د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمود سعيد
17.09.2011

ابوالقاسم جنید (مړینه ۲۹۷ ل) له آره له نهاوند څخه وو خو پیدایښت ېې په عراق کې شوی دی او د حارث محاسبي زده کوونکی دی، نوموړی وايي: تصوف هغه دی چې له تا څخه ستا حق ووژني او په خپله ېې ژوندی کړي.له هغه څخه د تصوف او پیژندنې (معرفت) د یوې داسې ډلې په اړه چې د نیکیو په ګډون له ټولو کړنو څخه لاس اخلي او د خدای لورته نږدې کیږي وپوښتل شول، هغه په ځواب کې وویل: هغوی یوه ډله ده چې د کړنو (اعمالو) له پریښودلو څخه خبرې کوي او دا زما لپاره لوی څیز دی، څوک چې غلا او زنا کوي د دې خبرې له کوونکي څخه غوره دی.
بایزید بسطامي (مړینه ۲۳۴ یا ۲۶۱ ل) چې پلار ېې مجوسي او د زردشت له پیروانو څخه وو، ویل کیږي چې هغه د یوه داسې په نښه شوي کس لور ته چې په زهد کې نوموتی (مشهور) وو ولاړ، وېې لیدل چې خپلې لاړې د قبلې لور ته غورځوي، هماغه وو چې له هغه څخه ېې مخ واړاوه او سلام ېې هم ورنکړ او وېې ویل: دا کس د رسول الله (ص) له آدابو څخه یوه ته ېې ژمن نه دی، نو د هغه څه لور ته چې دی ورته بلنه کوي څنګه به ژمن وي؟.
ابو مغیث حسین بن منصور حلاج (۲۴۴- ۳۰۹ ل) په فارس کې وزیږید، هغه د یوه زردشتي کس لمسی وو او د عراق په واسط کې راڅرګند شو، هغه له نوموتو حلولیانو او اتحادیانو څخه شمیرل کیږي، هغه په کفر تورن شوی وو او د لاندې څلورو تورونو له کبله چې په نوموړي پورې تړل شوي وو په دار وځړول شو:
۱- له قرامطه وو سره اړیکي.
۲- د هغه دا خبره (أنالحق) یعني زه خدای یم.
۳- د هغه د خدایۍ په اړه د هغه د پیروانو باور.
۴- د حج په اړه د هغه ګروهه، هغه باور درلود چې د مکې مکرمې حج د هغو فرائضو له ډلې نه دی چې پر ځای کول ېې اړین وي.
د هغه د شخصیت په اړه ډیره پیچلتیا شتون لري، له دې پرته هغه زورواکی، سرزوری او تندلاری وو، هغه د (طواسین) په نوم لیکل شوی کتاب لري چې هغه ماسینیونو څیړلی او را ایستلی دی.
ابوحامد غزالي (۴۵۰- ۵۰۵ ل) چې دوهم نوم ېې حجة الاسلام دی، د خراسان په طوس کې وزیږید، ګرګان او نیشاپور ته ېې سفرونه وکړل او له نظام الملک سره ېې دنده درلوده، د بغداد په پوځي ښوونځي کې ېې زده کړې کړې دي او د دمشق د مسجد په مناره کې په اعتکاف ناست وو، قدس ته ېې هم سفر وکړ او له هغه ځایه حجاز ته ولاړ او بیا بیرته خپل وطن ته ستون شو، د هغه له لیکل شوو کتابونو څخه ځینې ېې دا دي: (تهافت الفلاسفه)، (المنقد من الضلال)، (احیاء علوم الدین).
غزالي په معرفت کې د موندنې (کشف) د مدرسې مشر ګڼل کیږي او له کارنامو څخه ېې د یونان فلسفې ته ماته ورکول او د باطنیه ډلې د رسواییو څرګندول دي.
ابوالفتوح شهاب الدین سهروردي (۵۴۹- ۵۸۷ ل) [د یادونې وړ ده چې دا سهروردي له هغه ماسوا دی چې په تصوف کې ېې شهرت تر لاسه کړ او په نومې یوه لاره هم شته، ځکه هغه عمر بن محمد شهاب الدین ابو حفص دی چې په (۶۳۲ ل) کال مړشوی دی او د بغداد له مشایخو صوفیانو څخه ګڼل کیږي، په تقوی او عبادت کې مشهور وو، خو د کتاب لیکونکي د عبدالفتوح سهروردي نوم را اخستی چې هغه صوفي نه بلکې فلسفي وو او زندیقیت په تور ووژل شو.] د ایران په سهرود کې زیږیدلی دی او هر لور ته ېې ډیر زیات بیلابیل سفرونه کړي دي، نوموړی د فلسفیه اشراقیه د ښوونځي (مکتب) خاوند دی، هغه ښوونځی چې بنسټ ېې د پخواني فارس له مذاهبو او دینونو څخه د شتون په اړه د اخستل شوو اندونو سره د فیض او دوامداره څرګندیو په اړه د نوې فلسفې او افلاطونیه مذهب په بڼه د یوناني فلسفې یو ځای کول دي، هغه د سورېې د حلب ښار د علماوو له لوري محاکمه او ووژل شو، د کتابونو له ډلې څخه ېې ځینې دا دي: (حکمة الاشراق)، (هیاکل النور)، (التلویحات العرشیة) او (المقامات).
محی الدین ابن عربي (۵۶۰- ۶۳۸ ل) چې دوهم نوم ېې شیخ اکبر دی د وحدت الوجود د مکتب رامنځته کوونکی دی چې ځان خاتم الاولیا ګڼي، هغه په اندلس (اوسنۍ هسپانیا) کې وزیږید او بیا مصر ته ولاړ، له هغه ځایه د حج مراسمو ادا کولو لپاره مکې او بیا بغداد ته ولاړ او په دمشق کې ځای پر ځای شو، همالته ومړ او خاورو ته وسپارل شو، هلته ېې قبر تر اوسه شتون لري او خلک ېې زیارت کوي، نوموړي د پوره انسان اند رامنځته کړ چې په دې ډول دی: د ټولو مخلوقاتو له ډلې څخه یوازې د انسان لپاره شونې ده چې د خدای (ج) د ټولو صفاتو لپاره د ځلیدو ځای شي، ځکه د انسان لپاره دا شونتیا شتون لري چې د خدای (ج) په یووالي کې ډوب شي، نوموړی ډیر کتابونه لري چې ځینې کسان ېې شمیر تر څلورسوو کتابونو رسوي چې له هغو څخه ځینې ېې تر اوسه د قونېې د یوسف آغا په کتابتون او د ترکیې په نورو کتابتونونو کې ساتل شوي دي، مشهور کتابونه ېې دا دي:
۱- روح القدس. ۲- ترجمان الاشواق. ۳- فتحات مکیه. ۴- فصوص الحکم.
چې فتوحات مکیه ېې تر ټولو مشهور دی.
ابوالحسن شاذلي (۵۹۳- ۶۵۶ ل) چې د شاذلیه طریقې یا لارې خاوند دی، د هغه له خبرو څخه یوه دا ده: موږ د الله (ج) لور ته د ایمان او یقین په سترګو ګورو ځکه نو موږ له دلیل او زبات څخه ماړه یو او هغه ته اړتیا نلرو.
څلورګوني قطبونه: عبدالقادر جیلاني، احمد رفاعي، احمد بدوي او ابراهیم دسوق چې وروسته به وڅیړل شي.
فرانسوی فیلسوف رینه هم د صوفیانو له ډلې څخه ګڼل کیږي، نوموړی مسلمان شو په اروپا کې ېې د تصوف لاره دود کړه، هغه ځان عبدالواحد یحیی ونوماوه، هغه له اسلامي روحانیت څخه دفاع وکړه او د اسلامي تصوف لوړتیا ېې له خپل اند سره سمه بیان کړه، د کتابونو له ډلې څخه ېې دا دي: (ازمة العالم الحدیث)، (رمزیة الصلیب)، (الشرق والغرب).
پاته لري...


