اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ايانيشنلزم تر ايمان غښتلی دی ؟
خاټول
20.09.2004
نيشنلزم ياتوكم پالنه له خپل قام اوټبرسره دميني افراطي اړخ ته ويل کيږي له خپل قام سره دميني مفکوره له انساني تمدن سره جوخت هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي انساني ټولنه په کورونو، خيلونواوقبيلوسره وويشل شوه . له خپل قام سره مينه يو فطري عمل دی . چي له شتون نه يي انکارکول فسطائيت اومکابره بلل کيږي .داچي اعتدال هم يو فطري شی دی ځکه نو هم له خپل قام سره مينه بايدداعتدال په بنسټونووﻻړه وي .اوکه دامينه داعتدال له بنسټه تجاوزوکړي نونيشنلزم ورڅخه جوړيږي. په لومړني ځل چي دامينه يي داعتدال له پولي ورواړوله اوپه نيشنلزم يي بدله کړه هغه دحضرت ادم عليه السلام ځوې قابل وو چي خپل ورور هابل يي وواژه .دلرغوني تاريخي اوديني روايتونو ترمخه الله تعالي به حضرت ادم عليه السلام ته له حواانا څخه په يوه مهال غبرگوني اولاد يو ځوې اويوه لور وركول . داغبرګوني به پخپل منځ کي نزدې خوراورور وو .ددوي دواړو به پخپل منځ کي نکاح کول ناروا وو اوله نورو هغو دوو سره به چي په بل نوبت به پيداشوو ددوي نکاح رواوه . له قابيل سره په يونوبت کي پيدا شوي خور چي اصوﻻ هابيل ته په نکاح ورکولې شوي واي اودقابيل خور هابيل ته په نکاح شوي واې . خودقابيل خور ښکلي وه اودهابيل خور ښکلي نه وه .قابيل دخپلي خور دميني له کبله نه غوښتل چي خپله خور هابيل ته چي دهغي په پرتله ښکلې اوښه ځوان نه وو په نکاح ورکړي .ورو ورو داناخوښي په تعصب [ نيشنلزم] بدله شوه او دقابيل په ﻻس دهابيل دوژل کيدو ﻻمل وګر ځيده .
راځۍ چي وګورو اسلام ديوه دين اوفطري مفکورې په حيث قام پالنيته په کومه سترګه ګوري ؟! داچي اسلام يو(وسط) اومعتدل دين دی نو هرو مرو په ټولوفطري خواصو اوخويونو کي داعتدال ټکی په پام کي نيسي . داچي دقام پالنيمفکورې بنسټيز اصل له خپل قام او خپلوانو سره مينه ده نو اسلام همدا اصل [ له خپل قام او خپلوانو سره مينه]داعتدال ﻻره بللي تفريط [ له خپل قام او خپلوانو سره مينه نه کول اوله هغوې سره خپلي اړيکي شکول يي] قطع الصله بللي اودايي ډير مذموم او بد عمل بللی اوددې عمل په خلاف يي ګڼ وعيدونه اوعذابونه په دنيا اواخيرت کي ټاکلي . اودافراط خوا ( نيشنلزم) يي عصبيت بللی . اودا مفکوره يي هم رده کړي . او قران کريم په واروار انسانته ورپه يادکړي چي دوې ديوه ادم اوحوا بچي دي .اوتر خپل مينځ مساوي حقوق لري .اودژبني ، قومي اوخاص جغرافيايي حدبندي له کبله يو پربل فضيلت نلري .
په ﻻندي ليکو کي به هغه قراني اياتونه او نبوي احاديثو ته اشاره وکړو چي دانساني مساوات په اړه اودنيشنلزم دمفکورې په رد کي راغلي دي :
داچي الله تعالی انساني ټولنه ولي په قومونو او قبايلوويشلي ؟ اوله دې کارنه دلوي خداې منشأ څه وه ؟اودبرتري اوفضيلت معيار يي څه ټاکلی دی ؟ دحجرات سورت په ١٣ ايات کي الله تعالي داسي فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ {13}
ژباړه اي خلقو بيشکه مونږ پيداکړي يي تاسي (ټول اصلا) له يوه سړي چي -ادم- اوله يوي ښځي چي -حوا ده- او ګرځولي يي مونږ تاسي څانګي اوقبيلې دپاره ددي چي وپيژنۍ له يوه او بل سره بيشکه چي ډير معزز له تاسي څخه په نزددالله ډير متقي ادب لرونکی ستاسي دی .
بل ځاي دانساني وحدت اويووالي په اړه په سورت النسأپه ١ ايت کي داسي ارشادکوي ! خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء . ژباړه: پيدا يي کړه له دې -نفسه-دده جوړه دده او خپاره يي کړل له دې دواړو څخه سړي ډير او ښځي -ډيري- .
په سورت اﻻنعام ٩٨ ايت کي داسي ارشاد کوي: وَهُوَ الَّذِيَ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ .ژباړه اودغه الله هغه ذات دی چي پيدا يي کړۍ تاسي -ګرد- له نفس يوه څخه نو -شته تاسي ته يو- ځاي دقراري -په شاګانودپلرونو يا ځمکه کي -او يوځاي دامانت -دمور په نس يا قبرونو کي- .
الله تعالی په ډلو ټپلو ويشل اود اسلامي امت اواخوت پر نورو قومي اوساني وحدتونوويشل اللهي عذاب بللی او په سور اﻻنعام ٦٥ ايت کي دسي ارشاد فرمايي: أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ .ژباړه - اوالله تعالی قادردی په دی چي يا په تاسي عذاب را نازل کړي اويا- يا ګډ کړي تاسي فرقې فرقې اووروڅکوي -الله-ځينو ستاسوته جنګ دځينونورو .
رسول عليه السلام بيا دقام پالني په خلاف داسي فرمايلي ! ليس ﻻحد فضل علی احد اﻻ بدين وتقوی . الناس کلهم بنو ادم وادم من تراب . الحديث .
ژباړه يو پر بل هيڅ فضيلت او ښيګڼه نلرۍ مګر په دين او تقوی سره .ګرد انسانان دادم بچي دي او ادم له خاورو جوړ شوی .
بل ځاي فرمايي ﻻفضل لعربي علی عجمي وﻻ لعجمي علی عربي کلکم ابنآء بني آدم .بخاري مسلم
ژباړه نه عجمي په عربي او نه عربي په عجمي برتري لري ګرد دادم عليه السلام بچي ياست .
بل ځاي يي داسي فرمايلي وﻻﻻبيض علی اسود وﻻلاسود علی ابيض اﻻباالتقوی . زادالمعاد
ژباړه او نه سپين په تورياتور په سپين څه برتري لري مګر په تقوی سره .
همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه څوک چي دقومي تعصب په لاره کي خپل ژوند له ﻻسه ورکړي غندلی اودهغوي په اړه يي داسي ارشاد فرمايلی ! ليس منا من مات علی العصبية، ليس منا من دعا الی العصبية ، ليس منا من قاتل علی العصبية .
ژباړه هغه څوک چي دقومي تعصب په ﻻره کي ووژ ل شي له مونږ [ دمسلمانانو له ټولني] ځني نه دی هغه څوک چي دنيشنلزم لوري ته بلنه کوي زمونو ځيني نه دی او هغه څوک چي دنيشنلزم لپاره جنګيږي زمونږ ځيني نه دی .
په يوه بل حديث کي رسول عليه السلام دعصبية په جګړه کي مرګ دجاهليت مرګ بللی
پايله !
دپورتنو اياتونو او نبوي ار شاداتو په رڼا کي عصبيت يا نيشنلزم يو غير فطري او غير اسلامي مفکوره ده .او له اسلامي مفکورې سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي .البته رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل قوم او خپلوانو سره دميني اوښه چال چلند نه يواځي امر كړی بلکه پخپله يي هم عملي نمونه وړاندي کړي اوډيري لري لري خپلوي او قرابتونه يي پاللي .
يو ځل يي له يوه مصري اوسيدونکي سره چي غالبا مسلمانانو په يوه جګړه کي اسير نيولی وو ډير ښه معامله وکړ. اوويي فرمايل چي نوموړی ځما دماما خيلونه دی پدې معنا چي دحضرت اسماعيل عليه السلام مور بي بي دمصروه.
همداراز په يوه مشوره کي چي تر مهاجرينو پوري ځانګړي وه يوه انصاري مسلمان هم تشريف درلود .يوچا دګډونکو پام دې لوري ته راواړاوه نو رسول عليه السلام وفر مايل چي دی دمهاجرينو خوريي دی .او [ابن اخت القوم منهم]خور يي دماماله قبيلې څخه وي .
همداراز که يوه قبيله دبلي قبيلې حقوق غصب کړي نودابله قبيله هم ديوه فرد په څير دا حق لري چي له خپلو حقوقوڅخه دفاع وکړي .او که دخپل حق نه ددفاع په ﻻره کي ووژل شي هغه به انشأ الله شهيدوي. لکه څنګه چي رسول عليه الصلوة السلا م فرمايلي چي ! څوک چي له خپل مال اوعزت نه ددفاع په ﻻر کي ووژل شي نو هغه شهيددی .
[color=darkred:ecc1ce5337]هيله ![/color:ecc1ce5337] له خپل درانه استاد اوتره حليمي صاحب نه هيله منه يم چي په خپله ليکنه يو ځل بيا کره کتنه وکړي .اوددې لپاره چي دزرګونو شهيدانو روح يي نه وي اذيت کړي دهغوي برحقه مبارزه يوه اسلامي مبارزه وبولي نه دنيشنلزم او عصبيت جګړه .او همدارازچي خپل ايمان يي له خطره ژغورلی وي ښايي چي ښاغلی استادبه خپله داجمله چي [نيشنلزم تر ايمان غښتلی دی] بيرته واخلي .
خورمو: خاټول ،عفت ،کاکړه
Adil watanmal
20.09.2004
خاټول خور له سلام او درناوي څخه وروسته
خوري د ليكني سره دي موافق يم ، الله پاك دي په قلم بركت كړه او الله پاك دي مونږ هميشه په حق ويلو ثابت قدمي لري.
...................................................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
................................................................................................عادل وطنمل
طالب جان
20.09.2004
محترمې مکرمې او پتمنې خورې خاټول : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دنيشنلزم يا قوم پرستۍ دبطلان په اړه چي تاسي کومه ښکلي او په زړه پوري ليکنه کړي يقينا په لوستلو يي خوښ شوم .دپالونکي څښتن له لويه درباره درته پدې ليکنه دډير اجر غوښتنه کوم . په راتلونکي کي ستاسي دليکنو په هيله .
