د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

و.افغان
07.05.2011

[quote:ce4a7310a8="عبدالوكيل"]وهاج صاحب ما خو په خندا او خوشالۍ درسره بحث پرمخ بیوه خو ته چی جاد شوی اوس به زه هم لهجه لږ سخته کړم .

په اوسنی وخت کی په افغانستان کی د کوکنارو د کرهڼی حکم په مطلق ډول د نړۍ په نورو هیوادونو د کرهڼی دحکم سره فرق لری . په سعودی عربستان کی زه هم د کوکنارو د کرهڼی مخالف یم خو د افغانستان د بیچاره او زوریدلی ولس له پاره یی په حکم کی د ډییییییییییییر احتیاط څخه کار اخلم . او بیا چی لا دا ډاډ هم راته حاصل شی چی په افغانستان کی د اقتصادی ګټی وټی له پاره کرل کیږی او ۹۹ فیصده یی هغو ممالکو ته ځی چی همدا اوس زمونږ کورونه په بمونه راورانوی ، ماشومان مو وژنی ، ښځی او سپین ږیری مو شهیدانوی ، او ځوانان مو د تورو تمبو شاته ورغوځوی .

وهاج جانه داسی فکر مکوه چی د کوکنارو په کرهڼی باندی په افغانستان کی دومره پافشاری به تنها د نشه یی توکو سره د مبارزی د سپیڅلی عنوان لاندی ترسره کیږی ، او دوی به ريښتیا هم غوښتل چی د مخدره موادو سره مبارزه وکړی .
هغوی دومره ځیرک دی چی تر ما او تا په فقهی احکامو ډیر ښه پوهیږی ، ځکه خو یی چالاکی دی حد ته ورسیده د سعودی د دارالافتاء فتوی یی کټ مټ کاپی او په افغانستان کی پیست کړه او دومره وخت یی زمونږ علماوو ته رانکړ چی وګورو ایا دا فتوی په افغانستان کی هم صدق کوی او که نه ؟، او دا ځکه چی هغوی ترما او تا ډیر ښه په اصول فقه پوهیږی او په دی هم پوهیږی چی فتوی د زمان او مکان په تغیر سره تغیر خوری .

راځۍ نن لږ د صراحت نه کار واخلو ، د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندی بندیز زما په نظر که څه هم نړۍ ته ثابته کړه چی طالبان په یو فرمان کولی شی د هیواد په ګوټ ګوټ کی ددی بوټی جرړی وباسی ، زما په فکر دا فرمان یی یو له وخته مخکی اقدام وه . زه په دی کی هیڅ شک نه وینم چی د نړیوالی ټولنی لخوا په افغانستان کی د کوکنارو په بندیز باندی د فشار تر شا سیاسی انګیزی هم موجودی وی ، د کوکنارو کرهڼه زموږ د فقیر ولس له پاره د ګټی یوازینۍ اعلی مرجع وه چی دا د نړیوالو له پاره د زغم وړ نه وه ، له یوی خوا یی راباندی اقتصادی بندیزونه ولګول او له بلی خوا یی د ولس د اقتصادی پیاوړتیا یوازینی امید هم ورختم کړ او د مخدره موادو سره د مبارزی په پلمه یی زمونږ په ولس باندی د ګټی دا لار هم وتړله .
او په څنګ کی یی د سعودی د مفتیانو هغه فتواوی رامرش کړی چی یوازی د سعودی نوم یی په افغانستان بدل کړی وه او ویل یی چی د کوکنارو کرهڼه جواز نلری ، او زمونږ علماوو ته یی ددومره سوچ وخت هم نه ورکاوه چی فکر وکړی دا فتوی خو د سعودی په دارالافتاء کی د سعودیانو له پاره ترتیب شوی ، ولی په پټو سترګو دومره تعمیم ورکړل شی د افغانستان په شان هیواد ګی په هرلحاظ د سعودی سره کاملا فرق لری هم پکی داخل شی . دلته د فتوی هغه اصول څه شول چی د زمان او مکان په تغیر سره په فتوی کی هم بیاکتنه کیدی شی ؟ خو مونږ ته چا دومره وخت رانکړ چی د خپل فقیر ولس له عینکو څخه دی فتوی ته وګورو .

وهاج جانه خبری می ډیری په زړه کی دی ، خو دا زه په ښکاره وایم چی د طالبانو لخوا په افغان ولس د کوکنارو د کر بندیز ، په داسی حال کی چی د بشری حقوقو مدعیانو هم ورباندی اقتصادی بندیزونه لګولی و ، د سیاسی نګاه نه یی اګر که د طالبانو قاطعیت نړۍ ته په ثبوت ورساوه، زما په فکر پرځای اقدام نه و .

زه د دنیا په بل هیواد کی د دی بوټی د کرهڼی او نه کرهڼی په حکم بحث نه کوم ، زه په خپل ګران هیواد کی ددی بوټی په کرهڼه غږیږم ځکه چی د افغانستان شرایط کاملا د نړۍ د نورو هیوادونو څخه فرق کوی ،
[color=blue:ce4a7310a8]خو دا چی ظالمه نړۍ به څومره مونږ ته اجازه راکړی د خپل ولس د شرایطو سره سم د شریعت په چوکاټ کی یو عادل حکم راوباسو جدا موضوع ده. [/color:ce4a7310a8]

دا لا څه کوی ، زه خو وایم که دا ځل طالبانو ته واک په لاس ورشی ، د کوکنارو ترڅنګ د چرسو اجازه هم باید ورکړی ، لکه څرنګه چی په جاپان باندی د اتومی بم د استمال نه وروسته د فرانسی د اتومی اداری مشر جاپانیانو ته وړاندیز وکړ چی چرس وکری ، ځکه چی د چرسو په بوټی کی دا خاصیت شته چی آن تر ځمکی لاندی هم اتومی شعاوی ۸۰ فیصده خنثی کولی شی . نو څرنګه چی دا ټولی دنیا ته معلومه ده چی امریکایانو په افغانانو باندی خپلی رنګارنګ اتومی وسلی تجربه کړی (چی ښه مثال یی ستاسو په کونړ کی د هغه ماشومانو انځورونه وه چی په مطبوعاتو کی خپاره شوه او ګوتی او لاسونه یی شړیدلی وه) ، همدارنګه یی په توره بوړه کی هم ډیر داسی کیمیاوی مواد استعمال کړی که تفصیل یی دلته نه لیکل کیږی . نو زما عقیده دا ده چی که په شریعت او واقعیت باندی څوک پوه وی او د کوکنارو او چرسو ټووووووووووووووووووولی فایدی او زیانونه ورمعلوم وی زه باور لرم ددومره تسرع نه به په فتوی کی کار وانخلی لکه وهاج صاحب .
هم په اوسنی او هم په راتلونکی کی افغانان یی باید وکری او پیداوار یی هغه چا ته په تحفه کی ورولیږی چی زمونږ په خاوره د اتومی بمونو تجربی کوی .

