د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

م ن غروال
02.10.2004

ډيرو محترمو لوستونکو سلامونه عرض کوم!
او ښاغلۍ طالب جان زما سلامونه هم هيلمن يم چی ومنئ!
دا چی تاسو دومره له درنښته کار اخيستۍ دي خوښ شوم اما اميد لرم چي د تشويق تر څنګ خپلو نورو وروڼو ته هم ورډالۍ کړئ ځکه چی سپکه د د قلم ادبه وتل، له بده مرغه تل ددوئ لخوا کارول شوېده نه د ( ستاسو په اصطلاح ديموکراتان) لخوا! د بد ويلو حق زه نه ځانته او نه هم بل چاته ورکوم٠
تاسو ليکئ:
[color=red:2f07f3113e]((: تاسي يووار بيا ويلي چي داسلام په څانګه كي سوچه آياتونه اوحديث چليږي نه منطق .)) [/color:2f07f3113e]
داسي جمله به ما نه وي ليکلي او که وي غواړم پوه شم چيرته ده دا جمله! او دا:
[color=red:2f07f3113e] ((يووار بيا ويلي)) [/color:2f07f3113e]
يعني مخکی مې هم داسي ويلي دي خو چيرته؟ لطفاًََ د ليکنې پته راکړئ!
طالب جانه وروره هر څوک چی ياست او له هره ځايه چی ليکنۍ کوۍ فتوأ په مستعار نوم، زه يي منلۍ نشم او د نورو وروڼو خپل کار دي او البته هغوئ به هم خپل نظر وليکي٠
[color=yellow:2f07f3113e] هغه ترجمه؟ [/color:2f07f3113e]زه نور په هغې بحث نه غواړم اما ټول مسلمان ولس ته زه دا ليکلای شم چي په دغه معنی[color=red:2f07f3113e] (( او ځانونه پرې ووژنئ)) [/color:2f07f3113e]آيت شريف خو استغفرالله! حتی که حديث شريف هم وؤ، زه به خورا سختې ناغې ته غاړه کښيږدم٠
او که غواړۍ د ټول افغان پاڼې له لاري پښتنو مسلمانو خويندو او وروڼوته د خدمت وسيله وګرځئ نو کوښښ وکړئ چی فقهه بيان کړئ يعنې ثواب اوګناه، جنت او دوزخ، لمونځ او روژه، فرض او سنت، واجب او مستحب!
[color=yellow:2f07f3113e]................................................................نه سياست!!![/color:2f07f3113e]
که بيا غواړئ نو زه هم زيات خوښيږم خو نه د اسلام په فورم کي، بلکه د سياسي او... بحثو په فورم کي!!! همدا اوس هم همدا ډول (چی اسلام نبايد له سياست سره تړاؤ ولري او بايد له سياست څخه جدا اووسي او ........) يوه ليکنه د ښاغلي آزاد خيال ورور د منطق او ....... په فورم کي شته چی تاسو د ميلمه په نوم نه بلکه په همدغه د (طالب جان) په نوم د خپل ايماني مسؤليت له مخي ليکنه يا ځواب ليکلائ شئ چی سره بحث به پرې وکړو او نور ياران به هم هرومرو پکي خپل غبرګون وښکاره او ګډون به وکړي٠
تاسو ليکئ:
[color=red:2f07f3113e]((دمحترم اوعزتمن حليمي صيب هغه ليكنه وګوره چي په ښه عقلي دلايلو يي داثابته كړي چي دشرعي مسألو په وړاندي عقل او منطق نه چليږي .))[/color:2f07f3113e]
