د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


Adil watanmal
13.10.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو

---------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

حليمي صاحب ليكنه مي دي ولوستله خو بايد په ډير افسوس سره ووايم چې كاشكي يو ملا داسي پوښتني نه وايي كړي ځكه چې د سياست مسئله په اسلام كې د دلمر نه هم ډيره روښانه ده نو كه ته بيا هم پدي مسئله كې بحث كول غواړي نو چونكي مسئله اسلام پوري تړلي ده نو مهرباني وكړه همدا سؤالونه دي په اسلام فورم كې د سياست او اسلام تر عنوان لاندي وه ليكه چې بحث پري وكړو خو له ياده مه باسه چې د ليكني د سر په ټكو كې د سياست او اسلام تعريف لومړي وكړي ځكه چې په ډيرو موضوعاتو كې بحث په دي باندي بي نتيجي شي چې د شي تعريف د جانبينو له خوا نه وي په ډاګه شوي.
ددي سوالونو ترڅنګ زما دا يوسوال هم ورسره وه ليكه چې اسلام او سياست بايد ولي سره جدا نه شي؟ او هغه خلك ئې چې جدا كوي ولي ئې جدا كوي؟

---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------عادل وطنمل


Ghairat
13.10.2004

عادل صاحب ته سلامونه.
وروره په عام ،کورکورانه او تيرو بير قضاوتونو څه ﻻسته نه راځي ، بايد تل پر هغه څه خپل قضاوت وکړئ چې اړونده ليکونکي پر کوم مقصد او منی کړي وي، د نورو او خپلې شخصي انګېرنې ورسره ډې نکړئ.

د څاري په عوګه نه ما او نورو کله ويلي چې ګواکې غربې ديموراسي غواړو! خو ست په هره ليکنه او آن په هره جمله کې دغه ترنم اوتننا تکراريږي چې افغاني ديموراتان له سيلمې غربي ديموکراي غواړي او دلته هم له ديموکراسۍ څخه هدف د هر ليکونکي صرف غربي دموکراسي ده اوبس . داهغه تش او پوچ اتهام دی چې تاسو يې پر مټ نږدې ټول دلايل عياروئ. ايا همداسې نه ده؟ په داسې حال کې چې تاسو يواځې د غربي ديموکراسۍ نوم نوم اوريدلی او يو سيستم هم ورته واياست خو بې له دې کله مو د هغې پر ماهيت يوه کرښه ککړه کړې وي، په ردولو يې ستړی شوې او په پټو سترګو ورته بدرد ليکئ. خو رابه شو دېته چې ديموکراسي يواځې يو شکل نه لري: ليبراله ديموکراسي، ملي يا افغاني ديموکراسي ، اسلامي ديموکراسي او نور ډولونه يې . مونږ کراتو مراتو ويلي چې د غربي يا ليبرالې ديموکراسۍ مخالف يو ، يعنې امريکايي يا لويديځواله ديموکراسي نه غواړو. خو ديموکراسي غواړو او هغه به افغاني او ا سلامي وي، نه غربي يا ليبراله ديموکراسي.
که د اسلام مبارک دين تر ټولو وړاندې د ديموکراسۍ مهم او بنسټيز اصل خپل امت ته وړاندې کړی او هغه دانتخابيت يا بيعت اصل دی ، کوم بيعت چې د فرد فرد مسلمان به د خليفه سره په ﻻس ورکولو ښوده اوهر کس به بيل بيل په ښکاره ډول رايه ورکوله. دغه راز د شورايت شرعي امر په مهمو اجتماعي مسايلو کې د ملي شورا له بنسټيزو اصولو څخه شميرل کيدای شي. ددې سره د ليبرا ليزم ، فحاشت او بد اخلاقيو امکانات په افغاني ملي ديموکراسۍ کې نشته ، کوم چې په څرګند ډول سره د افغاني او اسلامي ديموکراسۍ سره ټکر او ضديت لري، نو نه تاسو او نه بل څوک دا پر فغاني ديموکراسۍ نشي پلی چې دغسې غربي او ليبرال خاصيتونه به ولري.
داچې وس امريکايان ا نور لويديځوال په افغانستان کې څه عمل کوي، هغه نه د ديموکراسۍ سره په په کلي ډول ، او نه د افغاني ديموکراسۍسره کوم تړاو لري. د فرد آزادي هم يو ځانګړی مفهوم لري ، کوم چې په اسلام کې هم ورته پراخه پاملرنه شوې ده. هر مسوليت په اسلام کې د فرد په اوږو بار دی، مجازات او مکافات ، ثواب او عذاب د هرفرد په خپله غاړه پروت او په خپله برخه يې رسيږي.
او بيا د ديموکراسۍ اصول ښاغلي نقاد په تفصيل سره د پوهنې او فلسفې په فوروم کې بيان کړي دي، هلته هيڅ داسې کوم اصل نشته چې د اسلام د مقدس دين سره کوم ټکر ولري، او يا به يې اسلام تاييد نکړي.
بله داچې پ اولسواکۍ يا ديموکراسۍ کی د اولس ، او په مسلمان هيواد کې د مسلمان اولس واکمني حتمأ اسلامي وي ، نه غربي او نه ليبرال ! مونږ په خپل هيواد کې نه لويديځوال او نه د هغوی ليبراليزم غواړو، او نه
مو ځتيزوال او د هغوی کمونيزم غوښتی و، چې شکر د افغانستان د مجاهد اولس په ﻻس مات او ړنګ شول.

نور دی وروره له اسامه نه خبر يم د سعوديانو پر ضد يې ټس دلته يا هلته کړی، خو هغه خطر ناک بريد چې له افغانستان څخه يې پر امريکا وکړ، له يوه عربي هيواد څخه يې نه وکړ او نه کوم خپل عربي ګاونډيو هيوادونوددې مردود عمل اجازه ورکړه.
وروره ته زما پر مقصد سم پوه شوی يې چې د مسلمان اولس د رايو د اکثريت ګټلو سره مشروعيت تر ﻻسه کيږي کيږي، دا کار په دې نه کيږي چې اول قدرت د وسلې په زور لکه طالب يا د مجاهدينو مشران وګټي اوبيا يې څوک د مخالفت جرئت ونشي کړای. هر فاشيست رژيم هم له دغسې حالت څخه برخورداره وي ، خو ديکتاتوري رژيمونو ته هيڅوک ديموکراسي نشي ويلای. ملا عمر په خپله ټوله دوره کې ازاد انتخابات ونکړل، او پدې ډول تر پايه لکه کمونيستي رژيم يو نامشروع او مختنق حکومت پاتې شو . که پورتني اصول تاسو په راتلونکي بحثونو کې زما له خوا مراعات کړل، نو د بحث زمينه به سره ولرو، خو که پرهغوې سترګې پټې کړی، چې ګواکې زما دغه مطلب نه او نور تورونه لګول وغواړئ، نو بيا نور د بحث د پرمختګ امکانات نشته . والسلام


