د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مصلح
14.11.2011

سلام علیکم!
ارواښاد شهيد محمد موسی شفيق لا د دارالعلوم په دوره کې ویلي و چې :

[color=blue:839516cbcd]بې همت وي چې له ژونده شکایت کړي
......................................................لېونئ وي چې د تېرو حکایت کړي
پهلوان وي چې د ژوند په معرکه کې
..............................................................موانع لرې کوي او حرکت کړي[/color:839516cbcd]

نو عزیزانو تاسې ټول شته واقعیتونه تکراروﺉ. که د بن په کانفرانس کې په پښتو ژبې خبرې وشی زمونږ زړونه به یو څه تسل شی خو اصلی ستونزه به پخپل ځای پاتې وي. دا باید ومنو چې نن ورځ دری ژبه په افغانستان او په ځانګړیتوګه په رسمیاتو کې حاکمه ژبه ده . دا حاکمیت په فرمانونو او دکتاتوری متودونو له منځه تلای نشی. زما په نظر معقوله لاره یې دا ده چې د اساسی قانون په چوکاټ کې چې دواړه پښتو او دری رسمی ژبې دي باید اقدامات وشی. دا ځکه چې استدلال ساده او مقاومت به کم وي. په ښوونځیوکې بایددواړه ژبې په جدی توګه او هغه معیار تدریس شی چې د ساری په توګه د دولسم ټولګي فارغان په دواړو ژبو حاکم وي. کله چې دا کار وشی بیابه په رسمیاتو کې په آسانۍ سره په پښتو هم مکاتبه او مکالمه وشی. تجربه ښودلې ده که له استثنا نه تېر شو معمولاً هغه خلک د پښتو ژبې مخالفت کوي چې په پښتو نه پو هېږي ! زماپه نظر دا د اساسی حل لاره ده چې طبعاً وخت او حوصلې ته اړتیا لری .

والسلام


larghonay laraway
14.11.2011

السلام عليکم!
مصلح صيب ګل خبره دې کړې خو د اساسي قانون تر څنګ پښتانه چارواکي بايد يوازې او يوازې په پښتو خبرې وکړي. ځکه چې پاړسيوان چارواکي يوازې او يوازې په پاړسۍ خبرې کوي. دا که زمونږ چارواکي په خپله ژبه شرمېږي او په پاړسۍ خبرې کوي نو پاړسيوان هيڅ اړتيا نه لري چې پښتو زده کړي.
خبره يوازې چارواکو او کارپوهانو خرابه کړې ده. زمونږ چارواکي او کارپوهان په ګډه وډه پاړسي لګيا وي خو ما يو پاړسيوان چارواکی هم ونه ليد چې په پښتو غږيدلی وی.
په قوانينو کې خو ان د امان الله خان له وخته تر اوسه پښتو ملي ژبه وه چې اوس پاړسي هم ملي شوه خو دا چې چارواکي نه غږېږي نو ټيټه طبقه هم شرمېږي او له ډرېوره تر وزيره ټول په پاړسو لګيا وي چې خپل هويت يې هم له لاسه ورکړی دی.
بن يوه مهمه غونډه ده او نړيوال په کې شتون لري نو نړيوال بايد پوه شي او دا درک کړي چې په افغانستان کې پښتو هم مهمه ژبه ده.
اوس اکثره بهرنيان کوښښ کوي چې پآړسي زده کړي خو د پښتو په قصه کې نه دي!
بله دا چې ژبه د يو قوم پېژندګلوي ده نو په مهمو غونډو کې بايد خامخا وي.
مننه


عنوان

tandar
14.11.2011

سلامونه
په خبرو نه کيږي چه عمل ورسره نه وي
هغه څوک چه واقعا له پښتو نه دفاع کوي دبن دغونډي دجوړيدو سره په ټينګ ټړون سره دغونډي د وداني په مخ کي له اولي ورځي نه تراخر دغونډي دسهر نه ترماښامه خپل صلح اميزه دريځ ښکاره کړي
تر څو جهانيانو ته پته ولګيږي چه دپښتنو مليت او هويت ته څوک حق نه لري چه خيانت وکړي
او دپښتو ژبه په هره غونډه کي که په داخل او که په بهر کي او له هر چاسره وي دملي ژبي په قدر ورته وکتل شي
او هغه اوسني واکداران چه دپښتو دژبي دورکيدلو په هڅه کي دي ،هم بايد پوه شي چه دايو ملي خيانت دي او دافغانستا ن ديولوي قوم سره جفاده په وخت او زمان سره دمحاکمي انتظار دي هم وباسي
که چيرته کنسرت او واده وي ټول ورته دخوشحالي نه عطرونه په ځاي وهي او داټن په ميدان کي له مستي ورجګيږي، ولي دخپل هويت او ژبي ددفاع په خاطر دبن دغونډي له جوړيدو سره د يوي صلحه اميزي مظاهري ترتيب او تنظيم په ګډه سره نه رانيسي ؟
بيرغونه پورته کړي ،شعار ورکړي
په اتڼوکي خو دافغانستان دبيروغونو سره ګډيډا ته ښه تکړه ې ،که واقيعيت نه دي ؟
بس کورو کي کښيني او دزړه ويني ورته خوري خداي به مو له دي نور هم بدتره کړي
ځکه دعمل صحنه کي ورته تبي نيولي ې او واي چه پښتو ته څوک ارزش نه ورکوي
که په معني ې پوهيږي تاته څوک ارزش نه درکوي چه دلته درته يو هههها هم وليکم
بيا پورته شه ،ويښ شه دځان او خپل هويت ،،ژبي،، پوښتنه دي وکړه
ددشمنانو په سر تندر


مصلح
14.11.2011

سلام علیکم!
لرغونی لاروی صاحب زه ستاسو څرګندونو سره همغږی یم. مونږ پښتانه د غیر پښتني هېوادوالو څخه د پښتو ژبې د نه رواجولو بې ځایه ګیلې کوو. پښتانه باید پخپله دپښتو ژبې په عملی رسمی کولو کې هڅې وکړی. تاسو یوه مهم ټکي ته اشاره کړې ده .پښتانه لیکوالان او د سمعی، بصری او چاپی وسیلو پښتانه ژورنالستان هم پدې هکله مهم رول لوبولای شی. دوی باید د خپل ټول مطالب په پښتو خپاره کړي. د پښتو ژبې عملی رسمی کولو لپاره د پښتنو هر اړخیزه پراخه مبارزه پکار ده. پدې بهیر کې هر ګام که کوچنی هم وي ډېر مهم دی.

والسلام


Re: دبن له کانفرانس نه پښتو ژبه وایستل شوه

شاه ولي
14.11.2011

[quote:0195214735="عماد"]دډسامبر میاشتي پر ۵ نېټه دبن په شوني کانفرانس کې پښتو ژبه ایستل شوې ده . هلته به رسمي ژبي انګلیسي، دري ،روسي ،عربي ،الماني او فرانسوي ژبي وي . دافغانستان یوه لوړرتبه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دبن به کانفرانس کې پښتو ژبي ته ځای نه دی ورکړل شوی .دا دافغانستان برخلیک ټاکونکی کانفرانس دی او هلته دافغانستان ملي ژبه هیرول دیوه ملت دهیرېدلو په معنا بلل کېږي. پښتو چې دافغانستان یوه ملي او دلوی ټبر ویونکې ژبه ده له داسي برخلیک ټاکونکي کانفرانس نه یې ایستل داسي یوه معنا لري چې ګواکې دا کانفرانس کې دپښتنو شتون په هیڅ حساب دی .
[/quote:0195214735]

يو هېواد کې کله دوه ژبې رسمي وي::::: او که وي، يوه ملي بل مـحــلي وي
رسميت د بل لسان اسـتعـماري وي:::::: لکه فارس نه چی تحميل پاتې فارسي وي
ای افغانه تاريخي ستا خجالت دی:::::: چې تــقسيم دې لا په دوه ژ بو دو لت دی

رسميت د فارسي شته دی په جهان کې:::::: يو ايران بل ګاونډي تاجکستان کې
د دري په نوم که دلته پياده کـيږي :::::::: د مــحل په رسـميت به بسيا کيږي
رســمـيـت د مـلي ژبـې عـمـومـي وي :::::::: چې ښـکاره د پښـتو حـق اوحـقـيقت دي


larghonay laraway
15.11.2011

سلامونه!
شاه ولي خانه وروره ښه شعر دی خو په تېرو پسې مه ګرځه دا چې اوس رسمي ده همدغه رسميت يې بايد ثابت کړو. اوس تش په کاغذ کې رسمي ده نور په پښتني اکثرو ولايتونو کې هم خلک خط او کتابت په دري کوي او زمونږ ټول چارواکي په دري غږېږي. يو پاړسيوان چارواکی هم په پښتو نه غږېږي. که ستا چارواکي په خپله ژبه وغږېدل نو ژبه په خپله عموميت مومي.


پتوال
15.11.2011

دروند ورور شاه وليخان او ټولو ګډونوالو ته سلام !

يو دوست راته قصه کوله چې (( د طالبانو له سقوط نه د بن تر کنفرانس پورې شپې ورځې د پښتو د عذآب شپې ورځې وې ،
دوه پښتنون چې به په خپلو منځو کې پښتو وويله نوپنجشيريانو ، هزاره و او نورو ستمي ډلو به رټل چې پښتو ولې وايئ،
ستاسو تاريخ ختم شو ! په المان کې د مونستر او فرانکفورت شاو خوا ښارونو کې ستميانو د پشتو او پښتنو پر ضد غونډې او کنفرانسونه
جوړول د افغانستان د فدراليزم او تجزيې غوښتنې به يې کولې ، نو دستميانو ددې تاختو تاز په وړاندې زه په بن - کولن کې د افغانانو
د يوې غونډې په ترڅ کې چې اکثرت يې پښتانه وو پورته شوم او د پښتو ددفاع له پاره مې دغه شعر او يو لړ نور شعرونه وويل !

[quote:5fb19018c6]يو هېواد کې کله دوه ژبې رسمي وي::::: او که وي، يوه ملي بل مـحــلي وي
رسميت د بل لسان اسـتعـماري وي:::::: لکه فارس نه چی تحميل پاتې فارسي وي
ای افغانه تاريخي ستا خجالت دی:::::: چې تــقسيم دې لا په دوه ژ بو دو لت دی

رسميت د فارسي شته دی په جهان کې:::::: يو ايران بل ګاونډي تاجکستان کې
د دري په نوم که دلته پياده کـيږي :::::::: د مــحل په رسـميت به بسيا کيږي
رســمـيـت د مـلي ژبـې عـمـومـي وي :::::::: چې ښـکاره د پښـتو حـق اوحـقـيقت دي [/quote:5fb19018c6]
چې په سختو چکچکو بدرګه شو ، کله چې له سټېچ څخه راکښته شوم ملګرو راڅخه پوښتنه وکړه چې دا شعر دې د چا په ضد ووايه ؟
ما ځواب ورکړ چې صرف د ستميانو پر ضد !
ملګرو وويل چې دلته خو ډيې تاجک ورونه ناست دی آيا هغوی ټول به په دې خفه شوي نه وي ؟
ما ورته وويل : زما هدف خو نه دوی او نه فارسي وه ، بلکې صرف په داخل او خارج کې د ستميانو د روانو ظلمونو او تيريو په وړاندې مې
د پښتون په توګه خپل ځواب ورکړی دی او الله دې نکړي چې زه به د هيواد له ملي ژبو څخه يوې ته هم د تبعيض په نظر وګورم !))

نوموړي په دې ډيره پښېماني او امدېښنه ښکاره کړه چې ددې شعر عنوان ( ستميانوته ) ترې له لوستلو څخه پاتې شوی و، نو د ځينو غير پښتنو ورونو د بدفهمۍ سبب به ګرځېدلی وي !.

