نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د معاصرو ادیانو، مذاهبو او غورځنګونو پیژندنه
محمود سعيد
28.05.2011
سلامونه!
الموسوعة المیسرة فی الادیان والمذاهب المعاصرة
مؤلف: مانع بن حماد جهني
دا کتاب چې پکې د نړۍ سیاسي او مذهبي ډلې او حرکتونه څیړل شوي او د هغوی په افکارو، معقداتو او رامنځته کیدو خبرې شوې دي. دا کتاب د م.ط. عطايي لخوا په دري ژبه ژباړل شوی دی. په دې کتاب کې نږدې شپیته بیلابیلې ډلې او مذهبونه تر څیړنې لاندې نیول شوي دي چې ځینې ېې دا دي:
زیدیه، صهیونیزم، اخوان المسلمین، تبلیغیان، صوفیه، هندویت، یهودیت، حزب تحریر، تنصیر،...
دا کتاب تر پنځه سوو ډیر مخونه لري. غواړم ښکلې پښتو ته ېې وژباړم، ځکه په دې اړه ستاسې نظر غواړم. هیله ده د نوم د ژباړې او مناسبې ټاکنې په اړه هم راسره مرسته وکړئ. په دري ژباړه کې ېې نوم دی (شناخت ادیان ومذاهب معاصر).
او غواړم په دې هم پوه شم چې دا کتاب خو به له دې مخکې پښتو ته نه وي ژباړل شوی؟
په دې لړ کې غواړم له دې کتاب څخه یوه ژباړل شوې برخه ستاسې مخې ته کیږدم. هیله ده په اړه ېې خپل اندونه راسره شریک کړئ.
لویدیځ غوښتنه
پيژندنه:
لویدیځ غوښتنه یو لوی خوځښت دی چې د سیاسې، ټولنیزو، کلتوري، او فني اړخونو لرونکی دی، په لویه کچه د نړۍ د ټولو ملتونو او په خاصه توګه د مسلمانو ملتونو داسې جوړول چې کټ مټ لویديځ ته ورته وي ددې خوځښت له موخو څخه دي، تر څو وکولی شي په دې توګه د هغوی ځانګړنې او خپلواکې سټې له منځه یوسې او په بشپړ ډول د لویدیځ تمدن ته غاړه کیږدي.
رامنځته کیدل او نومیالي:
په ختیځه اسلامي نړۍ کښې چارواکو د خپلو ځواکونو او پوځیانو د روزلو لپاره لویدیځو هیوادونو ته پلاوي واستول، تر څو له هغوی څخه ېې د کارپوهانو د استولو غوښتنه وکړه. دې کار د اتلسمې پیړۍ په وروستیو او د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې په اروپا کې د خوځښتونو له رامنځته کیدو وروسته پیل شو.
په ۱۸۲۶ زیږدیز کال کې دوهم سلطان محمود عثماني کلتور ته د پای ټکی کیښود او د ښار ټولو اوسیدونکو او پوځیانو ته ېې د اروپايي جامو د اغوستلو امر وکړ. همدا شان په ۱۸۳۹ زیږدیز کال سلطان عبدالمجید یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې ېې په پوځ کې غیر مسلمان کسان هم ننوتلای شوای.
دریم سلطان سلیم د ښونځیو او جنګي روزنتونونو د جوړولو لپاره له فرانسې، سويډن، هنګري او انګلستان څخه انجیران راوغوښتل. همدا شان په مصر کې محمد علي په ۱۸۰۵ زیږدیز کال واک ته ورسید او خپل پوځ ېې له اروپاېې کړنلارې سره سم جوړ کړ او ورسره ېې د الازهر زده کړیالان د تخصص اخستلو لپاره اروپا ته ولیږل...
پاته لري...
محمود سعيد
29.05.2011
په تیر پسې...
احمدشاه د لومړي ځل لپاره په تونس کې یو پوځي لښکر جوړ کړ او د جګړه ایزو علومو د زده کړې لپاره ېې په نظامي ښوونځي کې فرانسوي، انګلیسي او ايټالوي روزونکي وګمارل.
په ایران کې د قاجار کورنۍ د زده کړو لپاره اروپا ته کسان ولیږل او همدا شان په ۱۸۵۲ زیږدیز کې د مصر ټولواک اسماعیل خدیوي دا کار په لویه کچه تر سره کړ، ځکه هغه غوښتل، مصر د اروپا یوه ټوټه وګرځوي.
په ۱۸۶۷ زیږدیزاسماعیل خدیوي او سلطان عبدالعزیز عثماني چې د فرانسې د امپراطور، دریم ناپلیون په بلنه د فرانسې په کلني جشن کې د ګډون لپاره بلل شوي وو، یو له بل سره لیده کاته وکړل. دوی دواړه د لویدیځ تمدن تر اغیزې لاندې راغلي وو.
رفاعه طهطاوي او خیرالدین تونسي په خپل وار د پنځو (۱۸۲۶-۱۸۳۱) او څلورو کلونو لپاره پاریس ته واستول شول او له بیرته راګرزیدو سره ېې د علماني (بي دیني) پر بنسټ ولاړې ټولنې افکار له ځانه سره راوړل.
له ۱۸۳۰ زیږدیز کال وروسته هغه کسان چې له لویدیځه بیرته راګرزیدلي وو، د ولتر، روسو او مونتسکیو په شان کسانو د کتابونو ژباړې ېې وړاندې کړې. دا کار د هغو اروپايي افکارو د خپرونې لپاره وو چې په اتلسمه پیړۍ کې ددین پر وړاندې راولاړ شوي وو.
د اسکندریې په ښار کې کرومر، په یوه انګلیسي چاپیریال سمباله یوه داسې پوهنځۍ رامنځته کړه چې پکې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د بچیانو د ښوونې او روزنې چارې پر مخ وړل کیدې، تر څو په راتلونکې کې دا کسان د لویدیځ د فکر او تمدن د خپراوي توښه شي. په ۱۹۳۶ زیږدیز کال د دې پوهنځۍ د پرانستې پر مهال، لورد لوید چې هغه مهال په مصر کې د بریتانیا لوړپوړی استازی وو، داسې وویل: ښايي ډیر وخت ونه غواړي تر څو دا کسان د بریتانیې له فکر او نظر څخه برخمن شي، البته د هغو کلکو اړیکو له کبله چې د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ به رامنځته کیږي.
د شام نصرانیان لومړني کسان وو چې د استول شوو تبشیري ډلو سره یو ځای شول. همدا شان همدوی وو چې تر ټولو لومړی ېې انګلیسي او فرانسوي فرهنګ ېې ومانه او علماني فکر ېې پیاوړی کړ. دا ټول له عثماني دولت او دوی تر منځ د سړو اړیکو له کبله کیدل. په دې ډول دوی داسې کړنې تر سره کولې چې په زغرده ېې د لویدیځ په لور ددوی کوږوالی روښانه کاوه. دا کړنې په هغو جرایدو کې دوی تأسیس کړې وې تر سترګو کیدې.
ناصف یازجي (۱۸۰۰-۱۸۷۱ زیږدیز) او د هغه زوی ابراهیم یازجي (۱۸۴۷-۱۹۰۶ زیږدیز) د استول شوو، امریکايي انجیلي ډلو سره کلکې اړیکې درلودې. په ۱۸۶۳ زیږدیز کال کې بطرس بستاني (۱۸۱۹-۱۸۸۳ زیږدیز) د عربي ژبې د زده کړې او نویو علومو د تدریس لپاره د یوه ښوونځي بنسټ کیښود. ځکه نو نوموړی لومړی مسیحي کس وو چې د عربیت او وطن غوښتنې لپاره ېې هڅې تر سره کولې او په دې لار کې ېې (حب الوطن من الایمان) یعني د وطن مینه له ایمان ځنې ده، شعار وو. نوموړي په ۱۸۷۰ زیږدیز کال کې د الجنان تر نامه لاندې یوه ورځپاڼه هم خپره کړه چې شپاړلس کال ېې دوام وکړ. ده په بیروت کې د امریکا په سفارت کې د ژباړن په توګه دنده تر سره کوله او له دوو امریکایانو، سمیت او فاندیک سره ېې په ګډه د تورات ژباړه بشپړه کړه.
په ۱۸۹۲ زیږدیز کال جرجي زیدان (۱۸۶۱-۱۹۱۴ زیږدیز) په مصر کې د الهلال تر نامه لاندې مجلې بنسټ کیښود، چې پکې ېې پرله پسې تاریخي کیسې چې په اسلام او مسلمانانو پسې له درواغو پرته بل څه نه وو، خپرولې. دې کس له امریکايي استول شوو سره اړیکې درلودې. له دې وروسته سلیم تقلا د الاهرام مجله تاسیس کړه. دې کس د لبنان په عبیه مدرسه کې زده کړې سرته رسولې وې. دا مدرسه امریکايي مبشر، فاندیک تاسیس کړې وه. د سلیم نقاش المقطف نومې مجله په لبنان کې تر اته کاله خپریدو وروسته په ۱۸۸۴ زیږدیز کې مصر ته ولیږدیده. قاسم امین (۱۸۶۵-۱۹۰۸ زیږدیز) چې د محمد عبده له زده کوونکو څخه وو، د ښځو د آزادۍ او له نارینه وو سره د ګډ کار لپاره د بلنې لارښود وو. نوموړي د تحریر المرأة (۱۸۹۹ ز) او المرأة الجدیدة (۱۹۰۰ ز) په نوم کتابونه هم لیکلي وو.
سعد زغلول چې د محمد عبده له افکارو ډیر اغیزمن شوی وو، په کال ۱۹۰۶ کې د ښوونې او روزنې د وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي د کرومر هغه فکر راژوندی کړ چې پر بنست به ېې داسې یوه مدرسه جوړیده چې پکې د شرعي قضایاوو تدریس وشي او ددوی په فکر د اسلامي تفکر د پرمختګ لامل شي. دا مدرسه به د الازهر په وړاندې واقع کیده.
سید احمد لطفي (۱۸۷۲-۱۹۶۳ ز) چې د حزب احرار له بنسټ ایښودونکو څخه وو، د اقلیمیت لورته بلنه ورکوله. د نوموړي ډله له سیاسي اړخه له سعد زغلول څخه بیله شوې وه. نوموړي په ۱۹۰۷ زیږدیز کال په خپله یوه وینا کې داسې وویل: (مصر للمصریین) یعنې مصر د مصریانو لپاره دی. له ۱۹۱۶ز څخه تر ۱۹۴۱ز پورې ېې د مصر واګې په واک کې درلودې.
طه یاسین (۱۸۸۹-۱۹۷۳ ز) په اسلامي نړۍ کې یو نامتو لویدیځ پلوی وو. هغه له امیل دورکیم نومي مستشرق څخه زده کړې، تر لاسه کړې وې. هغه په خپلو دوو کتابونو (الشعر الجاهلي، مستقبل الثقافة فې المصر) کې خپلې ډاروونکي افکار راټول کړي دي. د الشعر الجاهلي په ۲۶ مخ کې لیکي: تورات باید موږ ته له ابراهیم او اسماعیل څخه یادونه وکړي، همدا شان ېې قرآن هم باید وکړي، خو په قرآن او تورات کې د دې دوو نومونو یادونه ددوی د تاریخي شتون د زبات لپاره بسنه نه کوي. وروسته بیا لیکي: قریش په نهمه میلادي پیړۍ کې ددې اسطورې د منلو لپاره ډیر وړ وو... همدا شان نوموړی د محمد (ص) د نسب لړۍ د قریشو ښاغلو ته رسیدونکې نه ګڼي او هغه نه مني. طه حسین په هغه وینا کې چې د ادب په اړه ېې کوله، لومړی ېې په الحمدلله او درود پیل وکړ او بیا ېې وویل: ښايي ناستو کسان په دې وخاندي چې ما خپلې خبرې په الحمدلله او درود پیل کړې، ځکه دا کړنه د اوسني وخت له عادتونو سره جوړه نه راځي. د الهلال مجله، اکتوبر او نومبر ۱۹۱۱ ز).
د متحدینو په بریا او په ۱۹۰۸ زیږدیز کال د سلطان عبدالحمید د واکمنۍ په نړیدو، په عثماني دولت کې لویدیځ غوښتنه خپله لوړو پوړیو ته ورسیده او پرمختګ ېې وکړ. په ۱۹۲۴ز کال، کله چې مصطفی کمال اتاترک عثماني خلافت ړنګ کړ، د نوي علمانیت له کاروان سره ېې د ترکیي روانیدو ته لاره همواره کړه او لویدیځ پالنه ېې پر ترکیه باندې په کلکه اړینه وګرزوله.
علي عبدالرزاق په خپل کتاب (الاسلام و اصول الحکم) کې چې په ۱۹۲۵ کې خپور شو او په اردو او انګلیسي وژباړل شو، هڅه کړې تر څو وښيي چې اسلام دین دی ولې دولت نه دی. سمیت یو ځل په خپله وینا کې وویل: تحریریت او نړیوال علمانیت تر هغه په اسلامي نړۍ کې نه دود کیږي، تر څو چې هغو ته اسلامي رنګ او جامه ورنه کړل شي. هغه په خپلو خبرو کې د بیلګې په توګه له همدې کتاب څخه یادونه وکړه. په ۱۹۲۵/۰۸/۱۲ زیږدیز کال د ازهر د علماوو له لوري دا کتاب او لیکونکی ېې وغندل شول او پر وړاندې ېې د شوې پریکړې له مخې د علماوو له ډلې وشړل شو. دی کس د ختیځ اړیکې په نامه د مجلې مدیریت پر غاړه درلود او د یوه داسې مستشرق (ارنست رینان) چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ېې له هیڅ ډول سپین سترګۍ مخ نه وو اړولی، د مړینې په سلمه کالیزه ېې په جامعه مصریه کې غونډه جوړه کړه.
محمود عزمی د فرعونیت لوري ته د بلنې له لویو مخکښانو څخه وو. هغه له دورکیم څخه زده کړې تر لاسه کړې وې. دورکیم هغه ته د زده کړو پر مهال داسې سپارښتنه کوله: هرکله دې چې له اقتصاد څخه یادونه وکړه نو د شریعت نوم مه اخله او که دې شریعت یاد کړ نو د اقتصاد نوم مه اخل.
منصور فهمي(۱۸۶۶-۱۹۵۹ ز) په خپل هغه کتاب چې د خپلې دوکتورا، اخستلو پر مهال ېې لیکلی وو او بیا ېې خپل ښوونکي لیفي بریل ته وړاندې کړ، په اسلام کې د واده پر نظام نیوکې کړې وې او د کتاب موضوع ېې وه(په اسلامي ټولنو کې د ښځو حال او د هغو پړاوونه). هغه په دې کتاب کې وايي: محمد ټولو خلکو ته قانون جوړوي او خپله له دې قانونه سرغړاوی کوي، هغه خپل ځان د مهر او ګواهانو له قانون څخه هم خلاص کړی دی. په ۱۹۱۵ زیږدیز کال منصور فهمي په لویدیځ پالنه نیوکې پیل کړې او د طه یاسین او تګلارې په اړه ېې د هغوی غلطۍ په ګوته کړې.
اسماعیل مظهر هم د لویدیځ پالنې له مخکښانو څخه وو، خو د نوي غورځنګ په رامنځته کیدو سره له دې مفکورې واوښت.
زکي مبارک د طه یاسين د زده کوونکو له مخکښانو څخه وو. هغه له مستشرقینو زده کړې تر لاسه کړې وې. هغه د خپلې دوکتورا رساله د غزالي او مأمون په اړه ولیکله او په هغه کې ېې په غزالي سختې نیوکې کړې وې، خو وروسته بیا په خپله دې لیکنه پښیمانه شو او د (الیک اعتذر ایها الغزالي) یا ای غزالي تاته زارۍ کوم، په نوم مشهوره مقاله ېې ولیکله.
محمد حسن هیکل(۱۸۸۸-۱۹۶۵ ز) چې د سیاست د جریدې د لیکنو رئیس وو، له مشهورو لویدیځ پالو څخه یو دی. له عقل څخه د پیروی له کبله ېې له سټې او روح سره له معراج څخه انکار وکړ، خو وروسته بیا ډیر منځلاری شو او خپله نوې مفکوره ېې د خپل (في منزل الوحي) نومي کتاب په مقدمه کې ولیکله.
امین خولي چې د مصر په جامعه کې د تفسیر او بلاغت له مدرسینو څخه وو ...
محمود سعيد
30.05.2011
په تیر پسې...
امین خولي چې د مصر په جامعه کې د تفسیر او بلاغت له مدرسینو څخه وو، د طه یاسین افکار ېې په داسې ډول چې له مخې ېې د قرآن فني ښوونه بې له دې چې دیني اړخ ېې په پام کې ونیول شي خپرول. هغه تر ۱۹۴۷ زیږدیز کال پورې خپلو دې ډول هڅو ته تر هغو دوام ورکړ، تر دې چې د محمود شلتوت له خوا ېې رازونه رسوا شول.
شبمي شمیل (۱۸۶۰-۱۹۱۷ ز) هم له هغو کسانو څخه وو چې د علمانیت لور ته ېې خلک بلل او پر اسلامي او اخلاقي ارزښتونو او بنسټونو ېې تیری کاوه.
فکر او باورونه:
لومړی: د لویدیځ پالنې افکار:
محمد (ص) خپل امت ته سپارښتنه کړې تر څو له کفارو سره دوستي او ملګري ونه کړي. هغه فرمايي: د هغو کسانو به لویشت پر لویشت او ګز پر ګز پیروي وکړئ کوم چې له تاسې مخکې (یهود او نصارا) وو. تر دې چې که هغوی د کوم سسمار په غار کې لاس دننه کړي نو تاسې به ېې هم دننه کړئ.
ابن خلدون د بریالي پر وړاندې د ماتې خوړلې دریځ روښانه کړی او وايي: ماتې خوړلی تل دا خوښوي چې د بریالي له هر ډول کړنو، تګلارې، شعار او ان جامو څخه پیروي وکړي.
جب چې یو انګلیسي مستشرق دی، په خپل کتاب (الی این یتجه الاسلام) کې لیکي: د لویدیځ پالنې له لویو هڅو څخه یوه ېې د پخوانیو تمدونونو ژوندي کول دي. هغه په خپل دې بحث کې وړاندې څرګندوي چې د تحقیق موخه دا ده چې وکتل شي په ختیځ کې د لویدیځ پالنې خوځښت څومره پرمختګ کړی دی او پر وړاندې ېې پراته خنډونه څه دي.
کله چې لورد لنبي په ۱۹۱۸ زیږدیز کال قدس ته ننووت نو اعلان ېې وکړ: اوس صلیبي جګړې پای ته ورسیدې.
لورنس براون وايي: رښتینی خطر هماغه د اسلامي نظام او ځواک برلاسي او ژوندي ساتل دي. هغه همدا شان اسلام د لویدیځ د نیواک پر وړاندې یوازینی خنډ ګني.
اسلامي نړۍ ته د لویدیځ تمدن جامې ور اغوستل د لویدیځ پالنې له موخو څخه دي. همدا شان د یو داسې پرمختللي اسلامي تفکر منځته راوړل چې له مخې ېې له لویدیځ سره پرتې فکري شخړې نالیدلې وګڼل شي او په دې توګه د یو اسلامي شخصیب ځانګړنې له منځه ولاړې شي. دا ټول یوازې ددې لپاره دي چې د لویدیځ او اسلامي نړۍ تر منځ اړیکي کلکې او ثابتې پاته شي او ورسره د لویدیځ ګټې او غوښتنې خوندي وساتل شي.
د وطنپالنې لور ته بلنه، د زاړه تاریخ ښوونه، لویدیځ دودې آزادۍ ته بلنه او پر همدې بنسټ د اسلامي امت د نهضتونو جوړیدنه، د لویدیځ اقتصادي نظام زړه راښکونکې ښودنه او وړاندې کول ددې ډلې له نورو موخو څخه دي. همدا شان دوی د میرمنو په شمیر، د طلاق پر محدودیت او د ښځینه وو او نارینه تر منځ د اړیکو پر څرنګوالي پرلپسې نیوکې کوي.
د عالمیت او انسانیت د مفکورې خپراوی خپله دنده ګڼي او داسې څرګندوي چې ګواکي پر یوه دین او مذهب د ټولو خلکو راټولیدل د نړۍ د خلکو تر منځ د پرتو شخړو د حل لاره ګڼي او وايي چې په دې سره به نړۍ یو داسې هیواد شي چې ګډه ژبه، ګډ مذهب او ګډ کلتور ولري او دا هله کیدای شي چې اسلامي مفکوره له منځه ولاړه شي او اسلام د زورواکو او زبرځواکو په ولکه کې بند شي.
د قوم پالنې مفکوره هم له لویدیځه سرچینه اخلي چې په لومړیو کې عربي هیوادونو، ترکیې، ایران او هندوستان او وروسته بیا نورې نړۍ ته وغزیده. په دې سره لوېې ټولنې چې د یوې ګډې جغرافیا په درلودلو سره یو ځای شوې وې په کوچنیو او پاشل شوو ټولنو وویشل شوې.
پخوانیو او زړو تمدنونو ته د خلکو پام اړونه ددې ډلې له یوه بله وسله ده. په دې اړه یو مستشرق (جب) وايي: د لویدیځ پالنې له مهمو نښو څخه یوه هم پخوانیو تمدنونو ته د خلکو د پام اړونې د کچې لوړول دي. دا تمدنونه چې په ګڼو اسلامي ښارونو کې له زاړه شوي او له منځه تللي دي، ښايي په لنډ مهال کې ېې پایله له اروپا سره د دښمنۍ د کچې لوړوالی وي خو په اوږده مهال کې به د سیمه ایزې قوم پالنې روحیه پیاوړې کړي او د هغو د ارزښتونو د لا مهمو ځلیدو په برخه کې به ګټور رول ولوبوي. یو متعصب صهیونست (روکلفر) خپل لس میلیونه ډالر په مصر کې د فرعوني آثارو د نندارتون او د همدې برخې د متخصصینو د روزنې لپاره مرسته وکړه.
د اسلام په تاریخ کې د سهروردي، ابن راوندي او ابو نواس په شان د شړل شوو کسانو پر آثارو او شخصیتونو تحقیق او هغو ته پاملرنه کول د لویدیځ پلوو بله موخه ده.په ۱۹۱۲ زیږدیز کال د لوییس ماسینیون په نوم یوه مستشرق د حلاج په اړه د (الحلاج الصوفي الشهید في الاسلام) تر عنوان لاندې یو کتاب ولیکه او همدا شان ېې د (الطواسین) په نامه د حلاج یو کتاب او د هغه دیوان تر څیړنې وروسته خپاره کړل.
د قادیانیه، بهائیه، شعوبیه، فینیقیه، فرعونیه او بربریة په شان د کږلارو غورځنګونو ملاتړ او خپراوی او همداشان د قرامطه او زنج یون ډلو داسې څرګندول چې ګواکي دا انقلابي او ازادي غواړې ډلې دي، د لویدیځ پالنې یو بل مخ دی.
