د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
14.01.2012

[quote:403d7c918d="مومن مهاجر"][quote="
په دويم قدم کي بايد د داسي فتواوو او موادو شرعي اړخ وڅېړل شي ، تاسو بايد د دا ډول فتواوو او موادو شرعي اړخ راته واضح کړئ ايا تاسو يې روا ، مباح او جائز بولئ که حرام او ناروا؟.
پر پورتنيو موادو يو ځل بيا ښه غور وکړه او تر پوره جاجونې وروسته خپل نظر څرګند کړه ، که ته د هغو ملاتړ کوې بيا به زه خپل نظر هم درسره شريک کړم چي زه په کومه سترګه ورته ګورم ؟.[/quote:403d7c918d]

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ، دروند او مکرم او محترم ورور مؤمن مهاجر صاحب ، خداي دي آرام او آباد او خوشحاله لره ، هر وخت چه د اخلاقو په چوکاټ کښي دننه بحث سره کوو نو فراهت احساس کړم
د سړیٖٖٖٖٖٖٖٖٖ سنې بحث طرفینو ته ګټه رسوي ، مننه کوم چه ماته موقع د بحث راکوۍ ، بسم تعالی : مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ [color=white:403d7c918d]رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ [/color:403d7c918d]

زه نه پوهېږم چه تاسو ولي ؟ دا فتواوو دومره دلسرده او خوابدي کړي یاست ، زه چه داسي فتواوي اورم یا لولم په کالو کښی نه ځاییږم
دا فتوا وي خو په امریکا ، فرانسه ، انګلستان کښی هغه شاګرانو ته تدرس کیږي چه شپاړس کاله درس ئې ویلی وي ، او یو دوه کاله د کار او بار تجربه هم ولري ، یعني د دولسم صنف شاګرانو ته د فقهي قضائی درس نه ورکوي ، ولي چه ؟عقل باید لوړ تکامل کړیوي ، که د دولسم صنف هلک له داسي بحث او فتوا سره مخامخ شي ، عقل يې نه په رسیږي د خرافاتو په سترګه ورته کوري ،
د قضايي فقي په کتابونو کښی تر دی درنې خبري سه ، مثلا ، د نامحرمي ښځي سره د خولي له لاري شهوة رفع کول درنه خبره نه ده ، په پوزه او غوږ کښي انزالېول درنه خبره نه ده
پردۍ نجلۍ مچول پر یو اندام يې ځان خلاصېدل او داسي په زرهاوو
نوری فتواوي ، دا د درمختار فتوا وي د محکمی له پاره دي ، ته راولاړ سته
د سعودي د محکمې دوسیی و کوره هغوئ هم د درمختار له فتواوو نه استفاده کوي ، محکمه بعضي وخت د یو داسي وکیل مدافع سره مخامخ شي
ّچه هغه دلیل او منطق وايي او غواړي چه خپل موکل له سنګسار نه بچ کړي ، وکیل مدافع قاضي ته وايي هو ! زما موکل زنا کړېده ، اما نجلۍ درواغجنه ده ، هلک دخل کړئ اما د نجلۍ په خوله کښي دخل کړي ، رجم کیدلو حق نه لري .

وروره ! دغه فتواوی د محکمې له پاره دي ، دغه ُفتواوی دي چه زموږ په محکموکښی چلېږي ، هر کله چه د چا پوهه د مفتي درجې ته نه وي ورسیدلې ، له عقایدو سره په ټکر کښي ير ویني ، حال داچه هیڅ ټکر نسته
زه غواړم چه پوښتنه وکړم که ستاسو اجازه وي ، تاسو تر کوم حده پوري
حقوق شرعي لوستلي ؟؟؟؟ که تاسو حقوق نه وي لوستلي ، زه دا ګمان کوم
چا چه حقوق پوره نه وي لوستلي غالب ګمان کوم چه د درمختار د قضايي فقهي عمق ته نشي ور لوېدلای ، او زه نسم کولای چه د حقوقو درند مضمون د قلم په خوله درته بیان کړم ، حتی که کتاب درته ولیکم ، هم کټه نه کوي ، ولی چه د معلم تشریح ته ضرورت لري ، نه د هر معلم ، حتماً باید
ډاکتر وي او څو کاله تجربې هم باید ولري !!!!!!
بهتره به دا وي چه خلکو ته د ادنا ،اوسط او اعلی اخلاقو ښونه وکړئ
قضايي فقه د تبلغ وړ نه ده ، دابحثونه یوازي د پوهنتونونو لایق دي دا بحثونه د پورمونو او چاټنګ نه دي دا ډیر درانه مضامین دي ، د لږ پوهي د خاوندانو سر نه په خلاسیږي