خپل


م ن غروال
13.10.2004

محترمو وروڼو سلامونه ومنئ!
ښاغلۍ عادل وطنمل!
که حقيقت وي نو اصلاٌ توره شړۍ ( دبن لادن قبلول ) تاسو غواړې چې سپين رنګ ورکړئ ٠ستاسو ليکنه له پيله تر آخره صرف نېوکه ده او بس! داسي کوم څه چې پکي د يوه ورورځواب پيدا شي يا يوه جمله چې علمي اتکأ ولري، نه ليدل کيږي٠ فکرکوم په دا ډول نېوکو به هيڅ هم لاس ته را نشي٠ هر ليکوال ځانته يوه مرامنامه بايد ولري او د هغه په اساس بايد خپل د فکر څرګندونه ولري اما نه دا چې نېوکه او نېوکه، چې زه يي غوره نه بولم٠
تر کومه ځايه چې غيرت ورور هم ليکلي دي اسلام او ديموکراسي ندي سره په ټکر کي٠ اومونږ هر يو دلته چې چه څه ليکو فکر نه کوم يا خو خداي مکړه له اسلامه به بې زاره وؤ چې د کفر پولي ته سړۍ رسيږي او نه هم ما او نه هم چا داسي کومه ليکنه کړې ده چې خداي مکړه د اسلام مقدس دين ته په سپکه سترګه ګوري٠ دا ټول د فکرو اختلافات دي چې صرفاٌ د هېواد دسولې او د جګړې د ورکېدو او افغانستان ته د يوه قانوني حکومت غوښتونکي دي چې هر ليکوال يي هم د اسلام مقدس دين تر سيورې لاندي غواړي٠ دلته تاسو ځان اسلامي او مونږه مو ديموکراسان (چې درسته املأ به يي ديموکراتان وي) بللي يو٠ او کله چې تاسو ديموکراسۍ ته د کفري لارې په سترګه ګورئ نو بيا دغه دديموکراتانو خطاب مونږ ته بله معنی ورکوي چې سم کار ندی٠ له هغه وخته چې تاسو دلته ليکنې پيل کړي دي ما ټولې لوستي دي او ما هم تاسو د طالبانو د نمايندې په حيث نه ياست معرفي کړۍ اما که ملا عمر ته د امرالمؤمنين په حيثيت قايل ياست نو بيا طالبۍ ياست٠ او طالبۍ هم واست بيا هم زمونږه مسلمان ورور ياست، دا کومه خداي مکړه بده خبره نده زه هم د طالبانو پلوي کوم اما نه د ملا عمر! خير په هر حال بحث بلې خواته مخ کوي غواړم دا عرض کړم چې مونږه او تاسو ټول د خپل غمځپلي او در په در او د ډير سخت ژوبلې سره چې دهېواد په کچه پکي هر منفي اړخه اړخونه پيدا کيدائ شي لاس په ګريوان يو نو ددغه له وضعې د وتلو لپاره بايد هڅې وکړو٠ دا تل علم ته اړتيا لري چې سړۍ بايد د هېواد په سياسي جريان له هره طرفه درست خبر او هغه له خپلې سياسي عقيدې په اساس نه، بلکه علمي وڅيړي٠ او پيدا کړي چه ولې دا افغان مجاهد قهرمان ولس په دا غميزو او بلاګانو وواښت٠ له هر پلوه د هېواد د نېکمرغۍ او د هېواد دغمېزو د لارې پيدا کولو ته بايد لاس واچوؤ نه يوازې احساسات! ستاسو احساسات زما لپاره د اسلام سره نهايت مينه ده اما هېواد ته به هم هغه ليکو او هغه به کوؤ او هغه به وايو چې کړنلاره د هېواد کامله خپلواکي او ملې امنيت او ملي يووالۍ او هېواد د نړۍ په کچه نړۍ ته د يوه قانوني حکومت په حيثيت وروپيژنو٠ داسي تګلاره چې په ټوله نړۍ کي هيڅ يو هېواد هم د هيڅ ډول ملګرتوب او د اسلام له مخې د ورورۍ لاس نه را سره راکوي، هېواد او ملت ته پرته له تباهۍ نور هيڅ هم له ځانه سره نه لري٠
بس دا علت دي او دا هم اساس او دا هم د نورو وروڼو( ستاسو په اند د ديموکراتانو) د ليکلو او نظر الاختلاف بنسټ چې نه هم نورې د جهاد فتوې دمنلو وړ دي او نه هم وژل او نه هم په پټو سترګو د اسلامي نظام جوړېدو لپاره تګ!
او اسلام او سياست؟ دا هم چا ندي سره بېل کړي اما نا پوهه اسلامي سياستوا لکه ملا عمر يا بن لادن الخصوص افغان مسلمان ملت نشي کولاې وزغمي٠ مسلمان له مسلمانۍ نه، بلکه د اسلامي نظام څخه په تېښته کي دي٠ ځکه خو اوس چې څوک د اسلامي نظام نوم اخلي خل ( افغان مسلمان ولس) ځان په لړزأ شي چې بلا او آفت لکه چې بيا راغئ-
نپوهيږم چې تاسو به تر کومه زما او د نورو وروڼو ليکنې لوستې وي چيرته به هم داسي يو څه وجود ولري چي له اسلام سره په ټکر کي وي٠ تاسو يي نشئ کولائ پيدا کړئ دلته چاته په اسلام دتمسخر اجازه خو څه، چي موقع به هم ورنکړل شي، چې يو تورۍ وليکي٠ نو هيلمن يم چي تل د هېواد لپاره د سولې او دهغې د پرمختګ او دافغان مسلمان او نهايت بې وزله اولس لپاره خير خواه او د افغاني سياسي ستونزو لپاره علمي لارې چارې ولټوئ٠

مننه او په درناوې
ستاسو ورور غروال


م ن غروال
13.10.2004

ښاغلۍ عادل ورور بيا هم سلام!
تاسو څو ځايه مکرراٌ ليکئ چې
[color=red:c1a7b3b19f]ديموکراسي کفري فلسفه ده![/color:c1a7b3b19f]لومړۍ دا نشئ کولائ علمي ثابته کړئ چي ديموکراسي يعنې کفر!
او دوهم هم چې ديموکراسي فلسفه وي!
او د ښاغلي حليمي ورور پوښتنې!!!
په هغه او دغه نه ځواب کيږي بلکه هغه ډير لوړې اسلامي علمي چېړنې ته اړتيا لري چې پري ډير غټ غټ کتابونه هم ليکل شوي او کيدا شي وليکل شي٠
زما په اند ( هيلمن يم خپه نشئ) تاسو يوه اندازې مطالعې ته اړتيا لرئ٠
په درناوې



Adil watanmal
14.10.2004

د قدر وړ غيرت صاحب او ګرانو لوستونكو

---------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

له نظر څرګندوني څخه مو مننه.
غيرت صاحب:
لومړي خو مننه درڅخه كوم چې دا دي په ډاګه كړه چې هغه ديمكراسي چې امريكايان غواړي تاسي ئې نه غواړي او تاسي افغاني ديمكراسي غواړي خو نه پوهيږم چې اوس مهال خو په افغانستان كې د ديمكراسي سرغني يعني امريكايان ددي فلسفي په پلي كولو بوخت دي او تاسي دغسي ديمكراسي نه غواړي نو بيا ولي د اوسني حكومت نه دفاع كوي سره ددي چې ددغه حكومت نظام په همغه ديمكراسي ولاړ دي چې امريكايان ئې غواړي؟
دوهم تاسي چې كومه ديمكراسي غواړي او يا په بل عبارت افغاني ديمكراسي نو ددغه ديمكراسي تطبيق به په افغانستان كې څوك ترسره كوي او څه وخت به دا كار كيږي.؟؟؟؟