محمود سعيد
18.09.2011

په تیر پسې...

اندونه او ګروهنې:
اول: اصول او بنسټونه:
دوی باور لري چې دین شریعت او ریښتینولي ده، شریعت د دین باندنۍ بڼه ده او دا هغه دروازه ده چې له هغې څخه هر څوک ننوزي او ریښتینولي د دین پټه او د نننۍ برخه ده چې هغې ته له ځانګړو شوو او واکمنو کسانو پرته څوک نشي رسیدلی.
تصوف د لارې (طریقت) او ریښتینولۍ (حقیقت) دواړه لوري په پام کې نیسي.
په تصوف کې روحي اغیز اړین دی چې هغه له خپل شیخ یا پیر څخه د لارې تر لاسه کولو پرته لاسته نه راځي.
ذکر، روحي غور، او د ملااء الاعلی لور ته د ذهن ځیر کول اړین دي او ولیتوب د دوی تر منځ تر ټولو لوړ پوړ دی.
د شرعي چارو پلي کول له اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
سهل تستري وايي: د لارې یا طریقې بنسټیز څیزونه اووه دي: د الله په کتاب منګولې لګول، د سنتو پلي کول، د حلالې خوړل، له زیان رسولو څخه ځان ساتل، له ګناه څخه تیښته، د توبې اړینتوب او د حقونو پر ځای کول.
ابوالحسن شاذلي وايي: کله چې ستا موندنه د الله (ج) د کتاب او سنتو پر وړاندې راشي نو کتاب او سنت پلي کړه او خپله موندنه پریږده.
همدا شان شاذلي وايي: کله چې فقیر(صوفي) د جماعت پنځه ګونو لمونځونو ته سوب نه شي نو د هغه توبه به څه ډول وي؟.
ابو یزید بسطامي وايي: که چیرې مو داسې یو کس ولید چې داسې کرامت لري چې په هوا ځي نو پر هغه مه تیروځئ، تر څو ونه ګورئ چې هغه د امر او نهې، د بریدونو ساتلو او شریعت پلي کولو پر وړاندې څه ډول چلند لري، همدا شان نوموړی وايي: که چیرې چا خپله مسله (لمونځ غالۍ) د اولو پر سر وغوړوله او یا په هوا کې پلترۍ وهلی کیناست نو هم مه پرې دوکه کیږئ، تر دې چې د امر او نهې پر وړاندې څه ډول دی.
غزالي وايي: کله چې څوک وینئ چې په هوا کې الوزي او یا د اوبو پر سر ګامونه اخلي، خو کړچار ېې له شریعت سره په ټکر کې دی نو پوه شئ چې دا کس شیطان دی.
غزالي په دې باور دی چې یوازې عقل د پیژندنې وسیله نشي کیدای، ځکه نو اړینه ده چې د عقل له لارې څخه لوړه لار شتون ولري، تر څو پکې نورې سترګې پرانستل شي او په دې توګه انسان راتلونکې چارې او له تر پردې لاندې څیزونه وویني، او دا لار یوازې هغه کسان تر لاسه کولای شي چې د عارفانو ایمان ولري او د یقین په رڼا ېې وویني، هغه په دې مسئله کې د ریښتینو خوبونو په حیرانوونکو برخو او له راتلونکې او غیبي چارو څخه د محمد (ص) په خبر ورکولو استدلال کوي.
صوفیان له (لدني) علم څخه یادونه کوي، د دوی په اند دا علم یوازې د نبوت او ولایت د څښتنانو لپاره دی، لکه څنګه چې خضر (ع) دا پوهه درلوده او خدای (ج) ورڅخه یادونه کړې ده: (وعلمناه من لدنی علما).
فناء: ابو یزید بسطامي په اسلام کې د دې اند لومړی بلونکی دی، نوموړي دا نظر له خپل شیخ ابوعلي سندي څخه لیږدولی دی، له فناء څخه موخه خدای (ج) ته بشپړ زمولیدل (استهلاک) دی، داسې چې په پای کې انسان له خپلو ولولو (احساساتو) څخه ورک شي او د فناء لیدونکی شي، خپل ځان او له خدای (ج) پرته هر څه هیروي.
قشیري وايي: څوک چې ریښتینی پاچا ورباندې هومره غلبه وکړي چې غلیم او د هغه نښې ونه ویني، هغه مهال ویل کیږي چې دا کس له خلکو څخه فناء شو او له حق سره پاته دی.
د فناء تر ټولو لوړ پوړ د (جمع الجمع) په نوم یادیږي او هغه د حق په وجود کې د بنده د زمولیدلو له لارې، د خپلو فناء کیدلو له لید څخه د فناء کیدلو څخه عبارت دی.
فناء داسې یو حالت دی چې د لاروي (سالک) خیالونه د دوو مخالفو قطبونو تر منځ دوران کوي چې تنزیه (پاکوالی) او تجرید (یوازې والی) له یوه اړخه، حلول (ګډیدل) او تشبیه (ورته والی) له بله اړخه د قطبونو په توګه ګڼل کیږي.
دوهم: د تګلارې پړاوونه:
د صوفي، عابد او زاهد تر منځ توپیر شته، ځکه د هر یوه لپاره ځانګړې لار او هدف شتون لري.
دریځونه: دا هغه روحي منزلونه دي چې لاروی ترې تیریږي، خدای (ج) ته رسیږي او له هغو څخه د تیریدو او دوهم پړاو ته د رسیدو لپاره یو څه وخت دمه کوي، له دې منزلونو څخه د تیریدو او لیږدیدو لپاره هڅو او د نفس پاکوالي ته اړتیا ده.
احوال: دا هغه وږمه ده چې په لاروي لګیږي او له دې سره ېې څو شیبې نفس تازه کیږي، وروسته هغه تیریږي او خوږ بوی ېې پاته کیږي تر څو روح ېې د بیرته راګرځیدو لیوال شي، جنید وايي: حال داسې یو څه دی چې په زړه راکښته کیږي خو ډیر نه پاته کیږي.
پاته لري...


