نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نړیوال
03.09.2011
په تیر پسې...۷
پوښتنه: كه چېري د (الأمانات) (58) النساء، شأن نزول ته هم وكتل شي آيا دا به ترې په ډاگه نشي چى اصحاب كرامو ته حكم وشو ترڅو د عثمان ابن طلحة ﷻ پوري اړوند امانت بېرته همغه ته وروسپاري؟؟ او ښكاره ده چي د كعبې كلياني د اصحاب كرامو امانت نه وو چي هفه ته ئې سپارلو؟ نو دا آيت ظاهراً د الهي امانت (نه د خلكو د امانت!) وړ شخص ته په بېرته سپارلو كي د خلكو مكلفيت ښيي نه د دوى برلاسي؟ او ورپسې آيت هم د دوى پر اطاعت ټينگار كوي چي له مسلمان امير نه به ئې كوي او د جوړ جاړي يواځنۍ لاره به قران او سنت ټاكي نه كومي بلي مرجع (لكه بين المللى منځگړي يا هم اكثريت = 50%> )ته رجوع، (د تفسير بغوي او ابن عباس نه په استفادې).
ځواب: د دې مبارك آيت په اړه ستا انتباه دومره غلطه ده لكه د هغي د شأن نزول په اړه ستا ادعاء، دا آيت د النساء د سورې يو آيت دئ، د دې سورې بېلي بېلي برخي له درېيم هجري كال تر پنځم پوري نازلي شوې او دا ښيي چي دا آيت به د مكې له فتح او عثمان ابن طلحة ﷻ ته د كعبې د كليانو له سپارلو نږدې شپږ كاله وړاندي نازل شوى وي، نو ته ما ته ووايه چي دا پېښه څنگه د دې آيت شأن نزول ده؟!! آيا د شأن نزول په معنى پوهېږې؟ شأن نزول يعني هغه پېښه او هغه حالت چي د قرآن كوم آيت د هغه په ارتباط او همغه مهال نازل شوى وي، كه څوك ووايي: د كليانو سپارل د دې آيت يو مصداق وو، كېدى شي ادعاء ئې سمه وي، خو د شأن نزول نوم وركول په قطعي توگه غلطه خبره ده، عثمان ابن طلحة ﷻ ته د كليانو سپارل د دې آيت مصداق هم نشو گڼلى، دا ځكه چي كلياني نه د ده شخصي مال وو او نه دى تر نورو د دې كار لپاره اهل، دى د مكې له فتح وروسته مسلمان شوى، څنگه به ئې تر هغو مسلمانانو د دې دندي لپاره اهل گڼو چي مكه د دوى په لاس فتح شوه او دى د هغوى په لاس مسلمان شو؟! رسول الله ﹽ د خاص مصلحت لپاره دا كلياني بېرته ده ته وسپارلې، نو هغه ادعاء به څنگه سمه گڼو چي دا پېښه د دې آيت شأن نزول يا مصداق بولي؟!! دې ته مو پام وي چي كعبې ته دروازه جوړول، كلف وراچول، كلياني ئې په جيب كي گرځول د مشركو قريشو بدعت وو چي شرعي اصل نه لري، كعبه د خداى كور دئ، دروازه به ئې د ټولو پر مخ تل پرانيستې وي، ابراهيم عليه السلام داسي جوړه كړې وه چي د ننوتو او وتو دوه لاري ئې درلودې، دروازو ئې نه دړي درلودې او نه بندېدې، درشل ئې له زمكي سره برابر وو، قريشو د كعبې سطح لوړه كړه، يوه دروازه ئې په ډبرو بنده كړه، بلي ته ئې دړه او كلف واچاوو، موخه ئې دا وه چي كعبې ته ننوتل د دوى په واك كي وي، د خپلي خوښي خلكو ته د ننوتو اجازه وركړي!! رسول الله ﹽ غوښتل بېرته ئې په ابراهيمي بڼي كي اعمار كړي خو حالت ته په پام سره ئې دا كار ونه كړ. كلياني عثمان بن طلحه ته سپارل همداسي د يوه خاص مصلحت له مخي شوى.
ناقد صاحب ته مي مشوره دا ده چي كله د كوم آيت او حديث په اړه څه وايې يا كوم ستر شخصيت ته څه منسوبوې نو له پوره تحقيق، تبيين او يقين وروسته ئې كوه، مه د هر چا خبره منه او مه ئې بل ته كوه، لويو شخصيتونو ته د ډېرو سمو خبرو ترڅنگ ډېري غلطي او ناسمي خبري هم منسوب شوې، پيغمبرانو عليهم السلام ته منسوب شوې، حتى الله تعالى او د هغه كتاب ته منسوب شوې، د دې مبارك آيت په اړه ستا وينا ئې يوه بېلگه زموږ په وړاندي ږدي!! راشه دې مبارك آيت او د هغه حقيقي او صحيح تفسير ته په گډه ځير شو:
النساء: 58- 59
يقيناً چي الله تاسو ته د دې امر كوي چي امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او كله چي د خلكو ترمنځ پرېكړه كوئ نو په عدل سره پرېكړه وكړئ، بې شكه چي الله په ډېر غوره څه تاسو ته نصيحت كوي، يقيناً چي الله بصير اورېدونكى دئ. اې مؤمنانو! د الله اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د خپلو چارواكو اطاعت وكړئ، نو كه په كوم څه كي مو په خپلو كي شخړه وكړه، نو الله او پېغمبر ته ئې راجع كړئ، كه پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا ډېر غوره دئ او د پايلي له پلوه ډېر ښايسته.
په دې آيتونو كي لاندي مطالب راغلي:
1- الله تعالى ټول اسلامي امت ته امر كوي چي امانتونه خپل اهل ته وسپاري. خطاب عام او ټولو مسلمانانو ته متوجه دئ او ښيي چي دا د ټولو مؤمنانو دنده او وجيبه ده نه د كوم خاص ټولگي.
2- دلته له امانت نه مراد د واكمنۍ او اقتدار امانت دئ، كه څه هم د امانت معنى عامه هم كېدى شي او په هر مادي او معنوي امانت ئې هم اطلاق كېدى شي. خو دلته بحث پر امارت، حكميت او اطاعت راڅرخي نو ځكه ئې مراد يوازي او يوازي د امارت امانت دئ نه بل څه.
3- د اسلام له نظره اقتدار يو امانت دئ او د اقتدار خاوند د خلكو د امانتونو يو امين.
4- دا (امانت) به د مسلمانانو لخوا هغه چا ته سپارل كېږي چي (اهليت) ئې ولري. او دا د ټول اسلامي امت مأموريت او الهي فريضه ده چي د اقتدار امانت او په هغه پوري مربوط ټول امانتونه به داسي چا ته سپاري چي د دې وړتيا او اهليت په كي وي.
5- چا ته چي د امارت او واكمنۍ امانت وسپارل شي، هغه به په دې امانت كي د يوه امين په څېر تصرف كوي، نه د يوه مطلق العنان حاكم په څېر.
6- دا د امانتونو امين په دې مكلف دئ چي د خلكو ترمنځ به ئې هر قضاوت پر عدالت ولاړ وي.
7- كه د دې امين (امير) او د امانت د اصلي خاوندانو (خلكو) ترمنځ په كوم څه كي اختلاف راولاړ شي، نو منازعه به د الله كتاب او د رسول سنت ته راجع كېږي، وروستۍ پرېكړه به د قرآن او سنت له مخي كېږي.
8- د قانون په وړاندي ټول برابر دي، هيڅوك دا حق نلري چي ځان له قانون نه اوچت وگڼي، قانون ځان ته تابع او ځان د وروستۍ پرېكړي وروستۍ مرجع وگرځوي، كه څه هم هغه امير وي او دعوى ئې له يوه عادي فرد سره وي.
