د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی


Mazharee
04.08.2012

دوه ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
د الله کتاب سره ادب او زياته مينه:
وَاَلَّذِي رَعَفَ فَلَا يُرْقَأُ دَمُهُ فَأَرَادَ أَنْ يَكْتُبَ بِدَمِهِ على جَبْهَتِهِ شيئا من الْقُرْآنِ قال أبو بَكْرٍ الْإِسْكَافُ يَجُوزُ وَكَذَا لو كَتَبَ على جِلْدِ مَيْتَةٍ إذَا كان فيه شِفَاءٌ كَذَا في خِزَانَةِ الْمُفْتِينَ(هندیه کتاب الکراهيه الباب التاسع عشر فی الختان والخصاء وقلم الاظفار الخ)
ژباړه: که د چا پزه وينې کيده او نه در ېده نو يې په همدې وينو له قران څخه پر خپل تندي د څه ليکلو اراده وکړه ابوبکر وايي روا ده او که يې قران د مردارې پر پوست وليکی که روغتیا په کي وه روا ده دا خبره په خزانة المفتین کي هم سوې ده .
فههافهها ! مظهري له قران او د الله له کتاب سره مو دغه وفا ده ؟ قران په مرداره وينه پر تندي ليکې او یا يې د مړزګې پر پوست ليکې ؟ ښه دلته مو د علم غیب دعوه هم کړې ده ، تاته چا خبر در کړ چي په دې چاره تر سره کولو ته جوړېږې؟ کشف در ته وسو ؟ که بس دا خوند در کوي چي يوه نوې پېښه کړئ؟.

جواب
حذیفه دونه کم عقل اوخالی الذهن دی، چی ددین ورسره هیڅ معلومات نشته، بس یوه مسئله چی ظاهرا یی ترفاسدنظربده راغله ماقبل اومابعدته یی نګوری، نو ورباندی لیکل کوی. ګوره کم عقله! یوخودا مسئله داحنافودټولوعلماؤ قول ندی، ځکه علامه شامی(رح) داخبره رد کړی چی فتوی هم پرقول دعلامه شامی (رح) ده ، خوته کم عقل چیری په دی باندی پوهیږی چی ځنی اصحابو(رض)هم تفردات درلودل، نودیوفقیه تفردات دهغه خپل شخصی نظردی، چی دته الله پرهغه هم ثواب ورکوی، ځکه مجتهدلپاره دوصول په صورت کی دوه ثوابه ودعدم وصول په صورت کی یوثواب دی، خوتاسوکم عقله سلفیان کله پداسی تحقیق باندی پوهیږی. اوبیا باوله ! مونږاوتاسویوحالت لرو چی هغه ته دمخمصی حالت وایی: دمخمصی په حالت کی که څوک حرام کاردشفاء لپاره وکی، نوهغه مأخوذ ندی، شرعاهغه ته اجازه سته،خوداچی تالیکلی چی دغه نوتاته دکوم ځای نه معلومه شوه، چی پدغه کارکی شفاء شته؟،کم عقله طبابت ځانته مستقل فن دی اوبیاپه شرعی طبابت کی دطبیبانووړاندوینه دځنی امراضودتداوی لپاره ، په تجربه ثابته سویده ، نوچی څوک به تشخیص دناروغی اوتداوی کوی؟، نوهغه خوستاغوندی کم عقل اوناخبره نه ښیی بلکه أطباء ښیی ، خوتاسوسلفیان کله پداسی فقهی تحقیق پوهیږی؟.اوبیاته کم عقل خودقرآن څخه هم ناخبره یی، آیاپه قرآن دمخمصه په حالت کی دسرکوزی دغوښودخوړلواجازه نده راغلی؟ بس به نوکم علمه! ته لیکی چی الله (ج) خپل حکم مات کی(العیاذبالله).
دحذيفه اشتباهات
1. داحنافودکتابونوڅخه یی په ناپوهی کی په پورتنی عبارت اعتراض کړی، پداسی حال کی، که چاته مسئله معلومه وی، نوهغه دغسی دناپوهی شبهه نه را منځته کوی لکه چی حذیفه مخی ته ایښی ده.
2. دعبارت څخه يي غلط برداشت کړی، ځکه دداسی انګییرلی دی چی په حنفی فقه راغلی چی بس تاسودغه کاروکئ بیله کومی پای بندی اومجبوریته، سره ددی چی کتاب خپله صراحتاوایی دطبابت لپاره، نواصلی مسئله داسی ده چی لومړی ددی کاردکولوڅخه پرقول دعلامه شامی (رح) ځان وساتی په نورو طریقودی دځان معالجه وکړی، خوکچیری یومسلمان اوحاذق طبیب وړاند وینه وکړی، چی دغه تداوی مؤثره تمامیږی نوپدی کی کمه خبره نشته، خوحذیفه داسی جاهل دی ، چی دعلم الغیب اوعلم بالاسباب فرق نشی سره کولای، ځکه یی وه وړاندوینی ته دطبیبانوعلم غیب ویلئ دئ.
3. وروسته یی ځنی چټیاټ ویلی دی، چی دده دعقل پرالوتلوباندی دلالت کوی.

درويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
خونیانو ! بای ذنب قتلت ؟:
الْعِلَاجُ لِإِسْقَاطِ الْوَلَدِ إذَا اسْتَبَانَ خَلْقُهُ كَالشَّعْرِ وَالظُّفْرِ وَنَحْوِهِمَا لَا يَجُوزُ وَإِنْ كان غير مُسْتَبِينِ الْخَلْقِ يَجُوزُ وَأَمَّا في زَمَانِنَا يَجُوزُ على كل حَالٍ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى كَذَا في جَوَاهِرِ الْأَخْلَاطِيِّ(د هنديې مخکينۍ حواله)
ژباړه:که د ماشوم وېښتان ، نو کان او نور ښکاره سي نو بیا يې د در ملنې لپاره اسقاط روا نه دئ او که يې دا شيان ښکاره نه ول نو بیا روا ده او زموږ په اوس وخت کي په هر حال روا ده فتوی هم پر دې قول ده .
مظهري ! دا مجتهدين خو دي اخیر قتل هم کوي ، ماشومان هم وژني ، نو الله به له دوئ څخه دا پوښتنه نه کوي؟ د باي ذنب قتلت تر وعيد لاندي خو به نه وي ؟ دا به نو د کوم ايت يا حدیث تشريح وي ؟ دا هم په ګوته کوه !.
امامت به هغه څوک کوي چي ښځه يې ښائسته وي او ذکر يې کوچنی وي:
جواب
دکم علمه سړی همیشه دغه عادت چی فقط خپل ترسترګولاندی ګوری ، دی خوا اوهغه خوا نګوری، په اعمالوکی همیشه ظاهر نامه ته دیوکارګوری، عواقب اوعوارض دکارنه سره مقایسه کوی لکه حذیفه غوندی ناپوه سړی. دئ بدبخته چی ودیته ګوری چی جنین دمورپه نس کی ژوندی دی اوته یی وژنی؟ نوبس یی خپل دسورنا خوله ایله کړي اوپه اوتو بوتو باندی سرشوی، مخکی تردی چی زه خلاصه دمخکنی مسئلی درته ولیکم، دحذیفه څخه پوښتنه کوم: حذیفه جانه ، کچیری ستامیرمن په ګیډه کی د6 میاشتوماشوم ولری، پدی وقت داناروغه شی، مخصص ډاکټران داسی تشخیص دناروغی وکړي چی باید ناروغ جراحی شی،اوکه جراحی نشی ده ښځی مرګ دطبابت له نظره حتمی دی، اودجراحی په وقت دماشوم مرګ یقینی دی.
یعنی که ښځه جراحی کوی، ماشوم مری اوکه ښځه نه جراحی کوی نوښځه هم مری اوماشوم هم مری، نواوس ته ووایه ته به څه کوی؟؟؟ معلومه خبره ده چی ښځه به جراحی کوی. نودلته دفقه مسئله همدغسی ده، چی دکوچنی اودښځي ژونددی سره مقایسه کړل شی چی دکوم یوه ژوند، مهم دی؟ معلومه خبره ده، چی دښځی ژوند مهم دی، ځکه ددی ژوند ظاهری معلوم دی، اودماشوم ژوند احتمالی دی، ځکه پداسی وقت چی ماشوم 9 ماشتی هم پوره کړی وی خوچی ته یی دموردنسه راوباسی ژوندیی دشرائطو په لحاظ یقینی اوحتمی ندی. نوپدی کی اوس څه بدی سته چی حذیفه ورته کش سوی خپل دمرداری ډک زړه یی دلته دمردارو خبرو څخه خالی کړی.
دحذيفه اشتباهات
1. دعبارت مقصدیی غلط بیان کړی.
2. دعبارت څخه یی غلط اوناروا برداشت کړی، ځکه ده داسی انګیرلیدی چه په فقه حنفی کی داسی وایی چی هروقت چیدی زړه وغواړی نوکولای شی چی جنین سقط کی، سره ددی چی داسی نده، بلکه دا ده ضرورت خبره ده، چی ډیراشدضرورت وی نوهلته علماؤاجازه ورکړی چی جنین سقط شی.
3. وروسته یی بیادپخوا په څیر وندر اوواښکی شلولی، اودیخوا اوهغه خواته په اوتو بوتو باندی سرشویدئ.


حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی


Mazharee
04.08.2012

څلورويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
وَالْأَحَقُّ بِالْإِمَامَةِ ) تَقْدِيمًا بَلْ نَصْبًا مَجْمَعُ الْأَنْهُرِ ( الْأَعْلَمُ بِأَحْكَامِ الصَّلَاةِ ) فَقَطْ صِحَّةً وَفَسَادًا بِشَرْطِ اجْتِنَابِهِ لِلْفَوَاحِشِ الظَّاهِرَةِ ، وَحِفْظِهِ قَدْرَ فَرْضٍ ، وَقِيلَ وَاجِبٍ ، وَقِيلَ سُنَّةٍ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ تِلَاوَةً ) وَتَجْوِيدًا ( لِلْقِرَاءَةِ ، ثُمَّ الْأَوْرَعُ ) أَيْ الْأَكْثَرُ اتِّقَاءً لِلشُّبُهَاتِ .
وَالتَّقْوَى : اتِّقَاءَ الْمُحَرَّمَاتِ ( ثُمَّ الْأَسَنُّ ) أَيْ الْأَقْدَمُ إسْلَامًا ، فَيُقَدَّمُ شَابٌّ عَلَى شَيْخٍ أَسْلَمَ ، وَقَالُوا : يُقَدَّمُ الْأَقْدَمُ وَرَعًا .
وَفِي النَّهْرِ عَنْ الزَّادِ : وَعَلَيْهِ يُقَاسُ سَائِرُ الْخِصَالِ ، فَيُقَالُ : يُقَدَّمُ أَقْدَمُهُمْ عِلْمًا وَنَحْوَهُ ، وَحِينَئِذٍ فَقَلَّمَا يُحْتَاجُ لِلْقُرْعَةِ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ خُلُقًا ) بِالضَّمِّ أُلْفَةً بِالنَّاسِ ( ثُمَّ الْأَحْسَنُ وَجْهًا ) أَيْ أَكْثَرُهُمْ تَهَجُّدًا ؛ زَادَ فِي الزَّادِ : ثُمَّ أَصْبَحُهُمْ : أَيْ أَسْمَحُهُمْ وَجْهًا ، ثُمَّ أَكْثَرُهُمْ حَسَبًا ( ثُمَّ الْأَشْرَفُ نَسَبًا ) زَادَ فِي الْبُرْهَانِ : ثُمَّ الْأَحْسَنُ صَوْتًا .
وَفِي الْأَشْبَاهِ قَبِيلَ ثَمَنِ الْمِثْلِ : ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً .
ثُمَّ الْأَكْثَرُ مَالًا ، ثُمَّ الْأَكْثَرُ جَاهًا ( ثُمَّ الْأَنْظَفُ ثَوْبًا ) ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا ، ثُمَّ الْمُقِيمُ عَلَى الْمُسَافِرِ ، ثُمَّ الْحُرُّ الْأَصْلِيُّ عَلَى الْعَتِيقِ .
ثُمَّ الْمُتَيَمِّمُ عَنْ حَدَثٍ عَلَى الْمُتَيَمِّمِ عَنْ جَنَابَةٍ .(رد المحتار کتاب الصلاة باب الامامه)
ژباړه:د امامت وړتیا هغه څوک لري چي د لمانځه په احکامو ښه پوه وي بیا هغه څوک چي ښه تلاوت کوي بیا متقي بیا مخکي اسلام منونکی بیا ښه اخلاق لرونکی بیا غوړ مخی بیا د ښه نسب خاوند .په قوسونو کي د نيول سوي عبارت ژباړه همدلته پای مومي خو همدله يې ور سره داسي توري هم زيات کړي دي:
د برهان ليکوال بیا وايي: د ښه نسب تر امام وروسته به هغه څوک امامت کوي چي ښه اواز ولري تر دې وروسته يې بیا د الاشباه په حواله ليکلي چي بیا به هغه څوک مخته کېږي چي ښه غوړه او ښائسته ښځه ولري .ههههههههههههههههه ، یاره ! مظهري بیخي نادرې دي ، اوس به د جماعت په وخت تاسو ياري سره ځئ ښځې به هم سره ښکاره کوئ چي کومه يوه ښائسته ده ؟ نو ګرانه ! په دې مسئله به دي څوځلې عمل کړی وئ؟
بیا وايي هغه څوک به مخته کېږي چي ډېر مال ولري بیا هغه څوک چي ښه ربته ولري بیا هغه څوک چي پاکې جامې يې وي بیا هغه څوک چي سر يې غټ وي او ذکر (غڼ) يې کوچنی وي .
مظهري او وزیري! دا خو مو لا بله انتيکه کړې ده ، نو يوځل به د لمانځه پر مهال واګې سره خلاصوئ؟ ههههههههههههههههه ! له الله تعالی سره مو ښه محبت او مينه ده ؟ او هم يې غوره ادب کوئ.
جواب
ښاغلی حذیفه دلته فقط پردوه ځایه باندی په خپل فاسدفکرنیوکه کړیده، یویی د" ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً . " عبارت دی چی پردی باندی یی خپل خرافات اوهزلیات لیکلی دی خودی بدبخته په څه خبردی، چی دغه مقام دامامت په کوم ځای کی معتبردی؟ دده دغه شبهه علامه ابن عابدن ځوابکړیده ورته وګوري: قَوْلُهُ ثُمَّ الْأَحْسَنُ زَوْجَةً ) لِأَنَّهُ غَالِبًا يَكُونُ أَحَبَّ لَهَا وَأَعَفَّ لِعَدَمِ تَعَلُّقِهِ بِغَيْرِهَا .
وَهَذَا مِمَّا يُعْلَمُ بَيْنَ الْأَصْحَابِ أَوْ الْأَرْحَامِ أَوْ الْجِيرَانِ ، إذْ لَيْسَ الْمُرَادَ أَنْ يَذْكُرَ كُلٌّ مِنْهُمْ أَوْصَافَ زَوْجَتِهِ حَتَّى يَعْلَمَ مَنْ هُوَ أَحْسَنُ زَوْجَةً.ردالمحتارجلد4 صفحه 230 المکتبة الشاملة.
ژباړه:قول د درالمختار(وروسته دی بیاترمخه شی څوک چی ښځه یی ښائسته وی) ځکه چی اکثره وقته دی پرخپله ښځي باندی ګران وی اوپاک وی پدی خاطرچی دنوروښځوسره یی تعلق نوی...(ردالمحتار اوداخبره چی ده کوم ځایه څخه چی معلومیږی هغه په مابین کی دملګرو اومحرمانواوهمسایګانو، ځکه مراد داندی چی هریودی خپل دښځی صفات ذکرکړی ترڅوچی خبره معلومه شی چی دکوم یوه ښځه ښائسته ده. خلاصه ده مسئلی داده چی په کوموملګرو اویا دیوکور په غړوکی چی کله مونځ دجماعت کیږی وروسته تراعتباردنورو مراتبو او مقامونوبیانو دغه مقام معتبردئ، ځکه دوی خوسره خبردی، دیوبل ښځي يی ليدلی دی، نوچی پدوی کی دچاښځه ښائسته وه، نوهغه دی دمخه شی، ځکه طبعادغسی وی، چی کله ښځه په رنګ باندی سمه وی، نوغالبادمیړه ورسره محبت اوپرمیړه باندی ګرانه وی،چی پدی صورت کی دمیړه یی زړه دتصوراتوڅخه دنوروښځوپاک وی، چی دایوخودانسان تقوی ډیره وی اوبل دانسان دزړه داطمینان سبب ګرځی.
اوبل ځای چی ښاغلی حذیفه یی په معنی ندی پوه شوی، اوبیایی دهغه څخه غلط استنباط کړی هغه د " وَالْأَصْغَرُ عُضْوًا " عبارت دی. ده بدبخته داسی استنباط ځنی کړیدی چی دعضوڅخه ذکر مراد دی، سره ددی چی داسی نده، وګوري چی ردالمحتار ده ښاغلی حذیفه ددی شبهی په هکله څه وایی؟: وَفِي حَاشِيَةِ أَبِي السُّعُودِ ؛ وَقَدْ نُقِلَ عَنْ بَعْضِهِمْ فِي هَذَا الْمَقَامِ مَا لَا يَلِيقُ أَنْ يُذْكَرَ فَضْلًا عَنْ أَنْ يُكْتَبَ ا هـ وَكَأَنَّهُ يُشِيرُ إلَى مَا قِيلَ أَنَّ الْمُرَادَ بِالْعُضْوِ الذَّكَرُ. ردالمحتارجلد4 صفحه 230 المکتبة الشاملة
ژباړه: په حاشیه کی دابی سعودراغلی دی: چی دبعضی خلګوڅخه پدی ځای کی دداسی شی نقل راغلیدی چی ذکرکول یی مناسب ندی، اضافه تردی چی ودی لیکل سی اهـ ګویادده اشاره وهغه قول ته ده چی داسی ویل سوی دی، چی مراد دعضوڅخه ذکردی. ای بدبخته تاچی درالمختارکتی، نوبیادی ولی ردالمحتارنه ورباندی کتی؟، "عضو" په عربی که واندام ته وایی، نوای حذیفه کم عقله! تادکوم ځای اودکومی قرینی څخه دا وفهمول چی ددی څڅه مراد دانسان ذکردئ، لعنت دی وی پرداسی فهم واداراک لکه دحذیفه. نواصلی مقصدددی عبارت څخه دادی کوم چی خپله رد المحتارلیکلی دی: ( قَوْلُهُ ثُمَّ الْأَكْبَرُ رَأْسًا إلَخْ ) لِأَنَّهُ يَدُلُّ عَلَى كِبَرِ الْعَقْلِ يَعْنِي مَعَ مُنَاسَبَةِ الْأَعْضَاءِ لَهُ.
ژباړه: داقول د درالمختار(چی وروسته بیاکوم څوک چی سریی غټوی الخ) ځکه دا دلالت کوی پرډیروالی دده دعقل، خوسره دمناسبته داعضاؤ. یعنی چی دچاښه تناسب داعضاو وی، نوای بدبخته اوکم علمه حذیفه مراد د "عضو " څخه هغه دغه دانسان دبدن نورظاهری اعضاء دی نه هغه فاسدشی چی ته یی ځنی مراده وی. دایه دآخری زمانی مجتهدین، خاوری موپرسرسه داسلام نوم خوموبدکی، اعتراض پرکتابونوباندی کوئ، خوپه اصل کی تاسوپدی کتابونونه پوهیږی.
دحذيفه اشتباهات
1. عبارت یی غلط ترجمه کړی ځکه د " عضو " څخه یی ذکرمراد کړی سره ددی چی تاسوولیدل چی مراد ځنی هغه نورظاهری اندامونه دی لکه لاس اوپښه ....
2. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی ، اوبیایی په خاصه توګه دهغه دو عبارتونوڅخه چی مونږ مخکی په نښه کړه. دلومړی څخه یی داسی برداشت کړی چی په مسجدکی که یوڅوک ترمخه کیدی نودی دښځی دښائیت مرتبه په نظرکی ونیول شی، سره ددی چی داسی هم نوه بلکه کتاب هغه یادوی چی یوڅوخلګ چی سره شناختګان اودوستان وی کله چی جماعت کوی نووروسته ترنورومرتبو بیادغه مرتبه مدنظرده. اودویم عبارت څخه یی هم دغسی غلط برداشت کړی. لعنت پرداسی فهم وادراک.
3. وروسته یی نوبیادخپل آباء واجداد په رقم دخولی کشک شلولی، اوچی کوم شی یی پرخوله راتله هغه یی ویلی دی، چی البته خپل شخصی ارتباطات یی دجامعی سره پکښی انځورکړیدی.

پنځه ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
په تېرپسي
وزیري او صابر صیب سلامونه:
وروره ! ما خو دا کار نه کاوی تاسو ورته اړ ویستم او د خپلې خبرې به ماهله د قران او حدیث په تله تللې وای چي مظهري زما ليکنه نه ګډوډولای ، خو اوس که زه ليکنه شروع کړم نو دی هم را غورزي او زما ليکنه پر لوستونکو ګډه وډه کړي ځکه نو زه خپل کار کوم او دی دي خپل ځوابونه پسي را ليکي ، فقهې دومره ليږ شیان هم نه دي ليکلي چي مظهري يې په يو څو ورځو دفاع وکړي ، خیر يو وخت بیا دې موضوع ته هم راځم خو اوس زه یوځل دا کار بشپړ کوم بیا د فقهې ځيني مسائل د قران او حدیثو په رڼا کي ارزوم او بیا به نوري خبرې کوو . ان شاء الله !
په بولو د قران ليکل:
په شامي کي وايي: مَطْلَبٌ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ( قَوْلُهُ اُخْتُلِفَ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ) فَفِي النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ يَجُوزُ إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً وَلَمْ يَعْلَمْ دَوَاءً آخَرَ .
وَفِي الْخَانِيَّةِ فِي مَعْنَى قَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { إنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ } كَمَا رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ أَنَّ مَا فِيهِ شِفَاءٌ لَا بَأْسَ بِهِ كَمَا يَحِلُّ الْخَمْرُ لِلْعَطْشَانِ فِي الضَّرُورَةِ ، وَكَذَا اخْتَارَهُ صَاحِبُ الْهِدَايَةِ فِي التَّجْنِيسِ فَقَالَ : لَوْ رَعَفَ فَكَتَبَ الْفَاتِحَةَ بِالدَّمِ عَلَى جَبْهَتِهِ وَأَنْفِهِ جَازَ لِلِاسْتِشْفَاءِ ، وَبِالْبَوْلِ أَيْضًا إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً لَا بَأْسَ بِهِ ، لَكِنْ لَمْ يُنْقَلْ وَهَذَا ؛ لِأَنَّ الْحُرْمَةَ سَاقِطَةٌ عِنْدَ الِاسْتِشْفَاءِ كَحِلِّ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ لِلْعَطْشَانِ وَالْجَائِعِ .(رد المحتار کتاب الطهارة مطلب فی التداوي بالمحرم)
ژباړه:په حرام سوي شی د درمل په توګه استعمالولو کي اختلاف دئ ، نهايه له ذخیرې په نقل کاږي که په دې پوه سو چي روغتیا يې په کي سته او بله دوا نه وه نو همدا حرام شي تداوی روا ده.
خانیه د رسول الله د دې قول چي «بې شکه الله ستاسو روغتیا په هغه څه کي نه ده ایښې چي پرتاسو يې حرام کړي »وايي: که په دې حرامو کي شفا وه نو باک نه کوي لکه چي د تږي ته د اړتيا پر مهال د شرابو څښل روا دي او د هدايې ليکوال همدا خبره غوره کړې او په تجنیس نومي کتاب کي ليکي:
که د چا پزه وينې کېده نو بیا يې پر تندي او پزه سورة فاتحه په وينو وليکله د روغتیا لپاره نو روا ده او په بولو يې هم ليکل روا دي که يې په شفا په کي وه.
مظهر خانه ! قران په بولو ليکل خو نو الله او کتاب سره پر ښه مينه او د رسول الله پر طریقه د ښه عمل پایله ده که څنګه؟ تاسو ته د دې خبر چا در کړی دئ چي د فاتحې په وينو ليکل یا یې په بولو ليکل ستا مرض ته ګټه رسوي ؟ او بیا چي ستا روغتیا په کي وي ستا ضمیر څنګه دا خبره زغمي چي د الله منزل کتاب په مردار شي ليکې ؟ وينه ستا په مذهب کي حرامه او مرداره ده بولې همدا سي وګڼه خو ته په دې مردارو شیانو قران ليکې ؟
ستاسو ايمان دغه دئ ؟ له الله سره مو همدا مينه ده ؟ په قران کي باندي همدا عمل سو؟ د کتاب الله همدا ادب دئ؟
دا مو له کومه ايت یا حدیث څخه استنباط کړې ده ؟
زما دا پوښتنه دي په ټولو ځوابونو کي خوشي کړې ده ، ته د يوه کتاب عبارت نقل کړې او زه د بل نو بیا وايي حذیفه عبارت غلط نقل کړی دئ ، ته خو کتاب ته حواله هم نه ور کوې ، ما دا ټول شیان ستاسو له کتابونو اقتباس کړي دي او زه دې ته اړتیا هم نه لرم چي عبارت غچي کړم ځکه زه خو نه عقيده ور ته لرم او نه يې منم ، نه يې د فاع کوم او نه خلک ورته را بولم ، نو زه بیا ولی ستاسو عبارت غچي کوم ؟
که ته همدا زما د خبرو ځواب بولې نو را سه ته هم ستاسو عبارت سکين کړه او زه به يې هم سکين کړم بیا به لوستونکي پرېکړه وکړي چي ایا ما عبارت غلط راوړی دئ او که ته خلکو ته دوکه ور کوې؟
اوس وخت يو داسي انټرنېشنل قانون ته اړتيا ده چي ټول انسانيت ته په کي احترام وي ، دټولو حقوق يې خوندي کړي ، هر چا ته يې خپل مسلم حق منلی وي ، ټول ورته په يوه سترګه ګوري ، هر يو يې احترام کوي ، ټولو ور ته درناوي لري ، اختلافونه او ستونزې نه په کي نه وي ، له مشکلاتو خلاصه او د بریا لار وي ، امت پر ډلو نه تقسيموي ، انسانيت ټول يوې لاري ته رابولي او د وروڼو په شان د خواږه ژوند يوه تګلاره ورته په ګوته کوي ، نو دا ټولي ښيګڼې د الله په قران او درسول الله صلی الله علیه وسلم په صحيحو احادیثو کي سته ، ستاسو د مذهبونو د فقهاؤ اندونه ، فکرونه او خیالونه نړۍ والو ته د نجات لار نه سي په ګوته کولای ، ځکه یو نامسلمان چي اسلام مني نو کوم اسلام ومني ؟ شيعه سي که سني ؟ حنفي سي که شافعي ؟ مالکي سي که حنبلي ؟ په حنفی مذهب کي بريلوی سي که ديویندی ؟ په ديوبندي کي مماتي سي که حیاتي ؟ همدارنګه د شيخ الهند د فکر پيرو سي که د شاولي الله ؟ تبلیغي سي که مجاهدي ؟ ځکه دا دوه خو هم يو بل بد بولي او ان پر ماشه سره ولاړ دي خو دواړه د يوه مذهب او یوې تګلاري خلک دي ؟.
نو اوس ته ووايه دا به انسانانو ته څرنګه د بریا لار په ګوته کړي ؟ دا خو خپل يوه بل کافر سره بولي ، یو بل ته بد رد وايي ، یو بل نه تائيد وي ، يو د بل دلائل نه مني ، نو دا څنګه اسلام دئ چي شل ډيزاينه لري او هر يو يې حق هم دئ ؟ دا خو نه عقل مني او نه هم نقل.

