د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حزب اسلامي که د طالبانو اسلامي تحریک!

محمود سعيد
28.07.2011

د حزب اسلامي او طالبانو ولې سره ورانه ده؟
په ښکاره خو دواړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
په ښکاره خو دواړه د اسلام سر لوړی غواړي.
په ښکاره خو دواړه په هیواد کې د اسلامي نظام د راتللو هڅې کوي.
په ښکاره خو دواړه وايي چې موږ له هیڅ بهرني لوري نه تمویلیږو.
نو له دې سره سره بیا اختلاف او شخړه ولې؟
آیا دواړه قدرت غوښتونکي نه دي؟
آیا دواړه د یو بل په پیژندلو نه دي بریالي شوي؟


عادل عادل
28.07.2011

السلام علیکم

محترم ورور محمود سعید صاحب

دا خو د هر بادرده افغان او مسلمان ارمان دی چې مسلمان وروڼه تر واحد قیادت لاندې سره یو موټی شي، زه به د ټولو یرغلګرو په وتلو دومره خوښ نه شم، لکه د امارت سره د حزب اسلامي د یو ځای کېدو په زېري سره، دا ځکه چې نوموړی اقدام به په دیپلوماتیکه او تبلیغاتي کچه د یرغلګرو پر لوېدلي مورال یو سرساموونکی ګوزار وي، تېښتې ته بې یې سرعت وبښي، او تر ټولو مهمه دا چې عام افغانان به د مابعد مرحلې له چېلینجونو سره د نجات موندونکي برخورد په اړه هیله من شي.

دا چې یو تنظیم له افرادو څخه جوړ دی، نو که افراد یې عملا د وطن او دین د عالي ګټو په خاطر دخپلو باتورو وروڼو سره یوځای کېدای شي، نو قیادت ته یې کوم شرعي ممانعت په مخکې پروت دی چې له ورته نېک او د ملي او دیني مصالحو متقاضي عمل څخه یې لیرې ساتي؟

زه به د حکمتیار صاحب لاس ورښکل کړم که د خپل ګډوډ تنظیم په منحلولو سره د اسلام ملا ورټینګه او د ځان او ټولو هغو وقار چې نوموړي تنظیم ته منسوب دي د تل لپاره خوندي کړي.


طالب ISI
28.07.2011

سعید اوعادل صاحب سلامونه،

څه موده مخکې له حزب اسلامي له یوه قوماندان سره مخامخ شوم، البته هغه د خپل وقت قیصې کولې، یوه ځای کې یې وویل چې کله به مونږ ته امر وشو چې حمله ، خو چې د ارګ دروازو ته به نیږدې شو، بیا به یې ویل چې حمله بنده کړی.
ویل ما خپله قاضي حسین احمد ولیده چې حکمتیار ته به یې د ای،اس،ای له طرفه امر راړه، چې څه وکړي او څه ونه کړي.

ویل عین حالت کې داسې یو حالت وو چې که به چا سر پورته کاوه، نو ویشتل کیده به.
مطلب دا چې ای،اس،ای یواځې غوښتل جنګ ادامه پیدا کړي، نه یې غوښتل چې حزب کابل ونیسي، او دا یې هم نه غوښتل چې حزب جنګ بند کړي.

پخوا به مې داسې فکر کاوه چې حزب اسلامي د ای،اس،ای تر اثر لاندې نه وو، یا هم لږ وو، خو اوس مطیقن شوم چې طالب او حزب اسلامي دواړه د یوې غوا خوسکیان دي.

او حکمتیار خو بیا تر ملا عمر زیات دیني علم لري، ملا عامر تقریبآ داسې دی لکه د کلي د کوم جومات ملا امام، او حکمتیار تفسیرونه لیکې، نو تفسیر لیکونکی به د الف دو زور ان، الف دو زیر ان او الف دو پیش ان ملا ته چیرې سر ټیټوي!

خو کله چې خپله پاکستان وغواړي، به همغه ورځ به دواړه سره وروڼه کړې.

البته یوه خبره ده چې کله د حکمتیار صاحب مور بی بی مړه شوه، دی ایران کې وو، او پاکستان ورته په جنازه کې د شرکت کولو لپاره ویزه ورنه کړه.

د همغه ورځې څخه حکمتیار صاحب یو څه خوابدی دی.

