د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یو څو پوښتنې

هیښ
07.01.2012

السلام علیکم
محترمو دیني عالمانو!
زه یو څو پوښتنې لرم
اول :
په بحر یا په اوبو کې ډیر ګڼ شمیر حیوانات ژوند کوي.ددې حیوانانو دکومو خوراک حلال دئ؟

دوهمه :
سونیان دڅلورو مختلفو مذهبونو پیروان دي (حنیفي،شافعي،مالکي،حنبلي).
ایا دیوه مذهب د پیروئ یا تقلید نه بل مذهب ته اوښتل جواز لري که نه؟

دریم:
د اهل تشیع په امام پسې یوسوني مذهبه مقتدي دلمانځه اقتدا کولائ شي که نه؟

مننه



ع کريم حليمي
10.01.2012

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم ّهېښ صاحب ، خدای مو جوړ او روغ لره ، ډېري ښې پوښتني مو کړیدي ،
[code:1:f379a02222]په بحر یا په اوبو کې ډیر ګڼ شمیر حیوانات ژوند کوي.ددې حیوانانو دکومو خوراک حلال دئ؟ [/code:1:f379a02222]
د بحری حیواناتو ښکار روا او د ښکار خوړل حلال دي ، په استثناء د چنګښي (ضفدع ، , frog ) چه د وژلو ئې نهي شوېده ، ، ،سراج الامت امام اعظم ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه د بحر د مړه شوی حیواناتو خوړل ئې ښه نه دي ګڼلي په دلیل د قرآن مجید( حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ الْمَيْتَة )

[code:1:f379a02222]سونیان دڅلورو مختلفو مذهبونو پیروان دي (حنیفي،شافعي،مالکي،حنبلي).
ایا دیوه مذهب د پیروئ یا تقلید نه بل مذهب ته اوښتل جواز لري که نه؟ [/code:1:f379a02222]
هو ّ، د اصحابو کرامو او تابعینو له مذهبه اوښتل لویه خطاء ده

[code:1:f379a02222]د اهل تشیع په امام پسې یوسوني مذهبه مقتدي دلمانځه اقتدا کولائ شي که نه؟ [/code:1:f379a02222]
هو ! کولای ئې شي ، په شرط د دې چه امام به په اوداسه کښی پښې پرېمنځلي وي ، که په وضو کښي پښې نه وي پرېمنځل شوي ، لمونځ نه صحیح کیږي . والله أعلم بالصواب
درنښت


Re: یو څو پوښتنې

مومن مهاجر
10.01.2012

[quote:23b461aaf9="هیښ"]السلام علیکم
محترمو دیني عالمانو!
زه یو څو پوښتنې لرم
اول :
په بحر یا په اوبو کې ډیر ګڼ شمیر حیوانات ژوند کوي.ددې حیوانانو دکومو خوراک حلال دئ؟
[/quote:23b461aaf9]
ښاغلی هېښ ! سلامونه او احترامات
په بحر کي چي کوم حيوانات ژوند کوي ، له قرآن کريم او نبوي احاديثو داسي معلومېږي چي د ګردو خوراک يې روا دی ، په قرآن کريم کي الهي وينا ده :
أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ( المائدة : ۹۶ )
ژباړه : تاسو ته ( د احرام په حالت کي ) د سمندر ښکار او خوراک حلال شوی دی ، ستاسو او مسافرو د ګټې لپاره څو چي تاسي په احرام کي ياست د وچې ښکار در باندي حرام شوی او له هغه الله ووېرېږئ چي هغه ته به ور ټولېږئ!.
له دې ايته په څرګند ډول معلومه شوه چي د سمندر خوراک او ښکار له څه استثنا پرته ټول حلال دي ځکه نو څو چي په قرآن او صحيحو نبوي احاديثو کي د حرمت دليل نه وي موجود هيڅ شی يې حرام نه دي ، همدارنګه په يو حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ عَنْ مَالِكٍ عَنْ صَفْوَانَ بْنِ سُلَيْمٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ سَلَمَةَ - مِنْ آلِ ابْنِ الأَزْرَقِ - أَنَّ الْمُغِيرَةَ بْنَ أَبِى بُرْدَةَ - وَهُوَ مِنْ بَنِى عَبْدِ الدَّارِ - أَخْبَرَهُ أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ يَقُولُ سَأَلَ رَجُلٌ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّا نَرْكَبُ الْبَحْرَ وَنَحْمِلُ مَعَنَا الْقَلِيلَ مِنَ الْمَاءِ فَإِنْ تَوَضَّأْنَا بِهِ عَطِشْنَا أَفَنَتَوَضَّأُ بِمَاءِ الْبَحْرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « هُوَ الطَّهُورُ مَاؤُهُ الْحِلُّ مَيْتَتُهُ ».( ابوداؤد ، موطا امام مالک ، مسند احمد بن حنبل ، مصنف عبد الرزاق ، مسند الشافعي ، ابن ماجه ، صحيح ابن حبان واللفظ للابی داؤد )
ژباړه : له ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چي يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه ، ويې ويل : اې د الله رسوله ! موږ په سمندر کي سپرېږو ، لږ اوبه را سره اخلو که اودس پرې وکړو نو تږي پاتېږو ايا د سمندر په اوبو اودس وکړو؟. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : د سمندر اوبه او مړ شوی شی پاک دي .
له دې حديثه هم معلومه شوه چي د سمندر هر ډول مړه شيان حلال دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم عمومي لفظ ذکر کړی او د هيڅ شي استثنا یې نه ده کړې.
[quote:23b461aaf9="هیښ"]
دوهمه :
سونیان دڅلورو مختلفو مذهبونو پیروان دي (حنیفي،شافعي،مالکي،حنبلي).
ایا دیوه مذهب د پیروئ یا تقلید نه بل مذهب ته اوښتل جواز لري که نه؟
[/quote:23b461aaf9]
موږ بايد لومړی په دې پوه شو چي د الله له خوا په را لېږل شوي اسلام کي نه بېلابېل مذهبونه شته او نه مسلکونه ، ټول يو مسلمانان دي او همدغو مسلمانانو ته امر شوی چي ( يا ايها الذين امنوا ادخلوا فی السلم کافة و لا تتبعوا خطوات الشيطان انه لکم عدو مبين ) يعني اې مومنانو ! ټول په پوره اسلام کي داخل شئ د شيطان د ګامو پيروي مه کوئ بې شکه هغه ستاسو څرګند دښمن دی.
نو که موږ اسلام پر بېلابېلو مذهبونو او ډلو ووېشو هرو – مرو هغه اسلام را څخه پاتېږي چي په بله ډله کي دی ، حال دا چي الله موږ ته په پوره اسلام کي د داخلېدو امر کړی دی. له همدې کبله پر بېلابېلو ډلو او مسلکونو د اسلام وېشل سخته لويه تېروتنه او خطرناک ګام دی .
الله په قرآن کريم کي يو بل ځای وايي :
( واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا )
ژباړه : ټول د الله پر رسۍ منګولې کلکې کړئ او ډلې – ډلې مه کېږئ!.
تر دې وروسته الله د مسلمانانو پخوانی حالت ياد کړی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د مسلمانانو موجود اتحاد يې هغه الهي پېرزوينه ګڼلې چي دوئ ته يې د احسان په ډول ور ياده کړې ده . اوسني مسلمانان هم بايد پورتنی الهي امر په کلکه عملي کړي او ټول د حبل الله په خپلولو ځانونه مسلمانان وګڼي ، له دې لاس واخلي چي زه حنبلي ، ته حنفي ، هغه شافعي ، دی مالکي او هغه بل سلفي يا وهابي دی .
که موږ رښتيا هم غواړو چي اسلامي نړۍ او مسلمانان سره يو شي لومړنی ګام دادی چي هيڅکله بايد مسلمانان پر بېلابېلو نومونو او ډلو ونه وېشو.
د نظر او اند اختلاف يوه طبعي خبره ده مګر د اختلاف لپاره دعوت کول يو نظر له دليل ، برهان ، منطق ، معقوليت او تحقيق پرته پر حق ګڼل نه د الهي وحې تقاضا ده او نه هم د سالم وجدان .
که موږ غواړو چي د اسلام په احکامو عمل وکړو نو داسي نه ده په کار چي د خپلې سيمې او خپل مروج دوديز فکر له مخې هغه څه پر حق وبولو چي زموږ په ټولنه او چاپېريال کي رواج وي ، د شرعي احکامو په لړ کي تر هر څه لومړی د سالم او معياري دليل شتون ضروري دی کله چي موږ دې اصل ته پام وکړو او له ځان سره په انصاف دا هوډ ونيسو چي موږ به د شخصيت او ګوند پالنې پر ځای د الله له خوا را لېږل شوی اسلام د معيارونو په رڼا کي تلو او عمل به پرې کوو نو زه په دې باور يم چي ان شاء الله ډېر اختلافات به له منځه ولاړ شي او که په ځينو شيانو کي اختلاف وي نو هم به اسلامي اخوت او ورورولۍ ته زيان نه رسوي .
پورتنۍ لويي مقدمې ته په پام ويلای شو چي په اسلام کي اصلا مذهبونه يا په ساده اصطلاح حنفيت ، مالکيت ، شافعيت ، حنبليت ، سلفيت او نور ... هيڅ معنا نه لري . خبره يوازي د استدلال او کره منطق ده ، څوک چي استدلال او کره منطق ولري د هغه ملاتړ او حمايت اړين دی که څه هم ځان حنفي ، يا مالکي ، يا شافعي ، يا حنبلي او يا سلفي ګڼي ځکه مسلمان په ګوند پالنه او مذهب خوښونه نه دی مکلف ، د ده مکلفيت يوازي د الهي وحې په وړاندي دی هر څوک چي د شرعي احکامو په لړ کي په کره او سالم شرعي نص استدلال کوي د هغه پلوي کول پر هر چا لازم دي. دې ته به يې نه ګورې چي حنفي دی که شافعي؟ بلکي ستا د انتخاب معيار به دا وي چي له چا سره د الهي وحې سالم دليل دی؟.
په ساده ټکو ويلای شو چي له حنفيته شافعيت ته او يا بالعکس اوښتنه نه اعتبار لري او نه ګناه ده خو دا بايد په پام کي ولرو چي که موږ د حنفي مذهب ( که څه هم مذهب په اسلام کي د اعتبار وړ شی نه دی ) يوه مسئله نه منو د شافعي او يا بل مذهب مسئله منو نو بايد د منطق او معقوليت پر بنا وي ، نه د تقليد او بل دنيوي غرض لپاره . که څوک د معيارونو په رڼا کي د بل مذهب مسئله خپله کړي او يا عمل پرې وکړي نه یې ګناه کړې او نه بد کار بلکي همدا د ده شرعي مکلفيت دی چي بايد ويې کړي.
دلته بايد دا هم واضحه کړو چي په اهل سنتو کي څلور مذهبونه په اصطلاح حق ګڼل کېږي ، که موږ هر مذهب د خپلو پيروانو لپاره بېل دين وګڼو نو دا يوه خطرناکه خبره ده ځکه له يوې خوا هر مذهب د اسلام جز ګڼل کېږي او له بلې خوا د هر مذهب پيرون يوه برخه اسلام کوي خو درې نورې برخې پرېږدي . د بېلګي په توګه که فرض کړو اسلام سل فيصده دی نو حنفي ته هم پنځه ويشت ، مالکي ته هم پنځه ويشت ، شافعي ته هم پنځه ويشت او حنبلي ته هم پنځه ويشت رسېږي. ايا دا به الله را سره ومني چي تاسو يوازي پنځه ويشت فيصده اسلام وکړئ او پنځه اويا مه کوئ؟.
که موږ وايو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې څلورو طريقو کي هره طريقه کړې نو موږ ولي ټول وخت يوه طريقه کوو ايا موږ ته اجازه نه شته چي کله مو زړه وغواړي يوه وکړو او کله بله؟.
که څوک وايي چي په يوه طريقه عمل کول د زړه د خوښې خبره نه ده بلکي د معيار په رڼا کي د انتخاب خبره ده نو بيا موږ د کوم معيار پر بنا په اصطلاح حنفيت خپل کړی خو مالکيت ، شافعيت او حنبليت مو خوشي کړی دی؟.
ايا په موږ کي تر اوسه يو چا داسي کړي چي په پرتليز ډول يې د څلورو مذاهبو مسائل خپل مخ ته ايښي او تر پوره څېړنې وروسته يې حنفيت تر نورو غوره بللی او بيا يې خپل کړی دی؟.
فکر کوم هيچا به داسي نه وي کړي ، خبره يوازي د رواج او چاپېريال ده . زموږ په سيمه کي حنفيت دود دی نو موږ هم حنفيان يو ، حال دا چي په حنفي مذهب کي دننه په سلګونو ډلې او بېلابېل اندونه دي ، د هغو د انتخاب معيار بيا هم سيمييز فکر ، چاپېريال او کورنی نظام دی.
له همدې کبله پر موږ لازمه ده چي د ديني احکامو د کولو پر وخت د نص وجود ته وګورو ، که د هر چا نص د معيارونو په رڼا کي قوي او ځواکمن وو نو موږ بايد د هغه ملا وتړو نه د خپل رواج ، ټولنې او سيمييز چاپېريال .
[quote:23b461aaf9="هیښ"]
دریم:
د اهل تشیع په امام پسې یوسوني مذهبه مقتدي دلمانځه اقتدا کولائ شي که نه؟

مننه[/quote:23b461aaf9]
په يو چا پسي د لمانځه کولو او نه کولو معيار شيعيت او سنيت نه دی ، بلکي په اسلام کي په هر هغه چا پسي لمونځ صحيح دی چي مسلمان وي . موږ بايد تر هر څه وړاندي پر دې وږغېږو چي ايا د شيعه ګانو عقايد له اسلام سره په ټکر کي دي او که نه؟.
که نه وي لمونځ پسي جائز دی او که وي نو هيڅکله جواز نه لري.


