د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
01.08.2011

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

پتنګ خان ليکي
[quote:d1303033c0] خو پتوال بايد خپل دريځ واضح کړي چې له مسلمان ملت
سره ځي او که دشيطانانو او دوښمنانو خبرې تکراروي [/quote:d1303033c0]
ځوانه پو ښتنه دې په ځای نه ده، ځکه الحمد لله نه له دوښمنانو سره تماس لرم او نه له شيطانانو سره ، ددې بحثفورمونو داسې کوم لوستونکی نشته چې د پتوال له روښانه دريځ څخه خبر نه وي :
پتوال ډلې ټپلې حکومتونه او ګوندونه نه تاييدوي ، بلکې په لرو او اصولو غږيږي او هرچاته روښانه ده چې د پتوال دريځ
يو له بل سره په تړاو درې بنسټونه لري :
د اسلام سپېڅلی دين ، ملي ګټې او له دې دواړو څخه مشتقه شوې او د اسلام او ملتپالنې په ستنو ولاړه ولسواکي = امت واکي ده!
د خو د خلافت يا په يو مرکز راټول نړيوال اسلامي آمارات چيغې اوس وهل مطلقه خامي ،سياسي بيسوادي او د پنجابيانو له خوا
د افغاني مسلمانا نو د سياسي ښکېلاک له پاره د صرف يو دام او تلک دی، څو له پښتونخوا سر بېره بر پښتانه او ټول افغانان په دې پلمه
مدغم کړي . داچې القاعده هم دا لوبه له ISI سره په ګډه پر مخ وړي ، علت دادی چې د هغوی هم په کې هېڅ زيان نشته او په ګټه يې تماميږي
خو طالبان پرې لا ښه غولېږي اوهيواد د لا زياتو زيانونو سره مخامخ کوي !
نور عبدالله خان ورور ډېرې خبرې کړې دي ،
صحيح ټکي هم په کې شته خو راچاڼول يې ډير کړاو غواړي ، ولې دده د اخلاص او صداقت انځور هم وړاندې
کوي، ډير تکليف يې ويستلی ، خو کومې نتيجه ګيرئ يې چې ترې کړي بالکل د منلو وړ نه بريښي !
د طالب مقاومت د رهبرۍ انپړي هله او هموره د يوې خطرناکې نيمګړتيا په توګه مطرح کيږي کله او څومره چې دISI لاسلرنه او لاسوهنه په اثبات رسيږي .
که دوی خپل استقلاليت د دغه جهنمي سازمان په وړاندې په اثبات ورسوي زما او زما غوندې د ډيرو ملي اسلامي اندتوګوالو سل په سلو کې ملاتړ به خپل کړي .
ومن الله التوفيق !


م . ق
01.08.2011

[quote:a420243531="عبدالله خان"]
[size=24:a420243531]او دا چی مولانا فضل رحمن دپاکستان اساسی قانون منی هغه ددی لپاره چی هغه دامیرتوب دعوه نلری او ملا محمد عمر ته یی بعیت کړی ده او دضرورت په وخت کی په مولانا فضل الرحمن دملا محمد عمر په امر په پاکستان کی جنګیږی[/size:a420243531][/quote:a420243531]

عبدالله خان یا پخواني نعیم ملتواله،
یو واقعي مسلمان او په دین پوه کس سلام په سمه طریقه اچوي او هم یې په سمه طریقه لیکي. تا لیکلي:[اسلام علیکم] چې ددې مطلب دی اسلام دې ستاسو وي زما نه دی پکار.
نو ددې یو ټکې څخه ستا د دیني علومو څخه ناخبري څرګندیږي، د پښتو املاء او انشاء په باره کې به څه نه وایم خو دومره وایم چې یو افغان هیڅکله داسې پښتو نه لیکي، داسې پښتو ما د بنوڅیانو او او کوټه والو څخه اوریدلې ده.

راځم ستا خبرې ته: بوجۍ پزل رامان چې د پاکستان اساسي قانون منلی او هم په پارلمان او حکومت کې شرکت کوي پداسې حال کې چې د پاکستان قانون د انګریز لارډ میکالی قانون دی، پارلماني سستم یې هم انګریزي دی چې ټول حکومت او قانون یې طاغوت دی خو بیا ته وایې چې پزل رامان د ملا عمر سره هم بیعت کړی نو مطلب داچې ملاعمر هم د پاکستان طاغوتي نظام تسلیموي او مني یې ځکه کچیرې یې نه منلو نو ستا په خبره پزل رامان ته به یې امر کړی وو چې د طاغوت خلاف وجنګیږي، نو کله چې ملاعمر صیب طاغوتي نظام ومنلو نو بیا اسلامي خلافت څنګه غواړي، ځکه اسلامي خلافت او طاغوت خو په یوځایې کې سره نه شي جمع کیدلاﺉ ځکه دواړه اور او اوبه دي یا په یو لاس کې دوه هندواڼې نیول دي چې امکان نه لري.

مرده باد پنجابستان او اسلام برباد او دهغوي بادار انګلیس او همزاد وهابي سعودي.


پتوال
01.08.2011

[quote:3f65d2bad6="عبدالله خان"]پتوال صاحب
زه په دی نه پوهیږم چی تاسی دنشنلیزم مترقی پړاوو څه ته وایی خو زما په نظر نشنلیزم چی په هر پړاووکی وی تاکتیک او هدف یی یو ده ، هغه دا چی دیوه ملیت داحساساتو نه استفاده کول او به هغه دبل ملیت ځپل دی[/quote:3f65d2bad6]
ګوره عبد الله خانه تا پخپله هم اعتراف کړی چې نېشنليزم يز ښه او مثبت او با منفي يا بد اړخ لري ، هغه اړخ او لړخونه نه دي چې همزمان يو د بل تر څنګ وجود لري
هغه تاريخي پړاوونه دي تر څو پورې چې بورژوازي مترقي وي اود ترقۍ له پاره مبارزه کوي نو دملي آزادۍ بيرغ پورته کوي او ملي آزادي لاسته راوړي ، او کلپه چې يې په بهرنيو مارکېټونو نظر ونښت او يا د پانګې په صادرولو يې لاس پورې کړ نو پلانونه ، خصلت او اقتصادي حرکت يې بدليږي د ترقۍ پر ځای مخ په شا درومي دنورو ملتونو چې تر پرونه پورې يې د هغوی د آزادۍ کلاتړ کاوه نور يې نه کوي، که له وسې يې وشي بريد پرې کوي او مستعمره کوي يې . د اګليس مستعمرې په همدغه منفي پړواو کې رامنځته شوي دي نۀ دمخه، برعکس د هند آزادي د هند دملي برژوازي په مشرۍ چې ګاندي او نهرو او په ټوله کې د هند د ګانګرس ګوند يې سياسي استازي وو وګټل شوه . د ملي آزادۍ تر لاسه کول او په هيواد دننه کې ولسواکي او نور ريفورمونه پلي کول چې انقلاب نه وي نو
انقلاب څه ته وايي؟
[quote:3f65d2bad6]پتوال صاحب تاسی لیکلی چی ایا ملا محمد عمر به دی ته غاړه کیږدی چی دافغانستان اساسی قانون ومنی او ریاست جمهوری ومنی یعنی که واضح یی کړو دکفارو غلامی به ومنی[/quote:3f65d2bad6]
ياره دا دې له بل چا څخه را انتقال کړې جمله ده، په ما پورې يې مه تړه ، په دې پوښتنې به اوس خدای خبر څومره تورونه تړې ،
خو زما د ليکنې سره هېڅ تړاو نه لري ، يوه مباح او مشروع پوښتنه ده هر چا چې کړې وي، خو په ما يې مه را تپه ، زما نه ده ![quote:3f65d2bad6]
دریم سیاست جهانی سیاست یا دینی سیاست ده چی ډیر مهم ده او دا سیاست یعنی چی موږ څوک یو چا پیداکړی یو او دڅه لپاره یی پیدا کړی یو او څه باید وکړو دا جهان باید کوم لوری ته سوق کړو او دا جهان څنګه اداره کړو ، څه ښه دی اوڅه بد او دا جهان باید هغه لوری ته رهبری کړو چی دټولو خلکو پکی خیر وی[/quote:3f65d2bad6]
نو ملا محمد عمر صاحب دې جهاني سياست ته لاس اچولی( ؟)
ولې چې دوښمن
[quote:3f65d2bad6] موږ ته د شریعت د نافذولو حق راکوی مګر ددینی سیاست یا ددین دکولو اجازه نه راکوی ، لکه سعودی عربستان دولت چی شریعت یی نافذ کړی مګر دینی سیاست یی پریښی ده او دین نه کوی (؟)[/quote:3f65d2bad6]
که هر څه په همت کيږي نو د چتکی همت ګوره چې د شپې په ځاله کې سملي نو پښې په دې خيال آسمان ته نيسي چې که اسمان راولويږي نو په پښو به يې ونيسم او جان به له قيامت څخه وژغورم . دا دی چتکي هم جهاني سياست کوي
ولې سليم عقل به دا کار ممکن وبولی ؟؟؟؟

