نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
ویښ
27.10.2011
د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
http://www.youtube.com/watch?v=_YFbnpyiceY
http://www.youtube.com/watch?v=fDuJJ5T5bTY
http://www.youtube.com/watch?v=d-Hqx1T8zC0
http://www.youtube.com/watch?v=yuVON8uSkYs
http://www.youtube.com/watch?v=lMndWdiyf2k
http://www.youtube.com/watch?v=ghQeJ_-5UNM
Re: د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
pattang
27.10.2011
دپاکستان دکورودان وي چې مرسته کوي تر څوچې اشغالګر وشړل شي٠
[quote:c2e4eed332="ویښ"]د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
http://www.youtube.com/watch?v=_YFbnpyiceY
http://www.youtube.com/watch?v=fDuJJ5T5bTY
http://www.youtube.com/watch?v=d-Hqx1T8zC0
http://www.youtube.com/watch?v=yuVON8uSkYs
http://www.youtube.com/watch?v=lMndWdiyf2k
http://www.youtube.com/watch?v=ghQeJ_-5UNM[/quote:c2e4eed332]
Re: د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
patang
27.10.2011
پاکستان د خداي تباه کړي چې د افغانستان د بې ګناه مسلمانانو وینې تویوي په مخونو یې تیزاب شیندي لونګۍ او برقې یې بدناموي سپین ژیرې قومي مخور وژني مکتبوبونه او مسجدونه ورانوي۰
[quote:e623b553c4="ویښ"]د بی بی سی مستند فلم د پاکستان د دوه مخیز ستراتیژي د افغانستان په وړاندي.
http://www.youtube.com/watch?v=_YFbnpyiceY
http://www.youtube.com/watch?v=fDuJJ5T5bTY
http://www.youtube.com/watch?v=d-Hqx1T8zC0
http://www.youtube.com/watch?v=yuVON8uSkYs
http://www.youtube.com/watch?v=lMndWdiyf2k
http://www.youtube.com/watch?v=ghQeJ_-5UNM[/quote:e623b553c4]
م . ق
29.10.2011
یو بې ننګه پښتون دښمن لیکلي:
[quote:6df411dd4c]دپاکستان دکورودان وي چې مرسته کوي[/quote:6df411dd4c]
افرین دبدنامې تورې شبکې ایی ایس ایی پوخ جاسوسه، خپله بې شرمانه جاسوسي دې بیا په اثبات ورسوله.
طالبان دې هم درته په رډو او سپینو سترګو ګوري چې دې رسوایې ته څرنګه پرتوګ کوي؟
زه فکر نه کوم چې دوي به د تورو پنجاپکو د سکهانو د اولاد او د ابدالي او وزیر اکبر خان د دښمنانو په غلامۍ وشرمیږي او یا به ورته د پلار او نیکونو ننګ ودریږي.
دوي دې لکه د شاشجاع غوندې د انګلیس د خیټې لاندې د رنجیت سنګ پنجاپک غلامي کوي.
زه نه پوهیږم چې کله به هم دوي ته پښتني ننګ او غیرت ودریږي او کنه؟
[color=blue:6df411dd4c]نور بس کړﺉ، د وزیر اکبرخان او احمدشاه ابدالي هسکه شمله مو د تور پنجاپک په پخو کې ذلیله او رسوا کړله،
نور پاڅئ د خپلو نیکونو ابدالیانو او روښانیانو غوندې د تورو رنجیت سنګهانو او مغلیانو تنې پرې کړﺉ.[/color:6df411dd4c]
pattang
29.10.2011
لکه چې دالر خونددر کوي ! او شين ستر ګي دې خوښږېي !
هېوادغل ماما ته لکه چې معرفي شوی يې !
[quote:65d2bd24d6="م ق"]یو بې ننګه پښتون دښمن لیکلي:
[quote:65d2bd24d6]دپاکستان دکورودان وي چې مرسته کوي[/quote:65d2bd24d6]
افرین دبدنامې تورې شبکې ایی ایس ایی پوخ جاسوسه، خپله بې شرمانه جاسوسي دې بیا په اثبات ورسوله.
طالبان دې هم درته په رډو او سپینو سترګو ګوري چې دې رسوایې ته څرنګه پرتوګ کوي؟
زه فکر نه کوم چې دوي به د تورو پنجاپکو د سکهانو د اولاد او د ابدالي او وزیر اکبر خان د دښمنانو په غلامۍ وشرمیږي او یا به ورته د پلار او نیکونو ننګ ودریږي.
دوي دې لکه د شاشجاع غوندې د انګلیس د خیټې لاندې د رنجیت سنګ پنجاپک غلامي کوي.
زه نه پوهیږم چې کله به هم دوي ته پښتني ننګ او غیرت ودریږي او کنه؟
[color=blue:65d2bd24d6]نور بس کړﺉ، د وزیر اکبرخان او احمدشاه ابدالي هسکه شمله مو د تور پنجاپک په پخو کې ذلیله او رسوا کړله،
نور پاڅئ د خپلو نیکونو ابدالیانو او روښانیانو غوندې د تورو رنجیت سنګهانو او مغلیانو تنې پرې کړﺉ.[/color:65d2bd24d6][/quote:65d2bd24d6]
م . ق
30.10.2011
[quote:c26a64ae52="pattang"]لکه چې دالر خونددر کوي ! او شين ستر ګي دې خوښږېي !
هېوادغل ماما ته لکه چې معرفي شوی يې ![/quote:c26a64ae52]
د تورلینګیانو کلداري اجیر او غلامه!
همدا د شین سترګو ډالر دي چې په کلدارو بدلیږي او تاته درکول کیږي ترڅو د پښتون ولس په وړاندې د پنجاپک او امریکا ګډه پروژه او پلانونه په مخ یوسې.
دا پنجاپک دې دشین سترګو نه په ملیاردونو ډالر د څه لپاره ترلاسه کوي؟؟؟
خو د همدې لپاره چې پنجاب همداستاغوندې پښتون دښمنه عناصر پرې وروزي.
دا د شین سترګو او ډالرو غولونکی منتر او جادو دې دلته نوره نه چلیږي ځکه ټول خلک پدې پوه دي چې د همدې شین سترګو ډالر دي چې ستا باداران پنجابیان پرې مست دي او اوچت اوچت خیزونه وهي.
ستا پنجابي بادار همیشه دانګلیس او امریکا په غولو ټیزونه اچولي او اچوي یې.
محمود سعيد
30.10.2011
[quote:03c3addf24]دپاکستان دکورودان وي چې مرسته کوي تر څوچې اشغالګر وشړل شي٠ [/quote:03c3addf24]
هر څوک چې د ناپاک کورودانۍ وايي او د تاریخ په اوږدو کې د ناپاکانو په نادودو سترګې پټوي، افغان او پښتون نه دی. ناپاک، امریکا، انګلستان او روسیه د مسلمانانو او افغانانو یو ډول دښمنان دي. هغه څوک چې یو ته پر بل لوړتیا ورکوي، له هغوی سره ېې توپیر نشته.