مومن مهاجر
10.01.2012

ښاغلی هېښ !
د خپلو پوښتنو ځوابونه دلته هم لوستلای شئ :
http://www.saomon.com/archive/question_answer_fullstory.php?id=812


عادل عادل
11.01.2012

السلام علیکم

[quote:b6d0c5e083]که موږ وايو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې څلورو طريقو کي هره طريقه کړې نو موږ ولي ټول وخت يوه طريقه کوو ايا موږ ته اجازه نه شته چي کله مو زړه وغواړي يوه وکړو او کله بله؟[/quote:b6d0c5e083]

دروند عزتمند ورور مومن مهاجر صاحب

هیله ده چې روغ رمټ او کامیابه به وی.

ستا ټولې خبرې مې خوښې شوې، په تېره بیا دا پورته، په وروستی برخه کې مې تلوسه ودې ته وه چې د شیعه ګانو په اړه به مو د ،،، اګر ،،،، پر ځای واضح موقف څرګند کړی وي! ،،،،، هیله ده دا کار هم وکړی،،،

مونږ او تاسو یو د بل په اصلاح کې لګیا یو،،، خو شیعه ګانو مو بېخ راوایست،، په بل عبارت د نړی پر لیکه اسلامي داعیانو د افغانانو په مذهب پسې راخیستې ده،، خو د شیعه توب طوفاني څپو ته یې لاپام هم نه دی.

سره لدې چې سلفیان وروڼه په غالب ګومان سره شیعه ګان له اسلام څخه وتلي هم ګڼي خو د مبارزې او دعوت په ډګر کې یې د دوی او ټولو هغو په وړاندې سنګر یو دی چې د څلورو مذهبونو په سبب نه بلکه د سیمیزو رواجونو په سبب په خرافاتو ککړ دي،،، دا چې د افغانستان او پاکستان اکثریت وګړي اهل سنت دي،،، نو د یادو دعوتګرو د دعوت ځای همدوی ګرزېدلي او لږکي شیعه ګان په ارام زړه د قم د اخوندانو په مټ او تومنونو باندې خپل صفوي دعوت چلوي.

زه نه وایم چې دوی د شیعه ګانو په وړاندې مبارزه نه کوي،،، کوي یې خو د ایران لپاره یې د ایران په د ننه کې د ایراني شیعه ګانو په وړاندې کوي،،، خو د ایرانیانو د خرافاتو د سیلاب مخه په افغانستان او پاکستان کې ځکه نه نیسي، چې ورخلاص نه دي،،، یانې د شیعه ګانو سره موازي د سنیانو په وړاندې په مبارزه بوخت دي،،،،،

زه وایم 100 فیصده اسلام په هرو څلورو مذهبونو کې شته،،، که دا ومنو نو خبره حل ده،،، که څوک پر یوه ټینګ پاتیژي هم پاتې دې شي او که څوک له خپل سره د بل پیروي کوي هم ودې یې کړي،،، د نګرانی ځای د شیعه ګانو خطر دی چې سني کابل ته دا لس کاله کیژي تورې خرافاتي جامې وراغوندي،،، خو مونږ لا هم د غفلت په خوب ویده یو او که ویده نه یو نو یو پر بل پسې مو راخیستې ده،،،،

هغه ورځ له څو ملګرو سره په یوه واړه سفر روان وم،،، د ماسپښین لمانځه ته د لارې پر سر جومات ته ورمات شوو،،، یو ملګری چې ظاهرا حنفي،، د شرعیاتو څخه فارغ افغان دی مخکې شو،،، د ماپښین او مازدیګر دواړو لمونځونه یې قصر او جمع کړل،، چې فارغ شوو، نو مې ټوکه هم پرې وکړه،، ما وېل له ماښام او ماسخوتن به دې هم خلاص کړي وو،،، خبره داده چې په یوه مذهب عدم التزام خبره د کره دلیل او معیار له تیوری څخه ټنبلی او اسانتیا ته وباسي،،، نور بیا



ع کريم حليمي
11.01.2012

ماشاء الله ، جزاک الله خیراً کثیراً
[quote:e0191d3cfb="عادل عادل"] خو د ایرانیانو د خرافاتو د سیلاب مخه په افغانستان او پاکستان کې ځکه نه نیسي، چې ورخلاص نه دي،،، یانې د شیعه ګانو سره موازي د سنیانو په وړاندې په مبارزه بوخت دي،،،،،

[/quote:e0191d3cfb]

http://www.youtube.com/watch?v=XxpPtgPQixA


مومن مهاجر
11.01.2012

[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
السلام علیکم
دروند عزتمند ورور مومن مهاجر صاحب

هیله ده چې روغ رمټ او کامیابه به وی.

ستا ټولې خبرې مې خوښې شوې، په تېره بیا دا پورته، په وروستی برخه کې مې تلوسه ودې ته وه چې د شیعه ګانو په اړه به مو د ،،، اګر ،،،، پر ځای واضح موقف څرګند کړی وي! ،،،،، هیله ده دا کار هم وکړی،،،
[/quote:5b71e5d206]

ښاغلی عادل ! سلامونو ته مو وعليکم السلام
هيله ده چي جوړ ، روغ او بريالي به ياست

زه تر خپله وسه داسي نه کوم چي د يوې ډلې په اړه د مستندو معلوماتو له لرلو پرته پر هغوئ بې ځايه تورونه ولګوم ، ما همدا اوس هڅه پيل کړې چي د شيعه مذهب د بېلابېلو ډلو د مرکزي او معتبر کتابونه تر لاسه کړم او د هغوئ تر مطالعې وروسته د دوئ اصلي عقائد او ارزښتونه ځان ته معلوم کړم چي وروسته به ان شاء الله په تفصيلي ډول د شعیه ګانو پر عقائدو د دوئ له مستندو کتابونو هغه باورونه ، عقائد او افکار نقل کړم چي دوئ ته سل په سل کي د منلو او قبول وړ دي ، مګر څو ورځې وړاندي د یو ملګري کره تللی وم هلته مي د آیت الله مکارم شیرازي یو کتاب اصول عقائد ولید چي د امامت په بحث کي یې یو شرط دا بیان کړی وو چي امام باید معصوم او له هر ډول ګنا پاک وي ، دا د دوئ لومړنی هغه اتفاقي عقیده ده چي فکر کوم له زیدیه شیعه وو پرته نور یې ټول په یوه خوله مني او هیڅ چون وچرا پکي نه کوي، په دې ډول نو دوئ د امام او نبي تر منځ هغه بیلتون له منځه یووړ چي له یو بله پرې بېلېدل ، یعني نبي له دې کبله د دین په احکامو کي معصوم ګڼل کېدی چي د الله عزوجل تر کلکې څارنې لاندي وو ، مګر دوئ دا صفت په اصطلاح خپل امام ته ورکوي او بیا یې دا هم لیکلي چي که امام هر څه کوي هیڅوک پرې د اعتراض حق نه لري ، دا او دې ته ورته نوري خبرې وي چي زه یې د مکارم شیرازي غوندي د یو لوی شخصیت عقل او منطق ته حیران کړم .
[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
مونږ او تاسو یو د بل په اصلاح کې لګیا یو،،، خو شیعه ګانو مو بېخ راوایست،، په بل عبارت د نړی پر لیکه اسلامي داعیانو د افغانانو په مذهب پسې راخیستې ده،، خو د شیعه توب طوفاني څپو ته یې لاپام هم نه دی.
[/quote:5b71e5d206]