وروره د ورستي ليكني څخه دي راته معلومه شوه چې زما او ستاسي په نظر كې دومره ډيره فاصله نه ده پاتي خو صرف زه غواړم چې په ملك كې اسلامي حكومت راشي او حاكميت په كې د اسلامي قانون وي او د اسلامي قانون حاكميت څه معنى؟ كولاي شي چې جواب ئې د اسلام په فورم كې د اسلامي حكومت پيژندنه تر عنوان لاندي موضوع كې وه ګوري.
او تاسي غواړي چې افغاني ديمكراسي حكومت دي راشي چې حاكميت پكي د ولس وي يعني د حكومت لپاره د تشريع مصدر د هيواد وګړي وي. نو حكومت به د وګړو خوښي ته ګوري چې هغوي څه ځان ته حلال كوي او څه حرام كوي.
خو ګرانه اسلام بيا وايي چې د حلال او حرام حق يواځي الله او رسول د هغه ته شته بس نه عام ولس ته. او پدي اړوند دلائل نه راوړم ځكه چې په اسلام فورم كې مي د اسلامي حكومت پيژندنه تر موضوع لاندي ذكر كړي او هغه راته كافي ښكاري.

-----------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
14.10.2004

محترم غروال صاحب او ګرانو لوستونكو له سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته

غروال صاحب:
لومړي مو له نظر او نصيحت څخه مننه كوم.

محترم په ليكنه كي دي كومه نوي خبره په نظر رانغله چې جواب ئې وليكم خو صرف يو څو ټكي به وليكم ستاسي په دي ښه نصيحت چې زه بايد متالعه وكړم.
وروره زما دا نظر دي چې هر ليكوال بايد هره ورځ د هيواد او دنيا د حالاتو څخه ځان خبر كړي او مختلفو موضوعاتو په اړوند متالعه وكړي خو په هره موضوع بايد د خپل دين او عقيدي په هنداره كي هم وه ګوري او چې كله ليكنه كوي بايد فكر وكړي چې ددي هري خبري به په هغه ورځ جواب وركوم چې الله پاك به فيصله كونكي وي او رسول عليه السلام به ولاړ وي او هر سړي به له خپل مور، پلار ، ورور، ځآمن او ... څخه به تښتي چې كومه نيكې رانه ونه غواړي.

[color=white:4b30e4addc]يادونه:[/color:4b30e4addc]

محترمو ليكوالانو او د قدر وړ لوستونكو
[color=yellow:4b30e4addc]پدي موضوع كې زه خپلو ليكنو ته د پاي ټكي لږوم [/color:4b30e4addc] ځكه د خبري د روښان والي په صورت كې مقابل جانب كوشش كوي چې خبري ته بل رنګ وركړي او د خلكو نظر له اصلي موضوع څخه واړوي. او ان شاء الله چې په نورو موضوعګانو كې به سره خپل نظرونه څرګندو.

----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
15.10.2004

ګرانولوستو نکو اسلام عليکم و ر حمت الله وبرکاته
مونږ ته د لومړيو څلورو خليفه ګانو څخه د مشروعيت له پاره په سياست کې دبيعت يا انتخاباتو (د عامو، آزادو، عادﻻنه و او سري رايګيريو ) طلايي اصل په ميراث راپاتې دی. له نوموړي معيار پرته ټول تير شوي اسلامي رژيمونه په هروخت او د اسلامي نړۍ په هر ځای کې نامشروع او با طل رژيمونه وو. که د خلفاو راشدينو څخه را هيسې تر نن ورځې پورې هم دانتخا باتو دغه زرين اسلامي اصل پلی شوی وای او اسلامي رژيمونه مشروع پاتې شوي وای، نن ورځ به هره اسلامي ټولنه له لويديځ سره سياله او تر هغوی بهﻻ پرمخ تللې وه، خو په څ ډول چې د يهودو او نصوارو ديني عالمانو د تورات او انجيل په متن او الفاظوکې بدل کړل، دغسې د اسلام ديني عالمانو د سياست په برخه کې د مشروعيت له پاره د راشدينو خليفه ګانو د انتخاباتو لار اومعيار بدل اوتحريف کړ او هغه يې د عمل له ډګر څخه وويسته. . په دې توګه اسلامي نړۍ په مجموع کې ضعيفه شوه، د سلاطينو او د هغوی د چاپلوسو درباري ملايانو (ديني عالمان) په ﻻس کې ولويده او د حکومتې ددورې بدلون يې يواځې زور زياتي، مرګونو، چل فريب او خدعو ، ياغي پاڅونو او کودتاګانو ته وسپاره. په دې برخه کې په تيرو ٢٥ کالو کې له کمونستانو څخه نيولې تر مجاهدينو او طالبانو پورې ټول يوډول د اسلام دوښمنان پاتې شول او عامو ازادو، سري او عادلانه انتخاباتو ته يوه هم تن کينخود، او همدغه د غميزې سبب شوه، ځکه دوی پوهيدل چې په دغه ډول انتخاباتو کې به مسلمان افغان اولس نه کمونستانو ته، نه جګړه مارو مجاهدينو ته او نه هم زور واکه ، وروسته پاتواو متعصبو طالبانو ته د واکمنۍ يوه شيبه چانس هم ورکړي . همدا اوس په ټولټاکنو کې ټوپکسالاران ، که دوی پخواني مجاهدين و او که د دوستم په څير پخواني کمونستان و، د نابودۍ او ورکاوي د ګواښ سره انشا الله
مخامخ دي.. لږتر لږه دا د انتخاباتو يوه اساسي غوښتنه او اړينه پايله ګڼل کيږي . وبه ګورو چې نوی حکومت رسره څه کوي.. که مونږ له انتخاباتو څخه په پايګير او پرله پسي ډول اوبيا له ملي شورا له ځواک څخه پوره کار واخلو ، پر ټولو ستونځو به برﻻسی د مسلمان افغان اولس په برخه شي . ومن الله التوفيق. .


ziauddin
18.10.2004

محترم عادل صاحب سلامونه وبعد زه په سفر يم اسباب راته مساعد ندي چه څه وليكم او س مي فقط
داسي لږوخت پر يو عام كمپيو ټر پيداكړ تا چه داسلام په فورم كښي يوه غوښتنه د يوحديث په باب كښي كړي وه هغه مي هم وليده انشا ألله له وخت سره به هغه كورني مجلس كښي خپلي ليكني جاري وه ساتو طالب جان صاحب دي هم خبر وي دلته يو خبره كول غواړم چه دا بعضو خلكو زيات نا لايقه او بي ادبه الفاظ داسلامي مجاهدينو په باره كښي استعمال كړي دي نه پو هيږم چه پښتو ترقي كړي كه انګريزانو اوامريكايانو ترقي كړي چه په پښتو ليكني كوي كه له دي دو امرينو يو نوي نو بيا زما رقين دي بلكه حق اليقين دي چه دغه كسان دنړي دكفري تبليغاتو تر اثر لا ندي را غلي دي يا خو څه نا څه لا لچ اخستي دي
مسلمان چه خلا وطبعه شي هغه داسي ليكني نه كوي هيڅكله يي نه كوي له اهانته ډك الفاظ داسلام دمجاهدينو په باره كښي نه مستعملوي او بل خبردا كوم [color=red:ad0522a44d]غروال ليكي چه عادل وطنمل نوي مطالعي ته [/color:ad0522a44d][size=24:ad0522a44d]ضرورت لري [/size:ad0522a44d]وروره غرواله ستا بعضي ملګري دي ته ضرورت لري چه خپلي ليكني خرا بي كړي دعادل ورور مطالعه په هره برخه كښي ډيره عميقه ده او زما له نظره بالكل حقه ده