پر آی اس آی او د هغوی پر ګوډاګیانو دې د الله لعنت وي.
همدوی وو چې زموږ پر هیواد ېې د روسانو راختلو ته لمن وهله.
همدوی وو چې زموږ د کورنیو جګړو لاملین ېې پر شا ټپول.
همدوی وو چې زموږ پر هیواد ېې د یرغلګرو د یرغل ملاتړ وکړ.
همدوی دي چې زموږ د یووالي په مخ کې خنډ دي.
همدوی دي چې د اسلام په نوم سوداګري کوي...
داسې کسان چې پر دغو ټولو خبرو سترګې پټوي او بیا له هغوی څخه منندوی دي، له انسانیت او افغانیت څخه ډیر واټن لري او پر نورو د تورونو تپلو له لارې غواړي د ځان سپیناوی وکړي.
م . ق
30.10.2011
محمود سعید صاحب، باالکل د نښې مینځ دې ویشتلی او خبرې دې د کاڼي کرښې دي.
[quote:7ba2738330]داسې کسان چې پر دغو ټولو خبرو سترګې پټوي او بیا له هغوی څخه منندوی دي، له انسانیت او افغانیت څخه ډیر واټن لري او پر نورو د تورونو تپلو له لارې غواړي د ځان سپیناوی وکړي.[/quote:7ba2738330]
داسې کسان د انسانیت او افغانیت سره واټن نه بلکه دښمني لري، که ایمان یې لرلاي نو د خدایه خو به بیریدل،نه پوهیږم چې خداي سره به په کوم مخ ګوري او څه ځواب به ورکوي.
مرګ دپښتنو مسلمانانو په ټولو ښکاره او پټو دښمنانو که هغه انګلیس وي که روس یا امریکا او یا پنجاب او دهغوي بېشرمه بېننګه بېغرته غدار او خاین لاسپوڅي ګوډاګیان.
رپانده دې وي د اسلام شین بیرغ، او لوړه دې وي د پښتون هسکه شمله.
pattang
30.10.2011
شړومبودې مغز خراب کړی کنځلې کوې ګورو به !
[quote:8ae254fa19="م ق"]محمود سعید صاحب، باالکل د نښې مینځ دې ویشتلی او خبرې دې د کاڼي کرښې دي.
[quote:8ae254fa19]داسې کسان چې پر دغو ټولو خبرو سترګې پټوي او بیا له هغوی څخه منندوی دي، له انسانیت او افغانیت څخه ډیر واټن لري او پر نورو د تورونو تپلو له لارې غواړي د ځان سپیناوی وکړي.[/quote:8ae254fa19]
داسې کسان د انسانیت او افغانیت سره واټن نه بلکه دښمني لري، که ایمان یې لرلاي نو د خدایه خو به بیریدل،نه پوهیږم چې خداي سره به په کوم مخ ګوري او څه ځواب به ورکوي.
مرګ دپښتنو مسلمانانو په ټولو ښکاره او پټو دښمنانو که هغه انګلیس وي که روس یا امریکا او یا پنجاب او دهغوي بېشرمه بېننګه بېغرته غدار او خاین لاسپوڅي ګوډاګیان.
رپانده دې وي د اسلام شین بیرغ، او لوړه دې وي د پښتون هسکه شمله.[/quote:8ae254fa19]
محمود سعيد
31.10.2011
[quote:f8caffada9]شړومبودې مغز خراب کړی[/quote:f8caffada9]
شړومبو که ودکا؟؟؟؟
pattang
31.10.2011
[quote:bd6ed862c2="محمود سعید"][quote:bd6ed862c2]شړومبودې مغز خراب کړی[/quote:bd6ed862c2]
شړومبو که ودکا؟؟؟؟[/quote:bd6ed862c2]
شړومبو ، ودکا د پرچم او خلق دې وخت محصول وو.
م . ق
31.10.2011
[quote:f6e44846fc="pattang"]شړومبودې مغز خراب کړی کنځلې کوې ګورو به !
[/quote:f6e44846fc]
هاهاهاهاها ډیر ښه چې په ځان دې پخپله اقرار وکړو، ما خو د پنجاب لاسپوڅي ګوډاګیان یاد کړيوو، ته خو مې نه وي یاد کړی، اوس معلومه شوه چې ته خو په رښتیا هم د هغوي څخه یې.
ښه ښه! نو ته هم هغوي کې یې خو دا راته وایه چې څرنګه به سره ګورو؟ کشتي به کوو، کراټې به کوو، او کنه یو بل ته به کمین نیسو او یا غلچکی برید به کوو؟
پاتې شوه د شړمبو خبره نو انډیواله شړمبې خو ښه شی دی، د پښتنو رواج دی کوم حرج نه لري خو ګوره ته هم د مغرب ویسکي ډیره مه څکه چې خراب به دې کړي اوس هم دمغزو څخه خلاص یې. :D
pattang
31.10.2011
که ته په خپلو ديني علم او اخلاقو ټينګ ودرېږې نو ډېر ښه سړی به درڅه جوړ شي٠
[quote:4b96cc55cb="م ق"][quote:4b96cc55cb="pattang"]شړومبودې مغز خراب کړی کنځلې کوې ګورو به !
[/quote:4b96cc55cb]
هاهاهاهاها ډیر ښه چې په ځان دې پخپله اقرار وکړو، ما خو د پنجاب لاسپوڅي ګوډاګیان یاد کړيوو، ته خو مې نه وي یاد کړی، اوس معلومه شوه چې ته خو په رښتیا هم د هغوي څخه یې.
ښه ښه! نو ته هم هغوي کې یې خو دا راته وایه چې څرنګه به سره ګورو؟ کشتي به کوو، کراټې به کوو، او کنه یو بل ته به کمین نیسو او یا غلچکی برید به کوو؟
پاتې شوه د شړمبو خبره نو انډیواله شړمبې خو ښه شی دی، د پښتنو رواج دی کوم حرج نه لري خو ګوره ته هم د مغرب ویسکي ډیره مه څکه چې خراب به دې کړي اوس هم دمغزو څخه خلاص یې. :D[/quote:4b96cc55cb]
م . ق
31.10.2011
[quote:4453d768b9="pattang"]که ته په خپلو ديني علم او اخلاقو ټينګ ودرېږې نو ډېر ښه سړی به درڅه جوړ شي٠ [/quote:4453d768b9]
انډیواله زه خو ډیر ښه سړی یم خو هسې مې ته نه پیژنې :D
زه ګوره د مشرانو ډیر قدر کوم خو چې کلک پښتانه او کلک مسلمانان وي.
که دیرې ته مې راغلې نو خامخا درباندې شړمبې، سابه، پیاز او سوکړک خورم :)
نشته څه په کور د پښتنو د تکلف په نوم
بس یوه ډالۍ د مینې ډکه ولوله لري
رنګ یې داخلاص په هرکلي کې خپره ټنډه ده
وس کې یو سوکړک او دترخو چایو پیاله لري.