سيال
30.05.2011
http://www.hariwa.com/index.php?option=com_content&view=article&id=19:2010-10-14-07-00-41&catid=4:2010-10-11-13-22-53&Itemid=4
په پورني لينک کي هم دايانوپرتلييزجاج اخستل شوی.
نورنه شوم پوه چې ستاسواودپورتني ژباړن کتاب به سره يووي اوکه بيل.
مننه
ستاسوسيال
محمود سعيد
30.05.2011
سیال صیب مننه. هلته ما یوازې یوه پاڼه ومونده چې پکې د ادیانو د پرتلیز جاج په اړه پکې خبرې شوې وې...نور څه هم کوم بل ځای لري؟
سيال
30.05.2011
سعيدصیب هيله ده روغ به يئ.
ياده ليکنه په هريواويب سايټ کي لاپوره شوي نه ده.
دکومي ليکني لينک چې مادرکړی دايې لوموړۍ ليکنه ده.
اونوري هم شته چې په خپل واربه خپرې شي.
مطلب داچې دالړۍ ده دوام به لري.
په دې به يې تاسوپوه شوي يئ چې ستاسوکتاب دی اوکه بل.
مننه
محمود سعيد
31.05.2011
....
په اسلامي نړۍ کې د سیداحمدخان (۱۸۱۷-۱۸۹۸ ز)، امیرعلي (۱۸۴۹-۱۹۲۸ ز)، نامق کمال (۱۸۴۰-۱۸۸۸ ز)، عبدالحق حامد (۱۸۵۱-۱۹۳۷ ز)، توفیق فکرت (۱۸۷۰-۱۹۱۵ ز)، او نغولاجي (۱۸۹۰-۱۹۴۳ ز) په شان د خطرناکو کسانو مخته کول او ښه څرګندول د لویدیځ پالنې له کړنو څخه دي.
ښکیلاک، ختیځ پیژندنه (ښکیلاک)، کمونیزم، ماسونیزم، صهیونیزم او د دینونو تر منځ د یووالي غوښتونکي ټولې ډلې او خوځښتونه د لویدیځ پالنې تر شا ولاړ دي تر څو په دې ډول د اسلامي نړۍ مخه ډب کړي او په پایله کې د دوی د لاس آله وګرځي.
د فرویدیت، داروینیت، مارکسیزم، د اخلاقو پرمختګ (لیفي بریل) او د ټولنې لوړتیا (دورکیم) په شان بې لارې کوونکي مذهبونو خپراوی، د یوې سټې والي (وحدة الوجود)، علمانیت اوتحریريت په شان مفکورو ته پاملرنه، د اسلامي تصوف په اړه پلټنه، د ټبر پالنې، سیمه پالنې، هیواد پالنې او له ټولنې څخه د دین بیلوالي لورته بلنه، په دین باندې نیوکې، پر قرآن، نبوت، وحې او اسلامي تاریخ یرغلونه، د اسلامي بنسټونو په اړه شک رامنځته کول، له خپل آرتو ب څخه بیلونه، له جهاد څخه د لرې ساتلو لپاره له مرګ او ستونزو څخه ویره اچونه، او د داسې خبرو خپرول چې ګواکي د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لامل اسلام دی، ددې ډلې له سترو موخو څخه دي.
دوی قرآنکریم د نا څرګند او پټ عقل پنځونه ګني او محمد (ص) ته د ځیرک او تیز فکره کس او ورسره د روحي ځلا درلودونکي کس په توګه ګوري چې دا کار په یو ډول د پیغمبر او نبوت د صفاتو د له منځه وړلو لپاره یوه پیلیزه ده.
دوهم: د لویدیځ پالنې غونډې:
۱- په ۱۹۴۲ زیږدیز کال په بالتیمور کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال پریکړه وشوه چې د مسلمانانو تر منځ د پټو او وړو ډلو په رامنځته کولو سره د دوی تر منځ د بیلوالي لارې ولټوي.
۲- په همدې کال د امریکا د برنستون په پوهنتون کې د نژدې ختیځ د کلتوري او ټولنیزو چارو د پلټلو په موخه غونډه جوړه شوه چې پکې شوي بحثونه د ۱۱۶ ګڼې تر سرلیک لاندې له زرمې مادې څخه عربي ژبې ته وژباړل شول، چې اوس په مصر کې د یو کتاب په توګه شتون لري. په دې ژباړه کې: کویلر یونګ، حبیب کوراني، عبدالحق ادیوار او لوییس توماس ګډون درلود.
۳- د ۱۹۵۳ زیږدیز کال په دوبي کې په همدغه پوهنتون کې د (اسلامي ثقافت او په نوي دور کې د مسلمانانو ژوند) تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه چې پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د میل بروز، هارولد سمیت، رافایل باتای، هارولد آلن، جان کریسویل، شیخ مصطفی زرقا، کنت کراج، اشتیاق حسین، او فضل الرحمن هندي په شان لویو پوهانو ګډون درلود.
۴- په ۱۹۵۵ زیږدیز کال د پاکستان په لاهور ښار کې د همدې ډلې دریمه غونډه جوړه شوه خو د هغوی د پلان په رابرسیره کیدو چې له مخې ېې باید اسلامي پوهانو او مستشرقینو په ګډه د اسلام په اړه پلټنې کړې وای دا غونډه بې پایلې پای ته ورسیده.
۵- په ۱۹۵۳ زیږدیز کال کې په بیروت کې د اسلام او مسیحیت تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه او په ۱۹۵۴ز کال همدا شان غونډه د مصر په اسکندریه کې جوړه شوه چې وروسته بیا دې ته ورته غوندې د ایټالیا پلازمینې (روم) او نورو سیمو ته هم وغځیدې.
دریم: د لویدیځ پالنې خطرناک کتابونه:
۱- (په نوي دور کې اسلام): مؤلف ېې ولفرد کانتول سمیت، د اسلامي ښوونو د معهد مدیر او د کاناد په ماکاجیل پوهنتون کې د (الدین المقارن) استاد دی چې په ۱۹۴۸ز کال ېې د همدې کتاب په لیکلو ېې د (ه.ا.ر جب) مستشرق تر پام لاندې له برنستون پوهنتون څخه خپله دوکتورا تر لاسه کړه. ولفرد د کمبریج په پوهنتون کې د همدې مستشرق زده کوونکی وو. دا کتاب د بیدینه ازادۍ او له دولت څخه د دین د بیلوالي لور ته بلنه ورکوي.
۲- (الی این یتجه الاسلام) یا اسلام کوم لور ته ځي: دا کتاب (ه.ا.ر. جب) او یوې ډلې نورو مستشرقینو په ګډه لیکلی دی او په ۱۹۳۲ ز کال په لبنان کې خپور شو.دا کتاب پر هغو توکو او لاملونو خبرې کوي کوم چې د هغو په توګه په اسلامي نړۍ کې د لویدیځ پالنې هڅې ګړندی کیدلای شي.
۳- د صهیونیستو چارواکو پریکړې: چې په ۱۹۰۲ ز کال په ټوله نړۍ کې خپرې شوې ولې تر ۱۹۵۲ ز کال یعنې تر هغه مهاله چې د اسراییلو دولت د اسلامي نړۍ په زړه کې منګلې خښې کړې، په منځني ختیځ کې ېې له خپریدو څخه مخنیوی کیده. په دې مخنیوي سره له شک پرته د لویدیځ پالنې لپاره ښه چوپړ وشو.
۴- د (یوزر او یوه شپه) په شان په کتابونو کې د اسلامي نړۍ د شخصیتونو سپکاوی او د (هارون الرشید) په شان کسانو داسې ښودل چې ګواکي دوی د بیشرمۍ، عیاشۍ او مستۍ په نړۍ کې ډوب وو. همدا شان د جرجي زیدان په شان د کتابونو خپرونه او د هغو په توګه له اسلامي تاریخ سره د پخوانیو افسانو ګډول، د (نبوي سیرت پر څنډه) د طه یاسین کتاب او د (محمد رسول الحریه) په نوم د شرقاوي کتاب چې پکې له وحې او نبوت څخه انکار شوی دی، او داسې نور ټول د لویدیځ پالنې له خطرناکو کتابونو څخه دي.
فکري او ګروهیزې ریښې:
د حطین له پیښې وروسته چې پکې صلیبي لښکرو ماته وخوړه او په ۱۴۵۳ زیږدیز کال عثمانیانو د بیزانس دولت پلازمینه او د کلیسا مرکز ونیو، هغه ېې د خپل خلافت د مرکز په توګه ونوماوه او نوم ېې اسلامبول (د اسلام ښار) کیښود. همدا شان په ۱۵۲۹ ز کال عثمانیان اروپا ته ورسیدل او فینیا ېې تر ګواښ لاندې ونیوه. له دې مخکې امویانو اندلس (اوسنۍ هسپانیه) د خپل خلافت مرکز ګرزولی وو. دا ټول د لویدیځ پالنې د مفکورې د رامنځته کیدو لامل شول، چې تبشیر هم ددې فکر یوه څانګه بلل کیږي. د لویدیځ پالنې د فکر د پنځیدلو موخه په اسلامي نړۍ کې د بیلوالي او ماتیدلو د درز رامنځته کول وو.
لویدیځ پالنه یو داسې یرغل دی چې د نصرانیت، صهیونیزم، او ښکیلاک له لوري په ګډه د یوې موخې لپاره پر مخ وړل کیږي او موخه ېې په اسلامي نړۍ کې د لویدیځ د کلتور، تمدن، عاداتو، او اخلاقو، رواجول او خپرول دي تر څو په دې توګه د اسلامي شخصیت ځانګړنې او ښکلاوې له منځه یوسي.
د نفوذ ځایونه او خپریدل:
د لویدیځ پالنې خوځښت په ټوله اسلامي او ختیځه نړۍ کې خپور شوی دی، تر څو د لویدیځ مادي تمدن په دې سیمو او خلکو کې خپور او له لویدیځ کاروان سره ېې اړیکې ټینګې شي.
په ټولو سیمو کې ددې خوځښت اغیزه یو شان نه ده. په مصر، شام، ترکیه، اندونیزیا، او مراکش کې ددې خوځښت اغیزې ډیر پیاوړې دي او له دې وروسته په نوره ختیځه نړۍ کې هم په بیلابیلو بڼو تر سترګو کیږي.
(په دې وروستیو کې زموږ په هیواد افغانستان کې ددې خوځښت ریښې په ګړندیتوب غزیدلې دي.)
Ahmad shah
31.05.2011
السلام علیکم
ښاغلی سعید صیب لومړی درته ددې لوی همت مبارکي وایم چې ددومره ستر او ارزښتمن کتاب ژباړې ته مو ملا تړلې. که پښتو ته څوک خدمت غواړي همدا یې د خدمت بیلګه ده چې علمي او ګټور کتابونه او آثار پښتو ته وژباړه شي.
یو چیرته پتوال صیب پوښتنه کړې وه چې د پښتنو فکري اوښتون څه معنی؟ ښايي د سعید صیب د ژباړې د دې لړۍ په لیدلو سره پتوال صیب ته څه ناڅه د خپلې پوښتنې ځواب په لاس ورغلی وي او پوهیدلی وي چې سعید صیب د څه ډول فکري اوښتون ارماني دی؟؟
پښتو د سرو شوڼدو او تورو سترګو په ستایلو نه غني کیږي، آیا د سپین مخ او تورو زلفو ستاینه به په پښتنو کې یو فکري اوښتون رامنځته کړي او پښتو به د سیالانو په کتار ودروي؟؟
نن ورځ مونږ دداسې کسانو کمی نه لرو چې په پردیو ژبو پوهیږي، ستونزه په دې کې نه ده چې مونږ د ژباړې څوک نه لرو، ستونزه په دې کې ده چې مونږ همیشه د شعارونو او نعرو په زور خپلې ژبې ته خدمت غواړو خو په عملي ډګر کې مو ملا ماته وي.
سعید صیب الله پاک دې توفیق درکړي چې دا لړۍ په خیر سره پای ته ورسوې. آمین
خو لکه څنګه چې تاسو غوښتنه کړې زه یو څو مشورې لرم که دې خوښې شوې نو استفاده ترې وکړه.
تا د کتاب د نوم په اړه پوښتنه کړې، نو که اصلي نوم ته په پام سره یې وژباړو ،باید داسې یو نوم ورته غوره کړو:
(د اوسنیو ادیانو او مذاهبو دایرة المعارف)
او که غواړې تر دې هم سوچه پښتو وي نو داسې کړه:
(آسانه پوهنغونډ....... نومهالي ادیان او ګروهې)
پوهنغونډ = دایرة المعارف = موسوعة= اینسایکلوپیډیا
تاسو د (تغریب) ژباړه په (لویدیځ غوښتنې) کړې، چې زما په فکر تر ختیځ غوښتنې به (لویدیځ توب) اصلي معنی ته ډیر نږدې وي، که استغراب وی بیا ستاسو ژباړه سمه وه.
بله دا چې که کوښښ وکړي په ژباړه کې د هرې کلیمې حق ادا شي او په ژباړه کې د اطناب او اختصار ترمنځ یوه درمیانه لار غوره شي ښه به وي.
ددې لپاره چې ښه وضاحت ورکړم د مثال په توګه به همدا اوله فقره راواخلو.
تاسو لیکلي:
[quote:63dc08ce75]لویدیځ غوښتنه یو لوی خوځښت دی چې د سیاسې، ټولنیزو، کلتوري، او فني اړخونو لرونکی دی، په لویه کچه د نړۍ د ټولو ملتونو او په خاصه توګه د مسلمانو ملتونو داسې جوړول چې کټ مټ لویديځ ته ورته وي ددې خوځښت له موخو څخه دي، تر څو وکولی شي په دې توګه د هغوی ځانګړنې او خپلواکې سټې له منځه یوسې او په بشپړ ډول د لویدیځ تمدن ته غاړه کیږدي.[/quote:63dc08ce75]
په عربي متن کې د (فکري) کلیمه تاسو له یاده غورځولې، که املايي تیروتنه وي خو پروا نه لري خو د لنډون او اختصار په موخه مو د ژباړې څخه پاتې کړي وي نو زما په نظر داسې باید ونه شي. ځکه په معنی د غټ ابهام مخه نیولی شي. بله دا چې په ځینو ځایونو مو ژباړه تر اندازې زیاته غځولې، مثلا د (صبغ) کلمه ،چې ساده معنی یې (په رنګ جوړول، یا په ډول رنګول، یا برابرول) خو تاسو نه خبره اوږده شوې.
دریمه ملاحظه مې دا ده چې ژباړه یو علمي امانت دی، په ژباړه کې (د لیکنې برعکس) باید تر اخیري حده کوښښ وشي چې د ژباړونکي د شخصي اند او نظر څرک ونه لیدل شي او کټ مټ هغه مفاهیم رانقل شي چې لیکوال یې ویل غواړي.
یا په بله معنی، کیدای شي په ځینو ځایونو کې په ژباړونکي باندې احساسات غالب شي یا دلیکوال سره همنظره نه وي او یا تر لیکوال زیات یوې مفکورې ته ژمن وي، په دواړو صورتونو باید ژباړونکی تر خپله وسه هڅه وکړي ژباړه د خپلو احساساتو د سیوري څخه لرې وساتي.
د مثال په توګه پورتنی متقتبس پراګراف د اصلي متن څخه په استفادې، ما داسې ژباړلی:
(لویدیځ توب د سیاسي، ټولنیزو، کلتوري، او فني اړخونو درلودونکی ستر فکري خوځښت دی، چې غواړي د نړۍ د ټولو ملتونو عموما، او په ځانګړي ډول د مسلمانانو ژوند د لویدیځ په سبک او طرز برابر کړي، ترڅو یې خپلواک تشخص او ځانګړي صفتونه له منځه یوسي او د لویدیځ تمدن په بشپړې غلامۍ کې یې راګیر کړي.)
په دې مثال کې د ټولو هغو ملاحظاتو چې مخکې مې ذکر کړل، مثال او بیلګه موندلی شئ. چې د اړتیا په صورت کې به بل وار پرې مفصل وغږیږو.
زه یو ځل بیا سعید صیب ته کورودانی وایم او الله پاک دې وکړي چې په هغه چا کې هم همداسې همت راپیدا شي چې تش په خوله باندې د پښتو ژبې د بډاینې چیغې وهي.
محمود سعيد
01.06.2011
اباضیه
پیژندنه:
اباضیه د خوارجو له ډلو څخه یوه مینځلارې ډله ده، خو ددې ډلې لارویان ځانونه له خوارجو څخه نه شمیري، بلکه خپل مذهب د اهل سنت د څلور نورو اجتهادي او فقهي مذاهبو (حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي) په شان یو مذهب ګڼي.
بنسټ ایښودنه او نومیالي:
ددې ډلې بنسټ ایښودونکی عبدالله بن اباض مقاعسي مري دی، چې اباض اوسیدونکی وو. اباض د یمامه له کلیو څخه یو کلی دی.
د اباضیه ډلې له نومیالیو او نوموتو څیرو څخه جابر ابن زید (۲۱-۹۶لیږدیز) دی. دی د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د حدیثو لومړني اوډونکي بلل کیږي. زده کړې ېې له عبدالله ابن عباس، عائشه، انس ابن مالک، عبدالله ابن عمر او نورو لویو اصحابو کرامو څخه کړې دي.
ابو عبیده مسلمة ابن ابي کریمة: د جابر ابن زید له نامتو زده کوونکو څخه دی. نوموړی له جابر ابن زید وروسته د اباضیه ډلې لارښود شو او د قفاف په لقب شهرت لري.
ربیع بن حبیب فراهیدي: نوموړي د دوهمې لیږدیزې پيړۍ په دوهمه نیمايي کې ژوند کاوه. هغه د احادیثو یو کتاب چې د ( مسند ربیع نب حبیب) په نوم یادیږي هم لیکلی دی.
په شمالي افریقا کې د عباسي خلافت پر مهال ددې ډلې له لارښوونکو څخه حارث بن تلید، ابوخطاب عبدالاعلی بن المسح معافري، ابو حاتم یعقوب بن حبیب او حاتم مروزي وو. هغه کسان چې له دې ډلې څخه ېې د مغرب په رستمي دولت حکومت وکړ عبارت دي له: عبدالرحمن، عبدالوهاب، افلح، ابوبکر، الوالیقظان او ابو حاتم.
علمأ:
سلمه بن سعد: هغه د دوهمې پیړۍ په نیمايي کې په افریقا کې د خپل مذهب د خپرولو لپاره هڅې تر سره کړې.
ابن مقطع الجنوني: په بصره کې ېې زده کړې وکړې او په لیبا کې د جبل نفوسه په نوم خپل ټاټوبي ته ددې مذهب د خپراوي لپاره ولاړ.
عبدالجبار بن قیس مرادي: هغه د خپل لارښود حارث بن تلید په وخت کې قاضي وو.
سمع ابو طالب: هغه د دوهمې لیږدیزې پیړۍ په دوهمه نیمايي کې ددې مذهب له لویو علماوو څخه وو. د عبدالوهاب بن رستم د واکمنۍ پر مهال یو څه وخت د هغه وزیر وو، چې وروسته بیا په جبل نفوسه او شاوخوا سیمو کې والي پاته شو.
ابوذر ابان بن وسیم: د دریمې لیږدیزې پیړۍ په اوله نیمايي کې ددې مذهب عالم وو او د افلح بن عبدالوهاب د واکمنۍ پر مهال د طرابلس والي وو.
باورونه:
اباضیان په مطلق ډول د الله (ج) لوري ته بلنه ورکوي او له قرآن او احادیثو نه هر هغه څه چې په باندنۍ بڼه تشبیه څرګندوي، داسې جوتوي چې معنی ورکړي او بشبیه پکې رامنځته نه شي. د الله پاک ښکلي نومونه او صفتونه هماغه شان چې الله پاک د ځان لپاره ثابت کړي دي، ثابتوي. د بیلګې په ډول په عرش باندې د الله پاک استوأ باید چې په مجازي ډول روښانه شي. همدا شان د الله پاک لاس چې په قرآن کریم کې راغلی، باید په ځواک او یا نعمت سره تأویل شي.
په بله نړۍ کې د الله (ج) سره لیدل نه مني او په دې اړه دا آیت د دلیل په توګه راوړي: (لاتدرکه الا بصار).
د بلې نړۍ ځینې خبرې لکه د اعمالو تله او د صراط پل په مجازي ډول جوتوي. دوی د انسان د کړنو په اړه د قدریه او جبریه تر منځ یو دریځ لري. دوی وايي چې د الله صفتونه د الله له ذات څخه بیل نه دي، بلکه صفات هم عین د الله (ج) ذات دي.
د دوی په اند قرآن کریم مخلوق دی.
د (المنزلة بین المنزلتین) خبره نه مني (لکه څنګه چې معتزله پر دې خبره ټینګار کوي). یعني د کفر او ایمان تر منځ دریم ځای نشته ځکه دا دواړه د مرګ او ژوند، یا یون او سکون په شان یو د بل ضد دي. دوی وايي هر کله چې څوک له ایمان څخه ووزي نو سمدلاسه په کفر کې ننوزي ځکه ددې دواړو تر منځ دریم ځای نشته او په دې اړه د الله (ج) په دې خبره استدلال کوي: ((اِمّا شاکِراً و اِمّا کَـفوراً)).
ددوی په ګروهه خلک په درې ډلو ویشل کیږي:
۱- هغه مؤمنان چې د ایمان غوښتنې ېې تر سره کړې دي.
۲- مشرکان چې شرک ېې څرګند دی.
۳- هغه کسان چې د توحید کلمه وايي او اسلام هم مني خو عبادت او کړنې ېې پر اسلامي بنسټ ولاړې نه دي. ځکه نو دا ډله کسان مشرک نه دي ځکه د الله (ج) یووالی مني او مسلمان هم نه دي ځکه چې دوی هغه څه چې د ایمان غوښتنه ده نه تر سره کوي. ځکه نو په بله نړۍ کې به دا کسان د ایمان له غوښتنو څخه د سرغړولو پر بنسټ له مشرکانو څخه وشمیرل شي.
دوی پر وړاندې د واکمن له پوځي سیمې پرته د نورو مسلمانانو سیمه چې د دوی پر وړاندې وي د توحید سیمه ګني.
دوی پر دې باور هغه کسان سره چې ددوی پر وړاندې دي او د قبلې درلودونکي دي، مشرک نه بلکه کافر بلل کیږي او نکاح ورسره کیږي، میراث ېې اخستل کیږي او میراث ورکول کیږي. له اسپونو وسلو او نورو جګړه ایزو توکو پرته ېې نور غنیمت حرام ګڼي.
د کبیره ګناه تر سره کوونکی کافر بولي او باور لري چې دا ډول کسان د ګناه په تکرار او له توبې پرته جنت ته نشي ننوتلی، ځکه الله (ج) د کبیره ګناه تر سره کوونکی له توبې پرته نه بښي.
د کبیره ګناه تر سره کوونکي ته د کافر ټکی کاوري، او دا کفر د ملت کفر نه بلکه د نعمت کفر ګڼي، خو د اهل سنت او جماعت پیروان دې ډول کسانو ته ګناهګار او یا فاسق وايي او باور لري چې دا کسان به په دوزخ کې تر هغې کړول کیږي تر څو له ګناه پاک شي، او له دې وروسته به خامخا جنت ته ځي.
