د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

chaparharay
15.05.2011

السلام علیکم
پتوال صیب ځما دنوم په اړه دا وایم چي که یو څوک بل ته ښه خطاب وکړي
نو ښه به ښکاره شي او که ورته بدالقاب استعمال کړي نو سره ددي چي اسلام کي
حرام دی ویونکی يي هم ښه نه ښکاري نورستاسو خپله خوښه .
او د طالبانو ،القاعده او بیا ددوي دښمن isi او cia په اړه ښاغلي نوروزخان صیب ځواب کافي او شافي دی نورتعلیق ته به ضرورت نه وي.
بیا هم مننه
چپرهاری


ډاکتر څپاند
15.05.2011

درنو هېوادوالو سلامونه ومنئ،

دا چه ISI د CIA په خدمت دی ،ځما سره هيڅ شک نشته٠
دپاکستان د زېږيدو
نه لا تر اوسه، پاکستاني واکدارانو هميش د امرېکې او انګريز دلارښوونې سره سم په سيمه او خاصتا افغانستان کې خصمانه تګلاره لرلې ده٠

القاعده او نړېوال اخوان المسلمين چه موخه ئي اسلام ته خدمت وو،متاسفانه
دغرب له خوا په ډير مهارت او منافقت سره،دخپل اصلي مسير نه بېلارې،
او دهغو داهدافو دسرت رسولو په وسيلې تبديل شو٠

پداسې حال کې چه طالب جنګيالي،داشغال په مقابل کې په مړانه اوشجاعت سره خپلې ويني قربانوي،خو بريښي چه طالب مشران د ISI په لومو
کې داسې کلک تړل شوي چه د خلاصون چانس ئي فقط او فقط مرګ دی او بس٠


pattang
15.05.2011

[quote:1509c09501="ډاکتر څپاند"]............
پداسې حال کې چه طالب جنګيالي،داشغال په مقابل کې په مړانه اوشجاعت سره خپلې ويني قربانوي،خو بريښي چه طالب مشران د ISI په لومو
کې داسې کلک تړل شوي چه د خلاصون چانس ئي فقط او فقط مرګ دی او بس٠[/quote:1509c09501]
څوک به داسې بې اساسه تهمت سبوت کړي??  که نوي نو په چا وېلو پسې
ګرځېدل لودګي ده !


پتوال
15.05.2011

نوروز خانه وروره السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

بسم تعالی

[color=blue:7d7db1ce08]
ومن يعمل مثقال زرتٍ خيرا يره ومن يعمل مثقال زرت شرا يره ![/color:7d7db1ce08]

وروره دغه ايت کريمه که څه هم د قيامت د ورځې دحسآب او محاسبې ته ځانګړی شوی، خو دا معنی نه لري چې ګنې په دنيا کې د انسان عمل د نورو په اذهانو کې نه محاسبه کيږي ، په تيره په سياسي تله او ترازو !
اسامه عليه الرحمه يو افغان سياستوال نه دی او نه د افغانستان سياسي ستونزې او ګټې پېژني، خو له افغانانو څخه زيات يې
زمونږ دهيواد او ملت په سرنوشت ټاکلو کې منفي مداخله کړې ده او زمونږ دتاريخي دوښمنانو سره يې د افغان ملت پرضد او د زمونږ د ملس سياسي برخليک په قيمت خپلې همکاريو ته دوام ورکړی دی ! که په دې همکاريو کې اسامه د ISI استادي کړې وي که شاګردي د افغان ملت په وړاندې مجرم دی .
او کوم احمق به دا ومني چې د افغان ملت پر ضد هغه د ISI استادي او رههبري کولی شي، بلکې د هغوی د شاګرد او همکار په توګه استخدام شوی دی !
په ايبټ آباد کې د ISI له استخباراتي سوړې څخه دده راويستلو په ډاګه کړه چې
لږ تر لږه شپږ کاله د افغانستان د ورانولو کې اسامه
د ISI د قوماندې په طرحه ، سازماندهي او پلي کولو کې له پنجابي پاکوستان سره د افغان ملت پر ضد بيدريغه مرسته کړې ده !
دا هم په ډاګه شوه چې دا افغانان نه دي چې د القاعدې له خوا ورسره مرسته کيږي، بلکې دا ISI ده چې له القاعدې څخه او دا القاعدې سره يو ځای
له له طالبانو څخه ګټه پورته کوي !
هو له دې نه پرته هم د ټول افغانانو ملي او اسلامي رسالت له هيواد څخه د بهرنيانو ويستل دي ، نه پدې قيمت چې
د غلام دغلامۍ هټکړۍ او زولنې ځان ته واچوي . نو اسامه چې هر تس او پس د افغانستان په مخکيني او وروستني جهاد کې کړی صرف د فلسطين او ISI
د ګټې له پاره تر سره شوی او عندالله جهاد يې نه دی کړی .
هو ، که اسامه فکر کړی وي چې د ISI مداخله په افغانستان کې صرف عندالله جهاد دی نو بيا له دۀ نه ړوند کوڼ جاهل او بې شعوره مجاهد بل نشته چې د ملتونو په ژوند لوبې کوي خو خبر نه دی چې دا څه کوي . آيا په دې صورت کې
هم د چا وسله وال فعاليت ته جهاد او که د جهاد شنډول ويل کېږي .
هو جهاد په افغانانو فرض دی، خو د شيطان ( ISI) په مشرۍ جهاد حرام او شيطاني عمل دی ، که اسامه وي که ملا عمر او که تنظيمونه د ISI په مشرۍ د جهاد په ځای حتماً د افغان ملت په وړاندې په شيطاني عمل مرتکب شوي دي !
مونږ دې نتيجې ته رسيږو چې د رسول اکرم (ص) او راشيدينو خلفاو وروسته نه عرب په نورو عجمي هيوادونو کې او نه له مستقل ملي
قيادت پرته افغانان کله د جهاد په کولو موفق شوي دي، بلکې په غير جهادي او ضد جهادي قتل و قتال مرتکب شوي او بس !