مننه
عادل عادل
01.11.2011
السلام علیکم
[quote:37fd2d59d7]هر څوک چې د ناپاک کورودانۍ وايي او د تاریخ په اوږدو کې د ناپاکانو په نادودو سترګې پټوي، افغان او پښتون نه دی. ناپاک، امریکا، انګلستان او روسیه د مسلمانانو او افغانانو یو ډول دښمنان دي. هغه څوک چې یو ته پر بل لوړتیا ورکوي، له هغوی سره ېې توپیر نشته.
پر آی اس آی او د هغوی پر ګوډاګیانو دې د الله لعنت وي.
همدوی وو چې زموږ پر هیواد ېې د روسانو راختلو ته لمن وهله.
همدوی وو چې زموږ د کورنیو جګړو لاملین ېې پر شا ټپول.
همدوی وو چې زموږ پر هیواد ېې د یرغلګرو د یرغل ملاتړ وکړ.
همدوی دي چې زموږ د یووالي په مخ کې خنډ دي.
همدوی دي چې د اسلام په نوم سوداګري کوي...
داسې کسان چې پر دغو ټولو خبرو سترګې پټوي او بیا له هغوی څخه منندوی دي، له انسانیت او افغانیت څخه ډیر واټن لري او پر نورو د تورونو تپلو له لارې غواړي د ځان سپیناوی وکړي.[/quote:37fd2d59d7]
محترم سعید صاحب او د بحثونو ټولو ګډونوالو او درنو لوستونکو!
وایي چې یو سړي په شخصي دښمنی کې پس له سلو کالو د خپل پلار غچ اخیستی وو، خو ویل بې چې بیړه مې وکړه!
درنو ورورڼو او خویندو د پاکستان سره د هیڅ چا هم نه لګي،،، خو کومه لاره چې مونږ او تاسو غوره کړې او یا یې دلته په بحثفورمونو کې ګورو،،، داسې لاره ده چې نه د وخت او شرایطو تقاضا ده، نه یې سیاست ایجابوي، نه یې له ککړ ګاونډی سره د ګاونډیتوب اصول ایجابوي او په داسې وخت کې چې د نړی ټول خیرن قراردادیان او استخباراتي مامورین زمونږ د کور د ننه مېشت دي،،، نو بیخي به سمه نه وي چې مونږ او تاسو د لویو شیطانانو په یوه واړه چرګوړي ای-اس-ای پسې راخستې وي.
که فرض کړو بیا هم ووایو چې نه زمونږ ایمان او وجدان دا اجازه نه راکوي چې د پاکستان د مکارانه او شیطان صفته پالیسیو په وړاندې پټه خوله پاته شو،،، نو بیا اړینه ګڼم چې خپل ځانونه د خدای ج په قسم بند کړو چې ایا همدا اوس مو د پاکستان ورېجې یا اوړه په معده کې تر هضم لاندې نه دي،،،، (شهیر صاحب دې هم ضرور ولولي) ایا د پنجاب سره کینه ساتل همدې ته وایي چې د کور د ننه مو پنجابي فېشن او جامې خوښې دي؟؟؟ ایا د پاکستان سره کینه هم دې ته وایي چې د دوی د کلچر اردو سیریالونه او یا هم د دوی د تره د زامنو هندي ډرامې او فلمونه تماشا کړو؟؟؟
او که فرض کړو زمونږ او تاسو ټول مخالف افغانان دا را سره ومني چې سمه ده،،، پاکستان زمونږ ازلي دښمن دی،، او ټولې پاکستان ضد خبرې او شعارونه د وخت ضرورت او مناسب کار دی،،، نو ددې لپاره چې په دې خپله مبارزه کې پیاوړي وو،،، راځی چې دا خپله افغاني ورورولي هم مضبوطه کړو،،، نو که د ملي وحدت د ضرورت په ځواب کې پاکستان او ای-اس-ای په همدې ځای هېر کړو ،،، او ووایو چې تاجکان باید تاجکستان ته ولاړ شي،،، قزلباش او هزارګان هم ایران ته،،، دوی ټول پردي دي او زمونږ وروڼه نشي کېدای،،،، او داسې نور چې زمونږ په ګډون د نن سبا د هر ناکس د ژبې اوراد دي،،،،، نو ایا زمونږ په حال افسوس نه دی پکار؟؟؟ ایا مونږ به ددې جوګه هم وګڼل شو چې کم تر کمه د خپلې کورنی او اهل په درد دې وخورو،،، ایا په مونږ کې به دا ظرفیت وي چې د خپلې مبارزې په مسیر کې د نفس خوښ کړي څیزونه ناخوښ کړو؟؟ ایا ضرور به نه وي چې ووایو ای کاش په مونږ او تاسو د لوستو او روڼ اندو نوم نه وای راپورې.
اوس راځو ودې ته چې پاکستاني ضد افغانان په لاندې دریو کتګوریو سره باید وویشو، تر څو خپل موقف درک کړای شو:-
لومړی:-
د شکست خوړلو کمونستان پاته شوني چې د روسیې زوال او په افغانستان کې د دوی شرمېدلې ماته د پاکستان او پلیت ای-اس-آی څخه شمیري.
دوهم:-
هغه افغانان چې ای-اس-آی د 7 تنظیمونو په سپیڅلو غیږو کې روزلي وو،،، د چینل هینوګانې، په نوو لس ټیره بنزونو بار لاری لاری غنم او وسلې به یې چې په ټل، ګوي، پاړه چنار او میرانشاه کې خرڅولې،،، د کورنیو جګړو په مهال یې ښه وکارول،،، د افغانسان شتمنی يې پرې کباړ او لوټ کړې،،، خو نن یې د یوه پیاز په قیمت هم نه اخلي.
دریم:-
عام مظلوم او هر دم شهید وولس چې زړونه یې پاکستان ته پړسیدلي، او دا پورته لوبغاړي او د دوی نادودې یې ټولې د سر په سترګو مشاهده کړې دي،،، او په دې نیت چې د ظالمانو، شر او فساد ټغر د تل لپاره له ریښو ټول شي د خدای په توکل یې د روان مقاومت په الویت پیژندونکې پالیسی پسې خپلې سوې هیلې غوټه کړې دي.
زما په نظر هغه چې په خپلو تبلیغاتي توپونو سره د ای-اس-اي په نوم روان مقاومت په نښه کوي،،، په پورته دریو کتګوریو کې دوې لومړنی کتګوري خلک دي،،، چې لومړی یې له پاکستان سره نه پخلا کیدونکي خو دوهم یې همدا نن هم حاضر دي چې ځانونه یو ځل بیا په ای-اس-ای باندې خرڅ ګړي.
د یادونې وړ ده چې مجرمه شمالي ټلواله د پورته دوو کتګوریو له مخلوط څخه جوړه ده،،، ځکه خو د همدې دوو کتګوریو په ویشلو پښتنو باندې غښتلي او حاکم دي.
دریمه کتګوري چې د خاورې د ازادی او دین په غم کې خپل تر ټولو خوږ څیز چې ژوند دی، نذرانه کړی،،، د خورا درانه مسوولیت احساس کوي ،، زمونږ تورونو او سپکو سپورو ته به له ناچارې هم سینه بحر کوي ،، خو د تلوار او احساساتو له پرېکړې به شاید او ښایي چې باید هم پرهېز وکړي.
