اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
وزیري
09.07.2012
حذیفه وروره، ته خو داسي خبري کوی لکه د ظنی کلیمه دي چی بیخي نه وي لوستي او دا دي اول ځل وي. کیدای شی چی همداسی هم وی ځکه چی تاسي خو په تول پوره بی علمه خلک یاستئ یواځی او یواځی په انټرنټ مو تکیه کړیده، نه مو چیرته کتاب لوستئ او نه مو لیدلای دی.
دا به ډیره د شرم خبره وی چی ته ظني او قطعي نه پیژني او د دیوبند په شان مدرسه باندي د خپلي ناپوهی له وجهی ملنډی وهي.
د سورة النساء ۵۹ آیت دي به سر سترګو منم او قبول ده خو ته بیچاره پري پوهیږي هم نه.
فقه همیشه آیت او حدیث څیړي، ځان پوه که ځان. هیچا هم له آیت او حدیث نه پرته بله دروازه نده خلاصه کړي، اجتهاد چی ستاسو په سترګو کی همیشه لکه اغزی پروت وی هم په آیت او حدیث ولاړ ده نور خو یی څه کوي. هغه د معاذ بن جبل رضی الله عنه حدیث خو به دي لیدلای وی چی معاذ رضی الله عنه ورته په اخیر کی د اجتهاد خبره کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پري خوشحالي څرګندوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خوشحالي په څه دلالت کوي؟ فاسئلو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون نه ولي منکر یاستئ؟ انما الشفاء العی السوال نه ولی منکر یاستئ؟
والسلام
وصيل پېروز
09.07.2012
سلامونه
په اسلام کي هر څه ته د يقين له مخې ترجېح ورکول کېږي ، پر کوم څه چي باور او يقين نه شي کېدای هغه د دې وړ نه دئ چي سړی ايمان پرې ولري . ګومان هيڅکله هم د دين برخه نه شي ګرزېدای بلکي کوم څوک چي په دين کي له کوم دليل پرته د ګومان او يقين وېش کوي تحريف ته ورته چاره سرته رسوي . د الله په دين هيڅوک هم دا واک نه لري چي پر خپل سر يې پر ګومان او يقين ووېشي ، د الله په دين کي هر څه باور او يقين دئ او کوم څوک چي يې پر ګومان او يقين وېشي نو هغوئ د خپل دې عمل لپاره هيڅ کره لاسوند هم په لاس کي نه لري بلکي له کوم دليل پرته يې دې وېش ته مټې را نغښتې دي . !!!
[quote:12fd28f626="وزیري"]
حذیفه وروره، ته خو داسي خبري کوی لکه د ظنی کلیمه دي چی بیخي نه وي لوستي او دا دي اول ځل وي. کیدای شی چی همداسی هم وی ځکه چی تاسي خو په تول پوره بی علمه خلک یاستئ یواځی او یواځی په انټرنټ مو تکیه کړیده، نه مو چیرته کتاب لوستئ او نه مو لیدلای دی.
[/quote:12fd28f626]
هو ! موږ د الله په دين کي يوازي يقين پېژنو او ايمان هم يقين ته ويل کېږي نه ګومان ته ، دا تاسو ياست چي د الله دين مو له کوم دليل پرته او پر خپل سر پر يقين او ګومان وېشلی دئ . موږ لکه څرنګه چي الله وايي د الله پر دين په يقين ايمان لرو او هيڅکله به يې ان شاء الله د ګومان په دايره کي ونه منو ځکه کوم دين چي اسماني وي او د حقانيت لپاره يې بې شمېره دلايل وخت پر وخت موجود وي هيڅکله هم ګومان نه شي منلای بلکي هغه تر سره يقين او باور وي .
بې علمه هغه کسان دي چي د ښې مسلمانۍ دعوه کوي خو تر اوسه د اسلام له اساسي اصولو سره هم پېژندنه نه لري بلکي دوئ تر اوسه هم ګومان ته ايمان وايي او تر اوسه هم اسلام ته د يو ظني دين په توګه ګوري ، نه هغه چي د الله په دين کي د الله له امر سره سم پر يقين او ګومان باور لري نه پر خيالاتو او ګومانونو.
انټرنيټ ته لاس رسی د تمدن او پرمختګ نښه ده ، څوک چي انټرنيټ ته لاس رسی لري هغه کولای شي چي په هغه وخت کي چي دی يې په کتاب کي يو معلوم ځای لولي په انټرنيټ کي په يوه کليک خپل هدف معلوم کړي ، انټرنيټ او کمپيوټر نه يوازي دا چي زموږ وخت ساتي بلکي دې شيانو ته لاس رسي درلودونکي علماء تر هغو ښه معلومات لري چي تر اوسه هم يوازي پر چاپي کتابونو تکيه کوي .
[quote:12fd28f626="وزیري"]
دا به ډیره د شرم خبره وی چی ته ظني او قطعي نه پیژني او د دیوبند په شان مدرسه باندي د خپلي ناپوهی له وجهی ملنډی وهي.
[/quote:12fd28f626]
په پښتو کي متل دئ چي په ځان کي يې ويني هغه يې په جهان کي ويني ، تاسو ته لکه چي ځان ناپوه ښکاري چي پر نورو هم د ناپوهۍ ټاپې وهئ . د ديوبند پر مدرسې موږ ملنډې نه دي وهلې ( که څه هم د دې وړ ده ) مګر يوازي دليل ترې غوښتل شوی که دليل غوښتنه ملنډې وهل وي نو بيا مو په عقل کي ستر خلل پېښ شوی دئ لطفا د ځان علاج وکړئ!.
د ديوبند مدرسې ته چينلج دئ چي دې اقتباس ته نېغ په نېغه او له معتبرو لاسوندونو سره مل ځواب ووايي:
[quote:12fd28f626="حذيفه"]وزیری صیب !
دا تاسو څه خبرې نقل کړې دي ؟ دا خو مو داسي وهمیات نقل کړي دي چي نامسلمانه به تل رشخند په وهي ، دا څرنګه ممکنه ده چي يو لورته دين وي او خلک د يقين و باور لورته دعوت کوي او بل لورته دي همدا دين خپله پر ګومان ولاړ وي ؟
په داسي حال کي چي الله تعالی په قران کريم کي وايي :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
ژباړه : ورته ووايه ! دا زما لار ده ، زه د الله لورته په پورته یقين او بارو خلک رابولم ، زه او هغه څوک چي زما پيروي کوي .
بل لورته د ګومان په اړه رسول الله صلی الله علیه سلم ويلي دي :
إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ(بخاری کتاب الادب باب النهی عن التحاسد و التدابر حدیث نمبر : ۵۷۱۷)
ژباړه : تاسو له ګومان څخه ځانونه ساتئ ، ځکه ګومان ډېر ستر دروغ دي .
له دې نصوصو معلومه شوه چي ګومان هيڅ هم نه دئ او ترې ځان ساتل لازمي دي او الله تعالی رسول الله ته امر کوي چي ورته وويه زه يقين ته خلک رابولم او هغه څوک چي زما پيروي کوي هغه هم دې ته بلنه کوي ، [color=cyan:12fd28f626][size=24:12fd28f626]نو دا تاسو په دين کي دا یقين او ګومان له کومه کړل ؟ ظن يعني څرنګه ظن ؟ وتر ظني دي ، په انکار يې څوک نه کافر کېږي ، يعني څرنګه ظني دي ؟ که يې څوک له دې منکر شي چي وتر دين نه دئ نو هغه کس کافر دئ که مسلمان ؟[/size:12fd28f626][/color:12fd28f626]
که له موږ نامسلمان پوښتنه وکړي چي ته ما کوم څه ته بولي هغه ته خپله ګومان او ظن بولې نو ما ولي په دې ګومانونو اخته کوې هسي هم ته خپله پر دې يقين نه لرې نو موږ به په دې وخت کي څه ځواب ورکوو ؟
که د الله له لوري نازل شوی دين ګومان وي نو الله ولي رسول الله ته وايي چي ووايه : زه له پوره حجت او باور سره خلک دې نېغي لارې ته رابولم ؟ که دا ظن وي نو بیا نېيغه لاره له کومه سوه ؟ که دا ګومان وي نو بیا پوره حجت له کومه سو ؟
دې ته خو پوره حجت نه ويل کېږي او نه يې اوس څوک بللای سي ؟
[/quote:12fd28f626]
دا هغه اقتباس دئ چي تا حذيفه صيب ته په خپله ځوابي ليکنه کي ځان ترې پېچلی او دلته ګڼې مطرح شوې پوښتنې دي بې ځوابه پرېيښې دي او د خپل همېشني عادت له مخې دي يوازي له احساساتو کار اخيستی خو بايد وپوهېږې چي اوس ستا پر احساساتو او هوايي ډزو څوک باور نه کوي بلکي دلته هره پرېکړه دليل او سالم استدلال کوي .
[quote:12fd28f626="وزیري"]
فقه همیشه آیت او حدیث څیړي، ځان پوه که ځان. هیچا هم له آیت او حدیث نه پرته بله دروازه نده خلاصه کړي،
[/quote:12fd28f626]
ستاسو دې بې اعتباره ، خيالي او ظني خبرو ته له وړاندي لا په يقين او باور سره داسي ځواب ويل شوی :
[quote:12fd28f626="حذيفه"]
بله دي وزيرې صیب دا خبره هم کړېده چي فتاواوې د ايت يا حدیث تفسیر دي ، که زه ځيني مسئلې درته کښېږدم نو ته يې بیا راته په ګوته کولای سې چي دا به د کومو اياتونو او حدیثونو تفسیر وي ؟
بله دا چي که د دې فتاواؤ ترمنځ ټکر ومومو نو په کومو فارمولو به يوې ته ترجيج ورکوو ؟ کومه يوه به دقيقه بولو ؟ او په دې وخت کي به د تللو معیار څه شی وي ؟
[/quote:12fd28f626]
تاسو که له سترګو د تعصب ، حسد او سر زورۍ چشمې لرې کړئ او يوازي د حقيقت په عينکو کي شيانو ته وګورئ نو درته جوته به شي چي څومره مو له حقه ځان لرې کړی دئ؟ !!!
واه ! واه ! ښاغلی وزيري صيب ! تاسو خو نن يوه بله نوې هم کړې ده ماشاء الله لکه چي اخير مو دا جمود مات او تحقيق ته مټې را بډ وهلې دي ، که څرنګه؟ ............... تاسو خو اوس مهال اجتهاد بند ګاڼی اوس څرنګه دې ته معتقد شوې چي اجتهاد هم شته دئ؟.
[quote:12fd28f626="وزیري"]
اجتهاد چی ستاسو په سترګو کی همیشه لکه اغزی پروت وی هم په آیت او حدیث ولاړ ده نور خو یی څه کوي.هغه د معاذ بن جبل رضی الله عنه حدیث خو به دي لیدلای وی چی معاذ رضی الله عنه ورته په اخیر کی د اجتهاد خبره کوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم پري خوشحالي څرګندوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خوشحالي په څه دلالت کوي؟
[/quote:12fd28f626]
ښاغلی وزيري صيب ! د اجتهاد پلوي مي ستاسو په ليکنه کي په لومړي ځل وليدله تاسو خو خلګ د اجتهاد ، تحقيق او نوښت پر ځای خلګ جمود او تقليد ته دعوتول خو تاسو لکه چي اوس حقايق درک کړي دي .
ښاغلې ! ته داسي وکړه چي لومړی دا حديث سره له سند ، عربي متن او د کتاب له حوالې سره وړاندي کړه ، وروسته به نوري سره کچو.
[quote:12fd28f626="وزیري"]
فاسئلو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون نه ولي منکر یاستئ؟ انما الشفاء العی السوال نه ولی منکر یاستئ؟
والسلام[/quote:12fd28f626]
هههههههه
وزيري صيب ! تاسو خو ډېر ژر خواشيني کېږئ هم او بېخي دستي خوشکه کوئ .
چيري دي ليدلي دي چي موږ له دې اياته انکار وکړ ؟ نعوذ بالله
او دا بله خبره دي لومړی په ښه ډول تشرېح کړه چي ستا مطلب پکي څه دئ ؟ ، د چا وينا ده او ايا په صحيح سند ثابته ده؟.
حذيفه
09.07.2012
وزیري صیب ! بیا هم ښه راغلاست !
ژوندی اوسې او يوه ګيله مي در څخه داده چي ته دومره ژر موږ غریبانو ته خوشکه مه کوه ځکه ته خپله ته په دې عقيده يې چي موږ څه نه دي لوستي او ته مو هغه عالم شخصیت يې نو که ته له هرې خبرې سره موږ ته داسي برک-برک ګورې نو دا به مو د بحث خوند اوبه يوسي ، خیر دا به ايله کړو او اصلي هدف ته به راسو .
