د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

chaparharay
07.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل صیب تاسي ښه خبره لیکلی خوکه ځما لیکنه له اوله ولولي نو سربه دي خلاص شي اصلا خبر پیل له عجمو شوه او دلته بیا د عرب او عجم خبره له کومه ځایه راولویده.
ما که کوم مثالونه وړاندي کړي نو ټول دعجم دي ولي؟ همدا ستاسو سوال دي کنه!
دا ځکه چي مونږ هم عجم یو او لیدلي مي هم عجم دي شاید عرب له عجمو ډیر بد وي لکه اوریدلي مو چي دي نو که تاسي لیدلي وي نو بیا يي راوړي مونږ يي درسره منو او مونږ خو څه دعربو مدافع وکیلان نه یو اونه پري د عربیت لپاره خفه کیږو.
پاتي شوه دمذاهبو خبره نو ګوره دلته دي عدل ندی کړي!!!
دا د ابوحنیفه رحمه الله خبره چا ذکر کړي ما که الوزیرصیب؟
اوبیا ما ورته څه لیکلي وي ګوره اوس چي خلک ډیرڅه په کتابونو کي د ابوحنیفه رحمه الله په نوم ورپیسټ کوي نو دا خو د دي خلکو ګناه شوه ابوحنیفه رحمه الله خو داسي ندی ویلی او نه يي کړی زه هم دا خبر کوم چي ابو حنیفه رحمه الله صوفي نه وو مومن وو خو څوک يي راسره نه مني څه وکړم؟
چي نه مي پریږدی نو نورحتما بیا
ستاسو چپرهاری


الي الله المشتکي

عبدالحميد/افغ
14.05.2011

السلام عليکم
قال رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم ،« اتبعواالسواد الاعظم فأنه من شذ شذ في النار » ـ
محترمووروڼودومره لوئ جرأت چي بعضو نفرو په دې ځاۍ کړیدي چي پر لويولويو مسلمانانويې دکفرفتوی کړېده سبحان الله بېشکه يومسلمان ته په کافر سره ويل هم دي کافر کیږی ـ
ته وګوره اي منصفه !!!
ايا په امت مسلمه کي درسول اکرم دزمانې څخه تراوسه پورې صوفيه کرام اودهغوئ په حقوالي قائلين ډېر دي اوکه یې منکرين ډېر دي ؟
ايآ نبي اکرم عليه الصلاة والسلام نه دي ويلي « عليکم بالجماعة الخ » ـ
کوموکسانوچي دتصوف مذمت بيان کړيدي تا سو هغه اودهغوخلګوچي دتصوف حقيت يې بيان کړيدئ سره وګورئ کومه خوا اکثره ده ايا يوپنځونفروداسي ويلي دي چي متصوفين کافران دي بياتاسي اويوچاچي ويلي دي نوهغه له جماعته جلا سويدئ « فأن من شذشذفي النار » او دهغوتاريخ وګوري چي علماوو پکي څه ويلي دي ؟
اوداابن عربي چي هر وخت مخ ته رااچوئ کوم تعصب موورسره پيداسوئ دئ هغه که هرډول وو تاسوته خويې تاوان نه رسېږي ـ
يويوداسي هم پیداکيږي چي دعالم قول په دې باب رانقلوي ، سبحان الله تراوسه خودوۍ دآيت اوحديث دعوه کوي اونن په علماوو دليل نيسي ـ
اودهغو علماوو قولونه بيا پرېږدي چي دده صفت يې کړئ دئ ـ
دارنګه دابن تيميه په باره کي علماوو څه ويلي دي ؟ لکه امام سبکي ، امام ابن حجر الهيتمي وغيرهما ـ نوبياخوبايد دي هم کافر وبولئ ـ
نتبيه :
کله چي موږ يوه خبره بيانوو اودهغه دپاره دعلماوو قولونه نقلوو دوۍ وايې چي ددوۍ وقولوته اعتبار نسته ، اوکله چي دوۍ یسوه خبره کوي نودهغه دپار دليل دعالم قول راوړي ددوۍ دپاره بيا دعالم قول اعتبار لريـ
هغه کسان چي دابحث يې وصوفيانو ته اړولئ دئ سره له دې چي بحث دچشي شروع دئ داولي هغه باید خپل دليل پېش کړي ـ
دیوه کافر دمسلمانولوبحث دي په دې کي دې ته څه ضرورت دئ چي صوفيهء کرام يې رامنځته اودکفرفتوی پرکوي ؟
قل الحق والافاسکت
فاانصفوا يااهل الأنصاف !!!
: « ‏حدثنا ‏ ‏حسن ‏ ‏حدثنا ‏ ‏ابن لهيعة ‏ ‏عن ‏ ‏زبان ‏ ‏عن ‏ ‏سهل بن معاذ ‏ ‏عن ‏ ‏أبيه ‏
‏عن رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏أنه قال ‏ ‏من أعطى لله تعالى ومنع لله تعالى وأحب لله تعالى وأبغض لله تعالى وأنكح لله تعالى فقد استكمل إيمانه » ـ هرمسلمان بايد په دې حديث عمل وکړي ،
خاص دعوه ګير داهل الحديث هغوئ بايد له خپلي دعوي سره سم په دې حديث شريف عمل وکړي ـ