الله ج دې مونږ ټولو ته د سمې لارې هدایت وکړي،،،، آمین
ډاکتر څپاند
01.11.2011
عادل صيب سلامونه،
ستاسو دکتګوريو تر ليدو روسته پدې عقيده شوم چې ستا پشان دځوان نسل
تاريخي انديښنه صرف د دغوئي دکودتا نه شروع کېږي٠
دثبوت لپاره دا لاندې را اخيستنه ولوله او بيا وواياست چې مرحوم حبيبي صيب په کومه کتګورئ کې وو!؟
[color=yellow:b65c5fc4cb]
راسئ وګورئ چي ارواښاد علامه عبدالحي «حبیبې» ((رح)) له نن ورځي څخه څه کم (۵۰) کاله مخکي و محمدظا هرشاه (پاچا) ته دپاکستان ددښمنۍ په باب څه لیکلي دي.
ولأ حضرته!
((خطری که مي آید:چون والاحضرت معظم حین تشرف من اشاره فرمودند که درموردپښتونستان چيزیکه ميدانم بګويم.اینک علاوه برمضامين جراید که نوشته ام برخي معروضات خاصی را باین وسيله با احترام تقدېم ميدارم:از مهمترین خطراتیکه این شیر نهضت مارا متوقف مي سازد،وباکمال دهشت وخطرناکي،اینک په پشتیبانی دالر امريکا په سوي ما روان است،خطری است که من آنرا (خطر پاکستان)مي ګويم.زیرادرمدت ۱۱سال مطالعات نزدېک آن کشورومذاکرات مفصل بارجال آن دریافته ام ،که این خطر زندګانی ملی مارا تهدېد ميکند،وحتي وقتی لیاقت علی خان صدراعظم نخستین پاکستان،باصراحت ووضاحت تام بمن ميګفت: که بعدازفیصله پرابلم سرخ پوشان سرحد(دخان عبدالغفارخان خزب) حتماً افغانستان رابا پاکستان ضم ميکنیم،وبرای ما کارآسانی است.... په دوام لیکي: این سخن است که ۱۱سال قبل،ازآن شاګرد معتمد جناح ودسيسه کار هوښیار استعمار شنیده ام.ولی پنج سال بعد هنګاميکه حکومت پاکستان با افغانستان وسرخپوشان درآويخت،خواجه شهاب الدېن ګورنر سرحد بمن ميګفت:مقاومت عبدالغفارخان وحل نشدن درپاکستان،عمر افغانستان را دراز ساخت زیرا اګر این مقاومت دربین نبودې،مافرصت کامل مي یافتیم که کار افغانستان را یکسره کنیم.بهرصورت:من بعد از مطا لعات دقیق دریافته ام ،وصدفیصد بمن ثابت است،که امريکا وپاکستان حتماً بعد از تحلیل قبائل واحزاب سياسي سرحدبا ینطرف خط دېورین کارخود راعلناً آغاز ميکند،وحتی بسااز امريکائیان باینعقیده اند که افغانستان باید یک ستلآئت پاکستان باشد،نه ستلائت خود امريکا!)). که داخبره نوره وڅیړو کتابونه پرلیکل کیږي ،دونه آسناد سته چي ترحد زیات ،دپاکستان دښمني زموږدهیواد سره پټه خبره نده.ماپه پاکستان کي دهجرت ډیرکلونه تیر کړیدي،زموږدهیوادوالوپه وینواوخولو يې خپل ښارونه ،کورونه،سړکونه اوباغونه جوړکړل .دافغانانوپه نوم دخارجي مرستو زیاته برخه يې غلا کړل،فوځ اواټومي سلاح يې جوړه کړل. زموږ په منځ کي يې دسلونورو کلونو لپاره خپل جاسوسان ځای پرځای کړل.
چي دمحکمې رئیس ،څارنوال ،دامنیت مسؤلین ،دپارلمان رئیس ،درئیس جمهور څلورخواوي ټول جاسوسان وي نودې ملت ته دي خداي خیر ورپيښ کړي.څوک (امیرصاحب،قوماندان صاحب،حاجي صاحب ،پیرصاحب ،حضرت صاحب ،آغا صاحب،خواجه صاحب، میرصاحب،مولانا صاحب ،ملا اومولوي صاحب ،شهید اوغازي صاحب ) اوپه لسها ونور ونومونو يې جاسوسانوته سته.دوی به فکرکوي چي افغانان دوست اودښمن نسي سره جلأ کولای،نه موږيې پیژنو که یوځل افغانان یوسول،خارجي یرغلګر اودقاتلانوحمایت ګر ولاړل،بیا ددوی همت موږته معلوم دئ.داوس لپاره يې موږ په ډیرسخت غضب اخته کړي یوخداي (ج) دي دوی تردې هم په سخت عذا ب مبتلأ کړي امین یا رب العلمین . [/color:b65c5fc4cb]
محمود سعيد
01.11.2011
وعلیکم سلام ورحمت الله و برکاته.
[quote:d1db858b03]درنو ورورڼو او خویندو د پاکستان سره د هیڅ چا هم نه لګي
[/quote:d1db858b03]
له ناپاک سره د ځینو کسانو ډیره ښه لګي، پتنګ صیب څو ځله د هغوی له وقف څخه دفاع کړې ده.
[quote:d1db858b03]خو کومه لاره چې مونږ او تاسو غوره کړې او یا یې دلته په بحثفورمونو کې ګورو،،، داسې لاره ده چې نه د وخت او شرایطو تقاضا ده، نه یې سیاست ایجابوي، نه یې له ککړ ګاونډی سره د ګاونډیتوب اصول ایجابوي او په داسې وخت کې چې د نړی ټول خیرن قراردادیان او استخباراتي مامورین زمونږ د کور د ننه مېشت دي،،، نو بیخي به سمه نه وي چې مونږ او تاسو د لویو شیطانانو په یوه واړه چرګوړي ای-اس-ای پسې راخستې وي.[/quote:d1db858b03]
که ریښتیولیو ته ځیر شو او ناپاک په تیر لند تاریخ یو ځغلند نظر وکړو نو په ډاګه به شي چې زموږ د ټولو ناخوالو او بدبختیو لامل همدوی دي. همدا خیرن قراردادیان او استخباراتي مامورین د دوی په ناولو ګامونو او لارښوونو زموږ په کور کې میشت شوي دي. همدا ووړ چرګوړی دی چې لویو شیطانانانو ته ېې په مښوکه څنډلو مرداره لاره وښوده.
ناپاکانو تل تر خپلو سپینو بڼکو لاندې په توره سټه ناولې هګۍ شاربلې دي او د خپلو زیږول شوو چرګوړو په واسطه ېې زموږ د جرړو ایستلو هڅه کړې ده.
