اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د کافر په مسلمانولو کی د کومک غوښتنه
وزیري
05.05.2011
محترمینو!
یو کافر می قریب کړی چی مسلمان یی کړمه، قسما قسم پوښتنی کوی، مطمئن یمه چی په زړه به یی د رحمت اوبه توی شی. اوس یی داسی اسلامی کتاب غوښتی ده چی په انګلیسی ژبه وی او د اسلامی حدودو او تعزیراتو نه بحث کوی.
ستاسی کومک ته سترګی په لار یم.
والسلام
۰
05.05.2011
السلام علیکم
الوزیر وروره پخپله ښه په الف و لام سره وزیر يي بل وزیر ته څه ضروت دی
خو بیا هم چي تاسي خواست کړي نو فقه جزاي چه مصر کي لیکل شوی بده نده
ما په عربي کي لیدلي شاید په اینګلیسي کي هم وي.
خو دا سړی چي مسلمانیږي نو پوره او صحیح عقیده ورته ښودل پکار دي هسي نه
صوفي شي نو دي نه خو بیا همداسي ښه دي چي دا دی!!!
حمید هڅــاند
05.05.2011
دروند الوزیر وروره؛ که ددې سړي بک ګراونډ ولیکې نو ښه به وي چې دی په کوم دین دی، او چې تاسو وایاست انګلیسي یې زده ده، نو بیا ډېر اسان کار دی، که چېري هندو مذهبه او یا عیسوی وي، نو ماته یې چل راځي.
په درنښت
عادل عادل
05.05.2011
السلام علیکم
محترم ورور الوزیر صاحب
د ډاکټر ذاکر نایک (الله ج دې یې له بدو او خیرنو سترګو وساتي) یو ټلویزیوني کانال دی نوم یې PEACE TV دی، د مسلمان او غیر مسلمان ټولو لپاره ډېر مفید دی، نوموړي اسلام ته جوړ سړي ته توصیه وکړی چې د همدې ټلویژن پروګرامونه تعقیب کړي.
[quote:7b32f923cd]خو دا سړی چي مسلمانیږي نو پوره او صحیح عقیده ورته ښودل پکار دي هسي نه صوفي شي نو دي نه خو بیا همداسي ښه دي چي دا دی!!![/quote:7b32f923cd]
چپرهاري صاحب ماشاالله ښه اوسپنیزه عقیده خو لرې، [size=9:7b32f923cd]خو د کُپي-کشی یو څه کار پکې شته [/size:7b32f923cd] :) زه خو وایم چې تر دې حال نه خو چې شیعه هم شي بهتره دی، ګوره وروره ماو تاسو ته به د اخرت په ورځ بیا څه پاته شي که الله پاک صوفیانو ته بې دلیله ووایي چې لومړی تاسو درځی جنت ته، ............... د اسلام د دایرې شعاع څه 2 انچه نه ده ........ بلکه ډېره عظیمه او زمونږ قاصر فکر پرې احاطه نشي کولای ........ د الله ج فضل دې د ټولو نصیب شي، آمین
نوروز خان
05.05.2011
[quote:34dd38b03a="مومندافغان"]
خو دا سړی چي مسلمانیږي نو پوره او صحیح عقیده ورته ښودل پکار دي هسي نه
صوفي شي نو دي نه خو بیا همداسي ښه دي چي دا دی!!![/quote:34dd38b03a]
چپرهاری صاحب داخبره دې واخله ډیره بې عقله خبره دې کړې ، خدای دې خوار کړه اخر جسارت او سپین سترګې هم حدلري
chaparharay
05.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
عادل صیب الله جل جلاله دی اجر درکړي ښه ځاي دي ورته ښودلي که د ډاکټر ذاکرنایک خبري واوري ان شاءالله چي مسلمان به شي او ښه عقیدوي مسلمان به شي
او د صوفیانو باره کي به ووایم چي یو زاهدان دي چي الله نه له هرچا ډیر ویریږي
صحابه او تابعین او داسي نور اسلاف او اوس مهال هم داسي ډیر خلک شته
چي علم لري اودیني پوهه لري او الله نه ډیر ویریږي زاهدان دي الله جل جلاله
دي مونږ ټول زاهدان او دالله جل جلاله څخه ویریدونکي کړي او په ایمان مو دي ثابت وګرځوي .