لهذا د دغه شعر د شاعر د روحيې له مخې فکر کوم چې ددې شعر ځای او ضرورت هماغه وخت او زمان و او يواځې د ستميانو پرضد
موجه شعر و ، نه اوس او نه په بل وخت او بله موضوع کې اعتبار لري!
په درنښت 


Naeem sadat
15.11.2011

السلام علیکم

لاروی صاحب له تشزیفاتی پښتو څخه زما مطلب دادی چی ټول دولتی کار دی په فارسی ژبه کیږی او صرف زموږ دغلطولو لپاره دی ریس جمهور یا وزیران یو نیم وخت په تلویزیون کی په پښتو غږیږی چی دا دپښتو ژبی مشکل نه حل کوی

په هر هیواد کی چی کومه ژبه دولتی ژبه وی یعنی دولتی یا رسمی کارونه پری کیږی هغه ژبه اهمیت پیدا کوی او دهغه هیواد ټول وګړی کوښښ کوی چی هغه ژبه زده کړی او دهغی ژبی ویونکی د هغه هیواد اصلی او دجګی کچی مطابعین حسابیږی

فرضاً که صبا ازبکی ژبه دافغانستان ددولت رسمی ژبه شی یعنی دولتی کار په ازبکی ژبه شروع شی نو اتومات دافغانستان ټول وګړی که پښتانه دی که تاجک که بلوڅ د ازبکی ژبی په زده کولو شروع کوی

زموږ مطلب هم همدا دی چی دولتی کار او بار باید په پښتو وشی ځکه چی دا دپښتنو مصمیم حق دی
په ټول جهان کی دا رواج دی چی دولتی کار او بار په هر دولت کی داکثریتو په ژبه کیږی خو په افغانستان کی دولتی کار او بار د اقلیتو په ژبه کیږی


پتوال
16.11.2011

السلام عليکم و رحمة الله !

دروند ورور عادل عادل صيب ليکي :
[quote:40c6c3d1b4]
ورته تېروتنه زمونږ ځنې معتقد روڼ اندي هم کوي،،، دوی وایي چې له دیموکراسی څخه زمونږ مراد اسلامي دیموکراسي ده،، هغه نظام رامنځ ته کول
دي چې قران کریم یې، د وخت د مصلحتونو د په پام کې نیولو تر څنګ، ارشاد فرمایلی دی ،،،، او ،،،، او ،،، (اوږدول ددې بحث ځای نه دی)،،،،
[color=red:40c6c3d1b4]بې خبره لدې چې اسلام له ځانه بشپړ دین دی او له ځانه په شاملو او کاملو اصطلاحتو غني دی او کله هم خودساخته و خودبافته ککړو او له آره مردودو اصطلاحاتو ته په خپله سپېڅلې غېږ کې ځای نه ورکوي.[/color:40c6c3d1b4][/quote:40c6c3d1b4]
بيشکه اسلام د دين په توګه پشپړ دين دی ، خو همدغه بشپړ دين په دنياوي چارو کې د شورا او مشورې امر کړی دی . او د شورا او مشورې بڼه ،
موضوعات، مېتود او پلي کول ټول تاريخي وده او تکامل لري !

په اسلام (قران او احاديثو ) کې طب، بيالوژي ، تاريخ او رياضي هم شته ، خو همدغه قران او نبوي احاديث مونږ او تاسې د طب ، تاريخ،
او نورو ساينسي علومو زدکړې، ودې او پراختيا ورکولو ته تشويقوي !

په اسلام کې نظامي او ټولنيزې ښونې هم شته ، خو د نظامي او ټولنيزو علومو پراختيا ته مسلمانان هڅوي او ورته رابولي يې !
نو که نن څوک د کيميا او فزيک د څېړنو په اړه غږيږي آيا ورته ويلی شو چې اسلام له ځانه بشپړ دین دی او له ځانه په شاملو او کاملو
اصطلاحتو غني دی او کله هم د فزيک کيميا بيا لوژي ، طب ، او ساينسي علومو ته چې اساسات يې په اسلام کې شته نورو خودساخته
او خودبافته اصطلاحاتو ته يې اجازه نه ورکوي ؟؟؟؟؟
آيا طب په بشپړ ډول په اسلام کې شته ؟؟؟؟ نشته ، سره له دې چې اسلامي دين هم وجود لري !
آيا بشپړ تاريخ په اسلام کې شته ؟؟؟ نشته !، سره له دې چې يو څه تاريخ په قان کريم کې هم شته !
آيا بشپړ رياضيات ، هندسه ، طبيعي او اجتماعي علوم په اسلام کې شته ؟؟؟ نشته ، سره له دې چې له هر يو څخه يو څه په قران کريم کې هم موندلای شو !
په همدې ډول د اجتماعي علومو او ولسواکۍ يو لړ اساسات
په اسلام کې شته ، په بشپړ ډول نه ، نو سره ددې چې اسلام يو بشپړ دين دی ، د اجتماعي علومو او ولسواکۍ ريښې په کې شته، څنګه ويلی شو چې
نور نو اجتماعي علومو او ولسواکۍ ته په کې اړتيا نشته .
ريښې ريښې دي خو دا ريښې ساقه ، ډډ، ښاڅونه، باڼې ، ګلان ، ميوي ، او دانې پي دا کوي ، آيا وپلی شو چې ريښي کاملې او پشپړې شته نو
نور له ونو ، بوټو او ميو نوم يې په خوله اخيستل نه دي په کار ؟؟؟؟؟
دا سې برخورد او مختوګه خو هغو انپړانو ته اجازه ورکوي چې د ريښو ظاهري شکل پيژني نور يې له باطني ساختار او څرنګوالي څخه هم خبر نه وي
د ريښو په نامه خپل حاکميت او ديکتاتوري پر بيالوژستانو اود اګريکلچر
په متخصصينو قايمه کړي او نه پرېږدي چې له ريښو څخه
ساقې ونې او بوټي وده وکړي ! دې ته وايي د بشر او بشريت ، انسان او انسانيت ، ټولنې ، اسلام
او مدنيت شنډول او بس ! دا ۀهيڅکله آزاد انسانان نه کوي، او نه يې مني ، مګر داچې دتيز رګ (رهبري) يې د دوښمن د استخباراتو
لکه ( ISI ) سره ښکېل وي !
وګورئ چې د کرزي د تيز رګ د CIA په لاس کې ښکېل دی نو نشي کولای چې د بن په کنفرانس کې په خپله ملي ژبه پښتو خبرې وکړي،
نو اوس تاسې وواياست چې د تورسنټو پنجابي استخبراتو لاسپوڅو څخه به سړی د څه تمعه وکولای شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !


ډاکتر څپاند
16.11.2011

يوه سړي داسې ليکلي!

اسلامي جمهوریتونو لنګه چرګه

د دویمې نړﺉوالې جګړې وروسته چي کله د برتانیې او فرانسې له لاسه نیول شوي هیوادونه یو په یو ازاد شول، نو په بېلابېلو سیمو کښې ورسره میلتپال او سوشلسټ غورځنګونه راپورته شول.

لوېدیځ له دې غورځنګونو سره په کوریا، وېتنام، افغانستان، او لاتیني امریکې کښې خونړي جنګونه وکول.

خو په اسلامي هیوادونو، په تېره بیا په اربي هیوادونو کښې چي لوېدیځ د میلتپالو او چپي غورځنګونو د ډغرې لپاره تر ټولو ښه درسته ملایان ول.

د دې کار لپاره یې د اسلامي ډلو ټپلو بېلابېل برانډونه رامنځته کړل، لکه، تبلیغیان، اخوانیان، وهابیان، دیوبندیان، سلفیان(او تالبان) او نور.

دا لاره ځکه ډېره ګټوره وه چي په ښکاره همدا اسلامي ډلې هم له لوېدیځ سره جوړې نه دي. مګر په په انتها کښې یې ټوله ګټه د لوېدیځ لپاره ده. ځکه چي دا ډلې یوازي په کور کښې دننه خپل خلک وژني او د پرمختګ مخه نیسي. په خوله که هرڅو دوی د لوېدیځ دوښمنﺉ نارې وهي خو ټول تاوان یې خپلو اولسونو ته رسیږي.

پخوا په نړﺉ کښې د اسلامي جمهوریت Islamic Republic په نامه هیڅ هیواد نه و. او د دویمې نړﺉوالې جګړې راوروسته تر درېیو لسیزو پوري هم په نړﺉ کښې هیڅ اسلامي جمهوریت نه و. د ۷۰یمې په لسیزې کښې یې لومړﺉ تجربه د لوېدیځ په همېشني دوست هیواد پاکستان کښې د لومړني اسلامي جمهوریت تجربه وکوله. ورپسې ایران، بیا افغانستان، بیا عراق، اوس تیونس، لیببیا، میسر او نور هیوادونه په کتار کښې دي. داسي وګڼه د اسلامي جمهوریتونو چرګه لنګه ده.

کله چي د نړﺉ ټول اسلامي هیوادونه په اسلامي جمهوریتونو واوړي هله به د نوي جهاني اوډون یا New World Order چاره هم ترسره شي، او له دې سره به د لوېدیځ نیواک د همېشه همېشه لپاره پایښت ومومي.

ملایان به په خپلو ازانونو باندي خوښ وي، او لوېدیځ به خپل تېل ، ګاز وړي او سوداګري به یې ښه په درځ روانه وي، او که په دې اولسونو کښې کوم ښاغلی راپیدا کیږي نو د هغه انجام به دا وي چي یا به چیري په یوه چوک باندي په تېزندﺉ کیږي یا به د کاپر فتوا ورباندي لګول کیږي.


Naeem sadat
16.11.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

دلته بحث دبن په غونډه کی او په عموم کی دافغانستان په دولت کی د پښتو ژبی په نشتوالی روان دی چی د یوه لوی اکثریت حق ضایع شوی او دا لوی اکثریت منتظر ده چی ددی اکثریت پیاوړی بچیان لکه پتوال صاحب او څپاند صاحب ددی بی عدالتی په خلاف څه لیکی

محترمو ورڼو که تاسی غواړی چی دا معلومه کړی چی ملی نهضتونه که یا اسلامی نهضتونه دغربی استعمار په ګټه دی موږ یا تاسی کولای شو چی یو بل بحث په دی نوم پرانیزو او بحث پری وکړو

خو دلته بحث په افغانستان کی د پښتو ژبی په مشکلاتو روان دی


پتوال
21.11.2011

[quote:106c18b758="نعیم ملت وال"]ګراڼو ورڼو السلام علیکم

دلته بحث دبن په غونډه کی او په عموم کی دافغانستان په دولت کی د پښتو ژبی په نشتوالی روان دی چی د یوه لوی اکثریت حق ضایع شوی او دا لوی اکثریت منتظر ده چی ددی اکثریت پیاوړی بچیان لکه پتوال صاحب او څپاند صاحب ددی بی عدالتی په خلاف څه لیکی

محترمو ورڼو که تاسی غواړی چی دا معلومه کړی چی ملی نهضتونه که یا اسلامی نهضتونه دغربی استعمار په ګټه دی موږ یا تاسی کولای شو چی یو بل بحث په دی نوم پرانیزو او بحث پری وکړو

خو دلته بحث په افغانستان کی د پښتو ژبی په مشکلاتو روان دی[/quote:106c18b758]

ملتوال صيب ښې چارې !
ژبه خو د قدرت انځور دی، نه علت او نه يې کوم مخامخ اغيزوال !
تر کومه چې د پښتنو د قدرت پوښتنه ده ، نو د بن په دويم کنفرانس کې هم که هغه صفر نه وي نو د صفر نږدې ګاونډی خو به حتماً وي ،
نو اوس خپله فکر کولی شئ چې ددې ګاونډي (قدرت) انځور به څنګه صفر نه وي !
که پوښتنه دا وي چې دا ولې او دا چا پپو ؟ نو ځواب يې
هماغه د ماشوانو دی : پپله پپو، ځکه که پښتنو طالبانو د القاعدې او ISI په چوپړ کې خپل قدرت د لاسه ورکاوۀ نو د انځور
يعنې پښتو ژبه به يې څنګه له منځه نه وړله ، دا خو بيا هم د پښتنو يوه لاسته راوړنه بللی شو چې تر شته درجې پورې يې پښتو په نورو منلې او پاللې
او ساتلې ده .
په هر صورت د ژبې او کلتور پرمختګ په سوله ييزو شرايطو کې امکان لري، په جګړه ييزو کې د جګړ ييز حاکم ژبه حاکمه وي او دغه ناندرۍ
څوک د توپ ا، ټانک ، راکټ او طيارو په درز او دروز کې نه اوري ، خو کله چې
سوله حکمفرما شي او ديکتاتوري نه وي دا پوښتنې چې اصلا ً
ولسواکيزې پوښتنې دي هم حل کيږي ! زه خو تکرار تکرار وايم او ويلي مې دي چې واقعي ولسواکي د پښتنو په ګټه ده اونور دهيچا په کې زيان نشته !
په واقعي ولسواکۍ کې اسلام ، ملي ګټې او سوله ښه پلي او ساتل کيږي، نو پښتو به په کې څنګه چټکه وده نه کوي ،
حتما ً به يې کوي او تر هرې بلې ژبې به زياته وده کوي ! لذا که څوک د پښتو غم راخيستی وي نو د ملي سولې
له پاره دې لاسونه رابډوهي ، په ملي اسلامي ولسواکۍ سوله هم کېدای شي او
هم بډاينه موندي !
اوس سړی پو هيږي چې د واقعي ملي اسلامي ولسواکۍ دوښمنان نه يواځې د اسلام ،
ملي ګټو ، سولې او پرمختګ دوښمنان دي ، بلکې د اکثريت ، پښتون او پښتو دوښمنان هم دي ! والسلام