[quote:d1db858b03]که فرض کړو بیا هم ووایو چې نه زمونږ ایمان او وجدان دا اجازه نه راکوي چې د پاکستان د مکارانه او شیطان صفته پالیسیو په وړاندې پټه خوله پاته شو،،، نو بیا اړینه ګڼم چې خپل ځانونه د خدای ج په قسم بند کړو چې ایا همدا اوس مو د پاکستان ورېجې یا اوړه په معده کې تر هضم لاندې نه دي،،،، (شهیر صاحب دې هم ضرور ولولي) ایا د پنجاب سره کینه ساتل همدې ته وایي چې د کور د ننه مو پنجابي فېشن او جامې خوښې دي؟؟؟ ایا د پاکستان سره کینه هم دې ته وایي چې د دوی د کلچر اردو سیریالونه او یا هم د دوی د تره د زامنو هندي ډرامې او فلمونه تماشا کړو؟؟؟[/quote:d1db858b03]
دلته مو خپلو پوښتنو ته یو ښه ځواب موندلی دی.
همدا ناپاک وو یو ستاسې د دوهمې (او څلورمې؟) کتګورۍ کسانو په مرسته زموږ خلک اړ کړي دي چې د پنجاب وریجې او اوړه وخوري او د هغوی فیشن خوښ کړي.
دوی توانیدلي دي چې زموږ په خلکو کې د پتنګ صیب په شان خواخوږي پیدا کړي او وېې هڅوي چې د خپلو اوړو او وریجو پر ځای د دوی وریجو او اوړو ته لاس تر زنې کښینو.
[quote:d1db858b03]او که فرض کړو زمونږ او تاسو ټول مخالف افغانان دا را سره ومني چې سمه ده،،، پاکستان زمونږ ازلي دښمن دی،، او ټولې پاکستان ضد خبرې او شعارونه د وخت ضرورت او مناسب کار دی،،، نو ددې لپاره چې په دې خپله مبارزه کې پیاوړي وو،،، راځی چې دا خپله افغاني ورورولي هم مضبوطه کړو،،، نو که د ملي وحدت د ضرورت په ځواب کې پاکستان او ای-اس-ای په همدې ځای هېر کړو ،،، او ووایو چې تاجکان باید تاجکستان ته ولاړ شي،،، قزلباش او هزارګان هم ایران ته،،، دوی ټول پردي دي او زمونږ وروڼه نشي کېدای،،،، او داسې نور چې زمونږ په ګډون د نن سبا د هر ناکس د ژبې اوراد دي،،،،، نو ایا زمونږ په حال افسوس نه دی پکار؟؟؟ ایا مونږ به ددې جوګه هم وګڼل شو چې کم تر کمه د خپلې کورنی او اهل په درد دې وخورو،،، ایا په مونږ کې به دا ظرفیت وي چې د خپلې مبارزې په مسیر کې د نفس خوښ کړي څیزونه ناخوښ کړو؟؟ ایا ضرور به نه وي چې ووایو ای کاش په مونږ او تاسو د لوستو او روڼ اندو نوم نه وای راپورې. [/quote:d1db858b03]
دا خبر مو ډیره ښکلې ده. یووالی د ټولو ستونزو د هوارولو لار ده خو یوه خبره شته، هغه دا چې د ټبریزو او ژبنیزو مخالفتونو د شاته پریښودلو تر څنګ ګوندي او سیاسي مخالفتونه له منځه وړل هم اړین دي.
خو آیا دا به شونې وي چې خلقیان، پرچمیان، افغان ملتیان، طالبان، حزبیان، افغان غربیان او نور په یوه میز کښېني؟
[quote:d1db858b03]اوس راځو ودې ته چې پاکستاني ضد افغانان په لاندې دریو کتګوریو سره باید وویشو، تر څو خپل موقف درک کړای شو:- [/quote:d1db858b03]
کاش چې د هغوی خواخوږي مو هم په کته ګوریو ویشلي وای.
[quote:d1db858b03]لومړی:-
د شکست خوړلو کمونستان پاته شوني چې د روسیې زوال او په افغانستان کې د دوی شرمېدلې ماته د پاکستان او پلیت ای-اس-آی څخه شمیري.[/quote:d1db858b03]
له شمیرلو پرته دا خبره سمه ده، دلیل ېې ستاسې دوهمه ګڼه کته ګوري ده.
دا چې د هغوی ګډ پلانونه څه ډول پر مخ تلل دا بیا بیل بحث دی.
[quote:d1db858b03]دریم:-
عام مظلوم او هر دم شهید وولس چې زړونه یې پاکستان ته پړسیدلي، او دا پورته لوبغاړي او د دوی نادودې یې ټولې د سر په سترګو مشاهده کړې دي،،، او په دې نیت چې د ظالمانو، شر او فساد ټغر د تل لپاره له ریښو ټول شي د خدای په توکل یې د روان مقاومت په الویت پیژندونکې پالیسی پسې خپلې سوې هیلې غوټه کړې دي. [/quote:d1db858b03]
په دې ډله کې ښايي هغه طالبان هم وي چې یو وخت ېې په مقاومت او افغاني ځواک پسې د هیلو غوټه کولو پر ځای په ناپاکانو پسې خپلې هیلې غوټه کولې او په پای کښې د لستوڼې د مار ښکار شول.
خدای د وکړي چې هغوی په دې پوهیدلې وي او یا وپوهیږي چې ناپاکانو دوی ته څه ورکړل او د لویدیځو یرغلګرو د راماتولو لپاره د هغوی دوه مخیزه لوبه څه ډول وه...
عادل عادل
01.11.2011
السلام علیکم
[quote:4c13624c31]عادل صيب سلامونه،
ستاسو دکتګوريو تر ليدو روسته پدې عقيده شوم چې ستا پشان دځوان نسل
تاريخي انديښنه صرف د دغوئي دکودتا نه شروع کېږي٠
دثبوت لپاره دا لاندې را اخيستنه ولوله او بيا وواياست چې مرحوم حبيبي صيب په کومه کتګورئ کې وو!؟ [/quote:4c13624c31]
محترم ډاکټر صاحب او درنو ګډونوالو/لوستونکو
ما د پاکستان څخه په نفرت کې هیڅ افغان هم له لیسته ندی ایستلی،،، په دې ځای کې مې غوښتل هاغه دوه کتګوری در وپېژنم،،، چې پاکستاني ضد چغې وهي،،، خو بې ځایه،، بې موقع او بې وخته،،، ځکه خو یې تر ګټې تاوان ډېر راته کړی،،، او پاکستان یې د افغانانو پر ضد لا هوښیار او هڅولی دی،،، علامه حبیبي صاحب او ډېر نور افغانان شته چې د پاکستان په بد نیت ښه اګاه وو او دي،،، خو بې ځایه شعار نه ورکوي،،، موقع ته به ګوري،،، چې دا ټول د دریمې کتګوری په غېږ کې رانغاړلی شو.
ددې خلکو بې مسوولیته خولې چې په تشو شعارونو سره افغانانو ته اور تویوي ،، باید وګنډل شي،،، تر څو لږ خبرې او ډېر عمل خپله افغاني پالیسي جوړه کړو!