ګوره ! عادل صاحب ! الله عزوجل موږ ته دا ماموریت راسپارلی چي : کنتم خیر امت اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتؤمنون بالله ( البقرة : )
یعني تاسو غوره امت یاست د خلکو لپاره را ایستل شوي یئ ، په غوره چارو به امر کوئ، د بدو چارو به مخه نیسئ او پر الله به ایمان راوړئ .
نو موږ باید نه خپل منځي اصلاح له پامه وغورزوو او نه د نورو . منم چي د شیعت د توپاني څپو په وړاندي ، دمبارزې ډګر ډېر کمزوری او ان په ټپه ولاړ دئ ، خو کوم څوک چي پوهېږي هغه باید لاس تر زنې پاتي نه شي بلکي باید له خپل وس سره سم یو څه وکړي چي کېدای شي له ده سره به نورو وروڼه هم ملتیا وښيي .
[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
سره لدې چې سلفیان وروڼه په غالب ګومان سره شیعه ګان له اسلام څخه وتلي هم ګڼي خو د مبارزې او دعوت په ډګر کې یې د دوی او ټولو هغو په وړاندې سنګر یو دی چې د څلورو مذهبونو په سبب نه بلکه د سیمیزو رواجونو په سبب په خرافاتو ککړ دي،،، دا چې د افغانستان او پاکستان اکثریت وګړي اهل سنت دي،،، نو د یادو دعوتګرو د دعوت ځای همدوی ګرزېدلي او لږکي شیعه ګان په ارام زړه د قم د اخوندانو په مټ او تومنونو باندې خپل صفوي دعوت چلوي.
[/quote:5b71e5d206]
خو اصلاموږ باید خپل وګړي په دې وپوهو چي دین څه شی دئ، پر موږ د کومو احکامو منل لازمي دي او زموږ د فتوا مأخذ باید څه شی وي؟ څو چي موږ خلک په دې نه وي پوه کړي نه شو کولای چي خپل وګړي له هغو خرافاتو، بدعاتو او بې دینه افکارو وژغورو چي بېلا بېل عوامل لري او د اسلامي امت په وحدت، اتفاق او یو والي کي تر ټولو اساسي ټکی هماغه دئ چي موږ ته قرآن په ګوته کړی هغه دا چي ټول پر حبل الله منګولي ولګوئ ! ډلې – ډلې مه کېږئ ، باید لومړنی هڅه دا وشي چي د حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي، سفلي، اهل الحدیث، شیعه ، سني ، وهابي او نورو بیلتون او تفریق له منځه ولاړ شي او ټول د صحابه کرامو په شان د مسلمانۍ او اسلام تر پراخ چتر لاندي په راغونډېدو هغه دیني اخوت څرګند کړي چي الله په خپل مبین کلام کي وايي : انما المؤمنون اخوة یعني ګرد مؤمنان سره وروڼه دي ، که موږ غواړو چي دا دیني اخوت رامنځ ته شي نو لومړی باید د ډلو په نوم توپیر او تفریق ختم شي .
که شیعه د قم د اخوندانو په مټ صفوي دعوت چلوي نو زموږ ډېر د هند د بریلې او دیو بند په نوم هندي دعوت چلوي او یا دسلفیت په نوم سعودي دعوت چلوي ، موږ باید په هر څه کي معیار ته وګورو هر څوک چي له قرآن کریم او صحیحو نبوي احادیثو څخه استدلال وړاندي کوي موږ یې ملګري یو که څه هم ځان په هر نوم یادوي ، له نوم سره یې د استدلال وزن له منځه نه ځي، خو په نوم جوړه ډله یې بیا هم نه ورسره منو ، مګر خبره یې له دې امله منو چي دوحې خبره کوي ، نه دځان ، ګوند، ډلې او شخصیت .
[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
زه نه وایم چې دوی د شیعه ګانو په وړاندې مبارزه نه کوي،،، کوي یې خو د ایران لپاره یې د ایران په د ننه کې د ایراني شیعه ګانو په وړاندې کوي،،، خو د ایرانیانو د خرافاتو د سیلاب مخه په افغانستان او پاکستان کې ځکه نه نیسي، چې ورخلاص نه دي،،، یانې د شیعه ګانو سره موازي د سنیانو په وړاندې په مبارزه بوخت دي،،،،،
[/quote:5b71e5d206]
هو! دا نیوکه دي سل په سلو کي پر ځای ده او د ایراني شعیه ګانو پر خلاف مبارزه یې هم تر ډېره د هغې سیاسي ستراتيژۍ پر بنا ده چي د صلیب پلوه لښکرو په اشاره یې د خپلو اهدافو لپار پر مخ بیایې او غواړي د دین په نوم د خلکو له پاکو احساساتو ګټه واخلي، زه داسي نه وایم چي خلک دي دایراني شعیه ګانو په وړاندي د عربو له روانې مبارزې سره مرسته او همکاري نه کوي، بلکي هدف مي دادئ چي په دې مبارزه کي سیاسي ګټې هم نغښتي دي هر څوک چي په دې مبارزه کي ورګډ دئ او یا د ورګډېدو اراده لري هغه باید دا ټکی هم له پامه ونه غورزوي . په پاکستان او افغانستان کي د خرافاتو او بدعاتو پرضد روانه مبارزه یو ښه او ګټور ګام دئ خو باید محدوده نه وي ، که له یوې خوا شیعه ګانو زموږ پر دیني، ټولنیزو او نورو چارو خپل اغېزشیندلی نو په سیمه کي پرتو نورو نامسلمانانو قومونو هم هسي نه یو خوشي کړي ، بلکي اوس خو دعیسایت د دعوت لپاره پښتو راډیوګاني، ویب پاني او مجلې هم په فعالیت بوختي دي، شیعه ګانو خو پخوا لا په راډیويي او انټرنیټي خپرونو پیل کړی وو چي باید په ګډه د مخنیوي او اصلاح په موخه کوټلی ګامونه واخیستل شي .
[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
زه وایم 100 فیصده اسلام په هرو څلورو مذهبونو کې شته،،، که دا ومنو نو خبره حل ده،،، که څوک پر یوه ټینګ پاتیژي هم پاتې دې شي او که څوک له خپل سره د بل پیروي کوي هم ودې یې کړي،،، د نګرانی ځای د شیعه ګانو خطر دی چې سني کابل ته دا لس کاله کیژي تورې خرافاتي جامې وراغوندي،،، خو مونږ لا هم د غفلت په خوب ویده یو او که ویده نه یو نو یو پر بل پسې مو راخیستې ده،،،،
[/quote:5b71e5d206]
ښاغلی عادل ! دا خبره هیڅلکه نه درسره منم چي هر مذهب کي اسلامي پوره دئ، که داسي وي ،بیا خو نو مطلب دا شو چي اسلام یو نه بلکي څلور دي ، ایا ته دامني؟ او که څلور مذهبونه حق وي نو پنځم مذهب چا منعه کړ؟ که ستا هدف دا وي چي هر مذهب د قرآن په یو آیت او یا رسول الله په یو حدیث عمل کړی دئ، نو بیا دا بندیز چا ولګاوی چي حنفیان به ټول وخت یو ډول لمونځ کوي، مالکیان بل ډول، شافعیان بل ډول او حنبلیان بل ډول؟ اصلا خبره داده چي کله رسول الله یو دیني امر دوه او یا هم درې ډوله کړی وي، مګر ځينو خلکو یو راټینګ کړی وي، هغه نورو دوه نه مني چي داسي کول هیڅکله جواز نه لري، که یو ديني حکم له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په څو ډوله ثابت وي نو هيڅوک د دې اختيار نه لري چي پر مسلمانانو يې يو ډول لازم وبولي او له نورو يې منعه کړي . د مثال په ډول که رښتيا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم څلور ډوله لمونځ کړی وي نو اوس هيڅوک حق نه لري چي ووايي: دا خلګ دي د احنافو پر چم لمونځ کوي ، هغه دي د مالکيانو ، نور دي د شافعيانو او پاتي دي د حنبليانو بلکي د شريعت له مخې خو حکم دادی چي په ټول اسلام کي داخل شئ نو اوس موږ ولي نه شو کولای څلور ډوله لمونځ وکړو؟.
مګر حقيقت دادی چي د اسلام ډېری هغه احکام چي د بېلابېلو مذهبونو تر منځ اختلافي دي په ډېرو کي يوازي يو اړخ پر حق وي او د نورو دريځ د معياري دلائلو له مخې کمزوری وي خو د يو مسلک پيروان د تعصب له مخې دې ته نه دي چمتو چي خپله کړنلاره بدله کړي او په هغه دليل عمل وکړي چي د معيار په تله کي پوره او کره دئ . زه په پوره ډاډ ويلای شم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم څلور ډوله لمونځ نه دئ کړی بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لمانځه کي داسي شيان ډېر لږ دي چي ده دي دوه ډوله ترسره کړي وي ، ډېری نور ديني احکام هم داسي دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه ډول کړي خو د پوهانو تر منخ له دې کبله پکي اختلاف راغلی چي د هغه وخت له مقتضياتو او غوښتنو سره سم ده ته هماغه دليل رسېدلی او ده پرې عمل کړی مګر ما او تا ته چي اوس هر څه له پوره امکاناتو او لاسوندونو سره پراته دي هيڅکله دا نه ده روا چي خپل ځان هم د اړوند مسلک يا دريځ پر عالم قياس کړو او د ده خبره د ځان لپاره حجت وګڼو موږ باید تل په هغه څه پسې شو چي د الله له خوا يې وحې شوې ده ، ځکه الله وايي:
( اتبعوا ما انزل اليکم من ربکم ولاتتبعوا من دونه اولياء قليلا ما تذکرون ) ( الأعراف : ۳ )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له خوا در نازل شوي له دې نازل شوي پرته د نورو وليانو مه منئ په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي .
دا د قرآن څرګنده او قاطعه فيصله ده چي ټول مسلمانان بايد يوازي د الله نازل کړي اوامر ومني د نورو پوهانو او عالمانو خبرې هغه وخت قبولې کړې چي له ( ما انزل ) اقتباس او اخيستل شوې وي .
[quote:5b71e5d206="عادل عادل"]
هغه ورځ له څو ملګرو سره په یوه واړه سفر روان وم،،، د ماسپښین لمانځه ته د لارې پر سر جومات ته ورمات شوو،،، یو ملګری چې ظاهرا حنفي،، د شرعیاتو څخه فارغ افغان دی مخکې شو،،، د ماپښین او مازدیګر دواړو لمونځونه یې قصر او جمع کړل،، چې فارغ شوو، نو مې ټوکه هم پرې وکړه،، ما وېل له ماښام او ماسخوتن به دې هم خلاص کړي وو،،، خبره داده چې په یوه مذهب عدم التزام خبره د کره دلیل او معیار له تیوری څخه ټنبلی او اسانتیا ته وباسي،،، نور بیا
[/quote:5b71e5d206]
پورته چي تا کومه مسئله ياده کړې دا هم د بېلابېلو مسلکونو تر منځ اختلافي ده ، احناف په سفر کي د جمع بين الصلاتين يا دوو لمنځونو د يو ځای کولو قائل نه دي خو نور مذهبونه يې بيا مني نو دلته موږ داسي نه شو ويلای چي رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د دوو لمنځونو د يو ځای کولو د جواز قائل او هم د نه جواز بلکي زه سل په سل کي ويلای شم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په سفر کي لمنځونه له صوري جمعې پرته په حقيقي ډول يو ځای کول يعني په دې معنا چي کله به يې د ماپښين په وخت کي د مازيګر لمونځ هم وکړ او کله به يې د مازيګر په وخت کي د ماپښين لمونځ ادا کړ ، همدارنګه به يې ډېر وخت د ماښام په وخت کي د ماخوستن لمونځ وکړ او ډېر وخت به يې د ماخوستن په وخت کي د ماښام لمونځ کاوی ځکه په سفر کي د ډېرو نورو اسانتياوو تر څنګ دا اساني هم شته چي يو مسلمان کولای شي دوه لمنځونه په يوه وخت کي ادا کړي دا د هر چا لپاره روا ده . په دې کي د حنفيت ، سلفيت ، مالکيت او نورو تخصيص نه شته ، دا د رسول الله فعل دی چي د عمر تر پايه يې کړی او منسوخ شوی هم نه دی اوس که څوک بنديز پرې لګوي د هغه دريځ هيڅکله د منلو او تائيد وړ نه بلکي د غندلو او نه منلو وړ دی .
بيا هم بايد ووايم چي په اسلام کي مسلک ، ډله ، ګوند ، مذهب او شخصيت مطرح نه دی هر څوک چي اسلام مني هغه مسلمان دی او په اسلام کي چي قرآن کريم او صحيحو نبوي احادیثو څه ويلي هغه د ټولو لپاره حجت او دليل دي . د نورو خلګو موافقه او ملاتړ ورسره ضروري نه دی . هر چا ته چي قرآني او نبوي حکم ورسېږي بايد له څه ځنډ او خنډ پرته يې ومني ، هو ! دومره کولای شي چي د ځان پوهونې لپاره نورو ته مراجعه وکړي ، بېلابېل اړخونه يې وجاجوي او په محتوی يې سر خلاص کړي خو کله چي له دې پړاوونو تېر او ثابت شي بيا د نورو موافقو ته انتظار کول اسلامي امانتداري نه ده .
او د پای دا جمله مو هم له معيار سره برابره نه ده چي ( په يوه مذهب عد م التزام خبره د کره دلیل او معیار له تیوری څخه ټنبلی او اسانتیا ته وباسي،،، ) يعني ستا له خبره داې معلومېږي چي که يو څوک يوه ورځ په حنفي مذهب عمل کوي ، بله ورځ په مالکي ، شافعي او يا حنبلي خو دا د دليل پر بنا نه بلکي د خپلې خوښې پر بنا کوي نو دا د کره دليل نظريه نه شوه بلکي د نفس او هوا غوښتنه ده نو دلته لومړۍ پوښتنه دا پيدا کېږي چي زموږ د سيمې ډېری خلګو چي حنفي مذهب خپل کړی دا يې د کومې تيورۍ او نظريې له مخې خپل کړی دی؟.
ايا ده په پرتليز ډول ټول مذهبونه جاجولي او وروسته يې حنفي مذهب انتخاب کړی دی ، که نه هسي يې له پلار او نيکه څخه د ور پاتي رواج په توګه همدا لاره خپله کړې ده؟.
پر دې سړي ولي دا اعتراض نه کېږي چي تا ولي د خپل دوديز چاپېريال له کبله حنفي مذهب خپل کړی او نور درې دي پرېيښي دي ، ايا دا د نفس اتباع نه ده؟.
او بله مهمه خبره داده چي که رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کار په څو ډوله کړی وي نو بيا يو مسلمان ته اجازه ده چي هر ډول يې خوښه شوي کوي دي د بېلګي په ډول د روژې نيولو او نه نيولو دواړو اجازه ده اوس که يو سړی په سفر کي يوه ورځ روژه نيسي او بله ورځ يې خوري نو پر ده دا نيوکه سيي ده چي ته د نفس اتباع کوې؟.
نه ! هيڅکله هم نه . نو که اوس يو څوک دا وايي چي له بدنه مي وينه ولاړه زه اودس نه کوم ځکه په شافعي مذهب کي اودس نه په ماتېږي او هغه خو هم اسلام دی ، له ځان سره دليل لري ، زه د وينې له وتلو سره لمونځ کوم نو موږ اعتراض نه شو پرې کولای .
او همدارنګه که يو څوک ښځې ته لاس ور وړي او ووايي : زما اودس نه دی مات ځکه په حنفي مذهب کي په دې کار لاس نه ماتېږي هغه خو هم اسلام دی زه خپل لمونځ کوم بې اودسه نه يم ، ايا پر ده دا اعتراض سيي دی چي تا د نفس اتباع وکړه؟.
خو تاسو په خپله منلې چي هر مذهب اسلام دی نو د اسلام پر يوه ټوټه عمل کول ولي د نفس اتباع بلل کېږي حال داچي الله هم وايی : زه له تاسو سره د سختي اراده نه لرم بلکي اساني درسره کوم . ( البقرة ) رسول الله هم تل خپلو ملګرو ته ويلي : ( يسروا و لاتعسروا بشروا و لاتنفروا ) ( صحيح البخاري ) يعني اساني کوئ سختي مه کوئ ، خلګو ته زېري ورکوئ په نفرت کي يې مه اچوئ .
نو چي د هر مذهب جزيات اسلام دي اوس زما خوښه ده چي څه مي زړه وغواړي هغه کوم ځکه هره ټوټه يې اسلام ده او که خبره د معيار وي نو بيا بايد ټول ديني احکام د ثابتو فني معيارونو له مخې تر جاج وروسته ومنل شي که نه له دې پرته هيڅوک د اعتراض حق نه لري او چي خبره معيار ته واچوو نو کولای شو چي کره او کوټه وپېژنو.


