د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ايا د کوکنارو او نورو نشيي موادوکرل په اسلام کی جواز لري؟

Kamil
04.05.2011

ايا د کوکنارو او نورو نشيي موادوکرل په اسلام کی جواز لري؟

که جواز لري دليل يی څه دی؟

[img:881691c784]http://cache.boston.com/universal/site_graphics/blogs/bigpicture/afghan_06_03/afghanistan1.jpg[/img:881691c784]


عبدالوكيل
04.05.2011

هو جواز لری خو دلیل به یی مشران علمای کرام درته ولیکی .
اوریدلی می دی چی د حقانیی دارالافتاء هم دکرلو دجواز فتوی ورکړی او دهمدی مدرسی یو فاضل ویل چی مفتی سیف الله صاحب د خپل کور په انګړکی هم دښکلا اوزینت له پاره کرلی دی .
اوطالبانو چی کرل منع کړی و ، سیاسی مصالح وه پکی ،
د شرعی نګاه نه کومه ستونزه نلری . والله اعلم بالصواب وعلمه اتم واکمل


۰
04.05.2011

السلام علیکم
عبدالوکیل صیب دلته لږ غلط شوی يي طالبانو هم دشرعي لحاظه منع کړی وو
دسیاست کومه پروایی نه لرله او شریعت کي هم هرهغه شي چي نشه او مستي
راولي استعمال ،جوړول ،او تجارت يي ټول منع دي.
یو حدیث دي خو اوس يي سند راته ندی معلوم که ضروت وو وبه يي لټوم چي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه چالپاره ویلي وو چي ممیز يي په شراب جوړونکي
پلورل چي مه يي پلوره ځکه دا تعاون علي الاثم دي نو ممیز خو حلال شی دی
خو دا چي هغه رانیونکي ورنه شراب جوړول نو منع شو.
دي شیانو کي لږ احتیاط په کار دي هسي کامل صیب هم له ماوتا ښه ملا دي خو
دځان پوره پوهونی لپاره پوښتنه کړی.
هیله ده چي دفورم نور جید علماء لکه مشر مولوي حلیمي صیب،حامدصیب،مومن
مهاجر صیب،او حذیفه صیب او وهاج افغان صیب هم مسله د شریعت له مخي روښانه کړي.
په ډیر درناوي
ستاسو ورورمومندافغان


عبدالوكيل
04.05.2011

مومند افغان صاحب زه نه پوهیږم چی طالبانو به ولی منع کړی وی ،
خو څو میاشتی مخکی په یو ځای کی په همدی موضوع ښه ګرم بحث تیر شو ، حال داچی دبحث دواړه طرفونه د طالبانو په وخت کی مطرح کسان و خو دا یو یی اوس هم په شمال کی مسئول دی او تکړه ملا هم وه ، دی پخپله ویل چی شرعا د هیڅ شین بوټی د کرلو څخه منع نده راغلی دده په وینا طالبانو د شرعی نګاه څخه نه ، بلکی د سیاسی مصلحت په خاطر یی یو مباح کار (د دی بوټی کرل) منع کړی و . او اسلامی حکومت کولی یو مباح کار د یو مصلحت په خاطر ممنوع اعلان کړی .
المهم ، شرعا د هیڅ بوټی د کرلو څخه منع نده راغلی ،
دا چی ته وایی ممیز ، او خرڅول ، او تعاون علی الاثم ......... او دا کیسه..
نو دا دلیل ماته په ځای نه ښکاری ، نبی علیه السلام یی خرڅول منع کړی وه او که د انګورو کرل یی منع کړل ؟
پوښتنه د کوکنارو په کرلو کی ده ، نه په خرڅولو کی .
دهغه کس په وینا څرنګه چی د طالبانو یی د سالم خرڅلاوی له پاره (چی یوازی په تداوی او روغتیایی شیانو کی به تری کار اخیستل کیږی) کوم منظم پلان له وسه پوره نه وه ، نو ځکه یی بیخی کرنه منع کړه ،
هغه چی پخوانی او اوسنی طالب مسئول وه او تکړه عالم هم وه ویل که چیری طالبانو ته د خلکو لخوا پوره اطمنان او ډاډ حاصل وی چی په نشه یی خلکو به یی نه پلوری ، طالبانو یی کرل نه منع کول .
لنډه داچی که په اسلام کی یی کرلو څخه منع نده راغلی ، که منع راغلی وی هغه به یی په نشه یی توکو روږدو خلکو باندی د پلورلو څخه منع راغلی وی .
ممیز په شرابی سړی خرڅول ناروا دی ، خو څوک یی چی د پولاو په وریژو کی پخوی په هغه یی خرڅول روا دی .
خو د انګورو کرل ناروا نه دی.
دا هم باید ووایم چی په اوسنی وخت کی که چیری افغانانو ته دا ډاډ حاصل شی دغه کوکنار نیغ په نیغه د امریکا نشه یی ولس ته ورځی (شخصا زما په نظر) یی بیا ورباندی خرڅول هم روا دی والله اعلم په دی اړه د امام ابن تیمیه څخه یو روایت هم شته چی که د فورم والو می خبری په سړه سینه واوریدی او ویی نه رټلم هغه به هم راوړم .
هو ، کیدی شی چی هغه وخت دطالبانو دکوکنارو دکر د منع کولو علت دهغه وخت په مطبوعاتو کی شرعی خپور شوی وی ، خو آیا دا چی ریښتیا هم په شریعت کی یی کرل ناروا دی په دی پوری اړه نلري .
په دی اړه یو څه نور دلایل هم لرم چی که وشو شخصی یی درلیږم دلته په عام محضر کی یی اعلانول ښه نه ګڼم .


۰
04.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عبدالوکیل صیب په دطالبانو کي به درسره څه نه وایم خو دا ځما معلومات وو شاید زه
به غلط پوه شوی وم. خو له شرعي پلوه کوم جواز نه لري ځکه دا شی بذاته نجس شی دی
او نشه اور دی لکه چرس نو په حرامو کي شفا نه وي .
او ستاسي د شخصي پیغام ته سترګي په لاریم.
په درناوي


Kamil
05.05.2011

مومند او عبدالوكيل ورونو تاسو دواړو نه مننه چى خپل تحليل مو كړى خو جواب ته په كى نه يي رسيدلي.
له ټولو علماؤ او مشايخو نه په ډير درنښت هيله كوم چى ددى اياتونواو حديثونو تفسير راته اوكړي:
قال الله تعالى: ياأيها الذين امنوا إنما الخمر والميسر والأنصاب والأزلأم رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلكم تفلحون.
وقال: الذين يتبعون الرسول النبي الأمي الذين يجدونهم في التوراة والإنجيل يأمره بالمعروف وينهاهم عن الطيبات ويحل لهم الطيبات ويحرم عليهم الخبائث ... )
وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما اسكر قليله فكثيره حرام.
وقال: حرام على أمتي كل مفتر ومخدر.
وقال: إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه.
ويقول عليه الصلاة والسلام: "لعن الله الخمر وشاربها وساقيها وبائعها وعاصرها ومعتصرها وحاملها والمحمولة إليه وأكل ثمنها".
قال ابن تيمية مجيباً لمن سأله عن حكم تناول الحشيش: "هذه الحشيشة الصلبة حرام، سواء سكر منها أو لم يسكر، والسكر منها حرام باتفاق المسلمين، ومن استحل ذلك وزعم أنه حلال، فإنه يستتاب، فإنه تاب وإلا قتل مرتداً، لا يصلى عليه، ولا يدفن في مقابر المسلمين".