[quote:3f65d2bad6]داخبره صحی ده چی دژوند دښه کولو لپاره ساینس ته ضرورت ده مګر په جهان ساینس پوهان حکومت نکوی بلکی په جهان هغه څوک حکومت کوی چی نن صبا ډالر چاپوی او ددوی دډالرو زور ساینسی نه ده بلکی تبلیغاتی ده نن صبا ټول جهان یوه مطبوعاتی ټولنه ګرځیدلی چی دتلویزیون له خوا اداره کیږی[/quote:3f65d2bad6]
نه وروره اساس دا نه دی، اساس قوي اقتصاد دی او قوي اقتصاد د علمي او تخنيکي انقلاب پرته منحته نه دی راغلی .
پيسې خو هر هيواد چې څومره وغواړي چاپولی شي ، شاته بايد مالي (اقتصادي) تقويه ولري ، خواجه يين ملا رباني هم پيسې پريمانه چاپولې ،
آياارزښت يې ورځ په ورځ له لاسه نه ورکاوه ؟
او که ومنو چې ستا خبره سمه ده نو د ډالرو او ميديا مخه څنګه نيسې (؟) چې نه زور لرې، نه ميديا ، نه ډالر، نه علم و تخنيک ، نه اقتصاد
په دې صورت کې خو د بري هېڅ چانس هم نشې تصور کولای ځکه دا هر څه ددوښمن (لويديځ) په لاس کې دي، مګر داچې د ملا عمر بيا اسم اعظم زده کړی وي او دا هر څه له منځه يوسي ؟

ن[quote:3f65d2bad6]ود ملا محمد عمر لخوا دریاست جمهوری منل او یا دافغانستان داساسی قانون دمنلو معنا داده چی همدا کفری کړی چی په جهان ناروا حکومت کوی په باداری ومنی او عام خلګ ددینی سیاست نه محروم کړی یعنی چی اساسی قانون دی ومانه نو اوتومات دی ملل متحد او اددوی باداری ومنله[/quote:3f65d2bad6]
څنګه چې دا دې له بل ځای او بل چا قول دلته رانقل کړی د ځوابولو وړ يې نه بولم !
[quote:3f65d2bad6]
او دا چی مولانا فضل رحمن دپاکستان اساسی قانون منی هغه ددی لپاره چی هغه دامیرتوب دعوه نلری او ملا محمد عمر ته یی بعیت کړی ده او دضرورت په وخت کی په مولانا فضل الرحمن دملا محمد عمر په امر په پاکستان کی جنګیږی[/quote:3f65d2bad6]
دې جملې ته دې محترم قراني صيب بشپړ ځواب ويلی دی،
پزل رامان دې د بېنظير بوتو د وژلو وروسته د بحران د مخنيوي په پلمه امريکا ته زارۍ کړې وې چې ما د پاکستان صدر مقرر که نۀ زرداري !
په پاکستان کې هغه دومره چانس نه لري ، ددين سياسي ټيکدار مسلم ليک دی نو ځکه نوموړی د ملا عمر سره بيعت کړي !

[quote:3f65d2bad6]او ننی عربی انقلابونه په اوږد مهاله وخت کی اسلامی انقلابونه دی خو فعلا په لنډ مهاله وخت کی ددی جهانی ظلم په مقابل کی دخلکو جنبش دی [/quote:3f65d2bad6]
جهاني ظالم اوبا خو يې تر شا ولاړ دی او د القاعدې او اخوان المسلمين په کې بشکه هم نشته ، نو خپل زړه ته شخصاً په دې ډول تسکين ورکوه
ولې نورو ته دومره ضعيفه وړانوينه د څه لپاره کوې ؟؟؟؟
تاسې د خپل موقف ضعف او ناکامي داسې وړاندې کوئ :
[quote:3f65d2bad6]
چون هر څه په تدریجی شکل رامنځ ته کیږی دا یو قدم ده داسلامی انقلاب په لور
سوله ایز پاڅون خو ډیره ښه خبره ده خو څوګ موږ سوله ایز پاڅون ته پریږی کله چی درباندی خبر شی چی ته ددوی حاکمیت ته خطر یی نو بیا د یاغی باغی او تروریست په نومنو وهل ټکول او وژل شروع شی
داجنګونه ټول پر موږ را تپل شویدی ، نن موږ دجنګ لپاره امریکا ته نه یو تللی بلکی دوی جنګ ته راغلی[/quote:3f65d2bad6]

[quote:3f65d2bad6]په نه ویمو کالو کی په الجزایر کی اسلامی نهضت انتخابات وګټل خو امریکا هلته نظامی حکومت راووست او دالجزایر ډیر مسلمان خلګ یی شهیدان کړه ، او تر نن ورځی هلته نظامی حکومت ده [/quote:3f65d2bad6]
امريکا نه، فرانسې ! خو لکه چې فرانسه مو په طرحه کې سمه نراځي که څنګه ؟؟؟؟

[quote:3f65d2bad6]کمونستانو... ناری وهلی او نظریه یی داوه چی ترڅو دین او دینی سیاست په جهان کی له بیخه ورک کړی تر څو دینی سیاست صرف ددوی دبادارانو په لاس کی پاتی شی او خلکو ته صرف مادی یعنی تجربوی علم پریږدی [/quote:3f65d2bad6]
کمونيزم د کاپيټليزم دوښمن و، کاپيټليزم سرمايدارۍ ته وايي او په سرمايدارۍ کې هم دين نشته يا په نشت حساب دی او دولتي قدرت نه لري !
نو که دا خيالپلو ستاسو نظر وي زه ورته احترام لرم او بس !

[quote:3f65d2bad6]او په دی ډول اسلامی سیاسی نهضتونه ډیر په تدریج سره را روان وو او او هغه ډیر مظلوم قومونه ورسره په یوه لاره روان شول چی دهغو له جملی څخه یو قوم هم پښتانه وو او دعدالت غږ یی پورته کړ [/quote:3f65d2bad6]

دا قومونه له فلسطينيانو يرته بل څوک او کوم قومونه وو ؟ پنجابيان وو؟ نور عرب وو ؟ دا پښتانه دې پخوا هم د فلسطينيانو د ستونزو شاهد وو له نيم قرن څخه زياته موده ، تر څو چې اسامه او د ملا عمر ډله پاکستان ته مهاجرت نه و کړی او د ISI په لومه کې لا نه و ښکېل شوي ولې پرې د فلسطين بد بختيو دغه تاثير نه درلود ؟؟؟؟
[quote:3f65d2bad6]بلکی دا یوه تدریجی پروسه وه چی تهداب یی داسی عالمانو ایښی دی چی الله (ج) دی وبښی اوس یو هم ژوندی نه ده داسی پروسی نه ای اس ای ایجادولی شی او نه یی ایجاد کړی[/quote:3f65d2bad6] چې نوم يې دلته نشې رسوا کولی که څنګه ؟؟؟
منم چې يو ډير ښه اسلامي شخصيت به و خو ستا خبره پروسې هغه وخت زور واخيست چې د پروسې والا د ISI په کار راغلل .
[quote:3f65d2bad6]
او دغلجیوو او محمدزیو په باره کی غواړم چی درته ووایم کله چی ما لیکلی حاکمه طبقه نو مطلب می محمد زی نه وو ځکه چی حاکمه طبقه یواځی محمدزی نه وو بلکی په دی طبقه کی افراد وونه قومونه او افراد دمختلفو قومو څخه چی قزلباشان هم پکی وو[/quote:3f65d2bad6] خو په راس کې يې محمدځي ، او حکومت يا پادشاهي د هغوی په لاس کې وه .
ستاسې مطلب خو له طبقاتي مبارزې څخه د محمدخو شاهي راپرځول وو که نور هم ډير کسان ورسره مل وو مهمه نه وه، او دا هدف د تره کي هم و،
د ګلبدين هم و ، د طالبانو هم دی او ددې له پار ه تره کي هم د شورويانو سره اتلاف وکړ، ګل بدين له پاکستني حکومت سره او طالبانو له ISI او
مسلم ليګ سره ، ولې لومړي د زحمتکشانو شعار ورکړ او دويم او دريم د اسلام شعار هرې ډلې د خپل بادار په فرمايش !

لهذا لومړی معيار د بهرنيانو ويستل، د بهرنيو استخباراتو لاس قطع کول او مستقل مملي اسلامي دولت جوړول چې مؤمن مسلمان افغان ولس يې د قدرت سرچينه او عام آزاد ولس انتخابات يې د قدرت د چلولو لار او طريقه اوسي يواحينۍ معقوله لار ده او بس !


pattang
02.08.2011

پتوال خانه !
[color=brown:2966f34304]ته څه خبر يې او څرنګه سابته وې چې ګلبدين دپاکستان د حکومت سره ...[/color:2966f34304]
ايادا ستاخبره لويه سياسي سادګي نده? کوم يو رګۍ خو به نه پالې ?
دحکومت او دملي امنيت (دلته ISI) فرق پېژني ? کوم حکومت به وي چې
بې له خپل ملي او امنيتي ارګان اودهغه له مشورې او همکاري څخه به جدا ،
دګاونډيو هيوادونو او دهغوی له سياسي اپوزيڅيون سره کار وکړي !!

[quote:2966f34304]....................... ګل بدين له پاکستني حکومت سره او طالبانو له ISI او
مسلم ليګ سره ، ولې لومړي د زحمتکشانو شعار ورکړ او دويم او دريم د اسلام شعار هرې ډلې د خپل بادار په فرمايش ! [/quote:2966f34304]

دا لاندې خبره خو دښه ده خو ځيني وخت بيايو څه ټوپونه ترې وهې!
~ : اول قدرت نيول ، دولت پاکول ، دپښتنو قاتلانو او د cia همکارانوته
جزا ور کول او محاکمه کول يې٠ له هغه وروسته چې اخلاقي او سياسي مکروب
ورک شي ، بيا ستاخبر ه خو مخ کې له دې څخه بايد اساسي قانون داسلامي او
او قومي مشرانو د شورا تر کتنې لاندې جوړ شي ٠

[quote:2966f34304]لهذا لومړی معيار د بهرنيانو ويستل، د بهرنيو استخباراتو لاس قطع کول او مستقل مملي اسلامي دولت جوړول چې مؤمن مسلمان افغان ولس يې د قدرت سرچينه او عام آزاد ولس انتخابات يې د قدرت د چلولو لار او طريقه اوسي يواحينۍ معقوله لار ده او بس [/quote:2966f34304]

[color=brown:2966f34304] د بهرنيو استخباراتو لاس قطع کول ...[/color:2966f34304] ??
په يو کمياوي مخلوط هېواد کې څرنګه دبهرنيان لاس قطعه کوې ? دا هيڅ امکان
نلري ،داکار هلته کولی شي چې ملي هويت ولرې او دکار سړي په سرکې وي نه خرڅ
شوي غوايې لکه نن ورځ !!


