نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د پاکوستان نظریه یعنئ څه ؟؟؟
پتوال
04.04.2012
په پاکوستان کې تل د دوه نظریو یادونه کیږي، یوه د اسلام نظریه ده چې په هر اسلامی هیواد کې په خپل ډول وجود لری،
اوبله د پاکوستان نظریه ده ، خو پنجابیان ادعا کوي چې دادواړه نظریې یوه له بې سره تړاو هم لري،
نو تاسې روښانه کړئ چې د پنجابی پاکوستان نظریه څشی ده ؟؟؟؟ او آیا دپاکوستان نظریه له کومه پلوه
په افغان طالبانو اغېز لري؟؟؟؟؟
Re: د پاکوستان نظریه یعنئ څه ؟؟؟
khoshalkhan
05.04.2012
[quote:7ac277c0ba="پتوال"]په پاکوستان کې تل د دوه نظریو یادونه کیږي، یوه د اسلام نظریه ده چې په هر اسلامی هیواد کې په خپل ډول وجود لری،
اوبله د پاکوستان نظریه ده ، خو پنجابیان ادعا کوي چې دادواړه نظریې یوه له بې سره تړاو هم لري،
نو تاسې روښانه کړئ چې د پنجابی پاکوستان نظریه څشی ده ؟؟؟؟ او آیا دپاکوستان نظریه له کومه پلوه
[color=red:7ac277c0ba]په افغان طالبانو اغېز لري؟؟؟؟؟ [/color:7ac277c0ba][/quote:7ac277c0ba]
انډيواله کوم شی دې چې زدکړي وو، هغه
ټول خلاص شول اوس اپلتې ولې او يو څو چاپلوسان لاسونه درته خړپوي !
===> صليبي اشغالګرو ته چوپړ ، بښتون اولس ته خيانت !
أكبرخان
06.04.2012
پتواله
سلامونه
ګرانه طالبان پرته له مقاومت څخه بله لار نلري، طالبانو د اسلام بیرغ د صلیب په مقابل کې پورته کړی، أو ته کوشش کوي چې پنجابي رنګ ورکړې، یواځې ته نه یې یو څو ملګري نور هم لرې، ځانونه مصلحان معرفي کوئ خو زړونو کې یو بلا کینې عقدې لري، هر څه روښانه دي، صفونه متمایز دي هیڅ شی مبهوم ،نا مفهوم نسته.
دا بابولالې دې نور پریږده، ISI نه دې هیولا جوړه کړې ،هسې ځان غولوې نور څوک نشې غولولی.
اکرم
06.04.2012
[quote:5f2fc842c1="أكبرخان"]پتواله
سلامونه
ګرانه طالبان پرته له مقاومت څخه بله لار نلري، طالبانو د اسلام بیرغ د صلیب په مقابل کې پورته کړی، أو ته کوشش کوي چې پنجابي رنګ ورکړې، یواځې ته نه یې یو څو ملګري نور هم لرې، ځانونه مصلحان معرفي کوئ خو زړونو کې یو بلا کینې عقدې لري، هر څه روښانه دي، صفونه متمایز دي هیڅ شی مبهوم ،نا مفهوم نسته.
دا بابولالې دې نور پریږده، ISI نه دې هیولا جوړه کړې ،هسې ځان غولوې نور څوک نشې غولولی.[/quote:5f2fc842c1]
اکبر خانه وروره, تاته هم سلامونه او هم هرکلی!
وروره ! که دا ټولې خبرې مو ومنل شي ، !!! نو د الجزیرې په دې لاندې لینک
کې چې کوم کسان وینو ، همدا به طالبان وي!!! او که کومه بله بلا ؟؟؟
که طالبان داسې وي لکه په دې ویډیو کې چې ښکاري، چې
دخلکو ږیرې ګزوي او دخلکو په لاسی ټلفونو کې موسیقی لټوي( دیوې بهانې په توګه چې د خدای نور مسلمانان پرې تنګ کړي )
نودا عجیبه مخلوق به په ننۍ نړۍ کې دمنلو وړ وي ؟؟؟
دا خلک خو والا که څوک په مکه اومدینه کې هم پریږدي !!!
سربیره پر جاهلانه کړنو یې ، ښایې دنظافت په دلیل یې هم څوک ځانته نیژدې پرنږدي !!!
نو آیا طالبان همدادي، کوم چې په دې لاندې ویډیو کې ښکاري ؟؟؟
http://www.aljazeera.com/indepth/features/2012/04/201243135956894735.html
پتوال
06.04.2012
خوشاله !
مطرح شوې موضوع د پاکوستان په اړه ده، باید روښانه شی چې د پاکوستان نظریه څشی ده او ایا په افغانانو څه اغیز
لري که نه، که یې لري نو طالبان بیا لومړني افغانان دي چې په دې اړه تر پوښتنې لاندې راځي .
نو د بیان ازادي مه صلبوه، پريږده چې لوستونکي خپل نظر وړاندې کړي ، که ته پخپله د یوې موضوع په اړه په سر کې څه نه لرې
نو په هغه موضوع کې بيا ګډون مه کوه او په بیځایه تورونو او احساساتو دې دنورو مخه مه نیسه ـ ستا خو خوله په واک کې نه وي ، نه چیرې د دستورالعمل له دریګونو مادو سره په ټکر کې رانشې!
[color=red:018a94c529]تور لګول بند دي ! او دادې د ملګرو له غوږو هم تیره که ! [/color:018a94c529]
[quote:018a94c529]انډيواله کوم شی دې چې زدکړي وو، هغه
ټول خلاص شول اوس [color=red:018a94c529]اپلتې ولې [/color:018a94c529]او يو څو [color=darkred:018a94c529]چاپلوسان [/color:018a94c529]لاسونه درته خړپوي !
===> صليبي اشغالګرو ته چوپړ ، بښتون اولس ته خيانت ![/quote:018a94c529]
پتوال
06.04.2012
اکبرخانه وروره !
تا لیکلی :
[quote:2444407459]
دا بابولالې دې نور پریږده، ISI نه دې هیولا جوړه کړې ،هسې ځان غولوې نور څوک نشې غولولی[/quote:2444407459]
وروره دا نه بابولالې دي او نه ISI له هیولا کمه ده !
نو شاید ته په دې خبر نه یې چې :
۱- د ISI د فغالیت ابعاد تر کومه ځایه رسیږي
۲- هغه ناروا مجبوریت چې پاکوستان د خپلې بقا له پاره د افغانانو و په ستوني پښه ږدي او ددې له پاره افغان د افغان پر ضد جنګوي
۳- یواځې په ضد صلیبیت د حکومت وړتیا او مشروعیت نه تر لاسه کیږي او مونږ غواړو چې طالبان دې دا وړتیا او
مشرو عیت تر لاسه کړي .