والله اعلم


محمود سعيد
28.07.2011

عادل صیب او شهر صیب ته یو ځل بیا سلامونه!
ښاغلی عادل صیب لیکي:
[quote:91e2fa7360]زه به د حکمتیار صاحب لاس ورښکل کړم که د خپل ګډوډ تنظیم په منحلولو سره د اسلام ملا ورټینګه او د ځان او ټولو هغو وقار چې نوموړي تنظیم ته منسوب دي د تل لپاره خوندي کړي.
[/quote:91e2fa7360]
که عادل صیب دلته لږ څه له عدل څخه کار اخستی وای او یوازې د حزب پر ځای ېې حزب او طالبانو دواړو ته همدا ډول وړاندیز کړی وای نو ډیر به ښه وای...که چیرې رښتینې مجاهد طالبان او د حزب د سنګر مجاهدین د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې د یوه نوي لوی خوځښت په توګه راڅرګند شي، نو پایله به ېې تر ډیره اغیزمنه او ښه وي...
دا سمه ده چې په افغانستان کې هر ښکیل کس او ډلې خپلې نیمګړتیاوې درلودلې دي خو په دې حساسو شرایطو کې د یوه موټي او هوډمن اسلامي غورځنګ جوړیدل ډیر اړین دي...


۰
28.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
محمودسعید صیب ستاسو دا خبره ډیره ښه او د افغانیت څخه ډکه ده الله جل جلاله دي وکړي چي همداسي وشي او ای کاش لا مخکي داسي شوي واي او حزب وامارت دواړه سره یو شوي واي خو.
خو امارت په کراتو مراتو د هر تنظیم لوي او وړوکي قومندان او رهبر ته خپل
یو ټیم چي د ډیرو منل شوو خلکونه جوړ وو [حزبیانو ته هغه حزبیان چي اوس مهال به امارت سره وو او نورو تنظیمنونو ته هم هغه خلک چي دوی ته به دمنلو وو] ور ولیږل چي ترڅو یو تفاهم ته سره ورسیږي خو دا چي حزب اسلامي یواځي له حکمتیار نه بل هڅوک د افغانستان د مشرۍ قابل نه تسلیموي نو ځکه داسي سره بیل پاتي دي.
تاسو به هغه مهال لا وړوکي واي چي مونږ به حکمتیار زنده باد چیغي وهلي او داسي به موانګیرل چي دی نو حکمتیار دی دا نور لاڅه شي ته ځانونه مشران مشران کوی او بیا دا خلک نو ولي ورسره ملګري دي خو راځي دي کنه حکمتیار ته [البتة نه پوهیدو چي...] نو چي کله به د مخلصو افغانانو یا نورو مسلمانانو په ډیر زیار اومشقت سره اتحاد منځ ته راغي نو فقط یو څو ورځي به چي تیري شوي ټسسسسسس دحکمتیار صیب له خولي به پاړسي راووته اعني تري جلا به شو حتي یو کرت يي دحکمتیار د خوښۍ لپاره دده معاون قاضي صیب محمدامین اوربلونکي [قاضي وقاد] هم د اتحاد مشر کړ خو بیا داسي وشول چي اول تر اوله خو حکمتیار صیب تري جلا شو اوده خپل معاون او څو حزبیانو نه هم ورتیر شو خو خپل عادت يي ورک نه کړ چي نتیجه کي یو څه حزبیان د قاضي وقاد سره پاتي اوبل تنظیم يي تشکیل کړ.
که د هغه وخت کوم څوک ځوان اوس پدي فورم کي وي نو ودي واي چي دا ډیر تنظیمونه دحکمتیار صیب د بیا بیا جلاکیدو او اتحاد ړنګولو په نتیجه کي منځ ته رانغلل؟
اتحاد وشو او له منځه يي مجددي صیب چي راولپنډۍ کي امام مسجد وو مشر شو ترټولو اول حکمتیار صیب جلا او اتحاد ړنګ او یو نوی تنظیم د مجددي صیب په مشري زیات شو بیا اتحاد وشو او محمدنبی محمدی صیب الله دي وبښي مشر شو بیا حکمتیار صیب جلا او اتحاد يي ړنګ کړ او بل تنظیم اضافه شو بیا په ډیر زیار سره او د عربانو په ډیر اصرار اتتحاد وشو او دا ځل سیاف مشر شو بیا حکمتیار صیب وتښتیده او یو بل تنظیم هم زیات شو .
نو اوس د حکمتیار صیب د امارت سره د اتحاد پلوي مه کوي نوره فایده هڅ نه لري خو بیا به یو تنظیم هم زیات شي دا اوس چي حزب او مارت دی بیا به حزب،امارت ، او ورسره دریم تنظیم هم وي او هغه نه همداسي ښه نده؟!
زه خو وایم چي همداسي مرور ښه دی پري چي پدي مساپرۍ کي مړ شي :lol:
اتحاد ښه کار دی خو چي بیا يي روسته پایلي هم مثبتي وي خو مونږ ولیدل چي اتحاد په نوم بل بچی زیږوي نودي نه بیا همداسي ښه دی .
دا ځما نظردی
ستاسو مومندافغان