د قرآن په دغو دوو آيتونو كي د اسلامي نظام په هكله داسي اساسي لارښووني شوې چي كه په ټول قرآن كي يوازي همدا آيتونه راغلي وى نو د دې نظام د معرفي لپاره كافي وو، د اسلامي دولت په اساسي قانون كي د قرآن دغه لارښووني بايد په واضحو الفاظو ذكر شي. له دغو مباركو آيتونو لاندي خبري معلومېږي:
• اسلام د امير انتخاب هم د مسلمانانو وجيبه گڼي او هم ئې حق. د خلكو لخوا (څرگند) او (پخپله خوښه) بيعت ئې د امارت لپاره شرط گرځولى. له يوې خوا خلكو ته ويل شوي چي امانت اهل ته وسپارئ، له بلي خوا چارواكو ته ويل شوي چي د خلكو ترمنځ په عدالت حكم كوئ او ټولو ته ئې ويلي چي منازعات مو الله او د هغه رسول ته محول كړئ.
• متأسفانه ځيني خلك د بيعت يادونه كوي پرته لدې چي پوه شي بيعت څه ته وايي، د امير له ټاكلو مخكي ترسره كېږي كه وروسته؟!! حقيقت دا دئ چي له امير سره د خلكو بيعت داسي نه دئ چي لومړى به هغه له كومي بلي لاري امير كېږي او بيا به خلك د بيعت شكلي مراسم د دې لپاره ترسره كوي چي د ده په وړاندي د خپل اطاعت څرگندونه وكړي، خبره داسي نه بلكي په بشپړه توگه د دې عكس ده، دا بيعت دئ چي په هغه سره څوك امير كېدى شي، تر څو چي خلك له چا سره بيعت ونه كړي امارت ئې نه شي مسلم كېدى، امير هغه دئ چي خلك ورسره بيعت وكړي، له بيعت نه پرته مسلط شوى واكمن يو جابر او غاصب حاكم دئ.
ابوبكر رضي الله عنه هغه مهال امير شو چي خلكو په جومات كي له ده سره بيعت وكړ، عمر رضي الله عنه له هغه وروسته امير شو چي د خلكو بيعت ئې ترلاسه كړ، د ابوبكر رضي الله عنه لخوا څخه د ده انتخاب يوازي يو وړانديز وو، هغه ولس ته د عمر رضي الله عنه د غوره كولو وړانديز وكړ او خلكو قبول كړ. عمر رضي الله عنه له شهادت نه مخكي اوه كسان د دې لپاره غوره كړل چي له خپل منځ نه يو كس انتخاب كړي او بيا دغه كس د بيعت لپاره ولس ته معرفي شي. د ابوبكر رضي الله عنه نومونه داسي وه لكه د عمر رضي الله عنه له لوري د شپږو كسانو نومونه، كه دغو شپږو كسانو ته شپږ اميران نشو ويلي، همداراز د خلكو له بيعت نه مخكي عمر رضي الله عنه ته د امير خطاب نشو كېدى.
نور بيا
اکرم
03.09.2011
نړیواله !
دا لیکنه سر تر پایه د---لینک او پتې -- په ښوونې ،هم دلته هم په تاند او هم په شهادت کې نشر شویده، که لږ عقل درسره وي په ـــــ کاپې او پیست ــــــ به یې ځان په عذاب نکړې !
خو ښایي تا ته خلک دومره بیکاره ښکاری ، چې د لیکوال د ټول مذبذب شهرت سره سره دې دهغه د ضدو او نقیضو ، او بې پایه چټیاتو په لوستلو وخت ضایع کړي !!!
طاهر مسافر
06.09.2011
څو ټکی:
داسی بحثونو د وږی سړی په ویره دلالت کوی چه په خیرات کی به وږی پاته شی. دا چه ګلبدین او د هغه ړانده مقلدین د بری ورځ لنډه وینی نو دا ده بیا یی د اختلاف لیاری ته دعوت شروع کړی. هیله ده اول وطن ازاد کړی او بیا داسی بحثونه وکړی. زمونږ توقع دا ده چه یو صف ولری او د اخلاص صف نه د مجبوری. د کلبدین له خبری داسی معلومیږی چه ده له خپلی بی اعتباری او ورپسی کمزوری نه وروسته اوس ځینی خپل مقلدین و امریکایانو ته لیږلی او ځینی یی و طالبانو ته. که هر څوک کامیاب شول دوی به ګته ورته ورسوی. هغه د وردکو د ځینو کورنیو چل یی کړی دی. خو بیا هم د هغه مجاهدینو چه حزبیان وی او په اخلاص ولاړ وی په حق می دی خدای ج نه نیسی.
ګلبدین او هر څوک چه دی دیر غیر علمی بحث کړی. دوی له شرعی مصادرو د خپلی ګټی لپاره رایی اخیستی او بیا د خپلی هوی او نفس له مخی ډیر سخت حکمونه کړی. دا د یوه سیاسی سړی خبری بللای سو خو د یو فقهی عالم نه. چه خبره داسی شی نو بیا یی چټی خبری بولو او د جواب حق هم نلری.
دا کس که د حق ویل غواړی نو بیا باید د هغه امانت هم وساتی. دا کس اول ښه ووایی چه کومه د بل خبره او کومه د ده خبره ده. اوس ډیر ګډوډ شکاری او دا پخپله د تیروتنی لپاره یوه لیاره ده.
ډیری خبری یی لفظی مشاجری معلومیږی او بیا وروسته سخت حکمونه چه هغه د معتزله او نورو خبرو ته ورته وی.
زه خو وایم د کلیو کوچینیان لا دا حق لری چه په هغه انتقاد وکړی. ایا حزب یعنی ګلبدین معصوم دی؟ نبی دی؟ داسی بیځایه سوال به د سوال کونکی دمفکوری شه تعبیر وی.
نړیوال
06.09.2011
په تېر پسې ...8
پوښتنه: آيا دا ډېره عجيبه نده چي لمړى دي يو څه (الهي امانت) وبلل شي بيا يې دې (اصلي خاو ندان؟!) خلك ښوول شوي وي او هغه هم ېه دې دليل چي دوي ئې امير ته سپاري په داسي حال كي چي له دوى سره هم د امانت په څېر پروت و، او حال دا چي الله (ج) چي د دې امانت اصلي خاوند دئ د شخړي په صورت كي خبره يواځي كتاب الله او سنت الرسول (ص) ته محول كړې، (چي اوس د انبياو وارثينو (علماوو) ته راجع كېږي (وان العلماء ورثة الأنبياء) احمد و ابوداؤد، ....) او يو ځل بيا د عوامو (په تېره د اكثريت) د برلاسي او نظارت فكر محكوموي؟!!؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 40 م مخ)، خو دا مخ په دې رسالې كي نشته!!
ځواب: دا خبره ولي تا ته عجيبه برېښي؟ آيا ستا لاس، سترگي، استعدادونه او مال د الله تعالى امانتونه نه دي، او په عين حال كي اوس ته د هغوى خاوند نه يې؟! همداراز امارت او اقتدار هم يو الهي امانت دئ او هم د خلكو امانت، ټول فقهاء، مفسرين او واقعي علماء په دې متفق دي چي په دې آيت كي د (امانت) معنى (امارت) دئ، ټول وايي دا امانت به د مسلمانانو له لوري (اهل) ته سپارل كېږي، په آيت كي دا نه دي ويل شوي چي انبياء يا ورثة الانبياء به ئې اهل ته سپاري، همدا عوام چي ته ورته په ټيټه سترگه گورې او وايې (العوام كالانعام: عوام داسي دي لكه څاروي!) الله تعالى همدغو عوامو ته خطاب كړى او ورته ويلي ئې دي: امانت اهل ته وسپارئ!! زموږ څلور خلفاء د همدغو عوامو له لوري او په جومات كي او د اكثريت په خوښه ټاكل شوي.