عبدالله خان
02.08.2011

غورځنګی صاحب ما ستا بحث له نعیم ملت وال سره ولوست چی ټول له کنځلو ډک او دادب له چوکاټه څخه وتلی وو
نو ځکه نه غواړم چی ستا سره بحث شروع کړم ، موږ ټول دلته دادب او پښتنی نزاکتو سره سم په بحث اخته یو
الله (ج) دوکړی چی زما په دی خبرو خفه شوی نه وی

الله (ج) دمل شه


-
02.08.2011

هو پتنګ صیب، د پتوال صیب آراء اکثره وخت همداسې وي دده په خپل او د یو نیم بل په ګومان ټک او پتری وي خو په حقیقت کې د همغه چتکي په شان هیڅ واقعیت نلري د کوم مثال چې پتوال ذکر کړی.


م . ق
02.08.2011

[quote:a85502a42f="عبدالله خان"]غورځنګی صاحب ما ستا بحث له نعیم ملت وال سره ولوست چی ټول له کنځلو ډک او دادب له چوکاټه څخه وتلی وو
نو ځکه نه غواړم چی ستا سره بحث شروع کړم ، موږ ټول دلته دادب او پښتنی نزاکتو سره سم په بحث اخته یو
الله (ج) دوکړی چی زما په دی خبرو خفه شوی نه وی

الله (ج) دمل شه[/quote:a85502a42f]

ملتواله، اول خو دا کوښښ مه کوه چې ځان راته نوی کس رامعرفي کړې ځکه چې په تخنیکي توګه زه ثابتولی شم چې ته ملتوال یې، پدې باید پوه شې چې زه ددې خونې د مدیرانو څخه یم.

دوهمه خبره داچې زما د پوښتنې نه دې ځان تیر باسلی دی، زه پوهیږم چې د خلافت او طاغوت په موضوع د بحث وړتیا نه لرې.

دریم یې داچې هلته هم په بحث کې پړ شوی وې، دلیل درسره نه وو ځکه دې ښکنځلو ته شروع کړې وه خو ما ستا څیره ټولو ته بربڼده کړله.

الله دې سم صحیح مسلمان او پښتون کړه.


پتوال
02.08.2011

پتنګ خان ليکي :
[quote:097b95e375]
دحکومت او دملي امنيت (دلته ISI) فرق پېژني ? کوم حکومت به وي چې
بې له خپل ملي او امنيتي ارګان اودهغه له مشورې
او همکاري څخه به جدا ،
دګاونډيو هيوادونو او دهغوی له سياسي اپوزيڅيون سره کار وکړي !! [/quote:097b95e375]
دا ادعا چا کړې هم نه ده ، خو دتنظيمونو ټول مشران ګډ
او بيل بيل ضيا الحق اسلام آباد ته غوښتل ، د ISI له پټ پټوني سر بېره په حکومتي او آن علني کچه هم
دوی له حکومت سره رسمي او غير رسمي ليدنې کتنې کولې . رسمي او علني ليدنو کتنو ددوی دنسبي استقلاليت په معنی هم و .
دا ځکه چې حزب اسلامي او جمعيت اساس په افغانستان کې ايښودل شوی و نسبي استقلاليت يې درلود خو استقلاليت يې له
امتيازاتو سره معکوس تناسب لارۀ . يعنې حزبي مشران هم تر سوږمو پورې د ISI
په لاس کې وو خو دنجيب د حکومت له راپرځېدلو وروسته په هيواد کې داخل بيا
ددوی د تابعيت درجو فرق وموند :
دا نسبي استقلاليت ددې سبب شو چې جمعيت د خپل حکومت په وخت کې
دISI څخه سرکشي وکړه د هند، روسيې او ايران خواته يې ځان نږدې کړ ! نو پاکستان د يوې بلې ډلې په سوچ کې شو چې سل په سلو کې د ISI تابع، ISI جوړ کړی او ISI يې کنترولوي رامنځته کړي او ژر تر ژره يې په بيړه بيړه واک ته ورسوي ! اوس يې په فرق پوه شوې ؟
او بيا ISI د هر حکومت په لاس کې نه ده، د زرداري حکومت پر ISI اصلا هېڅ واک نه لري، بېنظير بوتو حکومت خو نه يواځې پرې واک
نه درلود بلکې د همدوی په لاس دهغې ژوند هم ختم شو .
نو له ISI څخه د ټولو وابستګي يو ښکاره او بربنډ حقيقت دی، د رباني څرګندې او د حکمت يار مذبذ بي سر کشۍ ترې هېڅ فايده ونکړه.
خو که څه هم طالب مشرتابه تر تر اوسه نه مذبذب او نه ښکاره سرکشي کړې ده، ولې که يوځل يې سرکشي پيل کړه په دې هر څوک باور لري چې
دپاکستان لاس به د افغانستان له ګريوان څخه داسې قطع شي چې هېڅ ساری به ونه لري . په دې پاکيان هم ښه پوهيږي نو ځکه هېڅ چانس نه ورکوي چې طالبان مستقل شي ، ولې الله دې مستقل کړي چې دې تور سنټو ته وښيي چې د افغانسره لوبې د اور سره لوبېدل او د تورمخو مخونه نور هم تورېدل دي .
ومن الله التوفيق !


عبدالله خان
02.08.2011

پتوال صاحب ما کله نه دی ویلی چی دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه دکمونیزم او کاپیټالیزم نتیجه یوه ده بل څه دی چی دقوم اوملت له منځه تلل دی

او لکه دنن ورځی دافغانستان په څیر ددوو لویو امپراتوریو په منځ کی یی دخلا دنده سرته رسوله او توازون یی ساته


طاهر مسافر
02.08.2011

ټولو ورونو ته د مینی سلامونه
داسی ښکاری خبری اوږدی شوی او ډیر نامطلوبی خبری هم شوی. دا چه بحث لیږ علمی وی او له بیهوده بهتانونو نه لیری اوسو نو شه به داوی چه ټولی خبری په سندونو متکی وی. که چیری یو کس ګمان لری نو باید همداسی ووایی او د خپل ګمان سبب هم ووایی. په همدی ډول که څوک د چا د خبری رد لری نو په سند او دلیل متکی وی. که څه هم د احساساتو تر تاثیر لاندی راتلل اسان دی او له هغه لیری پاتیکیدل لیږ مشکل، خو له دی سره سره بیا هم هیله ده وروڼه کوشش وکړی په خپلو احساساتو کابو راولی.
پتوال سیب
د موضوع نور شاربل بیګټی دی. داسی ښکاری چه خبره د جواب له پیداکولو تیره شوی او نوره شخصی علمیت ته تللی.

زما شخصی نظر دا دی:
هر هغه کس چه پاکستان کی اوسیدلی او بیا افغانستان ته راغلی او هلته د سیاست و میدان ته راپورته سوی وی، په یوه نه یو ډول د پاکستان د ګتو لپاری یی خدمت کړی. ځینی لیږ او ځینی ډیر پکی ډوب دی. دا له عادی کډوال نه نیولی بیا تر حزبی مشرانو پوری.
سوال دادی چه دا باید و بښل شی او که نه؟
زما په نظر دا د روس او امریکا د اشغال په تناسب کوچنی خبره ده.
بل سوال دا ده چه دا د مجبوری په حال کی ایا غټی ملی ګټی د پاکستان د ګټو په مقابل کی قربان شوی؟ دا به جنجالی خبره وی خو بیا هم خبره پری ښه ده. خو په یوه شرط: غټی ملی ګټی باید وپیژندل شی او بیا د هغه په بنا له دلیل او سند سره قضاوت پری وشی.
له دی نه علاوه دا خبره ګټه نه لری چه څوک پاکستانی دی او څوک نه؟ سوال دا دی چه له آزادی نه وروسته څنګه سیاست باید و چلول شی؟ ایا د پاکستان دشمنی د افغانستان ګټی تضمنولای سی ؟ که دشمنی نه وی نو کومی غټی ملی ګټی باید وساتل شی او کومی باید د یوه عادلانه اسلامی او بین المللی اصولو په رڼا کی د جلب او تنازل تر بحث لاندی ونیول شی؟
زما په نظر که اوس په توره تیاره کی هرڅوک له خپلی ګیډی کله دا او بیا بله ملی خیانت وبولو نو دا به مو خدای ناخواسته په خپله یو خیانت کړی وی. ملی ګټی ملت شولای سی نه یو کس او یو تنظیم. تر اوسه داسی ندی سوی. لیږ د عقل خبره د موسی شفیق او د داوود په اخرو شپو کس سوی وه. نور نه. خو هغه هم نور ملی بحث ته ضرورت لری.
هغه کسان چه په پیښور کی اوسیدلی وی او بیا خپل مخالف د آی اس آی په تهمت متهموی دا د خلکو په سترګو کی خاوری شیندی او کیدای سی دوی پخپله ډیر متهم وی. کیدای سی د روسی او امریکا خلک وی او همداسی کیدای سی دوی د آی اس آی غت فرمانبردار وی او له دی درکه د آی اس آی په فرمان په مستقل او لیږ مستقله کسانو پسی تبلیغات کوی ترڅو د ځان لپاره لیاره هواره کړی.
نور بیا
په درناوی


عبدالله خان
02.08.2011

ګوره پتوال صاحب زه او ته له مختلفو اړخو څخه غږیږو
دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، غرب خپل ټول اقتصاد دتبلیغاتو پر پایه جوړ کړی ده ، یعنی سرمایه داری ده
او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه بل ځه دی.