آخر د غربیانوپه شمول هېڅ هیواد هم له خپلو خلکو څخه په دې د حکومت مشروعیت او وړتیا نه ده تر لاسه کړی چې د نورو هیوادونو
او ادیانو پر ضد عمل کوي . د آزادۍ له ګټلو سره باید دآزادۍ جنګیالي د خبل اولس زړونه هم وګټي او هم یې د براخه حقوقو په مراعاتولو سره وساتلی شی !!!!
۴- اشغالګر خو به دادی ووځي ، نو ته راته ووایه چې د اشغالګرو له وتلو وروسته طالبان خپل ولس ته کوم خدمت
وړاندې کولی شي (؟) چې د حکومت کولو جوګه شي؟؟؟؟
والسلام !
Musaferjan
06.04.2012
[quote:40935e65d3="پتوال"]
۴- اشغالګر خو به دادی ووځي ، نو ته راته ووایه چې د اشغالګرو له وتلو وروسته طالبان خپل ولس ته کوم خدمت
وړاندې کولی شي (؟) چې د حکومت کولو جوګه شي؟؟؟؟
والسلام ![/quote:40935e65d3]
پتوال صيب
که ته افغان وې؛ او ستا په شان نور هغه چې هر وخت طالبانو پسې چړې ګرځوي؛ افغانان وو، نو ضرور به راځئ، او خپل هېواد او هېوادوالو ته به هغه خدمتونه
وړاندې کړئ، کوم چې د طالب تر لاسه نه دی پوره۰
نور ګرانه : سوچ کوم چې د آی اس آی او پنجاب ټاپو خپله ځلا له لاسه ورکړې، او
افغان مقاومت د کاميابۍ په درشل پښه ايښي ده، نو له دغو زړو ببولالو تېرېدل
پکار دي۰
بله دا هم ومنه، چې کوم استقلال چې طالبانو لره، د هغه لسمه برخه نه مجاهدينو
لره او نه کمونستانو، که چېرې د طالب پاک د اړيکو په اړه مفصله مطالعه وکړې؛
نو يقين لرم چې خپل نظر به بدل کړئ۰
پاتې په طالبانو کې ستونځې، هغه د دوی د خپل سوچ او فکر ځېګنده وو، کوم چې
هغوی ته سم ښکارېده، د آی اس آی بل او بل په کې هيڅ کار نه وو۰
که يې نه منې نو خلاف يې په ثبوت ورسوه۰
په احترام
پتوال
06.04.2012
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
مسافر خانه خدای دې وکړي چې طالبان د پاکوستان څخه خپل استقلالیت په ثبوت ورسوي، پلویا ن یې کولی شی دلته
ددوی د استقلالیت ثبوتونه ، کارنامې او شواهد وړاندې کړي اقلا د ېالب رهبرۍ یوه اعلامیه وړاندې کړي چې صرف دغومره پکې لیکل شوی وي چې زمونږ غورځنګ بالکل مستقل افغاني غورځنګ دي او هېڅ ګاونډی یا غیر ګاوندي هیواد ته په کې د لاسلرني یا لاسوهني اجازه نه ورکوو ! چې دومره هم نشي ویلی ، نو څوک چې د شهادت کلمه هم نشي ویلای نو هغه ته به څنګه له خپلې خېټې څخه مسلمان وایې ؟؟؟؟
دومره حق خو پرې د ملت شته چې نه ښکاره او نه په پټه د ISI سره اړیکي وساتي او لاسپوڅی يې وکړي !
افغان ملت نه د طالب په شکل کې د ISI قدرت مني او نه د ISI په رهبرۍ د طالب قدرت زغملی شي ! ددوی تړاو په هر صورت مردود، ملی خیانت او جنایت دی !
بیطرفه لیکوالان خو یې ظاهراً البته نشي ثابتولی، نو ټول طالب پلوه لیکوالان دلته دعوتوم چې د طالب د استقلالیت
د ثبوت له پاره اسناد شواهد فکتونه پیښې او کارنامې دلته وړاندې کړي !
ځکه د آزادو طالبانو مرستې ته به هر افغان ورودانګي، ولې دISI مرستې ته خو هېڅ افغان نشی وردانګلی ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
والسلام
Musaferjan
06.04.2012
[quote:580e3d66ac]بیطرفه لیکوالان خو یې ظاهراً البته نشي ثابتولی، نو ټول طالب پلوه لیکوالان دلته دعوتوم چې د طالب د استقلالیت
د ثبوت له پاره اسناد شواهد فکتونه پیښې او کارنامې دلته وړاندې کړي ! [/quote:580e3d66ac]
پتوال صيب:
طالب ليکوالان که درته قسمونه وخوري؛ چې دغسې نه ده، نو بيا هم سوچ نه کوم چې
ويې منې، اصول دا وايي چې بينة په مدعي ده،او قسم په منکر، نو تاسو چې دا
دعوا لرئ چې طالب د آی اس آی سړی دی؛ نوتر اوسه مو کوم داسې کره شواهد
وړاندې کړي دي ، چې د لوستونکو زړونو ته ورکوز شي۰
د بېطرفه ليکوالانو خبره دې کړې، که چېرې بېطرفه ليکوالان کوم چې په سمييزه
کچه شهرت او باور لري، تاسې ته له دليلونو سره ښکاره کړي؛ چې طالب آی اس آی پورې تړلی نه دی؛ نو وبه يې منې؟؟
په پای کې مې پتوال صيب زړه درباندې ځوريږي، چې څومره به تکليفيږئ، چې
دا د آی اس آی کلمه پنځه شپږ کرته په ليکنه کې په انګليسي ليکئ... کيبورډ به
پښتو او انګليسي ته اړوئ، او راړوئ، کرښه به درنه کله يوې خوا او کله بلې خوا ته
منډې وهي :) :) :)
په درناوی
پتوال
06.04.2012
مسافر جانه دا خو د هر آزادي غوښتونکي غورځنګ خپله دنده او خپل ضرورت دی او د خپلو تبلیغاتو هغه ټکی دی چې په هره لیکنه کې یې تکراریږي نو دوی ترې ولې ځانونه ساتي ؟؟؟؟؟
آیا د خپل استقلالیت نه انکار په لاسپوڅۍ اعتراف نه دی ؟؟؟؟
[quote:c6d06afc7f]اصول دا وايي چې بينة په مدعي ده،او قسم په منکر،....
طالب ليکوالان که درته قسمونه وخوري؛ چې دغسې نه ده، نو وبه یې منئ؟ [/quote:c6d06afc7f]
مونږ وایو چې طالب مشران پرې منکر شی هم یې منو او بیا ترې بوښتنه نه کوو ، خو دوی پرې نه اعتراف کوي
او نه پرې منکریږي ، نو تاسې ددوی دې حالت ته له دې پرته بل څه ویلی شئ چې :
د خپل ملت له ویرې پرې اعتراف نشی کولی او د ISI له ویرې پرې منکرېدلای نشي !