او نوروزخانه داچې د اسامه په اړه د ټول جهان دريځ بدليږي علت يې د اسامه په بيلابيلو څېرو ظاهرېدل دي ، پرون يې ځان خالص عربي مجاهد
ښودلی، نن يې د يو يا بل جنايتکار تنظيم مرسته کړې ، بله ورځ يې د طالب ملاتړ کړی، بله ورځ د ISI له سوړې څخه راوتلی
او راويستل شوی دی، هغه ISI چې له الف نه تر يا پورې د افغان جهاد رهبري او ساختار يې په لاس کې اخيستی دی او په دې توګه يې
تل د افغانستان ملي آزادي او استقلاليت له منځه وړی دی . نن د ايبټ آباد د اسخباراتو له سوړې څخه د اسامه راوتلو د هغه ټول جهاد چې په افغانستان کې يې کړی هبته، چټي، برباد ، او د افغانانو په ضد يو جنايي عمل ثابت کړ !
داچې داسې جنايات د يو مسلمان ملت په وړاندې تاريخي جنايات دي د ښه نيت او اشتباه په نامه هم نه بخښل کيږي، افغانان د دده د ستر ظلم د مظلوم اولس
په توګه يې د اخروي عذاب څخه بخښلی شو، خو فکر نه کوم هغه افغانان چې دده
له لاسه يې ژوند، د کور غړي مال او سر بايللي ده ته بخښنه وکړي !
خو تکراوم ک په دنيا سل ځله ژوندی شي اسلامي محکمې ته به و دروم او د هر افغا بچي د وژلو په جرم به يې په دار به يې وځړوم !