خو بیایوه ډله چي صوفیان دي پیران دي نو دا د اسلام نه خارج دي اسلام کي صوفیت
نشته د زهد او صوفیت باید فرق وشي تقوی بیل شی دی او صوفیت او پیري بیل شی دي
تقوی باندي الله امر کړي او صوفیت او پیری نه يي منع کړي زهد او تقوي ایمان دی
خو صوفیت او پیري ګمراهي ده.
صحابه او تابعین او نور اسلاف او اوس مهال هم ډیر زاهدان او الله نه ویریدونکي بندګان شته الله جل جلاله دي مونږ هم په ایمان ثابت لري .
خو په تابع تابعینو زماني نه تراوسه پوري ډیر پیران او صوفیان هم تیر شوي
چي اسلام سره يي کومه ریښه نشته ابن عربي ،ابو جعفر منصور الحلاج او داسی نور تر نن زمانی پوري ډیر ګمراهان شته د صوفیانو او پیرانو په بڼه.
خلاصه دا چي الله جل جلاله به ځینی یهود اونصاري چي ایمان لري وبښی خو
صوفیان او پیران نه بښي او والله که د جنت بوي هم وګوري که څوک يي منی او که نه .
نوربیا
رښتینی
05.05.2011
چپرهاری لیکی:
خلاصه دا چي الله جل جلاله به ځینی یهود اونصاري چي ایمان لري وبښی خو
صوفیان او پیران نه بښي او والله که د جنت بوي هم وګوري که څوک يي منی او که نه .
اوس داسی یهود او نصاری شته چی ایمان لری اوداسی ایمان چی دبښنی وړ هم وی ؟
chaparharay
05.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
نوروزخان صیب مادا لیکنه کړي وه خو چي انټرمي کړه نو ورکه شوه بیا مي چي ولیکله نو ګورم چي تاسي رانه مخکي شوي يي.
نوروزخان صیب زه تاسي او عادل صیب په پیرانو کي نه حسابوم تاسي د زاهدانو
له جملي حسابوم او د عبدالله ابن المبارک او نورو اسلافو په ډله کي مو راولم او په مومنانو باندي د ګمراهي ټاپي خو نه لګوم چي وویریږم خو چي څوک
ګمراه وي نو هغه ته خو به ګمراه وایم کنه تاسي لاړشي او په کابل کي په مزار کي
او به هرات کي دصوفیانو په نوم خلک وګوری څه کوي؟
پا پاکستان کي په دربارونو کي څه کیږي د اسلام اباد بری امام خو به دي لیدلی وي که تاسي بیا صوفیان يي نو الله مو مل شه او که نه زاهدانو ته او متقیانو
ته صوفیان واي نو اصطلاح مو بیا غلطه ده نوم کي غلط شوي يي خفه نشی!
نوربیا
نوروز خان
05.05.2011
سمه ده چپرهاری صیب
موضوع دیوه کافر دمسلمانولو لپاره مطرح شوې ده ، او تا ښه ډیر نور هم کافران کړل ،اوالوزیر صاحب ته دې خواري نوره هم زیاته کړه آفرین ستاسو په اسلام
مګر ګوره اسلام او مسلماني څه خورماوې اوریالونه نه دي ، چې یوازې به دوهابیانو په نصیب کې وي اوبس
هلته وایي زه تکفیري نه یم تکفیري تور وي که سپین نیم امت په تصوف عقیده لري او تاسو ټول له اسلامه خارج بولئ
یوازې دې دابن عربي او منصور حلاج نومونه اوریدلي دي ،دا جنید بغدادي ، سري سقطي ،خواجه عبدالله انصاري ، یعقوب چرخي ،امام رباني ،عبدالقادر جیلاني وغیره وغیره څنګه دي ؟؟؟
وزیري
05.05.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
نوروزخانه وروره! په الله جل جلاله قسم دی چی ما همدا طمعه له همدی خلکو نه لرله چی ددی سوال په جواب کی به همداسی لیکی. ځکه چی هغه د پښتو یو متل دی (بی ادبی دی ډیره معاف وی) وایی چی هر سړی د خپل یابو تیز پیژنی.
زه له الله جل جلاله نه په ډیر عاجزی سره بښنه غواړم چی زه ددی باعث شولم چی دده اولیاؤ ته زما د لیکنی په خاطر سپکاوی وشه.