نو دا دوه اړخيزه منافقت به حتما يوې خواته په رښتيا سره متوجه وي، افغان ولس خو له ISI او القاعدې سره نشي يو کېدای ،
اوکه نه دوی یې ورسره یو کول غواړي که څنګه ؟؟؟
[quote:c6d06afc7f]چې کوم استقلال چې طالبانو لره، د هغه لسمه برخه نه مجاهدينو
لره او نه کمونستانو، که چېرې د طالب پاک د اړيکو په اړه مفصله مطالعه وکړې؛ [/quote:c6d06afc7f]
ایا د ملا برادر او طالبانو د دفاع د وزیر برخلیک ددې ادعا برعکس نه ثابتوي (؟) چې طالب مشران دISI له اجازې برته په
اصطلاح ټټۍ ته هم نشی تلای !
او بیا تاسې او نورو پلویانو خو به يې د استقلالیت مطالعه کړي وي نو خپله مطالعه له سرچینو او شواهد و سره
ولې (ولللللللې ؟؟؟؟؟) نه وړاندې کوئ چې پرځای یې صرف مفت پلویان مفت قسمونه خورئ؟؟؟ او که دوی بیا ټول داسې
مفت قسمخواره وي، نو یو مشر دې هم دا مهرباني وکړي او پخپله دې دغسې یو قسم وخوري کنه !!!
والسلام ٠
Musaferjan
07.04.2012
د يو افغان پوښتنه، او د ذبيح الله مجاهد د طالبانو اعلامي مسؤول ځواب:
جناب مجاهد صا حب ! طوريكه هر روز از رسانه هاي داخلي و خارجي ميشنويم كه ميگويند طالبان و مجاهدين يكي از مهره هاي اي اس اي پاكستان هستند و به گفته حكومت پاكستان و شبكه جاسوسي اي اس اي كار ميكنند و طالبان اصلاً افغاني نيستند بلكه دشمنان افغانستان يعني پاكستاني هستند اين حرف تا چقدر واقعيت دارد ؟ از توجه شما سپاسگذارم .
پاسخ ــ برادرمحترم ! ما وشما بايد متوجه باشيم که بسياری از رسانه های که مجاهدين را به کشورهای بيگانه ارتباط ميدهند همان رسانه ها در اصل خود یک چينل وابسته به خارجی ها بوده وکوشيده اند که افراد اصيل جامعه ما را به نامهای گوناگون توسط تبلیغات خود بدنام بسازند وبخاطر بدنام نمودن افراد، اين کارکه آنهارا اله دست بیگانه ها تلقی کنند درجامعه افغانی وسيله خوبی است ، زيرا مردم افغانستان حساسيت خاصی دربرابر افراد وابسته به استخبارات خارجی دارند ، پس روی همين اصل کوشیده اند که مجاهدين فعلي را وابسته به کشورهای بيگانه بدانند وهمچنان همه دست آوردهای بزرگ ملت مارا محصول دست های بيگانه تلقی نمايندکه اين خود يک جفابزرگ به تاريخ وشهامت ملت ماميباشد،مگرملت ما بايد متوجه باشد که تبليغات سوء ازطرف دشمن به لسان دشمن درعقب انبياء عليهم السلام هم صورت ميگرفت ولی انبياء عليهم السلام دربرابراين تبليغات درضمن پاسخهای مثبت خويش شکيبایی راهم ازخود نشان ميدادند که درنتيجه ء شکيبای تصوير اصلی مردان حق به همه امت ها واضح میشود ،ماهم من حیث اتباع پيامبربرزگ اسلام صلی الله علیه وسلم بايد دربرابر همه چنين تبليغات بدنام کننده شکیبايی داشته باشيم وواقعيت هارا به همه مردم ان شاءالله تاريخ و زمان بسيار خوب واضح خواهد ساخت که کيها دست نشاندهء بيگانه اند وکيها فرزندان اصيل اين کشور، واين راهم بايد روشن سازيم که امارت اسلامي را فعلاً دوستان ودشمنان آنها به گونه خوب می شناسند وفکرنه ميکنم کسانی که مطالعه ء ازدين و دانش اسلامی دارند دراين امرخفايی داشته باشند که طالبان کيها اند . تشکر
Musaferjan
07.04.2012
پنځمه پوښتنه
د پاکستان په ضد ولې هیڅ کله هم هیڅ هم نه وایاست، د ملا عبیداله په هکله تاسې هسې یوه ګیله هم ونه کړه
په درنښت
شهیر له بلجیم څخه
ځواب ــ دشهيد الحاج ملاعبيدالله اخند دشهادت په اړه موږ پاکستان ته ګيله نه بلکی له هغو مو کلکه غوښتنه کړې چې دهغه دشهادت په اړه موږ ته کره معلومات راکړي په دې اړه داسلامی امارت په اعلاميه کې چې ټولونړيوالورادیوګانو او اژانسونو را وخيسته داسې راغلی (دافغانستان اسلامي امارت دشهید ملا عبیدالله اخند تشه دټولي اسلامي نړۍ خصوصا دافغانستان لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولي اودپاکستان له چارواکوڅخه جدي غوښتنه کوي چي دالحاج ملا عبیدالله اخند د زنداني کیدو ، مریضي او وفات په اړه اسلامي امارت ته بشپړ او واقعي معلومات ورکړي) . مننه
Musaferjan
07.04.2012
.
.
.
ملا پتوال آخونده:
ستا اصلا د نوم ملا او طالب سره ورانه ده، خو ستا د مالوماتو په خاطر طالب نن يو
اسلامي جهادي او ملي پراخ خوزښت دی، چې د وفادار ملا او طالب پرته په کې هر
اسلامپال او وفادار ملتپال لپاره ځای شته، او دغه ډول خلک په کې فعلا
شتون هم لري۰
نور دې خوښه خپله
.
.