عبدالله خان
03.08.2011

پتوال صاحب دا امریکایان او اروپایان یو کاغذی ببر دی چی دتبلیغاتو له لیاری یی موږ ته جوړ کړی
چین او هند نوی دی لومی ته ورلویدی دی نو په ډیر نژدی اینده کی به صرف مسلمانان کولای شی چی دجهان ریاست وکړی


عبدالله خان
03.08.2011

او دا چی تا لیکلی
که طالبان خپل استقلالیت د ای اس ای څخه په اثبات ورسوی نو تاسی غوندی ډیر خلګ به ورسره یو ځای شی
پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی طالبان څنګه دا درته په اثبات ورسوی خو زه ستا څخه یو څو پوښتنی لرم

حزب اسلامی هم دطالبانو سره اختلافات او په طالبانو اعتراضات لری مګر دغربیانو سره جنګیږی او دطالبنو پر ضد دغربیانو سره نه یو کیږی


پتوال
03.08.2011

عبد الله خانه سلامونه !


طاهر مسافر
03.08.2011

[quote:fceb4864d9]هو ، که کمونيزم پر الحاد تکيه نه وای کړې نو بهترين اقتصادي سيستم و چې
د اسلام آرمانونه يې کم تر کمه په اقتصاد کې پلي کولی شول !
خو فرض که چې دا کمونيزم د اسلام په نامه اود اسلام په چوکاټ او رهبرۍ سره رامنځته شوی وای ، يعنس اسلام هم چې څنګه مساوات غواړي
اشتراکي اقتصاد خپل کړی وای يعنې په اصطلاح اسلامي کمونيزم يې رامنځته کړی وای ، نو آيا د سرمايداري اقتصاد په وړاندې به يې ژر يا وروسته همدغسې شکست نه وای خوړلی چې دا ويې خوړ [/quote:fceb4864d9]

اسلامی کمونیزم؟
اسلام شخصی ملکیت پیژنی او کومونیزم یی نه پیژنی. نو بیا دا څنګه ایرانی دیموکراسی ځینی جوړیږی؟
ایا مساوات د اسلام لیار ده؟ اسلام په مساوات نه بلکه په عدل ولاړ دی او ددی دواړو په مینځ کی ډیر فرق دی.
اسلام اسلام دی او بل ایزم نه منی. که څوک اسلام په بل ایزم پیژنی هغه نو بیا اسلام یا نه پیژنی او یا پری د یوه اسمانی دین په توګه عقیده نلری.


پتوال
03.08.2011

سلامونه او نېکې هيلې !

ياره مسافر خانه ته خو پوښتنې ته هم څوک نه پريږدې . فرضي او غير فرضي مسايل سره نه بيلوې او حکم صادروې . زما پوښتنه څلور سواليې لري (؟؟؟؟) هغه دې هم په اقتباس کې له پامه غورځولي دي . داچې عدالت او مساوات سره يو شی نه دي په دې هر سړی پوهيږي ، خو بحث په دې نه دی ، که نه په کمونيزم کې هم مساوات په هغه معنی نه دی چې ته يې انګيرې، چيرې چې د کار قدرت مطرح وي هلته مساوات نشي مطلق کېدای، بلکې همدغه عدالت وي چې مساوي کار (= مطلب د انجام شوي کار مساوات دی) په مساوي اجوره تاديه کيږي هلته
د کارکونکو مساوات نه ، بلکې د مساوي کار مساوي اجوره يعنې عدالت مطرح وي او بس . خو په دې جزياتو بحث ولې ټکنی کړو ؟
او بئا ليکې :
[quote:0a452eb947="طاهر مسافر"]
زما شخصی نظر دا دی:
هر هغه کس چه پاکستان کی اوسیدلی او بیا افغانستان ته راغلی او هلته د سیاست و میدان ته راپورته سوی وی، په یوه نه یو ډول د پاکستان د ګتو لپاری یی خدمت کړی. ځینی لیږ او ځینی ډیر پکی ډوب دی.[/quote:0a452eb947]
که دا واقعيت هم ولري ، نو دا خوبه منې چې بد خويې کړي ، که دا سهوا وي بآيد پوه کړل شي چې بيا داسې جک و نه وهي او که عمدآ ً وي نو بايد ددې ملي خيانت په سزا ورسيږي ، که څنګه ته غواړې چې يا يې مباح معرفي کړې، يا آن مستحب او واجب يې وبولې (؟؟؟؟ ) ځکه چې ستا په قول
[quote:0a452eb947]دا (جک؟) له عادی کډوال نه نیولی بیا تر حزبی مشرانو پوری[/quote:0a452eb947] هر چا وهلي دي ! ځکه بيا ليکې چې : .
[quote:0a452eb947]سوال دادی چه دا باید و بښل شی او که نه؟[/quote:0a452eb947]
نه دا هېڅ سوال نه دی ، سوال دادی چې کومه سزا ورته وټاکل شي !
[quote:0a452eb947]زما په نظر دا د روس او امریکا د اشغال په تناسب کوچنی خبره ده.[/quote:0a452eb947] نو هغوی چا بخښلي دي او ايا بخښونکي قدرت مندان يې ټول
جنايتکاران نه و او نه دي ؟؟؟؟
آيا روسان يې چې وبخښل هغه طالبان نه و چې هېڅ غوښتنه يې ترې ونکړه ، نه يې د جګړې غرامات ترې وغوښتل او نه يې د شهيدانواو سياسي وژنو پوښتنه ترې وکړه ، بلکې د القاعدې په شپېلي يې امريکا ته ، چې د شوروي پر ضد يې مرستې هم کړې وې خوله واچوله آيا همداسې نه وه ؟؟؟؟؟
[quote:0a452eb947]بل سوال دا ده چه دا د مجبوری په حال کی ایا غټی ملی ګټی د پاکستان د ګټو په مقابل کی قربان شوی؟[/quote:0a452eb947]
هو ډيرې غټې ملي ګټې ، ملي ګټې هم نه، بلکې د نيم ملت او پښتنو د ټاټوبي
په نيمايي برخې په اړه ملي خيانت روان دی ، چې آن هر ماشوم يې اوس پيژني
نو سند او قضاوتونو ته نور اړتيا هم نه لري ، هغه ډير ډير وړاندې شوي دي !
[quote:0a452eb947]سوال دا دی چه له آزادی نه وروسته څنګه سیاست باید و چلول شی؟ ایا د پاکستان دشمنی د افغانستان ګټی تضمنولای سی ؟ [/quote:0a452eb947]
دا هم سوال نه دی چې (( ایا د پاکستان دشمنی د افغانستان ګټی تضمنولای سی ؟ )) ځکه چې دا مطرح نه دی او هيچا له پاکستان سره دوښمني نه ده غوښتې !
سوال دادی چې آيا له پاکستان سره دوستي دې د ملي ګټو په قيمت وشي (؟) او که دملي ګټو له قيمت پرته پاکستان له مونږ سره دوستی نه کوي او صرف دوښمنۍ ته ملا تړي نو سوال دادی چې په دې صورت کې هم ترې وويريږو او څه چې دغه پنجابي خرس له طالبانو غواړي هغه ورکړي که هغه ملي ناموس هم وي ؟؟؟؟
لکه تر اټکه پورې افغاني خاوره (؟ ) او د انګليس ډيورن په نامه فرِضي او خيالي کرښه ومني ؟؟؟؟؟
که يې نه مني نو بيا ISI دڅه له پاره له طالبانو سره مرسته کوي ، او که يې مني تر دې بل ستر ملي خيانت او جنايت شته (؟؟؟ چې آن کمونست نجيب ور سره ونه مانه ، خو ملا عمر دې د پاکوستان له پاره په افغانانو، خصتا ً پښتنو باندې تحميل کړي، او يا د خلافت په نامه ټول افغانستان په پاکستان پورې الحاق يا ادغام کړي ؟؟؟؟
[quote:0a452eb947]لیږ د عقل خبره د موسی شفیق او د داوود په اخرو شپو کس سوی وه. نور نه. خو هغه هم نور ملی بحث ته ضرورت لری. [/quote:0a452eb947]
هيله ده همغه بحث ته وړاندې کړې چې دبحث ارزښت لري، دا دپنجابيانو د بخښلو ، پنجابي خلافت او نورې دسيسې خو هډو د بحث وړ نه دي او
بايد په اتوماتيک ډول رد شي !


