د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

SADEQ MUSALMAN
02.05.2011

وروڼوته
سلامونه اونېکي هيلي

پورته شوی عکس دنومړي مجاهددشهاداوازه دروغوي.
لوموړ : ځکه په دواړعکسونوکي هيڅ توپيرنه ليدل کېږي اويوازي ايډيټ پکي شوی
لکه زه چې په دې طريقه کارتون جوړوم.

دوهم : اوس وخت کي داسامه بن لادن حفظه الله/رحمة الله ږيره سپينه وه نه توره
دغه عکس داسي ښکاروي چې نوموړی لاهم څلوېښت کلن ځوان دی چې يوازي يې په
ږيره کي لس ډکي سپين ويښته پيداشوي دي.

که امريکايانوپه رښتياهم داانځورددعوی داثبات له پاره وړاندي کړی وي
نوخومخ يې تورده.


عبدالوكيل
02.05.2011

صادقه ښه ټکی ته متوجه شوی یی . د نوروزخان خبره امریکایان خدای یوی بلی رسوایۍ ته جوړوی .
خلک متل کوی : د شرم ټیز د کوناټو په سر وی .


..Ahmadzai
02.05.2011

[url=http://www.0zz0.com][img:2e3c546896]http://www13.0zz0.com/2011/05/02/13/592060960.jpg[/img:2e3c546896][/url]
دا بله لږ نور هم روښانه وي.


عبدالوكيل
02.05.2011

پاکستانی جیو تلویزون چی انځورونه یی خپاره کړی و اوس یی ومنله چی جعلی و .
رانا جواد ددی تلویزونی چاینل مشر وایی چی دا انځور په ۲۰۰۹ کال په انټرنټ کی خپور شوی وه ، او موږ ته چی کله معلومه شوه جعلی دی نو مو بیرته د خپلو نشریاتو څخه راوویست .

http://english.ahram.org.eg/~/NewsContent/2/8/11214/World/Region/Image-of-dead-bin-Laden-fake-Pakistani-TV.aspx


إنا لله و إنا إليه راجعون

قادر خان
02.05.2011

د لوی او بښونکی خدای په نامه،

ټولو عزتمندو مسلمانانو ته تسلیت وایم، او د الله (ج) له مبارک درګاه څخه صبر جمیل غواړم. إنا لله و إنا إليه راجعون.

والسلام،
ستا سو ورور قادر خان


حمید هڅــاند
02.05.2011

انا لله وانا الیه راجعون
دمېل، ټلګراف، ګارډین، مېرور او نورو انګلیسې سایټونو هم پورتني خپاره شوي انځورونه خپاره کړل، خو وروسته له دې چې ټوېټر باندي ددې انځور جعلي والی خبر د اور په څېر خپور شو، نو دې سایټونو هم دا عکس ایسته کړ. دا عکس اصلا د دوو بېلو عکسونو ګډ دی چې د فوټو شاپ په مرسته جوړ شوی دی، له نن نه ان دوه کاله پخوا پرلیکه شوی ؤ.
هغه دوه عکسونه دا دي:
[img:a9be0a91f3]http://static.prisonplanet.com/p/images/may2011/020511fake.jpg[/img:a9be0a91f3]
د پریزن پلانیټ د خبر له مخې، لاسنجلس ټایمز خبر ورکړی دی، چې د خبر له خپرېدا مخکي د اسامه کره انځور څېړونکو ته لېږل شوی ؤ چې هغوی یې د کره والی پخلی وکړ. له بله پلوه، د سټیو واټسون د خبرله مخي، له امریکا یې دولته سره د پېښي انځورونه او وېډیو شته، خو دولت په دې غور کوي چې دا انځورونه او وېډیو رسنیو ته ورکړي که نه.