..Ahmadzai
11.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

وروڼو الله تعالی د وکړي چې ټول روغ جوړ أو ښاد أووسئ

د مؤمن مهاجر ورور خبرې هم د عقل، منطق، أو هم معیار سره برابرې دي
الله تعالی دې أجر ورکړي.

تم‍ذهب د وروستنیو کار دی، امامان کرام د عقیدې له مخې ټول د أسلافو خیر خلف دي، څه اختلاف نلري، په عقیدوي مسئلو كې سره متفق دي، اختلاف یې په فقهي مسئلو كې منځ ته راغلی، هغه هم فقهي فرعي مسائلو کې نه په أصولو کې.\

هر امام خپله غاړه خلاصه کړې أو دا یې ویلي که زما کومه خبره د صحیح نص سره په ټکر کې وه یا شوه نو زما په خبره دیوال وولئ، دوئ پخپله اقرار کړی چې دوئ معصوم ندي أو د سهوې، خطا، تیروتنې قابل دي

سلفییت أو یا هم سلفیان په فقهي مسائلو کې ډیره اتکاء په حنبلي م‍ذهب کوي، خو نور مذهبونه هم شاته نه غورځوي، أو که رښتیا ووایم دوئ م‍ذهبي تعصب نلري
د سلفیانو کار د عقیدې سره دی، د دوئ مدعا د عقیدې پاکول له شرکیاتو، خرافاتو أو بدعاتو څخه ده، ترڅو عبادات په یو صحیح منل شوي چوکاټ کې ترسره سي.
کله چې عقیده سالمه نه وي عمل هیڅ ارزښت نلري، د عمل( عبادات أو معاملات) د قبلیدو شرط صحیحه عقیده ده، نو باید أول قدم کې د انسان اعتقاد په اسلامي معیار برابر سي أو بیا عمل ورته وښودل سي.

خو بدبختانه زمونږ أفغانان أو په ځانګړي توګه زمونږ ملایان صاحبان په مذهبي تعصب کې ډیر مخکې دي، خو د عقیدې په مهمو أو ضروري مسا‌‌‌‌یلو کې له عدم تشدد څخه کار أخلي، أو سترګې ترې پټوی، په رڼو سترګو ویني چې خلک زیارتو نو ته روان دي له مړو څخه د خیر أو شر تمه کوي، سوالونه ترې کوي، الله تعالی ته یې وسیله ګرځوي، کوډګر تعاویزګر ملنګیان ، پیران ، مریدان أو هر رنګه شرکیات، بدعات أو خرافات په ټولنه کې شتون لري خو دوئ یې د مقابلې له لپاره راونه دانګل أو هیڅ یې ونه کړل
بلکې مقابله کونکي یې په مختلفو تهمتو ورنګول، ممکن ده چې د دوي په ماتریدي عقیده کې دا خلل موجود وي نه په حنفي فقهي م‍ذهب کې.
ماتریدیانو په حنفي فقهي مذهب کې ځان أوبه کړی، أو مختلفې ډلې أو طریقې یې پکې جوړې کړي .
یوه ورځ له یو محترم مولوي صاحب سره مخامخ شوم ډیر ښکلی ځوان وو ښه عقیدوي مجاهد هم وو، د خبرو د جر بحث په جریان کې یې عقیدوي مسائل منځ ته راواچول أو د عقیدې باره کې رانه وپښتل ما ورته خلاصه کړه چې عقیده مې سلفیانو ته ورته ده، نو ده وار له مخه د أفغانستان وهابیان أو پنجپیران راته یاد کړل چې دوئ خو دا رنګه أو دا رنګه خبرې د امام أعظم صاحب په مورد کې کوي أو په ښه سترګه نه ورته ګوري ستا څه نظر دی؟
ما ورته وویل دوئ به جاهل وي، زه څه خاصه علاقة أو معرفت دوئ سره نلرم أو نه د دوي له أفکارو څخه پوره خبریم، هر رنګه چې وي هغه د دوئ کار دی، زه خپله امام صاحب ته ډیر لوي ځای په خپل زړه کې لرم أو قدر یې کوم، امام صاحب په دیني علم أو خاصتاٌ فقهي علم کې یو ځلیدلی ستوری دي، خو بیا هم انسان دی معصوم نه دی اشتباه ترې کیدای سي همدارنګه نور امامان صاحبان دي، ټول ماته یو شانتې دي تعصب نلرم، مطلب مې د حق پلټنه دی، هریو چې کومه خاصه مسئله كې صواب ته نژدې وي د هغه خبره ماته معتبره ده.
هغه یو څو نورې پوښتنې وکړې، البته د عربو أو په ځانګړي توګه د عربستان د خلکو د عقیدې باره کې ، زه پوهیدم چې موخه یې د خپلو وهابیانو أو د عربانو تر منځ مقایسه وه، بالآخیر یې چې ستړی کړم نو مې ورته وویل شیخ أسامه(
رحمه الله) څه رنګه سړی دی د عقیدې له لحاظه نه له سیاسي نګاه څخه؟ ده محترم پرې ښه وویل أو ستاینه یې وکړه، أو څه نیوکه یې پرې نلرله ، نو ما هم ورخلاصه کړه چې زه هم ورته عقیده لرم، څه نیوکه خو به نلرې؟ ده ویل نه بلکل نه.
نو محترمو وروڼو مونږ أو تاسو ته ړوند تقلید نه ښایي، ځکه تر نټ چې رارسیدلي یو نو دا هم کولی سو چې د حق پلټنه وکړو أو لاره پیدا کړو، د امامانو ترمنځ د اختلاف مسایل وګورو د هریو دلیل وڅیړو أو کوم چې راته حق ته نیژدې ښکاره سو متابعت یې وکړو، أو تقلید أنپړو أو بې سوادو ته پریږدو.

مننه


م . ق
12.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله،

محترم ورور مؤمن مهاجر او ښاغلي احمدزي صیب ډیرې ښه، مدللې او حق خبرې کړې دي، چې نورو اضافه خبرو ته پرې ضرورت نه لیدل کیږي.
د مؤمن مهاجر ورور ټولې خبرې مې خوښې شوې خو دغه لاندې جمله بیاډیره زیاته د تاید او توجه وړ ده.
[code:1:910b8182cd]که شیعه د قم د اخوندانو په مټ صفوي دعوت چلوي نو زموږ ډېر د هند د بریلې او دیو بند په نوم هندي دعوت چلوي او یا دسلفیت په نوم سعودي دعوت چلوي [/code:1:910b8182cd][color=blue:910b8182cd] اویا د طالب په نوم پاکستاني دعوت چلوي.[/color:910b8182cd]
اصل او اساس عقیده ده، که عقیده فاسده شوه، عمل او عبادات ټول فاسد دي، دې خبرې ته په یو حدیث کې هم ښودانه شوې ده چې کچیرې زړه فاسد شو ټول بدن فاسدیږي او کچیرې صالح شو نو ټول بدن صالح کیږي.
د ټولو اخوندانو عقیدې فاسدې دي، که هغه د قم اخوندان وي او که د بل ځاي، اخوندان اخوندان دي ځکه نو که په هر نوم وي او په هرځاي کې وي، سمول، لارې ته راوستل او غوږونه تاوول یې پکار دي،ځکه چې دټولې جامعې د فساد او تخریب سبب ګرځي.
د اسلامي دعوت د اصولو له مخې دعوت باید د اقرب فالاقرب څخه شروع شي، او مونږ ته اقرب د افغانستان او پاکستان اخوندان دي، دوهمه داچې شیعه ګان خو هسې هم داسلام له دایرې څخه وتلي دي، اصلاح د هغه چا پکار ده چې دمسلمانې سني ټولنې د فساد او تخریب پسې یې راغستې، نو لومړی باید ددوي مخه ونیول شي چې ترڅو دا شته مسلمانان او سنیان د لاسه ورنه کړو.

په درنښت
مبارز


عادل عادل
12.01.2012

السلام علیکم

[quote:79c727fc47]که شیعه د قم د اخوندانو په مټ صفوي دعوت چلوي نو زموږ ډېر د هند د بریلې او دیو بند په نوم هندي دعوت چلوي[/quote:79c727fc47]

وروره زما د دعوی، ګیلې او نیوکې ثبوت مو پیش کړی،،، د سلفیانو او عقیدتي دعاتو بدبختي همدا ده چې دیوبندي او شیعه ته په یوه سترګه ګوري،،، خو دا چې دیوبندیان اکثریت دي نو سلفیان یې په وړاندې مبارزه کوي،،، شیعه ګان سرې سترګې خپل دعوت چلوي،،،،

[size=24:79c727fc47]ښاغلي درانه ورور احمدزي صاحب[/size:79c727fc47] د اربعه مذاهبو نږدیوالي ته ډېره ښه اشاره کړې ده خو لله الحمد شیعه کاپېر یې په یوه تله کې نه دی ورسره تللی،،، نو که خدای مکړه حنبلي مذهبه یا سلفي ورور چې ما له کلتوري خرافاتو راګرځوي خدای دې اجر ورکړي،،، خو که احساس کړم چې ما او شیعه یا ملحد ته په یوه سترګه ګوري نو په خدای چې زه به هم دده په نیت شک کوم چې په ما پسې یې راخستې خو شیعه سرې سترګې ګرزي،،، په حنفي او درې نورو مذاهبو کې عقیدتي او مذهبي خرافات نشته،،، که وي سیمییز کلتوري خرافات دي چې منشه یې مذهب نه دی،،، بلکه د اکثریت منشه یې د فارس پارسا څخه په میراث راپاته دي [color=white:79c727fc47](1)[/color:79c727fc47]،،،خو د شیعه خرافات مذهبي او عقیدني خرافات دي، نو که تاته یو شان هم ښکاري،، ودې ښکاري خو اصلاح لومړی د هغه وکړه چې په مدهبي او عقیدتي خرافاتو کې ګیر دي،،، او لګیا دي خپل دعوت چلوي.

[quote:79c727fc47]اویا د طالب په نوم پاکستاني دعوت چلوي[/quote:79c727fc47]

مبارز قراني صیب ! ستاسو پښه سیاست ته ښوېدلې ده چې ویلي مو دي طالبان د پاکستان دعوت چلوي،،، خدای دې جوړ کړه،،، پاکستان څه لري چې مونږ به ورته دعوت کړي؟؟ د مذهبي او خرافاتي فرقو د تعدد له لحاظه پاکستان د ټولې نړی په سطحه بدبخت ترین هېواد دی،،، خو افغانان له ګاونډیتوب سره سره تر اوسه ترې نسبتا خوندي پاته دي، او خدای دې یې لاپسې ترې خوندي ساتي.

هیله ده چې عزتمند ورور مومن مهاجر، ښاغلي وصیب پېروز او مبارز قراني صاحب به د شیعه مذهبه وګړیو کړه وړه د اسلامي عقیدې په تله تللي زمونږ مخې ته کښېږدي.

