ضرورت لري٠ ايا داسې انسانان قانونا" اومنطقا" دڅه لپاره مسؤل ګڼل کېدای شي ؟ [/quote:3b7c81883e] زیاتوم چې : ۱ـ نه ، زه ورته په غصه نه یم ، [color=yellow:3b7c81883e]ځکه چې هغوی آزادي نه لري [/color:3b7c81883e]،او ۲ـ هغوی مسئول هم نه بولم ، [color=yellow:3b7c81883e]ځکه چې هغوی آ زادي نه لري[/color:3b7c81883e]، په نتیجه کې دانیوکه ده سمه چې : [quote:3b7c81883e]دلېونيانو څخه ولی ګيله کوې ؟[/quote:3b7c81883e] ، خو زه ترې دا ګیله هم نشم کولای ،ا و له همدې کبله مې ترې ګیله کړې هم نه ده ، [color=red:3b7c81883e]ځکه چې هغوی آزادي نه لري . [/color:3b7c81883e] نو داچې : [quote:3b7c81883e]که څوک په دغه حالت مبتلا وي نو بايد جزاورکړای شي که معالجه يې وشي ؟ [/quote:3b7c81883e]، [color=blue:3b7c81883e]معالجه یواځینۍ لار ده او بس ، څو دلیونتوب له بند څخه آزاد شي. [/color:3b7c81883e]


Anonymous
10.01.2005

درنو لوستونکو سلامونه
د سعدي په اشعارو به پوه سم٠ خو په ساده پښتوليکنه د بعضوپښتنو ليکوالو به پوه نسم
زه پخپله هم روستم نه يم ٠ که مي ليکنه نه زده٠ نو کوښښ کوم ٠ چه موضع [color=white:8daf767b10]واضح [/color:8daf767b10]وليکم ٠
غواړم چه دغه مشکل مي حل کړم کوم چه د قدر وړ ورور ازاد نظر صاحب اشاره ورته کړې ٠

[quote:8daf767b10]په دې به تاسو هم پوهيدلي ياست چې مونږلا تراوسه نپوهيږو چې خبرې مو د څه نه پېل کړي او په څه مو پای ته رسولي ٠ همدا يو لوی علت دې چې دبحث نه دموضوع مطابق نتيجه لاس ته نه راځي٠ ددې ترڅنګه دراسپړېدلی موضوع څخه نه لوستونکی سمه افاده کوولی شي اونه ليکونکی پوهيږي د ليکنې نيجه يې څه شوه ٠ که له بادرنګه خبره راونيول شي نو سربه يې هرومرو تورۍ ، ترې ، خټکي اوکدوته ووځي [/quote:8daf767b10]


Anonymous
11.01.2005

ښاغلئ غيرت صاحب
ستاسوڅخه ډيره مننه چه دغه مهمه موضوع مو راوړاندې کړه
دازادئ تشريح،تحليل ،وضاحت اوپيژندنه زموږ دپاره اساسي اهميت لري,ځکه چه
تر دې نامه ﻻ ندی زموږ وولس ډيری قربانئ ورکړي دي ،خوتراوسه ئ ددي مجهولی
ناوکئ مخ ونه ليد٠دا ځکه چه نه ده پيژندل شوي٠
زماهيله داده چه عزتمن ليکوالان،پوهان اومحققين ددغې موضوع په روښانولو کې
خپله پيرزوينه ونه سپموي٠


Anonymous
11.01.2005

[quote:8a4b6ea95d]درنو لوستونکو سلامونه
د سعدي په اشعارو به پوه سم٠ خو په ساده پښتوليکنه د بعضوپښتنو ليکوالو به پوه نسم زه پخپله هم روستم نه يم ٠ که مي ليکنه نه زده٠ نو کوښښ کوم ٠ چه موضوع واضح وليکم ٠ [/quote:8a4b6ea95d]
دوستانو تر اوسه د آزادۍ د بحث له تعقیبولو څخه په لنډه توګه داسې پوه شوم چې آزادي ښایي دانسانانو د عقل عملي واکمنۍ یا په عمل کې دانسان عقل واکۍ ته وایي ،یعنې دوه توکي لري چې یود عقل لرل او بل د خپل عقلي حکم پلي کول دي، آیاهمداسې ده؟