عادل عادل
28.07.2011

السلام علیکم

سعید صاحب د بحثفورمونو په سطحه چې یو ورور خپه شي او د تلو دړکه وکړي، نو ټول پسې ځوریژو، خو د حزب اسلامي نه به چې څوک خپه یا ناراضه شول، نو د حکمتیار صاحب په دې ځواب به بدرګه کېدل: مونږ ستاسو د همکاری اړ نه یاستو، مونږ له ځانه پوره یاستو، جزاک الله خیرا، په مخه مو ښه.

د اسلامي امارت او پخوانیو تنظیمونو تر ټولو عمده توپیر همدا دی چې، امارت انشقاق نه مني، او غېږه یې د ټولو پر مخ خلاصه ده، خو پخواني تنظیمونه داسې نه وو، هر یو د تجرید، انشقاق، ویشلو او پاشلو ښکار وو، او په څنګ کې یې غېږ د هر چا د منلو ظرفیت هم نه درلود.

مومند صاحب ستاسو دا خبره پر ځای ده چې د نورو تنظیمونو ډکې لمنې د حزب اسلامي د خودخواهانه پالیسیو نتیجه وه، خو لدې علاوه د شاهي حکومت باتجربه مامورین او پوه خلک په لومړي سر کې غربي هېوادونو ته له هجرت څخه مخکې د بااحساسه مجاهدینو په هڅونه لومړی پاکستان ته مهاجر او د همکاری په هدف یې د همدې حزب اسلامي دروازې وروټکولې، خو مشر ورته کله هم مثبت ځواب څه چې، په داسې ساړه برخورد سره به یې رخصت کړل چې بیا یې د حزب نوم هم نه اخیست.


رښتینی
28.07.2011

مومند صیب هغه دسترګو لیدلی حقایق لیکلی دی چی څو کاله مخکې په پیښور کې
تېرشوې دې او هغه تجربی او د هغو پایلې زموږ په مخکې شتون لرې اوس هم هغه
خرک او هغه درک دی او دخیر تمه بیځایه ده داسې کم بخته به وې چې دمسلمانانو
په یو والې او اتحاد به نه خوشاله کېږې خو چې نه کېږې نو څه وکړو ؟!!

او تېرې تجربې تکارول خکه بیځایه دې چې نورهم تشتت او اختلافات
رامنځته کوې او له هغه نه دا شته حالت غوره وبولئ


-
28.07.2011

ځواب یې ډیر اسانه دی: حکمتیار ته ځان کامل ښکاري او خپله هیڅ نیمګړتیا یا نقصان نشي لیدلی او نه اوریدلی شي.

حل یې هم ډیر اسانه دی: حکمتیار دې دومره همت په ځان کې پیدا کړي چې ومني چې هغه لکه د بل هر انسان په څیر د نیمګړتیاوو او نواقصو څخه خالي نه دی. که دا احساس په حکمتیار کې پیدا شو نو خبره په همدې ساعت ختمه ده.

په حکمتیار کې پورتني ناوړه صفت په نوموړې باندې ډیرې کانې وکړې، نه تنها په سیاسي ډګر کې، بلکې حتی په دیني او شرعي مسائلو کې هم نوموړی هم خپل ځان ستړی کوي او هم دده له لاسه هروخت دیني علماء ستړي شوی او ځور ورته رسیدلی.

ما تراوسه د کوم صحابي، تابعي، تبع تابعي، یا کوم عالم څخه داسې څه نه دي اوریدلي چې د معصومیت ادعا یا شبه ادعا یې کړي وي بلکې برعکس هغوی به د هرڅومره اوچت علم او تقوی سره-سره ویل: که چیرته د ګناهونو بوی حس کیدلی شوی نو هیچا به زمونږ ترڅنګ د کیناستلو تاب نه وی درلودلی. خو ما په همدې فورم کې یو ځای لوستلی وه چې حکمتیار په کوم کتاب کې لیکلي چې ما په ټول عمر کې کبیره ګناه نه ده کړې!! زه وایم فرضا دا یې حکمتیار رښتیا وايي آیا ددې موضوع عام محضر ته راویستل پرته د غرور او خودخواهۍ څخه بله معنی لرلی شي؟؟

حکمتیار خپل ځان ته دومره په اوچته سترګه ګوري چې نه یوازې په سیاسي ډګر کې، بلکې دیني او شرعي ډګر کې هم هیچاته تن نه ږدي!!