استغفرالله الذی لااله الاهو الحی القیوم و اتوب الیه.
والسلام
حمید هڅــاند
05.05.2011
دروند الوزیر وروه، تاسو یې بیاهم دین نه دی لیکلي، او تاسو دا لیکلي چې دی د اسلامي حدودو څخه بحث کونکي کتاب غواړي چې په انګلیسي ژبه وي.
محترم الوزیر وروره، تاسو یې بیا هم دین نه دی لیکلی، خو ترهغه ځایه چې زما تجربه وایې، نو لمړی ورسره جزیاتو ته مه ځه، یانې د اسلامي حدودو او فقه نه یې وروسته و پوهوه، لمړی مهمه داده چې په الله پاک او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوخ باور پیدا شي، که نه هسي به سر ورسره وخوږوې، په هره خبره کې به پوښتنه کوي درنه او دهرڅه به دلیل درنه غواړي. خو که چېري لومړی دده په قران پاک باندي پوخ باور پیدا شي، نو هرڅه به ډېر ژر ومني.
یوه خبره چې ډېره مهمه ده، داده چې، د مسلمان او کافر عقېدې ډېري بېلي دي، موږ شیونو ته په یوه نظر ګورو، خو دوی په بل، همدا رنګه زموږ دلیل ویل هم بېل وي او د شیونو استدلال له یوه اړخه کوو، خو دوي یې له بل اړخه. نو ځکه په جزیاتو بحث کول ورسره هسي د وخت ضیاع ده. نو ځکه ضرور دا ده چې لمړی ورباندي په اساسي ټکو خبري وشي او اړویستل شي چې د خدای پاک شتون او د قران کریم حقتوب و مني او ددې کار کول ډېر ساده دی.
زه به یې بېلګه درکړم؛ زموږ د ethics استاده داسي یوه ښځه وه چې زموږ به ورسره هروخت په جزیاتو بحث ؤ، دې او زموږ همصنفیانو به زموږ د شرعي حدود نه منل، د بېلګي په توګه، د غله جزا او نور.....هر دلیل کې به یې دلیل لټاوه.....زموږ د demography and environmental studies استاد بیا نوري پوښتني درلودي چې دلیل کې به یې دلیل لټاوه....مګر کله چې موږ ورسره په اساسي ټکو بحث پیل کړ، ډېر ژر تسلیم شول او بیا یې د دلیل غوښتلو ډول هم بدلون وموند او ماشاالله د خدای پاک حقانیت یې ومانه.
په لنډه توګه؛ لمړی ورته د خدای پاک یووالی ثابت کړه، د قران کریم په صحت کې ورته دلایل وړاندي کړه، او له لویه سره د دینونو په راتګ او رامینځته کېدا یې سر ورخلاص کړه....په دې ترڅ کې له خبرو نه غوره داده چې ځیني وېډیو ګاني ورکړه لکه د قران کریم د ثبوت لپاره is Qura'an God's word او qur'an in the light of sience او که عیسوي وي نو بیا qura'an and bible in the light of sience غوره وېدیو ده، او که چېري هندو وي نو بیا similarity between hinduism and islam غوره وېډیو ده، دا ډول په لسګونو نوري وېډیوګاني هم شته....د هري وېډیو له کتلو وروسته ورسره د ورځي په همغه بحث وکړه او وګوره چې څنګه ژر را مسلمان کېږي.....زما سره نوري وېډیوګاني هم شته؛ د مشهورو ساینسپوهانو مسلمانېدل، دهغوي مشهور کتابونه او لکچرونه، دهغوی تجربې او د مسلمانېدو علتونه او نور چې زه یې درته اېمېل کولی شم.
[color=white:37b71abeed]خو بیاهم؛ لمړی یې باید په اساساتو باندي پوخ باور پیدا کړۍ او بیا یې له حدودو څخه خبر کړئ.[/color:37b71abeed]
په درنښت
عبدالوكيل
05.05.2011
ماشاءالله هڅاند صاحب !
ډیره ښکلی مشوره مو ورکړی .
الوزیر صاحب تاسو ورسره تر فروعو زیات په اصولو کی بحث وکړۍ . دا د فروعو حکمتونه داسی دی چی ډیر کم علماء ورباندی پوهیږی . نو که هسی نه چی ته ورسره په فروعو کی بحث کوی او پخپله بند راشی نو بیا به دی دومره کړی خواری عبث لاړه شی .
