د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
13.11.2011

السلام عليکم و رحمة الله !

[quote:385e694d06]
اولویت پېژندونکې پالیسي دې ته وایي چې تر هغه پورې چې وحشي یرغلګر نه وي وتلي،،، له ګاونډیانو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د تربګنت او بین الافغاني نقاش څخه باید د مقاومت هوښیار غازیان کلک پرهېز وکړي،،، دا ځکه چې د اکثریتو راپېښو ستونزو ریښې او اسباب همدا یرغل او یرغلګر دي،،،[/quote:385e694d06]

وايي که ولي نه يم نو خالي هم نه يم، ښه شوه چې ستاسو په مبارکو الفاظو مې ددې تائيد تر لاسه کړ چې د مقاومت
[color=red:385e694d06] هوښيار غازيان [/color:385e694d06]يعني رهبري بايد د ISI د اوامرو په وړاندې له سرغړونې څخه کلک پرهيز وکړي ، يعنې :

- د خودکش حملو مسوليت يې تل ژر تر ژره په غاړه واخلي، د جهاد

- هدف ټاکونکي

- تنظيمونکي او

- رهبري کونکي

- تمويلونکي او

- تجهيزونکي يې ISI و اوسي

- نړيوالې مالي مرستې يې ددوی په کنتو او ويشل يې ددوی په تورو لاسونو او واک و اختيار تر سره شي او آن مطبوعاتي او اِبلا غاتي
مشري يې هم د ISI په لاس کې وي ، تر څو چې د طالب هر مهم حرکت، د طالب مغز او شعور ، د طالب او سيزه او راتليزه او په افغانستان کې
د هغوی د قدرت زمان او مکان په بشپړه توګه د دوی په لاس کې باقي (تل پايه) پاتي شي !

عادل صيب دا هم درسره د يوۀ تريخ تاريخي حقيقت په توګه تاييدوم چې د پښتونستان د لاندې کولو او ښکېل ساتلو ستونزه په رښتيا هم
د انګليسي اشغالګرو له خوا رامنځته شوې او پنجابي پاکوستان ساتلې شاربلې او ټو لې موجوده ستنونزې يې د افغانانو په وړاندې ترې رازيږولې دي !
نو که ستاسو پشان يو پوه او په تاريخي ستونزو خبر او آګاه شخصيت دا ټولې نادودې په پام کې ونيسي ښايي د ملي اسلامي
جهاد مخه او لومړي ګوزارونه پنجابي ښکېلاکګرو او اشغالګرو ته را وګرځوي او د غربي اشغالګر پريږدي چې د ٢ کالو په بهير کې منظم
له هيواد څخه پښې سپکې کړي ، دا به د مقاومت کوټلی درايت او ژورانده پاليسي وي چې د غربي اشغالګروڅخه د وتلو په تضمين ټينګار
وکړي او له نړيوال تضمين د تر لاسه کولو سره سم د پنجابي استعمار په ککرۍ ګوزار ونه پيل کړي ،
نه برعکس چې د پنجاب په مردار ډنډ کې يو په بل د سپرو پنجابي مټېکانو
د ١٤ پوړيزې سلسلې لاندې د تاکاوۍ منزل جوړ کاندي
او هغه لا بيا په مظلوم د افغان ولس د هوښيارو غازيانو اولويت پيژندونکې پاليسۍ په نامه خرڅه کړي!

په ټوله اسلامي او افغاني پښتنې مينه !