له ټولو څخه په ډير احترم هيله كوم چى دا مسئله راته حل كړي.


و.افغان
05.05.2011

محترم او دروند کامل صاحب:
رب جل جلاله مو هيڅ مه بدرنګوه.
کوم شرعي نصوص او د هغو په رڼا کې شرحه چې تاسې وړاندې کړې؛ د هيڅ محلل الحرام
په وړاندې کوم عذر نه پرېږدي.

په درنښت


عبدالوكيل
05.05.2011

یوه ډیر اوږد جواب می لیکلی وه خو افسوس چی حفظ کړی می نه وه او په کمپیوټر څه چل وشو ریسټارټ شو هرڅه یی د ځان سره یووړل زړه می ډک پک پاتی شو او دومره حوصله اوس نه شته چی بیا یی ولیکم .
سبا به ګورو .
خو د اوس له پاره به یی د عناوینو په ډول هغه نکات ولیکم چی مهم دی .

۱- هغه ایت چی کامل صاحب لیکلی ، د شرابو (خمر) په باره کی دی ، نه د کوکنارو . مونږ باید د نصوصو ترمنځ خلط رانه ولو.
(کاش چی زما هغه لیکنه نه وی ړنګه شوی).

۲- هغه احادیث چی کامل صاحب راوړی (د حکمتیار خبره) د هیڅ لفظ څخه یی نه معلومیږی چی د کوکنارو کښت حرام دی . د حدیث مطلب دا دی چی یو څاڅکی شراب هم حرام دی او ډک جام څښل هم حرام دی . د چرسو پوره سیګرتی څښل هم حرام دی او یا یو کش تری کول هم حرام دی .

۳- ستاسو راوړی دلایل به هغه وخت پرځای وه چی ما د افیونو او کوکنارو خوړل روا ګڼل . حال دا چی بحث د کوکنارو د مطلق کښت په باره کی دی نه په استعمال کی.
کوکنار (سلاح ذو حدین) ده ، تا پوری اړه لری خپله خیټه پری وهی او که خټکی پری خوری . مثلا تلویزون ، په شریعت کی تلویزون حرام ندی ، خو که خلک یی د فحشا څخه پرته د بل شی له پاره نه استعمالوی بیا یی بندول اسلامی حکومت ته روا دی .

۴- فتوی په تغیر د زمان ، مکان ، شرایطو ، او احوالو تغیر مومی . کیدی شی په سعودی کی یی کښت ناروا وی خو د افغانستان د فقیر او دربدر ولس له پاره یی حکم فرق ولری .

۵- ځکه خو زه دا مسئله تر خپل ځان ، حتی د ټول افغان د سطحی څخه اوچته ګڼم .
زه داسی وایم چی کاشکی مونږ د فتوی له پاره یوه داسی مرجع درلودلی چی په هغی کی مو د هر علم او فن متخصصین راغونډ کړی وی .
دیني عالم،
سیاستپوه،
اقتصاد پوه،
ټولنپوه ،
روغتیاپوه (ډاکټر)،
ارواپوه،
آو نور......

چی د کوکنارو د کښت په دواړو (منفی او مثبتو اړخونو) باید پوره څیړنی او بحث شوی وی .
په سیاسی برخه کی کومی مثبتی او منفی پایلی لری ؟
افغانانو ، او امریکایانو یا اروپایانو ته یی اقتصادی ګټی او تاوانونه کوم دی ؟
څومره دا کوکنار پخپله افغانان په منشیاتو کی استعمالوی او څومره امریکایی او نورو هغو هیوادونو ته لیږل کیږی چی عملا یی زمونږ د حلالول پسی چاړه راویستلی ؟
لکه څرنګه چی د اشغالګرو سره موږ په مختلفو ډګرونو ، او مختلفو حربو جنګیږو ، څومره امکان لری چی د کوکنارو څخه د هغوی د څپلو د یوی حربی په توګه کار واخلو ؟
او داسی په لسګونو نوری پوښتنی دی ، چی ترڅو ځوابی شوی نه وی زه په افغانستان کی د کوکنارو د کښت په حراموالی قاطع حکم نشم کولی . او په دی کی مونږ په سیاسی او اقتصادی او اجتماعی او آن په روغتیایی چارو کی متخصصینو ته اړتیا لرو چی هغوی به د بشپړی څیړنی او مطالعی نه وروسته زمونږ ددینی علماوو په واک کی خپل راټول کړی معلومات ورکوی او هغوی به ددی معلوماتو په رڼا او استناد اخری فیصله کوی .
(دا موضوع ما په ډیلیټ شوی لیکنه کی ډیره تفصیلی څیړلی وه ، څه کی چی اوس ړنګه شوه)

۶- هغه مفتی چی د کوکنارو یو څنګ وینی او د نورو څنګونو په اړه لږترلږه معلوماتو اوریدلو ته هم چمتو نه وی ، به خامخا یی د تحریم فتوی ورکوی .

۷- زه په دی باندی سل په سلو کی اطمنان لرم ، چی که زموږ ځینو علماوو ته په قاطع ډول او جزم سره دا ثابته شی چی نړیواله ټولنه چی په سر کی یی امریکا ده، به د کوکنار کرونکو هیوادونو په وړاندی د ذری هومره منفی فشار وارد نکړی او هیڅڅڅڅڅڅڅڅڅڅڅ به ورته ونه وایی ، که ددی اطمنان چا ورکړ ، زه باور لرم که د فتوی په جهت کی یی ۱۸۰ درجی تغیر رانشی ، ۹۰ درجی خو خامخا راځی . ځکه چی زموږ ځینی علماء (په لاشعور کی) د عصر د فرعونی ګوزار څخه په دومره ډار او رعب کی دی ، چی همدا ډار او رعب یی په فتوی باندی هم اغیز درلودلی شی .