په ياد به مو نه وي چه ښاغلي حليمي ورور دا بحث ستاسو له وينا [color=red:2f07f3113e]((چي دشرعي مسألو په وړاندي عقل او منطق نه چليږي)) [/color:2f07f3113e]څخه پيل کړ٠ چی اکثره وروڼه زما په شمول ددغه جملې سره مخالفت څرګند کړ او دا فکر نه کوم چی ښاغلۍ حليمي ورور داسي ووايي او يا يي ليکلي وي چي ګواکي د شرعيت په وړاندي عقل نه چليږي بلمه هغه به داسي باور لري چه ولې نه، د شرعيت په وړاندې عقل جليږي او زما په آند بايد هم چی د شرعيت په وړاندي عقل وچليږي، اما په هر حال بالاخره د ټولو او ستاسو په تفاهم هغه بحث خاتمه پيدا کړه، ځکه چی سؤ تفاهم ستاسو له ليکنې پيدا شوۍ وؤ٠ په هر حال!
اما که چيرې ما داسي چي[color=red:2f07f3113e] ((داسلام په څانګه كي سوچه آياتونه اوحديث چليږي نه منطق)) [/color:2f07f3113e]ليکلي وي نو ستاسو تشويش ځواب او قهر پدې هکله د منلو وړ دي٠ ځکه دا داسي معنی ورکوي چه زه وايم چی آيت او حديث منطق ندي (نعوذ باالله)!
[color=yellow:2f07f3113e]او بيا عرب؟ [/color:2f07f3113e]دلته څه چی تاسو ليکلي کاملا د منلو وړ او زه درسره موافق يم٠ زما مطلب هم د فلسطيني عربو څخه نه وؤ او ددوئ درد زمونږه درد دي او د هر مسلمان ورور درد د بل مسلمان درد! بې له شکه! او تر اوسه له دغه ټکي په ټول افغان کي چا هم (( نه )) ندي ويلي اما:
دا بل بحث دي چي مونږه افغانان د فلسطين چرچينيا او کوسوفو او... او.... سره مرسته وسله وال ( نظامي)، يا اقتصادي، يا سياسي يا...... يا ...... وکړو او که نه؟ زمونږ (افغانانو) لپاره په اوسني مهال کي دا امکانات شته او که نه؟ داسي حالت چی د افغان در په در او حقير او فقير، آواره او ګدا ملت ورسره لاس په ګريوان دي آيا مونږه هاغه لري پراته فلسطين سره بيا هم مرسته وکړو او له غمه يي خپل غم او د خيمو لاندې وږي تږي په زرګنو يتمي کورنۍ هېرې کړو؟ که دا ډوا نورې پوښتنې ځوابول غواړئ نو غوره يي بولم چی بل بحث به پرانيزو او درانه ليکوالان به پرې بحث وکړي٠
زه خبرې ډيرې لرم چی غواړم خپل او د نورو د ټول افغان پاڼې مسلمانو وطنپالو افغانو ليکوالو کمښت، ستونزه، او بنسټ پيدا کړم چی ولې مونږه له خپلو اسلامي علماؤ وروڼو سره قلمي او وطني او سياسي ټکر لرو، سره لدي چی هر يو هم الحمدالله مسلمان او په اسلام د ميني مدعيان هم يو او د وطن د آبادۍ شعار هم ورکوؤ٠
خير که ژوند وؤ بيا به ګورو٠ په درناوې ــ غـــــــــــروال [color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e][color=#444444:2f07f3113e][/color:2f07f3113e]