جواب
حذیفه جانه! مامخکی هم درته ویلی وه اوس هم درته وایم: هرڅه چی دی په وسه دی کوه یه، پرمونږباندی خپل منظورمه ایږده چی کچیری مظهری داسی نکولای نوماهم نکوله، اوس تاسوداسی خلګ نیاست چی څوک مونه پیژنی ، تاسوچی هره خبره وکی، خوچی څوک خبرشی چی دوی وهابیان دی، ټولی خبری اوزحمات مودخاورسره خاوری کیږی، ځکه وهابی داسی څوک ندی چی دهغه څخه دی څوک ښه خاطره ولری، نن په اسلامی نړی کی ترهرچاوهابی ډیربدنام دی، یوخوپخاطردلومړنی تأسیس دوهابیت، چی ټوله پلان ګذاری یی دوقت انګریزانوکړی وه، اوددوی دتأسیس قیصی اوخاطری اوس وټولی نړی ته په تواترباندی ثابتی دی، اوبل په خاطرسره دکم علمی دوهابیانو، چی ددوی دتأسیس څخه بیاتراوسه پوری دوی داثابته کړیده، چی ددنیاترټولوجاهل اوکم عقله خلګ همدوی دی، چی یوه لویه نمونه یی همدغه تاسویاست، چی زمونږدفقه په کتابونوباندی نه پوهیږی، غلط اوغلوط یی عبارتونه رانقل کوی، غلط اونیمګړی یی عبارتونه ژباړی بیاهم تاسوپری اعتراضونه کوی، داچی تالیکلی دی: تاپه ټولوپوښتنوکی ځمادغه پوښتنه له پامه غورځولی چی: تاسودغه مسائل دکوم ځاینه استنباط کړی؟ نودزړه سره!لومړی خو دا درته وایم: چی علم فقه داسی علم ندی چی هغه دی اوس ما اوتا پیداکړئ وی ، علم فقه ډیره سابقه لری، په اصحابوکی درسول اکرم (ص) هم ځنی صحابه وه چی هغوی فقهی مسائل بیانول او دقرآن اوحدیث څخه یی استنباط کوی، اوبیا په اسلامی امت کی په زرهاوو علماء تیرسویدی چی هریوه یی په علم فقه کی پرخپل نوبت باندی خدمت کړیدئ ، داسی څوک ندی پیداسوی چی هغه دی وفقه ته توهین کړئ وی، لکه چی تاسو اوسنی لامذهبیان یی کوی، او فقه ته {ډیموکراټ اوسکسی قانون } وایاست دڅلور مذاهبو علماء دفقه په صحت او رښتنوالی باندی متفق دی حتی چی ابن تیمیه په خپلی فتاوی کی ویلی دی : وأما جعل علم الفقه خارجًا عن الصراط المستقيم والعمل الصالح، وجعل علم الأدلة والحجج خارجًا عن الإيمان والمعرفة باللّه واليوم الآخر، فهذا مردود عند جماهير السلف والخلف . {مجموعة التفاوی بحث التفسیر فصل فی دلالة النصوص النبویة}
ژباړه: اوایستل دعلم فقه دصراط مستقیم اوعمل صالح څخه، اوبهرګرځول دعلم استدلال دایمان اومعرفت پرخدای پاک اوپر ورځی د آخرت څخه ، نوداخبره مردوده ده په نزد دجمهورو مخکنی او وروستنی علماؤ.
او ستاسو غوندی داوسنی جعلی مجتهدینو څخه ماسوا بل هیچاهم دغسی ندی ویلی: چی علم فقه دعلماؤ خپل دځان فکری اوسلیقوی آندونه دی ، دقرآن اوحدیث سره هیڅ ارتباط نلری. بلکه ددی پرعکس علماء پردی باندی متفق دی چی فقهاؤ دقرآن اوحدیث څخه دمسائلو په استنباط کی ډیر زیار ایستلی دی اوکوښښ کړیدئ چی هره مسئله دقرآن اوحدیث څخه استخراج کړی، کچیری یوفقیه په یوی مسئلی کی اشتباه شوی وی، نوعلماء هغه ته بد نسبت نکوی، بلکه دا دده خپل شخصی تفرد او اجتهادی خطاء بولی، نه داسی لکه تاسو لامذهبیان چی هرشی مو دفکر خلاف وی هغه دقرآن اوحدیث خلاف بولئ ، یعنی ددی پرځای چی قرآن اوحدیث ته په صحیح معنی تسلیم شئ قرآن او حدیث مو دخپل فکر تابع ګرځولی دی ، اودحق دمعرفت اوپیژندنی لپاره مو دټول اسلامی امت پرخلاف خپل عقل اوپوهه معیار ګرځولیده ، ددی پرځای چی خپل ادراک اوفهم درست کړئ، په شریعت کی شبهات پیداکوئ، اودخلګو عقیدی خرابوئ. دمسلمو اومنلی شوی اصولو څخه انکار کوی، په جامعه کی دعلماؤ او عوامو ترمابین فاصله او واټن پیدا کوی ، پر سلف صالحینو باندی حتی پر اصحابو(رض) باندی دخلګو عقیده اوباور تخریبه وی. په امت کی دځان ځانۍ او خود خواهی فرهنګ اوکلتور ته وده ورکوئ، په قرآن اوحدیث کی هرچاته د توجیه دکولو حق ورکوئ، اوددی کار لپاره ډیر زیار باسئ چی هرڅوک وکولای شی خپل هرقسم عمل دی په قرآن باندی که صحیح وی اوکه غلط توجیه کړي.نوستاسو نیوکه پرعلم فقه اودهغه پرعلماؤ باندی بی ځایه او بی مورده ده، ددی لاری څخه مو خپل هیڅ هدف ته نشی رسیدلائ، هیڅ مسلمان خپله اسلامی عقیده، پرپیغمبر اواصحابو اومجتهدینوباندی باور ستاسو په چټیاټو باندی نشی پری ښودلائ.
اوبیا چی ترکوم ځایه ستاسو پورتنی پوښتنه ماته راجع کیږی، نوباید درته ووایم: چی
زه اوس دی ته مجبور نه یم، چی تاته منشأداستنباط دهری مسئلی په ګوته کړم، ځکه کوم خلګ چی زه ورباندی پوره باورلرم (چی هغه زمونږمخکنی علماء دی) هغوی داخدمت کړیدئ. اوددغه مسائلواستنباط یی دقرآن اوحدیث څخه کړیدئ، زه پدوی باندی داسی باورلرم لکه ته چی پرعلماؤ دحدیث ظاهرا باورلری، هرچیری دهغوی قولونه رانقل کوی، اوپه هغوباندی په ضعف اوقوت دحدیث استدلال کوی، ته داسی کم عقل یی، په دغونه نه پوهیږی چی دغه ستاخبره چی ته وایی: (دغه مسائل ستاسوعلماؤ دکوم آیت اوحدیث څخه استنباط کړیدی؟زه ددوی خبره نه منم اوپردوی باندی باورنلرم اوس یی ته راته ثابته کړه؟)
معادل ځماددی خبری سره ده، چی زه ستاڅخه پوښتنه وکړم( دغه ضعف اوقوت دحدیث، جرح اوتعدیل په اسنادکی دحدیث، مخکنی علماؤ دکوم ځایه څخه کړیدئ، زه ددوی خبره نه منم اوزه پردوی باندی باورنلرم ، اوس یی ته راته ثابته کړه). اوس ته کولای شی مستقیمابیله نقله ، مراتب دحدیث بیان کړی؟ خوته کم عقله یی! دغه دوۍ خبری سره مقایسه کړه بیادی خپل پوښتنی ته وګوره چی داسی پوښتنه دمطرح کیدلووړده؟. خوکچیری بالفرض داسی وقت راغی چی نړی ټوله ستاسو په واک کی درغله دمذاهبو علماؤ مو دی کارته عملا اړایستل نو بیابه یی دهغه وقت علماء درته ټکئ په ټکی ثابتوی، اوس خو الحمدلله ستاسو دټغر غوړیدل په نړی کی راته دمحالاتوڅخه ښکاری إلا ماشاء الله.
اوبیا داتاسوغوندی کم علمه انسانانوته خواوس هم زمونږعلماؤ حقانیت اورښتنولی دفقهی ثابته کړیده، لکه چی دتاریخ په اوږدوکی دمذهب علماؤ په خپلومناظروکی دوهابیانو اوسلفیانو سره داخبره په اثبات رسولیده، خوتاسوحافظه اوتجربه نلری چی هغه موپه یادوی، هغه متل دی چی درواغجن حافظه نلری اوبی علمه تجربه نلری ، ستاحال نن همداسی دی.
نوپورتنی پوښتنه دی تاته هیڅ شئ پلاس نه درکوی بهتره به داوی چی ته داخبره ثابته کړی ، چی دغه مسائل دقرآن دکوم آیت سره په ټکرکی دی؟ خوتاسواوداسی استعداد؟؟؟؟
بیادی یوه بله خبره لیکلی ده ، چی زه یوکتاب ګورم اوتاسوبل کتاب ګوری. ده زړه سره! په داخبرودی خپل پراشتباهاتوباندی پرده نشی غوړولای. زه هماغه کتاب ګورم کوم چی تاسویی حواله ورکړی، ته دسره څخه ځماځوابونه وګوره، په کوم ځای کی ستاسوحواله صحیح وی، زه ستاسواشتباهات په نښه کوم، خوپدی خاطرچی ستاسوحواله درسته ده ، نوزه یی حواله نه ورکوم، اوپه کوم ځای کی چی ستاسوحواله درسته نوی، نوبیامایی ورته حواله ورکړی، اوستاسودغلطی حوالی خبره می هم هلته کړیده، اویاهم داسی وی چی تاسودیوکتاب حواله پرمطبوع کتاب باندی ورکړی وی، هغه کتاب ځماسره مطبوع نوی بلکه زه یی په المکتبة الشاملة کی مطالعه کوم، نوحوالی یی سره موافقی نراځی، نوځکه یی حواله نه ورکوم ، اویاداسی وی چی تاسوپه یوځای کی دالمکتبة الشاملة څخه عبارت کاپی کړی وی اوزه یی په مطبوع کتاب کی وګورم ، نوحواله یی موافقه نراځی نوځکه یی زه حواله نه ورکوم، خوددی لپاره چی ستادغه شبه لیری سی ددی وروسته به زه په هرځای کی چیمی مسئله پیداکړه دهغه ځای حواله به ورکوم، اوبیادزړه سره!تاخوداسی اشتباهات ندی کړی چی هغه دی دکتاب دتغیرله وجه فرق ولری، تاسوداسی اشتباهات کړی چی هغه نحوی اشتباهات دی، یامودمذکرضمیرپرځای مونث لیکلی اویاموپه ارجاع کی دضمیرومرجع ته غلطی کړی، چی داپه تغیرپوری دکتاب هیڅ اړه نلری. زه یی تاته یوڅومثاله لیکم:
ستاسوعبارت
وان تعمدت الحدث فی هذه الحالة او تکلم او عمل عملا ینافي الصلاة تمت صلاته .(قاضي خان :۱/ ۱۱)
" ت " مواضافه لیکلی ده

صحیح عبارت
وان تعمد الحدث فی هذه الحالة او تکلم او عمل عملا ینافي الصلاة تمت صلاته.قاضی خان :۱/ ۱۱)

ستاسوعبارت
وصلاة حامله ولو کبیرا.(الدر المختار :۱/ ۲۰۸، علی هامش الشامي)
" لا "موندی لیکلی

صحیح عبارت
وَلَا صَلَاةُ حَامِلِهِ وَلَوْ كَبِيرًا ، وَشَرَطَ الْحَلْوَانِيُّ شَدَّ فَمِهِ. / ۲۰۸، علی هامش الشامي)

ستاسو عبارت
وکذا اذا اصابت النجاسة لحسها بلسانه حتی ذهب اثرها و کذا السکین اذا تنجس فلحسه بلسانه و مسحه بریقه.(قاضي خان:۱/ ۱۱)
" بعض اعضائه " موندی لیکلی.

صحیح عبارت:
إذَا أَصَابَتْ النَّجَاسَةُ بَعْضَ أَعْضَائِهِ وَلَحِسَهَا بِلِسَانِهِ حَتَّى ذَهَبَ أَثَرُهَا يَطْهُرُ وَكَذَا السِّكِّينُ إذَا تَنَجَّسَ فَلَحِسَهُ بِلِسَانِهِ أَوْ مَسَحَهُ بِرِيقِهِ. .(قاضي خان:۱/ ۱۱)

خبره دی ده انترنشنل قانون کړی اوپدی دی غوښتنی چی بطلان دمذهب حنفی تصویرکړی، زه څه وکړم چی تاسوپه دلائلواوتحقیقی استدلالاتوباندی نه پوهیږی ننه ورځ دنړی په هرکونج کی، خلګ دمذهب حنفی دفقه څخه استفاده کوی، تاسو ورسئ دنړئ په هرمملکت کی وګورئ که عجم دی اوکه عرب، په خپلو محاکمو کی د حنفی فقه څخه استفاده کوی، حتی چی د ډیرو کره او موثقو معلوماتو پربنیاد په کلکه او ډاډ درته ویلای شم، چی سعودی عربستان چی رسمی مذهب پکښی سلفیت دی، په خپلو محاکمو اوقضایاوو کی دحنفی فقه څخه استفاده کوی، یواځنی خلګ چی دفقه سره مطلقا مخالف دی همدغه تاسو غوندی افغانی عنوانی غیرمقلدین، اوجعلی مجتهدین دی اوبس.
بیادی دمذاهبوترمنځ اختلاف ته اشاره کړی، دزړه سره! مکوه داسی دناپوهی اوجهالت مفکوره دځانه سره مه ساته یوه ورځ به همدغی مفکوردهلاکت وکندی ته ورټیل وهلی یی، پدی هکله زمونږعلماؤ غټ غټ کتابونه لیکلی دی، اوپه هغوکیی دا ثابته کړیده ، چی دمذاهبواربعه په مینځ کی داسی اختلافات نشته چی مونږدی دهغه تعبیرپه اختلاف فی الاسلام کی وکړو.ځکه ددوی مخالفتونه په فروعاتوکیدی، اوسرچینه دفرعی مخالفتونو په مابین کی دمجتهدینو لکه چی علامه دکتور وهبة الزهیلی په خپل مشهور کتاب " الفقه الاسلامی " کی لیکلی دی شپږ شیان دی.چی زه یی پښتو ژباړه سره څه توضیح ستاسو مخی ته ږدم.
داختلاف لومړی لامل:
دعربی الفاظو دمعنی ګانو اختلاف یوسبب داسبابوڅخه داختلاف په مابین کی دمجتهدینودئ، دا یا پخاطر ددی چی لفظ یامجمل وی، یامشترک، اومتردد مابین کی د عموم اوخصوص، اویا متردد مابین کی دحقیقت اومجاز وی، اویا متردد مابین کی دحقیقت اوعرف وی، اویاپدی خاطروی چی لفظ کله مطلق راځی اوکله مقید، اویا پدی خاطر وی چی اعراب یی سره مختلف وی، اویا کله کله اشتراک دمعنی ګانو په الفاظوکی وی، په لفظ مفرد کی چی معنی ګانی شریکانی وی لکه لفظ د " قُرء" چی پر طهر اوحیض دواړو یی اطلاق کیږی، اویالفظ د " أمر " چی آیا دوجوب لپاره راځی اوکه دندب لپاره؟ اولفظ د " نهی " چی آیا د تحریم لپاره راځی اوکه دکراهیت لپاره ؟.
او اشتراک په لفظ مرکب کی لکه داقول دخدای پاک چی وروسته ترآیت دحد قذف راځی « الیه یصعد الکلم الطیب والعمل الصالح یرفعه»[فاطر:10/35] چی دلته په فاعل کی اختلاف دی چی " کلم" دئ اوکه " عمل " دئ.
اویا اشتراک په هغه پیښیدونکو احوالوکی وی، لکه « ولایضارکاتب ولاشهید»[البقرة:2/282]. ځکه دلته لفظ د" یضار" احتمال د وقوع دضرر ددوی څخه اویا پردوی باندی، د دواړو لری.
اومثال دتردد په مابین کی دعموم اوخصوص داقول دخدای پاک دی « لا إکراه فی الدین »[البقرة:2/256] چی آیا داخبردی په معنی سره دنهی، اوکه خبرحقیقی دی؟.
اومجازخو چی دئ دهغه لپاره ډیر انواع دی: یاحذف، یازیادة، یاتقدیم اوتأخیر.
اومثال د تردد په مابین کی داطلاق اوتقیید: لکه اطلاق دکلمه د " رقبة " په کفاره کی دقسم، اوتقیید یی په ایمان سره په کفاره کی دقتل خطأ.
دویم لامل:
دویم لامل داختلاف په مینځ کی دمجتهدینو هغه اختلاف دروایت دحدیث دئ، اودهغه لپاره اته اسباب دی، داسی چی یوه مجتهد ته حدیث رسیدلئ وی اوهغه بل ته نوی رسیدلئ،اویا یوه مجتهد ته حدیث دیو ضعیفی طریقی څخه رسیدلئ وی کوم چی حجت نه په نیول کیږی، اوبل ته دغه حدیث ده صحیح طریقی څخه رسیدلئ وی چی حجت په نیول کیږی. اویا حدیث ورته دیوی طریقی څخه رسیدلئ وی، خویویی په سندکی ضعف ووینی، کوم چی هغه بل نوی لیدلئ، اویایی لیدلئ وی، خولیکن روایت یی دقبول وړبولی. او دا اختلاف بناء دی پراختلاف په طریقی کی دتعدیل اوترجیح. اوداده تعجب خبره نده، ځکه جرح اوتعدیل په اسنادکی دحدیث مقلدینوته په نقل اومجتهدینو ته په ذوق سلیم باندی معلومیږی
دریم لامل:
دریم لامل داختلاف په مابین کی دمجتهدینو، اختلاف د مصادر(مرجع) دئ، چی پدی هکله ځنی دلائل دی چی علماؤ یی په اعتبار او لومړیتوب کی اختلاف کړئ دئ، لکه استحسان، مصالح مرسله،قول دصحابی او استصحاب، اویا اسباب دځنی اعمالولکه دعوی دبرائت اویااباحت اویا عدم ددوی دوو.
څلورم لامل:
څلورم لامل د اختلاف په مابین کی دمجتهدینو کله کله اختلاف د اصولی قواعدو وی، لکه دا قاعده: چی عام مخصوص حجت ندی، اوهمدا راز مفهوم حجت ندئ، اوزیادت پرقرآنی نص باندی نسخ دئ اوکه ندئ، او داسی نور...
پنځم لامل:
پنځم لامل داختلاف په مابین کی دمجتهدینو، اجتهاد په قیاس او رأی باندی دئ، چی ترټولولوی سبب داختلاف هم دغه دئ، ځکه قیاس اصل(مأخذ) لری، شرطونه اوعلت غواړی، بیا دعلت لپاره یی شرطونه اومختلفی طریقی وی، چی پدی ټولوشیانو کی داختلاف راتلل یوه طبعی اونورماله خبره ده، خواتفاق بالذات په اصلی مأخذ کی دقیاس اوهغه شی چی اجتهاد پکی جاری کیږی اویانه جاری کیږی داسی خبره ده چی چی تل ناشونی معلومیږی، پدی خاطردی چی تحقق دعلت مشترکه په مابین کی دفرع او اصل یو مهم سبب داختلاف ګرځیدلئ دئ.
شپږم لامل:
شپږم لامل د اختلاف په مابین کی دمجتهدینو ترجیج او تعارض په مابین کی د دلائلودی ، چی هغه شامل دی تعارض ته په مابین کی نصوصو اوقیاسونو، چی بعضی یی دبعضوسره تناقض لری، اوهمدا راز تعارض په سنت کی کله کله په مابین کی داقوالو اوافعالو او تقریراتو وی، اوکله کله اختلاف په سبب سره د توصیف دتصرف د رسول اکرم (ص) وی په سیاست اویا إفتاء سره .
خلاصه پورتنی شپږشیان دی چی سبب داختلاف په مابین کی دمجتهدینو شویدی، او ددی شپږو لاملونو په وجود کی اختلاف بدهی اوضروری دئ، او نکار ځنی تعصب اوتعسف دی، او داختلاف نه تنها په مابین کی د ائمه اربعه راغلئ دئ، بلکه په مابین دغیر دهغوی کوم چی دقرآن او حدیث څخه یی استنباط کړئ دئ، هم راغلئ دئ،.دیادونی وړده چی دهرمجتهد اجتهاد احتمال دی د صواب اوخطأ لری، چی په صورت کی دصواب الله ورته دوه ثوابه اوپه صورت کی دخطأ ورته یو ثواب ورکوی، اونه باید مونږ مجتهدینو ته ددوی دځنی اجتهادی خطاګانو اوتفرداتو پخاطر بد ووایو، اویا دهغوی په استنباط اواستخراج باندی ملنډی ووهو، که یومجتهد وکولائ شی، چی دبل مجتهد داستنباط خطأ په دلیل باندی ثابته کړی،نوپدی کی کومه بدی اوخبره نشته ، خوپدی شرط چی پکی شرطونه داجتهاد موجود وی، داسی نوی لکه حذیفه غوندی اشخاص چی قرآن یی په ناظره باندی نوی زده، دعوه داجتهاد کوی، دکتابونو په عبارت او عربی په ادبیاتو باندی یی سرنه خلاصیږی، پرمخکنی مجتهدینو باندی بد او رد وایی، دفقه دموجوده کتابونو خوبیخی عبارات نشی لوستلئ، خوبیاورباندی تنقید او نیوکه کوی، چی یقینا پداسی حال کی دهیچا نیوکه قابل قبول نده، لکه چی دحذیفه نیوکه هم قابل قبول او داعتبار وړنده، او دداسی خلګو پرخبره باندی باور هم دعاقل او پوه سړی کار نوی، دداسی خلګو پرخبره به هغه څوک باور کوی، چی په علم باندی مسکین، او په عقل باندی خوار وی، لکه دده غوندی.
نودمذاهبوترمینځ مخالفت مذموم اونارواندی بلکه دادخدای پاک رحمت دی، چی علماؤهم دغسی ویلی دی، ځکه دغسی مخالفتونه سبب ده تنفرنه بلکه سبب د ازدیاد دمسلمانانواوسبب داحساس دسهولت په تکلیف کیدئ.اوبیاداقانون دی چی اصولی اختلافات همیشه سبب ددی ګرځی ، چی یوه ډله دی وهغی بلی ته وخپل خواته دعوت ورکړی، اوپرهغوی دی بد اورد ووایی، خودمذاهبودپیداکیدلوڅخه بیاتراوسه پوری داسی یوه نمونه هم نشته چی یومذهب والادی وهغه بل ته دعوت ورکړئ وی، که یی یوخبره په استدلال باندی رده وی پدیکی کوم دتوجه وړمشکل نه لیدل کیږی بلکه لاهم مفیدواقع کیږی خوچی تاسوسلفیان نه په پوهیږی داستاسودکم فهمی اوکم عقلی له وجه؛ نه پخاطرسره دنقصان په اصل کی دعلومو ته فکروکړه مذاهب ډیره اوږده سابقه لری، دمحمدبن عبدالوهاب ترمخه ولی داخبره نه وه راپورته سوی؟ سره ددی چی په اعتباردزمانی خونوهغه زمانه هم ښه زمانه وه اوښه ښه علماء هم وه، نویقینی خبره ده، چی دغه داوس دسلفیانومخالفت دمذهبه سره پخاطردغمخورګی داسلامه سره ندئ، بلکه پدی کی سیاسی اوځنی مخفیانه اهداف اواسرارسته چی ډیرخلګ ورباندی خبرندی، ځکه داخبره په تجربه ثابته شویده، هرځای چی سلفیانونفوذکړیوی ددوی دورتګ څخه وروسته هلته انګریزان اویهودیان هم ورغلی وی، چی په نتیجه کی آخریی هغه مملکت دانګریزانوپه ولکه کی ورکړئ وی. خبره نوره نه اوږده وم ستاسودشبه ازاله به وکم.

جواب
مامخکی هم ویلی وه: سلفیان زمونږدفقه په کتابونوباندی نه پوهیږی، پورتنی عبارت چی ده دکوم کتاب څخه را نقل کړیدی یعنی د ردالمحتاره څخه دی، اوبیایی اعتراض باندی کړیدی چی وینه خوستاسوپه مذهب کی حرامه ده، نوتاسوڅنګه په حرام شی باندی قرآن لیکی؟ اوبیاچی په کتاب کی وایی : چی کچیری معالجه ورباندی یقینی وه نوپه بولوباندی قرآن لیکلی شی ، نوبیاحذیفه لیکلی دی : دغه ستاسوادب دی دقرآنه سره تاسوڅنګه قرآن په بولوباندی لیکی ؟خبره یی پرنیمایی باندی پری ایښی ده، ځکه پداغه کتاب کی پداغه مخکی څوسطره وروسته لیکی: ( قَوْلُهُ وَظَاهِرُ الْمَذْهَبِ الْمَنْعُ ) مَحْمُولٌ عَلَى الْمَظْنُونِ كَمَا عَلِمْته) ردالمحتارفروع التداوی بالمحرم )
ژباړه: قول ددرالمختار( اوظاهردمذهب منع ده ددی کاره څخه) دغه خبره چیده محموله پرګمان ده، لکه چی مخکی ته په پوه سوی.
خلاصه دمسئلی: یعنی په ظاهرکی دمذهب داحنافوخورواندی، چی څوک په وینه اویاپه ادرار باندی قرآن ولیکی، فرق نلری که دشفاء اومعالجی لپاره وی اوکه دبل کارلپاره وی، نوګوری! بغیرله یقینی تداوی اومعالجی نه خوبالکل حرام کاردی، خوکچیری دمریض ژوندله خطره سره مخ وی اویومسلمان حاذق اوماهرډاکټرمشوره ورکړی نوبیاپدی کی کوم مشکل نشته، ځکه ودغه ته حالت دمخمصه وایی، یعنی هغه حالت چی انسان ته اجازه ده چی دضرورت په اندازه باندی دهغه شی څخه استفاده وکړی کوم چی په نوروحالاتوکی حرام اوغیرجائزدی. مثلا په قرآن کی راځی: {إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ ٱللَّهِ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلاۤ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ}.سوره بقره آیه173.
ژباړه: حرام شوی پرتاسوباندی غوښه دخودمردی، او وینه، اوغوښی دسرکوزی، اوهغه ذبیحه چی هغه پرنامه دغیردالله ذبح شی، خوکه څوک مجبورشواوباغی اوتجاوزکونکی نه وو نوبیاپرده باندی هیڅ ګناه نشته، یقیناخدای پاک بخښونکی اومهربان دی.
نواوس وګوری! خودمرده، سرکوزی غوښه، وینه، حرام قطعی دی ځکه حرمت یی په قرآن باندی ثابت دی، خولیکن دضرورت پخاطردهغوی څخه استفاده کول روادی. نوپورتنی مسئله هم دغسی ده، خوداچی څرنګه به معلومیږی، چی ددغه ناروغ دناروغی علاج په دغه قسم تداوی باندی کیږی؟ نوپدی خوطبیبان پوهیږی دحذیفه غوندی ناپوهان په څه خبردی؟
اوس دده اوتی بوتی څه ګټه لری چی په مسئلی سم سرنه خلاصوی بیاشروع سی په اپلتو اوخرافاتو.
دحذيفه اشتباهات
1. متن یی ټول ندی رانقل کړی.
2. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړی، ځکه دی داسی انګیری چی ګویاپه فقه حنفی کی وایی: تاسوبس هروقت چی موزړه غوښتل په شاشوباندی قرآن ولیکی.( اعاذنالله ممایفعله الظالمون) سره ددی چی مسئله داسی نده مسئله داشدضرورت ده، چی څوک ډیرسخت مجبوره وی، اوماهره ډاکټرهم ورته دغه مشوره ورکړی وی. نوبیاپدی کی کومه خبره نشته.
3. وروسته یی نوری خبری لیکلی دی، چی لیکلوته یی ضرورت نه وو، خوبیاهم ماورباندی خپله تبصره کړیده.
4. بیایی وروسته ګیله کړیده، چی ته دهرځواب وروسته لیکی: چی وروسته یی بیانورچټیاټ ویلی دی پدی ډول ته ځان خلاصوی. نوګوری لوستونکو! تاسودده ټولی لیکنی کومی چی ده په خپل فکر پرفقه باندی اعتراضونه کړی، وګوری چیده چشی پکښی لیکلی ؟ښکنځل، بدی اوردی، سپکی سپوری، اوسوچه درواغ اودحقیقته څخه لیری خبری، نوحذیفه جانه !زه چی دغسی ونه لیکم نوزه څه درته ولیکم زه هم بیرته هغه ستاخبری درته کاپی کړم؟ چی بیانوځمااوستاڅه فرق وشو.


عبدالله صابر
04.08.2012

السلام عليکم

حذيفه صيب
بس بس بس همدومره بس ده ،
دښاغلي مظهري صيب له ځوابونو وروسته دمشت نمونه يی خروار ته ورسيد
ل ، زمونږدمظهري صيب په ځوابونو سل په سله قناعت وشو٠ نوره په فقه
باندي ستا نيوکولسيت بي فائدې اوچټيات دي ،اوس ته داسي وکړه چي تاسو
چي کومي نيوکې په فقه باندي کړي دا هره يوه پخپله بيله بيله ځواب کړه
مطلب دا چي دد اډول مسائلو حل ستاسوپه مذ هب کښ څه ډول ده ؟؟

د مثال په توګه ستاپه مذ هب کښ له مړي ښځې اوحيوان سره جماع کفاره
لري او کنه ؟ يا له تشهد وروسته بي اودسه کيدو سره مونځ وشو اوکنه ؟
داسي نورې نيوکې د اوس ته ځواب کړه که په دي باره کښ ستا دلائل قوي
وو خوډيره ښه اوکنه بياتوبه وباسه ځکه تاخوفقهې ته داسي الفاظ اوالقاب 
کاره ولي ووچي يوغيرمسلم يی هم دويلوجرئت نه شي کولائ ٠

په دي باره کښ دنورولوستونکي لکه رښتينئ ،لاروی ،حليمي اوحميد هڅاند
صيبان هم خپل نظرورکړي ٠


وزیري
04.08.2012

لرغونی لاروی صاحب څه شولي؟ راشه کنه دا سړی دي دروله. همدومره شرم زیاتي بس ده. په دي پرلپسي لیکنو او انتقادونو نور ځانونه کفر ته مه باسی. له سالم عقل نه کار واخلی ځکه چی په دي فورم کی نه یواځی مونږه دا څلور پنځه نفره سره راټول شوي یو بلکی نور هم ډیر په سلګونو او زرګونو کتونکي لري.

