د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟ (١)

نړیوال
02.08.2011

د يوه محترم ناقد پر 24 صفحو مشتمله ليكنه مي ترلاسه كړه، پرته له دې چي خپل نوم او هويت ئې څرگند كړى يا حتى كوم مستعار نوم ئې كارولى وي، د حزب اسلامي د ماضي د ستايني تر څنگ ئې ځيني پوښتني مطرح كړې او د خپلو پوښتنو او اعتراضاتو ځواب ئې غوښتى، د ده پوښتنو ته ځواب نه ويل راته مناسب ونه برېښېدل، كه څه هم ډېرى ئې يا له گونديز رقابت راټوكېدلې او يا له تعصب او يا له ناسم تشخيص، خو د دې لپاره مو د ځواب او د هغه د نشرولو پرېكړه وكړه چي ښايي داسي پوښتني او اعتراضات به ځيني نور هم لري، يا به د داسي كړيو د تبليغاتو تر اغېز لاندي داسي پوښتني ورسره راولاړي شوې وي، كه د اسلام د ځينو مهمو مفاهيمو په اړه د ليكوال ناسم تعبيرونه او د تحريف تر كچي غلط تأويلونه نه وى نو دې ليكني ته مي ځواب نه ويلو، خو د اسلام له حريم دفاع، او د اسلامي مفاهيو له څېرې د گردونو څنډل او حقيقت ئې خلكو ته رسول يوه ستره ديني فريضه ده، نو ځكه مي له مصروفيتونو سره سره د ځواب ويلو او نشرولو پرېكړه وكړه.
دا ليكنه په حقيقت كي د هغو رسالو ځواب دئ چي دوه كاله وړاندي تر دې نامه لاندي نشر شوې: د اسلامي دولت اساسي قانون، كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ د نوي افغانستان اسلامي نظام به څنگه وي؟ ځينو داسي انگېرله چي ښايي طالبان به ډېر ژر د دې رسالو په اړه څه وليكي، په ځانگړې توگه د رسالو د هغو برخو په اړه چي د دوى له اساسي قانون سره تړاو لري او دا قانون ئې له علمي او ادبي پلوه ډېر كمزورى او له شرعي پلوه د اسلام له اساسي اصولو سره په ټكر كي ښودلى، خو نږدې دوه كاله وروسته ئې د دغي ليكني په ترڅ كي له خپل اساسي قانون د دفاع او نيوكو او اعتراضاتو ته د ځواب پر ځاى د اعتراض په اعتراض ځوابولو لار غوره كړې، او پر هغه اساسي قانون ئې انتقاد ته ملا تړلې چي يقيناً د اسلامي علومو په لړ كي يوه ستره، ارزښتناكه او ځلانده پانگه گڼل كېدى شي، داسي پانگه چي مثال ئې نشي په گوته كېدى. كاش د طالبانو كوم مشهور او په قرآن او حديث پوه عالم پر دې اساسي قانون څه ليكلي وى او هغه ئې په علمي اسلوب سره، له تعصب او عناد لري، په سړه سينه او د قرآن او حديث په رڼا كي څېړلى وى، تاسو به د دې ناقد نيوكو ته په پام سره په آسانۍ درك كړئ چي هغه د داسي يوه مهم علمي او ديني سند له څېړلو ډېر عاجز دئ، كاش دوى لومړى پر خپل اساسي قانون اعتراضاتو ته ځواب ويلى وى بيا ئې د اسلامي دولت پر اساسي قانون د څه ليكلو زحمت ايستلى وى.
په هر صورت زه په دې ليكني كي دا محترم مجهول الهويه ليكوال د ناقد په نامه يادوم او هڅه كوم چي ټولو پوښتنو او اعتراضاتو ته ئې مناسب ځواب ووايم.
هغه خپله ليكنه له بسم الله الرحمن الرحيم وروسته د الدين النصيحة په حديث پيل كړې او داسي ئې ښودلې چي گواكي يو بې غرضه ناصح دئ، دوى ته بايد ووايو: ناصح او ناقد توپير لري، ناصح هغه چا ته ويل كېږي چي له چا سره د خواخوږۍ له كبله د هغه مرسته او لارښوونه كوي، موږ د دې ليكني له پيل تر پاى د نصيحت او خواخوږۍ څه نښه نه وينو، ټوله ليكنه په ډېر وضاحت سره ښيي چي له عقدې او رخې راټوكېدلې او د طالبانو په تأييد كي او د حزب په ضد ليكل شوې.
د ليكني اصلي برخه له دې ځايه پيل شوې: منشأ او مرستندويان
تر دې عنوان لاندي د ناقد صاحب لومړۍ پوښتنه دا ده: آيا حزب اسلامي د اخوان المسلمين په تگلاره قانع وو؟ او اوس ئې په اړه څه نظر لري؟
ځواب: تر ځواب وړاندي بايد ووايو چي په پاكستان كي د جمعيت علماء اسلام په مدرسو كي روزل شوي افغاني طالبان د اخوان المسلمين او جماعت اسلامي په اړه همغه نظر له ځان سره راوړي چي د پاكستان جمعيت علماء ئې د دغو ډلو په اړه لري، جمعيت علماء دغو دواړو ډلو ته په داسي سترگه گوري چي د پيپلز پارټي او نيشنل عوامي پارټۍ په څېر سيكولر او غير مذهبي ډلي ترې غوره گڼي، دوى چي څوك دغو ډلو ته منسوب كړي نو گواكي هغه په څلورو كتابونو كافر دئ!! له سخت كافر سره په يوه لار تلى شي خو له دغو ډلو سره نه، دوى وايي: يو مودودي سل يهودي!!! او دا ځكه چي دوى د ځان حريفان گڼي، گمان كوي چي عوام ترې بېلوي او روزي ئې پرې بندوي!! دغه افغاني طالبان هم داسي روزل شوي چي كله وغواړي تر ټولو ستر او خطرناك دښمن خپلو ملگرو ته معرفي كړي نو يا د اخواني نوم پرې ږدي او يا د مودودي!! دوى له مسعود، جنرال مالك او جنرال دوستم سره پټ او څرگند ائتلاف كولى شي خو له حزب اسلامي سره نه، دا دئ گورئ چي د ناقد صاحب لومړۍ پوښتنه دا ده: آيا حزب اسلامي د اخوان المسلمين په تگلاره قانع وو؟ دوى ته وايو: كه حزب اسلامي د اخوان المسلمين په سياسي تگلاري قانع وى نو بيا خو به ئې د وسله وال جهاد لار نه غوره كوله، بيا خو به اخوان المسلمين په افغانستان كي د كومي بلي ډلي د جوړولو او پاللو هڅه نه كوله، حزب اسلامي نه پرون له اخوان المسلمين سره تنظيمي تړاو درلود او نه نن، د افغانستان اسلامي نهضت په همدې هېواد كي دننه راټوكېدلى، هر څه ئې كورني دي، خو د نړۍ له ټولو سوچه اسلامي ډلو سره په خپلو اصولو، اهدافو او كړنلارو كي ورته والى لري، دا ځكه چي زموږ رب يو، قبله مو يوه ده، پر يوه لارښود كتاب او يوه پيغمبر ايمان لرو. حزب اسلامي د نړۍ ټولو اسلامي گوندونو ته په درنه سترگه گوري، د ټولو ترمنځ د يووالي پلوي كوي، له ټولو غواړي چي د اسلامي امت د يووالي او عزت لپاره يو بل ته د وحدت او ورورۍ لاس وركړي.
پوښتنه: حزب اسلامي د كوربه هېواد (پاكستان) سره لومړۍ اړيكه، وروستۍ اړيكي او بالآخره اوسنۍ اړيكي څه راز دي؟
ځواب: پاكستان زموږ كوربه نه دئ، يوازي د يو شمېر مهاجرينو كوربه دئ، البته د روسي اشغال په ضد د تېر جهاد په دوران كي د نږدې درې نيم مليونه افغان مهاجرينو كوربه وو، موږ هغه مهال پاكستان ته ولاړو چي جلاد داؤد د حزب اسلامي په سلگونو غړي ونيول، ځيني ئې اعدام كړل، ځيني ئې په غيابي توگه په اعدام محكوم كړل، زه له همدې ډلي څخه وم، زما د نيولو لپاره ئې زما عكسونه په ټول هېواد كي خواره كړل، تر ما وړاندي ځيني نور وروڼه پاكستان ته تللي ول، هغوى له ما وغوښتل چي زه هم هلته ولاړ شم. دغه مهال په پاكستان كي د مسكو پلوو ډلو له لوري چاودني پيل شوې وې، ځينو ئې دا هيله درلوده چي روسان په پاكستان كي هم هغه څه وكړي چي په افغانستان كي ئې وكړل، سرې خولۍ به ئې پر سر اېښودې او سره بيرغونه به ئې رپول!! مسكو د پاكستان د تجزيې زړه منصوبه درلوده، دغه ډلي ئې د همدې مصوبې د كړيو په توگه جوړي او پاللې، چاودني تر پنجاب او سيند پوري ورسېدې، د هغه وخت صوبه سرحد اعلى وزير شيرپاو په همدې ورځو كي او د همدغو ډلو په لاس ووژل شو. دغه حالت ته په پام سره د پاكستان حكومت موږ ته پناه راكړه. زموږ دغه هجرت د هغه لوى هجرت لپاره لار آواره كړه چي شمېر ئې درې نيم مليونه ته ورسېدو، په ډېر اطمئنان او يقين سره ويلى شو چي كه هغه هجرت نه وى نو وروستى هجرت به هم نه وو، كه د جلاد داؤد په ضد زموږ وسله وال پاڅون نه وى نو د كمونيستانو او روسانو په ضد به د افغان ولس د پاڅون رؤيا ترسره شوې نه وه، نه به د كمونيستانو د كودتا په ضد چا قيام ته زړه ښه كړى وو او نه د روسي فوځونو د يرغل په ضد هغه تاريخي مقاومت ته.
د مقاومت په دوران كي پاكستان د غرب تر فشار لاندي وو او ترې غوښتل ئې چي د مقاومت قيادت د بنسټپالو (حزب اسلامي) له لاسه وباسي او غربپالو ته دا شرائط برابر كړي چي د مقاومت زعامت د هغوى په لاس كي پرېوځي، ټولي هغه افغاني ډلي چي په پېښور كي جوړي شوې موخه ئې همدا وه، خو هغوى په دې ونه توانېدل چي د مقاومت مشري غربپالو ته وسپاري يا له دوى يو ځواكمن او اغېزمن لورى جوړ كړي. كه د حزب اسلامي مقاومت نه وى نو غرب به ظاهرخان ډېر دمخه راوستى وو، جمعيت د ده له راتلو سره موافقه كړې وه، جبهه نجات، محاذ ملي او حركت ورسره موافق ول او تاسو حتماً خبر يئ چي د ظاهر خان په اړه د طالبانو دريځ څه وو!! مرحوم ضياء الحق د افغاني ډلو د مشرانو په يوې غونډي كي دا غوښتنه وكړه چي د ظاهرخان له راتلو سره موافق وكړو، يوازي ما مخالفت وكړ، د جلسې فضاء سخته خړه پړه شوه، ما وويل: افغان مجاهدين د اسلام لپاره قرباني وركوي، كه احساس كړي چي قربانۍ به ئې د ظاهرخان په راتلو منتج كېږي نو هيڅوك به د خپلو وينو نذرانه كولو ته چمتو نشي، كه غواړئ چي دا مقاومت ختم شي نو ظاهرخان راولئ. زما او د ضياء الحق تر منځ په دوو مواردو كي سخت اختلاف راولاړ شوى: چي يو ئې همدا د ظاهرخان قضيه وه او بله ئې له ريگن سره د ملاقات نه كولو قضيه، هغه له ريگن سره وعده كړې وه چي د مجاهدينو وفد به له تا سره ملاقات ته درځي او په سپيني ماڼۍ كي به دا ملاقات ترسره كېږي، د هيئت مشري زما په غاړه وه، ما له خوا د دې لپاره له داسي ليدني ډډه كوله چي د افغان جهاد اسلامي هويت او خپلواكي تر پوښتني لاندي رانشي او په نړۍ كي ئې اعتبار ته صدمه ونه رسېږي، او له بلي خوا د دې لپاره چي امريكا ځان د افغان جهاد وصي او قيم معرفي نه كړي او له مسكو سره پرې د راكړي وركړي معامله او مصالحه ونه كړي، الحمد لله هغه ليدنه ترسره نشوه، ما ته تر نن پوري د دغه موقف سزا راكول كېږي، هم د پاكستاني چارواكو له لوري او هم د امريكا له لوري، خو زه پرې فخر كوم او د داسي سزا گاللو ته چمتو وم او يم.
آيا پوهېږې كه ما له دغي خطرناكي منصوبې سره كلك مخالفت نه وى كړى جهاد به له كوم برخليك سره مخامخېدو؟!! يقيناً چي زموږ د شهداوو ويني به هدر تلې، د جهاد اسلامي هويت به له منځه تلو او د غولوونكې آزادۍ په غربپال مقاومت به بدلېدو.
تا ته به ښايي معلومه وي چي ستا ځيني مشران د هغو ډلو كشران او واړه واړه غړي ول چي مشرانو به ئې تل او حتى په محراب كي او د منبر له پاسه د ظاهر خان په اړه دا موضوعي او منكر روايت وايو: السلطان ظل الله في الارض، من اعان سلطان الله اعانه الله و من اهان سلطان الله اهانه الله!! پاچا په زمكي كي د خداى سيوري دئ، چا چي د سلطان مرسته وكړه خداى دې مرسته وكړي او چا چي سلطان ته په سپكه سترگه وكتل خداى دې سپك كړي!! ويل ئې ظاهرخان ته اوو وليانو ملا ورتړلې، هغه سترگي پر اور حرامي دي چي دى وگوري!!! له همدې كبله به جنرال نصيرالله بابر ويل: طالبان د ظاهرشاه لښكر دئ!!
اوس خو د پاكستان دريځ ډېر څرگند دئ، پاكستان په بشپړه توگه او پوره اخلاص سره د امريكا مرسته كړې او كوي ئې، كه د پاكستان پراخه مرسته نه وى نو امريكايانو نه افغانستان په دومره آسانۍ سره نيولى شو او نه تر نن پوري دلته پاتي كېدلى شوو. پاكستان زما ورور، زما زوم، زما د محافظينو يو مشر حاجي گل رحمن او د حزب گڼ شمېر غړي نيولي او لاس تړلي ئې امريكايانو ته سپارلي، د حاجي گل رحمن برخليك تر ننه معلوم نشو، د امريكايانو په څرگندو زندانونو كي ليدل شوى نه دئ. اسلام آباد د افغانستان په اړه واضح او خپلواك سياست نه لري، تر ننه ئې هغه څه كړي چي امريكايانو ترې غوښتي.
نور بيا


(شپون)
02.08.2011

په دی روژه کې کوم حدیث وژباړه یاکوم ایت ترجمه کړه
دادې په څه چټیاتو پیل کړی دی الله دی هدایت درته وکړې ،،،،


!!

-
02.08.2011

[quote:a80bd02164]آيا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟ [/quote:a80bd02164]
دا پوښتنه ډیره بې ځایه ده. نه پوهیږم وروسته به ترې څه نتیجه راوباسې او لیکنه مې دې نه ده لوستلې خو عنوان دې لا سم نه دی!

دا پوښتنه به هغه وخت راولاړیده چې طالبانو رښتیا هم حزب اسلامي تر انتقاد او نیوکې لاندې راوستلی بیا دې پوښتنه سمه وه چې آیا طالبان حق لري چې په حزب انتقاد وکړي؟؟

دا چې څوک په حقه او څوک په ناحقه دی، بیله موضوع ده، خو طالبانو تراوسه په حزب انتقاد لا څه کوې چې نه یې په ښه نوم اخلي او نه په بده،، خو برعکس حزب اسلامي د امیر څخه نیولې بیرته تر امیر پورې همیشه طالبان ترانتقاد لاندې نیولي دي او اکثره وخت خو لا سړی نه پوهیږي چې دا منتقد اوس د کرزي د غلامې او لاسپوڅې ادارې مامور دی او که د حزب اسلامي غړی؟؟!! داسې یې د هغوی سره د جوال خوله نیولې.

تر بوسو لاندې به اوبه نه تیروو، د طالبانو الاماره ویب سایټ، او ډیلی شهادت ویب پاڼه به همدا اوس ما او تا د لوستونکو په مخکې راپرانیزو، زه به د حزب اسلامي په طالبانو پسې د بې ځایه تبلیغاتو او پروپاګند بې شمیره مثالونه دروښیم.. خو که تا د الاماره څخه یو مثال داسې راپیدا کړ چې په حزب پسې تخریبي پروپاګند شوی وي بیا راشه او ما پړ کړه.

په حقیقت به سترګې نه پټوو طالبان دومره وخت نه لري چې په حزب اسلامي باندې انتقاد وکړي او د هغوی پرضد تبلیغات وکړي او همیشه یې د حزب په رابطه د سکوت دریځ غوره کړی. که ښه یې نه وي ویلی بد خو یې هیڅکله نه دي ویلي. خو برعکس حزب اسلامي افغانستان، آن لا د جهاد په سنګرو د پروت مجاهد ورور حکمتیار په کچه هم په طالبانو د انتقاد او نیوکو څخه دریغ نه دی کړی، او دا لړۍ لا هم جریان لري.