د هڅاند صاحب نظر یو وار بیا تاییدو م .
..Ahmadzai
05.05.2011
وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د کافر مسلمانوول ډیر لوی آجر أو ثواب لري.
الله تعالی دې وزیري صاحب په دې وتوانوي چې دغه کافر پر اسلام مشرف کړي أو د کفر له نجاست یې پاک کړي.
چپرهاري صاحب ډیرې حماسې نیولی ، دومره زر هم د کفر فتوا ورکول نده پکار...لږ حوصله کوه، په صوفیانو کې به ډیر مبتدعه وي، ځیني به بیخي غالي وي أو دکفر مرتکبین به وي، ځیني نور به مسلمانان خو مبتدعه أو بې لارې وي ، خو کافر نسې ورته ویلی، أو نور به زاهدان أو متقیان وي، نو تفریق تشخیصي یې باید وسي.
په عمومي ډول ټاپې لګول د تیروتنې أو خطا لامل کیږي.
نوروزخان صاحب په خیر راغلې.
وروره ګوره سلفیانو ته نیژدې طائفه ماتریدیان دي، أو څرنګه چې ماتریدیان هم په ډیرو طائفو أو فرقو ویشل سوي لکه کوثریه أو نور ، نو سلفیان هم داسې ویشل سوي، ځینې یې معتدل أو ځینې یې ِافراطي أو متشدد، ته هم باید داسې عمومي ټاپو څخه لاس واخلې،چې ګوندې ټول سلفیان ریال خواره دي أو وهابیان دي.
تاسو وایي سلفیان ستاسو د أولیاوو کرامات نه مني، دا خبره غلطه ده، سلفیان وایي: د یو انسان کرامت باید د دې سبب نسي چې بل پرې ګمراه سي، أو د کرامت پر ځای دشخص تقدس أو پر هغه ناسم اعتقاد وسي، أو الله تعالی سره یې په ځیني أمورو کې شریک کړي، لکه د منفعت أو ضرر رسولو کې، دلته د دوۍ ویره له شرک څخه ده، دوۍ انسان یواځې أو تنها د خدای عبادت أو هغه پاک ذات سره مستقیم بې واسطو أو شریکانو ارتباط ته هڅوي، د شخصیتونو توهین نه کوي، بلکې د شخصیتونو د تقدس څخه منع کوي، ځکه چې د شرک أول أو أصلي منبع أو سرچینه د أشخاصو تقدس څخه جوړه سوې، لکه د نوح علیه السلام د قوم شرک, يا د نصاروو أو یهودو شرک.
أو زمونږه ټولنه کې چې څومره شرکیات، مزارونه، زیارتونه أو مخالفات شتون لري، د هغو علت هم همدغه د مړو أو ژوندو خلکو تقدس أو دوۍ کې غلو څخه منځ ته راغلي دي.
(إن الله لا يغفر أن يشرك به ويغفر ما دون ذلك لمن يشاء)
په درنښت
و.افغان
05.05.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
اصلي سکالو يو شی ده، او بحث پر بله تللی دی.
غوښتل مې چې په روان بحث څه وليکم خو چې د ډاکټر احمدزي صاحب په تبصره مې
سترګې ولګېدې؛ راته کافي شافي ښکاره شوه، نو زه هم پرې اکتفاء کوم.
يکي يوه خبره پرې اضافه کوم چې د اسلام هغه دښمن چې اسلام له دننه څخه نړوي؛ تر
هغه دښمن ډېر مضر وي؛ چې ضرر او دښمني يې هر چا ته ښکاره او برملا وي.
الوزير صاحب پوه سړی دی، د يوه مسلمان په توګه دې کوښښ دې وکړي، چې دغه
سړی قرآن او سنت راوبولي.
له پیرانو، چشتيانو، سهرورديانو، نقشبنديانو، سيفيانو او نورو تقسيماتو او
وېشنو څخه دې لرې ساتي.
په درنښت
نجيب الله
05.05.2011
خدای دی یی مسلمان کړی امین.دیوچامسلمانول ډیرثواب لری
الوزیرصاحب!