[quote:403d7c918d]څوک د الله له صفاتو او په اخرت کي د هغه له ليدلو په انکار نه کافر کېږي[/quote:403d7c918d]
دغسي جملې دي چه : یوازي ته نه يي اکثره خلګ يې په تحلیل نه پوهیږي
ته کوم سند لرېٖٖٖٖٖ چه احمد به د رب دیدارکوي ؟؟؟؟ په دغه خبره کښي ته دقیق فکر وکړه ، بیا جواب راکه ، که دی دا ثابته کړه چه عبدالکریم حلیمي به خامخا د رب دیدار کوي !!!، (او زه وایم چه خداي نه دئ سخي )!!! نو بیا دي مل یم د کفر ټاپه راسره سته ، نو مازي سړئ راښووه چه پر تندي ئې ور ولګوم ، که دي نکړه ثابته ، نو راځه د حنفیانو لمن لو ده ، بیرته دي منو
درنښت


مومن مهاجر
05.02.2012

محترم او مشر دروند عبد الکریم حلیمي صاحب! زه دا څو موده ډېر بوخت وم ، له همدې امله ونه توانېدم چي ستاسو د لیکنې په اړه پر وخت نظر څرګند کړم .
یقینا زه هم په دې فرحت احساسوم چي له خپلو ملګرو سره پر یوه موضوع داسي بحث کوم چي د قلم او کلام عفت پکي ساتل شوی وي ، له تاسو بیاهم مننه کوم چي بحث د ادب له چوکاټه نه باسئ .
ښاغلی حلیمي صاحب ! که د فقهې دا ډول فتواوي یوازي په قضايي برخه کي د حقوقي قضایاوو او شخړو په اړه وای نو ما به هیڅکله اعتراض پرې نه وای کړی ، ځکه په قضايي چارو کي پرېکړي رښتیاهم داسي وي چي د لږو عادي احتمالاتو په پېښېدو هم د یوه اړخ په اړه د فیصلې لوری بدلېدای شي ، مګر له بده مرغه داسي نه ده په فقهه کي له اوداسه نیولي تر غسله، عقیدې، معالاتو، حکومتي واکونو ، لمانځه ، زکوة ، حج او نورو پوري داسي موارد شته چي په هیڅ ډول د منلو نه دي . یوه بېلګه به یې له قرآن کریم سره د دوئ د عجیب چلند په اړه را واخلو :
اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر، وقال بعض المتأخرين: يکفر؛ لانعقاد الاجماع بعد الصدر الأول علی أنهما من القرآن، والصحيح الأول؛ لأن الاجماع المتأخر لا يرفع الاختلاف المتقدم، کذا فی الظهيرية .
(فتاوای عالمګیري کتاب السیر الباب التاسع فی أحکام المرتدین، مطلب موجبات الکفر أنواع ... ومنها ما یتعلق بالقرآن ج ۲ ص ۲۶۶- ۲۶۷).
په یو بل کتاب کي بیا وايي :
وكذا اختاره صاحب الهداية في التجنيس فقال: لو رعف فكتب الفاتحة بالدم على جبهته وأنفه جاز للاستشفاء، وبالبول أيضا إن علم فيه شفاء لا بأس به لكن لم ينقل، وهذا لأن الحرمة ساقطة عند الاستشفاء كحل الخمر والميتة للعطشان والجائع أهـ من البحر. وأفاد سيدي عبد الغني أنه لا يظهر الاختلاف في كلامهم لاتفاقهم على الجواز للضرورة.
(دابن عابدین شامی حنفي رد المحتار كتاب الطهارة مطلب في التداوي بالمحرم: ج۱ ص۱۴۷. دغه رنګه: عالمګيري كتاب الكراهية: الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات: ج ۵ ص ۴۳۵ ، فتاوای قاضيخان: كتاب الحظر والإباحة: ج ۴ ص ۳۶۵).
[quote:01b6c944ab="ع کريم حليمي"]
زه غواړم چه پوښتنه وکړم که ستاسو اجازه وي ، تاسو تر کوم حده پوري
حقوق شرعي لوستلي ؟؟؟؟ که تاسو حقوق نه وي لوستلي ، زه دا ګمان کوم
چا چه حقوق پوره نه وي لوستلي غالب ګمان کوم چه د درمختار د قضايي فقهي عمق ته نشي ور لوېدلای ، او زه نسم کولای چه د حقوقو درند مضمون د قلم په خوله درته بیان کړم ، حتی که کتاب درته ولیکم ، هم کټه نه کوي ، ولی چه د معلم تشریح ته ضرورت لري ، نه د هر معلم ، حتماً باید
ډاکتر وي او څو کاله تجربې هم باید ولري !!!!!!
بهتره به دا وي چه خلکو ته د ادنا ،اوسط او اعلی اخلاقو ښونه وکړئ
قضايي فقه د تبلغ وړ نه ده ، دابحثونه یوازي د پوهنتونونو لایق دي دا بحثونه د پورمونو او چاټنګ نه دي دا ډیر درانه مضامین دي ، د لږ پوهي د خاوندانو سر نه په خلاسیږي