نوروز خان
15.05.2011

السلام علیکم
پتوال صیب هلته موږ له جذباتو او احساساتي لیکنو راستنوئ خو ددلته په شان بیا خپله غواړئ خبره ژوولي کړئ ، او داحساساتو په پرده کې یاران ترکوڅه تېر کړئ ، خیر
تاسو وایئ اسامه بن لادن دآی ایس آی ګوډاګۍ وه .
معمولا دبشري دنیا ټول تعاملات او تصمیم ګیرۍ دګټې او بایلات له مخې صورت نیسي ، که اسامه آی ایس آی دخپلې ګټې لپاره پاله او ساته نو خامخا به یې ډیرې ګټې هم ترې ترلاسه کړي وي ، لطفا هغه سترې ګټې راپه ګوته کړئ ، اوزه به ترهغو هغه زیانونه دروشمیرم چې دالقاعده او اسامه لخوا په سیده یا ناسیده توګه پاکستاني حکومت زغملي دي .
۱ - دالقاعده عرب او عجم ملاتړلي هغه څوک دي ، چې دوزیرستان په جګړو کې ترهرچا په اخلاص دپاکستاني پوځ په وړاندې وجنګیدل او لاهم جنګیږي ، په دې جګړو کې تراوسه دپاکستان پوځ ته دبل هروخت په نسبت درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي .
۲ - دالقاعدې جنګیالیو په وزیرستان کې ددواړو غاړو دطالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ هغه موافقې یا اوربندونه په بیا بیا مات کړل ، چې دواړو غاړو دخپلو ګټو لپاره ورته تن ایښي وه ، دالقاعدې دهمدې ستراتیژۍ په پایله کې دقبایلو داوو ایجنسیو پراخه خاوره دپاکستان له لاسه ووتله ، او اوس په بشپړه توګه دطالبانو په ولکه کې ده .
۳ - دالقاعدې ځینو سخت دریځو په پاکستان کې هم دعراق غوندې خورا خونړي عملیات ترسره کړل ، چې دلاهور دداتا ګنج ، درحمان بابا دزیارت ، دکراچۍ دبریلویانو په جلوس ، او دډیره غازي خان عاموژنې یې نغد ثبوت دی ، تاسو پوهیږئ چې هرملک ته دخپلو اتباعو ژوند څومره قیمتي وي ، مګر دالقاعدې له برکته دپاکستان دعوامو دژوند بیه په دې وروستیو کې خورا ارزانه شوې ده .
۴ - داسامه بن لادن ، خالد شیخ او ابوالفرج اللیبي غوندې دمهمو القاعده مشرانو دموجودیت له وجې پاکستان دنړۍ په وړاندې سیاسي اعتبار له لاسه ورکړئ ، او اوس هیڅوک هم اعتبار پرې نه کوي ، تردې چې له تیرو څوکلونو راهیسې دنړۍ دکرکټ کومه لوبډله هم دې هیواد سفر نه کوي .

[color=white:ecb902642e]یوه خبره باید روښانه کړم ، چې زه له شخصي انده دالقاعده تنظیم له عمومي پالیسي سره نه بلکې له ځینو جزي کړنو سره یې مخالفت لرم ،چې له دې جملې په ځینو مواردو کې بې ځایه سخت دریځي ، په عراق کې دشیعه ګانو په وړاندې دجهاد اعلان او په اسلامي هیوادونو کې ځیني غیرمحتاطانه عملیات دیاد وړ دي ، نور اسامه من حیث اسامه زما له نظره یورښتینی مسلمان ، مخلص او بادرکه مجاهد او په رښتیني توګه داسلام په درد یو دردمن شخص وه ، په نوموړي سرسپارلی مجاهدکه څوک دچا دګوډاګیتوب الزام لګوي دابه دخپل ډول ترټولو طفلانه او خندوونکی تور وي ، چې کله به یې ثابت نه کړي او نه به یې په لوستونکو ومني [/color:ecb902642e]


عادل عادل
15.05.2011

السلام علیکم

یره پتوال صاحب ستا مواقف ډېر متناوب دي، داسې برېښي لکه مشخص لنډمهال یا اوږدمهال ارزښتونه خو یا اصلا پېژنی نه، یا خو په منلو ورته قایل نه یاست او یا هم په غالب ګومان سره د ځمکنیو حقایقو له درک څخه عاجز یاست.

اسامه بن لادن رحمه الله چې د لوی افغانستان په کټه کوم اُور د پاکستان لمنې ته ورته کړی، د ازل نه تر ابده به یې زمونږ ولسواکه ملتپالان حتی په خوب کې هم تصور او جرات ونشي کړای، اوس دې تاسو ته خدای همت درکړي چې د شعار له ټټو څخه راکوز شی او دغه اور په مستمره پوکي سره د پاکستان تر بشپړې نابودی/تسلیمی پورې تازه وساتی.


pattang
15.05.2011

[quote:d5dd3ec764="عادل عادل"]السلام علیکم

یره پتوال صاحب ستا مواقف ډېر متناوب دي،......[/quote:d5dd3ec764]

دځينو خلکو فکري توپولوجې او د مغز دکيتلې کارتو ګرافې دزمانې سره تغير خوري دا وګوره !