پوښتنه: او آيا پر دې برسېره د عرفات له غونډۍ د رسول الله ﹽ په تر ټولو څرگند بيان (يا ايها الناس اتقوا ا الله واسمعوا و اطيعوا و إن امر عليكم عبد حبشي مجدع ما أقام فيكم كتاب الله عز وجل. . .) ابن حنبل، الترمذي ....) كي د (امر عليكم) لفظ دا نه ښيي چي پر تاسو به ټاكل كېږي؛ تاسي به ئې نه ټاكئ؟! ! ، كم له كمه په قران كي د (اكثر الناس لايعلمون) ذكر يولس ځله شوى. او د حاكميت په اړه د وگړو د اكثريت ناپوهي په ځانگړي ډول په ډاگه شوى (40) يوسف ځواب: تا دلته هم يو حديث غلط تعبير كړى او يو آيت دي په ناسم مورد كي كارولى، په حديث كي د (امر عليكم) معنى دا نه ده چي كه د بل د مټو، وسلو او پيسو په زور كوم څوك درباندي مسلط كړى شو نو تاسو به ئې خبره اورئ او اطاعت به ئې كوئ!! معنى ئې دا ده چي كه د شرعي امير له لوري څوك ستاسو مشر او مسئول وټاكل شو يا د نورو مسلمانانو په اتفاق كوم اهل كس امير غوره شو نو تا سو به ئې خبره اورئ او تر هغه به ئې اطاعت كوئ چي په ټولني كي د الله كتاب پلي كوي، له دې الفاظو دا خبره راايستل ډېر كركجن تحريف دئ چي تاسو به امير نه ټاكئ بلكي پر تاسو به مسلط كېږي!!!!! ما له تا پرته له هيچا تر نن پوري نه دا خبره اورېدلې او نه مي په كوم كتاب كي لوستلې، كه څه په كتابونو ډېري غلطي خبري هم راغلې دي، خو دا رأيه او تعبير يوازي ستا اخترع ده، خو خندوونكې اختراع!! يقيناً چي هيڅ عقلمن انسان دا خبره نشي كولى!! اجازه راكړه پوښتنه وكړم: پر مسلمانانو به ئې څوك ټاكي؟ الله تعالى، كه د هغه رسول او كه كوم وسله وال ځواك؟!! كه دي ځواب لومړنى وي نو دا يا د خوارجو ځواب دئ او يا د شيعه وو، كه دوهم وي نو دا يوازي د شيعه وو ځواب دئ او كه درېيم وي نو دا يوازي ستاسو ځواب دئ، د الله ښكلى دين له دې ټولو غلطو خبرو برئ دئ.
او دا آيت وايي: حكم (صادرول) خو يوازي الله لره دئ، امر ئې كړى چي له ده پرته د هيچا عبادت مه كوئ، سم او سيده دين همدا دئ، خو ډېرى خلك نه پوهېږي. د دې معنى دا ده چي حكم صادرول، قانون وضع كول او د حلال او حرام پرېكړه كول، په الله تعالى پوري مختص دي، همغسي لكه چي له ده پرته به د بل چا عبادت نه كېږي، دا د الهي دين بنسټ دئ، هيچا ته دا حق او صلاحيت نه دئ وركړى شوى چي د حلال او حرام په اړه له ځانه پرېكړه وكړي، سم او سيده دين همدا دئ، خو د نړۍ ډېرى خلك داسي دي چي له دې حقيقته خبر نه دي او نه پوهېږي.
د دې مبارك آيت په اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:
• د دې آيت په (اكثر الناس لايعلمون) كي مراد كافران دي نه مسلمانان، چا چي ايمان راوړى او دا خبره ئې منلې چي حكم صادرول د الله تعالى مختص صفت دئ او يوازي د هغه عبادت به كېږي، هغه ته د لايعلمون خطاب نشي كېدى. د ناقد صاحب استنباط غلط دئ چي دا ئې د مؤمنانو پر اكثريت تطبيق كړى.
• د دې معنى دا نه ده چي امير ټاكل او يا دې ته ورته نوري پرېكړي كول هم حرام او ناجائز دي، إن الحكم إلا لله داسي تعبيرول چي له خلكو د هرراز پرېكړي واك سلبوي غلط تعبير دئ، دا د هغو خوارجو تعبير دئ چي د امير له ټاكلو سره ئې مخالفت كولو، علي ﷻ ئې له دې كبله د وژلو وړ گڼلو چي د ده او د ده د مخالفينو تر منځ ئې د حكميت واك يوه هيئت ته وسپارو، او د حكم هيئت پرېكړه ئې ومنله.
پوښتنه: آيا د افغانستان خلك لدې آيت نه مستثنى دي چي مونږ ئې د حكم په اړه د اكثريت پر تشخيص حساب وكړاى شو؟؟
ځواب: د دې مبارك آيت له دې فقرې (اكثرالناس لايعلمون) څخه نه يوازي مسلمان افغانان مستثنى دي بلكي ټول مسلمانان ترې مستثنى دي، مصيبت دا دئ چي ته د دې آيت په معنى سم نه يې پوه شوى، هغه څه چي د كافرانو په اړه ويل شوي ته ئې پر مؤمنانو تطبيقوې!!
پوښتنه: آيا ستاسو راتلونكي نظام ته په مشروعيت وركوونكي او زعامت ټاكونكي بهير كي د مسلمان او كافر، عالم او جاهل، د هفه مجاهد چي هر څه ئې له مرتد زعامت سره په مقابله كي له قرآنه نذرانه كړل او د هفه تارك الجهاد قاعد چي نه يواځي د كفر په پنا كى و بلكي له محرابى انقلاب سره ئې د أبوجهل په څېر دښمني پاللـه، مؤمن او فاسق، منفق او منافق، صالح مؤمن او مفسد، متقي او فاجر، ښځي او سړي رأيي سره برابري دي؟! د اسلامي دولت اساسي قانون، لمړى فصل، څلورمه ماده، دوهم بند، 5 مه ماده لمړى بند، دوهم فصل 32 مه ماده)
نو پر دې آيتونو د ايمان تقاضاء به څه وي:
وَ لَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كثِيراً مِّنَ الجِْنِّ وَ الانسِ لهَُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بهَا وَ لهَُمْ أَعْينٌ لا يُبْصِرُونَ بهَا وَ لهَُمْ ءَاذَانٌ لا يَسمَعُونَ بهَا أُولَئك كالأَنْعَمِ بَلْ هُمْ أَضلُّ أُولَئك هُمُ الْغَفِلُونَ الاعراف: 179
... قُلْ هَلْ يَستَوِى الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَ الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُوا الأَلْبَبِ الزمر: 9
لا يَستَوِى الْقَعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيرُ أُولى الضرَرِ وَ المُْجَهِدُونَ فى سبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَلِهِمْ وَ أَنفُسِهِمْ فَضلَ اللَّهُ المُْجَهِدِينَ بِأَمْوَلِهِمْ وَ أَنفُسِهِمْ عَلى الْقَعِدِينَ دَرَجَةً وَ ُكلاً وَعَدَ اللَّهُ الحُْسنى وَ فَضلَ اللَّهُ الْمُجَهِدِينَ عَلى الْقَعِدِينَ أَجْراً عَظِيماً * النساء: 95
أَ فَمَن كانَ مُؤْمِناً كَمَن كانَ فَاسِقاً لا يَستَوُنَ السجده: 18
... ممَّا رَزَقْنَهُمْ يُنفِقُونَ البقره: 3 ... وَ لا يُنفِقُونَ إِلا وَ هُمْ كَرِهُونَ التوبه:54
أَمْ نجْعَلُ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ كالْمُفْسِدِينَ فى الأَرْضِ أَمْ نجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كالْفُجَّارِ28
كِتَبٌ أَنزَلْنَهُ إِلَيْك مُبَرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا ءَايَتِهِ وَ لِيَتَذَكَّرَ أُولُوا الأَلْبَبِ* ص:29
.... وَ استَشهِدُوا شهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَينِ فَرَجُلٌ وَ امْرَأَتَانِ .... البقره: 282
ځواب: راشه چي لومړى د اسلامي دولت د اساسي قانون دغه برخي وگورو چي تا ورته گوته نيولې، تا په دغو مادو اعتراض كړى: لمړى فصل، څلورمه ماده، دوهم بند، 5 مه ماده لمړى بند، دوهم فصل 32 مه ماده)، دا مادې داسي دي:
څلورمه ماده:
• په افغانستان كي حاكميت په الله تعالى پوري مختص دئ، انسان د الله تعالى خليفه او حكومت د دې خلافت ممثل او د ولس نائب دئ.
• د ولس معلن او بلا اجبار بيعت او رأيه د نظام د مشروعيت مبنا ده، يوازي هغه څوك جائز ولسمشر گڼل كېږي چي افغان مسلمان ولس په خپله خوښه انتخاب كړى او په خپله رضاء ئې ورسره بيعت كړى وي.
• په صندوق كي رأيه اچول د بيعت نعم البدل دئ، دا ځكه چي مخامخ بيعت په يوې وړې ټولني كي ممكن دئ نه په ستري ټولني كي.
