د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جهادی معامله ګران!

قادر خان
11.05.2011

ټولو عزتمندو افغانانو ته خپل سلامونه وړاندي کوم،

لکه څنګه چې د اسامه بن لادن په معامله ګری ټوله نړۍ اوس خبره ده او په دي هم پوهیږي چې دا څنګه ، د چا په خاوره کي او یا د چا په مرستو باندي شوي دي.

نو زما پوښتنه د طالبانو څخه دا ده چې آیا دوي هم د اسامه بن لادن په لاره روان دي او یا يې د خپلو ....ملګرو څخه د عبرت نوي درسونه اخیستي دي؟

په درنښت،
قادر خان


نوروز خان
12.05.2011

قادرګله
داسې چل وکړه چې لومړی دیرش کاله جهاد وکړه ، او ددین لپاره په لکونو قربانۍ ورکړه ،دوخت دوه فرعونیان دخدایي له دریځه راکیباسه او چې کله دې دا وکړل ، بیا یې اسامه او طالبانو ته ورښیه
کټوازیان متل کوي وایي دپلاني نفس ته قافلې اړوي ،ټس ته یې واڼې بادیږي ،ته هم لطفا له ځانه هغه لمسۍ مه جوړوه چې انا ته یې ورښیي
نوروزخان


عادل عادل
12.05.2011

السلام علیکم

ښاغلی قادر خانه

تر پرونه د شهید اسامه بن لادن رحمه الله بې آدرسه ژوند د ورته نیوکو د تهداب تیږه وه.

هغه چې د مجاهدینو په غیروابستګی ایمان لري، د تېرو لسو کالو هره لحظه یې په دې سوچ کې تېره کړې چې خدای مکړه نوموړي مجاهدین د کفارو د مستمر تعقیب په نتیجه کې اسیر یا په شهادت ونه رسیژي، د اسامه بن لادن رحمه الله شهادت له انتظار څخه لرې خبره نه وه، په تېره بیا چې د سپیڅلي مقاومت لمن د همدې مجاهد رحمه الله په ابتکار سره، د پاکستان د غلام فوځ تر ستوني لاسونه راتاو کړل، او د کوزې پښتونخوا په رګونو کې یې د کورني طاغوت په وړاندې د قیام جرات تزریق کړ، داسې یو ولس یې د غلام فوځ او فاحش حکومت په وړاندې ودراوه چې زمونږ غوړبرېتو ملتپالانو یې له پېړیو پېړیو خوبونه لیدل ..............

په هر حال، دا د اوباما خپل حماقت دی چې د جنګ د لومړیو کرښو پېښې او یا د یو شخص شهادت ته د بري نوم ورکوي، په داسې حال کې چې د جنګ عوامل پر خپل ځای پراته دي، تر څو چې لویدلي مظلوم ولسونه ارام ته پرې نږدي، او له ځورونې او سرنوشت ټاکلو څخه یې لاس وانخلي، ګومان مې نشي چې دوی به د خپل ګلوبلایزېشن د شعار په رڼا کې د ارام خوب وکړای شي.

د محترم نوروز خان ورور څخه هیله کوم چې له صبر څخه کار واخلي او په سړه سینه د مسایلو ځواب ووایي.


نوروز خان
12.05.2011

محترم عادل صیب السلام علیکم
تاسو دې جملې ته لږ سم ځیر شئ
[quote:b6334e40e4]لکه څنګه چې د اسامه بن لادن په معامله ګری ټوله نړۍ اوس خبره ده او په دي هم پوهیږي چې دا څنګه ، د چا په خاوره کي او یا د چا په مرستو باندي شوي دي.

[/quote:b6334e40e4]
تاسو راته ووایئ چې دقادرخان صیب ددې ګونګې ،غرضي او بالاخره شیطاني جملې ځواب به سړی په کوم استدلال او سپیناوي ورکړای شي ،دشهیداسامه دڅه معامله ګري ، له چاسره ، دڅه لپاره ،چیرې او څنګه ؟؟
اسامه بن لادن خو ویکپیډیا داسې راپیژني
[quote:b6334e40e4]أسامة بن لادن ( الأحد 8 شعبان 1376 هـ الموافق 10 مارس 1957 - الإثنين 28 جمادى الأولى 1432 هـ الموافق2 مايو 2011)، نجل الملياردير السعودي الحضرمي محمد بن عوض بن لادن ومؤسس وزعيم تنظيم القاعدة. وهو تنظيم سلفي جهادى مسلح أنشئ في أفغانستان سنة 1988. زج بن لادن بتنظيم القاعدة في حروب ضد أعتى قوتين في العالم وهما الإتحاد السوفييتي والولايات المتحدة حيث حارب الإتحاد السوفييتي إبان غزو أفغانستان وحارب الولايات المتحدة حينما غزت العراق وأفغانستان, وأعلن بالإشتراك مع أيمن الظواهري سنة 1998 الجبهة العالمية للجهاد ضد اليهود والصليبين والتي نجم عنها لاحقا ما يسمى الحرب على الإرهاب أو الحملة الصليبية العاشرة. وقامت القاعدة في إطار حربها على اليهود والصليبين بالهجوم على أهداف مدنية وعسكرية في العديد من البلدان أبرزها هجمات 11 سبتمبر وتفجيرات لندن 7 يوليو 2005 وتفجيرات مدريد 2004 ,ولذلك تعتبر هدفاً رئيسياً للحرب الأمريكية على الإرهاب. وبعد سنين من تواريه عن الأنظار وبالتحديد في فجر يوم الإثنين لليلة بقيت من جمادى الاولى تمكنت قوة مغاوير أمريكية من مباغتة بن لادن بينما هو أعزل في مسكنه قرب إسلام آباد وأردته قتيلاً برصاصة في الرأس ثم ألقت به في اليم[/quote:b6334e40e4]
نه پوهیږم ددې مخلص ، مظلوم او دقافیې له لحاظه معصوم شهید په پاک ژوند کې کوم ټکی داعتراض وړ دی ، چې دټول افغان قسم خوړلي کینه ګران یې نه پریږدي اوپه مړو یې غوښې شکوي .
ولې صفاخبره نه کوي ، چې اسامه په پلانۍ ورځ هغه او دغه وکړل ،تاسو باور وکړئ چې همدا اوس ضروري کارونه راته پنډه دي ، مګر نه مې لوریږي ،چې څوک دې په دروغو سپک شي .
له ښاغلي پتوال واذنابهم نه هیله کوم چې په اسامه باندې خپل اعتراض تفیصلا ولیکي ، ترڅو دملګرو ترمخ پرې وغږیږو