نور بیا

[quote:00e8425c4e="وهاج افغان"]محترم او دروند کامل صاحب:
رب جل جلاله مو هيڅ مه بدرنګوه.
کوم شرعي نصوص او د هغو په رڼا کې شرحه چې تاسې وړاندې کړې؛ د هيڅ محلل الحرام
په وړاندې کوم عذر نه پرېږدي.

په درنښت[/quote:00e8425c4e]


عبدالوكيل
05.05.2011

په دی اړه زما او د چپرهاری صاحب د پردی ترشا هم یو نری غوندی بحث تیر شوی ، چی ځینی مهم نقاط یی تاسو سره هم شریکوم :

..............................................
کله چی ته په یوه مسئله کی شرعی فتوا غواړی نو باید د هغه شی ټووووووووولی خواوی وڅیړی ، داسی نشی کیدی چی ته د یو داسی عالم نه د کوکنارو د کښت په اړه فتوا غواړی چی هغه د کوکنارو ، پرته د نشه یی توکی څخه بله فایده نه پیژنی نو حتمی به وایی چی حرام دی .

خو داسی ښکاری چی زما او ستا نظر یو دی خو الفاظو او تعبیر سره جلا کړی یو . ته وایی چی بیا خلکو ته بهانه په لاس ورځی چی اسلام داسی مردار بوټی حلالوی نو حرامول یی ښه دی . خو همدا خبره ما هم درته کړی وه په دی عبارت چی: طالبانو یی کښت د سیاسی مصلحت په خاطر منع کړی وه .

نو په لنډ ډول درته خپل نظر داسی خلاصه کولی شم :

د کوکنارو کښت په افغانستان کی د طالبانو د فرمان نه مخکی روا وه خو کله چی طالبانو یی کښت منع کړ کښت یی په دی خاطر ناروا شو چی د امیر اطاعت په هر فرد واجب دی ، نه په دی خاطر چی ګنی اسلام یی کښت حرام کړی . خو کله چی طالبانو سقوط وکړ طبعا هغه علت چی پراساس یی طالبانو د کوکنارو کښت منع کړی وه خودبه خود له منځه لاړ (کوم چی د نړیوالی ټولنی په وړاندی د امارت خپل حیثیت جوړول وه) ، او په فقه کی قاعده ده چی کله علت له منځه لاړ شی حکم هم له منځه شی ، نو بناء د امارت د سقوط سره سم د کوکنارو د کښت حکم هم بیرته خپل اصلی حالت ورستون شو ځکه چی الاصل فی الاشياء الاباحة .
خو که چیری همدا علت یو ځل بیا رامنځته شی حکم یی هم ورسره خودبخود بیرته راګرځي اعنی د یو شی حکم د هغه د علت سره داسی ګرځی لکه جسم او سیوری .

نو زه دا اوس هم وایم چی که د طالبانو حکومت بیا قائم شو زه د کوکنارو څخه په دی خاطر لاس نه اخلم چی ګنی شرعا حرام دی ، بلکی په دی خاطر یی نه کرم چی د امیر اطاعت راباندی واجب دی .
..........................................................

دا زما شخصی نظر وه او د غلطۍ امکان هم لری :)


و.افغان
05.05.2011

عبد الوکيل صاحب:
دا مسئله دومره واضحه ده چې ماشوم هم پرې پوهېدلی شي؛ او د وضاحت په وجه پرې
د اوږدو بحثونو هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي.
محترما: په دنيا کې خير او شر الله جل جلاله پيدا کړي دي، خو په دنيا هيڅ شر محض
نشته، يعنې هر شر نسبي دی.
لکه څنګه چې خمر خبيث دي، همدارنګه کوکنار خبيث دي، او الله جل جلاله په دې امت
باندې خبائث حرام کړيدي: وحرم عليهم الخبائث.
تاسو به ضرور اصول فقه ويلي وي؛ دلته خمر او کوکنار يو مشترک قوي علت لري چې
علم القياس کې ورته العلة الجامعة وايي. بلکه دغه علت د تخمير العقل په کوکنارو
کې تر شرابو په څو چنده قوي دی... که چا پوډريان او شرابيان ليدلي وي؛ نو فيصله
کولی شي؛ چې علة جامعة په شراب کې قوي ده، او که په کوکنارو کې؟؟؟!!!
د تجويز لپاره دغسې استدلال چې د کوکنارو تحريم په قرآن او سنت کې نه دی راغلی،
يو له عقل اونقله لرې استدلال دی، او کټ مټ د اباضي خوارجو هغې عقيدې ته پاتې
کيږي، چې په کبيره ګناهونو خلک کافروي؛ خو خپله سګرټې څکي، نشې کوي، او
چرسې څکي، ولې؟ وايي ځکه چې قرآن کې د دغو دريو څيزونو د تحريم په اړه نص
نشته.

الحمد لله علی نعمة العقل.

پاتې شوه، له يوه حرام او خبیث څخه استفاده، نو يواځې د ضرورت په وخت جائز
کېدلی شي؛ هغه هم رخصت دی نه عزيمت.
ضرورت خپل ځانګړی تعريف خپلې قاعدې لري،
الضروريات تبيح المحذورات. په خپله اطلاق نه ده.
بلکه: الضرورة تقدر بقدرها هم ورسره ملګرې ده.
خو که څوک صبر وکړي؛ فان ذلک من عزم الأمور.

د تارياکو او کوکنارو په اړه (الضروريات تقدر بقدرها) د حکومتونو لخوا عملي
کېدلی شي، زه پوهېږم چې دغې ګندې زهرجنې مادې انساني اړتيا شته، او ځکه
خو الله جل جلاله پيدا کړې هم ده، نو که چېرې ځينې حکومتونه د خپل مستقيم
نظارت لاندې د دغې مادې لپاره د ضرورت په اندازه خاص او ځانګړي فارمونه
ولري، او بيا د ضرروت په اندازه استخدام شي؛ نو ان شاء الله رخصت دی، څه باک
به په کې نه وي؛ خو که چېرې يو کس د نشيي دوا څخه بيخي مخ اړوي؛ او نه يې خوري،
نو عزيمت دی، څوک يې په زوره پرې نشي خوړلی.