[color=blue:ce4a7310a8]خو دا چی زمونږ مفتیان به څومره وکولی شی د عصر دفرعونی سیوری څخه لیری دشریعت او افغان ولس پخوانیو، موجوده ، او راتلونکو حالاتو په رڼا کی ، او د کوکنارو د استهلاک مواردو ته په کتنی سره په یوه آرامه او عادلانه فضا کی یوه موزونه فتوی ورکړی ، مستقل بحث دی .[/color:ce4a7310a8]
اوس وایه وهاجه ![/quote:ce4a7310a8]

ستاسو له دې اوږدو خبرو څخه ما دا وفهموله، چې تاسې د کوکنارو د کرلو د جواز
لپاره دوه دليله وړاندې کوئ:

۱- د افغان ولس ضرورت.
۲- استهداف د دښمن، ځکه چې د کوکنارو د محصول څخه چې کوم مواد جوړيږي، د
99 سلنه هغو دولتونو ځي؛ چې په مسلمانانو بمونه وروي.

آيا زما فهم صحي دی؟؟؟؟
نور بيا

په درنښت


chaparharay
08.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي محترم اودروند ورور وهاج افغان صیب ستاسو لیکني ډیري مدللي دي اوس که څوک وواي او کنه خو لوستونکي دلایلو ته ګوري ،دلته دوه خبري دي یو مطلق تحرم دي نو زه هم وایم چي دا حرام دي ځکه چي په همدي نیت کرل کیږي چي پوډر تري جوړ شي او که جوړ هم نشي خو د افیون لپاره کرل کیږي چي بیا هم حرام شو او په هڅ صورت حلال نشو ورته ویلي .
دوهمه خبره دمصلحت ده نو دلته بیا د عبدالوکیل صیب خبره وزن لري د ځینو لاملو له مخي شرعي حدود هم معطل کیږي لکه عام المجاعة ورته واي که څه شی دی چي امیر المومنین ورته د غلاحد معطل کړی وو!
نو دلته هم ځیني لاملونو له مخي دا حکم روسته کیدی شي خو حلال او حرام بیا بیل شی دی.


و.افغان
08.05.2011

[quote:33ff979eab="عادل عادل"]
داچې دا یو ښکلی بوټی دی او الله ج خلق کړی، د نورو بوټو په شان به د الله ج ثنا وایي، ..... نو دا ښکلی بوټی څنګه خبیث بللی شو؟
[/quote:33ff979eab]
ځواب يې دا دی:
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د پيازو او هوګې ونې منتنې خبيثې بللې دي.
سره له دې چې پاک دي، طاهر دي، حلال دي، او د بدبويۍ له وجهې د هغې خوړونکی
جماعت لمانځه ته د تللو څخه معذور بلل کيږي، د دغو مقايسه له کوکنارو سره نا معقوله ده، خو بيا هم خبيث بلل شوي دي، ځکه چې لنډ مؤقتي خبيث اثر لري؛ اګر که د زائلېدو اسباب يې هم ډېر او اسان دي، کليات خمسه وو او شرعي مقاصدو ته په خوړلو سره يې زيان نه رسيږي؛ نو الله جل جلاله جايز کړي دي؛ خو خوړونکی يې په مؤقته توګه مسجد ته له ورتګ څخه منع کړی دی.
لنډه دا چې کله د دغه مؤقت لنډ خبث په وجه ورته د الشجرتين الخبيثتين وصف کارول
شوی دی، نو که دغه وصف کوکنارو ته وکارول شي؛ نو څه ستونځه په کې ده ؟؟؟
من باب أولی، يا من طريق القياس الأولى ورته دغه وصف كارول كېدلی شي.

دا د هغه حديث الفاظ دي، کوم چې له جليل القدر صحابي قرة بن اياس څخه روايت شوی دی:
حَدَّثَنَا مُعَاوِيَةُ بْنُ قُرَّةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، قال : " نَهَى رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسَلَّمَ عَنْ هَاتَيْنِ الشَّجَرَتَيْنِ الْخَبِيثَتَيْنِ " ، وقال : " مَنْ أَكَلَهُمَا فَلا يَقْرَبْنَ مَسْجِدَنَا " ، وقال : " إِنْ كُنْتُمْ لابُدَّ آكِلِيهِمَا فَأَمِيتُوهُمَا طَبْخًا " . قال يَعْنِي : الْبَصَلَ ، والثَّوْمَ . رواه أَبُو دَاوُدَ.

1- هاتين الشجرتين الخبيثتين وقال من أكلهما فلا يقربن مسجدنا وقال إن كنتم لابد آكليهما فأميتوهما طبخا. تهذيب الكمال للمزي 373 8:183 يوسف المزي 742
2- من أكل من هاتين الشجرتين الخبيثتين فلا يقربن مسجدنا فإن كنتم لا بد آكليها فأميتوهما طبخا.
السنن الكبرى للنسائي 6451 6647 النسائي 303.
3- من أكل من هاتين الشجرتين الخبيثتين فلا يقربن مسجدنا فإن كنتم لابد آكليها أميتوهما طبخا.
الكني والأسماء للدولابي 1150 789 أبو بشر الدولابي 310
4- من أكل من هذه الشجرة الخبيثة فلا يقربن مسجدنا حتى يذهب ريحها منه.
العلل الكبير للترمذي 338 558 محمد بن عيسى الترمذي 279
5- من أكل من هاتين الشجرتين الخبيثتين فلا يقربن مسجدنا فإن كنتم لا بد آكليهما فأميتوهما طبخا.
شرح معاني الآثار للطحاوي 4375 4386 الطحاوي 321
6- من أكل من هاتين الشجرتين الخبيثتين فلا يقربن مسجدنا هذا فإن كنتم لا بد آكليهما فأميتوهما طبخا.
شعب الإيمان للبيهقي 5509 --- البيهقي 458

له دې مخکې مې داسې هم ليکلي وو:
پاتې شوه، له يوه حرام او خبیث څخه استفاده، نو يواځې د ضرورت په وخت جائز
کېدلی شي؛ هغه هم رخصت دی نه عزيمت.
ضرورت خپل ځانګړی تعريف خپلې قاعدې لري،
الضروريات تبيح المحذورات. په خپله اطلاق نه ده.
بلکه: الضرورة تقدر بقدرها هم ورسره ملګرې ده.
خو که څوک صبر وکړي؛ فان ذلک من عزم الأمور.

[quote:33ff979eab="عادل عادل"]
که د کوکنارو کرکیله بنده کړل شي نو دا دومره دواګانې به له څه نه جوړوو.
[/quote:33ff979eab]
عادل صاحب: هسې راخطا يې بحثونه نه ګورې، او غواړې چې بيا بيا خبرې تکرار
شي؛ د دې خبرې ځواب مخکې شوی دی:
د تارياکو او کوکنارو په اړه (الضروريات تقدر بقدرها) د حکومتونو لخوا عملي
کېدلی شي، زه پوهېږم چې دغې ګندې زهرجنې مادې ته انساني اړتيا شته، ځکه
خو الله جل جلاله پيدا کړې هم ده، نو که چېرې ځينې حکومتونه د خپل مستقيم
نظارت لاندې د دغې مادې لپاره د ضرورت په اندازه خاص او ځانګړي فارمونه
ولري، او بيا د ضرروت په اندازه استخدام شي؛ نو ان شاء الله رخصت دی، څه باک
به په کې نه وي؛ خو که چېرې يو کس د نشيي دوا څخه بيخي مخ اړوي؛ او نه يې خوري،
نو عزيمت دی، څوک يې په زوره پرې نشي خوړلی.