خاټول
20.09.2004
ډيره ډيره مننه وروڼو خداي پاك دي تاسي هم بريالي ولري
ع کريم حليمي
20.09.2004
کراني ترلې سلامونه مي و منۍ
دغه جمله تحليل که د هره طرفه
که تحليل ئې غلط نطيجه درکړه ٠ نوبه ئې زه تشرح درکړم ٠
و کابل د قاضي قضات چم درسوۍ دۍ ٠ چه تر تحليل له مخه ئې پر پدرام د کفر ږغ و کړۍ
او درئ ورځي ورسته خپله خبره واخسته ٠ زه په موضع ئې د خبرو خبريم ٠ خواول ئې بايد تحليل کړيوای
داسي امرونه دقاضي لپاره شرم دۍ
غلط کوټېشن مو کړي (([نيشنلزم تر ايمان غښتلی دی]
زما جمله داسي ده ([color=blue:8e462b3f60]داسي معلوميږي ٠ چه نېشنليزم تر ايمان غښتلۍ دۍ ٠ په دنيوي کارو کي [/color:8e462b3f60]٠) اخير دي د تربور چم راسره وکړۍ
ع کريم حليمي
20.09.2004
کراني غاټول ترلې سلام ٠
دا مکابره دي ډيره بده خبره يا لغت نه دۍ؟؟؟؟ ښه خير
دغه دۍ د مسلمان نيشنليزم ٠ ([color=red:95a7bf1fd2]صله رحمي[/color:95a7bf1fd2] )
.................................................................ورځپاڼه وحدت
صله رحمى داسلام دغلبې لپاره يو سبب دے ځکه چې معاشره کښې مينه محبت وى نو داسلام دعوت لپاره رکاوټ نۀ وى او چې بعضونه قطع تعلقات وى نو دعوت پاتې وى او خلق په حسد، تعلق پرې کولو باندې مصروف وى
همدا وجه ده چې قطع کول دتعلق (صله رحمى نۀ کول) ګناه کبيره ده لکه الله تعالى فرمائى : (( وويريږئ دالله ج نه چې تاسو دهغه نه يادهغه په نوم غواړئ، او ځان بچ کړئ دقطع صله رحمۍ څخه)) دصله رحمۍ پرې کونکى دالله لخوا نه لعنتى دے
الله تعالى فرمائى: په تحقيق سره نزدې ده کۀ تاسو سرغړونه وکړه نو فساد به کوئ زمکه کښې او صله رحمى به پرې کړئ په دغو کسانو دالله لخوا لعنت دے نو کاڼه به ئې کړى او سترګې به ئې ورله ړندې کړى)) صله رحمى دايمان نخښه ده
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې څوک په الله او داخرت په ورځ ايمان لرى نو دخپل ميلمه دې عزت وکړى او چې څوک په الله او داخرت په ورځ ايمان لرى نو صله رحمى (خپلولى) دې وکړى او چې څوک په الله ج او داخرت په ورځ ايمان لرى نو دخير خبره دې وکړى يا دې چپ شى)) دانس رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى څوک چې داخوښوى چې په رزق کښې ئې پراخے راشى او عمر ئې اوږد شى نو صله رحمى دې وکړى نو مسلمانانو له پکار دى چې خپل رزقونه او عمرونه دصله رحمۍ په وجه دبرکت څخه ډک کړى
دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم نه روايت دے چې صله رحمى په بدله نۀ وى صله رحمى ساتونکے هغه څوک وى چې تعلق (صله رحمى) ترې کټ شى او دے هم صله رحمى باقى ساتى)) يعنې څوک چا سره تعلق ختم کړى خو هغه بيا هم ورسره تعلق او خپلولى ساتى
دعائشه رض روايت دے وائى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى ، چې صله رحمى دالله عرش پورې تړلے شوې ده. او دا وائى چاچې زۀ پيوسته کړم (يعنې صله رحمى ئې قائمه کړه) نو الله به ئې پيوسته کړى او چاچې زۀ قطع کړم (صله رحمى قطعه کړه) نو الله به دے قطعه کړى
ددې حديث شريف مطلب دادے يعنې څوک چې صله رحمى کوى نو الله به ئې ګل ګلزار کړى
رسول الله صلى الله عليه وسلم په ابتدائى دعوت کښې په صله رحمۍ امر کړے ؤ، دهر قل په مشهوره قيصه کښې ورته اشاره شوې ده چې هرقل درسول الله دکارکردګۍ تپوس وکړو، ((هرقل دابوسفيان څخه تپوس وکړو چې تاسو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په څه امر کوى؟ نو ابوسفيان وفرمائيل، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته امر کوى چې ، ديو الله عبادت کوئ، اوشرک ورسره مۀ کوئ، او تاسو ته چې پلار څه وائى نو هغه پريږدئ، (باطلې عقيدې) او په مونځ راته حکم کوى او په رښتيا وئيلو او پاکدامۍ باندې او په صله رحمۍ باندې
نوپورتنى حديث کښې اهميت دصله رحمۍ دے ځکه خو ابتداء کښې په دې باندې امر شوے ؤ، او په صله رحمۍ کښې داسلامى دعوت هم زياته ترقى کوى
په يو بل روايت کښې راغلى دى چې صدقه په عام مسکين باندې تش دصدقې ثواب دے او په خپلوانو باندې دوه صدقې دى صدقه هم او صله رحمى هم ده
طالب جان
21.09.2004
عزتمنه اوقدرمنه حليمي صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دصلۀ رحمي له حديثونه د نيشنلزم دجواز معنا رايستل کچيري له تاسي اووحدت ( چي غالبا هغه يوه پاکستانۍ پښتو ورځپاڼه به يادوې) څخه پرته نورچامفسرينواومحدينواوفقهاواومجتهدينو راايستلي وي که وليکل شي ښه به وي که نه نودقرآن اوحديث په مقابل کي دوحدت اخبار پردی مضمون (چي ښايي بې اجازې به هم وي ) دلته ځاي په ځاي کول دټول افغان پاڼي داصولو خلاف کاردی . په احترام
ع کريم حليمي
21.09.2004
مسلمانچه صله رحمي لري ٠ او دخپلي خاورحفاظت کوي ٠
نودغه لندي برکتونه پر بينا دي
په معتبره احاديثو راغلي رحم د قيامت عرش الهى غوښته کوي ٠ او وايي
پروردگاره هر چا چي په دنيا ي صله کړې ٠ خدايه د خپل رحم سره ئې وصل کړه٠ هر چا چه زه قطع کړی وم په دنيا
کي نن ته خپل رحمت پر قطع کړه
په ډيرو احاديثو نقل دۍ ٠ چه د دوسانو سره نيکي .د اعمالو دقبولۍ باعث کيږي ٠ اومال ئې ډېريږي ٠ او بلاوي
په دفع کيږي ٠ عمر په اوږدېږي ٠ او دقيامت حساب په اسان کيږي ٠
په حديث حسن کي حضرت رسول صلى الله عليه و آله و سلم منقول دي ٠ چه پل صراط دوه طرفه يو امات او بل ته
صله رحم دي ٠ پس چاچي خيانت په امانت کي ونه کړۍ او د دوستانو سره نيکي وکړي ٠ نو پر پل صراط په اساني
او ژير جنت ته ځي ٠ او چاچه خيانت وکړۍ پهامانت کي او قطع صله رحم ئې وکړه ٠ نور عملونه ئې نفع نه لري
. او پل صراط، څخه په اور کي لوېږي
حضرت علي فرمايي ٠ . صله رحمي کول د همسايگانو او نيكو سلوك کول ٠ کورونه ابادوي ٠ او عمرونه زياتوي
حضرت رسول صلى الله عليه و آله و سلم فرمايي هيڅ داسي عمل نسته چه تر صله رحمۍ دمخه ثواب و رسيږي
يعني ثواب ډير ژر رسيږي ٠
د حضرت علي له خولې روايت دۍ ٠ ما هيڅ داسي عمل نه دۍ ليدلۍ چه عمر ډير کړي ٠ لکه صله رحم .
.حديث موثق دۍ ٠ يوه شخص د ان حضرت نه سؤال وکړي٠ خېښان لرم زموږ له ډلي نه دي ٠ دوۍ پر ما د رحم
حق لري ٠ که اسلام وي دوه حقه لري که نوي يو حق لري
حضرت امير المؤمنين علی فرمايي ٠ کلهچه دوستان يو د بله بدۍ شروع کړي ٠ مال ئې د بد کارو په لاس ورځي
.حضرت رسول صلى الله عليه و آله و سلم فرمائې ٠ هر څوک چه د دوستانو کره په پښو ولاړسي ٠ د ليدو د پاره
يا چه يو شئ ووړي ٠ الله به سلوشهيد انو ثواب ورکړي او کرم ورسره وکړي ٠ پر ر قدم به الله ځلوېښت زره نيکۍ
ورکړي ٠ او په عمل نامه کي به ئې ځلوېښت زره ګناهوي ړنګي کړي ٠ او ځلوېښت زره درجې بهئې په جنت لوړي
کړي ٠ او داسي به وي لکه سل کاله چي ئې الله ته عبادت په اخلاص کړۍ وي
از حضرت رسول صلى الله عليه و آله و سلم منقول است كه هر كه به پاى خود برود به خانه خويشان به ديدن ايشان يا براى آن كه مالى به ايشان برساند، حق تعالى ثواب صد شهيد او را كرامت فرمايد به عدد هر گامى كه بردارد، چهل هزار حسنه در نامه اعمالش نوشته شود و چهل هزار گناه محو شود و چهل هزار درجه براى او در بهشتبلند شود و چنان باشد كه صد سال عبادت خدا به اخلاص كرده باشد.
په معتبر حديث کي رغلي چه زه ضمانت کوم دهغه چا چه صله رحم کوي ٠ خدای به دوستي ورسره وکړي ٠ ورځي
به ئې اوږدې وي ٠ او عمر به ئې وراوږد کړي ٠ او بهشت ته به ئې داخل کي
د فرمانونه او ښووني او زيري د څه لپاره دي ٠ ايا الله کوم ضرورت ورته لري ٠ خو يا
انسان ته وايي چه يو لاس سي اتفاق وکي ٠
معنا يو ملت سئ ٠ ملي ګيرايان سئ٠ نوبه د دنيا او اخيرت د عذابه خلاص سئ
ايا دابده ده چه نېشنلسټ سي ٠ ؟؟؟؟؟
ايا ملي ګرايي مکابره بلل کيږي ؟؟؟؟ نه نه ٠ لطفأ مکابره ٠ تعريف کۍ ٠ فکر کوم چه تاسو مکابره نپېژنۍ !!!!
خاټول
25.09.2004
ښاغلی اومكرم استاد حليمي صاحب خداي پاك دي تل خوشحاله ولره
استاده اجازه راكړه چي دا تاسي ملا صاحبانو يوټوكه چي غالبا په كوم ادبي كتاب كي مي لوستي وه وليكم :
واي يو "طالب جان" چي په كابل كي اوسيده قندهار ته راغی او دطالبانو په ديره كي ميلمه شو, كوربه طالبانو داوسيدلو دځاي او دكتاب پوښتنه ځني وکړه , ميلمه طالب په ځواب كي ورته وويل چي : په قابل كي اوسيږم او حيدايه وايم, كوربه طالبانو خو سمدلاسه څه ورته ونه ويل اما كله چي يي درنګين مزاج ميلمه په غوښتنه ميله پيل كړه اوتال ته يي لاس ورواچول نو دغزلي مطلع يي داسي برابره كړه " له حي د هدايي له قافه دي كابله را معلوم شوي اخوند ګله ".