کریم حلیمي صاحب نه هم هیله کوم چی فورم ته سر راښکاره کړي او خپل ابراز نظر وکړی.

والسلام


حذيفه
04.08.2012

په تېرپسي
وزیري او صابر صیب سلامونه:
وروره ! ما خو دا کار نه کاوی تاسو ورته اړ ویستم او د خپلې خبرې به ماهله د قران او حدیث په تله تللې وای چي مظهري زما ليکنه نه ګډوډولای ، خو اوس که زه ليکنه شروع کړم نو دی هم را غورزي او زما ليکنه پر لوستونکو ګډه وډه کړي ځکه نو زه خپل کار کوم او دی دي خپل ځوابونه پسي را ليکي ، فقهې دومره ليږ شیان هم نه دي ليکلي چي مظهري يې په يو څو ورځو دفاع وکړي ، خیر يو وخت بیا دې موضوع ته هم راځم خو اوس زه یوځل دا کار بشپړ کوم بیا د فقهې ځيني مسائل د قران او حدیثو په رڼا کي ارزوم او بیا به نوري خبرې کوو . ان شاء الله !
په بولو د قران ليکل:
په شامي کي وايي: مَطْلَبٌ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ( قَوْلُهُ اُخْتُلِفَ فِي التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ ) فَفِي النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ يَجُوزُ إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً وَلَمْ يَعْلَمْ دَوَاءً آخَرَ .
وَفِي الْخَانِيَّةِ فِي مَعْنَى قَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { إنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ } كَمَا رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ أَنَّ مَا فِيهِ شِفَاءٌ لَا بَأْسَ بِهِ كَمَا يَحِلُّ الْخَمْرُ لِلْعَطْشَانِ فِي الضَّرُورَةِ ، وَكَذَا اخْتَارَهُ صَاحِبُ الْهِدَايَةِ فِي التَّجْنِيسِ فَقَالَ : لَوْ رَعَفَ فَكَتَبَ الْفَاتِحَةَ بِالدَّمِ عَلَى جَبْهَتِهِ وَأَنْفِهِ جَازَ لِلِاسْتِشْفَاءِ ، وَبِالْبَوْلِ أَيْضًا إنْ عَلِمَ فِيهِ شِفَاءً لَا بَأْسَ بِهِ ، لَكِنْ لَمْ يُنْقَلْ وَهَذَا ؛ لِأَنَّ الْحُرْمَةَ سَاقِطَةٌ عِنْدَ الِاسْتِشْفَاءِ كَحِلِّ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ لِلْعَطْشَانِ وَالْجَائِعِ .(رد المحتار کتاب الطهارة مطلب فی التداوي بالمحرم)
ژباړه:په حرام سوي شی د درمل په توګه استعمالولو کي اختلاف دئ ، نهايه له ذخیرې په نقل کاږي که په دې پوه سو چي روغتیا يې په کي سته او بله دوا نه وه نو همدا حرام شي تداوی روا ده.
خانیه د رسول الله د دې قول چي «بې شکه الله ستاسو روغتیا په هغه څه کي نه ده ایښې چي پرتاسو يې حرام کړي »وايي: که په دې حرامو کي شفا وه نو باک نه کوي لکه چي د تږي ته د اړتيا پر مهال د شرابو څښل روا دي او د هدايې ليکوال همدا خبره غوره کړې او په تجنیس نومي کتاب کي ليکي:
که د چا پزه وينې کېده نو بیا يې پر تندي او پزه سورة فاتحه په وينو وليکله د روغتیا لپاره نو روا ده او په بولو يې هم ليکل روا دي که يې په شفا په کي وه.
مظهر خانه ! قران په بولو ليکل خو نو الله او کتاب سره پر ښه مينه او د رسول الله پر طریقه د ښه عمل پایله ده که څنګه؟ تاسو ته د دې خبر چا در کړی دئ چي د فاتحې په وينو ليکل یا یې په بولو ليکل ستا مرض ته ګټه رسوي ؟ وينه ستا په مذهب کي حرامه او مرداره ده بولې همدا سي وګڼه خو ته په دې مردارو شیانو قران ليکې ؟

دا مو له کومه ايت یا حدیث څخه استنباط کړې ده ؟
زما دا پوښتنه دي په ټولو ځوابونو کي خوشي کړې ده ، ته د يوه کتاب عبارت نقل کړې او زه د بل نو بیا وايي حذیفه عبارت غلط نقل کړی دئ ، ته خو کتاب ته حواله هم نه ور کوې ، ما دا ټول شیان ستاسو له کتابونو اقتباس کړي دي او زه دې ته اړتیا هم نه لرم چي عبارت غچي کړم ځکه زه خو نه عقيده ور ته لرم او نه يې منم ، نه يې د فاع کوم او نه خلک ورته را بولم ، نو زه بیا ولی ستاسو عبارت غچي کوم ؟
که ته همدا زما د خبرو ځواب بولې نو را سه ته هم ستاسو عبارت سکين کړه او زه به يې هم سکين کړم بیا به لوستونکي پرېکړه وکړي چي ایا ما عبارت غلط راوړی دئ او که ته خلکو ته دوکه ور کوې؟
تر مهمه پوښتنه همدا ده چي د هرې مسئلې لپاره هغه ځای خلکو ته په ګوته کړه چي ترې ایستل سوې ده ، ته له دې پوښتنې ځان په دې خبره تېر کړې چي نور يې هسي چټیات ليکلي دي او همداسي روان يې ، خو ته فکر کوې چي اوس د انټرنيټي نړۍ انسانان او خلک هم د په خوا په شان ساده ګان دي ، نه داسي نه ده ، خلک خپله هم تحقیق کولای سي او ښايي تر اوسه ډېرو ملګرو همداسي کړي وي او دا زما ليکلي عباراتو يې ستاسو په کتابونو کي په همدې بڼه موندلي وي .
اوس وخت يو داسي انټرنېشنل قانون ته اړتيا ده چي ټول انسانيت ته په کي احترام وي ، دټولو حقوق يې خوندي کړي ، هر چا ته يې خپل مسلم حق منلی وي ، ټول ورته په يوه سترګه ګوري ، هر يو يې احترام کوي ، ټولو ور ته درناوي لري ، اختلافونه او ستونزې نه په کي نه وي ، له مشکلاتو خلاصه او د بریا لار وي ، امت پر ډلو نه تقسيموي ، انسانيت ټول يوې لاري ته رابولي او د وروڼو په شان د خواږه ژوند يوه تګلاره ورته په ګوته کوي ، نو دا ټولي ښيګڼې د الله په قران او درسول الله صلی الله علیه وسلم په صحيحو احادیثو کي سته ، ستاسو د مذهبونو د فقهاؤ اندونه ، فکرونه او خیالونه نړۍ والو ته د نجات لار نه سي په ګوته کولای ، ځکه یو نامسلمان چي اسلام مني نو کوم اسلام ومني ؟ شيعه سي که سني ؟ حنفي سي که شافعي ؟ مالکي سي که حنبلي ؟ په حنفی مذهب کي بريلوی سي که ديویندی ؟ په ديوبندي کي مماتي سي که حیاتي ؟ همدارنګه د شيخ الهند د فکر پيرو سي که د شاولي الله ؟ تبلیغي سي که مجاهدي ؟ ځکه دا دوه خو هم يو بل بد بولي او ان پر ماشه سره ولاړ دي خو دواړه د يوه مذهب او یوې تګلاري خلک دي ؟.
نو اوس ته ووايه دا به انسانانو ته څرنګه د بریا لار په ګوته کړي ؟ دا خو خپل يوه بل کافر سره بولي ، یو بل ته بد رد وايي ، یو بل نه تائيد وي ، يو د بل دلائل نه مني ، نو دا څنګه اسلام دئ چي شل ډيزاينه لري او هر يو يې حق هم دئ ؟ دا خو نه عقل مني او نه هم نقل.


وزیري
05.08.2012

حذیفه صاحب که زما منئ نور وخت مه ضایع کوي. بهتره به وي چی په یو بل ځای کی خپل وخت صرف کړي. دا ځکه چی ستاسو لیکنه نور کوم تاثیر ګذاره نده. ستاسو لیکنه به هغه وخت کی یو اندازه وزن اخیستی وای چی د جوابونو لړۍ درپسي نه وایی. هر انتقاد دي بیرته غاښ ماتونکي جواب ویني. ته په همدي لیکنه کی بیځایه سرزوري کوي او دا ستا شخصیت ته هم صدمه رسوي. پریږده، نور لوستونکي پوهیږي چی په آئنده کی به ته څه لیکي او څرنګه جوابونه به ویني.

والسلام


حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی


Mazharee
05.08.2012

شپږديرشمه شبه
دحذیفه عبارت:
ستاسو رد المحتار خو وايي :
و رآى ربه في المنام مائة مرة، ولها قصة مشهورة.( رد المحتار على الدرالمختار بحث مناقب الإمام أبي حنيفة ج۱ص۵۱)
ژباړه : ده ( امام ابو حنیفه ) خپل رب سل ځله په خوب وليد ، دا يوه خورا مشهوره کيسه ده .
همدا راز د روح المعاني مصنف د سوره أعراف د۱۴۳نمبرآیت لاندي په صراحت وايي : ما الله په خوب لیدلي.
تفتازاني صاحب د ډېرو څخه حکایت کوي چي الله ئې په خوب لیدلي. (ودي کتل سي: شرح عقائد ص۶۰، د رؤیة الله د بحث اخيري برخه)
مګر بل پلو بيا ستاسو قاضي خان کتاب داسي وايي :
و لو قال رجل: رأيت الله في المنام، قال الشيخ الإمام رئيس أهل السنة أبومنصورالماتريدي: هذا الرجل شر من عابد الوثن . (قاضيخان كتاب الحظر والإباحة، فصل في التسبيح والتسليم والصلاة على النبي ص:ج۴ ص ۳۷۸، داسي په نورو کتابو کی سته لکه:الفتاوى التاتارخانية كتاب أحكام المرتدين المتفرقات:ج ۵ ص۴۷۱، البحرالرائق كتاب السير أحكام المرتدين ج۵ ص۲۲۰).
ژباړه : که څوک ووايي چي ما الله په خوب وليد ، ابو منصور ماتريدي يې په اړه وايي : دا سړی تر بت لمانځونکي ډېر بد دئ .
په دې ځای کي به دا در ته معاف کړم چي له قران او حدیث څخه يې راته حل کړه ځکه په هغو کي خو ته نه معلومات لرې او نه يې حق لرې ځکه ته خو مقلد يې ، نو د فقهې له پلوه يې حل وکړه کوم لوری حق دئ او ولي حق دئ؟ په کوم دلیل؟ تاته څه معلومه سوه چي دا حق او دا باطل دئ؟ بل چا درته وويل ؟ هغه څوک دئ؟ که دي خپله تحقیق وکړ ؟ نو بیا خو ته هم غیر مقلد سوې!.هههه

جواب
6. بیادی چی کومه خبره دقاضی خان، تتارخانیه اوبحرالرائق څخه لیکلی ده، ګوره! داخبره داسی مطلقه نده بلکه تفصیل لری هغه داسی چی: کچیری څوک ووایی: ماخدای پاک په خوب کی ولیدی اودهغه لپاره کیفیت اوکمیت بیان کړی نوکافرکیږی.لکه چی ودی خبری ته ملاعلی قاری رحمه الله په خپل مشهور کتاب مرقات المفاتیح کی اشاره کړیده : فَفِي قَاضِيخَانَ لَوْ قَالَ: رَأَيْتُ اللَّهَ فِي الْمَنَامِ. قَالَ الشَّيْخُ أَبُو مَنْصُورٍ الْمَاتُرِيدِيُّ: هَذَا الرَّجُلُ شَرٌّ مِنْ عَابِدِ الْوَثَنِ. قُلْتُ: وَإِنَّمَا يَكُونُ شَرًّا مِنْهُ لِكَوْنِهِ يُثْبِتُ لِلَّهِ تَعَالَى مَا لَا يَلِيقُ بِهِ مِنَ الْكَمِّيَّةِ وَالْكَيْفِيَّةِ فِي الْهَوِيَّةِ الْأُلُوهِيَّةِ الذَّاتِيَّةِ، وَصُدُورِ الْمَكَانِ، وَمُرُورِ الزَّمَانِ، وَسَائِرِ الْأَحْوَالِ وَالصِّفَاتِ التَّنْزِيهِيَّةِ، وَقَدْ يَكُونُ عَابِدُ الْوَثَنِ خَالِيًا عَنْ ذَلِكَ، فَيَكُونُ كُفْرُهُ بِمُجَرَّدِ الْإِشْرَاكِ،. { مرقات المفاتیح شرح مشکاة المصابیح جلد 7 صفحه 2914}.
ژباړه:په قاضی خان کی راغلی دی: کچیری یی وویل چی ما خدای پاک په خوب کی ولیدئ، نو شیخ اوبومنصور ماتری رحمه الله ویلی دی: دغه سړی تر بت پرسته شریر دئ. خو زه وایم ځکه تربت پرسته شریردئ چی دئ خدای پاک ته داسی شیان ثابتوی چی دالله سره مناسب ندی، چی هغه عبارت د مقدار اوډول څخه دئ په الهی ذاتی هویت کی،او عبارت دئ د صدور څخه دمکان، او دتیریدلو څخه دزمان او داسی نور صفات چی الله پاک ځنی پاک دئ، پداسی حال کی چی بت پرسته خو ددی شیانو څخه خالی وی، ځکه دهغه کفر تنها په شریک نیولو سره وی.
اوکه تنها إخبار دخوب لیدلوورکوی نوبیا نه کافرکیږی،لکه څرقم چی په " مرقات المفاتیح " کی وروسته تر تحقیق دکلام دابوالقاسم القشیری چی په خوب کی دالله دلیدلویی کړیدئ داسی راغلی دی: وَهُوَ لُبُّ التَّحْقِيقِ، وَقَدْ نَشَأَ مِنَ التَّوْفِيقِ ; لِأَنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ يَرَوْنَهُ سُبْحَانَهُ فِي الْمَنَامِ، فَلَا يَنْبَغِي أَنْ يُفْتَى بِمُجَرَّدِ قَوْلِهِ أَنَّهُ رَأَى اللَّهَ تَعَالَى بِكُفْرِهِ، كَمَا قَالَهُ بَعْضُ عُلَمَائِنَا ; لِأَنَّهُ لَيْسَ لَهُ فِي رُؤْيَةِ الْمَنَامِ اخْتِيَارٌ، وَلَمْ يَقَعْ نَصٌّ فِي النَّهْيِ عَنْ ذِكْرِ مِثْلِ ذَلِكَ، وَإِنَّمَا هُوَ مُكَلَّفٌ بِأَنْ لَا يَعْتَقِدَ فِي ذَاتِهِ تَعَالَى مَا يَتَعَالَى عَنْ ذَلِكَ، فَإِذَا نَزَّهَهُ سُبْحَانَهُ سَوَاءٌ عَلِمَ تَأْوِيلَ رُؤْيَاهُ أَوْ لَمْ يَعْلَمْ لَمْ يَضُرَّهُ.{ مرقات المفاتیح شرح مشکاة المصابیح جلد 7 صفحه 2914}.
ژباړه: دغه مغز دتحقیق دئ او هغه دتوفیق څخه پیدا سویدئ ، ځکه ډیرئ خګ خپل خدای په خوب کی وینی، نو نه ښایی چی فتوی دی ورکړل سی په تنها دی قول سره چی ده الله په خوب کی لیدلیدئ، دکفردده، لکه چی زمونږ بعضو علماؤ چی ویلی دی. ځکه دخوب په لیدلوکی انسان ته هیڅ اختیار نوی، اونه هم نص راغلی دی په نهی کی د ذکر کولو څخه دمثال ددی. خو لیکن دی مکلف دئ چی دالله په ذات کی باید دداسی شیانو عقیده ونلری چی دهغوی څخه دی الله پاک لوړوی. نوچی کله دالله پاکی بیان کړی نوکه دخپل خوب په تاویل پوهیږ ی او که نه پوهیږی هیڅ ضرر نه ورته لری.
نوپدی مسئله کی اختلاف سته هغه علماء چی یی مطلقا کافر بولی هغوی دامام صاحب څخه دخوب نقل هم صحیح نه بولی ،اونه هم دبل چا څخه غیردپیغمبره څخه په خوب کی دالله دلیدلو نقل صحیح بولی. خو زمونږ دفقه په ځنی کتابونوکی ورته کافر وایی دملاعلی قاری رحمه الله د پورتنی تحقیق څخه داسی معلومیږی چی یی مطلقا کافر نه بولی بلکه دغسی چی دی الله ته دهغه شیانو نسبت وکړی چی دالله سره مناسب نوی، لکه تیریدل دزمان پر الله پاک باندی، ثبوت دمکان دالله پاک لپاره ، ثبوت دکیفیت او اعضاؤ دالله پاک لپاره. اوکه داسی خوب وی چی دداسی تصوراتو اوخیالاتو څخه پاک وی نوبیا دخوب لیدونکئ پدی باندی نه کافر کیږي لکه داسی په خوب کی ډیرو علماؤ خدای پاک لیدلئ دئ، لکه چی امام ابوحنیفه (رض) سل ځلی په خوب کی لیدلی داغسی امام احمدبن حنبل په مناقبولیکل شوی چی ده خدای پاک په خوب لیدلی اوداغسی په حق کی دیوه قاری دقرآء سبعه څخه. نوپدی خبره کی اوس تناقض کم دی؟؟؟ څوک چی کیفت اوډول دخوب معلوم نکړی(یعنی داسی نوی چی لکه دبندگانولپاره لاس ، پښه اواعضاء دثبوت اخبارورکړی) نوهغه نه کافرکیږی اوکه څوک بیادخوب داسی حکایت کوی، چی دالله لپاره توهم داثبات دهغه کیفیاتو کوم چی اعراض دحادث اوممکن دی کیږی نوبیا داسړی کافرکیږی.
نوستادجهالت اوناپوهی له وجه داسی دی لیکلی:

يعني که په لنډو درته ووايم ستاسو فقه په خپل منځ کي پر يوه بل د کفر ټاپه لګوي.

کومه ده دکفرټاپه ؟؟؟؟
خوته کم بخته ځکه داسی خبری کوی چی دفقه په کتابونوباندی نه پوهیږی، هغه دحلیمی صیب خبره؛ داستاغلطی استقراء ددغسی بدبختی او وسوسی سره مخامخ کړئ یی.

اوه ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت:
۶ ) – دې ته بیا ګوره ! یو يې کفر بولي او بل يې د الله تخليق. په شرح العقائد کي دي:
والله تعالى خالق لأفعال العباد من الكفر والإيمان والطاعة والعصيان.
(شرح العقائد النسفية صـ۶۰).
ژباړه: او الله د بندګانو د افعالو خالق دئ لکه کفر ، ایمان ، طاعت او نافرماني.
ادې ته بیا ګوره:
وكذا من قال بخلق الإيمان فهو كافر.
(عالمګيري كتاب السير الباب التاسع أحكام المرتدين: ج ۲ ص۲۵۷).
ژباړه: او همدارنګه کافر کېږي که څوک ایمان پيدا سوی وبولې کافر دئ.
اوس يې ته سره لګوه ، په دې دوو کي کوم یو کافر بولې؟
که یو سم دئ بل ناسم نو دلیل دي څه دئ؟
ستا نظر په دې اړه څه دئ؟
جواب
7. بیادی حذیفه خانه! دشرح العقائد اوفتاوی عالمګیری دعبارتونوترمینځ توهم داثبات دتناقض کړیدئ،چی شرح العقائدوایی: ایمان مخلوق دی، خوعالمګیری وایی: که چاویل ایمان مخلوق دئ کافرشو.
ستاددی استشراقی شبهی رفع ، صاحب دبحرالرائق کړیده، ورته وګوره! وَمَنْ قَالَ إنَّ الْإِيمَانَ مَخْلُوقٌ فَهُوَ كَافِرٌ كَذَا فِي كَثِيرٍ مِنْ الْفَتَاوَى وَهُوَ مَحْمُولٌ عَلَى أَنَّهُ بِمَعْنَى هِدَايَةِ الرَّبِّ وَأَمَّا فِعْلُ الْعَبْدِ فَهُوَ مَخْلُوقٌ.{بحرالرائق باب احکام المرتدین}.
ژباړه: که چاوویل: ایمان مخلوق دی. نوکافرشودغسی په ډیرو فتاوای کی لیکل شویدی، خوداخبره حمل کیږی پردی باندی چی مراد دایمان څخه په معنی سره دهدایت دجانبه څخه د رب دی، خولیکن فعل دبنده چیدئ نوهغه خومخلوق دئ.
ښه! اوس ته دلته په دقت باندی وګوره تناقض کمه دی؟؟؟ شرح العقائد چی وایی : ایمان مخلوق دی . هغه ایمان یادوی چی هغه فعل ده بنده دئ کوم چی تعبیریی په تصدیق باندی کیږی، چی یقینا لکه بنده چی خپله مخلوق دی فعل یی هم مخلوق دی، چی بیاعالمګیری فتاوی وایی: که چاایمان مخلوق وګڼی نوکافرکیږی. هغه ایمان یادوی چی هغه په معنی سره دهدایت من جانب الله دی، چی هغه فعل دالله دی، نولکه الله چی خپله مخلوق ندی فعل دهغه هم مخلوق ندی. خوتاسوکم بخته سلفیان ستاسوغلطی استقراء داسی په سترګوړانده کړی یاست، چی پرهیڅ چا باندی حسن ظن نلری اونه هم دچادعبارت لپاره صحیح محمل پیداکولای شی.

اته ويشتمه شبه
دحذیفه عبارت
۷) – د الله په اړه څه عقيده لرئ ؟ لوړ دئ که کښته ؟ هر ځای دئ که هيڅ ځای نه سته ؟
ستا فقه خو وايي:
وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما. [شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی].
ژباړه: او چي کله په يوه ځای کي نه دئ نو په هيڅ جهت کي نه دئ نه پورته ، نه کښته او نه له دوئ دوو پرته.
خو بل لورته يې په تفسیر مظهري کي امام صیب ته داسي قول منسوب کړی دئ:
قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول: {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر .
(تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي).
ژباړه: امام صیب وايي چي الله په اسمان کي دئ نه په ځمکه کي ، او له ده روايت سوی دئ چي وايي : که څوک ووايي چي زه خبر نه يم زما رب په اسمان کي دئ که په ځکه کي هغه کافر دئ ځکه پورته ايت يې د دلیل په توګه وړاندي کړی دئ او د الله عرش يې تر اسمانو لوړ بللی دئ او له ده بل روايت دئ : که څوک په اسمان کي د الله له کېدو انکار وکړي نو هغه کافر دئ.
اوس ته ووايه کوم يو کافر دئ؟ د شرح العقائد ليکوال او که د مظهري تفسیر ليکوال؟ امام صیب حقه خبره کړې ده او که د عقيدې کتاب؟ له قران او حدیث څخه يې دلیل څه دئ؟
روح المعاني همدې په دې اړه وګوره :
والآيات والأخبار التي فيها التصريح بما يدل على الفوقية ـ كقوله تعالى :{تنزيل من الله العزيز الحكيم} و{إليه يصعد الكلم الطيب} و{بل رفعه الله إليه} و{تعرج الملائكة والروح إليه} وقوله ﷺ فيما اخرجه مسلم: وأنت الظاهر فليس فوقك شيئ ـ كثيرة جدا، وكذا كلام السلف في ذلك؛ فمنه ما روى شيخ الإسلام أبوإسماعيل الأنصاري في كتابه الفاروق بسنده إلى أبي مطيع البلخي أنه سأل أباحنيفة رضي الله عنه عمن قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقال: قد كفر؛ لأن الله يقول:{الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سبع سماوات. فقال: قلت : فإن قال: إنه على العرش لكن لا أدري العرش في السماء أم في الأرض؟ فقال رضي الله تعالى عنه :هو كافر؛ لأنه أنكر أنه في السماء، ومن أنكر أنه في السماء فقد كفر
(روح المعاني دشیخ آلوسی حنفي ج۷ ص۱۱۴- ۱۱۶دسورت أنعام د ۱۸نمبرآيت لاندی)[ ].

جواب
8.بیادی دمتشابه آیت « الرحمن علی العرش استوی» په هکله دشرح العقاید اوتفسیرمظهری اوتفسیر روح المعانی ترمینځ دتناقض خبره مابین ته کړیده، او داسی دی انګیرلیدی: چی ګنی شرح العقاید وایی: الله په آسمان کی نشته {العیاذبالله} اوبیادی دتفسیرمظهری اوروح المعانی دخبری څخه داسی استدلال کړیدی، چی دوی وایی: که څوک ددی څخه منکرشی چی الله په آسمان کی دی نوهغه کافردی.