محمود سعيد
25.09.2011

په تیر پسې
احوال ډالۍ ده او دریځونه باید تر لاسه شي، له دې خبرې څخه داسې انګیرنه کوي: احوال د لاس خلاصۍ (سخاوت) څخه سرچینه اخلي او دریځونه په هڅه او کوښښ تر لاسه کیږي (الاحوال تأتی من عین الجود والمقامات تحصل ببذل المجهود).
د کړچار لومړی پوړ د الله (ج) او دهغه د رسول دوستي ده چې د هغه نښه د رسول الله (ص) پیروي او د هغه په ګامونو تګ کول دي.
له هغه وروسته پوړ د نیک لارویتوب (أسوة الحسنة) دی لکه چې وايي: (لقد کان لکم فی رسول الله أسوة حسنة).
له هغې وروسته د توبې پوړ دی چې له ګناه څخه په لرېتوب، د هغې پر تر سره کولو پښیمانۍ، داسې پریکړه کول چې نور به ګناه ته نه ورګرځي او د حق له څښتن څخه د بخښنې په غوښتلو که چیرې خوړل شوی حق انساني وي لاس ته راځي.
ورع: هغه ده چې لاروی د خبرو، زړه او کړنو په ګډون ټول هغه څیزونه چې په هغو کې شک شتون ولري، پریږدي.
زهد: یعني دنیا ېې د لاس په ورغوي کې وي او زړه ېې په هغه څه راځوړند وي چې د الله (ج) په لاس کې وي، له دوی څخه یو د زاهد په اړه داسې وايي: هغه رښتیا وايي، خدای (ج) ېې زړه له دنیا څخه پاک کړی دی او نړۍ ېې په د لاسونو پر سر ده.
له زهد څخه موخه بیوزلي نه ده، ځکه انسان په یوه مهال شتمن او بیوزلی کیدای شي، ځکه نو هر بیوزلی زاهد نه دی، هماغه ډول چې هر زاهد فقیر نه ګڼل کیږي.
توکل: ویل کیږي چې توکل پیلامه ده له هغه وروسته غاړه ایښودل او په وروستۍ برخه کې سپارنه ده، په داسې حال کې چې پر خدای باور د ټولو پای دی، سهیل تستري وايي: هر ځای چې الله (ج) وغواړي هلته له هغه سره تګ توکل دی.
مینه: حسن بصري (مړینه ۱۱۰ ل) وايي: د مینې نښې عبارت دي له: له محبوب سره همغږي، له هغه سره په ټولو لارو چارو کې تګ، هغه ته په ټولو وسیلو نږدې کیدل او له ټولو هغه کارونو څخه لرېوالی چې په دې لار کې نه همغږي کیږي.
رضا: له صوفیانو څخه یو وايي: د خدای رضا د دې نړۍ جنت دی او هغه په دې ډول ده چې د بنده زړه د الله (ج) تر امر لاندې ژوند وکړي، بل وايي: رضا وروستی دریځ دی چې له هغه وروسته د زړونو د مشر په احوال پسې ځي او د پردې تر شا چارو او غیبو د پلټنې په مرسته د خپلو رښتینولیو او ذکرونو د پاکوالي لپاره هڅه کوي.
دریم: د تصوف ښوونځي (مکتبونه):
د زهد مکتب: د دې مکتب پیروان زاهدان، عابدان او ژړیدونکي دي چې له هغې ډلې څخه رابعه عدویه، ابراهیم ادهم او سفیان ثوري د یادونې وړ دي.
د موندنې او پیژندنې مکتب: دا مکتب د هغه اند پر بنسټ جوړ شوی دی چې وايي د ریښتینولیو د موندلو او د پیژندنې د تر لاسه کولو لپاره یوازې عقلي منطق بسنه نه کوي او د نفس په ترټنه انسان داسې ځای ته رسیږي چې د ناپوهۍ پرده ېې د لیدلو له سترګو لیري کیږي، ریښتني او نفس الامري حقایق ېې د زړه پر آیینه انځور کیږي، د دې مکتب مخکښ ابو حامد غزالي دی.
د وحدة الوجود مکتب: د دې مکتب مخکښ محی الدین ابن عربي دی او د هغه له وروستنیو لارویانو څخه سید جمال الدین افغان وو (د الواردات رساله وګورئ)، د دې مکتب بنسټ په هر څه کې د خدای (ج) پر شتون ولاړ دی او خدای (ج) هر څیز دی، ځکه نو په کایناتو کې ټول شته توکي سپیڅلي او د درناوي وړ دي، ابن عربي په دې اړه وايي: څیړونکو په زبات رسولې ده چې په وجود کې له خدای (ج) پرته هیڅ څیز شتون نه لري، که څه هم موږ شتون لرو خو زموږ شتون د هغه د وجود په مرسته دی، ځکه نو د وجود پر مخ له حق پرته بل هیڅ شی شتون نه لري چې د خدای په ډول وي، ځکه دا ناشونې ده چې دوه وجودونه شتون ولري که څه هم هغه بیلابیل، یو ډول او یا ورته وي.
د یووالي او حلول (ګډون) مکتب: د دې مکتب مشر او مخکښ حلاج دی، په دې مکتب کې د هندي تصوف او نصرانیت نښې شته، ځکه په دې مکتب کې صوفي داسې انګیري چې ګواکي خدای په ده کې حلول کړی دی او دی له خدای سره یو شوی دی، د دوی له خبرو څخه دا دي: (أناالحق) یعني زه حق یم او (ومافی الجبة اِلی الله) یعني زما په جامو کې له خدای پرته بل څه نشته او داسې نورې خبرې چې د دوی په وینا د شهود پر شرابو د نشې په حالت کې ېې پر ژبه راځي.