طاهر مسافر
04.08.2011

پتوال سیب
کشکی دی فرضیه د فرضیی په شان وای. دا ده نیم اقتباس شوی پاراګراف دی بیل لیکم:
[quote:322573d8d9]هو ، که کمونيزم پر الحاد تکيه نه وای کړې نو بهترين اقتصادي سيستم و چې د اسلام آرمانونه يې کم تر کمه په اقتصاد کې پلي کولی شول ![/quote:322573d8d9]
دا پورتنی خبره خو دی فرضیه نده؟ دا واقعیت او په هغه د لیکونکی عقیده او باور ښیی.
ستا لاندی الفاظ
[quote:322573d8d9]خو فرض که چې دا کمونيزم د اسلام په نامه اود اسلام په چوکاټ او رهبرۍ سره رامنځته شوی وای ، يعنس اسلام هم چې څنګه مساوات غواړي
اشتراکي اقتصاد خپل کړی وای يعنې په اصطلاح اسلامي کمونيزم يې رامنځته کړی وای ، نو آيا د سرمايداري اقتصاد په وړاندې به يې ژر يا وروسته همدغسې شکست نه وای خوړلی چې دا ويې خوړ ؟؟؟؟ [/quote:322573d8d9]
په دا پورتنی جمله کی دی کوشش کړی چه اسمان او زمکه سره ونغاړی او بیا ورباندی خپله عقیده جه په اوله جمله کی دی ویلی ثابته کړی. ودی ته بیا اسلامی کمونیزم نوم ورکوی او بیا پوښتنه کوی چه ایا سرمایه داری به اسلامی کمونیزم ته ماته نه وه ورکړی؟ دا سوال دوه ټکی افاده کوی: اول: د سرمایه داری زور منی او بیا فرضوی چه سرمایه داری به اسلامی کمونیزم هم مات کړی وای. نو په داسی انګیرنه ته د مخاطب نه د تصدیقی خواب غواړی. دوهم: دا معنی ستا له اولی جملی سره تړاو لری، یعنی که اسلامی کمونزم راغلی وای نو نو شاید له دا عاجل شکست نه خلاص شوی وای. که څه هم دا به ستا له اولی جملی سره ملایمت ولری خو ستا ظاهر الفاظ دا شیی چه هغه ستا مطلب نوو.
خلاصه ته کمونیزم ماینس الحاد له اسلام سره برابروی او یا هغه د اسلام لپاره ښه اقتصادی سیستم بولی.
زه ستا د بحث موضوع ته نه کورم، ما ستا د نظریی په بی بنیادی باندی سپور نوی ټکی او نوی سوال در نه کړی.
زما په خیال یوازی مات شوی کمونیستی مدافعین به د اسلامی کمونستی خیالپلو جوړوی او یا په ځان غره د سرمایداری افراطی بیمنطقان به دا لافی وهی. نور به دا هسی یو عبث کار بولی.
زه ستا و برداشت لیز حیران یم چه اقتصاد دی یا سرمایداری کری او یا کمونستی کړی. د ملحد او سیکولر له نظره به دا شه وی خو د واقعیتبینی له دریڅی به بلکل درواغ وی.
زما په فکر دروغ ریشتیا نه زیږوی. ستا فرضیی او سوالیی همدا وظیفه اجرا کوی.

یاره پتواله څه درته واییم. دا به ستا ریکارد وی چه پنخه او شپږ ملیونه افغانان به مجرم اعلانوی.
د روس او امریکا د اشغال په تناسب د کومی کوچنی خبری چه ما ذکر کړی هغه ستا له ذهنه نه پټه شوی او یا ستا ذهن ځنی جګ دانګلی. لیږ به یی درته شکاره ووایم: د روس په مقابل کی او اوس د امریکایانو د شړلو لپاره د پاکستان نه کمک اخیستل باید وبښل سی او که نه؟ ما د شر اصغر او شر اکبر خبره کړی. تا د نورو بوجیو خولی خلاسی کړی دی.
یاره ووایه چه کوم خیانت روان دی. ما خو لا څه ندی لیدلی. خیر بدی وی وی وایه.
پښتونستان خو به دی نوی مطلب؟
ستا له دی لویو لویو ټوپونو جار. خپل ازادی خواهان په اشتباهی دوستی ذلیلوی او بیا نر غوندی د پاکستان دوستی غواړی. دا ستا په قول پاکستان خو د افغانستان دښمن دی نو له دشمن نه د دوستی تمه کول بیعقلی نه ده؟
ستا دونیا دوه قاطبی لری: یا جنګ یا دوستی؟ دریمه لیار نشته.
دا د اټک خبره څوک کوی؟ دا یو ریفریندیم ته ضرورت لری. کیدای سی ملت ستا خبره و نغواړی. بیا هم یواری خو له اټکوالو نه وپشته چه هغه تا غواړی او که نه؟ که هغوی پاکستان غواړی نو بیا ته څوک یی چه د مچ غوندی د هغوی و لوشی ته ور دانګی.
هسی دی د آی اس آی میږیان دی په بدن ناست دی. که نه ووایه دلیل.


پتوال
04.08.2011

يوه ورځ مې وليدل چې کليوال صيب له پتنګ صيب سره ناست دی او د چا غيبت سره کوي ، او وايي :
[quote:a87a0d135d]هو پتنګ صیب، د پتوال صیب آراء اکثره وخت همداسې وي دده په خپل او د یو نیم بل په ګومان ټک او پتری وي خو په حقیقت کې د همغه چتکي په شان هیڅ واقعیت نلري د کوم مثال چې پتوال ذکر کړی .[/quote:a87a0d135d]
ما له ځانه سره وويل پرېږده چې لګيا وي غيبت خوږ او ميوه يې ترخه وي، په تيره بيا د روژې په دې حقه مياشت کې ، خو يو ټکي زور راکړ :
چې مې پرېښودل نو سلام مې هم پرې ونشو اچولای ، ځکه خو يې په دې وسيله سکينده کوم والسلام !


عبدالله خان
05.08.2011

پتوال صاحب ما کله هم نه دی ویلی چی نشنلیزم منفی او مثبت اړخ لری ماویلی چی نشنلیزم صرف یو منفی اړخ لری چی هغه دقومونو یودبل سره جنګول دی او نتیجه یی په ټولو قومونو داستعمار حاکیمیدل دی
ګوره پتوال صاحب زه او ته له مختلفو اړخو څخه غږیږو
دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، غرب خپل ټول اقتصاد دتبلیغاتو پر پایه جوړ کړی ده ، یعنی سرمایه داری ده
او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه بل څه دی
یو مملکت څنګه صنعتی کیږی؟
هر څومره چی ما دټولو صنعتی هیوادو صنعتی تاریخ مطالعه کړی نو همیشه یوه نتیجه لاس ته راغلی ده او هغه دا چی دټولو صنعتی هیوادو دصنعتی کیدو فقط یوه لار وه چی ټول صنعتی هیوادونه پری تیر شوی

دصنعتی کیدو لپار له ټولو مهم څه دی ؟

دصنعتی کیدو لپاره له ټولو اول ارزانه کارګرته ضرورت ده

ارزان کارګر له کومه ځایه لاس ته راځی ؟
ا
رزان کارګر دکلیو او دهاتو دمنځه وړلو څخه منځ ته راځی ، هر دولت چی دی صنعتی کیدو نیت لری نو په غیر مستقیم ډول کلی او دهات له منځه وړی یعنی داسی اقتصادی او اجتماعی حالات را منځ ته کوی چی دکلی او دهاتو خلګ ونشی کولای په کلیو کی ژوند وکړی او خلګ دروزی دپیداکولو لپاره مجبور شی چی دښارونو خواته مخه وکړی ښارونه طبعا نشی کولی چی دی ټولو خلکو ته کار ورکړی نو له همدی ځایه څخه بیکاری او فساد سرچینه اخلی

دښارونو نفوس څوچنده زیاتیږی ، او خلګ له لوږی مختلفو فسادونو ته مخه کوی
له وړو غلو څخه اولنی مافیایی ډلی رامنځ ته کیږی ښځی له مجبوری او غریبی څخه فحشاته لاس اچوی
ناروا او فساد روزمره او معمولی کار وګرځی دولتی فساد خپل اوج ته ورسیږی مافیایی کړی یو بل سره وژنی او دا حالت تر هغه دوام کوی چی دا مافیایی کړی دښارنو ټول تور بازار په لاس کی ونیسی او خپلی اولنی سرمایی لاس ته راوړی
اوبیا په دی سرمایو کارخانی جوړی کړی او ورو ورو دا مافیایان په سرمایه دارانو بدل شی او قانونی دټول هیواد اقتصاد په لاس کی ونیسی نو بیا ټول هیواد ددوی شی
او بیا دوی دنظم دراوستو کوښښ پیل کړی او نظم راولی
او داچی داسرمایه داران به په جهانی سطحه په کوم ردیف کی وی دا په دی پوری اړه لری چی څومره ارزان کارګر دا هیواد لری او دا هیواد څومره نفوس لری

په دی شکل سره سرمایه داری را منځ ته کیږی چی پتوال صاحب ورته ملی انقلاب وایی

ټول صنعتی خوصوصا غربی هیوادونه له دی پړاوو څخه تیر شوی دی چی په بعضی هیوادوکی دا پړاوو ډیر اوږد وو چی تقریبا ۱۰۰ تر ۱۵۰ کالو یی دوام کړی
او له ټولولنډ دا پړاوو په پخوانی شوروی اتحاد کی د ستالین لخوا دلسو کالو په بهیر کی عملی شو

چی په زور یی په کلیو کی له دهقانانو مځکی غضب کړی او خلګ یی په زور له کلیو ښاروته راوستل او په کارخانوکی یی په کا روګمارل چا به چی مخا لفت کاوه نو وژل به یی چی تقریبا ۳۷ میلونه خلګ یی په دی ډول پخوانی شوروی اتحاد کی ووژل

دغربی نړی او شوروی اتحا فرق صرف دومره وو چی په غربی نړی کی فابریکی دمافیا وی او دولت خلګ په چل ول له کلیو باسل خو په شوروی اتحاد کی فابریکی دولتی وی او خلګ یی په زوره له کلیو څخه باسل او په فابریکوکی یی مفت کار پری کاوه

