د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Musaferjan
08.04.2012

خوشحال خان صيب
خبرې مو په سرو زور بدلې۰
دا ليکنه مې د تأييد لپاره نه، بلکه د پتوال صيب د مشغولولو لپاره راوړې، چې
طالبان يې يو څه له خولې لرې شي، پتوال صيب دې خپه کيږي نه؛ سوچ کوم چې
طالبانو او آی اس آی ورته نفسي ستونځې پيدا کړي؛ زما ورته مشوره ده، چې
دا خبرې په دومره شاربلو نه ارځي...
د ليکوال خبرې د يوې ارزو په توګه د مرغلرو په بيه دي، اما واقع ته په کتلو سره
هيڅ ارزښت نه لري، مونږ له پنجابيانو سره حساب لرو، خو په خپل وخت...
لومړی بايد اشغالګر او د هغوی له لاسپوڅو خپل هېواد پاک کړو۰
په درناوی

[quote:c71772513f="khoshalkhan"]الحاج استاد بیانزی صيب ليکنه دې زرزري چپنه !
خو عملي کول يې په سياسي ډګر کې به يوه لودګي په طاقت دڅلورو وي !
زمونږ حقوق ډېرو خوړلي دي ! اوس يې په تور لينګيو هم خورې ???
نورې خبرې يې خيالي او امي ډوله دي ، په نن شرائطو کې بحث کول پرې طفلانه
اودوخت ضايع کول دي .
ډېورن ،اقتصاد.... دنورو خلکو کار دی .....[/quote:c71772513f]


پتوال
08.04.2012

مسافرخان صیب په دې اړینتیا کې نو څوک شک اوشبهه لري(؟) چې
[quote:2fe49e6daf]لومړی بايد اشغالګر او د هغوی له لاسپوڅو خپل هېواد پاک کړو۰ [/quote:2fe49e6daf]
او بیا ؟؟؟؟؟؟؟ ، بیا له ملت او ولس سره څه کوئ ؟؟؟؟؟؟؟ ایا حق نه ورکوئ چې خپل ولسمشر آزادانه پخپله انتخاب کړي(؟) ، اجراییه او مقننه قوه د ولس له خوا وټاکل شي(؟) او که نه ، صرف په دیکتاتورۍ تکیه کوئ؟؟؟؟
که په دیکتاتورۍ تکیه نه کوئ آیا ملی او اسلامي ولسواکي درسره طالبان مني (؟؟؟) تر اوسه يې تل نه ده رد کړې ؟؟؟
او که په د راتلیزې له پاره يې هم ردوي بیا ورسره څه کوئ او څه ورسره کولی شئ ؟
نو ټوله پوښتنه په دې راڅرخي چې حکومت باید زورواکه وي که ولسواکه ؟؟؟
که زورواکه وي آیا غیر پښتانه قومونه به د پښتنو زورواکۍ ته غاړه کیږدي ؟؟؟؟؟
که یې نه ږدي اوڅرګنده ده چې زورواکۍ ته هیڅکله غاړه نه ږدي ، نو بیا ؟؟؟؟ بیا خاوره ورسره ویشئ ؟؟؟؟؟ چې هغوی د هندو ګش شمال ته ولسواکي پلې کاندي او د هندوکش سهېل ته پنجابی دیکتاتوری روانه وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ آیا دیکتاتوري په پښتنو باندې چې په هر نامه وي پخپله پښتانه يې درسره منی؟؟؟؟؟
نو دغه لار مو چې تاسو رانیولې ترکستان ته تللې ده!

پاتې شو ستاسې استاد بیانزي : داسې ضدو نقیض دریځ خو په اصولی بحث کې څوک هم درسره نه مني چې
هم د بیانزی پنجابی طرحه منئ او هم ترې بیا په شا ځئ ، باید یا ووایې چې د بیانزي طرحه مردوده ، پنجابۍ ، ضدملی
ضدافغاني چټله طرحه ده او یایې سمه او ددفاع وړ وبولې ، او که نه له لوستونکو څخه بخښنه وغواړې چې د افغان ملت د سرنوشت په اړه به هېڅکله د هیڅ شخص سره ملنډې نه وهي، پتوال
څوک دی چې شخصا د هغه په خاطر د افغان ولس د سرنوشت په اړه دومره ناوړه ‌‌ او بې مسولیته طرحې وړاندې کړئ ؟؟؟؟؟؟
او بل :
افغان ولس ټول د یو لاس ګوتې دي ، دوی په پیت پوزو او ویت پوزو ، خویه مخو او ځیګ مخو ویشل د نژادپرستۍ ، اپارتاید
او نفاق تخم لري چې نه په اسلام، نه ملتپالنې او نه ولسواکۍ یا کومې بلې بشري اندتوګې کې ځای لري نو
په هېڅ صورت يې باید نوم په خوله وانه خيستل شي!