Naeem sadat
23.11.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب رسمی یا دولتی ژبه د هغی ژبی په ویونکو مخامخ اغیزه لری ، یعنی دهغی ژبی د ویونکو په اجتماعی او اقتصادی حالت مخامخ اغیزه کوی

دطالبانو او القاعدی اړیکی هسی یوه بهانه وه ، که چیری طالبانو له القاعدی سره اړیکی هم نلرلای بیا به هم د امریکا متحده ایالاتو په طالبانو حمله کړی وای

ځکه چی د طالبانو حاکمیت په افغانستان باندی ددوی د پلان مطابق نه وو یا د پښتنو حاکمیت د افغانستان په دولت دوی هیڅکله نشی منلای

القاعده يوه بهانه وه که نه په عراق کی خو القاعده هم نه وه مګر امریکایانو په عراق حمله وکړه او دصدام حکومت چی ددوی په خوښه نه وو ړنګ یی کړ

او بیا له طالبانو مخکی هم دافغانستان ددولت رسمی ژبه فارسی وه

تاسی لیکلی

( زه خو تکرار تکرار وايم او ويلي مې دي چې واقعي ولسواکي د پښتنو په ګټه ده اونور دهيچا په کې زيان نشته !
په واقعي ولسواکۍ کې اسلام ، ملي ګټې او سوله ښه پلي او ساتل کيږي، نو پښتو به په کې څنګه چټکه وده نه کوي ،)

پتوال صاحب پښتو ژبی پوره وده کړی او د دری ، انګلیسی عربی او نورو ژبو څخه څه کمه نده

زموږ مشکل د پښتو ژبی نه وده کول نه دی بلکی دولتی کار په پښتو ژبی نه کول دی

اولسواکی هسی خوشی شعارونه دی که نه ته پتوال صاحب په نړی کی یو مملکت را وښیه چی اولسواکی پکی پلی شوی وی

اولس څه غواړی ؟ اولس عدالت غواړی

نو د نړی په کوم کونج کی عدالت پلی شوی

عدالت ته درسیدو په موخه یواځی شعارونه کافی ندی بلکی عدالت د رسیدو په موخه له ټولو لڼډی لار موندل پکار دی[color=red:c928b52510][/color:c928b52510][color=red:c928b52510][/color:c928b52510][color=red:c928b52510][/color:c928b52510]


پتوال
23.11.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم
ماتوال صيب ليکي :
[quote:4befa41696]پتوال صاحب رسمی یا دولتی ژبه د هغی ژبی په ویونکو مخامخ اغیزه لری ، دهغی ژبی د ویونکو په اجتماعی او اقتصادی حالت مخامخ اغیزه کوی [/quote:4befa41696]
دا خو سمه ده، رسميت او سياست د قدرت ځلول او ځلځلنه ده، نو دولتي قدرت چې دچا په لاس کې وي رسميت هم د هغوی ژبې اډانه ګرځي او
ستا سې خبره : [color=white:4befa41696](( دهغی ژبی د ویونکو په اجتماعی او اقتصادی حالت مخامخ اغیزه کوی )) [/color:4befa41696]
[quote:4befa41696]دطالبانو او القاعدی اړیکی هسی یوه بهانه وه ، که چیری طالبانو له القاعدی سره اړیکی هم نلرلای بیا به هم د امریکا متحده ایالاتو په طالبانو حمله کړی وای [/quote:4befa41696]
بيا خو به طالبانو هم د ګلوبالا يزشن او مدني اړيکو په چوکاټ کې له امريکا سره دوستانه اړيکې ساتلې او د خپلو اقتصادي ، ملي - امنيتي ګټو
له پاره يې شايد د پاکوستان ، سعودي عرب او نورو غوندې د ستراتيژيکو همکاريو په اړه هم مثبت يا منفي فکر کړی او د عادي
دوستانه اړيکو په چوکاټ کې يې يو معقول ځواب ورکړی وای ! هله خو به د شوروي پر ضد له جهاد سره د امريکا مرستې ددې ښه
اساس ګرځېدلی وای چې له امريکا سره د طالب نظام اړيکې حسنه او دوستانه بڼه لرلای ، او که څنګه ؟

که بيا هم ستاسې خبره امريکا پرې حمله کړې وای پړه به يې په امريکا پرته وه، متل وايي : مړشه خو پړ مۀ شه ! اوس خو طالب نظام هم مړ شو
چې راپرځېدۀ او هم پړ شو! همدغې پړې افغان ولس سره وويشۀ حکومت يوه خوا، وسلوال مقاومت بله خوا او پاتې نور يې دريمه خوا ده ! که يو ملت په جنګ کې په دوه برخو ويشلی وي نو تلافات يې دوه چنده وي که په درې برخو ويشلی وي نو تلفات يې درې چنده زيات وي خو که متحد او يو موټی وي
د هر څومره غښتلی دوښمن په وړاندې يې تلفات لږ او بری يې ژر تر لاسه کيږي !
که طالب د افغان ملت دوحدت او يو موټيتوب محراق وای
نو څه فکر کوئ چې امريکا به له ملت سره يو موټی شوی افغان دولت
کله هم راپرځولی وای ؟؟؟؟
[quote:4befa41696]ځکه چی د طالبانو حاکمیت په افغانستان باندی ددوی د پلان مطابق نه وو یا د پښتنو حاکمیت د افغانستان په دولت دوی هیڅکله نشی منلای [/quote:4befa41696]
نه دا غلطه ده ، د پښتنو له دولت ( ظاهر شاهي اړو داود شاهۍ) سره
امريکا صرف د پاکوستان له کبله دوستي نه کوله، خو کله چې امريکا ته طالبان د پاکوستان لاسپوڅی ثابت شو نو مرستې يې هم د هغوی
له غورځنګ سره او هم يې له طالب حکومت سره ښې اړيکې پيل کړې
خو پاکوستان يې مخه ډب کوله څو يو افغان حکومت هېڅکله له امريکا سره نږدې اړيکې ونه لري ، له همدې ځايه يې هم له القاعدې او هم
ISI سره اړيکې د سياسي زوجيت کچې ته ورسولې او همدا علت دی چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون او اړونده لويې جرګې
سره د ISI مخالفت د جنون او ليونتوب کچې ته رسېدلی و . دوی غواړي افغانستان په خپلو پښو ونه دريږي، وحشت پرې حاکم وي
نو تر هغې پورې به د پاکوستان په لاس کې وي او که نه نه يواځې بر ، بلکې لر افغانستان به يې هم له لاسه ووځي ! ددې وحشت او بربريت + د پاکستان د
ګوډاګيتوب م ژمنه ورته القاعدې او طالب مشرتابه کړې ده !

[quote:4befa41696]پتوال صاحب پښتو ژبی پوره وده کړی او د دری ، انګلیسی عربی او نورو ژبو څخه څه کمه نده [/quote:4befa41696]
د پښتو له ودې او پراختيا څخه مطلب د هغې سياسي وزن او پراختيا ده !
او دا سمه ده چې :
[quote:4befa41696]زموږ مشکل د پښتو ژبی نه وده کول نه دی بلکی دولتی کار په پښتو ژبی نه کول دی [/quote:4befa41696] خو دا ستونزه هغه وخت حليږي
چې آزادي+سوله + ولسواکي رامنځته شي ، ولسواکي هم هماغه ملي او اسلامي ولسواکي وي ، خو متاسفانه چې طالب مشران ددې ټولو
ملي اسلامي او بشري ارزښتونو سره مخالت کوي ، ولې ؟ ځکه چې که طالب دا لوړ ملي اسلامي او بشري اصول او لارې ومني او افغانستان آزاد وي
نو که بيا پخپله طالبان هم په قدرت وي پاکوستاني خامار خولې ته څه نه ورځي !

[quote:4befa41696]اولسواکی هسی خوشی شعارونه دی که نه ته پتوال صاحب په نړی کی یو مملکت را وښیه چی اولسواکی پکی پلی شوی وی [/quote:4befa41696]
که د ولسواکۍ نه مطلب صرف انتخاباتي حکومت، انتخاباتي شورا او غير وابسته قضی وي چې مطلب ترې همدا دی ، نو په ټوله لويدېزه نړۍ + جاپان + هند + ملايزيا او نورو کې شته ، په اسيايي نورو هيوادو کې يې
نيمبند شکلونه شته او عربي نړۍ ورته اوس په انقلابونو هڅه کوي !

[quote:4befa41696]اولس څه غواړی ؟ اولس عدالت غواړی ، نو د نړی په کوم کونج کی عدالت پلی شوی [/quote:4befa41696]
اول عدالت تعريف که ، بيا به يې زه در وښايم چې په کومو هيوادو کې شته يا نشته !
[quote:4befa41696]
عدالت ته درسیدو په موخه یواځی شعارونه کافی ندی بلکی عدالت د رسیدو په موخه له ټولو لڼډی لار موندل پکار دی[/quote:4befa41696]
تر ټولو لنډه لار يې د اسلام ملتپالنې او ولسواکۍ وحدت دی ، که افغان دغه وحدت ته تن کيښود له هرې بدمرغۍ څخه به انشا الله
ډير ژر وژغورل شي ! خو په چا يې منې ؟؟؟؟؟؟؟
پښتون خو نيم قران نه دی منلی ، له ملي ګټو سره هم اشنا يي نه لري ، ولسواکي چې هم ملي هم اسلامي وي له طبيعت سره يې برابري خوري ، خو
متاسفانه چې پيژندل يې ورته ډېر ګران دي !
خوشحال با با دا خپل پښتون قام ډير او تر هرچا ښه پيژندلی و چې وايي :

[color=blue:4befa41696]که هر څو يې جوړومه نه جوړيږي
...................................................... پښتانه دي د کږې خښتې دېوال !
اوزه به ووايم :
له هرڅه سره يې جوړه ده له عقل سره يی ورانه !
....................................................... دوښمن يې ګډوی شي و خپل ډول ته يو کامانه [/color:4befa41696]!


Naeem sadat
24.11.2011

ګراڼو ورڼو اسلام علیکم

پتوال صاحب لیکلی

( بيا خو به طالبانو هم د ګلوبالا يزشن او مدني اړيکو په چوکاټ کې له امريکا سره دوستانه اړيکې ساتلې او د خپلو اقتصادي ، ملي - امنيتي ګټو
له پاره يې شايد د پاکوستان ، سعودي عرب او نورو غوندې د ستراتيژيکو همکاريو په اړه هم مثبت يا منفي فکر کړی او د عادي
دوستانه اړيکو په چوکاټ کې يې يو معقول ځواب ورکړی وای ! هله خو به د شوروي پر ضد له جهاد سره د امريکا مرستې ددې ښه
اساس ګرځېدلی وای چې له امريکا سره د طالب نظام اړيکې حسنه او دوستانه بڼه لرلای ، او که څنګه ؟ )

طالبانو د بین المللی اړیکو دساتلو لپاره هره دروازه ورټکوله خو ننوتلای شوای یواځی په هغه دروازه چی ورته خلاصه شوی وه

دعربستان سعودی ، د متحده عربی اماراتو او پاکستان دروازی د طالبانو پر مخ خلاصی وی خو د امریکا او اروپا دروازی د طالبانو پر مخ تړلی وی
امریکا او اروپا سره لدی چی د برهان الدین ربانی حکومت یواځی په بدخشان کی پاتی وو نه تنها چی په رسمیت یی پیژانده بلکی د طالبانو دحکومت ړنګیدو په موخه یی هر ډول مالی او نظامی مرستی یی ورسره کولی

روسی طیارو د برهان الدین ربانی حکومت ته نظامی تجهیزات او چاپ شوی افغانی رسولی

د برهان الدین ربانی د حکومت ددفاع وزیر احمدشا مسعود د اروپا په پارلمان کی وینا وکړه او ټولی اروپایی اتحادیی د طالبانو د حکومت د راغورځولو لپاره دده سره د هر ډول مالی او نظامی مرستی ژمنه وکړه

نو له همعغه اوله غربی نړی د طالبانو دتحریک چی اکثریته یی پښتانه وو سره سخت مخالفت وکړ او په هیڅ صورت یی نه غوښتل چی هغه تحریک چی اکثریته یی پښتانه وی د افغانستان په دولت حاکم شی او ددی تحریک د قدرت څخه د غورځولو لپاره یی له شمالی ټلوالی سره له هیڅ ډول مرستی ډډه ونکړه

یا په بل عبارت طالبان دخپلی پښتونولی ښکار شول

نو د غربی نړی دداسی عمالو په نظرکی نیولو سره د طالبانو او غربی نړی ډیپلو ماټیکی اړیکی نا ممکنه وی