استاده ! ستا له ليكني او دمكابرې په توري له نيوكي را معلومه شوه چي تاسو زما خواركۍ ليكنه ياخو بيخي لوستي نه ده , اوياموهم دځواب ليكني ته دورتلواري كيدو له كبله سرسري لوستي استاده ما دمكابري توری په داسي جمله كي كارولی دی (( له خپل قام سره مينه يو فطري عمل دی . چي له شتون نه يي انکارکول فسطائيت اومکابره بلل کيږي )) او تاسو بيا داسي نسكور مفهوم ځني اخستی ستاسو ليكنه : ((ِِِِِِِِِِِِِِِِِِايا ملي ګرايي مکابره بلل کيږي ؟؟؟؟ نه نه ٠ لطفأ مکابره ٠ تعريف کۍ ٠ فکر کوم چه تاسو مکابره نپېژنۍ !!!! )) .
استاده ! يوځل مو بيازما درا كاپي شوي پاراګراف دلوستلو دزحمت ګاللو ته رابولم اوبيا په خورا احترام دا پوښتنه كوم چي ايا زما دليكني معنا داوه چي :ملي ګرايي مي مکابره بللي او كه يي مفهوم دادی چي : له قام سره دميني له شتون نه انكار كول مكابره او فسطائيت دی , هيله منه يم چي خپل عظمت اومشر توب ته په كتلو سره دانصاف لمن له لاسه ور نکړی او كه زما تشريح سمه وي نو په خلاص مټ يي اعتراف وكړی .
استاده ! تاسو کښلي وو چي : لطفأ مکابره ٠ تعريف کۍ ٠ فکر کوم چه تاسو مکابره نپېژنۍ !!!! .
استاد! ستاسو به په ياد وي چي ما تاسو تل داستاد په نامه بللي يي ، نو ايا ښه به نوه چي دخپل استادانه شفقت له مخي مو خپلي وريري ته مكابره ورزده کړي واي او زما غلطي مو راسمه كړي واي ؟ كه اجازه راكړی دموضوع سره اړينه يوه بل لطيفه وليكم :
واي له يوي ناوي نه دا هيره وه چي ايا دحلوا دپخولو په مهال حلوا ته مالګه ور لويږي او كه نه ؟ نو له ځان سره يي دمسئلې دحل دپاره يو تركيب وسنجاوه او دهغه تركيب په رڼا كي يي د همسايه له ميرمن سره په نه خبره جګړه پيل كړه , دجګړي په جريان كي خپل تركيب داسي عملي كړ چي دهمسايه ښځي ته يي طعنه وركړه چي : ستا هغه دغه وكړم په هغه بي مالګي حلوا, دهمسايه ميرمن چي دا واوريدل نو ورغبرګه يي كړه چي : خواري وراري دحلوا پخول دي هم نه دي زده ته غريبه لكه چي حلواته هم مالګه ور اچوي , په دي ډول نو جګړه ماره ميرمن وتوانيده چي دحلوا پخول زده كړي .
استاده ! داسي نه چي په ما اوتا دپورتنيو ميرمنو كانه وشي اوتاسو دي ماته طعنه ځكه راكړي وي چي تاسو دي هم ............. بهرحال زه بخيله نه يم او دادی مكابره درته تعريف كوم :
مكابره عربي توری دی چي ماده يي كبر اومعنا يي ځان لوی ګڼل دي , او په علمي اصطلاح كي له يوه داسي خبري نه انكار كولو ته وايي چي پوره دلائل ولري او دمنكر انكار هيڅ دليل ونلري هسي خوشي ځان لوي ورته ښكاري او سر يي ټنبه كړی وي .
استاده ! تاسو او له ټولو لوستونكو نه هيله منه يم چي كه بياهم زه دمكابري په تعريف كيي تيروتلي يم نو دلطف اومهربانی له كبله دي سمونه وكړي .
استاده! دصله رحمي په اړه زه پوره ستا دليكني تائد كوم او يوځل مو بيا زما دلاندني پارګراف لوستلوته رابولم : (( داچي اسلام يو(وسط) اومعتدل دين دی نو هرو مرو په ټولوفطري خواصو اوخويونو کي داعتدال ټکی په پام کي نيسي . داچي دقام پالني مفکورې بنسټيز اصل له خپل قام او خپلوانو سره مينه ده نو اسلام همدا اصل ( له خپل قام او خپلوانو سره مينه]داعتدال ﻻره بللي تفريط [ له خپل قام او خپلوانو سره مينه نه کول اوله هغوې سره خپلي اړيکي شکول يي) قطع الصله بللي اودايي ډير مذموم او بد عمل بللی اوددې عمل په خلاف يي ګڼ وعيدونه اوعذابونه په دنيا اواخيرت کي ټاکلي . اودافراط خوا ( نيشنلزم) يي عصبيت بللی .)) او همدا راز دا پاراګراف (( البته رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل قوم او خپلوانو سره دميني اوښه چال چلند نه يواځي امر كړی بلکه پخپله يي هم عملي نمونه وړاندي کړي اوډيري لري لري خپلوي او قرابتونه يي پاللي )) .
استاده ومو ليدل چي ما په خپله ليكنه كي له خپل قام سره مينه كول اسلامي اوداعتدال لاره بللي , اوهمدغه مينه اوداعتدال لاره الله تعالی صلة الرحم يعني خپلوي پالنه بللي او په اړه يي ګڼ اوامر جاري كړي دي , خو ما مفصل بحث له صله رحمي نه نه دی كړی اونه هم ترينه منكره يم بلكه ما بحث له نشنلزم يعني عصبيت نه كړی دی .
استاده ! اوس به راشم ستا خپلي جملي ته او داځل به ده تربور چم نه درسره كوم, تاسو ليكلي : (( داسي معلوميږي ٠ چه نېشنليزم تر ايمان غښتلۍ دۍ ٠ په دنيوي کارو کي )) استاده ما چي داسلام مطالعه كړي ده , او له هغه تقليدي اوفطري ايمان نه وروسته چي په ماشومولي كي ورباندي مسلمان وو ، دشعور په دوره كي مي چي اسلام په شعوري ډول خپل كړ, په دا ټوله دوره كي مي داسي څه دنياوي كار نشو تر سترګو چي اسلام دي پکي لارښونه نوي كړي, او يا دي اسلام ورته شامل نه وي , اويا دي په اړه تر اسلام نه غوره بل كوم ازم يا مفكوري ښه حل وړاندي کړی وي ,چي په اړه يي مونږ وويلاي شو چي : (( داسي معلوميږي ٠ چه نېشنليزم تر ايمان غښتلۍ دۍ ٠ په دنيوي کارو کي )) اوكه تاسو محترم دخپلي وسيع مطالعي او پراخي تجربي په رڼا كي داسي ځني مثالونه ترلاسه كړي وي نو لطفا مونږ هم مه ځني محروم كوي او دعامي افادي دپاره دټول افغان وزينه پاڼه ورباندي ښکلي کړی , لنډه دا چي زه شعورا دا ګروه اوعقيده لرم چي اسلام ديني او دنيوي كارونو ته شامل دين دی, او د دواړو كارونو په اړه تر اسلام او ايمان غښتلی شې نه وينم .
استاده ! تاسو په خپله ليكنه كي نيشنلزم صله رحمي بللي او ليكلي مو دي چي : (دغه دۍ د مسلمان نيشنليزم ٠ (صله رحمي ) )
استاده ! هره دعوى دليل غواړي, په كوم دليل ؟ اوكه نشنلزم تاسو صله رحمي بولی نو بيا چي دا په نبوي احاديثو كي د " عصبية " توری راغلی هغه په كوم توري ژباړۍ ؟ او دعصبية مصداق او مفهوم څه شې بولی ؟.
استاده ! تاسو په ډيره حيرانتيا ليکلي چي : ايا دابده ده چه نېشنلسټ سي ٠ ؟؟؟؟؟
زه نه غوا ړم چي په خپله تاسوته ځواب وليكم بلكي دتاسو او ګرانو لوستونكو پام درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديثو ته را اړوم , او فيصله ستاسو وجدان ته پريږدم چي ايا دا رواده چه نېشنلسټ سي ٠ ؟؟؟؟؟
رسول الله فرمايلي : ليس ﻻحد فضل علی احد اﻻ بدين وتقوی . الناس کلهم بنو ادم وادم من تراب . الحديث .
ژباړه يو پر بل هيڅ فضيلت او ښيګڼه نلرۍ مګر په دين او تقوی سره .ګرد انسانان دادم بچي دي او ادم له خاورو جوړ شوی .
بل ځاي فرمايي ﻻفضل لعربي علی عجمي وﻻ لعجمي علی عربي کلکم ابنآء بني آدم .بخاري مسلم
ژباړه نه عجمي په عربي او نه عربي په عجمي برتري لري ګرد دادم عليه السلام بچي ياست .
بل ځاي يي داسي فرمايلي وﻻﻻبيض علی اسود وﻻلاسود علی ابيض اﻻباالتقوی . زادالمعاد
ژباړه او نه سپين په تورياتور په سپين څه برتري لري مګر په تقوی سره .
همداراز رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه څوک چي دقومي تعصب په لاره کي خپل ژوند له ﻻسه ورکړي غندلی اودهغوي په اړه يي داسي ارشاد فرمايلی ! ليس منا من مات علی العصبية، ليس منا من دعا الی العصبية ، ليس منا من قاتل علی العصبية .
ژباړه هغه څوک چي دقومي تعصب په ﻻره کي ووژ ل شي له مونږ [ دمسلمانانو له ټولني] ځني نه دی هغه څوک چي دنيشنلزم لوري ته بلنه کوي زمونو ځيني نه دی او هغه څوک چي دنيشنلزم لپاره جنګيږي زمونږ ځيني نه دی .
په يوه بل حديث کي رسول عليه السلام دعصبية په جګړه کي مرګ دجاهليت مرګ بللی .
[color=darkred:d5cd3ee69b]هيله[/color:d5cd3ee69b] : له خپل استاد او تره نه يو ځل بيه هيله كوم چي زما په پخوانى هيله عمل وكړي اوزما اوده تر مينځ بحث به داستاد اوشاګردي تر مينځ يو علمي بحث وبولي نه مشاجره او جدل .
