د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


ع کريم حليمي
01.09.2004

ګران نقاد صاحب سلامونه مي ومنۍ ٠
که د کوم لوستونکي د موسی او خضر د شاګردۍ او معلمي د حديث څخه مطلب نوي اخستۍ ٠ په E ليکنه
مي هم پيداکړۍ ٠
Sahih Al-Bukhari HadithHadith 4.613 Narrated bySaid bin Jubair

I said to Ibn Abbas, "Nauf Al-Bukah claims that Moses, the companion of Al-Khadir was not Moses (the prophet) of the children of Israel, but some other Moses." Ibn 'Abbas said, "Allah's enemy (i.e. Nauf) has told a lie. Ubai bin Ka'b told us that the Prophet said, 'Once Moses stood up and addressed Bani Israel. He was asked who was the most learned man amongst the people. He said, 'I.' Allah admonished him as he did not attribute absolute knowledge to Him (Allah). So, Allah said to him, 'Yes, at the junction of the two seas there is a slave of Mine who is more learned than you.' Moses said, 'O my Lord! How can I meet him?' Allah said, 'Take a fish and put it in a large basket and you will find him at the place where you will lose the fish.' Moses took a fish and put it in a basket and proceeded along with his (servant) boy, Yusha 'bin Nun, till they reached the rock where they laid their heads (i.e. lay down). Moses slept, and the fish, moving out of the basket, fell into the sea. It took its way into the sea (straight) as in a tunnel. Allah stopped the flow of water over the fish and it became like an arch (the Prophet pointed out this arch with his hands).
They travelled the rest of the night, and the next day Moses said to his boy (servant), 'Give us our food, for indeed, we have suffered much fatigue in this journey of ours.' Moses did not feel tired till he crossed that place which Allah had ordered him to seek after. His boy (servant) said to him, 'Do you know that when we were sitting near that rock, I forgot the fish, and none but Satan caused me to forget to tell (you) about it, and it took its course into the sea in an amazing way?' So there was a path for the fish and that astonished them. Moses said, 'That was what we were seeking after.' So, both of them retraced their footsteps till they reached the rock. There they saw a man lying covered with a garment. Moses greeted him and he replied saying, 'How do people greet each other in your land?' Moses said, 'I am Moses.' The man asked, 'Moses of Bani Israel?' Moses said, 'Yes, I have come to you so that you may teach me from those things which Allah has taught you.' He said, 'O Moses! I have some of the knowledge of Allah which Allah has taught me, and which you do not know, while you have some of the knowledge of Allah which Allah has taught you and which I do not know.' Moses asked, 'May I follow you?' He said, 'But you will not be able to remain patient with me for how can you be patient about things which you will not be able to understand?' (Moses said, 'You will find me, if Allah so will, truly patient, and I will not disobey you in aught.') So, both of them set out walking along the sea-shore, a boat passed by them and they asked the crew of the boat to take them on board.
The crew recognized Al-Khadir and so they took them on board without fare. When they were on board the boat, a sparrow came and stood on the edge of the boat and dipped its beak once or twice into the sea. Al-Khadir said to Moses, 'O Moses! My knowledge and your knowledge have not decreased Allah's knowledge except as much as this sparrow has decreased the water of the sea with its beak.' Then suddenly Al-Khadir took an adze and plucked a plank, and Moses did not notice it till he had plucked a plank with the adze. Moses said to him, 'What have you done? They took us on board charging us nothing; yet you have intentionally made a hole in their boat so as to drown its passengers. Verily, you have done a dreadful thing.' Al-Khadir replied, 'Did I not tell you that you would not be able to remain patient with me?' Moses replied, 'Do not blame me for what I have forgotten, and do not be hard upon me for my fault.' So the first excuse of Moses was that he had forgotten. When they had left the sea, they passed by a boy playing with other boys.
Al-Khadir took hold of the boy's head and plucked it with his hand like this. (Sufyan, the sub narrator pointed with his fingertips as if he was plucking some fruit.) Moses said to him, "Have you killed an innocent person who has not killed any person? You have really done a horrible thing." Al-Khadir said, "Did I not tell you that you could not remain patient with me?" Moses said, "If I ask you about anything after this, don't accompany me. You have received an excuse from me." Then both of them went on till they came to some people of a village, and they asked its inhabitant for wood but they refused to entertain them as guests. Then they saw therein a wall which was just going to collapse (and Al Khadir repaired it just by touching it with his hands). (Sufyan, the sub-narrator, pointed with his hands, illustrating how Al-Khadir passed his hands over the wall upwards.) Moses said, "These are the people whom we have called on, but they neither gave us food, nor entertained us as guests, yet you have repaired their wall. If you had wished, you could have taken wages for it." Al-Khadir said, "This is the parting between you and me, and I shall tell you the explanation of those things on which you could not remain patient." The Prophet added, "We wished that Moses could have remained patient by virtue of which Allah might have told us more about their story.' " (Sufyan the sub-narrator said that the Prophet said, "May Allah bestow His Mercy on Moses! If he had remained patient, we would have been told further about their case.")
علم دوه رقمه دئ چه يو دحال علم دئ او بل د قال علم دئ ٠
که څوک ځان خطاباسي په هغه علم لکه خضر چه در لو دۍ ٠ پر ځای دي کرار کښېني ٠ نه ئې سي حاصل کولاي
کوښښ دي وکړي چه دنيوي علم پيدا کړي ٠
په دنيا کي يوازي شيطان نه دۍ ٠ په دنيا کي الخناس هم سته ((مِن شرِّ الْوَسوَاسِ الخَْنَّاسِ))((الَّذِى يُوَسوِس فى صدُورِ النَّاسِ)))
او خناس هم ايمان ته تاوان رسوي ٠ او ومال ته ٠د خناس چاره يواري ٠ په دنيوي (ساينسي )علمو کيږي او پنا به رب ته ور وړو ٠ او بس


نقاد
01.09.2004

"نقاد"]تر سلام او ښو هيلو ووسته :
مظلوم صيب تاسو ليکلي :