[img:d5dd3ec764]http://larawbar.com/data/image/news/Atta%20mohammad%20noor%20afghan%20warlord.jpg[/img:d5dd3ec764]


پتوال
15.05.2011

نوروزخان او نورو درنو ورونو ته له سلامونو وروسته :

که په دا څلورو مادو اسامه د پاکستان دوښمن و ، نو بيا ISI ولې اسامه په خپلو سپيږمو ايبټ( آباد کې ) کې پوره ٦ کاله ساتۀ (؟؟؟)
دا په داسې حال کې ده چې دا ټولې تاسو ښودلې پيښې اغلبا د همدې ٦ کالو په ترڅ کې پيښې شوي هم دي ؟؟؟؟؟؟
تاسو بايد پيښو ته له يو بل سره په تړاو کې نظر وغورځوئ او مجردې يې ونۀ ارزوئ : د ايبټ آباد له رسوايۍ سره د پيښو تړاو اساس
او په سلو کې د ٩٥ سوالونو ځواب ويونکی دی !
همدارنګه کوم اور چې د عادل صيب په وينا القاعدې په قبايلو او پښتونخوا کې د پښتون لمن ته ور پورې کړی، دپنجابي ( مشخص د مسلم ليګي )
پاکستان د اوږودمهاله ستراتيژۍ مهمه برخه ده ، نه دهغوی خلاف د القاعدې اتلولي ، که اسامه ته دا شعوري وه که نه، ISI ورته تل لبيک ويلی دی .
د طالب غورځنګ د تورې تيره خوا تل پښتنو او د پښتنو ملتپال سياستوالو ته متوجه وه او ده او پنجابي سياستوالو پرې شکرونه ايستلي دي، ځکه
خو پنجابي استخباراتو اسامه لادن نه يواځې په خپله سوړه کې پناه ورکړې وه، بلکې د لر پښتنو، پښتنو ملتپالو او قومي مشرانو په ضد يې ورسره په ګډه
ځان وژونکو بريدونو طرحه او پلي کول . که دې ته تاسو د ISI ګوډاکيتوب نه واياست، نو څه ورته واياست؟؟ انکار خو ترې نشئ کولای،
يابه يې ګوډاګيتوب او يا همکاري بولئ ، دايې همکاري ، انکار خو ترې ځکه نشئ کولای چې اسامه ٦ کاله پوره په ايبټ آباد کې
د همدې همکاريو په مټ ځان په ISI محفوظ وساته !

له دې حقيقت سره دا حقيقت هم په منطقي او عملي توګه تړلی دی چې ISI د اسامه له ټول اغيز څخه چې په طالبانو يې درلود
اعظمي استفاده پورته کړې ده ! نو دا به هم منئ چې څومره د طالب او القاعدې ترمنځ تړاو موجود و کم تر کمه په هومره کچه خو د طالب تړاو
له ISI سره د اسامه پواسطه هم تامين شوی و ، چې د سالم عقل له مخې پرې دايبټ آباد داستخباراتي بټۍ
رسوا شوې پيښه ښه غښتلې شاهدي ورکوي !