طالب جان
03.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره غروال صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دپت څښتنه: زه ستاسي له ليكني سره موافق يم . ستاسي دتيري ليكني له دې ټكو څخه ما انګيرنه كوله (اسلامي علم يعني دا؟ انسامي وجدان يعني دا؟
بشري عاطفه يعني دا؟
انساني منطق يعني دا؟

مطلب مي داوو چي ماخو هر څه الحد لله له حوالو سره ليكلي او دخپلو ليكنو اخروي پړه مي په ځان اخيستي مګر بيا هم دنورو خبرو برسيره ستاسي له دې وينا سره سم چي آيا دامنطق دي ؟ داخبره سرراپورته كوي چي لكه چي ستاسي په نزد آياتونواو حديثونو ته ښايي دانساني منطقو په تناظر كي وګورو .

په هر حال دعزت وړه چي دامومنلي چي قرىن او حديث پخپله منطق دي ځما ټول شبهات مو حل كړو كور مو ودان .

دقدروړه غروال صيب : ما له لوي خداي جل جلاله سره ژمنه كړي چي دټول افغان په پاڼه كي به زه دخلكوشرعي لارښوونه كوم نو په دې اړه چي ځما كومي ليكني دي په هغو كي هيڅ ډول قومي , ژبني, تنظيمي او تعصباتي عنصر نشته ځکه نو زمونږ له لوري الحمدلله كيسه پاكه ده په دې او هغې نړۍ كي دخپلو ليكنو هرډول ځواب وركولو ته تيار يم اوس نو داستاسي خوښه ده چي عمل پرې كوۍ كه نه .

دپت څښتنه او دقدروړه غروال صيب : په اخيركي يووار بيا ستاسي له درانه حضورنه هيله كوم چي په راتلونكي كي به هم له مونږ سره دمسألو په بحثونوكي ګډون كوۍ.


خاټول
04.10.2004

ښاغلى استاد او عزتمن تره حليمي صاحب ! ګران ورور غروال صاحب , عادل صاحب , استاد طالب جان صاحب او نورو لوستونكو او دفورم ملګرو !
مينه ,درناوى او سلامونه مي دروارې شه , له لويه او بښونكې څښتنه مو روغ رمټ غواړم .
ښاغلى استاد ! لوي الله دي ما, تاسو او دفورم ټول كتونكې او ليكونكې په خپل بي ساري فضل وبښي .
استاده ! زه داسي انګيرم چي ياخو زه او تاسو يودبل په افكارو پوهيږو نه , اويا هم له بده مرغه دپوهيدلو زيار نشو ګاللاي ځه كه نو زما اوستاسو تر مينځ فكري واټن خداى مكړه په زياتيدو دى .
استاده ! باوروكړى چي زه له خپلو خپلوانو سره كه هغه نسبي خپلوان وي او كه حسبي خپلوي پالل فرض بولم او دهغوي په غم ځان غمجنه بلل او غمجنه كيدل نه يواځي دا چي ديني فريضه ګڼم بلكي يوه فطري پديده يي هم بولم .
استاده ! له خپلو نزدي ترونو اوترلو نه رانيولي بيا تر تاسو کاكړ پوري اوبيا له ګردو پښتنو, تاجكو, ازبكو ,نورستانيو ,او............ ګردو مسلمانو وروڼو او خويندو سره مينه لرم , او په ځانګړي ډول له خپل ويرجن او غم ځپلي ولس سره نه يواځي دا چي خوا خوږي لرم بلكي دهغوي په ويرونو , دردونو اوغمونو مي په وار وار ژړلي او اوښكي مي توي کړي , باور وكړی كه زه شاعره واي تاسو به هم راته دويرونو دشاعري او انځور ګري لقب راكړی واي , ښه نو چي داسي ده اوزه لوړم چي هم داسي ده نو بيا دا توهين څه معنى ؟ : (خپل مو هېر دي ٠ او پور ټوله نړۍ يو ملک افغان سته بل افغان ملک نسته
او عرب چه په درزنو ملکونه لري ٠
او د دوۍ د زخميانو او مړو غم دي هم د افغان پر سر ورکوټه کوې
دا معنا د پښتانه پرزخم ملهم نه ايږدې ٠ مالګي پر تويوې٠ ستاسو څرنګه زړه کيږي چه خپل دي هېر دي
او د پردي فلسطيني د اولادو غم دي پسي را اخستۍ دۍ ٠ د فلسطيني غم شريکي اول د خپلو عربو سره ښايي
نه ده پښتنې سره ٠ اول خپلو يتيمانو اوښکي وچي که !! معيوبينو ته د لرګي پښې ور جوړي که !!
مريضانوته دوا وروړه !! د خپلو ګونډو سره وژاړه !! خپل کور مو 25 کاله په اور وسځيدلۍ !!!
د غه نړېدلۍ کوړ يوار چوړ که !!!
بيا نو د فلسطيني غم را پياده وه ښه کاردۍ ).
استاده ! ما كه پښتنو ژړلي عرب مي هم نه دي هير كړي ځكه چي كلونه كلونه الله تعالى خپل يو بنده ته چي نيكه يي د ( محمد ) په پاك نامه نومولى وو, وحي را واستوله او هغه يي خپل استازى وټاكه او هغه ته يي يو ( كتاب ) هم وركړ , ما خاټول هغه كتاب اوهغه استازى ومانه او ايمان مي ورباندي راووړ , په نوموړي كتاب كي الله تعالى راته وويل چي :إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ {10} الحجرات.
نو ما هم ټول مسلمانان وروڼه او خويندي وګڼل , ده هغه الله استازي رسول الله صلى الله عليه وسلم راته ارشاد كړ چي : مسلمانان ديو جسد په څيردي چي يو اندام يي ستونزمن شي نو ګرد بدن يي ستونزمن شي.
او بل ځاي يي راته داسي ارشاد کړی : مسلمان دمسلمان ورور دى نه به خپله ورباندي ظلم كوي اونه به يي رسوا كوي يعني دكافر او ظالم ظلم ته بي ياره اوبي مددګاره نه پريږدي .
استاده! همدا فلسفه وه , همدا لارښونه وه چي ماته د فلسطين كونډه هم خپله خور بريښي او دعراق يتيم هم راته خپل وراره ښكاري , که په دي ګناه ګناه ګاره يم نو دا ګناه مي دخداى دنازولي استازى محمد رسول الله (زما مور او پلار دي ور واري شي) په وينا کړي , راځه چي انتظار وباسو چي دمحشر په ميدان چي الله تعالى قاضي شي اورسول الله شفاعت كونكى شي نو بيا به زما او ستا فيصله په همدوي وكړو چي ايا ما دعربانو په غم كي افغانان هير كړي وو او كه مي په ټولو باندي يو ډول وير كاوو .