وزیري صیب ! ما د ديوبند په مدرسه رشخند نه دئ وهلی او که مي وهلی وي هغه ته راته په ګوته کړه چي په دې ليکنه کي دي دا ځای د رشخند دئ ، په دې اړه که بحث غواړې چي ديوبند څه او څوک دي ؟ څه يې کړی او کومه عقيده لري ؟ نو ما په دې اړه يوه بله کړکۍ لا له وړاندي پرانستلې ده هلته رجوع وکړه او خبره به يې هلته طئ کوو.
وزیري صیب ! بله دي دا هم کړېده چي موږ نه څه لوستي دي او نه په دې شيانو علم لرو خو خپله دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث الفاظ هم غلط ليکلي دي او په دې هم نه يې پوه سوی چي په دې ډول ليکلو کي به د دې حدیث د الفاظو نحوي ترکیب څرنګه کوئ ؟ د حدیث اصلي الفاظ له ما څخه زده کړه چي ته مي په دې میدان کي بې علمه بولې خو کله يې ستا په اند له بې علمو هم زده کوه .
حدیث دادئ :
فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِىِّ السُّؤَالُ(ابوداؤد کتا ب الطهارة باب فی المجروح یتیمم حدیث نمبر : ۳۳۶)
ژباړه : نو بې شکه د ناروغۍ روغتيا په پوښتنه کي ده .
دا د هغه ستر حدیث يوه ټوټه ده چي د ابوداؤد په همدې باب کي ذکر سوی دئ او يوه پېښه يې بیان کړېده .
ایا اوس به هم د جاهل ټاپې لګوې؟ که دا عادت اوس هم نه ايله کوې نو خپل ځان هم په کي راوله او که څوک لېږ په عربي هم پوهېږي هغه به ستا عربي متن ته زيات حیران سوی وي ، ځکه په يو ډول نه سره لګېږي ، هيڅ نحوي ترکيب په کي نه جوړېږي او په دې ځای کي دي لا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وينا هم له نظره غوزولې ده چي وايي :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ ».(مسلم فی مقدمته باب فی التحذیر من الکذب علی رسول الله حدیث نمبر : ۴)
ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل : که چا پر ما قصدا دروغ وويل نو خپل ځای دي په اور کي جوړ کړي .
تا د رسول الله لورته د خبرې په منسوبولو کي هم بیخي له جرات څخه کار نه دئ اخیستی ؟ ايا تاته دا حدیث نه وو معلوم او که هسي د رسول الله لورته د خبرې منسوبول درته د عامو انسانانو په شان ښکاري ؟
ستا د ليکنې لوستلو پر مهال ما داسي احساس کړه چي ګواکي له کوم متعصب ړوند مقلد سره مخامخ خبره کوم ، ما درڅخه غوښتنه کړې وه چي دا دي څه ليکلي دي او که فرضا موږ پرې نه یو پوه سوي نو ته بايد موږ په هغو شيانو پوه کړې چي ته يې په خپله ليکنه کي راوړې ، ته د دې پر ځای چي موږ پوه کړې نو ټاپې دي ولګولې او نور دي هيڅ ونه کړل ، دا ولي ؟ زما ليکنه به دي په تسلي کتلې وه او د هغې ځواب به دي ويلی وای ، خو دا له هغې په خوشکه ځان خلاص کړی او سپکې سپوري دي ویلې دي په دې توګه دي ځان تېر کړی دئ ، دارنګه دي نه ايله کوم يا به خپله خبره په کره دلائلو ثابته وې او يا به د ماتې برملا اعلان کوې ، په خوشي اوتو بوتو دي نه ايله کوم ، نه به خلک تېر باسې او نه دي دلته څوک دې ته ايله کوي ، پام دي وي چي دا د استلال ځای دئ او په هسي ټاپو دي خلک نه تېر وزي .
د اجتهاد په اړه دي دا خبره ښه کړېده چي اجتهاد سته او خلک يې کولای سې خو دا خبره دي نه منم چي اجتهاد زموږ د سترکو اغزی دئ ، ته يې شايد د اثبات دلیل ونه لرې خو زه به يې دلته درسره شریک کړم څو يې ته د بل وخت لپاره هم زده کړې ، د بخاری په حدیث کي دي :
عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ »(بخاري کتاب الاعتصام بالکتاب والسنه باب اجر الحاکم اذا اجتهد فاصاب او اخطأ حدیث نمبر : ۶۹۱۹ ، مسلم کتاب الاقضیة باب بیان اجر الحاکم اذا اجتهد فاصاب او اخطأ حدیث نمبر : ۴۵۸۴ )
ژباړه : عمرو رضی الله عنه وايي چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اورېدلي چي ويل يې : حاکم چي کله د کومې پرېکړې په هدف اجتهاد وکړي بیا حق ته په کي ورسېږي نو الله دوه اجره ورکوي او چي کله د فیصلې اراده وکړي اجتهاد وکړي او په کي تېروزي نو يو اجر ورکول کېږي .
دا هغه دلیل دئ چي زه پرې اجتهاد ثابتوم او همدا خپل لاسوند بولم له دې څخه زه کله هم منکر نه يم او نه ماته په کي د انکار کوم مجال پاتې دئ ځکه رسول الله چي کومه خبره کړې زه په هغه کي هيڅ هغه او دغه نه کوم د سر پر سترګو يې منم ، خو دا ته يې چي هسي په خلکو پسې يوه خبره غوټه کوې او د دې لپاره هيڅ دلیل نه لرې ، ما کله له اجتهاده انکار کړی چي ته وايي په سترګو کي مو اغزی دئ ؟ دا به هم راته ثابتوې .
ياره ! يو دي د معاذ رضی الله عنه روايت را مخ ته کړی دئ چي ما او تا يو نيم کال مخکي پرې خبره کړې وه ، دا روايت په ابوداؤد کي په دې سند نقل سوی دئ :
حَدَّثَنَا حَفْصُ بْنُ عُمَرَ عَنْ شُعْبَةَ عَنْ أَبِى عَوْنٍ عَنِ الْحَارِثِ بْنِ عَمْرِو بْنِ أَخِى الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ عَنْ أُنَاسٍ مِنْ أَهْلِ حِمْصَ مِنْ أَصْحَابِ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَمَّا أَرَادَ أَنْ يَبْعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ قَالَ « كَيْفَ تَقْضِى إِذَا عَرَضَ لَكَ قَضَاءٌ ». قَالَ أَقْضِى بِكِتَابِ اللَّهِ. قَالَ « فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِى كِتَابِ اللَّهِ ». قَالَ فَبِسُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-. قَالَ « فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِى سُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَلاَ فِى كِتَابِ اللَّهِ ». قَالَ أَجْتَهِدُ رَأْيِى وَلاَ آلُو. فَضَرَبَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَدْرَهُ وَقَالَ « الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِ اللَّهِ لِمَا يُرْضِى رَسُولَ اللَّهِ ».(ابوداؤد کتاب الاقضیه باب اجتهاد الرای فی القضاء حدیث نمبر : ۳۵۹۴)
ټول لوستونکي په دې سند کي دوې سترې خرابۍ ويني ، تر شعبه وروسته په سند کي د «اناس من اهل حمص» ذکر سوي دي او تر دې هم وروسته بیا د معاذ اصحاب یاد سوي دي چي دا رنګه روايت ته موضوعي ويل کېږي او کله هم نه منل کېږي .
د دې روايت په اړه د امام ترمذی او امام بخاری ويناوې هم د غور وړ دي :
قَالَ التِّرْمِذِيُّ: هَذَا حَدِيثٌ لَا نَعْرِفُهُ، إلَّا مِنْ هَذَا الْوَجْهِ، وَلَيْسَ إسْنَادُهُ بِمُتَّصِلٍ، انْتَهَى. وَقَالَ الْبُخَارِيُّ فِي تَارِيخِهِ الْكَبِيرِ: الْحَارِثُ بْنُ عَمْرِو ابْنِ أَخِي الْمُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ الثَّقَفِيِّ عَنْ أَصْحَابِ مُعَاذٍ عَنْ مُعَاذٍ، رَوَى عَنْهُ أَبُو عَوْنٍ، وَلَا يَصِحُّ، وَلَا يُعْرَفُ إلَّا بِهَذَا، مُرْسَلٌ(نصب الرایه کتاب اداب القاضی)
ښه يوه خبره دي دا هم کړېده چي له ياد سوي ايت څخه منکر یاستئ ، دا بیا ولي ؟ موږ د دې يادونه چېري او څرنګه وکړه ؟ له ايته ولي مسلمان منکر کېږي ؟ له دې ايت څخه ته څه ثابتوې هغه راته په ګوته کړه او دلیل يې هم ورسره ذکر کړه ؟
ګوره ! يوه خبره په پام کي ونیسه ، په دې ځای کي يادې سوې موضوع ته نيغ په نيغه ځواب وایاست هلته دلته به ځان نه کوې او څه چي مي د پوښتنې په بڼه درته ذکر کړي دي هغه به ټول يوپه يو ځوابوې ، ته تل په بحث کي توند سې او په دې ډول له بحثه ځان خلاص کړې ، دا چل دي کاميابېدو ته نه ايله کوم او بیا بیا دې دې ته اړ کوم چي موضوع نېغ په نېغه وڅېړې او خپله خبره راسره شريکه کړې .
وزیري
10.07.2012
حذیفه صاحب، ته دومره ګډوډ لګیا یی چی والله که دي زه نور په سوال هم پوهیږم چی ته څه شی پوښتي او په څه کی مشکل لري؟ آیا ما سره بحث کوي او که مشوره راسره کوي؟ آیا ته د ځان پوه کولو په خاطر کوم سوال لري او که انتقاد لري؟
پورته خبري د خرګوش غوښه شوه، یو یو لاین یی د ورځو ورځو بحث غواړي. بحث دي د ږیري را اخیستی وه او په اخیر کی دي پاکه هم نه کړه. اوس زه نه غواړم چی د ږیري په بحث کی په تقلید، اجتهاد او داسی نورو باندي وغږیږم. مهرباني وکړه داسي که کوم مشکل لري په واضحو ټکو یی مطرح کړه چی علمي پري وغږیږو نه په انتقادي بڼه. دا دین نه ما جوړ کړای او نه تا جوړ کړاي. څه چی په کتاب کی وی هغه به سره شریکوه.
والسلام
وزیري
10.07.2012
د پیروز لیکنه خو په لوستلو هم نه ارزي خو ما نه اشتباه وشو چی ومی لوسته. هغه ته به صرف دومره ووایم چی اجتهاد اوس هم بند ده. ما چی کوم اجتهاد ته اشاره کړیده هغه می د څلورو امامانو اجتهاد یاداوه. دا خیال له ذهن نه وباسه چی مذهبی خلک به په نن زمانه کی اجتهاد پرانیستی درسره ومني. دا خوب دی مردار ډنډ ته ووایه.
دا زمونږ مذهب ده او تر قیامته به وی چی:
مشهور محدث او مفسر قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله فرمایی
فان أهل السنة والجماعة قد افترق بعد القرن الثلاثة أو الأربعة علی أربعة المذاهب، ولم یبق فی فروع المسائل سوی هذه المذاهب الأربعة فقد انعقد الاجماع المرکب علی بطلان قول من یخالف کلهم.
حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی رحمه الله فرمایی:
وهذه المذاهب الأربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الأمة أو من یعتد بها منها علی جواز تقلیدها الی یومنا هذا.
علامه ابن همام رحمه الله فرمایی:
وعلی هذا ما ذکر بعض المتأخرین منع تقلید غیر الأربعة لانضباط مذاهبهم و تقلید مائلهم و تخصیص عمومها ولم یدر مثله فی غیرهم الآن لانقراض اتباعهم وهو صحیح.
علامه ابن نجیم مصری رحمه الله فرمایی:
وما خالف الأئمة الأربعة فهو مخالف للاجماع.
شیخ احمد المعروف بملاجیون په تفسیرات احمدیه کی لیکی:
قد وقع الاجماع علی أن الاتباع انما یجوز للأربع الخ.
امام ابراهیم سرخسی مالکی رحمه الله فرمایی:
و أما فی ما بعد ذلک فلا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة.
محدث ابن حجر مکی رحمه الله فرمایی:
أما فی زماننا فقال أئمتنا لا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة: الشافعی و مالک و أبی حنیفة و أحمد رضوان الله علیهم أجمعین.
د مسلم شریف شارح علامه نووی رحمه الله فرمایی:
أما الاجتهاد المطلق فقالوا اختتم بالأئمة الأربعة الخ.
سید احمد طحطاوی په فرقه ناجیه کی د شامیلیدو تاکید کوی او وایی چی فرقه ناجیه کوم خلک دی. دی لیکی:
وهذه الطائفة الناجیة قد اجتمعت الیوم فی المذاهب الأربعة هم الحنیفیون و المالکیون والشافعیون والحنبلیون و من کان خارجا من هذه المذاهب الأربعة فی ذلک الزمان فهو من اهل البعدة والنار.