نوروز خان
16.05.2011

السلام علیکم
[quote:6f6a8e90c5]که په دا څلورو مادو اسامه د پاکستان دوښمن و ، نو بيا ISI ولې اسامه په خپلو سپيږمو ايبټ( آباد کې ) کې پوره ٦ کاله ساتۀ [/quote:6f6a8e90c5]
پتوال صیب دکار خبره مویوازې همدا ده ، پاتې ټول صرف تکرار او اطناب دی .
پتوال صیب په ایبټ آباد کې داسامه اوسیدل ، یوه پیښه ده چې هرڅوک یې له خپل فکر سره سمه تحلیلوي او ارزوي ، ستا ارزونه له تمې سره سم همدا ده ،چې دلته اوسیدل یې دآی ایس آی دګوډاګیتوب لپاره کافي شافي او یوازینی ثبوت بولئ ، خو ستاسو ارزونه یوازینۍ او نهایي نه ده او نه یې دصحت ګارنټي شتون لري ، بلکې یوه فردي نظریه ده ، چې دټول افغان ډیر لوستونکي ښایي ورسره موافق نه وي .
زما په اند په ایبټ اباد کې داسامه ابن لادن اوسیدل یا ځان متواري کول ،دالقاعده تنظیم دجوړښت او فعالیت څرنګوالي ته په پام سره کوم نااټکل شوی انکشاف نه دی .
زما یوه ملګري داسامه دې تاکتیک ته ، چې څوکاله یې دپاکستانۍ اډې له خواسره ځان ساتلی وه ( ترميل نه دځان لاندې کولو) اصطلاح وکاروله ، داسې ډیر ځله پیښ شوي ، چې په جګړه کې ټپي یا ایسارو مجاهدینو دژوند ساتنې لپاره په خاصه چالاکۍ سره ځان امریکایي ټانګ ته دومره ورنږدې کړی وي ، چې دټانګ میل نه پرې ټیټيږي ، چې په دې توګه دجګړې په تاوده ساعت کې ژوندي پاته او وروسته دبندیانو په توګه ددښمن لاس ته لویدلي وي ، ښایي اسامه هم هڅه کړي وي خپل موقعیت دایبټ آباد داډې دڅار او فوکس له سیمې نه په نااټکل شوي لوري کې وباسي .
پتوال صیب ایبټ آباد چې ما لیدلی ،زما په نظر هم دهمداسې یوه شخص لپاره ترټولو خوندي سیمه بلل کیدای شي ، په دې سیمه کې نه دپنجاب غوندې پاکستانی حکومت څک دی ، اونه دقبایلو او دپښتونخوا دنورو سیمو غوندې دجګړې ډګر دی ، داسیمه په اصطلاح یو استراحت ځای دی ، چې دګرمي په موسم کې دپاکستان له بیلابیلوسیمو ورته خلک راځي او په یخ کې ترې کوچیږي ، دغه راز داسیمه سخته غرنۍ ده او ټول غرونه یې په نښترو پټ دي ،چې له سوات او چترال سره دهمدې غرونو له لارې ساحوي ګاونډیتوب لري ، داچې دې سیمې داطرافي خلکوتګ راتګ خورا زیات دی نو اوس یې دخلکو کولتور داسې جوړ شوی چې په چا پسې څراغ نه اخلي اونه ترې پوښتي چې څوک دی اوله کومه راغلی دی .
بله داچې دا دالقاعدې دمشرانو یو تاکتیک دی ، چې داطرافي سیمو په ځای ، په سترو ښارونو کې اوسي ، خالد شیخ محمد پینډۍ ته نږدې ونیول شو، چیرې چې دپاکستان دپوځ او استخباراتو لویه قومنداني دي ، دغه راز دالقاعده نور مشران په مردان ، فیصل اباد او کراچۍ کې نیول شوي دي ، چې ټول سترښارونه دي ، زه خو وایم دا ډول استدلال به ډیر بې ځایه وي چې داسامه غوندي شخص په اړه څوک وایي ولې دلته ونیول شو ولې هلته نه نیول کیده ؟
اسامه دنړۍ په سطحه یومطلوب ترین شخص وه ، او ظاهرا یې کومه پناګاه نه درلوده نوځکه یې هر ځای دځان ژغورلو په اړه فکر کولای شوای


خان آغا
16.05.2011

یره پتوال صیب له مړو نه شیطان هم لاس په سردی او تا بیا یو مخ په شهیدانو پسی پاینڅی را پورته کړی دی؟؟؟؟ داسی خو څوک نکړی؟


عادل عادل
16.05.2011

السلام علیکم

[quote:f03c0867fa]همدارنګه کوم اور چې د عادل صيب په وينا القاعدې په قبايلو او پښتونخوا کې د پښتون لمن ته ور پورې کړی، دپنجابي ( مشخص د مسلم ليګي )
پاکستان د اوږودمهاله ستراتيژۍ مهمه برخه ده ، نه دهغوی خلاف د القاعدې اتلولي ، که اسامه ته دا شعوري وه که نه، ISI ورته تل لبيک ويلی دی .
د طالب غورځنګ د تورې تيره خوا تل پښتنو او د پښتنو ملتپال سياستوالو ته متوجه وه او ده او پنجابي سياستوالو پرې شکرونه ايستلي دي، [/quote:f03c0867fa]

د نېک ګومان له مخې به د ښاغلي پتوال صاحب هدف لوستونکي له مقاومت، جهاد او جهادي قیادتونو څخه و نفرت ته بلنه نه بلکه د مکار دښمن خورو پرتو لومو ته متوجه کول وي، نو ځکه خو د ښاغلي پتوال صاحب ارزښتمنې انتباهي لیکنې په هر حال کې مفیدې او د اوریدو او فکر کولو وړ دي.