پدی هکله خولومړی درته وایم: چی زمونږعقیده دمتشابهاتوپه هکله ډیره واضحه ده اوهغه داچی مونږنه غواړو په متشابهاتوکی بحث وکړو، اونه هم په پوهیږو، اوداموعقیده ده چی دمتشابهاتوعلم تنها دالله اودهغه درسول سره سته اوبس. خوکه ته وایی: چی ستاسوکتابونه یی ولی بحث کوی؟ نوددی خبری ځواب ډیرآسانه دی، هغه داچی لکه اوس چی تاسوجعلی مجتهدین په داسی مسائلوکی بحث کول غواړی، دهغوی په زمانه کی هم دغسی اهل باطل خلګ موجود وه، اوپه داسی مسائلوکی یی دځان دمطرح کولو پخاطر دبحث میدان تود ساتلی وو، نوعلماء مجبوروه چی ددوی دعقیدی ده رد لپاره پدی هکله یوشی ولیکی، یعنی ددی ګمراهانوخلګوبحث اودخلګودعقیدی دخرابولوهڅی علماء دغه ته مجبورکړی وه چی ددوی دخولی دبندولو لپاره پدی هکله یوڅه ولیکی، لکه اوس چی تاسومونږ دیته مجبورکړی یو چی پدی مسائلوکی ستاسوسره بحث وکړو، هغه پدی خاطرنه چی زمونږمقصد اظهار دخپل علم دئ، بلکه پدی خاطر چی عام خلګ پوه شی اوستاسو په افواهاتوباندی ونه غولیږی. نوبناء باید درته ووایم: چی ته حذیفه اوستاملګری ټول د درک اوفهم دداسی ناروغی سره مخامخ یاست، چی قوه عاقله مو بیخی له کاره لویدلی ده، ځکه دهیڅ کتاب دعبارت څخه صحیح برداشت نشی کولای، تل مودمنفی اوسلب وخواته زور وی، تل مو ده رد او تنقید وخواته زور وی، دایجاب اوحق پالنی اوحق پیژندنی ماده بیخی درڅخه سلب شویده، کنه نو اوس وګوره چی دشرح العقاید دعبارت ترمینځ اودتفسیرمظهری اوروح البیان ترمینځ تعارض اوتناقض کوم دی؟؟؟.
ښه په دقت غوږونیسه! دشرح العقاید مقصد دادی چی الله ته دیوخاص حلولی مکان نسبت نه کیږی، او دتفسیرمظهری اوروح المعانی مقصددادی: که څوک په آسمان کی دالله دوجود څخه منکرشی کافردی. یقینی خبره ده.
خلاصه مقصد ددواړویوشی دی: هغه دادی چی الله هرچیری سته، دمخلوق اوممکن پشان خاص اوځانګړی مکان نلری. دغه ددوی دخبری صحیح محمل دی. خوزه خپله ترڅوچی مجبورنشم پدی باره کی نورهیڅ نه وایم اونه هم پدی هکله دچاسره دبحث کول غواړم. غیرلدی څخه چی څوک می مجبورکړی، استشراقانه شبهات په دین کی ایجاد کړی نوبیاپه لاندی حدیث باندی دعمل کولوپخاطرساکت نشم کښیناستلای.« إذا ظهرت البدعُ ولَعَنَ آخرُ هذه الأمةِ أولَها فمن كان عنده علم فلينشرْه فإنَّ كاتمَ العلمِ يومئذٍ ككاتمِ ما
أنزل اللهُ على محمدٍ ( (ابن عساكر عن معاذ)» الجامع الکبیر للسیوطی رقم2348
ژباړه: کله چی پدین کی بدعتونه پیداشی او وروستنی دامت لومړنی دامت باندی لعنت وایی، نوچی دچاسره علم وی باید چی خپوریی کړی، ځکه پټونکی دعلم پدی ورځ کی داسی دی لکه پټونکی دهغه شی چی خدای پاک پر محمد(ص) باندی نازل کړیدئ.
9. بیادی ده درالختار عبارت په نامه د رد المحتار لیکلی دی او داسی...
نه دیرشمه شبه
دحذیفه عبارت
تاسو د مذهب له امله الله بخښلي یاست ؟ ستاسو کتاب ليکي:
فَهَتَفَ هَاتِفٌ مِنْ جَانِبِ الْبَيْتِ : يَا أَبَا حَنِيفَةَ قَدْ عَرَفْتَنَا حَقَّ الْمَعْرِفَةِ وَخَدَمْتَنَا فَأَحْسَنْتَ الْخِدْمَةَ ، قَدْ غَفَرْنَا لَك وَلِمَنْ اتَّبَعَك مِمَّنْ كَانَ عَلَى مَذْهَبِك إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ(رد المحتار مقدمه ۱/ ۱۲۴)
ژباړه: د خونې له یوه لوري پرې ناڅاپي ږغ وسو اې ابوحنیفه ! تا موږ په حق ډول وپېژندلو او زموږ دي پوره او غوره خدمت وکړ ، بې شکه موږ تا او څوک چي تر قیامته ستا پيروي کوي ټول بخښلي دي .
جواب
داولیاء الله په حق کی دا کومه عجیبه اوناشونی خبره نده داسی واقعی ډیری دتاریخ په اوږدوکی داولیاء الله په حق کی پیښی شویدی. او إنشاء الله مونږهمدغه امیدلرو، ستاسوغوندی دالله درحمت او داولیاؤ دکرامت څخه ناامید اومنکرنه یو.
10. بيادی پر رد المحتارباندی تهمت ویلی او دبل چاقول دی وده ته منسوب کړیدی. وګوره!.
څلویښتمه شبه
دحذیفه عبارت
دې افسانې او افترا ته ګورئ ! رد المحتار ليکي:
وَقَدْ جَعَلَ اللَّهُ الْحُكْمَ لِأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ مِنْ زَمَنِهِ إلَى هَذِهِ الْأَيَّامِ ، إلَى أَنْ يَحْكُمَ بِمَذْهَبِهِ عِيسَى عَلَيْهِ السَّلَامُ ، وَهَذَا يَدُلُّ عَلَى أَمْرٍ عَظِيمٍ اُخْتُصَّ بِهِ مِنْ بَيْنِ سَائِرِ الْعُلَمَاءِ الْعِظَامِ ،(رد المحتار مقدمه :۱/ ۱۳۶)
او بې شکه الله ګرزولی دئ د ده اصحابو او پيروانو ته دده له زمانې بیا تر همدې نن ورځو ان چي عیسی علیه السلام به د امام صیب پر مذهب پرېکړې کوي ، دا خبره پر يوه ستر امر دلالت کوي چي امام صیب د نورو پوهانو له منځه يې په ځانګړنه نازول سوی دئ.
جواب
كم علمه! دا د رد المحتار قول نه بلکه د درالمختار قول دئ، خوته داسی ناقص العقل یی چی دشرح او دمتن فرق نشی سره کولای، پداسی حال کی چی رد المتحار وروسته تردی چی ددغی خبری وضاحت کوی، اودامام شعرانی دخوب واقعه لیکی، پردغه خبره باندی رد کوی او داسی لیکی: لَكِنْ لَا دَلِيلَ فِي ذَلِكَ ، عَلَى أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ عِيسَى عَلَى نَبِيِّنَا وَعَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبِ أَبِي حَنِيفَةَ وَإِنْ كَانَ الْعُلَمَاءُ مَوْجُودِينَ فِي زَمَنِهِ فَلَا بُدَّ لَهُ مِنْ دَلِيلٍ ، وَلِهَذَا قَالَ الْحَافِظُ السُّيُوطِيّ فِي رِسَالَةٍ سَمَّاهَا الْإِعْلَامَ مَا حَاصِلُهُ : إنَّ مَا يُقَالُ إنَّهُ يَحْكُمُ بِمَذْهَبٍ مِنْ الْمَذَاهِبِ الْأَرْبَعَةِ بَاطِلٌ لَا أَصْلَ لَهُ ، وَكَيْفَ يُظَنُّ بِنَبِيٍّ أَنَّهُ يُقَلِّدُ مُجْتَهِدًا مَعَ أَنَّ الْمُجْتَهِدَ مِنْ آحَادِ هَذِهِ الْأَئِمَّةِ لَا يَجُوزُ لَهُ التَّقْلِيدُ ، وَإِنَّمَا يَحْكُمُ بِالِاجْتِهَادِ ، أَوْ بِمَا كَانَ يَعْلَمُهُ قَبْلُ مِنْ شَرِيعَتِنَا بِالْوَحْيِ ، أَوْ بِمَا تَعَلَّمَهُ مِنْهَا وَهُوَ فِي السَّمَاءِ ، أَوْ أَنَّهُ يَنْظُرُ فِي الْقُرْآنِ فَيَفْهَمُ مِنْهُ كَمَا كَانَ يَفْهَمُ نَبِيُّنَا عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ ا هـ { ردالمحتارجلد1 صفحه 124}
ژباړه: خوپردی خبره هیڅ دلیل نشته چی دالله نبی عیسی علی نبیناوعلیه السلام دی په مذهب دامام ابوحنیفه رضی الله تعالی عنه حکم وکړی، کڅه هم علماء به دده په زمانه کی موجود وی نوددی خبری لپاره هیڅ احتیاجی ددلیل څخه نشته. پدی خاطرحافظ سیوطی (رح) په خپلی رسالی کی چی " الاعلام " یی مسمی کړیده ویلی دی: چی خلاصه یی داسی ده: داچی داخبره کیږی چی عیسی علیه السلام به په یومذهب دمذاهبواربعه حکم کومی باطله خبره ده هیڅ اصل اوبنیاد ددی لپاره نشته. څنګه داسی ګمان پرنبی (ص) وکړل شی چی دئ دی دمجتهدڅخه تقلید وکړی؟ سره ددی چی مجتهد داحادو څخه ددی امت دی دده لپاره تقلید نه روا کیږی، بلکه دئ حکم په خپل اجتهاد کوی، اویاپه هغه معلوماتوسره چی مخکی یی زمونږدشریعت په هکله په وحی باندی حاصل کړیوه ، اویاپه هغه معلوماتو باندی چی ده ته په آسمان کی ددی شریعت په هکله حاصل شویدی، اویادی په قرآن کی په کتلوسره اودهغه څخه په هغه فهم چی زمونږرسول (ص) به کوی حکم کوی.
چی بیا ردالمحتار وروسته د علامه ملاعلی قاری رحمه الله خبره هم ددی خبری دتأیید لپاره رانقل کړیده. نو د درالمختار خبره خو دهغه خپل شخصی نظر اوتفرد دی، په مذهب کی اعتبار وقول ته د ابن عابدین(رح) دئ چی په رد المحتارکی یی کړیده. خوتاسو سلفیان چی دمتن اوشرح په فرق نه پوهیږی کله پداسی تحقیق ستاسوسرخلاصیږی؟؟؟ ددی مذهب لپاره په زرهاوو علماء تیرسویدی هرعالم ځانته تفردات لرل، پدی خاطردی چی په مذهب کی دراجح اومختار اومفتی به او......قانون علماؤ ایښی دی

11. یوولسمه شبه دی تکراری ده اودپخوانیوشبهاتوڅخه دی راکاپی کړیده هلته یی مادرته ځواب درکړی سرورښکاره کړه!.

12. بیادی د هندیه څخه عبارت لیکلی دی چی:...

یوڅلويښتمه شبه
دحذیفه عبارت
حَنَفِيٌّ ارْتَحَلَ إلَى مَذْهَبِ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى يُعَزَّرُ كَذَا في جَوَاهِرِ الْأَخْلَاطِيِّ(هندیه کتاب الحدود فصل فی التعزیر :۲/ ۱۶۹)
که حنفي شافعي مذهب ته ولاړ نو تعزیر به ور کول کېږي همدا خبره په جواهر الاخلاطي کي سوې ده..
جواب
کم بخته! ته داسی کم علمه اوټنبل یی چی دفقه دکتابونوڅخه هیڅ معلومات نلری فقط یوخبره په کامپیوټری مکتبی کی پلټی (search) آخره او اوله یی نګوری ستاددغه استشراقانه شبهی ځواب علامه ابن عابدین ورکړی ورته وګوره!
قوله ( ارتحل إلى مذهب الشافعي يعزر ) أي إذا كان ارتحاله لا لغرض محمود شرعا) { ردالمتحار} جلد4 صفحه 80}.
ژباړه: وینادده( که شافعی مذهب ته لاړی تعزیردی شی) یعنی کچیری ددی ورتګ دیوښه شرعی مقصدلپاره نه وو. بیاوروسته دعلامه شامی رحمه الله خبره وګوره چی عینا ودغسی جاهلانوته یی کړی لکه داوس دزمانی اوزمونږ شاو خوا سلفیان. وګوره! وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء ددی څخه الله پاک لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.

اوته کم بخته داسی ناپوه یی چی مذهب تراشخاصو اوافرادومنحصربولی نوځکه دغسی استشراقانه شبهات لیکی.{ اعاذنالله مماتقوله ومماتفعله ومماانت علیه الیوم}

13. بیادی دهدایی عبارت رانقل کړی، اوپرهغه دی په خپل استشراقی مزاج اعتراض نیولیدی. داسی:...

دوه څلويښتمه شبه
دحذیفه عبارت
ستا کتاب خو وايي:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ )(هدایه کتاب الحدود بَابُ الْوَطْءِ الَّذِي يُوجِبُ الْحَدَّ وَاَلَّذِي لَا يُوجِبُهُ)
یعني تر ټولو ستر امام چي هر شي وکړي حد پرې نه سته مګر نه قصاص بلکي په دې او د اموالو په تلف کي ترې مواخذه کېږي.
جواب
حذیفه خانه ماتاته ویلی وه چی تعصب ستاعقلی بصیرت داسی خراب کړیدی چی زړه دی دحق دمنلولپاره بالکل خالی ځای نلری، ته وګوره چی پدی هکله عنایة چی شرح دهدایی ده څه وایی؟:
( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ ) وَفَسَّرَهُ أَبُو اللَّيْثِ بِالْخَلِيفَةِ ( فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ ، فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ ) قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { أَرْبَعٌ إلَى الْوُلَاةِ } وَعَدَّ مِنْهَا إقَامَةَ الْحُدُودِ). { العنایة شرح الهدایة جزء 7 صفحه 216}
ژباړه: (هرشی چی هغه امام یی وکړی چی ترده بل لوړامام نوی) ابولیث رحمه الله یی تفسیرپه خلیفه باندی کړیدی( نوپرهغه باندی حدنشته غیرله قصاصه څخه ځکه په قصاص کی دامام سره مؤاخذه کیږی او(همدا راز) داموالوپه تلف کی ورسره مؤاخذه کیږی، ځکه حدود حق دالله دی، اقامه یی امام ته راجع کیږی نه وبل چاته، رسول اکرم(ص) ویلی دی: څلورشیان دی چی باچاهانوته راجع کیږی. اویویی دهغوی څخه حدود شمیرلیدی.
اوس کڅه هم عنایه د " اربع إلی الولاة " نسبت ورسول اکرم (ص) ته کړیدی، اوهغه یی دلیل ګرځولیدی، ددی لپاره چی حدحق دامام دی نوامام بایدپرنورو خلګوحدجاری کړی نه چی بل څوک پرامام حدجاری کړی. خوعلماؤ سره ددی چی دغه حدیث یی غریب کڼلی دی، خوددی خبری ثبوت په آثارو کی دصحابه وو سته لکه چی په حاشیه کی د" موطأ امام مالک بروایة محمدبن الحسن الشیبانی " کی راغلی دی:.
واستدلوا على ما ذهبوا إليه بما أخرجه ابن أبي شيبة عن الحسن قال : أربعة إلى السلطان الصلاة والزكاة والحدود والقصاص . وأخرج عن عبد الله بن جرير قال : الجمعة والحدود والزكاة والفيء إلى السلطان . وكذا عن عطاء الخرساني ( قال في الأوجز 13 / 252 : إن الحد خالص حق الله تعالى فلا يستوفيه إلا نائبه وهو الإمام. {موطأامام مالک } شرح حدیث 704.
ژباړه: اودوی دخپل مذهب لپاره استدلال کړی په هغه باندی چی ابن ابی شیبة دحسن څخه روایت کړیدی. چی : څلورشیان باچاته راجع کیږی لمونځ ورکول، زکاة اخستل، حدود اوقصاص. اودعبدالله بن جریرڅخه یی داسی روایت کړیدی: لمونځ دجمعی، حدود، زکاة اودیت وباچاته راجع کیږی، اوداغه رقم دعطاء خراسانی څخه روایت دی (چی دپه اوجز13/252 کی وویل: حدتنهاحق دخدای پاک دئ نوهیڅوک یی غیرله نائب څخه دده نشی پوره کولای چی نائب یی باچادئ.اودغه آثارپه نورکتابونوکی هم راغلیدی لکه : {کتاب الاموال لابن رجویة. اثر 2144{ {مصنف ابن شیبه اثر 29029}
داغه رقم نور کتابونودفقه هم دغه دلیل ویلی دی، نوچی کله اجراء دحد کاردامام شی نوامام یی څنګه پرځان باندی جاری کړی؟؟؟ لکه دفقه په کتابونوکی هم دغه عبارت راځی. ( وَكُلُّ شَيْءٍ صَنَعَهُ الْإِمَامُ الَّذِي لَيْسَ فَوْقَهُ إمَامٌ فَلَا حَدَّ عَلَيْهِ إلَّا الْقِصَاصُ فَإِنَّهُ يُؤْخَذُ بِهِ وَبِالْأَمْوَالِ ) لِأَنَّ الْحُدُودَ حَقُّ اللَّهِ تَعَالَى وَإِقَامَتُهَا إلَيْهِ لَا إلَى غَيْرِهِ وَلَا يُمْكِنُهُ أَنْ يُقِيمَ عَلَى نَفْسِهِ لِأَنَّهُ لَا يُفِيدُ) { فتح القدیر جز11 صفحه 480 المکتبة}
اوس که یی ته نه مني هغه ستاانحراف دی ته خواحادیث هم نه منی.

كم علمه بیادی د" نور الانوار " عبارت لیکلی دی داسی:

خو بل لورته نور الانوار ليکي:
کما روی ان علیا رضی الله عنه تحاکم الی شریح القاضی فی ایام خلافته فی درعه وقال درعی عرفتها مع هذا الیهودي فقهال شریح للیهودي ما نقول قال درعی وفی یدی فطلب شاهدین من علی رضی الله عنه فاتی علی بابنه الحسن وقنبر مولاه لیشهدا عند شریح فقال شریح اما شهادة مولاه فقد اجزتها لک لانه صار معتقا او اما شهادة ابنک لک فلا اجیزها لک وکان من مذهب علی انه یجوز شهادة الابن للاب وخالفه شریح فی ذالک فلم ینکره علی فسلم الدرع للیهودي فقال الیهودي امیر المومین مشی معی الی قاضیه فقضی علیه فرضی به صدقت والله انها لدرعک واسلم الیهودي الخ.(نور الانوار مبحث افعال النبي صلی الله علیه وسلم مخ:۲۱۸ ، مکتبه رشیدیه)
اوس دي په دې اوږده بیان کي وليدل چي علي يې د امارت پر مهال چي خلیفه وو او تر ده بل هيڅ امام نه وو د قاضي په وړاندي در ولی دئ ، نو تاسو ولي امام نه دروئ؟ دا مسله د بیت المال سره اړه لري او دا یهودي خپل شخصي مال ګڼله ، نو قاضي د شاهدانو د نه شتون له امله د یهودي په حق کي پرېکړه کوي او امیر يې مني نو تاسو ترې چا مستثنی کړې یاست؟.

كم بخته! تاخوداسی انګیرلی دی، چی په مابین کی دعبارت د" هدایه" او " نورالانوار " تناقض دی. خوبیچاره ناخبره ددی څخه چی " هدایه" وایی: حدنه پرجاری کیږی. داسی ندی ویلی: چی دباچاسره دنزاع په وقت کی فیصله اومحاکمه ورباندی نکیږی. دلته خومسئله عینا هم هغه مسئله ده " هدایی" ده، ځکه هدایی ویلی دی: چی په مال اوقصاص کی دباچاسره محاسبه اومواخذه کیږی، نوپدی مسئله کی دحضرت علی (رض) او دیهودی خو همدغه مسئله ده درع وه چی هغه مال دی. {ویل لک ولمن تبعک ولمن ایدک بالقول اوالعمل}

14. بیادی دامام کرخی رحمه الله قول داسی لیکلی دی:

درو څلويښتمه شبه
دحذیفه عبارت
ستا مذهبیان خو د الله تر کلام او د رسول الله تر حدیثو د خپلو امامانو اقوال غوره او معتبر بولي ، لکه چي امام كرخي حنفي فرمايي: الأصل أن كل آية تخالف قول أصحابنا فإنها تحمل على النسخ أوعلى الترجيح، والأولى أن تحمل على التأويل من جهة التوفيق.
(أصول الكرخي في آخرأصول البزدوي المطبوع بميرمحمد كتب خانه آرام باغ كراتشي صـ۳۷۳ ، مقدمة فقه السنة).
یعني اصل دا دئ چي که هر ایت زموږ د اصحابو له قولونو سره ټکر سو نو هغه به یا منسوخ ګڼو یا به يې بر ترجيح حمل کوو خو ښه دا ده چي د موافقت له امله يې حمل پر تاویل وسي.
جواب
د اوس لپاره دامام کرخی(رخ) کتاب راسره نشته، ستاسوپرلیکنو اوحوالوباندی هم زه باورځکه نلرم چی تاسوهرځای دکتابونوڅخه عبارات قیچی کوی، نیم عبارت لیکی خونیم عبارت پریږدی، مدعی لیکی خودلیل یی پریږدی ، نقل دیوکتاب لیکی خودکتاب لخوا پری رد پریږدی اوداسی نور دمسشرقینوکار....
خوداسی درته ویلی شم چی:
دغه استشراقی مزاج او وسواس فکرتاته ددغه څخه پیداسویدی چی ته زمونږدمذهب په هکله پوره معلومات نلری اوپه کتابونو باندی خویی ګرسره نه پوهیږی.
ستاسودټولو دغسی غلطو برداشتونولپاره لاندی آیت اودعلامه ابن عابدن عبارت چی مامخکی هم درته لیکلی وو ځواب دی:
«{يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ» {سوره حجرات 12}.
ژباړه: ای کسانوچی ایمان موراوړیدی! ځانونه دډیروګمانونوڅخه وساتی، یقینی چی بعضی ګمانونه ګناه ده.
وإنما أطلنا في ذلك لئلا يغتر بعض الجهلة بما يقع في الكتب من إطلاق بعض العبارات الموهمة خلاف المراد فيحملهم على تنقيص الأئمة المجتهدين فإن العلماء حاشاهم الله تعالى أن يريدوا الازدراء بمذهب الشافعي أو غيره بل يطلقون تلك العبارات بالمنع من الانتقال خوفا من التلاعب بمذاهب المجتهدين نفعنا الله تعالى بهم وأماتنا على حبهم آمين. { رد المحتار جلد4 صفحه 80}
ژباړه:مونږخبره ددی لپاره اوږده کړه، چی بعض جاهلان خطانشی په هغه څه باندی چی په کتابونوکی په مطلق عبارت باندی لیکل شوی وی، او دمقصود خلاف توهم ورباندی کیږی، نودوی (جاهلان) یی پرتنقیص دمجتهدینو امامانو حمل کوی، داځکه چی علماء خدای پاک ددی څخه لیری کړیدی چی دوی دی قصد دسپکاوی په مذهب دامام شافعی رحمه الله اویادبل امام ولری، خودوی په منع کی دانتقال عبارات ځکه مطلق ذکرکوی پخاطردویری ددی خبری څخه چی خلګ په مذاهبودمجتهدینو ملنډی ونه وهی، الله دی مونږته پدوی باندی ګټه راورسوی اومونږدی مړه کی پرمحبت باندی ددوی.

بيادی لاندی آیت لیکلی دی:
لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ(یونس:۶۴)

ددی آیت دپورتنی خبری سره څه ارتباط دی؟ خوته چی عصبی سیستم دی دډیره تعصبه څخه کارپسی پری ایښی دی، داسی فکرکوی: چی اجتهادی اختلاف تبدیل لکلمات الله دی، بیاهم په ځان دی ډیرزړه ښه دی چی مسلمان یم، مومن یم، په اسلام خبریم، که داسی وای نوکاربه دی هم ده رښتنی مسلمان په څیروای؟ {الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً} {الکهف 104}.

15. بیادی د ردالمحتار اوشرح عقود رسم المفتی خبری رانقل کړيدی، اوداسی دی ځنی فهمولی چی ګوندی په مابین کی یی تعرض سته، داسی :
څلور څلویښتمه شبه
دحذیفه عبارت
۱۵) – ستاسو په اند تر ۴۰۰ هجري وروسته بل څوک متجهد نه سته او نه بل څوک قیاس کولای سي لکه چي وايي:
على أن القياس بعد الأربعمائة منقطع؛ فليس لأحد بعدها أن يقيس مسئلة على مسئلة.
(رد المحتار كتاب الصلاة باب الإمامة، مطلب: القياس بعد عصر الأربعمائة منقطع: ج ۱ص ۴۱۴).
ژباړه: سره له دې چي د څلور سوه کال را په دې خوا قیاس پرېښودل سوی؛ نو هیچا ته دا نسته چي یوه مسئله پر بله قیاس کړي .
خو بل ځای بیا تاسو داسي وایاست:
فقد اتفقت النقول عن ائمتنا الثلاثه ابی حنیفه و ابی یوسف ومحمد ان الاستئجار علی الطاعات باطل. لکن جاء من بعدهم من المجتهدين الذين هم اهل التخريج والترجيح فافتوا بصحته علی تعلیم القران للضرورة فانه کان للمعلمين عطایا من بیت المال وانقطعت فلو لم یصح الاستئجار واخذ الاجره لضاع القران وفیه ضیاع الدين لاحتیاج المعلمين الا الاکتساب.
وافتی من بعدهم ایضا من امثالهم بصحته علی الاذان والاقامة لانهما من شعائر الدين فصححوا الاستئجار علیهما للضرورة ایضا فهذا ما افتی به المتاخرون عن ابی حنیفه او اصحابه لعلمهم بان اباحنیفه واصحابه لو کانوا فی عصرهم لقالوا بذلک ورجعوا عن قولهم الا ول(شرح عقود رسم المفتي لعلامه شامي مسئله الاستئجار علی تلاوة القران ، د معروفي مکتبې چاپ)
یعني له دروو امامانو ابوحنیفه ، ابو یوسف او محمد څخه دا نقل سوی دئ چي پر عباداتو اجوره غوښتل باطله ده ، خو تر دوئ وروسته مجتهدينو چي د تخريج او ترجيح هل وو فتوا ور کړه چي د قران پر تعليم اجوره روا ده ځکه اړتیا يې ده ، مخکي استادانو ته ډالۍ له بیت المال څخه تحفې ورکول کېدې خو هغه لړۍ شلېدلې ده نو که اجوره ور کول روا نه سي قران به ضايع سي په دې کي د دين ضیاع هم ده ځکه استادان هم کسب ته اړتیا لري.
تر دې وروسته مفتیانو چي د هغوئ په شان ول د اذان او اقامت پر کولو هم اجوره ور کول روا بللې ده ځکه دواړه د دين له شعائرو څخه دي نو د اړتیا له امله يې اجوره غوښتل روا کړې ده دا مسله تر امام صیب وروسته متاخرینو روا کړې ده ځکه هغوئ علم در لود(نو دايې علم غیب وو که بل علم؟) چي که امام صیب او دد ه اصحاب په دې زمانه کي وای نو همداسي به يې کول او له خپله مخکيني قوله به يې رجوع کوله.

جواب
ښه ښه ښه! اوس دی خپل علم اوپوهه معلومه کړه آیا داقیاس دی، اوکه دمسئلی دحکم په اعتبار سره دزمان اوحال تغیردی؟؟؟. ګوره! هرسور ږیری شاګل ندی!
دعلامه ابن عابدین خبره صحیح خبره ده، اوس مونږهم وایو چی دغسی قیاس چی په کومه موضوع علامه ابن عابدین ددی خبری یاد کړیدئ منقطع دئ. تاته به ډیره تعجبه معلومه شی چی څنګه؟؟؟ دقیاس څخه خوهیڅوک ان چی مونږ سلفیان هم خلاص نه یو.
نوګوره! هغه داسی قیاس نه یادوی چی یومجهول الحکم مسئله دی پرمعلوم الحکم مسئلی سره دمراعات کولودوضعه شوو قوانینو نه قیاسیږی، ځکه دداسی قیاس بندول خوامکان نلری، او دداسی
قیاس څخه خودزمانی په تیریدلوسره اونوی شیانوپه پیداکیدلوسره هیڅ انسان چاره نلری.
دعلامه (رح) هغه قیاس مراد دی چی دموضوعه قوانینوسره مخالف وی لکه کوم مثال چی ده مخکی تردی خبری ذکرکړیدی؛ اوداخو یقینی خبره ده چی داسی قیاس د400 نیټی راپدی خوا قطعه دی، صباورځ به ستاغوندی خلګ هم راولاړشی قیاس به کوی، دعوه داجتهاد به کوی.

16. بیادی لیکلی دی:
پنځه څلويښتمه شبه
دحذیفه عبارت
په ماشوم پسي اقتدا سيي نه ده او نه هم د فرض لمونځ کوونکی په نفل کونکي پسي اقتدا کولای سي ، فقه ليکي:
( وَلَا يَجُوزُ لِلرِّجَالِ أَنْ يَقْتَدُوا بِامْرَأَةٍ وَصَبِيٍّ ) أَمَّا الْمَرْأَةُ فَلِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { أَخِّرُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَخَّرَهُنَّ اللَّهُ فَلَا يَجُوزُ تَقْدِيمُهَا } وَأَمَّا الصَّبِيُّ فَلِأَنَّهُ مُتَنَفِّلٌ فَلَا يَجُوزُ اقْتِدَاءُ الْمُفْتَرِضِ بِهِ .
وَفِي التَّرَاوِيحِ وَالسُّنَنِ الْمُطْلَقَةِ جَوَّزَهُ مَشَايِخُ بَلْخِي ، وَلَمْ يُجَوِّزْهُ مَشَايِخُنَا رَحِمَهُمُ اللَّهُ (هدایه کتاب الصلاة باب الامامه)
نارينه وو ته روا نه ده چي په ښځه او هلک پسي اقتدا وکړي ، په ښځه پسې له دې امله روا نه ده چي نبي علیه السلام وايي :ښځې وروسته کړئ لکه څنګه چي الله وروسته کړې دي ، نو ځکه يې مخته کول نه دي روا او هر څه چي هلک دئ نو دا خو ځکه چي د هغه لمونځ نفل دئ او د فرض لمونځ کوونکی اقتدا نه پسي کېږي.
او په تراويحو او مطلق سنتو کي د بلخ مشايخو جواز ور کړی دئ او زموږ مشايخو روا والی نه دئ ور کړی.

جواب
ډيرمتعصب انسان يي!
په ښځی پسی اقتداء مطلقا، اوپه ماشوم پسی په فرضوکی خواتفاقا نده رواده کوم اختلاف پکی نشته، پاتی شوه خبره دماشوم په نوافلوکی نوپدی هکله چی دبلخ او ماوراء النهر دعلماؤ اختلاف دی، نو دغه خو اجتهادی اختلاف دئ، پدی کښی نو اوس کومه خبره سته، چی یوعالم ته دی په فروعاتوکی یوه خبره په اثبات باندی ورسیږی اوبل عالم ته بیابله خبره، زه تاته داسی حیران تللی یم چی دیوی خوا دعوه داجتهاد کوی دبلی خوا څخه دغسی داجتهاد داصولوڅخه ناخبره یی ؟آخردغه اوس ستاسوسلفیانو ترمینځ چی ټول مدعی داجتهاد یاست اختلاف نشته؟؟؟. ډیرمسائل شته چی دسعودی علماء پکی یونظرلری، خو دکویت اومتحده اماراتومفتیان بیابل نظرلری، او دمصرعلماء بیابل نظرلری، اومشهورعالم یوسف قرضاوی بیابل نظرلری، اوس پدی ټولوکی کم یوپرحق دی؟؟؟ که ته وایی چی داخلګ خوزه یولانه منم ، نوڅوک منی؟؟؟ مذاهب چی دمسلمانانو ډیرئ تشکیلوی نه منی. دعربی ممالکوعلماء نه منی .دغه قرآن اوحدیث بس تنها تازده کړه؟؟؟ داسلام څخه معلومات بس تنها وتاته حاصل شوه؟؟؟ نوزه درته وایم چی داسی والله که امکان ولری چی دغه ټوله مسلمان دی پرغلطه وی، قرآن یی نه وی زده ، تایواځی قرآن زده وی ، اومسلمان هم یواځی ته وسی، بلکه خبره پرعکس ده چی نورمسلمانان پرحقه لار روان دی خوستاڅخه لاره ورکه ده ، دلامذهبی ګمراهی په مخه کړئ یی خدای خبرچی په کومی کندی کی به یوه ورځ ولویږی؟ ندی قرآن زده، ندی حدیث زده، نه درسره سالم عقل سته،
په فقه کی خوهرچاته معلوم یی چی څرنګه یی؟؟؟ همدغه خبره ده چی تراوسه دی سرپدی نه خلاصیږی چی په ځنی فروعاتوکی داخل په مذهب کی هم اختلاف دنظرسته، اوددی اختلاف تعبیرپه اختلاف فی الدین کی نشی کیدلای. ځکه داسی اختلافات په مابین کی دصحابه وو هم وه لکه چی علماء دحضرت علی اوحضرت معاویه رضی الله تعالی عنهما جنګ هم اجتهادی خطاء بولی. خوپه فارسی کی یومتل دی : " عقل که نباشد جان به عذاب است " نواوس ته هم دخپلی کم عقلی سره په عذاب یی کنه نودغه شبهات خودمسلمان کارندی،لکه تاچی دلته لیکلی دی،

اوچی په کوم ځای کی دی، دنورالانوار عبارت لیکلی دی،اوداسی دی ځنی انګیرلی دی چی نورالانوار دامام شافعی رحمه الله اهانت کړیدی، نوپدی کی ډیر زیاد غلط شوی یی ځکه مقصد دمصنف د" جهل " څخه صواب ته نه رسیدل دی، نه " کم عقلی اوناپوهی" لکه تاچی ځنی فهمولی ده، ځکه جاهل په عربی که ناخبره ته وایی، چی یقینا صواب ته دنه وصول تعبیر په جهالت کیدلای شی.