اوس به راشو دیته چی ددی پروسی منفی اغیزی څه دی ؟

ددی پروسی منفی اغیزی دادی چی کله کلی او دهات له منځه لاړ شی او خلګ ښاری شی نو دایوه ډیره ظالمه پروسه ده ددی لپاره چی یو هیواد صنعتی شی باید په خلکو یی له اندازی ډیر ظلمونه وشی تر هغه وخته چی دا پروسه نتیجه ورکړی

او نتیجه څه کم څه زیاده سل کاله بعد ورکوی ، اوسل کاله به ظلم فساد فحش او ناروا په جامعه کی حکم روا وی

دوهم کله چی دا پروسه نتیجه ورکړی نو سرمایه داری شروع شی لکه چی پتوال صاحب لیکلی چی سرمایه داری دین نه منی نو په جامعه کی بی دینی شروع شی او خلګ خپل ټول معنویتونه له لاسه ورکړی او لکه دحیواناتو په څیر دخپلو حیوانی غرایضو (نفس) دحاکمیت لاندی ژوند پیل کړی

څنګه چی په جامعه کی معنویت ورک شی او جامعه غونډه دحیوانی غرایضو دکنترول لاندی راشی نو دا خلګ داسی طبعی کارونه لکه دکورنی جوړول دښځی کول او داولادونو زیږول دخپلو حیوانی غرایزو په مقابل کی خنډ او عبث کار بولی
او نه غواړی چی خپل وخت د اولادونو په زیږولو او دهغوی په تربیه ضایع کړی دوی خپل تول وخت دخپلو حیوانی غرایضو ته وقف کړی وی
نور دا خلګ اولاد نه زیږوی او په لټی او بدبختی یی سر شی او له کارکولو هم لاس واخلی خواهشات یی دیر زیات شی نو داسی کارګر نور دسرمایه دار هم نه وی پکار او کلی هم له منځه تللی وی چی نوی کارګر تری راشی او هغه نفوس چی په ښاروکی وی هغه د خپلو حیوانی غرایضو په دام کی بند وی
او بیا سرمایه داران مجبور شی چی مهاجر له نورو نه صنعتی شویو هیوادو څخه راولی لکه اسلامی هیوادونه چی دا تش سوی ځای پری ډک کړی

بیا ددی هیواد اصلی خلګ دمهاجرو په ضد چیغی او ناری وهی خو څوک یی نه اوری او دی اصلی خلکو نفوس په کال کی یو فیصد کمیږی او دمهاجروو نفوس ورځ په ورځ زیا تیږی او دا پروسه تر هغه وخته دوام کوی چی تر څو ددی مملکت خلګ بیخی ورک شی دادی د سرمایه داری خیر

لکه تاسی چی په ناروی کی ولیدلی هغه چاودنی چی څو ورځی پخوا دمهاجرو په ضد وشوی اوډیر خلګ پکی ووژل شول

او چی کوم ملت خپل سرنوشت د سرمایه دارانو په لاس کی ورکړی نو دا به یی حال وی

لکه نن چی په اروپا کی همدا حال دی انګلیسان ، جرمنیان ، فرانسویان ، روسان اود اروپا ټول قومونه په کال کی یو فبصد کمیږی چی انشالله په نژدی اینده کی به یی صرف نوم پاتی شی

نوځکه نن اروپایی او یهودی سرمایه دارانو هند او چین ته لاس اچولی او هلته یی فابریکی جوړی کړی دی ځکه چی هلته لا تر اوسه لاس نا خوړلی نفوس وجود لری او باید دا پروسه پری عملی کړی او نتیجه به یی همدا داروپایانوغوندی نیست او نابودی وی

نو په دی خاطر تر نن ورځی یو اسلامی هیواد هم په دی لار نه ده تللی هغه ځکه چی په اسلامی هیوادو کی دا امکان نلری او مسلمانان مقاومت کوی ته اول همدا زموږ پښتانه وګوره چی هرڅومره پری ژوند سخت شی تر عربی هیوادو دمزدوری لپاره ځی خو خپل کلی کور نه پریږدی
او که کوم حاکم یادولت په کوم اسلامی هیواد کی غوښتلی وی چی دا پروسه عملی کړی نونتیجه یی دخلکو په پاڅون تمامه شوی

اسلامی امت د صنعتی کیدو لپاره خپله ځانګړی لار لری هغه لار اوږده او سخته ده مګر حقه لار ده او نتیجه داروپایانوغوندی نه ده

او هغه داسی ده چی نه مو کلی له منځه لاړ شی او نه په خلکو ظلم وشی او دین داری هم له منځه لاړه نشی او صنعتی هم شو دا داسلامی اقتصاد کړنلاره ده

نو دا ستاسی په اند ملی یا بورژوازی انقلاب هغه داروپایانو لارده چی دوی پری تللی او نتیجه یی دهغوی نیست او نابودیت ده
او دکمونستانو نشنلیستانو لبرالیستانو دا په نوم د مترقی افکارو هم همدا لار ده همدا دری واړه ایدیالوژی ګانی موږ په همدی لاره بیایی نو پتوال صاحب دادی مترقی پړاوو او نه مترقی پړاووخبری پریږده په دی موږ پوهیږو چی داڅه دی

او دکمونیزم او کاپیټالیزم نتیجه یوه ده چی دقوم اوملت له منځه تلل دی
د کمونیزم نتیجه وګوری نن دروسانو نفوس هم په کال کی یو میلیون کمیږی او دروسی دولت دهرماشوم دزیږیدو لپاره لس زره امریکایی ډالر ورکوی خو بیا هم دخپل نفوس دکمیدو مخه نشی نیوای

ملا محمد عمر اسم اعظم نه ده زده کړی مګر الله تعا لی دااروپایی قومونه پخپله په هغه دام کی راګیر کړل چی پخپله یی جوړ کړی وو
پروسږ کال په جرمنی کی هردریم زیږدلی ماشوم په مسلمانه کورنی کی زیږدلی
نو دخلافت ناری کومی بی ځایه ناری نه دی

بلکی په جهانی سطحه دخلافت لپاره زمینه برابره شوی ، ټول اروپایی قومونه دمنځه دتللو په حال کی دی

د ډیرو ساینسی او اجتماعی عالمانو په اند په راتلونکو ۴۰یا۵۰کالوکی به په اروپا کی دمسلمانانو نفوس له عیسویانو انشاالله ډیر شی او مسلمانان به په اروپا کی اکثریت شی

امریکاهم له دی حالته مستشنی نه ده ، په امریکا کی هم دانګریزانو شمیر ورځ په ورځ کمیږی او خپل نفوس له لاتینی امریکی او ددنیا له نورو مهاجرو څخه پوره کوی او حتی له خپلو خلکو نشی کولی سل زره پوځ غونډ کړی او افغانستان ته یی دجنګ لپاره ولیږی له بندی خانو بندیان راخلاصوی او بیا یی دجنګ لپاره افغانستان ته لیږی

او یا دپولنډ او لا تینی امریکا خلکو ته د تابیعت دورکولو وعدی ور کوی چی تر څو یی د افغانستان ته دجنګ لپاره ولیږی

پتوال صاحب دا امریکایان او اروپایان یو کاغذی ببر دی چی دتبلیغاتو له لیاری یی موږ ته جوړ کړی دی
چین او هند نوی دی لومی ته ورلویدلی دی
نو په ډیر نژدی اینده کی به صرف مسلمانان کولای شی چی دجهان ریاست وکړی

او تاسی لیکلی چی په همت څه نه کیږی ، او همیشه دا استدلال کوی چی دپنجاب نفوس ډیر ده نو خلافت به ددوی وی

دهمت په باره کی غواړم درته ووایم چی د جاهلیت په دوره کی د عربانو شمیر ډیر لیږ وو او دنورو قومونو په پرتله او دنن ورځی د پښتنو په څیر سخت دربدره او بی نظمه وو حتی خپل کوم یو حکومت یی هم نلاره دهغه وخت دوی لوی لوی جهانی دروم او د پارسیانو امپراتوریو حتی نه غوښتل چی دی منطقی ور ننوځی او څه نظم پکی راولی
او لکه دنن ورځی دافغانستان په څیر ددوو لویو امپراتوریو په منځ کی یی دخلا دنده سرته رسوله او توازون یی ساته
او نشنلیستی په پوره اندازه پکی حاکمه وه خو کله چی همدا غریب او دربدره قوم داسلام په مبارک دین مشرف شو

نو په همدی دواړو جهانی امپراطوریو الله (ج) حاکم کړ ، او دجهان دهغه وخت دوه غټی غټی امپراطوری یی ونړولی
کله چی داسلام لښکر دفارس دنیولو په نیت حرکت وکړ تعداد یی ډیر کم وو او ډیر غریب لښکروو دهغه وخت عصری اسلحه یی هم نلرله
نو کله چی د فارس شاهنشا لدی خبری خبر شو چی وږی تږی عربان راغلی چی فارس ونیسی نو ډیر یی ستا په شان پتوال صاحب و خندل

لکه ته چی پتوال صاحب دملا محمد عمر په جهانی سیاست پوری خاندی خو دفارس شاهنشا په دی نه پوهیده چی څو ورځی وروسته به داسلام بیرغ پر غونډ فارس رپیږی

نو دا همت نه وو څه وو
او دپنجاب دنفوس په باره کی غواړم درته ووایم

چی دا بیا ستا دی مادی فکر تحلیل دی ایا کله چی ۹۰۰ کاله مسلمانانو (پښتنو ) په هند حکومت وکړ هند څومره نفوس لاره که چیرته په نفوس وای نو انګلیسانو دری سوه کله په هند حکومت کولای شوای
بیا حکومت ویښ او بیدار ملت کولای شی که چیری کوم ملت ویده پروت وی او دغرب په تیارو شوویو ایدیالوژی ګانو هره ورځ غلطیږی لکه نشنلیزم چی له غربه را جوړ شوی خامخا په دی بل دحکومت لاندی وی او دا زما شخصی تحلیل دی چی دغربی استعسمار په مقابل کی موږ دپنجاب سره دمتحدونه پرته بله لار نلرو