پنځمه ماده
• د افغانستان هر تبعه او تابعيت ترلاسه كوونكى؛ افغان او د دې ملت غړى گڼل كېږي، د هېواد تابعيت د هر هېوادوال مسلم حق دئ، دولت نشي كولى د چا دا حق سلب كړي، مگر د ده په غوښتنه او په هغه صورت كي چي د بل هېواد تابعيت ترلاسه كړي.
نور بيا
pattang
07.09.2011
انډيواله اول دې دانوم نړۍ وال خوند نه راکوي ځکه چې واز او دراز دی !
داکوم شيان چې ته يې ليکې دا دحزبې اسلامي دغړيو خبرې دي چې ما څو ځله
ترې اورېدلې دي٠ حزب دې په خپل وخت کې ډېر جنايتونه کړي دي او ډېر خلک يې
وژلي دي ، تر ګلببو نيولې تر تا پورې به له ټلو پوښتنې کېږي او خپل حساب او
کتاب به ورکوۍ ! دحزب اکسره غړي دې له امريکايانو او له لا سپوڅي دولت سره
کار کوي لانت پر دوی چې اسلام يې وشرماوو ٠
حزب دې يو هدف لري چې هغه کومت کول دي او ددې هدف لپاره خپله ببو هم
خرڅوي٠
ته اوس د انتخاباتو مسائل او داميرالمومنين مسائل ولې منځ ته راوړې ?
په اميرالمومنين پسې خو يې ته اوزه يې وينو چې دومره خلک پسې ولاړ دي اوخپل
سرونه ورکوي چې ان دنړۍ لوی فرعونيان او صليبي سپاره يې داسې په تنګ کړي
دي چې ان پرتوګونه يې ډک کړي دي ، نو ته ولې خپله خوسا پرو پاګندې کوې !
په حزب اسلامي کې دې اکسره مکتبي خلک دي چې ارتجاعي او اپورتونسته
خواص لري٠
نړیوال
07.09.2011
په همدې فورم کې یو چا بل ته لیکلي وو چې زه له انسانانو سره بحث کوم او ته چپ شه، خو زه به دومره وکړم چې تاسې دواړه به له انسانیته نه باسم، یوازې د خبرو ډول او املا مو اصلاح کړی، د بحث ډول زده کړی او بیا راځی دلته د خپل ټایپنګ تمرین کوی، ستاسې ککرۍ لا خامې دي.
[quote:616a2c9465]انډيواله اول دې دانوم نړۍ وال خوند نه راکوي ځکه چې واز او دراز دی !
داکوم شيان چې ته يې ليکې دا دحزبې اسلامي دغړيو خبرې دي چې ما څو ځله
ترې اورېدلې دي٠ حزب دې په خپل وخت کې ډېر جنايتونه کړي دي او ډېر خلک يې
وژلي دي ، تر ګلببو نيولې تر تا پورې به له ټلو پوښتنې کېږي او خپل حساب او
کتاب به ورکوۍ ! دحزب اکسره غړي دې له امريکايانو او له لا سپوڅي دولت سره
کار کوي لانت پر دوی چې اسلام يې وشرماوو ٠
حزب دې يو هدف لري چې هغه کومت کول دي او ددې هدف لپاره خپله ببو هم
خرڅوي٠
ته اوس د انتخاباتو مسائل او داميرالمومنين مسائل ولې منځ ته راوړې ?
په اميرالمومنين پسې خو يې ته اوزه يې وينو چې دومره خلک پسې ولاړ دي اوخپل
سرونه ورکوي چې ان دنړۍ لوی فرعونيان او صليبي سپاره يې داسې په تنګ کړي
دي چې ان پرتوګونه يې ډک کړي دي ، نو ته ولې خپله خوسا پرو پاګندې کوې !
په حزب اسلامي کې دې اکسره مکتبي خلک دي چې ارتجاعي او اپورتونسته
خواص لري٠[/quote:616a2c9465]
[quote:616a2c9465]
نړیواله !
دا لیکنه سر تر پایه د---لینک او پتې -- په ښوونې ،هم دلته هم په تاند او هم په شهادت کې نشر شویده، که لږ عقل درسره وي په ـــــ کاپې او پیست ــــــ به یې ځان په عذاب نکړې !
خو ښایي تا ته خلک دومره بیکاره ښکاری ، چې د لیکوال د ټول مذبذب شهرت سره سره دې دهغه د ضدو او نقیضو ، او بې پایه چټیاتو په لوستلو وخت ضایع کړي !!!
[/quote:616a2c9465]
نړیوال
07.09.2011
په تېر پسې ...۹
• د تابعيت اړوند مقررات د قانون له مخي تنظيمېږي.
دوه دېرشمه ماده
د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدو حق لري، له دې حق څخه د استفادې څرنگوالى او شرايط د انتخاباتو اړوند قانون توضيح كوي.
اوس نو له ښاغلي ناقد پوښتنه كوو: په دغو بندونو كي كوم څه داسي دي چي د دغو مباركو آيتونو له لارښوونو سره تعارض لري، او تا په دغو آيتونو د كومي خبري د ترديد لپاره استدلال كړى؟ څنگه استدلال؟ زه گمان نه كوم چي هيڅ عقلمن انسان به ستا له دې استناد سره توافق وكړي، د دې مادو په هيڅ برخي كي نه دي ويل شوي چي مؤمن او فاسق، مجاهد او قاعد، منفق او منافق، صالح مؤمن او مفسد، متقي او فاجر سره برابري دي؟! دوه دېرشمه ماده وايي چي د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدو حق لري، له دې حق څخه د استفادې څرنگوالى او شرايط د انتخاباتو اړوند قانون توضيح كوي. يعني دا چي څوك د كانديدېدو حق لري او څوك نه، څوك رأيه وركولى شي او څوك نه، دا او دې ته ورته قضايا به د انتخاباتو اړوند قانون توضيح كوي. ته هغه مهال دا آيتونه د نورو په وړاندي كېږده او استناد پرې وكړه چي د دې آيتونو د لارښوونو خلاف خبره دي له چا واورېده، د مثال په توگه: كه چا وويل: په محكمې كي د شهادت په دوران كي ښځه او سړى برابر حيثيت لري، ته ورته ووايه: اشتباه كوې، قرآن وايي چي يا به دوه نارينه د شاهد په توگه تېرېږي يا يو نارينه او دوه ښځي، كه چا وويل: منافق او مخلص، صالح او فاسق سره برابر دي، ورته ووايه اشتباه كوي، د قرآني معيارونو له مخي دوى سره برابر نه دي، خو دې ته دي بايد پام چي دا نه ستا حق او دنده ده چي چا ته د منافق او فاسق خطاب وكړې او له خپلو اسلامي حقوقو ئې محروم كړې او نه د بل هر چا، د منافق په اړه به الله تعالى پرېكړه كوي او د فاسق په اړه شرعي محكمه، كه رسول الله ﹽ د منافقينو سردار عبد الله بن ابى بن سلول له خپلو اسلامي حقوقو محروم نه كړ، حتى صحابه وو ته ئې ونه ويل چي دى منافق دئ، ته څنگه ځان ته حق وركوې چي خپل حريف او رقيب ته د منافق خطاب وكړې او د امير په اړه د رأيي له وركولو ئې محروم كړې؟!! آيا د راشدو خلفاوو د انتخاب په ورځ د مدينې كوم استوگن د منافق، فاسق، قاعد او يا په كوم بل نامه د رأيي له وركولو او بيعت نه محروم كړى شوى؟!! يو عاقل انسان په دې پوهېږي چي د انتخاباتو نتيجه او د انتخابېدونكي څرنگوالى، شخصيت او مواصفات مهم دي، مهمه دا ده چي څوك به انتخابېږي، كه د دوو صالح او اهل شخصيتونو تر منځ د يوه انتخاب مطرح وي، په دې كي هيڅ حرج نشته چي رأى وركوونكى څوك دئ او مواصفات ئې څه دي، كه هر څوك رأيه وركړي نتيجه به ئې دا وي چي يو صالح انسان به غوره كېږي. د اسلامي دولت اساسي قانون وايي:
يواتيايمه ماده
د ولسي جرگې لپاره د نومول شووو مواصفات دا دي:
• افغان وي يا لږ ترلږه تر انتخابېدو لس كاله د مخه ئې د افغانستان تابعيت ترلاسه كړى وي.