chaparharay
12.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نوروزخان صیب په ټول افغان کي داخبره ډیره مشهوره ده او صحیح هم ده چي پتوال په شرع نه پوهیږي .
هو پتوال یواځي او یواځي هرشي په سیاسي او دروغجن نظر ګوري د عربي یو مثل دي چي المرءیقیس علی نفسه یعنی یو سړی بل سړی د ځان په شان ویني دا چي پتوال او قادرخان دواړه یو شان نظر لري او دواړه له دین څخه بیخي ناخبره دي شاید لمونځ يي هم نه وي یاد الا ماشاءالله نو لدي لامله معذور دي خو باید هرسړی چي په کوم خبره نه پوهیږي سکوت يي بهتر دی.
قادرخان پښتو یو څه ناڅه ښه زده ده او غیر پښتون يي نه پیژني چي پښتون ندی نو ښه به دا وي چي په دري ژبه لیکني وکړي نو خپله مدعا به بل ښه اعلام کړی شي .
پتوال هم پدي باید ځان پوه کړي چي اسلامي سیاست ددوي ددي غربي سیاست سره پوره توپیر لري ځکه غربي سیاست خپل نامشروع موخي ته که په هره لاره وي ولو که ډیره د بي عفتی لاره هم وي ځان رسول دي،
خو اسلامي سیاست بیا دا نه اجابوي او واي چي د یو قوم یا هیواد اصلاح په ښه طریقه سره دي ته اسلامي سیاست واي .
نو چي کله د کفري اوبي دینه سیاست خبره شي نو پتوال او امثاله بیا ښه دي خو که دشریعت خبره وي لکه جهاد ، اسلامي امارت ،عقاید،عبادات ،په اسلام کي معاملات وغیره نو بیا يي حق نشته چي وغږیږي ځکه چي نه پري پوهیږي .
نوربیا


و.افغان
12.05.2011

نوروز خان صاحب:
اسامة بن لادن رحمه الله کوم مقدس شخص نه وو، خو يو مخلص انسان وو، حق ته
د رسېدو لپاره تنها اخلاص کافي نه دی، بلکه له اخلاص سره علم هم ضروري دی.
د الله په لار کې د اسامة بن لادن بېسارې قربانۍ د ډېرې لوړې او اوچتې ستاينې وړ
دي، خو د کم علمۍ له وجهې، او د ايمن الظواهري افراطي او تکفيري په پيروی
دغه انسان داسې غلطۍ وکړې؛ چې بايد کړې يې نه وی.

نوروزخان صاحب: که چېرته د اسامة رحمه الله منفي ټکي ومنې؛ نو مثبت به يې هم
ومنل شي؛ خوکه غواړې چې يو مقدس شخص يې ثابت کړې؛ نو په هغو مثبتو ټکو
کې به هم بيا چا قناعت ورنشې کړی.

ولا يجرمنکم شنآن قوم علی أن لا تعدلوا.

نوروزخان صاحب: د اسامة بن لادن لپاره مشر ملا صاحب خپل حکومت لولپه کړ،
د خپلې کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړ، افغان وطن او افغان ولس يې له يوې لويې
مغامرې سره مخ کړ؛ دا يو شی کار دی، زه دا نه غواړم چې په دغه کار اوس پښېماني
ښکاره کړو، کم نه کم د يوه مسلمان ورور لپاره دومره اوچتې قربانۍ په اسلامي نړۍ
کې زمونږ سرونه پورته کړي دي؛ دا داسې قرباني وه، چې د نړۍ يو هېواد هم ورته
تيار نه وو.
مونږ نه غواړو چې په رسمي ډول له خپل دغه موقفه پښېماني ښکاره کړو، ځکه چې
يو نر موقف وو؛ او قيمت يې هم مونږ پرې کړی دی.

منتها دومره خبره ده، چې د دې بحثونو له مطرح کولو څخه دا موخه ده، چې زمونږ
طالب العلمان دومره پوه شي؛ چې اسلامي سياست، شرعي مقاصد، فقه الأولويات،
او اسلامي حکومتداري کومه د حساب يا رياضي عمليه نه ده، چې 1+1=2، او تر
دې آخوا سوچه کفر او يا سوچه اسلام.... الی آخره.

په درنښت

په درنښت


م . ق
12.05.2011

بسم الله الرحمن الرحیم،

زه به خپلو مسلمانانو ورونو ته د توصیی او صبر په تلقین کولو سره د الله جل جلاله د عظیم کلام څخه یو څو ایتونه وړاندې کړم، الله جل جلاله دې مونږ تاسو ټولو ته په دې باندې د عمل کولو توفیق راکړي.