خلافت د قریشو ځانګړنه ده او هر څوک چې دا وړتیا ولري کولی شي خلیفه شي. هر خلیفه چې له سمې لارې کوږ شي نو باید له ګوښه شي او پر ځای ېې بل یو وټاکل شي.
د دوی په باور د وصیت له مخې د خلیفه ټاکل سم نه دي او خلیفه باید د بیعت له مخې وټاکل شي. همدا شان په بیلا بیلو ځایونو کې د څو خلیفه ګانو شتون شونی دی.
د ظالم ولسمشر پر وړاندې راپورته کیدل نه واجب بولي او نه هم له هغه څخه منع کوي، بلکه په وړ مهال دا کار روا ګڼي. دوی د سخت زړي ټولواک پر وړاندې چوپ پاته کیدل نه خوښوي.
دوی د پلار، پلار (پلرنی نیکه) له د مور، مور یا پلار (مورنۍ نیکه او نیا) د ماشوم د پالنې لپاره وړ ګڼي.
دوی وايي: نیکه، وروڼه له میراث څخه بې برخې کولای شي، په داسې حال کې چې د نورو مذاهبو په اند وروڼه له نیکه سره په میراث کې شریک دي.
د اباضیانو په باور له داسې کسانو پرته چې د اسلام او ایمان غوښتنې ېې په پوره ډول تر سره کړې وي او د خپلې پیروۍ له کبله د ولایت وړ وي، نورو کسانو ته د بلې نړۍ او جنت د ښیګنو غوښتلو په اړه دعا سمه نه ده او دوی ته باید د دین د ښیګنو او د خیر په اړه دعا وشي تر څو د نیاوالي څخه خلاصون ومومي. دا ډول دعا بیا هر مسلمان ته که هغه پرهیزګار او یا ګناهګار وي روا ګڼي.
دوی د (حلقة العزابه) په نوم ډله لري چې پکې د ګوتو په شمار پوه او خیرغوښتونکي کسان ګډون لري. دا ډله د اباضیه ټولنې د دیني، تعلیمي، ټولنیزو او سیاسي چارو سمون پر غاړه لري، همدارنګه دا کسان د جګړې او دفاع پر مهال د شورا د غونډې د غړو په توګه کار کوي او د امام د نه شتون په وخت کې د لارښود او امام دنده پر مه بیايي.
دوی د (ایروان) په نوم یو بل ګروپ هم لري چې سیمه ایزه شورا جوړوي او د العزابه له ډلې سره همکاره ډله ده.
دوی په خپل مینځ کې کوچنۍ ډلې جوړوي چې د زکات د ټولولو او پر وړ کسانو د هغه د ویشلو دنده پر غاړه لري. دوی د زکات او مرستې له غوښتلو او د خلکو مال ته له هر ډول سترګو درلودلو څخه په کلکه منع کوي.
د اباضیه ډلې څخه ځینې ډلې بیلې شوې هم دي چې اوس له منځه تللې دي او په لاندې ډول دي:
حفصیه: د حفص بن ابي المقدام پیروان.
حارثیه: دحارث اباضي پیروان.
یزیدیه: د یزید بن انیسه پیروان.
ټول اباضیانو له پورتینو ډلو څخه خپله کرکه ښوولې ده او دوی ېې د اباضي ډلې له کړنلارې څخه د بیلیدلو له کبله کافر ګڼي.
فکري او ګروهي ریښې:
اباضیان په قرآن، حدیث، اجماع، او قیاس باور لري او له هغو څخه استدلال کوي.
د اهل ظاهر له مذهب څخه هم اغیزمن شوي دي، ځکه ډیر کله دیني ویوکي په سرسري ډول روښانه کوي.
همدارنګه د معتزله وو له مذهب څخه هم اغیزمن شوي دي ځکه قرآن ته مخلوق وايي.
د خپریدو او اغیز سیمې:
دوی د عرب جزیرې په سهیل کې راڅرګند شوي او شتون لري. دوی تر مدینې او مکې هم ورسیدل او د افریقا په شمال کې ېې د رستمیه په نوم دولت هم درلود چې پلازمینه ېې د تاهرت ښار وو.
د افریقا په شمال کې ددوی واکمني په خپلواکه او پرلپسې ډول یو سل او دیرش کاله پایښت وکړ تر څو په پای کې د فاطمي حکومت له خوا ورته د پای تکی کيښودل شو.
دوی په عمان کې هم خپلواکه دولت جوړ کړ چې تر اوسه شتون لري.
د اباضیانو له تاریخي ځایونو څخه په لیبیا کې (جبل نفوسه) دی چې له هماغه ځایه ېې خپل خوځښت پیل کړ او خپلې هڅې ېې له همدې ځایه سمبالولې.
دوی په عمان، حضرموت، یمن، لیبیا، تونس، الجزایر او عربي صحرا کې تر اوسه شتون لري او خپلې چارې پر مخ بیايي.
محمود سعيد
02.06.2011
ډیر دروند او ښاغلی احمدشاه صیب!
اسلام علیکم!
ستاسوله هڅونې او ښکلو رغنده نیوکو یوه نړۍ مننه کوم...ستاسو خبرې ارزښتمنې دي او زه به خامخا ګټه ترې اخلم. په دې لړ کې ستاسو د لا ډیرو مشورو او نیوکه په تمه!
اخوان المسلین
پیژندنه: اخوان المسلمین له لویو معاصرو اسلامي غورځنګونو څخه دی چې تر اوسه رامنځته شوي دي. د اخوان المسلمین شعار د ریښتینې او داسې اسلام لورته ورګرزیدل دي چې د قرآن او سنتو پر بنسټ ولاړ وي او اسلامي شریعت پر ټولو وګړو پلی شي. دا خوځښت د بې دینۍ او سیکولریزم د سیلاب پر وړاندې په ټولو عربي او اسلامي سیمو کې ولاړ دی او د مخنیوي لپاره ېې هڅې کوي.
پنځیدنه او نومیالي:
ددې غورځنګ پنځوونکی او رامنځته کوونکی شیخ حسن البنأ (۱۹۰۴-۱۹۴۹ز) دی. نوموړی د مصر په یوه کلي کې وزیږید او په یوه دینداره او عالمه کورنۍ کې لوی شو چې د دې پالنې اغیز د هغه په ټول ژوند کې څرګند وو. په مسجد او کور کې د دیني زده کړو تر څنګ ېې په دولتي ښوونځیو کې هم زده کړې وکړې او په ۱۹۲۷ زیږدیز کال د قاهرې له دارالعلوم څخه فارغ شو. له دې وروسته د اسماعیلیه په یوه مدرسه کې د ښوونکي په توګه وګمارل شو او هلته ېې د خلکو تر منځ خپلې دینې هڅې پیل کړې. نوموړی به تر ډیره په قهوه خونو او د سویز کانال په کارکوونکو کې تبلیغ کاوه.
د ۱۹۲۸ز کال په اپریل کې ېې د اخوان المسلین بنسټ کیښود او په ۱۹۳۲ز کال قاهرې ته د نوموړي په لیږدیدو، خوځښت هم همالته ولیږدید. په همدې کال د اخوان المسلین اونیزه هم له چاپه راووته او مدیر ېې استاد محب الدین خطیب (۱۸۸۶-۱۹۶۹ز) وټاکل شو. له دې وروسته په ۱۹۳۸ز کال (النذیر) او په ۱۹۴۸ز کال (الشهاب) هم خپرونې پیل کړې چې وروسته بیا یو پر بل پسې د اخوان ډیرې مجلې او جریدې خپرې شوې.
په ۱۹۴۱ ز کال کې د دې خوځښت د مؤسسو له منځه لومړنی سل کسیزه پلاوی جوړ شو چې غړي ېې پخپله د حسن البنا له خوا ټاکل شوي وو.
اخوان المسلین په ۱۹۴۸ز کال د فلسطین په جګړه کې ګډون وکړ او د خپلو خاصو ځواکونو سره ېې په جګړو کې برخه اخسته، دا پیښه استاد کامل شریف په خپل کتاب (الاخوان المسلمین فی حرب فلسطین) کې په تفصیل سره بیان کړې ده.
د ۱۹۴۸ز په نومبر کې د مصر د وخت لومړي وزیر، محمود فهمي نقراشي پریکړه وکړه چې له مخې ېې د اخوان المسلمین ګوند منحل اعلان شو، نوموتي کسان ېې ونیول شول او ټولې پانګې ېې کنګل شوې.
د همدې کال په دسمبر کې محمود فهمي ووژل شو او اخوان المسلین د هغه د وژنې په تور تورن شو. د محمود فهمي نقراشي په جنازه کې ګډون کوونکو اعلان وکړ چې د حسن البنا سر باید د نقراشي د سر په بدل کې پرې کړل شي، هماغه وو چې د ۱۹۴۹ ز کال په فبروري کې حسن البنا هم ترور شو.
په ۱۹۵۰ز کال نحاس د مصر لومړی وزیر شو، په همدې مهال د مصر د دولت غونډې وپتیله چې له دې وروسته د اخوان المسلمین له ګوند څخه ټول خنډونه لرې کړي او د هغه د انحلال حکم شنډ اعلان شو.
په ۱۹۵۰ز کال استاد حسن الهضیبي (۱۸۹۱-۱۹۷۳ز) د اخوان المسلمین د لارښود په توګه وټاکل شو، نوموړی د مصر له لویو قاضیانو څخه یو وو او څو ځله زنداني شوی هم وو. په ۱۹۴۵ ز کال ېې د اعدام پریکړه وشوه خو لږ وروسته دا پریکړه له اعدام څخه د عمر تر پایه پر بند بدله شوه، خو په ۱۹۷۱ز کال د وروستي ځل لپاره له بند څخه خلاص شو.
د ۱۹۵۱ ز کال په اکتوبر کې د مصر او بریتانیا د اړیکو په ټینګیدلو اخوان المسلمین د سویز کانال په څنډو کې د انګریزانو پر وړاندې په اورپکو بریدنو لاس پورې کړ چي له دي بریدونو څخه استاد کامل شریف په خپل کتاب (المقاومة السریة فی قناة السویس) کې یادونه کړې ده.
د ۱۹۵۲ ز کال د جولای په ۲۳ نیټه مصري افسرانو د اخوان المسلمین په ملاتړ او د محمد نجیب انقلابي په مخکښۍ د اوښتون هڅه وکړه او بریالي شول، خو اخوان المسلیمن تر بریا وروسته په حکومت کې ګډون ونه کړ ځکه افسرانو له انقلاب وروسته اسلامي حکومت نه غوښت. جمال عبدالناصر د اخوان دا کړنه یو رنګ چل ول وګڼله او د اخوان المسلمین او افسرانو تر منځ شخړې رامنځته شوې چې په پایله کې ېې په ۱۹۵۴ز کال حکومت د اخوانیانو د نیولو امر وکړ او زرګونه کسان ېې له هیواده شړلو ته اړ کړل. حکومت په دې پلمه چې ګواکي اخوانیانو د اسکندرېې د المنشیه په میدان کې د جمال عبدالناصر د وژلو پلان درلود، د دې خوځښت شپږ تنه مخکښان لکه عبدالقادر عوده، محمد فرغلی، یوسف طلعت، هنداوي دویر، ابراهیم لطیف او عبدالطیف په دار وځړول.
په ۱۹۶۵-۱۹۶۶ زیږدیزو کلونو کې یو ځل بیا د حکومت او اخوان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او حکومت یو ځل بیا ددې غورځنګ د مخکښانو په شړلو، نیولو او ځړولو لاس پورې کړ. دا ځل هم درې کسه وځړول شول چې په لاندې ډول دي:
۱- سید قطب (۱۹۰۶-۱۹۰۶۶ز): له حسن البنأ وروسته د اخوان المسلمین دوهم مفکر ګڼل کیږي، همدا شان نوموړی د اسلامي ایدیولوژۍ (تفکر) د نوي مخکښ په توګه پیژندل شوی دی. نوموړی په ۱۹۵۴ زیږدیز کال بندي شو او له لس کاله بند وروسته په ۱۹۶۴ ز کال کې د مصر د ولسمشر، عبدالسلام عارف په سپارښتنه خوشې شو خو لږ وخت وروسته بیرته ونیول شو او د اعدام له سزا سره مخ شو.
نوموړي څو ادبي او د اسلامي تفکر کتابونه لیکلي دي چې ځینې دا دي: (العدالة الاجتماعیة فی الاسلام، خصائص التصور الاسلامي ومقوماته فی ظلال القرآن، معالم فی الطریق) او داسې نور.
۲- یوسف هواش.
۳- عبدالفتاح اسماعیل.
د اخوان المسلمین غورځنګ د عبدالناصر د وفات تر مهاله (۱۹۷۰/۰۹/۲۸ز) خپلې هڅې په پټه توګه پر مخ وړلې خو د انورالسادات د واکمنۍ پر مهال د اخوان غړي ورو، ورو له بند څخه خلاص شول.
له هضیبي وروسته تلمساني (۱۹۰۴-۱۹۸۶ ز) د خوځښت لارښود وټاکل شو. د نوموړي په مشرۍ د اخوان المسلمین مشرتابه ډلې د خپلو ټولو هغو پانګو غوښتنه وکړه چې د عبدالناصر په وخت کې کنګل شوې وې. همدا شان هغه د خپلو ټولو حقونو د ورسپارلو غوښتونکی شو. نوموړي د اخوان غړي او مخکښان وهڅول تر څو له حکومت سره له شخړو ډډه وکړي، خپل کار او بلنه په آرامۍ او حکمت مخ ته بوزي او له تندلاریتوب او حکومت پر وړاندې له دریدلو څخه ډډه وکړي.
له استاد تلمسـاني وروسته محمد حامد ابو نصر ددې خوځښت لارښود وټاکل شو او هغه هم د تلمساني پر پله روان شو او د هغه له تګلارې ېې ګټه پورته کړه.
د اخوان المسلمین ځینې نومیالي له مصر څخه د باندې هم څرګند شول چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:
۱- شیخ محمد محمود الصواف چې په عراق کې د اخوان المسلمین لارښود او بنسټ ایښودونکی وو. نوموړي ډیر کتابونه لیکلي او په ۱۹۵۹ ز کال کې له عراق څخه مکې ته له لیږدیدنې وروسته ېې په افریقا کې ېې د اسلام په خپراوي کې لویه ونډه درلوده.
۲- دوکتور مصطفی السباعي (۱۹۱۵-۱۹۶۴ ز) په سوریه کې د اخوان لومړنی او لوی لارښود وو. نوموړي په ۱۹۴۹ز کال کې د مصر له الازهر څخه د شرعیاتو په څانګه کې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۹۴۹ز کې د فلسطین پر لور د اخوانیانو د ډلو لارښوونه پر غاړه لرله. هغه په ۱۹۴۹ز کې د دمشق د وکیل په توګه خپل ځان نوماند کړ. نوموړی یو غوره خطیب او ویناوال وو او په ۱۹۵۴ز کې ېې په دمشق کې د شرعیاتو پوهنځی پرانیست او په خپله د هغې لومړنی ریيس وو. نوموړي یو شمیر کتابونه هم لیکلي چې ځینې ېې دا دي: (السنة ومکانتها فی تشریع الاسلامي، المرأة بین الفقه والقانون، قانون الاحوال الشخصیة) او داسې نور.
۳- د ۱۹۴۵ز کال د نومبر په ۱۹ د اخوان المسلمین ګوند بنسټ په اردن کې کیښودل شو او عبدالطیف ابو قوره ېې د لارښود په توګه وټاکل شو. په ۱۹۴۸ز کال کې له اردن څخه د فلسطین په لور د اخوان المسلمین ډلې د نوموړي په مشرۍ واستول شوې.
په ۱۹۵۳/۱۱/۲۶ز کال کې استاد محمد عبدالرحمن چې په ۱۹۱۹ز کې زیږیدلی دی، په اردن کې د اخوان المسلمین عام کتونکی وټاکل شو او تر اوسه دا چاره پر مخ بیايي. نوموړی د دریو علمي بریلیکونو لرونکی دی.
ګروهه او افکار:
له اسلام څخه د اخوان المسلمین اخیستنه په دې ډول ده: اسلام هر اړ خیز دین دی او په یوه اړخ پورې تړلی نه دی.
اخوان المسلمین هڅه کوي تر څو د خپل کار سیمه پراخه کړي او د اخوان یون نړیوال او عالمي شي. حسن البنأ دا غورځنګ په دې ډول راپیژني: اخوان المسلمین د سلفي بلنې، سني کړنلارې، د صوفیت ریښتینولۍ، سیاسي ډول، زیارکښه ډلې، علمي او کلتوري تړون، اقتصادي ګډون او ټولنیزې مفکورې څه جوړ شوی دی.
نوموړی یو ځل بیا د اخوان المسلمین په اړه وايي: د اخوان المسلمین شعار او نښې په لاندې ډول دي:
۱- د اختلاف له ټکو لرېوالی.
۲- مشرانو ته له بدو ویناوو څخه ډډه کول.
۳- له ګوند بازي او ډلبازي څخه لریوالی.
۴- ځان جوړونې او ګام پر ګام پرمختګ ته په کلکه پاملرنه کول.
۵- پر جانبي اړخ د عملي اړخ غوراوی.
۶- د ځوانانو لورته ډیره پاملرنه.
۷- په کلیو او ښارونو کې د بلنې ګړندیتوب.
د نوموړي په وینا د اخوان ځانګړنې په لاندې ډول دي:
- بلنه رباني ده ځکه زموږ د موخو د څرخیدو بنسټ، الله (ج) ته د خلکو د نژدې کیدل دي.
- بلنه نړیواله او ټولیزه ده، ځکه دا بلنه د ټولو وګړو لپاره ده او د بلنې پر وړاندې ټول کسان یو د بل وروڼه بلل کیږي. ټول د یوه پلار، یوه نسب، او یوه اصل درلودونکي دي. لوړوالی ېې یوازې په پرهیزګاری او هغه خیر او ښیګنې دی چې ټولنې ته رسیږي.
- دا یوه اسلامي بلنه ده ځکه د اسلام لورته بلنه ورکوي.
د نوموړي په وینا له یوه ریښتینې ورور څخه د غوښتنې پړاوونه په دې ډول دي:
۱- د خپل ځان جوړونه تر څو ځواکمن بدن، ښه تلن لار، روڼ اند او روغه ګروهه ولري، عبادت ېې سم، او په دنده کې توانمن وي.
۲- د مسلمانې کورنۍ جوړونه او اصلاح تر څو د کورنۍ غړي وهڅول شي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې اسلامي کړنلاره پلې کړې او د هغه د مفکورې درناوی وکړي.
۳- د خیر ښیګنې د چارو په تر سره کولو، له بدیو او منکراتو سره د مقابلې له لارې، سمې لارې ته د ټولنې لارښوونه.
۴- د پردیو کفارو له هر ډول سیاسي، اقتصادي او روحي ولکې څخه د وطن د خپلواکۍ لپاره هڅې.
۵- د حکومت سمونه تر څو په ریښتینې توګه د یو اسلامي حکومت څرګندويي وکړي.
۶- د اسلامي هیوادونو په خپلواکه کیدلو سره، اسلامي امت ته د حکومتي پلازمینو بیرته سپارل تر څو په دې سره ېې لوړتیا او درنښت بیرته تر لاسه شي.
۷- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي بلنې د خپراوي لور ته د ټولو وګړو بلنه تر څو نور د فتنې لمن ټوله شي او دین ټول د خدای لپاره شي، (ویابی الله الا ان یتم نوره) او الله د خپل نور بشپړوونکی دی.
استاد حسن البنا د بلنې پړاوونه په درې برخو ویشي:
۱- پیژندنه. ۲- جوړونه. ۳- ترسره کول.
استاد بنا په خپل کتاب (رسالة التعالیم) کې وايي:
زموږ سره د منلو (بیعت) لپاره لس بنسټیز ټکي دي چې په لاندې ډول دي:
پوهه، اخلاص، عمل، جهاد، قرباني، ثبات، بلنه، یوازیتوب، ورورولي او باور. له دې وروسته ېې پر دې ټکو ځانګړې رڼا اچولې او بیا وايي: ریښتینی وروره! دا ستا د دعوت او مفکورې لنډیز دی او کولای شې چې دا ټولې خبرې په پنځو ټکو کې رالندې کړې: موخه مو الله دی، لارښود مو محمد دی، قانون مو قرآن دی، لاره مو جهاد دی او هیله مو شهادت دی. همدا رنګه کولی شې باندنۍ کړنې په نورو پنځو ټکو کې راونغاړې: پاکي او ساده ګي، د قرآن کریم تلاوت، لمونځ، نظامي توب او اخلاق.
استاد سید قطب په خپل کتاب (خصائص التصور الاسلامي و مقوماته) کې له اسلام څخه خپل او د اخوان المسلمین پوهیدنه څرګنده کړې او وايي: د اسلامي انځور ځانګړنې د لاندې ټکو پر بنسټ ولاړې دي: رباني والی، ثابت قدمي، ګډون، منځلاریتوب، مثبت والی، ریښتینولي او توحید. له دې وروسته استاد پورتني ټکي په ځانګړو برخو کې روښانه کړي او د هغو د معنی په اړه ېې څرګندونې کړې دي.
د اخوان المسلین نښه (سمبول) دوې یو پر بل پرتې تورې دي چې د دواړو تر منځ قرآن کریم شتون لري او د (واعدو، حق، قوة او حریة) ټکي ورکې ځای شوي دي.
فکري او ګروهیزې ریښې:
اخوان المسلمین د دوو سرچینو یعنې قرآن او سنت لورته د ورګرزیدو لپاره د اړتیا او دلیل د پلټنې په هڅه کې دي او د توحید کلمې ته د رسیدنې لپاره له هر ډول شرک څخه پر لریوالې ټینګار کوي چې دا ټول ېې له سلفي بلنې څخه اخستې دي.
د اخوان المسلین بلنه د شیخ محمد بن عبدالوهاب، سنوسي او سید رشید رضا له بلنو څخه اغیزمنه شوې ده او دا بلنه تر ډیره د شیخ ابن تیمیه (مړینه ۱۳۲۸ز) د ښوونو د خپراوي لړۍ ده چې هغه بیا د احمد بن حنبل رحمه الله له مدرسې څخه اخستل شوې وه.
اخوان المسلمین له صوفیت څخه هم ځینې داسې توکي لکه د باورونو روغوالی، له هر ډول بدلاریتوب، کوږلاریتوب، سپکاوي او بیوزلۍ څخه لریوالی او هغه څه چې د نفس په پاکوالي او روزنه پورې اړه لري او روح د کمال لوړو پوړیو ته رسوي، را اخیستې دي، هماغه رنګ لکه کوم چې د اسلام د لومړیو وختونو صوفیان وو.
حسن البنا د خپلې بلنې په لړ کې ځینې پخواني او همدا شان د وخت له غوښتنې سره سم نوي توکي لکه د هغو افکارو پر وړاندې دریدنه او ټنیګار چې په ټولو سیمو کې او تر ډیره په مصر کې د خپریدو په حال کې وو، ځای پر ځای کړي دي.