زه خو وایم راځه ددې موضوع عنوان دې سره لږ تیروبیر کړه او داسې پوښتنه وکړه چې:
آیا حزب اسلامي په طالبانو د انتقاد حق لري؟؟


Re: آيا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟ (١)

Kamil
02.08.2011

[quote:34cabd9a27="نړیوال"]

زما او د ضياء الحق تر منځ په دوو مواردو كي سخت اختلاف راولاړ شوى: چي يو ئې همدا د ظاهرخان قضيه وه او بله ئې له ريگن سره د ملاقات نه كولو قضيه، هغه له ريگن سره وعده كړې وه چي د مجاهدينو وفد به له تا سره ملاقات ته درځي او په سپيني ماڼۍ كي به دا ملاقات ترسره كېږي، د هيئت مشري زما په غاړه وه، ما له خوا د دې لپاره له داسي ليدني ډډه كوله چي د افغان جهاد اسلامي هويت او خپلواكي تر پوښتني لاندي رانشي او په نړۍ كي ئې اعتبار ته صدمه ونه رسېږي، او له بلي خوا د دې لپاره چي امريكا ځان د افغان جهاد وصي او قيم معرفي نه كړي او له مسكو سره پرې د راكړي وركړي معامله او مصالحه ونه كړي،[/quote:34cabd9a27]
الله اکبر په دی ښکاره دروغو.
له رېګن سره د مجاهدینو وفد په دی خاطر ملاقات ته تللو چی له هغوي سره خبره وکړي او د افغانستان جګړې ته څه حل پیدا کړي، په دی شپه جنرل ضیاء د ټولو تنظیمونو مشران چی په سر کی یی حکمتیار و دی ته چمتو کړي و چی امرېکی ته لاړ شي خو یواځی خالص بابا و چی ټوله شپه ورپسې جنرل ضیاء او حکمتیار کلک نښتي و چی لاړ شه خو خالص بابا رح همدا یو دلیل نېولې و چی تر څو امریکایان او روسان مونږ په رسمي ډول ونه پیژني زه نه ځم هماغه و چی بیا ټول ساړه کیناستل.
اوس لیکوال دا هم ځان ته منسوبوي.
فلعنت الله علی الکاذبین


نړیوال
03.08.2011

له هسې ځان تیرونې څه نه جوړیږي، راځئ په سړه سینه ېې ولولی. که ځواب ېې نه لری نو بیا کرار کینی لکه کلیوال چی ناست دی.
په تیر پسې، دوهمه برخه:
په تېر پسې ...
پوښتنه: په كابل كي د حزب اسلامي د پخوانيو غړو شتون ئې تر پوښتني لاندي نيولى او ليكلي ئې دي: كه د نورو (ډلو) د ناپېلتوب په اړه دا ډول امتيازات پوښتني زېږولى شي ستاسو له لوري به څه سپيناوى كاري وي؟
ځواب: په دې اړه د حزب اسلامي دريځ څرگند دئ، موږ له اشغالگرانو سره هر ډول ملگرتيا او مرسته او په غير اسلامي حكومتونو كي كار كول ناروا او حرام گڼو، خو كه څوك په داسي حكومت كي كار كولو ته اړ شوى وي، او له خپل موقعيت او دفتر څخه د مبارزې سنگر جوړ كړي، د اسلام په گټه او د مجاهدينو په تأييد كي ترې كار واخلي، اميد دئ همدا د هغي غلطۍ د جبران باعث شي او الله تعالى ئې وبخښي. موږ د هغو كمعقلو اماتور انقلابيونو په څېر نه يو چي له ځان پرته هر چا ته كافر وايي او واجب القتل ئې گڼي، موږ ټول هغه خلك نه تكفيروو چي همدا اوس د هېواد په هغو سيمو كي اوسي چي د كابل د حكومت تر واكمنۍ لاندي دي، ټول هغه خلك له مخي مباح الدم نه بولو چي په دې نظام كي كار كوي. د دغو كچه انقلابيونو غلط تعبيرونه او تفسيرونه د دې باعث شوي چي نن ځيني په جوماتونو كي او حتى د لمانځه په وخت كي انتحاري عمليات نه يوازي جائز گڼي بلكي جنت ته د رسېدو لنډه او آسانه لار ئې گڼي!! دا كركجن بدعت دومره ستر جرم دئ چي تصور ئې نشي كېدى، تر كفر لاندي هيڅ جرم ورسره برابري نشي كولى. موږ ټولو مسلمانانو ته وايو: له اشغالگرانو او د دوى له لاس پوڅي حكومت سره له ملگرتيا او مرستي ډډه وكړئ، د هېواد د آزادۍ لپاره ملا وتړئ، كه د جهاد توان او جرأت نه لرئ لږ تر لږه د مجاهدينو ملگرتيا او مرسته وكړئ، خو كه دا كار ئې هم ونه شو كړى نو په دې سره ئې واجب القتل نه گڼو او خپلو مجاهدينو ته وايو: مه د دوى په ضد كوم عمل كوئ، مه ئې ځوروئ او مه د دښمن په سترگه ورته گورئ، خپله توجه په لومړي قدم كي اصلي او ستر دښمن ته او په دوم قدم كي هغو ايمان پلورونكو ته واړوئ چي ستاسو په ضد او د دښمن په گټه جنگېږي. دا دريځ مو د قرآني لارښوونو په رڼا كي غوره كړى، قرآن موږ ته وايي: د هغه چا په ضد وجنگېږئ چي ستاسو په ضد وسله كاروي او په جنگ كي ستاسو د محارب دښمن مرسته كوي، له هغه چا سره مه جنگېږئ چي نه په جنگ كي ستاسو ملگرتيا كوي او نه ستاسو د دښمن.
بايد دا هم درته واضح كړو چي د كابل په اوسني حكومت كي د هغو ډلو ونډه چي ځان ته مسلمان وايي په دې توگه ده: شوراى نظار او جمعيت تر پرچميانو وروسته تر ټولو زيات، خلقيان، ورپسې، وحدت، بيا جبهه نجات او محاذ ملي، بيا اتحاد، بيا د مرحوم مولوي خالص او مرحوم محمد نبي محمدي ډلي، بيا ځيني مخكني حزبيان، بيا طالبان، د افغان ملتيانو او شعله يانو ونډه له جمعيت او شوراى نظار وروسته تر نورو ډلو زياته ده، د طالبانو ځيني پخواني قومندانان اوس د مجاهدينو په ضد د امريكايانو ملگرتيا كوي، ملاراكټي ئې يوه بېلگه ده، خو الحمد لله د حزب اسلامي داسي پخوانى غړى او قومندان به څوك ونه ښودى شي چي له صليبي ځواكونو سره ئې په جنگ كي ملگرتيا كړې وي.
پوښتنه: ويل كېږي چي د حزب اسلامي د (.....) شورى غړي د (......) تابعيت لري، كه همداسي وي څه ډول ئې ارځوئ؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون لومړى فصل 5 ماده)
ځواب: ستا دا پوښتنه ډېره مبهمه او مجهوله ده، نه پوهېږو څه شي دې ته اړ كړى يې چي داسي معما ډوله پوښتني كوې او له صراحت ډډه كوې، داسي كار هغه څوك كوي چي د خپلو پوښتنو په اړه ډاډه نه وي يا له ځانه جوړي شوې ادعاگاني مطرح كوي، نو ځكه په قوسونو كي سپين ځايونه پرېږدي!! او يا خو د پوښتنو د شمېر په زياتولو سره غواړي شاباشى ترلاسه كړي!! مجبور يو تا ته ووايو: پوښتني دي ناسمي، غلطي او بې بنسټه دي او په ځواب نه ارزي، موږ ئې په (ارځولو) نه پوهېږو، پوښتنه دي دا سي غلطه ده لكه ستا (ارځوئ)!!
د اسلامي دولت اساسي قانون لومړى فصل 5 ماده داسي ده: د افغانستان هر تبعه او تابعيت ترلاسه كوونكى؛ افغان او د دې ملت غړى گڼل كېږي، د هېواد تابعيت د هر هېوادوال مسلم حق دئ، دولت نشي كولى د چا دا حق سلب كړي، مگر د ده په غوښتنه او په هغه صورت كي چي د بل هېواد تابعيت ترلاسه كړي. د دې مادې له غوښتني سره سم به موږ د هغه چا افغاني تابعيت ختموو چي د بل هېواد تابعيت ولري.
پوښتنه: د انقلاب په اوږدو كي (له پوري خوا) راغلې مرستي د كومو شرعي شرايطو په نظر كي نيولو سره منل كېدې؟
ځواب: مخاصمانه ځواب دا دئ: داسي منل كېدې لكه چي اوس ئې تاسو له ايران او پاكستان ترلاسه كوئ؟ لكه چي تاسو له رباني، مسعود، جنرال دوستم او جنرال مالك ترلاسه كولې!! خو صحيح ځواب دا دئ: حزب اسلامي له هيڅ نامسلمان فرد، دولت او هېواد څخه هيڅ ډول مالي او نظامي مرسته نه ده ترلاسه كړې، نه يوه روپۍ او نه يوه مرمۍ، نه پرون او نه نن، د پاكستان له لاري چي كومي مرستي ترلاسه شوې په دې كي كوم شرعي مانع نه گورو، كه تا ته ئې شرعي مانع په نظر درځي موږ ته ئې وليكه!! تر موږ وړاندي ئې خپلو ملگرو ته وليكه چي له دې وروسته خپل غړي د روزني لپاره مشهد او زاهدان ته ونه لېږي!!
پوښتنه: كوم شرعي دليل د ټولو انسانانو (مسلمان او كافر) تر منځ ورورولي ثابتولى شي تر څو شعار وگرځول شي او د يوه حقيقت په توگه ايمان پرې راوړل شي؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون)
ځواب: ناقد صاحب (د اسلامي دولت اساسي قانون په يوې داسي برخي د اعتراض گوته اېښې چي وايي: (انسان د الله تعالى د خليفه په توگه په دې مامور دئ چي نه به له الله تعالى پرته د بل چا په وړاندي د انقياد او عبادت سر ټيټوي او نه به له ده پرته بل چا ته د استعانت لاس اوږدوي، د ژوندانه ټولي چاري به د قرآن د لارښوونو په رڼا كي تنظيموي، ټول انسانان به د يوې ستري كورنۍ غړي گڼي، اجتماعي عدالت او د انسانانو ترمنځ ورورولي به ئې شعار وي، له ظلم، د بل پر حقوقو له تېري، د ظالم له ملگرتيا او ظلم ته له تسليمېدو به ډډه كوي، په عدالت او برابرۍ ولاړه داسي هوسا او ډاډمنه ټولنه به جوړوي چي د هر انسان ژوند، كرامت، حقوق او شتمني له هر راز تيري او تعرض خوندي وي، چارواكي د خلكو استازي او د قانون پلي كول، حق ته بلنه، په معروف گمارنه، د منكراتو مخنيوى، د ظلم او ظالم مقابله او له مظلوم نه دفاع ئې دنده وي)، ډېره عجيبه ده چي يو مسلمان او د اسلام له الف باء خبر انسان دي په دې وينا د اعتراض جسارت وكړي، د دې وينا هره فقره د قرآن د يوه آيت پښتو تعبير دئ، قرآن په مكرره توگه وايي چي ټول انسانان د يوه پلار مور اولاد دي، يعنې د يوې كورنۍ غړي دي، مسلمان او كافر هم د يوې كورنۍ غړي او نسلي وروڼه دي، مسلمان د مسلمان ديني ورور هم دئ او نسلي ورور هم، كافر د مسلمان ديني ورور نه بلكي نسلي ورور دئ. يوه كافر ته په همدې معنى د ورور خطاب كول هيڅ شرعي مانع نه لري، كه تا ته كومه شرعي مانع په نظر درغلې وي نو موږ ته ئې هم وليكه!! او راته ووايه چي د قرآن د كوم آيت او د رسول الله ﹽ د كوم حديث پر بنسټ دا خبره كوې؟!
پوښتنه: د هغي جرگې غړي چي د دې قانون د بحث، تدقيق او تصويب دنده ورسپارل شوې وه څو فيصده د حزب اسلامي په خوا كي پاتې دي؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون سريزه)
ځواب: الحمد لله ټول غړي ئې تر نن پوري او په بشپړ اخلاص سره د حزب په خوا كي پاتي دي، نه صليبي ځواكونو ته تسليم شوي او نه د كابل په حكومت كي شامل شوي، او حتى يو ئې هم دې ته نه دئ چمتو شوى چي د صليبي ځواكونو تر سلطې لاندي سيمو كي ژوند وكړي. كه نه منې نو د يوه كس نوم واخله چي له حزب اسلامي بېل شوى وي او يا صليبي ځواكونو ته تسليم شوى وي!! هر څوك پوهېږي چي ستا د دې غلط او ناوارد اعتراض اصلي وجه دا ده چي ستاسو د اساسي قانون ليكونكي او تصويبوونكي نن تر پنځه نوي سلنه زيات ئې يا امريكايانو ته تسليم شوي او يا د دوى تر سلطې لاندي ژوند كوي. كه غواړې نو موږ به د ټولو نومونه په همدې ورځپاڼې كي درته وليكو.
نوربيا