چی کلمه یی وویله بیایی یوه ورځ درسره فورم ته راوله.چی بلد شی
رښتینی
05.05.2011
وهاج صاحب اونوروټولو ملګروته سلامونه !
وهاج صاحب په پیل کی دی شکایت کړی چی اصلی موضوع یوه اوخبره بلی
خواته روانه ده اوما په دی بحث کی له همدی کبله برخه هم وانخیستله خو ستا
وروستی کرښی څه لیکلوته مجبورکړم ځکه دهمدی وروستی کرښی له کبله
به همدا بحث هماغسی له موضوع وتلی روان وی .
ډیر ځله به تاسو هم له علمانیانو او له نورو بیلاری خلکو اوریدلی وی او یابه مو
له لویدیځوالوهم اوریدلی وی چی موږ به اسلام ومنو خو په اسلام کی د ډیرو ډلو
دشتون له کبله داکارنشوکولی ځکه هغوی وایی موږ شیعه اسلام ومنو که سنی ؟
که سنی اسلام ومنو بیانوراشه که یی ګوری دیوبندی ، بریلی ، سلفی هلم جرا .......
ومنوکه کوم یو ؟
اوس الوزیر صاحب یوه داسی موضوع را خیستی ده چی په نوم مسلمان باید
پری خوشاله او مرسته ورسره وکړی خو موږ هغه دعلمانیانو ادعا په ثبوت
رسوو یو ورته وایی دا اسلام وروښیه اوبل ورته وایی هغه فلانۍ ....
اوشاید دهمدی ستونزی له کبله د هند هوښیار داعی مولانا محمد الیاس
رحمه الله دی پایلی ته رسیدلی و چی په خپله ډله کی خلک پوهه کړی دی
چی له اختلافی موضوعاتو لری ګرځئ او ددین په فضایلو او اخلاقیاتو
باندی د دعوت لړۍ روانه لرئ
اوس زموږ بیځایه حساسیت دومره زیات شوی دی چی دبحث ګډونوال به وایی
چی ولا رښتینی خو تبلیغی دی او دی نو خپل لوری ته درابللوکوښښ کوی خو زه
وایم چی ددی ډلی دا کار زما بیخی خوښ دی چی هغوی له اختلافی موضوعاتو
لری ګرځی او که داسی نه وی د دعوت کار خو به په ټپه ولاړ وی بلکی ددی
اختلافاتو لامله به په خپلو کی سره خورواو دتصوف ، تسلف ....اونورو اختلافاتو
ښکار به یو په خپلو کی به یوه بل ته له ځانونو راکټ او توغندی جوړوو او دسپکو
سپورو له کبله به مو بحثځایونه بوین کړی وی ...
و.افغان
05.05.2011
حامد صاحب
ستاسې ټولې خبرې په ګل بدلې.
زه هم ستاسې سره موافق يم.
او له همدغه وجهې مې ورته وويل، چې قرآن او سنت چې د ټولو مسلمانانو غير متنازع عليها مقدس مصادر دي؛ همغو ته يې راوبوله، نور د هغه د بخت چې وروسته په کومې ځي.
کم نه کم په دغو دوه وو کې به خو به سره ټولې اسلامي ډلې متفق وي کنه؟
او د يوه کافر د مسلمانکېدنې په حالت کې د دې پوښتنې مطرح کېدل هم يوه واقعي
پوښتنه ده.
په درنښت
وزیري
06.05.2011
محترمینو! ستاسو له نظریاتو نه یو جهان مننه.
په دی باندی ټول علماء متفق دی چی په ټولو لارو کی معتبره لار شریعت ده. که طریقت، معرفت او حقیقت هم چیرته وی نو باید په شریعت باندی استواره وی. کافر چی کله مسلمانوی نو د طریقت، معرفت او حقیقت نوم به هم نه ورته اخلی. دا د هغه لپاره کافی او شافی ده چی په شریعت باندی یی اګاه کړی. شریعت همدی قرآن او سنت ته وایی. هاخوا دیخوا ځایونه به نه ورته ولی.
هڅاند صیب ته: وروره دا سړی د سریلنکا دی او په دین باندی بودائی دی. د الله جل جلاله او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کی می بلا ډیری خبری ورسره کړیدی. د داکتر ذاکر نایک له ویب سایټ نه می ورته دا هم په ثبوت ورسوله په بودائی کتابونو کی هم د الله جل جلاله او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یادونه شویده.