او محمود سعید صاحب،،، تاسو خو راته ډېر ګیله من ښکاری،،، خدای دې نګړي چې بیا یې په درد ورشی،،،، آمین :)
طالب ISI
07.11.2011
عادل ، محممود سعید، مبارز صاحب، پتنګ، دویم پتنګ ، محترم ډاکتر صاحب او ټولو لوستونکو ته د لوی اختر مبارکې وایم.
عادل صاحب اورپا کې د هند، مالیزیا، پاکستان ...ځایو وریجو راځې، خو که پاکستانی وریجې دي، په افغانی اوبو خړوبې شوې!!
پاکستانیان زمونږ مڼې، انګور، انار.....په خیټو کې لري. ددوی ۵۰٪ جې ،دی، پې په زراعت ولاړه ده، چې مهمه برخه یې پخته ده، او دا پخته د پښتنو په اوبو خړوبه کیږي.
کارخانې یې د پښتنو د اوبو پوسیله جوړ شوې برق چلیږي..
که د لر اوبر پښتانه پوره واک ولري او دا ټول پرې بند کړې، نو له خیره به نوازشریف هم کابل کې د جومات مخکې خیرات ټولوي.
ګوری ما څو ځله ویلې چې مطلق ښه یواځې الله پاک دی، نور څوک مطلب ښه کیدای نه شي. طالب، حکمتیار له بدیو سره، ښیګڼې هم لري، چې څوک انکار نه شې ترې کولای، او باید ویې ستایو، خو په بدی کې یې اختلاف دی، ځینې بدی یې مونږ ته بدي ده خو پتنګ او همنظره ته یې ښیګڼه ده، فرض کړه مونږ وایو چې عام مامور مه وژنه، بې ځایه ځای کې برید مه کوه، ښونځې، ښځو..ته مشکل مه جوړوه، د ای،اس،ای غلامې مه کوه، خو نور بیا دا نه مني.
د پاکستان د ټولو بدو پالیسیو سره سره، دا چې په ټولو تعلیمې ادارو کې افغانان د تعلیم حق لري، دا یې له افغانانو سره لوی احسان دی، مطلب له بدیو سره سره ای،اس،ای هم شاید ځینې قصدي یا غیر ارادي ښه کارونه وکړي.
نو پکار داده چې د هر هغه څه ملاتړ وکړو چې زمونږ د خلکو او وطن په ګټه وي، او د هر هغه څه خلاف و چې د مونږ دملک د ترقی، آبادی او سوکالی خلاف وي.
اوس د پاکستان د ای،اس،ای پالیسې د ګران وطن خلاف ده، نو باید مخالف واوسو، دا د خدای پاک فضل دی چې اوس، بې، بې ، سې هم فلم پرې جوړ کړ.
نن ورځ سعودې کې امریکایان دي، هلته خپلو اډو کې دي، آیا زمونږ حج نه کیږي، آیا چا چیرته پ کعبه کې امریکایې پوځیان لیدلي؟
په همدې شکل به مونږ هم په ۲۰۱۴ کال کې ددې شاهد و چې تول بهرنیان به وتلي وي، او یو څو نظامې مرکزو پورې به محدود وي. په هغه صورت کې چې د پاکستان تر اثر لاندې نه و که چیرې له ۲۵ څخه ۱۵ وزارتونه هم له طالبانو سره وي، هیڅ پروا نه لري. خو باید د ټولټاکنو له لارې بریالې شوې وي، نه په زور!
پتنګ صاحب دا د ای،اس، ای په مرسته فخر باندې ډیر بد ښکاره شوي. حد اقل د ملا اختر محمد عثمانې ا وملا داد الله له شهادت څخه وشرمیږه چې پاکستان سره له اختلاف وروسته امریکایانو ته ور په ګوته شول. ځکه دوی ته طالب تر هغه ګران دی چې ددوی په امر کار کوي، که نه و وژني یې.
طالب ISI
07.11.2011
ډاکتر صاحب دا د حبیبي صاحب په خبرو دې داسې خوښ کړو چې اختر را څخه به له هیره ووت. الله پاک د اجر در کړي. الله پاک د ښکلی زوی درکړي.
محمود سعيد
09.11.2011
عادل صیب ځان مو کښلی دی. داسې چې خپله ېې په درد ورځئ. :roll:
پتوال
11.11.2011
دروند ورور عادل عادل صاحب او ټولو دوستانو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته ! راځئ چې د عادل صيب په دې جملو يو څه تم شو :
[quote:0625536108]که فرض کړو بیا هم ووایو چې نه زمونږ ایمان او وجدان دا اجازه نه راکوي چې د پاکستان د مکارانه او شیطان صفته پالیسیو په وړاندې پټه خوله پاته شو،،، نو بیا اړینه ګڼم چې خپل ځانونه د خدای ج په قسم بند کړو چې ایا همدا اوس مو د پاکستان ورېجې یا اوړه په معده کې تر هضم لاندې نه دي،،،، (شهیر صاحب دې هم ضرور ولولي) ایا د پنجاب سره کینه ساتل همدې ته وایي چې د کور د ننه مو پنجابي فېشن او جامې خوښې دي؟؟؟[/quote:0625536108]
دا خو صرف د ايمان تقاضا او د ملا نصر الدين د وجدان غوښتنه نه ده چې د هر ملک د شیطان صفته پاليسيو په وړاندې يواځې چپ پاتې نشو،
بلکې دا د هغه ښامار او سترې بلا راښکلې ساه ده چې نيم هيواد يې پخوا راڅخه تر ستوني تير کړی او پاتې نيم يې راڅخه اوس د طالبانو
په مرسته له ستوني څخه تيرولو ته تيارَوي ! دا بلا دې ته اماده نه ده چې له افغانانو سره د وطن د آزادۍ له پاره د خپل بادار امريکا پر ضد مفته مرسته وکړي ، ISI خو دا مرستې نه د افغان له غمه کوي نه يې
د اسلام له غمه کوي او نه يې د يوۀ ښه ګاونډيتوب له پاره کوي ، بلکې صرف او صرف ددې له پاره چې لر افغانستان راڅخه په آرامه
هضم کړي او بر افغانستان له ستوني څخه تيرولو ته غوړ او اماده کړي نو د پوځي ISI دا توره څيړه چې په افغانستان يې ناتار راګډ کړی صرف ددغه
هدف له پاره د ديوبنديانو او القاعديانو تر بيرغ لاندې له پولې اخوا څخه تجهيز را وتلې ده !
نو که څوک د وطن د آزادۍ له پاره د اشغالګرو پر ضذ جنګيږي پرې فرض ده چې ذوالمينين شي په ښي مټ پر لوېديځوال اشغالګرو او په چپ مټ
د ISI په تور لښکرو ګوزارونه وکړي ! کله چې مونږ ه طالب ورور وليد چې دغسې ذولمينين دی نو مونږ ټول افغانان پښتانه به ور سره
هر يو ذوالقرنين شو او په دواړو ککړو دوښمنانو به داسې ګوزارونو ته ورودانګو چې امريکايان به په وا شنګټن او پنجابي پوځيان به
د لر افغانستان له پولې آباسين څخه اخوا پر پنجاب وسپارو !