اقتباس:
[quote:2de1570fe6]ملا ځمونږ په جامعه کي پوره عالم ته وايي . نيمګړي عالم ته اخوند وايي نو کچيري ستاسي له ملا څخه اخوند مرادوي نودا خبره زه درسره منم ځيني اخوندان ريشتيا هم ډير بدکارونه کوي چي ځيني يي دادي
. [/quote:2de1570fe6]
١ـ هو تاسو ښايي د فارسي نومونه ډير استعمالوئ اواخند ورته وايئ، او مونږ يې لږ کاروو او ملا يې بولو ، مطلب يو دی او دا مسله حل ده. [color=red:2de1570fe6]خو حليمي صاحب غوندې يو متشرع او جامع ديني عالم ته د اخن پ سترګه کتل ظلم او زياتی دی، او تاسو چې ځان ته مظلوم واياست نو څنګه به د مظلوم پر نامه پر بل باندې ظلم کولو ته اجازه ورکړئ.ښاي چې دغسې جملې مو بيرته واخلئ [/color:2de1570fe6]٢ـ که ما ستاسې مظلوميت ته ، چې نوم موپرې معترف دی، يو ظالم هم تصور کړی وي، هغه په دې معنی چې له ليکنو څخه مو مالومه ده چې که تاسو چيرې له طبيعي علومو څخه ليرې پاتې شوي ياست ، نو پښماني پرې هم نه لری، نو څنګه چې زما په اند له طبيعي علومو پرته سړی پوره عالم کيدای نشي، او حتی دځينو ديني پوښتنو سم ځواب هم شايد ونه شي ويلی، نو ځکه دغه راز نه پښيماني راته پر ځان يو ډول ظلم ښکاري، يعنې دا ستاسي د تحقير له پاره نه، بلکې د يوه مسملمان پښتون ورور سره د يوې همدردۍ په توګه مې درته په اصطلاح (( په ځان ظا لم )) دا مفهوم ( چې کاشکې له ساينس څخه هم خبر وای) په بل شکل بيان کړ . هسې خو مې آن په لومړۍ جمله کې درته ليکلي ؤ، چې خدای (ج) مو له هر ډول ظلم څخه وساته.
٣ـ داچې خاټول خور ماته ښکنځل مل ويلې وي، زما په ياد کې هم نشته ، او د هغې د رنې بي بي دا سهوه به ما ډيره وختي د زړه له کومې بښلې وي ، او که زه سهوه شوی يم ښايي بښنه مې تري غوښتې وي. چې تير په هير شي رايادول يې نيک کار نه بلل کيږي.
٤ـ وروره ما يوه تفکيکي او مفصله ليکنه کړې وه، خو تاسو يو لړتفصيلات او تفکيکات نه دي مراعت کړي يا مو ځان پرې نه دی پوه کړی. ما عالم ، ديني عالم او د امت عالم دريواړو يو له بل څخه تفکيک کړي اوهغه وخت چې يو مسلمان عالم او د اسلام ديني عالم سره يوشی وو، هغه وخت مې هم درته په ګوته کړی، خو تاسو په خپل جواب کې هغه ناديده نيولي ، نه مو مراعت کړي او نه مو پکې څه ويلي دي .
٥ ـ ورره هرمعلومات ته علم نه وايي او نه هره ښوونه پوهنه ده. که د علم سم تعريف وکړې، په دې شرط چې نيمګړی او نا سم نه وي، ښايي ونشې کړای چې ديني پوهې ته په کې ورځای ورکړې ، هو، البته دا ديانو تاريخ څيړل ، په تيره بيا د اسلامي حقوقو څيړل د شرعې د سترې برخې په توګه د علم کار دی . ددين نوره ستره برخه چې له د عقايدو څخه عبارت ده د علم، پوهنې ، څيړنې او منطقې شننې موضوع نه ګرځي او له هډه ورسره سروکار نه لري، نو علم به څنګه ورته وويل شي .خو ورور ه :
٦ـ داسلام عقيدوي ښوونې هم د علم مخه نه نيسي، بلکې د علم د پراختيا او طلب غوښتنه کوي که څه هم چين کې وي، او علم ته له عباداتو څخه لوړه درجه ورکوي، چې تاسو هم پرې معترف ياست . کورکورانه عقيده چې اسلامي وي، ښايي د جهل د تيارو پر ضد د يوې ډيوې يا ﻻټين (اريکين) د رڼا سره پر تله شي، تنويري عقيده د يوه برق د رڼا سره ، خو علوم چې طبيعي دي که اجتماعي د ورځې رڼا، يعنی لمر ته ورته دي، چيرې يې چې وړانګې رسيږي تر هغه ځايه پورې رڼا ورځ وي . ځکه خو د اسلام د سپيڅلي ديني علومو سره يې وحدت او تړل ډير اړين او د اسلا م د غني کولو او غښتلي کولو يواځينۍ ﻻر ده . د امت عالم هغه دی چې د ساينس ځواک خپلوي او دين پرې غښتلی کوي. ددې له پاره د امت عالم له تنګ نظرۍ، تعصب او تکفيري لنډپارۍ څخه ډډه کوي ځانونه او ټول مسلمانان په طبيعي علومو تجهيزوي . [color=blue:2de1570fe6]حليمي صاحب دغسې يوه لوخه لري ، جامع والی يې په نظر کې له ورايه ښکاري، که د ساينس عالم نه دی ، نو دو ښمني هم ورسره نه کي، بلکې برعکس مينه ورسره لري او داسلام د پياوړتيا له پاره ترې کار هم اخلي. [/color:2de1570fe6]
٧ـ
[quote:2de1570fe6](((( يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ ((( ٢٦٩)))
ژباړه : ورکوي ( الله ) ( نا فع علم ‏ عمله ) هرچاته چي اراده وکړي ( ورکولويی ) اوهرچاته چي ورکړ شوحکمت ( نافع علم سره دعمله ) نوپه تحقيق سره ورکړشو( ده ته ) ډيرخير، اوپندنه اخلي مګرعقلونوخاوندان ( صافوچي دوهم اونفسي غوښتنوشوائب پکښي نه وي ) ٠ [/quote:2de1570fe6]
هو، الله تعالی چاته چې يې خوښه شي حکمت ورکوی ، لکه چې حليمي صاحب وروسته په ګوته کړې، خدی (ج) رحمان او په دنيا کې په کافر او مسلمان دواړو رحم کوي.
د حکمت معنی هم ( نافع علم عمله) نه ده ، چې په زيار سره مو په (علم سره د عمل) ژباړلی دی. ځکه د هر علم سره عمل شرط دی ، او په تيره بيا د ديني علم سره، که د اسلام سره عمل نه وي، هغه تر ټولو لوی ګناهکار دی . مطلب له عملي علم او پوهې څخه دی ، نه (علم له عمله سره). طبيعي علوم ټول عملي علوم دي او ستاسې په پورتني تعريف سره په نوموړي ايت شريف کې همدغسې پوهه حکمت بلل شوې ده چې ير کثير لري. البته پوهه او پوهنه هم توپير لري،ځکه پوهنه علم دی او په کلونو کلونو تحصيل غواړي اود خير کثير درجه يې نوره هم زياته ده .ايا د تخنيک خير ( نفع ) ډير او له کثير څخه هم کثير نه ده، له خپل تن (طبي وسايلو ) ، جامو، کور، کورني وسا يلو او چاپيريال څخه يې پيل کړه تر نورې نړۍ هوا او فضا پورې هر څه هرڅه د تخيک له فيض او برکت ( خير کثير) څخه ډک نه دي؟ بي سيکل ، موټر او الوتکې به څوک نن څومره وړاندې تګ راګ وکړي؟ که له دې ټولو څخه سترګې پټې نکړې ، او ويې منې نو بيا مو دا ﻻندې تاويلات اوپوښتنې بيځايه بريښي.:

[quote:2de1570fe6]نواوس ويلی شوچي له دي ايت شريف څخه قران اوحديث هغه نافع علم مراددی چي خدای پاک جل جلاله ورته ( خيرکثير ) ويلی دی ،اوايااوس يوغيرمسلمان ساينس پوه ته مونږله خيرکثيرڅخه برخمن ويلی شو؟؟؟
يا اياهغه ده ته نافع علم کيدای شي ؟؟؟ نه هيڅکله هم نه [/quote:2de1570fe6]

هو داسمه ده چې هر مسلمان بايد د فرائضو اونواهيو پوهه کسب کړي ، او بيا ساينسي علومو ته مخه کړي ، ددواړو لاسته راوړل په نر او ښځه فرض دی ، ((دا حديث شريف خوبه ټولوته معلوم وي چي : (((( علم په نراوښځه فرض ده )))) په دې اساس دا حديث شريف چي : ((( دعالم فضيلت په عابدباندي داسي ده له سپوږمی په ستوروباندي ))) د مسمان عالم له پاره ويل شوی . ځکه مسلمان بايد د شيطان دښمن وي او دا دښمني په علم ، په تيره بيا ديني علم پياوړې کيږي لکه تاسو چې هم دې حديث ته ګوته نيولې ده : ((( يوعالم په شيطان باندي له زروعابدانوڅخه ډيرزوره ور دی ))) هو دا سي ډيرايتونه اواحاديث نبوي دعالم په بهتروالي دلالت کوي . خو ورره علوم په مجموع کې فرض دي .
لنډه داچې له علومو څخه په دې ځان څوک نشي خلاصولی چې علو م ، کوم چې زده کړه او تحصيل يې يواځې ١٨ ــ ٢٠ کالو پورې له لومړي ټولګي څخه نيولې تر تخصص پورې لا تر دې هم زيا وخت نيسې ، هسې تش کسب وبولي ، داسې ادعا ښايي د بي خبرۍ ترجماني وکړای شي او بس . د ساينس هرې پوښتنې اوهر ثبوت څخه بايد ديني علمأ ځان خبر او دهغې ځواب ووايي. اوکه يې نش ويلی نو بيا دهغو کور کورانه او جاهلو عقيدو لرونکو او ددوی تر منځ فرق هم نه پاې کيږي ، له دوی څخه به يو امي کروند ګر دومره فرق ونه لري لکه څومره چې دوی يې بيا د طبيعي علومو له خاوند څخه لري او ترې شاته په تيارو کې پاتې دي.زه ټينګ باور لرم چې که د خدای نازولی رسول محمد (ص) تر اوسه ژوندی وای او يا اوس يې د ژوند او رسالت دوره وای ، مسلمانان به په ساينس، تخيک او تکنالوژي کې تر ټولې نړۍ څخه مخکې وو. داچې ورسته پاتې دي دا د اسلام ګناه نه، بلکې د مسلمانانو د ديني مشرانو يعنې ملا يانو قصور دی
[color=blue:2de1570fe6]له پښتون سيد جمال الدين افغاني څخه پوښتنه وشوه چې : محترما!، شما به کشور های اسلامي وغير اسلامي ، شرقي وغربي هردو سفر کرده ايد و شرق و غرب را شناخته ايد ، چې انتباهې را در مورد شرق و غرب ګرفتيد و فرق بين کشور های اسلامي در شرق وکشور های غرب چيست؟ او جواب داد که من جهانې را ديدم که در ان اسلام بود مګر از مسلمانان درکې نېست . و در شرق جهانې را دېدم که در ان مسلمانان مې زيستند مګر از اسلا م خبرې نيست ))

او بس .والسلام علی من التبع الهدا[/color:2de1570fe6]


Ghairat
01.09.2004

عادله وروره آخر لږ پام او لږ سوچ هم کوه ، آيا قتل يوه سخته ګناه ، سخت بد او ډير حرام کار نه دی ؟ نو ولې يې انتقام په قتل سره نه يواځې جائز بللی، بلکې د مقتول د وارث حق دی، نو ورره که د شکنځلوپه ښکنځلو له انتقام څخه ستاسې ناوړه تاويل د زنا انتقام په زنا سره ممکن کر ځوي ، نو د قتل په قتل له روا حکم څخه به چې شرعي قصاص ورته وايي، تاسو ته څومره نورې ناوړه پوښتنې پيدا کيږي ؟ په دې ﻻندې (( عارفانه)) تجاهل نه بلکې ماشومانه تجاهل له ځان نه پرته بل څوک تير ايتلی شئ ؟
که تاسوته خپل منطق بياهم منطق ښکاري، نو په خپلو جملو کې صرف د حليمي صاحب نوم په خپل نوم عادل صيب بدل کړئ او د ښکنځا پر ځای د ﻻ سخت جرم نوم يعنې (قتل) وليکئ او بيا مو د خپلې ليکنې آيينه خپلې مخې ته ونيسئ ، نتيجه به يې وګورئ چې په خپل ليکلي منطق کې به ځان تاسو ته څومره هوښيار لکه ماشوم اوخپل منطق به مو درته څومره ګړنګ ښکاره شي ، چې پخپله مو د ځان له پاره ويستلی دی: ځکه په منطق که وايو چې ٢ مڼې او ٢ مڼې ٤ مڼې کيږي ، نو د مڼو پر ځای مالټې ، قلمونه، کتابچې او هر بل نوم هم وضع کولی شو ،يعنې دوه مالټې او دوه مالټې هم څلور کيږي، نو راځئ چې ستاسې په خپلو جملوکې هم دوه نومونه داسې وضع کړو ، که ستا سو مطق قوي وې نتيجه به يې ومنئ:
[color=blue:b9c3786629]
محترم حليمي صاحب ( عادل صيب) الله پاك دى درته اجر دركړي چې لوستونكو ته مو د (ښكنځلو/ قتل جواب په ښكنځلو/ قتل جواز لري) موضوع په اړوند كافي معلومات وركړه
د عزت وړ عادل صيب. ښكنځل يا قتل كول په اسلام كې څه حكم لري؟ جواز لري كنه؟ كه جواز نلري نو بيا څنګه اسلام اجازه وركوي چې د يو حرام كار بدل په حرام كار واخيستل شي؟؟ او قصاص يعنې د قتل بدل په قتل سره روا بولي؟
كه يو سړي ګناه وكړه او څوک يې قتل کړ او دا ئې يو ناجائز كار وكړو نو اسلام بيا څنګه جانب مقابل وارث لره حق وكوي چې هغه دى هم يو غيرجائز كار په كولو يعنى په قصاص كولو باندي خپل بدل واخلي؟؟