[quote:33ff979eab="عادل عادل"]
که د محترم وهاج صاحب فتوی ته وکتل شي نو بیا خو یورانیم، اوسپنه، ګوګړ او داسې نور معادن هم ټول خبیثه مواد دي چې نفیسه ؟ انسانان ترې انسان وژونکې اسلحې جوړوي، بمونه او طیارې ترې جوړوي او داسې نور .
زما په نظر د کوکنارو کرل جواز څه چې هم خرما ده هم ثواب.
دولت دې فارم مارم نه جوړوي بلکه بزګر او سوداګرو ته دې د راکړې ورکړې داسې شرایط وضع کړي چې د کوکنارو ۹۰ سلنه ګټه د بزګر او دولت خزانې ته ولویژي، په اوس وخت کې د کوکنارو د کاروبار ۹۵ سلنه ګټه د بهرنیانو جیب ته لویژي او بزګر بیچاره ته ایله د خپلو خولو او زحمت مزد رسي.
[/quote:33ff979eab]

ګوره عادل صاحب: نوم دې عادل دی، خو له شرعي بحثونو سره له عدله کار نه اخلې،
يو ځل بيا درته وايم، چې مخکيني بحثونه دې نه دي کتلي، او که کتلي دې وي؛ نو
بيا له دې خبرو څخه دې د ريشخند، مسخرې او تخريب پرته بله معنا نشي اخيستل
کېدی.

مخکې مې واضحه کړه، چې دلته مونږ علمي بحثونه کوو، فتوا ګانې نه ورکوو،
زه یواځې هغه مسئلو کې فتوا ورکوم، چې زما لپاره أظهر من الشمس وي؛ او هغه هم
داسې کس لپاره چې ما پېژني، مستقيما يا د ټلفون له لارې راسره په انفرادي توګه
تماس ونيسي.
محترم کامل صاحب هم وويل، چې زه فتوا نه غواړم، بلکه يو شرعي بحث سره کوو،
خو تاسې بيا هم د فتوی ټکی کارولی
او ماته مو فتوی منسوبه کړې؛ که چېرې بالفرض والتقدير ما فتوی ورکړي وي (چې
حقيقت کې داسې نه ده) نو بيا تاته څه مجال دی؛ چې د فتوا مقابل کې پرته له دليله
بلکه عن جهل فتواوې ورکوې، الاجتهاد لا ينقض بالاجتهاد، او بيا اقرار هم کوې، چې شخصي نظر دې دی، بيا په کې په ډېر وقح جرأت سره د خرما او ثواب خبره هم
يادوې.

آخر د الله جل جلاله په شرعه باندې دومره جرأت ولې؟؟؟
کومه فتوا چې ته عن جهل او بې دليله ورکوې؛ او د خپل شخصي نظر په نوم يې تېروې
ته پوهېږې؛ چې ته د الله جل جلاله له خوا امضاء کوې؛ يعنې د هغه له خوا مخول يې؛
چې ووايي: دا حرام او دا حلال.
آيا د دې جوګه يې، چې د الله جل جلاله له خوا د تحريم او تحليل امضاء وکړې؟؟

که ملا يا عالم يې؛ او داسې ښکارې چې ملا يې؛ نو په شرعي مسئله کې د ملا او عالم په ژبه وغږېږه، ولې په خپل ملايي هويت شرمېږې؟

او که نه يې؛ نو يواځې ولوله، زده کړه، او پوښتنه وکړه، دغه شخصي نظر دې خپل جېب کې واچوه لکه څرنګه چې زما شخصي نظر پرته له دليله هيڅ قيمت نه لري، همداسې ستا بې دليله شخصي نظر دلته هيڅ معنا نه لري؛ ځکه چې يو مجهول شخص يې، او د يو مجهول شخص له خوا د يوه شرعي دليل او د فتوا نقلول هم په اسلامي شرعه کې قابل قبول نه دی.
قال الله تعالی: يا أيها الذين آمنوا ان جاءکم فاسق بنبأ فتبينوا.
علامه ابن حجر مجهول د جرح اوتعديل په نهمه طبقه کې ذکر کړی دی، او د نهمې
طبقې حکم دا دی، چې حديث يې ضعيف دی، اود تفرد په صورت کې منکر دی.

سخته يې ځکه درته وايم، چې ستا غوندې له يوه هوښيار سړي سره په شرعي
بحث کې داسې بېځايه جرأت او [color=white:33ff979eab]ساخره څرګندونه[/color:33ff979eab] نه ښايي.

(ملاحظه: خبرې تاسې ته نه، بلکه ستاسې څرګندونې ته متوجه دي)

زما له تا سره په دې فوروم کې په مکرر ډول مواجهه راغلې ده، او سبب يې دا دی چې
زه سپين ساده کليوال يم، له مستقيمو ښکنځلو څخه راباندې دغه اړولې، مبطنې او
ساخرې خبرې ډېرې بدې لګيږي، څنګه چې زه يو کليوال يم ، نه بازاري ؛ نو بيا سړي ته
مستقيم ځواب ورکوم، خو تا ته چې مې کوم ځواب درکړی، ان شاء الله چې ظلم مې درسره په کې نه دی کړی.

د چا په سر کې چې عقل وي؛ نو آيا هغه به د کوکنارو کرکيله چې مقصد، هدف موخه،
واقع او مآل يې هر چاته معلوم دی؛ د اوسپنې يورانيمو او نورو معادنو باندې به
يې قياس کړي؟؟؟!!

يا ربي لک الحمد علی نعمة العقل.

په درنښت


ډاکتر څپاند
08.05.2011

درنو هېوادوالو سلامونه،

دکوکنارو کر کيل،دبيلګې په توګه په ترکيه او نيو زيلاند کې دقانون له مخې
جواز لري٠په دترکيي په شرقي سيمو کې د کوکنارو نه غوړي لاسته راځي
اوپه نيوزيلنډ کې دترياکو نه طبي دواګانې جوړوي،نوموړی هيواد پدې توګه
دکال ٣٠٠ ميلونه ډالره ګټه کوي٠

ځما په اند،که د کوکنارو کرهڼه د ترياکو او هيروينو د جوړولو او استعمال
په خاطر نه بلکه د سوداګرۍ او تجارت په اند وي ،بايد منع نشي٠

اشغالګر بايد کوکنار او دهغه طبيعي محصولات په سيخ ډول دبزګرو نه وپيري
او دنيوزيلنډ پشان،کيدی شي دملي عايد يوه برخه شي٠


عبدالوكيل
08.05.2011

هیڅ ګل یا بوټی په خپل ذات کی حرام نه دی ، که حرام وی نو د استعمال مواردو ته په کتو یی حرام دی .

وهاج صیب او استاذانو به یی الله ج اجر ورکړی ځکه چی اجتهاد خو یی کړی ، خو دا چی پکی خطا شوی دی نو د یو اجر نه به برخمن وګرځی .