(۱):-ادع الی سبیل ربک باالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم باالتی هی احسن. سورة النحل ایة ۱۲۵
(۲):-ولاتستوي الحسنة ولا السیئة ادفع باالتی هی احسن فاذا الذی بینک وبینه عداوة کانه ولی حمیم o وما یلقاها الاالذین صبروا ومایلقاها الاذو حظ عظیم o واما ینزغنک من الشیطان نزغ فاستعذ باالله انه هوالسمیع العلیم.
سورة فصلت ایة ۴۴-۳۶
(۳):- یاایهاالذین امنوا لایسخر قوم من قوم عسی ان یکونوا خیرا منهم ولا نساء من نساء عسی ان یکن خیرا منهن ولا تلمزوا انفسکم ولا تنابزوا باالالقاب بئس الاسم الفسوق بعد الایمان ومن لم یتب فاولئک هم الظالمون.
سورة الحجرات ایة ۱۱
(۴):- یاایهاالذین امنوا علیکم انفسکم لایضرکم من ضل اذا اهتدیتم الی الله مرجعکم جمیعا فینبئکم بما کنتم تعملون. سورة المایدة ایة ۱۰۵

دغه ایتونه څو څو ځل تلاوت کړﺉ،د هرلفظ په معانیو او مطالبو کی یې ښه تدبر وکړﺉ. انشاء الله تعالی چی ډیر څه به درته روښانه شي.

افلا یتدبرون القران ام علی قلوب اقفالها. آلایة

جمیع العلم فی القران لکن
تقاصر عنه افهام الرجال


عبدالوكيل
12.05.2011

[quote:fb59bb2797]ولا يجرمنکم شنآن قوم علی أن لا تعدلوا. [/quote:fb59bb2797]
وهاج صیب ډير ښکلی ایت مو رانقل کړی .
کاشکی مو د اسامه بن لادن رحمه الله تعالی په تړاو د دی ایت د ارشاداتو مطابق قضاوت کولی او د سعودی حاکم حکومت سره د اسامه بن لادن دښمنی مو د نوموړی په حق کی د عدل په وړاندی خنډ نه وی ګرځیدلی .


قادر خان
12.05.2011

[quote:a89a1fbaa9="chaparharay"]دا چي پتوال او قادرخان دواړه یو شان نظر لري او دواړه له دین څخه بیخي ناخبره دي شاید لمونځ يي هم نه وي یاد الا ماشاءالله نو لدي لامله معذور دي خو باید هرسړی چي په کوم خبره نه پوهیږي سکوت يي بهتر دی.
نوربیا[/quote:a89a1fbaa9]

چپرهاري صیب هیله لرم چې زما سلامونه ومني،

دا چې تا د نورو ورونو په عقایدو او یا د هغوي د نظریاتو په هکله بی ځایه تورونه لګوې، دا پخپله یوه لویه ګناه ده، نو ته چې خپل ځان ته ډیر ښه مسلمان هم وایي، د اسلام له مبارکو ارشاداتو څخه څنګه بی لارې خبرې کوې. اسلام مونږ ته دا لارښوونه کړي ده چې له درواغو څخه ځانونه وساتو.
بل دا چې معامله ګران اوس (الحمد الله) ټول افغانان پیژني، که تاسو او د ستاسو ملګرو نه پیژنی، خیر دی، زه به په واضحه توګه وایم چې دا معامله ګران (دالخوران) دي، خو الله تعالی خبر دی.

والسلام،
قادر خان


تراب
12.05.2011

یارانو سلامونه اومینه.
پتوال صیب لږ احتیاط کوه هسی نه چه دقادر په اکاونټ کی یو ورځ ولیکی.
ستاسی پتوال؟


Re: جهادی معامله ګران!

pattang
12.05.2011

[quote:92ef71fb3a="قادر خان"]
نو زما پوښتنه د طالبانو څخه دا ده چې آیا دوي هم د اسامه بن لادن په لاره روان
دي او یا يې د خپلو فاسدو او ناپاکو ملګرو څخه د عبرت نوي درسونه اخیستي
دي؟
په درنښت،
قادر خان[/quote:92ef71fb3a]

قادر خان لا لا!
که ولي نه يم خالي هم نه يم ،داسې يو متل دی :
ورو ورو يې له فکره څخه را باسې !
انډيواله داپورته جمله خو دې ډېره فاسده ده !
طالبانو خو نه ترور کړی او نه يې کوم يو، په داسې معامله چې ته يې فاسده بولې
ګير شوي ، هغوی خپله وظيفه د افغانستان ازادي د شمال له لنډغرو او د هغوی
له صليبي ملګرو ځخه غواړي او حق په جانب هم دي ٠
ته هغو صليبيانو ته ولې فاسد نه وايې چې له موره فاسد پيدا شوي دي
اوکه ته يې هم پټ ملګری يې ???
يو څه د حافظې او مالومات اينيکڅيون ::
( د سور پوستکيو له منځه وړل، امريکا جوړول ! دتور پوستکو دغلامي
باداري اوخرڅول يې ! د هيروشيما او نکزاکي اتومي بمونه !
په جنوبي امريکا کې کودتاوې!
دکوريا تقسيمول ! دويتنام جنګ ! دنړۍ زېرمو ته پټ اشغالي پروګرامونه !
د عربي ممالکو سياسي اشغال! ديهودو تقوېه دفلسطينيانو شړل ! د امېرو
amero مفکورې او جنګي تلا شونه ! دعراق نيول او تکه تکه کول !
دافغانستان اشغال! دقرانکريم سوڅول !
اسلام ته له منځنيو پېړويو راپردېخو اپه سپکه سترګو کتل !
اوفعلي هم مسلمانانوته په سپکه سترګو کتل !.......
نو ته هغو مسلمانانو ته چې دداسې خدايې فرعونانوپه مخکې پورته کېږي
او خپل حريت او انساني شرافت ساتي ولې فاسد دايې ????????
اوکه ته هم ددوی دمادي او چټلې ديموکراسي ته ور اوښتی پخوانی چپی
يې ?????