څلورم: د صوفیانو تګلارې:
۱- قادریه: له عبدالقادر جیلاني (۴۷۰- ۵۶۱ ل) سره اړه لري، نوموړی په بغداد کې خاورو ته سپارل شوی دی او هر کال ېې یو زیات شمیر پیروان هغه ته د ښه مرغۍ لپاره زیارت کوي، هغه د خپل وخت له ډیرو علومو سره آشنا وو، پیروان ېې هغه ته د ډیرو کرامتونو نسبت کوي، نوموړي نهه څلویښت زامن درلودل چې له هغې ډلې یوولسو ېې د هغه لارښوونې زده کړې او په هغه ېې په اسلامي نړۍ کې خپرې کړي.
۲- رفاعیه: له احمد رفاعي (مړینه ۵۸۰ ل) سره اړه لري، چې د عربو د رفاعه ټبر څخه وو. د هغه ډله له تورې او نیزې څخه د کراماتو په زبات رسولو کې ګته اخلي. نوموړی ډیر پرهیزګاره کس وو او ډیر نفسي زیږوالی ېې درلود، د هغه تګلاره د آسیا په لویدیځ کې خپره شوې ده.
۳- احمدیه: چې له احمد بدوي (۵۹۶- ۶۵۷ ل) سره اړه لري، هغه د مصر له تر ټولو اولیاوو څخه ګڼل کیږي، هغه په فارس کې سترګې پرانستې، له حج کولو وروسته عراق ته ولاړ او د مړینې تر مهاله په طنطا کې پاته شو، خلک ېې هلته د قبر زیارت کوي، نوموړی په آس ځغلونه کې وتلی وو، هغه عبادت ته مخه کړه او واده ېې ونه کړ، د هغه پیروان او لارویان د مصر په ټولو سیمو کې خپاره شوي دي او هلته د بیومیه، شناویه، د نوح اولاد او شعبیه په نومونو څانګې هم لري چې ځانګړې نښه ېې سره لونګۍ ده.
۴- دسوقیه: دا ډله له ابراهیم دسوقي (۶۳۳- ۶۷۶ ل) سره تړاو لري. دوی له نفس او غوښتنو څخه د وتلو لپاره بلنه ورکوي. شتمني ېې له ټولو خلکو سره مینه کول او د شیخ ارادې او فرمان ته غاړه ایښودل او آرامتیا ده. دا ډله د علم او عمل لور ته بلنه ورکوي او ګوښه کیناستل د شیخ له امر پرته مستحب نه بولي.
۵- اکبریه: له شیخ اکبر محی الدین بن عربي سره تړل کیږي. د دې تګلارې بنسټ پر چوپتیا، ګوښه ناستې، لوږې او بیخوبۍ ولاړ دی. دا لار د دریو ځانګړونو لرونکې ده: د ستونزو او غم پر وړاندې زغم، په نعمت باندې شکر ایستل او د تقدیر او قضاء منل.
۶- شاذلیه: دا ډله له ابوالحسن شاذلي (۵۹۳- ۶۵۶ ل) سره اړه لري. نوموړی د مرسیه کلي ته نږدې په یوه کلي کې وزیږید او بیا تونس ته ولیږدید. هغه څو ځله حج کړی دی. د نوموړي په اړه ویل کیږي چې تګلاره ېې د خلکو لپاره آسانه کړه، ځکه د هغه تګلاره تر ټولو هوسا او نږدې تګلاره ده چې د علم او ذکر ډیروالي ته ځانګړې شوې ده او په هغې کې ډیر هاند او هڅه شتون نه لري. دا لاره په مصر، یمن او په نورو عربي هیوادونو کې خپره شوې ده . د (مخا) ښار اوسیدونکي د هغه په ولایت ټینګ او ژور باور لري. دا تګلاره په مراکش، د الجزایر په لویدیځ او د افریقا په شمال لویدیځ کې په پراخه کچه خپره شوې ده.
۷- بکداشیه: عثماني ترکان ځانونه له دې لارې سره نښلوي. دا لاره تر اوسه په البانیا کې خپره ده او شیعه تصوف ته له سني تصوف څخه نږدې ده. دې تګلارې د ترکانو او مغولو تر منځ د اسلام په خپراوي کې مهمه ونډه درلوده او پر عثماني پاچاهانو ېې په لویه کچه ولکه درلوده.
۸- مولویه: دا لاره فارسي شاعر مولانا جلال الدین رومي (مړینه ۶۷۲ ل) رامنځته کړې ده. هغه په قونیه کې خاورو ته سپارل شوی دی. دا ډله له نورو ډلو څخه د ذکر په کړیو کې د ګډا او بازیو په ګډون سره جلاوالی مومي. هغوی په ترکیه او لویدیځه آسیا کې خپاره شوي دي. اوس مهال دوی ته په ترکیه، حلب او ځینو ختیځو سیمو کې له څو تکیه خونو پرته نور څه نه دي پاته شوي.
۹- نقشبندیه: دا ډله له شیخ بهاء الدین محمد بن محمد بخاري سره نښلول کیږي چې په شاه نقشبند (۶۱۸- ۷۹۱ ل) سره ېې شهرت درلود. دا لاره د شاذلي لارې په شان هوسا ده او په فارس، د هند په ځینو ښارونو او لویدیځه آسیا کې خپره شوې ده.
ملامتیه: د دې لارې بنسټ ایښودونکی ابو صالح حمدون بن احمد بن عمار (۲۷۱ ل) چې په قصار مشهور وو، دی. له دوی څخه ځینې ېې له نفس او د هغه د نیمګړتیاوو سره د مقابلې لپاره د نفس مخالفت روا بولي. په دې وروستیو کې په ترکیه له دوی څخه ځینې تندلاري راڅرګند شوي دي چې د هر څه په اړه بې توپیره دي او د شریعت د امرونو او نواهیو له په نظر کې نیولو پرته هر ډول کارونه سر ته رسوي.
پاته لري...