په درنښت



ع کريم حليمي
06.05.2011

ډیر دروند او مکرم ، دوقار څښتن وهاج افغان صاحب او درنو لیکوالانو او لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله

[quote:9ad647a09f]لکه څنګه چې خــــــــــــــــــــمر خبيث دي، همدارنګه کوکـــــــــــــــــنار خبيث دي، او الله جل جلاله په دې امت
باندې خبائث حرام کړيدي: وحرم عليهم الخبائث.[/quote:9ad647a09f]

محترم قاري صاحب ، یو کوکنار دي ، بل تریاق دي ، او بل خاشخاش
نه پوهیږم ! چه تاسو ولي‌ کوکنار خبیث بللی ؟؟
په داسي حال کي چه ّهیڅوک کوکنار نه خوري او د مخدراتو په ډول ئې څوک نه کاروي ،
او بله خبره داده چه په کوکنار کښی دننه خاشخاش وي ، نو خاشخاش هم
پلید او مردار دي ؟؟

په خبیث او پلید او مردارو کالي مرداریږي اوهغه جامې چه په خبیثو لړل شوي وي ، په هغه کالیو او جامو لمونځ نه صحیح کیږي ؟؟؟
که د یو چا مواد غایط په جېب کښی وي لمونځ یې نه صحیح کیږي
ایا که د چا دا خبیث (کوکنار )‌په جېب کښی وي نو هم يې لمونځ‌ نه صحیح کیږي ؟؟؟؟

له مشرانو مي اوریدلی چه تریاق ( مادَّةٌ سامَّة ) ایا زهرو ته پلید او مردار
ویل کیږي ؟
او مبارک علیه الصلاة والسلام فرمايي‌ چه إِنَّهَا تِرْيَاقٌ أَوَّلَ الْبُكْرَةِ

[quote:9ad647a09f]پاتې شوه، له يوه حرام او خبیث څخه استفاده، نو يواځې د ضرورت په وخت جائز [/quote:9ad647a09f]
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
د خبیث او حرام شیان د دوا په صورت هم نشو کارولی ، و لي چه إثمهما أکبر من نفعهما !!!! او رب العزت پر دیٖ ندی پښېمانه چه په خبیثو کښي منافع نسته

تریاق هیڅ وخت ندي حرام او نه خبیث ، بلکي‌ زراعت یې د حکومت نظام نامې ممنوع کړئ‌ اوبس
که ّڅوک د خارج نه وطن ته مواد غذایی راوړي او په ګمرک کښي يې محصول
نه کړي ، داسي تجارت هم ممنوع دئ‌ !!!!، اما داسي تجارت ته حرام نوم نه شو ورلولی ،

هر هغه عمل او معامله چه په مدني نظام نامه کښی ممنوع اعلان شي‌ ، هغه ته قاچاق ویل کیږی ، نه حرام !!!!
[color=white:9ad647a09f]او زما له نظره قاچاقي معامله مکروه تحریمي‌ ده !!!!! [/color:9ad647a09f]
درنښت


عبدالوكيل
06.05.2011

السلام علیکم
وهاج صیب ته خو غوسه شوی ؟ :)

[quote:a50d6dd668]لکه څنګه چې خمر خبيث دي، همدارنګه کوکنار خبيث دي، او الله جل جلاله په دې امت
باندې خبائث حرام کړيدي: وحرم عليهم الخبائث.[/quote:a50d6dd668]
ددی جواب فکر کوم حلیمی صیب درکړی .
[quote:a50d6dd668]و لي چه إثمهما أکبر من نفعهما !!!! [/quote:a50d6dd668]
خو همدغه زه هم په جار ناری وهم چی دا موضوع یوی قوی مطالعی ته اړه لری چی معلومه کړی ایا اثم یی اکبر دی د نفعی څخه ، که نفعه یی اکبره ده د اثم څخه ، او که اثم او نفعه یی برابره ده .
ما او تا تراوسه پوری د کوکنارو ، افیونو ، خشخاشو ، تاریاکو ، په فرق نه پوهیږو نو فتوی ورکول خو لری پریږده .

[quote:a50d6dd668]تجويز لپاره دغسې استدلال چې د کوکنارو تحريم په قرآن او سنت کې نه دی راغلی،
يو له عقل اونقله لرې استدلال دی، او کټ مټ د اباضي خوارجو هغې عقيدې ته پاتې
کيږي، چې په کبيره ګناهونو خلک کافروي؛ خو خپله سګرټې څکي، نشې کوي، او
چرسې څکي، ولې؟ وايي ځکه چې قرآن کې د دغو دريو څيزونو د تحريم په اړه نص
نشته.[/quote:a50d6dd668]
وه وهاج ګله! :)
تاسو ولی زما په مطلب نه پوهیږۍ او که مو ځانونه پری کاڼه اچولی ؟
ته ما ته راوښیه چی ما ویلی وی چی د کوکنارو څخه په منشیاتو کی استفاده جایزه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟

[quote:a50d6dd668]تاسو به ضرور اصول فقه ويلي وي؛ دلته خمر او کوکنار يو مشترک قوي علت لري چې
علم القياس کې ورته العلة الجامعة وايي.[/quote:a50d6dd668]
ای خیریوسی ! ایله اوس لږ اصلی بحث ته برابر شوی :)
دا علت او علم القیاس ما ځکه نه یادول ما ویل څوک به پری پوه نشی نو په ساده الفاظو کی می خپل مطلب وایه .
والله ماته خندا راځی چی ته وایی خمر او کوکنار العلة الجامعة لری . خمر او کوکنار یی نلری ، خمر او پوډر یی لری . ته خو ما لږ پریږده چی یو ځل خو یی وکرم بیا یی په پټی او فابریکه کی د لسګونو مرحلو څخه تیر کړم ترڅو پوډر تری جوړ شی ، بیا که زه ووایم چی پوډر حلال دی ، ته کولی شی ووایی چی نه، د خمر سره العلة الجامعة لری .
کوکنار او خمر سره څنګه مشترک علت لری ؟

انګور او کوکنار ګډ مشترک علت لری ، او خمر او پوډر ګډ مشترک علت لری . لکه څرنګه چی انګور د مختلفو مرحلو څخه تیریږی او بیا تری شراب جوړیږی داس کوکنار هم د مختلفو مرحلو څخه تیریږی او بیا تری پوډر جوړیږی .
(کاشکی می په دی موضوع کی د خپل کلی مشهور دهقان سیداجان ماما درته راوستلی وی چی ته یی پوه کړی وی چی د کښټ نه واخله تر پوډرو پوری ورباندی څومره مرحلی تیریږی :) ).