نړیوال
04.08.2011

په تيرپسې : دریمه برخه
پوښتنه: آيا په اسلامي دولت كي له تبعيد نه ممانعت شوى؟! ((د اسلامي دولت اساسي قانون، دوهم فصل، 30 مه ماده) په داسي حال كي چي ينفوا من الارض... (المائده:33) ئې يو له شرعي حدودو بولي؟! تفسير ابن كثير.
ځواب: تر ځواب وړاندي بايد دا ماده له نظره تېره كړو او وگورو چي ناقد صاحب پر څه د اعتراض گوته ايښې ده: ماده داسي ده: هيڅ افغان د محاكمې لپاره بل هېواد ته نشي سپارل كېدى، په تبعيد نشي محكومېدى او له تابعيت نه نشي محرومېدى. د دې مادې الفاظ او معنى ډېر واضح دي، بل هېواد ته د كوم مجرم د سپارلو او تبعيد خبره كوي، نه پوهېږو چي ناقد صاحب د دې مادې په كومي برخي اعتراض لري او د كوم شرعي او عقلي دليل له مخي اعتراض كوي؟!! ده خو به په هغه صورت كي دا اعتراض كولو چي رسول الله ﹽ يا راشدو خلفاوو كوم مسلمان د كوم جرم له كبله يا بل هېواد ته د محاكمې لپاره سپارلي وي او يا ئې كوم غير اسلامي هېواد ته تبعيد كړي وي، كه دى او ډله ئې حنفيان وي نو د احنافو فقهاء خو په تبعيد د سزا په توگه باور نه لري، او د هغو رأيه مرجوح او كمزورې گڼي چي تبعيد ته د يوې شرعي سزا په سترگه گوري، يقيناً چي د احنافو رأيه ډېره دقيقه، درنه او د قرآن، سنت او صحابه وو د منهج مطابق رأيه ده، د كوم آيت پر يوې فقرې چي ښاغلي ناقد استناد كړى د هغې بشپړ متن، ژباړه او شرح داسي ده:
المائده: (33-34)
د هغو كسانو چي له الله او د ده له پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي د فساد هڅه كوي سزا ئې له دې پرته بل څه نده چي يا ووژل شي يا پانسۍ شي، يا ئې لاسونه او پښې سره مخالف پرې كړى شي او يا له سيمي وشړل شي، دا د دوى لپاره د دنيا سپكاوى او په آخرت كي ورته ستر عذاب دئ. مگر هغه چي مخكي له دې توبه وكړي چي تاسو پرې برلاسي شئ، نو پوه شئ چي الله مهربان بخښونكى دئ.
په دې آيتونو كي د هغو جگړمارو او مفسدينو سزاوي بيان شوې چي له خداى او پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي فساد خوروي، دا هغه مفسدين دي چي د اسلامي نظام په ضد د وسله وال بغاوت لپاره ملا تړي، شوكي كوي او بې امني خوروي، د دوى سزا داسي ښودل شوې:
كه ئې يوازي قتل كړى وي سزا ئې دا ده چي ووژل شي.
كه ئې د شوكي په مهال هم قتل كړى وي او هم ئې مال غلا كړى وي، له اعدامه وروسته دي په دار وځړول شي چي د نورو لپاره د عبرت سبب شي.
كه ئې يوازي مال لوټ كړى وي او څوك ئې نه وي وژلي، لاس او پښه به ئې د يو بل خلاف قطع كېږي.
كه ئې شوكمارۍ ته ملا تړلې وي، تيارى ئې ورته نيولى وي، خو نه ئې څوك وژلى وي او نه ئې د چا مال لوټ كړى وي، نو سزا ئې له خپلي سيمي بهر په بل ځاى كي زنداني كول دي.
كه تر نيول كېدو مخكي ئې توبه وكړه او له شوكمارۍ ئې لاس واخيست، هغه سزا ئې ورته معاف كېږي چي په حقوق الله كي راځي، حقوق العباد په توبې سره نه معاف كېږي، غصب شوى مال به مستردوي او د قتل په مقابل كي به قصاص كېږي. البته د اسلامي حكومت زعيم كولى شي په عامه بغاوتونو كي، عمومي مصلحت ته په پام سره، باغيان د توبې په صورت كي له محاكمې معاف كړي، همغسي لكه چي ابوبكر او على رضي الله عنهما له مرتدينو او خوارجو سره وكړل.
بايد دې ته متوجه وو چي مجرم له يوې سيمي بلي ته د سزا په توگه تبعيدول او هلته ئې آزاد پرېښودل د گټي پر ځاى تاوان لري، هم د مجرم جسارت زياتوي او هم په نورو كي د ده د جرم د خورېدو باعث كېږي، څوك چي (تبعيد) د غير محصن زاني د سزا يوه ضميمه گڼي او په دې اړه پر ځينو رواياتو استناد كوي، رأيه ئې مرجوح ده. د دې لپاره چي دا موضوع او اړوند احكام ئې لازيات راته واضح شوي وي بايد هغه روايات له نظره تېر كړو چي په دې اړه راغلي، خو تر دې وړاندي بايد دا وضاحت وكړو چي آيا د دغو زناكارو سزا يوازي همغه ده چي د النور د سورې په دوهم آيت كي راغلې، چي سل درې ده او كه اسلامي حكومت كولى شي څه پرې زيات كړي؟ ځيني په دې باور دي چي له دې سزا سره يو كلن تبعيد هم مل دئ، قاضي به د پورتنۍ سزا تر څنگ دا پرېكړه هم كوي چي زناكار تر يوه كال پوري له خپل مېشت ځاى بلي سيمي ته په تلو مكلف كړي، دوى ځينو رواياتو ته په پام سره دا سزا واجب او د پورتنۍ ضميمه گڼي، خو ځيني نور بيا دا د حد د سزا ضميمه نه بلكي تعزيري سزا ئې بولي او د حاكم رأيي ته ئې محول كوي، چي كه دا تبعيد د مجرم او ټولني لپاره غوره ورته معلوم شي نو داسي كار كولى شي. احنافو دغي رأيي ته ترجيح وركړې او يقيناً چي صحيح رأيه همدا ده، په څو دلائلو: 1- په آيت كي سزا ټاكل شوې، په دې آيت او د قرآن په نورو آيتونو كي د مزيد سزا لپاره شاهد نه مومو. 2- هر تبعيد ته د سزا په سترگه نشو كتلى، د هغه زناكار لپاره چي په څرگنده مجازات شوى او له خلكو سره په جگو سترگو مخامخېدا ورته گرانه شوې، دا غوره ده چي څه موده له خپلي سيمي بل ځاى ته ولېږل شي، په بل ځاى كي به دى هم له روحي فشار خوندي وي او د ده مخكنۍ ټولنه به هم له هغه ضرره خوندي وي چي د مجرم آزاد گرځېدا ئې ورسره مخامخ كوي، دا ځكه چي د مجرم آزاد گرځېدا د جرم په اړه حساسيت ورو ورو له منځه وړي او هغو كسانو ته جسارت بخښي چي د همداسي جرم شوق لري. لاندي روايت دا مطلب ډېر ښه توضيح كوي:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : بَيْنَمَا أَبُو بَكْرٍ ﷻ فِى الْمَسْجِدِ جَاءَهُ رَجُلٌ فَلاَثَ عَلَيْهِ بِلَوَثٍ مِنْ كَلاَمٍ وَهُوَ دَهِشٌ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ لِعُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ: قُمْ إِلَيْهِ فَانْظُرْ فِى شَأْنِهِ فَإِنَّ لَهُ شَأْنًا. فَقَامَ إِلَيْهِ عُمَرُ ﷻ قَالَ : إِنَّهُ ضَافَهُ ضَيْفٌ فَوَقَعَ بِابْنَتِهِ فَصَكَّ عُمَرُ ﷻ فِى صَدْرِهِ وَقَالَ : قَبَّحَكَ اللَّهُ أَلاَ سَتَرْتَ عَلَى ابْنَتِكَ. قَالَ : فَأَمَرَ بِهِمَا أَبُو بَكْرٍ ﷻ فَضُرِبَا الْحَدَّ ثُمَّ تَزَوَّجَ أَحَدُهُمَا مِنَ الآخَرِ وَأَمَرَ بِهِمَا فَغُرِّبَا عَامًا أَوْ حَوْلاً. رواه البيهقى
له ابن عمر ﷶ روايت دئ چي يوه ورځ په داسي حال كي چي ابوبكر ﷻ په جومات كي وو يو سړى ورته راغى چي لالهانده او پرېشانه وو، خبري ئې هم څرگندي او واضح نه وې، ژبه ئې بنده بنده كېده، نو ابوبكر ﷻ عمر ﷻ ته وويل: ورشه او حال ئې معلوم كړه، حتماً څه خبره ورسره ده، عمر ﷻ ورغى او هغه ورته وويل: يو مېلمه ئې خپل كور ته راوست او هغه ئې له لور سره زنا وكړه، عمر ﷻ هغه په سينه وواهو او ورته وئې ويل: خداى دي سپك كړه، ولي دي پر خپلي لور پرده وانه چوله!! ابوبكر ﷻ دواړه راوغوښتل، دواړو پر خپلي گناه اعتراف وكړ، پر دواړو حد جاري شو، خو د حد تر څنگ ئې هم دوى دواړه سره نكاح كړل او هم ئې تر يوه كال پوري تبعيد كړل. كه غور وكړو نو د دې بدوي لپاره تر ټولو غوره كار دا وو چي لور او دغه مېلمه ئې سره كښېنولي وى، دواړو ته ئې ويلي وى چي تاسو دا غلطي وكړه، اوس نو په كار دا ده چي تاسو دواړه په خپلو كي نكاح وكړئ، ځكه له قانوني او شرعي پلوه نه ده په خپله سزا وركولى شوى، نه ئې په محكمې كي دوى ته سزا وركولى شوى، ځكه محكمې به يا څلور شاهدان ترې غوښتل يا به دوى دواړو اعتراف كولو، محكمې ته د دواړو بېول له دې پرته چي هغوى تنبيه شي ده ته كومه گټه ونه رسوله. د عمر ﷻ په اړه دا روايت هم راغلى چي ويلي ئې دي: له دې وروسته به څوك تبعيد نه كړم، دا خبره ئې هغه مهال وكړه چي يو مجرم ئې تبعيد كړ او هغه روميانو ته پناه يووړه. د علي ﷻ په اړه هم راغلي چي له تبعيد سره ئې مخالفت كړى. له دې رواياتو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي هغه رأيه كمزورې ده چي تبعيد د حد ضميمه او واجب گڼي.
پوښتنه: آيا د هيڅ انساني جسد د په ډاگ پرېښودو او ... اجازه نشته؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون دوهم فصل 31 مه ماده)
ځواب: د اسلامي دولت اساسي قانون د دوهم فصل 31 مه ماده داسي ده: د هيڅ انسان مړى (كه ووړ وي كه لوى، كه دوست وي كه دښمن، كه خپل وي كه پردى، كه مجرم وي كه بې گناه) نه سوزول كېدى شي، نه مثله كېدى شي او نه په ډاګ پرېښودى شي چي وروست شي يا ئې ځناور وخوري. جناب ناقد د دې پر ځاى چي ووايي: دا ماده سل په سلو كي د اسلامي لارښوونو او د رسول الله ﹽ د سنت مطابق ده، ځكه رسول الله ﹽ د بدر په غزوې كي د وژل شوو قريشو مړي نه مثله كړل او نه ئې پر ډاگ پرېښودل چي ځناور ئې وخوري بلكي ټول ئې راغونډ او په يوې كندي كي ئې دفن كړل، دا ځكه چي شمېر ئې زيات وو او هر يوه ته بېل بېل قبر جوړول گران او غير ضروري كار وو، ناقد صاحب همدا د لوړ اسلامي اخلاق يوه څرگنده بېلگه غلطه تعبيروي او وايي: رسول الله ﹽ هسي شان د قريشو له جسدونو كوهى ډك كړ چي په راكښلو راكښلو ئې بندونه سره جدا شوي وو!! ډېره عجيبه ده!! كږه سليقه څنگه غلط تعبيرونه زېږوي او څنگه له يوې ځلاندي اخلاقي كړني د بداخلاقۍ او كم ظرفۍ بېلگه جوړوي!!!
پوښتنه: آيا په اسلامي دولت كي هندو او شيعه ... هم رأيه وركولى شي او هم وكيل او وزير كيدلاى شي؟! (د اسلامي دولت اساسي قانون دوهم فصل 32 مه ماده، څلورم فصل 70 مه ماده پنځم فصل 81 مه ماده)
ځواب: دا مادې داسي دي:
دوه دېرشمه ماده
د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدو حق لري، له دې حق څخه د استفادې څرنگوالى او شرايط د انتخاباتو اړوند قانون توضيح كوي.
اويايمه ماده
هغه څوك د وزير په توگه ټاكل كېدى شي چي:
د افغانستان تبعه، متأهل او عمر ئې تر پنځه دېرشو لږ نه وي.
تحصيل، كاري تجربه او نېك شهرت ولري.
د محكمې لخوا په خيانت، فسق او بشري جرم نه وي محكوم شوى.
يواتيايمه ماده
د ولسي جرگې لپاره د نومول شووو مواصفات دا دي:
افغان وي يا لږ ترلږه تر انتخابېدو لس كاله د مخه ئې د افغانستان تابعيت ترلاسه كړى وي.
د باصلاحيته محكمې له لوري په فساد، فسق او خيانت نه وي محكوم شوى
عمر ئې تر پنځه وېشتو كلونو كم نه وي.
ښاغلي ناقد ته وايو: د دغو مادو له كومي برخي تا دغه انتباه اخيستې، په كوم ځاى كي ئې ويل شوي چي غير مسلم هم وكيل او وزير كېدلى شي؟!! د دې قانون په يو پنځوسمي مادې كي خو په ډېر وضاحت سره ويل شوي: د هېواد اتباع يوازي د اهليت، كفايت، امانت او ديني فرايضو ته التزام له مخي په دندو گمارل كېږي. دوه دېرشمه ماده وايي: د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابېدو حق لري، له دې حق څخه د استفادې څرنگوالى او شرايط د انتخاباتو اړوند قانون توضيح كوي. د دې معنى دا ده چي يو ضميمه قانون به هغه لازمي شرائط او مواصفات توضيح كوي چي اتنخابوونكي او انتخابېدونكي ئې بايد ولري. د دغو وضاحتونو سره سره تا ته څنگه د دې شبهې او اعتراض مجال پاته شوى؟!!
پوښتنه: رسمي اسناد، مكاتبات او درسي كتابونه ولي په دري ژبه نشي ليكل كېدى؟؟! (د اسلامي دولت اساسي قانون لومړى فصل 18 مه ماده)
ځواب: اتلسمه ماده داسي ده:
د افغانستان په اسلامي دولت كي پښتو ملي او رسمي ژبه ده، دري او نوري محلي ژبي هم په هغو ولاياتو كي رسمي ژبي گنل كېږي.چي تر 50% زيات خلك ئې ليك لوست پرې كوي.
دولت مكلف دئ د ټولو افغاني ژبو د ودي لپاره مناسب او اغېزمن اقدامات وكړي، په دې موخه چي د هېواد هر بچي ته په خپلي مورنۍ ژبي د زده كړي مناسب شرايط برابر شي.
رسمي اسناد او مكاتبات او درسي كتابونه به په ملي ژبه او رسم الخط وي، له محلي ژبو نه په مطبوعاتو او خبري رسنيو كي استفاده كول او په ښوونځيو كي ئې د ادبياتو تدريس د رسمي ژبي تر څنگ آزاد دي.
عربي ژبه چي د قرآن او اسلامي علومو ژبه ده، بايد له څلورم ټولگي نه د ثانوي دورې تر پايه په ښوونځيو كي تدريس شي.
ښاغلي ناقد ته وايو: د نړۍ ټول هېوادونه يوه يوه ملي ژبه لري، د ټولني د اكثريت ژبه ئې ملي ژبه وي، د ايران ملي ژبه فارسي ده، د امريكا ملي ژبه انگرېزي ده، نه ايران بلوڅي، كردي او عربي ژبو ته رسميت وركړى او نه امريكا له انگرېزي پرته نورو ژبو ته، دا ماده د نړۍ د ډېرو هېوادو تر اړوند مادو وړاندي او مترقي ده، يوازي يو متعصب انسان به پرې د اعتراض گوته ږدي. په امريكا كي له انگرېزي پرته په بلي ژبي؛ حتى د امريكا د اصلي اوسېدونكو په ژبي لوست او رسمي مكاتبه ممنوع ده. آيا پوهېږې چي دوى ولي موږ ته گڼ شمېر ملي ژبي خوښوي او ځان ته يوازي يوه؟!! كه پوه شوې نو يقيناً چي دا اعتراض به بېرته واخلې.
نوربيا


۰
04.08.2011

نړیوال[حکمتیار]خانه نور د هڅ شي نه يي خو دا اوږي اوږدي لیکني او ورته دي زړه نه نتګیدل منم.
ښه لیکوال یي او د لیکنو لویه حوصله لري نور هڅ يي، هسي ځان مه ستړی کوه خلک اوس راویښ شویدي دي او ستا پدي ګرمو ګرمو خبرو نور نه ګرمیږي .
د روژي میاشت ده که ستاسو روژه نه وي نو ددي نورو لوستونکو لحاظ وکړه هسي چټیات مه لیکه .
د لیکلو توان دي زیات دي نو سګرټ نه کش وباسه او روژي مبارکي فضایل لیکه ګوندي پدي دي الله وبخښي کنه نو ....

ستاسو ناصح مومندافغان


طاهر مسافر
05.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
آه او وای د افغانانو په حال.
دا نړیوال یا انترناسیونالست خو ډیر خاشینی کړی یم. نه پوهیږم چه دی رښتیا هم حزبی دی او که نه. خو په یوه بل ځای کی د غورځنیګی سیب طرفداری دا ښیی چه ښه حزبی دی. که وی نو ښه جګپوړی دی او که حکمتیار وی نو هم لا شک پری په ځای دی.
زما سوال دا دی چه په دی وخت کی ولی دوی د ځان خبره کوی. اول خو اسلام وګټی افغانستان وګټی بیا د ځان خبره کوی.
دوی ولی د بل په اوږو او د بل تر پښو لاندی کول د ځان د کامیابی لیاره بولی. مونږ له اربکیانو نه غواړو دور اندیشه اوسی نو دا هیله باید له حزبیانو هم وکړو.
زما توصیه ودوی ته دا ده چه صف مه ماتوی. د صف د یووالی کوشش وکړی.
خلک ستاسی په تاریخ خبر دی. که نه وی خبر نو شل واری یی ووایاست خو دا د صف شکنی په جامه کی یی مکوی. خلک ستاسی او طالبانو کارنامی وینی پریږدی چه هغوی قضاوت وکړی.
د خزبیانو دا خبری له خواشینی نه علاوه بله ګته نه لری. دا خواشینی بیا بیرته دا نتیجه ورکوی چه د حزب په کړو او اعمالو او افکارو یی باندی تنقید رامینځ ته کړی. دا بیا دوی نه منی هغه خبره چه مونږی کوو دوی هم تکراروی.
يو واری بیا زه و حزبیانو ته لمن اچوم چه دا د خودپسندی او تفریق تبلیغات مکوی. دا د اسلام او اففانستان لپاره مثبته نتیجه نه لری.
که دا خبری حزبی اربکیان کوی نو بیا له لویه خدایه عفوه غواړم چه کیدای سی د رښتونی حزبیانو په حق کی می زیاتی کړی وی. خو په دی کی بیا هم له رښتونی حزبیانو خواهش کوم چه د حزبی اربکیانو خوله وروتړی.


حلیم
20.08.2011

سلام،
طاهر مسافر ورور ښې خبرې ته اشاره کړیده چې یو د بل صف نه ماتوئ.
که دا لیکنه د خپله حکمتیار او یا یې هم د کوم نږدې ملګري وي پداسې شکل چې د جهاد صف ماتول ترې مطلوب یا په هغه منتج کیږي بیځایه خبره ده.

هو، نن د طالبانو سره بهرنی او کورنی ملاتړ د حزبیانو په پرتله ډیر زیات دی، ددې دلیل یو هم زموږ د خلکو بیسوادي، د عربانو تریخې تجربې چې له حزبیانو او یا نورو جهادي ګروپونو یې لري او داسې نور دي.

دا پورته لینکه د (آیا طالبان پر حزبیانو د انتقاد حق لری؟) تر عنوان لاندې ما ولوسته او ددې لیکنې ډیر محتویات د افغانستان لپاره د راتلونکې دولت د ډول او څرنګوالي په محور را څرخي، نه د یو بل څخه په نفرت او د جهاد د سنګرونو بیلول او یا یو د بل په وړاندې دریدل.

د سیاسي لحاظه او همدارنګه د درایت له مخې حزبي مشران د طالبانو د مشرانو په پرتله ډیر پیاوړي غښتلي او د یو ښه مناسب او معتدل اسلامي دولت بنسټ ایښودو ظرفیت لري او پدې کې شک نسته. مګر طالبان د پوځي اړخه ډیر ځواکمن او پیاوړي دي خو د افغانستان د راتلونکې لپاره چندان ګټور او د منلو وړ اوصول چې زموږ خلک واقعا پرې آرام خوشحاله او د دوی تر قدرت لاندې ژوند کولو ته دوام ورکړي او یا له بغاوت نه لاس واخلي نه تر سترګو کیږي.
د دوی تیر رژیم یې ښه بیلګه ده.
مننه.