"""""""""" وسلام ملګرو مسافر يم ملګري راته انتظار دي ( ضيأالدين )


Ghairat
18.10.2004

[color=white:8af2a380ab]ضيألدينه وروره سلامونه او نېکې هيلې ومنه!
په ټول افغان کې دا يو اصل منل شوی ، ښايې مراعات يې کړې چې هر ظالم قدرت ته رسيدلی او يو بيګناه افغان يې وژلی وي، هغه د اسلامي اصولو سره سم پخپله د خپل ژوند حق له ځان څخه سلب کړ، او که پر ناحقه سره بيا هم ژوندی پاتې وي، نو هغه بيا نور دا حق نه لري چې ځان د مجاهد ، طالب، اخوان، ستمي، دوستمي ، کمونست ، انقلابي يا بل کوم نامه سره پټ يا تبرئه کاندي. دوی چې تر محاکمه کيدو پورې ژوندي پاتې کيږي هم ډيره ده، که دغسې تورمخي ظالمان که هر څومره ورټل شي بيا هم کمه ده. متاسفانه دپورته ياد شويو ډلو مشرتابه ټولو پر خپل وار سره د افغانستان پر مظلوم اولس داسې نادودې کړي ، چې بشري تاريخ ترې کرکه لري، او د قاتلينو په توګه بايد يواځې پر سولۍ د ځړېدلو انتظار وباسي ، نه دا چې په پورتنيو نومونو سره ﻻ درناوی هم وغواړي. دا به يوه دقيقه عادﻻنه اسلامي محکمه ثابتوي چې مجاهد څوک دی او د مجاهد اولس پورې تړاو موندلی شي،نه هر قاتل اونه هر وسله وال ٠همدا علت دی چې مجاهد هغه بي ګناه مسلمان افغان ته وايې چې يواځې د روس دويستلو له پاره يې وسلوال جهاد تر سره کړی او يو افغان ترې هم بي ګناه چيرې وژل شوې نه دی. په دې مالوم او معيين مفهوم سره يواځې افغان ولس مجاهد بلل کيږي، نه هغه جنايت کار قوماندان ، هغه ظالم او وينه څکونکی مشر ، هغه پيسه دوست مکار او دسيسه باز وسلوال چې د څو روپو له پاره يې د هيڅچا په ژوند ، ناموس او ابرو ، کور او مال باندې صرفه نه ده کړې . که دا غربي وي که شرقي که ملا ، طالب وي که خلقي، که ستمي وي که پرچمي ، هر يو به له ملي محاکمې وروسته په افغانستان کې د يومصؤن ژوند حق ترﻻسه کړای شي، نه مخکې ! والسلام .[/color:8af2a380ab]


ziauddin
24.10.2004

محترمه دډيموكراسي تر نامه لاندي چه يه ځان تير كړي وي او ځان يي
ملته وفادار ښولي وي او په واقعه كښي دافغانانو قاتل او غټ غداروي
او يو ملي خاين وي هغه به څو ك محاكمه كوي او څوك به جزأ ور كوي
ايا كرزي او ددملګري دمحاكميدو لايق ندي په داسي حال كي چه ډير
معصوم افغانان يي قتل كړل او زياتي افغاني ميرمني دده په وجه بي عزته
شوي او ډير خلك يي ناحقه اسيران كړل وسلام ضيأالدين


ziauddin
06.12.2004

[color=red:b8b6ad07c2][size=18:b8b6ad07c2]محترمؤ ملګرؤله مشکلات نه خلاص نه يم دعا کوي [/size:b8b6ad07c2][/color:b8b6ad07c2]


نقاد
07.12.2004

[quote:19813548e2="ziauddin"]محترمه دډيموكراسي تر نامه لاندي چه يه ځان تير كړي وي او ځان يي
ملته وفادار ښولي وي او په واقعه كښي دافغانانو قاتل او غټ غداروي
او يو ملي خاين وي هغه به څو ك محاكمه كوي او څوك به جزأ ور كوي
ايا كرزي او ددملګري دمحاكميدو لايق ندي په داسي حال كي چه ډير
معصوم افغانان يي قتل كړل او زياتي افغاني ميرمني دده په وجه بي عزته
شوي او ډير خلك يي ناحقه اسيران كړل وسلام ضيأالدين[/quote:19813548e2]

وروره اوس خو دې د سر پر سترګو پخپله ويدل چې ملت د انتخاباتو له ﻻري پر حامد کرزي باندې څه ډول حکم صادر کړ : هغه يې خپل قانوني او مشروع رئيس جمهور وټاکه ! نور نو له جنون او ليونتوب پرته بل هيڅډول اپوزيسون، مخالفت او قاومت د هغه د ټاکنې پر ضد جواز نه لري . هو ، په هره محکمه ، په تيره بيا ستره محکمه کې ته کولیشې، پر هغه هم د قتل دعوا وکړې، که دې پرې ثابته کړه نوموړی به اعدام شي ، او که دا نه نشې کولی، نو وروره دادې وخت چې نور بايد له دې پوچ او بې محتوا تبليغاتو څخه لږ تر لږه د ستر افغان ملت په احترام چې کرزي صاحب يې په آزادو انتخاباتو کې خپل مشر ټاکلی دي، لاس واخلې او جمعي تفکر ته تسليم شې ! اولسواکۍ درته ﻻر خلاصه کړې چې اسلامي ګوند ، اسلامي تبليغ او اسلامي پرمختګ اواسلامي اپوزيشن له پاره د شورا له ﻻرې کار او فعاليت وکړې ، نه داچې د مرګ ژوبلې ، ترهګرۍ او تباهۍ په اور تيل پاشلو ته دوام ورکړې . په شورا کې مو دتبليغ قانوني او په زرګونو وارې اغيزمن تماميږي او د ملت غوږونو او قضاوت کلو ته ښه رسيږي . نو په قانوني مبارزه کې ستا اوستا د ملګرو بری غواړم . والسلام