خاټول عفت ,ِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِِكاكړ
ع کريم حليمي
25.09.2004
ګران خاټول ، او ګران لوستونکو سلامونه مو ومنۍ
مننه ستاسو له اوږدي ،خوږې ،او پستې ليکني څخه ٠ ماشاالله پر پوهي دي خدای برکت که ٠
اصلي د موضع حدف ته اشاره کوم ٠ که هري نقطې تبصره وسي ٠ د هغه معلم قيصه څندي چوړيږي ٠ چه د سوال
جواب نه لري ٠ نو داسي اوږد جواب ورکي ٠ نه غواړم چه اصلي موضع ورکه کم ٠ او ښه د قلم خاوند هم نيم
[quote:d72ddac6c4]هيله : له خپل استاد او تره نه يو ځل بيه هيله كوم چي زما په پخوانى هيله عمل وكړي اوزما اوده تر مينځ بحث به داستاد اوشاګردي تر مينځ يو علمي بحث وبولي نه مشاجره او جدل . [/quote:d72ddac6c4]
بېخي سمه علمي عقلي منطقي خبره ده ٠ کور دي ودان
هره خبره ،دوا،ټولز،٠٠٠٠٠٠٠٠ ځای لري ٠
اره ،رنچ يو دوه ټولز دي ٠ په نجاري کي هم کار ترې اخستل کيږي او دطيارې په جوړه ولو کي هم کار ترې
اخستل کيږي٠ چه ځای ئې وي !!!!
او اياتونه او احاديث هم اخلاقي ټولز ،اصول دي ٠ چه څنګه کار ترې واخلې ٠ او په کومه موضع پوري ارتبات
ورکوۍ ٠
د ماشينانو له پاره ټولز سته ٠ يو خاص ټوول نسته د خاص کار له پاره ٠ عيني ټوول زه يو ځای کاره وم او بل ورور
ئې په بل ځای کي کاروي ٠ چه خرابي په اصلاح سي ٠ نو افرين ٠
1 -لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ
2 -وَالْحُبُّ فِي اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِي اللَّهِ مِنَ الإِيمَانِ
3 -الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ
4 -الإِيمَانِ حُبُّ الأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ ".
5 -تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ ". وَقَالَ مُجَاهِدٌ كَلِمَةُ التَّقْوَى لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ.
الاَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَلاِمْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ اِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتُهُ اِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا، اَوِ امْرَاَةٍ يَتَزَوَّجُهَا، فَهِجْرَتُهُ اِلَى مَا هَاجَرَ اِلَيْهِ ".
1 - ټول اسلام وړونه دي ٠ او عقل ئې پېږني چه کوم يو حق اول دي ٠ عرب که د افغان ٠ طبعأ د افغان
2 - محبت به دي د اصولو د پاره وي ٠ اوخالفت به دي پر اصولو وي ٠ نه پر شخصي منافعو
3- او اصول به يوه شئ ته نوائې د 60 طرفو مطالع کوې
4 - تقوا خو اصلأ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ده
هو تقواده چه انسانانو ته يو پر بل ښه والۍ بخښي ٠
او قلبي مجهل حالت دي ٠ چه يوازه ٠ يو خدای ښه پوهيږي ٠ چه څوک متقي دي ٠ ما او تا ته ځای نسته چه
و وايو څوک متقي دي ٠
موږ يوازي و اعمالوته کورو او قضاوت کوو ٠ او بس
نېشنليزم د هټلر پر اصلو غلط دۍ ٠
چه٠ دبل حقوق ترپښولاندي کوي ٠ او خلګ را پروي ٠ او ځان اصيل کڼي دانېشنليزم نه دي ٠ په اسلامي ، ملي ،
بشري اصلوکي ځای نه لري ٠
ته پښتنو ته وګوره ٠ يواري دي خلقيان وژل بيا دي توپکيان وژل او ورسته دي شمالي وال وژل ٠
اونن دي برته دسره شروع وکړه ٠ پښانه وژني ٠ که ملي ،قومي او نيشنليزم اخلاق و لرو نوقتل او بيځايه
نفاق به لمنځه لاړسي ٠
هو ولي بعضي خلګ نغواړي ٠ چه نېشنلسټ مسلمان سي ٠ شخصي تاوان او ملي ګټه پکښې ده ٠
په کور او کلي کي نېشنلسټ او په محراب (د جنګ ځای ) کي اخوانۍ
په نېشنلټي کي تاوان نسته ٠ دو رويه اخلاق دي جه نفاق زېږوي ٠
په هر ټولز چه انسانيت مخته ځي امن راځي ، صلحه راوړي ٠ اتفاق پر راځي ٠ ښه اصول دۍ ٠
هر کلام ، حرکت، دين،حزب،اخلاق،دود، چه نفاق ترې زيږي ٠ مردود دي
Adil watanmal
26.09.2004
ګرانو لوستونكو او د عزت وړ خور خاټول جاني له سلامونو او درناوي څخه ورسته
خاټول خور ليكنه دي ښه په زړه پوري ده او الله پاك دي په قلم بركت كړه.
محترمو لوستونكو كولائې شي چې د همدي موضوع په اړوند دا لانديني پيوند هم وه ګوري.
http://www.binbaz.org.sa/display.asp?f=bz00128
د عصبية په اړوند دا لاندي پيوندونه هم وه ګوري
http://www.islamway.com/?iw_s=Lesson&iw_a=view&lesson_id=6061
http://www.islamway.com/?iw_s=Lesson&iw_a=view&lesson_id=25962
-------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
-------------------------------------------------عادل وطنمل
ع کريم حليمي
26.09.2004
ګراني غاټول يو وار مي بيا سلامونه و منه !
حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ خَالِدٍ الدِّمَشْقِيُّ، حَدَّثَنَا الْفِرْيَابِيُّ، حَدَّثَنَا سَلَمَةُ بْنُ بِشْرٍ الدِّمَشْقِيُّ، عَنْ بِنْتِ وَاثِلَةَ بْنِ الأَسْقَعِ، أَنَّهَا سَمِعَتْ أَبَاهَا،[color=darkred:7f949306e4] يَقُولُ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الْعَصَبِيَّةُ قَالَ " أَنْ تُعِينَ قَوْمَكَ عَلَى الظُّلْمِ [/color:7f949306e4]" .
- حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ السَّرْحِ، حَدَّثَنَا أَيُّوبُ بْنُ سُوَيْدٍ، عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ، أَنَّهُ سَمِعَ سَعِيدَ بْنَ الْمُسَيَّبِ، يُحَدِّثُ عَنْ سُرَاقَةَ بْنِ مَالِكِ بْنِ جُعْشُمٍ الْمُدْلِجِيِّ، قَالَ خَطَبَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ " خَيْرُكُمُ الْمُدَافِعُ عَنْ عَشِيرَتِهِ مَا لَمْ يَأْثَمْ " . قَالَ أَبُو دَاوُدَ أَيُّوبُ بْنُ سُوَيْدٍ ضَعِيفٌ .
- حَدَّثَنَا ابْنُ السَّرْحِ، حَدَّثَنَا ابْنُ وَهْبٍ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي أَيُّوبَ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْمَكِّيِّ، - يَعْنِي ابْنَ أَبِي لَبِيبَةَ - عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي سُلَيْمَانَ، عَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ " لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى [color=red:7f949306e4]عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ [/color:7f949306e4]" .
مطلب دا دۍ چه قومي جګړې مه کوۍ ٠
د دغو احاديثو ٠ څخه دا مطلب اخستل کيږي ٠ چه د قوم لپاره يا حزب لپاره مه جنګېږې ٠ د قوم په نامه مه جنګېږی ٠
دغه لاندي احاديث دا سي فرمايي ٠ که خپل ورور درته ګران نه وو ٠ ايمان مو نه پوره کيږي ٠
لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ ٠ د خپل قوم پښتانه زموږ او ستاسو وړونه دي ٠ بايد اول محبت
د وړونو سره ولرو ٠ په داسي حال کي چه [color=blue:7f949306e4]وَالْحُبُّ فِي اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِي اللَّهِ مِنَ الإِيمَانِ[/color:7f949306e4] به يو
......................................................................................................مطفق عليه حديث٠
طالب جان
26.09.2004
محترمو مكرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدر وړحليمي صيب !تاسي چي كوم مبارك حديث ليكلى دهغه اصل ژباړه داسي ده :چي يو هم ستاسي تر هغو پوره مسلمان نشي كيداي ترهغه چي څه دځان لپاره خوښوي هغه دبل لپاره هم خوښ كړي .
خو حليمي صيب تاسي داورورګلوي فقط تر پښتنو پوري ځانګړي كړي حال داچي په حديث شريف كي راځي چي (المسلم اخواالمسلم) مسلمان دمسلمان ورور دى كه هغه پښتانه وي كه انګريزان وي كه افريقايان يا نورخو چي مسلمانان وي . وروره تاسي دنيشنلزم اثبات كوۍ حال داچي خاټول خورپه ډيره خوږه ليكنه دنيشنلزم دنا مشروعوالي په اړه قرآني آياتونه او نبوي احاديث ذكر كړيدي . آيا پخپله رايه دحديثو او آياتونو پريښودل كوم ښه كار دى ؟؟؟
ع کريم حليمي
27.09.2004
دانشمند ،مکرم طالب جانه زما هم سلامونه و منه ! او درنو قدرمنو لوستونکو
غاټول داسي ايات شريف ندۍ ليکلۍ چه د [color=red:614398c364]عصب [/color:614398c364] سره تړاو ولري ٠
او کوم احاديث چه ئې راوړي هغه هم مطفق عليه هم نه دي ٠ ولي چه بخاري ئې نقل نه دي کړئ ٠
هو حديث حسن دي ٠ د حديث مطلب داسي دۍ ٠ چه د قوميت يا قومي جنګ مه کوۍ ،د قومي جنګو مرګ ٠
ښه مرګ نه دۍ ٠
هو ټول مسلمانان سره وړوه دي ٠ يعني د دين وړونه ٠ نه داسي وړونه چه ميراث وړي ٠
هو عرب زموږ وړونه دي ٠ اما داسي نه ده ٠ چه موږ به خپل ملک د دوۍ د جهاد قرباني کوو
ډير نورعرب ملکو نه سته چه وکومک ته ئې ورسي او کومک ئې پر فرض دۍ ٠
د عراق غزا پر افغان نه ده فرض !!!!!!