عبد السلام
20.08.2011

درنو دوستانو ټولو ته سلامونه وړاندې کوم ، السلام علیکم !

ایا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟ / حکمتیار
Wednesday, 08.17.2011, 07:25pm (GMT

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=28427

تر دغه عنوان لاندې لیکنه تاند ویب پاڼې د حکمتیار په نامه نشر کړېده ،

نو که ښاغلی نړیوال دا ووایي چې دی په خپله ګلبدین حکمتیار دی او که دګلبدین دا لیکنه يې په خپل نامه کړې ، او که په" تاند" کې دنړیوال صاحب دا لیکنه چا دکلبدین په نامه تیره کړېده ؟؟؟ نه پوهیږم ! مرموزه غوندی کیسه ده !!!
دلته اکثراً، مونږ چې دبل چا لیکنې را نقلوو دلیکوال نوم او دلیکنې منبع هم ورسره ښیو !!!

مننه


نړیوال
21.08.2011

لومړی غواړم دا سپیناوی وکړم، چې تاسې دا حق نه لری چې له ما وپوښتی چې څوک یاست. هر کله چې د فورم ټولو ګډونوالو خپله بیوګرافي په یو ځانګړي ځای کې وړاندې کړه نو زه به هم هلته خپله ژوندلیک ولیکم.
په تېر پسې ...۴
پوښتنه: شرعي (هـ ق) تاريخ ته ولي ترجيح نه ده وركړى شوې؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون لومړى فصل 21 مه ماده) پيشنهادي نښان، پښتي، 21 ماده.
ځواب: راشئ لومړى دغه ماده ولولو:
شلمه ماده
د افغانستان د اساسي قانون له مخي د اسلام د ستر پيغمبر محمد عليه السلام هجرت د هېواد د كليزي مبداء گڼل كېږي.
د دې اساسي قانون په سريزي كي راغلي: ... په دې حقايقو ايمان سره، دغو سترو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو په هيله او په سرلوړي، خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي نظام د قائمولو په موخه، د اسلامي دولت دا اساسي قانون ليكل شوى او د 1428هجري قمري كال د ذى القعدې په مياشت كي د علماوو او قانون پوهانو يوې درنې او معتبرې جرگې ته د بحث، تدقيق او تصويب لپاره وړاندي شوى.
جناب ناقد: آيا تر نيوكي وړاندي دي دغه كرښي ترسترگو شوې؟ آيا دا كافي نه وو چي داسي بې ځايه او بې ربطه اعتراض ونه كړې. ته بايد دا هم په پام كي ولرې چي اوس په افغانستان كي معمول او پېژندل شوى تقويم هجري شمسي تقويم دئ، خلك له هجري قمري تقويم سره آشنا نه دي، څوك چي دا تقويم كاروي نو دې ته اړ كېږي چي په څنگ كي ئې هجري شمسي تاريخ هم وليكي، دا داسي ده لكه چي د يوه مطلب يوازي عربي متن افغانانو ته نشو وړاندي كولى، مجبور يو ژباړه به ئې هم د خلكو په وړاندي ږدو، دې ته هم بايد متوجه وې چي يوازي يو حاكم او مسلط دولت كولى شي دا تقويم په هجري قمري تقويم تعويض كړي، موږ په قطعي توگه له دې سره موافق يو چي دا تقويم تعويض شي.
دا هم بايد ووايو چي په وړاندي شوي نښان كي دوه طباعتي اشتباهات شوي: د 1428 پر ځاى 1126 ليكل شوي او د هـ ق پر ځاى هـ ش ليكل شوي، هر منصف ناقد په دې پوهېږي چي دلته طباعتي تېروتنه شوې.
پوښتنه: آيا په اسلامي دولت كي اتباعو ته (پر دومره ترخو تجربو برسېره) اجازه وركړل شوې تر څو په مختلفو شعارونو سره ووېشل شي، سياسي كړنلاري او تربگنۍ لومړى وزېږوي او بيا ئې سره وپالي؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون دوهم فصل 34 مه ماده)، آيا په اسلام كي د ننه د (سياسي) فرقو جوړول له الهي حكمه سرغړاوى او د هغه په عذاب ځان اړول نه دي؟
ځواب: ښاغلي ناقد ته وايو: نو تاسو ولي له الهي حكمه سرغړاوى وكړ او د نورو اسلامي ډلو په شتون كي مو بېله ډله جوړه كړه؟ يقيناً چي د يوه شرعي امير په شته والي كي بېله ډله جوړول او له بل امير سره بيعت كول حرام دي، موږ دا كار نه دئ كړى، تر حزب اسلامي وړاندي بله اسلامي ډله په افغانستان كي نه وه، بل شرعي امير نه وو، خو پوښتنه دا ده چي طالبانو ولي د گڼ شمېر اميرانو او اسلامي ډلو په شتون كي بېله ډله جوړه كړه، او هغه هم نه د كوم غير اسلامي ځواك په ضد بلكي د مسلمانانو په ضد د جنگ په موخه؟!!! جناب ناقد دې ته متوجه نه دئ چي د اختلاف له حالته د وتلو او د وحدت په لوري د تگ حكم او كړنلاره بېله وي او د وحدت له حالته د اختلاف په لوري تگ بېل حكم لري، موږ د اختلاف په حالت كي يو او غواړو دا حالت پاى ته ورسوو او ټول افغانان نه بلكي ټول مسلمانان په يوه صف كي راغونډ كړو او واحد متحد امت ترې جوړ كړو، دې سپېڅلي هدف ته د رسېدو لار دا نه ده چي د وسلې په زور نور (خپل حريف او رقيب) وځپو او خپل امارت پرې ومنو، ځيني كمعقله او ناپوه وگړي د خپلي هغي غلطي كړنلاري د توجيه لپاره چي د خپلو مخالفو مسلمانانو په اړه ئې غوره كړې او غواړي د جگړو له لاري خپل امارت پر نورو تحميل كړي؛ له قريشو او نورو كفارو سره د رسول الله ﹽ پر چلن استناد كوي، په داسي حال كي چي دا يو كركجن قياس دئ، له كافرانو سره معامله بېل حكم لري او له مؤمنانو سره بېل، كه څوك قدرت ته د رسېدو په لار كي د خپل مسلمان رقيب په ضد د وسلې كارول جائز گڼي نو د دې فتوى معنى خو دا ده چي رباني حق درلود د ملا محمد عمر په ضد له روسيې او ايران وسلې ترلاسه كړي او د تاجكستان په كولاب كي نظامي اډه جوړه كړي!! مگر استاد رباني د همغو خلكو له لوري نه وو غوره شوى چي په هرات او كابل كي د لويي جرگې په نامه راغونډ شول او بيا د همدې غونډي په سلو كي تر نيمايي زيات غړي په كندهار كي راغونډ كړى شول او ملا محمد عمر ته ئې د امير المؤمنين لقب وركړ او اوس حامد كرزي ته د منتخب جمهور رئيس په سترگه گوري او ملگرتيا او مرسته ئې كوي او د ده په گټه فتواگاني وركوي!!
هغو خلكو ته حيران يو چي په مختلفو مذاهبو د امت وېشل به په څلورو كتابونو جائز او د الله تعالى د مرضي مطابق كار گڼي او داسي روايات به هم ورته راباسي چي اختلاف امتي رحمة، په داسي حال كي چي دا روايت نه يوازي هيڅ اعتبار او اصل نه لري بلكي د قرآن له څرگندو لارښوونو سره ژور تعارض لري، خو په همدې حال كي به د اسلامي سياسي ډلو جوړېدا كفر بواح بولي او دا هم د دې لپاره چي دوى د حكامو په څنگ كي ول او سياسي ډلي د دغو طواغيتو په ضد جوړي شوې، حكامو دا فتوى ترې غوښتله چي ووايي: په اسلام كي د سياسي ډلو جوړول حرام دي!! آيا هره سياسي اسلامي ډله په حقيقت كي يوه مذهبي ډله نه ده؟ امام ابوحنيفه ﷼ نه يوازي د يوه مذهب مؤسس دئ بلكي په خپل وخت كي د يوه اغېزمن سياسي حزب مشر هم وو، د هېواد له واكمن سره ئې له ملگرتيا او د ده په حكومت كي ئې د قضاء د دندي له قبلولو ډډه وكړه، زندان ته ولاړ، د حكومت د مخالف جهادي مشر ملاتړ ئې وكړ او مالي مرسته ئې ورسره كوله.
پوښتنه: آيا په اسلامي نظام كي مظاهره د اولوالامر په خلاف خروج نه دئ؟ له مسلمان سره د مبارزې دا طرز په كوم دليل شرعي دئ؟ مسلمانان خو په اسلامي تاريخ كي اكثره د خپلو بغاوتونو پنځوونكي (مصر، باغي خراسان، كوفه) او د اولوالامر (عثمانﷻ، امين الرشيد) وژونكې مظاهرې په ياد لري؟! (د اسلامي دولت اساسي قانون دوهم فصل 35 مه ماده).
ځواب: داسي معلومېږي چي ناقد صاحب يا د مظاهرې په معنى نه پوهېږي او له بغاوت سره ئې ورته كار گڼي او يا خو هسي د خپل زړه بړاسي راباسي او له هري خبري د اعتراض او نقد يوه وسيله جوړوي او د ځان په څېر خلك غولوي!! كه د مظاهرې په معنى نه پوهېږي نو هغه ته بايد ووايو: مظاهره خپلي غوښتني او اعتراضات څرگندولو او ظاهرولو ته وايي، او دا نه يوازي د هر مسلمان حق دئ بلكي په ډېرو مواردو كي د يوه مسلمان وجيبه ده، د ظلم په ضد خپل غږ لوړول، له حكامو خپل حق غوښتل، امر بالمعروف او نهي عن المنكر، د ظالم حاكم په وړاندي د حق خبره كول، هم حق دئ او هم واجب، د عادل اولوالامر په خلاف بغاوت حرام دئ او د ظالم اولوالامر په ضد مظاهره د هر مسلمان حق او فرض دئ. ښاغلي ناقد امين الرشيد د عثمان ﷻ تر څنگ د شرعي اولوالامر په نامه ياد كړى!! له دې معلومېږي چي دى د شرعي اولوالامر په اړه څه انگېرنه لري او د كوم مكتب فكر طالب دئ!! دا خبره ئې داسي ده لكه چي دوى په يوې رسمي رسالې كي ليكلي: موږ د سعودي په څېر اسلامي حكومت غواړو!! جناب ناقد ته بايد ووايو: امين الرشيد امارت له خپل پلار په ميراث وړى او له خپل ورور سره پرې جنگېدلى!! د ده په ضد مظاهره نه يوازي بغاوت نه دئ بلكي زموږ امامانو د ده په څېر حكامو په ضد يا جهاد كړى او يا ئې د جهاد ملاتړ كړى.
پوښتنه: په اسلامي دولت كي هر افغان ته د هېواد په هر ځاى كي د استوگني اجازه وركړل شوې؟! چي له مخي ئې په كابل كي د شيعه گانو تراكم او د لويو ښارونو پلان شوى تدريجي اشغال مشروع كېږي؟؟! (د اسلامي دولت اساسي قانون دوهم فصل 39 مه ماده)
ځواب: لومړى بايد وگورو چي دا ماده څنگه ده:
نه دېرشمه ماده وايي:
هر افغان حق لري چي د هېواد دننه سفر وكړي او په هر ځاى كي چي غواړي استوگن شي.
د هېواد هغه سيمي چي دولت ئې له موقتي يا دائمي استوگني مستثنى كوي، د قانون له مخي ټاكل كېږي.
هر افغان حق لري چي د بهرنيو سفرونو د اړوند مقرراتو له غوښتنو سره سم بهر ته سفر وكړي او بېرته خپل هېواد ته راستون شي.
د داسي سفرونو لپاره ضروري تسهيلات او اسناد برابرول او په بهر كي د افغانانو له حقوقو دفاع كول د دولت له دندو څخه دي.
جناب ناقد! آيا د دغي مادې دوهمه فقره ستا اندېښنې ته بشپړ ځواب نه وو؟! دا ځواب هم راكړه چي دغي ستونزي ته كله او څنگه متوجه شوى يې؟ د حزب اسلامي د مكررو او جدي اعلاميو له لاري او كه له كومي بلي لاري؟! حزب اسلامي خو تر ټولو وړاندي افغان ولس دې توطئې ته متوجه كړ او توطئه گرانو ته ته ئې خبردارى وركړ چي د اشغالگرانو له ايستلو وروسته به داسي ښارگوټي د دولت په حساب مصادره كېږي، استوگن به ئې خپلو سيمو ته لېږل كېږي او كورونه به ئې د شهداوو كورنيو ته وركول كېږي، خو دا راته ووايه چي ولي ستا ملگرو تر نن پوري په دې اړه هيڅ نه دي ويلي؟! موږ ته ئې وجه معلومه ده!! خبر يو چي كوم خواږه زهر او زقوم د دې ايراني توطئې او تدريجي اشغال په اړه ستا ملگري له څه ويلو منع كړي!! كه په دې ځواب قانع نه شوې نو واوره: موږ به له هراز اشغالگرانو سره همغه څه كوو چي له انگرېزانو، روسانو او امريكايانو سره مو وكړل او له تدريجي اشغالگرانو سره به همغه څه كوو چي رسول الله ﹽ د خيبر له يهودانو سره وكړل.
پوښتنه: آيا د نورو مذاهبو افغاني پلويان حق لري تر منځ ئې د خپل مذهب پر بنسټ پرېكړه وشي؟ (د اسلامي دولت اساسي قانون اووم فصل 116 مه ماده).
]نو آيا د دې (المتعة ديني و دين آبائي من عمل بها عمل بديننا و من انكرها انكر ديننا و اعتقد بغير عقيدتنا[ من لايحضره الفقيه جــ 3 صــ 366/ (يجوز التمتع بالزانية على كراية، خصوصاً لو كانت من العواهر والمشهورات بالزنى) (تحرير الوسيلة جــ 2 صــ 288)، پر بنسټ شيعه گڼو ته د هر څه ! لاره هواره ده؟[
ځواب: دلته هم بايد لومړى دا ماده له نظره تېره كړو، ماده داسي ده:
يوسل شپاړسمه ماده
د افغانستان د اسلامي دولت ټول محاكم؛ په ټولو هغو قضاياوو كي چي ورته راجع كېږي، د شريعت احكام پلي كوي او په حقوقي او جزائي برخو كي د حنفي فقهي مطابق پرېكړي كوي.
محكمه كولى شي په شخصي منازعاتو كي او هغه مهال چي د قضيې اړوند لوري د نورو مذاهبو پلويان وي، د دوى په اتفاقي غوښته، د نورو اسلامي مذاهبو پر بنسټ د منازعې د حل و فصل پرېكړه وكړي.
ښاغلى ناقد! په ايمان ئې ووايه: آيا په دې مادې كي د اعتراض وړ ټكى په نظر درغلى؟ آيا ستا دغه بې بنسټه اعتراض د مادې له كومي فقرې راټوكېدلى كه ستا له عقدې، ايمان ئې باعث دئ كه له مسلمان سره ناروا او شيطاني رقابت؟! دا ماده خو وايي: د افغانستان د اسلامي دولت ټول محاكم؛ په ټولو هغو قضاياوو كي چي ورته راجع كېږي، د شريعت احكام پلي كوي او په حقوقي او جزائي برخو كي د حنفي فقهي مطابق پرېكړي كوي. په شخصي منازعاتو كي ئې هغه مهال د نورو اسلامي مذاهبو مطابق د پرېكړي واك محاكمو ته سپارلى چي د نزاع دواړه لوري په اتفاق سره دا غوښتنه وكړي، آيا دا وضاحتونه د هر سترگور لپاره كفايت نه كوي؟! موږ هغه مذهب ته د اسلامي مذهب په سترگه نه گورو چي عقيده ئې د قرآن د نصوصو خلاف وي او د قرآن د صريح نص له مخي حرام كار حلال وگڼي، (زنا او متعه ته د جائز او حلال كار په سترگه وگوري). ستا ئې خوښه چي كوم مذهب ته اسلامي مذهب وايې او كوم ته غيراسلامي.
پوښتنه: كه د انتخاباتو لپاره دليل د نوماند امير په اړه د اصحابو كرامو پوښتنه وي، نو آيا دا پوښتنه له ټولو هغو خلكو شوې وه چي په اسلامي قلمرو كي اوسېدل او كه يوازي د مدينې له خلكو؟ كه له وروستيو شوې وي نو د دوى او د نورو ترمنځ ژور تفاوت څه رنگه ارځوئ؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 22م 25م او 32م مخونه)
ځواب: راشه لومړى دا مخونه وگورو چي وايي:
د اسلام له نظره د لومړي مشر د انتخاب طريقه همغه ده چي د ابوبكر رضي الله عنه د انتخاب په اړه صحابه وو غوره كړه، چي د مدينې ټول خلك د سقيفه بني ساعده له غونډي وروسته په جومات كي راغونډ شول، د ابوبكر رضي الله عنه وينا ئې واورېده، دئ ئې د امارت لپاره تر ټولو غوره وموندو، بيعت ئې ورسره وكړ او د دوى له بيعت نه وروسته هغه د اميرالمؤمنين په توگه وټاكل شو، كه څوك مسلمان وي نو د امير د اتتخاب لپاره به دغه طريقه غوره كوي، نه د جنگ او د وسلې د استعمال طريقه. اوس چي په يوه جومات كي د ټولو مسلمانانو راغونډېدا ممكن نده، دا ځكه چي شمېر ئې زيات دئ او د مدينې د مسلمانانو په اندازه نه دي چي په يوه جومات كي ځائيدل، له دوى نه د پوښتني له لاري به امير غوره كېږي او دا هم هغه كار دئ چي د عثمان رضي الله عنه د انتخاب پر مهال وشو.
د طالبانو په اساسي قانون كي دا ندي ويل شوي چي ولس د امير په ټاكلو كي څه حق او څه وجيبه لري؟ د امارت دنده د چا له لوري چا ته سپارل كېږي؟ د امارت د اهل تشخيص د چا كار دئ؟ آيا د ولس له بيعت او رضايت پرته د چا امارت شرعي مجوز لري؟ آيا د زور او جبر امارت جائز دئ؟ امير په جومات كي او د عوامو په خوښه ټاكل كېږي كه په قصرونو كي او د تړلو دروازو تر شا د خواصو لخوا؟ ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم ولي په جومات كي د ټولو لمونځ كوونكو له بيعت وروسته د اميرالمؤمنين په توگه غوره شول؟
نور بيا