او همدارنګې عادل صاحب تاسي ودى موضوع ته په يو مباركه ليكنه كې مو داسي اشاره كړي ده (( قصاص روادي... په شرط د دئ چه بالابود به نه پکښی کوي))
ګران عادل صاحب دا قاعده خو په نورو جرائمو كې چې د قتل جواب په قتل جواز وركړي بايد هم تطبيق شي مثلاَ كه چا د چا د ښځي سره زنا وكړه بايد د ښځي خاوند ته حق وركړي شي چې د زانې د ښځي سره زنا وكړي.

خو وبلي خواته حيرانېږم كه د بدو بدل اخيستل په بدو جواز لري نو بيا اسلام ولي د زنا او د غلا او ......... جزاګاني نور څه ايښودلي مثلاَ د زنا ، كه زانيه او زاني واده والا وو، نو رجم دي كړي شي او كه واده والانه وو نو ........
نود عادل صاحب ، هيله لرم چې ددي مسئلي يو څه نوره هم شننه وكړي چې زه عادل پخپله او همدارنګې ګران لوستونكې د مسئلي په حقيقت پوه شوچې آيا تاسو په دې ډول تاويلاتو سره چې نتيجه يې د روا او حلال قصاص حرا م ، او حرامه زنا هم حلاله ګڼل کيږي، آيا اوس هم لا ځان مسلمان حس کولی شئ؟ هودا ستاسې نيت او قصد نه ، خو ستاسو ديو باطل او شله منطق منطقي نتيجه ضرور ده !
الله (ج) دې مونږ اوتاسې ټول له داسې تيروتنو او دهغې له ناوړو پايلو څخه وساتي .امين ثم امين ، عادله وروره
.سلامونه او درناوی مې ومنه او وروره خفګان دې هم نه غواړم ![/color:b9c3786629]



Adil watanmal
02.09.2004

محترم غيرت صاحب او ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترم غيرت صاحب:
د عزت وړه ډيره مننه ستاسي څخه چې تاسي په خپله ليكنه كې د قلم سپيڅلتيا ډيره په پام كې نيولي ده.
محترمه ما په خپله ليكنه كې يو څو پوښتني كړي وي چې يوه له هغوي څخه دا وه :
ښكنځل كول په اسلام كې څه حكم لري؟ جواز لري كنه؟
وروره د قتل موضوع ته دى اشاره كړيده نو ستاسي څخه يوه بله پوښتنه هم لرم هغه دا چې قتل او زنا دواړه حرام او د ګناه كبرو څخه دى نو ولي اسلامي شريعت كې د قتل بدل قتل دى او د زنا بدل ئې نور څه كيښودل؟؟؟

وروره د سوالونو جواب راته وه ليكه بيا به سره خبري كوه.

تاسي ليكلې دى:

(( آيا تاسو په ې ډول تاولاتو او ياوو ره چې روا او حلال قصاص ته مو حرا م ويلی ، په نتيجه کې مو د زنا حرام هم حلال ګڼلي، آيا اوس هم لا ځان مسلمان حس کولی شئ؟)))

وروره هيله درڅخه كوم چې كله هم د چا ليكنه وه ګوري او ورسره موافق نه يي نو سمديستي جواب مه ورته ليكه ځكه بيا دي ليكنه دغسي د غلطيو نه ډك او ناحقه تورونه پكې وي لكه دا تور دى چې ما زنا حلاله ګڼلي وروره كه زما ليكنه وه ګوري نو دا به درته معلومه شي چې د زنا په مسئله كې زما ټوله ليكنه د پوښتني بڼه لري نه ده فتوى.

[color=white:639f8419ce]د پاي ټيكي:[/color:639f8419ce]
[color=darkblue:639f8419ce]ګرانو ليكوالانو خوښه مو نه ده چې دا موضوع د يونوي عنوان لاندي په اسلامي فورم كې شروع كړو چې تر څو ترينه نور ورونه هم استفاده وكړي خو هلته د يوشي نه ډير زيات يريږم او هغه دا چې په اسلام فورم كې د اكثرو ليكوالانو سره په لاسو كې مختلف قسم مهرونه دى (( لكه د كفر منافقت ....)) او د يو او بل په تندي ئې لږوي او همدا وجه ده چې زه ډير سر نه ورښكاره كوم خو خداي پاك دى خير كړي ددغه مهرونو لړي خو تر دى فورم پوري هم راورسيدله.[/color:639f8419ce]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
02.09.2004

محترم غيرت صاحب او ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
يوه نړۍ مننه ستاسو څخه کوم ٠ که ليکولي مي زده وای ٠ ډير به خوشحاله وای ٠ او اوس په دې خوشحاله يم
تاسو غونه ليکوالانه سته په (ټول افغان) کښي ٠
عادله ورور څه چه مي په ځګر کي وه ٠ در مي کړه ٠ نور څه نسته ٠ او بس
تر بلي موضع پور خدای په امان ٠

نصيحت د ناصحانو اثر نکا x هسي خوشي ټکول د اوسپني سرې ٠ [color=red:4a722ca1e8]حضرتي صوفي رحمان بابا [/color:4a722ca1e8]