اسلامي اړېکي لرو ٠ ملي اړيکي نه سره لرو ٠
عرب خپلي ملي اړيکي سره لري ٠
لکه د خاوري سرحدات چه سره لرو ٠ هم دغسي په هر څه کي سرحدات سته ٠
نه نه اسلام هيڅ وخت داندي ويلي ٠ چه تر افغان ورور دي يو افريکائې مسلمان در نژديوي ٠
دغه يوازي د اخوانيانو اصول دي ٠ منلي اصول ندي ٠ او اخوانيان يو حزب ستاسي دۍ ٠
او سياسي حزبونه دي ٠ چه دغه جنجالونه يې را استلي ٠
نه دي وليدل چه يو لوۍ ملا عالم مجاهد(برهاندين) چه يو څو ورځي قدرت ته ورسېدۍ ٠ روسيي ته ولاړۍ ٠ و ئې ويل داهغه روسيه نه ده ٠ دئ بايد په عمر روسيي ته نوای تللۍ ٠ او چه تلای ٠ بايد ئې ويلي وای چه زموږ
1500000 افغانان شهيدان سوه ٠ د پوتين دلاسه ٠ ٠٠٠٠٠٠ 100000000000 $ خساره رسېدلې ده
ولي چه دئ يو سياسي مجاهد وو ٠ سره د ګلبدينه ٠
طالب جانه تاسو هم يو سياسي ليکوالان ياست ٠ زه هيڅ خپله شخصي يا سياسي اجنډا نه لرم ٠
تاسوته بل هيڅ سړی وړ او لايق د دې نه دۍ ٠ چه حکومت وکړي بيله ملا عمر صاحب حافظ الله
او و ماته هر مسلمان چه و مسلمان ملت لهخوا رايه يوسي ٠ زه ئې امير د افغاستان بولم
تاسو چه ملي ګيرائې ٠ نه منۍ او خلاف د اسلام ئې ګڼۍ ٠ ستاسو شخصي خساره کوۍ ٠
که داسي نه وي ٠ ايا تاسو ويلای سۍ ٠ چه تاسو ته څوک لايق د افغانستان د رياست دۍ ؟؟؟؟؟؟
راسۍ چه يو ور بيا افغانان مسلمانان وړونه سو او د حزب اخوايزم څه لاس واخلو ٠ او په ملي غېږ کي سره ونيسو
کونډ او يتيمان به ارامسي او د ارامي ډوډۍ به ئې تر خوله سي ٠
نور به نو ځانونه نه ازاري کوو ٠
خدای دي وکړي ٠ چه سره او توره خانه دي پيسې نوي ايښي ٠ لکه هغه ستاسي سفير په امريکا کي ٠
عبدالحکم مجاهد ٠ خلګ غرق سوه٠ دئ ارام ناست دۍ ٠
ممکن سبا تاسو لوړه وظيفه ولرۍ په کابل کي ٠ او که حکومت خدانخواسته چپه سو نو هم به لوړه وظيفه ولرۍ
او ما وارو خلګ يوازي او يوازي د مسلمان وړونو ارامي غواړم ٠ اوخپلي نارې پر خدای خرڅوم ٠ نه پر بندګانو
الله دي هغه خلګ په خپل قهر ولړي ٠ چه د معاش لپاره خلګ د حقي ﻻري اړوي !!!!!
او لعنت د خدای دي وي پر هغه چا د خپل قوم بدي غواړي ٠ او امريکائي يا اخواني ابادي غواړي !!!!!
او لعنت د خدای دي وي پر هغه مسلمان افغان چه ځان ملي نه ګڼي ٠
او لعنت دي وي پر هغه افغان چه معاش اخلي د cia ، isi ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
بخښه راته ولۍ چه دغه څو احساساتو خبري مي وليکلې ٠ هر انسان يو وخت احساساتي کيږي ٠
خاټول
27.09.2004
[quote:5fd3345bbe]او لعنت د خدای دي وي پر هغه مسلمان افغان چه ځان ملي نه ګڼي [/quote:5fd3345bbe]
ښاغلی حليمي صاحب يو وار بيا سلامونه !
زما له ترورسره خودي جګړه نده کړي چي په نيټ كي دي جګړيزه لهجه خپله كړي ؟ كه خداي مكړه څه ستونزه وي زه به ترورته ټليفون وكړم او " نصيحت" به ورته وكړم .
ښه استاده ! ته وا پر مسلمان لعنت ويل روادي ؟
آزه خو ځان ګردسره نشنلسټه نه ګڼم نو ته وا پر ما دي هم دخداي لعنت وي ؟ العياذ بالله
استاده ! ته وا دابه ظلم نه وي ؟ ايا دابه افراطي توب نه وي؟
استاده ! نوري علمي خبري به بياهله كوو چي ما خوشاله کړي اوس زه درنه مروره يم, درنه خپه يم , درنه زړه بدي يم اوبس .
Adil watanmal
27.09.2004
محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
---------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
محترم حليمي صاحب په مسلمان باندي لعنت ويل په اسلام كې هيڅ جواز نلري او ما په يوه بله موضوع كې هم د لعنت په اړوند يوه ليكنه كړي وه چې مختلف اړخونه ئې لرل اوس دلته فقط يوه اړخ ته ئې اشاره كوم :
[color=darkblue:d2e7a60780]((((((((ايا په مسلمان باندي لعنت ويل جواز لري او كنه؟)))))))))) [/color:d2e7a60780]
1. په مسلمان باندي لعنت ويل جواز نه لري او حرام دى ځكه رسول صلي الله عليه وسلم په مؤمن لعنت ويل د مؤمن د قتل سره ئې مشابه كړيدي [color=blue:d2e7a60780]((لعن المؤمن كقتله )) [/color:d2e7a60780]او همدارنګه رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي دى: [color=darkblue:d2e7a60780]((إن اللعانين لا يكونون شهداء ولا شفعاء يوم القيامة )) [/color:d2e7a60780]
پدي موضوع كې د زياتو معلوماتو لپاره دا پيوند وه ګوري
(( http://www.binbaz.org.sa/display.asp?f=nor00204 )))
او د حديث د استخراج لپاره په حديث باندي كلك (( كيمنډل click)) كړي نو د حديث مرجع او پوره حديث سره د سنده به درته په ګوته شي.
[color=darkblue:d2e7a60780]د پاي ټكي:[/color:d2e7a60780]
[color=white:d2e7a60780]افسوس ځاي دي چې يو ملا په يوه مسلمان پدي وجه لعنت وايي چې هغه د يو ناروا كار منلو نه انكار كوي.[/color:d2e7a60780]
---------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
------------------------------------------------------------------عادل وطنمل
Adil watanmal
27.09.2004
[quote:ae2197f1a6="Adil watanmal"]
[color=white:ae2197f1a6]افسوس ځاي دي چې يو ملا په يوه مسلمان پدي وجه لعنت وايي چې هغه د يو ناروا كار منلو نه انكار كوي.[/color:ae2197f1a6]
[/quote:ae2197f1a6]
محترمو لوستونكو زما مقصد ددي خبري څخه ((( يو ناروا كار منلو نه انكار كوي)) د ناروا كار څخه مي مقصد [color=yellow:ae2197f1a6]نشنليزم او يا د قوم پالني افراطي اړخ دي.[/color:ae2197f1a6]
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل
طالب جان
27.09.2004
محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه! كاشكي دا لعنتونه ستاسو لخوا په مسلمانانو نه واي ويل شوي .له اخوانيانو وروڼو سره په ځينو مسألو كي اختلاف كيداى شي اما لعنت پرې ويل هيڅكله روا نه بولم اونه اسلامي شريعت ددې څه اجازه وركوي . كه څه هم لعنت ويل به ستا خپل كاروي اما دقدروړه خپل حواس ښايي تل دسړي په خپل واك كي وي . زمونږاوستاسي تر منځ داخبري اتري دشرعي مسألو په اړه كيږي چي داليكني بيا په سلګونوكتونكي لري نو كه هغه دا له جذباتو ډك بې دليله لعنتونه ووينې نو فكر نه كوم چي بيا دي داسلام دڅانګي دكتلو تكليف وكړي ځكه نو ښايي ليكني مو له متقابل احترام څخه ډكي وي . تاسي دخپلو مدعاو لپاره قرآني دليلونه يا نبوي احاديث راوړۍ ترټولو ړومبى به يي زه تاييد كوم .
ع کريم حليمي
27.09.2004
محترمه مكرمه او عزتمنه وروره طالب جان صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هغه خلګ مروم ازاري کوي ٠ او امنيت خرابوي ٠ بمونه ښخوي ، او خلګوته ګواښونه وي چه رايه چاته ور نکړي
او په لويه لارکي ولاړوي ٠
چه مړه سي ٠ د دعا حق لري ٠ جواب ئې نه
جنازه ئې وکړو ٠ جواب ئې نه
لمنځ ور کړو ٠ جواب ئې نه
هغه خلګ چه ملي اسلامي عقدې وژني ، ملي مشران وژني ٠ شرعي انتخابات ته خنډوي ٠ افغانستان تر فلسطين
قرباني کوي ٠
دغه ايات شريف لاندي نه راځي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
بسمه تعالی ٠ [color=red:a424bc6ac2]وَ لا تُصلِّ عَلى أَحَدٍ مِّنهُم مَّات أَبَداً وَ لا تَقُمْ عَلى قَبرِهِ إِنهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَ رَسولِهِ وَ مَاتُوا وَ هُمْ فَسِقُونَ[/color:a424bc6ac2]
دوی ته تاسو څرنګه مسلمان واياست ؟؟؟؟؟؟؟؟ پنج عيب شرعي څوک دي ؟؟؟؟
ع کريم حليمي
28.09.2004
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على اشرف الأنبياء و المرسلين سيدنا محمد وعلى اله وصحبه وسلم تسليماً كثيرا : اما بعد
.................................أستغفر الله ربي واتوب الية ولا حول ولا قوة الا بالله العلي الظيم
..............................................اللَّهُمَّ اِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي
اغلي غاټول السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ! .....اللَّهُمَّ اِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي
خدای دي وکړي چه سلامونه مي ومنې ٠ مننه
دانشمني غاټولي ! رشتيا نه ګيله منه يې ،خوابدې به يي درسره منم ئې ٠
زه فکر کوم چه تاسو به پوه سوي ياست چه زه اوليت ورکوم ٠ صله رحمۍ ته د خپل قوم (افغان)
تاسو پوهيږۍ چه ٠ افغانستان په کونډو،يتيمانو، معلولينو او معيوبينو ،مسکينانو ډک دۍ
روحي،فزيکي پشارونه پر دې ملت بې اندازې ډېر دي ٠
نو هغه ورځ چه تاسو د کوچنيانو عکسونه کافي کړي وه ٠ ډير تر روحي فشار لاندي راغلم ٠
او تاسو په يوعالم غم اخته کړم ٠
چه غاټول خپل افغاني يتيمان لږلري ؟ پښتنې کونډکۍ لږ دي ؟ کوډان موږ لږ لرو ؟ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او فقيران
خپل مو هېر دي ٠ او پور ټوله نړۍ يو ملک افغان سته بل افغان ملک نسته
او عرب چه په درزنو ملکونه لري ٠
او د دوۍ د زخميانو او مړو غم دي هم د افغان پر سر ورکوټه کوې
دا معنا د پښتانه پرزخم ملهم نه ايږدې ٠ مالګي پر تويوې٠ ستاسو څرنګه زړه کيږي چه خپل دي هېر دي
او د پردي فلسطيني د اولادو غم دي پسي را اخستۍ دۍ ٠ د فلسطيني غم شريکي اول د خپلو عربو سره ښايي
نه ده پښتنې سره ٠ اول خپلو يتيمانو اوښکي وچي که !! معيوبينو ته د لرګي پښې ور جوړي که !!