د خپریدا او اغیز سیمې:
دا خوځښت د مصر له اسماعیلیه سیمې پیل شو او له هغه ځایه قاهرې ته ولیږدید. تر دې وروسته د مصر ډیرو کلیو او ښارونو ته ورسید. د څلویښتمې لسیزي په پای کې په مصر کې د اخوان ډلې ۳۰۰۰ څانګې درلودې چې د اخوان ډیر غړي پکې ځای پر ځای شوي وو.
دا خوځښت له مصر څخه نورې عربي نړۍ ته خپور شو او په سوریه، فلسطين، اردن، لبنان، عراق، یمن، سودن او نورو کې ېې د پام وړ ځای وموند. او اوس د نړۍ په ډیرو سیمو کې پیروان او مینه وال لري.
محمود سعيد
04.06.2011
استشراق
ORIENTALESM
ختیځ پيژندنه
پیژندنه:
استشراق یوه فکري څپه ده چې له اسلامي ختیځ څخه د بیلا بیلو پلټنو او څیړنو دنده پر غاړه لري. دا پلټنې د تمدن، ادیانو، آدابو، ژبو او کلتور په اړه دي. دا ډله د اسلامي نړۍ په اړه د لویدیځ د خیالي انځورونو په جوړولو کې پراخه ونډه لري او د مدنیتونو پر وړاندې د دواړو له فکري شتمنیو څخه ګټه اخلي.
پنځیدنه او نومیالي:
۱- د پنځیدنې پیل: د استشراق د پیل نیټه ټاکل ډیر ستونزمن کار دی او ځینې تاریخ پوهان هغه په اندلس کې د اسلامي دولت له جوړیدنې سره یوځای کڼي په داسې حال کې چې ځینې نور بیا دا پیل د صلیبي جګړو له وخته بولي.
روحاني استشراق په ۱۳۱۲ز کال کې د فینیا د کلیسايي ټولنې د هغې پریکړې پر بنسټ چې له مخې به ېې په څو اروپايي پوهنتونو کې د عربي ژبې د زده کړې مرکزونه جوړیږي، په رسمي ډول پیل شو.
په اروپا د اتلسمې زیږدیزې پیړۍ په پای کې د استشراق ټکی رامنځته شو او د لومړي ځل لپاره په ۱۷۷۹ز کې په انجلترا کې څرګند شو، همدا شان په فرانسه کې په ۱۷۹۹ز کې څرګند شو او په ۱۸۳۸ز کې د دې هیواد د اکاډمۍ په قاموس کې ولیکل شو.
جربرت دي اورالیاک (۹۳۸-۱۰۰۳ز) چې د بندکت له راهبانو څخه وو، اندلس ته ولاړ او هلته ېې د هغه ځای له پوهانو څخه زده کړه وکړه او په (۹۹۹-۱۰۰۲ز) کلونو کې له راګرزیدو وروسته د حبر اعظم (لوی عالم) په توګه د دوهم سلفتر په نوم وټاکل شو، ځکه نو نوموړی لومړنی فرانسوي پاپ ګڼل کیږي.
په ۱۱۳۰ز کال د طلیطله د کلیساوو د ملایانو مخکښ د ځینې علمي عربي کتابونو ژباړه تر سره کړه.
ایټالیايي جرارد دي کریمون (۱۱۱۴-۱۱۸۷ز) طلیطلې ته ولاړ او هلته ېې د فلسفې، طب، ستورپیژندنې او رمل اچونې په څانګو کې تر ۸۷ زیات کتابونه وژباړل.
فرانسوي پیرلي ونیربل (۱۱۵۶-۱۰۹۴ز) چې د بندیکت له راهبانو څخه وو او د دیرکلوني رییس وو، د اسلام څخه د پیژندنې په موخه ېې د ژباړونکو یوه ډله وګمارله او په خپله ېې د قرآن کریم د لومړنۍ ژباړې څارنه کوله چې په ۱۱۴۳ز کال د انګلیسي رابرټ اف کیتون له لوري په لاتیني ژبه وژباړل شو.
یوحنا اشبیلي یو یهودي وو چې نصرانیت ته وګرزید او د دولسمې زیږدیزې پیړۍ په نیمايي کې راڅرګند شو او د ستورپیرندنې علم ته ېې پام راوګرزاوه. هغه د ادلر اوف باث په مرسته د ابو معشر بلخي (۱۱۳۳ز) څلور کتابونه عربي ته واړول.
انګلیسي راجر بیکون خپلې زده کړې په اکسفور او پاریس کې تر سره کړې او د روحانیت په برخه کې ېې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۵۲۱ز کې د مراة الکیمیا کتاب له عربي څخه وژباړه.
۲- انصاف لرونکي ختیځ پیژندونکي (مستشرقین):
هادریان ریلاند (مړینه ۱۷۱۸ز) د هالند د اوترشت په پوهنتون کې د ختیځو ژبو استاد وو. نوموړي په لاتیني ژبه په دوو ټوکونو کې (الدیانة المحمدیة) په نوم یو کتاب لیکلی وو خو د په اروپا کې د کلیسا له لوري دا کتاب د منع شوو کتابونو په لړ کې وشمیرل شو.
یوهان. ج. رایسکه (۱۷۱۶-۱۷۷۴ز) لومړنی د یادونې وړ جرمني مستشرق دی. هغه اسلام ته د کوږوالي او دریځ ورکولو په تور په کفر او بې باورۍ تورن شو او سخت ژوند ېې تیر کړ تر څو چې د نري رنځ په ناروغۍ مړ شو. د نوموړي په زیار په آلمان کې د عربي ژبې د زده کړې او څیړنې ښه مرکز جوړ شو.
سلستر دې ساسي (۱۸۳۸ز) د ادب او نحو اړخ ته ډیر پام وکړ او د اسلامي علومو له څیړنې او پلټنې ېې لاس واخست. د نوموړي په هڅو پاریس د عربي علومو د زده کړې مرکز جوړ شو. هغه له هغو کسانو څخه وو چې رفاعه طهطاوي ورسره لیده کاته تر سره کړل.
انګلیسي توماس ارنولد (۱۸۶۴-۱۹۳۰ز) د (الدعوة الی الاسلام) په نوم یو کتاب لري چې په ترکي، اردو او عربي ژباړل شوی دی.
ګوستاو بولون چې یو مادي پلوه فیلسوف او مستشرق وو او په هیڅ دین ېې باور نه درلود. د اسلامي تمدن په اړه د نوموړي عادلانه دریځ چې په کتابونو او لیکنو کې ېې څرګند کړی، ددې لامل شوی چې لویدیځ وال ده ته پاملرنه ونه کړي او وېې نه ستايي.
زیجرید هونکه هم منصفانه لیکنې لري او په خپل کتاب (شمس العرب تسطع علی الغرب) کې ېې پر لویدیځه نړۍ د عربي تمدن اغیز روښانه کړی دی.
د انصاف لرونکو مستشرقینو له ډلې څخه جاک بیرک، انا ماري شمل، کارلایل، رینیه جینو، دکتور جرینیه او آلماني ګویته د یادونې وړ دي.
۳- کینه لرونکي (متعصب) مستشرقین:
ګولدزیهر (۱۸۵۰-۱۹۲۰ز) چې د هنګري له یهودانو څخه وو، د (تاریخ مذاهب التفسیر الاسلامي) په نوم د کتاب لیکوال دی او په ټوله اروپا کې د اسلامي علومو د رئیس په توګه وګمارل شو.
جون ماینار چې د امریکا له مبشرینو او مستشرقینو څخه وو، د (العالم الاسلامي) په نوم د امریکايي مجلې بنسټ ایښودونکی وو. نوموړی د (الاسلام تحد لعقیدة) په نوم د کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۰۸ز کال له چاپه راووت. همدا شان هغه د (الاسلام) په نوم د کتاب لیکوال هم دی چې پکې هغه مقالې راغونډې شوې دي چې په ۱۹۱۱ز کال د هند په لکهنو کې د تبشیر دوهمې غونډې ته وړاندې شوې وې.
ج. فون ګرونبام چې د آلمان له یهودو څخه وو او د امریکا په پوهنتونو کې ېې زده کړې وکړې، د (الاعیاد المحمدیة ۱۹۵۱ز) او (دراسات فی تاریخ الثقافة ۱۹۵۴ز) په نوم کتابونو لیکوال دی.
ا.ج. فینیسک چې د اسلام له غلیمانو څخه وو او په ۱۹۳۲ز کال ېې د (عقیدة الاسلام) په نوم کتاب ولیکه.
کینیث کراج چې یو کرکجن امریکايي وو، په ۱۹۵۶ز کال ېې د (دعوة و مئذنه) په نوم کتاب لیکلی دی.
فرانسوي مبشر لوی ماسینیون چې د شمالي افریقا لپاره ېې د فرانسې د نیواک د سیمو په وزارت کې د سلاکار په توګه نده تر سره کوله د (الحلاج الصوفي الشهید فی الاسلام) کتاب لیکوال دی چې په ۱۹۲۲ ز کال له چاپه راووت.
د. ب. مکدونالد چې یو کینه کښ امریکايي مبشر دی او د (تطور علم الکلام والفقه والنظریة الدستوریة) کتاب چې په ۱۹۳۰ز کې چاپ شو، لیکوال دی. همدا شان د نوموړي د (الموقف الدیني و الحیاة فی الاسلام) په نوم کتاب په ۱۹۰۸ز کې چاپ شوی دی.
د شرق الاوسط د مجلې د لیکنو د برخې مرستیال، مایلز ګرين هم د همدې ډلې څخه یو دی.
انګلیسې د. س. مرجیلوث (مړینه ۱۹۴۰) خورا متعصب وو، طه حسین او احمد امین د نوموړي په ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې وې. نوموړی د (التطورات المبکرة فی الاسلام) او (الجامعة الاسلامیة) په نوم کتابونه لري چې په ترتیب سره په ۱۹۱۳ز او ۱۹۱۲ز کلونو کې له چاپه راوتلي دي.
ا.ج. اربري د انګلیس له متعصبینو او د اسلام له دښمنانو څخه یو دی. د نوموړي (الاسلام الیوم) کتاب په ۱۹۴۳ز او (التصوف) په ۱۹۵۰ز کال چاپ شول.
بارون کاردای فوکس چې یو فرانسوی متعصب وو، د اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف) له سترو لیکوالانو څخه وو.
انګلیسې ه. ا. ر. جب (۱۸۹۵- ۱۹۶۵ز) د (المذاهب المحمدي ۱۹۴۷ز) او (الاتجاهات الحدیثة فی الاسلام ۱۹۴۷ز) کتابونو لیکوال هم د متعصبو مستشرقینو له ډلې څخه ګڼل کیږي.
انګلیسي ر.ا. نیکولسن دا خبره نه منله چې اسلام یو روحي او معنوي دین دی، هغه اسلام د مادیت او له لوړو اخلاقو څخه خالي ګني. د (متصوفوا الاسلام ۱۹۱۰ز) او (التاریخ الادبي للعرب ۱۹۳۰ز) په نوم کتابونه د نوموړي له پنځونو څخه دي.
هنري لامنس یسوعي (۱۸۷۲-۱۹۳۷ز) یومتعصب فرانسوي مستشرق وو چې د (الاسلام) او الطائف په نوم کتابونه لري او همدا شان د اسلامي پوهنغونډ له لیکوالانو څخه دی.
آلماني جوزف شاخت هم له همدې ډلې او د اسلام غلیم وو. د (اصول الفقه الاسلامي) کتاب د نوموړي له لیکنو څخه دی.
بلاشیر د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې د عربې او اسلامي چارو د کاپوه په توګه کار کاوه.
الفرد جیوم انګلیس هم له متعصبو مستشرقینو او داسلام له دښمنانو څخه وو. د هغه له کتابونه څخه یو هم (الاسلام) دی.
ګروهنې او اندونه:
اول: د مستشرقینو موخې:
۱- دیني موخه: د استشراق د منځته راتګ لامل همدا دیني موخه وه او په خپلو اوږدو او لنډو پړاوونو کې ېې همدا موخه له ځان سره درلودلې ده.
د پیغمبر د نبوت د ریښتیوالي په اړه د شک رامنځته کول او د داسې څرګندونو او خبرو منځته راوړل چې ګواکي نبوي حدیثونه په لومړنیو دریو پیړیو کې په خپله د مسلمانانو له لوري جوړ کړل شوي دي.
د قرآن کریم په اړه شک اچونه او پر هغه باندې پیغور تړل، د اسلامي فقې بې ارزښته او داسې ښکارول چې دا له رومي فقې څخه اخستل شوې ده.
د عربي ژبې بد ویل او داسې څرګندونې کول چې ګواکې عربي ژبه د پرمختګ د کاروان ملګرتوب نشي کولای.
د داسې شک او ګمان خپرونه چې اسلام له یهودي او نصراني سرچینو څخه اخستل شوی دی.
د مسلمانانو تبشیر او نصراني کول.
د خپلو افکارو او باورونو د ملاتړ لپاره د موضوعي او کمزورو حدیثونو وړاندې کول.
۲- سوداګریزه موخه: د لویدیځ پاچاهانو، لویو شرکتونو او بنسټونو، د اسلامي هیوادونو د پیژندنې او د هغو په اړه د معلوماتو راټولوونکو سوداګرو، څیړونکو ته ډیر مال ورکاوه. دا کار په نولسمه او شلمه پیړۍ او د لویدیځ له لوري د سلامي نړۍ له ښکیلاک مخکې ډیر دود وو.
۳- سیاسي موخه: د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ د روحيي کمزوري کول او نفاق خپرول تر څو په دې توګه پر مسلمانانو خپله ولکه ټینګه کړي.
عامیانه لهجو ته پام اړول او د دود شوو عادتونو په اړه بحث کول.
په ښکیل شوو سیمو کې د ګمارل شوو کسانو په وسیله د همغو سیمو د ژبو زده کړې او د آدابو او دین په اړه بحث کول تر څو پوه شي چې څه ډول کولای شي په دې سیمو واکمني وکړي او څه ډول سیاست پر مخ بوزي.
۴- ځانګړې علمي موخه: ځینې مستشرقینو یوازې ددې لپاره په څیړنه او بحث پیل کړی تر څو حق او ریښتینولي ومومي او په دې لړ کې ځینو ېې د اسلام ریښتینولي موندلې موندلې او په اسلام کې ننوتلي دي چې د هغوی له ډلې ځینې ېې دا دي:
- توماس ارنولد چې په خپل کتاب (الدعوة الی الاسلام) کې ېې د مسلمانانو سره ډیر عادلانه چلند کړی دی.
- دینیه مستشرق له مسلمانیدو وروسته په الجزایر کې ژوند غوره کړ او د (اشعة خاصة بنور الاسلام) په نوم د یو کتاب لیکوال دی. نوموړی په فرانسه کې ومړ او په الجزایر کې خاورو ته وسپارل شو.
دوهم: لوی کتابونه:
۱- تاریخ ادب العربي چې لیکوال ېې کارل بروکلمان (مړینه ۱۹۵۶ز) دی.
۲- اسلامي پوهنغونډ (دائرة المعارف الاسلامیة): د لومړي ځل لپاره په (۱۹۱۳-۱۹۳۸ز) کلونو کې په انګلیسي، فرانسوي، او آلماني ژبو خپور شو او نوی چاپ ېې په (۱۹۴۵-۱۹۷۷ز) کلونو کې یوازې په فرانسوي او انګلیسې ژبو خپور شو.
۳- المعجم المفهرس لالفاظ الحدیث الشریف: دا کتاب د صحاح سته (بخاري، مسلم، ابوداوود، نسايي، ترمذي، ابن ماجه)، د دارمي مسند، د امام مالک موطا، او د امام احمد بن حنبل له مسند څخه د حدیثونو څخه د اوو لویو ټوکونو درلودونکی دی، ددې کتاب چاپ او خپریدنه له ۱۹۳۶ز کال وروسته پیل شوه.
۴- د یوې نیمې پیړۍ په اوږدو کې یعنې د نولسمې پیړۍ له پیل او د شلمې پیړۍ تر نیمايي پورې مستشرقینو د ختیځ په اړه له شپیتو زرو څخه زیات کتابونه لیکلي دي.
دریم: مرکزونه او ټولنې:
د مستشرقینو لومړنۍ نړیوال مرکز په ۱۸۷۳ز کال کې په پاریس کې پرانستل شو. له دې وروسته یو په بل پسې نور مرکزونه هم پرانستل شول او اوس د مستشرقینو له دیرشو څخه ډیر نړیوال مرکزونه شتون لري. دوی په ډیرو لیدنو کتنو او غونډو سربیره نور مرکزونه هم لري چې له هرې سیمې او دولت پورې تړلي دي. د بیلګې په ډول د آلمان د مستشرقینو ټولنه چې د په ۱۸۴۹ز کال د آلمان د درسدن په ښار کې تر سره شوه او دا ډول غونډې په پرلپسې ډول تر اوسه پورې جوړیږي.
د اکسفورد په غونډه کې له پنځه ویشت هیوادونو څخه د ۸۰ پوهنتونونو، او ۶۹ علمي ټولنو ۹۰۰ پوهانو برخه اخستې وه.
همدا شان څو نورې استشراقي ټولنې هم شته. د بیلګې په ډول د آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۲ز کې په پاریس کې رامنځته شوه او د ملکه آسیویه ټولنه چې په ۱۸۲۳ز کې په بریتانیا او ایرلنډ کې رامنځته شوه، دې ته ورته په د ختیځې امریکا ټولنه چې په ۱۸۴۲ز کال ېې بنسټ کیښودل شو او د ختیځ آلمان ټولنه چې په ۱۸۴۵ز کال رامنځته شوه.
څلورم: د استشراق مجلې:
اوس مهال په بیلابیلو ژبو د استشراق ډیرې زیاتې او ډول ډول ورځپاڼې او مجلې شتون لري چې شمیر ېې له درې سوو اوړي. دبیلګې په ډول دلته له ځینو څخه یادونه کیږي:
- (مجلة العالم الاسلامي) : د دې مجلې بنسټ سمویل زویمر (مړینه ۱۹۵۲ز) په ۱۹۱۱ز کال په بریتانیا کې کیښود. په منځني ختیځ کې د مبشرینو ریاست د همدې زویمر پر غاړه وو.
- (عالم الاسلام): دا مجله په ۱۹۱۲ز کال په پترزبورګ کې خپره شوه خو ډیر پایښت ېې ونکړ .
- (ینا بیع الشرق): دا مجله له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۸ز پورې په فینیا کې د هامر برجشتال له لوري خپریده.
- د (الاسلام) مجله چې په ۱۸۹۵ز کال په پاریس کې خپره شوه او په ۱۹۰۶ز کال د هغې ځای (العالم الاسلامي) مجلې ونیو. ددې مجلې چلوونکي په مغرب کې یوه علمي فرانسوي ډله وه. ورسته بیا دا مجله هم په (الدراسات الاسلامیه) باندې بدله شوه.
- په ۱۹۱۰ز کال د (الاسلام) آلماني مجلې هم په خپرونو پیل وکړ.
پنځم: استشراق د ښکیلاک په چوپړ کې:
د (الاسلام) په نامه د آلماني مجلې بنسټ ایښوودونکي کارل هینریچ بیکر (مړینه ۱۹۳۳ز) په افریقا کې د خپلو څیړنو تر څنګ د ښکیلاک د موخو لپاره هم چوپړ کاوه.
بارتولد (مړینه ۱۹۳۰ز) د (العالم) په نوم د روسي مجلې بنسټ ایښودونکي داسې لیکنې او بحثونه خپرول چې په منځنۍ آسیا کې د روس د ولکې د ګټو ساتلو ضمانت ېې کاوه.
هالندي سنوک هرګونجه (۱۸۵۷-۱۹۳۶ز) په ۱۸۸۴ز کال د عبدالغفار په نامه مکې ته ولاړ او شپږ میاشتې هلته پاته شو. له هغه ځایه له راګرزیدو وروسته ېې د اسلامي ختیځ د نیواک او ښکیلاک د چوپړ لپاره لیکنې وکړې. هغه له دې مخکې د ۱۷ میاشتو لپاره په جاوا کې ژوند کړی وو.
د ختیځو ژبو د پالنې مرکز چې په ۱۸۸۵ز کال په پاریس کې جوړ شوی وو، اصلي موخه ېې له ختیځو دولتونو او نژدې ختیځ څخه د هغه معلوماتو راټولول وو، تر څو د هغو په توګه داسې حالات رامنځته کړي چې په دې سیمو کې د ښکیلاک چارې اسانه شي.
شپږم: د استشراق خطرناک افکار او اندونه:
جورج سیل د قرآنکریم د معنا په سریزه کې لیکي: قرآن د محمد پنځونه او لیکنه ده او دا داسې څه دي چې هیڅ د زړه نازړه توب وړ نه دي.
ریچارد بل وايي: محمد قرآن له یهودي او نصراني سرچینو او پخوانیو کتابونو څخه په ځانګړې ډول را اخستی دی.
دوزي (مړینه ۱۸۸۳ز) وايي: قرآن ډیره زیږه بڼه لري او په هغه کې نوي او تاند شیان کم دي. همدارنګه انګیري چې په قرآن کې تر اړتیا ډیرې او ستړې کوونکې خبرې شتون لري.
په هغه لیک کې چې ۱۹۳۸ز کال د نوامبر په ۹مه د بریتانېې د ښکیل شوو سیمو د وزیر (اوم سبیغو) له لوري د بریتانیې دولت ته استول شوې وه لیکل شوي: تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هغه لوی خطر چې امپراطورۍ ته اړینه ده له هغې څخه ویره ولري او پر وړاندې ېې هلې ځلې وکړي، هماغه د مسلمانانو یووالی او یوه ټوټه توب دی. دا خطر یوازې زموږ لپاره نه بلکه فرانسه هم په دې کې له موږ سره ګډه ده. خو زموږ لپاره د خوښۍ ځای دا دی چې خلافت له مینځه ولاړ او هیله لرم چې بیا را رامنځته نشي.
شلدون آموس وايي: شریعت د ختیځې امپراطورۍ لپاره له روماني قانون پرته بل څه نه دی چې د عربي هیوادونو د سیاسي حالت سره سم پکې سمونې رامنځته شوې دي. هغه همدا شان وايي: محمدي قانون په عربي جامه کې هماغه جستنیانو قانون دی.
فرانسوي رینان وايي: عربي فلسفه هماغه یوناني فلسفه ده چې په عربي تورو لیکل شوې ده.
لوییس د هغه خوځښت لارښود وو چې موخه ېې په عامیانه ګړدود او لاتیني تورو د لیکنو لیکل وو.
خو باید وویل شي چې:
په دې کې شک نشته چې مستشرقینو له پخوانیو علمي کتابونو څخه په تحقیقي، څپرکیز او څانګیز ډول د کتابونو په راښکلو او خپرولو کې پراخه ونډه درلودلې ده.
همدارنګه شک نشته چې له دوی څخه ځینې ېې د ځانګړي علمي پوهې درلودونکي دي چې په بحث کې له دوی سره مرسته کوي.