بیادی هم خپل پخوانی خبره له حده ډیره تکرارکړیده، چی دامسئله مودقرآن له کوم آیت اودپیغمبردکوم حدیث څخه استنباط کړیده؟.ګوره! که دآیتونو اواحادیثولیکل آسانه کاردی، خو دموضوع سره یی ربط ضروری دی، که ستاغوندی دموضوع اومسئلی څخه لیری اوبی مناسبته آیتونه او احادیث ولیکم، داکار راته اوس دداسی ډیرو امکاناتوسره بیخی ډیرآسانه دی، نه تنها مونږته بلکه هرڅوک کولای چی آیتونه او احادیث دژباړی سره دپروګرامونوڅخه کاپی کړی بیایی په خپلی لیکنی کی ور زیاد کړی، خوداسی کار دانسان کمال نه بلکه دانسان نقصان دی، چی بیله مناسبته دموضوع اومدعی سره، آیت او یاحدیث لیکی، چی له بده مرغه په تاسوکی داسی ناروغی خپل دمزمنتیا وانتهاء درجی ته رسیدلی ده، ان چی ورسره عادت شوی یاست، بی مناسبته آیتونه، احادیث اوعقلی خبری اوس ستاسو دژوند ټول محصول کرځیدلی دی ، خوبیاهم
ستاددی تکراری پوښتنوځواب ماستاسوپه هغه لومړنیواستشراقی شبهاتوکی چی پرفقه مووارد کړیوه ستاسوپه 25 استشراقی شبهی کی درکړیدی هیله ده دکتلولپاره یی هلته وګوری.
دټول افغان درنو اوقدرمنو لوستونکو!ښه په دقت وګوری چی حذیفه څرنګه شبهات پیداکړیدی، اوبیاتاسوقضاوت وکړی، چی آیا دداسی شبهاتو ایجاد ته اوس ضرورت سته،هغه هم بی دلیله اودرواغ، ددی پرځای چی څوک دی په اسلام کی دغسی شبهات پیداکړی، آیابهتره به دغه نوی چی سړی دیهودو اونصاراوو په ضدلیکنی وکړی؟ ددهریه اوکمونستانوپرضد لیکنی وکړی؟ هغوی خپل دژوند ټوله امکانات ددغه لپاره کاروی چی زمونږترمینځ بی اتفاقی اوتفرقه ایجاد کړی، او په اسلامی هیوادونوکی خپل ناوړوه اهداف لاسته راوړی. خوزمونږپه مینځ کی ځنی ناپوهان چی په خپل یوه چمچی علم ځان ورته علامه د زمانی اوقیوم ددوران ښکاری دمذاهبوتوهین اواهانت کوی، بیاهم دوی مونږمقلدین ملامته وی، چی تاسو په دین کی دتفرقی اوجدایی هڅی کوی، تاسووګوری چی څوک ددین ده ویشلو اوتقسیم فکرونه دځانه سره ساتی او په عمل کی یی هم داسی فکرنمونی ده ورایه ښکاری؟ مونږفقط اوفقط دخپلی اسلامی فقه اودخپلوعلماؤ حمایه او دفاع کوو، هیڅ وقت مو په تنقید اوبی ځایه اعتراض پیل ندی کړی، دغه غیرمقلدین دی چی هرځای زمونږدفقه توهین، سپکاوی کوی تاسو ولیدل چی په همدغه فورم کی حذیفه ناپوه فقه ته { حنفی فقه یوډیموکراټ قانون} وویل اوس مونږدی ته اړیوچی ددوی دکرغیړنی څیری تر رسواکولوپوری، هره رښتنی اوحقیقی خبره ولیکو اودداسی کارونوچی په اصل کی داسلام پرضد اودکفرپرمنفعت دی، دکوونکو استشراقی او صهیونستی اهداف وخلګوته ورپه ګوته کړو، تاسوځما اودښاغلی حذیفه لیکنی شاید دلومړی سره څخه کتلی وی، ځمااودده خبره پراجتهاد راپورته سوه ، چی ده دعوه داجتهاد کول خوما ورسره نه منل، خوچی کله دخپلی دعوی داثبات څخه عاجزپاته شو، دخپل عادت پشان یی بله خواته کړونج وهل، او دفقه په اهانت اوسپکاوی باندی یی شروع وکړه، سره ددی چی دحنفی فقه تنها زه مقلدنه یم بلکه په ملیونو عام مسلمانان اوپه لکهاوو علماء دهغی تقلید کوی، خوده ناقص العقل دهیچا واهمیت ته ونه کتل، فقه ته یی داسی خبری وکړی، چی تراوسه می دیوامریکایی اوکافرڅخه هم ندی اوریدلی، فکرکوم چی امریکایانو دقرآن دسوځولو اورسول اکرم (ص) ته داهانت کولو الهام هم ددوی ددغه قسم کارونوڅخه اخستی وی. چی ځانونوته مسلمانان هم وایی خوخپله دشریعت اهانت کوی، نود "تری جونز"کافرپادری څخه څه ګیله ده؟؟؟ هغوی خویی بیخی کوی

لاندنی لینکونوکی دی خپل دسلفیت دپزی پیغورته یوارسرورښکاره که.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8892
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8922
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=9021


larghonay laraway
05.08.2012

السلام عليکم!
د اسلامي ورورۍ يوه مشوره!
په دې بحث کې له پيله تر دې دمه مظهري، وزيري او د دوی نور پلويان وارخطا دي!
لومړی خو يې د حق پټولو (کتمان) کوښښ کاوه او حذيفه ته يې دا نصيحت کاوه چې دا موضوع مه څېړه!
حذيفه صيب هم په لومړيو کې د دوی مشورې ته غاړه ايښې وه خو وروسته يې دغه نيک اقدام وکړ !
زه نه وايم چې د حذيفه ټولې خبرې سمې يا ټولې غلطې دي خو د حذيفه صيب سره دغه معلومات او شکونه وو چې بايد مطرح کړي يې وای او ځان يې سمې لارې ته رسولی وای!
خو دحذيفه مقابل لوری دومره وارخطا او ترور دی چې د دوی وېره او وارخطايي په خپله دا تصديقوي چې دوی په ناسمه لار روان دي!
ځکه دين او فقه د وزيري او مظهري شخصي جايداد، سوداګري، پوله پټی او دوکان يا د دوی شخصي تأليف شوي کتابونه نه دي چې دوی په دومره توده وينه، جذباتو او احساساتو هرې پوښتنې ته سم او ناسم ځواب وايي او په ځواب ويلو کې دومره وراخطا او بې صبره دي!
که د مظهري صيب په ږيره خلی نه وای او په فقه يې پوره باور درلودای چې رښتيا هم اسلامي اصول دي نو صبر به يې کړی وای او وراخطا کېدای به نه ! کله چې د حذيفه پوښتنې او انتقادونه بشپړ شوي وای نو بيا به يې يو يو ته ځواب ورکړی وای او که کومه پوښتنه يا انتقاد يې پر ځای وو نو هغه به يې منلي وای او که ټول بې ځايه وو نو ټول به يې رد کړي وای!
خو دا چې مظهري دومره وارخطا او تلولی دی له دې معلومېږي چې دی محترم په خپله هم په فقه باور نه لري او ورسره وزيري صيب هم ورته سر ښوروي چې همداسې سمه ده او بحث بايد بند شي!
کنه خدای دې وکړي چې بېخي تور تومتونه په فقه وتړي خو که له ماسره ځواب وي او په فقه مې باور وي او ورسره د يوې مسألې سپيناوی غواړم چې خلکو ته سمه لار ورپه ګوته شي نو بيا د وارخطايئ او وېرې ځای نشته!

که حذيفه دغه پوښتنې نه وای کړې نو څه کېدل؟
لومړی خو دا چې په خپله حذيفه سره تشويش، انديښنه او پوښتنې وې چې د ده د علم په رڼا کې يې په اسلامي اصولو کې ځای نه درلود که داسې پوښتنې له چا سره پيدا شي بايد ويې پوښتي ځکه که ويې نه پوښتي نو همداسې بې خبره به پاتې شي.
ورسره ډېرو نورو فقهي مذهبو او اهل حديثو هم همدا ډول پوښتنې او انتقادونه اوريدلي دي او له هغوی سره هم پوښتنې او شکونه دي نو که مظهري صيب په خلکو رحم کړی وای او د موضوع د لړلو هڅه يې نه وای کړې نو لوستونکي به د بحث په پای په (جوز و لايجوزو) پوه شوي وای!
خو د مظهري وارخطايي له خلکو سره په نورو فقهي مسألو هم بې باوري پيدا کړه الله دې خېر کړي!

حذيفه صيب مننه چې بحث دې پيل کړ!
هم دې خدای ته غاړه خلاصه شوه او هم به هغه څوک چې غواړي د دې انتقادونو په اړه ځان پوه کړي له بل چا به هم پوښتنې وکړي تر څو ځانته سمه لاره ومومي!
اوس نو ټولې هغه پوښتنې او انتقادونه مطرح کړه چې درسره شته!
خير دی د مظهري خبرې د (معترضه جملې) په توګه فرض کړه!
کور مو ودان
لرغونی لاروی


وزیري
05.08.2012

لرغونی صاحب، په دي کی څه خبره ده چی د سوال ځواب دي چټک ورکول شی؟ ایا دا وارخطائی ده؟ نه بلکی دا بالعکس میړانه ده او د حق ښودل دي. بل زه چی وایم چی بس دي شي په دی کی دوه مطلبه لرم. اول دا چی ترتا پوري کفر ته پری وځی. دوهم، مشت نمونه د خرواد ده. ټولو په رنړو سترګو ولیدله چی حذیفه هم عبارت قیچي کوي، هم یی په لیکلو کی غلط رانقلوي او هم یی برداشت غلط وي. نو که سوالونه یو لکو ته هم ورسیږی نو څه پري؟ ستاسو خپل شرم او کفر ده.

دریمه خبره دا ده چی دا د حذیفه صاحب سوالونه نه دي بلکي چیرته یی کوم کتاب په لاس ورغلی ده او له هغه نه یی ټایپوي، زه خو پوره یقین لرم چی تر اوسه پوري به یی قاضیخان، درمختار او رد المختار کتابونه لا لیدلي هم نه وي.
ده خو مخکي لا لیکلی دی چی ما سره بایبل او د هندوانو کتابونه پراته دي. نو دی په فقه څه پوهیږی او د فقه په عربي عبارت او مطلب به څه پوه شی؟

سړي ته خو همدومره شرم بس وی چی یو سوال یی ځواب شی بل یی ځواب شی پسی بل یی ځواب شی ان تر شلو او دیرشو پوری نو که دی زر سواله هم ولري همدا یی لار ده.

والسلام


سلامونه

tandar
05.08.2012

وزيري صيب سلامونه
دا دحذيفه صيب د بيبيل او دهندوانو کتابونو په لرلو او مطالعي په هکله به درته خپله يوه ژوندي خاطره مثال راوړم
دکمونيستيانو دحوکمت نه مخکي دسياحت په ډول ايران ته تللي وم يوه ورځ په افغاني سفارت کي ديوه لوړ مامور ،، وزير، معين،، دوزارت عدلئي سره مخ شوم چه دعراق ديوه سمينار نه بازګشت شوي وو،بيا خلقيانو او پرچميانو په پليګون کي ژوندي تر خاورو لاندي کړو خداي دي وبښي
په خپله سخت نسواري وو او نسوار ئې هم خلاص شوي وه په عوض ئې تور مرچ خوله کي اچول :oops:
نو ماته ئې وويل ، راځه چه يوه شپه دتهران ګومرک ته لاړ شو ،ګومرک هغه ځاي وو چه ښځو په کي په رسمي ډول فحشا کوله
ما ورته وويل چه قاضي صيب ته يو غټ شخصيت ئې او ټول افغانستان دي پيژني که کوم افغان دي هغلته وويني ؟ ښه نه ده
ماته وويل چه زه څارنوال يم زه دفحشا لپاره هغلته نه ځم چه دښځو سره زنا وکړم دخپل مسلک دزياتي تجربي په خاطر فقط لکه تفتيش دا صحنه هغه هم په اسلامي خاوره ايران کي په عملي توګه په خپلو سترګو تماشا کوم
بيا مو صرف نظر وکړو
[color=darkblue:20892d2ab4]نو حذيفه صيب هم نه غواړي کريست او يا هندو شي[/color:20892d2ab4] :oops:
بلکه دنورو مذاهبو په هکله معلومات لرل او پوهيدل او ځان اګاه کول ئې يومثبت قدم دي چه اخلي ئې
زه ورته د زياتي مطالعي او پوهي بري غواړم
مننه

[quote:20892d2ab4="وزیري"]لرغونی صاحب، په دي کی څه خبره ده چی د سوال ځواب دي چټک ورکول شی؟ ایا دا وارخطائی ده؟ نه بلکی دا بالعکس میړانه ده او د حق ښودل دي. بل زه چی وایم چی بس دي شي په دی کی دوه مطلبه لرم. اول دا چی ترتا پوري کفر ته پری وځی. دوهم، مشت نمونه د خرواد ده. ټولو په رنړو سترګو ولیدله چی حذیفه هم عبارت قیچي کوي، هم یی په لیکلو کی غلط رانقلوي او هم یی برداشت غلط وي. نو که سوالونه یو لکو ته هم ورسیږی نو څه پري؟ ستاسو خپل شرم او کفر ده.

دریمه خبره دا ده چی دا د حذیفه صاحب سوالونه نه دي بلکي چیرته یی کوم کتاب په لاس ورغلی ده او له هغه نه یی ټایپوي، زه خو پوره یقین لرم چی تر اوسه پوري به یی قاضیخان، درمختار او رد المختار کتابونه لا لیدلي هم نه وي.
ده خو مخکي لا لیکلی دی چی [color=red:20892d2ab4]ما سره بایبل او د هندوانو کتابونه پراته دي.[/color:20892d2ab4] نو دی په فقه څه پوهیږی او د فقه په عربي عبارت او مطلب به څه پوه شی؟

سړي ته خو همدومره شرم بس وی چی یو سوال یی ځواب شی بل یی ځواب شی پسی بل یی ځواب شی ان تر شلو او دیرشو پوری نو که دی زر سواله هم ولري همدا یی لار ده.

والسلام[/quote:20892d2ab4]


وزیري
05.08.2012

تندر صاحب ښه خبره ده چی سړی مختلف کتابونه ولولي او پراخه مطالعه ولري. زما مطلب ترینه دا ده چی حذیفه غریب په خپلو اسلامي کتابونو سر نه خلاصیږی نو د هندوانو او عیسویانو کتابونه به څنګه لولي؟
په فقه باندي چی ده کومي لیکني کړیدی له ورایه دا را په ګوته کوي چی نه په عبارت پوهیږی او نه په عربي او نه په اخذ.

یو هلک په بس کی ناست وه چی یو دوه انجوني را وختلي او دده له سیټ سره جوښت په دي څنګ سیټ کی کیناستلي. هلک ته نو خدای ورکړه، هلک نو ډیر ځان هاغه او دیخوا خوراوه او کوشش یی کاوه چی دی انجونو ته ځان یو ځوان معرفي کړي.
په دی وخت کی اخبار والا موټر ته را وخته، هلک چی په الف او ب نه پوهیده نو اخبار والا نه یی یو اخبار واخیست چی انجونو ته وښايی چی والله هلک تعلیمیافته هم ده. دا بچه مړی چون پوخ بی تعلیمه وه نو اخبار یی سرچپه نیولای وه، انجونو چی پری پام شه نو پوه شولي چی هلک خو څپکدار ده. نو پوښتنه یی ترینه وکړه چی صیب، څه وایی د نن ورځی اخبار کی څه دي.
هلک هم خپله حوصله له لاسه ورنکړه او ورته وویل چی: والله خیر او خیریت ده خو موټر ډیر ټکر شویدی، ټول سرچپه پراته دي :lol: :o :o

والسلام


حذيفه
05.08.2012

په تېرپسي
مظهري مخکي د ځينومسلو وضاحت په خپل فکر وکړ دا يې له مذهب او همدلته له ملګري وزیري صیب سره ستر خیانت وکړ ځکه مقلد حق نه لري چي له قران او حدیث څخه استفاده وکړي او نه هم دا حق لري چي په خپل فکر باندي کوم شی تشريح کړي ، زه اوس د حنفي مذهب د وتلي عالم ، منل سوی شخصيت ، جامع المعقول والمنقول مولوی عبید الله قندهاري سليمانخيلي نقشبندي هغه تشريح نقل کوم چي د امامت په برخه کي يې کړې ده ، هغه د ښځې او ذکر په اړه خبره یادوم تاسو راسئ وګورو چي د مذهب دغه پیرو بیا څه وايي او کومو کتابونو ته حوالې ور کوي؟:
تر ثم الانظف ثوبا وروسته مولوی صیب وايي:
او بیا دی هغه سړی دمخه کړی چی کالی ئی ډير صفا وی ولی چی پاک صاف کالی یه وی په هغه پسی اقتداء د خلګو ښه زړه غواړي تر هغه چاچی کالی یه چټل وي.
پوه سه:چی د فقهاؤ په ډيرو ځایو کښي مسائل او احکام پر فرض بناء دې ، لکه په دې مسئله کی د امامت چی فلانی د مخه کوی او که بیا سره برابر وه فلانی دی دمخه کوی وهکذا حتی ددوو ملایانو په دی ټولو شیانو کښه برابروالی ډير لیری خبره ده مګر فرضیده یه روا دی ، یعنی ته ئی فرض کړه چی سره برابر دی هم ددی سببه مصنف رح په مراقی الفلاح کښی وايي:
ثم الاحسن زوجة»او که په ټولو تېرسوو شیانو کی دوه ملایان سره برابر وه ، بیا دی هغه ملا د مخه کړی ماینه يه ډيره ښائسته وې .مراد دادی چی د ملا صاحب په سترګو کی که څه هم په واقع کی ډیره ښائسته نه وي ، ددې دلیل دادی چی دملاصاحب ماینه چی دده په سترګو کي چی ډير ښائسته و ، نو د هغی سره ئی محبت ډير وي نو د زنا وخواته میل نه کيږی نو عفت یه ډير وی.او بیا مراقی وايي که په دی ټولو شیانو کښی برابروه بیا دی هغه ملا د مخه کړی چی سر یه غټ وی ولی چی ددی ملا قوه عاقله او قوت حافظه ډيره ده ، لکن پوه سه چی بیخی ډیر غټ به نه وی لکه د یابو سر ، ولی چی دداسی غټ سری ملا څخه د خلګو نفرت کيږی او بیا بیعقل هم وی کماعلم بالتجربه .او بیا مراقی وایی که په مذکوره شیانو کي ته ئی فرض که دوه ملایان سره برابر وه بیا دی هغه ملا دمخه کړی چی غِنړ یه ډير غټ نه وي .ولی چی په افراط سره ددغه غټ والی دلیل د بې عقلی او بد اصلی دئ . ته نه ويني چی خر په دغه بلا کښي تر ټولو حیواناتو د غټ بلا خاوند دئ ، خو بیا هم خر وې .
پوه سه:چي دماینی ښاسته والی ، او یا د غنړ کشنی والی د خودی ملاصاحب په اخبار سره معلوميږ ، داسی نه ده چی خلګ به ورځی د ملاصاحب ماینه به ګوری او یا به د ملاصاحب پوتوګ ښه خلاصوی ا غنړ به یه ګوری.(نور الایضاح ، پښتو دوهم ، ۲/ ۱۵۱، ۱۵۲، تصنیف د حضرت علامه ابوالفضل الحاج محمد عبید الله الایوبی القندهاری السلیمانخیلی النقشبندی الحنفی .
الناشر: مکتبه القراءة والتجويد
کانسی روډ شالده کوئټه.
محترمو لوستونکو ! اوس په دې دوو خبرو کي د حنفي مذهب خپل ملایان سره ټکر دي ، مظهري وايي : له ثم الاصغر عضوا څخه د اندامونو تساوی(برابر والی) هدف دئ او عبید الله صیب وايي چي غڼ ترې هدف دئ ؟
د عبید الله صیب خبره ځکه سيي ده چي یو خو يې د لائل قوي دي او بل په دې عبارت کي «عضو» توری مفرد دئ چي د بدن ټواندامونه ترې هدف کیدا نه سي ، نو معلومه ده چي همدا بلاګی تر موخه ده .
اوس په دې کي زما څه ملامتیا ده ؟ ستا خپل ملا په دې کتاب کي ليکلي دي او هر څوک يې له بازاره تر لاسه کولای سي ، و دي ګوري ، بیا دي پرېکړه وکړي .
ته خپله سر زوري مه کوه ، ستا ملګری هم په دې فقه کي شکمن دئ ، یو وخت وزیری هم ليکلی ول:
[quote:61a99b8774="وزیري"]
زه دا نه وایم چی تاسو ته به د فقهی بعضی عبارتونه نا اشنا او له دین سره په ټکر کی نه معلومیږي بلکی ماته هم بعضی وخت کی معلوم شي خو انتقاد نه پري کوم بلکی داسی انګیرم چی زما علم ناقص ده. نو چی بیا یی له یو عالم نه وپوښتم نو تسلي می وشی.
[/quote:61a99b8774]
نو وزیر دا ستا څرنګه مومن به ده چي ته پرې شکمن يې ؟ که دا رښتنی دين وي نو دا ستا په شک ته نه کافر کېږي ؟
زه خو په قران او نبوي احادیثو ایمان لرم او شک نه پرې کوم خو څوک په دې دوو شکمن سي نو زه يې له اسلامه خارج بولم .ځکه په قران کي الله وايي چي دا کتاب د الله له لوری منزل دئ او هيڅ شک په کي نه سته .نو ستا د فقهې ګرنټي هم چا په داسي ټکو اخیستې ده ؟
ته چي پر فقه شکمن سې نو خو علم يې نه لري نو ایا ستااو د ملګري دي د الله دې قول ته پام نه سته :
وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا(الاسراء :۳۶)
ژباړه:په هغه څه پسي مه پسې کېږه چي په اړه يې علم نه لري ، ځکه له غوږونو ، سترګو او زړه هر يوه د دوئ څخه پوښتنه کېږي .
ته چي په دې هم خبر نه يې چا د مسئله له کومه استنباط سوې ده نو ولي يې اتباع کوې؟
تاته چا حق در کړی دئ چي د الله د ښکاره فرامينو او د رسول الله د څرګندې سنت طریقې په شتون کي تاسو ته نورو پيروي کوئ او بیا پر دې خبره دلائل هم وایاست ، تر ټولو بده خو لادا چي څوک صرف په قران او حدیث عمل کوي هغه کافر او ګمراه بولئ ، تاسو په دې خبره نه کافران کېږئ چي مسلمان ته کافر وایاست؟ یولورته الله وايي زما او د رسول اتباع وکړئ بل لورته تاسو وایاست چي د امامانو اتباع وکړئ نو انسان به د چا خبره مني؟
که ستا خبره ومنم نو کافر کېږم او که د الله هغه ومنم نو یو سوچه مسلمان به يم .
الله وايي:
وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ(لقمان :۱۵)
ژباړه: او ما ته د رجوع کونکو د لارې پيروي وکړه.
رسول ته الله دا امر کوي نو یا زه او ته به خلاص یو ، بل ځای وايي:
اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ(الاعراف:۳)
ژباړه: د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له لوري نازل سوي دي.
خو تاسو دا ځواب ور کوئ:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(البقره:۱۷۰)
او کله چي به دوئ ته وويل سل د ماانزل الله پيروي وکړئ نو دوئ ویل بلکي موږ د هغه څه پيروی کوو چي خپل پلرونه مو پر موندلي دي او که څه هم د دوئ پلرونه نه په څه پوهېدل او نه هم په سمه لار ول .
زه د امامانو او تر هغه را وسته علماؤ خدمتونو ته د قدر په سترګه ګورم خو اتباع يې پرځان لازمه نه بولم ، ځکه الله دا دين د يو څو کسانو لپاره نه دی رالېږلی ما ته يې هم د خپل وس موافق د دا اختیار راکړی چي خلکو ته ددين مسله وښيم . خپله په دې کتاب کي تدبر وکړم او او که په څه پوه سم نو هغه بل ته بیان کړم .
الله تعالی په قران کريم کي وايي:
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(القمر:۱۷)
او موږ قران د پوهيدنې لپاره اسانه کړی دئ ایا کوم پند اخیستونکی سته.
بلکي تاسو د دې ايت هم غوره مصداق یاست:
هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(ال عمران :۶۶)
ژباړه: خبر دار ! تاسو دغه له ماسره په هغه څه کي شخړه کوئ چي علم يې در سره وو نو په هغه څه کي ولي دلائل وایاست چي علم يې نه لرئ ، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.
زه تاسو ته وصیت کوم چي د الله دين سره دښمني ايله کړئ ، مجتهدين هم انسانان ول او تېروتنې يې کړې دي ، په قران د بولو ليکل به اهانت پرته بل څه دي او څوک دا د علم غیب دعوه کولای سي دې ناروغ ته د قران په بې عزتي کي شفا سته ، ایا څوک دلته دا ويلای سي ؟ په دې څوک خبر دي چي قران په بولو وليکه بیا ته جوړېږي بلکي دا ناسمه فکر دئ او يوه شيطاني کړنه ده ، الله تعالی وايي:
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ(الشعراء:۲۲۳)
ژباړه: دوئ ته شیاطین اورېدلې خبرې اچوي او زیاتره يې دروغ وايي.
دا څوک چي تاته د قران په بې عزتۍ کي د شفا خبره کوي دا همدا شیطان دئ ، دروغ درته وايي په تېرنه ووزې ، مسلمان مومن ته نه ده په کار چي د الله له کتاب څخه همدغه سي ناوړه ګټه واخلي ، دا کتابي خبره نه ده نه د قران له ايت څخه اخیستل سوې ده بلکي هر چا چي کړې ده نو هغه به يې خپله ځواب ور کوي زما اوستا يې ور سره څه ، ته خو له فقهې په دې توګه دفاع کوې لکه دا فقهاء چي معصوم وي او الله يې ضمانت کړی وي چي هيڅ غلطي نه ځيني کېږي او هر څه چي کوي دا يې سم دي .که تاسو همدا سي دې کتابونو ته د قران او حدیث په مقابل کي دمره ستره درجه ور کوئ نو بیا تر دې وعید لاندي نه راځئ:
فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ(البقره :۷۹)
نو هلاکت دئ هغو کسانو ته چي په خپلو لاسونو کتاب وليکي بیا وايي دا د الله له لوري دئ څو په دې توګه ډېري کمې پيسې تر لاسه کړي نو د دوئ د لاسو د ليکنې له امله او د هغه کسب له وجې چي دوئ يې کوي هلاکت دئ.
ته ماته دا خبره روښانه کړه چي کوم طبیب حاذق دئ او هغه به دا خبره په یقين سره کوي چي د قران په بې احترامي کي د دې مریض شفا ده ؟
دا خو غیب دي ، څوک دا ویلای سي چي په دې درملو زه هرو مرو جوړېږم ، شفا خو د الله په لاس کي ده ، د ابراهيم علیه السلام خبره ده هېره ده چي مرګ او ژوند شفا او روغتیا همدې الله ته سپاري او دا د الله ځانګړې چارې بولي .
صیب ! ته په دې خپلو خبرو کي فکر وکړه ، دا دي څه ويلي دي ؟ د الله کتاب په بولو ليکې او بیا له الله څخه شفا هم غواړې؟ اې بدبخته ! دا خو دي شيطان يو مخ لار وهلې ده ؟ ته يې د شخصي د تقليد په وجه دومره ړوند کړې چي اوس د الله د کتاب اهانت هم در ته نه معلومېږي ؟ دا هم د تقلید برکت دئ ، کوه يې نوري ګټې هم لري، څوک چي د الله د کتاب ایت رسول او یا هم د الله اهانت کوي نو الله داسي ورته وايي:
وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (65) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ(التوبه:۶۶)
ژباړه: او که ته له دوئ پوښتنه وکړې نو دوئ به هرو مور ووايي چي بې شکه موږ ټوکي او لوبي کولې ، ورته ووايه: ایا په الله ، د هغه په ایاتونو او د هغه په رسول تاسو رشخند وهی؟ عذرونه مه وایاست تاسو تر ایمان وروسته بېرته کافران سوی یاست.
اوس فکر وکړه چي کوم ډاکټر تاته دا مشوره در کوي هغه به تر دې ګوت څنډنه لاندي نه وي .
بس همدومره توصیه در ته بس ده ، که په حق پسي ګرزېدې دنو سر به خلاص کړې او که نه نو همداسي لالهانده ښه يې .
یوځل بیا ور سه او د مسلو حل دي له قران او حدیثو څخه را وړه که نه نو الله منعه کړی يې چي د کوم شی په اړه علم نه لرې نو په هغه پسي مه ځه ، نور دا هم ته او د الله دين .