تاسي که شرم لري نو د دي علماؤ خبري باید هیڅکله هم را انتقال نه کړی او د سختی په وخت کی هیڅکله هم دویته پناه ور نه وړي. ددوي کتابونه باید هیڅکله ونه لولی او د ددوي په ضد کمپاین شروع کړی.
وصيل پېروز
10.07.2012
[quote:2762accb00="وزیري"]حذیفه صاحب، ته دومره ګډوډ لګیا یی چی والله که دي زه نور په سوال هم پوهیږم چی ته څه شی پوښتي او په څه کی مشکل لري؟ آیا ما سره بحث کوي او که مشوره راسره کوي؟ آیا ته د ځان پوه کولو په خاطر کوم سوال لري او که انتقاد لري؟
[/quote:2762accb00]
وزيري صيب ! دا خبرې لکه چي پر تا ګډې - وډې شوې که نه په حقيقت کي ګډې - وډې نه دي . دلته تا له خلګو سره پر يقين او ظن بحث کاوی ، حذيفه صيب په همدې اړه له تا څو پوښتنې کړې وې چي د هغو ځواب غواړي مګر تاسو له بحثه کشاله جوړه کړه او پر بله ولاړاست چي اخير خبره اجتهاد ته هم تا ورسوله . اوس په دقيق ډول په همدې بحث کي ستا له پورتنيو خبرو سره په تړاو د حذيفه صيب دا پوښتنې ځواب کړه :
[quote:2762accb00="حذيفه"]
له دې نصوصو معلومه شوه چي ګومان هيڅ هم نه دئ او ترې ځان ساتل لازمي دي او الله تعالی رسول الله ته امر کوي چي ورته وويه زه يقين ته خلک رابولم او هغه څوک چي زما پيروي کوي هغه هم دې ته بلنه کوي ، نو دا تاسو په دين کي دا یقين او ګومان له کومه کړل ؟ ظن يعني څرنګه ظن ؟ وتر ظني دي ، په انکار يې څوک نه کافر کېږي ، يعني څرنګه ظني دي ؟ که يې څوک له دې منکر شي چي وتر دين نه دئ نو هغه کس کافر دئ که مسلمان ؟
که له موږ نامسلمان پوښتنه وکړي چي ته ما کوم څه ته بولي هغه ته خپله ګومان او ظن بولې نو ما ولي په دې ګومانونو اخته کوې هسي هم ته خپله پر دې يقين نه لرې نو موږ به په دې وخت کي څه ځواب ورکوو ؟
که د الله له لوري نازل شوی دين ګومان وي نو الله ولي رسول الله ته وايي چي ووايه : زه له پوره حجت او باور سره خلک دې نېغي لارې ته رابولم ؟ که دا ظن وي نو بیا نېيغه لاره له کومه سوه ؟ که دا ګومان وي نو بیا پوره حجت له کومه سو ؟
دې ته خو پوره حجت نه ويل کېږي او نه يې اوس څوک بللای سي ؟
[/quote:2762accb00]
ستا له لاندينۍ غوښتنې سره سم پر دې معلومو موضوعاتو خبرې وکړه او خپل دريځ دي روښانه کړه .
[quote:2762accb00="وزیري"]
پورته خبري د خرګوش غوښه شوه، یو یو لاین یی د ورځو ورځو بحث غواړي. بحث دي د ږیري را اخیستی وه او په اخیر کی دي پاکه هم نه کړه. اوس زه نه غواړم چی د ږیري په بحث کی په تقلید، اجتهاد او داسی نورو باندي وغږیږم. مهرباني وکړه داسي که کوم مشکل لري په واضحو ټکو یی مطرح کړه چی علمي پري وغږیږو نه په انتقادي بڼه.
[/quote:2762accb00]
[quote:2762accb00="وزیري"]
دا دین نه ما جوړ کړای او نه تا جوړ کړاي. څه چی په کتاب کی وی هغه به سره شریکوه.
والسلام[/quote:2762accb00]
بې شکه دا دين وحې ده او له دې وحې پرته د يو چا خبره هم پکي نه شي منل کېدای خو دا تاسو ياست چي هر وخت د خلګو اقوال او اعمال د دليل او حجت په بڼه وړاندي کوئ چي دا مو په څرګنده له دې ايته سرغړونه کړې :
( اتبعوا ما انزل اليکم من ربکم و لا تتبعوا من دونه اولياء قليلا ما تذکرون )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي ستاسو د رب له خوا درته نازل شوي او له دې پرته د نورو وليانو پيروي مه کوئ ، تاسو لږ پند اخلئ .
وصيل پېروز
10.07.2012
[quote:bfd3f63dc3="وزیري"]
د پیروز لیکنه خو په لوستلو هم نه ارزي خو ما نه اشتباه وشو چی ومی لوسته. هغه ته به صرف دومره ووایم چی اجتهاد اوس هم بند ده. ما چی کوم اجتهاد ته اشاره کړیده هغه می د څلورو امامانو اجتهاد یاداوه. دا خیال له ذهن نه وباسه چی مذهبی خلک به په نن زمانه کی اجتهاد پرانیستی درسره ومني. دا خوب دی مردار ډنډ ته ووایه.
[/quote:bfd3f63dc3]
زما ليکنه هغه چا ته په لوستلو نه ارزي چي ځواب يې نه لري ، له چا چي پکي کومې پوښتنې شوې او چا ته چي پکي خطاب شوی هغه نه شي کولای چي ځواب ورته ووايي پوهېږي چي ځواب يې نه لري له همدې کبله یې دا نوم پرې کښېښود چي په لوستلو نه ارزي ، که نه په حقيقت کي ټول لوستونکي پوهېږي چي نه مي د بحث له اصولو سرغړونه کړې او نه مي هم د وزيري صيب په څېر خوشکې او بې ځايه توندي کړې بلکي هر څه مي د حق او حقيقت له مخې سپړلي دي . دا چي تاسو يې ځواب نه لرئ دا نوم ولي ورکوئ چي په لوستلو نه ارزي؟؟؟
اجتهاد نه يوازي دا چي بند نه دئ بلکي ان شاء الله تر قيامته به د امت پر مخ د اجتهاد او نوښت دروازه پرانيستې وي ، کومه ټولنه چي د اجتهاد دروازه بنده ګڼي هغوئ به هيڅکله هم په دې فکر ترقي ونه شي کړای بلکي په دې فکر ورځ پر ورځ شاتګ خپلوي . کوم څوک چي اجتهاد بند بولي هغوئ د دې لپاره هيڅ کره او معقول لاسوند نه لري بلکي يوازي د ده خيال او فکر دئ چي اوس یې پر نورو هم تپي . !!!
[quote:bfd3f63dc3="وزیري"]
تاسي که شرم لري نو د دي علماؤ خبري باید هیڅکله هم را انتقال نه کړی او د سختی په وخت کی هیڅکله هم دویته پناه ور نه وړي. ددوي کتابونه باید هیڅکله ونه لولی او د ددوي په ضد کمپاین شروع کړی.[/quote:bfd3f63dc3]
وزيري صيب ! خبرې دي ډېري خندوونکې دي ، هيڅکله دي هم د بحث معياري اصول نه دي مراعت کړي بلکي تل پر هغه فکر له دليل پرته زور اچوې چي له ځان سره دي جوړ کړی دئ . موږ د دې علماوو يوه خبره هم نه منو خو تر څو چي سالم استدلال پېش نه کړي ، بلکي له دې پرته په اسلامي امت کي د يوه عالم خبره هم را ته حجت او دليل نه برېښي بلکي په دين کي دليل ، حجت او د منلو وړ شی يوازي او يوازي وحې يعني کتاب الله او سنت رسول الله دي . کوم څوک چي له دې پرته د نورو خلګو خبره دين ګڼي هغه مشرک دئ او په دې کي هيڅ ظن او لاره نه جوړېږي .
دا تاسو ياست چي هر وخت د تنګلاسۍ په وخت کي د علماوو لمن نيسئ ، موږ په داسي وخت بلکي هر وخت يوازي وحې منو له دې پرته را ته د نورو خبره په دين کي حجت نه ښکاري . کوم مهال چي مي د دوئ خبرې نقل کړې دي هغه يوازي په دې هدف چي تاسو په دې پوه شئ چي دا خبرې ستاسو د کور غړي هم کوي او تاسو چي د چا د پيروۍ او اتباع دعوه کوئ له هغه بې لارې شوي ياست لکه چي د توسل په بحث کي مي همداسي ډېري بېلګي درته وړاندي کړې دي .
زموږ کمپاين د هر هغه چا پر ضد شروع دئ چي د وحې له لارې کږېږي .
larghonay laraway
10.07.2012
السلام عليکم!
هسې يې نه دي ويلي چې (اختلاف العلماء رحمة) د ښاغلي وزيري، حذيفه او وصيل پيروز تر منځ له اختلافه سړی ډېر څه زده کولی شي!
که څه هم ستاسو له اختلافه ډېرې نوې پوښتنې هم راپيدا شوې چې هغه بايد په ځانګړې توګه کوم بل وخت مطرح شي چې ډېره مهمه يې د (ظن يا ګومان خبره ده) بايد روښانه شي چې د اسلام ځينې برخې رښتيا هم په ګومان ولاړې دي او که نه اسلام وايي چې له ګومانه ځان وساتئ!)
اوس ښاغلي وزيري ډېره ښه خبره کړې ده
[quote:d4fa9b563d]
حذیفه صاحب،...پورته خبري د خرګوش غوښه شوه، یو یو لاین یی د ورځو ورځو بحث غواړي. بحث دي د ږیري را اخیستی وه او په اخیر کی دي پاکه هم نه کړه. اوس زه نه غواړم چی د ږیري په بحث کی په تقلید، اجتهاد او داسی نورو باندي وغږیږم. مهرباني وکړه داسي که کوم مشکل لري په واضحو ټکو یی مطرح کړه چی علمي پري وغږیږو نه په انتقادي بڼه. دا دین نه ما جوړ کړای او نه تا جوړ کړاي. څه چی په کتاب کی وی هغه به سره شریکوه. [/quote:d4fa9b563d]
راځئ چې همغه د ږيرې خبره راټينګه کړو! زما په نظر په ږيره کې ټول سره موافق يئ چې سنت نه بلکې واجب ده که څنګه؟
نو چې واجب ده ملايان يې ولې سنت بولي که نه دا (غلط مشهور) خبره ده؟
په همدې ترتيب رسول الله صلی الله عليه والسلم خو په ډېرو نورو خبرو هم ټينګار کړی لکه د ګاونډي په حقوقو، د تهجدو په لمانځه او ... چې ځينې بيا هم واجب نه دي بلکې مستحب دي نو تاسو اوس نوی اجتهاد کوئ چې ږيرې ته واجب وايئ او که مخکې هم چا ورته واجب ويلي دي؟
مننه
ستاسو د معلوماتي دوام په هيله
(وزيري صيب کله کله قرآن او حديث هم د دليل په توګه کاروه. يو وخت په پېښور کې وم نو ځينو به ويل د مبتدعينو دلايل دا دي: بابا ويلي، کاکا ويلي او په ډاګۍ کې حمدالله ويلي)
کله کله الله ويلي او رسولله ويلي هم وايه
د ملايانو خبره (خوش طبعي ده چې خپه نه شې)
وزیري
10.07.2012
محترم وصیل پیروز صاحب او قدرمن حذیفه صاحب، مه تاسي ټینشن اخلي او نه به زه ټینشن اخلم.
که دا د ظني او قطعی کلیمي تاسو ته سوال برانګیزه وي. نو دا به سره په ګډه وڅیړو او تشریح به یی کړو. زه پوره متعهد یمه چی په دي باره کی به پوره معلومات درته ولیکم خو که خوا مو نه پری بدیږي، یو دفعه دا خپل برداشت راته په دوه ټکو ولیکی. هیله ده چی پرپړي نه وی صرف دوه یا دری ټکي.
که دا د ظني او قطعي څیړنه همدلته کوی هم درسره موافق یمه او که د لرغوني لاروي صاحب خبره د ږیري خبره به دلته راټینګه کړو او دي څیړني ته به بله کړکۍ پرانیزو هم درسره موافق یمه. هغه د چا خبره چی نر وي سړی په لغمان کی هم نر وي. مننه
حذيفه
10.07.2012
وزیري صیب !
هیله ده روغ او جوړ به یاست !