عبير
24.07.2005

محترمو طالب جان ,حليمي او خاتول خوري اسلا موعليكم ...............
محترمو نيشنلزم (ياتوكم پالنه)دوه اړخه لري چي يو يي د اسلا مي اصولو سره برا بر
اويويه داسلامي اصولو څخه وتلي وي چي زما په خيا ل دحليمي صاحب هم دغه اول مراد.
دي چي هغه ته صله رحمي ويل كيږي او صله رحمي په اسلام كي جواز خو څكه وي
بل كي ضرور ده او صله رحمي اول په خپلو اقرباوو بيا په نورو مسلمانوا ودوهم اړ خ
يي ناروا او بدعمل ده خداي دي مونږ ټول ترينه وساتي..........
په درنا وي...



ع کريم حليمي
26.07.2005

ښاغلې عبير صاحب ،عليا خاټول ترلې سلام ورحمه الله وبرکاته !
عبير صاحب تاسو ته فوق العاده ښه راغلې وايم ٠ ستاسو د معطر نوم په ليدو مي زړه بيداره سترګي روښانه سوې ٠ له ليکني څخه معلوميږي چه د عالي انصاف اوعادل
شخصيت ، حيصيت لرۍ ٠ نو موږ ته مکرم ياست
تاسو په ډيره ښايسته شکل ليکلي چه :
[quote:cdfd8170e1]زما په خيا ل دحليمي صاحب هم دغه اول مراد.
دي چي هغه ته صله رحمي ويل كيږي او صله رحمي په اسلام كي جواز خو څكه وي
بل كي ضرور ده او صله رحمي اول په خپلو اقرباوو بيا په نورو مسلمانو[/quote:cdfd8170e1]