په درناوی


Musaferjan
08.04.2012

د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو ديموکراته مرحله د ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستيو
کلونو کې وه، ولس ته يې څه وروبخښل؟؟؟؟؟؟۰
د يوه سياسي نظام د رامنځته کولو لپاره بايد د افغانستان قبيلوي جوړښت، د خلکو
بدوي ژوند، او تعليم سطحه به بشپړه توګه په نظر کې ونيول شي۰
زه دا نه وايم، چې نورو قومونو ته دې حق نه ورکول کيږي، دوی د ظاهرخان، داودخان
او کمونستانو په وخت کې او ترننه پورې له خپله حقه زياته برخه اخيستې۰
په آينده کې دې يواځې خپله برخه ورکړل شي او بس۰
پاتې ولسواکي او ديموکراسي هسې چټې خبرې دي؛ د امير عبد الرحمان خان
غوندې يو کس دې راپېښ شي؛ نو چا دا ملک راټينګ کړي۰
د افغان ولس ټولنيز ژوند، کلتور، د زده کړې سطحه، او بدويت هيڅکله د
ديموکراسۍ او ګوندونو سره اړخ نه لګوي، د ظاهر خان او داود خان وخت کې يې
اړخ نه دی لګولی، دا دېرش کاله چې دا ملت تباه او برباد شو، او نور هم له علم او
مدنیت څخه لرې پاتې شو؛ نو اوس به ورسره څه اړخ ولګوي۰
اوسمهال د انتخاباتو او ګوندونو لپاره نعرې وهل د دې مانا لري چې په لوی لاس
افغانستان په ايران ورسپارې۰
ستا پښتون خپله ښځه ډاکټر ته نه بوځي، پاتې لا دا چې د انتخاباتو لپآره کارډ واخلي، او رايه ورکولو ته يې بوځي۰
خو د ازاره ، طاجيک او ازبک ښځې د ښکېلاګرو سره اختلاط هم باک نه ګڼي۰
نو څنګه به يې ترې په انتخاباتو ويسې؟؟
له ښځو پرته، ستا لوی اکسريت پښتون بيخي په دې ډم او کراسۍ عقيده نه لري؛ نو
څنګه به يې پرې پلې کړې؟؟؟؟؟؟؟
زه پخپله په دې عقيده يم، چې په افغانستان بايد تر راتلونکي نيمايي قرنه پورې
هر نوعه ګوند او ګوندبازي کاملا تحريم شي؛ د خلکو تعليم او اقتصادي ژوند
ته دې پاملرنه وشي؛ پښتون دې حکومت کوي، او نورو ته دې خپل حق ورکوي،
له پنځوس کاله وروسته به بيا چې کله زمونږ حالت لکه د ځينې مدني ټولنو سره
مشابه شو؛ بيا به هغه وخت د ګوندبازيو او انتخاباتو خبرې کوو...
روشنفکرانو او تياره فکران که رښتيا د وطن غم ورسره وي، او غواړي ولس ته
خدمت وکړي؛ نو په ديکتاتورۍ کې يې هم کولی شي۰ ډم او کراسي هيڅ ضرور نه ده.

وما علينا الا البلاغ


khoshalkhan
08.04.2012

[quote:a5faceed57]افغان ولس ټول د یو لاس ګوتې دي ، دوی په پیت پوزو او ویت پوزو ، خویه مخو او ځیګ مخو ویشل د نژادپرستۍ ، اپارتاید او نفاق تخم لري چې نه په اسلام، نه ملتپالنې او نه ولسواکۍ یا کومې بلې بشري اندتوګې کې ځای لري نو
په هېڅ صورت يې باید نوم په خوله وانه خيستل شي![/quote:a5faceed57]