• د باصلاحيته محكمې له لوري په فساد، فسق او خيانت نه وي محكوم شوى.
• عمر ئې تر پنځه وېشتو كلونو كم نه وي.
دو اتيايمه ماده
د ولسي جرگې هر غړى له هغه وروسته د منتخب غړي په توگه په غونډو كي د برخي اخيستو حق ترلاسه كوي چي په دغو الفاظو لوړه وكړي: د الله تعالى په نامه لوړه كوم چي اسلامي شريعت ته التزام، د هېواد اساسي قانون ته درناوى، د ولس له حقوقو نه دفاع، د ملت له لوري راسپارل شوې دنده په امانت او تقوى ترسره كول، په خپلو ويناوو، ليكنو او اظهاراتو كي د يوه امين وكيل په توگه عمل كول او د هېواد او ولس گټي په پام كي نيول خپلي شرعي دندي ګڼم او په ټول صداقت او اخلاص سره ئې د ادا كولو هڅه كوم. والله على ما اقول وكيل.
ښاغلى ناقد! تا د دغو مادو له ليدو او لوستو سره سره څنگه د داسي بې ځايه پوښتنو او بې بنسټو نيوكو پرېكړه كړې؟ كله چي پر كوم آيت استناد كوې نو لومړى د هغه آيت په معنى ځان پوه كړه، وگوره چي دا آيت په كوم ارتباط راغلى، سياق و سباق ئې څه دي، فقهاوو، علماوو او مفسرينو څه انتباه ترې اخيستې ده، د كومي خبري د اثبات لپاره به استناد پرې كوو، داسي نه چي ستا له نظره مسلمانان سره برابر نه دي نو د دې خبري د اثبات لپاره ټول هغه آيتونه سره قطار كړې چي (لايستوي) په كي راغلي، كه څه هم دا د كافرانو او مسلمانانو تر منځ د عدم برابرۍ په اړه وي!!
جناب ناقد پر دغو دريو رسالو (د اسلامي دولت اساسي قانون، راتلونكى اسلامي نظام به څنگه وي؟ كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟) همدا پورتنۍ بې بنسټه نيوكي درلودې، يو اعتراض ئې هم د اعتناء وړ نه دئ، له ورايه معلومېږي چي نيوكي او اعتراضات ئې له حزبي تعصباتو راټوكېدلي، نه ئې د علمي بحث او مناقشې تقاضاء مراعات كړې، نه ئې د علمي څېړني اسلوب غوره كړى او نه ئې د خپلي مدعاء د اثبات لپاره د منلو وړ دلائل وړاندي كړي، په ډېرى مواردو كي ئې د دغو رسالو اصلي مطالب په غلطي بڼي كي تعبير كړي، داسي خبري ئې ترې راايستلې چي په رسالو كي نشته، داسي اعتراضات ئې كړي چي په رسالو كي ئې بشپړ ځواب ويل شوى، د قرآن آيتونه او د رسول الله ﹽ احاديث ئې په ناسمه او غيرمحتاطانه توگه كارولي، د آيت موضوع او شأن نزول يو څه او ده بل څه ترې جوړ كړي.
ناقد صاحب پر دغو خامو او كچه اعتراضاتو اكتفاء نه ده كړې، د حزب په ضد ئې د خپل زړه ټولي بړاسي راايستلې دي او ټول هغه اعتراضات ئې راغونډ كړي چي د اسلام دښمنانو او د دوى مبلغينو د حزب په ضد ويلي، او دا ئې تر دوو عنوانونو لاندي وړاندي كړي: زعامت او موقف (ولاء او براء) او (كړني او لاسته راوړني). په دې توگه:
پوښتنه: ولي د (حزب اسلامي) ثابت مشرتابه؛ ډېرو سابقون- لأولونو په نيمه لار كي پرېښودلو او لائې هم پرېږدي؟ او هره ورځ نوي انشعابونه څه رنگه ارځوئ؟
ځواب: تا دوه پوښتني (په حقيقت كي دوه ادعاوي) كړې، دوهمه ئې د لومړۍ ماهيت هم جوتوي، تا ويلي چي (هره ورځ) نوي انشعابونه څنگه ارزوئ؟ د دې دروغجني او له كركجني مبالغې ډكي ادعاء معنى خو دا ده چي كه تا دا رساله دوه كاله وړاندي ليكلې وي، نو اوس به نږدې اوه سوه دېرش ورځي پرې تېري شوې وي، او له هغي ورځي تر نن پوري به په حزب اسلامي كي اوه سوه دېرش ځلي (هره ورځ يو) انشعابونه رامنځته شوي وي!! اوس نو ته مهرباني وكړه له دغو اوه سوه دېرشو څخه د دريو انشعابي ډلو نومونه واخله!! كه ونه توانېدې نو معنى ئې دا ده چي تا په درواغ ويللو كي مبالغه كړې ده. حقيقت دا دئ چي له حزب اسلامي څخه څو كاله وړاندي يوه ډله د مرحوم مولوي صاحب خالص په مشرۍ او د هغو كسانو د هڅو له كبله بېله شوه چي نن د امريكايانو په خدمت كي دي، د اسلام او د جهاد د دښمنانو هم په دې كي لوى لاس وو، بيا نو تر نن پوري بل داسي چا له حزب اسلامي د بېلېدو او بېل تنظيم د جوړولو ادعاء او اعلان نه دئ كړى چي د اعتناء وړ وړوكې ډله ترې جوړه شوې وي، ځينو خپل بخت وآزمويو خو مخلصو او وفادارو حزبيانو ځواب وركړى او تش لاس ئې رخصت كړى. ته لږ په سړه سينه او په داسي حال كي چي رخه او كينه دي يوې خوا ته ايښې وي؛ پر خپلي دغي ادعاء غور وكړه او قضاوت وكړه چي آيا يو منصف ناقد او خدايپال قاضي دومره مبالغه كوي، ستا ډېرى پوښتني او اعتراضات دې ته ورته دي، بې بنسټه، په دروغجنو ادعاگانو ولاړ، له كينې او رخې راټوكېدلي، او د حقائقو خلاف. زه د خپل مهربان رب د بې انتهاء پېرزوينو ممنون يم چي ما ته ئې دومره مخلص او وفادار ملگري راكړل چي كه ووايم په دې نږدې تاريخ كي ئې هيچا ته نه دي وركړي نو مبالغه مي نه ده كړې. آيا خبر يې چي حزب څومره شهيدان وركړي، څومره غړي ئې زندانونو ته تللي او تعذيب شوي، څومره ئې معيوب شوي، څومره ئې هجرت او له خپل كور، كلي، زمكي، مال او دولت لاس اخيستو ته اړ شوي، شمېر ئې تر لكونو اوښتى، دا ټول زما ملگري وو او دي، دا دئ پر ملگرتيا مو دري څلوېښت كلونه تېر شول خو سره بېل نشوو، په داسي حال كي چي دا اوږده موده مو ټوله په داسي اوږدې مبارزې كي تېره كړې چي له سختو سختو آزموينو ډكه وه، داسي سختي شپې ورځي راباندي راغلې چي د تاريخ په ډېرو لږو ډلو به راغلې وي، ستا دا ادعاء په بشپړه توگه غلطه ده.
پوښتنه: ويل كېږي چي د ځينو ټوليو په اړه تل پرېكړي ته ژررسېدلي يې، خو د نورو په خلاف مو په روانه صليبي جگړه كي دريځ ډېر ځلي مبهم او يا هم متغير برېښېدلى؛ او دا په داسي حال كي چي د صليبي جگړي مجاهد ته اړينه ده د دوستۍ او دښمنۍ په اړه د خپل امير پرېكنده حكم وويني ..... نو د لاندي پوښتنو غوڅ ځواب اړين برېښي:
الف: د پاكستان دولت مرتد دئ كه نه؟ او ولي؟!؟
ب: د افغانستان دولت مرتد دئ كه نه؟ او ولي؟!؟
ځواب: لومړى بايد ستا پوښتني تصحيح شي: مرتد هغه چا ته ويل كېږي چي له مسلمانېدو وروسته بېرته كافر شوى او د كافرانو لوري ته اوړېدلى وي، د دې اطلاق په افرادو كېدى شي نه پر دولتونو، خو كه له تا سره همدا د مفاهيمو غلطه كارونه موقتاً ومنو نو د پاكستان او افغانستان دولتونه له اسلام نه بېرته د كفر په لوري نه دي اوښتي بلكي له پيل تر نن پوري هيڅكله او په هيڅ څه كي اسلام ته نه دي ننوتي، د دوى په اړه د ارتداد خبره نشي كېدى او مرتد ورته نشو ويلى.