په دې کې هم شک نشته چې ځینې مستشرقین د مسائلو په څیړنه، پلټنه او څارنه کې ډیر زغم درلودونکي او ځواکمن دي.
ځکه نو کیدای شي چې مسلمانان ددوی له کتابونو څخه ګټور توکي واخلي خو د سکالو له ګډوډتوب او ناوړه ښونې څخه باید خبر وي تر څو له هغې څخه ځان لرې وساتي، نورو ته يي وروښيي او یا د هغې ځواب ورکړي، ځکه حکمت د مسلمان ورک شوی څیز دی چې هر ځای ېې وموند وړ ېې دی.
فکري او ګروهیزې ریښې:
استشراق د صلیبي جګړو پر مهال د اسلامي ختیځ او نصراني لویدیځ تر منځ د ټکر پایله ده او په دې اړه سفارتونو او تګ راتګ ډیره ونډه درلوده. د نصرانیت روحاني اړخ ېې بنسټیز لامل وو تر څو د دوکې، چل ول، او بد ښکارونې له لارو اسلام له د ننه څخه مات کړي، خو استشراق په وروستیو کې له دې کړۍ څخه ووت او ځان ېې د علمي روح اړخ ته نژدې کړ.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
لویدیځ د مستشرقینو لپاره له وښو ډک څړځای دی چې پکې څریږي. په لویدیځ کې آلمانیان، بریتانویان، فرانسویان، هالندیان او مجارستانیان او ځینې اسپانویان او ایټالویان هم مستشرقین لري خو د استشراق ستوری په امریکا کې ښه ځلیدلی او هلته ېې ډیر د ډیرو مرکزونو بنسټ ایښودنه کړې ده.
حکومتونو، ټولنو، شرکتونو، بنسټونو او کلیساوو هیڅ کله د استشراق د ځواکمنتوب، تایید، او خپراوي په برخه کې له مرستې ورکولو ډډه نه ده کړې او د پیسو او شتمنیو په ورکولو کې ېې شومتوب نه دی څرګند کړی. همدا شان ېې په پوهنتونو کې د ننوتلو لپاره ورته لارې پرانستې چې په دې سره د مستشرقینو شمیر زرګونه کسانو ته رسیدلی دی.
د استشراق خوځښت د تنصیر او ښکیلاک په ولکه کې وو او په دې وروستیو کې د یهودیت او صهیونیزم چې موخه ېې د اسلامي ختیځ کمزوري او له سیخې یا کږې لارې د خپل نیواک او ولکې ځواکمنتیا ده، په چوپړ کې لویدلی دی.
محمود سعيد
05.06.2011
تبلیغي ټولنه (تبلیغیان)
پیژندنه:
تبلیغیان یوه اسلامي ډله ده چې بلنه ېې د هر هغه چا لپاره چې لاسرسی ورته شونی وي د اسلام د ښیګڼو د تبلیغ په اړه ده او پیروان ېې اړ دي چې د خپل وخت یو څه برخه د تبلیغ او بلنې لپاره ولګوي. دا ډله له حزبي او سیاسي جوړښت څخه واټن لري او ویلای شو چې دا ډله د هند د مسلمانانو له حالت سره سمون خوري، ځکه هغوی په یوه لویه ټولنه کې یوه کوچنۍ لږکۍ جوړوي.
پنځېدنه او نومیالي:
اول:
د دې ډلې بنسټ ایښودونکی شیخ محمد الیاس کاندهلوي (۱۳۰۳-۱۳۶۴ لیږدیز) دی. نوموړی د سهارنپور په یوه کلي کاندهله کې وزیږید، لومړنۍ زده کړې ېې په خپل کلي کې وکړې او وروسته بیا ډهلي ته ولاړ او د دیوبند په مدرسه کې ېې زده کړې بشپړې کړې. دیوبند د هند په نیمه لویه وچه کې د احنافو تر ټولو لویه مدرسه ده چې بنسټ ېې په ۱۲۸۳ل/۱۸۶۷ز کال ایښودل شوی دی.
د شیخ الیاس ښوونکي او مشایخ:
لومړنۍ زده کړې ېې له خپل مشر ورور شیخ محمد یحیی څخه تر لاسه کړې، هغه په سهارنپور په مظاهر العلوم مدرسه کې ښوونکی وو.
شیخ محمد الیاس په ۱۳۱۵ل کال له شیخ رشید احمد ګنګوهي (۱۸۲۹-۱۹۰۵ز) سره د لارې (طریقې) بیعت وکړ.
د دوهم ځل لپاره ېې له شیخ خلیل احمد سهارنپوري سره خپل بیعت نوی کړ.
له شیخ عبدالرحیم رايي سره یو ځای شو او د هغه له ښوونې او روزنې ېې ګټه تر لاسه کړه.
ځینې علوم ېې له شیخ اشرف علي تهانوي (۱۸۵۶۳-۱۹۴۳ز) چې د دوی تر مینځ په (حکیم الامت) مشهور دی، څخه زده کړل.
شیخ محمود حسن (۱۸۵۱-۱۹۲۰ز) چې د دیوبند مدرسې له لویو علماوو څخه دی، هم د نوموړي له ښوونکو څخه دی.
نژدې ملګري:
شیخ عبدالرحیم شاه دیوبندي تبلغي: له شیخ الیاس او له هغه وروسته د هغه له زوی شیخ محمد یوسف سره ېې د تبلیغ په لاره کې ډیر وخت تیر کړی دی.
شیخ احتشام الحسن کاندهلوي: د شیخ محمد الیاس د خور خاوند او دهغه ځانکړی باوري وو. هغه د خپل ژوند ډیره برخه د شیخ محمد الیاس په ملګرۍ او د دې ډلې د چارو په پرمخ بیولو کې تیر کړ.
استاد ابوالحسن علي حسن ندوي: د هند د لکهنو د (ندوة العلما) دارلعلوم مدیر او لوی اسلامي لیکوال وو، هغه له تبلیغیانو سره ډیرې نژدې اړیکې دلودې.
دوهم:
شیخ محمد یوسف کاندهلوي (۱۹۶۵-۱۹۱۷ز) د شیخ محمد الیاس زوی او ځای ناستی وو او په ډهلي کې زیږیدلی وو. هغه د علم په زده کړه او له هغې وروسته د بلنې او د هغه د خپراوي لپاره ډیر سفرونه تر سره کړي دي. هغه څو ځله سعودي عربستان ته تللی او د پاکستان څخه ېې څو ځله لیدنه کړې وه. په لاهور کې ومړ او مړی ېې له هغه ځایه هند ته ولیږدول شو او د ډهلي په نظام الدین کې د خپل پلار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
نوموړي د (امام الاحبار)، (شرح معاني الآثار طحاوي) او (حیات محمد هارون) په نوم مشهور کتابونه لیکلي دي. نوموړی د خپل پلار پر پله، پل ایښی دی.
شیخ محمد ذکریا کاندهلوي (۱۸۰۵-۱۹۴۴ز) د شیخ محمد یوسف د تره زوی او د خور خاوند وو. د شیخ محمد یوسف پالنه او لارښوونه هم د نوموړي پر غاړه وه. هغه د هند په ریحان او د وخت په برکت ستایل کیده. نوموړی شیخ الحدیث او د ډلې لوی څارونکی وو او په وروستیو کې د دې ډلې له لیکو لرې شو.
شیخ محمد یوسف بنوري: د دې ډله له علماوو څخه کراچۍ په نیو ټاون کې د عربیه مدرسې مدیر او شیخ الحدیث او د یوې اردو ژبې میاشتنۍ مجلې مدیر، همدا شان د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی وو.
مفتي محمد شفیع حنفي: د پاکستان لوی مفتي، د کراچۍ د لاندهي دارلعلوم مدیر، د حکیم اشرف علي تهانوي ځای ناستی او تبلیغ د ډلې له علماوو څخه وو.
شیخ منظور احمد نعماني: د تبلیغ له علماوو، د شیخ ذکریا او استاد ابوالحسن ندوي له ملګرو او د دیوبند له علماوو څخه وو.
دریم:
د تبلیغ ډلې دریم مخکښ انعام الحسن دی چې د شیخ محمد یوسف له مړینې وروسته ېې دا دنده پر غاړه واخسته او تر اوسه ور تر غاړې ده. نوموړی له شیخ محمد یوسف سره په زده کړو او سفرونو کې یو ځای وو، ځکه هغوی دواړه یو له بل سره په نژدې عمر او ورته بلنه او خوځښت کې پاته شوي وو.
شیخ محمد عمر بالنپوري: د شیخ انعام له ملګرو او نږدې سلاکارانو ځنې وو.
شیخ محمد بشیر چې د پاکستان د ډلې لارښود او په د لاهور په ریونډ کې د تبلیغ د مرکز مشر دی.
شیخ عبدالوهاب د پاکستان په مرکز کې له لویو مسؤلینو څخه دی.
فکرونه او ګروهنې:
د دې ډلې پنځوونکي د تبلیغ د ټولنې لپاره شپږ ټکي ټاکلي دي او هغه ېې د خپلې بلنې لپاره د بنسټ په توګه ګرزولې دي چې په لاندې ډول دي:
۱- کلمه طیبه (لا اله الا الله محمد رسول الله).
۲- د لمانځه ادا کول.
۳- علم او ذکر.
۴- د هر مسلمان درناوی.
۵- اخلاص.
۶- د الله (ج) په لار کې وتل.
پاته لري...
محمود سعيد
06.06.2011
...
د بلنې په خپریدا کې دا ډول کړنلاره لري:
۱- له دوی څخه څو کسان خپل ځانونه د یوه کلي د بلنې لپاره نوموي او بیا وروسته هر یو د ځان لپاره د خوب یوه ساده بستره او بسیا توښه اخلي خو خواراک ېې باید تر ډیره زیږ او بې مزې وي.
۲- کله چې غوښتل شوي کلي ته ورسیږي نو ځانونه برابروي، څو کسان د اوسیدو د ځای په پاکولو بوخت کیږي او نور د کلي کوڅو، بازار او هټیو ته ځي او خلک د تبلیغ یا (بیان) هماغسې چې دوی وايي، اوریدلو ته رابولي.
۳- کله چې د بیان وخت راورسید، ټول ېې د اوریدلو لپاره راټولیږي او د بیان له پای ته رسیدو وروسته شته کسان په څو برخو ویشي او کړۍ، کړۍ ېې جوړوي چې ورسته بیا هر بلونکی د هغوی یوې برخې ته اودس، د فاتحې سورت، لمونځ، د قرآن کریم تلاوت او یا نور ورزده کوي او دا کار څو ورځې پرلپسې کیږي.
۴- له دې مخکې چې په هغه کلي کې د دوی د اوسیدو وخت پای ته ورسیږي، وګړي د الله (ج) په لار کې نورو ته دبلنې د رسولو او د الله (ج) د دې خبرې (کنتم خیر امة اخرجت للناس) د پلې کولو په خاطر رابولي. ځینې کسان د خپل ځواک، شونتیاوو او وزګارتوب په کچه د یوې ورځې، دریو ورځو، یوې اونۍ، یوې میاشتې او یا...لپاره له هغوی سره د ملګرتوب لپاره ځان نوموي.
۵- ددې لپاره چې د بلنې او ذکر له چارو څخه په بل څه بوخت نه شي او ددې لپاره چې کړنه ېې یوازې د الله (ج) په لار کې وي، د ډوډۍ او نور څه لپاره د کلي د اوسیدونکو هیڅ ډول بلنه نه مني.
۶- له منکراتو څخه د منع کولو لور ته هیڅ پاملرنه نه کوي او په دې باور دي چې اوس د اسلامي ژوند کولو لپاره د وړ چاپیریال د رامنځته کولو پړاو دی او له منکراتو څخه منع به د بلنې په لار کې خنډونه جوړ کړي او خلک به ورځنې کرکه پیدا کړي.
۷- دوی باور لري چې که هر کس په ځانګړي ډول اصلاح شي نو منکرات به په خپله له ټولنې څخه ورک او له منځه ولاړ شي.
۸- وتل او د خلکو بلنه په خپله د بلونکي لپاره هم له ښوونیزو چارو شمیرل کیږي ځکه کله چې دی خلک رابولي نو داسې احساسوي چې زه د خلکو لارښود یم او هغه څه چې خلک ورته رابولم باید لومړی ېې پر ځان پلي کړم.
د مذاهبو تقلید واجب ګني او له اجتهاد څخه منع کوي. البته په دې دلیل چې په اوسنیو علماوو کې د مجتهدۍ هغه شرطونه چې د اجتهاد لپاره ېې باید ولري، نشته.
د صوفیانو له هغو طریقو څخه چې په هند کې شتون لري اغیزمن دي، ځکه نو ځینې هغه چارې چې د صوفیانو صفت دی پر دوی هم پلې کیږي لکه:
۱- د هر مرید لپاره شیخ اړین دی چې ورسره بیعت ولري او هر څوک بیله دې چې بیعت ېې پر غاړه نه وي او مړ شي، د ناپوه (کافر) په شان مړ شوی دی. ډیر کله له شیخ سره بیعت په د خلکو پر وړاندې تر سره کیږي چې په دې غونډه کې د خلکو پر سر یو له بل سره تړل شوې لوېې خیمې درول کیږي او د بیعت ټکلي په ټولیز ډول تکراریږي. دا ډول چاره د میرمنو په غونډه کې هم تر سره کیږي.
۲- د شیخ په ملګرتوب کې مبالغه او همدارنګه د پیغمبر (ص) په مینه او دوستۍ کې افراط کله کله دوی له هغه ادب څخه چې باید د پیغمبر په وړاندې ېې ولري باسي.
۳- خوب لیدنې ته ارزښت ورکوي او هغه ته د رښتیا په سترګه ګوري. تر دې چې دا خوبونه د خپلو هغو چارو د سمون لپاره بنسټیز ګڼي چې د بلني په تګلوري اغیزه کوي.
۴- دوی باور لري چې تصوف په زړه کې د ایمان د خوږو د څکلو لپاره تر ټولو لنډه لاره ده.
۵- د عبدالقادر جیلاني (په جیلان کې- زیږیدنه ۴۷۰ ل)، سهروردي ابو منصور ماتریدي (مړینه۳۳۲ ل) او جلال الدین رومي ( د مثوني د کتاب خاوند- زیږیدنه ۶۰۴ ل) په شان لویو صوفیانو نومونه تل ددوی په خوله دي.
کړنلاره ېې د عاطفي زړه راښکون، هڅونې او اغیزې پر بنسټ ولاړه ده او توانیدلي دي چې ډیر داسې کسان چې په شهوت او ګناهونو کې ډوب وو، وژغوري او د ایمان، عبادت، ذکر، او د قرآن تلاوت لور ته ېې راوبولي.
په سیاست کې خبرې نه کوي، خپل کسان ترې منع کوي او نه ېې پریږدي چې د هغوی په ستونزو کې ورګډ شي. په هر هغه چا چې سیاست کې لاسوهنه کوي، نیوکې کوي. ښايي د دوی او جماعت اسلامي تر منځ بنسټیز اختلاف همدا ټکی وي ځکه جماعت اسلامي د هند په نیمه لویه وچه کې د اسلام له دښمنانو سره مقابله اړینه بولي.
پر تبلیغیانو ځینې نیوکې او کتنې:
دوی د راز راز (نوعي) پرمختګ پر ځای څنډیزه او لږ پراختیا تر لاسه کوي ځکه ډولیز لوړوالی او پرمختګ د وګړو پرلپسې روزنې ته اړیتا لري چې دا چاره په دوی کې شتون نلري. هغه کسان چې دوی ېې رابلي ډیر کله داسې کیږي چې له دوی سره بل ځل یو ځای نشي او او دا کس یا کسان د ژوند د فتنو او دوکې له کبله بیرته هماغه تګلارې ته چې مخکې وو ورګرځي.
دوی په برابر ډول په یوه تنظیم کې شتون نلري بلکه د بلونکو او غړو تر منځ ېې اړیکي د ملګرتوب او تفاهم پر بنسټ دي.
د دوی کار د اسلام د ټولو احکامو د پلي کولو لپاره، همدا شان د اسلام د دښمنانو د هغو فکري څپو سره د مقابلې لپاره چې په خپل ټول ځواک سره له اسلام او مسلمانانو سره د جګړې لپاره تیاریږي، بسنه نه کوي.
د دوی د چارو اغیزه یوازې په هغو کسانو پریوزي چې مسجد ته تګ راتګ کوي، خوپر هغه کسانو چې د خرابو افکارو او باورونو لرونکي دي (او مسجد ته نه ځي)، ددوی اغیزه هیڅ ده.
ویل کیږي چې دوی د اسلام یوه برخه را اخیستې او بله ېې پری ایښې ده او دا ویش او ټوټه ټوټه کول په خپل د اسلام د یو ټوټه توب له طبیعت سره په ټکر کې دي.
فکري او ګروهیزې ریښې:
دا یوه اسلامي ډله ده چې اصلي سرچینې ېې قرآنکریم، د پیغمبر (ص) سنت او د اهل سنت او جماعت کړنلاره ده.
په هند کې د چشتیه لارې په شان د صوفیانو له ځینې لارو څخه هم اغیزمن دي او د لویو صوفیانو لپاره په خپله ښوونه او روزنه کې ځانګړی باور لري.
ځینې کسان باور لري چې دې ډلې خپل افکار د ترکیې د نور له ډلې څخه تر لاسه کړي دي.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د دوی بلنه په هند کې پیل شوه، په پاکستان او بنګله دیش کې خپره شوه او عربي او اسلامي نړۍ ته ولیږدیده. په سوریه، اردن، فلسطین، لبنان، مصر، سودان، عراق او حجاز کې ېې پیروان موندلي دي.
د اروپا، امریکا، آسیا او افریقا په ګډون د نړۍ په ډیرو ښارونو کې ېې بلنه خپره شوې ده او په اروپا او امریکا کې ېې د اسلام لور ته د غیر مسلمانانو د بلنې په لار کې څرګندې هڅې تر سره کړې دي.
عمومي مرکز ېې د ډهلي په نظام الدین کې دی او له هماغه ځایه په نړۍ کې د بلنې چارې همغږې کوي.
د مالي تمویل په برخه کې پخپله په بلونکو باور کوي. له ځینو شتمنو څخه هم څه ناڅه مرسته تر لاسه کوي چې یا مخامخ وي او یا د ځینو بلونکو لګښت پر غاړه اخلي
محمود سعيد
08.06.2011
اسماعیلیه
د اسماعیلیه ډله چې ځان له اسماعیل بن جعفر صادق سره تړي، په ښکاره د اهل بیت پلوي کوي او په رښتیا کې د اسلامي ګروهنو د تالا کولو په لټه کي ده. د اسماعیلیه ډله د وخت په تیریدو سره په ډیرو څانګو وویشل شوه او تر اوسه ېې خپل شتون ساتلی دی.
پنځیدنه او نومیالي:
اول: قرامطه اسماعیلیه: دا ډله په شام او بحرین کې له هغې وروسته راڅرګنده شوه چې د اسماعیلیه د لارښود په وړاندې ېې د امر نه منلو بیرغ پورته کړ او د هغه مالونه ېې لوټ کړل. لارښود ېې د دوی له ویرې د سورېې له سلمیه څخه ماورالنهر ته وتښتید او له نومیالیو څخه ېې:
عبدالله بن میمون قداح چې په (۲۶۰ ل) کال د فارس په سهیل کې څرګند شو.
الفرج بن عثمان قاشاني (ذکرویه) په عراق کې راښکاره شو او د پټ لارښود لور ته ېې بلنه ورکوله.
حمدان قرمط بن اشعت په (۲۷۸ ل) کال د کوفې په نږدو کې خپل شتون څرګند کړ.
احمد بن قاسم چې د سوداګرو او حاجیانو کاروانونه ېې لوټ کړل.
حسن بن بهرام (ابو سعید جنابي) چې په بحرین کې څرګند شو او د قرامطه دولت بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي. د نوموړي زوی سلیمان بن حسن بن بهرام (ابو طاهر) دیرش کاله پادشاهي وکړه او حکومت ېې پراخ شو. په (۳۱۹ ل) کال ېې په کعبه برید وکړ، حجر الاسود ېې غلا کړ او شل کاله حجر الاسود له نوموړي سره پاته شو.
حسن اعصم ابن سلیمان په (۳۶۰ ل) په دمشق باندې ولکه پیدا کړه.
دوهم: فاطمیه اسماعیله: دا هماغه اصلي اسماعیلیه خوځښت دی چې څو پړاوونه ېې تر سر تیر کړي دي:
۱- د پټیدو پړاو: دا پړاو د اسماعیل د مړینې (۱۴۳ ل) له وخته پیل کیږي او د عبدالله مهدي تر منځته راتلو پورې ېې پایښت وکړ. د پټیدنې له کبله ېې د دې پړاو د مخکښانو په نومونو کې هم توپیر شته.
۲- د څرګندیدو پیل: د دې ډلې د منځته راتګ پیل د حسن بن حوشب داعي له وخت سره سم دی. نوموړي په (۲۶۶ ل) کال په یمن کې اسماعیلیه دولت رامنځته کړ او د خپلو هڅو لمن ېې د افریقا شمال ته هم وخوځوله او د کتامه مشران ېې له ځان سره ملګري کړل. له ده وروسته د ده ملګری علي بن فضل رامخته شو او د نبوت دعوه ېې وکړه. هغه خپلو پیروانو ته ېې وویل چې نور پر تاسې لمونځ او روژه نشته.
۳- د څرګندیدو پړوا: دا پړاو هله پیل شو چې عبدالله مهدي راښکاره شو. هغه د سورېې په سلمیه کې ژوند کاوه خو وروسته له هغه ځایه د افریقا شمال ته وتښتید او هلته ېې له خپلو کتامي ملګرو سره یو ځای شو او له هغوی څخه ېې د مرستې غوښتنه وکړه.
عبدالله مهدي خپل بلونکی شیعه ابو عبدالله صناعتي او د هغه ورور ابو عباس دواړه له دې کبله ووژل چې دده د سړیتو په اړه زړه نازړه وو او ویل ېې چې دی هغه ډول نه دی چې دوی په سلمیه کې لیدلی وو.
عبیدالله د افریقا په مهدیه کې د لومړي ځل لپاره د فاطمي اسماعیلیه وو دولت رامنځته کړ او په (۲۹۷ ل) کال ېې پر رقاده ولکه ټینګه کړه. له ده وروسته فاطمیانو یو پر بل پسې د خپلو حکومتونو لړۍ وغزوله چې پاچاهان ېې په دې ډول دي:
- المنصور بالله (ابو طاهر اسماعیل) ۳۳۴-۳۴۱ ل.
- المعز الدین الله (ابو تمیم معد) ۳۴۱- ۳۶۵ ل.
د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په (۳۵۸ ل) کال مصر ونیول شو او د (۳۶۲ ل) کال د روژې په میاشت کې معز خپله هلته ولیږدید.
- العزیز بالله (ابو منصور نزار) ۳۶۵-۳۸۶ ل.
- الحاکم باامرالله (ابو علي منصور) ۳۸۶- ۴۱۱ ل.
- الظاهر (ابوالحسن علي) ۴۱۱-۴۲۷ ل.