وهاج صیب د کوکنارو (چی د منشیاتو په نیت کرل کیږی) زه هم مخالف یم ، دا بحث داسی مثال لری لکه ما او تا دواړه په فورم کی د ننګرهاری دراتګ مخالف یو ، ته یی ځکه مخالفت کوی چی بی ځایه بحثونه کوی او زه یی ځکه مخالفت کوم چی کنځلی کوی . اوس زما او ستا بحث په دی کی ندی چی ننګرهاری راشی او که نه ، بحث په دی کی دی چی ولی رانشی ؟
یا په فقهی اصطلاح : د تحریم علت یی څه دی ؟

دلته یو ورور یو ځل بحث ډیر ښه راسره پیل کړ خو ما توجه ورنکړه ، هغه چی دا ایت یی وویل: ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان ..
که دا ایت ووایی بیا لا یوه خبره ، خو د خمر او کوکنارو ترمنځ ګډ علت ټکی ټکی ټکی :)


و.افغان
06.05.2011

محترم عبد الوكيل صاحب، او دروند معزز مولانا حليمي صاحب:
يو ځل بيا سلامونه او سپېڅلې پېرزوينې مې ومنئ:
السلام عليکم.
محترمو!
د کوکنارو څخه په لويه کې کومه استفاده کيږي؟ او په کومه هيله کرل کيږي؟؟ او په
کومه موخه بازار کې اخيستل کيږي او خرڅول کيږي؟؟؟!!! او په کومه موخه يې د کښت ګټه د غنمو له کښته يو په سله اوچته وي؟؟؟؟!!!!
آيا ځواب يې: نشه، نه ده؟؟
أعم له دېنه چې دغه نشه د تداوۍ لپاره د ډاکټر په لاس کې وي، اوکه انسان پرې د
خوند لپاره نشه اخلي او داسې نور؟؟؟.

او نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: "كل مسكر حرام"
ژباړه: هر نشه کوونکی شی حرام دی.

په دې پوهېږم چې ځينې مباح څيزونه به هم ترې جوړيږي، خو تاسې د هغه مباح څيز
د ګټې او د دې محرم څيز د تاوانونو پرتله سره وکړئ؛ بيا فيصله وکړئ چې فقه الفتوی
به په فقيه او مفتي څرنګ فتوا لازموي؟؟؟؟!!!!

دا که چېرې په اعظمي توګه په ټولې نړۍ کې يا خاصې سيمې کې د کوکنارو د کرهڼې
موخې نشه نه؛ بلکه ځينې نور مفيد او مباح څيزونه شي؛ نو بيا د فتوی حکم بدلېدلی
شي؛ دېته وايي فقه الفتوی چې مفتي يې بايد زده کړي.

أما كوم چې خمر دي؛ نو د هغه خام مواد انګور، وربشې، او داسې نور وي؛ چې په
اساسي د غذا په صفت استعماليږي؛ نه دنشې لپاره. نو بايد فرق وشي.

عجيبه خبره دا ده چې يو داسې زهر جن څيز چې د دنيا ټول قوانين يې د هغه د شديدترين
ضرر له مخې حرام ګرځوي؛ او بيا يو څوک وايي چې په قرآن او سنت کې داسې څه نشته
چې په حرمت يې دلالت وکړي؟؟؟؟؟؟
نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
ما بعَث الله من نبيٍّ إلاّ كان حقًّا عليه أن يدلَّ أمّتَه على خيرِ ما يعلمه لهم، وينهاهم عن شرِّ ما يعلمه لهم.
ژباړه: هيڅ پيغمبر د الله جل جلاله له خوا پرته له يوه لازم حق څخه نه دی لېږل شوی، او
هغه حق دا دی چې دی به خپل امت ته هغه څه ښودي چې د امت په کې خير وي، او
له هغو شيانو به يې منع کوي؛ چې د هغوی په کې ضرر وي.

پاتې شوه خبره د خبث او نجاست، نو د يوه شي له خباثت څخه دا نه لازمیږي؛ چې هغه
دې نجس وي، خمر خبيث دي حرام دي، بلکه أم الخبائث ورته ويل شوي؛ خو په راجح
قول سره لکه د سرکې غوندې نجس نه دي.

پاتې د قانون حکم منل؛ نو که چېرې د اسلام له احکامو سره په ټکر کې نه وي؛ او د نظم او تنظيم لپاره وضعه شوي وي؛ او مسلمان د هغه قانون واضع ته متعهد وي؛ نو منل يې پرې شرعا فرض ګرځي، او سرغړونه ترې حرامه ده.

په درنښت


عبدالوكيل
06.05.2011

[quote:f9d8f08b8b]يو داسې زهر جن څيز چې د دنيا ټول قوانين يې د هغه د شديدترين
ضرر له مخې حرام ګرځوي؛ او بيا يو څوک وايي چې په قرآن او سنت کې داسې څه نشته
چې په حرمت يې دلالت وکړي؟؟؟؟؟؟[/quote:f9d8f08b8b]
په ما ګرانه وهاج جانه ته ولی ماباندی داسی ګومان کوی :)
که راسره نږدی وی نو د دواړو مټو می کلک نیولی او د خندا په بدرګه می یو قوی د مینی ټکان درکاوه :) د دنیا په ټولو قوانینو کی خو طالبان او القاعده هم د کوکنارو څخه شدیدترین مضر دی ، ایا ته یی منی ؟، خو نه یی منی :wink: :D ددنیا قوانین به هرڅه هرڅه وایی وهاجه مه دچا منه نه یی منمه ترهغه چی اسلام یی راته امر نه وی کړی . [color=blue:f9d8f08b8b]زه داسی نه وایم چی په قرآن او احادیثو کی داسی څه نشته چی په حرمت یی دلالت وکړی زه وایم چی تحریم یی د خمر د تحریم د ایت څخه نه ثابتیږی ، که ثابتیږی نو ددی ایت څخه به ثابتیږی چی : ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان .[/color:f9d8f08b8b]
او هغه هم که زه درسره تساهل وکړم ثابت به یی کړی که نه هغه هم لږ بحث غواړی ، خو ته اول ماسره دا ومنه چی کوکنار په شرابو نه قیاسیږی ، هسی خو چی قیاسوی یی ولی نه قیاسیږی خو د اصول فقی له نګاه نه دا قیاس په کښت باندی مع الفارق دی ، خو په پوډرو او هیروینو او چرسو باندی یی که قیاس کړی صحیح کیږی .
وهاج صاحب ته داسی فکر وکړه چی په صنف کی ناست یی او استاذ په اصول فقه کی د قیاس په اړه محاضره وړاندی کوی ، ته ما سره داسی بحث وکړه ، که دی د کوکنارو کرل په شرابو څښلو قیاس کړل بیا یی درسره منم ، زه ددی موضوع علمی بحث (دراسة علمیة) غواړم خو ته یی تطبیقی بحث (دراسة میدانیة) کوی وهاجه ، خدای دی سر په حج کی دروخرییل کړه :)


و.افغان
06.05.2011

عبد الوکيل صاحب:
په خنداګانو خلاصېږې نه، زما وروستيو څو پوښتنو ته چې په حقيقت کې يوه پوښتنه
ترې جوړيږي،معقول ځواب وړاندې کړه.
دلته د خمرو قياس په کوکنارو باندې د کوکنارو د واقعي او يقيني مآل له مخې شوې دی
يعنې د کوکنارو کرل او د خمرو جوړول سره يو شی بلل شوي دي.
که چېرې دغه يقيني او واقعي مآل کمزوری يا باطل شي؛ نو قياس هم کاملا باطل يا
کمزوری کيږي. يا چې کله علت موجود شي؛ نو حکم اخلي، او که موجود نشي؛ نو حکم
هم نه اخلي.
بيا هماغه پوښتنه تکراروم چې د کوکنارو واقعي او يقيني مآل څه شی دی؟؟
آيا انګورو او وربشو ته ورته دی؟ او که څنګه؟؟؟؟!!!!