نوربيا
pattang
07.09.2011
هلکه نړيواله اوکه نړۍ واله !
داملا په برخه کې ،ځو توري راڅخه پاته شوي دي کوم عيب ندی دلته
داملا او انشا مسابقه نده ! زه په خپلو خامو مغزو ريښتياهم ستاپه
هغې عربي نه پوهيږم کومه چې تا دعربو په پخلنځي کې زدګړې ده!
که زما خبرې واقعت نوی نومورچک به دې نه اچول٠
[quote:046c069f2c="نړیوال"]په همدې فورم کې یو چا بل ته لیکلي وو چې زه له انسانانو سره بحث کوم او ته چپ شه، خو زه به دومره وکړم چې تاسې دواړه به له انسانیته نه باسم، یوازې د خبرو ډول او املا مو اصلاح کړی، د بحث ډول زده کړی او بیا راځی دلته د خپل ټایپنګ تمرین کوی، ستاسې ککرۍ لا خامې دي.
[quote:046c069f2c]انډيواله اول دې دانوم نړۍ وال خوند نه راکوي ځکه چې واز او دراز دی !
داکوم شيان چې ته يې ليکې دا دحزبې اسلامي دغړيو خبرې دي چې ما څو ځله
ترې اورېدلې دي٠ حزب دې په خپل وخت کې ډېر جنايتونه کړي دي او ډېر خلک يې
وژلي دي ، تر ګلببو نيولې تر تا پورې به له ټلو پوښتنې کېږي او خپل حساب او
کتاب به ورکوۍ ! دحزب اکسره غړي دې له امريکايانو او له لا سپوڅي دولت سره
کار کوي لانت پر دوی چې اسلام يې وشرماوو ٠
حزب دې يو هدف لري چې هغه کومت کول دي او ددې هدف لپاره خپله ببو هم
خرڅوي٠
ته اوس د انتخاباتو مسائل او داميرالمومنين مسائل ولې منځ ته راوړې ?
په اميرالمومنين پسې خو يې ته اوزه يې وينو چې دومره خلک پسې ولاړ دي اوخپل
سرونه ورکوي چې ان دنړۍ لوی فرعونيان او صليبي سپاره يې داسې په تنګ کړي
دي چې ان پرتوګونه يې ډک کړي دي ، نو ته ولې خپله خوسا پرو پاګندې کوې !
په حزب اسلامي کې دې اکسره مکتبي خلک دي چې ارتجاعي او اپورتونسته
خواص لري٠[/quote:046c069f2c]
[quote:046c069f2c]
نړیواله !
دا لیکنه سر تر پایه د---لینک او پتې -- په ښوونې ،هم دلته هم په تاند او هم په شهادت کې نشر شویده، که لږ عقل درسره وي په ـــــ کاپې او پیست ــــــ به یې ځان په عذاب نکړې !
خو ښایي تا ته خلک دومره بیکاره ښکاری ، چې د لیکوال د ټول مذبذب شهرت سره سره دې دهغه د ضدو او نقیضو ، او بې پایه چټیاتو په لوستلو وخت ضایع کړي !!!
[/quote:046c069f2c][/quote:046c069f2c]
نړیوال
08.09.2011
[quote:ccd83acc1a]هلکه نړيواله اوکه نړۍ واله !
داملا په برخه کې ،ځو توري راڅخه پاته شوي دي کوم عيب ندی دلته
داملا او انشا مسابقه نده ! زه په خپلو خامو مغزو ريښتياهم ستاپه
هغې عربي نه پوهيږم کومه چې تا دعربو په پخلنځي کې زدګړې ده!
که زما خبرې واقعت نوی نومورچک به دې نه اچول٠ [/quote:ccd83acc1a]
پتنګ ګله درې نیمګړتیاوې لرې یو خو (په تنګ) ېې او دوهم دې لوړ ویلي چې ماغزه مې خام دي، دریم دا چې د قلم او کلام عفت نشې ساتلی، ځه لومړی ځان ته کوم ښوونځی ولتوه.
khoshalkhan
08.09.2011
جګړه به شي او که ګيلې !
په هر صورت نيوکه د جوړښت مور ده !
pattang
08.09.2011
وه لېونيه !
** زه ريښتيا هم چې په تنګ يم ، کله چې زه ستاسو د عقل اوتحليل د
اخيستلوسرعت ته ګورم زړه مې خړ ين شي ، کله به تاسو عقل زدکوۍ او پر ځا
ی ددې چې په کار مين شۍ د دالر و مين توب او پردۍ مذدوري به پرېږدۍ!
** مکتبونو خو ما ټول لوستلي دي نور نو کوم مکتب ، پوهنتون ، کورسونه
ولونم ! نور نشته ! هو يو مکتب شته چې هغه دارالمجانين دی خو هغه هم له تاسو
ډک دی او هلته هم زه نه درسره جوړېږم ، ځکه زه په تنګ يم ( تحليل ، سياسي شعور
.... ستاسې سرعت خوند نه راکوي).
** دکلام عفت ساتل : ==> ووره ! زه کليوال پښتون يم چې يواري مې
څوک په خبرپوه نشه نو په دوهم وار ورته تندېږم ، په مکتب کې هم داسې ومه،
څوک به چې په سوال پوه نشه سر به مې يې له دېواله ، دېواله سره واهه، الله
دې مغفرت راته وکړي ٠
زه په کومه پارټۍ ، ګروپ کې نيم، دحزب اسلامي په هکله مې هغه شيان درته
ليکي کوم چې ما ليدلي او او رېدلي دي!
[quote:5d1bd93f6f="نړیوال"][quote:5d1bd93f6f]هلکه نړيواله اوکه نړۍ واله !
داملا په برخه کې ،ځو توري راڅخه پاته شوي دي کوم عيب ندی دلته
داملا او انشا مسابقه نده ! زه په خپلو خامو مغزو ريښتياهم ستاپه
هغې عربي نه پوهيږم کومه چې تا دعربو په پخلنځي کې زدګړې ده!
که زما خبرې واقعت نوی نومورچک به دې نه اچول٠ [/quote:5d1bd93f6f]
پتنګ ګله درې نیمګړتیاوې لرې یو خو (په تنګ) ېې او دوهم دې لوړ ویلي چې ماغزه مې خام دي، دریم دا چې د قلم او کلام عفت نشې ساتلی، ځه لومړی ځان ته کوم ښوونځی ولتوه.[/quote:5d1bd93f6f]
رښتینی
18.12.2011
دموحد له لیکنوپرته نوري مې ټولي وکتلي
خوندوري وې خو پتنګ اومومند صاحبان
نادرکه دي :cry:
پتوال
18.12.2011
ما شا الله نړيوال صاحب، السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
داسې ليکنه مو کړې چې د نړۍ له ټولو سرو زرو يې وزن او ارزښت ډېر دی او په ډاګه کوي چې له لويدزې نړۍ ډير پخوا
څومره جمهوري اصول په اسلام کې موجود وو او دي ، چې د قدرت وږي پرې منکر دي ، په تيره بيا دغه برخې يې له سياسي پند او حکمت څخه ډکې دي :
[color=blue:2e81a084c1]
د طالبانو په اساسي قانون كي دا نه دي ويل شوي چي په اسلامي نظام كي شورى بنيادي اهميت لري، امير د شورى له لاري غوره كېږي او له ولس سره په شورى مكلف دئ، هغه امير چي په دې اصل عمل ونكړي واجب العزل دئ، په اسلام كي د مطلق العنان زعيم تصور مردود دئ، دا د فرعوني نظام ځانگړتيا گڼي، دا د خلافت نه بلكي د ملوكيت خصوصيت بولي، پيغمبر عليه السلام ټولي مهمي پرېكړي په جومات كي او له مسلمانانو سره په مشوره كړې دي، د احد، بدر او خندق په څېر د جگړو پرېكړه نه يوازي د مسلمانانو له مشورې وروسته شوې بلكي پيغمبر عليه السلام تر هغه وروستى تصميم ندئ نيولى چي ټولو توافق ندى كړئ، كه څوك د پيغمبر عليه السلام امتي وي او د هغه مبارك په سنت عمل كول غواړي نو بايد مشورې ته همدومره اهميت وركړي، يوه كس ته مطلق العنان واك سپارل په اسلامي شريعت كي هيڅ مجال نلري، دې ته مو بايد پام وي چي كله د مسلمانانو شمېر زيات شو نو پيغمبر عليه السلام لدوى وغوښتل چي خپل استازي ورمعرفي كړي، دا استازي د نقباء په نامه يادېدل او دا پيغمبر عليه السلام په خپله نه غوره كول بلكي ولس ته ئې ويل چي تاسو ئې رامعرفي كړئ، دا په حقيقت كي د ولس منتخب استازي ول.