پتوال
07.04.2012
[quote:d960ca7118]ځواب ــ دشهيد الحاج ملاعبيدالله اخند دشهادت په اړه موږ پاکستان ته ګيله نه بلکی له هغو مو کلکه غوښتنه کړې چې دهغه دشهادت په اړه [color=red:d960ca7118]موږ ته کره معلومات راکړي [/color:d960ca7118]په دې اړه داسلامی امارت په اعلاميه کې چې ټولونړيوالورادیوګانو او اژانسونو را وخيسته داسې راغلی (دافغانستان اسلامي امارت دشهید ملا عبیدالله اخند تشه دټولي اسلامي نړۍ خصوصا دافغانستان لپاره یوه نه جبرانیدونکي ضایعه بولي اودپاکستان له چارواکوڅخه جدي غوښتنه کوي چي دالحاج ملا عبیدالله اخند د زنداني کیدو ، مریضي او وفات په اړه [color=darkred:d960ca7118]اسلامي امارت ته بشپړ او واقعي معلومات ورکړي[/color:d960ca7118]) . مننه[/quote:d960ca7118]
نو ایا هغوی بشبړ او واقعی معلومات ورکړ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که یې ورکړی وی هغه څشو ، ایا طالبانو نشر ته وسپارلی شو ؟؟؟؟؟؟؟؟ که غیب شو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ایا د طالبانو قناعت حاصل شو، معلومه شوه چې ملا عبید ولې ونیول شو ، ولې بندی شو، ولې شکنجه، مریض یا ولې ووژل شو ؟؟؟؟؟؟
ایا ثابته شوه چې ګناه د ملا عبید الله وه چې ولې نیول شوی او تر مرګه وهل شوی دی ؟؟؟؟ او هغه ګناه څه وه ؟؟؟؟
ایا دا هم پو ښتنه ده چې طالبانو کړې ده چې هېڅ ډول عواقب یې ونه لرل ، بلکې نوریط هم ISI وهڅوله چې ته خبل کار کوه مونږ به د نړیوالو مطبوعاتو د فشار له کبله ایله صرف او صرف د معلواتو غوښتنه کوو نه د خبل حق او حقوقو او بس!
همدغسې د اولې بوښتنې به ځواب کې هم ویاند ځان په عامه شکیبایی مکیبایی کې تیر کړی نه یی د پاکوستان نوم په خوله اخیستی او نه یې د ISI , داچې حمید ګل افغانستان په راتلونکې کې د پاکوستان پنڅمه صوبه ګڼلې د هغې په وړاندې خو دغه ویاند یو ټکی هم له خولې څخه نه دی ویستلی !
دا ډول عام ځواب خوبه د ISI یو افغانی ویاند هم ووایی !!!
د طالب د ویاند او ISI د ویاند فرق دلته کوم دی ؟؟؟؟
او په دې جمله بندۍ کې په غیر مستقیم خو څرګند ډول له ISI څخه د پورتنیو عامو څرګندونو معذرت او بخښنه هم غوښتې چې
مجبور شوم :
[quote:d960ca7118]زيرا مردم افغانستان حساسيت خاصی دربرابر افراد وابسته به استخبارات خارجی دارند [/quote:d960ca7118]
Musaferjan
07.04.2012
.
.
.
يره پتوال صيب: دا ستا خبره يې سمه...
افغانستان دې د پاکستان پنځمه او شپږمه صوبه شي؛ خو چې پيت پوزي او چيت
پوزي، د ايران او کي جي بي جاسوسان په مونږ حکومت ونه کړي۰
دا افغانستان چې نن کوم حالت ته رسېدلی دی، چې د تاريخ په زرګونو کلونو کې
د اول ځل لپاره د چيت پوزو، پيت پوزو او کله خامو په لاسو کې غورځيږي؛ لامل
يې همدا ستا په شان روشنفکران دي....
که رښتيا هم پنجابی زما بادار شي؛ نو پر ما به تر چيت پوزي او پيت پوزي ډېر
رحمدله وي....
زما د پت او ابرو ژوند پکار دی، چې دافغانستان له نامه پرته ماته حاصليږي، نو
د افغانستان نوم دې سل کرته نه وي، درې سوه کاله مخکې نه وو؛ نن دې هم نه وي۰
خو اصلا حقيقت داسې نه دی، د دې وطن اصلي بچي پښتانه دي، او همدا پښتانه
به يې ساتي....
ته پتوال خان په چيت پوزو او پيت پوزو افغانستان ګټې؟؟
عجيبه انصاف دې دی؟؟؟؟
.
.
.
پتوال
07.04.2012
[quote:0a9f474e06="Musaferjan"].
يره پتوال صيب: دا ستا خبره يې سمه...
افغانستان دې د پاکستان پنځمه او شپږمه صوبه شي؛ خو چې پيت پوزي او چيت
پوزي، د ايران او کي جي بي جاسوسان په مونږ حکومت ونه کړي۰[/quote:0a9f474e06]
ولې ورورجانه ، موټر دې پنچر شو ؟؟؟ د مومن اویل انډستري هغه اعلانات به دې د خیبر له TV څخه اورېدلي وي کنه :lol: :lol: :lol:
تاخو ډیره لنډه منډه وکړه ، له افغانانو څخه پنجابیانو ته تیښته کول او بناه وروړل ته خو په لوی لاس د افغانستان تجزیه
له خدایه غواړې ، که د پښتنو له۳۰۰ کلنې پادشاهۍ څخه تیریږې نو
پښتنو خو مخکې صرف په خپلو محدودو سیمو کې خپل
واک چلولی نو که بیا صرف همغه سیمې ساتي چې په بدوي توګه په کې تر ۱۷۴۸ کاله پورې اوسېدل نو له هغې نه خو هم نیمه برخه درڅخه پنجاب د ځان سره د ډیورن خرکوس په
نامه بیله ساتي آیا غواړې د پنجبیانو ګریوان ته د حق پنجه وروغورځوې ؟؟؟؟؟ او که نه هغه خو د خپل اعتراف سره سم خپل بادار ګڼې پښتونخوا هغه ته بخښې، تر نیم زیات افغانستان
چیت پیت پوزو او نازنینو تاجکانو ته وربخښې، ځکه چې اړونده سیمې د پبښتنو د بدوی زوند سیمې نه دي،
نو ته پخپله چیرې ځې؟ صرف په پښتنو سیمو کې واکمني چلوې؟؟؟؟
Musaferjan
07.04.2012
پتوال صيب:
ولې يې را باندې په صفا ټکو وايې...
ودان وطن وو، خو خلقيانو پرچميانو او تياره فکرو لوټې لوټې کړ، او په لوی لاس مو چيت پوزو او پيت پوزو ته حواله کړ، تر آينده سلونه او زرګونه کلونه به د
افغان بچۍ بچۍ به ددوی خيانتونه هېر نه کړي ....
د افغانستان تاريخ وګوره، د ارضي تماميت څخه يې چا دفاع کړېده؟؟؟ د ولس
د پت او عزت څخه يې چا دفاع کړېده؟؟ چې ته او ستا په شان تياره فکري راځي او د وطن او ولس په نماينده ګۍ غږېږئ....