او چی په دی اتحاد کی به څوک اول وی او څوک دوم دازموږد پوهی او تحلیل ذکاوت پوری اړه لری چی موږ څومره عمیق تحلیل کولای شو او څومره با کفایته یو

بی زحمته راحت نشته

نو څومره چی ما تحلیل کړی څنګه چی دپاکستان سیاسی اسلامی ګوندونو ملا محمد عمرته بعیت کړی نو دامریکایانو په وتلو سره چی افغانستان به دطالبانو لاس ته ورشی نو دپاکستان داسلامی ګوندونو لخوا دطالبانو په همکاری به دپاکستان حکومت ړنګ شی او طالبانو داسلامی امارت پوری به وتړل شی

او دا چی تا لیکلی
که طالبان خپل استقلالیت د ای اس ای څخه په اثبات ورسوی نو تاسی غوندی ډیر خلګ به ورسره یو ځای شی

پتوال صاحب زه نه پوهیږم چی طالبان به څنګه دا درته په اثبات ورسوی

خو زه ستا څخه یو څو پوښتنی لرم

هغه داچی کله چی ټولی خبری منی ځان یو مسلمان شخص بولی او صرف ستا شک په طالبانو دی چی ستا په اند مستقل نه دی نو دا تا دی ته واداروی چی غربیانو ته تبلیغات وکړی
داسلام په ضد مقالی ولیکی دنشنلیزم چی شرک ده طرفداری وکړی د غربیانو تجاوز په وطن ومنی او دکرزی ددولت طرفداری وکړی دصلیبیانو په خوله وغږیږی
نو که ته صرف په طالبانو اعتبار نلری نو بیا دغربیانو طرفداری ته چا مجبور کړی یی او که ته دافکر کوی چی ته مسلمان یی خو د اسلام دفاع په تا فرض نه ده
حزب اسلامی هم دطالبانو سره اختلافات او په طالبانو اعتراضات لری مګر دغربیانو سره جنګیږی او دطالبنو پر ضد دغربیانو سره نه یو کیږی
او ته بیا ولی دخلا فت ضد مقالی لیکی او ولی پښتانه د محمد زیو او غلجیو په نومنو سره بیلوی

پتوال صاحب پریږده دا نشنلیزم راځه چی په ګډه داسلام دفاع وکړو زموږ پیامبر محمد (ص) ۲۳ کاله یی نشنلیزم سره جهاد کړی نشنلیزم شرک دی


پتوال
05.08.2011

دروند ورور عبد الله خانه سلامونه !

عبد الله خانه سلامونه !
يو ځای مو خو مو داسې ليکلي :[quote:581e35538c]
[color=red:581e35538c]پتوال صاحب ما کله نه دی ویلی چی دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی [/color:581e35538c]، او تخنیکی انقلاب چی ستاسی مقصد تری دهیواد صنعتی کیدل دی هغه دکمونیزم او کاپیټالیزم نتیجه یوه ده .. چی دقوم اوملت له منځه تلل دی [/quote:581e35538c]
آو بيا دا :
[quote:581e35538c="عبدالله خان"]ګوره پتوال صاحب زه او ته له مختلفو اړخو څخه غږیږو
دغربی اقتصاد اساسی پایه تبلیغات دی ، غرب خپل ټول اقتصاد دتبلیغاتو پر پایه جوړ کړی ده ، یعنی سرمایه داری ده
[/quote:581e35538c] په يوه ساه منکر او به بله ساه اخيستنه بيا نقيضه ادعا کول (؟) دا څنګه امکان لري ؟
په همدې ډول که تاسو د برژوازي د نيشنليزم يواځې منفي اړخ وينئ نو نو ر ډير ليکونکي منجمله ستاسې هم اندی طاهر خان مسافر يې مٍثبت اړخ هم ويني او ليکي :
[quote:581e35538c]نشنلیزم دوه اړخه لری: په اوروپا کی د خپلواکی سبب سوی او په اسیا کی د غلامی. [/quote:581e35538c]
خو دا چې په اسيا کې هم داستعماري تسلط نه د آزادۍ سوله ييز غورځنګونه هم ملي برژوازي رهبري کړي لکه په هند کې دکانګرس
دملي ګوند په مشرۍ د آزادۍ ګټل او داسې نور....
البته دتيرې پيړۍ په ٦٠ - مو کلونو کې هم د يو شمير افريقايي هيوادونو د آزادۍ پاڅونونه بيا د شوروي اتحاد په ملاتړ کامياب شوي دي .
[color=blue:581e35538c]
په ټوله کې د امريکا او فرانسې او ورپسې په نورو اروپايي هيوادونو کې برژوازيکي انقلابونه وو ، د هغوی مترقي خصلت
د فيوډاليزم محوه کول دي ، ملي او اجتماعي آزادۍ ، د فکر او بيا آزادي ، د ميډيا آزادي ، د بشر حقوق او وروسته يې دموکراسي ،
ګوندي او غير ګوندي ، پارلماني او غير پارلماني مبارزې ، د ښځو او ځوانانو حقوق او نور رامنځته کړل . [/color:581e35538c]
په اقتصادي اړخ کې يې ضداخلاقي پايلې هم لرلې چې تا ښې بيان کړې هم دي او ډيرې يې پخپله دوی له منځۀ وړي لکه د ماشومانو ١٢، ١٣ ساعته کار ،
چې اوس نه يواځې ١٢ ساعته نه دی بلکې چور يې له منځه وړی دی . ځينې نورې يې لا شته ، که څه هم ولسونو تر اوسه نه دي منلي .
دا ټول تغيرات چې هرچاته معلوم دي او دلته يې تکرار مطرح کول نور ځای نه لري په داسې حال کې پلي شوي چې نړۍ کې د اسلام هم موجود و،
خو د اقتصادي سيستم په توګه پرې اسلام هېڅدول مثبت يا منفي اغيز نه درلود ، نه په عملي او نه تيوريکي او تبليغي صورت ، څو يې د مخنيوی يا تاييد
له پاره ترې ګټه پورته شوې وای .
تر اوسه پورې صرف دوه متضاد اقتصادي سيستمونه انسانانو پيژندلي دي چې يو يې مصنوعي او له منځه لاړ : او هغه کمونستي يا اشتراکي
سيستم دی چې خصوصي ملکيت نه پيژني . بل نسبتا طبيعي اقتصادي سيستم دی چې د خصوصي ملکيت په ستنو ولاړ دی او په سرمايدارۍ کې
خپل اوج موج ته رسېدلی دی .
نو يو بل دريم اقتصادي سيستم چې نه د خصوصي ملکيت په تلسټ ولاړ وي او نه د اشتراکي ملکيت په ستنو ، څوک نه پيژني ،
هو د خصوصي ملکيت د ريفورم له پاره هم اسلامي او هم سوشل دموکراتيک تصورات شته ، چې د يو ريفورم اجزا تشکيلوي،
خو د سرمايدارۍ اقتصادي سيستم له منځه نه وړي نو انقلابي بدلون هم ورته نشي ويل کېدای . او دا اټکل پر ځای هم دی، ځکه اديان ،
په تيره اسلام يو شمير غوښتنې له اقتصاد څخه لري ، چې په فيوډالي او ماقبل فيوډالي ټولنو کې د اقتصاد اړينې غوښتنې هم وې ، خو سرمايداري
اقتصاد ورته کومه اړتيا نه ده ښودلې . هو ، که کمونيزم پر الحاد تکيه نه وای کړې نو بهترين اقتصادي سيستم و چې
د اسلام آرمانونه يې کم تر کمه په اقتصاد کې پلي کولی شول !
خو فرض که چې دا کمونيزم د اسلام په نامه اود اسلام په چوکاټ او رهبرۍ سره رامنځته شوی وای ، يعنس اسلام هم چې څنګه مساوات غواړي
اشتراکي اقتصاد خپل کړی وای يعنې په اصطلاح اسلامي کمونيزم يې رامنځته کړی وای ، نو آيا د سرمايداري اقتصاد په وړاندې به يې ژر [color=red:581e35538c]يا وروسته [/color:581e35538c] همدغسې شکست نه وای خوړلی چې دا ويې خوړ ؟؟؟؟
دا دبحث له پاره يو نوی ټکی دی چې خبرې پرې وشي، ولې د سرمايدارۍ په ساپقدار موجود اقتصادي سيستم خبرې هم زړې دي او هم
کتابونه ترې ډک دي که څوک پرې تنقيد لري هم په تيوريک او د کتاب په ډول يې بايد وړاندې کړي ، فکر نه کوم چې يو الټرناټيف
پوليت اېکونوميک ساينس رامنځته کړي !
[quote:581e35538c]حزب اسلامی هم دطالبانو سره اختلافات او په طالبانو اعتراضات لری مګر دغربیانو سره جنګیږی او دطالبنو پر ضد دغربیانو سره نه یو کیږی
[/quote:581e35538c]
نو ولې چې نه يوځای کيږي؟ د غربيانو خو زه هم مخالف يم ، سمدلاسه ويستل يې غواړم او که طالبان دISI پر ځای د خپل افغان ملت
په ملاتړ د خپل ملي او قومي مشرانو په مشوره جهاد پيل کړی وای يا اوس هم له پنجابيانو لاس واخلي ،د قومي مشرانو او ولسي
استازو سره يو شي ، د القاعدې اوISI له خوا د خلافت په غولونکي ماشومانه خيال پلو پسې ونه ګرځي نو زما او زما غوندې
ډير افغانان به دمقاومت ليکو ته ورودانګي په هر ممکن شکل به يې ملاتړ وکړي !
اظواهري او د ISI په تخرګ کې شهيد شوی اسامه
په ټوله عربي نړۍ او سوډان کې نشو ټينګېدلای ، خو د ISI سره يوځای يې يو غول قوم له انپړ مشر سره کشف کړ چې هر څه ورته
دوی وايي هغه يې کوي ، د اميرالمؤمنين او خلافت خيالپلونه يې ورپمپ کړل او په دې توګه يې سپېڅلی جهاد له هماغه پيل څخه
د پنجابيانو د سياسي تجارت او چنو وهلو په ډګر بدل کړ . دا دخلافت چغې صرف او صرف په پاکوستان پورې د افغانستان د الحاق ،
ادغام او محوه کولو چيغې دي او بس !
نور لري .