راشه د (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ هغه 26م مخ) هم وگورو چي تا پرې استناد كړى، په دې مخ كي راغلي:
په دې روايت كي گورئ چي د مدينې خلكو له پيغمبر عليه السلام سره د خپلو استازو په ذريعه بيعت كړى، كه پيغمبر عليه السلام مدينې ته چي وروسته د مسلمانانو دارالخلافه ترې جوړ شو د خلكو په خوښه او د دوى له بيعت نه وروسته داخل شوى نو ته څنگه ځان ته حق وركوې چي كابل ته د خلكو له خوښي پرته او د جگړي له لاري په دې موخه داخل شې چي خپله خوښه او د خپلي خوښي زعيم په زور پرې تحميل كړې. څوك چي دا كار كوي د عمر رضي الله عنه هغه وينا دي په غوږ كي ولري چي د سقيفه بنى ساعده په غونډي كي ئې وكړه: فمن بايع أميرا عن غير مشورة المسلمين فلا بيعة له ولا بيعة للذي بايعه تغرة أن يقتلا: كه څوك د مسلمانانو له مشورې پرته له كوم امير سره بيعت وكړي نه د ده بيعت ارزښت لري او نه د هغه چا چي بيعت ئې ورسره كړى، د دې وېره شته چي دواړه ووژل شي.
د عمر رضي الله عنه دا وينا ډېر پرېكنده او قاطع حجت دئ د هغه چا په ضد چي د ټولو مسلمانانو له موافقې او مشورې پرته د څو كسانو بيعت د امارت لپاره كافي گڼي، دا يوازي د درباري مفتيانو رأيه كېدى شي نه په دين د يوه پوه انسان رأيه. دا رأيه د سلاطينو په خدمت كي بوختو مفتيانو هغه مهال وركړه چي د امير انتخاب له جومات نه قصرونو ته او له عوامو نه درباري خواصو ته انتقال شو او په نتيجه كي ئې امارت اموي او عباسي شو، موروثي او خانداني شو او يزيد اميرالمؤمنين شو.
اميد دئ په دې سره ستا دغه پوښتنه: آيا كوم شرعي اصل د هفه امير د عزل د وجوب په اړه شته چي د شورى مشوره ئې نه وي منلې؟! ځواب شوې وي. [/color:2e81a084c1]
همدارنګه دا :
[color=yellow:2e81a084c1]
متأسفانه ځيني خلك د بيعت يادونه كوي پرته لدې چي پوه شي بيعت څه ته وايي، د امير له ټاكلو مخكي ترسره كېږي كه وروسته؟!! حقيقت دا دئ چي له امير سره د خلكو بيعت داسي نه دئ چي لومړى به هغه له كومي بلي لاري امير كېږي او بيا به خلك د بيعت شكلي مراسم د دې لپاره ترسره كوي چي د ده په وړاندي د خپل اطاعت څرگندونه وكړي، خبره داسي نه بلكي په بشپړه توگه د دې عكس ده، دا بيعت دئ چي په هغه سره څوك امير كېدى شي، تر څو چي خلك له چا سره بيعت ونه كړي امارت ئې نه شي مسلم كېدى، امير هغه دئ چي خلك ورسره بيعت وكړي، له بيعت نه پرته مسلط شوى واكمن يو جابر او غاصب حاكم دئ.
ابوبكر رضي الله عنه هغه مهال امير شو چي خلكو په جومات كي له ده سره بيعت وكړ، عمر رضي الله عنه له هغه وروسته امير شو چي د خلكو بيعت ئې ترلاسه كړ، د ابوبكر رضي الله عنه لخوا څخه د ده انتخاب يوازي يو وړانديز وو، هغه ولس ته د عمر رضي الله عنه د غوره كولو وړانديز وكړ او خلكو قبول كړ. عمر رضي الله عنه له شهادت نه مخكي اوه كسان د دې لپاره غوره كړل چي له خپل منځ نه يو كس انتخاب كړي او بيا دغه كس د بيعت لپاره ولس ته معرفي شي. د ابوبكر رضي الله عنه نومونه داسي وه لكه د عمر رضي الله عنه له لوري د شپږو كسانو نومونه، كه دغو شپږو كسانو ته شپږ اميران نشو ويلي، همداراز د خلكو له بيعت نه مخكي عمر رضي الله عنه ته د امير خطاب نشو كېدى. [/color:2e81a084c1]
د ملت وال له پاره هم څه لري :
[color=darkred:2e81a084c1]د افغانستان په اسلامي دولت كي پښتو ملي او رسمي ژبه ده، دري او نوري محلي ژبي هم په هغو ولاياتو كي رسمي ژبي گنل كېږي.چي تر 50% زيات خلك ئې ليك لوست پرې كوي.
دولت مكلف دئ د ټولو افغاني ژبو د ودي لپاره مناسب او اغېزمن اقدامات وكړي، په دې موخه چي د هېواد هر بچي ته په خپلي مورنۍ ژبي د زده كړي مناسب شرايط برابر شي.
رسمي اسناد او مكاتبات او درسي كتابونه به په ملي ژبه او رسم الخط وي، له محلي ژبو نه په مطبوعاتو او خبري رسنيو كي استفاده كول او په ښوونځيو كي ئې د ادبياتو تدريس د رسمي ژبي تر څنگ آزاد دي.
عربي ژبه چي د قرآن او اسلامي علومو ژبه ده، بايد له څلورم ټولگي نه د ثانوي دورې تر پايه په ښوونځيو كي تدريس شي.
ښاغلي ناقد ته وايو: د نړۍ ټول هېوادونه يوه يوه ملي ژبه لري، د ټولني د اكثريت ژبه ئې ملي ژبه وي، د ايران ملي ژبه فارسي ده، د امريكا ملي ژبه انگرېزي ده، نه ايران بلوڅي، كردي او عربي ژبو ته رسميت وركړى او نه امريكا له انگرېزي پرته نورو ژبو ته، دا ماده د نړۍ د ډېرو هېوادو تر اړوند مادو وړاندي او مترقي ده، يوازي يو متعصب انسان به پرې د اعتراض گوته ږدي. په امريكا كي له انگرېزي پرته په بلي ژبي؛ حتى د امريكا د اصلي اوسېدونكو په ژبي لوست او رسمي مكاتبه ممنوع ده. آيا پوهېږې چي دوى ولي موږ ته گڼ شمېر ملي ژبي خوښوي او ځان ته يوازي يوه؟!! كه پوه شوې نو يقيناً چي دا اعتراض به بېرته واخلې.[/color:2e81a084c1]
نړيوال صيب ستاسو دغه ليکنه بايد د ټول افغان په لومړي مخ کې هم خپره او هلته پرې د بحث کړکۍ پرانيستل شي !
په درنښت
نړیوال
20.12.2011
له ټولو لوستونکو او نالوستونکو مننه
په تېر پسې ...۱۰
ج: هفه پخواني مجاهدين چي د كشيش- ملا په جگړه كي د آذان پر ځاى ناقوس كړنگوي مرتد شوي كه نه؟!؟ او ولي؟!