د کوکنارو څخه پرته د نشه یی موادو نوری زښتی ډیری استفادی کیږی ، که فیصدۍ ته یی واړوو نشه یی توکی به یی ۲۰ فیصده ته هم نه رسیږی . مثلا ددی څخه د افیونو په نامه یوه ماده جوړیږی چی بیا د افیونو څخه په خپل وار لاندی نوری جوړول کیږی :

د مورفین په نامه یوه ماده تری جوړیږی چی په طبابت کی د درد څخه د خلاصون له پاره استعمالیږی خاصتا د اپریشن څخه وروسته
د کودایین په نامه یوه ماده تری جوړیږی چی ددی څخه هم د درد په آرامولو او د خوب راوستلو په موخه کار اخیستل کیږی
د هیرویین په نامه یوه ماده تری جوړیږی چی دا ډیره خطرناکه ماده ده او په عصبی سیستم ډیر ناوړه اغیز درلودلی شی ، او دا هغه ماده ده چی په طبابت کی تری کار نه اخیستل کیږی او د شریعت او قانون له مخی ناجایزه ده .

که ددی څخه تیر شو د خشخاشو د دانو څخه یی هم په غیر نشه یی مواردو کی پوره ګټه اخیستل کیږی حتی چی د ډوډۍ د ښکلا او ذایقی برابرولو په موخه هم تری ګټه اخیستل کیږی او دا ګټه اخیستنه تری هیڅ قانونی ممانعت نلری .
څه موده وړاندی په دوبۍ کی یو هندی تبعه د ۴۸ کیلوګرامه د خشخاشو دانو سره ونیول شو ، خو محکمی یی وروسته له هغه د برائت حکم وکړ چی ثابته شوه چی ددی څخه په ډوډۍ کی کار اخیستل کیږی ، نه په منشیاتو کی ، او ددی هندی تبعه یو دلیل هم دا وه چی دا په هند کی ښه په پراخه پیمانه پیدا کیږی او هیڅ کوم ممانعت نلری ، او مدافع وکیل یی هم دا دلیل نیوه چی همدا اوس د اماراتو په مارکیټونو هم ښکاره خرڅول کیږی .
د یادونی وړ ده چی په نړۍ کی یی د دانو څخه د کیک او نورو ډول ډول خوراکو په جوړولو کی هم آزادانه کار اخیستل کیږی .
او حتی د مرغانو د ساتلو شوقیان یی د مرغانو د خوراک له پاره هم اخلی او خرڅوی .

د خاشخاشو تیل هم په نړۍ کی منع ندی ، د نورو مواردو تر څنګ ددی تیلو څخه د ویښتانو په تقویی او رشد کی ډیره ښه ګټه اخیستل کیږی .

نو وهاج صیب تاسو یی د کومی استفادی په غرض کرل ناروا بولۍ ؟

که خلاصه یی ووایم او اجازه راکړۍ زه د کوکنارو مثال د یو بل شی سره ورکولی شم د کوکنارو موضوع داسی ده لکه د طالبانو مسئله ، لکه څرنګه چی نړیوالی میډیا د طالبانو ښه نوم بدنام او ښایسته شکل یی وربدرنګ کړی ، همداسی یی د کوکنارو د بوټی سره هم لویه جفا کړی ، کیدی شی کوکنار تر طالبانو هم زیات مظلوم وی ، ځکه چی طالبان که نور څوک یی نه پیژنی پخپله خو په خپل قدر پوهیږی ، خو کوکنار تر ننه پوری حتی هغه دهقان چی کری یی د نشه یی توکی څخه پرته په بل نامه نه پیژنی ، دا لا څه کوی هغه مفتیان هم چی دا بوټی حراموی تنها د نشی د مصدر په توګه یی پیژنی او بس . نو بدیهی ده چی د تحریم فتوی به یی ورکوی .


عادل عادل
08.05.2011

السلام علیکم

[quote:6254de91f8]سخته يې ځکه درته وايم، چې ستا غوندې له يوه هوښيار سړي سره په شرعي
بحث کې داسې بېځايه جرأت او ساخره څرګندونه نه ښايي.

(ملاحظه: خبرې تاسې ته نه، بلکه ستاسې څرګندونې ته متوجه دي) [/quote:6254de91f8]

وهاج صاحب

وبښی چې تاسو مې په غصه کړي یاست، زه منم چې هغه د "فتوی" اصطلاح مې باید نه وی کارولې، په هر حال زما د لیکنې هر ټکي چې تاسو ازرده کړي یاست زه یې درنه بښنه غواړم، او له دې وروسته به احتیاط کوم.

ما په لومړي سر کې د خپل کلي د مرحوم مولوي صاحب څخه په نقل قول سره لیکلي وو چې د کوکنارو په کرکیله کې شرعا منع نشته، نو ځکه مې خپل هغه نظر چې تاسو ته بازاري برېښېدلی، هم پسې اضافه کړ.

مهمه هم دا چې نه خو ما په ټول عمر کې کوکنار لیدلي او نه هم مرحوم مولوی صاحب د کوکنارو لپاره زمونږ په کلي کې ملایي کوله.

ګستاخي معاف کړی بیا مې توبه ده


عبدالوكيل
08.05.2011

ایا نن ورځ به په نړۍ کی د افیونو څخه په اپریشن ، جراحۍ ، او طبابت کی زیات کار اخیستل کیږی او که پوډریان او په نشه یی توکو روږدی به تری زیات کار اخلی ؟
د مریضانو فیصدی به په نړۍ کی زیاته وی او که د پوډریانو ؟
ایا هغه څوک چی د کوکنارو د تحریم فتوی ورکوی ایا عملا او په واقعیت کی هم د دی بوټی د عدم کر نتایجو ته چمتو دی او که نه؟
ایا که رښتیا هم همدا نن په ټوله نړۍ یو بوټی کوکنار هم ونه کرل شی ایا تر هرچا به وړاندی همدا مفتیان یی د کرلو د جواز فتوی ورنګړی ؟
خامخا به یی ورکوی .
خو زه خو د اول نه تراخیره وایم چی دا موضوع نن ورځ تر شرعی زیات سیاسی او اقتصادی اړخ لری . دا به ښاغلی حمید هڅاند صیب تر ما ښه واضحه کړی شی چی همدا اوس په اقتصادی علومو کی په زده کړو بوخت دی ، چی ولی غرب او امریکا غواړی د دی بوټی د تولید او استهلاک ټول ابتکار په خپل لاس کی واخلی ؟
که هڅاند صیب یی په اړه معلومات لری نه دی سپموی .
زه هغه ملایان هم نه ملامتوم چی د دی بوټی د عدم جواز فتوی ورکوی ، ځکه چی تراوسه دوی کوکنار په هغی معنی چی باید وپیژندل شی ، نه پیژنی . زه یو ځل بیا خپله هغه خبره بیا تکراروم چی په اولنیو لیکنو کی می کړی وه ، چی اول خو د کوکنارو کر مباح دی ، خو تحریمولو ته یی اړتیا پیدا شوه نو بیا دا موضوع دینی علماء په یوازی ځان نه شی حل کولی بلکی په دی فتوی کی د طبی متخصصینو (ډاکټرانو) معلوماتو ته اشد ضرورت لری ، هغوی به د کوکنارو د کر ټوووووووول اړخونه څیړی او د څیړنی نتیجه به یی د دینی عالم په وړاندی ږدی ، بیا به یی دینی عالم په رڼا کی فتوی ورکوی .
دکتور محمد العریفی چی وهاج صیب به یی ترما ښه پیژنی ، پخپله می تری اوریدلی چی وایی مونږ ته داسی مسئلی راځی چی مونږ مجبور یو ځل د اړوند متخصص (ډاکټر ، یا اقتصاد پوه) نه یی په اړه مکمل معلومات وغواړو او بیا فتوی ورکوو .
خو څرنګه چی په نوره نړۍ کی د کوکنارو په عدم کر کی د غرب ګټی دی ، نو زمونږ مفتیان دی ته نه پریږدی چی د ډاکټرانو او نورو متخصصینو څخه یی هراړخیزه معلومات وغواړی او دهغوی په رڼا کی فتوی ورکړی .
په تاسف سره ویلی شم چی د دی مفتیانو فتوی د ملګرو ملتونو د راپورونو او د نشه یی توکو سره د مبارزی په لړ کی د عامه پوهاوۍ د معلوماتو څخه الهام اخلی ، نه د حقیقت او واقعیت څخه .