په حکمتیار کې دا مرض دومره پخې ریښي لري چې حتی په ځینو مواردو کې په صحابه کرامو هم ډیر بې بریکه ورځي،، امام بخاري خو ورته د کشر ورور په شان هم نه ښکاري، د هغه خو پوښتنه مکوه.

زما نظر که چیرته حکمتیار په دیني او شرعي مسائلو کې خپله کومه غلطي منلي وي، او د بل عالم نظر یې تایید کړی وي، او د امام بخاري رحمه الله په څیر سترو علماوو په وړاندې یې په خپلې ناپوهۍ اعتراف کړی وي، نو په سیاسي ډګر کې یې هم د طالبانو سره وحدت او اتحاد ممکن او شونی دی.

خو زه چې فکر کوم حکمتیار د غرور او اعجاب بالنفس په مُهلِك او مُهلَك دواړو مرض باندې مبتلا دی او د رښتیني جوړجاړي هیله ترې (دحامد صاحب په قول) بې ځایه ده.


نړیوال
30.07.2011

سعیدصیب اختلافات لازمي دي ځکه چې دوې ډلې دبیلوبیلواهدافولپاره جنګیږي،حزب اسلامي په هیوادکې منتخب اسلامي حکومت غواړي اوطالبان انتخابات نه مني اوډیکټاټوري نظام غواړي.له بلې خواطالبان یرغلګردي ځکه چې دشرعي امیرپه شتون کې یې بل امیرټاکلی اوپه حزب یې برید کړی.موږدحکمتیارصاحب په شتون کې بل هیڅ امیرنه منواود دوی په لاس جوړوشویونظامونوسره مبازره خپل حق ګڼوځکه دوی هم لکه نجیب اوکارمل دهیوادنه بهرټاکل شوي.
که قرآن ته مراجعه وکړونوکوم دامیرخاصیتونه چې په قرآن کې ذکرشي ډیري یې په ملاعمرکې نشته.قرآن وایي چې امیربایدجسما اوعلما جوړوي خوملاعمر له یوې خوا ړوند دی اوله بلې خوایو ناپوه اوبې علمه شخص دی. کومې دحل وعقد شوراچې ملاعمر دامیرپه توګه ټاکلی نن یې ۹۰ په سلوکې کسان دکرزي ترخواولاړدي اوکرزی خپل امیربولي همدارنګه دامیردټاکلولپاره دحل اوعقد طریقه موږته له امویانوپه میراث پاتې ده چې سلطنت یې میراثي کړ،نه یې په قرآن اونه په حدیثوکې نوم راغلی.


عادل عادل
30.07.2011

السلام علیکم

[quote:bf9e28a8be]کومې دحل وعقد شوراچې ملاعمر دامیرپه توګه ټاکلی نن یې ۹۰ په سلوکې کسان دکرزي ترخواولاړدي اوکرزی خپل امیربولي [/quote:bf9e28a8be]

محترم نړیوال صاحب

ما څو څو ځله هوډ کړی چې نور به په حزب اسلامي پسې حقایق نه لیکم، هغه حقایق چې ډېرو وروڼو او خویندو ته به ظلم، نفاق او تور ښکاري، او احتمالا په بدل کې به یې ځنې د غچ/غبرګون په بڼه د حافظ غونډاري هم ولی، خو ستاسو پاروونکی قضاوت مې په خپله توبه خېژوي، او دې نتیجې ته هم رسېدلی یم چې حزب اسلامي ته ستاسو زیان تر ګټې ډېر دی!!! ، او ددې ښه ثبوت ستا پورتنی محض ادعا او زما لاندینی ځواب دی، چې متاسفانه د نورو عیبونه له هېڅ څخه مشاهده کولای شی خو خپلو عیبونو ته مو سترګې خدای مکړه ټپ ټپ کوي.

ما ته خو د طالبانو د اهل حل او عقد شوری د غړو شمېر نه دی رامعلوم، نو په دې اساس یې له منځه د هغې سلنې اټکل هم نشم کولای چې حامد کرزي ته به یې خپله رایه ورکړې وي ؟

خو د حزب اسلامي د پخوانی اجرایه شوری، رییسانو، قوماندانانو، ارکانو او اعضاوو په سطحه داسې یو نوملړ/لست درته وړاندې کولای شم، چې ستا د ادعا تر 90 سلنې ډېرو یې خپلې رایې )))))چې د متفکر مسلمان مکتبي لپاره د ایمان مسله ده((((( په دواړو امریکای،ي تش په نوم ټولټاکنو کې د حامد کرزي په ګټه وکارولې او هغه یې خپل شرعي امیر وټاکی!!