مريضانوته دوا وروړه !! د خپلو ګونډو سره وژاړه !! خپل کور مو 25 کاله په اور وسځيدلۍ !!!
د غه نړېدلۍ کوړ يوار چوړ که !!!
بيا نو د فلسطيني غم را پياده وه ښه کاردۍ ٠
دا چه ستاسو صله رحمي پر عرب ډېر او پښتانه لږ ده ٠ تاسوته واضع ده ٠ چه غېري شرعي احساس دۍ ٠
زه فکر کوم ٠ داکار ستاسو دامعنا لري لکه د پښتانه پر زخم چه مالګه ور اچوۍ ٠
نوهغه وو چه زما تر خوله (اه) راو وتلۍ ٠ زه خدای ته زارۍ کوم چه خدايه زه عاجزه يم زماتر خولې ، قلم داسي
څه راوتلي ٠ چه په رضا نيم ٠ خدايه موږ ته عفوه وکړې ٠ أستغفر الله ربي واتوب الية
د خدای له قهر دي مو خدای وساتي ٠ څه کړې ٠ خو درحم تاقط ئې هم نه لرو
غاټول ٠ يو لږ څه پر افغانانو ځوانانو پېغلو هم صله رحمي ولره ٠
تاسوته دغه ايه معلومه نه ده ٠ سل په سل کي باوري يم علم پرې لرۍ
بسمه تعالي : [color=red:c0de6f0f51]و اتقوا الله الذى تساءلون به و الارحام ان الله كان عليكم رقيبا[/color:c0de6f0f51]
ترجمه ........٠ بترسيد از خدائى كه به نام او از يكديگر درخواست چيزى مىكنيد، و از [قطع] خويشاونديها بترسيد، كه خدا مراقب شماست
[color=blue:c0de6f0f51]صلوا ارحامكم و ان قطعوكم[/color:c0de6f0f51] ترجمه ٠ اتباط وساتۍ د خپلو دوستانو (ارحام) سره که څه
دوۍ قطع کړې وي ٠
نو څرنګه ستاسو رحم پر پردو دۍ او خپلو پښتنو څخه مو قطعه د رحم کړې ٠
طالب جان
29.09.2004
محترمه مکرمع اوعزتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
عزتمنه : له ليکني دي مننه . داچي خاټول خور دافغاني جونو انځورونه نه دې راوړي مه يي ملامته وه . ځکه چي تاسي په يوه ليکنه کي هغو انتخاباتو ته چي په ګران هيواد کي دامريکې تر څارني ﻻندي ترسره کيږي او افغاني ګوډاګيانو ځانونه ورته کانديد کړي شرعي بللي وو ، نو خاټول خوربه ستاسي خفګان نه غوښت ځکه چي شرعي حکومت خو په چا داسي حال نه راولي لکه دبش تالي څټي کرزي انورو ګوډاګيانو چي په اصيلو او هيواد اوازادي مينو مسلمانو افغان شازلمو راوستلی دی .کچيري دکرزي ياراتلونکی انتخاباتي حکومت شرعي وي نو تاسي وواياست چي دې شرعي حکومت په نيويارک کي څو په سلو کي شريعت نافذ کړی ؟؟؟ ايا دبش تر سرپرستي ﻻندي حکومت ستاسي په اند شرعي وي ؟؟؟
دوهمه داچي تاسي عرب او افغانان ولي سره بيلوۍ ؟ ايا همدا عرب وروڼه دوروس په ضد جهاد ته نه ووراغلي ؟ ايا ځمونږ مالي اوځاني مرسته يي نه کوله ؟ چي نن په هغو سخته ورځ راغلي په مونږ اوتاسي يي مرسته فرض ده ، پاتي شو دهغوي دحکمرانانو خبره نو هغه هم تر کرزي کم نه دي کرزي افغانانوته څه کړي چي هغوي به يي مظلومو عربته وکړي ؟ عرب پاچاهان خو پخپلو عيشونو اوښتي مظلوم فلسطنيان يي هيردي نو که يي مونږ اوتاسي هم هير کړو نو وايه خداي جل جلاله ته به څه ځواب وايو ؟ رسول الله فرمايي چي ټول مسلمانان عرب اوعجم (افغان اوعرب ) سره وروڼه دي اماتاسي دا ورور ګلوي يواځي په افغانانو او بيا په پښتنو کي منحصره کړي . ايا فکر نه کوۍ ستاسي داعمل درسول الله له سنتو سره ټکرخوري ؟
هرڅوک چي بل څوک په مشرۍ باندي مني نو ښايي چي معيار يي تقوی او پرهيز ګاري وي نه عربيت ،عجميت، افغانيت يا پښتونولي .
آيا نشنليزم تر ايمان غښتلۍ دۍ؟
م ن غروال
29.09.2004
په وطن مسلمانو مَينو افغانانو او بيا تاسو ښاغلۍ حليمي ورور!
سلامونه عرض کوم او په درنښت او په اسلامي ميني مو لمانځم!
زه البته صرف تاسو او هغه افغان مسلمان خور او ورور مخاطبوم چي د خپل در په در او نهايت غمځپلي افغانستان له غمه په علمي او ريښتيني اسلامي تګلارې د سولې امنيت ملي يووالي روغې جوړې لپاره بوخت دي او له غمه يي مړه دي! د هر مسلمان غم د بل هر مسلمان غم دۍ! اما نه داډول چی زما خويندې دې په پاکستان کي ګدايي کوي، او کوچنيان مي د ٤٥ سانتي ګيرِد په تودوخه کي د خيمو لاندي د مرګ شپې سبا کوي او ملت مې هم په ښامارې بلا اوښتۍ وي٠ اوبيا مونږ ((فلسطين او فلسطين او عراق او عراق! وګورئ دا ظلمونه! اې ديموکرات صاحبانو!!! او... او....)) يعني مونږه خو نو داسي د اسلام له غمه مړه يو چی پاه پاه، وګورئ چی څنګه راته مطرح دي؟ عجبا او عجبا!!!
محترما!!! ستا ليکنه او ليکنې شخصاً دبنده نه يوازې د منلو وړ دي بلکي د اسلامي ايمان او وطني درد او دهغې منطقي حل، دلارو او چارو لټولو او پيدا کولو پر بنسټ، او نه يوازې زما لپاره، چي ايمان ولرئ د سلګنو زرو په اسلام او پر وطن مَينو افغان مسلمان خويندو او اوروڼو لپاره نهايت د وياړنې ځائ هم دي!!!
[color=red:06c0db9761]لعنت؟[/color:06c0db9761] عجبه فسلفه ده!!! له اسلامه هر يو د خپلو زړونو د خواهشاتو پر اساس ناوکۍ نه جوړؤ؟
هر هغه انسان چی ځان مسلمان معرفي کوي او د اسلام بغارې وهي او د کامل مسلمان ملت د فقر او بدبختۍ، د آواره ګۍ او ګدايۍ، دچور او چپاول، د بغاوت او سرکشۍ، د زرګنو اسلامي پتنګانو د شهادت، او... او... مؤجب او سبب او وسيله ګرځي، او بيا له ټولو مهم چی د اسلام مقدس دين د بدنامۍ مؤجب او سبب او وسيله وګرځي، بيا هغه مسلمان؟ استغفرالله ٠ حضرت مبارک به له داسي انسان څخه مخ ونه ګرځوي؟ لعنت به نه وايو چي ګناه ده؟ دوئ خو نو داسې ګلان هم نه دي کرلي چي بشر خير هم ترې وګوري! ددوئ له لاسه چی زه مي محمدي امت او هغه هم اکثره يي کوچنيان سپين سرې او سپي ږيري او کونډې او بورې ميندې د تباهۍ په کندو کي د ذلالت او بې عزتۍ او بې حرمتۍ په نهايت عُمق يا ژوره کي ګورم، نو دا پوښتنه راسره ملګري شي چه دا ولې؟ دا همدغو د اسلام په نامه له افغاني اسلامي مدعيانواو (والغلام الباکستانيۀ)!
[color=red:06c0db9761]اوزه به بيا ورته دا کوښښ وکړم چی ګواکي هغه مسلمان دۍ؟
او بيا آيت شريف او احاديث شريف هم وليکم چی يعنی په هغه د لعنت اجازه هم لا نسته؟ اسلامي علم يعني دا؟ انسامي وجدان يعني دا؟
بشري عاطفه يعني دا؟
انساني منطق يعني دا؟
دا اسلامي فن او قيمتي مرغلرې يعنې ددا ډول سؤ استفادې په غرض؟
ددې لپاره يي بايد وسيله وګرځوؤ؟
دومره له خلکو بايد حيأ ونه کړو او همدا خاورې دي چی پاشو به يي که د هې چا سترګې وې؟ تاسو يي ايماناً نه، بلکه وجداناً صرف د يوه انسان له مخې چی تر دغه ځايه په اسلام کښي مطالعه لرئ، کولائ شئ دا داسلام په نامه د علم په او د هغه په منطقي چوکاټ مي ومنئ؟ [/color:06c0db9761]
ښاغلۍ حليمي! تاسو چيرته هم لا تر اوسه دغه د آيت شريف ترجمه پيدا کړه ((او ځانونه پرې ووژنۍ))) ؟ فقط ايمان په پام کي ونيسئ افغان، طالب، وطن، سياست، او دغه او هغه ټول هغې خوا د مسئلې، سته حتی داسي کوم مشابه آيت خو څه چی حتی يو ضعيف حديث شريف؟ تاسو څرنګه رولاړ سئ بيا هم له دا ډول مفتيانو سره اسلامي بحث کول غواړئ؟ ((دا شخصاً پر تاسو اړه لري)) درست! اما دا غلطه ترجمه به څنګه کړئ دا په اسلام تهمت بولئ که يه؟ خير هغه اوس تېر سوۍ بحث دۍ هغه غوا معلومه سوه چی توره وه او که سپينه، اما شېدې يي هرمرو سپينې!، دا چی څوک له سپينې غوا تورې شيدې غواړي هغه نود دا ډول مفتيانو کار دۍ چی زه مې پروردګارته ورڅخه پناه غواړم!
[color=red:06c0db9761]او پاتې شول عرب؟ [/color:06c0db9761]زه ولاّ بلاّ بعضی وخت شکمن شم چی د اسلام په نامه ليکنې به د افغان مسلمان او وطنپال لخوا وي! هم د عالبانو د رژيم پلويان وي او هم به بيا د ا ډول دفاع ورڅخه وکړي حيران به پاتې شئ!