ته د وطن څخه د دفاع لپاره د همدې غيرتي مؤمنو افغانانو پرته پر چا ملا تړې؟؟
په چيت پوزي، پيت پوزي، او که په ښوی مخو تش په نامه ډالري پښتنو؟؟؟ چې يو
نيم رګ په کې د چيت پوزو او پيت وي؟؟؟؟
زما لپاره خپل عزت مهم دی، خپل اسلاميت مهم دی، خپل دين او پت مهم دی؟؟؟
عجيبه انصاف دی ستا؟؟؟؟؟
د هندوکش د غرو شمالي او سويلي دواړه لمنې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو
هستوګنځايونه پاتې شوي دي؟؟؟ او که ته يې نه منې؟؟؟؟؟؟؟؟
تر څو چې افغاني ټولنه کاملا په تعليم يافته او مدني ټولنه نه وي بدله شوي؛ تر هغو
دې چيت پوزي او پيت پوزي د حکومت خوبونه نه ويني۰
په درناوی
------------------------
[color=yellow:f2c34f6d35]له چلوونکي پرته د نورو لوستونکو د پام وړ:
په ليکنه کې بې چوکاټه الفاظ مو خوا درنه نه کړي، د فورم چلوونکی همدغه ډول
الفاظ خوښوي
په درناوی
[/color:f2c34f6d35]
أكبرخان
07.04.2012
زمونږ لومړي درجه دوښمنان داخلي چیت أو پیت پزي سمرقندي أو مغولي مهاجر دي
چې وژني مو، کورمو له دننه راړنګوي، ځمکې مو غصبوي ، ژبې مو راګونګوي
أو دې هدف ته د رسیدو په خاطر هر رنګه خیانت، جنایت څخه دریغ نه کوي
کله شرق سره أو کله غرب سره لاس یو کوي خو چې د پښتون بیخ أو بنیاد وباسي
که څوک د دې خاینو رزیلو مهاجرو جنایتونه نه ویني یا پرې سترګې پټوي هغه بیا ړوند أو کوڼ دی.
پتوال
07.04.2012
مسافر جانه له نظر څرګندونې دې مننه !
وروره پښتانه او نور قامونه هم دانه وانه په بېلو بیلو ځایونو کې پیدا کیږي خو ټولې سیمي نه د پښتنو دي او نه د بل کوم قوم .
ددوی هر یوه سیمی د تاریخ په اوږدو کې هم معلومې وې. داچې اریایان د امو له شمالي اړخ څخه سهیلی اړخ ته
راپورې وتي دي او پښتانه هم اریایان دی خو د امو په شمال کې نه دي پاتې شوي نو نن پښتانه تاجکستان د ژوند خپله
سیمه نشی بللی ، دغه قانون د هندوکش په شمال او سهیل هم محقق دی ! هو ، هغه پښتانه چې عربو د زور له امله
له کابل او شاو خوا څخه یې ویستل شوی نو دغه سیمې د پبښتنو دتاریخي هستوګنځایو له جملې څخه هیڅوک نشی ویستلای !
البته د یو واحد ملت په توګه د افغانستان هره نقطه د هر افغان او د ټولو اقوامو په شمول خپله خاوره ده او له دې
جملې څخه هر پښتون هم د افغانستان په هر ځای کې کوربه دی، خو که واحد ملت نه وي د خپلو تاریخی میشت - سیمو
پرته د نورو سیمو ادعا نه پښتانه او نه هم بل قوم کولی شی !
پاتې شول د خلق او پرچم یا نورو روشنفکرانو جنایتونه او ملی خیانتونه، مسولیت یې په هغه چا پروت دی چې
دغه جنایات یې په سیاسی توګه د مرکزی او ولایتی او ښاري کميټو یا حکومت د کابینو په کچه کړي یا یې په فردي
توګه کړي، باید د ملت په وړاندې محاکمه شی ! په فردی توګه هر سړی د خپل خپل جنایت مسول دی او به ډله ییزه
توګه یې جنایات سیاسی دی او د سیاسی رهبرۍ په کچه دجنایاتو مسولیت ورپه غاړه دی ! خو کله چې له خاین څخه
خاینتر حکومتونه یو دبل پسې راغلي نو دغه محاکمه یې ځکه نه ده کړې چې بیا ددوی خپل جنایات هم رسوا او محاکمه کیږي !
داچې ته دلته نوی ښکارې زما مخکینۍ لیکنې به دې نه وی لوستلی او خبر نه یې چې ستا په نسبت د خلق پرچم او تنظیمی
واکمنانو او اوسني ګوډاګیانو جنایات تر هر چا ما زیات غندلی دي او کورنۍ مې هم ددوی په وړاندې داسې قربانۍ ورکړي
دي چې د هیواد په کچه ستر شخصیتونه وو ! د همدې ډلو د خیانتونو له لیدلو وروسته له طالبانو څخه ځکه غواړو چې دغه
ټولې ډلی د بهر لاسپوڅې ډلې وې او یایې په بهرنیانو تکیه کوله نو ځکه یې ملی خیانتونه
او جنایتونه تر سره کړل، لهذا تاسو چې د ملت د ژغورنې ادعا لرئ باید په خپلو لیکو کې د بهرنیانو لاسوهنې ته
مجال هم ورنکړئ ، که نه دا نور هم افغانان وو او له آره بد خلک نه وو، خو چا چې هم په بهر تکیه کړې په ملي
خیانتونو او کورنۍ دیکتاتورۍ ظلمونو او وحشیګریو اخته شوي دي !
سر بیره په دې پاکوستان لاسوهنه تر هر هیواد ډیره خطرناکه ده، ځکه چې زمونږ لر افغانستان يط راڅخه نیولی ، نو
ددغسې ملی دوښمن د استخباراتو لاسوهنه په دې نشی توجیه کېدای چې زه پرې د چیت پوزو د پیت پوزو واکمنی له منځه
وړم او ددې له پاره د پنجابیانو باداري منم ! [color=blue:d46f259980]لا حول ولا قوة الا بالله ![/color:d46f259980]
بله خبره مو د روشنفکرانو کړې ، زما په اند په دې نامه هیڅوک بل څوک نشي غندلی!
ځکه جنایی ډلې روشنفکران وو، خو روشنفکران جنایتکاره نه وو.
په دې معنی چې روشنفکر = په جنایتکار نه دی، خو د قدرت په وخت کې جنایتکاره روشنفکران هم موجود وو !
په آزاد خپلواک او غیر حزبی افغانستان (ظاهر شاه او داودشاه په وخت )کې روشنفکرانو ډیر ستر خدمتونه کړي دي او
وروسته هم هغه روشنفکران تر حزبی او تنظیمی هغو څخه ډیر وو او له جنایاتو پاک پاتې شوي ، ظلمونه پرې شوي
قربانۍ یې ورکړي او د وطن په لاره کې شهیدان شوي او د ملي شخصیتونو په توګه یې حماسي یادونې پاتې شوي دي !