محترم پتوال صاحب

دا به هېڅوک درسره ونه مني چې قبایلي سیمې د اسامه بن لادن رحمه الله په لاس د اور تنور وګرځېدې، د قبایلي سیمو ځپل د امریکایي یرغل د جز په توګه یوه پلان شوې برنامه وه، دې سره پاکستان ځکه خوښ وو تر څو د امریکا د یرغلیزې پالیسی تر سیوري لاندې متعدد اهداف تر لاسه کړي، 1- قبایلو ته خپل فوځونه داخل کړي، 2-د خپلواکو قبایلو په رګونو کې خپل وروست انګریزي قانون ور پېچکاري کړي، 3- امریکایانو ته د افغانستان په د ننه کې د مقاومت مرسته په داسې توګه تنظیم کړي چې پاکستاني ضد طالب به ترهګر یادیژي او په ډالرو به یې خرڅوي او هغه قبایلي طالب چې د پاکستان شیطاني آیین خپل دوهم دین ګڼي، د افغانانو د مرستې لپاره افغانستان ته لیژي، تر څو له دین څخه کندو جوړ، ډالر پرې رامات، هم خدای خوښ او هم امریکا خوښه او هم به د افغانانو په تباه کېدو سره امریکا په ګونډو شي.

پاکستاني جنرالان خبر نه وو چې قبایلي ځوانان په عقیدتي لحاظ په ډېره کمه موده کې داسې چمتو کړل شوي وو چې د پاکستاني فوځ مردارولو ته یې تر امریکایي فوځ ډېره ترجیح ورکوله، په دې اساس د بل کړل شوي اور لمن د پاکستان شیطان وجود ته چې د پاکستان د مجهز قوځ درځن درځن ځوانان یې خوراک دی، د اسامه بن لادن په ابتکار سره خوره شوه.

که د افغانانو د مقاومت اولویت پېژندونکې پالیسي او د عراق تجربې نه وای، نو د یرغلګرو سره به په عمل کې یو جانبه ډزبندي منځ ته راتله او د القاعدې او قبایلي طالبانو ټوله توجه به د پاکستان غلام فوځ او حکومت ته اوښتې وای.

په دې هیله چې د پاکستان پر ضد، د قبایلو وروڼو منځ ته راغلی نفرت او غضب به د ګران هېواد تر خپلواکی پورې د یوې داسې سوزونکې انرژی په توګه ذخیره پاته شي چې د افغانانو په ملاتړ به د پاکستان وجود تر داسې ګوزار لاندې نیسي چې د وجود اندامونه یې یو له بل څخه د بېزاری کریغې وکړي.