ډاکتر څپاند
06.08.2011

محترم پتوال صيب سلامونه،

تاسو يوه نظريه فرض کړې:

[quote:fc949a21e0] هو ، که کمونيزم پر الحاد تکيه نه وای کړې نو بهترين اقتصادي سيستم و چې
د اسلام آرمانونه يې کم تر کمه په اقتصاد کې پلي کولی شول !
خو فرض که چې دا کمونيزم د اسلام په نامه اود اسلام په چوکاټ او رهبرۍ سره رامنځته شوی وای ، يعنس اسلام هم چې څنګه مساوات غواړي
اشتراکي اقتصاد خپل کړی وای يعنې په اصطلاح اسلامي کمونيزم يې رامنځته کړی وای ، نو آيا د سرمايداري اقتصاد په وړاندې به يې ژر يا وروسته همدغسې شکست نه وای خوړلی چې دا ويې خوړ ؟؟؟؟ [/quote:fc949a21e0]

[color=white:fc949a21e0]د، نو آيا د سرمايداري اقتصاد په وړاندې به يې ژر يا وروسته همدغسې شکست نه وای خوړلی چې دا ويې خوړ[/color[color=darkred]](زما په [/color:fc949a21e0][color=red:fc949a21e0]اند ستاسو دا جمله پدې معني ده چې په نوموړې فرضيه کې به فرضي اقتصاد
دماتې يا شکست سره مخامخ شوی وی...?)[/color:fc949a21e0]
؟؟؟؟

بله خبره داده ې که دداسې يوه فرضي اقتصاد تر شاه داسلام دمقدس دين 
پشان يو ستر معنوي قوت او دخلکو زور موجود وی،هرګزئي ماته خوړلی نشوه).
دريم دا چې کمونستي سيستم يوه نا پيژندل شوی فرضيه وه چه پخپله نطفه کې
دې لاځوابه پروبلمونو سره مخ او پر يوه استقامت لاړ چې هسي نو ورپاتې وو او بس٠
غربي اقتصاد پوهان لا اوس هم دمارکس دتئورۍ نه مثبه ګټه اخلي،ستر مثال ئي مجاني اجتماعي تامينات دي٠ 


م . ق
06.08.2011

[quote:33b184fe98="عبدالله خان"]څنګه چی دپاکستان سیاسی اسلامی ګوندونو ملا محمد عمرته بعیت کړی نو دامریکایانو په وتلو سره چی افغانستان به دطالبانو لاس ته ورشی نو دپاکستان داسلامی ګوندونو لخوا دطالبانو په همکاری به دپاکستان حکومت ړنګ شی او طالبانو داسلامی امارت پوری به وتړل شی [/quote:33b184fe98]

دا خبرې او بیا ددې نه مخکې یې دا خبره چې:

[quote:33b184fe98]او دا چی مولانا فضل رحمن دپاکستان اساسی قانون منی هغه ددی لپاره چی هغه دامیرتوب دعوه نلری او ملا محمد عمر ته یی بعیت کړی ده او دضرورت په وخت کی په مولانا فضل الرحمن دملا محمد عمر په امر په پاکستان کی جنګیږی[/quote:33b184fe98]
ټول ددې ثبوت دی چې خپلو لاندینیو خبرو ته یې نوی رنګ ورکړی، خو که دا خبرې په هرو الفاظو او هر عبارت سره وشي بیا یې هم مفهوم او معنی یوه ده، ترمینځ یې فرق نشته

[quote:33b184fe98]ټولو پاکستانی عسکرو ملاعمر ته بیعت کړیده چی افغانستان کی به اسلام خلافت راولی او پاکستان به ملاعمر مشر وی ځکه نو د پاکستان اردو د خلافت زینه ده[/quote:33b184fe98]

[quote:33b184fe98]او په اسلامی نړی کی د قدرت خلا مسلمانان دی ته هڅه وی چی اسلامی خلافت جوړ کړی
او دپاکستان اردو یوه زینه ده دی هدف ته درسیدو لپاره[/quote:33b184fe98]

[quote:33b184fe98]پاکستان غواړي افغانستان کی اسلام خلافت جوړ کړی ځکه نو ملاعمر سره بیعت کړیده او د پاکستان ملایانو هم بیعت کړیده او د ملاعمر په امر به افغانستان کس جهاد کوي او پاکستان کی اسلامی قانون ده ځکه نو جهاد ضرورت نشته[/quote:33b184fe98]

دا ټولې خبرې د یو ذهنیت او یوې خولې انعکاس دی چې د ټولو خبرو څخه یې همدا یو مطلب راوځي چې: پاکستاني فوځ او ملایانو ملاعمر صیب سره پدې بیعت کړی چې په افغانستان کې به پنجابي خلافت راوړي.

فاعتبرو یا اولي الالباب


پتوال
06.08.2011

مبارز قرآ ني صاحب کوردې آباد او بچي دې لوی شه!

دغه اوتې بوتې خو ددوی خبرې دي، بده به دا وي چې خدای مکړه طالب مشرتابه رښتيا هم د خپل هيواد له تاريخه دومره بې خبر انپړ وي چې
دا اوتې بوتې يې په اړه رښتيا راووځي ! که د انپړۍ دا ګواښ رښتيا موجود وي نو قدرت ته د طالب په رسيدو سره د جنرال حميدګل دغه ګواښ
هم تش خيال پلو نه پاتې کيږي او په سملاسي توګه پلی کيږي چې :
نن دی که سبا افغانستان به د پاکستان پنځمه صوبه شي !
په دې صورت کې به پنجابي خلافت هم د متحده ايالاتو يو بل ايالت شي او
افغانستان به له پاکوستان سره بيا هم په ګډه خوري او هم کنترولوي!
والسلام


عبدالله خان
06.08.2011

پتوال صاحب هسی اوټی بوټی د ویشتلی زما دسوالونو اولیکنی چی دسرمایه داری په باب می کړی ځوابونه دی نه دی راکړی

ستاسی دځوابونو په انتظار


عبدالله خان
06.08.2011

څپاند صاحب تاسی لیکلی

[color=brown:6eb9f8ff49]بله خبره داده ې که دداسې يوه فرضي اقتصاد تر شاه داسلام دمقدس دين
پشان يو ستر معنوي قوت او دخلکو زور موجود وی،هرګزئي ماته خوړلی نشوه).
دريم دا چې کمونستي سيستم يوه نا پيژندل شوی فرضيه وه چه پخپله نطفه کې
دې لاځوابه پروبلمونو سره مخ او پر يوه استقامت لاړ چې هسي نو ورپاتې وو او بس٠
غربي اقتصاد پوهان لا اوس هم دمارکس دتئورۍ نه مثبه ګټه اخلي،ستر مثال ئي مجاني اجتماعي تامينات دي[/color:6eb9f8ff49]٠

غواړم چی دمارکس پلیته څیره درته بر بنډه کړم ،څپاند صاحب کله چی کوم دروغ ډیر تکرار شی نو خلګ پری دریښتیا ګومان کوی او یا چی کوم دروغ له قوی مرجعی نه وویل شی هم خلګ درښتیا ګومان پری کوی

لکه د مارکس په باره کی دروغ چی هم له قوی مرجعو نه ویل کیږی او هم همیشه تکراریږی نو ډیر خلګ درښتیا ګومان پری کوی چی مارکس ډیر غټ اقتصاد دان او مخترع وو

څپاند صاحب مارکس نه اقتصاد دان وو او نه مخترع

مارکس دجرمنی یو یهودی وو چی په انګلیستان کی اوسیده ، چی د (جهانی یهودی مافیا په غوښتنه یی ، چی دی مافیا دجهان دنیولو تکل یی لاره) یو مخلوط یی په نوم د کمونیزم را منځ ته کړ

مخلوط ځکه چی اقتصاد او الحاد یی سره ګډ کړه

مارکس کوم نوی څه نه دی اختراع کړی ځکه چی هم الحاد له پخوا څخه موجود وو ، چی مارکس د (ماټریالیزم دیالیکتیک) په نوم سره تشریح کړ

او هم اجتماعی عدالت یا ستاسی خبره څپاند صاحب ( مجانی اجتماعی تامینات ) له مخکی موجود وو

اودا دواړه دمارکس اختراوی یا نوښتونه نه دی

لکه نن یی چی موږ ته غواړی وښیی چی مارکس مخترع یا اقتصاد دان وو

له نن نه ۹۰۰ کاله پخوا په ننی بحرین کی اشتراکی اقتصاد وجود لاره مارکس نه مخترع وو او نه اقتصاد دان مارکس صرف دجهانی یهودی مافیا یو مینیجر وو چی د جهان دنیولو لپاره یی د یهودی جهانی مافیا سره کار کاوه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more