[color=white:79c727fc47](1) ټول افغانان په تېره بیا پښتانه چې خپل مسافر رخصتوي نو د رواندېدو په وخت یې مخې ته اوبه شیندي،،، تاسو دا وګوری چې منشا یې له کومه ځایه ده،،، دا د زردشتي هرمزان سنت دي چې د مرګ له وېرې یې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه څخه د څښلو اوبه وغوښتې،،، نو حضرت فاروق رضی الله عنه ډاډ او قول ورکړ چې تر څو دې دا اوبه نه وي څښلي نه به دې وژنم،،، نو هرمزان څه وکړل،،، دا اوبه یې وشیندلې!!!![/color:79c727fc47]

له ښاغلي هیښ صاحب څخه بښنه غواړم چې د دوی د مهمو پوښتنو بحث بلې خواته وغزاوه،،، سره لدې چې معزز حلیمي او مکرم مومن مهاجر ورور ورته کافي او په زړه پورې ځوابونه ویلي دي،،، خدای دې اجرونه ورکړي،،، آمین

مونږ به خدای خبر سمندري غاړو ته لار پیدا کړو کنه،،، خو خدای ج ته څه دي چې د عُمان او بحر هند سطحه دومره لوړه کړي چې ساحل یې زمونږ تر پولو راورسي،،، بیا به ماهیان نیسو،، لحما شهیا،، او مزې به پې کوو،،، د پاکستان له غمه به هم خلاص شو:)


م . ق
12.01.2012

[quote:03e3120d05="عادل عادل"]
او مبارز قراني صیب په دا دوهمه لیکنه کې مو پښه سیاست ته ښوېدلې ده چې ویلي مو دي طالبان د پاکستان دعوت چلوي،،، خدای دې جوړ کړه،،، پاکستان څه لري چې مونږ به ورته دعوت کړي؟؟ د مذهبي او خرافاتي فرقو د تعدد له لحاظه پاکستان د ټولې نړی په سطحه بدبخت ترین هېواد دی، [/quote:03e3120d05]

سلامونه او احترامونه،
ډیرښه، باالکل زما هدف سیاست او سیاسي ګټې وې، خو ستا خبرو یوې بلې مهمې نقطې ته هم متوجه کړم، او داسې ترینه څرګندیږي چې پاکستان د سیاسي ګټو په اړ کې غواړي مذهبي فرقه واري هم لدې لارې (طالبانایزیشن) افغانستان ته انتقال کړي.
تاسو ویلي دي چې:
[quote:03e3120d05]پاکستان څه لري چې مونږ به ورته دعوت کړي؟؟ [/quote:03e3120d05]
خو ددې خبرې ځواب دې هم خپله ویلاي دی:
[quote:03e3120d05]د مذهبي او خرافاتي فرقو د تعدد له لحاظه پاکستان د ټولې نړی په سطحه بدبخت ترین هېواد دی،[/quote:03e3120d05]
نو د پاکستان دعوت هم د خرافاتواو مذهبي فرقه وارۍ ترویج او انتقال دی افغانستان ته، چې دا د طالبانایزیشن یو بل اړخ دی، او ددې ثبوت د تېرې عاشورا په ورځ په شیعه ګانو برید وو، همدارنګه د شیعه ګانو خلاف ستا تشویق او دعوت هم د همدې خبرې ښکاره ثبوت دی، د طالبانو په تیر دور کې هم دغسي کارونه شوې دي چې ترڅو د شیعه او سني ترمینځ فرقه واري لکه د پاکستان غوندې پیدا شي.
په دې لنډو وختونو کې په افغانستان کې داسې خلک پیدا شوې دي چې د نبوت او مهدیت دعوې کوي خو طالبان ورته هیڅ هم نه وايي، دا ټولې کړۍ د یوبل سره په زنځیري ډول تړاو لري چې د افغانانو د تړلو لپاره جوړې شوې دي.

درنښت



ع کريم حليمي
12.01.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو او محترمو لوستونکو ، خدای دي کړي چه جوړ او روغ به یاست

خير الناس قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم ........
ډیره د خوښۍ خبره ده چه موږ او تاسو مسلمانان یو ، او بیا حنفیان .
سراج الامت امام اعظم ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه داسي یو معلم او لار ښود دی چه تر ټولو امامانو ! د سردار عالم و زمانې ته ورنیژدیٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی
چه په سنه ۱۰۰ هجري کښی يې ژوند کاوه ، او حضرت انس رضی الله تعالی عنه په دیدار هم مشرف شوی دی ، په تاریخونو کښي راغلی چه حضرت أنس بن مالك رضي الله عنه د ۱۰۳ کالو په عمر وفات سو ، په سنه ۹۳ هــ کښي ، له دغو نېټو نه دا ښکاره کیږي چه زموږ امام اعظم صاحب تابعی دی ، ټول متأخرین او د ړانده تعصب خاوندان ، او د امامت د مقام تږي ، او درباري بازان ، لمړئ دا کوښښ کوي چه امام اعظم صاحب مقام راکښته کړي و تبع تابعي ته ، هر څوک چه دا کوښښ کوي تر حد تېرئ کوي .
اهل ایران او سعودي لاس سره ورکړي چه د امام صاحب مدرسه له مینځه یوسي ، چه امکان يې نشته ، د مځکي پر مخ د امام صاحب د مکتب شاګردان تر بل هر مکتب ډېر ، او د صافي عقیدي خاوندان دي ، او یوو
درنښت


عادل عادل
12.01.2012

السلام علیکم

[quote:bdb0dee198]نو د پاکستان دعوت هم د خرافاتواو مذهبي فرقه وارۍ ترویج او انتقال دی افغانستان ته، چې دا د طالبانایزیشن یو بل اړخ دی، او ددې ثبوت د تېرې عاشورا په ورځ په شیعه ګانو برید وو، همدارنګه د شیعه ګانو خلاف ستا تشویق او دعوت هم د همدې خبرې ښکاره ثبوت دی، د طالبانو په تیر دور کې هم دغسي کارونه شوې دي چې ترڅو د شیعه او سني ترمینځ فرقه واري لکه د پاکستان غوندې پیدا شي. [/quote:bdb0dee198]

وروره دا څه چې ستا په ذهن کې دي،،، د یوه هزاره په ذهن کې هم نشته،،، د شیعه ګانو تمویلوونکي ایرانیان یې هم نه مني،،،، ایرانیان وایي چې طالبان د چا له دښمنی نه ویریژي،،،، که مو په نښه کړي نو کله به هم انکار ونکړي،،، طالبانو هم وغندله،،، نو زه نه پوهېژم چې ستاسو ستونزه څه ده چې ټولې خړې او خیرنې اوبه له هر لوري څخه د طالبانو په لور اړوې؟؟؟

د هزارګانو په وړاندې مذهبي تیری منافق او جنایتکاره سیاف وکړ،،، نه یې بین الافغاني ورورګلوی ته وکتل،،، نه یې په دعوت تکیه وکړه،،، او نه هم په هغه فکر ثابت قدم پاته شو،،،، بلکه خپل ماموریت یې په کامیاب ډول بشپړ کړ،،، هزارګان یې دومره وپارول چې خبره یې تر رقص مرده او شپږ انچو میخونو ورسوله،،، طالبانو د یادو جنایاتو مجازات ورکړل چې دا دی نن هم ترې ژاړي او کرزی او غربیان یې دا لس کاله اوښکې پاکوي او ناز یې وړي،،، ،، نو اوس دا ووایه چې ایا سیاف هم دیوبندي/حنفي دی ؟؟؟؟

زه خو د سلفیزم پروني افراط او ننني تفریط ته پوه نشوم چې تر پرونه یې پرې ووژل خو نن یې په یوه پارلمان کې ورسره کښېنولی،،، اوس د هزارګانو په وړاندې جهاد نکوي بلکه دعوت او اصلاح ته یې مخه کړې،،، د چا دعوت او اصلاح ته،،،، د حنفي سنیانو اصلاح؟ ته !! له خرافاتو یې راګرزوي !!! عقیده یې ورجوړوي !!!! ،،،، خو همغه شیعه ګان چې واجب القتل یې ګڼل نن یې تر ګیره لاندې په زغرده د قُم د مدرسې بنسټونه مضبوطوي،،،، !!!


م . ق
12.01.2012

[quote:6d5f983b39="عادل عادل"]السلام علیکم
وروره دا څه چې ستا په ذهن کې دي،،، د یوه هزاره په ذهن کې هم نشته،،، د شیعه ګانو تمویلوونکي ایرانیان یې هم نه مني،،،، ایرانیان وایي چې طالبان د چا له دښمنی نه ویریژي،،،، که مو په نښه کړي نو کله به هم انکار ونکړي،،، طالبانو هم وغندله،،، نو زه نه پوهېژم چې ستاسو ستونزه څه ده چې ټولې خړې او خیرنې اوبه له هر لوري څخه د طالبانو په لور اړوې؟؟؟[/quote:6d5f983b39]

وعلیکم السلام،
وروره د هزاره په ذهن کې شته خو هوښیار دي ځکه یې نه وايي چې اوس طالبان د ایران په تمویل د دوي ساتنه کوي.
اما د یو غبي ذهن به پرې نه خلاصیږي او یا به پرې تجاهل کوي.
طالبان اوس دوه قسمه دي، غټه ډله یې د پاکستان لپاره کار کوي چې په عاشورا یې برید کړیوو ترڅو فرقه واري راوپاروي، بله ډله یې د ایران لپاره کار کوي چې د هغوي د موخو څخه یوه هم د شیعه ګانو امنیت او تحفظ دی، په غزني ولایت کې همدغې ډلې پښتانه وکیلان د پارلماني ټاکنو څخه منع کړې وو خو هزاره ګان یې خلاص پریښې وو تردې چې د غزني څخه ټول هزاره وکیلان کامیاب شوې وو چې یو پښتون هم پکې نه وو.
همدارنګه د پښتنو په ولسوالیو کې یې د هلکانو مکتبونه هم بند کړې دي خو د هزاره ګانو په ولسوالیو کې بیا د جینکیانو مکتبونه او هسپتالونه هم خلاص دي.
د غزني په لاره پښتانه انجنیران وژل کیږي خو هزاره ګانو ته وايي چې مونږ ستاسو ساتنه کوو.
د بعضو پیښو څخه انکار کول او د بعضو نورو دروغجن مسؤلیت اغیستل د طالبانو پخوانی عادت دی چې ټولو خلکو ته معلوم دی، د رباني وژنه یې هم اول تاید کړه خو بیا یې ترینه انکار وکړو، د طالبانو نه یو مخ دی او نه یو دریځ، هرڅوک یې چې تمویلوي د همغوي په اشارو نڅیږي.
خړې او خیرنې اوبه چې له کوم خواڅخه راځي نو خلک پرې پوهیږي او درک کولاي یې شي، داچې بعضو ته نه ښکاري نو په سترګو به یې د ضد، تکبر او یا جهل پټۍ لګیدلي وي. او یا به دومره ظرفیت نه لري چې ځمکني حقایقو ته غاړه کیږدي.

سیاف نه سلفي دی، او نه حنفي، بس چې کومه تله درنه وي وي په هغې کې ځان اچوي، هغه یواځې د پغمان نماینده دی او بس.

د قم د مدرسې بنسټونه هم د طالب اخوند په برکت مضبوطیږي، که طالب اخوند د هزاره ګانو تحفظ او د پښتنو قتل عام نه کولاي نو ولې به د قم مدرسه مضبوطیده.

سلفیان څنګه جهاد وکړي چې طالب اخوندان حتی خپل حنفي حزبیانو ته هم د بیل حزب حق نه ورکوي بلکه په زور یې دې ته مجبوروي چې خپل مزخرف آمریت پرې تحمیل کړي.
سلفیان به څنګه د شیعه ګانو خلاف جهاد وکړي چې طالب اخوند د یو سلفي وژنه تر سلو یهودانو بهتره بولي.
سلفیان به څنګه د شیعه ګانو خلاف جهاد وکړي چې خپله طالب اخوند د ایراني اخوند په ملاتړ د شیعه امنیت ساتي.

ستا لاندې جمله د طالبانو په حق کې ډیره ښه ثابتیږي:
[quote:6d5f983b39]خو همغه شیعه ګان چې واجب القتل یې ګڼل نن یې تر ګیره لاندې په زغرده د قُم د مدرسې بنسټونه مضبوطوي[/quote:6d5f983b39]

که د پارلمان خبره وي، نو هلته خو ستا پیر ګیلانیان، مجددیان او داسې نور زاړه اخوندان هم د شیعه ګانو سره اوږه په اوږه ناست دي.
هغه د طالبانو پخوانی رهبر مولوي نبي محمدي اپندي خو دې هم د کرزي په غیږ کې مړ شو.
ګوره د خپلو اخوندانو او پیرانو دوه مخۍ ته دې پام نه دی خو هسې سترګې پټوې.
واقعا چې حقیقت منل ډیر سخت کار دی، او په سړه سینه ورته غاړه کیښودل خورا ظرفیت ته اړتیا لري.
هغه چې عقیده یې د ماتریدي، جهم بن صفوان، منصور حلاج، زمخشري ،ابن رشد او ابن عربي او داسې نورو متکلمینو او فلسفیانو غوندې فاسده وي، نو ځان دې امام ابوحنیفه ته نه منسوبوي ،بلکه د افلاطون او ارسطو د مذهب نوم دې په ځان کیږدي.
امام ابوحنیفه د داسې خلکو څخه بیزاره وو او په قبر کې به یې هم روح ترینه په تنګ وی.
د امام ابوحنیفه مذهب حدیث وو او عقیده یې د اهلسنتو وه، چې دا مذهب او عقیده اوس اهلحدیثو ته ورپاتې ده، ځکه نو عملا او عقیدتا همدوي اصلي حنفیان دي، او دا نور ماتریدیان د افلاطون او ارسطو د مدرسې شاګردان دي، ورته دې مبارک وي.