حمید هڅــاند
08.05.2011

................


حمید هڅــاند
08.05.2011

زه هم دادی په بسم الله ویلو سره په بحث درګډ شوم، ډارېږم چې څوک په غوصه نه کړم. ډېر څه نه لیکم او نه یې لیکلی شم، یواځې عبدالوکیل ورور ته یوه خبره غواړم وليکم اوهغه داچې، وهاج افغان ورور هم همدا خبره درته کوي چې که له کوکنارو نه قانوني کار واخیستل شي نو تر څار لاندي کرنه یې سمه ده چې ځینو هېوادونو( لکه ډاکتر څپاند صیب چې یې یادونه کړې ده) یې قاوني کر ته مټې هم بډ وهلې دي. پاتې شوه د افغانستان د کر موضوع، نو د افغانستان د کوکنارو له کرکېلي څخه ګټه او تاوان ډېر روښانه دی. یواځې دهقانانو ته یې ګټه رسېږي، نور نو د خدای پاک بنده ګان یې په غم اړولي دي. هېره باید نه شي چې دا کرکېله په ټول افغانستان کې نه تر سره کېږي، یواځې یو څو ولایتونه دي او بس. که یواځې د کوکنار په کر کې د بزګرانو روزي پرته وي نو دا نور ولایاتو کرونده ګر خو باید اوس ژوندي نه وای. خو نه داسې نه ده. نو څنګه ورته اجازه ورکوئ؟.
عبدالوکيل وروره؛ لکه چې زما او ستاسو لیکنه په یو وخت کې انټر شوې وه، ستاسو لیکنه مې همدا اوس ولېده ځکه خو خپله لیکنه مې اېډیټ کړه. هو په دې اړه مې د ډاکتر صیب زید حامد یوڅو وېډیو ګانې لېدلې وې چې څنګه امریکا په وېتنام کې د دې بوټي په کر کې ښکېله وه او دوی خو ان ویلي ؤ چې په نني افغانستان کې ددې بوټي ناڅاپي کر کې ډېرښت د امریکایانو هغه ستاسو خبره ابتکار دی؛ خو دلته د زید حامد خبري تکرارول ځکه ګټه نه لري چې دلته یې ستاسو په حراموالي او نه حراموالي او یا جایزتوب اونه جایز توب بحث روان کړی دی، او د بحث هغه لوري ته کش کول به هسې بې ځایه وي.

په درنښت


عبدالوكيل
08.05.2011

السلام علیکم

لکه څرنګه چی می د ښاغلی وهاج صیب سره ژمنه کړی وه چی زه به په دی اړه د علماوو نه یو ځل بیا پوښتنه کوم او جواب به تری غواړم او دلته به یی یی درسره شریکوم . نو د نوموړی عالم جواب په لاندی ډول خلاصه شوی چی کټ مټ یی زه همغسی راکاپی کوم څرنګه چی ماته رارسیدلی :

[color=blue:fbcbc149a5]۱ـ د کوکنارو په اړه په احادیثو کې هغسي صراحت نه دی شوی لکه څرنګه چي د شرابو په اړه صراحت شوی. لکه د شرابو په باره کې تجارت، او هرڅه یې حرام دي.

۲ـ د اکوړې مدرسې (دارالعلوم حقانیه) د دار الافتاء رئیس مفتی سیف الله مروت هم د کوکنارو د کرلو جواز ورکړی دی. او په مدرسه کې د کوټې مخې ته یو څو بوټې کرلې دی چې خلک پوه شي دا روا دي.

۳ـ که څوک انګور په دې نیت وکري چې شراب ترې جوړ کړي هغه هم حرام دی.

۴ـ د کوکنارو خوراک حرام دی، ځکه ضررناک شی دی. خو تجارت یې حلال دی، او کرل یی هم حلال دي چې موخه یې تجارت وي. ځکه په دوايي کې هم ترې کار اخستل کېږي. او یو مثال یې لکه: خر (حمار)، چې د غوښې خوراک یې حرام دی خو خرڅول یې حلال دي (ځکه د خوراک څخه پغیر نوره استفاده تري کیږی).[/color:fbcbc149a5]

نور یی هم څه شرحه ورکړی وه خو هغه می راکاپی نکړه ځکه چی د بحث سره مستقیما تړاو نه درلود .
په هر حال ، وهاج صیب ما تری هیله وکړه چی د دلایلو لړۍ جاری وساتی او زه به یی تاسی سره شریکوم .
(پورتنی وضاحت می ځکه ورکړ چی څوک ګومان ونکړی چی ګنی زه (عبدالوکیل) به د خپلی خیټی څخه د کوکنارو د اباحت فتوی ورکوم ، زه چیری او په دومره درنو مسایلو کی اجتهاد چیری . البته دومره کولی شم چی فتوی یی تایید او ملاتړ یی وکړم .)


و.افغان
08.05.2011

محترم او دروند عبد الوكيل صاحب:
د کوکنارو د کرهڼې د تجويز لپاره ستاسې له وروستۍ ليکنې پرته مو په مخکنيو
ليکنو کې هم يو اندازه دلائل شته، چې زما په فهم په دوه دلائلو کې راټولېدل:
۱- د افغان ولس ضرورت.
۲- د دښمن استهداف، ځکه چې د کوکنارو د محصول څخه چې کوم مواد جوړيږي، د
99 سلنه هغو دولتونو ځي؛ چې په مسلمانانو بمونه وروي.
که چېرته موافق ياستئ، نو له وروستيو دلائلو سره هغه هم ملګري کړه.

ما ته اوس ايله په بيله بحث خوند راکړ، چې خبره له جريده يي خبرو شرعي مدلل بحث
ته ووته، شرعي بحث هغه دی، چې قال الله قال الرسول، اجماع المسلمين او سالم
قياس په کې په نظر راځي.
نورې مرسلې خبرې په شرعي بحثونو کې خوند نه کوي.

زه یو ځل بيا له تاسې مننه کوم، او هيله لرم چې د کوکنارو د کرهڼې د جواز د دلائلو
لړۍ نوره هم وغځوې.

په درنښت


..Ahmadzai
08.05.2011

وروڼو
السلام علیکم ورحمة وبرکاته

د وهاج صاحب خبرې معقولې دي.