ځواب: څوك چي د كليسا او كشيش په گټه آذان په ناقوس بدل كړي يقيناً چي مرتد شوى، حتى هغه چي له يوه ظالم او يرغلگر سره د دې لپاره ملتيا او ملگرتيا وكړي چي د هغه مټ مضبوط كړي په داسي حال كي چي پوهېږي هغه ظالم دئ، نو يقيناً چي له اسلامه وتلى. موږ دا دريځ په وار وار او په ډېرو څرگندو الفاظو او له هر راز ابهام او مجاملې پرته اعلان كړى، هيڅ باخبر افغان له دې څرگند دريځ بې خبره نه دئ، يوازي متعنتي او متعصبي كړۍ له دې سترگي پټوي. موږ هغه مهال چي جنرال مشرف د پاكستان واكمن وو، هغه ته په يوه پرانيستي ليك كي وليكل: جنرال صاحب! پاكستان دي ډېر ارزان خرڅ كړ؛ د ممپليو په بيع!! خو همدغه مهال ستاسو د مشر هغه ليك چي پاكستاني واكمنو ته د كرنل امام په حواله لېږل شوى وو؛ په پاكستاني ورځپاڼو كي خپور شو چي په كي راغلي وو: طالبان له تاسو سره دښمني نه لري او ستاسو لپاره مضر نه دي!!
راشه د جنرال په نامه د ليكل شوي ليك ځيني برخي ولوله، تر دې عنوان لاندي:
جنرال صاحب! پاكستان دي ډېر ارزان خرڅ كړ، د ممپليو په بيه!!
پاكستان له امريكا سره د افغانانو په ضد جگړي كي ملگرى شو، امريكايانو ته ئې نظامي اډې وركړې، له دغو اډو نه امريكايي طيارو په افغانانو باندي د بمباريو لپاره 78000 الوتني وكړې، هري طيارې خپل بمونه او راكټي په افغانانو وورولې، د پاكستان له فضا نه په استفادې سره په سلهاوو كروز ميزايلونه د افغانستان په لوري وتوغول شول، د امريكا د كماندوئي ځواكونو په سلهاوو ټولگي له پاكستان نه د عملياتو لپاره افغانستان ته ننوتل، د افغانى شخصيتونو د وژلو لپاره ئې په كليو او ښارونو كي كماندوئي عمليات ترسره كړل، د امريكايانو د بريدونو په ترڅ كي تر 25000 نه زيات افغانان ژوبل او وژل شوي، امريكايي ځواكونو د طالبانو هغه حكومت چي پاكستان قانوني حكومت گڼلو او هغه ئې په رسميت پېژندلو، نسكور كړ او په ځاى ئې داسي حكومت جوړ كړ چي روسانو او ملگرو ئې غوښتو او په تېرو كلونو كي د زياتو مصارفو په كولو د هغه په راوستو نه وو موفق شوي، امريكايانو د كابل واگي هغو ډلو ته وسپارلې چي د پاكستان په رقيبانو( روسيې، هند او ايران) پوري تړلې دي.
پاكستان نه يوازي په افغانستان باندي د امريكايانو د وحشيانه او ناجائز بريد ملاتړ وكړ او په دې راضي شو چي د ده يو مسلمان گاونډى هېواد د كفري ځواكونو په لاس اشغال شي، بلكي د طالبانو د حكومت په نسكورولو او د دوى په وژلو، نيولو او لاس تړلي دښمن ته په سپارلو كي ئې داسي له شرم او پېغور ډك خدمت كړى چي په انساني تاريخ كي د هغه مثال نشو موندلى!! په تاريخ كي داسي خو ډېر ځله ليدل شوي چي بې همته واكدارانو د گواښونو په وجه خپل خارجي سياست بدل كړى، د خپلو وقتي گتو او مصالحو لپاره ئې له خپلو زړو دوستانو نه لاس اخستى، د يوې ډلي په ځاى ئې بله ډله غوره كړې، له مخكنۍ ډلي سره ئې خپلي كړې ژمنې هېري كړې او له خپلو تعهداتو په شا شوى، خو د داسي شرمناك عمل مثال نه شو موندلى چي يو حكومت دي د پرديو د گټو لپاره هم خپلي ملي گټي قرباني كړي او هم دي خپل ملگري د نورو په پښو كي ذبح كړي!! او دې ته دي تيار شي چي د خپلو ملگرو په وژلو، نيولو، سپكولو او له هېواد نه په شړلو كي د دوى د دښمن ملگرتيا وكړي او هغوى دي لاس تړلي دښمن ته وسپاري!! او حتى دې ته دي تيار شي چي په خپل هېواد كي د دغه اشغالگر ځواك استخباراتي شبكو ته دا اختيار وركړي چي هرڅوك په هر وخت او هر ځاى كي نيولى او خپلو محبسونو ته لېږدولى شي او د مخالفينو په نيولو كي په هومره خلاص لاس عمل كولى شي چي په خپل هېواد كي ئې نه شي كولى، هلته د قانون په مراعات مكلف وي خو دلته هيڅ قانون او هيڅ اداره نه د هغه مخه ډپ كولى شي او نه له هغه نه د تپوس جرأت كولى شي، سى آى اې او اف بى آى د شپى په تياره كي په كورونو بريد وكړي، خپل مخالفين ونيسي، د خپلي خوښي پټو ځايونو ته ئې انتقال كړي، خو نه داخله وزير خبر وي، نه وزير اعلى او نه د سيمي نوري اړوند ادارې!! ). جناب ناقد! آيا په دې دريځ كي ابهام شته؟!!
د: د كفري نظام د مقننې قوى (ائمه) واجب القتل دي كه مباح الدم؟!؟ او كه مصؤن؟.
ځواب: د كافر محارب دښمن (ائمه) واجب القتل دي، الله تعالى د دوى د وژلو امر كړى، او دا حكم د دې لپاره دئ چي مجاهدين خپله توجه د دوى لوري ته واړوي او د دښمن په عادي او غيرمهمو افرادو خپل وخت او امكانات ضائع نه كړي، داسي نه چي اصلي او خطرناك دښمن پرېږدي او خپله توجه عادي او غيرمهمو افرادو ته واړوي. خو دې ته بايد متوجه وو چي قرآن موږ ته د هر كافر د كشر يا مشر د وژلو امر نه دئ كړى، د محارب دښمن د (ائمه) د وژلو امر ئې كړى. نور په هغه صورت كي مباح الدم دي چي له موږ سره وجنگېږي يا عملاً زموږ د دښمنانو مرسته وكړي. رسول الله ﹽ كلونه كلونه د يهود په څېر دښمنان په خپلي خوا، مدينه كي زغملي دي، هغه مهال ئې د دوى په ضد د جگړي پرېكړه وكړه چي دوى عملاً د دښمنۍ او له محارب دښمن سره د ملگرتيا لار غوره كړه، ډېرو نورو مشركو قومونو او د هغوى مشرانو ته ئې تر هغه څه نه دي ويلي او د دوى پر ضد ئې د جگړي لار نه ده غوره كړې چي هغوى دښمنۍ ته ملا نه ده تړلې.
ز: د صليبي جنگيالي دنده پرمخ بوول ارتداد دئ كه ندئ؟:؟
و: له مرتد سره تړون، هفه ته پناه وروړل، له هفه سره د مجاهد په خلاف مرسته څه حكم لري؟!؟
ځواب: هر څوك چي د مسلمانانو په ضد جنگ كي د يرغلگرو صليبي ځواكونو ملگرتيا او مرسته كوي، د دوى له ډلي گڼل كېږي او حكم ئې د صليبي ځواكونو د اصلي جنگياليو په څېر دئ.
ز: د يموكراسي اسلام ته ډېره نږدې ده كه كفر ته؟!
ځواب: اسلام بېل نظام دئ او ديموكراسي بېل، اسلامي نظام نه د نړۍ اوسنيو ديموكراتيكو نظامونو ته ورته دئ او نه ئې سوسياليستي نظامونو ته. اسلامي نظام همغه دئ چي د اسلامي دولت په اساسي قانون كي ئې جامع انځور وړاندي شوى.
ح: د امام په علم الغيب، پر معصوميت، له الهي استاځيو پر لوړتيا، د قران پر تحريف، د صحابه و پر تكفير، د امهات المؤمنين پر توهين، له كفر سره په تلپاتې ملاتړ ... باوري شيعه گان زنادقه او واجب القتل دي كه نه؟!
نوربيا :