[color=red:06c0db9761]دا هماغه عرب ندي چي د طالبانو درسميت له پيژندلو يي ډډه وکړه؟
دا هماغه عرب ندي چی افغانستان کي د ب ٥٢ بمونه غورځول کېدل او دوئ ورته رڼې رڼې کتل؟
آيا دا هماعه عرب نه وؤ چي افغاني مهاجرې مسلمانې منکوحه مېرمنې يي پاکستان کي پرېښودل؟
دا هماغه عرب نه دي ٢٠ کاله يي خاوره کي خدمت وکړه بيا هم عجم يي؟
دا هماغه عرب ندي چی دمسلمان عجم ماشوم له عربي ماشومانو سره په يوه ټولګي کي د سبق اجازه نلري؟
دا هماغه عرب ندي چی په عراق يي بريد تر ټولوړومبۍ ومانه؟
دا هماغه عرب ندي چی د خپل فلسطين ورور پناه په خپله خاوره کي نه مني؟
دا هماغه عرب ندي چی د اسلام لوئ دښمن امريکې باندي خپل تېل خرڅوي او د هغه د لوئې شتمنۍ د ملا تير جوړوي؟
دا هماغه عرب ندي چی هر عرب خپله شتمني امريکا ته باسي؟
دا هماغه عرب ندي چی سودان له لوږې مري او دوئ په يوه شپه په له سلو زرو ډالرو زيات د لاس وېګاس په قمارخانو کي بايلي؟[/color:06c0db9761]
[color=white:06c0db9761] زموږه زهر کړې چی څه راکړي! د خپل عربي ولس ته يي وکورئ![/color:06c0db9761] له شوروي سره د افغان په جګړه کي عربو نه له افغانانو سره مرسته کړې ده او نه يي هم جهاد کړۍ دۍ! دا ټولې هغه چارې وې چی د هغه بادار امرېکې به څه ورته وويل هماغه به يي کول، جهاد د دا ډول عربي تربيي کار نه وؤ٠ خير بيا هم عب او هرب! دوې له طالبانو سره څه وکول او د طلبي رژيم په پلو هم وم او بيا به ورڅخه په دا ډول منطق د عرب و عجم پلوي هم کوم؟ آيا سر تا سر معمأوې ندي؟
خير زما مطلب مي دا دۍ چي: ستاسو ليکنې د اسلامي منطق او افغاني وطنپالنې له مخې او پر بنسټ ، لکه چی مې عرض وکړ د سلګنو زرو مسلمانو اوطنپالو افغانانو لپاره د فخر او منلو وړ دي٠ او پر هغه چا چی تاسو لعنت ويلئ دئ زه د لعنت سره يو ځائ د لوئ مقتدر ذات قهار جل جلا له، له دربار څخه د ډير عاجل او خورا سخت قهر غوښتونکۍ هم يم٠ آمين ثم آمين يا بصير عليم او قدير عادل ذات او کامل مالک٠
په درناوې
ستاسو ورورغروال
[color=#444444:06c0db9761][/color:06c0db9761][color=#444444:06c0db9761][/color:06c0db9761][color=#444444:06c0db9761][/color:06c0db9761][color=#444444:06c0db9761][/color:06c0db9761]
Adil watanmal
30.09.2004
محترمو لوستونكو
-----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
[color=darkblue:ea5eb78b1b]د سر ټكې:[/color:ea5eb78b1b]
• د ټولو څخه لومړي زما دا ليكنه عامه بڼه لري كومه شخصي ګوته نيونه پكې نه ده شوي نو له ليكوالانو څخه هيله كوم چې د نظر څرګندونه ئې د كفر په مهرونو نه وي.
• كومو مرضونو ته چې دلته ما اشاره كړي كه هغه څوك په ځان كې ګوري بايد اصلاح ئې كړي. ځكه مونږ او تاسي مسلمانان يو نو بايد اجتماعي مرضونه په ګوته كړو چي ترڅو ناخبره مسلمانان ترينه ځان وه ستاتي. داسي نه چې مونږ د همدغي مرضونو د تقوي لپاره كار وكړو.
د عزت ړوو دا ورستي ليكني مې چې ولوستي نو قلم مي راپورته كړو چې يو څو مختصر ټكې وليكم ځكه ډيري داسي خبري پدي ليكنو كې شته چې هغه صرف په تعصب او بدنيتي او د اسلام او مسلمانانو نه په نفرت بنا دي.
1. د قدر وړو ما څو ځلي مخكې هم دا خبره كړي او اوس ئې هم كوم چې اسلام د عقل تابع نه دي بلكي عقل د اسلام تابع دي او سليم عقل د اسلامي اصولو سره هيڅ كوم تضاد نه راځي خو چې د كومو عقلونو ورسره تضاد راضي هغه نو بيا خلل د سړي په عقل دي نه په نص كي.
2. [color=yellow:ea5eb78b1b]د لعنت په مسئله ليكنه[/color:ea5eb78b1b] دلته ما د اسلام په هنداره كې كړي نو هغه دلايل چې ما ذكر كړي پدي خبره چې په مسلمان لعنت ويل حرام دي كه څوك داسي دلائل وه لري چې دا ثابت كړي چې په مسلمان لعنت ويل روا دي نو راميدان ته دي ئې كړي كنه نو بيا دي اپلتي نه ولي.
3. [color=darkblue:ea5eb78b1b]عربانو چې كومه قرباني د روسانو او د هغوي د لاسپوڅو د مقابلي پروخت وركړي [/color:ea5eb78b1b]د هغي نه سترګې پټول لمر په يوه ګوته پټول دي. او دا خبره چې عربانو هغه مهال چې كوم كارونه كول د امريكا په وينا ئې كول نو اوس كه خپل عقل ته هم دا فيصله پريدو نو نه ئې مني ځكه چې يو انسان د چا لپاره كار كوي نو ضرور به ئې مقابل كې څه اخلي او انسان چې مړ شي نو بيا چې دته ټوله دنيا وركړي نو دده پري څه ځكه چې سر وي نو خولي ډير دي او چې سر لاړ شي بيا يوي خولي ته هم ضرورت نشته. او دوهمه خبره دا چې دا مونږ ټولو ته معلومه ده چې كوم عربان افغانستان ته راغلي وه دا د خوارپړك زامن نه د هر يو اقتصاد زمونږ نه غښتلي وه خو صرف د اسلام او د مسلمانون غم اخيستي وه.
4. [color=blue:ea5eb78b1b]د عربانو عيش عشرت [/color:ea5eb78b1b]دا يو حقيقت دي چې عربانو حاكمان په دي مرض اخته دي خو زه سل په سله يقين لرم چې د افغانانو عام خلك خو لاپريده راشه مليان او فروپيسران وه ګوري چې خپل ايمانونه ئې د پيسو په مقابل كې څنګه خرڅ كړه او اوس په كوم عيش او عشرت كې دي ته به لا دا هم نه مني چې په افغانستان كې همدي عياشانو د خلكو واده شوي ښځي د كورونو نه په زور بيولي او داسي لا هم پكې دي چې د يو مشهور ملا ځوي دي او اوس ئې د يوي ډمي سره واده كړي او همدغه عياشان دي چې هلكان به ئې ساتل او ګډول به ئې او تر ودولو پوري خبره خو رسيدلي وه خو د عربان حاكمانو سره ددومره مالداري تر اوسه ئې كوم چا نه ده ثابته كړي چې كوم هلك ئې واده كړي او يا ئې د كومې ډمي سره چې برحاله سندري واي واده كړي.
5. [color=darkblue:ea5eb78b1b]عربانو[/color:ea5eb78b1b] خو افغاني جنكې ودولي او د تګ پروخت چې طلاق وركولو دا يوه بيله مسئله ده خو په غيري شرعي طريقي سره ئې په چا تجاوز نه دي كړي بلكي دا اوسني د وخت فرعونيان او د ديمكراسي تطبيق كونكو خو ښځي لا پريده په نرانو هم جنسي تيري كړي ايا زمونږ دغه عياش حاكمانو چې ځانو ته د اسلام ټيكداران وايي او ږيري تر پښو رسيږي كومه خبره د خولي را ايستلي ايا زمونږ دغه غلام اوعياش حاكمانو كوم قدم ئې د دغه وحشي لښكر د صلبيانو په خلاف پورته كړه چې كله ئې په ودونو بمبار وكړه او چې كله ئې د خلكو كورونه ورانول او ماشومان ئې په سرو وينو ككړ كړي وه. نه هيڅ كله هغوي دا كار نه كړي او نه ئې كوي ځكه چې غلام به كله بادار ته ددي د ويلو جرآت هم وكړي چې تا ولي داسي كړي او يو عياش سړي خو صرف د خپل عياشي سره كار دي نور د هغه په ملت څه.
همدغه اوس چې د افغانستان په حكومت كې برسري قدرت دي ايا دوي همغه نه دي چې افغانان به ئې ژوندي دخاورو لاندي كول، په كانتينرونو كې به ئې سوزول په ولاړه به ئې تري څرمني ايستي په سرو كي به ئې ورته ميخونه ټكوهل چيرته وه دا د انصاف ټكداران هغه وخت چې د همدغه مظلوم افغانانو په زرګونه بچې ئې د تندي او لوږي او د هوا د بنديدو له امله په كانتينرانو كې مړه كيدل.
6. كه په چا كې يوه زره د ايمان خو پريده كه د پښتو هم وي نو ددغه صلبي وحشي قوم څخه به دفاع ونكړي ځكه همدغه وحشي قوم دي چې زمونږ ماشومان راته وژنې،ودونه راته په غم بدلوي، كورونه مكمل كلي راته ورانوي ، په ښځو هر قسم تيري كوي، حتى خبره ديته راورسيدله چې په نرانو هم تيري كوي نو زه نه پوهيږم چې دغه د صلبيانو لاوډسپيكرونو ته به نور څه داسي كار پاتي وي چې هغه دغه وحشي قوم وكړي نو بيا به دوي تري لاس واخلي. ځكه د الله پاك امر خو مونږ نه منو چې هغه واي چې د يهود او نصارى وه سره دوستي مه كوي مونږ وايو نه كوو به ئې او د پښتو خو كومه زره هم پاتي نه دي ځكه چې د پښتون سره كه كوم بد وه شي خو په ښځه او نر باندي د جنسي تيري بدو نه نه تيريږي او اوس خو داسي حال راغلي چې پښتون هر څه په پوله ايښي او په ډالرو پسي ليوني دي.
[color=blue:ea5eb78b1b]د پاي ټكي:[/color:ea5eb78b1b]
زه هيڅ كله د ابن الوقت مليانو خبره په پټو سترګو نه شم منلي.
په پښتونو كې ډير داسي مليان اوس شته چې د يوڅو ډالرو په مقابل كې خپل ايمانونه ئې د صلبيانو سره په تضمين كې ايښي دي او ددغه وحشي قوم نه په دفاع كولو كې د قرآن كريم په ياتونو كې په تحريف هم صرفه نه كوي. او د رسول عليه السلام احاديٍث خوپه ځاي پريده.