د کوکنار بوټي کرل په خپل ذات کې حرام ندی، حرمیت أو تحلیل یې په نیت پورې تړلی دی.
که یو څوک کوکنار کري أو تریاک ترې حاصلوي أو هغه بیا په داخلي أو خارجي تجارانو خرڅوي، أو دي پوهیږي چې دوئ یې بیا د نشیي مواد په بڼه ترې استفاده کوي، أو بالآخیر معتادینو أو نشیانو ته رسیږي، چې هغه پرې نشه وکړي، نو دا خو روښانه ده چې حرام دی، أو که د نورو مباحو أغراضو لپاره ترې ګټه کیږي نو بیا یې کرل هم روا دی.
ټول پوهیږو چې د أفغانستان أکثر یا ۹۹٪ کرل سوي کوکنار پای د نشیانو په نشه تمامیږي، نو حکم به يې هم داسي وي لکه څوک چې شرابي ته شراب تهیة کوي أو پرې خرڅوي یې، أو په خپلو سترګو وینو چې یې ورته کارخانې هم نصب کړې، چې هیروین ترې جوړ وي، هم تریاک أو هم هیروین خرڅوي.... بیا وایي حلال دی.

که په راتلونکي کې ورته تقنینی قانون وضع سي، أو کرل یې صرف د مباحو حالاتو تر دایرې محدود سي، بیا به مباح وي...

په درنښت


عادل عادل
09.05.2011

السلام علیکم

محترم ورور ډاکټر احمدزی

تر کومه چې ماته معلومه ده، د کوکنارو د کرکیلې او حاصل نه پورته د طبی دواګانو یا مضرو نشه يي توکو تولید افغان بزګر نه بلکه بل بابا یې کوي، ځکه خو یې افغان بزګر ته له پېغوره پرته مالي ګټه هم نه رسیژي، نو په دې کې د خوار بزګر څه قصور دی چې کرکیله یې حرامه وګرزول شي؟

دا چې ټول حاصله کوکنار بهر ته ځي، نو ممکن 50 سلنه یې په طبي دواګانو او 50 سلنه نور د وژونکو نشه یي توکو په تولید کې استفاده وشي، خو دا چې د نشه یي توکو له وجهې یې پېغور مونږ ته رسي، نو ځکه خو مونږ او زمونږ مفتیان فکر کوي چې 100 سلنه کوکنار ټول د نشه یي توکو په تولید کې مصرفیژي!

که په رښتیا هم ټول صادر شوي کوکنار د نشه یي توکو په تولید کې مصرفېدلای نو له یوې خوا به مسکنه طبي دواګانې ډېرې ګرانې وې، او له بلې خوا به غربي فرهنګ ځپلو ته د څو شېبو بې خیاله سکون قیمت هومره چې اوس دی، ملاماتوونکی نه پرېوتی.

ستونزه دا ده چې مونږ مرکزي خپلواک حکومت نلرو تر څو د کوکنارو د کرکیلې څخه د بزګر او د عامه اقتصاد په پیاوړي کولو کې پراخه استفاده وکړي.


عبدالوكيل
09.05.2011

نه پوهیږم احمدزی صیب د کومی سروی له مخی دومره په قاطعیت وایی چی..
[quote:81cbaef1ce]ټول پوهیږو چې د أفغانستان أکثر یا ۹۹٪ کرل سوي کوکنار پای د نشیانو په نشه تمامیږي، [/quote:81cbaef1ce]
تعمیم ښه ندی ، داسی وایه چی زه چی پوهیږم ....
ځکه چی ډییییییییییر خلک بل رقم پوهیږی ، یعنی په طبابت کی ورڅخه کار اخیستل کیږی .
وهاج صیب بیا راته وایی هم چی د جریده یی خبرو نه تیر شه او دینی بحث کوه ، خو چی د احمدزی صیب پشان نظریات پخپله جریده یی بحث ته لار برابروی ځکه دا یوی قوی سروی ته ضرورت لری چی معلومه کړی ایا ریښتیا هم ۹۹فیصده لکه څرنګه چی احمدزی صیب ادعا لری په نشه یی توکو کی استعمالیږی او که دا میډیایی پروپاګند دی؟

او د عادل صیب په خبرو کی که سوچ وشی کافی او شافی دی ، نه ماته د اضافه څه ویلو ضرورت راپریږدی ، او نه بحث ته د اضافه غځونی اړتیا پیدا کیږی .
[quote:81cbaef1ce]تر کومه چې ماته معلومه ده، د کوکنارو د کرکیلې او حاصل نه پورته د طبی دواګانو یا مضرو نشه يي توکو تولید افغان بزګر نه بلکه بل بابا یې کوي، ځکه خو یې افغان بزګر ته له پېغوره پرته مالي ګټه هم نه رسیژي، نو په دې کې د خوار بزګر څه قصور دی چې کرکیله یې حرامه وګرزول شي؟

دا چې ټول حاصله کوکنار بهر ته ځي، نو ممکن 50 سلنه یې په طبي دواګانو او 50 سلنه نور د وژونکو نشه یي توکو په تولید کې استفاده وشي، خو دا چې د نشه یي توکو له وجهې یې پېغور مونږ ته رسي، نو ځکه خو مونږ او زمونږ مفتیان فکر کوي چې 100 سلنه کوکنار ټول د نشه یي توکو په تولید کې مصرفیژي!

که په رښتیا هم ټول صادر شوي کوکنار د نشه یي توکو په تولید کې مصرفېدلای نو له یوې خوا به مسکنه طبي دواګانې ډېرې ګرانې وې، او له بلې خوا به غربي فرهنګ ځپلو ته د څو شېبو بې خیاله سکون قیمت هومره چې اوس دی، ملاماتوونکی نه پرېوتی.[/quote:81cbaef1ce]

زه یو ځل بیا جریده یی بحث ته ورځم هیله ده وهاج صیب خفه نه شی او خپله وروستۍ خبره داسی کول غواړم :
۱- الاصل فی الاشیاء الاباحه : هر شی په خپل اصل کی مباح دی .
۲- نو کوکنار هم په اصل کی مباح دی ، او هغه ملایان یی چی د کرلو له پاره جواز ورکوی همدا دلیل یی هم بس دی .
۳- خو هغه علماء چی کرل یی حرام ګڼی باید یو ځل جریده یی بحث ته غاړه کیږدی یوځل یی نوری ګټی هم په بشپړه توګه وڅیړی او بیا دی ناروا وګرځوی .
۴- هو که یو اسلامی دولت یی ددی له پاره چی د نړۍ د پیغوره ځان بچ کړی ممنوع اعلان کړی دا بیله خبر ده ، شرعی حکم سره اړه نلری .
زما او د وهاج صیب مشکل به هله حل شی چی وهاج صیب د کوکنارو په باره کی خپل معلومات نور هم زیات کړی البته په دلایلو سره ، د احمدزی صیب پشان هوایی معلومات نه چی په پټو سترګو یی فیصدی تر ۹۹ فیصده لوړه کړی .
نور مو د خدای پامان


و.افغان
09.05.2011

أفغانستان تنتج 90 بالمائة من الإنتاج العالمي للخشخاش
bbc

تشكل ظاهرة إنتاج وتعاطي المخدرات مشكلة عالمية لا يكاد يخلو مجتمع إنساني من آثارها المباشرة أو غير المباشرة. كما تكلف الإجراءات الدولية والمحلية لمكافحة انتشار المخدرات والتوعية بأضرارها وعلاج المدمنين حوالي 120 مليار دولار سنويا،وتمثل تجارة المخدرات 8% من مجموع التجارة العالمية، ويشير تقرير الأمم المتحدة عام 2000 بشأن المخدرات - الذي تم الاعتماد عليه في إعداد مادة هذا التقرير - إلى أن الكمية المضبوطة مقارنة بما يتم تهريبه تشكل نسبة ضئيلة فعلى سبيل المثال لا تزيد كمية الهيروين المضبوطة عن 10% فقط من الكمية المهربة، كما لا تزيد في الكوكايين عن 30%.