۰
25.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی او تکړه ځوان ورور محمودسعید صیب ښي هیلي او نیک نظرمو ومنه!
ښاغلیه رښتیا هم تاسو ډیر زیار وویست الله دي اجر درکړي او ډیر اړین موضوع
مو پیل کړي پدي وخت کي دا ډیره ضروري موضوع ده چي ځمونږ ځوانان پدي نازک وخت کي چي له هري خوانه د اسلام دښمنان په هر نوم او هره پلمه تنکي ځوانان د خپل اندونو او ګروهو نه اړوي تاسو ورته دا ګوندونه او مذاهب تشریح کړه ترڅو ورته ځیر اوسي او د چا په جال کي رانشي.
خو محترمه دا لیکنه چي تاسو کوي د [ الموسوعةالمیسرة فی الأدیان والمذاهب المعا صرة ] څخه چي هیئة الاغاثة العالمیةلشباب الاسلامي [ داسلامي ځوانانو نړیواله ټولنه لخوا لیکل شوي او ښاغلي محمد نسیم نیازي صیب ژباړلی دي .
لیکل او رانقولوی نو که مو ورسره دا مأخذ ذکر کړ نو ستاسو لیکنه به نوره درنه او د لیکوالۍ حق به هم دا شي.
خو اوس داسي څرګندیږي چي تاسو يي په خپل ابتکار او زیار سره د مختلفو کتابونو او مآخذو نه راټولوئ ترتیبوئ او بیا يي دلته لوستونکو ته وړاندي کوئ
چي په حقیقت کي داسي نده!!!
دا زمونږ د ورورۍ مشوره وه چي ستاسو پام مو ورواړاوه نوره ستاسو خپله خوښه چي هر رنګي درته ښه ښکاري خو مونږ وایو چي د مؤحد په لیکنه کي هم چي تاسو يي اصل مآخذ نه وو ذکر کړی نو بیا د نیوکو سره مخ شوی او روسته مو اعتراف وکړ چي دا حکمتیار صیب لیکنه ده چي د مؤحد په نوم يي په نورو رسنیو کي خپره کړي ده .
اوس دا هم کټ مټ د هغه اسلامي ځوانانو د نړیوالي ټولني لخوا لیکل شوي کتاب[داوسنیو دینونو او مذهبونو لنډه پیژنده] کتاب دی چي تاسو ورنه لیکل کوی خو یو کار چي خیانت يي بللی شو هغه دا دی چي د عبارت په لږ بدلون سره مو د کتاب مؤلف او هم ژباړن ندی ذکر کړی چي د لیکوالی په نړی کي غلا او خیانت بلل کیږي.
ستاسو ورور مومندافغان


محمود سعيد
25.09.2011

مومند صیب سلامونه مې ومنئ، فکر کوم نن بیا غصه یاست او دلته مو پر ما غریب خپله غصه سړه کړې ده، خیر ښايي ستاسې موخه رغنده نیوکه وي او زه ېې په سر سترګو منم، خو!
د همدې سکالو په سر کې ما داسې لیکلي:
[quote:7621f65b85]سلامونه!
الموسوعة المیسرة فی الادیان والمذاهب المعاصرة
مؤلف: مانع بن حماد جهني
دا کتاب چې پکې د نړۍ سیاسي او مذهبي ډلې او حرکتونه څیړل شوي او د هغوی په افکارو، معقداتو او رامنځته کیدو خبرې شوې دي. دا کتاب د م.ط. عطايي لخوا په دري ژبه ژباړل شوی دی. په دې کتاب کې نږدې شپیته بیلابیلې ډلې او مذهبونه تر څیړنې لاندې نیول شوي دي چې ځینې ېې دا دي:
زیدیه، صهیونیزم، اخوان المسلمین، تبلیغیان، صوفیه، هندویت، یهودیت، حزب تحریر، تنصیر،...
دا کتاب تر پنځه سوو ډیر مخونه لري. غواړم ښکلې پښتو ته ېې وژباړم، ځکه په دې اړه ستاسې نظر غواړم. هیله ده د نوم د ژباړې او مناسبې ټاکنې په اړه هم راسره مرسته وکړئ. په دري ژباړه کې ېې نوم دی (شناخت ادیان ومذاهب معاصر).
او غواړم په دې هم پوه شم چې دا کتاب خو به له دې مخکې پښتو ته نه وي ژباړل شوی؟
په دې لړ کې غواړم له دې کتاب څخه یوه ژباړل شوې برخه ستاسې مخې ته کیږدم. هیله ده په اړه ېې خپل اندونه راسره شریک کړئ.[/quote:7621f65b85]
دا هم سمه ده چې د دې کتاب د هرې برخې په پای کې مأخذ ذکر شوی دی چې ما د وخت د لنډوالي له کبله دلته نه دی را اخیستی.
رښتیا تاسې ویلي چې دا کتاب نسیم نیازي صیب ژباړلی دی، خو دا مو نه ده روښانه کړې چې په کومه ژبه ېې ژباړلی دی، که داسې وي چې هغه په پښتو ژباړلی وي نو ما ترې خبر کړئ چې زه ېې نور ژباړه ونه غزوم.
هیله ده ځواب مو زر تر لاسه کړم...
ستاسو کشر او منندوی.


م . ق
25.09.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

اخوان المسلمین بعینه سلفي دعوت او د اسلام حقیقي تصور او تفکر دی لکه څرنګه چې د الموسوعة څخه په ژباړل شوي متن کې تاسو رانقل کړي دي چې لاندي څو کرښې یې د ډیرې توجه وړ دي.

۱. [quote:e88f2c3607]حسن البنأ دا غورځنګ په دې ډول راپیژني: اخوان المسلمین د سلفي بلنې، سني کړنلارې، د صوفیت ریښتینولۍ، سیاسي ډول، زیارکښه ډلې، علمي او کلتوري تړون، اقتصادي ګډون او ټولنیزې مفکورې څه جوړ شوی دی.[/quote:e88f2c3607]

۲.[quote:e88f2c3607]دا ستا د دعوت او مفکورې لنډیز دی او کولای شې چې دا ټولې خبرې په پنځو ټکو کې رالندې کړې: موخه مو الله دی، لارښود مو محمد دی، قانون مو قرآن دی، لاره مو جهاد دی او هیله مو شهادت دی.[/quote:e88f2c3607]

۳. [quote:e88f2c3607]اخوان المسلمین د دوو سرچینو یعنې قرآن او سنت لورته د ورګرزیدو لپاره د اړتیا او دلیل د پلټنې په هڅه کې دي او د توحید کلمې ته د رسیدنې لپاره له هر ډول شرک څخه پر لریوالې ټینګار کوي چې دا ټول ېې له سلفي بلنې څخه اخستې دي.
د اخوان المسلین بلنه د شیخ محمد بن عبدالوهاب، سنوسي او سید رشید رضا له بلنو څخه اغیزمنه شوې ده او دا بلنه تر ډیره د شیخ ابن تیمیه (مړینه ۱۳۲۸ز) د ښوونو د خپراوي لړۍ ده چې هغه بیا د احمد بن حنبل رحمه الله له مدرسې څخه اخستل شوې وه.[/quote:e88f2c3607]

والسلام علیکم ورحمة الله.