عليا خاټول داسي ليکلي وه چه :
[quote:cdfd8170e1]انتظار وباسو چي دمحشر په ميدان چي الله تعالى قاضي شي اورسول الله شفاعت كونكى شي نو بيا به زما او ستا فيصله په همدوي وكړو چي ايا ما دعربانو په غم كي افغانان هير كړي وو او كه مي په ټولو باندي يو ډول وير كاوو .[/quote:cdfd8170e1]

ايا شريعت محمدي داسي دۍ چه وير ، صله رحمي دي يوډول وي ٠
ايا حق تقدم په صله رحمي کښي له تاسو هېر دۍ ؟؟
نو زه هم په انتظار کي يم هغي ورځ ته چه الله ج قاضي وي
بيا عليا خاټول ليکي چه :
همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه څوک چي دقومي تعصب په لاره کي خپل ژوند له ﻻسه ورکړي غندلی اودهغوي په اړه يي داسي ارشاد فرمايلی ! ليس منا من مات علی العصبية، ليس منا من دعا الی العصبية ، ليس منا من قاتل علی العصبية .
او ترجمه ئې داسي په خپل مزاج ،mood برابروي
ژباړه هغه څوک چي دقومي تعصب په ﻻره کي ووژ ل شي له مونږ [ دمسلمانانو له ټولني] ځني نه دی [color=darkred:cdfd8170e1]هغه څوک چي دنيشنلزم لوري ته بلنه کوي زمونو ځيني نه دی [/color:cdfd8170e1]او هغه څوک چي [u:cdfd8170e1]دنيشنلزم[/u:cdfd8170e1] لپاره جنګيږي زمونږ ځيني نه دی .
العصبية خو tribalism ،توكم پالني ، تعصب ته ويل کيږي ٠ او نيشنلزم وطندارۍ ته ويل کيږي ٠ چه په وطن کښي مختلف توکمه خلګ اوسيږي ٠ چه وطنداري څوک سره ونکړي ٠ نوهيڅ کله به خپله خاوره يعني وطن ، استقلال ونه ساتلي سي ٠ له کفارو او داخلي ،محلي خاينانو څه ٠

هو ٠ قومي تعصب خو طبعأ حرام دۍ ٠ او تعصب لپاره جنګ ، تعصبي همکاري
او قتل خو په هر صورت بد عمل دۍ ٠
[u:cdfd8170e1]اعلم يا منيرة الفاضل - عليا ان هذا الكلام سيضايقك كثيرا [/u:cdfd8170e1]


Pan-Islamist
15.03.2006

السلام عليکم،
حليمي صاحب، ما ته خو ته ډېر د پراخې سينې سړى ښکارېدې، مګر وروستۍ ليکنې دې داسې ښيي، چې خورا بېځايه احساساتي کېږي. ته پوهېږي په مسلمان باندې، که هر ډول ځانګړنې ولري، که څه هم تش په نامه مسلمان وي، د لعنت ويل ناروا دي. آن سړى په کافر هم لعنت نه شي ويلاى.
ستاسې سرټمبګي بېځايه ده.
تاسې به يا مسلمان ياست يا نيشنليست. په هېڅ ډول دواړه نه شئ کېداى.
د اسلامپالنې او ولسپالنې يوځاى کول لکه په يوه لوښي کې د اور او اوبو سره يوځاى کول داسې دي.
په درنښت