پتوال صاحب لیکلی

( که يو ملت په جنګ کې په دوه برخو ويشلی وي نو تلافات يې دوه چنده وي که په درې برخو ويشلی وي نو تلفات يې درې چنده زيات وي خو که متحد او يو موټی وي )

ملت خو ځکه تجزیه شوی چی زموږ دا تش په نوم نشنلستان یا کاپی د نشنلیزم یا تش په نوم وطن پرستان یا نیمه با سواده چی یواځی لیکل او لوستل یی زده کړی یا د اجیری یا مزدوری ملیشی چی نوم یی پری ملی اردو ایښی ده لرونکی په دی جنګ کی له خپل ملت سره نه دی ولاړ بلکی د اشغالګرو پخوا کی ولاړ دی

چی ماته همیشه د انګلیسانو د یرغل لاندی هندوستان را یادوی چی انګلیسانو هم هلته د هندوانو څخه یو څلور لکه کسیز اجیر یا مزدور لښکر جوړ کړی وو او دهندو ستان خلګ به یی پری وژل او ددی مزدور لښکر په زور یی دری سوه کاله په هندوستان حکومت وچلاوه او دری سوه کاله یی هندوستان استعمار کړ

پاتی شوه د سولی او اولسواکی خبره

که چیری موږ له خپل قانونی حق څخه چی په پښتو ژبه د دولتی کار کول دی تیر شو

که چیری موږ د خپل وطن له ازادی چی زموږ قانونی حق دی تیر شو

که چیری موږ خپل قوم او ټول ملت ددایم لپاره د استعمار خولی ته ور واچوو

که چیری موږ د غربیانو دا ناروا اشغال ومنو او افتخار پری وکړو

که چیری موږ د خپل وطن او دولت واګ اشغالګرو ته ورکړو

او موږ خپله اسلحه پر مځکه کیږدو او اشغالګروته تسلیم شو بعد له دغو ټولو به په افغانستان کی دایمی سوله راشی

دا هغه سوله ده چی غرب او دهغوی ګوډاګیان یی د اولسواکی په نوم پر موږ غواړی تحمیل کړی

او بعضی نا روشن ضمیره روشنفکران هم د داسی سولی غوښتونکی دی ځکه چی دوی یوازی د ولسواکی نوم ته خوشحاله دی

نه داسی سوله زموږ هیڅ وخت هم پکار نه ده

موږ بله سوله غواړو او هغه جنګ ده ، جنګ د سولی لپاره د هغی سولی لپاره چی موږ یی غواړو
زموږ دغوښتنو مطابق سولی لپاره جنګ پکارده چی تر څو اشغالګر هغی سولی ته مجبور کړو چی موږ یی غواړو

هغه سوله داسی ده

اشغالګر به له افغانستانه وځی
افغانستان به ازاد او اسلامی هیواد وی
امریکا او متحدین به یی د افغانستان ربړیدلی ملت د دومره کلو جنګ تاوان ورکوی او دا ژمنه به کوی چی دوی بیا په افغانستان یرغل نکوی تر څو موږ دیته پریږدی چی خپل وطن د اسلامی احکامو په رڼا کی اباد کړو
پدی صورت کی به دایمی سوله زموږ هیواد ته راشی

موږ هم په وطن کی سوله غواړو خو موږ دا ډول سوله غواړو
خو دی سولی ته د رسیدو په موخه مقدس جهاد ته ضرورت ده چی همدا اوس یی دد وطن نومیالی بچی کوی
او داسی سولی ته د رسیدو په موخه ډیر کړاوو او جنګ پکار ده

جنګ دسولی لپاره

پتوال صاحب د ظاهر خان یا ورته د نورو حاکمانو حاکمیت د پښتنو حاکمیت بولی چی دا خبره مطلقاً غلطه ده

ځکه چی د ظاهر خان یا ورته نورو حاکمانو په وخت کی هم ټول دولتی کار په فارسی ژبه کیده
د پښتنو کلتور ، ژبی او پخپله پښتنو په دی دولتونو کی څه خاصه ونډه نلرله بلکی دا دولتونه له اقلیتونو ډک وو او د اقلیتونو په لاس کی وو

پښتانه لکه چی دی ، همداسی دبیسوادی کچه پکی ډیره لوړه وه او قصداً د هیواد له اجتماعی او اقتصادی خوځښتنو څخه لری ساتل شوی وو
په همدی خاطر یی عربی هیوادوته د ډیر ارزانه کارګر په توګه مخه وکړه

پښتنو یواځی او یواځی ددی هیواد ساتل او داشغالګرو په مقابل کی جنګ په برخه شوی وو او په نورو اجتماعی او اقتصادی خوخښتنو کی بی برخی وو او له برخی ایستل شوی وو

نو څنګه موږ کولای شو ووایو چی د ظاهر خان یا ورته نور حاکمیتونه د پښتنو حاکمیتونه وو ، یا موږ نن ورځ ویلی شو چی د کرزی حاکمیت دپښتنو حاکمیت ده

پتوال صاحب لیکلی

( اول عدالت تعريف که ، بيا به يې زه در وښايم چې په کومو هيوادو کې شته يا نشته ! )

او بیا پتوال صاحب لیکلی

( تر ټولو لنډه لار يې د اسلام ملتپالنې او ولسواکۍ وحدت دی ، که افغان دغه وحدت ته تن کيښود له هرې بدمرغۍ څخه به انشا الله
ډير ژر وژغورل شي ! خو په چا يې منې ؟؟؟؟؟؟؟ )

ډیره خندونکی ده ، پتوال صاحب د عدالت په تعریف نه پوهیږی یا د عدالت په معنا نه پوهیږی خو عدالت ته درسیدو له ټولو لنډه لار ورته معلومه ده

پتوال صاحب
که ته چیری د عدالت په تعریف نه پوهیږی نو بیا عدالت ته د رسیدو تر ټولو لنډه لار له کومه درته معلومه ده ؟


پتوال
24.11.2011

ملتوال صيب بيا بيا سلامونه !
له نظر څرګندونې څخه مو مننه !

د ظاهر خان پخپله او صدر اعظم يې له يو يوسف خان پرته نور ټول يې تل پښتانۀ وو او د کابينې دغړو اکثريت يې هم پښتانه وو .
لوړ پوځې صاحبمنصبان خو ټول پښتانه وو . داچې د پښتنو د اکثريت دولت او حکومت اطرافي پښتنو ته ډير ښونځي نه دي جوړ کړي ،
نو نورو قومونو ته يې هم په اطرافو کې ډير مکتبونه نه دي جوړ کړي ، نو علت پښتون او غير پښتون نه و ، بلکې د مالي امکاناتو نشتوالی و
چې متوازن معارف يې نشو تعميمولای !
او دا پوښتنه مو چې : [quote:f7c8122082]
که ته چیری د عدالت په تعریف نه پوهیږی نو بیا عدالت ته د رسیدو تر ټولو لنډه لار له کومه درته معلومه ده ؟[/quote:f7c8122082]
ورور جانه له مانه خو تاسو پوښتنه نه ده کړې چې عدالت څه ته وايم ، څو يې درته تعريف کړم او نه ما تاسوته ويلي چې زه پرې نه پوهيږم
تاسو يې راته تعريف کړئ . زما په پوښتنه نه ياست پوه شوي ، زما مطلب دا هم نه دی چې ګواکې تاسو يې په تعريف نه پوهيږئ نو اول يې تعريف
زده کړئ بيايې ماته ووايئ چې زه درته د هغې د پلي کولو لار دروښايم (!) ، نه نه ، هېڅکله نه !
مطلب دادی چې عدالت ډير تعريفونه لري او هر سړی په کې يو يا بل تعريف خوښوي ، نو هغه تعريف چې تاسو خوښ کړی ، ټاکلی
او منلی دی هغه کوم دی، څو د همغه عدالت د پلي کولو په امکاناتو سره وغږېږو .
په دې ډول به خبره مشخصه شي چې کوم عدالت ، څومره عدالت
او په کومه برخه کې عدالت ستاسې مطلب دی نو ځوآب به هم مشخص شي او ژر به يوې نتېجې ته سره ورسيږو او هسې مجرد غونډاري به نه سره ولو !


Naeem sadat
30.11.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پت وال صاحب د ظاهر خان یا ورته حاکمیتونو ته موږ په هیڅ صورت د پښتنو حاکمیت نشو ویلی

پښتون حاکم هغه نه ده چی یواځی په خټه پښتون وی بلکی پښتون هغه وی چی پخپله او کورنی یی په پښتو ژبه وغږیږی د پښتو ژبی او د پښتنو د کلتور سره مینه ولری
ظاهر خان ، صدراعظمانو یی ، ترونو ، یی یوه هم دا ډول صفتونه نلرل

دوی یواځی د خپل خاندانی قدرت له ساتلو سره مینه لرله

او بیا د یوه ملیت حاکمیت په یوه دولت پدی نشی ثابیتیدای چی دهغه ملیته دی څو نفره سرداران په هغه دولت کی کار وکړی

د یوه ملیت حاکمیت په یوه دولت يواځی هغه وخت ثابیتیږی چی دهغه دولت دولتی ژبه او دولتی کلتور د هغه ملیت څخه وی

فرض مثال یا مثلاً که دافغانستان د دولت رسمی ژبه ( یعنی چی ټول دولتی کار پری وشی ) پښتو وی او دولتی کلتور هم د پښتنو کلتور وی پداسی حالت کی که هر څوک د افغانستان جمهور ریس وی او که هرڅوک یی وزیران وی یا د افغانستان له هر میلیته وی په هر صورت کی به دافغانستان دولت یو پښتنی دولت وی

په دا ډول حالت کی که یو پنجشیری هم د افغانستان جمهور ریس شی بیا به هم دافغانستان دولت یو پښتنی دولت وی

ډیر خلګ داسی فکر کوی کله چی دافغانستان جمهور ریس پښتون وی نو پداسی حالت کی به دافغانستان دولت هم یو پښتنی دولت وی حال داچی دا یو ډیر غلط فکر ده

زموږ په اند د افغانستان ددولت چوکاټ باید پښتنی چوکاټ وی

یعنی دولتی ژبه دی پښتو وی او دولتی کلتور دی د پښتنو کلتور وی

په دی ډول حالت کی زموږ په نظر بی تفاوته ده چی دافغانستان جمهور ریس دی له کوم میلیته وی
پداسی حالت کی هیڅ فرق نکوی که دخپل لیاقت له وجهی یو تاجک یا یو ازبک او یا یو پښتون د افغانستان جمهور ریس شی پدی ډول دولت کی که له هر ملیته خلګ کارکوی نو دا به دا معنی‌ لری چی دوی د پښتو ژبی او پښتو کلتور لپاره کار کوی چون دهرملیت ژبه او کلتور دهغه ملیت دخلکو لپاره کار کوی نو دا به دا معنی لری چی دوی د پښتنو لپاره کار کوی

خو نن هرڅه برعکس دی د افغانستان ددولت دولتی چوکاټ فارسی چوکاټ ده دولتی ژبه فارسی ژبه ده دولتی کلتور فارسی کلتور ده نو له دی وجهی که هر څومره پښتانه ، ازبک ، بلوچ ، یا دنورو ملیتونو خلګ پدی دولت کی کار یا خدمت کوی او یا که دافغانستان پښتون جمهور ریس هم پدی دولت کی کار او خدمت کوی په واقعیت کی دوی ټول فارسی ژبی او فارسی کلتور ته خدمت کوی

چون ژبه او کلتور د هغی ژبی په ویونکو او د هغه کلتور د کونکو د ژوندانه په اقنصادی او اجتماعی حالت مخامخ اغیزه کوی نو دا دا معنی لری چی دوی ټول صرف د یوه ملیت لپاره چی فارسی زبانان دی کار کوی

پتوال صاحب د هرشی پخپل ځای ایښودلو ته عدالت وایی چی د بی عدالتی یوه بیلګه د افغانستان په دولت کی د پښتو ژبی نشتوالی دی حال داچی پښتانه دافغانستان لوی اکثریت جوړوی او په ټول جهان کی دا منل شوی قانون دی چی په د هر هیواد دولتی ژبه او دولتی کلتور دهغه هیواد د اکثریتو ژبه او کلتور وی

نو اوس ته پتوال صاحب راته ووایه چی څنګه ستاسی په اند دا ستاسی اولسواکی دا بی عدالتی په څه ډول له منځه وړی ؟

دوهم دا راته ووایه چی ستاسی په اند خلکو ته د واګ ورکړه په څه ډول باید عملی شی او څوک به ددی ورکړی ناظر وی اوبیا چی خلګ واک تر لاسه کړی نو خلګ به د کومی پوهی په رڼا کی فیصلی کوی ؟