په درناوۍ
قرآني


۰
25.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی او ځوان ورور محمود سعید صیب ډیره بخښنه غواړم که ځما په څرګندونه زړه بدي شي يي !
زما لهجه لږه تنده ده او شاید لامل يي د زما د عمر ډیروالی او یا د جهادي او تند وخت کي دځلمیتوب حماسو پاتي اثار وي.
په هر تقدیر ما دي ته پام ندی کړی چي تاسو مخکي ددي مأخذ ذکر کړی دا مو ډیر ښه کار کړی کنه نن به د کلکي نیوکي سره مخ واي او ځواب به مو نه وو .
دا کتاب محمدنسیم نیازي پښتو ته ژباړلي ضخیم کتاب دی او نوم يي دی [داوسنیو دینونو او مذهبونو لنډه پیژندنه] ډیر ښه ټایټل يي دی او اخباری کاغذ کي چاپ شوي.
مکتبة الفرقان قصه خواني محله جنګي پيښور مبایل شمیره : ۰۰۹۲۳۳۴۹۱۰۸۷۱۹ چاپ کړي او:
خپرونه يي :
انتشارات سیرت { دهمزنګ لمړی سرک ،مرکزکتاب فروشي کابل،د حمیدالله محب زاده مارکیټ کابل مبایل شمیره ۰۷۰۰۶۶۳۰۱۳ ده
او بل يي
انتشارات مستقبل ، سیلو سرک د شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ کوټه سنګي کابل مبایل شمیره : ۰۷۷۸۸۷۰۳۰۵ـ ۰۷۸۶۶۳۰۷۳۱ ده
ډیر ښه ژباړه يي کړي او ښکلی ټایټل دی او کنز ومره غټ کتاب دی.
په ډیر درنښت
ستاسو ورور مومندافغان


محمود سعيد
26.09.2011

ډیر دروند مومند صیب او دروند مبارز قرآني صیب ته یو ځل بیا سلامونه.

مومند صیب ډیر خوښ شوم چې زه مو له دې ژباړې خبر کړم، که څه هم ما د دې کتاب د نیمايي برخې په ژباړلو ډیرې شپې بې خوبه تیرې کړې دي، خو ښه شو چې تاسې خبر کړم او لږ تر لږه دا نوره نیمه برخه به پر خپل حال پریږدم.
همدا شان زه ستاسو د نیوکو او وړاندیزونو تږی یم او خدای د وکړي چې ستاسې همدا تنده ولې خوږه او ګټوره لهجه زما د ځینو هغو نیمګړتیاوو د پوره کولو یوه برخه شي چې نورو مې ورته پام کړی نه دی.
ستاسو د تجربو او نیوکو درناوی کوم او هیله ده بیا ېې هم ونه سپموئ.
له دې سره به دا وروستۍ برخه هم د وروستي ځل لپاره درسره شریکه کړم تر څو د صوفیه په اړه بحث نیمګړی پاته نشي.

په تیر پسې...