عادل عادل
13.11.2011

السلام علیکم

[quote:a66f428ae0]يعني رهبري بايد د ISI د اوامرو په وړاندې له سرغړونې څخه کلک پرهيز وکړي ، يعنې[/quote:a66f428ae0]

محترم پتوال صاحب

ستاسو دا خپله پورته جمله وګوری چې له دواړو خواوو مو په """"يعنی """" کې غوټه کړې ده،،، که زما د خبرو په معنی او مطلب پوره نه رسی نو لازم نه ده چې پخپله خوښه یې تعریف او تاویل وکړی،،، له ما څخه د مزیدو توضیحاتو غوښتنه وکړی،،، زما یوه خبر ه او مطلب هم د آی-اس-آی څنګ ته ډډه نه لګوي،،، خو تاسو یې په زوره ورکاږی،،،

وروره ستاسو د ټولو خبرو او بحث اصلي محور ای-اس-آی دی،،، خو زما د بحث او خبرو مطلب زمونږ د وطن ټولې ناخوالې دي،،، چې ای-اس-آی پکې د یوه ناچیزه جز په توګه په خپله ګټه د استفادې هڅه کوي.

د ټولو ناخوالو اصلي لامل روان اشغال دی چې هر خیرن ته یې د لاسوهنې زمینه مساعده کړې ده، ،،،،

یوه کیسه دې هم پکې وي،،، د روسانو پر وخت د کمونستانو یو لاسپوڅی ولسوال په کلي کور کې د خپل ادې په نوم سره شهرت درلود،،، د ادې نوم یې، ستاسو په اجازه،، پاغونده وو،،، د شپې له خوا به چې مجاهدینو په ولسوالی عملیات کول،،، نو به یې چغې پرې وهلې چې اې د پاغوندې زویه،،، تسلیم شه،،،، سبا به چې ولسوال له هر عسکر سره روغبړ کوی نو عسکرړ به بې خبره لدې چې پاغونده یې د مور نوم دی، ورته کړل چې ولسوال سیب ،،، کل فیسات د کون پاغوندست! ،،، دیشو از دست اشرار خو نکدېم،،،،

نو وروره ټول فساد په دیموکراسی کې دی چې یرغلګرو په وحشي او ناروا تیري سره زمونږ پاکې خاورې ته راوړې ده، خپه کیژو به نه که د چا خپله وي یا یې زړه پرې خوږیژي.


pattang
13.11.2011

که څوک يوڅه په خبر پوهيږي اوعقل لري نو د يوه داسې ستاتيسک له
ارزيابي څخه وروسته چې په هغه کې:
٢٠ % cia ټکول کېږي چې افغانستان يې اشغال کړی دی او
٨٠ % د طالب ملي غورځنګ په isi پورې تړي کږي
نوداسې واضح مالوميږي چې دا مړه پروپاګنده داجت نورزي دپروپاګندې
يوه بله پټه پښه ده (ياشعوري او ياغيرې شعوري).!!!


پتوال
13.11.2011

سلامونه او نېکې هيلې !
[quote:18cb1a0fdf]
زما د بحث او خبرو مطلب زمونږ د وطن ټولې ناخوالې دي،،، [color=red:18cb1a0fdf]چې ای-اس-آی پکې د یوه ناچیزه جز [/color:18cb1a0fdf]په توګه په خپله ګټه د استفادې هڅه کوي. [/quote:18cb1a0fdf]
د پاکستان ياISI رول هيڅکله هم د افغانستان په ضد ناچيزه نه و ، که د شوروي يرغل په فغانستان ناچيزه نه و ، نو د امريکا د وخت جمهور
رئيس جيمي کارتر د خپل اعتراف سره سم دغه يرغل مخکې له مخکې له ضيا الحق سره CIA له ISI سره پلان او شزروي يې په ګډه سره
پر افغانستان باندې بريد ته اړباسلی او هڅولی و . همدغه شان د سر په سترګو وليدل شول چې پاکستان او ISI په افغانستان باندې د امريکا
پر يرغل او بمباردمان کې څومره ونډه اخيستې وه او لا تر اوسه يې دواړو خواوسره دوه مخيزه همکاري روانه ده ، ځکه چې نه د امريکا په ډالرو صرف نظر کولای شي او نه هم له پښتونستان مواو طالبانو لاس اخيستلای شي !
خو پښتونستان اشغال او له هغه سره طالبانو غلامي ورته د امريکا تر شنو ډالرو هم لوړ ارزښت او اولويت لري نو ځکه به چمتو وي چې
د امريکا دوستي له لاسه ورکړي نه د پښتونستان اشغال ساتل او د طالب په غلامۍ صرف نظر کول ! نو له دې ځايه يې اوس ښه درک کولی
او روښانه تصور کولای شئ چې په افغانستان کې دISI مداخله ناچيزه برخه نه ، بلکې دومره عظمت او شاخ و برګ لري چې کابو ددريمې نړيوالې
جګړې رزک پرې هم مني خو له دې مداخلې څخه لاس نشي اخيستلای ! نو ځکه د هر نرمش اوګوډاګيتوب ته د طالب چمتووالی په پاکستان
د وطن له پلورلو سره مساوي تماميږي ، چې الله دې ترې په نوم افغان وساتي پاتې خو لا انپړ طالبان چې د وطن له تاريخه او سياسي موقعيت څخه ناخبره
په هر ګام غوليږي، تيروتنې کوي او تيندکونه خوري .