Ghairat
02.09.2004

يو ځل بيا عادل صيب ته سلامونه، او بيا:
تاسو زما جمله کټ مټ سمه راخيستې چې
(( آيا تاسو په ې ډول تاولاتو او ياوو ره چې روا او حلال قصاص ته مو حرا م ويلی ، په نتيجه کې مو د زنا حرام هم حلال ګڼلي، آيا اوس هم لا ځان مسلمان حس کولی شئ؟)))
نو وروره عادل جانه وګو ره چې د زنا حلال ګڼل ستاسې د تاويلاتو ، تکرار وم چې : ستاسو د تأويلاتو نتيجه بلل شوې ده ، اود تأويلاتو پسې ټکی (( او يا وو ره )) چې سم نه لوستل کيږي هم په بشپړو تورو (( او يا پوښتنو سره )) لوستل کيږي. نو تأويلات وي که پوښتې ، ستاسې خپلې دي او نتيجه مو هم ترې په خپل فکر او منطق سره همدغسې اخيستې ، او بيا مو پر بل چا هم نه ، بلکې پر ستر حليم استاد حليمي صاحب باندې مو ورتپلې ده . دلته مطلب تاسواوستاسو اسلامي عقيد نه ، بلکې يواځې ستاسو دنوموړي مردود منطق مردوديت دی، چې تکفيري نتيجه يې دغه دی تاسو پخپله هم د ځان له پاره نشئ منلی،خو نور مو پرې تورن کول او هغه هم په تکرار ترار اوشله توګه . داچې تاسې د نورو تنګنظرو ( اسلامستانو )) له ويرې د اسلا فورم ته سر نه وښکاره کول غواړئ، يوه نوې خبره بريښي، بياهم يواځې تاسو نه ياست ، چې له دوګماتيزم ، اېکسترېميزم (افراتيز م) فناتيزم (تعصب)، رډيکاليزم، فوندامنټاليزم ، شـئوېنيزم (ګډوډيزم) ، او ريأکسيو نيزم (عقبګرايي) څخه چې ١٤سوه کاله شاته تګ غواړي په هغه فو رم کې سر ټکوي. هلته ټول په ړندو کې د يوې سترګې پاچهان ناست دي او په واقعيت (ټولنه) هم د ړندو په لټه کې دي ، څو دوی پرې د يوې سترګې په واسطه هم پاچهي وکړای شي . نو وروره که موافق يې بری دې خدای هغو ته ور په برخه کړي چې په دواړو سترګو بينا وي ، ځو هم د اسلام او هم د ملي او نالبرالې دېموکراسۍ له ﻻرې ټولنېز پرمختګ ته خدمت وکړي ( ځکه لبراليزم يواځينی عنصر دی چې په لويديځواله ديموکرا سۍ کې د پت نه ساتلو، فحش او فحاشۍ ته هم اجازه ورکوي ، نه نور عنصرونه) والسلام .


نقاد
03.09.2004

[color=yellow:673852367b]دروند و رور پښتون ځلمي او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !
د ژمنې سره سم به ايله په بيله خپل انديز درته په لنډه توګه وړاندې کړم خو له شننې څخه به تير شم:
ورر ګله څو ک چې له هواد بهر د اسلامي اوامرو ا نواهيو مراعات نه کوي، حجاب نه کوي او په ډانسونو سر دي، په ډاسونو کې شاد نارينه له ښځينه و څخه ډير مخکې اوسي، نو دايې بد او ناوړه ، خو خپل شخصي کار دی. مهمه داده چې زمونږپه ټولنه افغانستا کې داسې عمل ته نه اجازه وي او نه امکان! لکه غيرت صاحب چې مخې په ګوته کړې ، که زمونږ ديموکراسي ملي وي او له ليبراليزم څخه پاکه او سوچه وي، يوه بل ډول ديموکراسي به ديموکراسي هم نه وي، ځکه په سلو کې به يې له پنځه نوي وګړو (٩٥٪) څخه زيات افغانان مخالف وي، نو په دغسې بې ليبراليزمه افغاني ديموکراسۍ کې به د خيره د مبارک قران اوامر او نواهي په بشپړ ډول مراعات کيږي اودهمدغو قراني اوامرو اونواهيو تر پولو پورې به پښتو هم پلې کوي. د پښتو ډير زاړه دودونه چې دپرمختګ مخه نيسي او د قراني اوامرو او نواهيو له پولو څخه بهر دي، لکه د جونو ښوونځي ته په نه ليږلو د ځينو پښتنو ټينګار او يا په حجاب سربيره د مخ پټول او داسې نور به په حقوقي توګه د هر بالغ فرد
د خپلې خوښې او آزاد تصميم پورې اړه ولري، نه د مور او پلار د واک پورې. هيلمن يم غت ځلمی پښتونه که څه ويل يا پوښتل غواړې، د دې دومره ګڼ شمير ورونو له نظر څر ګندونو څخه ورسته يې تاسو هم څرګند کئ، آخر
دا موضوع خو تاسوپخپله مطرح کړي ده ، نه بل چا. که ستاسو قناعت حاصل شوی و ي ، نو نور بحث پرې بس کړو او مضوع به وتړئ . والسلام .[/color:673852367b]