دریم دا راته ووایه چی په خلکو کی خو هر ډول خلګ شته لکه پوډریان ، چرسیان ، قیماربازان ، غله ، او ښه خلګ نو دوی به ټول په یوه اندازه د رایی حق ولری ؟


پتوال
30.11.2011

ګرانو ورڼو السلام علیکم
ملتوال صاحب ليکي :
[quote:3c9bfa3fd3]پتوال صاحب د ظاهر خان یا ورته حاکمیتونو ته موږ په هیڅ صورت د پښتنو حاکمیت نشو ویلی

پښتون حاکم هغه نه ده چی یواځی په خټه پښتون وی بلکی پښتون هغه وی چی پخپله او کورنی یی په پښتو ژبه وغږیږی د پښتو ژبی او د پښتنو د کلتور سره مینه ولری
ظاهر خان ، صدراعظمانو یی ، ترونو ، یی یوه هم دا ډول صفتونه نلرل [/quote:3c9bfa3fd3]
ملتوال صيب د سموالي او ناسموالي د پام نيونې پرته هم د دغه معيار له مخې
نه احمد شاه ، نه يې زامن او لمسيان او نه محمد ځي
پادشاهان يو هم پښتو په دفتر کې نه ليکله او ډيرو يې ويلې هم نه ده ، نو آيا دا ټول پښتانه
نه بولې او حاکميت يې هم د پښتنو نه بولې ؟؟؟؟؟ که يې نه بولې نوپه افتخاراتو به يې هم صرف نظر کوې لکه د احمد شاه بابا ، وزير اکبرخان ،
امان الله خان اونورو افتخارات !
د احمد شاه د دربار ژبه فارسي وه او دې مرض په کندهار د ايراني او په ايران د هوتکي شاهانو د حاکميت له وختونو څخه په کندهار کې تعميم موندلی و .
نو دا لاندې معيار مو
[quote:3c9bfa3fd3]د یوه ملیت حاکمیت په یوه دولت يواځی هغه وخت ثابیتیږی چی دهغه دولت دولتی ژبه او دولتی کلتور د هغه ملیت څخه وی[/quote:3c9bfa3fd3]
هم هېڅکله له احمد شاه تر داود شاه پورې چا نه دی تطبيق کړی .احمد شاه با با يو امر هم په پښتو نه دی ليکلی د تيمور شاه خو دې ددبار
تر خدمه و پورې ټول قلزباش وو !

[quote:3c9bfa3fd3]ډیر خلګ داسی فکر کوی کله چی دافغانستان جمهور ریس پښتون وی نو پداسی حالت کی به دافغانستان دولت هم یو پښتنی دولت وی حال داچی دا یو ډیر غلط فکر ده [/quote:3c9bfa3fd3]
پښتنو کې د دولت ، ادارې او قانون جوړولو او قانون منلو شعور لا تر اوسه پورې نشته او د مجبوريت په وخت کې يې ايرانيان او دري ژبي دولتي کارونو ته استخدام کړي دي . پښتون دمخه د پرديو شاهانو اجير جنګيالي وو او وروسته
له خپلو شاهانوز سره اجير جنګيالي پاتې شول ، کوم بل کمال خو دوی نه دی لرلی !
همدا اوس دې هم طالبان د پرديو په سياسي او پوځي
طرحه ، لارښوونه ، پيسه او وسله جنګيږي، نه يواځې کارمل ، بلکې پښتانه تره کي ، امين د او نجيب دې هم د پرديو سياسي ډول ته ګډېدل !
هغه څه چې بيا هم پښتو او پښتنو ته د ظاهر او داود په وخت کې شوي ،
[color=blue:3c9bfa3fd3] هغه ټول + له دې ٣٥ کلنې جګړې او ناورينونو څخه دمصؤنيت او + آزادۍ دوره [/color:3c9bfa3fd3]به ورته ووايو .

[quote:3c9bfa3fd3]زموږ په اند د افغانستان ددولت چوکاټ باید پښتنی چوکاټ وی [/quote:3c9bfa3fd3]
که دا غوښتنه دې له ځان ، پښتون او پښتنو څخه وي نو سمه ده ، چې هر وخت او ځای پښتو وليکي او پښتو ووايي ، نو دا امکان ظاهر شاه
او داود شاه ورکړی و ، نو څومره چې د پښتنو وسه وه خپلې ژبې او کلتور ته يې همغومره خدمت وکړ او مخه يې هېچا هم نشوه نيولای !
خو که ستا مطلب له نورو ورونو قومونو څخه دا غښتنه وي چې هغوی دې دولت درته دخپلې ژبې پر ځای په پښتو واړوي(!) ، نودا ډېره
يوه غلطه غوښتنه ده .

[quote:3c9bfa3fd3]پښتانه دافغانستان لوی اکثریت جوړوی او په ټول جهان کی دا منل شوی قانون دی چی په د هر هیواد دولتی ژبه او دولتی کلتور دهغه هیواد [color=red:3c9bfa3fd3]د اکثریتو ژبه او کلتور وی[/color:3c9bfa3fd3][/quote:3c9bfa3fd3]
آ....ډيره ښه شوه چې پخپله مو پرې اعتراف وکړ :
دا دکثريت قانون ته خو ولسواکي وايي ، او په ټوله نړۍ کې نه بلکې د ژبې په اړه هم يواځې په ولسواکه نړۍ کې چليږي !
ايا په ايران کې فارسي ځکه دولتي ژبه ده چې تر ٥٠٪ زيات فارسيان دي ؟ نه !

ايا په پاکوستان کې اردو دچا او کوم اکثريت مورنۍ ژبه وه چې رسمي شوه ؟؟؟؟ نه ! د هيچا مورنۍ ژبه نه وه !
[quote:3c9bfa3fd3]
نو اوس ته پتوال صاحب راته ووایه چی څنګه ستاسی په اند دا ستاسی اولسواکی دا بی عدالتی په څه ډول له منځه وړی ؟[/quote:3c9bfa3fd3]
پالکل په ملي او اسلامي ولسواکۍ به دا او ټولنې بې عدالتۍ له منځه وزړو او په اساسي توګه به يې وړو انشا الله تعالی !
[quote:3c9bfa3fd3]دوهم دا راته ووایه چی ستاسی په اند خلکو ته د واګ ورکړه په څه ډول باید عملی شی او څوک به ددی ورکړی ناظر وی اوبیا چی خلګ واک تر لاسه کړی نو خلګ به د کومی پوهی په رڼا کی فیصلی کوی ؟[/quote:3c9bfa3fd3]
واک به د قانون سره وي ، قانون به لومړی اسلامي دويم ملي او دريم ولسواک قانون وي او(اساسي) قانون به د ولس د غوره او چاڼ شويو استازو
له خوا په لويه جرګه کې تصويب کيږي ، او د همدې قانون د پلي کولو له پاره به لويه جرګه لومړی يو موقتي حکومت له بېطرفو ملي شخصيتونو څخه جوړوي
څو د قانون په رڼا کې آزادو انتخاباتو ته تياری ونيسي .
د موقتې دورې لوړپوړي چارواکي کانديد کېدای نشي ! تر څو د موقتي حاکميت څخه څوک شخصي ګټه پورته نکړای شي ![quote:3c9bfa3fd3]
دریم دا راته ووایه چی په خلکو کی خو هر ډول خلګ شته لکه پوډریان ، چرسیان ، قیماربازان ، غله ، او ښه خلګ نو دوی به ټول په یوه اندازه د رایی حق ولری ؟[/quote:3c9bfa3fd3]
اول خو داچې دوی کانديد کېدلی نشي ، ځکه چې نه يې اقتصادي، نه اخلاقي او نه يې علمي شرطونه پوره کولی شي او نه يې د ګټلو چانس لري!
دويم : که دوی له غريبۍ او بېچارګۍ نه په دغو رنځونو اخته شوي وي نو رايه به هغه چا ته ورکوي چې له د غريبۍ او نورو رنځونو څخه يې
تر نورو ښه ژغورلی شي ، پس رايه يې په ښه لاره کې پکار لويږي ، که رايه ونه لري نو هيڅوک به يې غم و نخوري او ټولنه به نوره هم خرابه کړي .
او که داسې هم وي ، نو بيا خو بې له دې هم په اقليت کې راځي ، نه څه ګټلی شي او نه هم کوم زيان چاته اړولای شي!

ولسواکي د ولس زور واکۍ يا ولسي وحشت ته نه وايي ، ولسواکي د معقوليت ولسي زور ته وايي ، ځکه چې زور او واک د ا ولس په لاس کې نه وي،
بلکې زور او واک د اولس د استازو په لاس کې وي او هېڅوک استازی د علميت ، اګاهۍ ، سياسي پوهې او معقوليت له ځواک پرته نه ټاکي ،
په انتخاباتي مبارزه کې چې حکومت پردی ، فاسد او ديکتاتور نه وي له دې عالي صفاتو پرته هيڅوک هم پارلمان ته له
غير شفافې اوغير قانوني لارې څخه نشي تلای او نه جمهوري رياست ته کانديد کېدلای شي ! والسلام !


Naeem sadat
06.12.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب که احمدشا بابا ترینه وباسو ځکه چی زه هغه په دی نه ملامتوم چی درباری ژبی ته یی چندان فکر نه وو ، ځکه هغه د خپلی شاهی په ټوله دوره کی د یوی لویی امپراطوری په جوړولو بوخت وو

خو دادی احمدشا بابا څخه را وروسته شاهانو او امیرانو وظیفه وه چی یو واقعاً پښتنی دولت یی جوړ کړی وای چی ژبه او کلتور یی پښتنی وای
خو داحمدشا بابا څخه د طالبانو تر امارته پوری هیڅ وخت هم کوم پښتنی دولت نه وو جوړ شوی او بیا د طالبانو څخه ورسته هم یو غیر پښتنی دولت جوړ شو
په دی ټول تاریخ کی ډیر زیات پښتانه شاهان پښتانه امیران او پښتانه حاکمان تیر شوی دی خو پښتنی دولت هیڅکله هم نه ده جوړ شوی

پاتی شوه د ویاړنی خبره

زه هیڅکله هم د وزیراکبرخان یا دده دپلار په درباری ژبه نه ویاړم او نه دامانه الله خان په دولتی کلتور ویاړم

او یاهم د نورو ،،،،،،

زه دوزیر اکبرخان یا دده دپلار په درباری ژبه نه ویاړم بلکی زه پخپل غریب خو پیاوړی ملت ویاړم چی هغه نا برابره جګړه یی له انګریزانو وګټله
زه د امانه الله خان په دولتی کلتور هیڅکله هم نه ویاړم بلکی بیا هم زه پخپل پیاوړی ملت ویاړم چی دده په دوره کی یی هم هغه نا برابره جګړه له انګریزانو وګټله

پتوال صاحب لیکلی

[color=red:a75d70d7ff]پښتنو کې د دولت ، ادارې او قانون جوړولو او قانون منلو شعور لا تر اوسه پورې نشته او د مجبوريت په وخت کې يې ايرانيان او دري ژبي دولتي کارونو ته استخدام کړي دي[/color:a75d70d7ff] ..