نړیوال
21.08.2011

په تېر پسې ...
د دوى اساسي قانون دې پوښتني ته ځواب نلري چي كه د امارت لپاره د نومول شوو شمېر له يوه زيات وي، نو د دوى له منځ نه به يو څنگه غوره كېږي؟ د زور او جنگ له لاري كه د ولس رأيي ته د مراجعې له لاري؟ د عثمان رضي الله عنه او علي رضي الله عنه تر منځ د يوه انتخاب څنگه ترسره شو؟ آيا عبدالرحمن بن عوف د مدينې له خلكو د دريو ورځو پوښتنو او گروېږنو وروسته په جومات كي دا خبره اعلان نه كړه چي د مديني اكثريت د عثمان رضي الله عنه امارت خوښوي، زه هغه د امارت لپاره اعلانوم، آيا تاسو ئې منئ؟ خلكو توافق وكړ او له بيعت وروسته هغه د خليفه په توگه غوره شو، دا بهير موږ ته څه وايي؟ آيا د اميرالمؤمنين علي رضي الله عنه په خلاف د مخالفينو مسلح پاڅون د شريعت مطابق كار وو كه هغه كار چي په ترڅ كي ئې عثمان رضي الله عنه د رأى پوښتني له لاري غوره شو او له بيعت وروسته اميرالمؤمنين شو؟
ابوبكر رضي الله عنه هغه مهال امير شو چي خلكو په جومات كي له ده سره بيعت وكړ، عمر رضي الله عنه له هغه وروسته امير شو چي د خلكو بيعت ئې ترلاسه كړ، د ابوبكر رضي الله عنه لخوا څخه د ده انتخاب يوازي يو وړانديز وو، هغه ولس ته د عمر رضي الله عنه د غوره كولو وړانديز وكړ او خلكو قبول كړ. عمر رضي الله عنه له شهادت نه مخكي اوه كسان د دې لپاره غوره كړل چي له خپل منځ نه يو كس انتخاب كړي او بيا دغه كس د بيعت لپاره ولس ته معرفي شي. د ابوبكر رضي الله عنه نومونه داسي وه لكه د عمر رضي الله عنه له لوري د شپږو كسانو نومونه، كه دغو شپږو كسانو ته شپږ اميران نشو ويلي، همداراز د خلكو تر بيعت مخكي عمر رضي الله عنه ته د امير خطاب نشو كېدى.
اوس له جناب ناقد پوښتنه كوو: آيا تا په دغو څرگندو ويناوو كي د خپلي پوښتني واضح او قانع كوونكى ځواب نه دئ موندلى؟ د راتلونكي اميرالمؤمنين په اړه يوازي د مدينې له خلكو پوښتنه شوې، هم ئې له دائمي استوگنو او هم له مسافرو، هم له نارينه وو او هم له ښځو، نه له ټولو بلكي له ځينو، خو وروسته په جومات كي ټولو لمونځ كوونكو د بيعت په مراسمو كي برخه اخيستې، او له دې وروسته عثمان ﷻ ته د امير المؤمنين لقب وركړى شو. روايات دا هم وايي چي ابوبكر ﷻ تر هغه د امير په توگه خپل كار پيل نه كړ چي د نورو ترڅنگ د يمن مسلمانانو هم خپل بيعت اعلان نه كړ!! رسول الله ﹽ خپل ځاى ناستى نه دئ ټاكلى او د امير غوراوى ئې امت ته پرېښى همدا بايد زموږ تگلاره وي، صحابه وو امراء په جومات كي او د بيعت له لاري غوره كړي همدا به زموږ تگلاره وي.
پوښتنه: ستاسو د هغه حكم چي د په زور واك ته رسېدلى شخص امير المؤمنين بلل مو جرم او نوموړى مو د تركي، ببرك، نجيب په څېر؟ بللى، په اړه پوښتل كېږي چي كه چېري يو ځوان راپورته شي او صليبي اتحاد لاندي كړي، هېواد د غازيانو د مطلق اكثريت په ملتيا آزاد كړي، د امارت وړ دئ كه نه؟ او د امارت د سلسلې د لومړۍ كړۍ په اړه مو وړاندي كړى استدلال دلته هم وارد دئ او كه څنگه؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 22م مخ)
ځواب: راشئ چي لومړى د نوموړې رسالې هغه برخه ولولو چي ناقد صاحب ته د اعتراض ټكي په كي موندلي، هغه برخه دا ده:
د دې اساسي قانون بل لوى عيب او نقيصه دا ده چي امير ئې د شاهي رژيمونو په څېر داسي دائم العمر ټولواك ټاكلى چي د ژوند ترپايه او په هرصورت كي امير دئ، نه ئې د نصبولو مرجع معلومه ده او نه ئې د عزلولو، راتلونكى امير هم د ده په وصيت غوره كېږي، په دې قانون كي دا نه مومو چي د هېواد لومړى اميرالمؤمنين به څنگه او د چا لخوا غوره كوي؟ داسي معلومېږي چي دا امير به د دوى اميرالمؤمنين وي او د جنگ له لاري به مسلط كېږي!! داسي رأيه يوازي هغه څوك وركولى شي چي نه په شريعت پوه وي، نه له خدايه وېرېږي او نه د مسلمانانو د وينو د توئېدو پروا لري!! د اسلام له نظره چا چي د مسلمان په ضد وسله راوايسته كه بل هم ووژني دوزخ ته ځي او كه په خپله هم ووژل شي ځاى ئې دوزخ دئ، څوك چي د اقتدار لاس ته راوړو لپاره د مسلمانانو په ضد وسله كاروي مباح الدم دئ، له هر مسلمان نه د اسلام غوښتنه دا ده چي: مه ظلم كوئ او مه ظلم ته تسليمېږئ، د هيچا زور او ځواك ته غاړه مه ږدئ، د زور او جبر حكومت مه منئ، چا چي ستاسو په ضد وسله راوايسته او تاسو ئې دې ته اړ كولئ چي د فلان كس زعامت ومنئ د هغه په ضد داسي وجنگېږئ لكه د ببرك، تركي او نجيب په ضد چي وجنگېدئ او نن د كابل د امريكايي حكومت په ضد چي جنگېږئ، كه ووژل شوئ ځاى مو جنت دئ او كه هغه ووژل شو ځاى ئې جهنم دئ.
ښاغلى ناقد! په دې كي د اعتراض وړ ټكى كوم دئ؟!! د پوښتني په اړه بايد ووايم: تاسو د راتلونكو احتمالاتو په اړه پوښتنه كړې، زه د تېرو واقعيتونو په رڼا كي تا پوښتم: يو ځوان راپورته شو، د اسلام بيرغ ئې اوچت كړ، ده او ملگرو ئې د جهاد او هجرت هېره شوې فريضه احياء كړه، د سره الحادي سيلاب په وړاندي ودرېدل، د شوروي اتحاد يرغلگر ځواكونه ئې لاندي كړل، كمونيزم ته ئې هم په فكري سنگر كي ماتې وركړه او هم په نظامي سنگر كي، د غازيانو د مطلق اكثريت په ملتيا ئې هېواد آزاد كړ، كله چي په كابل كي د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو وخت راورسېد، نو د همدې غازيانو په ضد په بهر كي د نړۍ ټولو كفري ځواكونو او د اسلامي هېوادونو منافقو مشرانو او په داخل كي كمونيستانو او منافقينو يوه ستره جنگي جبهه پرانيسته او د مخكنۍ جگړي د دوام مأموريت ئې شمالي ائتلاف ته وسپارو، تاسو ولي د دغو غازيانو ملگرتيا ونه كړه؟ ولي مو د دوى له شرعي امير سره بيعت ونه كړ؟ ولي مو د هغه ائتلاف ملگرتيا وكړه؟ ولي مو له همدې ائتلاف پيسې ترلاسه كولې؟ ولي د دوى په گټه له دغو غازيانو سره وجنگېدئ؟
كه څوك د وسلو په زور او د جنگ له لاري قدرت ته رسېدا جائز گڼي، هغه هم د نورو د وسلو، پيسو او مټو په زور، نو په خپله د ځان په ضد د همداسي كار جواز برابروي، كه تا ته د مسلمانانو په ضد د زور او وسلې كارول جائز وي بل ته به ولي جائز نه وي؟!! حقيقت دا دئ چي نه تا ته جائز دئ او نه بل ته، د امير انتخاب د مسلمانانو حق دئ، يوازي هغه څوك شرعي امير دئ چي مسلمانانو په خپله خوښه، له زور، جبر او اكراه پرته غوره كړى وي، د مشرۍ وړ ئې گڼلى وي او بيعت ئې ورسره كړى وي.
ښاغلى ناقد د همدې موضوع په ارتباط ليكي: رسول الله ﹽ به له وگړو نه پر دې بيعت اخيستلو چي اولوالامر به له واكه پرته له دې چي څرگند كفر ترې ووينئ نه لري كوئ(... أن لا ننازع الامر اهله إلا أن تروا كفراً بواحاً عندكم من الله تعالى فيه برهان...) (متفق عليه)، نو د دې حديث حكم په لس كاله (دوه دورې وروسته) حتمي (نزاع/ نزاع) كي څرنگه گڼئ؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 23م مخ)
ځواب: تا دا روايت په ناسمه توگه تعبير او ژباړلى او بې مورده دي كارولى، نه د روايت معنى دغه ده چي تا ويلې او نه ئې مورد هغه دئ چي تا پرې استناد كړئ، دا فقره د هغه اوږد روايت يوه برخه ده چي په كي ويل شوي:
عُبَادَةُ بْنُ الْوَلِيدِ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : بَايَعْنَا رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَلَى السَّمْعِ وَالطَّاعَةِ فِى الْعُسْرِ وَالْيُسْرِ وَالْمَنْشَطِ وَالْمَكْرَهِ وَأَنْ لاَ نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ وَأَنْ نَقُومَ أَوْ نَقُولَ بِالْحَقِّ حَيْثُمَا كُنَّا لاَ نَخَافُ لَوْمَةَ لاَئِمٍ. رَوَاهُ الْبُخَارِىُّ
دا روايت د سند له مخي داسي دئ چي په صحابه وو كي يوازي يو راوي لري چي عباده بن الصامت دئ، ورپسې راويان ئې هم د ده زوى او لمسى دي، دى د مدينې د هغو دولسو كسانو په ډله كي وو چي له رسول الله ﹽ سره ئې په منى كي (په بيعة العقبة الاولى كي) بيعت كړى وو، دى وايي چي موږ له رسول الله ﹽ سره په دغو خبرو بيعت كړى وو: سمع او اطاعت د سوكالۍ او سختۍ په حالت كي او په هغه څه كي هم چي زموږ زړه ئې غواړي يا ئې نه خوښېږي، او دا چي د چارو له اهل سره به شخړه نه كوو، او چي هر چېري وو حق به وايو او په حق به قائم وو، د ملامتوونكو له ملامتولو به نه وېرېږو.
خو دا چي آيا د هغه بيعت الفاظ همدغه وو او كه بل څه، يا پر دې سربېره ئې نور مطالب هم درلودل كه نه، او آيا ټول اړوند روايات د الفاظو او محتوى له پلوه سره ورته دي كه توپيرونه لري، د دې تفصيل په حكمة البارئ كي وگورئ. دلته د ناقد صاحب په ځواب كي دومره وايو چي دا بيعت د مدينې د انصارو يوه وفد له رسول الله ﹽ سره كړى، دا نه د امير د ټاكلو له موضوع سره څه ربط لري او نه په دې باندي څوك د دائم العمر امير د ټاكلو په تأييد كي استناد او استدلال كولى شي، معنى ئې فقط دا ده چي كه د كوم شرعي امير له لوري پر تاسو څوك د مسئول او چارواكي په توگه وگمارل شو نو له هغه سره به اختلاف نه كوئ، معنى ئې هيڅكه دا نه ده چي كه هر څوك ستاسو پر سره مسلط شو نو په هر حالت كي به د هغه خبره اورئ، د هغه اطاعت به كوئ او له هغه سره به نزاع او شخړه نه كوئ!! معنى ئې دا ده چي د رسول الله ﹽ خبره به اورئ، اطاعت به ئې كوئ او د ده له لوري چي څوك ستاسو مشر او چارواكى ټاكل كېدو له هغه سره به نزاع نه كوئ. تا نه دې ته توجه كړې چي د سمع او اطاعت دا بيعت له رسول الله ﹽ سره وو او نه دي د روايت دې الفاظو ته توجه كړې چي وايي: د امر له (اهل) سره به نزاع نه كوئ، يعني له هغه مشر سره به مخالفت ته ملا نه تړئ چي د مشرۍ وړ او اهل وي، هغه چي ستاسو د امير له لوري ټاكل شوى وي، هغه چي مسلمانانو د امارت لپاره اهل گڼلى وي او دا امانت ئې هغه ته سپارلى وي. متأسفانه له دې روايت سره تل غرضي او مرضي خلكو جفا كړې، تحريف شوى او په غلطه توگه او د غلطو موخو لپاره كارول شوى، د عربي هېوادو په دولتي رسنيو، راډيو ټلويزيون كي، په ځانگړې توگه هغو رسنيو كي چي گمارل شوې د مذهبي تبليغاتو په پوښښ كي د حكامو په گټه تبليغات وكړي، دا او دې ته ورته دوه درې روايات په مكرره توگه او نږدې هره ورځ تكرارېږي، مخصوصاً دا روايت چي وايي: اسمعوا و اطيعوا ولو امر عليكم عبد حبشي كأن رأسه زبيبة: غوږ شئ، اطاعت وكړئ، كه څه هم يو داسي حبشي مريى درباندي وگمارل شي چي سر ئې د مميز په څېر وي. په دې سره هغوى خلكو ته وايي: د خپلو حكامو خبره اورئ او اطاعت ئې كوئ، كه هغه هر رنگ وي او هر څه كوي!! په داسي حال كي چي د دې روايت معنى دا ده: كه د مسلمان امير له لوري څوك د كوم كار په اړه ستاسو آمر او چارواكى وټاكل شو نو د هغه رنگ، نصب او شكل ته له پامه پرته د هغه اطاعت وكړئ. يعني له امراوو سره ستاسو چلن بايد د قومي، ژبني او توكميزو تعصباتو تر اغېز لاندي نشي، له دې رسنيو به هيڅكله وانه ورئ چي د رسول الله ﹽ دا ويناوي خلكو ته واوروي چي فرمايي: مَنْ مَشَى مَعَ ظَالِمٍ لِيُعِينَهُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ ظَالِمٌ ، فَقَدْ خَرَجَ مِنَ الإِسْلامِ. څوك چي له يوه ظالم سره روان شو چي مرسته ئې وكړي په داسي حال كي چي پوهېږي هغه ظالم دئ نو له اسلام څخه ووت، او: « من مشى مع ظالم فقد أجرم ، يقول الله تعالى ( إنا من المجرمين منتقمون)، څوك چي له يوه ظالم سره په يوه لار ولاړ جرم ئې وكړ او الله تعالى فرمايي: موږ به حتماً له دغو مجرمينو انتقام اخلو، يا د قرآن دا مبارك آيت چي فرمايي: وَ لا تَرْكَنُوا إِلى الَّذِينَ ظلَمُوا فَتَمَسكُمُ النَّارُ وَ مَا لَكم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لا تُنصرُونَ‏ * هود:113
او د ظالمانو په لوري تمايل مه كوئ كه نه نو په اور به اخته شئ، په داسي حال كي چي له الله پرته هيڅ اولياء نه لرئ، بيا به مو هيڅوك مرسته ونه كړى شي.
يعني د ظالمانو په لوري تمايل مه كوئ كه نه نو د دوزخ اور به مو په برخه شي او د الله تعالى له تأييد او ملاتړ نه به محروم شئ او داسي څوك به ونه مومئ چي ستاسو مرسته وكړى شي. دلته مؤمنانو ته ويل شوي چي نه يوازي د ظالمانو ملگرتيا ونه كړي او له دوى سره له دوستۍ ډډه وكړي بلكي د دوى په لوري له ميلان او پر دوى له باور او اعتماد نه هم ځان لري وساتي.
او يا دا آيت چي فرمايي: ... وَ لا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَ اتَّبَعَ هَوَاهُ وَ كانَ أَمْرُهُ فُرُطاً * الكهف: 28 : او د هغه چا متابعت مه كوه چي د ده زړه مو له خپل ذكر غافل كړى او د خپل نفس او هوس متابعت كوي او كار ئې زياتى او افراط دئ.
يعني د هغه چا متابعت مه كوه، وينا ئې مه منه او غوښتنو ته ئې مه تسليمېږه چي زړه ئې د الله تعالى له ذكر غافل دئ او د خپل نفس او هوس متابعت كوي او كار ئې زياتى او افراط دئ. يعني داسي اولوالامر مه منه او اطاعت ئې مه كوه چي الله تعالى ئې هېر كړى، د نفس او هوس بنده دئ، او له هر چا سره ئې معامله او چلن پر تېري او افراط ولاړه ده.
ښاغلي ناقد صاحب ته وايو: انتخابات د نزاع د ختمولو او د شخړو پاى ته رسولو وسيله ده نه د نزاع راولاړولو، په جگړو كي كله كله په يوه كلي كي دومره ومري چي د انتخاباتو په ترڅ كي په ستر هېواد كي دومره نه مري. مگر نه گورې چي د عثمان ﷻ د انتخاب په ورځ د يوه كس پزه هم ويني نشوه، خو د علي او معاويه او نورو صحابه وو ﷸ تر منځ په جگړو كي په لسگونو زره صحابه او تابعين په شهادت ورسېدل. په دې دواړو كي كوم يو غوره او د اسلام له لارښوونو سره مطابق بولې؟!! دوى ته دا عرائض هم لرو چي هيڅوك نشي كولى د دائم العمر امارت د جواز لپاره كوم نص (آيت يا حديث) په گوته كړي، نه په قرآن كي د دې يادونه شوې او نه د رسول الله ﹽ په احاديثو كي، دائم العمر امارت د عقل او عدل خلاف كار دئ، د امارت لپاره يوازي ژوند نه بلكي (علم او قوت) ضروري دئ، د قرآن د وينا له مخي انسان په زړښت كي هم خپل مخكنى علم او پوه ورو ورو له لاسه وركوي او هم خپل قوت، يو زوړ امير چي دغه حالت ته ورسېږي د امارت اهليت ئې له لاسه وركړى، بايد عزل شي، هغه څوك چي د نصبولو صلاحيت لري د عزلولو صلاحيت هم لري، لكه چي د امير د نصبولو صلاحيت مسلمانانو ته وركړى شوى د ده د عزلولو صلاحيت او واك هم د دوى په لاس كي دئ.
مگر نه گورئ چي په دې اړه قرآن موږ ته څه وايي؟ قرآن موږ ته وايي: بني اسرائيلو له خپل پيغمبر وغوښتل چي يو مشر ورته وټاكي چي د هغه تر قيادت لاندي له دښمن سره وجنگېږي، هغه طالوت د امير په توگه ورته وټاكو، د قوم مشرانو دى د امارت اهل او وړ نه گڼلو، ځان تر ده غوره ورته برېښېدو، نه پيغمبر د دوى په ضد د زور او ځواك كارولو پرېكړه وكړه او نه الله تعالى دوى ته امر وكړ چي لومړى له دغو معارضينو سره چي د طالوت امارت نه مني وجنگېږئ او بيا له دښمنانو سره، بلكي د دوى د اقناع لپاره ئې د استدلال او دلائلو او نښو وړاندي كولو لار غوره كړه، او استدلال ئې هم دا چي دى (اعلم او اقوى) دئ، او له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي دا پيغمبر بوډا شوى وو او د ولس د مشرۍ او قيادت توان ئې له لاسه وركړى وو نو ځكه ئې طالوت د دوى لپاره د امير په توگه غوره كړ!! آيا د قرآن دا لارښوونه كافي نه ده چي دائم العمر امارت په اسلام كي نشته؟!!
نور بيا