عبدالله صابر
05.08.2012

السلام عليکم

لاروی صيب ، ودخندولم
غواړي دحذيفه بايللې روحيه کنترول کړي ،زما په فکرحذيف ددا ډول نيوکو
اوپوښتنو حق هغه وخت لره زمونږغوندي امي وی ،دی خوځان ته عالم
وايی اوعالم ته څنګه داډول پوښتنې پيدا کيږي ؟؟ باور وکړه دد ه پوښتنې
دومره په مدلل ډول ځواب شي چي اوس دحذيفه هم فکره ټول راته اميان
بريښي ٠


وزیري
05.08.2012

عبدالله صابر صاحب د نښې منځ دي ویشتی ده، حذیفه خپله روحیه بایللې او لاروی کوشش کوي چی ورپوره یی کړي. بی ادبی د معاف وی، دا د لتو غیڼ ده والله که یی دا روحیه ددي دلایلو په مقابله کی پورته کړای شی.
روحیه خو لا څه کوي چی عقل یی هم بایللی ده، ما یوه کلیمه لیکلي وه ته وګوره چی څرنګه یی تحریف کړیده. آیا عقلمند به همداسی اخذ لري؟

زما مطلب لکه څنګه چی واضحه لیکل شوی هم ده دا ده چی:
د فقه علم دومره دقیق او عمیق ده چی ماته یی بعضی وخت کی درک مشکل وي یعني زه پخپله هم پري پوه نشم. دا په دي معنا چی زمونږه علمونه ډیر کمزوري دي نظر د امامانو علمونو ته. نو کله چی بیا په کومه مسئله ونه پوهیږم نو بیا یی پوښتنه کوم. له پوښتني نه بعد بیا پوه شم چی څومره عمق لري.

والسلام


احترامونه

tandar
05.08.2012

وزيري صيب احترامونه
دا دهلک داخبار خبري دي يوه قيصه راياده کړه
جنکياني غرمه کي له مکتبه رخصت شوي وي اوکور ته رواني وي
يوه هلک په کاغذ کي ليکلي وه چه ځواني پريږدي او په زړو شروع وکړي :oops:
او په لاره کي غورځولي وو
جنکياني چه په کاغذ راغلي پورته ئې کړ و وي لوستلو نو په کنځلو ئې شروع وکړه
په دي وخت کي يوه زړه ښځه دلاري خواته ناسته وه له جنکيانو ئې پوښتنه وکړه چه ولي په غوسه ئې او ولې ښکنځلي کوي؟
جنکيانو ورته وويل چه يو بي شرمه هلک دغسي شي په کاغذ کي ليکلي
زړي ورته وويل چه ،خير است بچيم چيز که درخط است درست است :oops:
چه دي هلک هم جنکيانو ته ويلي وي چه په اخبار کي ليکلي چه ځواني پريږدي په زړو شروع وکړي بيا ئې سم ځواب وو خو هلک شايد په دي وخت کي تر روحي فشار لاندي وو :oops:
مونږه هم په جوميت کي دملا صيب ډيري لښتي خوړلي دي :oops:
دسپاري نه نيولي تر ګنج ،قدري او داسي نور کتابونه مو لوستلي ،علم په خپله بحر دي يو خداي پاک پوره عالم دي بنده تل عاجز دي نو خپله دغسو بحثونو کي اصلا برخه نه اخلم که ګپ مپ په کي پيدا او جوړيدو نو نازک سر ورښکاره کوو :oops:
دغسي بعضي سرچپه خاطري او ټوکي دي که دټوکو ديري ته راوړي ټول خوښيږي
هلک اخبار ته چيرته کتل دهغه دمغز او زړه سترګې دجنکيانو سره وي :oops:
مننه
[quote:955f15b7a7="وزیري"]تندر صاحب ښه خبره ده چی سړی مختلف کتابونه ولولي او پراخه مطالعه ولري. زما مطلب ترینه دا ده چی حذیفه غریب په خپلو اسلامي کتابونو سر نه خلاصیږی نو د هندوانو او عیسویانو کتابونه به څنګه لولي؟
په فقه باندي چی ده کومي لیکني کړیدی له ورایه دا را په ګوته کوي چی نه په عبارت پوهیږی او نه په عربي او نه په اخذ.

یو هلک په بس کی ناست وه چی یو دوه انجوني را وختلي او دده له سیټ سره جوښت په دي څنګ سیټ کی کیناستلي. هلک ته نو خدای ورکړه، هلک نو ډیر ځان هاغه او دیخوا خوراوه او کوشش یی کاوه چی دی انجونو ته ځان یو ځوان معرفي کړي.
په دی وخت کی اخبار والا موټر ته را وخته، هلک چی په الف او ب نه پوهیده نو اخبار والا نه یی یو اخبار واخیست چی انجونو ته وښايی چی والله هلک تعلیمیافته هم ده. دا بچه مړی چون پوخ بی تعلیمه وه نو اخبار یی سرچپه نیولای وه، انجونو چی پری پام شه نو پوه شولي چی هلک خو څپکدار ده. نو پوښتنه یی ترینه وکړه چی صیب، څه وایی د نن ورځی اخبار کی څه دي.
[color=red:955f15b7a7]هلک هم خپله حوصله له لاسه ورنکړه او ورته وویل چی: والله خیر او خیریت ده خو موټر ډیر ټکر شویدی، ټول سرچپه پراته دي :lol: :o :o [/color:955f15b7a7]
والسلام[/quote:955f15b7a7]


حذيفه
05.08.2012

په تير پسي
دا مسئلې به کومه سرچینه ولري؟:
قال مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ إذَا غَصَبَ جَارِيَتَهُ وَزَنَى بها ثُمَّ ضَمِنَ قِيمَتَهَا فَلَا حَدَّ عليه عِنْدَهُمْ جميعا وَلَوْ زَنَى بها ثُمَّ غَصَبَهَا وَضَمِنَ قِيمَتَهَا فَعَلَى قَوْلِ أبي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى لَا يَسْقُطُ الْحَدُّ كَذَا في الْمُحِيطِ رَجُلٌ اسْتَلْقَى على قَفَاهُ فَجَاءَتْ امْرَأَةٌ وَقَعَدَتْ عليه حتى قَضَتْ حَاجَتَهَا وَجَبَ عَلَيْهِمَا الْحَدُّ كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ إذَا زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا ذَكَرَ في ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ أَنَّهُ يُحَدُّ عِنْدَهُمْ جميعا وَكَذَلِكَ إذَا زَنَى بِحُرَّةٍ ثُمَّ تَزَوَّجَهَا هَكَذَا ذَكَرَ شَيْخُ الْإِسْلَامِ في شَرْحِ كِتَابِ الْحُدُودِ وإذا زَنَى بِامْرَأَةٍ ثُمَّ قال اشْتَرَيْتهَا لَا حَدَّ عليه سَوَاءٌ كانت حُرَّةً أو أَمَةً وإذا زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ قال اشْتَرَيْتهَا وَصَاحِبُهَا فيها بِالْخِيَارِ وقال مَوْلَاهَا كَذِبَ لم أَبِعْهَا قال لَا حَدَّ عليه وَكَذَلِكَ لو قال اشْتَرَيْتهَا بِوَصْفٍ إلَى أَجَلٍ كَذَا في الْمُحِيطِ وَالْحُرَّةُ إذَا زَنَتْ بِعَبْدٍ ثُمَّ اشْتَرَتْهُ فَإِنَّهُمَا يُحَدَّانِ جميعا كَذَا في فَتَاوَى قَاضِي خَانْ زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ ادَّعَى أَنَّهُ اشْتَرَاهَا شِرَاءً أو وَهَبَهَا له وَكَذَّبَهُ صَاحِبُهَا أو شَهِدَ الشُّهُودُ أَنَّهُ أَقَرَّ بِالزِّنَا ثُمَّ ادَّعَى عِنْدَ الْقَاضِي هِبَةً أو بَيْعًا دُرِئَ عنه الْحَدُّ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هندیه کتاب الحدود الباب الخامس فی الشهادة علی الزنا والرجوع عنها)
لوستونکو! د دې عبارت مطلب دا دئ چي امام محمد ويلی که سړی لومړی وینځه غصب کړی بیا زنا ور سر ه وکړی نو حد پرې نه سته او که يې لومړی کار ور خراب کړ بیا يې غصب کړه نو ابوحنیفه او محمد وایی حد يې سته یعني نور وایی نه سته ، او که یو سړی ستوني ستغ پروت وو یوې ښځې ځان پر ایله کړ ان چي کار يې وسو نو پر داړو حد سته ، که یو کس له وینځې سره زنا وکړه بیا يې رانيوله ظاهر روايت وايي چي د ټولو په اتفاق حد پرې سته او که يې له حرې سره زنا وکړه بیا يې ښځه کړه نو همدا حکم دئ او که يې له وینځې سره زنا وکړه بیا يې وويل چي ما رانيولې ده حد پرې نه سته برابره خبره ده که حره وي او که وينځه .که له وینځې سره زنا وکړي بیا د رانيول ادعا وکړي خو مالک يې خبره رد کړي نو هم حد نه سته او يې ادعا وکړه چي تر يو ټاکلي وخته يې بیعه کړې ده نو هم پورته حکم دئ او که حرې له مرېيي سره زنا وکړه دواړو ته حد سته که څه هم حره بیا مرېیی رانیسي هم ، یو کس له امې سره زنا وکړه بیا يې د رانيولو دعوه وکړه او یا يې وويل چي ده ته ډالۍ سوې ده خو صاحب يې دا خبره دروغ وګڼله او یا شاهدان تېر سول د زنا اقرار يې وکړ نو زاني د قاضي په وړاندي همدا دوې دعوې وکړې حد پرې نه سته .
اوس مظهري ښه خبره سوه ، هر سړی چي زنا وکړي بیا به همداسي کوي ، دا خو کومه ګرانه خبره نه ده ، په سعودي کي لا اوس هم خلکو ته د دې شیانو سزاوې ور کولې کېږي نو تا مخکي ويلی ول چي هغوئ هم په حنفي فقه پرېکړي کوي بس خلکو ته به يې ښه بانه ور جوړه سي ، هغوئ هسي هم زیات عیش پرسته خلک دي او دا کارونه يې زيات خوښ دي .
اوس دا د کوم ایت یا حدیث تشريح ده ؟
دا بايد معلومه کړئ چي د دې احکامو سرچينه له کومه ځایه ده که نه نو بیا ستا د کتابونو او شیعه کتابونه څه توپير سه لري ؟
رَجُلٌ زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا ذَكَرَ في ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ أَنَّهُ يجد ( ( ( يحد ) ) ) وَرُوِيَ عن أبي يُوسُفَ أَنَّهُ يَسْقُطُ الْحَدُّ وَذَكَرَ أَصْحَابُ الْإِمْلَاءِ عن أبي يُوسُفَ أَنَّ من زَنَى بِامْرَأَةٍ ثُمَّ تَزَوَّجَهَا أو بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا لَا حَدَّ عليه عِنْدَ أبي حنيفة ( ( ( يوسف ) ) ) وَعَلَيْهِ الْحَدُّ في قَوْلِ أبي يُوسُفَ(البحر الرائق باب الوطء الذی یوجب الحد والذی لا یوجبه)
ههههه ! دا مو لکه چي د وخت شاهانو او وزیرانو ته يوه حيله جوړه کړې وه ځکه هغوئ همداسي کولای سوای ، یوځل به يې کار کړی وای بیا به يې ليږ پیسې هم تاواني کړې وې؟
ته هم په خپله فقه خوشاله يې ، او الله تعالی همدا په قران کي ذکر کړي دي چي هغه کسان چي په دين کي تفرقه راوستلې وه او خلک يې پر ډلو ویشلي ول هره ټولۍ په هغه څه نازېدل چي له دوئ سره ول ، ايت دا دئ:
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ(الروم :۳۲)
اوس ته فکر وکړه تاسو د الله دين سره وېشلی نه دئ ؟
تاسو خلک پر ډلو نه دي وېشلي؟
ستاسو مذهبونه هر يو په خپل در سره کتابونو خوشاله نه یاست؟
خو اصلي حقيقت بل شی دئ ، نه ستا سره حق سته او نه له نورو ډلو سره ، حق د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو کي دئ او څوک چي په دې عمل نه کوي نو هغوئ دي د الله له دې فرمانه وډار سي:
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(النور :۶۳)
ایا تاسو د الله د رسول له امره سرغړونه نه ده کړې ؟
که مو پيروي کړې وي نو ته يې ثابته کړه ؟
ته له دې فتنې یا عذابه نه وېرېږي؟
تاسو چي په دې کتابونو هر څه پرېکړې کوئ او په اړه يې دومره معلومات هم نه لرئ چي له کوم ځای څخه سرچینه اخلي نو بیا د الله تر دې وعيد لاندي نه راځئ:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ(المائده:۴۴)
او څوک چي د الله په ماانزل الله پرېکړه نه کوي نو هم هغوئ کافران دي.
بل ځای وايي:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ(المائده:۴۵)
په دې ايت کي يې ظلم ذکر کړی دئ او د قران په اصطلاح کي ظلم کفر او فسق د يوې معنی لپاره استعمالېږي .
نو تاسو له الله وډار سئ د الله په کتاب او د رسول په سنتو پرېکړه وکړئ هسي نه تر دې ايت لاندي سئ او دنيا او اخرت مو خراب نه سي .
تر بیا
نور بیا...



Mazharee
05.08.2012

وزیری صیب اوعبدالله صابرصیب ته سلامونه!
وروسته : هغه یومتل دی : چی لیونی همیشه خپل سات خپله تیروی. اوس هم سلفیان اووهابیان تل دځانه سره، خپل ځان خپله خوشاله کوی، خپل مات زړه ته خپله تسلی ورکوی، دخپلی بایللی روحیی، ده لاسته راوړلولپاره، خپل دخبروتأیید په خپله کوی، نوپدی خاطردی چی نن لاروی اوداسی نوروهابیان دحذیفه غوندی کم علمه تأییدکوی، خودعقل سلیم له نظره داسی تأیید څه په دردخوری، پوره اوکامله انسان هغه دی، چی دخپلی علمی سطحی لوړوالی، اودخپلی روحیی قوت، اودخپل مورال نه بایلل په خپله په خپل زورباندی ثابت کړی. دبل چاپه زورانسان هیڅ وقت وکمال ته نشی رسیدلای، تاسوبه شاید دحذیفه اودده ده ملګرولیکنی کتلی وی، ټولی یه دخنداڅخه ډکی اوهسی چټیاټ دی، بیاپه خاصه توګه یی کوم شبهات چی دمستشرقینوپه څیرزمونږپه فقه کی پیداکړیدی. تراوسه حذیفه 25 شبهات دلته په فورم کی ایښی چی ټوله ماورته پرمخ باندی وهلی دی(یعنی ځواب می ورته ویلی دی) پدغه ټولوکی یی دوه ځایه عبارت دکتاب صحیح رانقل کړیدی، نوریی په ټولوکی عبارتونه غلط غلط رانقل کړیدی، اوبیایه څرنګه غلط ژباړلیدی، په یوځای کی چی فاعل دفعل مذکروی، هغه یی مؤنث کړیدی.زه یه تاسوته یومثال لیکم نوریی تاسوخپله ورباندی قیاس کړی.
دحذیفه عبارت:
قبلت المراة المصلی ولم یشتهها لا تفسد صلاته.(شامي :۱/ ۲۰۸)
ژباړه :که د لمونځ کونکي ښځه له ده د لمانځه په حالت کي مچه واخلې او هغې ته شهوت ور نه سي نو لمونځ نه فاسدوي.

تاسووګوری! دلته د"یشتهی" فاعل مذکردی چی هغه مصلی دی، خوده کم عقل اوبی علمه یی فاعل مونث کړی اوداسی یه لیکی دی:( او هغې ته شهوت ور نه سي) دی کم بخته پدغه لانه پوهیږی کچیری دلته ضمیروښځی راجع کیدلای نو د " یشتهها " پرځای باید " تشتهها " یعنی په " تا " لیکل شوی وای. ددی مسئلی ښه وضاحت می هلته(په دوهمی فقهی شبهی کی ) ورکړی دی. نوحذیفه اویادده ملګری اوپه عامه توګه ټول سلفیان اووهابیان دنړی په مسلمانانوکی ترټولوناپوهان اوکم عقله خلګ دی، په خبروکی ډیرشیان نه منی خوپه عمل کی یی کوی، لکه ماچی خپل په نورولیکنوکی داثابته کړی ده ، قیاس نه منی، خوقیاس کوی، عقلی دلائل نه منی خوخپله عقلی دلائل وایی، تقلید نه منی، خوتقلید کوی. نوددوی یوه خبره هم دباوروړنده،ماددوی په هکله خلاصه معلومات لیکلی ده چی په لاندی لینک کی یه تاسومطالعه کولای شی،.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8920

اوبیاحذیفه پدی باندی وپوهیدی چی یاره په عربی کتابونوباندی خونه پوهیږم ، اوپکی ډیرخطا اوځم، عبارت یی راڅخه غلط لیکل کیږی، اوژباړه یی هم راڅخه غلطه کیږی، نواوس یی بیاپښتوکتابونوته مخه کړیده، اودمولوی عبیدالله صاحب دکتابه څخه یی تنقید لیکلی دی، دده دتنقیدتفصیلی ځواب ه وروسته ورکوو.خوحذیفه ته اودده ملګروته وایم: چی ګوری! زه هغه خپله لومړنی خبره اوس هم کوم چی ماویل: سلفیان او وهابیان په هیڅ شی باندی نه پوهیږی غیرله یوڅومختلف فیه مسائلوڅخه نوریی هیڅ شی نزده، اونه هم دوی په مقابل کی د اهل مذهب کامیابه کیدلای شی، دحذیفه یوه ملګری، لاروی صیب، چی عنوان دخپلی لیکنی یی د " ورورګلوی توصیه " ایښی ده، اوبیایه په معنون کی پرخلاف ده عنوان دخپلی لیکنی ویلی دی ، چی مظهری وارخطادی، ده زړه زه هیڅ وارخطانه یم، زه دسلفیانو اووهابیانوپه مقابل کی وارخطاکیږم؟؟؟ عجیبه خبره ده، ماداستاسوغوندی دډیرو وهابیانو خولی چپی کړیدی، زه سلفی اووهابی خپل سیال نه ګڼړم ، بیازه یی په مقابل کی څنګه وارخطاکیږم؟؟؟ سلفی اووهابی قرآن یی نه زده، حدیث یی نه زده، په فقه باندی خویی بیخی سرنه خلاصیږی، ادبیات دعربی یی نه زده، معانی اوبدیع اوبیان یی نزده، نودداسی شی څخه نوڅوک ویریږی؟؟؟. ګوری خدای پاک په قرآن کی په دروحروفوباندی قسم اخستی " ب – ت – و " زه هم پدغه دروتوروباندی قسم اخلم اووایم : والله بالله تالله که تاسوپه خپل ژوندکی پراهل مذهب والاباندی کامیابه شی، ځکه په تجربی باندی ثابته شویده، دا دری سوه کاله تقریبا کیږی چی وهابیت فتنه منځه راغلی ده، تاسویه یوه نمونه ماته بیان کړی، چی په یوځای کی وهابیانودمذهبیانوڅخه میدان ګټلی وی؟؟؟ ماتاسوټولووهابیانوته څوپوښتنی ایښی دی، چی عنوان یی دی (دحذیفه غوندی سلفیان او وهابیان دی ځواب راکړی ) خوتاسویه تراوسه ځواب ندی راکړی، اوځواب موهم نشی راکولای، چی ستاسوژوند شی تاسویه داسی ځواب نشی ورکولای چی ماته پکی قناعت راکړی.
په لاندی لینک کی هغه پوښتنی کتلای شی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=8896


اکرم
05.08.2012

السلام علیکم ورخمه الله وبرکاته !

درنو مظهری صاحب او وزیری صاحب ! چې دحذیفه دنورو بې ځایه او نامعقوله خبرو تیر شو ، دحذیفه او ډلې په خبرو کې دا لاندې مهم ټکې په ښکاره توګه څرګند دي :

۱- دوي داصل او فرع په توپیر ندي قایل .
۲- دوي د آیت اوحدیث تر منځه په توپیر ندي قایل.
۳- دوي اجماع نه مني.
۴- دوي قیاس نه مني .
۵- دوي تقلید په اصل اوفرعه کې یو شی ګڼي .

۶- دوي بحث نکوی بلکې خپلې مفکورې ته تبلیغ کوي ، چې ښایی دستوری وي او ښايي له جهالته وي او یاهم دواړه وي . چې دوي پوه شه او ډنګ ډنک د آخرت یې په دا متقلبه او ضد او نقیضه فکر او خبرو !!!

مظهری صاحب او وزیری صاحب ، تاسو دواړو ته دې الله جل جلاله ستاسو دزیار په بدل کې زرچنده اجر در په برخه کړي ټولې خبرې دې په ځای دي .

مننه


larghonay laraway
06.08.2012

السلام عليکم!
وزيري صيب ما يو ځل مخکې هم ليکلي وو چې خلکو به ويل د مبتدعينو دلايل دا دي:
(بابا ويلي، کاکا ويلي ، ډاګۍ کې حمدالله ويلي)
راځه توکل په خدای کړئ او حذيفه تر پايه پرېږدئ بيا يې ځوابونه ووايئ نو د بحث او خبرو اترو اصول به مو مراعات کړي وي!
حذيفه صيب خو اوس خامخا خپل انتقادونه مطرح کوي او نه يې پرېږدي که د کوم کتاب نه يې ليکي او که د خپلې مطالعې له مخې خو خبرې شته او بايد روښانه شي نو ولې ګډوډي جوړوئ؟
صابر جانه زما په خبرو خانده مه بلکې وژاړه ځکه چې يو مسلمان نه پرېږدئ چې خپل تشويش انديښنه او پوښتنه وکړي او لاره ورته سيخه شي نو دا د خندا نه بلکې د ژړا خبره ده!
زه وايم د مظهري دلايل او ځوابونه دې سل په سلو کې سم وي خو که په خپل وخت يې په پای کې وليکي نو له لوستونکي سره به يې کوم کړی وي خو اوس د پوښتونکي او لوستونکو تسلسل ته صدمه رسوي، ګډوډي جوړي چې دا خيانت دی!
ما د حذيفه ټولې ليکنې بې کاپي کړي او د مظهري مې بېلې که بحث په سړيتوب وشي نو زه څه مجبور يم چې د هر يوه بېله بېله ليکنه کاپي کوم او ارزه برزه نورې ليکنې پرېږدم؟
وزيري صيب، مظهري صيب او نورو صاحبانو راځئ چې د انسان، مسلمان او ديني عالم په څېر بحث ته خلک وهڅوو !
باور وکړئ که په خپله قاضي خان باندې چا انتقاد کړی وای نو په سړه سينه به يې اوريدلی وای خو تاسو دکلنډرانو په څېر بحث شروع کړی دی!


وصيل ( پېروز )
06.08.2012

د بحث معياري اصول هيڅکله هم ښاغلي مظهري په پام کي نه دي نيولي بلکي تل د بحث په منځ کي د بل خبرې پرې کوي ، بل د خبرې بشپړولو ته نه پرېږدي او عيني د مناقشې پر مهال څو ځايونه نور هم دا ډنډورې ږغوي چي ما خو نو داسي کړي دي ، دومره زورور يم ، داسي مي فلانی مات کړ اوس دادئ فلانی ماتوم او .... :o
خو دا د بحث اصول نه دي او نه خلګ په دې باټو تېر وزي ځکه خلګ واقعيت ته ګوري ، تاسو چي کومې پوښتنې له ښاغلي حذيفه څخه وکړې نو مظهري صيب ! هلته خبره له يوې مسئلې نه وه را وتې چي تاسو زر نوري پکي ور ګډ کړې ، تاسو بايد لومړی دا خبره خلاصه کړې وای چي حديثو ته کتاب الله ویل کېدای شي که نه؟ کله چي دې بحث ښه پايله ورکړې وای ، دواړو لورو خپل دلايل په سړه سينه ويلي وای نو به تاسو بله موضوع مطرح کړې وی او له حذيفه به مو د ځواب غوښتنه کړې وای مګر تاسو داسي ونه کړل د يوې موضوع په دوران کي مو شل نوري ور ګډې کړې او بحث په بشپړه توګه ګډ - وډ شو په دې ډول ستا پوښتنو ته هيڅوک هم هيڅکله ځواب نه شي ويلای ځکه تاسو پر يوه موضوع خبرې نه کوئ بلکي د يوې موضوع په منخ کي شل نوري ور ګډوئ چي دا د اصولو مراعات نه دي بلکي د بحث ګډوډي او ځان د دروغو اتل ګڼل دي . :cry: :cry: :cry:
بيا چي تاسو ته ښاغلي حذيفه کوم وړانديز وکړ ، دا ډېر پر ځای وو ، تاسو به منلی وو او نوې کړکۍ به مو پرانيستې وه خپله لومړنۍ پوښتنه به مو مطرح کړې وای ، تر دې وروسته به لوستونکو کتلي وای چي پايله د چا په ګټه راوزي او کوم اړخ ماتي خوري؟. خو تاسو په دې ميدان کي د پښې ايښودلو جرأت ونه کړ ، اخير د دې منطقي وړانديز له منلو تاسو څه شي منعه کړاست ؟.

دلته هم ستاسو تګلاره له تېره وخته بېله نه ده ښاغلي حذيفه صيب خپله ليکنه نه ده بشپړه کړې خو ته بيا په پسې يې او ځوابوې يې ، پرېږده چي نوموړی ليکنه بشپړه کړي بيا په يوه جلا کړکۍ کي د ده پوښتنو ته ځواب ووايه او بيا به ستا د ځواب تر بشپړېدو وروسته حذيفه درته ځواب ووايي په دې ډول به بحث په معياري ډول وشي او لوستونکي به هم وکولای شي چي نتېجه لاس ته راوړي .

خو دلته هم تاسو له توپونو را ونه ګرزېداست : ( وهابي له موږ سره بحث نه سي کولای ، مذهبيان خورا تکړه دي ، موږ داسي ځوابونه ورکړل او داسي نوري اوتې - بوتې ... ) چي د خندا وړ دي خو ستا ځوابونه هم خلګ لولي يوازي پر دې را څرخي چي عربي عبارت په پښتو تشرېح کوې ، لکه څرنګه چي په عربي کي د دې مسايلو حل لاره بې دليله په ګوته شوې ته يې هم تقليد کوې چي دا هيڅکله هم د حق او حقيقت دفاع نه شي کېدای بلکي تاسو بايد داسي کړي وای چي د کتاب ليکوال د کومې ستونزې حل لاره په ګوته کړې وای نو تاسو به حديث هم ورسره نقل کړی وای چي دا مسئله په دې حديث او دې ايت کي هم همداسي ده .

[color=cyan:62034ad5ba][size=24:62034ad5ba]ځکه خبره پر همدې را روانه ده چي فقه له قرآن او حدیث څخه نه ده اخيستل شوې بلکي د يو څو خلګو اندونه دي ، تاسو په دې ټول بحث کي د فقهې يوه مسئله په قرآن او حديث ثابته نه شوای کړای نو اخير تاسو کومه توره وکړه؟؟؟. [/size:62034ad5ba][/color:62034ad5ba]

نوري خبرې مو هم له دې تګلارې بېلي نه دي ، موږ به ستاسو د فقهې دا ټولي شونتیاوې فرضا درسره ومنو او د دې سيکسي صحنو تر انځورونې ، ښې تشرېح او د خلګو د شهوت پارونې تر لارښوونو به هم سره را تېر شو دې وروستي ټکي ته به راشو :
فقهې چي د دې ستونزو کومه حل لاره په ګوته کړې د دې ماخذ څه شی دئ؟.

که یې ماخذ قرآن او سنت وي نو هغه حدیث او ايت پېش کړئ چي دا مسايل ترې استنباط شوي دي ! .