ILHAM YASINI
10.12.2004

بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنو نيكى هيلى او د پرديسۍ سلامونه دزړه له کومې ستاسو حضور ته وړاندی کوم :!: ګرانو عزتمندو عزيزانو د كرزى او كارمل تر منځ سه فرق دى ؟ ددي سوال په باركى ټول ښه پوهيږو چه کارمل دبرژنيف شوروې او کرزۍ د مستر بوش امرېکا يي ګوډاګي دۍ خو که رښتيا وواېوو ببرك کارمل خپل بادار ته ډېر په اخلاص منډې وهلي ځکه خو يي د ډيري خوښۍ دوستۍاو اخلاص اودافغانستان د ورانې د شوروې لخوا د لينن مډال ورکړل شو دافغانې ليننيانو لخوا کارمل په مشرۍ د افغانستان ډير لوي مډال (زرېن لمر) د برژنيف په ټټر وځړاوه . مډالونو سلسله لا تر اوسه جرېان لرې چه کرزې ته يو مياشتو له مخه امريکا د وطن د ازدادۍ مډال ورکړ پدې وخت کي کرزې خپله طياره هم نه لرله او د کرزې په غوښتنه په يو امريکا يي الوتکه کي سفر وکړ او د ازادۍ مډال يي تر لاسه کړ کرزۍ دا راوړل شوي مډال د افغانستان د شهيدانو بچو ته وقف کړل.
دکارمل بادارانو غوښتل چه افغانستان په زوره او قوت خپله مستعمره وګرزوې خو لوي الله پاک يي دا ارمان پوره نه کړ او شرميدلي يي د افغانستان د پاکي او سپڅلي خاورې نه په تيښته مجبور کړل. کارمل ګډاګي چه انقلاب زمونږ محبوبي خاورې ته راوستلو دهېواد خلک يي در په در کړل د ډيرو تکلېفونو له لاسه يي مجبور کړل چه خپل پلرنۍ جوګڼه پريږدی او هجرت وکړې همدا وه چه په افغانانو يي ګاونډۍ هيوادونه ډک کړل اوپه 1980کال د کارمل راوستي شوروي د تېری د غندلو لپاره ېو اسلامۍ غونډه په سعودی عربستان کې جوړه شوه او کارمل په ضد يي د جهاد اعلان وکړ.د افغانستان با وقاره با عزته مجاهدينو د جنګ ميدان ته د زمرو په شان ورودانګل او داسي غاښ ماتونکي جواب يي ورکړلو چه ټول عالم ته يي رسوا کړل اود افغانستان په پاکو وينو رنګ اسلامي بيرغ يي ټول عالم ته وروپيژانده.کارمل او د هغه ملګرو د هيواد اقتصاد ته دومره لوېه ضربه ورکړې چه زموږ هېواد په نړۍ کې د ټولو څخه غرېب هيواد کړاو هم يي فرهنګ ته لوي زيان رسولي چه په 1983کال 5000محصليند کابل د پوهنتون څخه کم شو مدرسي جوماتونه او عالمان يي شهيدان کړل لنډه دا چه هر څه يي د خاورو سره سم کړل همدا وجه ده چه زمونږ ډير افغانان د مورنې پلرنې ځالي څخه لرې په دردونو کړاونو او رنګارنګ مصيبتونو کي شپي سبا کوې ايا دا د چا د زړه څخه کله وتلايې شې :?: :?: :?: :?: څوک چه ددې نعمت څخه محروم وي هغه ېوازي دا غمونه اندازه کولاې شي د چا چه مور کونډه پلار ېې شهيد شوې وي هغه ته دا درد محسوسولاي شې خو داسي خلک هم شته چه د يتيما نو او د افغانستان د غريبوبچو په پيسو يي بلډنګونه جوړاوتجارتونه دوام لرې. کارمل افغانستان په سرو شورويانو د ازادۍ سره پلورلي او د هيواد هر څه يي زيان سره مخ کړي ؤ.
اوس راځو کرزې صاحب ته ډېر څه د کرزی په دوره خو د ازادۍ کمی اوس هم موجوديت لرې .د کفارو سره دوستي کولو همدا سي حال وې لکه کارمل چه د طالبانو په وخت کي قبر په ټاګونو ورک او هډوکي يي په توپونو والوزول شول :P :P :P . لکه د نجېب چه مړي يي1996کال دکابل داريانا په څلورﻻری کې وځړول شو.لکه حفيظ الله مين او داسي نور.
په قرانکرېم ښکاره او څرګند ايات مونږو ټولو ته مسلمانانوپه ډاګه ښايي : :!:
بسم الله الرحمن الرحيم
( و لن ترضی عنک اليهود ولن نصارا........
هيڅ کله به ستاسو دوستان نه شي اونه به دوستې وکړې ستاسي کفار تر څو ددوۍ ﻻره اختيار کړۍ....

مننه .......................


نقاد
11.12.2004

پښتون افغانه وروره ستړی مشې، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه .
وروره تحليل دې ډير ښه او سم راپيل کړی دی ، د کارمل په برخه کې دې په فکتونو ،عقلي او منطقي دﻻيلو متکي ليکنه کړې ده، خوکله چې د کرزي په برخې ته رسيدليې، د فکتونو ، عقلي اومطق تليل ﻻره مو پرې ايښې او عقيدوي
د ﻻيلو ته دې مخه کړې ده، څو دده په برخه کې بحث ختم يا له سره درسره پيل نشي ؟ آيا ښه به نه وو چې دده په برخه کې دې هم پر فکتونو وﻻړ عقلي او منطقي بحث ته دوام ورکړی وای او بيا دې پرې ديني احکام دپاسه ورزيات کړی واي؟ دې توګه به دې د لوستونکو چانس ، چې خپل نظر وړاندې کړي ، نه وای سيزلی او خپل دﻻيل به ې هم دديني ارشاداتو په مټ پياوړي کړي وای؟ څو ک چې يواځې پر ايت او حديث باندې پر سياست خبرې کوي، هغه د عقلي اومنطقي د ﻻيلو يعني بالکل د بحث کولو مخه نيول او يواځې د يو بل ملا صيب له خوا تائيدول غواړي او بس . ايت او حديث بايد څوک د آزادانه بحث له پاره وړاندې نکړي، ځکه دايت پر خلاف نظر ورکول کفر دی او ورته رابلل هم لږ تر لږه ستره ګناه ده .
تاسو نه دي لیکلې چې د ببر ک کارمل په خلاف کرزی د بن په افغاني کنفراس کې د افغانانو له خوا پر مشرۍ و ټاکل شو او مخالف کانديد يې هم درلود ، چې دوه يادرې رايې يې له هغه څخه زياتې و ګټلې . داچې کرزي
[quote:c2deab48ea] ازادۍ مډال يي تر لاسه کړ کرزۍ دا راوړل شوي مډال د افغانستان د شهيدانو بچو ته وقف کړل.[/quote:c2deab48ea] دا هم د کارمل له مډال ګټنی او سټنې سره فرق لري .