نو ډیره بده ده چې په کُلی او تعمیمي توګه د روشنفکرانو نوم په منفی او بد نامه سره یاد کړو !
والسلام
اکرم
07.04.2012
اکبرخان لیکلي:
[quote:bd41973898]زمونږ لومړي درجه دوښمنان داخلي چیت أو پیت پزي سمرقندي أو مغولي مهاجر دي
چې وژني مو، کورمو له دننه راړنګوي، ځمکې مو غصبوي ، ژبې مو راګونګوي
أو دې هدف ته د رسیدو په خاطر هر رنګه خیانت، جنایت څخه دریغ نه کوي
کله شرق سره أو کله غرب سره لاس یو کوي خو چې د پښتون بیخ أو بنیاد وباسي
که څوک د دې خاینو رزیلو مهاجرو جنایتونه نه ویني یا پرې سترګې پټوي هغه بیا ړوند أو کوڼ دی.[/quote:bd41973898]
محترم پتوال صیب! ددې بې ساری زغم او حوصلې په مقابل کې د لوی خدای (ج) نه درته ستر اجر او پاداش غواړم .
په کوم پراخ تحمل اوبردبارۍ چې تاسو، ځینو ته په دې اکابر کورس کې دټولنیز تهذب او اخلاقو د الف ، با ښونې کوئ بې ساري دي .
زما په ګمان ځینې یې په ريښتیا د ناپوهۍ له وجهې داسې عامو کرکو ته پکی وهي ، چې تاسې یې خپلې غلطۍ ته سم متوجه کوي ، خو ځیني نور یې دمریضۍ له وجهې قصداً اوعمداً قومی اوژبني جنایاتو او کرکو ته لمن وهي .
چې نه دینی اصول پیژني او نه انسانی ، یواځې د ځنګله کلتور مني ،
نو که ستاسو اجازه وي !!!
زه اوچنګیز خان به یي دتندر کوټې ته کړو او دسړی توب د الف ، با تدریس به یې پیل کړو ، ګوندې په لاره شي او یا ورک شي!!!
په درنښت
پتوال
07.04.2012
ښاغلی اکرم ورور ته سلامونه !
د کرکې په لمبو به یې اوبه وشیندو او د لوی الله څخه به ورته د نېکۍ د هدایت غوښتنه وکړو ، څو فرد فرد افغان خپل ورور وګڼي
او په ورورولۍ کې د ټولو افغانانو ملی او اسلامي نېکمرغي ، ځواک او واک ولټوي!
khoshalkhan
07.04.2012
پتواله ! خلک ډوډۍ خوري نه واښه !
ټول پوهيږي چې ستا هدف څه شی دی !
غير دګل اوصنوبر له قصونه ،نورې ټولې ليکنې دې % ٩٥يوهدف اويوه پروپا ګنده
لري چې په هغه کې د طالب تړل له isi سره دي اوبل څه نه !
ستاخويوهدف دی اوهغه دادی چې طالب بدنامه کړې ،بيايوبل لېونتوب دې
دادی چې دسياست په شروع کې سبوت هم غواړې !!
هغه بل زوړ انډيوال دې ( سرلوڅ مرادزی ) له تاڅخه ډېرجرعت لري کوم چې په
خپلوليکنو کې دهغه پخواني پرچمی رژيم غيرې مستقيمه غوښتنه کوي ، خو لدې وارې د cia تر سوري لاندي ،نه د kgb !
[color=red:a9cbaffa14]له دې پاڼې (ټول افغان )څخه انتي طالبي او انتي ازادي ،تياتر مه جوړوه چې په نقص دې تماميږي!!!![/color:a9cbaffa14]
[quote:a9cbaffa14="پتوال"]خوشاله !
مطرح شوې موضوع د پاکوستان په اړه ده، باید روښانه شی چې د پاکوستان نظریه څشی ده او ایا په افغانانو څه اغیز
لري که نه، که یې لري نو طالبان بیا لومړني افغانان دي چې په دې اړه تر پوښتنې لاندې راځي .
نو د بیان ازادي مه صلبوه، پريږده چې لوستونکي خپل نظر وړاندې کړي ، که ته پخپله د یوې موضوع په اړه په سر کې څه نه لرې
نو په هغه موضوع کې بيا ګډون مه کوه او په بیځایه تورونو او احساساتو دې دنورو مخه مه نیسه ـ ستا خو خوله په واک کې نه وي ، نه چیرې د دستورالعمل له دریګونو مادو سره په ټکر کې رانشې!
[color=red:a9cbaffa14]تور لګول بند دي ! او دادې د ملګرو له غوږو هم تیره که ! [/color:a9cbaffa14]
[quote:a9cbaffa14]انډيواله کوم شی دې چې زدکړي وو، هغه
ټول خلاص شول اوس [color=red:a9cbaffa14]اپلتې ولې [/color:a9cbaffa14]او يو څو [color=darkred:a9cbaffa14]چاپلوسان [/color:a9cbaffa14]لاسونه درته خړپوي !
===> صليبي اشغالګرو ته چوپړ ، بښتون اولس ته خيانت ![/quote:a9cbaffa14][/quote:a9cbaffa14]
Musaferjan
08.04.2012
پتوال صيب: ښه دې وکړ، چې خپله ليکنه کې بدلون راوست، که نه نو خلکو به ويلي چې هسې بې هيڅه دې سړی بېخونده کړ۰
دغه ليکنه درته ډالۍ کوم، چې لږ طبيعت دې جوړ شي، خو مخکې له لوستلو به ژمنه کوې؛ چې غوسه کېږې به نه۰ :oops: :oops:
له
نن اسیا . کام څخه په مننه :
لیکوال : الحاج استاد بیانزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډیرو خوږو مسلمانو او افغانانو وروڼو: تاسو ته خو دا په ډاګه ده چه اوسنی حالات په افغانستان او سیمه کی د نړیوال استعماری قدرت او سیمیزو ګاونډی ملکونو کړکیجن کړی دی او نور هم کړکیچن کیږی.
کړکیچنتیا دیر دنننی او بهرنی عوامل درلودل، خو یو لوی عامل یی د استعماری قدرت لوی وحشت او استکباری خصلت وو هغوی په خبلو مادی وسایلو او تکنالوژی تکیه وکړه،
د هغه حساب او تخمین له مخی چه دوی کړی وو، دافغانسان مهار کول د یو څو اونیوو او یا څو میاشتو خبره وه، او جنګ یی د حل یواځینی لیار ګڼله ، په ډیره بی رحمانه او وحشیانه ډول یی (چه تر اوسه یی د نړی په تاریخ کی ساری نه درلود)، ډیر بی ګناه او بی دفاع خلک (سره د پوهی) ووژل او هر ډول وسیلی او دجنګ ځانګړی تاکتیکونه یی وکارول، او د هر ډول بمونو څخه چه په هغو کی د اتومی بمونو بقایا ، فاسفورس شتون درلود، او داسی نورو ممنوعه بمونه چه تر اوسه په جهان کی نه وو کاریدلی، په افغانستان کی وکاریدل، د دی وحشت یوه وجه د نړیوالو
ډارول هم وو.