مصلح
13.05.2011

یارانو وایی له یوه لوږي سړي نه چا وپوښتل چې دوه او دوه څو کېږي؟ هغه لوږي سړي په ځواب کې وویل چې دوه ډوډۍ!
زه د قادرخان ورور وکیل نه یم خو د هغه د لیکنې څخه زما اخیستنه لکه د احساساتی ورونو پشان نده!
قادر خان لیکلي :
[color=blue:ee2bba2a15]لکه څنګه چې د اسامه بن لادن په معامله ګری ټوله نړۍ اوس خبره ده او په دي هم پوهیږي چې دا څنګه ، د چا په خاوره کي او یا د چا په مرستو باندي شوي دي. [/color:ee2bba2a15]
لدې جملې نه خو داسې څرګندېږي چې د اسامه پر سر د پاکستان او امریکې تر منځ معامله شوې ده! نو له همدې کبله بیا پوښتي:
[color=blue:ee2bba2a15]زما پوښتنه د طالبانو څخه دا ده چې آیا دوي هم د اسامه بن لادن په لاره روان دي او یا يې د خپلو فاسدو او ناپاکو ملګرو څخه د عبرت نوي درسونه اخیستي دي؟[/color:ee2bba2a15]
لدې جملې نه زما اخیستنه دا ده چې دلته د( فاسدو او ناپاکو ملګرو) مطلب اسامه نه بلکې پاکستان دی! یعنی ښایي پاکستان د اسامه پشان د طالبانو پر سر هم معامله وکړي او امریکې ته یې وسپاري.
خدای خبر


Re: جهادی معامله ګران!

قادر خان
13.05.2011

[quote:6d8e37152b="pattang"][quote:6d8e37152b="قادر خان"]
نو زما پوښتنه د طالبانو څخه دا ده چې آیا دوي هم د اسامه بن لادن په لاره روان
دي او یا يې د خپلو فاسدو او ناپاکو ملګرو څخه د عبرت نوي درسونه اخیستي
دي؟
په درنښت،
قادر خان[/quote:6d8e37152b]

قادر خان لا لا!
که ولي نه يم خالي هم نه يم ،داسې يو متل دی :
ورو ورو يې له فکره څخه را باسې !
انډيواله داپورته جمله خو دې ډېره فاسده ده !
[/quote:6d8e37152b]

السلام علیکم،
ګران ورور پتنګ صیب، د فاسدو او ناپاکو ملګرو څخه زما یواځینې هدف د پاکستان بی غیرت مشران او معامله ګر جنرالان وو.
د مثال په توګه جنرال حمید غل له الجزیرې سره په یوه مرکه کې داسې وویلې دي:
خبرياله: آيا د پاکستان حکومت د امريکايي اړخ انتظار کوي، او که د خپل تعاون په وجه د القاعدې له انتقامي عملياتو څخه ويريږي؟

ځواب: دا خبره صحيح ده، ستا دا معلومات حقيقي دي، هلته د پاکستاني حکومت له خوا تعاون وو، پاکستاني استخباراتو امريکي ته مخکې هم معلومات ورکړي دي.

نو اوس الله تعالی دې موږ ټولو افغانانو ته دا توفیق نصیب کړي چې خپل دښمنان ښه وپیږنو. د پاکستان سیاسی ښاماران یو نیمي لارې فاسد او معامله ګر خلک دي.
الله (ج) مونږ ټول افغانان د دوي له شر څخه وساتي، آمین یارب العالمین.
بیا هم زه معذرت غواړم چې زما لیکنه لږ واضح نه وو.

په درنښت،
قادر خان


پتوال
13.05.2011

سلام او درناوی !

چپ رهاری صيب چپ لياری شوې که څنګه مو داسې قضاوت کړی :

[quote:b79ebbf10c]نوروزخان صیب په ټول افغان کي داخبره ډیره مشهوره ده او صحیح هم ده چي پتوال په شرع نه پوهیږي . [/quote:b79ebbf10c]
وروره ټول افغان خو ليکلې پاڼه ده ، يو غږيز چيټ هم نه دی چې تشې آوازې په کې وي او سند ونه لري:
تاسو د ټول افغان په ليکنو کې يوه ليکنه راوښياست چې په کې ليکلې وي : پتوال په شرعه ، لمونځ يا اسلام نه پوهيږي او يا خدای مکړه لمونځ نه کوي .

نو دا مو له ځانه حدث وهلی او ځان مو په لوی لاس د [color=blue:b79ebbf10c]شرالامور محدثاتها [/color:b79ebbf10c] له مخې په يو ناوړه عمل مرتکب کړی دی .
او بيا په خپل ظن او حدٍث دومره ټينګ هم وايې چې :
[quote:b79ebbf10c]او صحیح هم ده [/quote:b79ebbf10c]
زه ديني عالم نه يم، خو د الله سبحانه وتعالی امرونه او نواهي ، حلال او حرام پيژنم او فرايض ، واجبات ، سنت او مستحب هم راته معلوم دي .

[quote:b79ebbf10c]هو پتوال یواځي او یواځي هرشي په سیاسي او دروغجن نظر ګوري[/quote:b79ebbf10c]
دا دوه معناوې لري :
يا داچې ځان داسې معرفي کوې چې ګواکې پتوال د يوۀ دروغجن سړي په توګه پيژنې او دلته پرې شاهدي ورکوې، يعنې صرف يو قسم دې پرې لا
نه دی خوړلی خو هغې ته هم چمتويې چې ووايې پتوال
شخصاً پيژنم او قسم چې يو دروغجن سړی دی، نو که په سياست هم غږيږي له دروغو پرته بل څه نه ليکي .
يا، دويم داچې : سياست اصلا دروغ دي او له دروغو پرته بل څه محتوا نه لري، نو داچې پتوال له سياست سره علاقه ښيي نو همدغه يې د دروغو ثبوت دی ،
بې له دې چې دده د ليکنې دروغ هم ثابت شوې وي .
په دې صورت کې به هر سياسي نظر او سياستوال ستا په اند دروغجن وي ، آيا دا نظر به ستا خپل ملګري چې له سياست سره علاقه يا سرو کار ولري درسره ومني ؟؟؟
که يې نه مني نو لومړی يې له هغوی سره سپينه کړه بيا زمونږ سر خوږوه !
خو تاسو ددې تور د رښتيا کولو له پاره نور څه نه دي موندلي او يو عربي متل ته مو پناه وړې ده :
[quote:b79ebbf10c]د عربي یو مثل دي چي المرءیقیس علی نفسه یعنی یو سړی بل سړی د ځان په شان ویني [/quote:b79ebbf10c]
خو دا متل به په تاسو زيات صدق کوي که په ما ؟