پتواله!
داسې فکرکوې لکه کارملی ستمۍ ،هغوی به هم دپښتونستان لپاره
تل مظاهرې کولې او اړودوړ به يې شروع کړی وو، خوپه حققت کې ټول دپښتنو
دوښمنان وواوتاريخ ښه څرګنده کړل !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
داپورته دې څه ليکلي دي ? داسې فکر کوې لکه دتېر وختو دجنوبي افريقي سپين
پوستي چې ټول وګړي به يې يوملت باله خو دتور پوستوپه مرګ او وژنه به يې خوند
اخيست !!
نوبې انصافه ته داراته ووايه : !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
- ددښتې ليلې ،مزار،شبرغان اودښتې ليلې په ١٣ زروشهيدانوکوم :پيت پوزي,
غوړمخي.....اوښکې تويې کړې ? اوقاتلين يې محکوم اوياپه پارلمان کې
يادشول!!
- دپښتنوله شماله شړل ،بې عزتي اونوريې ..... چاياد،اووغندل !!
[color=red:a5faceed57]اياپه يووملت کې داسې کارکيږي ??
هوهلته چې اپارتايدوي ?[/color:a5faceed57]
پښتانه بايدخپله لاره مالومه کړي ........
ستااولسواکي ،ديموکراسي ...... يو غربي black box دی چې هسې يې پرتااو
نوروخرڅوي ،پرنوم يې ځوشاله کېږ ۍ ، ګوړې خورۍ خوپه ميخانيک،تخنيک او
اليکترونيک مو اروا هم شکه نده چې دغه black box څرنګه جوړ او څرنګه کار
ورکوي!!


پتوال
08.04.2012

ښاغلی مسافرخان ته سلامونه !

ز چې ستا لیکنو ته اوس ګورم له هغه تصور سره مطابقت نه لری چې ستا د لومړیو لیکنو په وخت مې درڅخه درلود .

په هر صورت یو ساتنپال طالب پلوی نه ښکارې او موضوع دې هم بیخي یو بل تاریخي اړخ ته ورسوله، تاسې لیکلی :

[quote:48cac1c69b]د افغان ولس [color=darkred:48cac1c69b]ټولنيز ژوند، کلتور، [/color:48cac1c69b]د زده کړې سطحه، او بدويت هيڅکله د
[color=red:48cac1c69b]ديموکراسۍ او ګوندونو[/color:48cac1c69b] سره اړخ نه لګوي،[/quote:48cac1c69b]
اول خو که دموکراسي خپل زړي او هستې ته رامحدوده کړو او صرف د حکومت او پارلمان انتخابیت ته یې ووایو
چې د رایو ورکولو په آزادۍ ولاړه وی نو پښتانه د جرګو دلرغونی دود سره اموخته دی او تر نن ورځې پورې ترې کلک کار اخلي،
نو سمه نه ده چې د افغان ولس ټولنیز ژوند او کلتور د ولسواکۍ سره وران او مخالف وبولو. د جرګو فیصلې آن سل په سلو کې موافقت غواړي چې د ساده اکثریت له ګټلو څخه ډیر سخت کار دی !

له بلې خوا ولسواکي هم یو واک او واکمني یا حاکمیت دی خو د ولس حاکمیت دی، د جرګو فیصلي هم د جرګې په واک او قدرت تمثیل او پلې کیږي او څوک یې نشی ماتولی ! نو د شورا فیصلي هم د هیواد په سطحه پښتنو ته د قانون په توګه منل کومه ستونزه نه جوړوي !

دریم داچې د اسلام د شورایت او بیعت اصول اوعصري جمهوری انتخابات او پارلماني انتخابات په ماهیت کې
سره مطابقت لري یعنې انتخاب شوی ارګانونه د اسلامي شوراګانو سره سرخوری او برابرژ دي، نو له دې پلوه هم
ولسواکي په یوڅه دینی بشپړاوي سره د مسلمان پښتون ولس له پاره تقدس او سپېڅلتیا لرلی شی !

او بیا د یو قوم لکه پښتنو تاریخي نیمګړتیا ، په اصطلاح خپله بی کمالي خو په عذر بدتر ازګناه نشو تبرئه کولی
چې ګواکې مونږ وروسته پاتې یو نو نور افغانان هم پرمختګ او ولسواکئ ته نه پرېږدو (!!!) - لاحوله ولا قوة الا بالله !!!