هغه کسان چی له طریقت سره تضاد لری د هغوی مخی ته دی غټه پوله وی::::
لکه په حدیث جبرائیلی چی راغلی دی اول اسلام ده بیا ایمان ده بیا احسان ده. یواځی زه نه ډیر علماء په دی باندی قانع دی چی دا دریم کوم چی احسان ده همدا طریقت ده. نو چی کله یو کافر مسلمانوی نو په اوله درجه کی به کوشش کوی چی مسلمان شی. مومنوالی او محسنتوب خو ډیر لری دی.
نو د طریقت مخالفینو غم مه کوی، صوفی به نه ترینه جوړومه، الله جل جلاله دی مسلمان کړی. تصوف خو زه یو نعمت الهی بولم. که د خدای جل جلاله ورباندی پیرزو وو نو ور به یی کړی کنه دا څه د لامده خوړ خیرات نه ده چی په ککړو لاسو به یی خوری.
رحمن بابا وایی:
د ازل په ورځ د برخو جواری وه - ای رحمانه! چا بایلی او چا ګټلی
تاسی هم والله که ډیر بد وایی، ځکه نن سبا دا تصوف نه هم هسی یو د پیسو او عزت ټولولو ماشین جوړ شویدی. هغه اصلی تصوف چی نعمت الهی یی بولم ډیر کم په نظر راځی نور ټول هسی ګپ شپ ده. خو دداسی جعلی پیرانو په کتو باید سړی له اصلی تصوف نه مخ وانه ړوی.
حضرت جنید بغدادی رحمه الله وایی:
ماته ټول مدارج صرف فاقه کشی، ترک دنیا او شب بیداری سره حاصل شوی. فرمائی، صوفی هغه ده چی د خدای او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی اطاعت وکړی چی په یو لاس کی قرآن وی او دویم کی حدیث.
والسلام
chaparharay
06.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
دروند او دقدروړ ورور الوزیرصیب ،رښتونی صیب.نوروزخان صیب او احمدزی صیب!
زما په لیکنه که تاسي ته کوم تکلیف در رسیدلی وي نو زه درنه معافي غواړم
او ځما مقصد هڅ دا نه وه چي کومه تاسي انګیرلي خو دا چي ځما لیکوالي همداسي ګډه وډه ده او مقصد ښه نه شم بیانولی دا ځما د لیکلوالی کمزوري ده اوبس
زه اګر که د صوفیت سره هڅ توافق نه لرم او زهد مي خوښیږي خو نه غواړم پدي وخت کي دا مسایل وڅیړم ترڅو که صوفیانو څه نه وي لیکلي زه کوم لیکل نه خوښوم.
خو یو څوکاله مخکي په جاپان کي هم یو بودست مسلمان شو خو بیا د همدي فرقوي اختلاف لامله بیرته په شاوګرځیده غلطي دچا شوه؟
زه هم دا غواړم لکه څنګه چي محترم الوزیر صیب او احمدزی صیب او وهاج صیب لیکلي چي سړی باید قران وحدیث ته دعوت شي .
بیا مي وضاحت هم وکړ چي تاسي وګوری په پنجاب کي چي همدا صوفیان څه کوي ایا همدا اسلام دی چي کافرورته دعوت کوی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ همدا د پنجاب،کابل صوفیان،هرات صوفیان،مزارصوفيان يي چي کوي اسلام راښودلی او دکافرو سره يي غزوات کړي ؟
هر څوک چي اسلام ته دعوت کیږي باید قران او حدیث ورته وروښودلی شي صحیح عقیده وروښودلی شي .
ما په جنوبي پنجاب کي هغه هندوان او په شمالي پنجاب کي نصاری لیدلی چي مسلمانان شوي او اوس په قبرونو زیارتونوکي اتڼونه کوي چي دا اسلام دي او هغه شرکیات کوي چي اسلام کی څه چي په هندویت کي به يي هم نه وي کړي او که څوک يي نه مني زه به يي ادرس ورکړم پخپله دي وګوري .