پتوال صاحب په پښتنوکی د قانون دمنلو شعور شته خو پښتانه هم لکه ددنیا نور خلګ یواځی هغه قانون منلی شی چی عادلانه وی د قانون منل دا معنا نلری چی پښتانه دی ظلم او ناروا ومنی

بعضی خلګ داسی فکر کوی چی بعضی قومونه د دولت داری استعداد نلری او یواځی خاص قومونه دی چی ددولت داری استعداد لری

داخبره بلکل غلطه ده

ټول انسانان چی په دی نړی کی اوسیږی د قوم له لحاظه یو په بل د استعداد په لرلو یا نلرولو څه ټیټوالی یا لوړ والی نلری
داچی بعضی قومونه دولت داری ته ورپریښودل شوی او دبعضو نورو قومونو مخه نیول شوی دا دا معنا نلری چی هغه قومونه چی مخه یی نیول شوی ددولت داری استعداد نلری

او داچی دا تش په نامه پښتنو شاهانو یا امیرانو د دولت داری یا اداری کارونو د کولو لپاره قزلباشان یا نور خلګ اجیر کړی وو علت یی دا نه وو چی پښتنو د دولت داری استعداد نلاره بلکی علت یی دا وو چی دا شاهان او امیران د خپل تاج او تخت په خاطر له پښتنو څخه ډاریدل
او پښتانه یی د خپل تاج او تخت لپاره رقیبان ګڼل او له دی ډاریدل که چیری پښتانه با سواده شی او دولت داری پخپل لاس کی ونیسی نو ددوی قدرت شان او شوکت به ورکم کړی

خو قزلباشان یا نور ددوی لپاره ډیر ښه غلامان وو چی ددوی هر ناروا حکم یی مانه

او دوی هغه د خپل تاج او تخت لپاره خطر نه ګڼل
او هغوی هم په همدی خوشحاله وو چی ددی شاهانو او امیرانو په واسطه پښتانه له دولت داری او اداری کارونه لری وساتی او داقوم همداسی د مملکت له اجتماعی او اقتصادی حرکتونو څخه لری وساتل شی

په دی پښتنو شاهانو او امیرانو هم د عباسی خلافت د خلیفه ګانو کانه وشوه

د عباسی خلافت خلیفه ګانوهم د قریشو د قدرت پر سر پخپلمنځی سیالی کی له ترکی غلامانو ګټه واخیسته

د عباسی خلافت خلیفه ګانو هم کله چی کله خراسان او فارس ( ننی افغانستان او ننی ایران )ترینه جدا شول نور نو څوک ور پاتی نشول او له عربو او یا قریشو دوی د خپل تاج او تخت لپاره ویره لرله نو له همدی کبله یی ترکی غلامان عباسی خلافت ته ددولتی کارونو د کولو لپاره راوستل
او ورو ورو دی ترک تباره غلامانو د عباسی خلافت ټولی چاری پخپل لاس کی ونیولی

چی وروسته همدی ترکی غلامانو د عثمانی خلافت تهداب کیښود او همدی ترکی غلامانود عباسی خلافت پایی ور سستی کړی چی په نتیجه کی یی عباسی خلافت ونړید
او عرب د څو سوو کلونو لپاره د ترکانو د حاکمیت لاندی پاتی شول

په پښتنو شاهانو او امیرانو هم همدا کانه وشوه ، دوی د خپل قدرت پرسر له پښتنو ډاریدل او په همدی خاطر یی خپل دولتی او اداری کارونه قزلباشانو او نورو ته په لاس ورکړی وو
او دخپل دولت دولتی ژبه او دولتی کلتور یی فارسی کلتور ګرځوالی وو
خو دا خلګ چی دوی ددولت اداری کار په لاس ورکړی وو د وخت په تیریدو سره دومره پیاوړی شول چی د همدی پښتنو شاهانو او امیرانو قدرت یی په خطر کی واچاوه
چی ددی یو ښه بیلګه د سقاوو ځوی یا امیر حبیب الله کلکانی ده

هر ځل به چی دوی د پښتنو شاهانو یا امیرانو قدرت په خطر کی واچاوه نو دغو پښتنو امیرانو او شاهانو به بیا پښتنو ته ورمنډه کړه خو کله به یی چی د پښتنو په زور بیا قدرت لاس ته راوړ نو بیا به همغه خرک وو او همعغه درک

او دا اجیر قزلباشان یا نورو په دولتی کارونو کی دومره تجربه پیدا کړه چی نن پتوال صاحب هم حکومت داری د استعداد له پلوه ددوی حق ګڼی
دا دپښتنو شاهانو او امیرانو اجیران اوس دومره پیاوړی شوی چی په افغانستان کی نه د پښتنو اکثریت منی او نه حاکمیت
او ان پر پښتنو د حاکمیت خوبونه وینی او یو څه اندازه ددوی دا خوبونه رښتیا شوی هم دی
دوی اوس په نړیواله کچه د پښتننو ضد ایتلافونه را منځ ته کړی او پښتانه یی په کونج کی را ایسار کړی

عباسی خلافت هم هغه وخت د ذوال لوری ته حرکت وکړ چی کله یی له هغه قومه مخ واړاوه چی ددی خلافت د ملا تیر یی جوړاوه
یعنی عباسی خلافت هغه وخت د ذوال په لوری حکت وکړ چی کله له عربو یی مخ واړاوه او په مزدورو ترکی غلامانو یی تکیه وکړه
د عباسی خلافت د خلیفه ګانو لپاره ترکی غلامان یو ډیر ښه او اسوده قوت وو چی هرکله یی غوښتلی وای نو عربان یی پری ځپلی شوای او دوی داسی فکر کاوه چی ددی ترکی غلامانو په واسطه دوی د خپل تاج او تخت ساتنه له عربو څخه کولای شی خو دوی په دی نه پوهیدل چی دوی په دی ډول خپل خلافت ته د ذوال په لوری حرکت ورکړ

ورو ورو خلافت ډیری مځکی او ملکونه یو په بل پسی له لاسه ورکړه او په نتیجه کی یی د خلافت شړی ورټوله شوه
دعباسی خلافت د ذوال او د احمدشابابا د امپراطوری د ذوال علتونه سره ورته دی

د یوه دولت ذوال په یوه ورځ نه تر سره کیږی بلکی دا یوه تدریجی پروسه ده کله چی یو دولت یا یوه امپراطوری د ذوال په لور حرکت وکړی نو دا ذوال بیا نه دریږی تر څو چی هغه نوموړی دولت له منځه یونسی

دا ذوال یواځی هغه وخت دریدلای شی چی په نوموړی دولت کی د نوموړی ذوال علتونه له منځه لاړ شی

زه ډیروخت زموږ بعضی ځوانان وینم چی پوښتنه ورته پیدا کیږی چی ولی موږ دومره بدبخته شو ولی دافغانستان امپراطوری نوی له جوړیدو سره د ذوال په لوری رهی شوه
ولی زموږ دا نوی جوړه شوی امپراطوری نه تنها چی پراختیا ونه موندله ولی ډیر ژر یی ټولی لاس ته راوړلی مځکی له لاسه ورکړی او نن موږ د افغانستان په نوم په دی د اورلګیت په ډبلی کی ژوند کوو

او ولی داحمدشابابا په لاس د جوړی شوی دولت ذوال لا تر اوسه هم نه ده دریدلی اونن هم روان دی

ددی پښتنی ځواب داسی دی چی زموږ په دولت کی لا تر اوسه زموږ د دولت د ذوال علتونه له منځه نه دی تللی نو ځکه زموږ ددولت ذوال لا هم روان دی

زموږ د امپراطوری یا دولت او د عباسی خلافت د ذوال علتونه سره ورته دی زموږ امپراطوری هم هغه وخت د ذوال په لوری حرکت وکړ کله چی هماغه له اوله زموږ شاهانو له هغه قومه مخ واړاوه چی ددی امپرطوری د ملا تیر یی جوړاوه چی دا سیاست تر ننه هم روان دی

که چیری دی پښتنو شاهانو او امیرانو له پښتنو مخ نه وای اړولای په پښتنو یی تکیه کړی وای دولتی ژبه یی پښتو کړی وای د پښتنو کلتور یی ددی امپراطوری رسمی کلتور ګرځولی وای او په نیول شویو مځکو کی یی هم د پښتو ژبی د رایجولو کوښښ کړای وای
نو نن به موږ دا حال نلرلای او دا دی اورلګیت په ډبلی کی به نه اوسیدلی خو افسوس چی نن هم دا ذوال روان ده نن هم هغه قوم چی ددمملکت دملا تیر جوړوی له صحنی ویستل شوی ده

د عربانو او پښتنو فرق په څه کی دی

عربانو کله چی ترکان پری حاکم شول د څوسوو کلونو لپاره غلی پاتی شول تر څو انګریزی لورنس را ویښ کړل خو په افغانستان کی معامله په بل ډول روانه ده
پښتانه شاهان او امیران پخپله لار پسی لاړه او لړی یی ختمه شوه خو ځای یی تش په نامه پښتنو حاکمانو ونیو او د حاکمانو هم همعغه د پخوانیو شاهانو او امیرانو لاره تعقیب کړه او تعقیبوی

خو اوس دا مظلوم قوم را ویښ شوی او د خپلو حقوقو دګټلو لپاره یی جګړه شروع کړی او د تش په نامه پښتنو حاکمانو + د پخوانیو شاهانو او امیرانو په لاس روزل شوی اجیر رقیب + او ددوی د بین المللی متحدینو سره جګړه ګوی

پښتانه شاهان او امیران لاړه ورک شول خو د مظلوم پښتون اولس لپاره یی په خپل لاس روزل شوی او قوی شوی رقیب پریښود چی اوس دا مظلوم قوم مجبور ده چی ددی شاهانو او امیرانو اشتباهات له منځه یوسی او دعربو په څیر څو سوه کاله دغلامی کړی خپلی غاړی ته وا نچوی همداده چی ددی قوم په سل هاوو بچی هره ورځ خپل ژوند دی هدف ته درسیدو لپاره قربانوی

پتوال صاحب لیکلی

[color=darkred:a75d70d7ff]که دا غوښتنه دې له ځان ، پښتون او پښتنو څخه وي نو سمه ده ، چې هر وخت او ځای پښتو وليکي او پښتو ووايي ، نو دا امکان ظاهر شاه
او داود شاه ورکړی و ، نو څومره چې د پښتنو وسه وه خپلې ژبې او کلتور ته يې همغومره خدمت وکړ او مخه يې هېچا هم نشوه نيولای !
خو که ستا مطلب له نورو ورونو قومونو څخه دا غښتنه وي چې هغوی دې دولت درته دخپلې ژبې پر ځای په پښتو واړوي(!) ، نودا ډېره
يوه غلطه غوښتنه ده[/color:a75d70d7ff]

په افغانستان کی په پښتو ژبی ددولتی کار دنه کولو د علت په باره کی شرقی او غربی استعمار ددوی لاسپوڅو پښتنو شاهانو او امیرانو او ددوی قزلباشو مزدورانو او نورو داسی تبلیغ روان کړی دوی داسی وایی چی ددی علت چی په افغانستان کی دولتی کار په پښتو ژبه نه کیږی پخپله په پښتنو کی دی یعنی دولت په دی کی څه ملامت نه دی او دا دی دولت وظیفه نه ده چی دولتی ژبه پښتوکړی بلکی دا دپښتنو وظیفه ده چی پښتوژبه عامه کړی خلاصه دخبری ددوی د تبلغ مفهوم دادی چی ددی لپاره چی پښتو ژبه دولتی ژبه شی دا پروسه باید دخلکو لخوا را شروع شی یعنی چی خلګ کله خپلی ژبی ته ډیره پاملرنه وکړی نو نتیجه به یی دا شی چی پښتو ژبه به د افغانستان دولتی ژبه شی
او دوی خلکو ته داسی وانمودوی چی د فارسی ژبی دا دومره پراختیا د فارسی زبانانو خپلی ژبی ته د پاملرنی نتیجه ده او داچی پښتو ژبه دولتی ژبه نه ده علت یی د پښتنو کمه پاملرنه ده خپلی ژبی ته

خلاصه دوی په دی ډول تبلیغ پښتانه هغه د فارسی زبانانو خبره په نخود سیا پسی لیږی

ددی تبلیغ نتیجه داده که چیری کوم پښتون ځوان ته داسی پوښتنه پیدا شی چی ولی په افغانستان کی پښتو ژبه دولتی ژبه نه ده او لاره یی څه ده یا څنګه کیدای شی چی په افغانستان کی پښتو ژبه دولتی ژبه شی
نو ددی تبلیغ مطابق چی ما مخکی یاد کړ دا ځوان په نخود سیا پسی لیږی یعنی ددی ځوان دغو دوو پوښتنو ته په دغه تبلیع کی دا سی ځوابونه پراته دی

داولی پوښتنی ځواب :
په دی خاطر چی په افغانستان کی پښتو ژبه دولتی ژبه نه ده ته پخپله ملامت یی او ستا قوم ملامت دی د هیچا پسی مګرزه او دولت خو په دی کی اصلاُ هیڅ ملامت نه ده

د دوهمی پوښتنی ځواب :

بیا هم دولت په دی کی ملامت نه ده چی په افغانستان کی یی د اکثریتو حقوق نه دی تامین کړی او پښتو ژبه یی نه ده رسمی کړی یعنی ته په دولت پسی مګرزه دا ددولت وظیفه نه ده دا ستا وظیفه ده چی پښتو ژبه عامه کړی لاړ شه په پښتو ژبه غږیږه په پښتو ژبه لیکنی کوه او بیا منتظر کینه او پښتو ژبه به پخپله دولتی ژبه شی

دوی ددی تبلیغ په واسطه له دی سترګی پټوی چی دا د دولت وظیفه ده چی د همدی دولت د بقا لپاره د اکثریتو ژبه دولتی ژبه کړی

خو دوی په دی ډول د پښتنو سترګو کی خاوری ور اچوی چی زموږ بعضی پښتانه هم په دی غلط شی او دافغانستان په دولت کی د پښتو ژبی د نشتوالی له امله پخپله پښتانه ملامت ګڼی

دا جابره استعمارګران پښتنو ته وایی چی تاسی یو ملامت قوم یاستی تاسی درس نه ده ویلی علم مو نه ده زده کړی او په دی ډول په دی مظلوم اولس کی د مقاومت روحیه له منځه وړی

د ژبی په پراختیا او وده کولو کی د خلکو پاملرنه هم مهمه ده خو د هری ژبی په پراختیا او وده کولو کی اساسی رول دولت لوبوی
داچی فارسی ژبی په عموم کی دومره پراختیا موندلی په دی کی دفارسی زبانانو پاملرنی هم ونډه لرلی خو دفارسی ژبی په پراختیا کی اساسی رول هغو دولتونو لوبولی چی فارسی ژبه یی خپله رسمی ژبه ګرځولی

یعنی چی د پښتو ژبی د رسمی کیدولو پروسه باید له پاسه کوز طرف ته عملی شی نه له کوزه پاس طرف ته

پتوال صاحب لیکلی

....[color=blue:a75d70d7ff]ډيره ښه شوه چې پخپله مو پرې اعتراف وکړ :
دا دکثريت قانون ته خو ولسواکي وايي ، او په ټوله نړۍ کې نه بلکې د ژبې په اړه هم يواځې په ولسواکه نړۍ کې چليږي [/color:a75d70d7ff]

د اولسواکی پر سر څه اختلاف نشته اختلاف یی په شکل کی دی يعنی اسلامی اولسواکی او غربی اولسواکی مختلف شکلونه لری چی وړاندی به انشاالله مفصل پری وغږیږو

پتوال صاحب لیکلی

[color=red:a75d70d7ff]ايا په ايران کې فارسي ځکه دولتي ژبه ده چې تر ٥٠٪ زيات فارسيان دي ؟ نه !