پنځم: د صوفیانو شطحیات (بڼې):
له دوی څخه ځینو ېې د ارواحو د حاضرولو دنده خپله کړې ده او باور لري چې دا هم له تصوف څخه ده. ځینو نورو بیا د ټګۍ لار غوره کړې ده . دوی د اولیاوو د قبرونو رغولو، پر هغو د کوټو جوړولو، روښانولو، زیارت کولو او پر هغو د لاس موښلو لور ته ډیر پام کوي، په داسې حال کې چې دا ټول هغه بدعتونه (نوې رامنځته کول) دي چې الله (ج) د هغو لپاره دلیل نه دی را استولی.
له دوی څخه ځینې له ولي څخه د مکلفیت پر لریتوب باور لري، یعني د هغه لپاره عبادت کول اړین نه دي، ځکه هغه داسې یوه پوړ ته رسیدلی دی چې نور عبادت تر سره کولو ته اړتیا نه لري او که چیرې هغه د شریعت په بیروني بڼه او مکلفیت بوخت شي نو د ننه چارو له ساتلو څخه به پریکون رامنځته شي، د باندېنۍ بڼې د په پام کې نیولو لپاره به له نننۍ ډول ډول راتلونکې چارې خرابې شي.
غزالي پر هغو کسانو نیوکه کوي چې دوکې او غرور غلبه پرې کړې ده. هغه دا ډلې ګڼلې دي او په لاندې ډول دي:
- هغه ډله چې په جامو، بڼې، ډول او خبرو دوکه شوي دي.
- هغه ډله چې د علم، پيژندنې او د حق د لیدلو دعوی کوي او وايي چې له احوال او دریځونو تیر شوي دي.
- ځینې نور په رواوالي کې لویدلي دي او د شریعت ټغر ېې ټول کړی دی. هغوی احوال پرې ایښی دی او د حلالو او حرامو ته په یوه سترګه ګوري.
- له دوی څخه ځینې وايي: باندنۍ کړنې هیڅ ارزښت نلري. زړونو ته کتل کیږي او زموږ زړونه د خدای په مینه کې ډوب او د خدای پیژندنې پولې ته رسیدلي دي. موږ په خپلو لاسونو د نړۍ چارې مخ ته بیایو او زموږ زړونه د خدای (ج) پر وړاندې پراته دي، ځکه نو موږ نه د باندې او نه د ننه له نفساني غوښتنو او شهواتو سره یو.
ځینې خبرې چې له ابو یزید بسطامي سره تړل کیږي، خو خواجه عبدالله انصاري هروي (مړینه ۴۸۱ ل) او نیکلسون ختیځ پیژندونکی د دې خبرود رښتیاوالي په اړه شک څرګندوي. هغه خبرې دا دي:
- سبحانی ما اعظم شأنی (پاکي ده ما لره، زما شان څومره لوړ دی).
- اٍنی لا اٍله أنا فاعبدون (زه، نشته له ما پرته معبود نو زما عبادت وکړی).
- له داسې سیند څخه تیر شوم چې پیغمبران د هغه د ساحل پر غاړه ولاړ دي.
- آسمان ته پورته شوم او د عرش مخامخ مې خیمه ودروله.
حلاج چې د حلول او یووالي د مکتب څښتن ګڼل کیږي، دا ډول خبرې لري چې ځینې ېې دا دي:
أنا من أهوی ومن أهوی أنا نحن روحان حللنا بدنا
فاٍذا أبصرتنی أبصرته و اٍذا ابصرته أبصرنا
مزجت روحک فی روی کما تمزج الخمرة فی الماء الزلال
فاٍذا مسک شئ مسنی فاٍذا أنت أنا فی کل حال
یعني (زه هغه څوک یم چې خپله يي غواړم او څوک چې غواړم ېې په خپله یم. موږ دوه روحونه یو چې په یوه سټه کې ننوتي یو. ځکه نو که ما وویني، هغه د هم ولید. او که هغه ووینې، زه د هم ولیدم. روح دې زما له روح سره داسې ګډ شوی لکه شراب چې په رڼو اوبو کې ګډ شي. ځکه نو که کوم څیز چې تا لمس کړي زه ېې هم لمس کړم، په هر حال کې ته کټ مټ زه ېې).
صوفیان د غوث او غیاث ټکي کاوري، خو ابن تیمیه په مجموع الفتاوی مجلد تصوف ۴۳۷ مخ کې وايي: له الله (ج) پرته هیڅوک د غوث او غیاث ویوکو وړ نه دي، الله (ج) دی چې د ټولو بیوزلو غږ اوري، ځکه نو له الله (ج) پرته د مقربو پرښتو او را استول شوو نبیانو په ګډون له هیڅ چا څخه د مرستې غوښتل روا نه دي.
د صوفیانو ټولې لارې ذکر کول اړین بولي. د نقشبندیه په اند د الله لفظ د معنی په پام کې نیولو سره د ذکر لپاره غوره شوی دی او د شاذلیه ډلې په اند (لا اٍله ألا الله) دی، نورې ډلې هم دوی ته ورته اندونه لري. دا ذکر له استغفار او پر محمد (ص) له درود سره یو ځای وي. ځینې ېې د ذکر په تیزوالي کې د ضمیر په لفظ (هو، هو) هم وايي.
ابن تیمیه د مجموع الفتاوی د سلوک کتاب په ۲۲۹ مخ کې وايي: پر مفرد نوم که څه هم هغه ظاهري اسم او یا هم ضمیر وي بسنه کول دلیل او بنسټ نلري، د خواصو او عارفینو ذکر ګرځیدل خو پر ځای پریږده. دا کړنه ډول ډول بدلارۍ او بدعت ته لار هواروي او د الحاد او اتحاد د خاوندانو له احوالو څخه د فاسد احوال د تصور سبب کیږي.
نوموړی همدا شان په ۲۲۷ مخ کې لیکي: څوک چې وايي: یاهو، یاهو، او یا وايي: هو، هو او دې ته ورته، دا ضمیر یوازې د هغه څیز لور ته نغوته کوي چې زړه تصور کړی وي او زړه کله په سمه او کله په بده لاره ځي.
ځیني کسان چې ځان صوفیان ګڼي، له عادت څخه لرې (خارق العادة) او حیرانوونکې چارې تر سره کوي. په دې اړه ابن تیمیه د تصوف کتاب په ۴۹۴ مخ کې لیکي: د سر لوڅول، د ویښتانو اوبدل او له ځان سره ماران ګرځول د مسلمانانو د هیڅ یوه له صالحینو، اصحابو، تابعینو، لومړینو او وروستیو شیخانو له نښو او شعارونو څخه نه وو او نه هم د شیخ احمد رفاعي شعار وو، بلکې دا چارې د شیخ له وفات څخه ډیر وروسته رامنځته او وپنځول شوې.
ابن تیمیه د تصوف کتاب په ۵۰۴ مخ کې لیکي: د مشائخو او نبیانو په ګډون د مړو، د هغوی د قبرونو او یا د قبرونو د مجاورینو (ترڅنګ اوسیدونکو) لپاره د نذر نیول شرک او د الله (ج) له فرمان څخه سرغړونه ده.
د همدې کتاب په ۵۰۶ مخ کې راځي: له خدای (ج) پرته پر ملائکو، پیغمبرانو، مشائخو، پاچاهانو او نورو قسم خوړل منع او ناروا دي.
په ۵۰۵ مخ کې لیکل شوي: له پردیو ښځو سره د نارینه وو ورورولي نیول، له هغوی سره یوازیتوب او د هغوی عورت ته کتل د مسلمانانو په اتفاق حرام دي، هغه څوک چې دا کار له دیني چارو څخه ګڼي، د شیطان د وروڼو له ډلې دی.
ابن تیمیه د سلوک کتاب په ۳۳۷ مخ کې د رب له شهودو (بصیرت) پرته د فنا د مقام په اړه چې هغه له ارادې فنا دی، داسې لیکي: په دې فنا کې کله داسې وايي: (أنا الحق، یا سبحاني او یا هم ما في الجیبي اٍلا الله)، البته کله وايي چې د مشهود (څرګندتیا) په مرسته له خپل شهود او د موجود په مرسته له خپل وجود ځینې فاني کیږي. په دې حالت کې مستي او بیهوښي رامنځته کیږي چې د ایمان له خوږو سره تمییز او بیلونه له منځه ځي، هماغه شان چې په شرابو د مست او پر ښکلي مخ د مین د مستۍ پر مهال رامنځته کیږي. د هغوی په اړه داسې ویل کیږي چې که د حرام کار په سبب د عقل د زایلیدو پر خلاف که عقل د روا چارو په سبب له منځه تللی وي او په دې حالت کې که له نوموړي کس څخه حرام کارونه رامنځته شي، نو ګناه پرې نشته. هماغه شان چې ګناهګاره نه دی، دا هم جائز نه ده چې پیروي ېې وشي او یا هغه کړنې او خبرې سمې وبلل شي، بلکې دوی په دې حالت کې د باندنیو چارو په اړه د لیونیانو په څیر دي.
