نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
م . ق
01.08.2011
اللهم آمین.
نه حزبیان نه کرزیان او نه امارتیان بلکه د اخوان المسلمین په منشور او منهج روان غورځنګیان.
هوتک
01.08.2011
ټولو ملګرو ته سلام او دمبارکې میاشتې مبارکې وایم،
قرآنی صیب نه مې غوښتل چه په دې مبارک میاشت کې په هیڅ یو بحث کې ځان شریک کړم، خو ستا داسې زړه ځوروونکې لیکنې لولم چه سړی مجبورآ ځان پکې شریک کړې، ګرانه ستاسره داسې ویناوې نه ښایې، لکه څنګه چه ته یې لیکې، اوس خو دتندرپه سبق په پنځو کې هم حساب یې.
که روشتیا درته ووایم زه ترا وسه نه یم پوهیدلی چه ته په کومه ډله یاګوند پسې مربوط یې، او یا دچاخیر غوښتونکی یې، کله دکرزی طرفدار یې، كله دسپیڅلو مجاهدینو اوکله بیا حذبې، خو په هرصورت داستا خپل کار دی ماته پکې دګډون هیڅ ځای نشته،
دالله ج په آمان
م . ق
01.08.2011
هوتک صیب السلام علیکم ورحمة الله،
[quote:7404b7fb1a="هوتک"]دسپیڅلو مجاهدینو اوکله بیا حذبې،
[/quote:7404b7fb1a]
ألم تر إلى الذين يزكون أنفسهم بل الله يزكي من يشاء
که زماخبرې ستاغوږونه خوري
زما دواړه سترګې تاهم وخوړې
که شل غمونه درته یادومه څله
وایې کاسې دې د شلغم وخوړې
مننه،
غورځنګي
Re: حزب اسلامي که د طالبانو اسلامي تحریک!
مساپر
01.08.2011
[quote:204cd526f2="محمود سعید"]د حزب اسلامي او طالبانو ولې سره ورانه ده؟
په ښکاره خو دواړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
په ښکاره خو دواړه د اسلام سر لوړی غواړي.
په ښکاره خو دواړه په هیواد کې د اسلامي نظام د راتللو هڅې کوي.
په ښکاره خو دواړه وايي چې موږ له هیڅ بهرني لوري نه تمویلیږو.
نو له دې سره سره بیا اختلاف او شخړه ولې؟
آیا دواړه قدرت غوښتونکي نه دي؟
آیا دواړه د یو بل په پیژندلو نه دي بریالي شوي؟[/quote:204cd526f2]
ګرانه ورور محمود صیب، کړکیچن او یا اختلافات جوړول د حزب اسلامی یوه اساسی برخه ده، لکه چې د دوی یوه لوی قومندان خپله عقیده د طالبانو په هکله داسي وایي:
در گفتگوی اختصاصی روزنامه افغانستان با محمد فیروز حکمتیار، عضو ارشد حزب اسلامی چنین ګفت:
سوال: آقای حکمتیار! تشکر از اینکه وقت تان را در اختیار ما گذاشتید. به دنبا ل سقوط رژیم طالبان و آمدن نیرو های بین المللی در افغانستان حزب اسلامی نیز موقف مخالف گرفته است. حزب شما چه تفاوتی باطالبان دارد؟
جواب: حزب اسلامی یک حزب است. حزب بسیار سابقه دار و قدیمی که شما می فهمید که از دهه 30و 40 در پو هنتون کابل به وجود آمده است. اما طالبان یک حزب نیست بلکه یک تحریک نو ساخته اسلامی است. ما تفاوت بسیار داریم. تنها وجه مشترک ما با طالبان این است که ما هم مانند آنها خواهان خروج نیروهای خارجی از افغانستان هستیم. انجنیر صاحب حکمتیار امیر عمومی حزب اسلامی نیز در مصاحبه های خود میان طالبان و حزب اسلامی افغانستان فرق های زیادی قایل هستند.
سوال: خروج نیروهای خارجی وجه مشترک شما با طالبان است که شما هم اشاره کردید. اما سوال من این بود که تفاوت شما باطالبان چیست و حزب اسلامی باطالبان چه فرق دارد؟
جواب:فرق ما بسیار است، همین که ما یک حزب هستیم و آنها یک تحریک است. فکر می کنم همین قدر کافی است.
سوال: آیا میان طالبان و حزب اسلامی کدام همکاری و جود دارد؟
جواب: نه، هیچگونه همکاری و جود ندارد. ما درهمه چیز در مبارزه و در سیاست روش های خاص خود را داریم که باروش طالبان بیحد تفاوت دارد.
pattang
02.08.2011
وروڼود حزب اسلامي نور شيان ماته ندي را مالوم ، خو کوم اعضايې چې زه پېژنم
مکتبيان او يا مکتبي ډوله خلک دي او غواړي چې حکومت وکړي ، ډېر اعضايې
اوس دکرزي له دولت سره کار کوي او دترکيې له دولت سره نږدې اړکي
لري٠ له طالبانو څخه ٤ ١ کاله له مخه دغو ټولوګوندونو د پاکستان له دولت
او له ISI سره ټينګ اړکي لرل ، دا پټه خبره نده او دهغه وخت مجبوريت هم دا
تقاضا کوله ، له نورو خبرو يې خدای پاک خبر دی٠
حزبي اسلامي دافغانستان په اولس کې ښه نوم نلري ، ځينې پاړسي ژبي يې
پردې هم تخريبوي چې ګلبدين پښتون دی ٠ له اورېدو او قصو ، حزبې اسلامي
ډېرې سياسي سهوې کړې ، زه په خپله ددوی راتلونکې په افغانستان کې نه وينم٠
نړیوال
02.08.2011
د عمر رضي الله عنه هغه وينا دي په غوږ كي ولري چي د سقيفه بنى ساعده په غونډي كي ئې وكړه: فمن بايع أميرا عن غير مشورة المسلمين فلا بيعة له ولا بيعة للذي بايعه تغرة أن يقتلا: كه څوك د مسلمانانو له مشورې پرته له كوم امير سره بيعت وكړي نه د ده بيعت ارزښت لري او نه د هغه چا چي بيعت ئې ورسره كړى، د دې وېره شته چي دواړه ووژل شي.