عادل عادل
12.01.2012

السلام علیکم

قراني صاحب تاسو په لوی لاس د ځان په وړاندې سړی جبهه ګیری ته اړ باسی،،، زه واقعا نه غواړم تاسو بیا بیا مایوسه کړم،،، د ستونزو او چیلنجونو د په ګوته کولو او حل که څه په ماغزو کې لرې نو وړاندې کوه یې،،، کنه دلته به په تورونو او بې ځایه افتراوو سره خپل کدورتونه نه سپکوو،،،!!!


مومن مهاجر
12.01.2012

کله چي په اسلامي تاریخ کي د عثمان رضی الله عنه د شهادت زړه بوږنوونکي پېښه رامنځ ته شوه او بیا د علي او معاویه رضی الله عنهما تر منځ کورنۍ جګړې وشوې نو په پایله کي یې د مسلمانانو خپل منځي وحدت دړې – وړې شو او د عبد الله بن سبا یهودي هغه پلان د کفر په ګټه مثبتة نتېجه ورکړه چي غوښتل یې مسلمانان نور د اوږدې مودې لپاره هغه اتحاد او اتفاق ته خوشي نه کړي چي د ابو بکر صدیق، عمر او عثمان رضی الله عنهم د راشده خلافت پر مهال ترې برخمن ول، هغه وو چي کفري تالي څټو د بېلا- بېلو حربو په کارولو د مسلمانانو تر منځ د کرکې، نفرت او نفاق خلیج نور هم ژور او پراخ کړ چي د هرې ورځې په تېرېدو نور هم پر ډېرېدو دئ، په دې دوام د کفري دسیسو تر ټولو اغېزمنه دسیسه په مسلمانانو کي د مذهبونو په نوم تعصب، وېش او بیلتون وو.
سره له دې چي د نصوصوپه درک، فهم او رسیدنه کي اختلاف فطري خبره ده ، خو زیان له دې ځایه راپیدا شو چي د تعلیمي نصاب د یوه ښوونځي شاګردانو او یا پیروانو له ځان سره کلکه دا هوډ وکړ چي زموږ د استاد خبرې سل په سل کي حقې دي او نوري باطلي ، له همدې ځایه نو فقهي اختلاف په تعصب، عناد او شخصیت پالنه بدل شو او له همدې ځایه د تحقیق ځای وچ او جامد تقلید ونیو چي دو خت په تېرېدو هره ورځ نور هم پر مخ ولاړ .
زموږ په سیمیز دیني چاپیریال کي خو هغه د مبارز قرآني صیب په وینا زموږ اخوندان هغه که په افغانستان کي دي، که په پاکستان او که په قم و نجف کي ټول هڅه کوي چي خپل ړانده مقلدین نور هم په تیارو، بې لاریو او له هر څه په ناخبریو کي وساتي ، د هغوئ د جېب ګټه او د مقام پايښت په همدې کي دئ چي باید عام مسلمانان د قرآن کریم پر ځای د دوئ لیکل شوي کتابونه او فتاواوې وګرزوي او د صحیحو نبوي سنتو پر ځای د دوئ د خوبونو، کراماتو او خرافاتو کیسې ولولي . د پیرۍ او مرېدۍ په نوم چي یې د دین تر چتر لاندي ځان ته کوم ځای پیدا کړی په هیڅ ډول چمتو نه دي چي له لاسه یې ورکړي ، هغوئ تل خپلو ساده زړو مخلصو خو جاهلو عوامو ته داسي کیسې کوي چي که مو د ده د امر سرغړونه وکړه نو په ژوند کي به هیڅکله ښادي ونه ویني ، خو که مو د ده هر څه په پټو ستر ګو منل نو په د نیا او اخرت کي به یې ژوند سم وي ، پر دوئ دا الهي قول ډېر ښه صادقېږي :
یا ایها الذین امنوا، ان کیثرا من الاحبار والرهبان لیأکلون اموال الناس بالباطل و یصدون عن سبیل الله ( البقرة : ۱۷۶)
ژباړه : اې مؤمنانو! بې شکه ډېر لوی ملایان او پیران هرو – مرو د خلکو شتمنۍ په باطله طریقه خوري او دوئ د الله لار بندوي .
که نن موږ د خپلو اخوندانو او ملایانو چلند وګورو نو ډېری یې په همدې ناروغۍ اخته دي د اسقاط، شکرانې، خوړې او تعویذ په نوم له خلکو روپۍ اخلي ، د خانقاوو، زیارتونو او دروږونو په نوم یې مالونه وهي او د غیبو په دروغو خبرو یې تېر باسي چي په دې ډول یې هم دین او هم دنیا خطا شي . له لمانځه نیولي تر زکوة، نکاح، واده، مړي او ان هر دیني حکم پوري پر ټولو یې له ځانه ټیکسونه ايښي چي نه د ده غاړي پرې خلاصېږي او نه هم د عامو خلکو . خو د دې ټولو پایله دا شوې چي زموږ هیڅوک په قرآن نه پوهېږي په معنی خو څه کوي د ډېرو په لفظ هم نه دی زده، زموږ ټولنه یې په داسي روحیه روزلي چي د الله کتاب یې ترې هېر کړی او یوازي په څو خرافاتو یې غولولي دي، نور نو نه دین شته نه عقیده، د عقیدې له مخې خو دومره پاتي دي چي ډېری عوام د اسلام ، عیسایت، یهودیت او زردشتیت توپیر نه شي کولای، د عوامو ډېری داسي فکر کوي چي دا څلور مذهبه په څلورو کتابونو یعني تورات، زبور، انجیل او قرآن ثابت دي او ډېری یې د امام صاحب او رسول الله تر منځ پر تفریق هم نه دي قادر. په دې ډول که د شیعه وو اخوندانو خپل عوام غولولي او د دین په نوم یې پر نورو لارو بوولي نو زموږ اخوندان هم ترې کم نه دي .
د همدې اخوندانو د ناسم چلند له کبله زموږ تعليمي نصاب دومره لوېدلی ، بې موډه او زوړ دئ چي سړی يې بېخي نصاب نه شي بللای . زموږ په مدرسو او حجرو کي چي کوم څه تدريسېږي نه د دين ګټه لري او نه د دنيا ، هلته که د فقهې ، نحوې ، صرفو ، معاني او بيان په نوم څه ويل کېږي په حقيقت کي يوازي وخت تېروتنه ده نه د دې علومو درس او تدريس زموږ ډېری اخوندان تر اوسه هم په دې حقيقت نه دي پوه شوي چي قرآن کريم الله په هر وخت کي د ټولو مسلمانانو د لارښوونې لپاره را لېږلی نه د دې لپاره چي د تبرک په موخه څو اياتونه ترې وظيفه شي ، د ختم پر مهال رجوع ورته وشي او په څو پوښونو د دې لپاره لوړ کېښودل شي چي ونه وېرېږي . قرآن کريم هغه کتاب دی چي د عربو په څېر په شرک ، کفر ، جهالت او وحشت لړلې ټولنه یې د تمدن ، پر مختګ ، انسانيت ، اخلاقو ، تقوی ، علم او پوهي لوړو پوړيو ته ورسوله ، ټولي نړۍ ته يې د انسانيت او فطري لارښوونو پيغام ورساوی او صحابه کرامو د همدې قرآن کريم په وسېله د قيصر او کسری لويي بې سارې امپراطورۍ را نسکوري کړې مګر زموږ په سيمه کي اوس هم قرآن يوازي د تبرک لپاره کارېږي پرېکړه ، فيصله ، حکم ، تدريس ، تعليم ، وينا او دليل ترې نه ويل کېږي ان که څوک هڅه کوي چي قرآن کريم د ژوند په ټولو قضاياوو کي معيار او دستور وګرزوي نو لومړی د همدې اخوندانو له لوري تر سخت پشار او نيوکو لاندي کېږي . له اوسه څو کلونو وړاندي خو داسي پېښي هم شوې چي خلګ د قرآن کريم د تفسير او ترجمې له کبله د زندان تورو تمبو ته سپارل شوي او د همدغو اخوندانو په وينا د وهابيت او سلفيت ټاپې پرې وهل شوې دي او سمدستي يې مخه نيول شوې ده .
عادل عادل صاحب څو ځايه په خپلو ليکنو کي دې ته اشاره کړې چي مذهب سم دئ خو سيمييزو دودونو او کولتورونو خراب کړی ، مګر دی يا تر اوسه نه دئ پوه شوی او يا په اصطلاح عارفانه تجاهل کوي . زموږ په سيمييزه فقه کي هدايه ، رد المحتار ، هنديه ، بحر الرائق ، درمختار ، قاضي خان او نور ... اساسي ځای لري . که ته دا کتابونه در واخلې او پر محتوی يې د روايت او درايت پر معيار غور وکړې نو په ډېرو داسي رازونو به پوه شې چي تر اوسه پرې خبر نه يې موږ به لومړی د همدې کتابونو ځيني مسائل درته وړاندي کړو چي وروسته ته هم تحقيق او غور پرې وکړه :
۱ ) په درمختار کي د امام صاحب د فضائلو په اړه وايي :
شعر
فلعنة ربنا اعداد رمل * علی من رد قول ابی حنيفة
ژباړه : پر هغه چا دي زموږ د رب له خوا د شګو په شان لعنت وي چي د ابو حنيفه قول ردوي . ( مقدمه درمختار ، فضائل امام اعظم ج ۱ ، ص ۳۶ )
ايا د امام ابو حنيفه رحمه الله قول ردول د لعنت سبب دی؟. حال دا چي په ډېرو ځايونو کي امام ابو يوسف ، امام محمد ، زفر ، حسن بن زياد او نورو ... ګڼو علماوو ورسره مخالفت کړی دی او په خپله ده هم ويلي چي که مو زما قول له قرآن او حديث سره مخالف وليد نو پر دېوال یې وولئ!. ( درمختار )
۲ ) څوک چي د الله له صفاتو او په اخرت کي له ليدلو منکر شي هغه کافر نه دی. ( درمختار ، کتاب الصلوة ، باب الامامة ج ۱ ، ص ۲۹۲ )
کله چي څوک د الله له صفاتو او په اخرت کي د هغه له ليدلو په انکار نه کافر کېږي نو بيا په څه شي کافر کېږي؟. که څوک د الله علم ، قدرت ، سمع ، بصر ، ژوند ، کلام او داسي نور ... صفات نه مني ايا هغه مسلمان دی؟.
حال دا چي دا صفات ټول د قران کريم په ګڼو اياتونو او متواترو نبوي احاديثو ثابت دي نو چي څوک د قرآن کريم د اياتونو په نه منلو او نبوي احاديثو په انکار نه کافر کېږي نو بيا کفر چيري دئ؟.
ايا شيعه ګان تر دې زيات پر مخ تللي دي؟.
۳ ) له صحيح قول سره سم د مشهور حديث منکر کافر نه دئ . ( درمختار ، کتاب الجهاد ، باب المرتدين ج ۲ ، ص ۵۹۲ )
نو بيا مو ولي په پروېزيانو پسي را اخیستې چي دا د احاديثو منکرين دي ځکه نو له اسلامه وتلي دي؟.
۴ ) پر تندي په وينو د الحمدلله ( سورة الفاتحة ) ليکل روا دي ، که يې په بولو وليکي هم پروا نه لري . ( درمختار ، کتاب الطهارت ، باب الانجاس ج ۱ ، ص ۱۲۰ / عالمګيري کتاب الکراهيه ، باب تداوی و معالجات )
۵ ) په فارسي او هره ژبه اذان روا دی ، که خلګ په دې پوه شي چي اذان یې وکړ. ( عين الهدايه ، کتاب الصلوة ، باب صفة الصلوة ج ۱ ، ص ۴۴۹ / درمختار ، کتاب الصلوة ، باب صفة الصلوة ج ۱ ، ص ۲۴۶ )
۶ ) له محرماتو يعني هغو ښځو سره چي د تل لپاره حرامې وي په قصد په نکاح کولو او وطې کولو حد نه شته . ( درمختار ، کتاب الحدود ، باب وطی الذی يوجب الحد والذی لا يوجبه ج ۲ ، ص ۴۷۲ / کذا فی الهداية )
۷ ) په کرايه له ښځې سره په زنا کولو حد نه شته . ( درمختار ، کتاب الحدود ، باب وطی الذی يوجب الحد والذی لا يوجبه ج ۲ ، ص ۴۷۴ )
دا ټول هغه مسائل دي چي د مروجې فقهې په معتبرو او مستندو کتابونو کي ذکر شوي او پر همدغو کتابونو فتواوې ورکول کېږي ، که داسي کتابونه زموږ د فيصلو او پرېکړو معيار وي نو بيا ولي له شيعه ګانو ګيله کوو؟.
پورته چي ما کوم مسائل ذکر کړل دا په اصطلاح مشت نمونه خروار دی تر دې هم ډېري حيرانوونکې او د قرآن ، حديث ، سالم فطرت او عقل خلاف مسائل پکې دي چي بيانول يې په ټوکونو کتابونه غواړي ، هسي مي ستاسو د پام را اړولو لپاره ځينو ته اشاره وکړه مطلب مي دادی چي د اخوندانو پر ضد مبارزه صرف له دې کبله نه ده چي رواجونه یې په دين ګډ کړي بلکي له دې امله هم ده چي د دوئ په مدرسو کي تدريس کېدونکي کتابونه هم له داسي خرفاتو او چټياتو خالي نه دي .
اوس به په سيمه کي د مشهور مذهبي ګوند ديوبند د ځينو اکابرو له کتابو څو حوالې ذکر کړم :
۱ ) د ارواح ثلاثه يا حکايات اولياء په نوم يو کتاب چي د ديوبنديانو اشرف علي تهانوي ترتيب کړی او نورو درو ملايانو ته یې د هغه د چاپ او را ټولو لو امر کړی او څو – څو واري چاپ شوی چي په وروستي ځل د دار الاشاعت ، اردو بازار ايم اې جناح روډ کراچۍ له لوري خپر شوی ، د دې کتاب په ( ۱۹ ) مخ کي يوه کيسه په دې ټکو راغلې:
حکايت ( ۴ ) خانصاحب وويل: څه وخت چي شاه ولی الله د مور په نس کي وو نو د هغه پلار شاه عبدالرحيم يوه ورځ د خواجه قطب الدين بختيار کاکي مزار ته ولاړ ، مراقبه شو او ادراک يې ډېر زيات وو خواجه صاحب ورته وويل: ستا مېرمن حامله ده او په نس کي يې قطب الاقطاب دی ، د قطب الدين احمد نوم پرې کښېږده . ده ومنله او په راستنېدو یې دا خبره هېره شوه ، يوه ورځ د شاه صاحب مېرمنې لمونځ کاوی کله چي يې دعا غوښتنه نو په لاسو کي يې دوه واړه – واړه لاسونه ښکاره شول دا ووېرېده او شاه صاحب ته راغله ورته ويې وويل چي دا څه خبره ده؟. ده وويل : وېرېږه مه ستا په نس کي ولی الله دی ، له همدې کبله يې اصل نوم قطب الدين احمد وو او شاه صاحب به په ډېرو ليکنو کي دا نوم ليکی هم خو مشهور په ولی الله شو. ( منقول از روايات الطيب )
که د دې کيسې پر محتوی غور وکړو نو معلومېږي چي د دوئ مړي هم د خلګو په مېرمنو خبر دي چي په نس کي يې نارينه اولاد دی او په راتلونکي کي به دومره ستره مرتبه ولري او بيا د نوم ايښودلو مشوره هم ورکوي . وا عجباه !!!
۲ ) د ديوبنديانو په اصطلاح د امام رباني مجدد الف ثاني مکتوبات خو هر چاته معلوم دئ ، په سيمه کي يې ځان ته خورا د تقدس ځای موندلی ان ډېری يې مکتوبات شريف بولي !!! د همدې مکتوبات د لومړني مکتوب يوه برخه داسي ده :
" د حضور له غلامانو يو ووړ غلام ، غلام احمد په خدمت عالي کي عرض کوي او د حضور له حکم شريف سره سمه ګستاخي کوي او حضور ته خپل پرېشانه حال وړاندي کوي چي د ( سلوک ) د لارې په منځ کي الله د اسم ظاهر په تجلی دومره ښکاره شو چي په ټولو شيانو کي له ځانګړې رڼا سره جلا – جلا څرګند شو. په تېره بيا د ښځو په جامه کي بلکي د دوئ په اجزاوو او غړيو کي جلا – جلا !!! او زه د دې ډلې دومره فرمانبردار شوم چي څه ووايم؟ او زه په دې تابعداري کي بې اختياره وم . په دې لباس کي چي الله څومره ښکاره شوی وو بل ځای نه وو ، هغه ستر – ستر خاصيتونه او حيرانوونکي ښېګڼې چي په دې لباس کي څرګندې شوې بل ځای نه وې ، زه د دې ټولو په وړاندي د اوبو په شان ويلېدم همدارنګه الله د خوراک ، څښاک په ټولو شيانو کي را څرګند شو ، په خوندوره او ګران بيه خوراک کي چي کوم خوند او زړه را ښکون وو په نورو کي نه وو. له خوږو اوبو نيولې تر ترخو اوبو پري د هر شي همدا فرق وو بلکي د ټولو خوندورو او خوږو شيانو د درجو د اختلاف له کبله يې ځان ته ځان ته کامل خصوصيت درلود زه دا ځانګړتياوې د ليک په وسېله نه شم څرګندولای که دي سپېڅلي خدمت ته درغلم نو شايد عرض يې کړم خو د دې تجلياتو پر وخت مي د الله ارزو درلوده او تر وسه ورته متوجې وم خو مغلوب وم او هيڅ چاره په لاس نه راتله الخ ..." ( مکتوبات امام رباني ، اردو ژباړه ، چاپ اداره اسلاميات ، ژباړن قاضي عالم الدين نقشبندي مجددي ج ۱ ، اول دفتر ، اول مکتوب ص ۲ )
وګورئ! د دوئ الله په هر شي کي را څرګندېږي په ځانګړي ډول د ښځو په لباس کي او هغه بيا هم په هر جزء او عضو کي جلا – جلا. واه !!! واه !!!
نور قضاوت تاسو په خپله وکړئ!.