chaparharay
14.05.2011

السلام علیکم
تاسو اول ددي حدیث سند وګوری چي کومه درجه لري بیا به نوربحث کوو

1- أخرجه الامام ابن ماجه فى سننه كتاب الفتن باب السواد الأعظم بهذا الاسناد
حدثنا العباس بن عثمان الدمشقي قال : حدثنا الوليد بن مسلم قال : حدثنا معان بن رفاعة السلامي قال : حدثني أبو خلف الأعمى ، قال : سمعت أنس بن مالك ، يقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يقول : " إن أمتي لا تجتمع على ضلالة ، فإذا رأيتم اختلافا فعليكم بالسواد الأعظم "

2- أخرجه ابن حميد فى سمنده بمسند أنس ابن مالك بلفظه بهذا الاسناد
أنا يزيد بن هارون ، أنا بقية بن الوليد ، أنا معان بن رفاعة السلامي ، عن أبي خلف الأعمى ، عن أنس بن مالك

3- ذكره ابن عاصم فى كتاب السنة بلفظه بهذا الاسناد
ثنا محمد بن مصفى ، ثنا أبو المغيرة ، عن معان بن رفاعة ، عن أبي خلف الأعمى ، عن أنس بن مالك

واسناد الحديث فيه معان بن رفاعه وقال عنه ابن حجر فى التقريب لين الحديث كثير الارسال وفيه ايضاً ابو خلف الاعمى قال فيه ابن حجر متروك الحديث رماه ابن معين بالكذب
وقال ابن كثير عن هذا الحديث بأنه ضعيف الاسناد وذكره ابن حجر فى كتاب موافقة الخبر الخبر وقال انه غريب
نو زه بیا دا خبره کوم چي ولي صحیح احادیث ډیرکم دي چي تاسو ورپسي ګرځي ګرځي اوچیرته دیو ځاي نه ضعیف یا موضوعي حدیث را واخلۍ!
بل که ځان ته دپیغمبر امتي واي نو بیا يي په طریقه ولي عمل نه کوی ؟
چي کله درته د پیغمبر قول وړاندي شي نو بیا واي چي مونږ خو د امام ابو حنیفه په مذهب یو او چي خبره د پیغمبرشي نو بیا واي مونږ د پیغمبر امتیان یو په څه شي يي امتیان یي ؟
او چي بیا د عقیدي خبره شي تو ټسسسسس پاړسي به راخوشي کړي چي مونږ خو په عقیده کي ماتوریدیان یو فقه مو له یو امام او عقیده مو له بل نه را سکونډلي دي ته تاسو حنفیت واي ؟
نه تاسو هڅ حنفیان نشی کیدی او نه دامام ابوحنیفه رحمه الله پیروان يي هغه رحمه الله عالم وو او ښه موحد وو او خپله عقیده يي لرله خو تاسو ټکي ټکي ټکي.
اوس ناوخته دی نورسباته ان شاءالله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more