موضوع خو حل ده په دې کي زه او ته سره موافق يو چي ږيره واجب ده او يوازي دا ځای يې پاتې سو چي قبضه کول يې څنګه دي ؟
دا په دې ځای کي د ابن عمر رضی الله عنه تګلاره خپله کړېوه او ما د رسول الله عملي سنت د ځان لپاره حجت او دلیل نيوی ، هلته مي ستا څخه يوه پوښتنه کړې وه چي کوم يو غوره دئ ؟
د رسول الله سنت ټينګول ښه دي او که د ابن عمر په اجتهاد پسي تلل ؟
تا له بحثه کشاله جوړه کړه او خبره دې همدې ځای ته را ورسوله ، اوس لاندي څو پوښتنې درته ږدم په سړه سينه يې ځواب کړه او ستا په ټکو ټينشن مه اخله ارام اوسه او موضوع په دقیق نظر تعقيبوه .
۱) د ابن عمر رضی الله عنه په اجتهاد پسي تلل غوره دي او که د رسول الله په عملي سنت پسي ؟
۲) ته په دې موضوع کي د ابن عمر په مذهب سوې نو دا خو به دي له مذهب څخه وتل نه وي ؟
۳) ته د امام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب يې او بايدپه دې ځای کي د هغه قول وړاندي کړې ، نو دا ته ولي هغه نه را وړې ؟
۴) د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په شتون کي په نورو پسي تلل څنګه دي؟
۵) ظن او کومان چي تا دلته مطرح کړم نو اوس مو په پوه کړه چي ګومان په دين کي په کومه برخه کي شته او که د دين له هغې برخې مسلمان منکر شي نو حکم يې څه دئ؟
۶) هغه ايت چي ما مخکي هم درته ليکلی او ژباړه مي هم کړې وه التبه د ښه ياد لپاره به يې بیا راوړم :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
دا ايت ستا له دې ګومان سره تصادم نه لري ؟
البته يوه خبره دا هم درته کوم چي د ديوبند په اړه که بحث کوې نو ما يې بله کړکۍ خلاصه کړې ده او هلته درځه بحث به هلته وکړو شايد تا به ليدلې وي او که دي نه وي ليدلې وپوښته چي درته يې په ګوته کړم .
پورته ياد سوي ټکي په نظر کي ونیسه او هر يوه ته مفصل ځواب راکړه نو بحث خلاص دئ او هيڅ به پاتې نه سي .
ستا د سالم ځواب په هيله !حذیفه
وزیري
10.07.2012
حذیفه صاحب ستا د سوالونو جواب به هلته شروع کړم چی وصیل پیروز ورور خپل سر راښکاره کړي او ستا پوښتني خپلي وشمیري او یا د زیاتي او کمي لپاره څه ولیکي. ځکه چی که زه ستا په سوالونو شروع وکړم نو بیا وصیل جان به بله خوا ډنګوي او خبره به هیڅ سر ونه نیسی.
او وروره که دا د اقتباس چل هم را وښایی نو ښه به وی، ځکه چی تر اوسه پوری ما په ټولو لیکنو کی اقتباس آپشن نه دی استعمال کړای.
حذيفه
10.07.2012
یاره وزیري صیب !
ته هم ولا عجیب شخص يې !
ته دا څه کوې چي وصیل به څه وايي ، ته نېغ په نېغه پوښتنې ځواب کړه او خپل معلومات را سره شريک کړه ، وصیل که نور څه ويل هغه به تر دې وروسته سره ګورو ، ته اوس بسم الله که او پورته پوښتنې ځواب کړه د خلکو هغه او دغه ته څه کوې ، راسه او خپل کار پيل کړه وصیل صیب که بیا تر دې وروسته نقد کاوی نو بیا يې وروسته ځواب ورکولای سې .
اوس ته بايد همدا پوښتنې ځواب کړې او نور د چا پروا ونه کړې .
هيله ده خپه نه سې او د ځواب په ليکلو شروع وکړې .
حذيفه
10.07.2012
د اقتباس چل داسي دئ :
د هر شخص په ليکنه کي چپ لور ته لوړ داسي الفاظ ليکلي وي ( quote ) کله چي دې الفاظو ته موږک ور ورړې نو داسي الفاظ را اړوي يا هم په اتومات ډول را څرګندېږي : ( reply with quoute ) يعني له اقتباس سره ځواب ورکول . کله چي پر دې کليک وکړې نو به د ځواب ورکولو ځای ته راسې او همالته به د هغه شخص چي غواړې ته ځواب ور کړې په اقتباس کي نيول شوې وي يعني د هغه سړي د ليکنې په لومړي سر کي به داسي الفاظ وي :
[quote="وزیري]
او په پای کي به داسي ورته ليکلي وي :
[/quote]
تر دې وروسته به د هغه سړي هره خبره چي غواړې ته يې ځواب کړې په همداسي ترتيب په همدې انګليسي تورو کي نيسې .
وزیري
10.07.2012
حذیفه صاحب په اقتباس به بل وخت کی کوشش وکړم. اوس به د سوالونو جوابو ته راشو.
۱- د ابن عمر رضی الله عنه په اجتهاد پسي تلل غوره دي او که د رسول الله په عملي سنت پسي؟ جواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملی سنتو باندي تګ په هر مسلمان لازمه ده. خو په دي ځاي کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملی سنت (ږیره په خپل حال پریښودل) په صریحه توګه له کوم روایت نه نده ثابته. نو بهترین روش په دی ځای کی دا ده چی د ابن عمر رضی الله عنه په اجتهاد پسی ولاړ شو ځکه چی هغه د صحني عیني شاهد ده او زه او ته د پردې ترشاه ډیر لري پراته یو.
۲- ته په دې موضوع کي د ابن عمر په مذهب سوې نو دا خو به دي له مذهب څخه وتل نه وي؟ جواب: دا زما له مذهب نه وتل ځکه نه دي چی زما د مذهب قول په دي ځای کی د ابن عمر رضی الله عنه له قول سره په تضاد کی نه ده.
۳- ته د امام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب يې او بايدپه دې ځای کي د هغه قول وړاندي کړې ، نو دا ته ولي هغه نه را وړې؟ جواب: هو، زه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په مذهب یمه. ما د امام ابوحنیفة رحمة الله علیه قول ذکر کړیده خو له بده مرغه تاسو نه ده لوستی. یو ځل بیا یی ستاسو درانه حضور ته وړاندي کوم. استحباب أخذ ما زاد عن القبضة ، وهو مذهب الحنفية . قال في "البحر الرائق ": ( قال أصحابنا : الإعفاء تركها حتى تكث وتكثر ، والقص سنة فيها ؛ وهو أن يقبض الرجل لحيته ، فما زاد منها على قبضة قطعها . كذلك ذكر محمد في كتاب ( الآثار ) عن أبي حنيفة قال : وبه نأخذ )
۴- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په شتون کي په نورو پسي تلل څنګه دي؟ جواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په شتون کی په نورو لارو پسی تلل ګمراهي ده. خو په اکثره ځایونو کی داسی معلومیږی چی د سنتو خلاف عمل شویده خو که دقیق څیړنه پسی وشي نو هغه به د سنتو خلاف نه بلکی د سنتو سره بالکل موافق وی.
۵) ظن او کومان چي تا دلته مطرح کړم نو اوس مو په پوه کړه چي ګومان په دين کي په کومه برخه کي شته او که د دين له هغې برخې مسلمان منکر شي نو حکم يې څه دئ؟ جواب: دا به زه درته مکملا تشریح کړمه.
۶) هغه ايت چي ما مخکي هم درته ليکلی او ژباړه مي هم کړې وه التبه د ښه ياد لپاره به يې بیا راوړم :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸) دا ايت ستا له دې ګومان سره تصادم نه لري؟ جواب: په دی سوال د ګومان ټکي به د پنځم سوال په جواب کی جواب شی.
محترما! د پنځم سوال جواب به درته وروسته ولیکم، ځکه چی هغه له اوږد ده. اول به دا واړه واړه سره خلاص کړو.
وزیري
10.07.2012
حذیفه صاحب د وعدي سره سم اوس راځم ستا د پنځم او شپږم سوال ځواب ته:
په شریعت مطهره کی د احکامو بابت کی په فقه او اصول فقه کی فقهاؤ او اصولیینو یو څه اقسام او درجات ایښي دي چی روا او نا روا یی نهو ته رسیږي. لیست یی په لاندي ډول ده.
اول: فرض
دوهم: واجب
دریم: سنت موکده (هدی)
څلورم: سنت غیرموکده (زائده)
پنځم: مستحب
شپږم: مباح
اووم: حرام
اتم: مکروه تنزیهی
نهم: مکروه تحریمی
(تفتازانی، تلویح، دوهم جلد، صفحه ۶۷۸ – ۶۸۳) همدارنګه دا تقسیمات په لاندي کتابونو کی هم ذکر شویدی.
التوضیح، مسلم الثبوت، امیر الحاج التقریر والتحبیر، تیسیر التحریر، فواتح الرحموت، تسهیل الاصول، الحکم الشرعی، ارشاد الفحول، الاحکام، المستصفی، روضة الناظر، نهایة السول، شرح علی المنهاج، المحلی شرح جمع الجوامع او داسی نور.
د پورته ذکر شوي هر یو حکم له تفصیلي بیانولو نه مخکي ستاسو توجه د (ادلة سمعیه) پیژندلو ته را اړوم.
ادلة سمعیه:
ادلة سمعیه هغو دلائلو او ضوابطو ته وایی په کومو سره چی: فرض، واجب، حرام او د سنتو حیثیت تعینیږی. مثلا، دا کار فرض ده په فلاني دلیل، دا کار سنت ده په فلاني دلیل، دا کار حرام ده په فلاني دلیل.
دا دلائل په څلورو قسمونو تقسیم شویدی. لکه رد المختار چی لیکی:
ان الادلة السمعیة اربعة الاول قطعی الثبوت والدلالة کنصوص القرآن المفسره والحکمة والسنة المتواتره التی مفهومها قطعی، الثانی قطعی الثبوت و ظنی الدلالة کالآیات الموولة، الثالت عکسه کاخبار الاحاد التی مفهومها قطعی، الرابع ظنیهما کاخبار الآحاد التی مفهومها ظنی، فبالاول یثبت الفرض والحرام و بالثانی والثالت الواجب والکراهة التحریم و بالرابع السنة والمستحب. (ابن عابدین، ردالمختار، اول جلد، صفحه ۷۰)
د اسان او بالترتیب بیانولو لپاره یی داسي ویشم.
اول: قطعی الثبوت او قطعی الدلالة
دوهم: قطعی الثبوت او ظنی الدلالة
دریم: ظنی الثبوت او قطعی الدلالة
څلورم: ظنی الثبوت او ظنی الدلالة
چون زمونږ او ستاسي بحث په اولو دوو باندی ده نو زه به هم صرف اول او دوهم درته تشریح کړمه.
د قطعی الثبوت او قطعی الدلالة تشریح:
قطعی الثبوت او قطعی الدلالة هغه حکم دی چی په یقینی او قطعی طور سره ثابت وی. او ددي مفهوم، مراد او اطلاق هم قطعا ثابت وی لکه آیات محکمه یا مفسره او له احادیث متواتر نه ثابت شوي احکام. فرض او حرام صرف د همداسی نصوصو نه ثابتیږی په شرط ددي چی طلب جازم وی او دا هغه آیات او احادیث نه وي چی د تاویل، تخصیص او نسخ احتمال ولري. له داسي دلیل نه ثابت شوي احکام د دین له اساسی او بنیادي احکامو نه شمیرل کیږی لکه ایمان باالله، ایمان بالرسالت، ایمان بالکتب او ایمان بالآخرت او داسی نور ارکان د اسلام لکه لمونځ، روزه، حج، زکوة. دا تمام احکام او ارکان له همداسی نصوصو نه ثابت دي او دا نصوص هغه احکام هم په ځان کی شاملوي چی دائمی او ابدی وی لکه:
اول:
لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
دوهم:
واقیموا الصلوة واتو الزکوة
دریم:
فمن شهد منکم الشهر فلیصمه
څلورم:
والذین یرمون المحصنات ثم لم یاتوا باربعة شهدآء فاجلدوهم ثمانین جلدة.
پنځم:
وما کان لکم ان تؤذوا رسول الله ولا ان تنکحوا ازواجه من بعده ابدا.
شپږم:
ولا تقبلوا لهم شهادة ابدا، و اولئک هم الفاسقون.
پاسني مذکوره ټول آیاتونه قطعی الثبوت او قطعی الدلالة دی. یعنی د دوي په معنی، مفهوم او مراد باندي دلالت قطعی ده.
د قطعی الثبوت او قطعی الدلالة لپاره دوهمه مرجع احادیث متواتره دی لکه:
اول:
لا یقبل الله صلاة بغیر طهور (مسلم)
دوهم:
مفتاح الصلوة الطهور و تحریمها التکبیر و تحلیلها التسلیم (بیهقی سنن الکبری،
دریم:
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الذهب بالذهب والفضة بالفضة والبر بالبر والشعیر بالشعیر والتمر بالتمر والملح بالملح مثلا بمثل یدابید فمن زاد او استزاد فقد اربی الآخذ والمعطی فیه سواء (مسلم، ترمذی)
دا وه قطعی الثبوت او قطعی الدلالة. اوس راځم قطعی الثبوت او ظنی الدلالة.