مومن مهاجر
12.01.2012

سلامونه
ټولو لوستونکو ته يادونه کوم چي د بحث پر مهال بايد تر وسه - وسه د اعتدال لار غوره کړي ، اصل موضوع له دې پيل شوې وه چي ښاغلي هېښ درې پوښتنې کړې وې په دې کي يوه د مذهب په اړه ما يې په هکله ځواب ورکړ چي د مذهب په نوم ګوندونه د اسلام حکم نه دئ خو ځينو لوستونکو په خاص ډول ښاغلي عادل عادل داسي ښووله چي مذهب يعني اسلام او په څلورو مذهبونو کي بېل - بېل سل فيصده اسلام دئ ما له نوموړي څو پوښتنې وکړې خو ده ځان پرې واچاوی او له ښاغلي قرآني سره یې نور بحث پيل کړ .
دادی په وروستي ځل مي بيا هم د ده له مذهبه د معتبرو کتابونو مسائل او حوالې را ټولي کړې اوس په مستقيم ډول وواياست چي د مذهب دا مسئلې اسلام دئ که نه؟.
د سياست ، شيعيت ، سلفيت او نورو خبرو به وروسته څېړو ، په کلي ډول هر هغه څوک له اسلامه وتلی دئ چي عقايد او افکار یې د قران کريم او نبوي سنتو له ثابتو اصولو او اساساتو سره ټکر وي نور دا توپير نه شته چي شيعه دئ ، که سني خبره د معيارونو او نصوصو ده نه د ګوندونو او اشخاصو.
اوس به بيا هم پر دې تم کېږو چي زموږ په سيمه کي مروجه فقه او د اخوندانو په لاس جوړ شوی نصاب ، د دين په نوم تصوف او موږ ته را پاتي مذهب تر کومه ځايه له اسلام يعني قرآن او احاديثو سره اړخ لګوي؟.
پورتنۍ څو بېلګي مي درته ذکر کړې ، که مي وخت وموند نوري به هم درسره شريکې کړم .
ښاغلي کريم حليمي صاحب بيا هم بې ځايه دعوې کړې چي ماخذ يې نه لري او که دا هم ومنو چي امام ابو حنيفه رحمه الله تابعي وو نو پر موږ یې د خبرې منل لازمي نه دي څو چي يې دليل نه وي راوړی ان د صحابي خبره هم زموږ لپاره تر هغو حجت نه ده چي د قرآن او حديث نص ورسره نه وي ، د بېلګي په ډول عمر رضی الله عنه د خپل اجتهاد له مخې فتوی ورکړې وه چي حج تمتع مه کوئ ، عثمان رضی الله عنه يې هم ملاتړی وو خو نه نورو صحابه کرامو ورسره منلې او نه یې موږ منو ځکه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحيح سند د تمتع حج ثابت دئ . ده چي کومه فتوی ورکړې دا یې خپل اجتهاد وو چي بيا به هم الله يو اجر ورکوي خو زموږ لپاره دليل نه شي کېدای زموږ لپاره دليل يوازي قرآن او نبوي سنت دي .
نو که امام ابو حنيفه رحمه الله فتوی ورکړې وي او پکي تېروتی وي نو د ده لپاره يو اجر دئ خو زما او ستا لپاره دليل او حجت نه ده څو مو یې ماخذ نه وي معلوم کړی ، د يو چا فضيلت ، لوړه مرتبه او علمي شان بېله خبره ده په دين کي د هغه نظر ، فتوی ا و فيصله بېله خبره ده که په امت کي يو څوک هر څومره لوړ شان ولري خو فتوی او فيصله يې تر هغو د منلو نه ده چي پر نصوصو مستنده نه وي .


م . ق
12.01.2012

[quote:211e040b5c="عادل عادل"]السلام علیکم

قراني صاحب تاسو په لوی لاس د ځان په وړاندې سړی جبهه ګیری ته اړ باسی،،، زه واقعا نه غواړم تاسو بیا بیا مایوسه کړم،،، د ستونزو او چیلنجونو د په ګوته کولو او حل که څه په ماغزو کې لرې نو وړاندې کوه یې،،، کنه دلته به په تورونو او بې ځایه افتراوو سره خپل کدورتونه نه سپکوو،،،!!![/quote:211e040b5c]

وعلیکم السلام،
ورته کار ته خپله هم کوې چې مقابل لور جبهه ګیرۍ ته اړباسې، خو که زما په وړاندې هر چا دې کار ته ملا تړلي وي، نو شپږ واړه جهات ورته خلاص دي، پروا یې نه لرم. هر عمل عکس العمل لري. من قال ما لاینبغي سمع ما لا یشتهي.

ستونزې او چیلنجونه مې ډیر پخوا په ګوته کړې دي، هغه دا چې طالبان په فکري او نظري غلامۍ کې مبتلاء دي، خپل ځانګړی ملي او اسلامي سیاست نه لري.
هرکله یې چې د خپل فکر او نظر استقلال حاصل کړو، هله به د یو ملي او اسلامي دریځ او سیاسي بصیرت خاوندان شي او ټولې ستونزې به حل شي.
کداسې وشول نو طالبي فکر به د افغان کلتور او تهذیب له پاره غوره نمونه او معیار شي.
نو طالب اخوند دې د ایراني اخوند غوندې خپلو فکري، کلتوري او ملي ارزښتونو ته زیاته توجه وکړي.
د طالبانیت په ځاي دې افغانیت او اسلامیت خپل معیار وګرځوي.

نور بیا............