عادل عادل
21.08.2011

السلام علیکم

محترم نړیوال صاحب،

تاسو دا مسلې ځان ته ولې نکوې چې د حزب اسلامي دایم العمر امیر پاته شوي یاست، که خدای مکړه امیر المومنین شوی، نو لیرې نه ده چې د دایم الزمان امارت دعوی به هم وکړی.

خدای مو روژې قبولې کړه، امین


Sangar Watan
21.08.2011

برګ سپی د لېوۀ ورور دی :D :D :D :D
دتاريخ په شهادت د دواړو سرچينه يوه ده خو دهدف په لوري لارې بېلې دي٠


عبد السلام
21.08.2011

ښاغلی نړیوال کاږي :
[quote:b75858461b]لومړی غواړم دا سپیناوی وکړم، چې تاسې دا حق نه لری چې له ما وپوښتی چې څوک یاست. هر کله چې د فورم ټولو ګډونوالو خپله بیوګرافي په یو ځانګړي ځای کې وړاندې کړه نو زه به هم هلته خپله ژوندلیک ولیکم.[/quote:b75858461b]

دا ټپوس در نه چا کړی چې ته څوک يې ؟؟؟ پوښتنه دا ده چې دا لیکنه دچا ده ؟؟؟ دګلبدین حکمتیار ده که دنړیوال ؟؟؟ او که ددواړو ؟؟؟ او که دواړه یو دي ؟؟؟
شخصا ًً زما نه دګلبدین سوانحې په کار دي او نه ستا !!!
چون دالیکنه تا دلته په خپل نوم را کاپي کړي او په بل ځای کې د حکمتیار په نامه خپره شوي لوستونکی ته په خپل سر ( اټومات) دا حق ورکوي چې د اصلی لیکوال دنوم (نه د هغه د biography ) پوښتنه وکړي ، بغیر له هغې به لیکنه بیا هم مشکوکه ، مرموزه او وږده وي !


نړیوال
22.08.2011

دا لیکنې د موحد دي او په شهادت ورځپاڼه کې خپریږي.
په تېر پسې ...5
پوښتنه: آيا د بريلويانو په ساحه كي امام بايد حتماً له دوى نه وټاكل شي؟ (ځكه د دوى توافق شرط دئ!) او كه ئې په منځ كي د اصلاح لپاره يو عالم او ملتزم شخص ټاكلاى شو؟ (ځكه د امامت لپاره علم او تقوى شرط ده) او په ورته بڼه په فتنو كي د رانښتي قوم لپاره د مشر ټاكل تر څه پوري مشروطوئ؟ (ښكاره ده چي دواړه شرطونه په ټكر كي دي!) (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 23م مخ)
ځواب: ستا لنډ ځواب دا دئ: نه؛ بريلوي امام نشو ټاكلى، هو؛ امام بايد عالم او ملتزم شخص وي، د اسلامي امارت لپاره ايمان، اسلام، صالح عمل، تقوى، امانت ... اساسي شروط دي، امام بايد نه يوازي د سمي عقيدې او صالح عمل خاوند وي بلكي (اعلم) او (اقوى) وي او په ډېرو نورو مواصفاتو كي تر نورو مسلمانانو وړاندي وي. زموږ او ستاسو تر منځ اختلاف په دې كي دئ چي دغه (اهل امير) به د مسلمانانو په خوښه ټاكل كېږي كه د پرديو د وسلو او پيسو په زور او د جنگ له لاري به پر مسلمانانو مسلط كېږي، تاسو په زور (عاريتي زور) باور لرئ او له همدې لاري پر مسلمانانو حكومت كول جائز گڼئ او موږ ئې حرام گڼو، تاسو له مسلمان سره همغه چلن كوئ چي له كافر سره ئې بايد وكړئ، موږ د مسلمان او غيرمسلمان تر منځ په توپير قائل يو، تاسو په جومات كي د يوه امام وژل (هغه هم د چاودني له لاري او د لمانځه او جمع په وخت كي) جائز گڼي او موږ ئې سخت حرام او كركجن عمل بولو.
موږ ته امريكايانو دا پيغام راولېږو چي راشئ د طالبانو په ضد جنگ كي زموږ ملگرتيا وكړئ، طالبان هم ستاسو دښمنان دي او هم زموږ، موږ ورته وويل: د يوه افغان حريف او رقيب حكومت تر سلو كلونو پوري منلى شو خو د يوه پردي حكومت د يوې ورځي لپاره نه منو، ايران دې ته ورته وړانديز وكړ، ورته ومو ويل: د رباني د اقتدار لپاره له ملاعمر سره جنگ ته تيار نه يو، كه د رباني او ملاعمر تر منځ د يوه انتخاب ته اړ شوو نو ملاعمر انتخابوو. خو تاسو د انگرېزانو او نصير الله بابر په وينا له حزب اسلامي سره وجنگېدئ او له رباني، مسعود، دوستم او جنرال مالك سره مو اتحاد وكړ!! آيا خبر يې چي تاسو له جنرال مالك سره د هغه هيئت په وساطت او ضمانت اتحاد وكړ چي د پاكستاني جنرال عزيز تر مشرۍ لاندي فارياب ته تللى وو او د ده په وړاندي دا اتحاد رامنځته شو؟ همغه ائتلاف چي په پايله كي ئې اسمعيل خان له خپلو ملگرو سره د جنرال مالك له لوري ونيول شو او تاسو ته لاس تړلي تسليم شول؟ آيا خبر يې چي ستاسو او جنرال دوستم تر منځ ائتلاف په پاكستان كي او د جنرال نصير الله بابر په وساطت رامنځته شو چي په پايله كي ئې د جنرال دوستم الوتكو د اسعيل خان سنگرونه درته بمباري كول او تاسو ته ئې د هرات په لوري د پرمختگ لار پرانيستله؟!! آيا خبر يې چي د طالبانو تحريك په اصل كي يوه ائتلافي جبهه وه، غربپال، د ظاهرخان پلويان، د شاهنواز تڼي ملگري، افغان ملتيان... په كي راغونډ كړى شوي وو، هدف ئې د مجاهدينو ځپل، د افغان ولس خلع سلاح كول او د ظاهرخان د واكمنۍ لپاره لار آوارول وو، مؤسس ئې جنرال بابر وو، مبتكر ئې M-5، ممول ئې سعودي او امارات او حامي ئې واشنگټن، كه خبر نه يې له وكيل احمد متوكل وپوښته، حتى له كرزي وپوښته، د كرزي خپله وينا ده چي وايي: پاكستانيانو راته وويل: راشه د طالبانو د امارت خارجه وزارت تا ته سپارو!!
پوښتنه: له (كفرا بواحا) نه پرته د امراوو په خلاف خروج د دردناكي جزا وړ جرم دئ، نو د مرتكبينو د لوري د درنولو د هڅي او د استثنايي حالت د تعميم پرځاى ئې بايد د پخو ټكولو تابيا ډاډمنه شي؟ آيا د امام د اصلاح لپاره ئې له (تناصحوا. . .) او (افضل الجهاد. . .) پرته بله چاره ښوول شوې؟ او كوم دليل د دې په اړه وړاندي كولاى شئ چي رسول الله دي د امام د عزل په اړه عوامو ته څه واك وركړى وي؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 24 م مخ)
و. آيا كوم شرعي اصل د هفه امير د عزل د وجوب په اړه شته چي د شورى مشوره ئې نه وي منلې؟ (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ 26 م مخ)
ځواب: د امير د عزل موجبات ډېر دي، يوازي كفر بواح نه دئ، لېونتوب، داسي مرض او زړښت چي له كبله ئې خپل مأموريت نشي ترسره كولى، فسق، په امانتونو كي خيانت، له ولس سره په اړوند چارو كي مشوره نه كول، د دښمن په لاس كي اسارت، او پر دې ټولو سربېره دا د ولس حق دئ چي د امارت امانت چا ته، كله، د څومره مودې لپاره سپاري او كله ئې بېرته ترې اخلي، آيا د امانت خاوند ته يو امين ويلي شي چي د خپل امانت بېرته اخيستو حق نه لرې؟ مگر تاسو امير داسي گڼئ لكه د ولس مېړه او ولس د ده ښځه چي خپل مېړه ته طلاق نشي وركولى؟!! كه داسي مو انگېرولې وي نو ستاسو په حال افسوس په كار دئ!! كوم كار چي تاسو حرام گڼئ د هغه لپاره بايد يو صريح او څرگند نص په گوته كړئ، موږ خو يوازي هغه څه ته د حرام خطاب كولى شو چي الله تعالى او د هغه رسول حرام گڼلى وي، آيا په ټول قرآن او د رسول الله ﹽ په احاديثو كي داسي الفاظ، فقره او كومه اشاره په نظر درغلې چي وايي: مسلمانان د خپل امير د عزلولو حق نه لري او امير به ئې دائم العمر وي؟!! ته چي په كوم روايت په مكرره توگه استناد كوې دا د امير په عزل او نصب پوري هيڅ تعلق نه لري، دا د برحال، شرعي او اهل امير له لوري د ټاكل شوي مأمور د اطاعت خبره كوي.
زه پوښتنه كوم: كه كومه مېرمن خپل ماشوم له دوه كلنۍ وړاندي په داسي حال كي له تي بېل كړي چي له خپل خاوند سره ئې مشوره نه وي كړې؛ آيا په دې سره ئې كومه گناه كړې؟ ځواب دا دئ چي هو؛ نه يوازي گناه بلكي د الله تعالى د څرگند حكم خلاف عمل ئې كړى، ځكه الله تعالى امر كړى چي د عدم عذر په صورت كي به تر دوو كلونو خپل ماشوم ته تى وركوي، او كه ئې غوښتل چي تر دې وړاندي ئې له تي بېل كړي له خاوند سره په مشوره به دا كار كوي، او كه ئې له دې پرته دا كار وكړ گناه ئې كړې (دا د قرآن د اړوند آيتونو مطالب دي)، كه مېړه د دغي گناه (جناح) له كبله خپلي مېرمني ته طلاق وركړي آيا دا حق لري؟! مسلماً چي دا حق لري او حتى له دې پرته هم دا حق لري، د ولس له لوري د امير د عزل خبره سل په سلو كي همداسي ده، كه امير هغه شرائط مراعات نه كړي چي شريعت ورته ټاكلي او د خلكو له لوري وضع شوي، د شورى په اړه د الله تعالى حكم ونه مني، په امانتونو كي د ولس له مشورې پرته تصرف وكړي، هغه مستحق العزل دئ، پيغمبر عليه السلام د امام د عزل او نصب حق مسلمانانو ته وركړى، كه دا د جومات امام وي او كه سياسي امام، دا ئې دوى ته سپارلې چي څوك د امام په توگه غوره كوي او كله ئې عزل كوي، زه د رسول الله ﹽ له لارښوونو سره سم له يوه امير سره د خاصو شرائطو له مخي بيعت كوم، كه امير دغه شرائط مراعات نه كړي، زه ئې په اطاعت مكلف نه يم. لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق، زه په هر هغه څه كي د امير اطاعت نه كوم چي په (معصيت) كي راځي، د دې معنى دا ده چي عدم اطاعت يوازي د امير په كفر بواح پوري مختص او محدود نه دئ، ډېر نور موارد شته چي له كبله ئې د امير د اطاعت وجوب له منځه ځي.
راشه د (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ هغه 24م مخ) هم وگورو چي تا ورته گوته نيولې، هغه وايي:
د طالبانو په اساسي قانون كي دا نه دي ويل شوي چي په اسلامي نظام كي شورى بنيادي اهميت لري، امير د شورى له لاري غوره كېږي او له ولس سره په شورى مكلف دئ، هغه امير چي په دې اصل عمل ونكړي واجب العزل دئ، په اسلام كي د مطلق العنان زعيم تصور مردود دئ، دا د فرعوني نظام ځانگړتيا گڼي، دا د خلافت نه بلكي د ملوكيت خصوصيت بولي، پيغمبر عليه السلام ټولي مهمي پرېكړي په جومات كي او له مسلمانانو سره په مشوره كړې دي، د احد، بدر او خندق په څېر د جگړو پرېكړه نه يوازي د مسلمانانو له مشورې وروسته شوې بلكي پيغمبر عليه السلام تر هغه وروستى تصميم ندئ نيولى چي ټولو توافق ندى كړئ، كه څوك د پيغمبر عليه السلام امتي وي او د هغه مبارك په سنت عمل كول غواړي نو بايد مشورې ته همدومره اهميت وركړي، يوه كس ته مطلق العنان واك سپارل په اسلامي شريعت كي هيڅ مجال نلري، دې ته مو بايد پام وي چي كله د مسلمانانو شمېر زيات شو نو پيغمبر عليه السلام لدوى وغوښتل چي خپل استازي ورمعرفي كړي، دا استازي د نقباء په نامه يادېدل او دا پيغمبر عليه السلام په خپله نه غوره كول بلكي ولس ته ئې ويل چي تاسو ئې رامعرفي كړئ، دا په حقيقت كي د ولس منتخب استازي ول.
راشه د (كوم اساسي قانون د منلو وړ دئ؟ هغه 26م مخ) هم وگورو چي تا پرې استناد كړى، په دې مخ كي راغلي:
په دې روايت كي گورئ چي د مدينې خلكو له پيغمبر عليه السلام سره د خپلو استازو په ذريعه بيعت كړى، كه پيغمبر عليه السلام مدينې ته چي وروسته د مسلمانانو دارالخلافه ترې جوړ شو د خلكو په خوښه او د دوى له بيعت نه وروسته داخل شوى نو ته څنگه ځان ته حق وركوې چي كابل ته د خلكو له خوښي پرته او د جگړي له لاري په دې موخه داخل شې چي خپله خوښه او د خپلي خوښي زعيم په زور پرې تحميل كړې. څوك چي دا كار كوي د عمر رضي الله عنه هغه وينا دي په غوږ كي ولري چي د سقيفه بنى ساعده په غونډي كي ئې وكړه: فمن بايع أميرا عن غير مشورة المسلمين فلا بيعة له ولا بيعة للذي بايعه تغرة أن يقتلا: كه څوك د مسلمانانو له مشورې پرته له كوم امير سره بيعت وكړي نه د ده بيعت ارزښت لري او نه د هغه چا چي بيعت ئې ورسره كړى، د دې وېره شته چي دواړه ووژل شي.
د عمر رضي الله عنه دا وينا ډېر پرېكنده او قاطع حجت دئ د هغه چا په ضد چي د ټولو مسلمانانو له موافقې او مشورې پرته د څو كسانو بيعت د امارت لپاره كافي گڼي، دا يوازي د درباري مفتيانو رأيه كېدى شي نه په دين د يوه پوه انسان رأيه. دا رأيه د سلاطينو په خدمت كي بوختو مفتيانو هغه مهال وركړه چي د امير انتخاب له جومات نه قصرونو ته او له عوامو نه درباري خواصو ته انتقال شو او په نتيجه كي ئې امارت اموي او عباسي شو، موروثي او خانداني شو او يزيد اميرالمؤمنين شو.
اميد دئ په دې سره ستا دغه پوښتنه: آيا كوم شرعي اصل د هفه امير د عزل د وجوب په اړه شته چي د شورى مشوره ئې نه وي منلې؟! ځواب شوې وي.
نور بيا