پتوال
16.05.2011

درنو ورورنو ته مې په مينه او محبت سلام او درناوی وړاندې کوم !
عادل صيب خير يوسې کور دې آباد ستا دا خبرې زه بالکل دخپل اند بشپړ انځور بولم :
[color=blue:76bc3482ed] (( د قبایلي سیمو ځپل د امریکایي یرغل د جز په توګه یوه پلان شوې برنامه وه، دې سره پاکستان ځکه خوښ وو تر څو د امریکا د یرغلیزې پالیسی تر سیوري لاندې متعدد اهداف تر لاسه کړي، 1- قبایلو ته خپل فوځونه داخل کړي، 2-د خپلواکو قبایلو په رګونو کې خپل وروست انګریزي قانون ور پېچکاري کړي، 3- امریکایانو ته د افغانستان په د ننه کې د مقاومت مرسته په داسې توګه تنظیم کړي چې پاکستاني ضد طالب به ترهګر یادیژي او په ډالرو به یې خرڅوي او هغه قبایلي طالب چې د پاکستان شیطاني آیین خپل دوهم دین ګڼي، د افغانانو د مرستې لپاره افغانستان ته لیژي، تر څو له دین څخه کندو جوړ، ډالر پرې رامات، هم خدای خوښ او هم امریکا خوښه او هم به د افغانانو په تباه کېدو سره امریکا په ګونډو شي. ))[/color:76bc3482ed]
او داچې :
[quote:76bc3482ed]
پاکستاني جنرالان خبر نه وو چې قبایلي ځوانان په عقیدتي لحاظ په ډېره کمه موده کې داسې چمتو کړل شوي وو چې د پاکستاني فوځ مردارولو ته یې تر امریکایي فوځ ډېره ترجیح ورکوله، په دې اساس د بل کړل شوي اور لمن د پاکستان شیطان وجود ته چې د پاکستان د مجهز قوځ درځن درځن ځوانان یې خوراک دی، د اسامه بن لادن په ابتکار سره خوره شوه. [/quote:76bc3482ed]
قبايل تل په ټول تاريخ کې د خپل آزاد ژوند دساتلو له پاره د پنجابي پوځيانو پر ضد توره په لاس او ټوپک په اوږ ه ژوند کړی دی ،
نو که القاعدې په کې هم څه هڅې په دې لوري کړي وي نو هسې د لمدې خټې له پاره به يې لکه لږې اوبه دارو وبولو !
خو د ISI د څارګرو سترګو لاندې د القاعدې له دومره ضدپاکستانۍ کواندتياو سره سره اسامه بن لادن په آيبټ آبآد کې محفوظ ساتل بيا
سر نشي خوړلای، داچې نوروز خان ورور همغه د ISI ظاهري پلمې چې ګواکې دوی اسامه د ٦ کالو په بهير کې هم په ايبټ آباد کې نه و ليدلی
تائيدوي دابه د نن ورځې يو ماشوم هم ورسره ونه مني . دا پلمه خو همغه د ملانصر الدين پلمه شوه چې په خره پروت پرې څوک راغی
نو دۀ ژر ځان ويده واچاوه او د نيونکي په غږ يې ځان راويښ وښود او په حيرانتيا سره يې ورته وويل :
وه دا زما بلا مړی په کې چا ايښی دی ؟؟؟؟؟؟
نو ISI او اسامه عليه ارحمه خو يو له بل سره ښه کلک خنجک شوي ګير شول ، خو ISI د امريکا خپله سپۍ وه او وهل يې و نه خوړل
خو ورسره خنجک شوی اسامه عليه الرحمه دومره وهل او ډبول وخوړل چې آخر يې پرې سر کيښود !
د هغه لږ اخلال له کبله چې لر طالبانو په پنجاب کې کړی و، د پنجاب د مسلم ليک قاف مشر د لر طالب او القاعدې سره له خپل تړاړ نه داسې پرده پورته کولو ته اړ شو او اعلام يې وکړ چې
[color=red:76bc3482ed] (( زمونږ او لر طالبانو برنامه يوه ده، نو له دوی سره نه ښايي چې په پنجاب کې هم ځان وژونکي عمليات تر سره کړي )) [/color:76bc3482ed]
دې ته ورته نور ډېرې څرګندونې او په پای کې د ايبټ آباد رسوايي ټول له سيلمې د خدای بخښلي اسامه اړاوونه تړاوونه له ISI او مسلم ليګ سياستوالو سره
په ثبوت رسوي او ستاسو د خوشبينۍ تيوري نه تائيدوي !
او مونږ ولې له يوه عرب مجاهد څخه دا تمه ولرو چې زمونږ ملي ګټې دې په نظر و نيسي ، دا حق مو پرې نشته، خو کله چې
زمونږ په هيواد کی لاسوهنې کوي او آن زمونږ له تاريخي دوښمن سره يوځای او په ګډه مشترکې طرحې پلې کوي نو دا بيا پر مونږ تيری
او زمونږ له مظلوم ملت سره جفا او سخته دوښمني ده . ټول فلسطين يې د پښتونستان لسمه برخه نه ده، له افغان څخه دا تمه کول حرامه تمه ده چې د فلسطين له پاره دې د لر افغانستان له اشغالګر پاکوستان غلامي ومنو .
په دې بآيد ملا عمر اخند هم پخپله پوهېدای او هم يې له هماغه پيل څخه ددې درس اسامه ته ورکړی وای .
[quote:76bc3482ed]
که د افغانانو د مقاومت اولویت پېژندونکې پالیسي او د عراق تجربې نه وای، نو د یرغلګرو سره به په عمل کې یو جانبه ډزبندي منځ ته راتله او د القاعدې او قبایلي طالبانو ټوله توجه به د پاکستان غلام فوځ او حکومت ته اوښتې وای. [/quote:76bc3482ed]
والله که بده وه چې لومړی مو پښتونستان آزاد کړی وای او بيا مو
ددې آزادۍ په جشن کې د لوی افغانستان له ټولو افغانانو سره په ګډه انګليسي او امريکايي اشغالګر په يوۀ خرپ تېښتې ته اړويستلي وای !
دعا به کوو چې الله سبحانه وتعالی دې د اسلام او وطن مجاهد طالبان هم دISI له مردارو لومو څخه خلاص او هم ټول افغانا ن پرې راټول او اشغالګر
په ګډه د وطن له خاورې څخه بهر وغورځوي ! ومن الله التوفيق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more