Mazloom
03.09.2004

ټولودوستانو ته سلامونه اونيکي هيلي .
عادل وطنمل صاحب تاسي چي دلعنت په اړه کوم تحقيق کړی ډير مي خوش شو داچي بيا هم ځيني ملګري دلعنت په معنا ځان نه پوهوي دادهغوي خپل کاردی .
اوس به راشو دشاغلي حليمي ليکني ته .
تر هرڅه لومړی بايد ووايم چي ښاغلي چي دشکنځاوو دجواز لپاره کوم ايت ددليل په توګه وړاندي کړی نو په دې ايت کي دقصاص دبدل اخستو ذکر دی نه دشکنځلو دقرطبي مفسر ددې ايت په تفسير کي داسي وضاحت کوي ] قال مقاتل وهشام بن حجير - هذا في المجروح ينتقم من الجارح با القصاص دون غيره من سب اوشتم . تفسير قرطبي ١٦ جلد ٤٠ مخ . معنا داچي دا ايت دزخمي په اړه دی چي له زخمي کوونکي څخه به بدله اخلي نه دشکنځا اوبدويلو په اړه .
نو ښاغلې حليمي داګمان هم مه کوه چي ستا په خبرو پسي به هيڅ تحقيق نه کيژي بې سنده او بې تحقيقه خبر نه شو منلاي تاسي په دې اړه چي شکنځا رواده داسي ليکلي ]
شيخ القرأن حضرت مولانا عبدالحق رح د ارنګی ٠ د ترجمه کړي قران په صفحه 586 حاشه 2 کي داسي راوړي
په حوال د روح البيان
عرض دادۍ چه بدل اخستل د بد کار په شرع کښی روادۍ ٠ ليکن عفوه کول ظالم ته او مخ ګرځول ترېنه دا ډير بهتر دۍ ٠ ويل وي دي چه ابو بکر صديق رض او رسول کريم ص سره ناست وه ٠
او يو سړي له منافقانو ده ته ښکنځل کول او ابوبکر رض چپ ناست وو ٠ جواب ئې نه ورکاوه ٠ او رسول کريم ص
هم چپ ناست وو ٠ تبسم ئې کولۍ ٠ ناګهانه ابوبکر ورلره جواب ورکړو ٠ نو رسول کريم ص چپ پاسېدلو
ابوبکررض اوويل چه يا رسول الله ده چه ماته ښکنځل کول نو ته ناست وې ٠ نو هر کله چه ماجواب ورکړو ٠
نو ته پاسېدې ٠ نو حضرت محمد ص وويل چه ده به ښکنځل کول او ته چپ وې ٠ نو يوې ملائکي ورلره جواب
ورکولو ٠ او هرکله چه تا ورلره جواب ورکړو ملائکه لاړله
ددې دليل جوابونه دادي . دلته هم دابيان شوی چي رسول الله پاڅيدواو ابوبکر رض ته يي وويل چي تابه دشکنځا جواب نه ورکاوه نو له دې څخه معلومه شوه چي کله چي ابوبکر رض جواب ورکړ نورسول الله داکار خوش نه کړ او له خفګانه پاڅيدو نو اوس ووايه چي دشکنځا جواب چي رسول الله نه ده رواکړی نو موژ اوتاسي يي څنګه روابولو؟؟؟؟
دوهم جواب په قرانکريم کي راغلي چي [بئس اﻻسم الفسوق بعد الايمان ] معنا داچي په بدنوم اخيستلو سړی فاسق کيژي همداراز په حديث کي راځي [ سباب المسلم فسوق ] معنا داچي مسلمان ته شکنځا فسق دی نو کله چي يوسړی بل ته په شکنځا کولو ځان فاسق کړ نو ايا دې بل ته هم ضروري ده چي ځا ن فاسق کړي ؟؟ قرانکريم خو چاته بد نوم اخستل ناروا بولي نو شکنځا څنګه بايد رواشي ؟؟
دريم جواب تاسي ته ستاسي په ليکنه درکوم تاسي په يوه ځاي کي ليکلي چي [زموږ اهل سنت اکثره پر دغو کتابو ډېر باور لري
سنن ابن ماجه٠ سنن النسائي, موطأ مالك, سنن الدارمي, فتح الباري شرح صحيح البخاري
صحيح البخاري, صحيح مسلم, سنن أبي داود, سنن الترمذي ]
نو کله چي داسي ده نو پدې کتاونوکي چيري شکنځا ته دجواز فتوا ورکول شوي ؟؟؟
څلورم جواب داچي تاسي دموﻻنا عبدالحق رح حواله ورکړي که دکوم مجتهد حواله واي ډيربه شه وو .

نقاد حليمي صاحب دغسې يوه لوخه لري ، جامع والی يې په نظر کې له ورايه ښکاري، که د ساينس عالم نه دی ، نو دو ښمني هم ورسره نه کي، بلکې برعکس مينه ورسره لري او داسلام د پياوړتيا له پاره ترې کار هم اخلي
شاغلې نقاد صاحب په ليکني مو خوش شوم زه دساينس مخالف نه يم ايا دحليمي صاحب له نظره داتوم جوړول حرام نه دي ؟ .



ع کريم حليمي
03.09.2004

ګرانه مظلوم صاحب او ملګرو سلامونه دراستوم په ګلونو کي پېچلي !
دادۍ ښه ويلي دي دا ايات د جرحي دۍ ٠ دا دۍ د قرطبي ټوله موضع درته ليکم ٠

مه ئې هېروه چه ښکنځل هم جرحه ده ٠ د چړې ټث چوړيږي ٠ د خولې (کلام) جرحه نه جوړيږي ٠
زه څو واره ٠ ملګرو مجروح کړئ يم ٠ نو حق نه لرم ٠ زموږ دين خو غاښ په غاښ نه دۍ ؟
او بل اخلاق داسي دي ٠ که د قاضي ، حاکم، پوليس و مخته چا بد او رد درته ويل ٠ ته حق نلرې چه جواب ورکې
ولي چه دا ښکنځل د مقام سپکاوئ دۍ ٠ که مقام تشريف نه در لودۍ ٠ نو اجازه سته ٠ او مجبوره نه ئې چه
جواب ئې وکړې ٠

الثانية: قوله تعالى: {وجزاء سيئة سيئة مثلها} قال [color=red:af7b783b3f]العلماء [/color:af7b783b3f]: جعل الله المؤمنين صنفين؛ صنف يعفون عن الظالم فبدأ بذكرهم في قول {وإذا ما غضبوا هم يغفرون} [الشورى : 37]. وصنف ينتصرون من ظالمهم. ثم بين حد الانتصار بقول: {وجزاء سيئة سيئة مثلها} فينتصر ممن ظلمه من غير أن يعتدي. قال مقاتل وهشام بن حجير : [color=darkred:af7b783b3f]هذا في المجروج ينتقم من الجارج بالقصاص دون غيره من سب أوشتم[/color:af7b783b3f]. وقاله الشافعي وأبو حنيفة وسفيان. قال سفيان : وكان ابن شبرمة يقول : ليس بمكة مثل هشام. وتأول الشافعي في هذه الآية أن للإنسان أن يأخذ من مال من خانه مثل ما خانه من غير علمه؛ واستشهد في ذلك بقول النبي صلى الله عليه وسلم لهند زوج أبي سفيان : (خذي من ماله ما يكفيك وولدك) فأجاز لها أخذ ذلك بغير إذنه. وقد مضى الكلام في هذا مستوفى في {البقرة}. وقال ابن أبي نجيح : إنه محمول على المقابلة في الجراح. وإذا قال : أخزاه الله أو لعنه الله أن يقول مثله. ولا يقابل القذف بقذف ولا الكذب بكذب. وقال السدي : إنما مدح الله من انتصر ممن بغى عليه من غير اعتداء بالزيادة على مقدار ما فعل به؛ يعني كما كانت العرب تفعله. وسمي الجزاء سيئة لأنه في مقابلتها؛ فالأول ساء هذا في مال أو بدن، وهذا الاقتصاص يسوءه بمثل ذلك أيضا؛ وقد مضى هذا كله في {البقرة} مستوفى.
[color=brown:af7b783b3f]الثالثة: قوله تعالى: {فمن عفا وأصلح} قال ابن عباس : من ترك القصاص وأصلح بينه وبين الظالم بالعفو {فأجره على الله}
دادۍ واضع ويل سوي چه عفوه ښه ده ٠ او اجر به خدای ورکي ٠ خدای خو چاته پر هيڅ هم اجرونه نه ور کوي ٠ [/color:af7b783b3f]هغه څوک چه اول بداو رد و ويل ٠ دئ مأخوذ دۍ ٠ که ته جواب ورکې ٠ مأخوذ نه ئې ٠
او بل بد او رد ويل مثال ئې د مال سره يوشئ دۍ ٠ پورته القرطبي هم ذکر کړئ