[quote:c2deab48ea]دکارمل بادارانو غوښتل چه افغانستان په زوره او قوت خپله مستعمره وګرزوې خو لوي الله پاک يي دا ارمان پوره نه کړ[/quote:c2deab48ea]
[color=blue:c2deab48ea]لومړی شوروي په سياسي زور سره هم د ترکي او امين په وخت کې دا ډول هڅې ډيرې کړې وې ، خو په دواړو دورو کې يواځې او يواځې د امين د مقاومت سره مخامخ او ناکام پاتې شو، نو ځکه يې پر امين بيا پوځي بريد تر سره کړ.
امين هم کمونست واو دا د هغه بدمرغي وه ،خو افغاني کمونست و او دايې برتري وه ، ولې تره کی او کارمل د شوروي ګوډاګيان وواو دا يې سياسي عقربي او د ملت سره جفأ وه، ځکه خو درې واړه خواوې پر امين باندې په بريد کې سره يو ﻻس او يوه خوله شول او شوروي ددوی د پلويانو سره يوځای افغانستا ن اشغال کړ.[/color:c2deab48ea]
نوربيا


شادان
18.05.2005

زموز ددين او كلتور غل وختي
............................................. ثاني شجاع دوخت كار مل وختي
بيا دي څوپاڼي دتاريخ كي شاته
.......................................................لكه زېوال دتيارو مل وختي
نن به دي خود خلک په كاڼو ولي
.........................................................واجب القتله په اجل وختي


محترم (شادان)

Azim Babak
06.08.2005

شادان تخلص ژورناليست شناخته شدهء افغانستان عبداله شادان است .که من بيش از 30 سال با همين نام آشنا هستم.از نام شما من در دورهء خدمتم در مطبوعات کشور چيری نخوانده ام ونشنيده ام .در زمان اقامتم در پشتونخواه (پشاور) هم چنين نامی در مطبوعات افغانی بنظرم نرسيده است .
اگر شما با آنها قرابت فاميلی داريد ،اشکالی ندارد .با عرض حرمت


ازشادان

شادان
07.08.2005

زه دانټرنيټ شادان يم او ته دبلي نړي زما 14 كاله عمر دي ته به لوي يي او داسي موضوع بايد دشخصي پيغام له لاري وڅيړل شي وسلام شادان


نقاد
09.08.2005

[quote:c664d588d2="ziauddin"]محترمه دډيموكراسي تر نامه لاندي چه چا ځان تير كړي وي او ځان يي ملت په دروغو وفادار ښولي وي او په واقعيت كښي دافغانانو قاتل او غټ غدار او يو ملي خاين وي هغه به څو ك محاكمه كوي او څوك به جزأ ور كوي
ايا كرزي او دده ملګري دمحاكميدو لايق ندي په داسي حال كي چه ډير
معصوم افغانان يي قتل كړل او زياتي افغاني ميرمني دده په وجه بي عزته
شوي او ډير خلك يي ناحقه اسيران كړل وسلام ضيأالدين[/quote:c664d588d2]

ددين رڼا ضيأالدينه وروره د څراغ ﻻندې دې تياره ده که څه، اول دې ښايي پورتنۍ دعا سمه نه وي، او که بيا هم خبره همداسې وي ، نو ډاډه اوسه ، ددموکراسۍ پراختيا او ثبات به د هر سياستوال سره خپله محاسبه وکړي او هر خاين به محکمې ته را کاږي . محکمو ته راښکل او محاکمې
د دمکراسۍ بنسټي خاصيت دی ، خو دعاکوه چې دموکراسي هم کلکه او هم پخه شي،طالب ، تنظيميان ، خلقي پرچمي ، دوستميان ستميان او نور ټوپکوال به ټول
خپل حساب ورکوي، که په کرزي صيب هم کوم جرم ثبوت شو، په دمکراسۍ کې نه بښل کيږي!


ببرک کارمل

FaridOkhyar
10.08.2005

[color=red:483adb04e3][size=24:483adb04e3]ببرک کارمل[/size:483adb04e3][/color:483adb04e3]
ببرک کارمل په ۱۳۰۸ ش ۱۹۲۹ م کال د کابل په جنوب کى د کمريو په قريه کى وزیږید. پلار يى جنرال محمد حسىن خان او نيکه یى مرزا محمد هاشم خان له پښتنونخوا نه پنجشیرته راغلى او هلته يى ژوند کاوه. خو ځنى په دى عقيده دى چى هغه په قوم کاکړ يا بارکزی دى . خپلى زده کړى يى په نجات ليسه کى پاى ته ورسولى او له سياست سره يى د مینى له امله د پلار په آشنایى د محمدداؤود په ( ملى کلوب ) کى فعاليتونه وکړل . ( ۱۳۱۹ ش ۱۹۴۰ م ) . ببرک کارمل په ۱۳۰۷ ش ۱۳۲۸ م کال کى د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځى کى شامل شو، او چپى فعاليتونه يى کول او په دولتى ضد مظاهروکى يى اساسى رول لوباوه. هغه د آزادو مطبوعاتو په دويمه دوره ( دشاه محمود خان دوره ) کى له ( انګار ) او ( وطن ) جريدو سره همکارى درلوده. ببرک کارمل له ۱۳۳۱ - ۱۳۳۶ ش / ۱۹۵۲ - ۱۹۵۶ م پورى د دولت تر څارنى لاندى و چى هغه مهال ډاکټر عبدالرحمن محمودى اومير غلام محمد غبار هم بنديان وو. . هغه په زندان کى له مير اکبر خيبر سره آشنا شو او د دوستى تړون يى وکړ چى کولاى شو کارمل له ۱۳۳۴ ش / ۱۹۵۵ م کال رايسى يو معتدل انقلابی وګڼو . ببرک کارمل په ۱۳۳۶ ش / ۱۹۵۷ م کى له پوهنتونه تر خلاصيدو وروسته په ۱۳۳۷ کال د مکلفيت دوره سرته ورسوله او په پلان وزارت کى ىى ماموريت پىل کړ ( کارمل په حکومت کى د خپل ماموريت په دوره کى چى په ۱۹۶۵ ( ۱۳۴۴ ) کى پاى ته ورسيد د پاچا د معالج ډاکټرکرام الدين کاکړ له ميرمن، ناهيد اناهيتا راتب زادچه دښځو د حقوقو ستره مبارزه وه همکار شو. ببرک کارمل، واک ته تر رسيدو پورى په مکرورىانو کى اوسىده او هملته ىى فعالىت کاوه. مىرمن ىى محبوبه کارمل هم له هغه سره په حزبى فعالىتونو کى له هغه سره ملګرتىا کوله اودوطن د روزنتون د رئىسى په توګه کار کاوه. ببرک کارمل په ۱۳۴۴ ( ۱۹۶۵ ) کى له تره کى او طاهر بدخشى او سلطانعلی کشتمندسره ىو ځاى په کابل کى د افغانستان د خلق دموکراتىک ګوند جوړ کړ. دخلق جرىدى تر مصادرى وروسته ددى درى واړو تر مىنځ انشعاب رامنځ ته شو چى هر ىو مختلفى سىاسى ډلى جوړى کړى. کارمل د پرچم اعتدالی ډله منځ ته راوړه . کارمل د اولسى جرګى د دولسمى او دىارلسمى دورى لپاره د کابل له شىر شاه مىنى نه کاندىد او انتخاب شو. د داؤود په جمهورىت کى کارمل د داؤود په لومړنىو اجراآتو کى اساسى رول درلود او هغه ته تژدى کسان لکه جىلانى باخترى،محمد حسن شرق،فيض محمد ځدران، محمد خان جلالر او نعمت الله پژواک دمحمدداؤود د کابىنى غړى وو. پخپله د سىاسى په تنظىم کى په پټو فعالىتونو لګىاو. د ۱۳۵۷ د ثور په کودتا کى د صدر اعظم مرستىال وټاکل شو او د خلق او پرچم د اختلافاتو په رامنځ ته کىدو سره ىى هغه پراګ ته د سفىر په توګه واستاوه او له سىاسى ډګر نه لرى کړاى شو. څه موده وروسته امىن هغه د ځان پر خلاف د کودتا په تور له کاره ګوښه کړ او له هغه نه ىى وغوښتل چى هىواد ته راستون شى. کارمل او د پرچم ګوند نورو پرچميانولکه اناهىتا راتب زاد ، نور احمد نور، نجيب اله ، محمود بريالی ، جنرال ګل آقا اوعبدالوکيل په ختىز المان کى سره ىو ځاى شول. د ۱۳۵۸ د مرغومى پرشپږمه د ۱۹۷۹ د دسمبر ۲۷ مه ببرک کارمل افغانستان جمهور رييس شو. د کارمل د رژىم په وړاندى په افغانستان کى پاڅونونه او تمام عىار جنګ ادامه درلود . ببرک کارمل په ۱۳۶۷ / ۱۹۸۶ کال له کاره ګوښه کړاى شو او ىو کال ورسته د تداوۍ په نامه مسکو ته واستول شو. کارمل په ۱۳۷۶ / ۱۹۹۸ م کى په مسکو کى وفات شو او د جنرال عبدالرشىد دوستم په اجازه چى بلخ او شبرغان ولاىتونه ىى تر کنترول لاندى و په حىرتان ښار کى خاوری ته وسپارل شو.