که یې له ځانه د دې ستونزو حل لاره په ګوته کړې وي نو بيا تاسو ته دا اختيار چا درکړ چي د الله په دين کي له ځانه شيان ور ګډ ګړئ؟.
ګوره مظهري ! د الله په دين کي يوازې د وحې پيروي کېږي نه ستاسو د خبرو ځکه الله وايي : اتبعوا ما انزل اليکم من ربکم يعني د هغه څه پيروي کوئ چي ستاسو د رب له خوا درته نازل شوي دي ، دلته یې دا نه دي ويلي چي د حنفي فقهاوو د له ځانه جوړو کړيو خبرو اطاعت کوئ . :roll:

ښاغلی مظهري صيب ! بيا هم وايم چي اصل خبره د دې حل لارو د ماخذ په اړه ده ، هيله ده دې اړخ ته پام وکړئ او د خپلو دې فقهي مسايلو هغه سرچينه په ګوته کړئ چي ټولو ته د منلو وي او هغه قرآن و حديث دئ .

لوستونکو !

که زه يو کتاب وليکم او د ډېری شونتياوو په منلو سره ډېرو ستونزو ته د حل يوه لار را وباسم تاسو به یې را سره تائيد کړئ؟؟؟.

په حقيقت کي نه ! ځکه چي دې مسايلو ته ما له خپل فهم سره يوه حل لاره را ايستلې او په ټولنه کي بيا داسي ډېری کسان شته چي هغوئ دا حل لاره نه مني او غلطه يې ګڼي ځکه د هغوئ فهم له ما بېل دئ ، تاسو ته زما دا کار ځکه د منلو نه دئ چي ما له دليل او منطق پرته کړی دئ . دلته هم خبره له دې څه بېله نه ده ، حنفي فقهې د دې ستونزو حل لاره له ځانه په ګوته کړې ده ، له قرآن او حديث څخه يې اخذ نه دئ کړی ځکه يې نو پر هيچا منل ضروري نه دي . [color=violet:62034ad5ba][size=18:62034ad5ba]ښاغلی مظهري چي دا فقه منزل من الله ګڼي نو اوس دي را ميدان ته شي او د فقهې د دې مسايلو قرآني او يا حديثي اصل دي په ګوته کړي ! . [/size:62034ad5ba][/color:62034ad5ba]


حذيفه
06.08.2012

په تېر پسي
د غلا په اړه :
من سَرَقَ من أَبَوَيْهِ وَإِنْ عَلَيَا أو وَلَدِهِ وَإِنْ سَفَلَ أو ذِي رَحِمٍ مَحْرَمٍ منه كَالْأَخِ وَالْأُخْتِ وَالْعَمِّ وَالْخَالِ وَالْعَمَّةِ وَالْخَالَةِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ من بَيْتِ ذِي الرَّحِمِ الْمَحْرَمِ مَتَاعَ غَيْرِهِ لَا يُقْطَعُ وَلَوْ سَرَقَ مَالَ ذِي الرَّحِمِ من بَيْتِ غَيْرِهِ يُقْطَعُ كَذَا في فَتْحِ الْقَدِيرِ(هندیه کتاب السرقه الفصل الثاني فی الحرز والاخذمنه)
ژباړه:که څوک له مور و پلاره یا تر دې هم له لوړو (یعني نیکه یا لوړ او انا یا هم لوړه) غلا وکړي یا له اولاده که څه هم کښته وي یا له هغو خپلوانو چي حرام وي لکه ورور ، خور ، تره ، ماما ، عمه او خاله نو په دې ټولو صورتونو کي يې لاس نه پرېکېږي او که يې د خپلوان له کوره غلا وکړه خو د بل چا شی يې غلا کړ لاس يې نه پرې کېږي او که يې د خپلوان مال د بل چا له کوره غلا کړ نو لاس يې پرې کېږي په فتح القدير کي هم دا خبره سوې ده .
مظهری ، وزیري ، اکرمه او ملګرو ! دا بیا ولي ؟ غلا خو غلا ده او په هر حالت کي غلا ده نو په دې بیان سويو صورتونو کي يې ولي لاس نه پرې کېږي ؟ یعني کوم ايت یا حدیث د دې منعه کړې ده ؟ په داسي حال کي چي الله تعالی داسي وايي:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(مائده :۳۸)
په دې ايت کي الله د غله سړي او ښځې د لاسونو پرې کولو امر کړی دئ او دا يې هم ويلي چي دا سزا يې د دوئ د عمل له امله ده ، نو اوس ته له دې څخه هغه استثناء را ته په ګوته کړه چي په دغو صورتونو کي د الله له دې حکمه دا کسان وتلي دي ؟
مننه!
وإذا سَرَقَ شَاةً أو بَقَرَةً أو فَرَسًا من الْمَرْعَى لَا يُقْطَعُ هَكَذَا ذَكَرَ مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ قال شَيْخُ الْإِسْلَامِ إلَّا أَنْ يَكُونَ عليها رَاعٍ يَحْفَظُهَا(تېره حواله)
اوس که شپون له مال سره نه وي نو غلا روا ده ؟ په کوم دلیل؟ مهرباني وکړئ دلیل يې راته روښانه کړئ؟
وفي الْبَقَّالِيِّ أَنَّهُ لَا قَطْعَ في الْمَوَاشِي في الْمَرْعَى وَإِنْ كان مَعَهَا الرَّاعِي لِأَنَّ الرَّاعِيَ يُنْصَبُ لِأَجْلِ الرَّعْيِ لَا لِأَجْلِ الْحِفْظِ فَلَا تَصِيرُ مُحْرَزَةً بِالرَّاعِي فَإِنْ كان مَعَهَا سِوَى الرَّاعِي من يَحْفَظُهَا يَجِبُ الْقَطْعُ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى(بیا هم تېره حواله)
ښه دا خو بیا وايي چي له راعی سره که غلا وسي نو هم يې لاس نه پرې کېږي ځکه شپون د څرولو لپاره دئ نه د خونديتوب لپاره او که له شپانه پرته بل څوک ور سره وي نو بیا لاس پرې کېږي.
دا په کوم دلیل؟
قَالَ فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ : وَلَا بَأْسَ لِلرَّجُلِ أَنْ يَنْظُرَ مِنْ أُمِّهِ وَابْنَتِهِ وَأُخْتِهِ الْبَالِغَةِ وَكُلِّ ذَاتِ رَحِمٍ مَحْرَمٍ مِنْهُ كَالْجَدَّاتِ وَأَوْلَادِ الْأَوْلَادِ وَالْعَمَّاتِ وَالْخَالَاتِ إلَى شَعْرِهَا وَرَأْسِهَا وَصَدْرِهَا وَبَدَنِهَا وَعُنُقِهَا وَعَضُدِهَا وَسَاقِهَا ، وَلَا يَنْظُرْ إلَى ظَهْرِهَا وَبَطْنِهَا وَلَا إلَى مَا بَيْنَ سُرَّتِهَا إلَى أَنْ تُجَاوِزَ الرُّكْبَةَ ،(فتح القدیر کتاب الکراهیه فصل فی الوطء والنظر واللمس)
قاضی خان وايي که د مور ، لور خور چي بالغه وي او نوري خپلواني هم لکه اناګاني لمسیاني عماګاني خالاګاني و وېښتانو ، سر ، سينې ، بدن ، غاړې ، مټ او پنۍ یا لينګي ته کتل روا دي خو نس او شا ته به يې نه ګوري او نه به له نامه بیا تر ګونډې مابینځي بدن ته ګوري.
دا په کوم دلیل؟
الله تعالی وايي:
وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ(النور :۳۱)
ژباړه: او خپل پړوني دي پر سينو واچوي.
په دې ځای کي الله عام امر کړی دئ او وروسته چي يې کوم کسان بېل کړي دي نو هغه يې د زينت په برخه کي بېل کړي دي او که ته وايي چي زينت همدا دی نو د ايت په پای کي الله د زينت په اړه داسي وايي:
وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ.
له دې ايت څخه معلومېږي چي زينت هغه ګېڼې او زائدشيان دي چي ښځې يې د ښکلا لپاره استعمالوي او همدا زينت کي په ايت کي يادو سويو کسانو ته ښکاره کړي نو باک نه لري ، اوس ته ستا د مجتهد دلیل را وړه چي بدن ، مټې او لينګې په کوم دلیل له دې عام امر څخه وتلي دي او د ښځې مټ ، غاړه ، لينګی او بدن ټول عورت دي ځکه حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال المرأة عورة(ترمذی کتاب الرضاع حدیث نمبر:۱۱۷۳)
یعني ښځه ټوله عورت ده .
مګر په دې کي ځيني ځايونه بېل دي لکه مخ ، لاس او پښه.
خو مټ ، غاړه ، بدن او لينګی بیا هم عورت دي او هيڅوک هم نه سي ورته کتلای .
ته ستا دلیل را وړه ، متجهد صیب له کوم ځای څخه دلیل نیولی دئ؟
په داسي حال کي چي البحر الرائق وايي:
ثُمَّ لم يَفْرِضْ لِلْخَادِمَةِ الْخِمَارَ وَفَرَضَهَا لِلْمَرْأَةِ لِأَنَّ الْخِمَارَ لِسَتْرِ الرَّأْسِ وَرَأْسُ الْمَرْأَةِ عَوْرَةٌ وَرَأْسُ الْخَادِمِ ليس بِعَوْرَةٍ وَفَرَضَ لها الْإِزَارَ لِأَنَّ الْخَادِمَ تَحْتَاجُ إلَى الْخُرُوجِ(البحر الرائق کتاب الطلاق باب النفقه فی اللغه الانسان علی عیاله الخ)
دلته خو د بحر لیکوال سر عورت بولی هلته بیا قاضی خان وايي د خپلوانو کتل يې ورته روا دي ، دا به کومه سرچينه ولري ، مهرباني وکړه په ګوته يې کړه!.
هدایه بیا وايي:
( فَإِنْ صَلَّتْ وَرُبْعُ سَاقِهَا أَوْ ثُلُثُهُ مَكْشُوفٌ تُعِيدُ الصَّلَاةَ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ وَإِنْ كَانَ أَقَلَّ مِنْ الرُّبْعِ لَا تُعِيدُ(هدایه باب شروط الصلاة الخ)
وفي فَتَاوَى أَهْلِ سَمَرْقَنْدَ إذَا ذَبَحَ كَلْبَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ جَازَ وَكَذَا إذَا ذَبَحَ حِمَارَهُ وَبَاعَ لَحْمَهُ وَهَذَا فَصْلٌ اخْتَلَفَ الْمَشَايِخُ فيه بِنَاءً على اخْتِلَافِهِمْ في طَهَارَةِ هذا اللَّحْمِ بَعْدَ الذَّبْحِ وَاخْتِيَارِ الصَّدْرِ الشَّهِيدِ على طَهَارَتِهِ وَلَوْ ذَبَحَ الْخِنْزِيرَ وَبَاعَ لَحْمَهُ لَا يَجُوزُ كَذَا في الذَّخِيرَةِ وَيَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ وَالْحُمُرِ الْمَذْبُوحَةِ في الرِّوَايَةِ الصَّحِيحَةِ وَلَا يَجُوزُ بَيْعُ لُحُومِ السِّبَاعِ الْمَيِّتَةِ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هیندیه)
په دې عبارت کي چي د سمرقند علماؤ ، دارنګه صدر شهید او د ذخیرې ليکوال چي کومه فتوی ور کړې ده نو دا له کوم ځایه څخه اخیستل سوې ده ؟

په سپي ، خره ، خنزیر او نورو څيرونکو حیواناتو کي تاسو ته اختلاف ولي لاره پيدا کړي ، دا خو په ښکاره نصوصو حرام دي ، تاسو بیا هم په دې کي اخلاف کوئ یو وايي : حلال دي ، بل وايي: حرام دي ، دا خو ښکاره خبره ده چي حرام دي او د مخمصې له حالته پرته په هيڅ صورت کي هم روا نه دي .
نو ته اوس د سمرقندیانو یا ذخیرې یا هم د صدر صیب د اجتهاد منبع را وښيه ، له کومه ځایه ده استنباط سوی دئ .
دې ته نه ګورې په څومره ښکاره ټکو يې منعه کړې ده ؟
عَنْ أَبِي ثَعْلَبَةَ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَهى عَنْ أَكْلِ كُلِّ ذِي نَابٍ مِنْ السِّبَاعِ(متفق علیه)
دا هم وګوره ! تر دې واضح دلیل بل څه کېدای سي ؟
که تر دې نصوصو وروسته هم په شک کي یاست نو بیا تاسو خپل دلیل راوړی او که دلیل هم نه لري په پټو سترګو د خپلو مشرانو لار تعقيبوئ نو بیا ستا او د دې خلکو څه توپير دي؟:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(المائده:۱۰۴)
بل ځای وايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ(لقمان:۲۱)
نو اوس دا هم تاسو او دا مو انصاف ؟ وبه ګورو چي کوم لوري ته ترجيح ور کوئ؟ او څه دلیل ورته مومئ؟ هيله ده ليږ د تعصب عینکې له سترګو کښته کړئ او بیا پر دې خبرو غور وکړئ ښايي زما خبره در ته حقه معلومه سي او یا زه تېروتلی يم په سيي شرعي دلائلو مي سمې لارې ته په منطقي او غوره دلائلو رهبري کړئ.

نور بیا...


حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی


Mazharee
06.08.2012

شپږويشته شبه
دحذیفه عبارت
په تېرپسي
مظهري مخکي د ځينومسلو وضاحت په خپل فکر وکړ دا يې له مذهب او همدلته له ملګري وزیري صیب سره ستر خیانت وکړ ځکه مقلد حق نه لري چي له قران او حدیث څخه استفاده وکړي او نه هم دا حق لري چي په خپل فکر باندي کوم شی تشريح کړي ، زه اوس د حنفي مذهب د وتلي عالم ، منل سوی شخصيت ، جامع المعقول والمنقول مولوی عبید الله قندهاري سليمانخيلي نقشبندي هغه تشريح نقل کوم چي د امامت په برخه کي يې کړې ده ، هغه د ښځې او ذکر په اړه خبره یادوم تاسو راسئ وګورو چي د مذهب دغه پیرو بیا څه وايي او کومو کتابونو ته حوالې ور کوي؟:
تر ثم الانظف ثوبا وروسته مولوی صیب وايي:
او بیا دی هغه سړی دمخه کړی چی کالی ئی ډير صفا وی ولی چی پاک صاف کالی یه وی په هغه پسی اقتداء د خلګو ښه زړه غواړي تر هغه چاچی کالی یه چټل وي.
پوه سه:چی د فقهاؤ په ډيرو ځایو کښي مسائل او احکام پر فرض بناء دې ، لکه په دې مسئله کی د امامت چی فلانی د مخه کوی او که بیا سره برابر وه فلانی دی دمخه کوی وهکذا حتی ددوو ملایانو په دی ټولو شیانو کښه برابروالی ډير لیری خبره ده مګر فرضیده یه روا دی ، یعنی ته ئی فرض کړه چی سره برابر دی هم ددی سببه مصنف رح په مراقی الفلاح کښی وايي:
ثم الاحسن زوجة»او که په ټولو تېرسوو شیانو کی دوه ملایان سره برابر وه ، بیا دی هغه ملا د مخه کړی ماینه يه ډيره ښائسته وې .مراد دادی چی د ملا صاحب په سترګو کی که څه هم په واقع کی ډیره ښائسته نه وي ، ددې دلیل دادی چی دملاصاحب ماینه چی دده په سترګو کي چی ډير ښائسته و ، نو د هغی سره ئی محبت ډير وي نو د زنا وخواته میل نه کيږی نو عفت یه ډير وی.او بیا مراقی وايي که په دی ټولو شیانو کښی برابروه بیا دی هغه ملا د مخه کړی چی سر یه غټ وی ولی چی ددی ملا قوه عاقله او قوت حافظه ډيره ده ، لکن پوه سه چی بیخی ډیر غټ به نه وی لکه د یابو سر ، ولی چی دداسی غټ سری ملا څخه د خلګو نفرت کيږی او بیا بیعقل هم وی کماعلم بالتجربه .او بیا مراقی وایی که په مذکوره شیانو کي ته ئی فرض که دوه ملایان سره برابر وه بیا دی هغه ملا دمخه کړی چی غِنړ یه ډير غټ نه وي .ولی چی په افراط سره ددغه غټ والی دلیل د بې عقلی او بد اصلی دئ . ته نه ويني چی خر په دغه بلا کښي تر ټولو حیواناتو د غټ بلا خاوند دئ ، خو بیا هم خر وې .
پوه سه:چي دماینی ښاسته والی ، او یا د غنړ کشنی والی د خودی ملاصاحب په اخبار سره معلوميږ ، داسی نه ده چی خلګ به ورځی د ملاصاحب ماینه به ګوری او یا به د ملاصاحب پوتوګ ښه خلاصوی ا غنړ به یه ګوری.(نور الایضاح ، پښتو دوهم ، ۲/ ۱۵۱، ۱۵۲، تصنیف د حضرت علامه ابوالفضل الحاج محمد عبید الله الایوبی القندهاری السلیمانخیلی النقشبندی الحنفی .
الناشر: مکتبه القراءة والتجويد
کانسی روډ شالده کوئټه.
محترمو لوستونکو ! اوس په دې دوو خبرو کي د حنفي مذهب خپل ملایان سره ټکر دي ، مظهري وايي : له ثم الاصغر عضوا څخه د اندامونو تساوی(برابر والی) هدف دئ او عبید الله صیب وايي چي غڼ ترې هدف دئ ؟
د عبید الله صیب خبره ځکه سيي ده چي یو خو يې د لائل قوي دي او بل په دې عبارت کي «عضو» توری مفرد دئ چي د بدن ټواندامونه ترې هدف کیدا نه سي ، نو معلومه ده چي همدا بلاګی تر موخه ده .
اوس په دې کي زما څه ملامتیا ده ؟ ستا خپل ملا په دې کتاب کي ليکلي دي او هر څوک يې له بازاره تر لاسه کولای سي ، و دي ګوري ، بیا دي پرېکړه وکړي .
ته خپله سر زوري مه کوه ، ستا ملګری هم په دې فقه کي شکمن دئ ، یو وخت وزیری هم ليکلی ول:
وزیري ليکلي:

زه دا نه وایم چی تاسو ته به د فقهی بعضی عبارتونه نا اشنا او له دین سره په ټکر کی نه معلومیږي بلکی ماته هم بعضی وخت کی معلوم شي خو انتقاد نه پري کوم بلکی داسی انګیرم چی زما علم ناقص ده. نو چی بیا یی له یو عالم نه وپوښتم نو تسلي می وشی.

نو وزیر دا ستا څرنګه مومن به ده چي ته پرې شکمن يې ؟ که دا رښتنی دين وي نو دا ستا په شک ته نه کافر کېږي ؟
زه خو په قران او نبوي احادیثو ایمان لرم او شک نه پرې کوم خو څوک په دې دوو شکمن سي نو زه يې له اسلامه خارج بولم .ځکه په قران کي الله وايي چي دا کتاب د الله له لوری منزل دئ او هيڅ شک په کي نه سته .نو ستا د فقهې ګرنټي هم چا په داسي ټکو اخیستې ده ؟
ته چي پر فقه شکمن سې نو خو علم يې نه لري نو ایا ستااو د ملګري دي د الله دې قول ته پام نه سته :
وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا(الاسراء :۳۶)
ژباړه:په هغه څه پسي مه پسې کېږه چي په اړه يې علم نه لري ، ځکه له غوږونو ، سترګو او زړه هر يوه د دوئ څخه پوښتنه کېږي .
ته چي په دې هم خبر نه يې چا د مسئله له کومه استنباط سوې ده نو ولي يې اتباع کوې؟
تاته چا حق در کړی دئ چي د الله د ښکاره فرامينو او د رسول الله د څرګندې سنت طریقې په شتون کي تاسو ته نورو پيروي کوئ او بیا پر دې خبره دلائل هم وایاست ، تر ټولو بده خو لادا چي څوک صرف په قران او حدیث عمل کوي هغه کافر او ګمراه بولئ ، تاسو په دې خبره نه کافران کېږئ چي مسلمان ته کافر وایاست؟ یولورته الله وايي زما او د رسول اتباع وکړئ بل لورته تاسو وایاست چي د امامانو اتباع وکړئ نو انسان به د چا خبره مني؟
که ستا خبره ومنم نو کافر کېږم او که د الله هغه ومنم نو یو سوچه مسلمان به يم .
الله وايي:
وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ(لقمان :۱۵)
ژباړه: او ما ته د رجوع کونکو د لارې پيروي وکړه.
رسول ته الله دا امر کوي نو یا زه او ته به خلاص یو ، بل ځای وايي:
اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ(الاعراف:۳)
ژباړه: د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له لوري نازل سوي دي.
خو تاسو دا ځواب ور کوئ:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آَبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آَبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(البقره:۱۷۰)
او کله چي به دوئ ته وويل سل د ماانزل الله پيروي وکړئ نو دوئ ویل بلکي موږ د هغه څه پيروی کوو چي خپل پلرونه مو پر موندلي دي او که څه هم د دوئ پلرونه نه په څه پوهېدل او نه هم په سمه لار ول .
زه د امامانو او تر هغه را وسته علماؤ خدمتونو ته د قدر په سترګه ګورم خو اتباع يې پرځان لازمه نه بولم ، ځکه الله دا دين د يو څو کسانو لپاره نه دی رالېږلی ما ته يې هم د خپل وس موافق د دا اختیار راکړی چي خلکو ته ددين مسله وښيم . خپله په دې کتاب کي تدبر وکړم او او که په څه پوه سم نو هغه بل ته بیان کړم .
الله تعالی په قران کريم کي وايي:
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ(القمر:۱۷)
او موږ قران د پوهيدنې لپاره اسانه کړی دئ ایا کوم پند اخیستونکی سته.
بلکي تاسو د دې ايت هم غوره مصداق یاست:
هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(ال عمران :۶۶)
ژباړه: خبر دار ! تاسو دغه له ماسره په هغه څه کي شخړه کوئ چي علم يې در سره وو نو په هغه څه کي ولي دلائل وایاست چي علم يې نه لرئ ، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.
زه تاسو ته وصیت کوم چي د الله دين سره دښمني ايله کړئ ، مجتهدين هم انسانان ول او تېروتنې يې کړې دي ، په قران د بولو ليکل به اهانت پرته بل څه دي او څوک دا د علم غیب دعوه کولای سي دې ناروغ ته د قران په بې عزتي کي شفا سته ، ایا څوک دلته دا ويلای سي ؟ په دې څوک خبر دي چي قران په بولو وليکه بیا ته جوړېږي بلکي دا ناسمه فکر دئ او يوه شيطاني کړنه ده ، الله تعالی وايي:
يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ(الشعراء:۲۲۳)
ژباړه: دوئ ته شیاطین اورېدلې خبرې اچوي او زیاتره يې دروغ وايي.
دا څوک چي تاته د قران په بې عزتۍ کي د شفا خبره کوي دا همدا شیطان دئ ، دروغ درته وايي په تېرنه ووزې ، مسلمان مومن ته نه ده په کار چي د الله له کتاب څخه همدغه سي ناوړه ګټه واخلي ، دا کتابي خبره نه ده نه د قران له ايت څخه اخیستل سوې ده بلکي هر چا چي کړې ده نو هغه به يې خپله ځواب ور کوي زما اوستا يې ور سره څه ، ته خو له فقهې په دې توګه دفاع کوې لکه دا فقهاء چي معصوم وي او الله يې ضمانت کړی وي چي هيڅ غلطي نه ځيني کېږي او هر څه چي کوي دا يې سم دي .که تاسو همدا سي دې کتابونو ته د قران او حدیث په مقابل کي دمره ستره درجه ور کوئ نو بیا تر دې وعید لاندي نه راځئ:
فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ(البقره :۷۹)
نو هلاکت دئ هغو کسانو ته چي په خپلو لاسونو کتاب وليکي بیا وايي دا د الله له لوري دئ څو په دې توګه ډېري کمې پيسې تر لاسه کړي نو د دوئ د لاسو د ليکنې له امله او د هغه کسب له وجې چي دوئ يې کوي هلاکت دئ.
ته ماته دا خبره روښانه کړه چي کوم طبیب حاذق دئ او هغه به دا خبره په یقين سره کوي چي د قران په بې احترامي کي د دې مریض شفا ده ؟
دا خو غیب دي ، څوک دا ویلای سي چي په دې درملو زه هرو مرو جوړېږم ، شفا خو د الله په لاس کي ده ، د ابراهيم علیه السلام خبره ده هېره ده چي مرګ او ژوند شفا او روغتیا همدې الله ته سپاري او دا د الله ځانګړې چارې بولي .
صیب ! ته په دې خپلو خبرو کي فکر وکړه ، دا دي څه ويلي دي ؟ د الله کتاب په بولو ليکې او بیا له الله څخه شفا هم غواړې؟ اې بدبخته ! دا خو دي شيطان يو مخ لار وهلې ده ؟ ته يې د شخصي د تقليد په وجه دومره ړوند کړې چي اوس د الله د کتاب اهانت هم در ته نه معلومېږي ؟ دا هم د تقلید برکت دئ ، کوه يې نوري ګټې هم لري، څوک چي د الله د کتاب ایت رسول او یا هم د الله اهانت کوي نو الله داسي ورته وايي:
وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآَيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (65) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ(التوبه:۶۶)
ژباړه: او که ته له دوئ پوښتنه وکړې نو دوئ به هرو مور ووايي چي بې شکه موږ ټوکي او لوبي کولې ، ورته ووايه: ایا په الله ، د هغه په ایاتونو او د هغه په رسول تاسو رشخند وهی؟ عذرونه مه وایاست تاسو تر ایمان وروسته بېرته کافران سوی یاست.
اوس فکر وکړه چي کوم ډاکټر تاته دا مشوره در کوي هغه به تر دې ګوت څنډنه لاندي نه وي .
بس همدومره توصیه در ته بس ده ، که په حق پسي ګرزېدې دنو سر به خلاص کړې او که نه نو همداسي لالهانده ښه يې .
یوځل بیا ور سه او د مسلو حل دي له قران او حدیثو څخه را وړه که نه نو الله منعه کړی يې چي د کوم شی په اړه علم نه لرې نو په هغه پسي مه ځه ، نور دا هم ته او د الله دين

جواب
ائ بدبخته خپله په یوخبره باندی اقرارکوی بیاورڅخه څوورځی وروسته منکرکیږی اویادی هم هیریږی، مامخکی تاته ویلی وه: چی فقهی مسائل کوم چی تاپکښی په خپل فاسدفکرشبه پیداکړیده، احتمالی مسائل دی، یعنی وجود احتمالی دی پدی معنی سره چی ددی امکان سته چی یووقت دی دیوچا لخوا څخه موجودی سی، نوکچیری موجودی سی نوهغه دی چی بیافقهاؤیي ورته حکم دقرآن اوحدیثه څخه استنباط کړیدی. نوته کم بخته په عنوانکی دغه خبره منی چی فقهاؤځنی مسائل چی بیان کړی هغه احتمالی دی، خوستااعتراض پرصورت دیقینی اوحتمی دی، ته اوخدای چی دغه ته وایی: سالمه عقل؟؟؟ لعنت دی وی پرداسی فهم ودرک چی یوه خبره پریوه صفت باندی منی، کوم چی پرهغه صفت اعتراض واردندی، اوبیاورباندی اعتراض په اعتباردبل صفت کوی، نه پوهیږم چی ولی دی فهم اوعقل درڅخه الوتلی دی؟ خوداکومه نوی خبره نده، تاسوسلفیان لکه دعلم لخواڅخه چی مسکینان اوخواریاست، دغسی دعقل لخواڅخه هم مسکینان اوخواریاست.