[quote:01b6c944ab]څوک د الله له صفاتو او په اخرت کي د هغه له ليدلو په انکار نه کافر کېږي[/quote:01b6c944ab]
دغسي جملې دي چه : یوازي ته نه يي اکثره خلګ يې په تحلیل نه پوهیږي
ته کوم سند لرېٖٖٖٖٖ چه احمد به د رب دیدارکوي ؟؟؟؟ په دغه خبره کښي ته دقیق فکر وکړه ، بیا جواب راکه ، که دی دا ثابته کړه چه عبدالکریم حلیمي به خامخا د رب دیدار کوي !!!، (او زه وایم چه خداي نه دئ سخي )!!! نو بیا دي مل یم د کفر ټاپه راسره سته ، نو مازي سړئ راښووه چه پر تندي ئې ور ولګوم ، که دي نکړه ثابته ، نو راځه د حنفیانو لمن لو ده ، بیرته دي منو
درنښت[/quote:01b6c944ab]
کریم حلیمي صاحب! زموږ بحث د دې لپاره نه دئ چي یو بل ته خپل علمي لیاقت او سند وړاندي کړو، که خبره همداسي وي نو بیا زه چمتو یم له تاسو سره په ټولو هغو فنونو کي بحث وکړم چي له شریعت پوهنې سره تړاو لري ، لکه تفسیر، حدیث، اصول التفسیر، اصول الحدیث، فقه، اصول الفقه، عربي لغت پوهنه، ګرامر، بلاغي علوم، نوې او زړه فلسفه، منطق ، اسلامي تاریخ، نبوي سېرت او نور ...
خو دا ځای د دې نه دئ چي موږ له یو بل سره پر دې بحث وکړو چي ستا علمي وړتیا څومره ده او څومره نه ده؟
په فقهه کي له صفاتو د انکار قضیه شخصیه نه بلکي مهمله ده چي د الهي صفاتو د انکار پر هرې جزيي صادقېږي ، ځکه مهمله قضیه د شخصې په قوت کي ده ، یعني داسي نه دي ویل شوي چي که یو څوک د معلوم فرد لپاره د الله له دیداره منکر شي کافر دئ بلکي ویلي یې دي چي که څوک د الله له صفاتو منکر شي هغه کافر نه دئ ، نو ایا که سړی د الله له علم، یا قدرت او یا داسي نورو صفاتو منکر شي چي هغه هغه د فرد ، نوعې او جنس په حق کي یو ډول دي او که څوک داسي ووايي چي الله د فلاني معلوم سړي په اړه علم نه لري ، نو آیا هغه کافر دئ که نه؟ او که دا ستا د جزیې له مخې یو څوک په اخرت کي د الله له دیداره په کلي ډول منکر شي هغه دې تر ټاپه لاندي کوې که نه؟ تو یو ځل فتوا راکړه ! بېلګه به یې زه ان شاء الله ستاسو له کوره درته راوړم .
په درناوي مومن مهاجر