Ghairat
03.09.2004

[quote:c78a2036a6]ستاسي څخه يوه بله پوښتنه هم لرم هغه دا چې قتل او زنا دواړه حرام او د ګناه كبرو څخه دى نو ولي اسلامي شريعت كې د قتل بدل قتل دى او د زنا بدل ئې نور څه كيښودل؟؟؟ [/quote:c78a2036a6]
درانده ورور عادل صيب ته سلام. ستاسې پورتنۍ پوښتنه هم ساده بريښي، ځکه هغه حرام کار چې مالي يا بدني او رواني زيان درد يا عذاب رامنځته کوي ښايي سزا يې په غچ يا بالمثل بدل سره لکه د قتل په قصاص سره تر سره شي يا غلا شوی مال واپس ورکړي او بدني مجازات هم پرې راشي.په دې توګه د نوموړي ظلم د تکرار مخه پرې نيول کيږي. خو هغه ګناه چې تعذيب او کوم خاص بدني يا مالي زيان ونلري، بلکې ﻻ برعکس خوند لکه په زنا کې شهواني کيف ددواړو له پاره لري، نو بيا د دغې انتقام، بدل او غچ کومه سزا نه بلکې د خوند او شهواني عمل تکرار پراختيا او ډيريدل رامنځته کوي او هغه فساد چې له کبله يې رامنځته کيږي هم پراختيا مومي،نو دې ته څوک سزا نشي ويلې بلکې شابسی ،هڅونه او تاييد بلل کيږي ، نو څکه دوی ته په نورو طريقو سره بدني سزا ورکول په کار دي، څونه يې پخپله او نه بل څوک يې تکرار کړي. والسلام .



Adil watanmal
04.09.2004

ګرانو لوستونكو هيله لرم چې په تن بدن باندي به روغ او جوړ وي

محترمو:

ما خو دا پريكړه كړي وه چې زه به په دى موضوع كې نوره ليكنه نه كوم او د هغې يواځني وجه دا ده چې زه د كفر د مهر نه ډير زيات يريږم نو پدي موضوع كې يو ځل خو راته يو ګران ورور دا مهر په تندي لږولي دى خو يو څو ملګرو مجبوره كړم چې يو څه وليكم:
زه يو ځل بيا خپله خبره تكراروم او وايم كه دا بحث د اسلام په فورم كې د نوي عنوان لاندي شروع شي شايد چې نور ملګري هم تري ګټه واخلي او زه دلته يو ځل بيا څو پوښتني تكراراَ ليكم ځكه چې تر اوسه ما د ګرانو ليكوالانو په ليكنو كې جواب ئې پيدا نكړو نو له ټولو ورونو څخه هيله لرم چې جواب راته په لنډه توګه وليكې خو د كفر مهرونه دى كوم بل ځاي كيدي:

[color=darkblue:b6ed1815a0]پوښتني:[/color:b6ed1815a0]

1. ښكنځل په اسلام كې څه حكم لري؟؟؟ جواز لري كنه؟؟
2. كه ښكنځل په اسلام كې جرم وي نو بيا ئې سزا ئې څه ده؟؟
3. كه ده حليمي صاحب خبره وه منم چې چا درته ښكنځل وكړه نو ته حق د جواب لري نو ايا كه يو يهودي يا نصارنې د يو مسلمان سره د جنګ پر وخت وه نبې عليه السلام (( محمد صلي الله عليه وسلم )) ته ښكنځل وكړه نو ايا مسلمان حق لري چې ده يهوديانو پيغمبر (( موسى عليه السلام )) ته ښكنځا وكړي [ نعوذ بالله من ذلك] او يا د نصرانيانو پيغمبر (( عيسى عليه السلام )) ته ښكنځا وكړي [ نعوذ بالله من ذلك]؟؟؟؟؟؟؟؟ ځكه چې حليمي صاحب يو ځاي داسي ليكلې دى((((ښكنځل روادي... په شرط د دئ چه بالابود به نه پکښی کوي)).
زه خو داسي فكر كوم چې د حليمي صاحب به له بالابود څخه مطلب داوي چې كه چا درته يوه ښكنځل وكړه ته حق لري چې يوه ښكنځل ورته وكړي خو همغه سي لكه څنګه چې درته كړي وي د بيلګې په توګه كه د پلار ښكنځل ئې درته كړي وي نو د پلار ښكنځل كولو ورته حق لري او كه ده پيغمبر ............ [[ نعوذ بالله من ذلك]]

له ګرانو ورونو څخه زه يوځل بيا دا هيله كوم چې بايد[color=white:b6ed1815a0] د جواب د ليكلو پر وخت دا د كفر مهرونه يو خواته كيږدي[/color:b6ed1815a0] او ليكنه په فورم كې د اچولو نه مخكې څو ځلي وه ګوري چې تر څو مو د قلم د ژبي څخه داسي څه ونه وځي چې سبا قلم خپله هم پري شرميږي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
04.09.2004

محترم غيرت وروره

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ګرانه چې كله هم ليكنه كوي بايد ځان ته يو معيار ولري نو بيا دى څوك د خپلي ليكني څخه درباندي ثبوت نشي پيدا كولي اوس وه ګوره ستا دا اخريني ليكنه تاسي ليكلي دى ((هغه ګناه چې تعذيب او کوم خاص بدني يا مالي زيان ونلري، بلکې ﻻ برعکس خوند لکه په زنا کې شهواني کيف ...، نو بيا د دغې انتقام، بدل او غچ کومه سزا نه بلکې د خوند او شهواني عمل تکرار پراختيا او ډيريدل رامنځته کوي او هغه فساد چې له کبله يې رامنځته کيږي هم پراختيا مومي،نو دې ته څوک سزا نشي ويلې بلکې شابسی ،هڅونه او تاييد بلل کيږي ، نو څکه دوی ته په نورو طريقو سره بدني سزا ورکول په کار دي، څونه يې پخپله او نه بل څوک يې تکرار کړي.))