په درنښت


عبدالوكيل
06.05.2011

[quote:a086038a59]د کوکنارو څخه په لويه کې کومه استفاده کيږي؟ او په کومه هيله کرل کيږي؟؟ او په
کومه موخه بازار کې اخيستل کيږي او خرڅول کيږي؟؟؟!!! او په کومه موخه يې د کښت ګټه د غنمو له کښته يو په سله اوچته وي؟؟؟؟!!!!
آيا ځواب يې: نشه، نه ده؟؟ [/quote:a086038a59]
[quote:a086038a59]بيا هماغه پوښتنه تکراروم چې د کوکنارو واقعي او يقيني مآل څه شی دی؟؟
آيا انګورو او وربشو ته ورته دی؟ او که څنګه؟؟؟؟!!!![/quote:a086038a59]
وهاج جانه ته خو ډیر ځیږ یی ! دا پوښتنه دی په هو یا نه نشی جوابیدلی . دا د بزګر په نیت او ارادی پوری اړه لری ، کیدی شی په ځینو سیمو ، او ځینو وختونو کی کټ مټ د انګورو او وربشو سره یی مآل یو شی وی او په ځینو ظروفو کی مختلف وی .
زما جواب به په احساساتو نه اوری په سړه سینه به یی اوری او سوچ به هم په کی کوی :
دا د هری هیواد ، هر سیمی ، حتی هر بزګر په اختلاف سره اختلاف پیدا کوی . نه یی د کرلو هیلی د دنیا د یو سر نه تر بل سره پوری یو شان دی ، او نه په بازار کی اخیستل کیږی او خرڅول کیږی د یوی موخی له پاره . په خلاف د شرابو څښلو ، چی د نړۍ د یو سر څخه تر بل سره پوری که یی وپلټی هیڅوک یی پرته له نشی څخه په بله موخه نه څښی .
دا خو دی دا .
او بیا په خمرو کی خو علت معلوم دی چی (واثمهما اکبر من نفعهما) ، ته اول ثابته کړه د کوکنارو د کښت اثم د افغانستان د خلکو له پاره په مطلق ډول اکبر دی د نفعی څخه ، بیا به یی درسره مزی ونیسم چی څه نتیجه به تری راووځی .


عبدالوكيل
06.05.2011

وهاج صاحب ما خو په خندا او خوشالۍ درسره بحث پرمخ بیوه خو ته چی جاد شوی اوس به زه هم لهجه لږ سخته کړم .

په اوسنی وخت کی په افغانستان کی د کوکنارو د کرهڼی حکم په مطلق ډول د نړۍ په نورو هیوادونو د کرهڼی دحکم سره فرق لری . په سعودی عربستان کی زه هم د کوکنارو د کرهڼی مخالف یم خو د افغانستان د بیچاره او زوریدلی ولس له پاره یی په حکم کی د ډییییییییییییر احتیاط څخه کار اخلم . او بیا چی لا دا ډاډ هم راته حاصل شی چی په افغانستان کی د اقتصادی ګټی وټی له پاره کرل کیږی او ۹۹ فیصده یی هغو ممالکو ته ځی چی همدا اوس زمونږ کورونه په بمونه راورانوی ، ماشومان مو وژنی ، ښځی او سپین ږیری مو شهیدانوی ، او ځوانان مو د تورو تمبو شاته ورغوځوی .

وهاج جانه داسی فکر مکوه چی د کوکنارو په کرهڼی باندی په افغانستان کی دومره پافشاری به تنها د نشه یی توکو سره د مبارزی د سپیڅلی عنوان لاندی ترسره کیږی ، او دوی به ريښتیا هم غوښتل چی د مخدره موادو سره مبارزه وکړی .
هغوی دومره ځیرک دی چی تر ما او تا په فقهی احکامو ډیر ښه پوهیږی ، ځکه خو یی چالاکی دی حد ته ورسیده د سعودی د دارالافتاء فتوی یی کټ مټ کاپی او په افغانستان کی پیست کړه او دومره وخت یی زمونږ علماوو ته رانکړ چی وګورو ایا دا فتوی په افغانستان کی هم صدق کوی او که نه ؟، او دا ځکه چی هغوی ترما او تا ډیر ښه په اصول فقه پوهیږی او په دی هم پوهیږی چی فتوی د زمان او مکان په تغیر سره تغیر خوری .

راځۍ نن لږ د صراحت نه کار واخلو ، د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندی بندیز زما په نظر که څه هم نړۍ ته ثابته کړه چی طالبان په یو فرمان کولی شی د هیواد په ګوټ ګوټ کی ددی بوټی جرړی وباسی ، زما په فکر دا فرمان یی یو له وخته مخکی اقدام وه . زه په دی کی هیڅ شک نه وینم چی د نړیوالی ټولنی لخوا په افغانستان کی د کوکنارو په بندیز باندی د فشار تر شا سیاسی انګیزی هم موجودی وی ، د کوکنارو کرهڼه زموږ د فقیر ولس له پاره د ګټی یوازینۍ اعلی مرجع وه چی دا د نړیوالو له پاره د زغم وړ نه وه ، له یوی خوا یی راباندی اقتصادی بندیزونه ولګول او له بلی خوا یی د ولس د اقتصادی پیاوړتیا یوازینی امید هم ورختم کړ او د مخدره موادو سره د مبارزی په پلمه یی زمونږ په ولس باندی د ګټی دا لار هم وتړله .
او په څنګ کی یی د سعودی د مفتیانو هغه فتواوی رامرش کړی چی یوازی د سعودی نوم یی په افغانستان بدل کړی وه او ویل یی چی د کوکنارو کرهڼه جواز نلری ، او زمونږ علماوو ته یی ددومره سوچ وخت هم نه ورکاوه چی فکر وکړی دا فتوی خو د سعودی په دارالافتاء کی د سعودیانو له پاره ترتیب شوی ، ولی په پټو سترګو دومره تعمیم ورکړل شی د افغانستان په شان هیواد ګی په هرلحاظ د سعودی سره کاملا فرق لری هم پکی داخل شی . دلته د فتوی هغه اصول څه شول چی د زمان او مکان په تغیر سره په فتوی کی هم بیاکتنه کیدی شی ؟ خو مونږ ته چا دومره وخت رانکړ چی د خپل فقیر ولس له عینکو څخه دی فتوی ته وګورو .