خو له بده مرغه دوی هغه ملک ته اول ولاړل چه د لویو طاقتونو هدیره وه او ده .
دا کار د دوی د ماتی وسیله شوه ، د یو ولس کلونو وحشی وژنو سره سره د اخیری ماتی په درشل کی دی.
به هر صورت زه ډیر شه وړاندیز ټولو افغانانو وروڼو او نړیوالو ته لرم ، د ټولو په ګته دی او هغه دا چه:
اوس وخت کی د پاکستان او افغانستان ګوداګی سکولر حکومتونه تر ډیره حده کمزوری شوی دی ، باداران یی هم بی مالګی شوی دی ځمکه څټی او د بلی خوا طالبان په دواړو ملکونو کی لاس بری دی او ولسونه هم ورسره ملګری دی او نور به هم ملګری شی .
به کار داده چه د دی جنګ لمن د پاکستان نورو ښارونو ، کلیو او بانډو ته پراخه او دومداره شی د پاکستان طالبان پاکستانی
غلام حکومت او افغانی طالبان افغانی ګوداګی حکومت رانسکور کړی، دواړه ملکونه سره یو ځای شی ، .
ددی کار ګتی په لاندی ډول دی :
۱- مونږ به د اسلامی نفوس له مخی په نړی کی د ډیر نفوس اسلامی هیواد وګنل شو.
۲- د دی سیمی د سنی مسلمانانو او د ایران او نورو شیعه مسامانانو سره به نسبی تناسب ولرو .
۳- مونږ به د اتومی انرجی لرونکی شو
۴- د دیورنډ کرغیړنه مسله به اتومات حل شی
۵- د هند بحر ګرمو اوبو ته به مو مخه خلاصه شی
۶- د دواړو ملکونو د انسانی انرجی او تکنالوچی په غښتلتیا او بشپړتیا به خپلی طبیعی زیرمی او د ځمکی لاندی خزانی به په خپله راو سپړو او په کار به یی واچوو
۷- مونږ به په پرمختللو هیوادونو کی وشمیرل شو نور به د نړی د سترو طاقتونو د تجربو او لوبو ځای نه یاستو
۸ - افغانستان او پاکستان به د تجزی پر ځای نور هم پراخه او لوی شی
۹ - اسلامی ملګری ملتونه به جوړ شی او اسلامی نړی به د هر چا د څبیړی نه ووځی
۱۰- څوک چه د فدرالی حکومت چیغی وهی هغه به هم وشی مګر په بله پیمانه او بله جغرافیای نقشه
۱۱ - اسلامی نړی کی به اسلامی اصول رامنخته شی له هغی وروسته به څوک افراط او تفریط نه شی کولی
۱۲- د دینی علومو د پاره به معیارونه وټاکل شی چه هر ملا د خپلی شهادت نامی له مخی رتبه او صلاحیت لری او څوک به د بی ځایه فتوی حق نه لری .
۱۳- همدارنګه د بیلابیل چاپیریال ، د څو ډوله اب هوا او د ځمکی د پراختیا له مخی به د کرنی ، مالداری او داسی نورو ټولو اړخونو کی د پام وړ پرمختګونه وشی
یادونه : دا ډیری خبری دی ، خو څه چه می په یاد راتلی هغه می ولیکلی ، دا پروژه که د پښتنو په ابتکار ، لارښودنه ، رهبری او قربانی سرته ورسیږی نو مشران به یی هم پښتانه پاتی شی او الله ج به پښتنو ته اجر ورکړی ولی که نور هم پکی له اوله برخه ولری او مونږ ورته بلنه ورکړو او یا په خپله راشی دا به ډیره ښه خبره وی ، دا خو صرف یو ابتکاری وړاندیز دی ، کله چه د دی خوځښت د پاره د نورو اسلامی پوهانو او پښتنی مبتکرینو جرګه یا شوری جوړه شی هغوی به د دی نور شه فلیټ فارم رامنځته کړی خو شرط یی دا دی چه دا لله ج په نوم او رضا پیل شی، زمونږ پښتانه وروڼه د وطن پرستی پرځای د وطن دوستی نوم یاد کړی او د پښتنی غیرت او اسلامی ارشاداتو او روحی لاندی دا پروژه چه تیاره پیل شوی ده مونږ یی نوره هم منظمه او غښتلی کړو، فکر کوم چه د انګریزانو په برصغیر کی د مسلمانانو د کمزوری کیدو پخوانی طلسم به ما ت شی ، د ډیورنډ کرغیړنه کرښه به له منځه ولاړه شی، د پاکستان مسلمان ولس به د انګریزانو له اسارته وژغورل شی د پاکستان فوځ او ایی اس ای چه اوس د انګریزانو د پاره د ا سلام او مسلمانانو د کمزوری کولو په خاطر کار کوی بیا به د مسلمانانو د غښتلی کولو او د نړیوال استعمار او استثمار دکمزوری کولو د پاره هلی ځلی کوی او لکه څرنګه چه د پاکستان او افغانستان خلک په شریکه رښتینی خپلواکی ته ورسیږی او همیشه دښمنی یی په همیشه وروری بدله شی.
په همدی ډول به نړیوال غریب خلک د نړیوال سرمایداری سیستم له استثمار او غلامی هم وژغورل شی او هغه چه اسلام نړی ته د سولی او هوساینی ژمنه کړی وه او کوی یی هغه به رامنځته شی.
ضرور نه ده چه تول خلک دی مسلمانان شی او یا د نړیوال اسلامی حکومت جوړ شی ولی بیا هم نړیوال عدالت او سوله به منځته راځی .
د مهربانی له مخی په دی هکله د ټولو مسلمان افغانانو د نظر یاتو هیله لرو .
په درناوی
الحاج استاد بیانزی
پتوال
08.04.2012
سلامونه او نېکې هیلې !
له مسافرجان څخه مننه کوم چې د لومړی ځل له پاره ده د پاکستان نظریه په ټوله معنی د نن اسیا. کام څخه دلوستونکو
مخې ته کیښوده. هیله ده ګڼ بحثونه پرې وکړئ .
مسافرجانه بخښنه غواړم چې ستا غسه مې راپارولې وه، حال داچې زما مطلب تاسې یا بل کوم شخص نه و، بلکې هغه ډله
چې زما په اند دوی افغانستان د تجزیې په درشل ورننباسي .