نو وروره كه ستا په اند ئې راواخلم هم بايد د ښكنځا جواب په ښكنځا ونه شي ځكه چې تاسي ليكلي دى چې هغه ګناه چې كوم بدني يا مالي تاوان ونلري نو سزا ئې بايد په نورو طريقو وه شي لكه د زنا چې په زنا نه بلكې په نورو طريقو كيږي ځكه كه د زنا جواب په زنا وه شي نو بيا ددى كار پراختيا رامنځ ته كيږي نو د زړه سره ښكنځل هم كوم مالي او بدني تاوان نلري لكه د زنا نو بايد بدل ئې هم په بله طريقه وا خيستل شي لكه د زنا. ځكه كه د ښكنځلو بدل په ښكنځلو واخيستل شي نو بيا ددى منحوس كار د پراختيا سبب ګرځي لكه څنګه چې زنا ده نو اوس نه پوهيږم چې تاته نور څه وليكم چې په خپله زما خبري له ثبوتونه پيدا كوي. :? :P :P :?

د پايټكي:
وروره هيله درڅخه كوم چې د خپل اسلامي معلوماتو له خزاني څخه په استفادي سره خپل شخصيت و ګرانو ليكوالانو او لوستونكو ته د هغه سوالونو په جوابولو چې ما ددينه په مخكې ليكنه كې كړيدي ور وه پيژني. چې تر څو زه او ګران لوستونكې ستاسي له اسلامي معلوماتو څخه استفاده وكړو.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
04.09.2004

د عزت وړه مظلومه وروره او درنو لوستونكو

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

مظلومه وروره د نظر څرګندونې څخه دى يو عالم مننه او وروره ما خو دومره اوږده ليكنه د لعن په باره كې وكړه خو دلته د بعضو خلكو پوهول داسي دى لكه چې اوښ ريكشي ته خيږيي نو الله پاك دي مونږ او تاسي ته اول په دين باندي پوه راكړي او بيا دى عمل پري راكړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


نقاد
04.09.2004

درنو او پتمنو خويندو او ورونو اسلام عليکم ورحمت الله برکاته !
ايمان، وطن، ملت د افغان له پاره لومړني او ولسواکي ورپسي ارزښتونه دي، او پر دې هر افغان ،منجمله طالبخان ورور او خاټول خور ، اسلام دوست او عادل خان هم ډير ښه پوهيږي، چې د افغان له پاره له ١، ٢، او ٣ پرته څلورم هم نشته. دا نوره د وجدان خبره ده چې څوک له دې تړاو څخه سترګې پټوي ، څو پر يو بل افغان تور ولګوي ، پخپله د مسلمان اولس واک ( اولسواکي) له دين ايمان وطن او ملت له سوچه ارزښتونو څخه جلا کړي او د فحش او فحاشۍ په نامه يې تور په داسې نوروافغانانو ولګوي چې په اخلاقو کې که له دوی نه پياوړي نه وي نو کم هم ترې نه دي . ورونو ! آخر په ګريوان کې سر ښکته کړئ او سوچ وکړئ چې دلته خو هيڅچا د دين ايمان وطن او ملت د لوړو ارزښتونو په خلاف کله يو ټکی هم نه دی کارولی، او اولسواکي هم په دې شط غواړي چې د دين و طن او ملت غوښتنې او پالني اولويتونه په کې خوندي وي، ددوی به څرنګه د روسي يا امريکايې استعارګرو
پرضد نه وي او مونږ ولې په ګډه سره يوه ﻻر ونه نيسو چې هيواد له روانې بدبختۍ څخه وژغورو ؟ په ديموکراسۍ کې د ليبراليزم له عنصر پرته بل څشی شته چې د اسلام سره ضديت ولري؟ او په افغاني ملي ديموکراسۍ کې ليبراليزم څه غواړي؟ ولسواکي يو پراخه حقوقي سيستم دی ، کوم چې د ټولنې غړوته له ١٨ کلنۍ وروسته د ټولنې د سرنوشت په ټاکنوکې د ګډون حق ورکوي او مسوليتونه هم د خپل توان سره سم په غاړه اخيستلی
شي . ديموکراسي يو حقوقي ، خو تيره بيا د حقوقو د کنترول سيستم دی او دغه کنترول په بيﻻبيلو ﻻرو او ميکانيزمونو سره د اولس له خوا تر سره کيږي. په دې توګه د ټولنې پرمختګ تضمينيږي. او هغه څه چې پرمختګ لري او پرختګ رامنځته کولی شي، هغه ژوند او اعتبار لري او هغه ځواک او انرژي ، دوام او پايښت هم لري. په درنښت ، والسلام .



ع کريم حليمي
06.09.2004

درنو او پتمنو خويندو او ورونو اسلام عليکم ورحمت الله برکاته !
ډېرښاغلو وطنمل صاحب نقاد صاحب ،غيرت صاحب ٠ ډير و بخښۍ انشاالله دغه مي اخيري جواب دۍ
ولي چه ډير تخت او تازونه ملګرو راباندي کړي دي ٠ زړه هم دغوښودۍ

البخاري
باب الرفق(be mild toward) في الأمر كله

ـ [color=brown:4e5bba16bf]حدثنا عبد العزيز بن عبد الله، حدثنا إبراهيم بن سعد، عن صالح، عن ابن شهاب، عن عروة بن الزبير، أن عائشة ـ رضى الله عنها ـ زوج النبي صلى الله عليه وسلم قالت دخل رهط من اليهود على رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا السام عليكم‏.‏ قالت عائشة ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة‏.‏ قالت فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مهلا يا عائشة، إن الله يحب الرفق في الأمر كله ‏"‏‏.‏ فقلت يا رسول الله ولم تسمع ما قالوا قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ قد قلت وعليكم ‏"‏‏.‏ [/color:4e5bba16bf]
چه يهودي مبارک عليه وسلم ته وويل چه مرګ دي وي پر تا( السام عليكم‏) ٠ مبارک په جواب کي ورته وويل مرګ دي سي پر تا او لعنت (وعليكم السام واللعنة‏)
لعنت ښکنځل نه دي ٠ د الله قهر دۍ (بد دعا)
او سب هغه ښکنځل دي ٠ چه شرعه ور سره انوالب وي ٠ لکه ولد زنا
نو شرعأ دا معلومه سوه چه برته جواب ورکول ګناه نه ده ٠


پښتون ځلمی
18.09.2004

سلامونه مې ومنئ دوستانو
بخښنه غواړم چې ډېر ليکل نۀ شم کولای
بس دومره وايم چې اصلي موضوع څۀ شوه؟ :shock: :) :roll:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more