هغه متل چې وایي..... خپل عیب د ولو منځ دی!..... زما په ګومان چې، ستاسو په اړه، په دې ځای کې، ښه صدق کوي!!!


طاهر مسافر
30.07.2011

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د سعید سیب و خبری ته می زړه وو چه ځواب ووایم او ورو ورو می د نورو وروڼو نظرونه ویل او بیا د نړیوال سیب ځواب می ووایه. د نړیوال سیب نظر می سینه را ګرمه کړه او دا ده اوس به نو دوه خبری لیکم:
اول د سعید سیب سیب خبره:
د دوی له قدرتغوښتنی نه خدای خبر دی. خو د حکمتیار سیب تاریخچه لکه مومند سیب چه ویلی د حکمتیار سیب په ځانپسندی دلالت کوی. د مومند سیب په تایید زه هم وایم چه یو وخت می د شهادت د ګستینر شوی پاڼه په افتخار په جیب کی ګرځوله او د دولت په ضد په یوه متحده جبهه کی مبارزه او جهاد کاوه. خو په پیښور کی می د امید په خلاف کلبدین جان زړه را بد کړ. هغه مجاهدین جلا کړل. بد تاثیر یی دا وو چه زه بیرته افغانستان ته لاړم او زما همسنګره ورور، خدای دی شهادت نصیب کړی، چه زما په کور کی د څو شپو لپاره پټ شوی هم وو، په ما پسی د کمونست ډانډور جوړ کړی وو. هر ور چه به می ټکاوه د هغه دروازه می په مخ بندیدله . هغه د ژمی واوره او زما پیښوری ځپلۍ، هم می یخ او هم کمونستان د ځان د مرګ خطر بلل . د شپی یوه جمات ته د ماخوستن نه وروسته لاړم او سهار و ختی ځینی په پټه لاړم تر څو د همصنفی همسنګر کره غرمه ورسیدم او هغه ټوله قیصه راته وکړه. بیا به می ملکری مخ کاوه او دروازه به می تکوله. ټول ملګری بیرته خبر سول او زه ځینی لاړم. خدای کول او ممکن د ددی عمل په سبب حزب په هغه ټوله منطقه کی سر را پورته نکړ.
بیا داوو تنظیمونو په اتحاد کی د همدی حزب له وجی می له کاره استعفا ورکړه او د یوی ګولی مړی لپاره می په شخصی مزدوری پیل وکړ او بیا می د درس ویلو چانس بیا پیدا کړ.
د ۱۹۹۳ پکال بیرته وطن ته راستون سوم او دا ځل بیا د حکمتیار او ټولو نورو تنظیمونو دا را وښودل چه د اسلامی قانون د پیاده کولو امکان می لیری لیده او باور وکړه چه همیشه به می فکر کاوو چه هغه جهاد خو به می په ګناه نه وی بدل شوی. خو انما الاعمال بالنیات به می زړه صبراوه.
داده بیا مسافر شوم او دا ځل د ډیری مودی لپاره.
نو د حکمتیار سابقه د خواشینی وړ ده او اوسنی حال یی د خوښی. خو آینده باندی مطمیئن نه یم.
په دی پورتنی دلیل زه هم په دی عقیده یم چه ازموده را ازمودن خطاست. د حزبونو د انحلال خبره به بله بدبختی راولی. بیا هم دا په دی معنی ندی چه هغوی تفاهم و نلری. دوی متحد هدف او تګلیاره باید ولری او د هغه لپاره یوه دریځ ته ضرورت لری.
اوس خو د نړیوال سیب له خبرو داسی معلومیږی چه هلته یو جهان بیلتون دی او داسی بیلتون دی چه خدایمکه د ۱۹۹۲ فاجعی به بیا تکراریږی.
دا لا نده معلومه چه حزب اسلام غواړی او که قدرت. که د اسلام خبره وی نو دا د دیموکراسی او دیکتاتوری خبری نو بیا ولی؟ اسلام خو د بیعت خبره کړی. د بیعت خبره شاید د یوه فرانسوی عالم د سوشل کانتراکت او اجنماعی قرارداد د خبری منبع وی او وروسته د انتخاباتو. اوس نو د انتخاباتو خبره، چه ظاهرا غربی ریشه لری، باید د بیعت په مقابل کی استعمال نسی. دبیعت له کبله باید اسلام په بدو صفاتو چه هغه بیا هم غربی وی و ننومول شی. دا د نړیوال سیب او که نه پوهیږم د حزب اشتباه ده.