[quote:18cb1a0fdf]د ټولو ناخوالو اصلي لامل روان اشغال دی چې هر خیرن ته یې د لاسوهنې زمینه مساعده کړې ده، ،،،، [/quote:18cb1a0fdf]
نه بالکل برعکس !، د خيرن پاکستان خيرن هدفونه او خيرنې لاسوهنې دي چې
روان اشغال او روانه جګړه يې رامنځته کړې ده ! له ِضيا الحق نه
تر مشرف او کيانيانو پورې ددوی ناولی هدف په افغانستان کې دپنجاب له پاره يو ګوډاګي نظام رامنځته کول، افغانستان غلامول او همدارنګه
د ډيورن کرښه امضا ته پرې رسول دي !

[quote:18cb1a0fdf]نو وروره ټول فساد په دیموکراسی کې دی چې یرغلګرو په وحشي او ناروا تیري سره زمونږ پاکې خاورې ته راوړې ده،[/quote:18cb1a0fdf]
هر شی په خپل ضد پيژندل کيږي، دموکراسي هم په خپل ضد يعنې ديکتاتورۍ پيژندل کيږي . نو هر رژيم چې ديکتاتور نه وي ولس ته په حکومت کې
واک او دخپل سرنوشت د ټاکلو حق ورکوي ، تر کومه ځايه چې په اسلام کې ديکتاتوري نشته تر همغه حد او بريده پورې ولسواکي لري . مهم د ولسواکۍ شکل دی که ليبراله غربي ولسواکي وي نو د اسلامي هيوادونو له پاره
چټله او مردود شکله دموکراسي ده او که اسلامي شرعه او اسلامي قوانين په کې اولويت او ولسواکي په کې تکميلي بڼه لري نو هغه په اسلام کې
روا ، جايزه او حتی اړينه برخه ده ، ځکه ددنيا کارونو ته الله شورا او مشوره ټاکلې ده او د خليفه ټاکل د امت په رايه (بيعت ) دي او ولسواکي هم صرف
د اولس په رايه د حکومت ټاکلو ته وايي چې د اسلام د اولويت
سره بالکل يو اسلامي اصل او پرنسيپ جوړوي ، بلکې انحراف ترې له اسلامه انحراف بللی شو !
هو! ، د غربي دموکراسۍ پورې زړه تړل پخپله يو جنايت دی نو ستاسو خبره چې
[quote:18cb1a0fdf]خپه کیژو به نه که د چا خپله وي یا یې زړه پرې خوږیژي.[/quote:18cb1a0fdf]
بالکل در سره منم ! ولس صرف اسلامي او ملي ولسواکي غواړي چې خپل علمي ، منطقي ، اصولي او تاريخي برحقيت او اړينتوب
هم لري ، نو مخالفت ور سره لکه څنګه چې عربي انقلابونو اوديکتاتورانوبرخليک وښودله د خدای رسول او مسلمان امت سره دوښمني ده !
[color=blue:18cb1a0fdf] والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته ![/color:18cb1a0fdf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more