اکرم
23.08.2011

[quote:cef8f69965][color=darkblue:cef8f69965]دا لیکنې د موحد دي او په شهادت ورځپاڼه کې خپریږي[/color:cef8f69965].[/quote:cef8f69965]
ښه! که دا لیکنې د مجهول او غایب موحد دي ، چې والله اعلم !
نو تا ولې د داړه مارو غلو په شان د موحد نامي کس لیکنې په خپل نامه دبحث په فوروم کې تیرولې ؟ او له اوله دې ولي دلیکوال نوم د لیکنې سره نه ضمیمه کاوه؟ داړه مار ځکه چې ته نه موحد یې او نه ګلبیدن ، بلکه د ګلبیدن یو بې ارزښته پلی عسکر او دخپلې داړې د بې نومه مشر دارادې اجیر پلی کونکی !!! ستا مشر که مخ لرلاي په خپل نا مه به يې څه لیکل ؟ خو لانت په غلامۍ ! چې ګلوخان هم ښه پرې پوی دی ! چې له امله یې په پیښور کې مهاجرو دISI بې رحمه او بې عقله تور مریه ګڼه، ، دکابل خلکو دمسودوف او دوستم تر څنګه دکابل مخرب ، د زرهاو وګړو قاتل ، او ددوه لکو معیوبو دلاسونو او پښو د پریکړوعامل ، کوم چې تر ننه د کابل په کوڅوکې ګدایی کوي ، ددوستم او تڼې سره یې اتلاف ښايي ته داخوان المسلین د مرام او فلسفې سره سم او متطابق وګڼې ، خو د ISI او د جماعت اسلامی په موګي او آ خور ، او په دې اوا خرو کې د خمیني دپچیانود موګیو په تړنه به څنګه سترګې پټې کړای شي ؟ ګلوخان ته وایه چې نور نو بس دی توبه وباسه ، لکه خسرالدنیا چې دی خسر الاخره نشې! نورو ته يې وجود پرته له تخریب او درده بله هیڅ ګټه نه لري ! که توبه وباسې ګوندې الله يې وبښي،خودد په لاس او امر د بې ګناه مقتولینو او معیوبینو بښنه مې ګمان نشي. اي کاش چې ریښتینو طالبانو ته په ګوتو ورغلی وی او دالله وه نیستۍ يې ورښولې وای !


عادل عادل
23.08.2011

السلام علیکم

موحد صاحب مني چې:-

[quote:76585c7494]موږ ته امريكايانو دا پيغام راولېږو چي راشئ د طالبانو په ضد جنگ كي زموږ ملگرتيا وكړئ،،،،، ،،،،،،،،،[/quote:76585c7494]

[quote:76585c7494].............................. ايران دې ته ورته وړانديز وكړ، ...............،،،،،[/quote:76585c7494]

دا چې د ورته وړاندیزونو ځای ګرزیدلي یاست، پخپله یو غټ ټکی دی چې تر ټولو زیات تاسو تر سوال لاندې وړي.


۰
24.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
له مقدمي تیریږم او په لنډو ټکو به ووایم چي دا لیکنه شاید د حکمتیار وي ځکه بل څوک دومره غټه پلنه ګونګه او سرسامه لیکنه نشي کولي او نه يي لیکي او نه يي څوک لوستلي شي خو دومره به ووایم چي دا لیکنه بیا ځمونږ د فورم یو خوږ ورور محمود سعید په خپل بل مستعار نوم [نړیوال] خپروي او د حزب اسلامي چي په وردګي کي ورته [حبز] واي ځکه مین دي چي نیکه صیب يي دده په قول د
حزب قوماندان پاتي شوي وو رښتیا هم د وردګو خلکو د حزب اسلامي تر قوماندي ښي قرباني ورکړی او پاک جهاد يي کړي مونږ يي دجهاد او قربانیو قدر کوو او احترام ورته لرو خو په حزب يي بي دریغه مینتوب ...
او د طالبانو سره بیا پدي جوړ ندی چي د امارت په وخت کي یي پغیر ددي چي دجهاد او قربانۍ قدر شي شوي واي نازول شوی واي بالعکس یو انګریزی ټوپک چي په قومندان صیب به ډیر ګران وو هم تري طالبانو وتروړه[ښه يي ندي کړي ]نو ځکه اوس دطالبانو سره تګ خوند نه ورکوي.
مونږ هم دطالبانو داسي کارونه نه تأیدوو او د یو پاک او سرخندونکي مجاهد سره بده رویه کول د اسلامي اخلاقو نه وتلي کار وو ، اسلحه ټولول او بیا د هغه خلکو نه چي په فساد کي نه وو ککړ هم غلط کاروو.
خو سره لدي دا اوس چي د یرغلګرو سره په مخامخ جګړه کي اخته دي او هغه ویره چي د ټولي دنیا به د دي یرغلګرو د ځناورصفته فوځونو نه لرله بیخي د خلکو دزړونو نه ویاسته او وي ښودل چي دا یرغلګر هڅ هم نشي کولي او ډیر کمزوري اوبزدل خلک دي.
او دافغان هغه پخوانی برم يي بیا را ژوندی او شمله يي جګه کړه د ستایلو وړ دي
نو په لنډو ټکو به ولیکم چي نړیوال صیب محمود سعید وردګ دی خو دا چي دالیکني دچا دي ؟ د محمود سعید صیب دي او که دحکمتیار څه پکي نشم ویلي خوپه روژه کي بیا ددي پرځاي کوم د روژي اړوند لیکنه واي ښه به واي.
او بیا خو نو محمودسعید صیب د پښتون یون کاروان جوړ کړي نو د حزب او طالبانو خبره به بي ځایه وي.
نوربیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا

مومندافغان


نړیوال
25.08.2011

په پاړسي کې یو متل دی چې وايي بګیرش که نګیرت.

دلته دا خبره مطرح نه ده چې دا لیکنه د چا ده او څوک ېې خپروي. د بحث سرلیک دی: آیا طالبان پر حزب اسلامي د انتقاد حق لري؟
موحد
په تېر پسې ...۶
طالبان خپل اميرالمؤمنين په دې دليل شرعي امير بولي چي د دوى د اقتدار پر مهال په كندهار كي د اهل حل و عقد يوې غونډي هغه ته د اميرالمؤمنين لقب وركړ!! خو دوى به اوس دې خبري ته څه ځواب وركوي چي د دوى هغه اهل حل و عقد چي په كندهار كي راغونډ كړى شول او ملامحمد عمر مجاهد ته ئې د اميرالمؤمنين لقب وركړ اوس د دوى مطلق اكثريت، نږدې 90% نوي په سلو كي د كرزي خوا ته ولاړ دي او هغه اميرالمؤمنين گڼي؟!! د دغو اهل حل وعقد كومه فتوى سمه او شرعي گڼي، مخكنۍ كه اوسنۍ؟!! كه د امير انتخاب په محدودو كسانو پوري مربوط شي تل به دا ترخه تجربه تكرارېږي، هرڅوك چي د اقتدار پر كرسۍ ناست وي يا تر نورو ډېري پيسې ولري، دوى به اخلي او د خپلي خوښي فتواوي به پرې مهر كوي!!
ځيني داسي هم شته چي وايي: كه څوك د زور او غلبې له لاري قدرت ته ورسېږي خو مسلمان وي نو د هغه اطاعت ضروري دئ او د هغه مخالفت ناروا!! دا خواركيان په دې نه پوهېږي چي متغلب حكومت جائز گڼل داسي دي لكه د اضطرار په وخت كي د خوگ غوښه جائز گڼل، دې استثنائي حالت ته عموميت وركول يوه كركجنه مغالطه ده. دوى ته وايو: كه دا د يوه اصل په توگه منئ نو بيا خو نن د متغلب مصداق كرزى دئ نه ملامحمد عمر مجاهد او پرون ئې مصداق رباني وو!! ولي مو د دغو متغلبينو حكومت ونه منلو، موږ نه وايو چي ستاسو دا كار غلط دئ، برعكس وايو چي د متغلب حكومت جائز گڼل غلطي ده. كه دا د يوه اصل په توگه ومنل شي نو بيا خو به افغانستان د سوريې په برخليك اخته كېږي، د سوريې مطلق اكثريت مسلمانان او سنيان دي، خو يوه نامسلمانه او مشركه اقليت ډله پرې حكومت كوي، دا ډله له شيعه وو سره نږدې اړيكي لري، پر افغانستان به هم دې ته ورته يو داسي اقليت د حكومت كولو مجال ترلاسه كوي چي ايران ئې مرسته كوي، ځينو شيعه ډلو په ايران كي حتى په خپلو نشراتو كي ليكل چي ايران بايد زموږ مرسته وكړي چي په افغانستان كي د شيعه وو حكومت جوړ كړو، دا كار ئې ممكن گنلو او ويل ئې چي كه په سوريه كي دا كار ممكن دئ نو په افغانستان كي ئې هم امكان شته!! ايران دا اوس لگيا دئ په كابل، هرات او مزار كي د شيعه وو لپاره زمكي اخلي او منصوبه ئې دا ده چي د دغو مهمو ښارونو اكثريت استوگن شيعه كړي، دا خبره د ايران مسئولين په ډېر وقاحت او بې شرمۍ سره كوي او د عواقبو پروا ئې هم نلري، گمان كوي چي دوى كولى شي اقليتونه د پښتنو په ضد متحد كړي او په كابل كي د خپلي خوښي مزدور حكومت قدرت ته ورسوي.
اوس نو ناقد صاحب او د ده ايمان او عقل سره پرېږدو چي قضاوت وكړي د دې خبرو په كومي برخي د عقل او ايمان له مخي د اعتراض حق لري!!!)
راشه دا هم ولولو چي د تنوير په مياشتنۍ كي څه راغلي او وگورو چي د اعتراض وړ خبره په كي شته كه نه.
هلته د يوې پوښتني په ځواب كي ويل شوي:
ځواب: تاسو دلته درې پوښتني كړې چي د هري يوې بېل بېل ځواب دا دئ: 1- د طالبانو او حزب اسلامي تر منځ هيڅ ډول رابطه او معاهده نشته، 2- د هري ډلي قوت او د ولسي ملاتړ كچه هغه مهال معلومېدى شي چي ولس ته د انتخاب حق وركړى شي، او عملاً څرگنده شي چي كومه ډله تر نورو ځواكمنه او له ولسي تأييد او ملاتړ برخمنه ده، زه په ټول ډاډ او اطمئنان سره ويلى شم چي د افغانانو هيڅ ډله د قوت، ولسي نفوذ، جهادي سابقې او ښه تنظيم له پلوه له حزب اسلامي سره سيالي نشي كولى، نه حكومت كول د كومي ډلي د قوت نښه ده او نه د نظامي امكاناتو درلودل، ځكه ډېر ځلي دا دواړه د هغه چا په برخه كېږي چي بهرني ځواكمن او شتمن حاميان ولري. 3- موږ د هر هغه چا حكومت منلى شو چي مسلمان وي او د افغان مسلمان ولس له لوري د زعيم په توگه غوره شي، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور قدرت ته رسېدلي واكمنان نه منو. اوس د افغانانو لپاره اساسي موضوع دا ده چي خپل هېواد آزاد كړي، ډېر ناپوه كس به د دې اصلي قضيې پر ځاى پر نورو ثانوي قضيو تركيز كوي، ټول بايد دا د يوه قطعي اصل په توگه ومني چي د هېواد زعيم به د ملت له لوري غوره كېږي، نه د څو افرادو يا څو ډلو تر منځ د راكړي وركړي له لاري، همدا د قرآن او سنت لارښوونه ده او همدا د قيادت د انتخاب يوازينۍ صحيح او شرعي طريقه، هغه څوك به له دې پرته د نورو طريقو په لټه كي وي چي د اسلام له حقيقته بې خبره دي او د اموي او عباسي مستبدو واكمنانو غلطو او د شريعت خلاف طريقو ته اسلامي رنگ وركوي.
ناقد صاحب ته وايو: تا ته به خپل ځان ډېر زورور برېښي، هغه هم له دې كبله چي كولى شئ خپلو جنگياليو ته وسلې، پيسې، موټر سيكلي او سرف موټرونه وركړئ، ستا لپاره همدا د قوت نښه او معيار دئ، خو كه موږ د خپل عزت او خپلواكۍ سودا ته چمتو شوي وى نو يقيناً چي نن به موږ هم توانېدو چي خپل مجاهدين ښه ونازوو او تر هري ډلي زيات مسلح مجاهدين د جهاد لپاره چمتو كړو. خو موږ په خپلو ذاتي امكاناتو اكتفاء كړې او دومره كار مو كړى چي پرې توانېدلو، كله چي زموږ مجاهدينو پوښتنه كړې: آيا له نورو جهادي ډلو څخه د جهاد لپاره امكانات ترلاسه كولى شو؟ موږ ورته ويلي: هو؛ دا كار كولى شئ. له همدې كبله د حزب ډېر مجاهدين ستاسو په څنگ كي جنگېدلي.
جناب ناقد! تا د يوه آيت په يوې فقرې استناد كړى، راشه دا آيت هم له نظره تېر كړو او وگورو چي ستا لپاره مستمسك كېدى شي كه نه، په كوم آيت چي تا استناد كړى بشپړ متن او ژباړه ئې داسي ده:
النساء : ٩٥
د مؤمنانو غير معذور ناست كسان له هغو سره برابر نه دي چي په خپل مال او ځان سره د الله د لاري مجاهدين دي، الله دغو په خپل مال او ځان سره مجاهدينو ته پر ناستو كسانو د ځانگړې درجې فضيلت وركړى، په داسي حال كي چي الله له هر يوه سره د ښې بدلې وعده كړې، خو مجاهدينو ته ئې پر ناستو كسانو د ستر اجر فضيلت وركړى.
دغه مبارك آيت د مجاهدينو هغه فضيلت او لوړو درجو ته اشاره كړې چي د ناستو مؤمنانو په پرتله ئې لري، د دې آيت معنى هيڅكله دا نه ده چي د مسلمانانو د امير غوراوى يوازي د مجاهدينو حق دئ او غير مجاهد مؤمنان په دې اړه د څه ويلو حق نه لري، كه داسي وى نو عثمان ﷻ به د هغو مجاهدينو له لوري غوره كېدو چي له مدينې ډېر لري، له مصر او ايران آخوا په سنگرونو كي ناست ول او په مدينې كي پاتي مسلمانانو به د ده د امارت پرېكړه نه كوله!! په مسلمانانو كي به داسي څوك راپيدا شوى وو چي ستا په څېر ئې په دې آيت يا دې ته ورته آيت استناد كړى او ويلي به ئې وو: مجاهدين او غير مجاهدين سره برابر نه دي، هل يستوي الذين يعلمون والذين لايعلمون، متأسفانه ځيني خلك د قرآن آيتونه په غلطه توگه او بې مورده كاروي او د دې آيت مصداق گرځي چي فرمايي: يحرفون الكلم عن مواضعه: كلام له خپل موضع او مورد بل لوري ته كږوي، د مجاهد او غير مجاهد؛ او د عالم او غيرعالم تر منځ توپير ته د دې لپاره گوته نه ده نيول شوې چي كوم مادي او اجتماعي امتياز ورته ثابت شي، بلكي د الله تعالى په وړاندي د دوى د اجر او مقام لوړوالي ته په كي اشاره شوې، په دې سره مؤمنان جهاد او د علم حاصلولو ته تشويق شوي، په دې سره الله تعالى مؤمنانو ته ويلي: عالم به تر نورو زيات له الله تعالى وېرېږي، تر نورو به ئې تقوى زياته وي، او د الله په لار كي به تر نورو زياته قرباني وركوي، دا ځكه چي عالم او غير عالم بايد سره برابر نه وي، لكه چي قرآن د اهل كتاب علماوو ته وايي: أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسكم و انتم تتلون الكتاب، افلاتعقلون؟ آيا خلك په ښېگڼو گمارئ او ځان هېروئ، حال دا چي تاسو كتاب لولئ، آيا تعقل نه كوئ؟!!
نور بيا


م . ق
25.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

ورونو، پدې کې هیڅ شک نشته چې دا علمي، سیاسي او مدلـله لیکنه د حکمتیار صاحب ده چې ما د شهادت په سایټ کې هم لیدلې ده، خو دا خبره هم معلومه ده چې طالبانو سره ددې دلیلونو او استدلالونو هیڅ ځواب نشته، تراوسه پورې پکې هیڅ کوم نر نه دی پیدا شوي چې حد اقل د حکمتیار صاحب د یوې خبرې مدلل علمي ځواب ووايی، د همدغه ځاي څخه د دوي علمي او سیاسي مستوی او سویه معلومیږي، سیاسي او علمي ماتې یې داسې واضحه څرګنده ده لکه روښانه لمر.