بیعت له صدر اوله د رسول اکرم (ص) د وفات نه وروسته پیل شوی او ډول ډول څیری یی لرلی چه کیدای سی اهل الحل و العقد یی شه لیار بلل شوی وی. خو ددی خبری په خلاف نظر ورکول بیا هم هومره نه دی لکه چه د بیعت په خلاف. نړیوال سیب اصلا د بیعت په ضد ښکاری. بیعت داس ښکاری جه د ژوند لپاره دی. نو بیعت د یوی اجماعی مسئلی صفت لری چه هغه هم بیا د صدر اول او د سلف صالحو لخوا. فکر کوم حزب ځان اهل سنت و الجماعت بولی. که دا وی نو بیا ولی له دی اصله تجاوز؟
د سعید سیب د خبری په پلو مونږ باید ددواړو په مینخ کی د دریم وظیفه ولرو. نو دا به هلته وشی چه دواړه طرفه د بیعت او انتخاباتو خبره و یوه پوه عالم او مفتی ته وړاندی کړی. دا پیجیده مسئله ده او ښه فکر او علم د دی حل کولای سی. سوالونه دا دی:
ایا یو کس ته بیعت ورکول د عمر لپاره دی او که د کمی محدودی زمانی لپاره هم کیدای سی؟
ایا د خلفاوو راشیدینو په عمل کی داس څه لیدل کیږی چه هغه په محدود بیعت باندی ترجمه سی؟
ایا د نوی اجماع امکان شته؟ ایا اجماع د نص حکم لری او که اجتهاد دی؟ که د اجماع عملی کول د اسلام په ضرر وی نو بیا د حل ځه لیاره شته؟ څه باید ضرر و بلل شی؟
ایا کیدای سی د بیعت له لیاری انتخابسوی سړی د امارت نه په شرعی دلایلو عزل شی؟ څنګه شرعی دلایل کولای شی چه د عزل سبب شی.
تر اوسه په دی هکله یوه فتوا هم زما و نظر ته نه ده راغلی. البة د ازهر او نورو علماوو نظرونه شته خو هغه مفتیان نه دی. زما یوه اشتباه په ازهیرانو شته: هغوی د ظالم قدرتونو تر تاثیر لاندی وو او کله نا کله د هغوی نظرونه د غربی اصولو په تاییدولو باندی تفسیر کیدای شی.
نړیوال سیب خدای دی وکړی چه ته د سی ای ای سړی نه یی چه دا تبلیفات دی پیل کړی وی.
ستا نه مخ مالوم دی نه دی شا؟ له یوی خوا غربی ډوله انتخابات غواړی له بلی خوا بیا د امارت د شرعیوالی دعوی کوی. له یوی خوا اهل الحل نه منی او بیا له بله طرفه د همهغه وخت د علماو د نظر سره مطابق بحث کوی. له اسلامه ملعبه مه جوړوه. طالبان چه ببرک سره برابروی دا ستا علمی نیمګړتیا او بی ځایه فرقیی تعصب ښیی.
لیږ هغه ایات او حدیث ووایه چه ملا عمر باندی اهل نه ښکاری. ته دا تمیز هم نکوی چه هغه کسان چه له بیعت نه وتلی هغی د ملا عمر ګناه ده او که د خارجینو.  
یواری خو د امیر انتخابول راوښیه. که هسی ستا دلیل راواخلو نو ګلبدین خو یو باغی سړی دی او د وخت له حاکمه یی بغاوت کړی وو نو بیا امیر له کومه شو.
ستا مخالف درته ویلای سی چه مونږ خو د ګلبدین په علم کی او د هغه په اعمالو کی کم جهاد او ډیر قتلونو ولیدل. کله خپل وژل کله بل. نو بیا د هغه علم څه ګټه وکړه.
هغه وخت چه هغه د امارت دعوی کولی نو په هغه وخت کی ګلبدین هم له ربانی هم له مجددی او هم له مرحوم محمدی نه کمعلمه وو. نو بیا څنګه د هغه امارت منی.
پتوال سیب
ته شاید د سنګر سړی نه یی نو په خپلو خبرو د همسنګریانو په مینځ کی فاصلی مه راوله.
پتوال سیب
اسلام په ټولو پورته دی. حزبی تعصب د اعلای کلمة الله سره مخالف دی. دا حزبی ژبنی او ملی تعصبات شل کاله کیږی چه اسلام ځپی. هغه ارمانونه چه مونږه د مجاهدینو نه لرل هغه یی ټول راته په خاورو ولړل. نور بس دی. د خدای لپاره په اسلام ځان پوه کړه او په اسلام کی د اولیاتو تمیز وکړه. ایا په جزئیاتو جنګ کول جواز لری؟
خدای دی مونږ ټولو ته اسلامی روحیه نصیب کړی 