رښتینی
13.01.2012

محترم ورور مومن مهاجر ستاسو خبره مې یوڅای لیدلې وه چې تاسو څان ته سلفي هم نه وایﺉ
اودابه شاید له دي کبله وي چې دهغو له دعوتي چلند سره به توافق نلرﺉ اویابه اویا به شاید
تقیه وي :) (ټوکه )
دمذهب پرخلاف ستاسو خبرې په حقیقت کې حنفي مذهب ته متوجه وي او داد څیني افراطي
سلفیانو هغه چلند ده چې زما په اند یې له خیر نه شرځو چنده زیات دی که دوی رښتیا سما
او اصلاح په نظر کې لري باید دمذاهبو تعصب اوپه مذاهبوکې زیاتونواوخرافاتو ته متوجه شي اوبل (چې ډیر مهم دی) باید په اسلامي نړۍ باندي د روافضو څواړخیزوبلوسوته څیرشي .
تاسو محترم دڅومره حنفی فقهي کتابونه کتلي دي اوځومره حوالي مو راجمعه کړي دی داکاربه مو خامخا په ډیر زیارسره سرته رسولی وي اوپه دي اړه مو ډیر کار هم کړی دی
خو باید ووایم چې متاسفانه دروافضوپه اړه مو لا مطالعه هم نده پیل کړي !!
رسول الله صلی الله علیه وسلم دیارلس کاله په مکه کې له مشرکینو ځخه په اعراض
کې تیرکړي دی او تدریج او حالات مراعت کول د دعوت له اهمیاتو ځخه ده نو دتصوف او
حنفي مذهب په خلاف دڅيني لوریو مبارزه له حکمت او مصلحت نه لرې خبره ده او ځرنګه چې زموږ هیواد هسي هم دستونزو او دربدریو ګړ دی دیوه مصیبت له پای څخه دبل پیل
مخکې وي نو د اصلاح او دعوت په لاره کې داکثریت پرخلاف راپورته کیدل او مبارزه
دبریاپړاو ته رسول اسانه کار ندی
په داسي حال کې چې موږ ته الله د المجادله الحسنه امر کوې اوموږ یې دمخالف لوري په پارونه سره کوو دا نو دحکمت او کوم دګټي کار ندی دقران او سنت په لوړه کچه خپرول او هرڅای اوپه هره موضوع کې خلک قران او سنتو ته متوجه کول په طبعي توګه
دباطلونظریاتودله منځه وړلو مهم او اساسي کار دی اودا چې لومړۍ ګام په ګام دخرافاتواود ځیني مسلطو ناسمو اندودونو پرخلاف په افراطي ډول ناري سوري ګډي شي او هغه هم داهم او غیر اهم له توپیر پرته نوکاربه بی ګټي او بیخونده وي



ع کريم حليمي
13.01.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډېر دروند او مکرم ورور مؤمن مهاجر صاحب ، خدای دي په روا کي اوږد ژوند درکړي ، کور دي ودان ، ډېرو ښو خبرو ته ستاسو پام سویدئ

اول پوښتنه لرم له تاسو ، او کله چه جواب تر لاسه کم ، نو بیا به د درمختار د فتوا دفاع وکړم ، البته په احترام او موعظة الحسنة سره

زما په نظر ستاسو لیکني دوه نښانونه وشتلي ؟
اول- د حنفي فقها فتوا وي ضد د ایمان دي (جحود) ؟
دوهم - عقیدې ئې مرداري ، او عبادات ئې نه قبلیږي ؟

درنښت


عادل عادل
13.01.2012

السلام علیکم

محترم حامد صاحب ستاسو څخه زښت ډېره مننه کوم چې دلته مو مداخله کړې او بیا مو زما د زړه مطلب ویلی دی،،،،

ما شخصا له مومن مهاجر صاحب څخه دا نه دي پوښتېدلي چې زمونږ د لمنې کفریات/شرکیات/خرافات راوښایه،،، بلکه زما ګیله او مطلب د بحث له پیل څخه تر دا اوسه دا ده چې قربان دې شم،،، راځه لومړی یو د بل ملا وتړو،،، او د شیعه روافضو د دعوت مخه ډب کړو،،، چې د ایران د نفتو په پوره نیمو پیسو یې د تشیع بې بنسټه دیوال له هندوکش نه نیولي تر جولانه پورې په پښو درولی،،،، هغه جولان چې د ابن سبا ټبر له مسلمانانو څخه په زور غصب کړی دی،،

بیا یې هم تکراروم،،، مومن مهاجر صاحب،،، تاسو فرض کړی چې زه شیعه یم شیعه!! ،،، د یوه شیعه په توګه ستاسو نه پوښتنه کوم چې زما لپاره د اصلاح او مخنیوي په نوم څه په خپل تقسیم اوقات کې لری کنه؟

زما خو د سر ویښتان پورته کیژي چې مومن مهاجر صاحب زما او شیعه په وړاندې یوه تیوري او یو فارمول غږوي!!

او هغه کتابونه دې خدای ټول وسیزي چې تاسو په حنفیانو پسې کتلي دي،،،،


رښتینی
14.01.2012

عادل صاحب ډیره مننه

دمهاجر ورور استعداد دستایلو وړ دی خو کاش چې ترجیحات یې مناسب
وای اولیات او اهمیات یې دوخت په غوښتنو او د مسلمان امت داړتیاو پراساس
رامنځته کولی زه په دې باور لرم چې دمذاهبو سرسختو پیروانو او دتصوف
افراطي لارویانو مذاهب او تصوف یوڅه کاږه کړي او سما او اصلاح ته یې
اړتیا لیدل کیږې خوداد نن خبرې ندي له ماتریدیه او اشاعره و رانیولي
ترننه پوري په امت کې ګڼ شمیر اختلافات شته او یې به .

ویل کیږې چې په بغداد باندي د تاتاریانو د یرغل په شپوکې به د بغداد ښار
په ځلور لاریو کې دحنفیانو ، شافعیانو، مالکیانو او حنبلیانوترمنڅ ګرمي مناظري
اومباحثي رواني وي نن هم زموږ سلفیان وروڼه چې دحنفیت پرخلاف دحنفي فقهي په
کتابونو کې ورک وې او د متاخرینو حنفي فقهاوپه کړموپسي یې سرچ مشینونه
لګولي وي داکار دبغداد دڅلور راریو مناظروته ورته ده لویدیځوالو مستشرقینو
او روافضو د دین په نړولو او تحریفولو پسې راخیستي ده اوموږ په څه بوخت یو ؟!!

په مینه


مومن مهاجر
14.01.2012

ټولو ښاغلو ته سلامونه او احترامات وړاندي کوم

يقينا ښه خبره داده چي په ګډه د روانو مشکلاتو ، ستونزو او مسائلو حل د الله له خوا په را لېږل شوي کامل دين اسلام کي ولټوو ، کله چي مو تر منځ اختلاف راشي نو بايد په دې الهي امر عمل وکړو چي :
يا ايها الذين امنوا اطيعوا الله و اطيعوا الرسول و اولی الامر منکم فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول . ( البقرة )
ژباړه : اې مومنانو ! د الله ، رسول او خپلو چارواکو اطاعت وکړئ که مو په يو شي کي شخړه شوه نو الله او رسول يې ته وسپارئ ! .
راځئ موږ همدې الهي امر ته په پام خپل ټول منازعات ، جنجالونه ، مخالفتونه ، شخړې او مسائل الله او رسول ته وسپارو . هله کولای شو چي د ورورۍ په فضا د يو بل تر څنګ ژوند وکړو .
خو زه دې ته حيران يم چي تاسو د شيعه ګانو په خرافاتو پسې ياست مګر په خپلو کتابونو کي مو موجود خرافات دومره درته بد ښکاري چي ان ناسم يې ويلو ته يې هم نه ياست تيار .
مګر ګيله داده چي تاسو ته ولي په خپله مروجه فقه کي موجود خرافات نه ښکاري او پر ضد يې مبارزه نه کوئ ؟ ولي خلګو ته دا نه واياست چي راځئ نور د دې بې موډه کتابونو پر ځای د الله قرآن را واړوو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپېڅلو احاديثو ته توجو وکړو. فتوی ، دليل ، وينا او استدلال له همدې وړاندي کړئ ! ، په مدرسو او ښوونځيو کي يې د نصاب داسي لازمي برخه وګرزوئ چي له ابتدايي زده کړو نيولې تر پايه بدرګه شي ، خلګ ورته را وبولئ او اهميت يې ورته په ګوته کړئ .
د شيعه ګانو په اړه مي مطالعه پيل کړې او ان اوس په دې لګيا يم چي د هغوئ تر ټولو مرکزي او مهم کتابونه تر ګوتو کړم ، د حنفي فقهې په اړه زما مطالعه ځکه زياته ده چي دا زموږ سيمييزه فقه ده او له ماشومتوبه نيولې د ټولو زده کړو په دوران کي ورسره مخ يو .
مګر د رښتني صاحب دا خبره هم بې ځايه ګومان دئ چي زه د تقيې له مخې ځان سلفي يا اهل حديث نه بولم ، بلکي زه د زړه له باوره او پوره شعوره ځان مسلمان افغان بولم ځکه په اسلام کي دننه مي نوري ډلې – ټپلې نه دي خوښې او په دې عقيده يم چي د اسلام پيروان بايد د مسلمان په نوم ياد شي .


مومن مهاجر
14.01.2012

[quote:869deb5488="ع کريم حليمي"]

زما په نظر ستاسو لیکني دوه نښانونه وشتلي ؟
اول- د حنفي فقها فتوا وي ضد د ایمان دي (جحود) ؟
[/quote:869deb5488]
ښاغلی مشر ورور کريم حليمي صاحب ! سلام او احترام
تاسو ته هم ښه ژوند او جوړتيا غواړم

تاسو څه فکر کوئ څوک چي پورتني عقايد ولري او په کتابو کي يې داسي مواد وي نو دا ډول فتواوې یې تاسو څرنګه ارزوئ؟.
دلته بايد دوې خبرې په پام کي ولرو :
لومړی دا چي زما له خوا پورتني نقل شوي مواد منئ چي په دې کتابو کي شته او که نه؟.
دويم دا چي دا ډول نظر درلودل او داسي فتواوې ورکول په اسلام کي کوم مقام لري؟.
[quote:869deb5488="ع کريم حليمي"]
دوهم - عقیدې ئې مرداري ، او عبادات ئې نه قبلیږي ؟

[/quote:869deb5488]
دا پوښتنه هم هغې ته ورته ده ، لومړی بايد دا سپينه شي چي د مروجې فقهې په کتابونو کي دا ډول فتواوې او مواد شته که نه؟.
په دويم قدم کي بايد د داسي فتواوو او موادو شرعي اړخ وڅېړل شي ، تاسو بايد د دا ډول فتواوو او موادو شرعي اړخ راته واضح کړئ ايا تاسو يې روا ، مباح او جائز بولئ که حرام او ناروا؟.
پر پورتنيو موادو يو ځل بيا ښه غور وکړه او تر پوره جاجونې وروسته خپل نظر څرګند کړه ، که ته د هغو ملاتړ کوې بيا به زه خپل نظر هم درسره شريک کړم چي زه په کومه سترګه ورته ګورم ؟.


رښتینی
14.01.2012

مهاجر صیب له خپل هوډ نه اوشتونکی نه دی که موږ هرڅومره
داهم فالاهم یاد وخت دغوښتنو پار ورته مخته مخته کړو دی
یې بیا په حنفی فقه راسمه کړي او ددي ستري فقهي کتابونه بي
موډه ونوموي !.
زه له داډول بحث سره هیڅ دلچسپي نلرم چې په فقهي اختلافاتو راڅرخیږې
اونه په دي زړوموضوعاتو وخت ضایع کول غواړم که مهاجر صاحب له مذاهبو
څخه راټولونه ځان ته خپل مذهب ګرځوې زه وایم داد ده فکر ده زه یې احترام کوم
اوکه زه دقران اوسنت په موافقت کې په حنفي مذهب عمل کوم نودی دي هم لطفا ماخپل کارته پریږدي اوزماپرخلاف دي مورچه نه سمبالوي او همدا دسلفو او
صحابه کرامو عمل دی داسي صحابه کرام وو چې په امت کې دمخالفت له ویري
یې آن خپل نظر شاته غورڅولی دی او دبل چاپه رایه یې عمل کړی دی لکه عبدالله
بن مسعود ، ابوذر رضی الله عنهما اونورو صحابه و نه داروایات راغلي دي

اوڅوک چې دامت د پاره پاره بدن په سوړوکې ګوتي وهل غواړي هغه دي خپل
بحثونه روان لرې او تکړه دي شي چې څومره یې خوښه وي د همدي زړو مذهبي
اختلافاتوپه بیرحمه برمو دي نوري سوړي هم پکي جوړې کړي .

مهاجر صاحب داسلامي نړۍ دریمه برخه مسلمانان حنفیان دي په دي فقه کې
د دومره او ږدي مودې په تیریدلو سره دځیني لنډ فکره اوتوندو سلفیانودکړنوپه څیر
متعصبو حنفیانو شاید ځیني ناسم مساﺉل ځای کړي وې چې هغه پوهه او رشتینیو
حنفي علماو هروخت ردکړي دي خوتاسو چې ددومره سواد اعظم امت پرخلاف په
ډیره بي تکلفه توګه کوم القاب لوروﺉ نوداځل بي ټوکې درته وایم چې پرتاسو دتقیي
ګومان مې دیقین لورته روان دی :)
ځکه تاسو هوښیار یاست حالات مو درک کړي دي اوخپلې موخي ته ټولیز رنګ ورکول
مو ګټور بللي دي او ستاسو نه بدلیدونکي عزم ته په لیدلو سره زما له ګومان نه دیقین
خواته روان نظر شاید ما دي ته اړ کړي چې له تاسو سره نورد بحثونولړۍ ته دپای ټکۍ
کیږدم .
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more