عجیب دجهل مرکب خبره خودی لابله کړی، چی مظهری وایی د" عضو " څخه تناسب داعضاؤمراد دی، اومولوی عبیدالله صاحب وایی: دانسان ذکرمراد دی،مولوي عبيدالله صیب یوعالم دی، دټول مذهب نماینده ندئ، کومه خبره چی ده کړیده هغه دده خپل شخصی نظردی، په مراقی الفلاح پدی بحث کی خبره هم دومره راغلیده کوم چی په در المختار کی اویا په نورو کتابونو کی راغلیده ، ته دمراقی الفلاح عبارت ته وګوره!
( ثم الأنظف ثوبا ) لبعده عن الدنس ترغيبا فيه فالأحسن زوجة لشدة عفته فأكبرهم رأسا وأصغرهم عضوا. { مراقی الفلاح جلد 1 صفحه 143}
دلته کوم دی چی " عضو " یی په ذکر باندی ترجمه کړیدی،؟ دلته مولوی عبیدالله صیب خطاوتلی دئ، چی " عضو " یی داسی ترجمه کړیدئ اوبیایی ومراقی الفلاح ته حواله ورکړیده، سره ددی چه خبره په هغه رقم په مراقی الفلاح کی هم نشته، هرعالم ځانته ځانګړی تفردات لری، حتی په اصحابو کی داسی خلګ وه چی ځانته یی تفردات درلودل، اودهرچا تفردات
ده هغه خپل شخصی نظردی، دمذهب نمایندگی نشی کولای،خوتاسوسلفیان کله په داسی تحقیق باندی پوهیږی؟؟؟ اوبیادی دبی عقلی خبره کړی چی دمولوی عبیدالله خبره معتبره ده، ځکه دلائل یی قوی دی. ای جاهلی مرکبه! مولوی عبیدالله صاحب کوم دلیل ویلی دی؟ که یی هغه فرضی دلیل رااخلی نوبیاخوبی فکره! ستااعتراض ورباندی واردندی، اوبل دلیل هم نشته، اوبیادی دټنبلانو غوندی یوه بله ویشتلی، هغه داچی عضو مفردذکرشی نومرادځنی دانسان ذکردی، آیامفرد والی ددغه قرینه ده؟ چی ددی څخه مرادذکردی؟ دانسان په بدن كي خو نوراندامونه هم سته چی یودانه دی، لکه دبره، پزه، خوله،نودلته یي ترجیح څشی ده، چی ته ذکرځنی اخلی اوهغه نورمفرده اندامونه نه ځنی اخلی؟ ماتاته په پخوانی ځواب کی ده ردالمحتارخبره نقل کړی وه ، چی هغه وایی داخبره غلطه ده، چی څوک د" عضو " څخه ذکرمرادکړی، اوهغه داغسی لیکی چی دغه خبره بیخی دویلو اولیکلونده، خوته کم عقل ورباندی سترګی پټه وی اوفاسد فاسد دلیلونه وایی، خوهغه متل دی: چی پړسیدلی ته یوه دانه پوسکی هم غنیمت ده، بس ته هم فکرکوی چی یاره دغه دورځی یوه یوه خبره هم کڅه هم غلطه ده خوځمادپاره غنیمت ده، چی زه یی په شبهاتوکی لیکم. زمونږپه فتاوی کی دمتاخرینوپه اقوالو کی ترټولوردالمحتارمعتبرکتاب دی اوپه مقابل دهغه چی دهری فتاوی قول وی، هغه ته اعتبارنسته، نوځنی علماء چی ځان ته تفردات لری، هغه دهغوی خپل شخصی نظردی، دمذهب څخه هغوی رهبری نشی کولای، خوتاسی کم عقله وهابیان کله پدی باندی پوهیږی. اعاذنالله مماتقولون ومماتفعلون.
بیادی هم دوزیری صیب په خبره سرندی خلاص شوی، ورباندی اعتراض دی کړیدی، ای کم عقله دوزیری صیب، عبارت ته ته وګوره! چی مقصدیی څشی دی، هغه وایی: دفقه دسخت والی له وجه کله کله داسی کیږی چی ماته هم شک راپیداکیږی، اوس داشک پخاطرسره دتردد اوعدم قبولیت ندی، بلکه پخاطرسره ددی دی، چی دی وایی: زمونږسر نه په خلاصیږی، خوستاسوسلفیانواووهابیانودغه عادت دی، چی دخبری نیمایی رانقل کوی اونیمایی نوره یی پریږدی، دخبری په نیمایی باندی اعتراض کوی، خوځواب ته یی نګوری، کنه نو وزیری صیب په خپل عبارت کی ستاده خبری ځواب ویلی دی، ځکه هغه ویلی دی، چی زه کله دیوعالم څخه وپوښتم نوبیامی یقین ورباندی راشی، نودغه خبره هم اوس داعتراض ده؟ خوتاسوځکه ملامت نیاست، چی تاسوکم عقلان لکه یهود اونصاری، چی په قرآن کی په بعضی ځایونوکی دظاهره څخه استدلال نسی، لکه دصیغوڅخه دجمعی چی خدای پاک ویلی دی، پراثبات دتثلیث، تاسوهم دهری خبری ظاهرته ګوری، په دقت اوغورباندی ورباندی څیړنه نکوی. لامل دانحراف ستاسوهم دغه دی،.
بیادی لیکلی تاسوپه فقه کی شک لری خومونږپه احادیثوکی شک نلرو، ای بیوقوفه! مامخکی تاته ویلی دی، چی تاسوپه ذوق کی غیرله بخاری څخه بل کتاب نه منی، اوسره ددی چی په اتفاق سره، دعلماؤ صحیح احادیث منحصرپه بخاری اویابل کتاب کی ندی، داهل سنتوپردی اتفاق دی، چی صحاح سته، دموضوعی احادیثوڅخه پاک دی بلکه څه ضعیف احادیث په ځنوکی سته، خوتاسومتعصبین ضعیف حدیث ته هم موضوعی وایاست، اوسره ددی، چی محدثین هغه موضوعی نه بولی، په فضائلوکی یي مطلقا قابل قبول بولی اوپه احکاموکی که دقرآنه سره اونورواحادیثوسره په ټکرکی نوی حجت شرعی بولی، خوتاسی کم عقلان ورته موضوعی وایاست، آیادغه انکاراوشک په حدیث کی ندی؟؟؟ ستاسودفکرڅخه چی هرحدیث مخالف وی تاسوهغه نه منی آیادغه انکاردحدیث څخه ندی؟، زه خوستاسواودپرویزیانوترمينځ كوم عمده تفاوت نه وینم، هغوی مطلقاداحادیثوڅخه منکردی، اوتاسوپرخلاف ده امت اسلامی ځنی محدود اومنحصراحادیث منی، اودنوروڅخه انکارکوی، اوس غواړی خپل دنجاسته څخه ډک منګی زمونږپرسرباندی مات کی! مطمئن وسه دا ارمان به دخپلورهبرانوپشان ګورته یوسی.
بیادی وروسته تبلیغ شروع کړی، اودخپلوشقیقی وړونوخوارجوپشان دی، دکفاروپه باره کی آیاتونه پرمسلمانانوباندی تطبیق کړیدی، خواصلی خبره داده چی تاسوهمیشه ده خپل زړه په آیینه اوهنداره کی دځان دتصویرپرځای دبل چاتصویروینی، ځان چی موهررقم وو بل څوک هم پرځان قیاسه وی، المرء یقیس علی نفسه.
نواصلی مصداق دهغه آیتونوخوتاسویاست، مونږنه یومونږتقلید دخیرالقرون دعلماء کوو تاسوتقلید دشرالقرون دزمانی دعلماؤ، اوس تاسوووایاست چی تاسوکارونه دمشرکانوکوی اوکه یی مونږکوو؟؟؟. خوګیله مي ځکه نشته چی دغه کارخوستاسوداصولوڅخه دی.
دحذيفه اشتباهات
1. یوشخص یی په صفت ده نماینده دیومذهب ګڼلی بیایی دهغه په خبره په صورت کی دثبوت پرټوله مذهب اعتراض کړی.
2. د" عضو " ترجمه یی په ذکرباندی کړی بیله کوم دلیله.
3. داسی مسئلی یي خپلی فرضی اواحتمالی ګڼلی اوبیایی خپله پرصورت دیقینی اوامری ورباندی اعتراض کړی.
4. دخوارجوتقلیدیی کړی، په تطبیق کی دهغه آیاتونوچی په باره کی دمشرکینوراغلی پرمسلمانانوباندی.
5. دانتقاد په بڼه کی یي دعوت اوتبلیغ ته مخه کړی.
6. دوزیری صیب پرخبره یی په ناپوهی اوناخبری کی اعتراض کړی سره ددی چی دهغه په عبارت كي خپله دده ده اعتراض ځواب شته.


حنفی فقه اسلامی اصیل قانوندی . اودهغی دتوهین کونکی کافردی


Mazharee
06.08.2012

[size=18:7d84e25726]اوه ويشته شبه [/size:7d84e25726]دحذیفه عبارت
په تير پسي
دا مسئلې به کومه سرچینه ولري؟:
قال مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الْأَصْلِ إذَا غَصَبَ جَارِيَتَهُ وَزَنَى بها ثُمَّ ضَمِنَ قِيمَتَهَا فَلَا حَدَّ عليه عِنْدَهُمْ جميعا وَلَوْ زَنَى بها ثُمَّ غَصَبَهَا وَضَمِنَ قِيمَتَهَا فَعَلَى قَوْلِ أبي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى لَا يَسْقُطُ الْحَدُّ كَذَا في الْمُحِيطِ رَجُلٌ اسْتَلْقَى على قَفَاهُ فَجَاءَتْ امْرَأَةٌ وَقَعَدَتْ عليه حتى قَضَتْ حَاجَتَهَا وَجَبَ عَلَيْهِمَا الْحَدُّ كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ إذَا زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا ذَكَرَ في ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ أَنَّهُ يُحَدُّ عِنْدَهُمْ جميعا وَكَذَلِكَ إذَا زَنَى بِحُرَّةٍ ثُمَّ تَزَوَّجَهَا هَكَذَا ذَكَرَ شَيْخُ الْإِسْلَامِ في شَرْحِ كِتَابِ الْحُدُودِ وإذا زَنَى بِامْرَأَةٍ ثُمَّ قال اشْتَرَيْتهَا لَا حَدَّ عليه سَوَاءٌ كانت حُرَّةً أو أَمَةً وإذا زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ قال اشْتَرَيْتهَا وَصَاحِبُهَا فيها بِالْخِيَارِ وقال مَوْلَاهَا كَذِبَ لم أَبِعْهَا قال لَا حَدَّ عليه وَكَذَلِكَ لو قال اشْتَرَيْتهَا بِوَصْفٍ إلَى أَجَلٍ كَذَا في الْمُحِيطِ وَالْحُرَّةُ إذَا زَنَتْ بِعَبْدٍ ثُمَّ اشْتَرَتْهُ فَإِنَّهُمَا يُحَدَّانِ جميعا كَذَا في فَتَاوَى قَاضِي خَانْ زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ ادَّعَى أَنَّهُ اشْتَرَاهَا شِرَاءً أو وَهَبَهَا له وَكَذَّبَهُ صَاحِبُهَا أو شَهِدَ الشُّهُودُ أَنَّهُ أَقَرَّ بِالزِّنَا ثُمَّ ادَّعَى عِنْدَ الْقَاضِي هِبَةً أو بَيْعًا دُرِئَ عنه الْحَدُّ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ(هندیه کتاب الحدود الباب الخامس فی الشهادة علی الزنا والرجوع عنها)
لوستونکو! د دې عبارت مطلب دا دئ چي امام محمد ويلی که سړی لومړی وینځه غصب کړی بیا زنا ور سر ه وکړی نو حد پرې نه سته او که يې لومړی کار ور خراب کړ بیا يې غصب کړه نو ابوحنیفه او محمد وایی حد يې سته یعني نور وایی نه سته ، او که یو سړی ستوني ستغ پروت وو یوې ښځې ځان پر ایله کړ ان چي کار يې وسو نو پر داړو حد سته ، که یو کس له وینځې سره زنا وکړه بیا يې رانيوله ظاهر روايت وايي چي د ټولو په اتفاق حد پرې سته او که يې له حرې سره زنا وکړه بیا يې ښځه کړه نو همدا حکم دئ او که يې له وینځې سره زنا وکړه بیا يې وويل چي ما رانيولې ده حد پرې نه سته برابره خبره ده که حره وي او که وينځه .که له وینځې سره زنا وکړي بیا د رانيول ادعا وکړي خو مالک يې خبره رد کړي نو هم حد نه سته او يې ادعا وکړه چي تر يو ټاکلي وخته يې بیعه کړې ده نو هم پورته حکم دئ او که حرې له مرېيي سره زنا وکړه دواړو ته حد سته که څه هم حره بیا مرېیی رانیسي هم ، یو کس له امې سره زنا وکړه بیا يې د رانيولو دعوه وکړه او یا يې وويل چي ده ته ډالۍ سوې ده خو صاحب يې دا خبره دروغ وګڼله او یا شاهدان تېر سول د زنا اقرار يې وکړ نو زاني د قاضي په وړاندي همدا دوې دعوې وکړې حد پرې نه سته .
اوس مظهري ښه خبره سوه ، هر سړی چي زنا وکړي بیا به همداسي کوي ، دا خو کومه ګرانه خبره نه ده ، په سعودي کي لا اوس هم خلکو ته د دې شیانو سزاوې ور کولې کېږي نو تا مخکي ويلی ول چي هغوئ هم په حنفي فقه پرېکړي کوي بس خلکو ته به يې ښه بانه ور جوړه سي ، هغوئ هسي هم زیات عیش پرسته خلک دي او دا کارونه يې زيات خوښ دي .
اوس دا د کوم ایت یا حدیث تشريح ده ؟
دا بايد معلومه کړئ چي د دې احکامو سرچينه له کومه ځایه ده که نه نو بیا ستا د کتابونو او شیعه کتابونه څه توپير سه لري ؟
رَجُلٌ زَنَى بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا ذَكَرَ في ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ أَنَّهُ يجد ( ( ( يحد ) ) ) وَرُوِيَ عن أبي يُوسُفَ أَنَّهُ يَسْقُطُ الْحَدُّ وَذَكَرَ أَصْحَابُ الْإِمْلَاءِ عن أبي يُوسُفَ أَنَّ من زَنَى بِامْرَأَةٍ ثُمَّ تَزَوَّجَهَا أو بِأَمَةٍ ثُمَّ اشْتَرَاهَا لَا حَدَّ عليه عِنْدَ أبي حنيفة ( ( ( يوسف ) ) ) وَعَلَيْهِ الْحَدُّ في قَوْلِ أبي يُوسُفَ(البحر الرائق باب الوطء الذی یوجب الحد والذی لا یوجبه)
ههههه ! دا مو لکه چي د وخت شاهانو او وزیرانو ته يوه حيله جوړه کړې وه ځکه هغوئ همداسي کولای سوای ، یوځل به يې کار کړی وای بیا به يې ليږ پیسې هم تاواني کړې وې؟
ته هم په خپله فقه خوشاله يې ، او الله تعالی همدا په قران کي ذکر کړي دي چي هغه کسان چي په دين کي تفرقه راوستلې وه او خلک يې پر ډلو ویشلي ول هره ټولۍ په هغه څه نازېدل چي له دوئ سره ول ، ايت دا دئ:
مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ(الروم :۳۲)
اوس ته فکر وکړه تاسو د الله دين سره وېشلی نه دئ ؟
تاسو خلک پر ډلو نه دي وېشلي؟
ستاسو مذهبونه هر يو په خپل در سره کتابونو خوشاله نه یاست؟
خو اصلي حقيقت بل شی دئ ، نه ستا سره حق سته او نه له نورو ډلو سره ، حق د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو کي دئ او څوک چي په دې عمل نه کوي نو هغوئ دي د الله له دې فرمانه وډار سي:
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(النور :۶۳)
ایا تاسو د الله د رسول له امره سرغړونه نه ده کړې ؟
که مو پيروي کړې وي نو ته يې ثابته کړه ؟
ته له دې فتنې یا عذابه نه وېرېږي؟
تاسو چي په دې کتابونو هر څه پرېکړې کوئ او په اړه يې دومره معلومات هم نه لرئ چي له کوم ځای څخه سرچینه اخلي نو بیا د الله تر دې وعيد لاندي نه راځئ:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ(المائده:۴۴)
او څوک چي د الله په ماانزل الله پرېکړه نه کوي نو هم هغوئ کافران دي.
بل ځای وايي:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ(المائده:۴۵)
په دې ايت کي يې ظلم ذکر کړی دئ او د قران په اصطلاح کي ظلم کفر او فسق د يوې معنی لپاره استعمالېږي .
نو تاسو له الله وډار سئ د الله په کتاب او د رسول په سنتو پرېکړه وکړئ هسي نه تر دې ايت لاندي سئ او دنيا او اخرت مو خراب نه سي .
تر بیا
نور بیا...)

جواب
حذیفه! ټوله شبهات دی سره ورته او تکراری دی، پدی شبهی کی دی هم کوشش کړی، چی مسئله داحتماله څخه ویقین ته راوباسی، اوبیاورباندی اعتراض وکړی، خوکاشکی ستاسوسرپه فقهی اوعلمی تحقیق خلاصیدلای چی ماوتاته تحیقیق کړی وای؟ خومامخکی ویلی وه تاسوسلفیان اووهابیان بس هسی ماړه غوایان یاست، دخبری ظاهرته ګوری نوریی نه سرسنجه وی، چی خبره دکوم ځای څخه راپورته سویده اودخبری اصلی مقصداومفهوم څشی دی؟ خوګوره! ستاسرخوپه هیڅ شی هم نه خلاصیږی، خوده نوروملګرودسردخلاصیدلوپخاطرزه یوقانون بیانوم، خدای دی وکړی چی ستاسرهم په خلاص شی، مونږکلی قانون لرو چی حدود په شبهاتوباندی دفع کیږی چی ددی قانون استنباط دترمذی دحدیث څخه سویدی، چی مرفوع اوموقوف دواړه یی روایت کړیدی: عَنْ عُرْوَةَ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنْ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ فَخَلُّوا سَبِيلَهُ فَإِنَّ الْإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَةِ. سنن ترمذی حدیث نمبر1344
ژباړه: عروه دحضرت عائشی (رض) عنهاڅخه روایت کوی، چی رسول اکرم(ص) وفرمایل: دفع کی حدوددمسلمانانوڅخه ترهغه وقت چی موپه طاقت وی، کچیری مولاره دخلاصون ورته ومندل، نوایله یی کی، ځکه چی امام په بخښلوخطاوکړی، بهتره ده تردی، چی په عذاب ورکولوکی خطاوکړی.
نوبناء پردغه حدیث په هغه دواړوعبارتونوکی چی تاڅوموارد رانقل کړی چی ورباندی حدنه جاری کیږی، ځکه هلته شبه وی. اوچی حدجاری کیږی نوبیاهلته شبه نشته، زه یی تاسوته خلاصه لیکم هیله چی په دقت یی مطالعه کړی.
ځكه په هغه صورت کی چی دغصب وروسته دمینځی سره زناوکړی پدی کی شبه دملکیت ده، نوځکه ورباندی حدنه جاری کیږی، اوچی بیادغصب مخکی ورسره زناوکړی دلته شبه دملکیت نشته، ځکه دده په واک کی نده، نوځکه بیاحدورباندی جاری کیږی، اوپه هغه صورت کی ښځه پرپروت سړی باندی ځان واچوی حدځکه پرجاری کیږی چی داخوزناده ، اوهیڅ شبه هم نشته، اوپه هغه صورت کی دمینځی سره دمخه تررانیولوزناوکړی هلته هم شبه نشته نوځکه ورباندی حد جاری کیږی، اوچی دښځی سره زناوکړی دمخه ترنکاح نوهم شبه(شبه دملکیت دبضع) نشته نوځکه حدورباندی جاری کیږی ، اوپه هغه صورت کی چی دښځی سره زناوکړی وروسته مدعی ده رانیولودهغی شی نودلته هم شبه پیداسوه نوځکه ورباندی حد نه جاری کیږی، اوپه هغه صورت کی ، چی ده مینځی سره زنی وکړي اوبيادی ووایی چی مارانیولیده، خوخاوندیی اختیارلری که یی راکوی اوکه یی نه راکوی، خوبادار ده مینځی دده دخبری تکذیب وکړی، اووایی چی مانده خرڅه کړی نوپدي صورت هم شبه پیداسوه نوځکه حدنه پری جاری کیږی. اوداغه رقم چی وایی: ماپه خاص وصف باندی تریوخاصی مدی پوری رانیولی وه، هم شبه پیداسوه نوځکه حدنه پرجاری کیږی. اوکچیری آزاده ښځه دمریی سره زناوکړی وروسته یی بیارانیسی، نوپردواړوباندی حدجاری کیږی ځکه دلته شبه نشته ولی چی دښځي دمریی لپاره خوپه هیڅ صورت کی نه رواکیږی چی دخپلی حری باداری سره مقاربت وکړی، اونه هم وحری ښځی ته رواکیږی چی دخپل مریی سره جنسی اړیکی وساتی، نوپدی کی دوی دواړه مقصرپیژندل کیږی، نوپردوی دواړوحدجاری کیږی. اوپه وروستنی صورت کی، چی څوک دمینځی سره زناوکړی وروسته بیادعوه ددی وکړی چی دغه مینځه ده رانیولیده اویا دته هبه سویده، خودمینځی باداردده دخبری تکذیب وکی، اوشاهدانوهم دده دزناپه اقرارباندی شاهدی آداء کړه، اوبیادی مدعی دهبه کیدلواویارانیولوده مینځی شودلته هم شبه پیداشوه نوحدنه ورباندی جاری کیږی.

اوبیاچی دی دبحرالرانق څخه کوم عبارت را اخیستی دی، دهغه هم دغه مطلب دی، اوعلت داجراء دحدیی هم دغه دی، اوچی په هغه قول كي دامام ابویوسف دامام ابوحنیفه سره اختلاف دی، ماپدی باره کی ستاسوپه دریمی شبهی کی په تفصیل باندی خبره کړیده، ورسه هلته یی وګوره، کدی سرپه خلاص نشوبیاراته ولیکه چی په بله طریقه سردرته خلاص کړم
دحذيفه اشتباهات
1.دلته یی هم عبارت مکمل رانقل کړیدی، خوچی ژباړلی یی ندی، ځكه چی د " ثُمَّ قال اشْتَرَيْتهَا وَصَاحِبُهَا فيها بِالْخِيَارِ " عبارت په معنی نه پوهیدی.
2. دعبارت څخه یی غلط برداشت کړید،ځکه داسی یی انګیرلیدی، چی ګوندی فقه حنفی وایی، تاسوپرزناکارانوباندی حد مه جاری کوئ، سره ددی چی داسی نده، مامخکی وویل چی کلی قانون دی چی هرچیری شبه وه هلته حدنه جاریکیږی لکه چی په مخکنی حدیث کی ذکرشوه اوبیامثالونه یی په مخکنی فقهی عبارتونوکی ذکرشوه، اوکه شبهه نوه نوبیاحدپری جاری کیږی. خوکاشکی وهابیان اوسلفیان په داسی تحقیق پوهیدلای هغوی بس په وندرتړلی حیوانات دی.
3. وروسته یی ځنی آیتونه رانقل کړی چی دلومړنی آیت څخه یی داسی انګیرلی چی ګویااسلام تاسوسره ویشلی اوتقسیم کړی مودی اوبیایی ددویم آیت څخه داسی غلط استنباط کړی چی ګویاتاسوده آوامروڅخه دخدای پاک اودسنتوڅخه درسول اکرم(ص) مخالفت کوی. اوبیایی په دو آخرنی آیتونوکی داسی انګیرلی چی ګویافقه ته مو پرقرآن اوحدیثوباندی ترجیح ورکړی په قرآن اوحدیث باندی موعمل ندی کړی. پدی ټولوخبروکی ښاغلی حذیفه دخپل عقل په هنداره کی دخپل ځان پرمعلومیدونکی انځور زمونږ دانځورګمان کړیدی، داکارونه خوټول دوی کوی، ځکه زمونږ دفقه خواستنباط دقرآنه څخه یقینی دی، خودی چی اوس دقرانه څخه دځنی خبروپه هکله استنباط کوی، داسی خبری دی چی داسلام دابتداء څخه تراوسه والله که چااوریدلی وی، لکه حذیفه چی وایی: په قرآن کی چی بعضی ځایونه کتاب اویا " ذکر" ذکرشی نورمراد ځنی قرآن اوحدیث دواړه دی اولكه قران چی دتحریف څخه محفوظ دی حدیث هم دتحریف څخه محفوظ دی. چی تراوسه یی ماته داخبره هم نده ثابته کړی اوماچی ورباندی پدی هکله کوم اعتراضونه کړی وه دهغو ځواب یی هم ندی راته ویلی.


اهل حق ته دګمراهانورسوایی


Mazharee
06.08.2012

درنواوقدرمنولوستونکو! لکه چی تاسوپه جریان کی یاست، چی نن ورځ وهابیانو اوسلفیانو په افغانستان کی ظهورکړی، ددوی یواځنی هدف دادی چی مسلمانان لکه دپخواپه څیردانګریزانوغلامان وګرځوی ، خومخکی تردی غواړی چی مذهب له بینه یوسی، ځکه یواځنی مشکل چی ددوی مخی ته پروت دی اوددوی دپلانونوپه مخه کی یه ډم اچولی دی، هغه فقه حنفی ده نودوی غواړی چی مذهب دامام ابوحینفه، نه یواځنی مذهب دامام ابوحنیفه بلکه ټوله اهل سنت له بینه یوسی.نومونږوتاسی وایو: چی باید زیرک وسو، چی دغه خلګ مودلاری څخه بیلاری نکړی، داخلګ ډیره بده عقیده لری، چی یوڅودانی دعقایدوڅخه زه وتاسوته په اشتراک باندی ږدم هغه نوری یه وربانید قیاس کړی.
دښاغلی حذیفه هم دغه عقیده ده، تاسوځکه دی هم سلفی اووهابی دی کوم څوک چی سلفی اووهابی شونوده هغه عقیده همدغسی وی
1. حضرت محمدالمصطفی (ص) خاتم دټولوانبیاؤ ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان. صفحه 2 و12.
2. ټوله انبیاء په تبلیغ کی داحکامومعصوم ندی. جامع الشواهد. تصنیف صدیق حسن خان صفحه12.
3. تعظیم دآنحضرت (ص) په اندازه دتعظیم دمشرورورپکاردی بالانه. تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی صفحه 20.
4. آنحضرت (ص) درقبرحیات ندارد، بلکه مردخاک شد. تقویة الایمان.
5. سفرکول وقبرانورته دآنحضرت (ص) یاوقبروته دنوروانبیاؤیاداولیاؤ یاونورومشاهدو متبرکه ووته شرک اکبردی، لکه وبتانوته ورتلل. تقویة الایمان صفحه 94 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
6. رابطه اوتصور دآنحضرت په لمانځه کی دغوایی اودخره ترتصوربدکاردی . صراط مستقیم تصنیف مولوی اسماعیل دهلوی.
7. ځماعصاپه وژلوکی دمار، لږم اونوروشیانو ترمحمد(ص) بهتره ده. اوضح البراهین صفحه 10 بحواله سیداحمددهلان.
8. اولیاء اوانبیاء علیهم السلام پکارندی. تقویة الایمان صفحه 23 وصفحه 29 تصنیف محمدبن عبدالوهاب.
9. مثل دآنحضرت بل نبی پیداکیدل ممکن دی. تقویة الایمان.
10. علم دآنحضرت (ص) ترملک الموت اوترشیطان کم دی، هرڅوک چی نبوی علم ترملک الموت اوشیطان بالابولی هغه مشرک دی.براهین قاطعه صفحه 15.
11. دویلوڅخه دکتب متداوله وو دفقه سړی کافرکیږی ، باید داکتابونه وسوځول سی. بوی غسلین تصنیف مولوی عبدالجلیل.
12. انبیاء یااولیآء شفاعت کونکی ګڼل شرک دی. تقویة الایمان.صفحه 6
13. نن زمان ټول خلګ کافران دی. تقویة الایمان صفحه 45.
14. دهندوانو، رام چندرکشن جی ، لچمین، ټوله برحق وه، پرهغوایمان راوړل ضروری دی.بدیهة المهدی تألیف وحیدالزمان صفحه 85
15. دانبیاؤ اولیاؤ زیارتونه په مثال دبت دی. هدایة السائل صفحه 208 تصنیف صدیق خان.
16. خدای پاک پرعرش ناست دی پښی یی کښته ځړولی دی دکرسی چغ چغ یی دی.وحیدالزمان درترجمه قرآن حاشیه آیة الکرسی.


عبدالله صابر
06.08.2012

السلام عليکم

داډيرښه کاروشو چي حذيفه په فقه باندي دنيوکواوپوښتنو لړئ وړاندي کوي
اوهغه ځوابيږي زه په خپله ډير ورباندي خوښ يم ، درښتيني صيب هغه وړا
نديز چي حذيفه يی له دي کار راګرځوه ناسمه خبره وه اوزه يی مخالف وم
ځکه حذيفه دوی په دي ډيرغره ووچي ګني په فقه کښ يی داسي څه موندلي
چي ټوله فقه ورباندي ردشي اوتراوسه دوی ناسم پوهوي غلط تصورتوره
تياره کښ پراته وو،
ښه رښتيني صيب تاويل چي دلته نوره ډلې شيعه ګان وغيره پاتي دي ،هغوی
عقائد بايد راوسپړل شي خواياشيعه ګانو کله هم فقهې ته ډيموکرات قانون
شرموونکي مسائل سيکسي فلمونوسره تشبيه ورکړي ده ؟؟؟
زماپه فکرکه دابحث ترمياشتوروان وي هم پروا نه لري ،حذيفه دنيوکې او
پوښتنې ليکي اومظهري صيب دځوابوي ترڅوچي دحذيفه زړه بړاس ووځي
د نيوکواوځوابونو همدا طريقه ډيره ښه ده ،دا بيا ستړي کوونکي اودلوستلو
له توان نه بهروي چي حذيفه دي يوځل نيوکې وليکي بياځواب شي ،نه همدا
ډول صحي ده دی دليکي هغه دځوابيږي ، بل زما وړانديز دادی چي دا يوه
تاريخي مناظره ده ديوکتاب په شکل بايد چاپ شي اوسرچينه يی ټول افغان 
وي ترڅوراتلونکئ نسل ورڅخه استفاده وکړي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more