۰
30.07.2011

هاهاهاهاهاها
نړیوال صیب ته هم ښه سړی یي خو ډیرکمکی يي چي غټ شي پوه به شي زه هم چي ځلمی وم ستاپه څیر خبري مي کولي خو اوس چي لږ خبرشوم نو:
نه ومه خبر پرده مي لږ شانته چي جګه کړه....ندي د ویلو هغه څه چي مالیدلي دي

نړیوال صیب کښلي:
[موږدحکمتیارصاحب په شتون کې بل هیڅ امیرنه منواود دوی په لاس جوړوشویونظامونوسره مبازره خپل حق ګڼوځکه دوی هم لکه نجیب اوکارمل دهیوادنه بهرټاکل شوي.
که قرآن ته مراجعه وکړونوکوم دامیرخاصیتونه چې په قرآن کې ذکرشي ډیري یې په ملاعمرکې نشته.قرآن وایي چې امیربایدجسما اوعلما جوړوي خوملاعمر له یوې خوا ړوند دی اوله بلې خوایو ناپوه اوبې علمه شخص دی. کومې دحل وعقد شوراچې ملاعمر دامیرپه توګه ټاکلی نن یې ۹۰ په سلوکې کسان دکرزي ترخواولاړدي اوکرزی خپل امیربولي همدارنګه دامیردټاکلولپاره دحل اوعقد طریقه موږته له امویانوپه میراث پاتې ده چې سلطنت یې میراثي کړ،نه یې په قرآن اونه په حدیثوکې نوم راغلی.]
ستاسو پخواني حزبي[استغفرالله من کل دنب واتوب الیه] او اوسني راویښ شوي مومندافغان
_________


م . ق
30.07.2011

[quote:0d797ca54e="طاهر مسافر"]پتوال سیب
ته شاید د سنګر سړی نه یی نو په خپلو خبرو د همسنګریانو په مینځ کی فاصلی مه راوله.
پتوال سیب
اسلام په ټولو پورته دی. حزبی تعصب د اعلای کلمة الله سره مخالف دی. دا حزبی ژبنی او ملی تعصبات شل کاله کیږی چه اسلام ځپی. هغه ارمانونه چه مونږه د مجاهدینو نه لرل هغه یی ټول راته په خاورو ولړل. نور بس دی. د خدای لپاره په اسلام ځان پوه کړه او په اسلام کی د اولیاتو تمیز وکړه. ایا په جزئیاتو جنګ کول جواز لری؟
خدای دی مونږ ټولو ته اسلامی روحیه نصیب کړی [/quote:0d797ca54e]

[color=blue:0d797ca54e]محترم او فاضل ورور طاهر مسافر صیب،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، محترم پتوال صاحب پدې اړه پدې موضوع کې هیڅ هم ندي ویلي، شاید تاسو نه لفظي خطاء شوې وي او مراد مو نړیوال صاحب وي.
په هرصورت اسلام اولویت د اسلام اساساتو ته ورکوي او مونږ باید د اسلام اساسات وپیژنو چې هغه عقیده او ایمانیات دي.

په مینه او مننه
ورور مو غورځنګي قرآني[/color:0d797ca54e]


طاهر مسافر
30.07.2011

فرقانی سیب وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
ستا له تصحیح نه ډیره مننه او د پتوال سیب نه عفوه غواړم. یوازی لوی الله له تقصیر نه لیری دی.


نړیوال
31.07.2011

لنډه ېې داچې ټول تحریک سره وټکوې نویوحکمتیارترې نشې را ایستلی
اوچې د حزب هر نومیالی وګورې نوترملاعمرډیرعلم او پوهه لري.
هغه دی ملاعمر اوس له هما سلطاني سره ګوتې خوږې کړې دي.
دې ته به څنګه پرتوګ کوی؟
د مرګ په خبر خو ېې پښیمانه شوی.


م . ق
31.07.2011

نه حزبیان، نه کرزیان او نه امارتیان بلکه د اخوان المسلمین په منهج او منشور روان غورځنګیان.