وهاج جانه خبری می ډیری په زړه کی دی ، خو دا زه په ښکاره وایم چی د طالبانو لخوا په افغان ولس د کوکنارو د کر بندیز ، په داسی حال کی چی د بشری حقوقو مدعیانو هم ورباندی اقتصادی بندیزونه لګولی و ، د سیاسی نګاه نه یی اګر که د طالبانو قاطعیت نړۍ ته په ثبوت ورساوه، زما په فکر پرځای اقدام نه و .

زه د دنیا په بل هیواد کی د دی بوټی د کرهڼی او نه کرهڼی په حکم بحث نه کوم ، زه په خپل ګران هیواد کی ددی بوټی په کرهڼه غږیږم ځکه چی د افغانستان شرایط کاملا د نړۍ د نورو هیوادونو څخه فرق کوی ،
[color=blue:bf56cfbbbb]خو دا چی ظالمه نړۍ به څومره مونږ ته اجازه راکړی د خپل ولس د شرایطو سره سم د شریعت په چوکاټ کی یو عادل حکم راوباسو جدا موضوع ده. [/color:bf56cfbbbb]

دا لا څه کوی ، زه خو وایم که دا ځل طالبانو ته واک په لاس ورشی ، د کوکنارو ترڅنګ د چرسو اجازه هم باید ورکړی ، لکه څرنګه چی په جاپان باندی د اتومی بم د استمال نه وروسته د فرانسی د اتومی اداری مشر جاپانیانو ته وړاندیز وکړ چی چرس وکری ، ځکه چی د چرسو په بوټی کی دا خاصیت شته چی آن تر ځمکی لاندی هم اتومی شعاوی ۸۰ فیصده خنثی کولی شی . نو څرنګه چی دا ټولی دنیا ته معلومه ده چی امریکایانو په افغانانو باندی خپلی رنګارنګ اتومی وسلی تجربه کړی (چی ښه مثال یی ستاسو په کونړ کی د هغه ماشومانو انځورونه وه چی په مطبوعاتو کی خپاره شوه او ګوتی او لاسونه یی شړیدلی وه) ، همدارنګه یی په توره بوړه کی هم ډیر داسی کیمیاوی مواد استعمال کړی که تفصیل یی دلته نه لیکل کیږی . نو زما عقیده دا ده چی که په شریعت او واقعیت باندی څوک پوه وی او د کوکنارو او چرسو ټووووووووووووووووووولی فایدی او زیانونه ورمعلوم وی زه باور لرم ددومره تسرع نه به په فتوی کی کار وانخلی لکه وهاج صاحب .
هم په اوسنی او هم په راتلونکی کی افغانان یی باید وکری او پیداوار یی هغه چا ته په تحفه کی ورولیږی چی زمونږ په خاوره د اتومی بمونو تجربی کوی .

[color=blue:bf56cfbbbb]خو دا چی زمونږ مفتیان به څومره وکولی شی د عصر دفرعونی سیوری څخه لیری دشریعت او افغان ولس پخوانیو، موجوده ، او راتلونکو حالاتو په رڼا کی ، او د کوکنارو د استهلاک مواردو ته په کتنی سره په یوه آرامه او عادلانه فضا کی یوه موزونه فتوی ورکړی ، مستقل بحث دی .[/color:bf56cfbbbb]
اوس وایه وهاجه !


Kamil
06.05.2011

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زه خو مو نور هم په شك كى واچولم نه پوهيږم كوم طرف ته شم، زما نه مو بيخي هغه اصلي لاره وركه كړه هغه لږچى مى څه ياد وه هغه مى هم له ذهنه اوتل.
زما مطلب دادى چى د كوكنارو كرل ددى لپاره چى افيوم(افيون) ترى جوړ كړي كرل يى روا دي او كه نه؟


chaparharay
06.05.2011

وعلیکم السلام وحمةالله وبرکاته
کامل صیب اوس يي هسي نه هم وخت تیردی اوبیا به بل ژمي کی کړل کیږي
نو ته هم یو اته ۸ میاشتي صبر وکړه مسله به هم روښانه شي او د کرلو وخت به يي هم راشي بیا به يي وکري اوګوره چي دي وکرل نو خیشاوه درسره کولی شم ډیري مي کړی او وهل ټولول مي هم لاندي هیر کړي بس حکم کوه.
ستاسو دهقان ورور چپرهاری


و.افغان
07.05.2011

عبد الوکيل صاحب:
نورو خبرو ته دې راځم، لږ مشغول يم.
البته يوه توضيح تاسې ته اونورو وروڼو ته وړاندې کوم.
محترما: مونږ دلته يو شرعي فقهي بحث سره کوو؛ په دې مجهوله نړۍ کې نه زه د فتوا
حق لرم؛ او نه يې ته حق لرې، او څوک چې له دې ځايه فتوا اخلي؛ نو له ما او تا دواړو
به ساده وي.

په درنښت


Kamil
07.05.2011

[quote:87ab140ab4="وهاج افغان"]
محترما: مونږ دلته يو شرعي فقهي بحث سره کوو؛ په دې مجهوله نړۍ کې نه زه د فتوا
حق لرم؛ او نه يې ته حق لرې، او څوک چې له دې ځايه فتوا اخلي؛ نو له ما او تا دواړو
به ساده وي.
په درنښت[/quote:87ab140ab4]
ښاغلى مولانا وهاج صيب محترم مولوي عبدالوكيل صيب او محترم...چپرهارى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبــــركـــاته
روغ جوړ او خوشحاله اوسۍ.
محترم وهاج صيب زما مقصد فتوا غوښتل نه و بلكه د ځان پوهول وو، زه شخصا له داسى ډيرو واقعو سره مخ كيږم چى بيا يى هيڅ جواب نلرم.

پټه دى نه وي هغه بله ورځ هم رانه يو محصل به پوهنتون كى د همدى كوكنارو په باره كى پوښتنه اوكړه چى بيا له ما سره هيڅ جواب نه وو نه مى د حرام والي ورته څه ويلى شول او نه د جواز بالأخره مى ورته اويل لا أدري.
ته او عبدالوكيل صيب ډير زيات عميق ځۍ چى بيا زما غوندى عامي كس پرى نپوهيږي هيله كوم چى هره مسئله وي په ساده الفاظو كى يى ذكر كړۍ تر څو هر كس پرى پوه شي.
نور مو وخت نه ضايع كوم
د الله په امان
كـــــــامل


عادل عادل
07.05.2011

السلام علیکم

زمونږ د کلي مرحوم مولوي صاحب نه مې تقریبا ۱۵ کاله مخکې د کوکنارو د کرکیلې په اړه وپوښتل، د هغوی رایه دا وه چې د کوکنارو کرل جایز دي، دلایل یې نه دي راته ویلي.