داخو د الله شکر دی چې ستا په دې جمله کې يواځې الا ماشاءالله حقيقت دی او په همدې حقيقت دې نوره جمله مردوده او د خپل ايمان د زيان
له پاره ليکلې ده .
خو هر مسلمان د بل ورور دی زه دې بخښم ، څو زما له کبله د ايمان له زيان سره مخامخ نشې !
[quote:b79ebbf10c]خو باید هرسړی چي په کوم خبره نه پوهیږي سکوت يي بهتر دی .[/quote:b79ebbf10c]

چپ لياری صيب که په دغه خبره دې پخپله هم عمل کړی وای او د پوهېدو له پاره دې د دې ټولو تورونو پر ځای راڅخه پوښتلي وای
چې آيا پتواله تۀ دغسې او دغسې او دغسې سړی يې ؟ يا آيا دغسې او دغسې سړی نه يې ؟

په پوښتنه نه ګناهکاره کېدې، بلکې زه به ګناه کاره شوی وای که حقيقت مې درته نه وای ويلی ، خو اوس دې په تور لګولو ځان په زوره د الله په حضور کې
ګناهګاره کړ ،
زه د يو ډير ډير ګناهګار بنده په توګه تر دې آسانه بخښنې لوی خدمت بل نه وينم
چې اوس يې ستا له پاره سر ته ورسوم ! ما خو بخښلی يې او الله
سبحانه وتعالی دې هم وبخښه !


مینه پال
13.05.2011

نوروزخان لیکلي دي:::
[quote:35f9ea18f1]ته هم لطفا له ځانه هغه لمسۍ مه جوړوه چې انا ته یې ورښیي[/quote:35f9ea18f1]
نو ته څه وایې چې اوس افغانان ددې حق نه لري چې له تاسو څخه څه وغواړي او یا ستاسو تېروتنې در په ګوته کړي؟؟ او که دې دعوه داده چې نه خو القاعدې تېروتنه کړې او نه طالبانو او لکه پرښتې بې ګنا او سپین دي؟؟؟؟
عادل بیا لیکلي::

[quote:35f9ea18f1]د محترم نوروز خان ورور څخه هیله کوم چې له صبر څخه کار واخلي[/quote:35f9ea18f1]
کاشکي طالبان په صبر پوهیدای!

نوروز خان لیکلي::
[quote:35f9ea18f1]مخلص ، مظلوم او دقافیې له لحاظه معصوم شهید په پاک ژوند کې کوم ټکی داعتراض وړ دی[/quote:35f9ea18f1]
ګوره ځوانه، ته هم پوهېږې چې اسامه اوس شهید شوی دی او زه په خبرو کې احتیاط کوم، مګر د خلکو وژنو کې یې لاس درلود او دا به ته هم منې، حقیقت ته به حقیقت وایو.

چپهاری ځوان لیکلي:
[quote:35f9ea18f1]شاید لمونځ يي هم نه وي یاد[/quote:35f9ea18f1]
ماشاالله د دین عالمه! ستا سره همدا خبره ښایده؟؟؟؟

پتنګ لیکلي::
[quote:35f9ea18f1]د شمال له لنډغرو[/quote:35f9ea18f1]
د شمال له لنډه غرو خو به دي بیا د شمال بې چاره اولس مقصد نه وي چې فصلونه مو یې لا ور وسوځول او ښځې مو ترې کورو ته راوړې. ګوره چې بد ونه لیکې، زه یواځي حقایق لیکم او په دې له چا څخه ډار هم نه لرم.

ګورئ ځوانانو! د اسامه یې په مخه ښه او اروا یې ښاده، خو دا به منئ چې اسامه ای ایس ای ساتلی ؤ! هو که د ای ایس ای له خوا د اسامه ساتل سم کار وي او تاسي ورته دلایل لرئ نو بیا بېله خبره ده!


pattang
13.05.2011

پال ليکي
[quote:e09d3735ab]د شمال له لنډه غرو خو به دي بیا د شمال بې چاره اولس مقصد نه وي چې فصلونه مو یې لا ور وسوځول او ښځې مو ترې کورو ته راوړې. ګوره چې بد ونه لیکې، زه یواځي حقایق لیکم او په دې له چا څخه ډار هم نه لرم[/quote:e09d3735ab]

انډيواله دروغ دپښتانه او مسلمان عادت نو ي :
طالبان به هر کلي ته درې ځله له سپين بيرغ سره ور تلل خو شماليوالو به له څټه
په ډزونو ويشتل ، زما سره داسې ويديو ګانې هم شته چې شمالي والې زړه ښځې
په غيرې اسلامي اعمالو د ظالبانو مړي په تيږو ولي ٠ ددې لپاره چې عوام خلک
پکشې مړه نشي او لنډغر يې ملکي عادي خلک مخته لکه سپر ونه نيسي نوطالبانو
فيصله وکړه چېد دوی کډې کابل او نګرهار ته په موټرو کې انتقال کړي او هلته
ځای ور کړي٠ بل دې دا دروغ دي چې شځې يې ترې راوستي !
دکابل ډېرو باسواده ښځو په لريو لريو اطرافي کليو کې له مجبوريته ودونه وکړل
هغه ښځې يواځې دشمالي نوې ، ته لکه چې دسقاوي مسئله له طالبانو سره ګډوې
دطالبانو په وخت کې ډېره مسکني وه ، صليبيانو بنديزونه پرې لګولي وو٠


pattang
13.05.2011

انډيواله !
که مکتبي يې :
له شپږم ټولګي څخه دې بيا رياضي شروع که ! او که ملا يې خدای پاک دې قدرت
درکړي چې دګردي قوس نسبتونو ته (طالب، القاعده ، پاکستان ) ته واقعي
تناسب ورکړې !
چې نه کار هلته څه کار !