ع کريم حليمي
16.03.2006

السلام عليکم !
زما مور او پلار دي تر مبارک قربان سي ،ډير ښه ارشاد ئې کړې چه :
‏"‏ دعه فان الحياء من الايمان ‏"
(ستاسې سرټمبګي بېځايه ده. )
حدثنا أبو الوليد، قال حدثنا شعبة، قال أخبرني عبد الله بن عبد الله بن جبر، قال سمعت أنسا، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ آية الإيمان حب الأنصار، وآية النفاق بغض الأنصار ‏"‏‏.‏
ټوله افغانان په مثال د انصارو دي ،د چاچه افغانان نه خوښيږي او افغان وي 
ګمان کوم نه خوښېدل به يي د منافق علامه وي ٠ 
د افغانستان لِواء يو علم شريف درلودې ٠ چه ساتل يي پر هر افغان فرض وه 
او دي ٠ يعني هرمسلمان قوم بايد خپل جَيْش ولري او عَلَم بردار 
که د افغان عَلَم شريف پر مځکه لوېدۍ پر افغان ئې ساتل فرض دي 
که د فلسطين عَلَم شريف پر مځکه لوېدي ساتل يي پر فلسطنۍ فرض دي 
که مو په ټولو مسلمانانو يو عَلَم شريف  درلودۍ بيا نو ٠٠٠٠٠٠٠٠ 
بسمه تعالی - فَلَعْنَةُ اللّهِ عَلَي الْکَافِرِينَ البقره 
او يواري مبارک و يوه يهودي ته لعنت ويلی دي 
حدثنا عبد العزيز بن عبد الله، حدثنا ابراهيم بن سعد، عن صالح، عن ابن شهاب، عن عروة بن الزبير، ان عائشة ـ رضى الله عنها ـ زوج النبي صلى الله عليه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا السام عليكم‏.‏ قالت عائشة ففهمتها فقلت[color=cyan:7a612a1b7a] وعليكم السام واللعنة‏[/color:7a612a1b7a].‏ قالت فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مهلا يا عائشة، ان الله يحب الرفق في الامر كله ‏"‏‏.‏ فقلت يا رسول الله ولم تسمع ما قالوا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ قد قلت وعليكم ‏"‏‏.‏

لعنت دي وي د عليه السلام پر دوښمنانو ولي چه :
‏"‏ لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من والده وولده والناس أجمعين ‏"‏‏.‏



ع کريم حليمي
16.03.2006

هو دا دوې خبري فرق سره لري 
شرعا حق نسته چه لَعْنَةُ اللّهِ  ووايي 
اما لعنت ويل روا دي ٠ که چيري په فرق يي پوهيږي ښه ، که نه پوهېږۍ 
نو پر يوه مسلمان ملا درس ووايه ٠ 


أبوخليل
09.07.2006

ګرانو او عزتمنو وروڼو او خویندو
زما له خواهم السلام علیکم ومنۍ
د یو مسلمان په صفت په مونږ لازمه ده چي کله حقیقت راته څرګند شي هرو مرو باید غاړه ورته کېږدو خواه که هغه زمونږ ادعا تاییدوي او که یې ردوي نیښنلزم یو پردۍ اصطلاح او پردی توری دی او ځانګړی مفهوم لري تاریخ او موسسین یې معلوم دي
چي پښتو ترجمه یې قوم پرستي یا ملي ګرایې ده دا نظریه نه په اسلام کي وجود لري
او نه ددې اجازه ورکوي او بالعکس ددې نظریې په خلاف مبارزه کوي او ښکاره مثال یې د اوس او خزرج د اقوامود تاریخي قومي شخړو په هکله په قران کریم کي ذکر شوي ایتونه دي او هغه څوک چي نېښنلزم په ایت او حدیث ثابتوی د هغوی لپاره همدغه مقوله کافي ده چي [color=green:d9ece48e16]کلمة حق ارید بها الباطل [/color:d9ece48e16] زما او د مرور پښتون هم د شعر په سیکشن کي په دې خبره جګړه روانه ده هلته هم وګورۍ ، ددې بحث ګډون کونکیو هر یوه مثالونه راوړي یوه ټوکه به زه هم ولیکم بې ادبی معاف : ویل کېږي چي یوه سړي استنجا وهله او دا دعا یې لوستله چي : اللهم ارحني رایحة الجنة ( یعني الله د جنت بوی ځما تر سپنګو کړې ) یو بل یې په خوا کي ناست وو هغه چي کله دادعا واورېدله نو ورته یې وویل چي وروره دعا خو د سنت ده خو دا یې ځای نه ده چي کله پوزه پرېمنځې دا دعا وایه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more