المستنصر بالله (ابو تمیم) ۴۲۷-مړینه۴۸۷ ل.
د نوموړي له مرګ ورسته فاطمیان په دوو برخو وویشل شول:
۱- ختیځ نزاریه. ۲- لویدیځ مستعلیه.
د ټوټې کیدو لامل ېې د مستنصر هغه وصیت وو چې پکې ېې له ده وروسته د نزار د واکمن کیدو سپارښتنه کړې وه ځکه چې دا ېې مشر زوی وو خو افضل بن بدر جمالي چې وزیر وو، نوموړی ېې لرې کړ او د هغه د کوچني زوی مستعلی واکمني ېې اعلان کړه ځکه چې مستعلی د وزیر خوریی وو. جمالي نزار ونیو، په بند کې ېې واچاوه او د زندان دروازه ېې په دیوال بنده کړه تر څو نزار همالته مړ شو.
پر مصر، حجاز او یمن د صلیحیانو په مرسته د مستعلیه فاطمیانو واکمني تر یو څه مودې وپاییده او مخکښان ېې په لاندې ډول دي:
- المستعلی (ابولقاسم احمد) ۴۸۷-۴۹۵ ل.
- الآمر (ابوعلي منصور) ۴۹۵-۵۲۵ ل.
- الحافظ (ابو المیمون عبدالمجید) ۵۲۵- ۵۶۴ ل.
الفائز (ابوالقاسم عیسی) ۵۴۴-۵۴۹ ل.
العاضد (ابو محمد عبدلله) ۵۴۹-۵۵۵ ل.
د دوی د واکمنۍ پرځیدنه د صلاح الدین ایوبي په توګه تر سره شوه.
دریم: حشاشین اسماعیلیه: دوی هماغه نزاریه اسماعیلیه دي چې په شام، فارس او ختیځو هیوادونو کې میشت وو. د نزار د بې واکه کیدو پر مهال له فارس څخه د (حسن بن صباح) په نوم یو کس د مستنصر بالله د لیدلو لپاره مصر ته تللی وو خو لکه څنګه چې هلته ېې د دوی د ټوټې، ټوټې کیدو پیښه ولیده نو بیرته فارس ته وګرځید او د مستور (پټ) لارښود لور ته ېې بلنه پیل کړه. نوموړي په (۴۸۳ ل) کال د الموت د کلا واګې تر لاسه کړې او هلته ېې د لویدیځ د نزاري اسماعیلیه د واکمنۍ بنسټ کیښود. دا ډله وه چې په حشاشین (چرسیان) باندې مشهوره شوه ځکه چې دوی ډیر چرس څکول. ده مصر ته سرتیري واستول تر څو الآمر بن مستعلی ووژني. نوموړی وینو ته ډیر تږی کس وو تر دې چې خپل دوه زامن ېې هم وژلي وو. په (۵۲۸ ل) کال بې له دې چې زوی ترې پاته شي ومړ.
د حشاشینو بلونکي دا دي:
- حسن بن صباح (مړینه ۱۱۲۴ ز).
- کیا بزرګ آمید (مړینه ۱۱۳۸ ز).
- د کیا بزرګ آمید زوی محمد (مړینه ۱۱۶۲ ز).
- دوهم حسن بن محمد (مړینه ۱۱۶۶ ز).
- حسن ثاني بن حسن ثاني (مړینه ۱۲۱۰ ز).
- حسن ثالث بن حسن ثاني (مړینه ۱۲۲۱ ز)
- محمد ثالث بن حسن ثالث (مړینه ۱۲۵۵ ز).
- رکن الدین خوارزمشاه له (۱۲۵۵ ز) څخه د مغولي هلاکو په لاس د دوی د کلا د نیولو او د واکمنۍ تر پایه، چې بیا وروسته رکن الدین خوارزمشاه د هلاکو له لوري ووژل شو او دوی هرې خواته تیت پرک شول. دا ډله تر اوسه هم پیروان لري.
څلورم: د شام اسماعیلیه: دا هم د نزاریه اسماعیلیه له ډلې څخه دي چې د اوږده وخت په تیریدو سره بیا هم پر خپلو ګروهنو ټینګ پاته دي او په بندو کې کلاوو کې له خپلو هماغه باورونو سره په ښکاره ډول ژوند کوي. که څه هم دوی له دې وړاندې څرګند اغیز درلود خو اوس یوازې د یوې دینې ډلې په توګه دي چې له ځانه حکومت یا دولت نه لري او اوس هم په سلیمیه، قدموس، مصایاف، بانیاس، الخوابي او الکهف کې شتون لري.
له نامتو څیرو څخه ېې (راشد الدین سنان) چې دوهم نوم ېې شیخ الجبل دی. نوموړی په خپلو چارو کې حسن بن صباح ته ورته وو. هغه د سنان د مذهب بنسټ ایښودونکی دی چې د اسماعیلیه له ګروهنو سربیره پر تناسخ (د روح ګډیدل) هم باور لري
پاته لري...
محمود سعيد
09.06.2011
پنځم: بهره اسماعیلیه: دوی مستعلیه اسماعیلیه دي چې پر امام مستعلی باور لري. له هغه وروسته الآمر او له هغه وروسته د هغه زوی طیب ته درناوی لري، له همدې کبله دوی د طیبه په نوم هم یادیږي. دوی په هند او یمن کې ژوند کوي. دې ډلې له سیاسته لاس واخیست او په سوداګرۍ بوخت شول او په دې لړ کې هند ته ورسیدل. هغه هندوان چې مسلمانیدل هم له دوی سره یو ځای کیدل چې بیا وروسته د بهره په نامه مشهور شول. بهره پخوانی هندي ټکی دی چې د سوداګر په معنی دی.
امام طیب په (۵۲۵ ل) کال پټ (مستور) شو، مستور امامان د نوموړي له ټبر څخه دي چې تر اوس د هغه د ژوند په اړه هیڅ نه پوهیږو، ان تر دې چې د امامانو نومونه ېې هم ښکاره نه دي او د بهره علما هم دوی نه پیژني.
بهره هم په دوو ډلو ویشل شوي دی:
۱- داوودیه بهره: چې په بلونکي قطب شاه داوود پورې تړل شوي، له لسمې لیږدیزې پیړۍ راپه دیخوا په هند او پاکستان کې اوسیږي او بلونکی ېې په بمبئ کې دی.
۲- سلیمانیه بهره: له خپل بلونکي سلیمان بن حسن سره تړاو لري او تر اوسه ېې مرکز په یمن کې دی.
شپږم: آغاخاني اسماعیلیه:
دا ډله د نولسمې زیږدیزې پیړۍ په لومړۍ درییزه کې په ایران کې رامنځته شوه او بلونکي ېې دا دي:
۱- حسن علي شاه چې لومړی آغاخان بلل کیږي، د انګلیس له لوري د کودتا په تر سره کولو وګمارل شو تر څو خپلې لاسوهنې ته لاره پرانیزي. ځکه نوموړي د نزاریه اسماعیلیه لور ته بلنه پیل کړه. له ایران څخه افغانستان او له هغه ځایه بمبئ ته وشړل شو. د آغاخان وړنوم (لقب) هم د انګلیس له لوري ورکړل شو او په (۱۸۸۱ ز) کال ومړ.
۲- آغا علي شاه چې دوهم آغاخان دی (۱۸۸۱-۱۸۸۵ ز).
۳- له هغه وروسته ېې زوی محمد حسیني (۱۸۸۵-۱۹۵۷ ز) راځي چې دریم آغاخان بلل کیږي. نوموړي په اروپا کې ژوند ته لومړیتوب ورکاوه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې راګرزیدلی وو. د مړینې پر مهال ېې د خپل ځای ناستې په توګه خپل لمسي (کریم) ونوماوه او دا وصیت ېې د اسماعیلیه له قانون سره په ټکر کې وو ځکه د هغه قانون له مخې مشر زوی وړ کس وو.
۴- کریم چې څلورم آغاخان بلل کیږي له ۱۹۷۵ ز کال راپدیخوا تر ننه په خپل ځای پاته دی، د امریکا په یوه پوهنتون کې ېې زده کړې تر سره کړې دي.
اووم: واقفه اسماعیلیه:
دا هم د اسماعیلیه له ډلو څخه یوه ده چې د لومړني پټ امام (محمد بن اسماعیل) پر مخکښتوب ولاړ دي او د هغه د بیرته راتګ خبره ېې کړې ده.
افکار او ګروهنې:
د معصوم او ټاکل شوي مخکښ د شتون اړینوالی چې د محمد بن اسماعیل له ټبر څخه او د پخواني مخکښ مشر زوی وي. خو له دې تګلارې څخه څو ځلې وتنه تر سره شوې ده.
د دوی په اند پاکي له ګناهونو په نه تر سره کولو کې نه ده بلکه دوی ګناهونه داسې جوتوي چې له ګروهنو سره ېې سمون ولري.
څوک چې د خپل وخت مخکښ ونه پیژني نو د هغه مړینه د ناپوهۍ مړینه ده.
له خپل مخکښ سره داسې ښیګنې او ستاینې تړي چې هغه له خدای سره ورته کوي، هغه د پټ علم پوه ګڼي او د خپلو لاسته راوړنو پنځمه برخه هغه ته ورکوي.
په سپمونه او پټ ساتلو باور لري او په خطرناکو حالاتو کې هغه کاروي.
لارښود د اسماعیلیه بلنې د ملا تیر جوړوي او د دوی ګروهنې هم د لارښود د شخصیت پر شاوخوا راڅرخي.
خالي ځمکه د مخکښ نشي کیدای. که مخکښ څرګند وي نو د هغه دلیل پت پاته کیدای شي او که مخکښ پټ وو نو اړینه ده چې دلیل او بلونکي څرګند وي.
دوی پر تناسخ (د ارواوو ګډیدل) باور لري او وايي چې: مخکښ یا امام د ټولو پخوانیو مخکښانو ځای ناستی دی.
د الله (ج) له صفاتو منکر دي ځکه چې د دوی په اند الله پاک د عقل له لاسرسي لوړ دی، ځکه نو وايي چې هغه هم شته دی او هم نشته، نه عالم دی نه جاهل، نه ځواکمن دی نه کمزوری، دوی نه مطلق شتون مني او نه هم مطلق نه شتون، ځکه نو د دوی له نظره خدای دوه مخامخ د دوو غلیمانو پنځوونکی او د دوو یو بل پر وړاندې واکمن دی. نه پخوانی دی او نه وروستنی ځکه امر او ټکي ېې پخواني او جوړونه او منځته راوړنه ېې وروستنۍ ده.
د بهره ډلې ګروهنې:
- د نورو مسلمانانو په مسجد کې لمونځ نه تر سره کوي.
- په ښکاره نورو مینځلارو اسلامي ډلو ته ورته باورونه لري خو په پټه بل څه کوي. دوی لمونځ کوي خو لمونځ ېې د پټ اسماعیلي لارښود چې د طیب بن آمر له اولادې څخه دی، لپاره دی.
- د نورو مسلمانانو په شان مکې ته د حج لپاره ځي خو وايي چې کعبه زموږ د مخکښ له رمزونو څخه ده.
د حشاشینو شعار دا دی چې وايي: په ریښتیا هیڅ هم نشته او هر کار روا او مباح دی. د دوی کار د منظمو وژنو ترسره کول او کلکو کلاوو او پټنځایونو ته پناه وړل وو.
امام غزالي د دوی په اړه وايي: هغه څه چې له دوی څخه نکل شوي په پوره توګه د حجاب لرې والی او رواتوب، د ناروا او ناجایزو توکو رواوالی او له شریعت څخه انکار دی، خو هغوی ټول کله چې دا خبره ورپورې وتړل شي، ترې منکریږي.
دوی باور درلود چې خدای (ج) په مخامخ توګه نړۍ نه ده پیدا کړې بلکه د ټولیز عقل له لارې او د هغه له لوري رامنځته شوې ده. ټولیز عقل د الله د ټولو صفاتو سیمه ده او هغه حجاب نوموي او وايي: ټولیز (کلي) عقل په انسان کې کې ګډ شوی او هغه انسان هماغه پیغمبر دی. همدارنګه ېې په پټو مخکښانو چې د پیغمبر ځای ناستي دي، کې حلول (ګډون) کړی. محمد خبرې کوونکی او علي بنسټ دی چې تفسیر کوي.
فکري او ګروهیزې ریښې:
د دوی مذهب په عراق کې سر راپورته کړ او له هغه وروسته فارس، خراسان، ماورألنهر یعنې هند او ترکستان ته وتښتیدل، ځکه نو د دوی په مذهب کې د فارس زړې ګروهنې او د هند باورنه ګډ شول او له دوی سره کوږلاري او هواپاله خلک ګډ شول چې دا پخپله د دوی د کږیدنې د زیاتوالي او لارورکۍ لامل شو.
د ټول هند بابران، د ځلا فلسفیان، بودائیان، د کلدانیانو پاته شوني او (زاړه) فارسیان یو ځای شول او د روحانیاتو، او ستور پیژندنې په اړه ېې ورڅخه افکار او باورونه تر لاسه کړل. ددې خرافاتو د اخستلو کچې د دوی تر منځ توپیر درلود. پټوالي او ګوښه توب د دې خرافاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړه.
له دوی څخه د قرامطه وو په شان ځینو ېې د مزدک او زردشت مذهبونه د رواتوب او ګډوالي تر کچې منلي دي.
د دوی ګروهنې له قرآن او سنتو څخه نه دي اخستل شوې بلکه په مذهب کې ېې داسې فلسفو او باورونو ځای نیولی چې دوی د اسلام له کرښې وباسي.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د اوږده وخت په تیریدو او د حالاتو له بدلون سره د اسماعیلیه وو د واکمنۍ سیمو په خپلو سارو او اوږدو کې یو له بل سره توپیر درلود. د دوی اغیز ټوله اسلامي نړۍ په غیږ کې نیسي خو د بیلابیلو جوړښتونو په درلودلو سره چې هر مهال ېې له بل سره توپیر لري.
- قرامطه وو پر الجزیره، شام، عراق او د ماورألنهر پر هیوادونو ولکه درلوده.
- فاطمیانو د یو داسې واکمنۍ بنسټ کیښود چې اوږده ېې د اطلس له څنډو د افریقا تر شمال پورې وو او مصر او شام ېې هم ونیول. د عراق وګړو هم د دوی مذهب ته غاړه کیښوده او په (۵۴۰ ل) کال د دوی په نامه د بغداد په منبرونو کې خطبه ولوستل شوه خو د دوی واکمني د صلاح الدین ایوبي په لاس په ګونډو شوه.
- آغاخانیان په نایروبي، دارالسلام، زنجبار، مدغاسکر، کنغو، بلحیي، هند، پاکستان او سوریه کې میشت دي او د ټولیزې لارښودنې مرکز ېې د کراچۍ ښار دی.
- بهره یانو په یمن، هند او دې سیمو ته په نژدې سواحلو کې ژوند غوره کړی دی.
- د شام اسماعیلیه وو د ښارونو په ساره او اوږدو کې څو کلاوې او سنګرونه ولکه کړي وو چې تر اوسه هم په سلمیه، خوابي، قدموس، مصیاف، بانیاس او الکهف کې د هغو پاتې شونې شتون لري.
- حشاشین په ایران کې خپاره شول او قلعه الموت ېې د قزوین د سیند په سهیل کې ونیوله او واکمني ېې پراخه شوه. دوی د سني مذهبه عباسي واکمنۍ په مینځ کې پراخه سیمه د ځان لپاره ونوموله، کلاوې ېې په پرلپسې ډول ونیولې تر څو بانیاس، حلب او موصل ته ورسیدل. د صلیبیانو پر مهال له دوی څخه یو د دمشق قاضي وو. په پای کې د دوی پاچاهي مغولي هلاکو له منځه یووړه.
محمود سعيد
02.09.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
حزب تحریر
حزب تحریر یو سیاسي اسلامي ګوند دی چې د بلنې په ترڅ کې د اسلامي خلافت د بیرته راتګ پر وجوب ټینګار کوي او د نظام په بدلون کې یوازې د فکر پر ځواکمنتوب او اغیزمنتوب باور لري. دې ګوند شرعي فتوی ګانې او اجتهادونه هم صادر شوي دي چې دا ګوند ېې دجمهورو مسلمانو علماوو له نیوکو سره مخ کړی دی.
پنځیدنه او نومیالي:
د دې ګوند بنسټ ایښودونکی شیخ تقي الدین نبهاني (۱۹۰۹-۱۹۷۹ز) فلسطیني دی چې د حیفا د اجزم قضا په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې ېې په خپل کلي کې تر سره کړې، وروسته له الازهر سره یو ځای شو او په قاهره کې ېې زده کړې بشپړې کړې. وروسته بیرته فلسطین ته راوګرزید او هلته ېې په ځینو ښارونو کې د ښوونکي او له هغه وروسته د قاضي په توګه دنده تر سره کړه.
د ۱۹۴۸ ز کال د پیښې له کبله له خپله کورنۍ سره بیروت ته ولیږدید. وروسته د بیت المقدس د استیناف په شرعي محکمه کې د غړي په توګه وګمارل شو او له هغه وروسته ېې په عمان کې د اسلامي پوهنځۍ د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه.
په ۱۹۵۲ ز کال ېې د خپل ګوند بسټ کیښود او د هغه د ریاست لپاره ېې له نورو کارونو څخه ځان وایست. په همدې مهال ېې ځینې کتابونه او لیکنې خپرې کړې چې هغه په ټولیزه توګه د ګوند د کلتوري او ثقافتي سرچینې په توګه پیژندل کیږي.
نوموړي د اردن، سورېې او لبنان تر منځ تګ راتګ کاوه تر څو چې په بیروت کې ومړ او همالته خاورو ته وسپارل شو.
د دې ګوند د مخکښانو پيژندنه ډیره ستونزمنه ده ځکه پټیدنه او د پردې تر شا کړنې په دې ګوند کې ډیر دود لري. د نبهاني له مړینې وروسته، عبدالقدیم زلوم د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د فلسطین د الخلیل په کلي کې زیږیدلی دی او د (هکذا هدمت الخلافه) د کتاب لیکونکی دی.
د هغه وړاندیز پر بنسټ چې د علي فخرالدین، طلال بساط، مصطفی صالح، مصطفی نحاس او منصور حیدر له خوا وړاندې شوی وو، په ۱۳۷۸-۱۰-۱۹ نیټه په لبنان کې د دې ګوند یوه څانګه پرانستل شوه.
شیخ احمد داعور په ادرن کې د دې ګوند د یوې څانګې مشري په غاړه درلوده او په ۱۹۶۹ ز کال کې د ګوند له لوري د واکمنۍ د لاس ته راوړلو لپاره پړ وبلل شو او په اعدام محکوم شو خو وروسته ېې د اعدام حکم لغو شو.
د ۱۹۸۳ز کال د اګوست په میاشت کې د دې ګوند ۳۲ کسان په مصر کې محاکمې ته وړاندې شول او اعلان شوه چې دا کسان په کودتا او د نظام د بدلون لپاره پر هڅو پړه دي. له مخکښانو څخه ېې لاندې کسان د یادونې وړ دي: عبدالغني جابرسلیمان (انجینر)، صلاح الدین محمد حسن (د کیمیا ډاکټر)، چې دواړه په نمسا کې اوسیدل، په آلمان کې میشت کمال ابو لحیه فلسطیني (د بریښنا ډاکټر)، او د قاهرې د جامعې زده کړیال علاالدین عبدالوهاب حجاج.
عبدالرحمان المالکي چې له د ګوند له لارښوونکو او د سورېې اوسیدونکی وو، نوموړی د (العقوبات) کتاب لیکونکی دی.
ګروهنې او باورونه:
دا ډله د اسلامي ډلو څخه یوه ده او د اهل سنت او جماعت د مفکورې خاوندان دي او بلنه ېې پر همدې بنسټ ولاړه ده. موخه ېې لومړي په عربي او بیا په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي دولت په جوړلو سره د اسلامي ژوند بیرته راګرزول دي او له هغې ورووسته به د بلنې کار د مسلمان امت په مټ غیر اسلامي هیوادونو ته رسول کیږي.
هغه نښه او ځانګړتیا چې دا ګوند ېې درلودونکی دی، د ګوند له لوري په لومړیو کې د مسلمان شخصیت او بیا د مسلمان امت د جوړونې په لار کې د ثقافت، کلتور او باور لور ته زیاته پاملرنه ده او له ګوند سره د ښکیلو کسانو د ثقافتي اړخ د پیاوړتیا لپاره زیاته هڅه کیږي.
دا ګوند پر اسلام باندې د بیا باور لپاره ډیره هڅه کوي، هغه که د ثقافتي او کلتوري اړخه وي او یا هم سیاسي اړخ ولري. د ګوند ثقافتي او سیاسي کړنلاره په دې ډول ده:
۱- ثقافتي او کلتوري کړچار: دا کړچار پر اسلامي ثقافت د میلیونونو وګړو د روږدي کولو له لارې تر سره کیږي او د ګوند غړو ته اړینه ده چې د عامو وګړو تر مخ دریدلو، خبرو اترو، د پوښتنو ځوابونو، د شکونو لرې کولو، او تاییدونو لپاره تیار وي تر څو هغه د اسلام په د ننه کې ویلي کړي، (د مفاهیم اساسیة له کتاب څخه، ۸۷ مخ).
۲- سیاسي کړچار: د سیاسي کړچار له مخې ګوند او غړي ېې د پیښو په انتظار وي او پیښې او واقعې داسې ارزوي چې د اسلامي افکارو پر روغوالي او د باورونو پر ریښتینولی دلالت وکړي او په دې ډول د میلیونونو انسانانو پر وړاندې پر اسلام باور پیدا کیږي، (ندأ حار، ۹۶ مخ).
د تحریر ګوند موخې ته درسیدو لپاره خپله فلسفه په دې ډول څرګندوي: په هره ټولنه کې وګړي د دوو لوړو دیوالونو تر مینځ ژوند کوي: د باورونو او فکرونو دیوال او د هغو نظامونو دیوال چې د ژوند غوښتنې او ورځنۍ چارې په خپله لمن کې رانغاړي، ځکه نو هر کله چې وغوښتل شي په یوه ټولنه کې د هماغه ټولنې د وګړو له لوري کوم بدلون رامنځته شي نو تر ټولو لومړی په بهرني دیوال (د فکر او ګروهې اړخ) برید کوي چې د دې برید په توګه فکري مخالفت رامنځته کیږي او په پایله کې ېې فکري اوښتون (انقلاب) رامنځته کیږي چې بیا وروسته دا اوښتون د یوه سیاسي اوښتون لامل ګرځي.
ګوند د بدلون او اوښتون پړاوونه په دریو برخو ویشلې دي:
- لومړی پړاو: فکري او کلتوري مقابله د هغه کلتور او ثقافت په مټ تر سره کیږي چې ګوند پنځولی او رامنځته کړی وي.
- دوهم پړاو: فکري اوښتون چې د سیاسي او ثقافتي اړخونو په مرسته له ټولنې سره د ګډون او یوالي له لارې رامنځته کیږي.