قطعی الثبوت او ظنی الدلالة:
دا هغه حکم ده چی ثبوت یی قطعی او یقینی وی لیکن د مفهوم او اطلاق تعیین یی قطعی او یقینی نه وي بلکه ظنی وی، لکه له آیات مؤوله نه ثابت کیدونکي احکام. دا احکام په ثبوت کی قطعی وی ولی په مفهوم باندي په دلالت کولو کی ظنی وی. د داسی حکم د مراد په تعیینولو کی څو احتماله وي. نو له داسی احکامو نه فرض او حرام نه ثابتیږی اګر که طلب یی جازم هم وی. البته د واجب او مکروه تحریمي د درجې احکام ترینه ثابتیدلای شی په دی شرط چی طلب یی جازم وی. د نمونې په طور لاندي یو څو مؤوله آیاتونه وړاندي کوم.
اول:
والمطلقات یتربصن بانفسهن ثلثة قروء. په دی آیت کی د قروء لفظ داسی یو لفظ ده چی په عربی لغت کی په دوه معناوو استعمالیږی چی حیض او طهر ده. په دی ځای کی حیض مراد ده او که طهر؟ ددی د تعیین لپاره قطعی دلیل نشته نو په همدي وجه احناف له دینه مراد حیض بولي او شوافع له دینه مراد طهر بولي. همدارنګه په آیت ملامسه کی الله جل جلاله فرمائی.
دوهم:
او جآء احد منکم من الغائط او لمستم النسآء فلم تجدوا مآء فتیمموا صعیدا طیبا.
په دی آیت کی د (لمس) لفظ داسی یو لفظ ده چی د خپل مراد لپاره قطعیت سره دلالت نه لري. ځکه چی د لمس معنی لمس کول هم دی او مجازا ددي اطلاق په جماع او مباشرت باندي هم کیږی.
دریم:
الذی احلنا دار المقامة من فضله. په دی آیت کریمه کی د (احلنا) لفظ داسی یو لفظ ده چی دوه معاناوی لری چی یو یی نزول او بل حلت ده. خو په دی ځای کی دوهمه معنا مراد ده. په دی آیت کی چی شوافعو او احنافو کومي معناوی تعیین کړی دی هغه صرف د تاویل په ذریعه دی. ځکه چی دا آیت د مراد لپاره قطعیت سره دلالت نه لري. داسی آیاتونو ته مؤوله آیاتونه وایی.
د واجبو حکم:
حکمه کالفرض الا انه لا یکفر منکره. (وهبة زحیلی، الفقه الاسلامی وادلته، اول جلد، صفحه ۵۲)
د فرض او د واجبو فرق:
اول:
فرض په دلیل قطعی سره ثابت دی او واجب په دلیل ظنی سره ثابت دی. (آمدی، احکام فی الاصول الاحکام، اول جلد، صفحه ۱۴۰ / اصول السرخسی، اول جلد، صفحه ۱۱۱ / نسفی، کشف الاسرار شرح المنار، اول جلد، صفحه ۴۵۰)
دوهم:
د فرضو منکر کافر او د واجبو منکر کافر نه ده بلکی فاسق ده. (غزالی، المستصفی، اول جلد، صفحه ۵۳ / رازی، المحصول، اول جلد، صفحه ۱۱۹)
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
larghonay laraway
12.07.2012
السلام عليکم!
وزيري صيب تاسو چې کومې خبرې ليکلي دا په مروجه فقهه کې شته او د افغانستان او پاکستان په مدرسو کې هم همدغه فقهه لوستل کېږي. حتی د افغانستان په نصاب کې همدا تعريفونه شامل دي!
اوس نو که حذيفه صيب او محترم پيروز د نفې دلايل لري بايد وړاندې يې کړي.
حذيفه
12.07.2012
وزیري صیب او نورو ملګرو بیا هم ښې چارې !
زه يو لورته په سفر تللی وم له دې امله مي ځواب وځنډېد هلته مو يو ملګري ته نکاح وکړه الله دي د خیر کړي خیر اصلي خبرې ته به راسو .
[quote:a912213aca="وزیري"]
حذیفه صاحب په اقتباس به بل وخت کی کوشش وکړم. اوس به د سوالونو جوابو ته راشو.
[/quote:a912213aca]
ډېر ښه وزیري صیب تا دا خبره هم کړې وه او ما د مرستې لپاره د هغه چل درته وښود دا چي ته يې بل وخت کوې او اوس ځوابونه راکوې نو زه هم موافق يم .
[quote:a912213aca="وزیري"]
۱- د ابن عمر رضی الله عنه په اجتهاد پسي تلل غوره دي او که د رسول الله په عملي سنت پسي؟ جواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملی سنتو باندي تګ په هر مسلمان لازمه ده. خو په دي ځاي کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملی سنت (ږیره په خپل حال پریښودل) په صریحه توګه له کوم روایت نه نده ثابته. نو بهترین روش په دی ځای کی دا ده چی د ابن عمر رضی الله عنه په اجتهاد پسی ولاړ شو ځکه چی هغه د صحني عیني شاهد ده او زه او ته د پردې ترشاه ډیر لري پراته یو.
[/quote:a912213aca]
وزیري صیب ! دا دي خوار د چالاکۍ روش خپل کړی دئ که د رسول الله صلی الله علیه وسلم ږيره پرښودل په صریح روايت کي نه وي ذکر نو د ابن عمر فعل خو هم تر حج و عمرې موقوف دئ تاسو که د هغه په مذهب ياست نو صرف په حج او عمر کي ږيره قبضه کولای سئ او له دې پرته بل وخت به يې نه کوئ .
دا خبره ستا له هغې خبرې سره ښکاره تصادم لري چي مخکي دي په همدې اړه کړې وه هلته دي د بخاري په روايت دا ثابته کړې وه چي رسول الله ږيره لویه وه او اصحابو رضی الله عنهم به د هغه لمونځ ويل د ږيرې په خوځولو معلوماوی اوس بیا وايې چي د ږيرې ايله کول يې په کوم ښکاره حدیث نه دي ثابت دي ، دلته زه په ټينګار دا وايم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ږيره ايله کوله او هيڅ وخت يې نه ده قبضه کړې او نه يې په هيڅ روايت کي يادونه سوې ده ځکه نو ستا دا خبره له يوې مخې ناسمه ده چي وايي د رسول الله څخه په څرکند حدیث د ږيرې پرېښودل نه دي ثابت او دا چي ته ابن عمر د پېښې عيني شاهد بولې نو دا خبره دي هم سيي نه ده ځکه ابن عمر کله داسي ويلي دي چي دا عمل رسول الله کاوی ، بلکي دا د ابن عمر اجتهاد دئ او عمل يې هم د حج تر مناسکو پوري موقوف دئ او ستاسو لپاره په کي هيڅ دلیل نه سته .
[quote:a912213aca="وزیري"]
۲- ته په دې موضوع کي د ابن عمر په مذهب سوې نو دا خو به دي له مذهب څخه وتل نه وي؟ جواب: دا زما له مذهب نه وتل ځکه نه دي چی زما د مذهب قول په دي ځای کی د ابن عمر رضی الله عنه له قول سره په تضاد کی نه ده.
[/quote:a912213aca]
ستاسو مذهب په دې ځای کي له ابن عمر څخه بېل دئ ، هغه په عمره او حج کي دا عمل کاوی او ستا مذهب يې تل کوي ، نو دا ستاسو تر منځ د مذهبونو بېلوالی دئ چي ته به په دې ځای کي د ابن عمر او يا هم د امام ابوحنیفه په مذهب کېږي که نه دا به دي له مذهب څخه وتل وي .
[quote:a912213aca="وزیري"]
۳- ته د امام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب يې او بايدپه دې ځای کي د هغه قول وړاندي کړې ، نو دا ته ولي هغه نه را وړې؟ جواب: هو، زه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په مذهب یمه. ما د امام ابوحنیفة رحمة الله علیه قول ذکر کړیده خو له بده مرغه تاسو نه ده لوستی. یو ځل بیا یی ستاسو درانه حضور ته وړاندي کوم. استحباب أخذ ما زاد عن القبضة ، وهو مذهب الحنفية . قال في "البحر الرائق ": ( قال أصحابنا : الإعفاء تركها حتى تكث وتكثر ، والقص سنة فيها ؛ وهو أن يقبض الرجل لحيته ، فما زاد منها على قبضة قطعها . كذلك ذكر محمد في كتاب ( الآثار ) عن أبي حنيفة قال : وبه نأخذ )
[/quote:a912213aca]
ډېر ښه وزيري صیب کور ودان ، ما شايد نه وي لوستی او يا مي هم هېر سوی وي بیا هم له تاسو مننه !.
[quote:a912213aca="وزیري"]
۴- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په شتون کي په نورو پسي تلل څنګه دي؟ جواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په شتون کی په نورو لارو پسی تلل ګمراهي ده. خو په اکثره ځایونو کی داسی معلومیږی چی د سنتو خلاف عمل شویده خو که دقیق څیړنه پسی وشي نو هغه به د سنتو خلاف نه بلکی د سنتو سره بالکل موافق وی.
[/quote:a912213aca]
او هو ! وزیري صیب ! په دې مقام کي خو ته څو هغه مثالونه وړاندي کړه چي په حقيقت کي د سنتو موافق وي خو ظاهرا له سنتو مخالف معلومېږي .
شاید ته يوه هم د ږيرې مسئله بیان کړې ، دا خو په هيڅ صورت د رسول الله له سنتو سره موافق نه ده ، رسول الله د ږيرې په ايله کولو امر کړی دئ او دا صراحت سو چي ږيره به ايله کېږي او اوس چي ته وايي هغه قبضه کوله نو همداسي صریح دلیل راوړه که نه سته نو دا لوری یقين دئ او د يقيني په شتون کي په ظني پسي تلل حرام دي په داسي حال کي چي دين ټول يقين دئ او ظن ته په کي هيڅ ځای نه سته او الله خپل رسول ته همدا ويلي چي ووايه زه او زما پيروان انسانان يقين ته را بولو .
اوس مي دا غوښتنه ده چي ته څو مثاله وړاندي کړه او هغه به سره وڅېړو چي ايا رښتيا د سنتو موافق دي او که مخالف ؟.
وزیري
12.07.2012
حذیفه صاحب مثالونه به ته وړاندي کوي او که زه؟ دا دعوه خو تا کړیده، ما خو نه ده کړي. ته دي پخپله دعوه اوس مثال یا دلیل وړاندي کړه.
زه خو وایم چی داسی هیڅ هم نشته چی مونږه دي له سنتو خلاف کار کړی وي او هغه ته مو دي د دین یا سنتو نوم ورکړای وي. که ته یی لري نو مهرباني وکړه.
دوهم، د قطعي او ظني په مسئله خو دي هیڅ نظر نه ده ورکړي، مهرباني وکړي هغه هم راته ولیکئ چی دا دومره علماء نه پوهیدل او نه پوهیږي که تا او وصیل پیروز ته دا خبره نه وه رسیدلي؟
والسلام
وزیري
12.07.2012
.
حذيفه
12.07.2012
ښه صیب !
نور راته غوږ سه !
د الله په اړه عقيده مو له قران او نبوي احادیثو څخه په ښکاره مخالفه ده او هيڅ دلیل ورته نه لرئ .
وسېله ، سماعی الموتی ، د برزخي ژوند په اړه عقيده مو له قران او سنتو سره له يوې مخې څرګند تضاد لري .
اسقاط ، د سرخاکه ، د مړي فاتحه يا تعزيت مو په قران او سنتو کي هيڅ دلیل نه لري دا خو پر ځای پرېږده چي سنت به وي بلکي له سره ثبوت نه لري او په اسلام کي له ځان جوړ سوي اعمال دي .
لنډه دا کوم څه درته په ګوته کړم ؟ له پيدائښته بیا تر مرګه مو دومره شيان دي چي له شريعته لاسوند نه لري او تاسو پرې ولاړ یاست .
پوره ذکر سوي يې مازي يو څو نمونې دي که پرې مفصل بحث غواړې نو زه به يې ان شاء الله ! يو- يو درته ږدم او ته يې راته په شرعي دلائلو ثابتوه .
که له شريعته اصل ولري نو ته يې ثابت کړه او زه به هم پر همدې مهال خپل معلومات در سره شرکوم .ان شاء الله
او د يقين او ظن په اړه خپله ليکنه کوم ليږ صبر وکړه زه اوس راغلم يوه ليکنه مي در ځواب کړه او وزګار نه يم هغه دي هم ځوابوم او په هيڅ ډول دي نه ايله کوم ته خوشاله کېږه مه هغه دي ډېره حساسه او موږ ته دلچسپه موضوع رامنځ ته کړه ښه صیب ! ته بېغمه اوسه زه راځم .ان شاء الله !