د ماسوا وجود د فنا د مقام په اړه ابن تیمیه د سلوک کتاب په ۳۳۷ مخ کې لیکي: دریم: فنا له وجود څخه ما سوا ده، یعني داسې وینئ چې الله عین وجود دی او نور پر ده ولاړ وجود او نه غیر له ده څخه هیڅ څیز وجود نلري. دا حالت د بلیاني، تلمساني، قونوي او نورو په شان د وروستیو زندیقو اتحادیانو دی. هغه کسان چې حق عین موجودات او د کائناتو حقیقت ګڼي او وايي چې له هغه پرته هیڅ څیز شتون نلري، نه په دې معنی چې د ټولو څیزونو تلپاته والی د هغه په واسطه دی، بلکې موخه ېې دا ده چې هغه عین موجودات دی، ځکه نو دا خبره او ګروهه کفر او تیروتنه ده.
اندیزي او ګروهیزې جرړي:
د صوفیانو هاند او هڅې له ډیر پخوا څخه پیل شوي دي، یعني له هغه مهاله چې انسان له خپلو غوښتنو او نفس سره د مقابلې اړتیا حس کړه. په دې کې شک نشته چې د زهد، ورع؟؟؟؟؟؟؟، توبه او رضا په څیر خبرو لور ته د صوفیانو بلنه د اسلام برخه ده او اسلام د هغو د پلي کولو او په هغو د منګولو لګولو او ورته کار کولو ته بلنه ورکوي. خو د حلول، اتحاد، فنا او د ستونزمن هاند په شان هغه چارې چې ځینې صوفیان ورته رسیدلي دي، له اسلام څخه د پردیو سرچینو لکه: هندویت، جینیت، بودائیت، افلاطونیت، زردشتیت او مسیحیت څخه تصوف ته ننوتلي دي.
میرکس مستشرق په دې باور دی چې تصوف د شام له رهبانیت څخه راغلی دی.
جونس مستشرق هغه د هندوانو له فیدای سره تړي.
نیکولسن وايي: تصوف د یوناني فکر او شرقي ادیانو د یووالي یا په دقیقه توګه د افلاطونییت د نوې فلسفې، مسیحي دیاناتو او غنوصي مذهب د یووالي زیږنده دی.
د تکلیف لرې کولو او له شرعي چارو څخه د تیریدلو په مرسته د نشت په کړۍ کې لویدل د براهمیانو کړنه ده. برهمي وايي: کله چې له براهما سره یو شو، هغه مهال د هیڅ کړچار او فریضي په تر سره کولو اړ نه یو.
د حلول په اړه د حلاج او د پوره انسان په اړه د ابن عربي خبرې د عیسي (ع) په اړه د نصاراوو له خبرو سره توپیر نلري.
بې لارې تصوف د تواکل، بې برخې والي، د انسان د شخصیت له منځه وړل او د شیخانو د شخصیتونو د درناوي په شان د بدیو د ننوتلو لپاره لویه دروازه ده. له دې سره داسې لار ورکې چارې هم لري چې انسان له اسلام څخه وباسي.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د صوفیانو تګلارو د روحي اغیزې په مرسته چې دوی ېې لري او د (جذب) په نوم ېې یادوي، د اندونیزیا، د افریقا په ډیره برخه او نورو هغو سیمو کې د مسلمانانو لښکرو نه وې فتح کړې، د اسلام په خپراوي کې ډیر کار وکړ.
د روحي جهاد او پر کفارو باندې د حملو کولو د تیارۍ لپاره واکمنو د صوفیانو پر قطبونو باور کاوه چې له هغې ډلې احمد بداوي، ابراهیم دسوقي او شاذلي دي.
تصوف د وخت په تیریدو سره خپور شو او د اسلامي نړۍ ډیره برخه ېې لاندې کړه. د هغوی ډلې په مصر، عراق، شمال لویدیځه افریقا، منځنۍ، ختیځه او لویدیځه آسیا کې خپرې شوې دي.
دوی په شعر، نثر، موسیقي او لیک لوست په فن کې مهم اغیز درلود او د زوایو، تکیه خونو، پټنځایونو، روغتونونو او بندرونو په شان نښې ېې پر ځای پرې ایښې دي.
روحانیت پر مادیت غوښتونکو لویدیځوالو باندې اسلام ته د راښکودلو لپار اغیز درلودلی دی او له دوی څخه ځینې ېې اغیزمن کړي دي چې له دوی څخه یو (مارتن لنجز) دی. هغه وايي: زه یو اروپايي یم، خو ما خپله روحي ژغورنه په تصوف کې ومونده.
صوفیانو د نولسمې پیړۍ په پای او د شلمې پیړۍ په پیل کې شاتګ پیل کړ او هغه واک او اغیز چې پخوا ېې درلود، پاته نشو.
اخستنې:
۱- التصوف الاسلامي احمد توفیق عیاد- الانجلو المصریة- ۱۹۷۰ م.
۲- المنقذ من الضلال لحجة الاسلام غزالي،
مع ابحاث فی التصوف د. عبدالحلیم محمود- مطبعة حسان- القاهرة.
۳- مجموع فتاوی ابن تیمیه المجلد (۱۱) عن التصوف. والمجلد (۱۰) عن السلوک – طبعة ۱۳۹۸ ه.
۴- الدعوة الاسلامیة فی غرب افریقیا د. حسن عبدالظاهر- مطبوعات جامعة الامام محمد بن سعود- ۱۴۰۱ه/۱۹۸۱م.
۵- نشأة الفلسفة الصوفیة و تطورها د. عرفان عبدالحمید فتاح- المکتب الاسلامي-بیروت- ۱۳۹۴ه/۱۹۷۴م.
۶- فی التصوف الاسلامي و تاریخه ابو العلا عفیفی.
۷- الصوفیة الاسلامیة نیکلسون- ترجمة شریبه.
۸- احیاء العلوم الدین للامام الغزالي- دار احیاء الکتب العربیة- ۱۹۵۷م.
۹- الفتوحات المکیة للشیخ الاکبر محی الدین محمد بن عربی- بیروت- دار صادر- بلا تاریخ.
۱۰- کتاب الطواسین للحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۱۳ م.
۱۱- اخبار الحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۳۶ م.
۱۲- دیوان الحلاج نشرة لویس ماسنیون- پاریس ۱۹۳۱ م.
۱۳- کتاب اللمع لابی نصر السراج الطوی- تحقیق د. عبدالحلیم محمود و طه عبدالباقي سرور –
دارلکتب الحدیثة- مصر ۱۹۶۰ م.
۱۴- الرسالة القشیریة لابی القاسم عبدالکریم بن هوازن- مکتبة محمد علی صبیح- القاهرة ۱۹۵۷م.
۱۵- فی التصوف الاسلامي و تاریخه ارنولد زینولدز نیکلسون- د هغو مقالو ټولګه چې دکتور ابوالعلا عفیفي ژباړلې دي-
قاهرة- ۱۹۴۷ م.
پردۍ سرچینې:
1- Nicholson, R. A. Studies in Islamic, Mysticism, Cambridge, 1961.
2- Spencer Trimingham, T. The Sufi orders of Islam, Oxford, 1971.
3- Arberry, A. J. An introduction to the history of Sufism, Oxford, 1942.
4- Nicholson: Literary history of Arabs.
5- Macdonald L. Development of Moslem Theology.
6- Sufism: An account of the mystics of Islam, London, 1956.
7- Fazlur Rahman: Islam, London, 1966.
8- Encyclopedia of religion and ethics, 1980, The Articles: Soul, Pantheism, Sufis.
9- Encyclopedia of Islam, The new edition, the arts: Al Hallaj, Ibn Arabi, Al Bistami, Asceticism.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more