، حال داچې داسې ده هم نه، له ښارونو پرته د کلیو خلک په ټول افغانستان کې نږدې یوشان یا مشابه حالت لري ، چې نور ملی ورونه مو ولسواکي مني او غواړي یې بښتانه یې هم مني ، غواړي یې او چلولی یې هم شی، صرف میکانیزمونه یې باید د ژوند چاپیریال له شرایط‌و سره سم وټاکل شی ، چې وروسته به پرې بحث
ته راوګرځم .
او داچې [quote:48cac1c69b]د ظاهر خان او [color=darkred:48cac1c69b]داود خان [/color:48cac1c69b]وخت کې يې اړخ نه دی لګولی، [/quote:48cac1c69b]
له دې دواړو دې داود خان دموکرات نه،بلکې دیکتاتور و او په ټوله دوره کې یې دموکراسي هډو موجوده نه وه !
او د ظاهر خان په وخت کې هم د قدرت درباري شخړو د نیم بندې دموکراسۍ مخه نیوله، د دموکراسۍ شرمول او ناکامول
د داود خان کار و ، هغه تل نورو صدراعظمانو ته په کمین کې ناست و او ټولې ناآرامۍ یې راپورته کولې - له سوم عقرب نه نیولې
د پوهنتون تر محاصرې پورې ، دا خو هرچاته معلومه ده چې
د خلق ډمان کراتیک ګوند د شوروی له خوا د داود په حمایه د همدې موخې له پاره جوړ شوی و
او په دقیقه توګه یې د دموکراسۍ په ختمولو ، د شوروي د پوځي مشاورینو په حمایه يې د پرچمي کودتا پواسطه
داود خان قدرت ته هم ورساوه او هم یې بیا په خپلو همدغه
(خلقي او پرچمي ) سپيو وخوړ او په دې ډول داود خان په خپلې پرچمي کودتا سره هغه دیرشکلنه ملی او ټولنیزه
سیاسی تباهي پیل کړې ده چې تر ننه پورې دوام لري او لا نوره به هم پسې څومره غځیږي ! نو پوهیږئ چې په دیکتاتورۍ
کې د داود خان غوندې شق، سرتنبګي او جهالت د څومره ستر ملی او اجتماعی خیانت جنایت او نه ختمېدونکی کړاونو سبب ګرځي !

البته ظاهر شاه هم د داود له ویرې څخه د داود خان د خپل ګوند دجوړولو مخه په اساسی قانون ډب کړې وه ،
نو په دې توګه د ټولو ګوندونو مخه ډب پاتې وه ، نو دغه ستونزې باید په پښتنو ونه تپل شي چې ګواکې دوی یا نور قومونه
د دموکراسۍ وړتیا نه لری . له دیکتاتورۍ سره په تیره بیا پښتانه زیات حساسیت لري او ددوی د غچ کلتور یو په بل پسې
پوځي کودتا ګانو او قومی پاڅونو ته مخه پرانیزي ، د ساپیانو پاڅون
د کندهار پاڅون او د ویښ ځلمیانو غورځنګ په پښتنو کې
او دنورو قومونو پآڅونونه او بې رحمانه ځپل یې د همدغو دیکتاتاتوریو زېږنده وه .
خو ولسواکي د پښتنو او ټولو افغانانو له پاره د سیاسی کلتور د زدکړې مدرسه ده !

سربیره په دې هره دیکتاتوري بهرنۍ تکیه او پردی لاس لري، په افغانستان کې امیر عبدالرحمان پر انګلیس او داود خان
د دیکتاتورپه توګه په شوروي (پوځي مشاورینو)تکیه کړې وه، هاشم خان او نادر خان هم د امان الله خان او سقاو له سقوط
وروسته په هند کې په انګلیسي قدرت تکیه لرله او په مقابل کې یې د اماني سیاسی خې په خلاف د دیورن اخواته پبښتنې پاڅونونه
د انګلیسی استعمار بر ضد نه حمایه کول!
د خلقیانو او پرچمیانو د ګوډاګیتوب یادولو ته خو هېڅ اړتیا هم نشته. نوکه طالبان په خپل پط ګناه اولس دیکتاتوري چلول غواړي
او له دیکتاتورۍ پرته خو دوی بل کوم تصور هم نه لری، نو څنګه چې ترکي او کارمل په KGB تکیه لرله او د شوروي
دیکتاتوري یې د خلقي دموکراسۍ په نامه چلوله دغسې به دوی هم
ISI په ملاتړ د اسلام په نامه دیکتاتوري چلوي!

او بالاخره په ۲۱ پیړۍ کې د ۱۸ او ۱۹ پیړۍ د سلطنتي د دیکتاتوریو پیښې کول نور په خپل ځان او پښتون قام هم ریشخند وهل دي :
پښتانه خو څه د خرسانو په غوجل کې نه دي رالوی شوی چې تل به د پرمختګ پر ځای ترې شاتګ له پاره تر هغې پورې
کار اخلي چې څو یې ۲۷۰ کاله مخکې دورې ته په څټ ورسوي( !)

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more