ع کريم حليمي
06.02.2012

اول سلام بیا کلام ، نو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
دا زما له پاره د خوښۍ خبره ده چه تاسو بوخت او مصروف واست ، ماشاءالله ! دا یو له ښو خبرونو نه شمېرم چه تاسو تولید کننده (productive) ژوند خاوند یاست ، هغه څوک چه بوخت اوتولید کننده نه وي زه په زورېږم او اٰه مي تر خوله راوزي
خبره پر بله راڅه ولاړه ، لنډه يې دا چه ستاسو په جوابي لیکنه هم ډېر خوښ شوم

ّهو ! هر هغه وخت چه څوک د اخلاقي چوکات نه دباندی کړه ترسره کوي (دا که د بولو چښل ، په لیکل وي )، زمونږ او تاسو شرعاً او اخلاقاً او عقیدتاً او ذوقاً !! ضرور ده چه و يې وغندو بد ئې وګڼو او خلک به ځیني منع کوو
خو جزا نه شو ورته ټاکلی ، ولي چه د تاریخ په اوږدو کښي شریعت جزا نده ورته ټاکلې ، غندل مو حق ، او جزا ورته ټاکل تر حد تېری دۍ ، اما که د نن عصر محکمه وغواړي چه چاته جزا ورکړي زه نه پوهیږم چه د داسي جزا شرعي مشروعیت به له کومه کوي ؟ او له کومه کوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ؟

او دوهمه خبره داده چه راسم د التداوي بالمحرم
ّهو ! صحیح حدیث دی چه : إن الله لم يجعل شفاءكم فيما حرم عليكم
خو خبره داسي ده چه : د ژوند ساتل هم فرض دي ،او چه فرض هم نه يي ، خو انساني عقل ئې کوشش کوي چه ژوند وساتي ، یا په بل عبارت د ژوند ساتل د عقل کار ندي ، د ژوند د ساتلو وظیفه د زړه کار وي ، زړه دا وايي !! که ژوند ساتل کیږي او له مرګ څخه نجات پیدا کیږي نو د خنزير غوښه وخوره (مینه او نفرت د زړه کار دي ) مونږ د زړه پر خوښیو حاکمیت نه لرو

او بله خبره د (اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر) ده
خبره داسی ده چه : هر هغه څوک په خوله اقرار کوي چه : (لا اله الا الله ) او (محمد رسول الله ) او مخ و کعبه ته درېږي او معوذتین نه مني
موږ یا زه د دغه شخص حساب پرېږدم و الله او رسول ته !!
خو شرعاً موږ دا حق نه لرو چه د دغه کفر په سبب يې د ماندنې جلا کړو او یا يی له میراثت څخه محروم کړو .

ماته دا پوښتنه را ولاړېږي چه : تاسو و یو داسي شخص ( معوذتین نه مني ) کومه جزا ورته لرئ د شریعت په چوکاټ کښي بېله د تکفیر نه
درنښت


وزیري
06.02.2012

د مومن مهاجر صاحب پورتنی لیکني په رابطه به یوه د فقهی حواله بی له تبصري ولیکمه:

کما فی الشامیة تحت (قوله لکن نقل المصنف) اذا سال الدم من انف انسان ولا ینقطع حتی یخشی علیه الموت وقد علم انه لو کتب فاتحة الکتاب او الاخلاص بذلک الدم علی جبهته ینقطع فلا یرخص له فیه. (اول جلد، صفحه ۲۱۰)


مومن مهاجر
06.02.2012

ښاغلو بیاهم سلام
د عبد الکریم حلیمي صاحب د لیکنې په اړه به بل وخت نطر څرګندکړم،ځکه تفصیل غواړي . خو د وزیري صاحب د نقل شوي عبارت په اړه به ووایم چي ګواګي علامه شامي هم په بولو او وینه د جواز قائل دئ او هم د نه جواز؟



ع کريم حليمي
12.03.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډېر محترم او مکرم ورور مومن مهاجر صاحب ! زما سلامونه خپل حضور ته ومني ، او خدای دي وکړي چه د صحت جامې مو په تن وي .