الجزيرة نت


عبدالوكيل
09.05.2011

په دی راپور کی ته ماته هغه ټکی راوښیه چی وایی د افغانستان د کوکنارو څخه ۹۰ فیصده (یا د احمدزی صیب په تخمین ۹۹ فیصده) په نشه یی توکو کی استعمالیږی ، او پاتی ۱۰ فیصده (یا د احمدزی صیب په تخمین ۱فیصد) یی په طبابت یا نورو ګټورو مواردو کی په مصرف رسیږی ؟؟؟

دا خو د کوکنارو د حاصلخیزه ځمکو فیصدی ښیی ، چی ۹۰ فیصده په افغانستان کی کرل کیږی او پاتی ۱۰ فیصده په نوری دنیا کی کرل کیږی !!
په دی راپور کی خو ما داسی څه وموندل چی وایی د کوکنارو څخه ۹۰ فیصده په مخدره موادو کی استفاده کیږی ؟؟
که ما نه وی لیدلی هیله ده راویی ښیی !

او که بیا فرضا د افغانی کوکنارو څخه په مخدره موادو استفاده وشی او د غربی کوکنارو څخه په طبابت کی ګټه اخیستل کیږی ، نو ددی مسول څوک دی ؟ دا ویشنه او تقسیم خو هغوی پوری اړه لری ، افغانی بزګر څه ملامت دی ؟


و.افغان
09.05.2011

محترم عبد الوکيل صاحب:
ما د راپور يوه برخه د خاصې موخې لپاره اخيستې، چې وروسته له ژباړې يې بيانول
غواړم، تاسو چې کوم فهم اخيستی؛ هغه مې مطلب نه دی؛ يعنې د ډاکټر احمدزي
صاحب د خبرې د تأييد يا رد لپاره نه دی راوړل شوی .

په درنښت

[quote:88887e6d18="عبدالوكيل"]په دی راپور کی ته ماته هغه ټکی راوښیه چی وایی د افغانستان د کوکنارو څخه ۹۰ فیصده (یا د احمدزی صیب په تخمین ۹۹ فیصده) په نشه یی توکو کی استعمالیږی ، او پاتی ۱۰ فیصده (یا د احمدزی صیب په تخمین ۱فیصد) یی په طبابت یا نورو ګټورو مواردو کی په مصرف رسیږی ؟؟؟

دا خو د کوکنارو د حاصلخیزه ځمکو فیصدی ښیی ، چی ۹۰ فیصده په افغانستان کی کرل کیږی او پاتی ۱۰ فیصده په نوری دنیا کی کرل کیږی !!
په دی راپور کی خو ما داسی څه وموندل چی وایی د کوکنارو څخه ۹۰ فیصده په مخدره موادو کی استفاده کیږی ؟؟
که ما نه وی لیدلی هیله ده راویی ښیی ![/quote:88887e6d18]


حلیم
09.05.2011

تر کومه چی د کوکنارو له تاریخچی څخه ښکاری دا بوټی د اسلام د راتګ په وخت کی په عربی ټولنه کی نه ؤ، خو مصریانو او اوروپایی هیوادونو دا بوټی او ددی څخه لاسته راغلی بیلابیل درمل خوړل.

اوس کیدای شی موږ دا خبره داسی را ټوله کړو چی:
لکه څنګه چی د یو ډرایور لپاره چی بی له لایسنس او یا د لایسنس سره ډرایوری کوی، د قتل (تصادم) په صورت کی کوم حدیث یا قرانی آیت نلرو (ځکه د محمد ص په مخت کی موټر نه ؤ)، خو مجازات یی د عمدی، یا غیر عمدی قتل د احکامو له مخی د فقهی عالمانو لخوا تعین شویدی.
همدا ډول نن چی ددی نوی شی په اړه په قران او حدیث کی نص نشته نو د فقهی علما (او هر مسلمان) باید د مسکراتو د حکم له مخی د کوکنارو د کر (چی هدف یی تر ډیره بریده د مسکراتو تولید دی نه د درمل) په اړه حکم وکړی. کوم چی ښکاره خبره ده چی باید کر یی منع شی.

او که زموږ بحث پدی وی چی د هر څه لپاره په قران او حدیث کی دلیل (چی بیخی الفاظ یی پکی ذکر شوی وی) و پلټو فکر کړم چی د ننی نړی ډیر شیان به موږ ته د حرام او حلال او یا هم د روا او نا روا تر منځ ګونګ پاته شی.
سلامت مو غواړم


عبدالوكيل
09.05.2011

حلیم استاذه دلته بحث هم په دی روان دی چی د قران او حدیث څخه څرنګه ددی بوټی حکم راوباسو ؟
که قران مونږ ته د هرشی حکم بیان کړی ، ورڅخه د ناسم اخذ اجازه یی هم نده راکړی .
هیله ده پوه شوی یاست .

[quote:f4c7ccfd30]او که زموږ بحث پدی وی چی د هر څه لپاره په قران او حدیث کی دلیل و پلټو فکر کړم چی د ننی نړی ډیر شیان به موږ ته د حرام او حلال او یا هم د روا او نا روا تر منځ ګونګ پاته شی.[/quote:f4c7ccfd30]


عادل عادل
09.05.2011

السلام علیکم

ښاغلی حلیم صاحب

ما خو تر اوسه نه دي اورېدلي چې چا به کوکنار څکولي وي، څکولو ته یې چې برابروې نو اوږده پروسه او لابراتوار غواړي، پکار ده چې د مانع او لامانع بند ورته د پروسېس او لابراتوار نه وروسته وضع کړل سي، که مسکرات وو منع او که دواګانې وې لامانع دې وي.

راځی چې ددې پر ځای د نصوارو ټغر ورټول کړو، د سګرټو نه څکولو ته خلک راوبولو، همدا ابتدایي اعتیاد دی چې انسان ته په وژونکو نورو مسکراتو باندې د اعتیاد لار پرانیزي ............ مړه دې وي سګرټ او تفداني :)


عبدالوكيل
09.05.2011

منذ آلاف السنين جرى استخدام مشتقات نبتة الخشخاش وأجزائها بتنوع كبير وبأشكال مختلفة قانونية ومحظورة.
بذور النبتة لا تحتوي على الأفيون ولها استخدامات كثيرة غالبيتها في إعداد الأطعمة كتحضير الخبز والكعك. البذور تحتوي على زيوت تستخدم في صناعة الأصباغ ومواد التلميع كالورنيش. تستخدم هذه الزيوت أيضا في صناعة الصابون ومواد التجميل. كما تستخدم البذور أيضا لعلف الحيوانات و تعتبرا مصدرا غنيا للطاقة عند أكلها وتضاف إلى الكعك والسلطات أحيانا.
زهور النبتة جميلة ورغم حظر زراعتها في أغلب مناطق العالم إلا إن البعض يزرعها بغرض التجميل.
عصارة الأفيون يشتق منها العديد من المركبات القاعدية الأفيونية مثل المورفين, الكودائين, بابافيرين, ناركوتين, لودينين كما إنها المصدر الأساسي لمواد شديدة السمية والادمانية مثل الهيروين والديامورفين.