د [color=blue:483adb04e3]حامدکرزۍ [/color:483adb04e3] ژوند لېک ٠٠٠


م ن غروال
11.08.2005

او په آخر کي دده په قبر ټاګنونه وختل او دده هډوکې يې هم راويستل او د(غچ) محاکمي چې څه په هډوکو وکړل هغه به نه ليکم! اما زما د زياتې خوښۍ مؤجب شو!!!
مونږه دلته بحث دده په مقرريو نه ؤ روان کړۍ بلکه دده په هغو جنايتونو چې د زرګنو بې ګناه مسلمان افغانانو سرونه يې د خاورولاندې کړل٠ او توپير يې د ښاغلي کرزي سره د هېواد په سياسي او مذهبي کچه او پوله کي! او توپير يې د دوئ دشخصيت په هغه برخه کي چې ايمان او وجدان او وطنپالنه يې انځوروي!
پدې هکله مو زحمت زه ډير بې ځايه بولم٠
هيڅ مسلمان افغان دده سجل او سوانحو ته هيڅ ډول اړتيا نلري٠ هر څه يې چې کړي دي ډېر يې بد کړي دي٠
او دا جمله :
[quote:8b7bef64d4]اناهيتا راتب زادچه دښځو د حقوقو ستره مبارزه وه [/quote:8b7bef64d4]
يوه لويه خطأ ده او که نه وي نو بيا شرح ورکړۍ چې د کوم ډول حقوقو؟ هغه کارنامې چې هغې وطنپلورنکې او کمونستې کړې دي په زحمت وليکئ!!!!
زه پرته له کثافته به نور څه وګورم؟
غروال



ع کريم حليمي
11.08.2005

ډېر محترم نقاد صاحب په سلامونو دي لمانځم
په ډېر احترام عرض کوم !
چه : داسي نه ده
[quote:b225f6fcf3]ددين رڼا ضيأالدينه وروره د څراغ ﻻندې دې تياره ده که څه، اول دې ښايي پورتنۍ دعا سمه نه وي، او که بيا هم خبره همداسې وي ، نو ډاډه اوسه ، ددموکراسۍ پراختيا او ثبات به د هر سياستوال سره خپله محاسبه وکړي او هر خاين به محکمې ته را کاږي . محکمو ته راښکل او محاکمې
د دمکراسۍ بنسټي خاصيت دی ، خو دعاکوه چې دموکراسي هم کلکه او هم پخه شي،طالب ، تنظيميان ، خلقي پرچمي ، دوستميان ستميان او نور ټوپکوال به ټول
خپل حساب ورکوي، که په کرزي صيب هم کوم جرم ثبوت شو، په دمکراسۍ کې نه بښل کيږي![/quote:b225f6fcf3]
اولسواکي نه خوله لري ٠ نه لاسونه ،نه مجرم پېژني !
هيڅ څوک تر قانون لوړندۍ په اولسواکي کښي ٠
که چا ظلم کړي وي ٠نومظلوم دي پټه خوله نه کښيني ٠ خدای ته دي نه ژاړي ٠ وليچه
الله رحم کړۍ چه يو ملک ته ئې تر شرعي لاندي اولسواکي ورکړې ٠
نو ورسه د عدليې وزارت ته دعوه وکړه چه فلان شخص زما ورور راوژلۍ دۍ
فلان سړي زما څخه غلا کړې ٠ مه پرېږه چه تر څو ئې جزا نوي ليدلې ٠
هو زحمت دۍ٠ خو بې زحمته راحت نسته !
اولسواکي کار غواړي ٠ هو دعاوي هم ښه کار دۍ
يخ د خدای په روۍ نه ګرځي د خره په ځل ګرځي


كرزي اوكارمل

شادان
11.08.2005

اقتباس نقاد [color=darkred:3f666a054d] محکمو ته راښکل او محاکمې
د دمکراسۍ بنسټي خاصيت دی ، خو دعاکوه چې دموکراسي هم کلکه او هم پخه شي،طالب ، تنظيميان ، خلقي پرچمي ، دوستميان ستميان او نور ټوپکوال به ټول
خپل حساب ورکوي، که په کرزي صيب هم کوم جرم ثبوت شو، په دمکراسۍ کې نه بښل کيږي!
[/color:3f666a054d]وروره سل يي مړه كړو دي يي لا بدي نه بولي هغه ظلم او ستم چه كرزى وكړ
مسلمان يي نه سي هيرولاس ديو غټ اسلامي نهظت مخه يي ونيوله انګريزان او ددنيا كفار يي وطن ته را ويستل دبوش او كا فر بليرد غلامانو غلام شو وطن له فحاشي او عرياني ډك شو ددي ظالم اكبر الكباير نقصانات بيا نيداي نه شي خبره نه شم زوولاي او نه يي پو ټه ولاي شم هيڅ شك ده ده دوطن په دښمني او عملي كفر كي نه شته كفار چه په هر نامه څوك مقدسى خاورى ته راولى دوطن دښمن دي او دكفري قانو په مروج كولو كښي معون دكافر كافر عملا يقينا دي او كه كفري قانون دانسانيت دپاره خير بولي بيا كا فر دي عقيدة كه څوك وعده وكړي چه زه په شرعي دلايلو قناعت كوم موږ به يي وړاندي كړو خودغرب په تاسراتو متاسر خلګ دخپلو نفسي خواهشاتو په خاطر له اسلامي او شرعي دلايلو سر ډير كږ وي < زين لهم انفسهم امرا> وسلام على من اتبع الهدى