[quote:f2b133f707="مصلح"]یارانو وایی له یوه لوږي سړي نه چا وپوښتل چې دوه او دوه څو کېږي؟ هغه لوږي سړي په ځواب کې وویل چې دوه ډوډۍ!
زه د قادرخان ورور وکیل نه یم خو د هغه د لیکنې څخه زما اخیستنه لکه د احساساتی ورونو پشان نده!
قادر خان لیکلي :
[color=blue:f2b133f707]لکه څنګه چې د اسامه بن لادن په معامله ګری ټوله نړۍ اوس خبره ده او په دي هم پوهیږي چې دا څنګه ، د چا په خاوره کي او یا د چا په مرستو باندي شوي دي. [/color:f2b133f707]
لدې جملې نه خو داسې څرګندېږي چې د اسامه پر سر د پاکستان او امریکې تر منځ معامله شوې ده! نو له همدې کبله بیا پوښتي:
[color=blue:f2b133f707]زما پوښتنه د طالبانو څخه دا ده چې آیا دوي هم د اسامه بن لادن په لاره روان دي او یا يې د خپلو فاسدو او ناپاکو ملګرو څخه د عبرت نوي درسونه اخیستي دي؟[/color:f2b133f707]
لدې جملې نه زما اخیستنه دا ده چې دلته د( فاسدو او ناپاکو ملګرو) مطلب اسامه نه بلکې پاکستان دی! یعنی ښایي پاکستان د اسامه پشان د طالبانو پر سر هم معامله وکړي او امریکې ته یې وسپاري.
خدای خبر[/quote:f2b133f707]


مینه پال
14.05.2011

پتنګه له سلام ورووسته::
ګوره تاسي داسي خبره کوئ لکه نور چې نه پوهېږي، ولې حقیقت نه منئ، ایا فکر کوئ چې دا نور اولس نو په هیڅ نه دی خبر؟ زه شخصا د شمال د ښځو نه ډک موټر شاهد یم او ورسره غږېدلی هم یم. نو درواغ خو زه هم وایم چې د سپین مسلمان کار نه دی، او ته هم په دې باندي ډېر مه ټینګېږه چې طالبانو په شمال کې جنایتونه نه دې کړي. د خلکو باغونو ته یې اور اچولی دی او ښځې یې ورنه په زور راوړې دې. ګوره زه سل په سلو کې د طالبانو مخالف نه یم، خو حقیقت بیانولو کې درېغ نه کوم، زور دا ځای راکوي چې تاسي څنګه راځۍ لمر په دوه ګوتو پټوئ او فکر کوئ چې دا ټول اولس په هیڅ خبر نه دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د طالبانو درې ځلې سپین بیرغ ښکاره کول کېدای شې په ځینو کلیو کې رښتیا هم شوی وي( ځکه تا وویل)، خو په عمومي توګه هیڅ امکان نه لري، له ما نېولې بېرته تر ما پوري یې هیڅوک درسره نه شي منلای ځوانه. هسې به د خلکو سترګو کې خاورې نه شیندئ.


chaparharay
14.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ګرانو او قدرمنو لیکوالانو ملګرواو ننګیالي افغانانو ښاغلی پتنګ صیب او مینه پال صیب دواړه ښه باننګ اومومن افغانان يي که غواړي چي لیکني مو وزن پیدا کړي نو یو بل ته بد القاب مه استعمالوي شریعت کي دي نه منه شوي ده او همدا راز یو بل ته سپوري مه واي چي لوستونکو باندي ښي نه لګیږي او د لیکني اهمیت او قدر هم ورسره کمیږي.
د طالبانو له تیروتنو باید پتنګ صیب هم له یوه مخه منکر نشي ځکه د خپل قدرت په وخت کي د نورو ولایتونو برسیره په شمال کي يي ډیر تیروتني کړي په بامیانو کي هم داسي چلند کړي چي هغه خلک چي د کمونستانو او شمالیانو سره خوښ نه وو او طالبانو اسلامي امارت يي ډیر خوښ وو نو هم د ځان دښمنان کړل او په خپلو ناوړه چلندونو سره يي دځان په مقابل کي محاذ غټ کړ.
دا خبري اوس طالبان هم مني چي په تیر دور کي يي یو لړ تیروتني کړي دي چي لامل يي دحکومت دارۍ سره نابلد تیا وه اوددي حکومتي چاروکي نابلدتیا داسي فضا میسره کړي وه چي ډیر کمونستان چي همدا اوس يي زه پیژنم چي کرزي په حکومت کي په ګمرکاتو او نورو د پیسو په چینو مقرر دي د طالبانو په وخت کي په ډیرو ښو څوکیو نازول شوي وو سره لدي چي د طالبانو سره يي هم هڅ جنګي اشتراک نه وو کړی خو په بلی صیب بلی صیب باندي يي غولوي وو او دي ملاصاحبانو به هم دا انګیرله چي ددوی نه بل هڅوک ځما خیرخوا او دوست نشته نو کمونستانو هم د خپلو ناکامیو د غچ په موخه ځیني ډیر ظالمانه کارونه انجامول او ددي سره یو تعداد نورخلک چي پخواني پاټکیان وو او د پاټک په چلولو ډیر ښه پوهیدل هما غسي په پاټکون کي پاتي شول چي خپل پاټکولي يي په پوره زور سره چلوله او دا چي طالبانو په تحریک کي انتقاد منع وو نوبیخي له چا نه ډاریدل.
خو اوس بیا طالبان واي چي دا ځل به هغه تیروتني نه کیږي او الله جل جلاله دی وکړي چي بیا تکرار نشي او ان شاءالله چي نه به تکراریږي .
خو زه بیا دا وایم چي په اوسني شریطو کي باید دا خبري مطرح نشي او ټوله توجه د یرغلګرو سره مقاومت ته وشي نو راځۍ او ددي انتقادونو نه نورتیر شۍ او مقاومت پیل کړۍ که په ژبه وي ،وقلم وي ،کیبورډ وي او که په کلاشنکوف خو وخت د انتقاد ندي او د مقاومت دی.
ستاسو د ملګرتیا او خوښۍ په هیله
ستاسو چپرهاری