د عمر رضي الله عنه دا وينا ډېر پرېكنده او قاطع حجت دئ د هغه چا په ضد چي د ټولو مسلمانانو له موافقې او مشورې پرته د څو كسانو بيعت د امارت لپاره كافي گڼي، دا يوازي د درباري مفتيانو رأيه كېدى شي نه په دين د يوه پوه انسان رأيه. دا رأيه د سلاطينو په خدمت كي بوختو مفتيانو هغه مهال وركړه چي د امير انتخاب له جومات نه قصرونو ته او له عوامو نه درباري خواصو ته انتقال شو او په نتيجه كي ئې امارت اموي او عباسي شو، موروثي او خانداني شو او يزيد اميرالمؤمنين شو.
موږ ته امريكايانو دا پيغام راولېږو چي راشئ د طالبانو په ضد جنگ كي زموږ ملگرتيا وكړئ، طالبان هم ستاسو دښمنان دي او هم زموږ، موږ ورته وويل: د يوه افغان حريف او رقيب حكومت تر سلو كلونو پوري منلى شو خو د يوه پردي حكومت د يوې ورځي لپاره نه منو، ايران دې ته ورته وړانديز وكړ، ورته ومو ويل: د رباني د اقتدار لپاره له ملاعمر سره جنگ ته تيار نه ...يو، كه د رباني او ملاعمر تر منځ د يوه انتخاب ته اړ شوو نو ملاعمر انتخابوو. خو تاسو د انگرېزانو او نصير الله بابر په وينا له حزب اسلامي سره وجنگېدئ او له رباني، مسعود، دوستم او جنرال مالك سره مو اتحاد وكړ!! آيا خبر يې چي تاسو له جنرال مالك سره د هغه هيئت په وساطت او ضمانت اتحاد وكړ چي د پاكستاني جنرال عزيز تر مشرۍ لاندي فارياب ته تللى وو او د ده په وړاندي دا اتحاد رامنځته شو؟ همغه ائتلاف چي په پايله كي ئې اسمعيل خان له خپلو ملگرو سره د جنرال مالك له لوري ونيول شو او تاسو ته لاس تړلي تسليم شول؟ آيا خبر يې چي ستاسو او جنرال دوستم تر منځ ائتلاف په پاكستان كي او د جنرال نصير الله بابر په وساطت رامنځته شو چي په پايله كي ئې د جنرال دوستم الوتكو د اسعيل خان سنگرونه درته بمباري كول او تاسو ته ئې د هرات په لوري د پرمختگ لار پرانيستله؟!! آيا خبر يې چي د طالبانو تحريك په اصل كي يوه ائتلافي جبهه وه، غربپال، د ظاهرخان پلويان، د شاهنواز تڼي ملگري، افغان ملتيان... په كي راغونډ كړى شوي وو، هدف ئې د مجاهدينو ځپل، د افغان ولس خلع سلاح كول او د ظاهرخان د واكمنۍ لپاره لار آوارول وو، مؤسس ئې جنرال بابر وو، مبتكر ئې M-5، ممول ئې سعودي او امارات او حامي ئې واشنگټن، كه خبر نه يې له وكيل احمد متوكل وپوښته، حتى له كرزي وپوښته، د كرزي خپله وينا ده چي وايي: پاكستانيانو راته وويل: راشه د طالبانو د امارت خارجه وزارت تا ته سپارو!!
طاهر مسافر
02.08.2011
نړیوال سیب
خبری دی غټی کړی خو روښانه نه دی.
خبره د اجماع شوی وه. نه د عمر رض د خبری. تا باید د څلورو خلفاوو راشیدینو د انتخاب او انتصاب طریقی بیان کړی وای ترڅو یی ښودلیوای چه امیر څنګه د مسلمانانو لخوا ټاکل کیږی.
دا ټول دی له کومه پکی ورګډ کړی. دا سی ړندی فتواووی ندی ښی. هسی غټی خبری کوی خو انصاف نه لری. ته په کوم مذهب یی؟ دا ستا خبره خو د څلورو مذهبی اصولو سره نه ده برابره.
پاته سوی نوری خبری:
په تیرو خبرو دی درسره موافق نه یم خو بحث درسره نکوم. له لوی خدای نه غواړم دا ستا خبره په اینده کی رشتیا شی.
په درناوی
م . ق
03.08.2011
السلام علیکم،
ورورنو ددې پرځاي چې تشې دعوې یا مطلق رد وکړﺉ او یا هم د چا څخه د عمر او مذهب په اړه شخصي پوښتنې وکړﺉ ښه به دا وي چې په معقولو دلایلو او موثقو شواهدو استدلال او استناد وکړﺉ.
په درناوۍ
قرآني
كابل جان
05.08.2011
حزب إسلامي تقريبا منحل شوي دي بالكل وجود نه لري، تقريبا تر يو حده پوري جبهات لري هغوي صرف د ميډيا نا كار أخلي.