- دریم پړاو: د ملت او خلکو له لوري په بشپړه توګه د حکومت واګې په لاس کې اخستل.
ګوند پر دې باور دی چې د دریم پړاو په ترڅ کې د یوه دولت یا ډلې له مشر، د یوه ټبر له مخکښ یا سفیر او نورو څخه د مرستې غوښتنه اړینه ده.
ګوند په لومړیو کې د حکومت د لاسته راوړلو لپاره د بنسټ ایښودنې له نیټې څخه دیارلس کاله وخت تعین کړ او وروسته ېې د ستونزو او حالاتو په پام کې نیولو سره دا نیټه دیرش کلونو ته وغزوله تر څو هغه او دا دواړه تیرې شوې خو هیڅ هم تر سره نه شول.
ګوند په روحي چارو سترګې پټوي او هغو ته په سربیرنه توګه ګوري او وايي: په انسان کې روحي هوښ او جسدي غوښتنې شتون نه لري، بلکې په انسان کې اړتیاوې او غرائز شته چې باید ماړه شي، کله چې دا غوښتنې او اړتیاوې د هغه نظام پر بنسټ چې د الله له لوري راغلی دی پوره شي، نو د روح لور ته مخه کوي او د هغه د ځواکمنتوب سبب ګرځي. کله چې دا غوښتنې او غرائز له نظام پرته او یا د یو داسې نظام په مرسته پوره شي چې د الله له لوري نه دی نو د ا مړښت مادي مړښت دی او د انسان د بدمرغۍ سبب کیږي.
شیخ تقی الدین پر دې باور دی چې د اسلامي دولت د رامنځته کیدلو پر وړاندې لاندينۍ ستونزې شتون لري:
۱- غیر اسلامي فکرونه او د اسلامي نړۍ سره د هغوی مقابله.
۲- د یرغلګرو ځواکونو د حالت پر بنسټ ولاړې ښوونیزې خپرونې.
۳- د ځینو دودونو او کلتورونو لوی ګڼل او هغو ته د نړیوالو علومو په سترګه کتل.
۴- په دوامداره توګه د یرغلګرو د حالت او لارې پر بنسټ د ښوونیزو کړنلارو پلي کول.
۵- په اسلامي نړۍ کې په غیر اسلامي توګه د ټولنو ژوند کول.
۶- د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو تر منځ لرې والی، په ځانګړې توګه په سیاسي واک او مالي سیاست کې چې په بیلا بیلو برخو اغیزه لري او له اسلامي ژوند څخه د مسلمانانو اخیستنه کمزورې کوي.
۷- په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ پر بنسټ راټوکیدلې هغه واکمنۍ چې د شتمنۍ لرونکو (سرمایه دارۍ) نظام پلی کوي.
۸- د وطن پالنې، ټبر پالنې او کمونیستي نظریاتو عامتوب.
ګوند په خپلو غړو باندې د قبر عذاب او د دجال راڅرګندیدلو باور حرام ګرزولی او پر هغه باندې باور کوونکی ګناهګار ګڼي.
د ګوند مخکښان او لارښوونکي په دې پړاو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپل کار لپاره خنډ ګڼي او له هغو څخه ځان ګوښه کوي، دوی دا کار د اسلامي دولت چې رامنځته به شي، دنده ګڼي.
ګوند له ۱۸۷ مادو څخه جوړ یو قانون لري چې د هغه دولت لپاره چې دوی ېې د رامنځته کیدو تمه لري جوړ شوی دی چې دا کړنه ېې له شتون څخه لرې او یو فکري چاره ده.
څیړونکي پر حزب تحریر باندې د ځینو کړنو له کبله نیوکې کوي چې ځینې ېې په لاندې ډول دي:
لومړی د بلنې چارې:
سیاسي او فکري لور ته زیاته پاملرنه او روزنیز او روحي اړخ ته نه پاملرنه.
په شخړو او بحثونو کې له ټولو نورو اسلامي ګوندونو سره د ګوند د غړو بوختیا.
په شخصیت جوړونې او ګروهیزو برخو کې عقل ته ډیر ارزښت ورکول.
د مرستې غوښتنې له لارې د حکومت د تر لاسه کولو په لار کې پر بهرنیو عواملو تکیه کول چې ډیر وخت پکې ناڅاپي پیښې او ښکیلتیاوې رامنځته کیږي.
په اوسني پړاو کې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه د ګوند ګوښه توب.
هر څوک چې د حزب فکرونه ولولي نو دې پایلې ته رسیږي چې د حزب لومړنۍ موخه هماغه حکومت او واکمنۍ ته رسیدل دي.
تر ځینو غوښتنو پورې د حزب تړل کیدل او د ځینو اسلامي موخو سره لنډ پاته کیدل او ځینو نورو برخو ته نه پاملرنه.
دا فکر چې د ثقافتي او کلتوري کړنو پړاو به دوی د فکري اوښتون تر پړاوه او دا پړاو به ېې د واکمنۍ تر لاسته راوړلو پورې رسوي، په داسې حال کې چې دا فکر د بلنو په ازمیښت کې د الهي سنتو سره په ټکر کې دی او له هغه ریښتیا څخه لرې دی چې له زرګونو خنډونو سره تړلی دی.
له ټولو هغو ګوندونو سره دښمني چې د دې ګوند په سیمو کې شتون لري، هغه څه دي چې دا ګوند ېې د تل لپاره د شخړو او نښتو سره تړلی دی، ښايي پټې کړنې او حکومت ته د رسیدلو لپاره د دوی حرص یوازینی څیز وي چې له دوی څخه د نورو ډلو د ویرې سبب ګرځي او همدا وجه ده چې له دې ګوند سره نرم چلند وکړي.
دوهم فقهي مسایل:
دې ګوند د ځینو نا آشنا فقهي احکامو او فتواوو لپاره ګام پورته کړ چې د اسلامي فقې او اسلامي روحېې څخه لریوالی لري، او خپلو پیروانو ته ېې له هغو څخه د پلي کولو او خپرولو غوښتنه وکړه، چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:
د شوری په ناستو کې د غیر مسلمان او ښځو د ګډون اجازه ورکول.
د میرمنو د لوڅو مخونو مباح ګڼل او جواز ورکول.
د بیګانه میرمنې سره لاس ورکول او مچول جائز ګڼل.
د ښځو لپاره د دریشي اغوستل جائز ګڼل او که چیرې ېې د میړه په امر په لرې کولو نافرماني وکړي، ګناهګاره نه ګڼل کیږي.
د مسلمان دولت لپاره د کافر واکمن واکمني جائزه ګڼل.
د مسلمانو دولتونو له لوري کفري دولتونو ته د جزېې ورکول روا ګڼل.
د کافر دولت له لوري د ټاکل شوي کس تر بیرغ لاندې د جګړې اجازه، په دې شرط چې جګړه خپله د کفارو تر منځ وي.
د مسلمان خلاباز (فضانورد) څخه د لمانځه ساقط ګڼل.
د قطبینو د اوسیدونکو لپاره د لمانځه او روژې ساقطیدل.
د هغو کسانو لپاره د لس کاله بند جزا چې له خپلو تلپاته محارمو سره واده وکړي.
د سویز د کانال په شان د اوبیزو تیرلارو عام ګڼل او له هغو څخه د هیڅ کاروان منع کول جواز نه لري.
د دوی په باور د هغو لیږدوونکو وسایلو (بیړۍ او اولوتکې...) په توګه سپرلي جواز لري چې له پردیو شرکتونو سره تړاو ولري او د هغو وسیلو چې د مسلمانو شرکتونو سره تړاو ولري سپرلي ېې حرامه ده، ځکه دوهم ډول د دوی په باور د معاملې اهل نه ګڼل کیږي.
فکري او ګروهیزي جرړې:
د ګوند بنسټ ایښودونکی د ټبریزو فکرونو لرونکی وو، له همدې کبله ېې په ۱۹۵۰ز کال د (رسالة العرب) په نوم کتاب خپور کړ. د دې فکر اغیزې په ځینو اولیتونو کې، د بیلګې په ډول تر نورو لومړی په عربي دولتونو کې د اسلامي خلافت رامنځته کیدل تر سترګو کیږي.
نبهاني په لومړیو کې له اخوان المسلمین سره اړیکې درلودې، د اخوان المسلمین په غونډو کې ېې ویناوې کولې، د اخوان المسلمین د ګوند او د هغه د لارښود حسن البنا ستاینه ېې کوله، خو ډیر وخت تیر نه شو چې په ځانګړي او بیل ډول ېې د خپل ګوند د جوړیدلو اعلان وکړ.
ډیرو کسانو له نوموړي وغوښتل چې د دې ګوند له جوړیدلو لاس واخلي، له هغې ډلې څخه استاد سید قطب چې په ۱۹۵۳ز کال ېې له قدس څخه لیدنه کوله، له نبهاني سره ېې ډیرې خبرې اترې او بحث وکړې او د یوالي لور ته ېې بلنه ورکړه، خو نبهاني په خپل دریځ ټینګ ولاړ وو، هغه مهال سید خپله هغه مشهوره خبره وکړه: پرې ېې ږدۍ، د کار پایله به ېې هغه څه وي چې اخوان له هغه ځایه پیل کړی وو.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
ګوند په لومړیو کې اردن، سوریه او لبنان د خپلو کارونو لپاره مرکز وټاکل، وروسته ېې جوړښتونه نورو اسلامي هیوادونو ته هم ورسیدل چې بیا په وروستیو کې اروپا او په ځانګړې توګه نمسا او آلمان ته ورسیدل.
ګوند په بیروت کې د (الحصارة) په نوم یوه اونیزه هم خپروله.
ګوند هغه هیوادونه او سیمې چې پکې کار کوي د ولایاتو په نوم یادوي، د ګوند لارښوونه په هر ولایت کې د هماغه ولایت د شورا غونډه کوي او دا شورا د (لجنة الولایه) په نوم یادیږي، دا لجنة له دریو تر لسو کسانو پورې غړي لري. د ولایاتو لجنې د مشرانو د پټې غونډې تر واک لاندې کار کوي.
وصيل پېروز
02.09.2011
السلام عليکم
محمود سعيد صاحب ! روغتيا مو غواړم او د تېر اختر مبارکي درته وايم
يو ډېر غوره اقدام کړی دی په رښتيا هم په پښتو ژبه کي د داسي اثارو کمی ډېر احساسېږي ، څو ورځې وړاندي مي د همدې ډلو ټپلو په اړه معلومات غوښتل چي همدا کتاب راته په دې اړه غوره سرچينه وبرېښېده مګر دلته مي ونه موند بلکي له لاهور څخه مي را وغوښت چي په عربي ژبه وو او ښکلې محتوا يې درلوده .
په پښتو کي زما له معلوماتو سره سم نه دی ژباړل شوی او کوم ورور چي په دې اړه يو پيوند ورکړی وو هغه جلا موضوع ده او جلا کتاب دی ، په هغه کتاب کي د دينونو په اړه معلومات دي يا په بل عبارت له اسلامي کرښې دباندي معلومات پکي راغونډ شوي دي مګر په دې ژباړل کېدونکي کتاب کي د هغو ډلو په اړه معلومات را غونډ شوي چي په اسلام کي دننه دي .
بيا مو هم اقدام ستايم او هر ګام مو نېکمرغه غواړم .
په مينه او درنښت
محمود سعيد
04.09.2011
ډیر دروند پیروز صیب!
زما ډیر سلامونه او د تیر اختر مبارکیانې هم ومنئ.
ستاسو له هڅونې او ښکلي اند څخه یوه نړۍ مننه، له الله نه درته اوږد، خوښ او سوکاله ژوند غواړم.
د کتاب او ژباړې په اړه ستاسې نیوکو، وړاندیزونو او نظرونو ته سترګې په لار یم. یو ځل بیا مننه
محمود سعيد
07.09.2011
الاوپوس ديي
EL OPUS DEI INSTITUTO SECULAR
پیژندنه:
الاوپوس دیي له رهبانیت پرته یوه معاصره نصراني کاتولیک، دیني ډله ده چې له دقیقو او کلکو ګوندي قوانینو او جوړښتونو سره سم او د نوي دور له پریمانه توکو څخه په ګټه اخستنې، د انجیل د زده کړې او پخواني مسیحیت ته دورګرزیدو لپاره هڅې کوي. دوی پر سیاسي، اقتصادي او روزنیزو اړخونو په ولکې کولو د خپل پرمختګ لارې لټوي. نوم ېې د (سپیڅلي صلیب ټولنه) او همدا شان د (الله په لار کې د کړنو غورځنګ) په معنی راځي.
پنځیدنه او نومیالي:
دا خوځښت په ۱۹۲۸ ز کال د اکتبر په دوهمه په اسپانیا کې د خوزه ماریا اسکریفا کشیش له لوري رامنځته شو. نوموړي د دې لپاره چې خپل تنظیم سپیڅلی وځلوي وویل: دی د الله له لوري د وحې په مرسته د دې کار لپاره ګمارل شوی دی.
په ۱۹۳۰ ز کال ېې د ښځو څانګه هم د نارینه وو د څانګې تر څنګ رامنځته شوه چې جوړښت او خپریدنه ېې د نارینه وو د څانګې په څیر وو.
د جنرال فرانکو د واکمنۍ پر مهال او په ځانګړې توګه د اسپانیا د داخلي جګړو له پای ته رسیدو وروسته د اسکریفا افکارو د څریدنې لپاره په اسپانیا کې ښه سمسوره ځمکه ومونده.
د دې ګوند د غړو له ډلې څخه ځینې ېې د اسپانیا د وزارت تر ګدۍ هم رسیدلي دي او اوس هم وزیران دي. هوکې د وزیرانو ډیره برخه همدا کسان جوړوي چې د هغو له ډلې څخه ځینې ېې دا دي:
۱- د صنایعو وزیر: لوبیث برافو.
۲- د عدلیې وزیر: اومیرو.
۳- د روزنې وزیر: تاناجو.
۴- د کرنې وزیر: امبروار.
په ایټالیا کې د دې ګوند له پیاوړو غړو څخه د روزنې وزیر فلاکوی، د کورنیو چارو وزیر سیلفارو، د روزنې د چارو دوزارت د چارو رئیس فازو، او د میلاد د کاتولیکي پوهنتون رئیس ادرینو بوسدا چې په ۱۹۸۵ ز کال ریاست ته ورسید.
دوی اوس مهال د اسپانیې په پارلمان کې لږ تر لږه دیرش کسه استازي لري چې ټول د ګوند غړي دي او د هغه له اوامرو سره سم کار کوي.
د کلیساوو مشران او راهبان هم شته چې په پټه توګه د ګوند غړي دي او د هسپانیې د وګړو او ټولنو تر منځ او اردو کې کار کوي.
په روم کې د لاهوتي زده کړو ریاست هم له همدې ګوند سره تړلی دی چې له آره د هسپنې د دانګانافرای یوه څانګه ده.
ګروهنې او افکار:
اول: دیني او تنظیمي افکار:
نور بیا...
محمود سعيد
08.09.2011
ګروهنې او اندونه:
اول: دیني او ګوندي اندونه: د دې ګوند اهداف سوچه دیني مسیحي دي، ګوند د کاتولیکي عقایدو سره سم د روزنې، سیاست او اقتصاد له لارې د مسیحیت د خپرونې او لوړتیا لپاره کار کوي. دا ګوند د دیني کسانو او نارینه وو تر څنک د غیر دیني مسیحیانو او میرمنو څخه جوړ دی خو تر ټولو ډیره پاملرنه د ځوانانو لور ته کوي.
ګوند خپل غړي هڅوي تر څو د نورو لپاره ښه بیلګه وي، همدا شان په پټیدنه او سریتوب باندې ټینګار کوي.
ګوند د خپلو غړو تر منځ د ټینګار، پاکوالي، ښه کړچار او سخت ژوند د دود کولو لور ته ډیره پاملرنه کوي، ګواکي غواړي په خپلو غړو کې د لومړنیو مسیحیانو روحیه راژوندۍ کړي.
په ګوند کې د نوو غړیو ننوتل، د غړیتوب نه وروسته د غړو تر منځ کړنې او د ګوښه توب او استعفا برخې ځانګړي قوانین لري، کارونه داسې ویشل کیږي چې هر کار د همغه کار کارپوه ته سپارل کیږي او خپلو غړو ته د نیوکې حق ورکوي.
ګوند بشپړیدو ته نږدې شوی دی او غواړي د روحي، دیني او د تمدن په غیږ کې د رامنځته کیدونکو داسې پوره تنظیمي توکو څخه چې د کړنلارو، اهدافو، جوړښتونو او مالي برخو لرونکي وي، تر منځ تړون او جوړښت رامنځته کړي.
له آره دا ګوند د جنرال فرانکو د ملاتړ لپاره رامنځته شو او د جنرال فرانکو له لوري د دې ګوند ملاتړ ېې په اغیزې او خپریدو کې ډیره مرسته وکړه.
کیدای شي ووایو چې: دا یو دیني کاتولیکي تنظیم دی چې تګ ېې پر بیلابیلو هیوادونو او په ځانګړې توګه پر هسپاینې د سیاسي او اقتصادي سیوري دغوړولو او موخو پر بنسټ دی.
دې تنظیم یوه حیرانوونکې اقتصادي او صنعتي امپراطوري جوړه کړې ده چې په د نړۍ د تر ټولو نویو او پرمختللو اقتصادي او صنعتي بیلابیلو امپراطوريو په څیر ده.
دا تنظیم غواړي چې په کلکه د کیڼ اړخو، لیبرالو او ماسوني خوځښتونو په وړاندې ودریږي.
کله چې څوک په ګوند کې د ګډون وړاندیز وکړي نو ده ته اړینه ده چې د رب ارادې ته ټال شي او د دوی په اند د رب اراده د ګوند په روحاني چاپیریال کې تر شپږ میاشتو وخت تیرولو وروسته کیږي او کس په رسمي ډول د ګوند غړی کیږي.
شپږ کاله وروسته د اخلاص او وفا ناسته تر سره کیږي چې پکې پخوانی غړیتوب په وروستي ډول کلکیږي او په همدې غونډه کې ورته یوه ګوته ورکول کیږي چې غمی ېې له ګران بیه ډبرو څخه وي، نوموړي ته اړینه ده چې د خپل ژوند په اوږدو کې دا ګوته له ځان سره ولري.
د دې تنظیم ډیر غړي خر خپل شعار بولي او وايي: عیسي (ع) چې کله قدس ته ننووت نو پر خر سپور وو، د سکریفا له دعاګانو څخه په یوه خبره کې پنځوونکي ته په خطاب کې وايي: زه ستا ګرګین خر یم.
د خوځښت روحي اړخونه په لاندې څیزونو تمرکز لري:
۱- له خوب څخه له ویښیدو وروسته د ځمکې مچول.
۲- نیم ساعت د لمبیدل او ویښتانو خرییلو لپاره ځانګړی کول.
۳- دیرش دقیقې د ځاني لمونځ لپاره او له هغه وروسته لس دقیقې د ټولنیز سپیڅلتوب لپاره ځانګړې شوې دي.
۴- له غرمې وروسته د سپیڅلي ښندنځای زیارت او له هغه وروسته د دریو ساعتونو لپاره لنډه چوپتیا.
۵- العصرونیه (مازدیګری) د غونډې او ټولنیز کار لپاره یو ځانګړی مهال دی چې پکې ځینې کسان رابلل کیږي او د دیني چارو او یا هم د کومې ځانګړې دیني پیښې په اړه بحث او خبرې اترې کوي.
۶- دیرش دقیقې د ځانګړي لمانځه لپاره ځانګړې شوې دي.
۷- د ورځې په پای کې هم لمونځ ادا کیږي او له لمانځه وروسته د هغو روحي او مالي کارونو ارزونه کیږي چې د ورځې په اوږدو کې تر سره شوي دي، له دې وروسته اوږده یا لویه چوپتیا پیل کیږي او د بلې ورځې تر پیل پورې پر خبرو کولو بندیز دی.
۸- له خوب مخکې د ګوند غړي د لاسونو په مرسته په خپله سټه د صلیب نښان کاږي او پر خپل خوبځای سپیڅلې اوبه پاشي، وروسته یو لنډ لمونځ کوي او بیا ویده کیږي.
محمود سعيد
10.09.2011
ادامه...
دوهم: ګوندي جوړښتونه:
عامه غونډه: دا غونډه له عام رئیس، عام سکرتر، عام مرستیال او د نړۍ د څوارلسو هیوادونو له نومتو کسانو څخه جوړه شوې ده، همدا غونډه ده چې د چارو په اړه وروستۍ پریکړه کوي او عمومي فیصلې له همدې ځایه صادریږي، دا مجلس د نړۍ په کچه د ګوند لوړ او لوی ځواک شمیرل کیږي چې د کشیشانو (عیسوي ملایان)، ښاریانو او میرمنو په ګډون د ګوند ټولې څانګې ېې تر ولکې او اغیزې لاندې دي.
کشیشتوب: دا د غړیتوب تر ټولو لوړ پوړ دی او نور غړي لاندې ډولونه لري:
پوځي غړي، ملکي غړي، سرتیري یا فدایان، مرسته کوونکي.
د هسپانيې د کلیسا نیمه رسمي څرګندونو د الاوپوس- ديي لوړ ګوندي جوړښتونه پیاوړي کړل او په خپرولو کې ېې ورسره مرسته وکړه.
د ګوند بنسټ ایښودونکي د واتیکان له لوري پاملرنه تر لاسه کړه او همدا لامل شو چې له هسپانيې څخه روم ته له لیږدیدو هلته د تل لپاره ژوند وکړي او له هغه ځایه د ګوند د لارښوونې چارې سمبال کړي.
اسکریفا د خپل ژوند په اوږدو کې د دې ګوند مشر او لارښود وو او په ۱۹۸۵ ز کال ېې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
دریم: تالیفات (چاپونې): اسکریفا په ۱۹۳۴ ز کال د (روحېې باورونه) په نوم یو کتاب ولیکه خو ناڅاپه ورک شو او ځای ېې د (الطریق) په نوم کتاب ونیو چې د ګوند د انجیل په توګه پیژندل کیږي.
اسکریفا د خپلې دوکتورا د تر لاسه کولو لپاره یو بل کتاب هم لیکلی دی او همدا شان د ګوند د لمونځونو په اړه نور کوچني کتابونه هم لري، د کتابونو له ډلې څخه ېې د (القیمة الالهیة للانسان) دی چې خوسي اورتیغا لیکلی دی او پکې د کاتولیکي صلیبي انسان څخه خبرې کیږي، د (روحانیة العلمانیین) په نوم یو بل کتاب چې خوان بارکیستا توریو لیکلی دی د دوی له نور کتابونو څخه دی.
څلورم: د ګوند شونتیاوې:
اوس مهال ګوند د ۷۲۰۰۰۰ په شاوخوا کې غړي لري چې دا ګڼه له ۸۷ سره تړاو لري، له دې څخه نیم ېې په هسپانیې کې دي.
همدارنګه ګوند د ۷۰۰ په شاوخوا کې لومړني، منځني او چمتو کوونکي ښوونځي، معهدونه، د زده کوونکو لپاره شپه ځایونه او د هڅوب (کلتور) مرکزونه په واک کې لري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شتون لري، له دې ډلې څخه ۴۹۷ ېې پوهنتونونه او د لوړې کچې ښوونځي دي.