مصلح
14.05.2011

[quote:89b8dea3cf="pattang"]انډيواله !
که مکتبي يې :
له شپږم ټولګي څخه دې بيا رياضي شروع که ! او که ملا يې خدای پاک دې قدرت
درکړي چې دګردي قوس نسبتونو ته (طالب، القاعده ، پاکستان ) ته واقعي
تناسب ورکړې !
چې نه کار هلته څه کار !
[/quote:89b8dea3cf]
لجاجت دې نور هم بې اعتباروی !


chaparharay
14.05.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
پتوال ! ستاد شرعي باندي نه پوهیدو ډیر امثال دي خو زه به يي یو دوه درته وښایم
او پوهیږم چي ته به دي ته هم اوس کوم دروغجن سیاسي دلیل ګوري.
یو دي په شرعه نه پوهیدل دا دي چي ډیر کارونه ستاپه غربي سیاست کي یو شی
وي خو په شرعه کي بیا بیخي بل شی وي لکه مجاهدین ددي لپاره د کفارو سره
جنګیږي چي کفار ظالمان دي اودکفر سره سره نن يي په مونږ یرغل کړی نو په مونږ ټولو باندي جهاد داسي فرض عین دي لکه لمونځ او روژه!
خو ته بیا واي چي نه که کافرو یرغل کړی او که ځمونږ ښځي يي له ځانو سره
باګرام ته یوړي او که سپین ږیرو سره يي په زور زنا[عمل قوم لوط] وکړ خو بیا
هم مونږ باید ټوپک را وانخلو ځکه چي دي نه پاکستان ته ګټه ور اوړي او دوی
د خپلو ګټوپسي راغلي نو مونږ که ډیر مخالفت وکړو نو لارو ته به راوځو او ناري
به ووهو چي مونږ امریکایان دلته نه منو ودي وځي.
نو اوس ووایه چي اسلام باندي پوهیدل همداسي وي والله چي یو سړی بیییییییییییییییخي سیک یا هندو هم وي خو چي څوک يي په کور وروخیژي نو ټوپک
ته به لاس کړي او ته بیا ځان ته مسلمان هم وايي دا فکر دي ګوره د یو مسلمان همداسي
بي غیرته فکر وي او همدا يي غیرت وي ؟!!!
او بله الله جل جلاله فرماي چي اعوذبالله من الشیطان الرجیم ولاتنابزوا بالالقاب الایة او تاسو یو بل ته بد نومونه مه اخلي .
دا تاچي ماته دوه ځایه یو ځاي دلته او یو ځاي هغه بل سکالو کي چپ رهاری لکلي ولي؟
هلته مي هم درته ولیکل چي ولي دي لیکلي نو سترګي دي ټیټټټي واچولي او د ولي ځواب درسره نه وو.
دا ستانوم نه خرابیږي او که زه يي نه شم خرابولي خو په شرعه پوهیږم چي جائیز نه دي او ته پدي نه پوهیږي.
نوربیا


pattang
14.05.2011

انډيواله زما يوه خبره ده :
که په کار پوهيږې راشه په صداقت ميدان ته او هغه کار وکړه چې وطن يې غواړې
که نه پو هېږې بستره دبارکه هر څوک خبرې نه اخلي٠
ته مې مقصد نه يې دا زما پرينسيپ دی چې په لاره لاړې بيا يې مه چپه وه.
لجاجت زما لپاره کومه مانا نلري او نه يې پېژنم !

[quote:ff5db99b39="مصلح"][quote:ff5db99b39="pattang"]انډيواله !
که مکتبي يې :
له شپږم ټولګي څخه دې بيا رياضي شروع که ! او که ملا يې خدای پاک دې قدرت
درکړي چې دګردي قوس نسبتونو ته (طالب، القاعده ، پاکستان ) ته واقعي
تناسب ورکړې !
چې نه کار هلته څه کار !
[/quote:ff5db99b39]
لجاجت دې نور هم بې اعتباروی ![/quote:ff5db99b39]


پتوال
14.05.2011

چپرهاری صيب سلام او درناوی !