د دوي ځواب به څه وي او څه توقع به ترینه وشي،،،،،هممممممم فقط هغه ځواب او توقع چې د یو امي او نالوستي څخه کیږي یعنې ړوند تعصب، بې دلیله کینه، بې موجبه تهمتونه، درواغ او هسې د الفاظو چټلتیا، نه به ترینه کوم منصوص شرعي دلیل واورې او نه کوم سیاسي شواهد.
زه بیا بیا وایم او په زغرده یې وایم چې نه حزبي یم او نه د حزب وکالت کوم ځکه د حزب لاسونه هم په وینو سره دي او هم یې د بیخ جرړې پاکستان ته رسي، خو ددوي داسې کلک ،غوڅ، خله ماتوونکي علمي او سیاسي ځوابونه مې ډیر خوښیږي او ډیر پرې خوشحال یم چې د طالبانو سیاسي او علمي ماتې، عجز او لاځوابي ګورم،

نړیوال صاحب، الله دې وکړي چې نور یې هم رابربنډ کړې او دا د درواغو سپینه پرده یې د څیرو څخه لرې کړې، پام چې سترګه دې ورڅخه رپ هم ونه وهي، دا هسې د بوسو ګوډي او تش کدوان دي،
کانهم خشب مسندة، او یا: کانهم حمر مستنفرة، فرت من قسورة. :lol: :lol: :lol: هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها

راتلونکی اختر مو مبارک شه، بیا به ګورو انشاء الله، او هم بیا زما ځوابي لیکنو ته منتظر اوسئ، زه بیا راتلونکی یم.

هذا والله هو الموفق والمستعان


محمود سعيد
27.08.2011

[quote:a67f83796e]له مقدمي تیریږم او په لنډو ټکو به ووایم چي دا لیکنه شاید د حکمتیار وي ځکه بل څوک دومره غټه پلنه ګونګه او سرسامه لیکنه نشي کولي او نه يي لیکي او نه يي څوک لوستلي شي خو دومره به ووایم چي دا لیکنه بیا ځمونږ د فورم یو خوږ ورور محمود سعید په خپل بل مستعار نوم [نړیوال] خپروي او د حزب اسلامي چي په وردګي کي ورته [حبز] واي ځکه مین دي چي نیکه صیب يي دده په قول د
حزب قوماندان پاتي شوي وو رښتیا هم د وردګو خلکو د حزب اسلامي تر قوماندي ښي قرباني ورکړی او پاک جهاد يي کړي مونږ يي دجهاد او قربانیو قدر کوو او احترام ورته لرو خو په حزب يي بي دریغه مینتوب ...
او د طالبانو سره بیا پدي جوړ ندی چي د امارت په وخت کي یي پغیر ددي چي دجهاد او قربانۍ قدر شي شوي واي نازول شوی واي بالعکس یو انګریزی ټوپک چي په قومندان صیب به ډیر ګران وو هم تري طالبانو وتروړه[ښه يي ندي کړي ]نو ځکه اوس دطالبانو سره تګ خوند نه ورکوي.
[/quote:a67f83796e]

فرض به کړو چې د مومند صیب په وینا محمود سعید او نړیوال دواړه یو کس دی او محمود سعید د نړیوال په مستعار نوم لیکنې کوي او په لیکنو کې ېې تر ډیره د حزب پلوي کړې ده!!! له دې سره فرض کوو چې مومند افغان چې د طالبانو رسمي استازی دی او له محمود سعید سره له نږدې پیژني، د یوه ځانګړي بنډار په ترڅ کې شکمن شو چې ګواکي محمود سعید نړیوال دی او طالبانو ېې له نیکه سره څه ډول چلند کړی دی.
اوس پوښتنه دا راپیدا کیږي چې مومند صیب ته دا اړتیا څنګه رامخې ته شوه چې دا خبره دلته مطرح کړئ؟ آیا دا به دهغه د سیاسي ماتې او ځواب نه لرلو په معنی وي او که د:
مومند افغان
چپرهاري
ننګرهاري
جعفري
ظریف خان
او نورومستعارو نومونو د ملګرو پیدا کولو لپاره؟

[quote:a67f83796e]نو په لنډو ټکو به ولیکم چي نړیوال صیب محمود سعید وردګ دی خو دا چي دالیکني دچا دي ؟ د محمود سعید صیب دي او که دحکمتیار څه پکي نشم ویلي خوپه روژه کي بیا ددي پرځاي کوم د روژي اړوند لیکنه واي ښه به واي.
او بیا خو نو محمودسعید صیب د پښتون یون کاروان جوړ کړي نو د حزب او طالبانو خبره به بي ځایه وي. [/quote:a67f83796e]
د وردګ کلمې ته هم اړتیا وه چې تاسې ورزیاته کړې ده؟
له هغې مو د پښتون یون کاروان ته رادانګلي او داسې مو څرګنده کړې چې ګواکي، پښتانه له حزب او طالبانو سره اړیکې نه لري؟؟؟
پخوا مې فکر کاوه چې تاسو به رښتیا مومند افغان یاست، خو اوس مې باور شو چې (مو- مند) نه بلکې هسې د یوه شکمن او د لیکنو د غزوونکي کس په توګه دلته شتون لرئ، هیله ده لږ تر لږه یو ځل یوه رواني ډاکټر ته مراجعه وکړئ...


عتیق الله
27.08.2011

پښتيو متل دی وايي:
وړه ښه ده که ګله
دوی دې وخوري يو تر بله
طالب دې تر حزبيانو جار شي او حزبيان دې تر طالبه
دواړو پښتانه وشيرمول
نه په اسلام پوهېږي نه په سياست
دومره اکثريت له هيچاسره ملاتړ نه دی کړی لکه په خپل وخت کې د حزب او په خپل وخت کې له طالب سره خو دواړه خاينان او د نورو اجنټان وو
تباه دې شي


۰
28.08.2011

السلام علیکم
نړیوال صیب زه که په هرنوم لیکنه وکړم خو دریځ مي همدا یو دی او هغه دی ازاد ه لیکنه او غوڅ دریځ.
د جعفري په نوم مي یو ملګري ته په فیسبوک کي اکاونټ جوړکړی وو چي بیا هغه استعمال نکړ نو ما یو دوه دري ورځي وکاراوه او بیا مي پریښوده او تاچي کله له ما وپوښتل چي ته په ټول افغان کي څوک يي نو بي له درنګه مي درته وویل چي زه مومندافغان یم .
ظریف خان مي خپل نوم اوپه همدي نوم په فیسبوک کي کله ناکله ورښکاره کیږم .
د چپرهاري او مومندافغان په نومونو اکاونټونه په ټول افغان کي لرم چي اوس مهال یواځي په مومندافغان نوم لیکنه کوم او ټولو خلکو ته ښکاره دي کوم پټ اکاونټ نه دي اونه له چانه پټ یم.
خو نړیوال محمودسعید صیب تاسو ته حیران یم چي په بیلو بیلو اکاونټونو کي په بیلو بیلو اندونو لکني کوی ددي څه رازدی؟
د محمود سعید په نوم هڅ د حزب[ایبز] نوم هم نه اخلي او کلک پښتون يي او همیشه د پښتنو په غم کي لوغړن يي [تصنعا] او د نړیوال په نوم بیا داسي کلک حزبي يي چي آن دحکمتیار لیکني په خپل نوم نرغوندي نشروي ، ما هم اول فکر کاوه چي دا د لیکنو طرز او سبق او طوالت او شدو مد خو يي دګلبدین دي او سړی لږ غوندي بدل ښکاري خو روسته معلومه شوه چي د ګلبدین کاپي دي کړي وه او دکاپي رایټ اصول دي نه وو مراعت کړي اویا خو به ګلبدین درته اجازه کړي وي چي زما لیکني ځان ته منسوبوه .
او تاسو د وردګو نوم اخستي وو نو ورورکه زه د هچا کوم سپکاوي نه کوم که هغوی هرڅوک وي او بیا خو وردګ ښه ځیږه پښتانه او کلک مؤمنان او په اسلامي او افغاني اخلاقو سمبال خلک دي نو دي کي څه حرج دی چي ما ستاسو دنوم سره وردګ د تعارف لپاره ورزیات کړه او یا خو شاید په وردګو کي اوسیږي او هزاره یا کوم بل توکم یي نو وردګوته منسوبول درته ښه نه بریښي!!

ښه رابه شو اصل موضوع ته نو زه نه طالب یم اونه مي دطالبانو داسي کلک تقلید کړی لکه دا حزبیان يي چي ګلبدین کوي او نه د هچا اعمی تقلید کوم بلکي که هرچا کي کوم نقص ووینم نو برملا ورته وایم او چي خبره يي حق وي نو منم يي ،
به هغه بله سکالو کي حلیم صیب یو دطالبانو په مقابل کي لیکنه کړي وه خو چي ماته حقه معلومه شوه نو ومي منله ځکه چي قناعت مي وشو ، ویډیو يي پیش کړه او دلیل يي قوي وو ورته تسلیم شوم او چي مدعا يي حق وه ومي منله.
او کوم چي تاسو اصلي موضوع جوړه کړي وه چي ایاطالبان به حزب اسلامي دانتقاد حق لري؟
نو کوم ځاي کي طالبانو دحزب حکمتیار نوم هم اخستي دي پاتي لا انتقاد؟
حزب حکمتیار دومره نه ارزي چي یو څوک دي دومره توجه ورکړي چي انتقاد دي پري وکړي حزب حکمتیار دی څه شي؟
او داچي زه یا بل کوم افغان ورور په حزب حکمتیار نیوکي کوي نو دا زمونږ شخصي راي دي او دطالبانودي کي هڅ دخل نشته او نه مونږ دچا نماینده ګي کوو.
او فکر کوم چي نور نو دحزب نوم یادول شرم دی .
دحزب کارون هرچا ولیدل چي څه يي وکړل.
به سروبي کي دحزب پاټک د زردادخان احمدزي په مشري چي څه وکړه یواځي افغانانونه چي ټولي دنیا ته ښکاره دي.
په ننګرهار کي چي حزبیانو څه کول هغه ما او زما په شمول نورو ډیرو ننګرهاریانو لیدل.
په لغمان کي يي ټول جهادي عمر د جمعیت اسلامي سره په جنګونو کي تیر شو او یو ټس يي هم په روسانو ونکړ .
په کنړ کي مولوي صیب جمیل الرحمن اسلامي امارت اعلان کړ نو حزبیانو ورسره ونه منله او ویل ييي چي مونږ درسره په کنړ کي انتخابات کوو .
انتخابات يي وکړه او نرغوندي جماعةالدعوة الشیخ جمیل الرحمن صیب وګټل نو بیا يي د کنړي ملیشو په سپورټ دلغمان نه هم خپل اربکیان ټول راوستل او اسلامي امارت يي ړنګ کړ او بلا اخیر يي عبدالله رومي ولمساوه چي شیخ صیب قتل کړي.
او هرځاي کي هرڅوک چي حزب به خپل لارکي خنډ محسوس کړ نو هغه به بیا قتل وو.میرویس جلیل د بي بي سي خبریال چي حق وینا وکړه او دومره يي وویل چي حزب مخکي ندی تلي په ډیره بي دردۍ يي شهید کړ اګر چي په تنظیمي لحاظ حزبي هم وو.
نو ورورکه حزب ټول عمر خپل منځي جنګونه کړي او په روسانو کمونستانو او اوس مهال په امریکایانو یا نورو یرغلګرو او اجیره اردو يي یو ډز هم ندی کړی او اوس خو الله وشرمول تیت پرک شول او یواځي حکمتیار او ورسره یو کمپیو ټر چي لیکني کوي پاتي دي نور ورک شول.
خفه نشي حق تریخ وي او حقیقت لري او دا یو حقیقت دي باید وي منو.
مخکي مي هم درته لیکلي وو چي زه هم پوخ حزبي وم الله دي راته عفوه وکړي دالله دذکر نه مي د حکمتیار زنده باد چیغي ډیري وهلي خو چي ستر شو نو پوه شو چي قصه بل رنګ ده، تاسو هم لا ځوانان يي او چي کله مو عمر تر ۳۵ واوړي بیا به يي ومني چي حق څه شی دی.
نوربیــــــــــــــــــــــــــــــــــــا ان شاءالله


حذيفه
28.08.2011

انډیوالانو! هیله ده روژه به مو په خیروي او ورسره یوځای د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر مبارکي هم درته ډالۍ کوم . دروان بحث په اړه مي نظر دادی .
حزب اسلامي يوداسي نوم دی چی زه ورسره له ډېره وخته شناخته يم،له ډېره وخته مي دانوم په ليکنوکي ليده،په خبروکي مي اورېده،خوپه حقیقت کي زه نه پوهېدم چي حزب څوک اوڅه غواړي ؟دچاله لوري ګومارل سوي؟اوپه افغانستان کي هغوئ ته چاددي زمينه برابره کړه چي خپل فعاليت وغزه وي اوپه افغانستان کي ديوناسوپه څېرترډېره وخته پاته سي؟
يوه ورځ مي يوه ملګري دحکمتياريوکتاب پټې توطيې اوبربنډي څېرې راکړهغه مي مطالعه کړدحزب مشرخوراپه وازه خوله طالبان دامريکاګوډاګيان ګڼلي وواوپه بربنډه توګه يې پرهغوئ تورپوري کړي ووچي په هيوادکي دتخريب اووران کارۍلپاره دغرب له لوري اکماليږي ،خوددي کتاب ترلوستووروسته مي ددي مشرصيب یوبل کتاب چي دسکتمبرتر۱۱وروسته ليکل سوی ووپيداکړ.ددي کتاب نوم (مرکې اومقالې)ښه جالب وو،بيامي هم دلوستوپه نيت کتاب واخسيت اوپه ښه دقت سره مي وکوت .په دي کتاب کي علامه صيب هغه خلک تورن کړي ووچي هغوئ طالبان دامريکاخلک بلل اودهيوادورانوونکي يې همدوئ معرفي کول .تردي وروسته مي دده په هکله ځېړنه پيله کړه،زماپه اندحکمتيارله وخت سره خپل سياست،مذهب،ديانت،تقوی،زهد،عقيده،فکراو...ټول بدلوي .ماچي کله دهغه حقيقت درک کړنومي ځينوملګروته دهغه يادونه وکړه هغوئ هم په همدي فکروواوله دي هاخوايې هغه بل څه نه ارزاوی .همدغه صيب له مشراحمدشاه مسعودسره په شخړوکي دکابل ۶۵زره بې ګناه انسان په شهادت ورسول،همدغه مشرپه کعبه کي ترلوړي وروسته سمدستي هغه ماته اوخپل ځان يې دقسم په ماتولوکي لومړی معرفي کړ،همداحکمتياريوه ورځ دوستم سخت دښمن بالی اوبله ورځ له هغه سره پريوه ستارخوان ناست وو،همدغه دحزب مشرله څه پوهي پرته په ديني چاروکي ګوت وهنې کوي .
دحزب اوحزب مشرصيب په اړه داددوئ دناخوالوصرف څونمونې وې،که نه ددوئ دناخوالواونارواکړنوپه هکله خوڅوجلده کتاب ليکل کېدای سي .حزب اوحزب مشره تاسوپه خپله دبديويوه ټولګه ياست نوولي پرتاسوبل کوم څوک دنيوکې حق نلري ؟.افغان ولس ستاسوڅخه هيڅ ښې خاطرې نلري،ستاسودنوم په اورېدويوافغان اوس په خپل ستوني کي دکوم مشکل احساس کوي .تاسواوس دومره منفوریاست چي نورموافغان ولس په خپله غېږه کي نسي ساتلای .
په دي هکله خبرې زياتې دي دامي صرف دناخبره وروڼودپوهاوي لپاره وليکل .تاسوبايدومنئ چي همدادحزب حقيقت دی اونه بل څه .
وماعلیناالاالبلاغ المبين .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more