كدواء شعبي فإن هذه النبتة ومشتقاتها وأجزاءها المختلفة كانت لها العديد من الاستخدامات على مر الزمن. ومن أمثلة هذه الاستخدامات:
۱- مسكن للألم,
۲- مسكن للكحة,
۳- [color=red:a47ce8ee8b]منشط للرغبة الجنسية[/color:a47ce8ee8b],
۴- لعلاج الالتهابات البكتيرية كالخراج,
۵- لعلاج الجروح والتقرحات, كخافض للضغط,
۶- مهدئ للأعصاب ومنوم ومخدر,
۷- لعلاج الصداع
۸- واستعمالات أخرى متعددة تتغير مع مرور الزمن وحسب مناطق تواجدها.

.......... يتم تصنيع وتحوير هذه المواد بشكل واسع بغرض التجارة المحظورة للمواد المخدرة وذلك في معامل كيميائية سرية [color=red:a47ce8ee8b]ولكن بعض الدول تقوم بزراعة الأفيون وتصنيع كافة مواده بشكل قانوني وذلك لأغراض الأبحاث واشتقاق العقاقير للاستخدام الطبي الذي لا زال بحاجة لهذا النوع من المواد.[/color:a47ce8ee8b]
--------------------------------------
دا هم ولولۍ :

دعا مرشح للانتخابات الرئاسية التي تجرى بقرغيزستان في يوليو/تموز القادم، إنه سيجعل زراعة الخشخاش -الذي يصنع منه الأفيون- قانونية إن فاز بالرئاسة دعما لاقتصاد البلاد وجلبا للاستثمار الأجنبي.

وقال جنيشبك نزار علييف (48 عاما) -وهو طبيب يدير عيادة لمعالجة المدنين على المخدرات في العاصمة بشكيك- إن تحويل زراعة الخشخاش إلى قانونية "[color=red:a47ce8ee8b]ليست فكرة مجنونة، وهدفها إنساني لمساعدة شعبي[/color:a47ce8ee8b]".

ويدخل الخشخاش في صناعة الأفيون الذي يستعمل طبيا كمسكن للألم، لكن يستخرج منه أيضا مخدر الهيروين.

ويزرع الخشخاش لأغراض طبية تحت رقابة شديدة في دول قليلة كالهند، لكن زراعته ممنوعة في أغلب البلدان.

وقال نزار علييف "نستطيع زراعته (الخشخاش) لننشئ صناعة صيدلانية ولمواد التجميل خاصة بنا"، واعتبر هذه المادة إحدى دعائم الزراعة.

-----------------------------------------------

که ترجمی ته می وخت پیدا کړ ترجمه به یی کړم ،
خو ایا په دی کی شرعا څه مشکل شته چی په افغانستان کی هم د ورته یوی لایحی تر سیوری لاندی کرنی ته اجازه ورکړل شی ؟


و.افغان
09.05.2011

محترمو وروڼو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
د بي بي سي يو پخوانۍ راپور وايي چې: د ټولې نړۍ د سلنيز نسبت څخه
90٪ سلنه خشخاش افغانستان تولیدوي.

اوس دا بل موثق راپور وګورئ، چې الجزيرې د ملل متحد او نورو رسمي جهتونو
له موثقو راپوروو څخه برابر کړی او خپور کړی دی:
هر کال په نشيي توکو باندې د روږدو علاج، د نشي توکو په وړاندې مبارزه ټولې نړۍ
ته 120 مليارده ډالر تاوان ور اړوي.
يعنې کم نه کم نږدې 60 ملیارده ډالره تاوان هر کال د افغانانو له لاسه نړۍ ته ور اوړي.
درحاليکه چې خپله هم سپېره پاتې کيږي.
60 ځکه وايم ، چې يو خو د افغانستان نسبت به خشخاشو کې 90٪ سلنه ښوول شوی،
او بله دا چې د خشخاشو څخه د جوړو شوو څيزونو پرته نور نشيي توکې هم شته، چې
د انسان د تباهۍ سبب ګرځېدلی شي؛ البته هغه نشيي مواد چې د خشخاشو څخه د
مختلفو مراحلو په طۍ کولو سره لاس ته راځي؛ بلا استثناء تر هر نشيي توکي زيات
خطرناک، قيمته، او تباه کوونکي کوي.

د ملل متحد راپور وايي چې: نږدې 185 مليونه نشيي توکو څخه استفاده کوي، چې له دوی
څخه 15 مليونه انسان خطرناک نشيي توکي لکه افيون، او څه نور چې له افيونو
جوړيږي؛ لکه هيرويين او نور کاروي.
يعنې نږدې 14.5 مليونه خلکو ته افغانان دغه زهر هديه کوي.

له بله پلوه د نشي توکو تجارت د نړيوال تجارت ۸٪ سلنه برخه جوړوي، نړيوال تجارت
کال کې 60 تريليونه ډالرو ته رسيږي؛ د نغدو پيسو راکړه ورکړه خو له 100 تريليونه
ډالرو څخه اوړي؛ چې د غير منظم مالونو مبادله بيا 600 تريليونه ته رسيږي.
که چېرې دغه 60 تريليونه ډالر په نظر کې ونيسو؛ نو اته سلنه ۸٪ تقريبا 4.8 تريليونه
ډالره کيږي؛ يعنې څلور زره ملياره او اته سوه مليونه ډالره.
تاسو څه فکر کوئ، چې د افيونو کورنۍ به په دغه پيسو کې څومره برخه لري؟؟؟!!
يعنې څومره سلنه به په کې جوړوي؟؟؟؟
ټولو ته معلومه ده چې د افيونو او څه نور څيزونه چې ترې جوړيږي، تر نورو نشيي توکو
ډېر قيمته دي، نو خامخا په 4.8 تريليونو کې به يې برخه کم نه کم 2.4 تريليونه وي،
يعنې سم نيمايي.
ښه، افغانان چې د نړۍ 90٪ سلنه خشخاش کري؛ د هغوی برخه واقع ته په کتلو سره
په دغو پيسو کې څومره جوړيږي؟؟؟؟؟؟!!!!!

مطلب دا چې خسر الدنيا والآخرة.
د دين او دنيا دواړو تاوان.

په درنښت


عبدالوكيل
09.05.2011

وهاج صیب زما او ستا لیکنه په یو وخت کی انټر شوی ،
یو ځل پورتنۍ لیکنه ولوله .


ډاکتر څپاند
10.05.2011

درنو هيواد والو بيا هم سلامونه،

دا په اسطلاح پرمختللې نړۍ دزرهاوو ترېلينو ډالرو په بيه مختلفې اټومي،کيمياوي،بيولوژيکي او ډول ډول نورې انسان وژونکې وسلې جوړوي
او بيائي ددريمې نړۍ هېوادونو لکه افغانستان،عراق،ليبيا او نورو کې ازميښت اخلي :shock: ،نو بيا ولې دملګرو ملتونو دنيوي وجدان او ددرنو
ملا صيبانو اخروي وجدان بيده دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more