داسې خو نشي کېدای چې سرۀ غربي ميږيان ووځي او تور پنجابي ميږيان د افغانستان د پوځي او سياسي قوماندې سوړې ډکې کړي !
دا کوم عقل مني چې د نوي اشغالګر په ضد د موجود پخواني اشغالګر سره چې لا د لر افغانستان څخه يې پوځونه نه وي ايستلي لاس يو کړي او
په بر افغانستان کې هم نوی اشغالګر په زاړۀ اشغالګر بدل کړي . ددواړو غربي او پنجابي اشغالګر و ګډه ستراتيژي هم داده چې يا به زه غربي اشغالګر دلته يم
او که نه پنجابي اشغالګر به مسلط وي ، ISI او طالبانو په دې کې دويمې الټرناتيف ته امادګي نيولې او جګړه توده ساتي ، حال داچې غربيان خو به دوه کاله وروسته نور په ٢٠١٤ کې په افغانستان کې نه وي ،
وطن به ددوی څخه آزاد وي او طالبان د هر ډول مقاومت حق له لاسه ورکوي !
خو نه !، طالبان دا حق خپل ګڼي چې د امريکايانو پر ځای پنجابيان او
او د CIA پر ځای ISI په افغانستان مسلطه کړي او افغان ولس له بارانۀ څخه د ناوې (ترۍ) لاندې کښينوي !
پاتې شوه د تجارت مسئله ، نو هغه خوم مفت نه تر سره کيږي او له افغانستان څخه يې پاکستان ته ګټه ډيره ده ، که کښته هند او پورته افغانستان ددوی مالونه وانخلي نورو ليري ځايونو ته يې نه انتقال ورته آسانه او آرزانه
تماميږي او نه په لوړو قيمتونو بيا بازار موندلای شي !
نه يواځې دوی مونږ ته هغه ناولي مواد رالېږي بلکې زمونږ جنتي ميوې لکه آنار ، انګور، تربوزې ، بادام پسته جنغوزي ، پنبه او وړۍ او نور ورلېږو
نو احسان يې په څه او دڅه او په چا دی؟
او مونږ خو ددوی مالونه څه مفت نه اخلو ، ولې دوی خو زمونږ خاوره (لر افغانستان) زمونږ او به ، زمونږ برېښنا (بجلي) زمونږ پنبه او زمونږ بوره
د قيمتي ډبرو پورې له افغاني ټاټوبي څخه مفت وړي (!!!!) او خپل استعمار هلته تر انګرېزانو بدتر په لر افغانانو باندې پلی کوي !
[quote:0625536108]اوس راځو ودې ته چې پاکستاني ضد افغانان په لاندې دریو کتګوریو سره باید وویشو، تر څو خپل موقف درک کړای شو:- .........
دریم:-
عام مظلوم او هر دم شهید وولس چې زړونه یې پاکستان ته پړسیدلي، او دا پورته لوبغاړي او د دوی نادودې یې ټولې د سر په سترګو مشاهده کړې دي،،، او په دې نیت چې د ظالمانو، شر او فساد ټغر د تل لپاره له ریښو ټول شي د خدای په توکل یې د روان مقاومت په الویت پیژندونکې پالیسی پسې خپلې سوې هیلې غوټه کړې دي. [/quote:0625536108]
يو شعر وايي :
چې د خرۀ په خوټو سپور وطن ته راشي ...هغه چاته خر د خرې په سترګه ګوري
نو بيا دې خدای مل شي چې خر په هغه خرې څه کوي ؟
ستاسو دا استدلال خو دې ته ورته دی چې کارمل او کمونستانو د شوروي له خوا د اشغال په وخت ويل پرېږدئ مونږ خو ددې له پاره دا د مور ميړونه
راوستلي دي چې بله ورځ يې بيرته وباسو . اوس راتګ يې د ترقۍ له پاره اولويت لري او ددې اولويت پيژندونکې پاليسۍ پورې مو سوې هيلې تړلې دي .
آيا چا ورسره ومنله او باور يې پرې وکړ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او که افغغان ولس پرې باور کړی وای ايا افغانستنان به اوس د شوروي څوارلسم جمهوريت نه و ؟؟؟؟؟ او که د طالب په دغسې يو استدلال
افغانان باور وکړي او پرې تېر وځي آيا بله ورځ به افغانستان د پاکوستاني دارالخلافه پنځمه صوبه نشي ؟؟؟؟؟
نو
[quote:0625536108]دریمه کتګوري چې د خاورې د ازادی او دین په غم کې خپل تر ټولو خوږ څیز چې ژوند دی، [/quote:0625536108]
دپاکستان له پاره [quote:0625536108] نذرانه کړی،، [/quote:0625536108]
آيا دې ته [quote:0625536108]د خورا درانه مسوولیت احساس [/quote:0625536108] ويلی شو؟؟؟؟؟
او که دوی ورته احساس وايي آيا کله يې هم له ځان څخه دا پوښتنه کړې ده چې په دې احساس سره ددوی عقل هم ملګرتوب کړی او که کړی يې وي لږ خو دې د هغه عقل متن هم افغان ولس ته معرفي کړي چې په رښتيا عقل دی او همغه د تشو احساساتو بوس !
الله ج دې مونږ ټولو ته د سمې لارې هدایت وکړي،،،، آمین
عادل عادل
12.11.2011
السلام علیکم
دروند پتوال صاحب
د روسانو د اشغال او کارمل استدلال مو دلته سر نه خوري،،، په هغه وخت کې بل داسې اشغالګر چې تر روسانو یو پر زره ښکاره، پردی، وحشي او ظالم وي،،، وجود نه درلود،،، نو نن که تاسو ته د تورونو په حد کې د پنجاب پټ یا ښکاره رول د یوه لوی اشغالګر په بڼه ښکاري،،، نو بیا د تعجب ځای دا دی چې تر دې وهمي بلا، زر ځلې ښکاره ، خطرناک، لوی،، وحشي او ظالم یرغلګر باندې مو دا له احساسه ډک پام ولې ښوییژي او داسې نه پرې نښلی لکه په دا وهمي بلا چې نښلي.