ع کريم حليمي
11.01.2005

درنو او قدرمنو لوستونکو سلام عليکم
دروند پتوال صاحب
دازادادي شل قسمه تعريفونه سوي دي ٠ او هر تعريف چه ئې کړي ٠ ليکوال هغه بې عدالتۍ او يا کومه مشخصه
ازادي چه تر پښو لاندي سوې نو تعريف يا تشريح ئې کړې ٠
زه دلته د ځواکمن صاحب ليکنه رانقل کوم ٠ چه د ازادۍ اساسي تعريف دي ٠ او هرڅه ئې په بر کښي نيولي

[color=red:e269cc8b53]دواړو، پر داخلي طبيعت (غريزه) برﻻسی موندل او پر طبيعي چاپيريال کې پر ستونځه بر ﻻسی موندلو ته آزادي وايي [/color:e269cc8b53]
په انساني ټولنو کي هر څه ته قوانين ليکل سوي ٠ د قانون په داخل کي هر څه ازادي ده
او که قانون داسي ليکل سوې وي چه انسان ئې تحمل نسي کولای ٠ يعني قابل د تحمل نه وي ٠ انسان داحق او ازادي لري چه مبارزه وکړي چه قانون ته تغير ور کړي ٠ هو تر څو چه ئې قانون ته تغير نوي ور کړې ٠ عوام الناس
ته حق نسته ازادي نه لري چه تر قانون پښه واړوي ٠
هو سياستوال کولاي سي چه د خپلي مبارزې په خاطر يو نفر تعين کړي او خلاف قانون عمل وکړي ٠
چه دغه عمل خپل دست اوېز و ګرځوي او د قانون جوړونکو سره دعوه پرجاري کړي ٠ او د سره په وليکي
دې ته اصلأخلاف قانون عمل نه ويل کيږي ٠ ولي کله چه قانون تغيرسي نو هغه جرم چه ئې کړې وو ٠ سبا جرم نه دي ٠ پرون جرم وو ٠ (freedom is not free )
ازادي داسي مفته نده ٠ قرباني غواړي ٠ که ملت قربانۍ ورنکړي ٠ مشروع حکومت دا معنا نه لري چه
ازادي په خلګو ويښي لکه حلوا
ح



ع کريم حليمي
12.01.2005

درنو او قدرمنو سلام
يوه اسلامي سکالر دا ويلي چه ٠[color=blue:80093ee181] والخمر مفتاح كل شر [/color:80093ee181]
او يوه بل اسلامي سکالر بيا داسي ويلي دي ٠ [color=red:80093ee181]حب الدنيا رأس الخطايا‏[/color:80093ee181]
اوپه نن عصر کي داسي ويلای سو چه ٠ [color=green:80093ee181]رأس الخطايا د بل ازادي تر پښو لاندي کول دي[/color:80093ee181]
ټوله انسانان نن د شرابو په خسارو پوهېدلي دي ٠
او هم د دونيا د محبت په خساره و پوهېدل ٠ دونيا محبت (د قدرت تنده او لوږه ،دقدرت لېونتوب)

په غربي نړۍ کښي اکثريت انسانان په دې پوهېدلي چه د بل انسان ازادي سلبول ډيره لويه خطا ده ٠ اما اسيايان
لابيا هم اکثره نه پوهيږي ٠ چه د بل ازادي سلبول لويه خطا ده ٠
ازادي د انسان د فکر محصول نه ده ٠ ازادي وحي ده ٠ چه وحي هيڅ وخت خطا نوي ٠ خطا زموږ په ناپوهي کښي
وي ٠ چه د وحي ترجمه سمه او صحيح نه سوو کولای ٠