وزیري
12.07.2012
حذیفه صاحب، تا لیکلي چی:
د الله په اړه عقيده مو له قران او نبوي احادیثو څخه په ښکاره مخالفه ده او هيڅ دلیل ورته نه لرئ.
وسېله ، سماعی الموتی ، د برزخي ژوند په اړه عقيده مو له قران او سنتو سره له يوې مخې څرګند تضاد لري .
اسقاط ، د سرخاکه ، د مړي فاتحه يا تعزيت مو په قران او سنتو کي هيڅ دلیل نه لري دا خو پر ځای پرېږده چي سنت به وي بلکي له سره ثبوت نه لري او په اسلام کي له ځان جوړ سوي اعمال دي .
دا ډیر زیات طولاني بحثونه غواړي، که کله دي هم بیکاره وخت پیداکه نو بیا یو یو به په شریکه سره څیړو. بیغمه اوسه، دا خو ښکاره مسائل دي ما ویل که څه بل غم دي پیدا کړیده.
بیکاره وخت نه می مطلب ښه بیکاره وخت ده، ځکه چی دوه طرفه به ډیرو لیکنو ته ضرورت پیښ شی.
والسلام
حذيفه
12.07.2012
[quote:dda7bc961f="وزیري"]
حذیفه صاحب د وعدي سره سم اوس راځم ستا د پنځم او شپږم سوال ځواب ته:
په شریعت مطهره کی د احکامو بابت کی په فقه او اصول فقه کی فقهاؤ او اصولیینو یو څه اقسام او درجات ایښي دي چی روا او نا روا یی نهو ته رسیږي. لیست یی په لاندي ډول ده.
اول: فرض
دوهم: واجب
دریم: سنت موکده (هدی)
څلورم: سنت غیرموکده (زائده)
پنځم: مستحب
شپږم: مباح
اووم: حرام
اتم: مکروه تنزیهی
نهم: مکروه تحریمی
(تفتازانی، تلویح، دوهم جلد، صفحه ۶۷۸ – ۶۸۳) همدارنګه دا تقسیمات په لاندي کتابونو کی هم ذکر شویدی.
التوضیح، مسلم الثبوت، امیر الحاج التقریر والتحبیر، تیسیر التحریر، فواتح الرحموت، تسهیل الاصول، الحکم الشرعی، ارشاد الفحول، الاحکام، المستصفی، روضة الناظر، نهایة السول، شرح علی المنهاج، المحلی شرح جمع الجوامع او داسی نور.
[/quote:dda7bc961f]
ښه وزیري صیب ! دا پورتني اقسام دي د قران يا هم حدیث له کومې فارمولې استنباط کړي دي ؟ دا چي ته هر کتاب ته حوالې ورکوې او زه به يې درسره منم ؟ دا اند به دي ناسم وي ، زه هغه څه ستا د دلیل په توګه منم چي د وحې ټاپه ولرې ، هسي اوتي بوتي خو شيعه هم وایي ، نو اوس به زه په دې مکلف يم چي هغه د يو هندو کتاب ته حواله ورکړې ده او زه به يې منم چي هو ! ولا همداسي ده ، زما دريځ تاته ښه معلوم دئ چي له قران او سنت پرته دي نور څه نه منم ، زه دي تفتازاني نه منم ته يې وېش راته وړاندي کوې ، دې کسانو ته چا دا واک ور کړ چي په دين کي دلائل پر دې اقسامو سره وويې شي ؟ دا ويش د دين برخه ده که نه ؟ که نه وي نو څه لپاره يې راوړي او که وي نو رسول الله هيره کړې ده ؟ دا څرنګه دين سو چي الله وايي مکمل دئ ، رسول وايي مکمل دئ او د رسول ملګري وايي چي همداسي ده او اوس وخت ځيني خلک دا خبره نه مني ، له ځانه اصطلاحات جوړ وي او بیا يې د دين برخه بولي .
ما له تا مخکي هم پوښتنه کړې وه چي وتر ظني دي نو که اوس څوک ترې منکر سي هغه يې دين ونه بولي هغه اوس کافر دئ که مسلمان ؟
دا سي په نغدو چغدو کي ځواب ووايه هلته دلته خبره مه کشوه چي په دې توګه له ځوابه ځان کاږې .
دا پورتني ډولونه به دي يو –يو په شريعت ثاتوې او بیا خبره خلاصه ده که نه داسې بې دلیله که ما خبرې منلای نو بیا خو بريلوی ، شيعه ، ديوبندی ، پنچپیری ، وهابي او نور ټول ماته يو ډول ول ، ځکه هره ډله يوه کتاب لري او هغه ته په حواله ورکولو اکتفا کوي خو دا ځای په کي نه سته چي په کتاب کي له قران او حدیث څخه دلیل دئ او که د علماؤ نظرونه دي ، ما تاته ويلي دي چي زه د خلکو اندونه نه منم ، زه په حې مکلف يم او له دې پرته راته د صحابي قول هم حجت نه دئ او نه يې له چا سره منم .
ته مهرباني وکړه دا خپله ليکنه دي راته د شريعت له نظره روښانه کړه بیا يې زه منم او که نه هسي توري ليکې دي چي پر ما د شيعه د فروع الکافي يا اصول الکافي او دې الفاظو هيڅ توپير نه سته .
[quote:dda7bc961f="وزیري"]
د پورته ذکر شوي هر یو حکم له تفصیلي بیانولو نه مخکي ستاسو توجه د (ادلة سمعیه) پیژندلو ته را اړوم.
ادلة سمعیه:
ادلة سمعیه هغو دلائلو او ضوابطو ته وایی په کومو سره چی: فرض، واجب، حرام او د سنتو حیثیت تعینیږی. مثلا، دا کار فرض ده په فلاني دلیل، دا کار سنت ده په فلاني دلیل، دا کار حرام ده په فلاني دلیل.
دا دلائل په څلورو قسمونو تقسیم شویدی. لکه رد المختار چی لیکی:
ان الادلة السمعیة اربعة الاول قطعی الثبوت والدلالة کنصوص القرآن المفسره والحکمة والسنة المتواتره التی مفهومها قطعی، الثانی قطعی الثبوت و ظنی الدلالة کالآیات الموولة، الثالت عکسه کاخبار الاحاد التی مفهومها قطعی، الرابع ظنیهما کاخبار الآحاد التی مفهومها ظنی، فبالاول یثبت الفرض والحرام و بالثانی والثالت الواجب والکراهة التحریم و بالرابع السنة والمستحب. (ابن عابدین، ردالمختار، اول جلد، صفحه ۷۰)
[/quote:dda7bc961f]
وزیري صیب ! هغه د لاروي صیب خبره دي هم هېره کړه ، هغه ويل کله قال الله او قال الرسول هم وايه ، ته خو له شامي او دې ته ورته فتاواؤ بله يوه لار نه لرې ، د دې اختيار تا او ستا دې مشر ته چا ورکړی دئ چي همدا دين په دې توګه ووې شي ؟ بله لا دا چا د امام صیب اقوال دي چیرې دي چي د امام شامي وينا نقلوې ؟ ته خو د هغه په مذهب يې نو بايد هره خبره دي د هغه له قول سره مله وي يوه او بل لورته ولي ځې ؟ له دې څخه بيا دا ثابتېږي چي امام په دې اړه څه نه دي ويلي نو تاسو خواران اړ یاست چي د نورو لمن ونیسئ او په دې توګه خپله ځانونه مذهبيان ښکاره کړئ .
[quote:dda7bc961f="وزیري"]
د اسان او بالترتیب بیانولو لپاره یی داسي ویشم.
اول: قطعی الثبوت او قطعی الدلالة
دوهم: قطعی الثبوت او ظنی الدلالة
دریم: ظنی الثبوت او قطعی الدلالة
څلورم: ظنی الثبوت او ظنی الدلالة
چون زمونږ او ستاسي بحث په اولو دوو باندی ده نو زه به هم صرف اول او دوهم درته تشریح کړمه.
د قطعی الثبوت او قطعی الدلالة تشریح:
قطعی الثبوت او قطعی الدلالة هغه حکم دی چی په یقینی او قطعی طور سره ثابت وی. او ددي مفهوم، مراد او اطلاق هم قطعا ثابت وی لکه آیات محکمه یا مفسره او له احادیث متواتر نه ثابت شوي احکام. فرض او حرام صرف د همداسی نصوصو نه ثابتیږی په شرط ددي چی طلب جازم وی او دا هغه آیات او احادیث نه وي چی د تاویل، تخصیص او نسخ احتمال ولري. له داسي دلیل نه ثابت شوي احکام د دین له اساسی او بنیادي احکامو نه شمیرل کیږی لکه ایمان باالله، ایمان بالرسالت، ایمان بالکتب او ایمان بالآخرت او داسی نور ارکان د اسلام لکه لمونځ، روزه، حج، زکوة. دا تمام احکام او ارکان له همداسی نصوصو نه ثابت دي او دا نصوص هغه احکام هم په ځان کی شاملوي چی دائمی او ابدی وی لکه:
اول:
لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
دوهم:
واقیموا الصلوة واتو الزکوة
دریم:
فمن شهد منکم الشهر فلیصمه
څلورم:
والذین یرمون المحصنات ثم لم یاتوا باربعة شهدآء فاجلدوهم ثمانین جلدة.
پنځم:
وما کان لکم ان تؤذوا رسول الله ولا ان تنکحوا ازواجه من بعده ابدا.
شپږم:
ولا تقبلوا لهم شهادة ابدا، و اولئک هم الفاسقون.
پاسني مذکوره ټول آیاتونه قطعی الثبوت او قطعی الدلالة دی. یعنی د دوي په معنی، مفهوم او مراد باندي دلالت قطعی ده.
د قطعی الثبوت او قطعی الدلالة لپاره دوهمه مرجع احادیث متواتره دی لکه:
اول:
لا یقبل الله صلاة بغیر طهور (مسلم)
دوهم:
مفتاح الصلوة الطهور و تحریمها التکبیر و تحلیلها التسلیم (بیهقی سنن الکبری،
دریم:
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الذهب بالذهب والفضة بالفضة والبر بالبر والشعیر بالشعیر والتمر بالتمر والملح بالملح مثلا بمثل یدابید فمن زاد او استزاد فقد اربی الآخذ والمعطی فیه سواء (مسلم، ترمذی)
دا وه قطعی الثبوت او قطعی الدلالة. اوس راځم قطعی الثبوت او ظنی الدلالة.
قطعی الثبوت او ظنی الدلالة:
دا هغه حکم ده چی ثبوت یی قطعی او یقینی وی لیکن د مفهوم او اطلاق تعیین یی قطعی او یقینی نه وي بلکه ظنی وی، لکه له آیات مؤوله نه ثابت کیدونکي احکام. دا احکام په ثبوت کی قطعی وی ولی په مفهوم باندي په دلالت کولو کی ظنی وی. د داسی حکم د مراد په تعیینولو کی څو احتماله وي. نو له داسی احکامو نه فرض او حرام نه ثابتیږی اګر که طلب یی جازم هم وی. البته د واجب او مکروه تحریمي د درجې احکام ترینه ثابتیدلای شی په دی شرط چی طلب یی جازم وی. د نمونې په طور لاندي یو څو مؤوله آیاتونه وړاندي کوم.
اول:
والمطلقات یتربصن بانفسهن ثلثة قروء. په دی آیت کی د قروء لفظ داسی یو لفظ ده چی په عربی لغت کی په دوه معناوو استعمالیږی چی حیض او طهر ده. په دی ځای کی حیض مراد ده او که طهر؟ ددی د تعیین لپاره قطعی دلیل نشته نو په همدي وجه احناف له دینه مراد حیض بولي او شوافع له دینه مراد طهر بولي. همدارنګه په آیت ملامسه کی الله جل جلاله فرمائی.
دوهم:
او جآء احد منکم من الغائط او لمستم النسآء فلم تجدوا مآء فتیمموا صعیدا طیبا.
په دی آیت کی د (لمس) لفظ داسی یو لفظ ده چی د خپل مراد لپاره قطعیت سره دلالت نه لري. ځکه چی د لمس معنی لمس کول هم دی او مجازا ددي اطلاق په جماع او مباشرت باندي هم کیږی.
دریم:
الذی احلنا دار المقامة من فضله. په دی آیت کریمه کی د (احلنا) لفظ داسی یو لفظ ده چی دوه معاناوی لری چی یو یی نزول او بل حلت ده. خو په دی ځای کی دوهمه معنا مراد ده. په دی آیت کی چی شوافعو او احنافو کومي معناوی تعیین کړی دی هغه صرف د تاویل په ذریعه دی. ځکه چی دا آیت د مراد لپاره قطعیت سره دلالت نه لري. داسی آیاتونو ته مؤوله آیاتونه وایی.