خو هیله کوم دغه ستاسې راکاپی کړې لیکنه پریږدئ چې بحث پرې وشی ، تر هغه پورې د روشنفکر او غیرروشنفکر له موضوع
نه تیرشئ ! هغه به د روشنفکران د سرلیک لاندې بیله وڅیړو.
اوس به راشو د (استاد؟) بیانزي بیان ته :
[quote:bc2ad477fb]- مونږ به د اسلامی نفوس له مخی په نړی کی د ډیر نفوس اسلامی هیواد وګنل شو. [/quote:bc2ad477fb]
دا خو له اندونیزیا وروسته پاکستان تیار ډیر نفوسه دی او په پاتې پښتنو هم له اندونیزیا نشی مخکې کیدای .
او که دا دویاړ خبره وي نو پاکستان ترې ولې تاسې طالبانو له پاره تیرشي ؟ ځکه دا خو تاسې یي چې پاکستان ته
د افغانستان له نامه څخه هم تیریږئ پنجابیان خو د خپل پاکستان له نامه څخه نه درتیریږی بلکې هغوی له پیل څخه
د پاکستان نظریه او نوم داسې تفسیرول :
پ=پنجاب،
ا= [color=red:bc2ad477fb]افغانستان[/color:bc2ad477fb]
ک= کشمیر
س= سند
نو دا ډیرمېشته مسلمان هیواد به دې هم پاکوستان نومیږي ، او افغانستان به په کې مدغم اوسي !
نو نورې ګڼې دې هم په جزي تغیر سره دغسې دي :
۲- د دی سیمی د سنی مسلمانانو او د ایران او نورو شیعه مسامانانو سره به باکوستان نسبی تناسب ولري !
[quote:bc2ad477fb]
۳- مونږ به د اتومی انرجی لرونکی شو [/quote:bc2ad477fb]
او کنه ، لکه بلوچستان او خیبر پښتونخوا ؟؟؟؟؟؟ دغسې په ته هم شبږمه سوبه اوسې نه زیات !!!
[quote:bc2ad477fb]۴- د دیورنډ کرغیړنه مسله به اتومات حل شی [/quote:bc2ad477fb]
چې دا باقي آزاد یا آزادېدونکی افغانستان هم ورته تسلیم کړې؟؟؟؟
۵[quote:bc2ad477fb]- د هند بحر ګرمو اوبو ته به مو مخه خلاصه شی [/quote:bc2ad477fb]
لکه د سهیلی پښتونستان لار چې اوس هم ورته خلاصه ده ؟ پلوچ او بښتانه دې هلته د ګوادر بندر ته نودې کېای هم نشی
نو ته به هلته څه اختیارات ولري؟؟؟؟
[quote:bc2ad477fb]
۶- د دواړو ملکونو د انسانی انرجی او تکنالوچی په غښتلتیا او بشپړتیا به خپلی طبیعی زیرمی او د ځمکی لاندی خزانی به په خپله راو سپړو او په کار به یی واچوو [/quote:bc2ad477fb]۷-
یعنې :
د دواړو ملکونو د انسانی انرجی او تکنالوچی په غښتلتیا او بشپړتیا به خپلی طبیعی زیرمی او د ځمکی لاندی خزانی به [color=red:bc2ad477fb]پنجابیان په خپله راو سپړي او په کار به یی واچوي ؟؟؟؟[/color:bc2ad477fb]
[quote:bc2ad477fb]
-مونږ به په پرمختللو هیوادونو کی وشمیرل شو نور به د نړی د سترو طاقتونو د تجربو او لوبو ځای نه یاستو [/quote:bc2ad477fb]
نه، پنجابي باکستان به په پرمختللو هیوادونو کی وشمیرل شي نور به هم د نړی د سترو طاقتونو د تجارت او سیاسی لوبو
مرکز وګرځي او پاکیان به لا چړچې کوي
نورې مادې هم په جزی تغیر داسې لړستل کیږي :
۸ - افغانستان به په پاکستان کې بشبړ منحل او باکستان په نور هم پراخه او لوی شی
۱۰- څوک چه د فدرالی حکومت چیغی وهی هغه به هم وشی مګر په د اوسنی پاکوستان په سیاسی بڼه چې بنجاب به په ټولو حاکم وي !
۱۱ - اسلامی نړی کی به باکوستاني اصول رامنخته شی له هغی څخه به نه څوک افراط او نه تفریط کولی شي
۱۲- د دینی علومو د پاره به معیارونه وټاکل شی چه هر ملا د خپلی شهادت نامی له مخی د ISI رتبه او صلاحیت لری او څوک به د بی ځایه فتوی حق نه لری .
۱۳- همدارنګه د بیلابیل چاپیریال ، د څو ډوله اب هوا او د ځمکی د پراختیا له مخی به د کرنی ، مالداری او داسی نورو ټولو اړخونو کی د اوس په شان د پنجاب په ګټه د پام وړ پرمختګونه وشی
یادونه : دا ډیری خبری دی ، خو څه چه می له ISI زده کړي اوپه یاد راتلی هغه می ولیکلی ، دا پروژه که د پښتنو په غلامۍ ،
ګمراهي او قربانی سرته ورسیږی نو د عیسی خان او ایوب خان غوندې پښتانه به یې مشران پاتی شی
او اشفاق کیاني به د ISI په لیکو کې پښتنو ته اجر ورکړی ولی که نور هم پکی له اوله برخه ولری او مونږ ورته بلنه
ورکړو او یا په خپله راشی دا به ډیره ښه خبره وی ، دا خو صرف یو پنجابي ابتکاری وړاندیز دی ، کله چه د دی خوځښت
د پاره د نورو پلورل شویو اسلامي پوهانو او پښتنی مبتکرینو لاسپوڅو جرګه یا شوری جوړه شی هغوی به
د دی نور شه فلیټ فارم رامنځته کړی خو شرط یی دا دی چه د مسلم لیک او اسلام اباد په نوم او رضا پیل شی،
دا د مسیح په نوم دجال څه وایی ؟؟؟؟؟
.............................. د اد راڼۍ دا خط و خال څه وايي ؟؟؟؟؟
والسلام !
khoshalkhan
08.04.2012
الحاج استاد بیانزی صيب ليکنه دې زرزري چپنه !
خو عملي کول يې په سياسي ډګر کې به يوه لودګي په طاقت دڅلورو وي !
زمونږ حقوق ډېرو خوړلي دي ! اوس يې په تور لينګيو هم خورې ???
نورې خبرې يې خيالي او امي ډوله دي ، په نن شرائطو کې بحث کول پرې طفلانه
اودوخت ضايع کول دي .
ډېورن ،اقتصاد.... دنورو خلکو کار دی .....