په اخر كې دا يوڅو بيتونه د يوه شاعر تاسي ته ډالي كوم:
[color=darkblue:ea5eb78b1b]هدايت خداى (ج) ځينو ، ځينو ته وركړى
..........................................................ورخ له بعضې عالمانو اوبو وړى
څوك روپي او څوك چوكۍ ته هوسيږي
.....................................................حق يې پريښي د باطل ډول ته ګډيږي
ځينو ، ځينو عالمانو ملك تباه كړ
.................................................په غلطو فيصلو يې ځان رسوا كړ
څوك له ډاره حق بيان كولى نه شي
..................................................دا باطلې فيصلي منلي نه شي
اعتبار په هر ملا نن پكار نه دى
.................................................په اذان د نيمې شپې خو سهار نه دى
تقدس د علميت ته مي سلام دى
...............................................بې علمو ته راجع زما كلام دى
طلايي په روغ زړګي باندې غمجن دى
..................................................له دروغجنو عالمانو ګيله من دى[/color:ea5eb78b1b]
-----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
---------------------------------------------------عادل وطنمل
طالب جان
01.10.2004
محترمو مكرمو او عزتمنووروڼو اوخويندو: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دعزت وړه غروال صيب ! داسلام سپيڅلي څانګي ته يووار بيا په راتلو سره دي له ليكني څخه په منني كولو اوستاسي درانه حضورته په ښه راغلاست ويلو تود هركلى كوو . عزتمنه داخو دمسائلو تبادله ده نه به سره خفه كيږو اونه به په يوه او بل بدرد وايو . اوس به راشو ستا ليكني ته :
دمحترم مكرم او عزتمن ورور طالب خان دتفسيري ژباړي دسموالي په اړه مي هلته ويلي وو چي داقوس بندتوري ((ځانونه پرې ووژنۍ)) دقرآنكريم له عبارت النص او اقتضاءالنص څخه ثابت دي , همداراز مو داهم ويلي وو چي راځۍ ددې تورو عربي ژباړه به وكړو او همداسي به يي په قوسونو كي بند كړو اووتلو عربي دارلافتاوو ته به يي ورواستوو كه هغوي هم داژباړه سمه وبلله نوتاسي به له خپلي خبري اوړۍ, او كه يي ناسمه وبلله نو مونږ به له خپلي ژباړي اوړو .
قدرمنه : تاسي يووار بيا ويلي چي داسلام په څانګه كي سوچه آياتونه اوحديث چليږي نه منطق . نو وروره په ډير احترام ښايي ستاسي په لوړ حضور كي داعرض كړم چي: اول خو اسلامي څانګه وايي همدې ته چي هلته قرآن او حديث غښتلي وي او همدا شريعت وايي . دوهم داچي ستاسي له منطقو څخه كوم منطق مراددي هغه علمي منطق او كه هغه دټول افغان دمنطقو دڅانګي خبري ؟ كه مو لومړني منطق مرادوي نووروره پدې اړه دمحترم اوعزتمن حليمي صيب هغه ليكنه وګوره چي په ښه عقلي دلايلو يي داثابته كړي چي دشرعي مسألو په وړاندي عقل او منطق نه چليږي . او كه مو دوهم ډول منطق مرادوي نو وروره :هغه خوځما په ذهن كي دمنطقو دپراته تعريف له مخي هيڅكله منطق نه شي كيدلاي . او فكر نه كوم چي ستاسي په نزد به هم منطق غيبت اوبدويلو ته وايي حال داچي دټول افغان منطقي څانګه پرته له يوڅو ليكنو له همدې نارواوو اولايعني ليكنو څخه ډكه ده . ددې څانګي له چلوونكي څخه هيله لرم چي پخپل منطقي فورم كي به ښواو زړه نه آزاروونكوليكنو ته وده وركړي او له موضوع وتلي ليكني به لري كړي .
پتمنه غروال صيب : كه تاسي له خپلي دې غوښتني چي آياتونه اواحاديث ښايي تر منطقو لاندي بيان شي وانه وښتۍ نوفكر نه كوم چي ستاسي په ژونددي ستاسي داارمان پوره شي .داغوښتني مخكنيو قومونو هم له خپلو نبيانو كړي وې چي ولي دشريعت حكمونه زمونږ تر سويي لوړدي ؟ مونږ هوښياران خلك يو هرحكم ښايي زمونږ له عقلونو سره سم اوزمونږ په منطقو برابر وي , مګر ګورۍ چي لوي خداي جل جلاله دهغوي داغوښتني دهغوي په ناپوهي تعبير كړي او هغه عذابونه يي پرې نازل كړي چي ذكر يي په قرآن كي په څو څو واري راغلى .
نو عزتمنه مونږ ښايي ددې غوښتنو په مقابل كي دلوي خداي جل جلاله له عذابونو وويريږو اوله دغسي نفسي غوښتنو سره خداي په امانى وكړو . او په دې څه كولو كي ددواړو نړيو ګټه ده .
محترمه غروال صيب : تاسي چي دعربو حكمرانانو په اړه څه ليكلي يقينا ښه مو ليكلي هغوي نه يواځي له افغانانو سره بلكه له ټولو مسلمانانو سره ظلمونه كړي اوكوي يي . ليكن تاسي داراته وواياست چي په دې كړنو يي دفلسطيني مسلمانانو څه؟
آياتاسي ديوه افغان په صفت دخپلو ليډرانودكړووړو پړه په ځان منۍ؟؟؟
طبعا ستاسي ځواب به ((نه)) وي .نو وروره مونږ هيڅكله دعرب حكمرانانو ملاتړ نه كړى نه يي كوو بلكه له مونږ سره دهغو مسلمانو خويندو او ميندو غم دى چي نن په فلسطين كي دغاصبو اسرائلي ځواكونو لخواوژل كيږي, بندي كيږي, او بې عفته كيږي .
مكرمه اودعزت څښتنه غروال صيب : دعرب حكمرانانو همدا بي حسي ده چي نن ورځ فلسطيني خويندي او ميندي تاته چيغي راهي اووايي چي نن ورځ خو ځما دپوښتني هيڅوك نشته حكمرانان خومو په عيشونو كي پراته دي نواې مسلمانه وروره ,اې افغانه وروره, اي غرواله وروره , اې پښتونه ميړنيه :همداستا په لور ځما سترګي دي چي ته به راشي اوماته به له راپيښي بي عزتي او بي عفتي څخه نجات راكړې. نو اوس ته ووايه غروال صيب چي پداسي حالت كي درسول اكرم صلى الله عليه وسلم له (المسلم اخواالمسلم) مسلمان دمسلمان وروردى _ وينا سره سم په مونږ باندي ددې مايوسۍ په حالت كي ددې خويندو اوميندو دفاع فرض نه ده ؟؟؟
په اخير كي له ټولووروڼو داغواړم چي يوه اوبل ته ښايي داحترام په سترګه وګورو له هسي بې ځايه بدويلو هيڅ هم نه جوړيږي . والله المستعان على ماتصفون .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ع کريم حليمي
01.10.2004
محترمو مكرمو او عزتمنووروڼو اوخويندو: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
يو چا داسي کار کله کړۍ چه تاسو دغه ورته ليکۍ ٠ [color=red:c22e414369]والله المستعان على ماتصفون [/color:c22e414369]
ټول ايات شريف خو د يوسف ع د وړونو د دروغو په باره کي دۍ
آيه و ترجمه
بسمه تعالی وَ جَاءُو عَلى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سوَّلَت لَكُمْ أَنفُسكُمْ أَمْراً فَصبرٌ جَمِيلٌ [color=blue:c22e414369]وَ اللَّهُ الْمُستَعَانُ عَلى مَا تَصِفُونَ(18)[/color:c22e414369] ترجمه : و پيراهن او را با خونى دروغين (نزد پدر) آوردند، گفت : هوسهاى نفسانى شما اين كار را برايتان آراسته ! من صبر جميل مى كنم (و ناسپاسى نخواهم كرد) و از خداوند در برابر آنچه شما مى گوئيد يارى مى طلبم
نوم به ئې نه ليکم ٠ اوس داسي څه ليکي ٠ چه تر بدو ردو هم ور اوښتي دي ٠
يو ځای مي ولوستل وائې چه خالص بابا د جهاد فتوا ور کړې ٠ حال داچي خالص بابا خپله حافظه له لاسه ور کړې
د کوچني په مثال دۍ ٠ خپل دوستان نه پېژني ٠ او نارې دي چه خالص جهاد اعلان کړۍ ٠
الله فرمائي د [color=darkred:c22e414369]ارذل [/color:c22e414369] عمر په باره کښي ٠ نن د خالص بابا عمر ارذل دي ٠
او زموږ دوستان د دغه ارذل حاله سري څخه فتوا وي را نقل کوي ٠ ايا غاړي ئې نه بنديږي په دغه کار
که په دغه فتوا مړي وسيڅوک به دا جواب و وائې د حساب په ورځ ٠
شرافت خو خپلاخبار په چلوي ٠ شرافت دي بيا په څه وشتلۍ ٠ موږ بايد وشتلي يو !!!
آيه و ترجمه
يَأَيُّهَا النَّاس إِن كُنتُمْ فى رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَكم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضغَةٍ مخَلَّقَةٍ وَ غَيرِ مخَلَّقَةٍ لِّنُبَينَ لَكُمْ وَ نُقِرُّ فى الاَرْحَامِ مَا نَشاءُ إِلى أَجَلٍ مُّسمًّى ثمَّ نخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشدَّكمْ وَ مِنكم مَّن يُتَوَفى وَ مِنكم مَّن يُرَدُّ إِلى[color=blue:c22e414369] أَرْذَلِ الْعُمُرِ [/color:c22e414369]لِكيْلا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شيْئاً وَ تَرَى الاَرْض هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتزَّت وَ رَبَت وَ أَنبَتَت مِن كلِّ زَوْج بَهِيجٍ(5)
ترجمه :
5 - اى مردم اگر در رستاخيز شك داريد (به اين نكته توجه كنيد كه ) ما شما را از خاك آفريديم ، سپس از نطفه ، و بعد از خون بسته شده ، سپس از مضغه (چيزى شبيه گوشت جويده ) كه بعضى داراى شكل و خلقت است و بعضى بدون شكل ، هدف اين است كه ما براى شما روشن سازيم (كه بر هر چيز قادريم ) و جنينهائى را كه بخواهيم تا مدت معينى در رحم مادران قرار مى دهيم (و آنچه را بخواهيم ساقط مى كنيم ) بعد شما را به صورت طفل بيرون مى فرستيم ، سپس هدف اين است كه به حد رشد و بلوغ برسيد، در اين ميان بعضى از شما مى ميرند و بعضى آن قدر عمر مى كنند [color=red:c22e414369]كه به بدترين مرحله زندگى و پيرى مى رسند [/color:c22e414369]آنچنان كه چيزى از علوم خود را به خاطر نخواهند داشت (از سوى ديگر) زمين را (در فصل زمستان ) خشك و مرده مى بينى ، اما هنگامى كه باران را بر آن فرو مى فرستيم به حركت در مى آيد و نمو مى كند، و انواع گياهان زيبا را مى روياند.
شرافت ٠ د خالص بابا يو خپل دي ٠