عادل عادل
31.07.2011

السلام علیکم

زما په قاصر فکر، هر هغه څوک چې د حکمتیار او ملاعمر دواړو په اړه، په یوه وخت کې د یوه په تخریب سره د بل تایید، یا برعکس کوي، ډیر ناپوهه او خام فکري دي.

الله ج دې حکمتیار، ملاعمر او هر مسلمان په اعلای کلمة الله او د خپلواکی په حتمي اعاده كې د خپلو خپلو ظرفیتونو او مسلمان وولس د ارادو سره سم وکاروي، آمین یارب العلمین


(شپون)
31.07.2011

عادل صیب د حزب له پلویانو سره به ګذاره کوې ځکه دوی یو وخت
دخپل سیاست مخالفین په ډیره اسانتیا سره په مرګ محکومول
اوکله یې چې هغه وس ختم شو نو اوس له ښکنځلو نه کار اخلی او
ددوی دښکنځلو دځواب له پاره موږ څه نلرو ....

دحکمتیار علم ددې ټول افغان یوه لیکوال وهاج افغان چیلنج کړ او بیا یې
هغه ته تهدیدونه پیل کړل او هغه ستر مفسر اومجتهد صاحب یی څو ځایه
هغه عاجز تهدید کړی و

خدای دې خیر کې داسی نښې وینم چې په ټول افغان کې یو ځل بیا یوه شخړه
راروانه ده.

ستاسو شپون


م . ق
31.07.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

ټولو هغو ورونو ته چې د خپلو مسلمانانو ورونو په وړاندې د تعصب، عناد او جهل څخه کار نه اخلي سلام وایم.

په عربي کې شعر دی چې:

جراحات السنان لهاالتیام ولایلتام ما جرح اللسان

چې پښتو کې یې مونږ داسې وایو:

د تورې زخم به زر جوړ شي د پیغور زخم ترقیامته پورې وینه

والسلام علیکم ورحمة الله


م . ق
31.07.2011

د بحث په سر کې د سعید صاحب د لیکنې نه وروسته ما غوښتل چې ولیکم پدې اړه هیڅ مه وایاست ځکه چې د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي خو د بعضې ورورنو نه خطاء وشوه.

الله دې مونږ ټولو ته عفو وکړي. آمین


م . ق
31.07.2011

نه حزبیان، نه کرزیان او نه امارتیان بلکه د اخوان المسلمین په منهج او منشور روان غورځنګیان.


عادل عادل
01.08.2011

السلام علیکم

محترم نړیوال صاحب

د یوه ټکي درته ټینګ اطمنان درکوم چې که تاسو د حزب اسلامي؟ په نمایندګی کې ټولو مسلمانانو ته هم ښکنځلې او بد رد ووایی، نو زه به په غبرګون کې کله هم د غچ په توګه حزب اسلامي تر ګوزار لاندې نه نیسم، ځکه چې تاسو کله هم حزب اسلامي ته د یوه مخلص شخص په صفت نشم تسلیمولای، نو تر ټولو د مخه خپل خدای درکړی حجم محسوس کړی.

هیله ده چې د روژې په دې لومړی ورځ به ټول مسلمانان د خدای ج د بې کچې رحمتونو په څپو کې مخلصانه ورګډ شوي وي، په همدې هیله ،،،ټولو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت مبارکي وایم.


باتور
01.08.2011

د سلامونو او احترامونو تر څنګ،

ټولو دوستانو ته د زړه له تله د روژې د مبارکې مياشتې د پيلېدو مبارکي وايم . خدای دې په ټولو اسانه او هوسا تېروي .

جرح اللسان أقوى من جرح الابدان !

هغه بحثونه چې د سپکو سپورو په زور په مخ بېول کېږي، په هغو کې نه خوند يي او نه ګټه .

په درنښت


م . ق
01.08.2011

ګریوان مې پریږده که په ځان دې خپل ګریوان لوریږي
دومره مې ووهه چې څومره دې په ځـــــــــان لوریږي

والعاقل تکفیه الاشاره

د طوطیانو د وینا دا معـــــــلومیږي
چې خبرو باندې څوک نه سړی کیږي
سړی نه دی چې یې کارد سړی نه وي
په خبرو که هر څومره ښه پوهیږي.


عادل عادل
01.08.2011

السلام علیکم

[quote:b4fd656f40]والعاقل تکفیه الاشاره[/quote:b4fd656f40]

ایا واقعا چې همدا ستا ټولې خبرې اشارې دي؟؟؟ :)

الله ج دې مونږ او تاسو ته د هدایت تر څنګ ښه ډېر عقل او رحماني خیالات په نصیب کړي، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more