زما شخصي نظر هم دا دی چې کوکنار یو داسې بوټی دی چې نه خو اصلاح شوی، نه هغه د قاطر په شان پیوند شوی او نه هم داسې ماده ده چې د ریبدلو وروسته د مختلفو تعاملاتو او پروسیس څخه وروسته منځ ته راځي، داچې دا یو ښکلی بوټی دی او الله ج خلق کړی، د نورو بوټو په شان به د الله ج ثنا وایي، ..... نو دا ښکلی بوټی څنګه خبیث بللی شو؟

که د کوکنارو کرکیله بنده کړل شي نو دا دومره دواګانې به له څه نه جوړوو.

که د محترم وهاج صاحب فتوی ته وکتل شي نو بیا خو یورانیم، اوسپنه، ګوګړ او داسې نور معادن هم ټول خبیثه مواد دي چې نفیسه ؟ انسانان ترې انسان وژونکې اسلحې جوړوي، بمونه او طیارې ترې جوړوي او داسې نور .

زما په نظر د کوکنارو کرل جواز څه چې هم خرما ده هم ثواب.

دولت دې فارم مارم نه جوړوي بلکه بزګر او سوداګرو ته دې د راکړې ورکړې داسې شرایط وضع کړي چې د کوکنارو ۹۰ سلنه ګټه د بزګر او دولت خزانې ته ولویژي، په اوس وخت کې د کوکنارو د کاروبار ۹۵ سلنه ګټه د بهرنیانو جیب ته لویژي او بزګر بیچاره ته ایله د خپلو خولو او زحمت مزد رسي.


عبدالوكيل
07.05.2011

السلام علیکم
کامل صیب ته به ووایم د کوکنارو په کر کی شرعا هیڅ حرج نشته البته لکه څنګه چی عادل صیب لیکلی یو څه قیوداتو او شرایطو ته اړتیا لری .

دلته یوه خبره چی هرځل راځم وایم لیکم به یی خو بیا رانه هیره شی ، هغه دا چی د کوکنارو د کرکیلی د جواز خبره زه د خپلی خیټی څخه نه کوم ، ما د هیواد په کچه د یو جید عالم د خولی څخه بار بار اوریدلی ، او زه یی نوم ځکه نه اخلم چی نن سبا د دی بوټی نوم نړیوالی میډیا داسی بد کړی چی که څوک یی د جواز خبره وکړی نو د خپل او پردی او هرچا تر نیوکو لاندی راځی .
زه به د وهاج صیب له پاره د نوموړی عالم څخه په خصوصی توګه یو ځل بیا د دلایلو غوښتنه وکړم .


(شپون)
07.05.2011

ډیر ښه بحث روان ده موږ خو څه نسو ویلی خودومره
به ووایم سی دهلمند ملایان یی زکات اخلی له دی خو نو
مالومیږی سی هغه ملایان یی د رشکی اوشوتلی غوندی
روابولی :)


و.افغان
07.05.2011

عبد الوکيل صاحب:
ستاسې له دې خبرو زه داسې پوهېږم چې تاسې د خمرو د تحريم علت دا بولئ، چې اثم
يې له نفعې ډېر لوړ دی.

محترما: د ټولو علماوو په اتفاق د شرابو د تحريم وجه د نشې علت دی؛ کوم چې عقل
له منځه بوځي؛ او د عقل ساتل د اسلام د هغو لويو پنځو کلياتو څخه دي، چې اسلام
کې ترې لوړ نور څه نشته.
دا چې د سکر په وجه تحريم شوی؛ نو ای خلکو: که اوس يې هم څکئ، نو ګناه يې له
له هغې دنيوي نفعې چې تاسې ته رسيږي؛ ډېره لويه ده.
دا تفسير په دې دلالت کوي؛ چې دغه آيت د شرابو د تحريم له دلائلو څخه يو محرّم يو دليل دی.
بل تفسير يې داسې دی: هغه ګناه چې د عمل د فساد په وجه رامنځته کيږي (د کوم
فساد سبب چې د شرابو د نشې په وجه د عقل زوال دی) ډېره لويه ده، د شرابو د خوند او ګټې له منفعت څخه.
نو په دواړو تفسيرونو فساد د عقل باندې تصريح شوې ده، کوم چې د نشې په نتيجه
کې رامنځته کيږي.

هيله ده چې شرعي نصوص لکه د ظاهريانو غوندې داسې وچ په وچه وانخلې.
په درنښت

مصدر:
تفسير ابن جرير الطبري.
أحکام القرآن لابن العربي.
په درنښت

[quote:5da1b6b16a="عبدالوكيل"][quote:5da1b6b16a]د کوکنارو څخه په لويه کې کومه استفاده کيږي؟ او په کومه هيله کرل کيږي؟؟ او په
کومه موخه بازار کې اخيستل کيږي او خرڅول کيږي؟؟؟!!! او په کومه موخه يې د کښت ګټه د غنمو له کښته يو په سله اوچته وي؟؟؟؟!!!!
آيا ځواب يې: نشه، نه ده؟؟ [/quote:5da1b6b16a]
[quote:5da1b6b16a]بيا هماغه پوښتنه تکراروم چې د کوکنارو واقعي او يقيني مآل څه شی دی؟؟
آيا انګورو او وربشو ته ورته دی؟ او که څنګه؟؟؟؟!!!![/quote:5da1b6b16a]
وهاج جانه ته خو ډیر ځیږ یی ! دا پوښتنه دی په هو یا نه نشی جوابیدلی . دا د بزګر په نیت او ارادی پوری اړه لری ، کیدی شی په ځینو سیمو ، او ځینو وختونو کی کټ مټ د انګورو او وربشو سره یی مآل یو شی وی او په ځینو ظروفو کی مختلف وی .
زما جواب به په احساساتو نه اوری په سړه سینه به یی اوری او سوچ به هم په کی کوی :
دا د هری هیواد ، هر سیمی ، حتی هر بزګر په اختلاف سره اختلاف پیدا کوی . نه یی د کرلو هیلی د دنیا د یو سر نه تر بل سره پوری یو شان دی ، او نه په بازار کی اخیستل کیږی او خرڅول کیږی د یوی موخی له پاره . په خلاف د شرابو څښلو ، چی د نړۍ د یو سر څخه تر بل سره پوری که یی وپلټی هیڅوک یی پرته له نشی څخه په بله موخه نه څښی .
دا خو دی دا .
او بیا په خمرو کی خو علت معلوم دی چی (واثمهما اکبر من نفعهما) ، ته اول ثابته کړه د کوکنارو د کښت اثم د افغانستان د خلکو له پاره په مطلق ډول اکبر دی د نفعی څخه ، بیا به یی درسره مزی ونیسم چی څه نتیجه به تری راووځی .[/quote:5da1b6b16a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more