خدای دې وکړي چې داځل مې ستا نوم سم ليکلی وي ! تاسې خپل نوم Chaparhari ليکلی ، چې ما پرې د Chaprahari ګمان کړی و او په پښتو تورو مې درته چپرهاری ليکۀ او په دې ډول مې د ننګرهار
چپليار له دفتري نوم چپ رهار څخه ستاسې نوم اخيستل شوی چپ رهاری انګېره .
اوس دې متوجه کړم چې ستا نوم چپ رهاری نه، چپَر هاری دی ، چې کېدای شي د چپ رهار سره هېڅ تړاو ونه لري او يا چپ رهار هم په اصل کې چپَرهار وي ،
چې په دې وروستي صورت کې زه د چپَرهار په معنی نه پوهيږم ، ستا خو وطن دی نو که لږه روښنا پر وغورځوې بده به نه وي !
په هرصورت بايد اوس ته دومره پوه شوی يې چې دا زما تيروتنه وه ، نه قصد اً ستا د نوم ورانول !
او داچې وايې :
[quote:27f1b19972]کفار ظالمان دي اودکفر سره سره نن يي په مونږ یرغل کړی نو په مونږ ټولو باندي جهاد داسي فرض عین دي لکه لمونځ او روژه! [/quote:27f1b19972]
که ما وپوښتې نو خو لا وايم چې د امريکا يي اشغالګرو پرضد جهاد فرض دی ، چې ديني عالم هم نه يم، خو که همدغه د ټول افغان ديني عالمان وپوښتې ټول په دې نظر نه دي چې دغه مقاومت جهاد دی .
نه يواځې دوی بلکې تر اوسه پورې هېڅ اسلامي هيواد له همدغه پاکستان څخه نيولې تر سعودي پورې يو هم طالب مقاومت د جهاد په نامه نه دی پېژندلی ! ايا ويلی شې چې نني اسلامي هيوادونه
او دولتونه يې په شرعه خبر نه دي ؟؟؟؟ او که خبر دي او بيا هم د طالب مقاومت ته جهاد نه وايي نو د امت هغه پريکړه چې يو وسلوال پاڅون ته پرې جهاد ويل کيږي
د طالبانو د پاڅون په اړه کومه ده ؟؟؟؟؟ او کوم نړيوال اسلامي مرکز کوای شي د ټول امت په استازيتوب د جهاد حکم صادر کړي ؟ آيا القاعده يا يواځې طالبان دا صلاحيت لري ؟ د طالبانو يو شمير پلوړ پوړي غړي ، نور ديني عالمان او د حزب اسلامي قاضيان لکه قاضي وقاد او نور هم دغه جهاد نه دی رد کړی ؟؟؟؟
آيا هغوی هم په شرعه نه پوهيږي ؟؟؟؟
ولې زه يې سره ددې جهاد بولم او هغه څه چې د سوله ييز مقاومت په نامه غواړم هغه د جهاد رد نه بلکې د ملاتړ او تاييد په معنی پاڅون دی ، نه د جهاد په خلاف ، دا دويمه جبهه ده ، چې زما په اند د سياسي اړخ د بشپړولو او له جهاد وروسته د کورنۍ جګړې او آن د هيواد د تجزيې د مخنيوي له پاره اړينه ده !
مذلب دادی چې جهاد بايد نن زمام صرف په جزبه محدود نشي او سياسي بصيرت ورسره ملګری وي که نه د تير په شان ترې ګاونډيان سؤ استفاده کوي او
د افغانانو غاړې ته د غلام دغلامۍ زولانې ورغورځوي . داچې جهادي تنظيمونه
پنجابيانو خپل غلامان کړل او هيواد يې پرې وران کړ، نو طال مشران خو له اول څخه تر هغوی زيات د ISI د اغيز ، ولکې او کنترول لاندې راغلي ، چې د تنظيمونو جهاد جهاد نشو ه، بلکې د عادي مجاهدينو جهاد کامياب او انشا الله د الله په دربار کې د قبلېدو وړ و، نو د طالب مشرتابه جهاد به څنګه تر پوښتنې لاندې نه وي ؟
داچې القاعده او اسامه د طالب جهاد په مشرتابه کې زيات رول لوبولی او هغه د
ISI له سوړې څخه راوويستل شو، دت يې ثابته کړه
چې ISI د القاعدې له لارې هم
د طالب جهاد رهبري کوي د کويټې په شورا کې دخپل مستقيم ګډون له لارې
دجهاد مستقمآ رهبري خو لا څکی څکی !
نو هغه جهاد چې سياسي او سازماني رهبري يې د يو دوښمن (ISI) په لاس ورغلې وي مشرانو ته يې مجا هدين ويل کېدلای شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


pattang
14.05.2011

[quote:1f27da9cb2]نو هغه جهاد چې سياسي او سازماني رهبري يې د يو دوښمن (ISI) په لاس ورغلې وي مشرانو ته يې مجا هدين ويل کېدلای شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:1f27da9cb2]

داخبره ددوښمن خبره ،دروغ اوخيانت دي ، چې هر څويې ښوروې سر يې يو دی.
بحث تر فرد پورې ندی مربوط بلکې تر ازادي او غلامي پورې نو څکه هر څوک
حق لري چې دداسې ناوړه تور او خيانت مخه ونيسي ٠ که هر څوک هر څه وايې ،
که ځانونه و ژني او که خاندي طالب خپل کار هيواد ته په خپل صداقت سره کوي ٠
څينې کړی اوسياسي کنجونه د امريکا اشغال دشپې چاپې او غيرې حقوقي
او انساني تېری هېروي خو د تهمت تسبيح د isi په ياد هر وخت اړوي٠


نوروز خان
15.05.2011

پتوال صیب ستاسو دریځ هم خورا متزلزل دی
یو وخت دې ویل چې القاعدې دامریکا لاسپوڅې ده ،او د۹/۱۱ پیښه یې دهغوی په اشاره سرته رسولې ، مګربیا چې مو همدا خبره له سوالیو سره مخامخ شوه ، ومو فرمایل چې نه دامریکا لاسپوڅې نه ده ، او نه یې یاده پیښه دامریکا په امر سرته رسولې خبره داده چې امریکایان له پیښې خبر وه ، مګر دخپلو ګټو په خاطر یې ځان غوله دنګ اچولی وه ، مګر اوس دادی بیا دطالبانو غوندې القاعده هم ستاپه الفاظو دغلام غلام بولئ ، نه پوهیږم خپل دا ډول متزلزل دریځ څه ډول توجیه کوئ ؟
اوبل تاسو یقین لرئ ، چې طالبان او القاعده دآی ایس آی غلامان او تربیه شوي دي ، او آی ایس آی بیا دامریکا دسي آی اې لاسپوڅې ده ، که تاسو واقعا په همدې اند یاستئ او یقین پرې لرئ لطفا ډاډ راکړئ ، او بیا راسره سوالیې هم راحل کړئ .
پتوال صیب راځئ په دې اړوند ساده سپینې او مخامخ خبرې وکړو ، اوسیاسي مناظره ترې جوړه نه کړو .
هیله کوم چې لومړی دآی ایس آی ، سي آی اې ، القاعدې او طالبانو ترمنځ دخپل منځي نسبت په اړه خپله نظریه او برداست په کوټلي او روښانه توګه ارائه کړئ او بیا راپورته کیدونکې پوښتنې راځواب کړئ .
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more