ايا په پاکوستان کې اردو دچا او کوم اکثريت مورنۍ ژبه وه چې رسمي شوه ؟؟؟؟ نه ! د هيچا مورنۍ ژبه نه وه [/color:a75d70d7ff]

پتوال صاحب یواځی پاکستان او ایران ټوله نړی نه ده د نړی په اکثریتو هیوادونو کی د اکثریتو ژبه دولتی یا رسمی ژبه ده
په ایران کی هم د افغانستان په څیر بی عدالتی شوی ده
او اردو ژبه د پنجابیانو د مورنی ژبی (هندی ژبی )او د فارسی ژبی څخه جوړه شوی ده په دی لحاظ موږ ویلای شو چی اردو ژبه د پنجابیانو مورنی ژبه ده

پتوال صاحب لیکلی

[color=brown:a75d70d7ff]پالکل په ملي او اسلامي ولسواکۍ به دا او ټولنې بې عدالتۍ له منځه وزړو او په اساسي توګه به يې وړو انشا الله تعالی ! [/color:a75d70d7ff]

دا عمومی خبری دی په واضح ډول راته ووایه چی پښتو ژبه په څه ډول باید دولتی ژبه شی

پتوال صاحب لیکلی

[color=blue:a75d70d7ff]واک به د قانون سره وي ، قانون به لومړی اسلامي دويم ملي او دريم ولسواک قانون وي او(اساسي) قانون به د ولس د غوره او چاڼ شويو استازو
له خوا په لويه جرګه کې تصويب کيږي ، او د همدې قانون د پلي کولو له پاره به لويه جرګه لومړی يو موقتي حکومت له بېطرفو ملي شخصيتونو څخه جوړوي
څو د قانون په رڼا کې آزادو انتخاباتو ته تياری ونيسي .
د موقتې دورې لوړپوړي چارواکي کانديد کېدای نشي ! تر څو د موقتي حاکميت څخه څوک شخصي ګټه پورته نکړای شي ![/color:a75d70d7ff]

پتوال صاحب ستاسی مطلب لکه چی له دی لیکنی دا وو چی په افغانستان کی به یو بیطرفه دولت جوړیږی چی ترڅو دا روانه جګړه ودروی
خو تاسی دا نه دی لیکلی چی څوک به دا حکومت جوړوی یعنی څوک به دا پروسه عملی کوی او امریکایان به څوک له وطنه باسی او یاکه ستاسو په نظر امریکایان باید دلته پاتی شی ؟

پتوال صاحب لیکلی دی

ا[color=darkred:a75d70d7ff]ول خو داچې دوی کانديد کېدلی نشي ، ځکه چې نه يې اقتصادي، نه اخلاقي او نه يې علمي شرطونه پوره کولی شي او نه يې د ګټلو چانس لري![/color:a75d70d7ff]

څنګه یی نشی لرلای یا څنګه نشی کاندیدلای غله خو نن له ټولو شتمن دی لکه زموږ داننی بعضی والیان یا دبعضی تنظیمونو مشران یا نور د ګوډاګی رژیم لاسپوڅی له ټولو ډیر شتمن دی
پتوال صاحب دالسواکی بحث ډیر عمیق دی چی ورسته به پری وغږیږو خوته اوس راته ووایه چی ته په کوم ډول اولسواکی عقیده لری په اسلامی اولسواکی که په غربی اولسواکی او که چیری په اسلامی اولسواکی عقیده لری نو بیا یی لیږ توضیح کړه چی ستا له دیده اسلامی اولسواکی څه شکل لری ؟
او بل دا خبره واضح کړه چی ستا په نظر په افغانستان کی د پښتو ژبی دلتی کیدل د پښتنو حق دی او که نه ؟


عادل عادل
07.12.2011

السلام علیکم

درنو وروڼو بحث مو د بُن په غونډه کې د پښتو ژبې پر سر دی،،، دا چې لس کلن بُن دادی بیا تجدید شو،،، راشی پدې بحث وکړو چې هلته ورغلو ښاغلو بې لدې چې د لس کلن نیواک شکرانه یې ادا کړه او د بیا تجدید سوال یې وکړ،،، بل داسې څه چې د مظلومو افغانانو حال به ښه لور ته بدل کړي نه محسوسیژي.

زه وایم چې کرزی دې په پاړسي غږېدلای وای،،، خو کاش چې د وحشي چاپو،، او بمباریو په اړه یې پدې غونډه کې هم یو دوه د مکر اوښکې تویې کړې وای،،، دلته یې ایله د چاپو او وحشي بمباریو د لس کلن بهیر شکرانه ادا کړه،،، لدې مالومیژي چې د بمباریو او ملکي تلفاتو په مهال دده غبرګون هسې مکر دی تر څو د عام ولس په راټوکېدلي غضب سړې اوبه تویې کړي،،،

دا دی نن سبا د نړی ولسونه او حتی پخپله یرغلګر په افغانستان کې د مقاومت ډلو ته مخالفین وایي، څوک یې طالبان نوموي، څوک حزب اسلامي او هغه د خرمستی القاب چې ترهګر او ترهګري ده،،، نور نه کاروي،،، خو د لاسپوڅو زړونه لا هم د خپل وولس په وینو نه دي ساړه شوي،،، کرزي دادی لس کاله وروسته، د ټلوالې د ترجمان په رول کې، په همدې غونډه کې بیا هم د خپل ټبر برحقه مقاومت ته د ترهګر و نوم وکاروه،،، سولې ته د رسېدو تګلاره یې د جنګسالار رباني له خط مشی سره سمه تعریف کړه،،،،

د سولې دې خدای مل شي،،، ګومان کوم چې،،،، افغانان تر پښتني قیادت لاندې بې لدې چې یوازې او یوازې وسلوال مقاومت ته زور ورکړي،،، خپلواکی، دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو او نجات بله لار نلري.

ستاسو څه خیال دی؟؟


larghonay laraway
07.12.2011

السلام عليکم!
زما په نظر د يوې خبرې بې ځايه اوږدول په لومړي قدم کې له خپل لوستونکي او مينه وال سره دښمني ده او د هغه وخت ضايع کول دي او له بله پلوه د ليکوال په کمزورتيا دلالت کوي او معلومېږي چې ليکوال خپله خبره په لنډو او له مفهومه ډکو جملو کې نه شي راغونډولی نو کله يوې خوا او کله بلې خوا ته ځي!

خبره نه د افغانستان په تاريخ ده، نه د طالبانو او القاعدې او پښتنو په اړيکو او نه هم د امريکا او اشغالګرو په شتون!
بلکې اصلي خبره په بن کې د پښتو ژبې په شتون ده چې وه او کنه؟
او کنه وه يا يې د نه شتون ډنډوره وه ولې؟
زما په نظر د دې عاملين نه زړو تاريخ دی، نه امريکايي اشغالګر او نه هم القاعده او طالبان!
ځکه چې د افغانستان په تېرو دورو کې ډېر ښه او بد اړخونه وو چې هغه ټول اوس تېر دي او د هغې پر بنسټ کوم کار نه کېږي. همدا راز بهرني لنډغران هم د چا په ژبه کار نه لري چې پښتو وايي او که پاړسي! طالبان هم د حکومت مخالف دي او مونږ هيڅکله هم نه دي ويلي چې د طالبانو تر ولقې لاندې سيمه کې پښتو شته او کنه؟
بلکې د کابل په ارګ او هغو سيمو کې پښتو له ګواښ سره مخ ده چې د کرزي صيب وزيران او لوړپوړي چارواکي په کې دي!

راځئ د بحثونو د لړلو پرځای بحث څېړنه وکړو!
دلته يوازې د پښتو ژبې خنډونه وڅېړو چې زما په نظر په افغانستان او ځانګړې توګه کابل کې د پښتو ژبې پر وړاندې ستر خنډونه پښتانه بوزدله چارواکي دي!
باور وکړه که هيڅ اشغالګر يا بل پښتنو وزيرانو ته ويلي وي چې تاسو خامخا په پښتو او پاړسو دواړو وغږېږئ!
خو دوی په خپله ډېر بوزدله، بې غيرته، بې شرمه، بې شخصيته، هويته او بې پښتو خلک دي!
تاسو وګورئ هيڅ پاړسيوان وزير تر دې دمه ځان نه مجبوروي چې د مداري غوندې په ګډو وډو وغږېږي، د نر غوندې خپله پاړسي وايي او که څوک پوهېږي او کنه دی په ميړانه په خپله ژبه غږېږي چې هم يې خپل شخصيت ساتلی، هم خپله ژبه او حاکميت!
دا خو به هيڅوک هم ثابته نه کړي چې انورالحق احدي، فاروق وردګ، کريم خرم، زاخېلوال، پښتون، و غيره وغيره وزيران چې حتی اکثره يې سمه پاړسي هم نه شي ويلی خو په ډېر چاپړوسانه انداز کې پاړسو وايي . په همدې ترتيب د پاړسيوانو د ميډيا خلک هغه که ژورنالستان دي او که د مېز چلوونکي د نر غوندې په خپل پاړسو پوښتنې کوي خو پښتانه ژورنالستان او کارپوهان هيڅ کله هم دا مسؤوليت نه لري چې خپل شخصيت او هويت وساتي بلکې دوی له ډېرې بوزدلۍ کار اخلي او په پاړسو هم غږېږي حتی تر پښتو هم په پاړسو ډېر غږېږي.
دا يې لا څه کوئ چې دغه بې شرمان حتی دې مداريتوب ته ملي توب وايي. دوی باور وکړه که هيڅ ملي وي خو بوزدله دي او د پاړسيوانو له وېرې لومړی په پاړسو او بيا په پښتو غږېږي.
راځئ چې وروسته تر دې په هغو پښتنو پسې ډنډورې جوړې کړو چې په پاړسو غږېږي ځکه چې پاړسيوانان که کومه کلمه پښتو وايي هغه هم د سپکاوي په توګه نه د درناوي په توګه !


م . ق
07.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله،

بعضو معلومو عناصرو دلته د طالبانو تحریک یو پښتني او ملي خوځښت بللی دی چې غواړي پدې توګه پښتانه او ملتپال تیرباسي ترڅو د پاکستان د ګټو لپاره د طالبانو حمایت وکړي خو دایې اصلا ځان غولونه ده، افغانان اوس هوښیار شوي دي او حقایق یې درک کړي دي.
د طالبانو تحریک ظاهرا یو اسلامي امارت دی چې د پښتو، پښتونپالنې او ملي ګټو مخالف دی او پدې تحریک کې ازبکان، تاجکان او نور هم شمولیت لري ځکه نو د طالبانو تحریک یو پښتني غورځنګ نه دی بلکه همیشه یې د خپلو پښتنو پخې وهلي دي او هم دپښتنو په سیمه کې یې اور بل کړی دی.
دا پاکستاني مداریان او استاذان له یو طرف نه طالبانو ته داسلامي خلافت خوبونه ورښایي خو بیا نورو ته یې یو پښتني تحریک معرفي کوي چې دایې د مداریتوب او مغرض منافقت ښکاره ثبوت دی.