وروره که د ډیورن له کرښې هاخوا ځمکه سړه،، سوله خوره،، او پېښور خو پېښور وای کنه،،، نو په خدای چې زما موقف به کټ مټ ستاسو موقف وای،، خو دا چې هلته هم د پنجاب سره ډغرې وهل کیژي،،، په تاڼو یې غازیان ورخیژي،،، جاسوسي ځالې یې آن د پنجاپ په زړه کې تر ګوزاونو لاندې نیول کیژي،، ،، نو همدا کافي ده چې په اوس وخت کې یې د تخریب پر ځای ،،، د ذوالیمینین شک پرې وکړو او د وحشي یرغل له ماتې سره جوخت یې د یقین تر پولو پیاوړی کړو ،،،
[quote:b6c4d84dde]او که افغغان ولس پرې باور کړی وای ايا افغانستنان به اوس د شوروي څوارلسم جمهوريت نه و ؟؟؟؟؟ او که د طالب په دغسې يو استدلال
افغانان باور وکړي او پرې تېر وځي آيا بله ورځ به افغانستان د پاکوستاني دارالخلافه پنځمه صوبه نشي ؟؟؟؟؟[/quote:b6c4d84dde]
وروره ما تاسو ته بره وویل چې د روسانو اشغال او مربوطه استدلال مو دلته بې ځایه دی،،، د روسانو او د دوی د لاسپوڅو سره افغانان یوه ورځ هم ونه درېدل،، خو دا اوس چې خبره د طالب/مقاومت ده،،، نو دا نه زما ادعا ده،، نه هم د بل چا،، بلکه یو عیني او ځمکنی واقعیت دی چې عام افغان وولس د دوی په شا کې ښه ټینګ ولاړ دی،، که زه نه یم ولاړ نو زه خو وولس نه یم،،، وولس هغه دی چې د غرني افغانستان د غرونو په لمنو کې مېشت دی،،، دا به زمونږ اشتباه وي چې په کابل کې جوړو مدني ټولنو ته د وولس نوم ورکړو،،،بهرنیانو همدا تېروتنه کړې،، چې لوړه بیه یې پرې کوي،،، په انجوګانو کې راټول افغانان هم وولس نشي یادیدی،، اونه هم د ماسټری او ډول -dual- پاسپورټونو واجب الاحترام او غیرمسوول څښتنان د خوارو او مظلومو افغانانو نمایندګي کولای شي،،، وولس که خدای مکړه هر څومره جاهل هم وي،،، په بیړنیو او تنګو حالاتو کې د خپل خیر او نجات مسیر په ډېره ښه توګه ټاکلی شي،،، نو وروره که ورته ملاتړ ته تاسې د وولس تېروتنه وایی،،،نو دا په اصطلاح تېروتنه یې ښه پخه کړې ده،،، اوس د خپل وولس مسیر منی او که خپله تیوري؟،،،، نور بیا
پتوال
12.11.2011
السلام عليکم و رحمة الله !
په دې کې شک نشته چې د ولس د يوې سترې برخې ملاتړ له طالبانو سره شته، همدغسې د شمالي ټلوالې پلوي کونکي هم د ولس يوه ستره برخه ده ، حال داچې نه د شمالي ټلوالې سياست کوم کوټلی ملي سياست دی ، ځکه چې د امريکا ګوډاګيتوب کوي او نه هم د طالب سياست ته د ISI د ملاتړ له امله کوټلی ملي سياست ويل کيږي ، او کمونستانو خو ماهم ويلي وو چې دچا ملاتړ ور سره نه و ، ځکه چې ګوډاګيان وو او ملي او اسلامي سياست يې نه درلود
، زما مطلب د طالب د (( اولويت پيژندونکې پاليسۍ)) له ملاتړ څخه و ، چې هدف ترې د ISI ملاتړ د اولويت په توګه پيژندل دي او له دې
ټکي سره د افغان ولس ملاتړ نشته ! نو تر کومه ځايه چې د طالبانو سره د ولس ملاتړ وجود لري چې تر يوۀ ځايه يې لري، هغه ملاتړ په دې ولاړ دی چې
ستاسو په تيرايستونکې وينا (( د طالب اولويت پيژندونکې پاليسې )) يعنې د ISI په مرسته تکيه کونکی سياست څخه خبر نه دي .
د طالب پاليسي د هغه مشرتابه پاليسي ده چې د سر له ويښتانو څخه نيولې د پښو تر پښو تر نوکانو پورې د ISI په ولکه کې بند او يرغمل دي او صرف
د تاييد دندې ته منحصر اعلاميې خپروي ، لکه چيرې چې د ISI ګومارلي ځان وزونکي ځان مرګی بريد تر سره کړي نو ددوی دنده دا ده چې ژر تر ژره يې مسوليت په غاړه واخلي که نه سوال پيدا کيږي چې طالبان يې مسوليت نه دی منلی نو
دا د ISI له خوا تر سره شوي بريدونه دي نه د طالبانو له خوا !
وګورئ طالب د هغه سترو جناياتو پړه په غاړه اخلي چې ISI تر سره کړي وي يعنې له امره يې سرغړونه نشي کولی، نو وروسته به
څنګه ځانونه د ISI له آهني
منګولو څخه خلاص کړای شي ؟؟؟؟ په هېڅ صورت هم نه ، دا به لا بيل جنايت وي چې خدای مکړه له ISI څخه ځان هډو خلاصول غواړي هم نه (!) .
انپړ توب او سياسي بېړا توب خو طالب مشرتابه د تمساح له ستونی تير کړی ، هغوی هېڅ نشي کولای او هېڅ نشي ويلای ،او له محکوم
پښتونستان څخه هم د زيات محکوم په توګه د پنجاب په خېټه کې هضم شوي خو نا افراز شوي پراته دي !
دا چې دپاکوستان په داخل کې دالقاعدوي طالبانو بريدونه بالکل د مسلم ليک قاف او ISI له پاليسۍ سره سمون خوري نو وروره د ذوليمينۍ معنی نه لري
اوپه هېڅ ډول د مثبت کار په نامه نشي پلورل کېدای !
عادل عادل
13.11.2011
السلام علیکم
[quote:3a12db0a22]په دې کې شک نشته چې د ولس د يوې سترې برخې ملاتړ له طالبانو سره شته، [color=white:3a12db0a22]همدغسې د شمالي ټلوالې پلوي کونکي هم د ولس يوه ستره برخه ده [/color:3a12db0a22][/quote:3a12db0a22]
پتوال صاحب دا چې لومړی مو دا منلې چې د ولس د یوې سترې برخې ملاتړ له طالبانو سره شته،،، خو ډېر ژر مو، د اندړو په چم،،، په دا بله جمله کې،،، له ټلوالې سره پرتله کړي دي،،، هغه هم په ډېر خام دلیل سره،،، تاسو ته دې مالومه وي،،، چې ټلواله لدې کبله وزږېدله چې نور یې د وولس د غولولو لارې چارې بایللې وې،، د ټلوالې هره یوه غړې ډله د ولس له خوا هم پخوا او هم اوس رټل شوي وو او دي،،، هو د ایراني ولس، تاجکي ولس، فرانسوي ولس، روسي ولس، اسراییلي ولس او ناټو او غربي ولسونو کلک مالي، استخباراتي او نظامي ملاتړ ، له اشغال وړاندې پټ اوله اشغال وروسته په ښکاره ډول ورسره دی،، خو زما مظلوم مطلب په دې بحث کې د مظلوم افغان ولس ملاتړ دی، نه د پردیو ولسونو،،،،
اولویت پېژندونکې پالیسي دې ته وایي چې تر هغه پورې چې وحشي یرغلګر نه وي وتلي،،، له ګاونډیانو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د تربګنت او بین الافغاني نقاش څخه باید د مقاومت هوښیار غازیان کلک پرهېز وکړي،،، دا ځکه چې د اکثریتو راپېښو ستونزو ریښې او اسباب همدا یرغل او یرغلګر دي،،،