[/quote:dda7bc961f]
هو صیبه ! دا خو دي لا بله وکړه ، که دا معناوې د تاويل په ذريعه سوې وي او کوم دلیل پر دې په شريعت کي نه وي چي په دې مقام کي دا معنی مراد ده او په هغه کي بیا بله نو دا خو صرف ګومان سو او دين ظن سو ما تا ته مخي هم سوال کړی وو چي د الله دين ظن دئ ؟ الله خو په دې اړه وايي :
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي(یوسف : ۱۰۸)
ژباړه : ورته ووايه ! دا زما لار ده ، زه د الله لورته په پورته یقين او بارو خلک رابولم ، زه او هغه څوک چي زما پيروي کوي .
بل لورته د ګومان په اړه رسول الله صلی الله علیه سلم ويلي دي :
إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ(بخاری کتاب الادب باب النهی عن التحاسد و التدابر حدیث نمبر : ۵۷۱۷(
ژباړه : تاسو له ګومان څخه ځانونه ساتئ ، ځکه ګومان ډېر ستر دروغ دي .
د قرؤء معنی په عربي ژبه کي طهر او حیض دواړه دي البته په دې مقام کي زه په يقين سره وايم چي حیض ترې مراد دئ ، ځکه الله تعالی وايي :
وَالمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاثَةَ قُرُوء(البقره : ۲۲۸)
دا د مطلقې ښځې عده ، يو بل ځای الله تعالی وايي :
وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍوَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ (الطلاق : ۴)
په دې ايت کي الله تعالی د هغې ښځې عده بیانوي چي له حیضه ناهيلې وي او یا کوچنۍ وي حیض نه ورځي بیا وايي چي د دې ښځې عده نو درې میاشتې ده ، نو جوته سوه چي د عدې په بحث کي حیض معتبر دئ او د مېرمنو ټولي عدې تر حیضه اړه او که حیض نه وي نو يا میاشتې دي او يا هم بل داسي حکم دئ :
وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ(الطلاق :۴ )
له دې اياتونو معلومېږي چي په عده کي معتبر حیض دئ نو قرؤء هم حیض ته ويل کېږي او دا له شکه وتلې خبره ده په دې اړه زيات شمېر احاديث هم راغلي دي چي دلته يې راوړل مناسب نه بولم ځکه ليکنه اوږدوي او لوستونکي يې نه سي کتلای ، نو وزیري صیب ! دا خو يقين دئ په دې کي ظن له کومه سو ، د قران په صريحو اياتونو د دې تايد کېږي چي قرؤء دلته حیض ته ويل کېږي او د رسول الله په احاديثو کي همداسي راغلي دي نو ته بیا له کومه لوري ورته ناست يې چي دا یقين نه دئ ظني الدلالت سو ؟.
دا نوري دوې خبرې دي هم داسي دي لکه دا پورته د وخت په موندلو به خبره درته ښکاره کړم اوس همدا کفايت کوي .
[quote:dda7bc961f="وزیري"]
د واجبو حکم:
حکمه کالفرض الا انه لا یکفر منکره. (وهبة زحیلی، الفقه الاسلامی وادلته، اول جلد، صفحه ۵۲)
[/quote:dda7bc961f]
ښه ملګرې ! واجب دين دئ که نه ؟ که دين څوک نه مني نو تاسو ښاغلي يې څه بولئ ؟ دا د واجبو اصطلاح خو دي له ځانه جوړه کړېده له قران او سنت څخه يې دلیل راوړه چي واجب دې ته ويل کېږي او فرض دې ته ؟ د فرضو کافر منکر دئ او د واجبو منکر نه کافر کېږي ؟.
حواله دي وبه زحیلي ته ورکړې ده ، نه خو هغه ستا په مذهب دئ او نه يې تاسو په نورو ځايونو کي تګلاره منئ نو ته مهرباني وکړه د خپل امام صیب قول وړاندي کړه او په چلاکۍ به ځان نه خلاصوې ، وهبه زه نه منم ، نه دی نبی دئ او نه دا کتاب له اسمانه نازل سوی دئ او نه يې زه په منلو مکلف سوی يم ، ته پوهېږي چي له يوه مقلد شخص سره بحث نه کوې بلکي داسي چا ته خپل فکر وړاندي کوې چي هغه وحې ته عقيده لرې او نور د خلکو ډېروالي او ليږوالي ته نه ګوري ځکه نو ته اړ يې چي زما د قناعت لپاره اصلی شی راوړې او ما پرې ډاډه کړې دا د خلکو په خبرو او فکرونو خو د کور ماشوم هم نه مطمئن کېږي ځکه دا خو انسانان دي خطا کېږي الله يې ضمانت نه دئ کړی نو زه خو هغه څه منم چي د اسمان له لورې يې تائد کېږي .
[quote:dda7bc961f="وزیري"]
د فرض او د واجبو فرق:
اول:
فرض په دلیل قطعی سره ثابت دی او واجب په دلیل ظنی سره ثابت دی. (آمدی، احکام فی الاصول الاحکام، اول جلد، صفحه ۱۴۰ / اصول السرخسی، اول جلد، صفحه ۱۱۱ / نسفی، کشف الاسرار شرح المنار، اول جلد، صفحه ۴۵۰)
دوهم:
د فرضو منکر کافر او د واجبو منکر کافر نه ده بلکی فاسق ده. (غزالی، المستصفی، اول جلد، صفحه ۵۳ / رازی، المحصول، اول جلد، صفحه ۱۱۹)
[/quote:dda7bc961f]
بیا هم مخکينۍ پوښتنې را پورته کېږي ، خیر ته د دې دوو خبرو دلیل له قران او حدیث څخه راوړه .
وزیري
12.07.2012
اول:
همدومره بدبختي او شقاوت دي بس ده چی د اهل السنة والجماعت اسلامي کتابونه دي د هندوانو له کتابونو سره په یوه تله وزن کړیدي.
دوهم:
ته چی امام اعظم رحمة الله، امام شافعی رحمة الله، امام احمد بن حنبل رحمة الله، امام مالک رحمة الله، تفتازاني، صدرالشریعة، محمود البخاري، ابوبکر الکاشی، حسن بن عمار الشرنبلانی، امام ابویوسف، امام محمد، ابوحفص عمر الغزنوی، ابومحمد البغدادي، محمد بن الحسن شیباني، ابن الحمام حنفی، امام زیلعی، ابن نجیم، خلیل بن اسحاق المالکی، الامام القرافی، ابن عبدالبر، العلامة البنانی، الشنقیطی، ابن قداح، محمد التاودی، عبدالوهاب البغدادی، ابن الحاجب، محمد العربی، محمد الاخضری، البغدادي، الامام المازری، وهبة الزحیلی، شاطبی، سبکی، غزالي، ابن الحمیری، شوکانی، ابن قدامه، ابن عابدین، بزودي، الجوهري، اندلسي، نسفی، ابن مفلح، رازي، سرخسی، بصري، القاضی، محلی، الانصاري، ذکریا الانصاری، ابن حجر هیتمی، اسحاق شیرازی، العز بن عبدالسلام، امام سیوطی، ابن المنذر، الرافعی، سلیمان الجمل، ابوحامد الغزالی، امام نووی
او نور داسي په لکونو متبحر علماء نه مني او خطاء یی بولي نو له تانه به د څه شي ګیله وشي او تاته به څوک وي چی د مرتد په سترګه ونه ګوري.
دریم:
ته چی وایی چی زه دا عالمان نه منم او نه ددوي کتابونه له اسمانه نازل شویدي او د صحابه ؤ اقوال هم تاته حجت نه دي نو نور به په تا کي د بی دینی کومي نښې لټوه.
الله جل جلاله دي هدایت درته وکړي او که ازلي د هدایت وړ نه یې نو الله جل جلاله دی د همدي علماؤ او اسلامي کتابونو چی د هندوانو له کتابو سره دي برابر کړي په اهانت باندي په دنیا او اخرت ..............
ټول اهل السنة والجماعة وروڼو ته دا معلومات ورکوم چی دغه قسم خلک چی دا پورته ذکر شوي خاصیتونه ولري خوارج دي او له اسلام نه وتلي خلک دي، پام مو وي چی د دوي شتون په اسلامي جامعه کی داسي ده لکه د لیوه شتون په رمه کی. ددوي په باره کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا وینا هم کړیده چی:
سَيَخْرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ أَحْدَاثُ الْأَسْنَانِ سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ يَمْرُقُونَ مِنْ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنْ الرَّمِيَّةِ فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا لِمَنْ قَتَلَهُمْ عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
ترجمه: در آخر زمان گروهي ظهور ميكنند كه جوان سال هستند. از نطر علمي سفيه و فاقد درايت هستند. سخنان بهترين مخلوق خدا را مي گويند، قرآن را ميخوانند، اما قرآن از گلوي آنها پايين نمي رود. همانطونه كه تير از كمان بيرون مي رود آنها هم از دين خارج مي شوند، هرگاه اين گروه را ديديد، با آنها بجنگيد. كشتن آنها در روز قيامت نزد پروردگار موجب اجر و ثواب است).
زه به په نیژدي آینده کی ان شاء الله د همدي خوارجو، وهابیانو او سلفیانو په باره کی او ددوي د عالمانو د ویناوو په باره کی پوره او مفصل لیکنې درته وکړم.
والسلام
وصيل ( پېروز )
12.07.2012
ټولو ته سلامونه
دا څو شپې مي کوشش کاوی چي خپل زوړ اکاونټ پرانيزم خو ونه توانېدم اوس مي له ډاکټر وطنمل صيب څخه غوښتنه وکړه چي راته خلاص يې کړي ، د هغه نه خلاصېدو اړ کړم چي يو بل اکاونټ پرانيزم .
خير بحث ته به راشو ، د الله په فضل بحث خو په خوندور ډول مخ په وړاندي روان ده او د حذيفه صيب پوښتنې ، ځوابونه او دلايل ډېر د قناعت وړ دي خو چي څوک يې له منلو نټه کوي او د پوښتنو ځواب يې نه لري هغوئ به ضرور داسي خوشي - چټي خبرې کوي لکه لاندي چي يې ليکلې دي .
[quote:e0ccc71e0a="وزیري"]اول:
همدومره بدبختي او شقاوت دي بس ده چی د اهل السنة والجماعت اسلامي کتابونه دي د هندوانو له کتابونو سره په یوه تله وزن کړیدي.
[/quote:e0ccc71e0a]
همدا بد مرغي ستاسو لپاره هم کفايت کوي چي هيڅ وخت دي د وحې له دښمنۍ لاس وانه خيست بلکي تل دي دې دښمنۍ ته مټې را بډ وهلې دي او په نه يو ډول خپل نظر تر وحې غوره ګڼې نه پوهېږم دا د کوم شيطان ملتيا ده چي ته یې د انساني خلقت له اهدافو دومره لرې کړی يې؟.
وزيري صيب ! د حقايقو مسخه کول دي همېشنی عادت دئ ، هيڅ وخت دي د حق او حقيقت ملګرتيا ونه کړه بلکي تل غواړې چي د دې دوو پر ضد د دوستۍ په جامه کي وجنګېږي . حذيفه صيب داسي نه وايي چي د اهل سنت والجماعت کتابونه د هندوانو دي ، بلکي هغه وايي چي د هر کتاب خبره د منلو نه ده زموږ او ستا تر منځ بايد يو معيار وي او هغه کتاب و سنت دئ . له همدې دوو خپل دلايل نقل کړه او وړاندي يې کړه د علماوو خبرې ، نظرونه او اندونه نه يوازي دا چي ته يې نه منې نو بل به یې چيري ومني؟.
له همدې کبله اړينه ده چي په بحث کي معيار په پام کي ونيول شي او د اصولو له مخې يوازي هغه څه نقل او وليکل شي چي دواړو لورو ته د منلو وي نه يوه طرف ته مګر ستاسو بد مرغي داده چي د وحې پر ځای د خلګو رايو ، د خلګو اعمالو او د خلګو خبرو ته ترجېح ورکوئ او داسي انګېرئ چي تر وحې د خلګو نظريات او اقوال غوره دي . نعوذ بالله
[quote:e0ccc71e0a="وزیري"]
دوهم:
ته چی امام اعظم رحمة الله، امام شافعی رحمة الله، امام احمد بن حنبل رحمة الله، امام مالک رحمة الله، تفتازاني، صدرالشریعة، محمود البخاري، ابوبکر الکاشی، حسن بن عمار الشرنبلانی، امام ابویوسف، امام محمد، ابوحفص عمر الغزنوی، ابومحمد البغدادي، محمد بن الحسن شیباني، ابن الحمام حنفی، امام زیلعی، ابن نجیم، خلیل بن اسحاق المالکی، الامام القرافی، ابن عبدالبر، العلامة البنانی، الشنقیطی، ابن قداح، محمد التاودی، عبدالوهاب البغدادی، ابن الحاجب، محمد العربی، محمد الاخضری، البغدادي، الامام المازری، وهبة الزحیلی، شاطبی، سبکی، غزالي، ابن الحمیری، شوکانی، ابن قدامه، ابن عابدین، بزودي، الجوهري، اندلسي، نسفی، ابن مفلح، رازي، سرخسی، بصري، القاضی، محلی، الانصاري، ذکریا الانصاری، ابن حجر هیتمی، اسحاق شیرازی، العز بن عبدالسلام، امام سیوطی، ابن المنذر، الرافعی، سلیمان الجمل، ابوحامد الغزالی، امام نووی
او نور داسي په لکونو متبحر علماء نه مني او خطاء یی بولي نو له تانه به د څه شي ګیله وشي او تاته به څوک وي چی د مرتد په سترګه ونه ګوري.