ګوند ۵۲ راډیوېې سټیشنونه، ۱۲ سینمايي بنسټونه، ۶۹۴ د خبري آژانسونو مجلې، ۱۳ بانکونه او نور صنعتي مرکزونه، سیمې او شرکتونه په واک کې لري.
دې ګوند د هسپانیا د عالي علمي بحثونو غونډه نږدې ټوله تر واک لاندې راوستې دي.
ګوند یوازې په هسپانېې کې د زده کوونکو ۲۱ خوبځایونه (لیلیې) په واک کې لري چې په مخامخ توګه د هغو لارښوونه کوي.
اندیزي او ګروهیزې ریښې:
دا ګوند یو نصراني کاتولیکي تنظیم دی چې د لومړني نصرانیت د ورګرځیدو لور ته بلنه ورکوي او د نوي عصر له شونتیاوو ګټه اخلي. دا یو دیني، وټیز (اقتصادي)، سیاسي او روزنیز دین دی او د تثلیث (په درې خدایانو باور) پلار، زوی او روح القدس، عذرا، صلیب، فدا، قرباني، خطا او د خنځیز د غوښې خوړلو په ګډون د نصرانیت ټولو ګروهنو ته ژمن دی او په هغو باور لري.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
په مسیحي نړۍ کې هیڅ داسې کلی نشته چې پکې دا ګوند شتون ونه لري، د اغیز کړۍ ېې هومره ارته (پراخه) شوې ده چې نږدې پنځوس هیوادونه په خپله لمن کې رانغاړي او د دې اغیز په لړ کې ېې د فکري، کلتوري، سیاسي او وټیزو (مالي) اړخونو په ګډون په ټولو برخو لاس بری پیدا کړی دی.
د دوی اصلي ځواک په لاندې سیمو کې تمرکز لري: هسپانیا چې بنسټیزه سټه ېې هملته ده، ایټالیا چې عمومي او مشریز مرکز ېې د روم په فیرلابرور واټ کې دی، د دې مرکز دنده د ګوند د چارو سمون دی، د آسیا په ختیځ کې په فلپین، په لاتینه امریکا کې په مکسیکو او ونزویلا، په کولمبیا، پیرو، چلي او په دې وروستیو کې په ارجنتاین، کینیا او افریقا کې ېې د عامو وګړو تر منځ ډیر نفوذ پیدا کړی دی ولې دا نفوذ د بیلا سیمو تر منځ توپیر لري.
محمود سعيد
11.09.2011
بابیه یا بهائیه
پیژندنه:
بابیه یا بهائیه یو داسې خوځښت دی چې په ۱۲۶۰ ل/ ۱۸۴۴ ز کال کې د روس، انګلیس او نړیوال یهودي ښکیلاک له لوري د مسلمانانو د ګروهو د خرابولو، د هغوی د یوالي د له منځه وړلو او له بنسټیزو چارو څخه د هغوی د بوخت کولو لپاره رامنځته شو.
پنځیدنه او نومیالي: دا خوځښت د میرزا علي محمد رضا شیرازي (۱۲۳۵-۱۲۶۵ ل) له لوري په ۱۲۶۰ ل / ۱۸۴۴ ز کال کې رامنځته شو او اعلان ېې وکړ چې دی (الباب) دی، د نوموړي له مړینې وروسته د هغه زوی میرزا حسین علي چې په بهأ مشهور وو د خوځښت چارې پر غاړه واخستې او هغه ته ېې د بهائیه نوم ورکړ. بهأ د (الاقدس) په نوم د یوه کتاب لیکونکی دی. بهأ په ۱۸۹۲ ز کال ومړ. د رامنځته کوونکي او دهغه د ځای ناستې له مړینې وروسته د خوځښت مهم کسان دا دي:
۱- قرة العین (۱۲۳۰-۱۲۶۹ ل): یوه بدکاره او بې لارې میرمن وه چې له خپل خاوند څخه له تیښتې وروسته د متعې (له نکاح پرته خاوند) په لټه کې شوه، په ۱۲۶۹ ل کال ېې د بدشت په غونډه کې اعلان وکړ چې اسلامي شریعت له منځه تللی او منسوخ شوی دی او په هماغه کال د ایران د پاچا له لوري اعدام شوه.
۲- یحیی علي: دی د بهأ ورور وو او په (الازل) یادیده، هغه د (الارواح) په نوم د یوه کتاب لیکونکی دی او له خپل ورور سره د (الباب) د ځای ناستې په اړه په شخړه کې ښکیل شو، ورور ېې ورسره خیانت وکړ او له خپلو لارویانو سره یو ځای ېې وواژه.
اندونه او ګروهنې:
بهائیان باور لري چې باب هر څه په خپله خبر رامنځته کړي دي، دی یوه سرچینه او پیلیزه ده چې ټول څیزونه ترې راڅرګند شوي دي.
دوی په حلول او یوالي باور لري همدا شان په تناسخ او د کایناتو په تل شتون هم باور لري. دوی وايي چې عذاب او بدله یوازې د روح لپاره وي او هغه هم په داسې ډول چې له خیالي بڼې سره ورته والی لري.
بهائیان د ۱۹ عدد ته درناوی لري، دوی میاشتې هم ۱۹ بولي او د هرې میاشت ورځې هم ۱۹ ګڼي.
دوی د بودا، کنفوسیوس، براهما او زردشت په شان د هند، چین او پخواني فارس د حکماوو په پیغمبرۍ باور لري، له یهودو او نصاراوو سره د عیسی (ع) د په صلیب ځړولو سره کې جوړښت لري، قرآن په باطني ډول او داسې تأویل (اخستنه) کوي چې له مذهب سره ېې سمون وخوري.
د پیغمبرانو له معجزو، د پیریانو او ملایکو له شتون او جنت او دوزخ څخه منکر دي، د ښځو لپاره حجاب ناروا بولي او متعه او د ښځو او مال ګډوالی روا ګڼي.
دوی وايي: د باب دین د محمد (ص) د دین له منځه وړونکی (ناسخ) دی.
قیامت د بهأ له څرګندیدو سره تړي، قبله ېې په شیراز ښار کې هغه کور دی چې باب پکې زیږیدلی دی.
له دې څخه محمد (ص) وروستی پیغمبر او خاتم النبیین دی منکر دي او دعوه کوي چې وحې دوام لري، د قرآن پر وړاندې ېې یو کتاب هم لیکلی او تالیف کړی دی.
اندیزې او ګروهیزې جرړې:
څوک چې د دې خوځښت په ګروهنو کې غور او ځیرنه وکړي نو ورته څرګنده به شي چې دې خوځښت خپل اندونه او باورونه له څو سرچینو څخه اخستې دي چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:
- بودايي، برهمني، زردشتي، مانویه، مزدکیه او نورې باطني ډلې.
- یهودي، نصراني او دهریت.
- شیعه او له اسلام څخه د مخه د فارس هڅوب.
د دې خوځښت تر شا په ټولو برخو کې دا ډلې لاس لري:
۱- یهود. ۲- د روس ښکیلاک. ۳- د انګلیس ښکیلاک.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د بهائیانو ډیره برخه په ایران کې میشت دي او لږ شمیر ېې په عراق، سوریه، لبنان او ښکیل شوي فلسطین کې هم ژوند کوي.
محمود سعيد
12.09.2011
بودیزم
BUDDHISM
پیژندنه:
بوايي دین له زیږون (میلاد) څخه پنځه پیړۍ وړاندې او له برهمني دین وروسته راڅرګند شو، د پیدایښت په لومړیو کې د انسان جوړونې لور ته پام وو، لکه څرنګه چې د تصوف، زیږ ژوند، د سوکالۍ او عیاشۍ لرې کول، د دوستۍ رامنځته کول، یوازیتوب او د نیکو کارونو تر سره کولو لور ته ېې بلنه ورکوله خو د رامنځته کوونکي له مړینې وروسته ېې ډیر وخت تیر نه شو چې د کوټه او باطلو بت پالنې ګروهنو لور ته ېې بدلون وکړ او پیروانو ېې د بنسټ ایښودونکي په شخصیت کې هومره تندلاري او غلو وکړه چې هغه ېې خپل پنځوونکی او معبود وګاڼه.
رامنځته کیدنه او نومیالي:
رامنځته کوونکی ېې زیداز تاګادیما (۴۸۰-۵۶۰م ز) دی چې په بودا سره ېې شهرت درلود. (بودا) د پوه او عالم په معنی دی. نوموړی همدا شان د (سکیاموني) په نوم هم مشهور وو چې د معتکف په معنی دی. بودا د نیپال په شاوخوا کې په یوه کلي کې وزیږید، لکه څنګه چې امیر وو په سوکاله او هوسا ژوند کې لوی شو او په نولس کلنۍ کې ېې واده وکړ، کله چې ۲۶ کلن شو خپله میرمن ېې پریښوده او د زهد، زیږ ژوند، په کاینانو کې ځیرتیا او د نفس ځانته والي ته ېې مخه کړه او هوډ ېې وکړ چې له هغو ربړو او ستونزو څخه د انسان د خلاصون لپاره چې سرچینه ېې شهوت دی کار وکړي، وروسته ېې د خپلو افکارو او اندونو د منلو لور ته بلنه ورکړه او ډیرو وګړو ېې پیروي وکړه.
اندونه او ګروهنې:
بودایان باور لري چې بودا د خدای زوی دی، همدی دی چې انسان له ربړو او غمونو څخه خلاصوي او له هغوی څخه ګناهونه په خپله غاړه اخلي.
دوی په دې ګروهه دي چې د بودا منځته راتګ په (مایا) کې د روح القدس د حلول په ډول وو.
دوی وايي: کله چې بودا وزیږید د آسمان اوسیدونکي خوښ شول او ملایکو د نیکمرغه زیږون په ویاړ سندرې وویلې.
دوی وايي: حکماوو بودا پیژانده او د هغه روحاني اسرار ېې درک کړي وو، یوه ورځ ېې هم له زیږون څخه نه وه تیره شوې چې خلکو ورته درناوی او سلام وکړ، بودا لا ماشوم وو چې مور ته ېې وویل چې دی تر ټولو خلکو لوی دی.
بودایان وايي: یو ځل بودا په یوه سټه (هیکل) کې ننووت او ټولو بتانو ورته سجده وکړه، شیطان غوښتل چې دوکه ورکړي او وېې غولوي خو ونه توانید.
دوی باور لري چې بودا په وروستیو ورځو کې بدلون وکړ او نور پرې را پریووت چې د هغه سر ېې چاپیره کړی وو او له تنې څخه ېې لویه رڼا ځلیده چې خلکو ېې په لیدلو ویل دی بشر نه دی بلکه اله او پروردګار دی.
بودایان د بودا لپاره لمونځ کوي او باور لري چې نوموړی به دوی جنت ته بیايي، دوی لمونځ په غونډو کې سر ته رسوي چې پکې د بودا ډیر شمیر پیروان ګډون کوي.
کله چې بودا ومړ لارویانو ېې وویل: نوموړي په ځمکه کې خپله دنده بشپړه کړه او اوس له خپلې تنې سره آسمان ته ولاړ.
دوی باور لري چې بودا به یو ځل بیا راځي تر څو سوله او برکت بیرته نړۍ ته راوګرزوي.
باور لري چې بودا یوازینی لوی ازلي موجود دی چې له غیر طبیعي نور څخه جوړ دی او له مړو څخه ګڼوڼ (حساب) اخلي.
بودایان باور لري چې بودا د بشر لپاره فرائض او دندې پرې ایښې دي چې د هغو تر سره کول تر قیامت پورې اړین دي او وايي بودا د ځمکې پر سر دیني هیواد رامنځته کړ.
ځینې څیړونکي وايي چې بودا له الوهیت (خدايتوب) او انساني نفس څخه منکر وو او پر تناسخ (روح ننوتون) ېې باور درلود.
د بودا په لارښوونو کې د مینې، تسامح، نیک کړچار، له بې وزلو سره مرستې، د شتمنيو او عیاشۍ سره پریکون، د زیږ او ستونزمن ژوند لور ته د نفس مخ کولو، له ښځو او مال څخه لریوالي او د واده نه کولو لپاره د هڅونې په اړه ښوونې شتون لري.
د بودايي کس لپاره د لاندې اتو څیزونو پلي کول اړین ګڼل شوي تر څو له هغه وروسته په خپل نفس او شهواتو بریالی شي:
۱- د هر کار په پیل کې له خوند او شهواتو څخه خالي او په سمه توګه ګام اخستل.
۲- مخامخ په ښه توګه او د نفساني غوښتنو له اغیز څخه لرې سوچ او تفکر.
۳- په مخامخ او سمه توګه د ځلا او روښنايي موندنه.
۴- په تر سره کیدونکي کار سم باور او ډاډ.
۵- له زړه سره د ژبې یوالی.
۶- له زړه او ژبې سره د کړچار سمون.
۷- سم او داسې ژوند چې بنسټ ېې د خوندونو په لریتوب ایښول شوی وي.
۸- د پوهې او حق سیخي لارې ته د ژوند برابرولو لپاره سمې هڅې او د مال ټولولو پریښودل.
پاته لري...
محمود سعيد
13.09.2011
د بودا په لارښوونو کې راغلي دي چې د بدیو سرچینه درې څیزونه دي:
۱- نفساني غوښتنو او شهواتو ته ځان سپارل.
۲- د توکو په ټولولو کې بد نیت.
۳- ناپوهي، ناځیرکتوب او له چارو څخه د درک نه شتون.
د بودا له لارښوونو څخه:
۱- د هیڅ ژوي ژوند نباید له منځه یوسې.
۲- غلا مه کوه، داړه ماري مه کوه.
۳- درواغ مه وایه.
۴- نشه راوړونکو څیزونو ته مه نږدې کیږه.
۵- زنا مه کوه.
۶- هغه خوراک چې له خپل موسم پرته پوخ شوی وي مه خوره.
۷- ګډا مه کوه او د ګډا او سندرو په غونډو کې ګډون مه کوه.
۸- عطر او خوشبويي له ځانه لرې کړه.
۹- د ځان لپاره نرم خوبځای مه غوره کوه.
۱۰- د ځان لپاره سره او سپین زر مه اخله.
بودایان په دوو برخو ویشل شوي دي:
۱- پرهیزګاره بودایان: دا ډله د بودا ټولو لارښوونو او وصیتونو ته ژمنه ده.
۲- متمدن او ښاري بودایان: دوی یوازې د بودا ځینې لارښوونې او وصیتونه پلي کوي.
د بودا په اند ټول وګړي برابر او یو شان دي او هیڅ یو پر بل لوړتیا نه لري بلکې پر نفساني غوښتنو د بریا له مخې.
بودایان دوه مذهبه لري:
۱- شمالي مذهب: د دې مذهب لارویانو د بودا د شخصیت په اړه ډیره تندلاري کړې ده، تر دې چې هغه ېې د خدایۍ تر پوړه رسولی دی.
۲- سهیلي مذهب: د دې مذهب په ګروهنو کې د بودا په اړه تندلاري تر یوې کچې کمه ده.
له مسلمانانو سره ښې اړیکې لري، له هغوی سره ټینګ غلیمتوب نه لري او د دوی تر منځ د اسلامي بلنې لپاره ښه مهال شته.
د بودایانو کتابونه: کتابونه ېې له آسمان څخه نه دي راکښته شوي او نه ېې هم دوی ادعا کوي، بلکې دا د بودا اړوند لیکنې او یا د هغه چارې دي چې د هغه ځینو لارویانو له لوري خوندي شوي دي. د دې کتابونو منځپانګه د بودایانو د ویش سره سم توپیر لري، د شمالي بودایانو کتابونه د ډیرو خرافاتو لرونکي دي چې د بودا په شخصیت پورې اړه لري، خو د سهیلي بودایانو کتابونه لږ څه له خرافاتو لرې دي.
کتابونه ېې په دریو برخو ویشل شوي دي:
۱- د بودایانو د کړنو او قوانینو ټولګه.
۲- د بودا د ویناوو ټولګه.
۳- د مذهب د کړنلارو او د مذهب د سرچینې له اندونو څخه جوړ کتاب.
اندیزې او ګروهیزې ریښې:
داسې څه نښې نشته چې په زبات ورسوي چې د بودايي مذهب لپاره اندیزې او ګروهیزي ریښې شتون ولري، خو څوک چې له هغه څه مخکې او د هغه د هم مهالو ادیانو څیړنه وکړي نو ورته څرګنده به شي چې د هغو او بودايانو تر منځ په ځینو اړخونو کې یو شان والي شتون لري، د بیلګې په ډول:
۱- هندويي: پر تناسخ باور او د تصوف لور ته پاملرنه.
۲- کنفوشیه: په عقیده کې د انسان لور ته پاملرنه او له کړاوونو څخه د هغه خلاصون.
۳- وړ به وي که د بوادییزم او نصرانیت تر منځ ورته والي او یو شانتوبونه هم وڅیړل شي، په ځانګړې توګه د هغو چارو چې د عیسی (ع) له زیږون او ژوند او د بودا له ژوند سره اړه لري، دا ورته والی څرګندوي چې نصرانیت په خپلو ډیرو ګروهنو کې له بوداییزم څخه اغیزمن شوی دی.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د بودا دین د ډیرو آسیاېې ټبرونو تر منځ خپور شوی دی او لکه څنګه مو چې مخکې وویل، بودایان دوه لوی مذهبونه لري:
۱- شمالي مذهب: د دې مذهب سپیڅلي کتابونه په سنکسریت ژبه لیکل شوي دي او دا مذهب په چین، جاپان، تبت، نیپال او سوماترا کې دود دی.
۲- سهیلي مذهب: د دې مذهب سپیڅلي کتابونه په بالي ژبه دي او دا مذهب په برما، سیلون او سیام کې شتون لري.
اخستل شوي له:
۱- الملل و انحل دوهم ټوک------------------------------------------------------- محمد عبدالکریم شهرستاني.
۲- مقارنة الادیان (الدیانات القدیمه)------------------------------------------------ محمد ابو زهره.
۳- فی العقاید والادیان------------------------------------------------------------- د. محمد جابر عبدالعال الحیني.
4- Encyclopedia Britannica, Vol. 3. P 369-414 (press 1976).
محمود سعيد
14.09.2011
صوفیان (تصوف)
پیژندنه:
تصوف یو دیني خوځښت دی چې په اسلامي نړۍ کې د سوبو د خپریدو او د مال او شتمنیو له ډیرښت سره دود شو، دا خوځښت له عیاشۍ او په چړچو کې له ډوبیدو سره د مقابلې لپاره پیل شوی وو، په لومړیو کې ېې له عیاشۍ سره د مقابلې لپاره زهد ته مخه کړه خو وروسته ېې کار پرمختګ وکړ او د صوفیه په نوم ورته ځانګړې کړنلاره جوړه شوه، دوی د نفسونو د روزنې او لوړتیا او د موندنې او لیدنې له لارې (نه د تقلید او استدلال له لارې) د الله (ج) پیژندنې ته درسیدو لپاره ګام پورته کړ خو وروسته ېې په خپل دریځ کې نرمښت راوست او هندي، پارسي او یوناني فلسفې ېې په خپله کړنلاره کې ګډې کړي.
پنځیدنه او نومیالي:
ابن جوزي بغدادي (مړینه ۵۹۷ ل) وايي: صوفیه د غوث بن مر په نوم یو کس ته د منسوبه ډله ده چې صوفیه ېې باله او د ناپوهۍ (جاهلیت) په وخت کې په مصر کې راڅرګند شوی وو.
پخوانی عالم البیروني او اوسنی کارپوه فون هامر په دې نظر دي چې صوفیه له سوفیا څخه اخستل شوی دی او سوفیا یو یوناني ویوکی دی چې د حکمت معنی ورکوي، دا اند د هغو کسانو خبر تاییدوي چې وايي اسلامي تصوف د افلاطوني فلسفې زیږنده دی.
ځینې کسان وايي: صوفیه له صوف (وړیو) اخستل شوی ځکه صوفیان د وړینو جامو په اغوستلو مشهور وو، ځینې نور بیا وايي چې صوفیه د رسول الله د مسجد له نامه صفه اخستل شوی او ځینې نور بیا وايي چې له صفا او بله ډله ېې له لومړي صف (لیکه) څخه اخستل شوی ګڼي.
ابو سعید خراز وايي: صوفي هغه څوک دی چې زړه ېې د پنځوونکي له لوري پاک او روښانه شوی وي او هغه څوک دی چې د خدای (ج) په یاد د خوند احساس وکړي، نوموړي په بغداد کې د صوفیانو د کړاو او ستونزو پر مهال مصر ته تیښته وکړه.
ابومحمد جریري (مړینه ۳۱۱ ل) وايي: تصوف په ټولو نیکو اخلاقو او کړنو کې ګډون او له بدو خویونو او خلاقو لرېوالی دی.
ابوبکر کتاني (مړینه ۳۲۲ ل) وايي: تصوف اخلاق دي، چا چې له تا څخه په اخلاقو کې لوړتیا تر لاسه کړه نو په روڼوالي کې ېې هم تر لاسه کړې ده، تصوف لیدنه او پاکي ده.
جعفر الخلدي (مړینه ۳۴۸ ل) وايي: تصوف له بشریت څخه وتل، په بندګۍ کې ننوتل او د حق لور ته په ټوله معنی کتل دي.
شبلي وايي: د تصوف پیل د خدای پیژندنه او پای ېې د هغه یوالی دی.
بشر بن حارث وايي: صوفي هغه څوک دی چې خپل زړه ېې د الله لپاره پاک او صفا کړی وي.
قشیري چې د قشریه کتاب لیکونکی دی وايي: پرهیزګاري له شکونو سره پریکونو دی.
رابعه عدوي هم د صوفیانو له نومیالیو څخه شمیرل کیږي چې په (۱۳۵-۱۸۰ او یا ۱۸۵ ل) کال مړ شوی دی، هغه د زهد او مینې او یا د دوی په خپل اند د زهد او الهي عشق تر منځ یوالی راوستی وو، همدا شان نوموړي د تصوف د ادبي برخې په شتمن کولو کې هم ښه ونډه درلوده.
ابراهیم بن ادهم (مړینه ۱۶۱ ل) ملک او واکمني پریښوده، زهد او تصوف ته ېې مخه کړه.
سفیان ثوري (۹۷-۱۶۱ ل) د زاهدانو له علماوو څخه شمیرل کیږي، نوموړی وايي: په نړۍ کې زهد خرقه اغوستل او زیږ خوراک نه بلکې د هیلو لنډول دي.
ذوالنون مصري (مړینه ۲۴۵ ل) د زهد له ښوونځي څخه دی، ټبر ېې له قبطي یا نوبي قبیلې سره نښلي، دی لومړی کس دی چې په تصوف کې ېې د معرفت (پیژندنې) د مذهب بنسټ کیښود، لکه څنګه چې وايي: پنځوونکی مې په خپله د پنځوونکي په مرسته وپیژانده، که پنځوونکی نه وای نو هغه مې نه پیژانده.