Re: كرزي اوكارمل

نقاد
11.08.2005

[quote:c06783b2e4="شادان"]
وروره سل يي مړه كړو دي يي لا بدي نه بولي هغه ظلم او ستم چه كرزى وكړ مسلمان يي نه سي هيرولای ديو غټ اسلامي نهضت مخه يي ونيوله انګريزان او ددنيا كفار يي وطن ته را وستل دبوش او كا فر بليرد غلامانو غلام شو وطن له فحاشي او عرياني ډك شو ددي ظالم اكبر الكباير نقصانات بيا نيداي نه شي خبره نه شم زوولاي او نه يي پو ټه ولاي شم هيڅ شك ده ده دوطن په دښمني او عملي كفر كي نه شته كفار چه په هر نامه څوك مقدسى خاورى ته راولى دوطن دښمن دي او دكفري قانو په مروج كولو كښي معون دكافر كافر عملا يقينا دي او كه كفري قانون دانسانيت دپاره خير بولي بيا كا فر دي عقيدة كه څوك وعده وكړي چه زه په شرعي دلايلو قناعت كوم موږ به يي وړاندي كړو خودغرب په تاسراتو متاسر خلګ دخپلو نفسي خواهشاتو په خاطر له اسلامي او شرعي دلايلو سر ډير كږ وي < زين لهم انفسهم امرا> وسلام على من اتبع الهدى[/quote:c06783b2e4]
شادان صيب د زړه له کومي سلامونه مې ومنئ !
تاريخ شاهد دی ، هر دوښمن چې مو په وچ زور له هيواد څخه شړلی، خپل وطن مو ورسره وران کړی اوژر يا لږ وروسته داسې رژيم رامنځته شوی چې د وطن د ورانۍ او ويجاړۍ د غزيدلو سبب ګرځيدلی دی . د ازادۍ جګړه او غورځنګونه يواځې د ملت د جذباتي وحدت سبب نه ګرځي، بلکې يو فکري او سياسي خوځښت هم رامنځته کوي چې د ان دخلکو د سياسي شعور سطحه ور سره لوړيږي
او د ستونځو د حل له پاره جامع لارې او طريقې راباسي . خو په افغانستان کې دا ار له سره ونسو، برعکس د جهادي تنظيمونو سختدريځو سرتنبه قدرت غوښتونکو مشرانو له امله لومړی او د تردې ناپوهو طالبانو د مشرانو له ﻻسه وروسته دافغانستان خلک دتيارو ژورو کندو ته وغورځول شول ، ملي مصلحت ،
دور انديشي، مسوﻻنه جرګې ، د قدرت ويش او ټول رغنده ګامونه يو هم پورته نشول او آن مخه يې هم نيول کيدله . د افراط سختدريځۍ او زور زياتي نتيجه هم افراط،زور زياتی او سختدريځي وي. دا ټول د وطن د ﻻ زيات ورانولو سبب ګرځي.
نو وروره ښه به داوي چې د بهرنيانو د پيچلي سياسي شتون او پوځي ځواک په وړاندې سمدﻻسه د جهاد ساده ﻻری ته ﻻس وانچوو، بلکې په فکري او سولييزډول سره د حل نورې ﻻرې ولټوو والسلام


Re: ببرک کارمل

دواجان
12.08.2005

[quote:eb857dca01="FaridOkhyar"][color=red:eb857dca01][size=24:eb857dca01]ببرک کارمل[/size:eb857dca01][/color:eb857dca01]
ببرک کارمل په ۱۳۰۸ ش ۱۹۲۹.... ٠٠٠[/quote:eb857dca01]
دښاغلي وطنمل نه هيله کوم چې ددغه جناب [color=red:eb857dca01]کارغل نامه [/color:eb857dca01]
دې له ټول افغان پاڼې څخه ليرې کړي، له هغې نه د وطن خرڅونې او افغاني ضده بدبوئي راځي چې زياتي خوړسکې ئې باديږي٠ که دۍ ئې دومره شوکي دۍ نو هغه دې خپل دې بادار د خوان مزدورانو سره ېو ځاۍ په مزه مزه وخوري اوکه مونږ چېرې دغسې کرغيړن ذوق لرلاۍ، نو تاسو ته به نه وؤ درغلي او" ارياېي" ، خراسان او داسې نورو ته به لاس تر زنو ناست واۍ٠
په درناوۍ، دواجان
_________________
اباد او سرلوړۍ دې وي ګران افغانستان


م ن غروال
12.08.2005

د افغانستان ملي خائين څخه جناب مدافع وکيل FaridOkhyar
که ليکل او لوستل او ادب او ګرامر او املأ او ا نشأ دې زده وي نو بيا د يوه سړي پوره نوم چې تخلص او يا کورنۍ نوم ورسره وي څوک خان مان يا جان مان نه ليکي خو زه پوهيږم چې ولې ليکل شوي دي!
علمي او منطقي بحث؟ دا څه ته وايې تعريف يې غواړم او غواړم چې رازده شي٠ زه به منتظر وم او هغه هم لږ په تلوار!!!
پر شور مر شور به خامخا د کارملي له پرچميانو وي په تا يې څه؟ آاها مدافع وکيل!!!! بس پوه شوم!
زما ايمان يې نه يوازې کارمل بلکه کارمليان رټي، غندي او شړي!!! زه يې مرحوم نه او ابداً نه، بلکه په نهايت خوښې مغضوب علی کارمل بولم!!!
زر (1000) دليله لرم او په مياشو مياشتو هم خبرې!!!
که څوک د حق ويل کوي نو ډار به بيا نن نه کوي او شته هم نه!
او څوک چې له کارمله مدافع وي نوم او کورنۍ نوم او پته دې وليکي٠ او ولې نه؟
او د غروال په ککرۍ کي ډار شته خو له کارمليانو نه!
د نوموړې دښځو سازمان چې څومره مسلمانې بې عفته کړي او څه يې کول ؟(شرابونه او کبابونه او نڅاوې او ګډا + د نوموړې سازمان ښځې) څنګه مدافع وکيل؟ ښه خو، ښه وي نو چې ښه ؤ نو څنګه ستاسو جناب ګډون له ښو سره خو نو بايد وي او که نه؟
زه پدغه جمله :
[quote:9a04e40332]اناهيتا راتبزاد دافغانستان دښځو دموکراتيک سازمان جور کړه چه دغه يو ډير غښتلی حرکت د ښځو د حقوقو په ساحه کی وه. [/quote:9a04e40332]
زهيريږم او شرميږم او بدرنګي يې بولم او لعنت پرې وايم او داسلام او پښتونولې پر ضد يې د وخت خطرناکترين اخلاقي ويروس په صفت او حيثيت هم پيژنم!
او تاسو ته دې درمبارک وي!
او پوښتنه به يې وکړم چې اوسمهال يې هم غړې فعاله دي چې له دغه [quote:9a04e40332]يو ډير غښتلی حرکت د ښځو د حقوقو په ساحه کی[/quote:9a04e40332] له ګډون څخه يې پلويان بې برخې نشي او ترې ګټورشي٠
او په پاي کي د کارمليانو منطق او علم ته الحمدالله نه هم اړتيا لرم او نه يې هم منم نو ځکه ځواب يې زما د وخت ضايع کول او درد سر دي څوک ځانته زحمت پرې ورنکړي٠
خو :
غندل د نامردو وطنپلورونکو او ملي خائينانو به مې د تل لپاره لاره وي چې په اسلامي ايمان او انساني وجدان به انشأالله تکيه لري٠
هو! محمد نادر غروال هامبورګ جرمني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more