زه هم څه مصروف وم ټول افغان ته نه وم راغلی ، نن راغلم او امید مي درلود چه ستاسو به خپل نظر او مالومات له لوستونکو سره شریک کړي وي
خو ستاسو له طرفه مي جوابي لیکنه و نه لیدل ، زموږ ستاسو و ٍثقه او صحیح معلوماتو ته سترګي په لار یو ولی چه ( ان الواجب علی کُلِّ أحد عرفَ
التمییز بین صحیح و غلط )
او بله خبره داهم ده چه ، ان الله تعالی یحب اذا عمل أحدکم عملا أن یتقنه

درنښت


مومن مهاجر
18.03.2012

[quote:0955c28551="ع کريم حليمي"]
اول سلام بیا کلام ، نو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
دا زما له پاره د خوښۍ خبره ده چه تاسو بوخت او مصروف واست ، ماشاءالله ! دا یو له ښو خبرونو نه شمېرم چه تاسو تولید کننده (productive) ژوند خاوند یاست ، هغه څوک چه بوخت اوتولید کننده نه وي زه په زورېږم او اٰه مي تر خوله راوزي
خبره پر بله راڅه ولاړه ، لنډه يې دا چه ستاسو په جوابي لیکنه هم ډېر خوښ شوم
[/quote:0955c28551]
ښاغلی حلیمي صاحب! بیا هم مننه او کور مو ودان . والله دا یو څه موده ډېر مصروف یم له همدې امله نه شم کولای په روانو بحثونو کي پر وخت برخه ولولم او د اړتیا پر مها له لوستونکو سره خپل نظر شریک کړم . په هر حال هیله لرم چي ما معذور وبولئ .
[quote:0955c28551="ع کريم حليمي"]
ّهو ! هر هغه وخت چه څوک د اخلاقي چوکات نه دباندی کړه ترسره کوي (دا که د بولو چښل ، په لیکل وي )، زمونږ او تاسو شرعاً او اخلاقاً او عقیدتاً او ذوقاً !! ضرور ده چه و يې وغندو بد ئې وګڼو او خلک به ځیني منع کوو . خو جزا نه شو ورته ټاکلی ، ولي چه د تاریخ په اوږدو کښي شریعت جزا نده ورته ټاکلې ، غندل مو حق ، او جزا ورته ټاکل تر حد تېری دۍ ، اما که د نن عصر محکمه وغواړي چه چاته جزا ورکړي زه نه پوهیږم چه د داسي جزا شرعي مشروعیت به له کومه کوي ؟ او له کومه کوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ؟
[/quote:0955c28551]
حلیمي صاحب! دلته خبره داسي نه ده چي یو څوک په خپل شخصي ژوند کي له اخلاقي بریدونو بهر ګام ږدي ، بلکي خبره د قرآن کریم په څېر د وروستي ستر الهي کتاب د سپکاوي ده ، ایا په اسلامي شریعت کي یوځای دې ته جوازي شته چي یو څوک ووايي د ناروغۍ د درملنې لپاره په بولو او وینو د قرآن کریم لیکل روادي ؟ د اسلامي شریعت له او سالم وجدان له مخې د قرآن تعویذ هم د درملنې لار نه ده ، نو په بولو د قرآن کریم لیکل د کوم دیني نص او سالم وجدان له مخې د شفا لامل کېدای شي؟ لږ فکر او سوچ په کار دئ ، زما په اند څوک چي په رښتیا هم ځان مسلمان ګڼي او د زړه له تله یې الله منلی وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه رښتنی رسول بولي او په دې عقیده وي چي قرآن کریم د الله له خوا پر ده نازل شوی کتاب دئ، نو هغه به هیڅکله دا پرېکړه ونه کړي چي قرآن کریم په بولو ولیکه نو ستا مرض به ښه شي، ایا دا مسلماني، خواخوږي او له اسلام و دین سره وفا ده ؟ زه نو پوهېږم زموږ په دې مسلمانانو څه شوي چي کله یو څوک د فقهي ګډوډیو په نوم د هغه دین، کتاب او رسول توهینوي او سپکاوی یې کوي ، خو که یې امریکايي وسوځوي دوئ سمدستي په غوسه کېږي او لاریونونو کوي ، زه دا نه وایم چي د امریکایانو د دې ناوړه او بشر ضد کار په وړاندي دي احتجاج نه کېږي ، بلکي داسي چارو ته سخته اړتیا ده ، خو د هغه چا پر ضد ولي احتجاج نه کوي چي وايي قرآن په بولو لیکل روادي، هیڅ پروا نه لري ، سره له دې چي امریکايي زموږ عقیده هم نه مني او قرآن ته د الهي کتاب په سترګه هم نه ګوري ، خو علامه شامي په ټولو کړیو کي د شیخ الاسلام او خادم الدین په نوم یادېږي ایا هغه ته د دې جواز شته چي ووايي په بولو د قرآن لیکل روادي؟ که دا د قرآن کریم سپکاوی نه وي نو بیا سپکاوی څه ته وايي ، تر سوځولو خو یې په بولو لیکل زره چنده ناوړه سپکاوی دئ او څوک چي دا ډول فتوا ورکوي هغه تر هغه کس ډېر مجرم دئ چي قرآن سوځوي .
[quote:0955c28551="ع کريم حليمي"]
او دوهمه خبره داده چه راسم د التداوي بالمحرم
ّهو ! صحیح حدیث دی چه : إن الله لم يجعل شفاءكم فيما حرم عليكم
خو خبره داسي ده چه : د ژوند ساتل هم فرض دي ،او چه فرض هم نه يي ، خو انساني عقل ئې کوشش کوي چه ژوند وساتي ، یا په بل عبارت د ژوند ساتل د عقل کار ندي ، د ژوند د ساتلو وظیفه د زړه کار وي ، زړه دا وايي !! که ژوند ساتل کیږي او له مرګ څخه نجات پیدا کیږي نو د خنزير غوښه وخوره (مینه او نفرت د زړه کار دي ) مونږ د زړه پر خوښیو حاکمیت نه لرو
[/quote:0955c28551]
د تداوي بالمحرم موضوع بېله او د قرآن کریم سپکاوی بېل دئ ، د لته خبره پر دې نه ده چي په بولو تداوي روا ده او که نه؟ خبره داده چي ایا په وینه او بولو د قرآن کریم لیکل روادي؟ او که څوک د دې په جواز قائل وي د هغه حکم څه دئ؟ که تاسو هم په دې اړه سالم او څرګند نظر لرئ راسره شریک یې کړئ!
[quote:0955c28551="ع کريم حليمي"]
او بله خبره د (اذا أنکر الرجل کون المعوذتين من القرآن لا يکفر) ده
خبره داسی ده چه : هر هغه څوک په خوله اقرار کوي چه : (لا اله الا الله ) او (محمد رسول الله ) او مخ و کعبه ته درېږي او معوذتین نه مني
موږ یا زه د دغه شخص حساب پرېږدم و الله او رسول ته !!
خو شرعاً موږ دا حق نه لرو چه د دغه کفر په سبب يې د ماندنې جلا کړو او یا يی له میراثت څخه محروم کړو .
ماته دا پوښتنه را ولاړېږي چه : تاسو و یو داسي شخص ( معوذتین نه مني ) کومه جزا ورته لرئ د شریعت په چوکاټ کښي بېله د تکفیر نه
درنښت
[/quote:0955c28551]
زه له تاسو پوښته کوم چي که څوک لمونځ هم کوي، لا اله الا الله محمد رسول الله هم وايي او قبلې ته مخ کوي، خو حج یا روژه نه مني، ایا هغه مسلمان دئ او تاسو کومه جزا ورته لرئ که نه؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more