[/quote:e0ccc71e0a]
ههههههه
ډېري د خندا خبرې دي ليکلې دي . د تل په څېر او د خپل همېشني عادت له مخې دي بيا ځان د حذيفه صيب له پوښتنو او خبرو په خوشکه ، احساساتو او توندۍ ځان خلاص کړی دئ او نن خو دي يوه بله نوې هم کړې ده ، واه واه !!! دا لهجه خو دي نوې ده مبارک مو شه !
تر اوسه خو دي د کفر ټاپې نه وهلې نه پوهېږم چي نن دي له کومې مندرسې د فراغت سند واخيست چي د کفر دوسيه یې هم دروسپارله او چي څوک دي خوښ شي په تور ليست کي يې ليکې؟؟؟.
ستاسو له بدو او کرغېړنو ځانګړنو يوه دا هم ده چي تل د بحث په دوران کي ځان له مهمو پوښتنو په همدې توګه خلاصوئ ، کوم وخت چي بحث مهم پړاو ته داخل شي او ستاسو نظر کمزوری ښکاره شي نو خواشيني کېږئ ، ټاپې وهئ ، احساسات در ولاړوئ او غواړئ خلګو ته داسي جوته کړئ چي له چا سره زه بحث کوم هيڅ معيار ، هيڅ ډول اصولو او هيڅ قانون ته ژمن نه دئ حال دا چي حقايق د دې برعکس وي او غواړئ له حقيقته د خلګو د لرې ساتلو په هدف په سترګو کي خاورې ور وشيندئ .
دا د هيڅ عاقل سړي کار نه شي کېدای چي له کوم دليل ، لاسوند او منطق پرته پر يو مومن د کفر ټاپه ووهي ، دا ټاپه که پر حذيفه صيب صادقه نه شوه نو ژر ده چي پر تا به را وګرزي ( متفق عليه ) .
که کوم کس د يو عالم ، پوه او هوښيار شخص د خبرې له منلو انکار وکړي نو هيڅوک دا حق نه لري چي کافر او مرتد يې وګڼي بلکي د علماوو له خبرو انکار سړی فاسق کولای هم نه شي . دلته خو انکار له وحې نه دئ شوی چي خلګ په کافران کوې بلکي د علماوو خبره له دليل پرته د منلو وړ نه ده بلل شوې چي دا تګلاره يوازي صيب نه ده بلکي په اسلامي نړۍ کي ګڼ کسان پر همدې لاره روان دي چي متأسفانه پر دوئ ټولو د کفر لګوې شوې ټاپه به ډېر ژر پر تا را وګرزي .
که تاسو قرآن لوستلی وي نو درته جوته شوې به وي چي په قرآن کي مسلمان يوازي د وحې پر پيروۍ امر شوی دئ نه د علماوو ، يوازي د دې امر ورته شوی دئ چي د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي نه د علماوو ، د دې امر ورته شوی چي يوازي د الله او د هغه د رسول خبرې ته غاړه کښېږدي نه د علماوو ، يوازي د دې امر ورته شوی چي فيصله د الله پر قانون وکړي نه د علماوو پر خبره ځکه د علماوو خبره هم حق ته رسېږي او هم خطا کېږي او دا هر څه د يو معيار له مخې معلومېږي هسي د پټو سترګو تقليد نه دئ . تاسو چي د کومو علماوو نوملړ وړاندي کړی په همدې کسانو کي ډېری داسي خلګ شته چي ته يې هم خبره نه منې بلکي د دې نوملړ د لومړي کس امام ابو حنيفه رحمه الله له ګڼو مسايلو سره نه يوازي دا چي ته اختلاف لرې بلکي تر تا وړاندينيو کسانو او د ده شاګردانو اختلاف ورسره کړی دئ ځکه هغوئ خبره دليل ته وړاندي کوله او دليل چي به کومه پرېکړه وکړه ټولو د منلو وه ، هلته خبره په اشخاصو پسي نه وه تړلې او نه هم د ټولنې اوضاع ته کتل کېدل بلکي يوازي استدلال او منطق هغه څه وو چي د دوئ تر منځ يې ستونزې هوارولې .
لوستونکو !
د بحث په دوران کي داسي بې اخلاقي لکه په پورتني اقتباس کي چي وزيري صيب کړې هيڅکله د يو عاقل او عقلمند شخص کار نه شي کېدای بلکي دا د هغه چا خبرې کېدای شي چي نه له دينه خبر وي ، نه انساني کرامت او اخلاق پېژني او نه هم د بحث له اصولو او معياري تګلارې سره پېژندنه لري بلکي که څوک د انصاف پر بنا دا ليکنه ولولي نو داسي به ورته ښکاره شي لکه د يوه جاهل او له هر ډول ارزښتونو بې خبره شخص چي ليکلي وي .
پر داسي مسلمان چي قرآن د الله د کتاب په توګه مني ، احاديث د الله د رسول خبرې ګڼي ، ايمان پرې لري او خلګ ورته را بولي ، پر هر هغه څه ايمان لري چي د الله په کتاب او د هغه د رسول په صحيحو احاديثو ثابت وي د کفر ټاپه لګول ستاسو په نظر څومره ستر جرم دئ؟؟؟.
ايا د داسي شخص داسي ناسمه او کرغېړنه تګلاره سالم ضمير او سالم وجدان ته يوه دردوونکې صدمه نه رسوي؟؟؟.
ايا داسي ناسم الفاظ ، داسي بې منطقه خبرې او په دومره بې شرمۍ د حقايقو پټونه د انصاف ، حق ، حقيقت او سالم وجدان وژنه نه ده؟؟؟.
که څوک لږ عقل هم ولري نو پوه به شي چي د بحث په دوران کي داسي غير اسلامي ، غير اخلاقي او غير انساني خبرې ، کليمات او ټاپې د هغه چا کار کېدای شي چي په بحث کي له هره پلوه پړ وي ، دليل نه لري او غواړي اوس ځان په داسي پوچ و پاش خلاص کړي او په دروغو ځان د ډګر اتل وښيي .
حاشا للعقل
[quote:e0ccc71e0a="وزیري"]
دریم:
ته چی وایی چی زه دا عالمان نه منم او نه ددوي کتابونه له اسمانه نازل شویدي او د صحابه ؤ اقوال هم تاته حجت نه دي نو نور به په تا کي د بی دینی کومي نښې لټوه. الله جل جلاله دي هدایت درته وکړي او که ازلي د هدایت وړ نه یې نو الله جل جلاله دی د همدي علماؤ او اسلامي کتابونو چی د هندوانو له کتابو سره دي برابر کړي په اهانت باندي په دنیا او اخرت ..............
[/quote:e0ccc71e0a]
دا هم د وزيري صيب ! پېرزوينې دي
ومو ليدل چي کوم ګلان يې کرلي دي؟؟؟
زما په اند يو عاقل انسان خو داسي څه نه شي ليکلای او بيا چي په تېره ځان له دينه هم خبر ګڼي . !!!
د عالم خبره نه خو عالمانو په خپل منځ کي سره منلې ده او نه هم د صحابي خبره صحابه وو په خپل منځ کي سره منلې ده او نه هم په کتاب و سنت کي دا حکم شته چي تاسو د صحابه وو يا عالمانو خبره هرو - مرو ومنئ !
چي نه دا شوه او نه ها شوه اخير دې ته بې ديني ويل کېدای شي؟
ايا ابن عمر چي د حج تمتع په اړه د عمر بن الخطاب خبره ونه منله بې دينه شو؟
ايا علي چي د متعې په اړه د ابن عباس خبره ونه منله بې دينه شو؟
ايا امام ابو يوسف چي د امام ابو حنيفه ګڼې مسائلې ونه منلې بې دينه شو؟
ايا امام محمد چي له خپل استاذ امام ابو حنيفه سره ګڼې خبرې تائيد نه کړې بې دينه شو؟
ايا د نورو عالمانو تر منځ چي کوم فکري اختلاف شته په دې سره دوئ بې دينه شول؟
ايا د صحابه وو تر منځ چي کوم اختلاف وو په دې سره دوئ بې دينه وګرزېدل ؟ نعوذ بالله کلا وحاشا
د وزيري صيب خبره همداسي ده ، نوموړی وايي چي د ده پر خوښې برابر عالم څه ويلي وي هغه بايد ومنل شي او که چا ونه منله هغه بې دينه دئ ، که هر صحابي يو څه ويلي وي بايد د دين په توګه ومنل شي که نه بې دينه دئ حال دا چي نه يوازي دی په خپله پر دې خبرو عمل نه کوي بلکي ټوله اسلامي نړۍ له دې خبرو او تګلارې سره مخالفه ده او په عملي ډول د دې تګلارې نفې کوي .
نو د ده ټاپه يوازي پر حذيفه صيب نه بلکي پر ټولو مسلمانانو او اسلامي نړۍ ده .
لوستونکو ! تاسو او انصاف
[quote:e0ccc71e0a="وزیري"]
ټول اهل السنة والجماعة وروڼو ته دا معلومات ورکوم چی دغه قسم خلک چی دا پورته ذکر شوي خاصیتونه ولري خوارج دي او له اسلام نه وتلي خلک دي، پام مو وي چی د دوي شتون په اسلامي جامعه کی داسي ده لکه د لیوه شتون په رمه کی. ددوي په باره کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا وینا هم کړیده چی:
سَيَخْرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ أَحْدَاثُ الْأَسْنَانِ سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ يَمْرُقُونَ مِنْ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنْ الرَّمِيَّةِ فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا لِمَنْ قَتَلَهُمْ عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
ترجمه: در آخر زمان گروهي ظهور ميكنند كه جوان سال هستند. از نطر علمي سفيه و فاقد درايت هستند. سخنان بهترين مخلوق خدا را مي گويند، قرآن را ميخوانند، اما قرآن از گلوي آنها پايين نمي رود. همانطونه كه تير از كمان بيرون مي رود آنها هم از دين خارج مي شوند، هرگاه اين گروه را ديديد، با آنها بجنگيد. كشتن آنها در روز قيامت نزد پروردگار موجب اجر و ثواب است).
[/quote:e0ccc71e0a]
دا هم د ښاغلي وزيري صيب کرلي ګلان دي !!!
نوموړي دلته خبره نوره هم ښکاره کړه او په څرګنده يې ټول مسلمانان ، صحابه او عالمان له اسلامه وتلي وبلل .
کاش ! د عقل او پوهي دا دعوې دار په ويل شويو کليماتو لږ پوهېدای . !!!
[quote:e0ccc71e0a="وزیري"]
زه به په نیژدي آینده کی ان شاء الله د همدي خوارجو، وهابیانو او سلفیانو په باره کی او ددوي د عالمانو د ویناوو په باره کی پوره او مفصل لیکنې درته وکړم.
والسلام[/quote:e0ccc71e0a]
ته به په نژدې اينده کي همداسي څه وليکې چي پورته دي ليکلي ول نه يوازي دا چي نورو ته یې تاوان ونه کړ بلکي تا پکي خپل ايمان له لاسه ورکړ .
اللهم اهدنا الصراط المستقيم
مومن مهاجر
13.07.2012
ټولو لوستونکو او ګډونوالو ته ښې چاري او احترامات وړاندي کوم
روان بحث مي تر ډېره تعقیب او مطالعه کړ بالاخره دي پایلي ته ورسېدم چي ښاغلی وزیري یوازي د ټاپوپه وهلو، احساساتو په پارولو، سپکوسپورو او پوچ پاش د ځان خلاصولو هڅه کوي ، نه یې دلیل زده دئ او نه منطق ،له ښاغلي وزیري هیله کوم چي که دلایل لري نو رامخ ته دي شي او که یې نه لري چوپ دي پاته شي . ښکنځل، سپکې سپوري او پوچ وپاش د هیڅ عاقل او هوښیار انسان کار نه شي کېدای . د سالم بحث په هیله .