کله چه خدای انسان مځکي ته را استاوه ٠ نو خلافت ئې ورکړۍ ٠ او خلافت بيله ازادۍ امکان نه لري ٠ او بيله
مسؤليته خلافت هم خلافت نه دي ٠ که مسؤليت نه وي نو بيا د انسانه خدای جوړيږي ٠ استغفر الله استغفر الله
مسؤليتونه دوه دي ٠ خدای ته د اخيرت په ورځ ، او يواوبل ته په دونيا کښي مسؤليت لرو ٠
مسؤليت هغه وخت پيدا کيږي چه ازادي وي ٠ که ازادي نه وي ٠ نو مسؤليت هم نسته ٠
مثلأ ٠ زه خدای ته مسؤل يم ٠ که اسلام ونه منم ٠ ولي چه ازاد يم ٠ که خدای منم يا ئې نه منم اسلام منم يا ئې نه منم ٠ بودايي کيږم ،که عيسايي کيږم ٠
ولي چه ازاد يم او اختيار لرم ٠ يعني ازاديلرم ٠
او په مقابل کښي که الله داسي دونيا جوړه کړې وای چه بل هيڅ دين نوای پرمځکه او يوازي اسلام وای ٠ نو زماسره به خدای د چشي حساب کولای ٠ او د څشي مسؤليت به مي درلودای ٠ نو د پښتني ځاي نه پيداکيږي ٠
چه الله راڅه پوښتنه وکړي ٠ چه په کوم دين وې په دونيا کښي ٠ ولي چه يوازي او يوازي يو دين وو په دونيا کښي ٠ هو خو داپوښتني به طبعأ راڅخه کېږي ٠ چه د دين په قانون دي عمل ولي ندي کړي ٠
اوس نو داسي معلومه سوه ٠ چه ازادي معنا دا نه چه قانون نسته ٠ هو معنا داچي ٠ قانون به د انسان فردي ازادي
نه سلب کوي ٠
فردي ازادي معنا څه ؟ ٠ هر فکري اختلاف ازاد او ليکنه،کلام،د هر فعل اجازه تر څو هيڅ بل مخلوق ته خساره نه وي٠ داسي معلوميږي ٠ چه په جامعه کښي پر يوه ډله خلګو واجب کيږي چه د حق او ازادۍ حفاظت وکړي ٠
او د يو شي حفاظت په ليکنه او کلام هر وخت نه کيږي ٠ عملي کار غواړي ٠
مثلا ٠ که يو journalist ته حکومت خنډونه جوړول چه جوړناليزم څه لاس واخلي ٠ نو يوازي په خوله خوابدئ او ليکنو چاره نه کيږي ٠ تر څوچي عملي ګامونه وانخستل سي ٠