باقي زه د صوفیانو سره کارنه لرم چي هرڅه کوي خو دی خلکو ته وایم چي صوفیانو او زاهدانو فرق باید وکړي او چي سبا يي دوکړي ته ناست وي او قوالي کوي او لمونځ او روژی پروا نه کوي ږیره يي له بیخه وهلي وي اوتسبي يي لاس کي وي قره کول يي په سر وي او واي چي لمونځونه څه شي ته کوم خو فلان ولي ته قوالي کوم او هغه مي سفارش کوي او فلاني مزارته ورځم هره ګناه مي معاف کیږي .
اوس تاسي وواي چي دا صوفیان شو که زاهدان او دوی هڅ دا دعوه هم نه لری چي مونږ زاهدان او متقیان یو . واي مونږ صوفیان یو نو که دا د فورم ورونه هم همداسي صوفیان وي نو بیا خو .....
او که متقیان وي د الله ولیان[الله نه ویریدونکي ] وي اوخرافیان بدعتیان اوګمراهان نه وي نو بیا ولي خفه کیږی !
ما خو وضاحت هم وکړ چي تاسو نه یادوم تاسي نیکان یی او صوفیان هغه ګمراهان دي چي اسلام کي نشته خو بیاهم دا ښاغلي يي نه مني نو دا بیا څه معنا ورکوي؟!!!
په هرتقدیر ما خو دا انګیرله چي تاسي نیکان او دالله دوستان يي صوفیان نه يي خو چی تاسي يي نه مني او وای چي داسي مه وایه چي صوفیان څنګه او څنګه نو خیر د یو فورم ملګري او بیا افغان په حیث درنه بښنه غواړم ما نه وای پیژندلي او اینده به احتیاط کوم چي داسي کومه خبره ونه لیکم چي تاسي ته ورنه درد رسیږي.
په درنښت
ستاسو ساده ګل ملګري چپرهاری
نوروز خان
06.05.2011
[quote:57801f0f54]تاسي وګوری په پنجاب کي چي همدا صوفیان څه کوي[/quote:57801f0f54]
چپرهاری صیب که دغه سریلانکایي بودایي ، چې همدا اوس یي الوزیر صاحب زموږ او تاسو په مرسته مسلمانوي پوښتنه وکړه ، چې زه ځکه نه مسلمانیږم ، چې تاسو دنن عصر مسلمانان وګورئ ، څه کوي غلاوې دوی کوي ، زناګانې دوی کوي ، او . . . نو ستاځواب چې ورته هرڅه وي ، دپنجاب دصوفیانو دمثالونو په اړه دې د ( منسوب به سوی تصوف ) له دریځه زماځواب همداسې درواخله .
وزیري
06.05.2011
چپرهاری صیب،
په سلو کی دری سوه فیصده ریښتیا وایی، دا ټولی خبری دی زه تائیدوم. په ریښتیا هم داسی تش په نامه صوفیان شته چی خرافات غږوی او د دوی نادیده او جاهله پیروان یی هم ښه په درز سره تعقیبوی.
خو خوا دی مه پری پیکه کوه ته او تاته ورته کسان بیا ډیر تفریط کوی. هغه عظمت چی الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم او اولیاء کرامو ته ورکړی، تری تراشونکی یاست. لکه توسل، استغاثه، تبرک، زیارت، لاس او پښی چپول او داسی نور ډیر.
زه په دی باندی درسره موافق یمه چی په همدی توسل، استغاثه، تبرک او زیارت کی خلک داسی افعال کوی چی مطلقا مشرک ترینه جوړیږی. خو دا په دی معنی باید ونه پیژندل نشی چی دا افعال ناروا دی. دا افعال ټول روا دی خو په اسلامی طریقه.
بله خبره دا ده چی صوفیان او زاهدان مه سره بیلوه دا ځکه صوفی چی زاهد نه وه هغه ته بیا صوفی مه وایه. تصوف د اسلام یو مهم بخش دی. امام اعظم رحمه الله خو به منی چی یو قوی عالم، زاهد، متقی او موحد شخصیت وه خو بیا هم دی وایی: لولاالسنتان لهلک النعمان. یعنی ک چیرته دغه دوه کاله نه وای نو نعمان به هلاک شوی وه. یعنی ده په اخیر د عمر کی یو دوه کاله له حضرت امام جعفر رح نه طریقت وکړ.
په احترام
chaparharay
06.05.2011
الوزیرصیب زه اوس هم پدي اند یم چي صوفیان او زاهدان دوه بیل بیل خلک دي او لکه دمګنیټس د دوه مخالف طرفونو په څیر دي چي هڅکله سره یو کیدی نشي.