Naeem sadat
07.12.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

لاروی صاحب دلته بحث په پښتو ژبه باندی روان دی چی باید له هر اړخه وڅیړل شی په لنډو خبرو او د کنایو په ویلو سره موږ دابحث نشو څیړلای

دپښتو ژبی مشکل د ، انورالق احدی ، فارق وردګ ،کریم خرم ، زاخیلوال یا د بعضی نورو اشخاصو په پښتو ویلو سره نه حل کیږی دا ددوی کار چی په هر ژبه زړه غواړی ودی غږیږی خدای د وکړی چی په ازبکی وغږیږی دهرچا خپله خوښه چی په کومه ژبه یی زړه غواړی ودی غږیږی

زما مطلب دولتی ژبه ده چی دولتی کار باید په پښتو ژبه وشی یعنی د دولتی ادارو په منځ کی مکتوبی ارتباط باید په پښتو ژبه ولیکل شی ، ټول دولتی احکام باید په پښتو ژبه ولیکل شی ټول دولتی پشنهادات باید په پښتو ژبه ولیکل شی ټولو دولتی منصوبینو ته عرایض باید په پښتو ژبه ولیکل شی په پوهنتونونو کی تدریس باید په پښتو ژبه وشی او داسی ډیر نور

کله چی دا کارونه وشول یعنی دولتی ژبه پشتو شوله بیا نو که هر څوک شوق لری چی په دولت کی کاروکړی مجبور ده چی پښتو ژبه زده کړی بیا نو ضرورت نشته چی موږ په زور په خلکو پښتو زده کړو یا یی پری ووایو په دغسی حالت کی به خلګ پخپله دضرورت له وجهی پخپل شوق پښتو ژبه زده کوی

او دطالبانو په باره کی غواړم چی ووایم

په افغانستان کی هر دولت د هغه په سرکی چی هرڅوک وی یا په هر حزب تکیه ولری چی دولتی ژبه یی پښتو وی او دولتی کلتور یی پښتنی کلتور وی زه یی پښتنی دولت بولم

که چیری طالبان په اینده کی د خپل دولت ژبه فارسی کړی او دخپل دولت کلتور فارسی کلتور وګرځوی نو دا به یو پښتنی دولت نه وی که هرڅومره پښتانه پکی ډیر وی


larghonay laraway
08.12.2011

پتوال صيب زما مطلب اشاره او کنايه نه وه بلکې نور وروڼه ډېر شاته او بلې بلې خواته تللي وو.
راځم ستاسو لاندې خبرې ته، تاسو ليکلي:
[quote:9ce2292b8e]زما مطلب دولتی ژبه ده چی دولتی کار باید په پښتو ژبه وشی یعنی د دولتی ادارو په منځ کی مکتوبی ارتباط باید په پښتو ژبه ولیکل شی ، ټول دولتی احکام باید په پښتو ژبه ولیکل شی ټول دولتی پشنهادات باید په پښتو ژبه ولیکل شی ټولو دولتی منصوبینو ته عرایض باید په پښتو ژبه ولیکل شی په پوهنتونونو کی تدریس باید په پښتو ژبه وشی او داسی ډیر نور[/quote:9ce2292b8e]
په يو ډيموکراټ حکومت کې يا په نن سبا نړۍ کې داسې غوښتنه يو خوب او خيال دی. ځکه وايي ( پکه چا په ورانه پرېښودو هغه ويل زه له ناوې سره کېنم)
نو پښتانه چې د فاروق وردګ، احدي او يو شمېر نور چارواکي دي هغوی حتی خپله مورنۍ ژبه نه شي ويلی نو په غير پښتنو به څنګه دا ومنې چې ټوله دولتي ژبه دې پښتو شي؟!
دا ناشونې ده. پتوال صيب يو ارماني هدف وي او بل واقعي. کيدی شي د پښتنو ارماني هدف دا و اوسي چې پښتو دې د ټول افغانستان دولتي ژبه شي او لر او بر پښتانه دې هم سره يو ځای شي. خو واقعي هدف دا نه دی. واقعي هدف دا دی چې لومړی دې مونږ په خپله خپله ژبه ومنو او پرې ونه شرمېږو نو بيا به د ارماني هدف ته د رسيدو لپاره هلې ځلې پيل کړو. دا چې يو پښتون وزير هم وي، د پارلمان غړی هم وي، قومندان يا د ګوند مشر هم وي خو په خپله ژبه شرمېږي او د سټيج پر سر خپله ژبه نه وايي نو بيا به د کوم منطق له مخې مونږ دا دعوه مخکې بوځو چې پښتو دې د ټول افغانستان دولتي ژبه شي.
بله دا چې تاسو ليکلي:
[quote:9ce2292b8e]دپښتو ژبی مشکل د ، انورالق احدی ، فارق وردګ ،کریم خرم ، زاخیلوال یا د بعضی نورو اشخاصو په پښتو ویلو سره نه حل کیږی دا ددوی کار چی په هر ژبه زړه غواړی ودی غږیږی خدای د وکړی چی په ازبکی وغږیږی دهرچا خپله خوښه چی په کومه ژبه یی زړه غواړی ودی غږیږی[/quote:9ce2292b8e]
زه ستاسو له پورتني منطق سره هيڅ موافق نه يم. ځکه ، ژبه چې کله عامه شي نو بيا رسمي کېږي هم، حکومتي کېږي هم او حتی نړيواله کېږي هم. دا چې د يوې ژبې ويونکی وزير په خپله ژبه وشرمېږي او مونږ ورته ووايو چې خپله خوښه يې ده چې په کومه غږېږي نو د بلې ژبې د ويونکي لپاره به زمونږ دليل څه وي چې د هغوی ژبه له سټېجه راوغورځوو او خپله کېنوو؟
هيڅ منطق ورته نه لرو. خو کله چې زمونږ امير او غريب، ملا او کلينر په خپلواکه توګه په خپله ژبه وغږېدو او ونه شرمېدو نو د نورو ژبو ويونکي هم هڅېږي چې له ده سره د ده په ژبه د خبرو هڅه وکړي. ښه مثال يې پېښور دی چې همدې پاړسيوانانو هلته ډېره پښتو ژبه زده کړې وه. خو د افغانستان پښتانه په دې برخه کې هيڅ غرور نه لري او ډېر مات خلک دي. هر وخت په خپله ژبه شرمېږي نو پاړسيوان هيڅ ملامت نه دي چې په پښتو پسې خاندي !
بله دا چې ستاسو پورتنی منطق ستاسو د خپلې ليکنې يوه برخه نقض کوي. تاسو له يوې خوا غواړئ چې پښتو ژبه دې دولتي شي خو له بلې خوا بيا غواړئ چې پښتانه وزيران دې هم په پاړسو وغږېږي نو ولې دولتي شي؟ د دولتي کيدو اړتيا هغه وخت پېښېږي چې څوک پرې وغږېږي. بله دا چې د کرزي خان حکومت خو په قومي مصلتونو جوړ شوی دی چې حتی څوکۍ يې هم په قومي وېش وېشلې دي نو د د ه دکابينې وزيران په اصل کې د پښتنو نماينده ګي هم کوي چې هيڅ کله د دوی خپله خوښه نه ده صحيح بلکې دوی بايد د هغو وزيرانو په څېر نماينده ګي وکړي لکه غير پښتانه يې چې کوي. کريم خليلي ولې په خپله ژبه نه شرمېږي چې انورالحق احدي يا فاروق وردګ شرمېږي؟ سپانتا ولې په خپله ژبه نه شرمېږي چې هيوادمل په پښتو شرمېږي؟
زما نظر دا دی:
نن سبا د زور حکومتونه نشته او نه راتلای شي چې په خلکو په شين زور خپله ژبه ومنو، بله دا چې د ډيموکراټو حکومتونو اصول هم دا نه دي چې په چا په زوره يوه داسې ژبه تحميل کړي چې خپل ويونکي يې هم په ويلو شرمېږي! په ډيموکراټو هيوادونو کې هر وکړی حق لري چې د هغه په ژبه تدريس وي، د هغه په ژبه مکاتبه وشي. زمونږ هيله او غوښتنه بايد دا وي چې هر وزارت دې پښتو او پاړسي فورمونه ولري نو د مراجعه کوونکي خپله خوښه ده که پښتون ؤ هغه دې پښتو فارم ډک کړي او پښتو عريضه دې وليکي او که پاړسيوان ؤ هغه دې پاړسي. نو دلته به د هيچا حق هم نه وي خوړل شوی او له دې لارې به هر حکومتي مامور د ژبې د زده کړې هڅه هم کوي.
بله دا چې پښتون وکيل، پښتون وزير او پښتون تاجر يا بل هر چاواکی بايد په خپله ژبه وغږېږي نه د بل چا په ژبه . که چېرته پاړسيوان وزيران په پښتو غږېدای نو پښتون هم که په پاړسو غږيدلی وای نو بيا به مو د کرزي په اصطلاح ملي وحدت بللی وای. خو دا چې کريم خليلي او فهيم د نر غوندې په پوره ميړانه خپله ژبه ساتي او خپل هويت خوندي کوي نو په پښتنو وزيرانو څه شوې دي؟
خو معلومېږي چې دوی ډېر بې شخصيته خلک دي. حتی هغه کوڅه يي کارپوهان هم د دوی خپل هويت ساتلی شي خو زمونږ په غلطه غلطه پاړسي لګيا وي او د نورو د ژبو لپاره کار کوي.
راځئ په دې تمه نه شو چې مونږ ته به څوک په خپله ميدان پرېږدي او بيا به مونږ د حکومت ټول چارواکي شو او په نورو به خپله ژبه هم تحميل کړو او ټوله حکومتي او دولتي ژبه به پښتو کړو. دا انساني، مدني او ډيموکراټ خويونه نه دي. راځئ د خپل حق داسې غوښتنه وکړو چې د نورو حقونه تر پښو لاندې نه کړو. پښتون ژورناليست ولې مجبور دی چې پښتو پروګرام ته د بې غيرته، بې هويته او بې شخصيته پښتون وزير پاړسو خبرې وژباړي؟
پښتو متل دی وايي: وروري به کوو خو حساب تر منځ
يو پښتون وزير او چارواکی بايد دا حق ولري چې په خپله ژبه وغږېږي او بله ورسره ګډه وډه نه کړي لکه د کرزي او فاروق وردګ مداريتوب.
مننه
په همدې هيله


Naeem sadat
08.12.2011

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

لاروی صاحب ته کرزی ، فاروق وردګ ، احدی ، کریم خرم ، او داسی نور خلګ د پښتنو نمایندګان بولی او ګیله ترینه لری چی ولی په پښتو نه غږیږی

همدا ستا لویه اشتبا ده چی ته دوی دپښتنو نمایندګان بولی

دا د پښتنی نشنلیزم نمایندګان نه دی بلکی دا د غرب لخوا په پښتنو د تحمیل شوی کاپی د نشنلیزم یا د غلام نیشنلیزم نمایندګان دی

دا کاپی د نشنلیزم ما وړاندی په همدی بحث کی په تفصیل سره تشریح کړی خو ته لکه چی زما لیکنی نه لولی او له خپلی ګیډی ځوابونه راته لیکی

لاروی صاحب لیکلی

[color=darkred:5e0d52681b]په يو ډيموکراټ حکومت کې يا په نن سبا نړۍ کې داسې غوښتنه يو خوب او خيال دی.[/color:5e0d52681b]

زموږ بیسوادو خلکو یواځی د دیموکراسی نوم اوریدلی او په مفهوم یی نه پوهیږی چی ډیموکراسی څه شی دی
همدا کانه په خلقیانو باندی هم شوی وه زیاترو نیمه بیسواده خلقیانو د کمونیزم نوم اوریدلی وو او په مفهوم یی نه پوهیدل چی کمونیزم څه شی دی دوی داسی فکر کاوه چی دکمونیزم مفهوم عدالت دی

لاروی صاحب همدا نن سبا په ټولو ډیموکراټو غربی هیوادونو کی د اکثریتو ژبه دولتی ژبه ده

په انګلیستان کی انګلیسی ژبه دولتی ژبه ده په فرانسه کی فرانسوی ژبه دولتی ژبه ده په جرمنی کی جرمنی ژبه دولتی ژبه ده

د ډیموکراسی مفهوم دا نه دی چی د اقلیتو ژبه دی دولتی ژبه وی همدا د ډیموکراسی اصول دی چی د اکثریتو ژبه دی دولتی ژبه وی

ډیر محترم لاروی صاحب ته اول په همدی بحث کی زما مخکینی لیکنی په غور سره ولوله او بعد له هغه زما د لیکنو ځواب راکوه

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more