ازادي

Anonymous
19.01.2005

ټولومشرانواودرنووروڼوستړي مه شئ
تاسو ټولو ته دنيکمرغه لوی اختر مبارکي وايم
ازادي دانسان دعقل څخه زيږيګي،اوسرچشمه ءي عقل دئ .
په انسان باندی پوهنه(علم)ناممکنه ده،ځکه چه ازاد دئ.همدارنګه دانسان
په اخري مسائلو او ارزښتونو پوهه نا شونی ده ځکه دغه نهاءي مساءيل دهغه د
ازادئ دجوهر سره سروکار لري.
ازادي تر هغه وخته وجود لري چه دعلم تر تسلط لاندې را نشي .
په انسان باندې پوهه هغه وخت ممکنه ده چه ازادي ځنی واخلو .
اصلا ازادي معلوم کيدونکی نه ده ،چيرته چه ازادي معلومه شی(دعلم تر تسلط لاندي راغله) نابوديږي
ازادي دهر شي څخه تحریک کيږی ليکن دهيڅ شي څخه نه معلوميږي ،ازادي يو نه برطرف کيدونکئ مجهول دئ .
ازادي دعقل خصوصيت دئ،عقل فکر کوي،د هر انسا ن فکر دهغه دفکر حاکم او
قاضي ګرزي .
فکر د فکر څخه انتقاد کوي، هم پخپله قانون جوړوي هم دهغه څخه اطاعت کوي
له دکبله ازادي لکه چه مخالفين ءیی واءي خودکامه او بی قيده نه ده .
انساني ازادي عقلاني ازادي ده چه دعلمي انتقاد په واسطه مهاره ده ځکه عقل به انتقاد سره ځان محدودوي
ازاده افراد په ټولنه کې دڅيری کوونکو حيواناتو په څير نه دي چه يو بل ټوټې ټوټې
کړي،بلکه سره دد یچه دازادئ څخه دزيږيدلي قدرت له پلوه يودبل سره توپير او تضادلري بلا فاصله يو بل په تورو نه وهي ،بلکه دغه ازادي د عقل څخه پيدا شوی
او طبعاتصادم دازادئ تصادم دعقلونو دئ او دعمومي تفاهم دپاره کوښښ دئ .
دانسان ازادي دهغه په قًًدرت باندې ولاړه ده، څوک چه قدرت نه لري ازادي هم نه لري.
موږ دهر ازاد عمل داجرا دپاره قدرت ته ضرورت لرو،له دکبله دغه قدرت په هيڅ
نوم اوهيڅ وخت دخلکو څخه نه شو اخستلای،څوک چه خپله ازادي په خپل اختپار کې لري زياتره دازادئ څخه ګټه اخلي .
ضعف هيڅکله داخلاقي،سياسي فضيلت دوجود نښه نه ده .
ازادي په انسان کي اخري نقطه داعمالو،عواطفو،احساساتو او افکارومجهوله ګرزوي له دکبله بايد تصميم و نيسي،ځکه چه ازادي د تصميم نيولو تحقق په هر
فرد کې ده .دا چه انسان څرنګه تصميم ونيسي بيله موضوع ده .
حافد



ع کريم حليمي
20.01.2005

زه هم درنو افغانانو خويندو او وړونوته بلحصوص د ټول افغان ليکوالو ته دنيکمرغه لوی اختر مبارکي وايم ٠
حافده وروره !
[quote:632412da56]ازادي دانسان دعقل څخه زيږيګي،اوسرچشمه ءي عقل دئ . [/quote:632412da56]
هرڅه چه په مانا پوري اړه لري ٠ د عقل محصل دي ٠ ايا داسي څه سته چه د عقل سره
تعلق نه لري مستقم ، غيري مستقم ٠ ؟؟؟
[quote:632412da56]ازادي تر هغه وخته وجود لري چه دعلم تر تسلط لاندې را نشي .
په انسان باندې پوهه هغه وخت ممکنه ده چه ازادي ځنی واخلو . [/quote:632412da56]
تاسو يوځای ليکۍ چه دعقل څه زيږي ٠ او بيا په دوهمه جمله کښي ليکۍ ٠ ازادي تر هغه وخته وجود لري چه دعلم تر تسلط لاندې را نشي . که له عقل څخه علم واخلۍ
څه شي پاته کيږي ٠ ؟؟؟؟ پر دوو پښو روان شئ

[quote:632412da56]اصلا ازادي معلوم کيدونکی نه ده ،چيرته چه ازادي معلومه شی(دعلم تر تسلط لاندي راغله) نابوديږي
ازادي دهر شي څخه تحریک کيږی ليکن دهيڅ شي څخه نه معلوميږي ،ازادي يو نه برطرف کيدونکئ مجهول دئ . [/quote:632412da56]
يا زه پر حال نيم ٠ که تاسو دغه پورته ليکنه ترجمه کړۍ راته خوښ به سم ٠
په نوره ليکنه خو بېخي نه پوهيږم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more