او کوم چي توسل دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا الله ته خپل نیک اعمال وسیله کول او هم یو نیک سړي چي ژوندی وي دعا کول دي بل شی ندي
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه بل دالله نیک بنده څوک وو خو چي کله وفات شو نو صحابه دده صلی الله علیه وسلم قبرته ورنه اغلل بلکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره عباس رضی الله عنه ته ورغلل او ورته يي وویل چي مونږ به رسول الله صلی الله علیه وسلم الله ته راتلو چي الله ته دعا وکړي چي په مونږ باران را ووروي خو اوس چي هغه صلی الله علیه وسلم وفات شوی نو تاته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ييی او نیک بنده يي الله ته دعا وکړه چي په مونږ باران ووروي .
نو توسل جایز اوناجایز دی ته واي که هرڅوک وي حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر نه غوښتل او توسل هم ګمراهي ده .
بله خبره تاسي د امام ابو حنیفه رحمه الله کړي نو هغه رحمه الله ښه نیک او عالم سړی وو او دا وینا چي تاسي رانقل کړی د ځان نه جوړه شوی خبره ده چي پیرانو او صوفیانو د خلکو دغولولو لپاره جوړه کړی کوم صحیح سند نه لري البتة کوم پیر په کتاب کي به لیکل شوی وي خو مستنده مرجع نه لري بیا يي رانه وړي هسي ځان مه خاموه همیشه مستندي او پخي مرجع ته مراجعه کوه.
نوربیا
وزیري
06.05.2011
السلام علیکم:
دا ځای د ددی بحثونو نه ده. که دی توسل په باره کی معلومات غوښتل نو زما او د وصیل پیروزی صیب لیکنه تعقیب کړه. یوځل هغه جناب خپله لیکنه ختمه کړی بیا به زما ګرنیټونه ووینی. سم به دی مغز پری درخلاص کړم. پاتی شوه د امام اعظم صاحب رحمه الله د طریقت په باره کی. امام صاحب څه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی نه ده تیر شوی چی اوس به یی په حدیثو او یا د احادیثو په کتابو کی لټوه. مونږه ته خو همدا معتبره ده چی هدایة النافع، قطب الارشادیه او درمختار را اخیستی ده.
ښه ورځ ولری.
والسلام
chaparharay
06.05.2011
السلام علیکم
الوزیر صیب ښه چاري
دا د توسل خبره خو تاسي کړي وه نو ما ځواب درکړ.
او دا هم وایم چي ابوحنیفه رحمه الله صوفي نه وو موحد وو دروغ پري مه واي.
او نور نو ځما لخوا فول سټاپ.
عادل عادل
07.05.2011
السلام علیکم
چپرهاري صاحب تاسو خو صوفیانو/حنفیانو ته په منسوبو عجم ټولنو کې د موجودو خرافاتو تصویر او مثالونه وړاندې کړل، چې ډېری یې دروغ هم نه دي.
که ستاسو په قاعده سره عربي لویې جزیرې ته، چې اهل یې عجم نه بلکه عرب دي، د اسلام نشر له همدې وچې څخه شوی، ژبه یې د قران ژبه ده، ....... او ..... اکثریت یې ستا د خوښې عقیده هم لري، سر ور ښکاره کړو، نو وبه ګورو چې د اکثریتو هېوادونو لوړه سلنه نارینه عرب مسلمانان د عادت په ډول شراب څښي، په همدې ډول او شمېره کې په زنا روږدي دي، او په همدې ټوګه سود خوړل یعنې ربا پکې معمول ده، نو ایا دا به د انصاف څخه ډېره لرې خبره نه وي چې څوک خدای مکړه ووایي چې دا مسلمانان؟، یا د مسلمانانو په منځ کې دا سلفیان؟؟ یا فرض کړی شافعي مذهبه؟؟؟ یا مالکي مذهبه؟؟؟؟، یا اهل حدیث؟؟؟؟، یا .... یا وهابیان ؟؟؟؟ په صریحو منکراتو باندې د عادت په توګه عمل کوي او چې داسې دي نو یادشوي مذهبونه، خدای مکړه د کفر او شرک ټاپې ته سم کړو؟؟