په درنښت


SADEQ MUSALMAN
02.05.2011

السلام عليکم
خبره که خدای کول دروغوته ډېره ورلنډه شوه اونوره هم ورلنډېږي.
له الله جل جلاله نه به همداځای غواړو ( خدای دې دروغ کړي )

[quote:6b70e30a63="حميدهڅاند"]د سټیو واټسون د خبرله مخي، له امریکا یې دولته سره د پېښي انځورونه او وېډیو شته، خو دولت په دې غور کوي چې دا انځورونه او وېډیو رسنیو ته ورکړي که نه.
[/quote:6b70e30a63]

وروڼوداخبرموڅنګه ترغوږکېږي عجبه نه ده؟

کله چې امريکايي عسکروصدام حسي په غارکي وليدنومخکي له دې چې له غاره يې
راوباسي دټولي نړۍ ميډيايې دغارپه سرودروله اوبيايې نوموړی راوايست.
اوپه دې سربېره يې دټولي نړۍ درسنيوپه وړاندي دنوموړي ږيره اوغاښونه معاينه
کول.
کله چې اتل اوقهرمان مجاهدملادادالله رحمه الله شهيدکړای شوترهرڅه وړاندي يې
رسنۍ ديدن ته راوغوښتل شوې اوټولي نړۍ ته يې وښودله چې موږدادی په افغانستان
کي داسي کاراولاسته راوړني لر.

نوڅه فکرکوئ؟
که اسامه بن لادن په رښتياهم شهيدشوی وي نوامريکايان ولي اودکوم مصلحت
له مخي دنوموړي ويډيونه خپروي ؟؟؟


حمید هڅــاند
02.05.2011

ایا دا لاندي خبر چې څو ورځي وړاندي رسنیو ورکړ او پراخ انعکاس یې پیدا کړ، هسي یو تصادف بولئ او که له پېښې سر ه تړاو لري؟؟
څو ورځي وړاندي رسنیو خبر ورکړ چې خالد شیخ محمد ګواکي پلټونکو ته ویلي ؤ چې القاعده په اروپا کې پټ شوی اتومي بمب لري. د راپورونو له مخي ده ویلي ؤ چې د اسامه د نیوني او یا وژني په صورت کې به القاعده ددې بم په کارولو سره اسمان ځمکي ته راولي...
دې خبر ته چې ویکي لیکس انعکاس ورکړي ؤ، رسنیو د خلکو مخ ته راوست او ویې ویل چې القاعده به په لندن باندي هم بیولوژيکي وسلې وکاروي.
د نورو مالوماتو لپاره دې لاندي لینک ته مراجعه وکړئ. او ایا دواړي پېښې کوم تړون نه سره لري؟؟؟
http://news.ninemsn.com.au/world/8241119/capturing-bin-laden-would-unleash-hell
په درنښت


م
02.05.2011

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
ماته خو داخبره روښتیا نه ښکاري ، ځکه امریکایان چې داسي څه کوي نو خامخا یي عکاسي کوي او نشروي یي خو تراوسه یي داسامه دشهادت په رابطه کوم داسي عکس یا ویډیو نه ده نشر کړې والله اعلم
که شهید شوی وي ، الله دي جنتونه په نصیب کړي ، او دده په غم غمجنو ته دې لوی خدای دزړه صبر ورکړي
چې خبره دپاتا خوانۍ شوه نو نن مي واوریدل چې دکندهار په مرچ اغا مشهور یوملنګ طبیعته سړی هم دورپیښې ناروغۍ له امله په هند کې مړشوی ده ، دی که هرڅه وه خو په کندهار او شاوخوا کې یې یو شمیر خلک تراغیزلاندې وه ، دی دې هم خدای وبښي او جنتونه دي ورته نصیب کړي .
له بلې خوا وایي نن دمجاهدپیلوټ احمدګل تره خیل جنازه وه چې ملاعبدالسلام ضعیف یي په قبر تقریر وکړ ، او زرهاوو خلک یي جنازې ته راټول شوي وه ، خداې دې دده شهادت هم قبول او منظور کړي
هرسهار سترګې دګل له اوښکو ډکې
په دې باغ کې بې ژړلو خندانسته
الحکم لله
انا لله وانا الیه راجعون


هوتک
02.05.2011

ولا بختور صیب دادې عجب خبر راکړ چه مرچ صاحب هم له پانې دونیا روان سو ؟


عبدالوكيل
02.05.2011

ملابختوره د مرحوم مرچ اغا په باره کی که لږمعلومات ورکړی چی څوک و ؟


هیښ
02.05.2011

السلام علیکم

انالله وانا الیه الراجعون
داسلامي نړی دلوی او قهرمان مجاهد حضرت شیخ اسامه بن الادن د شهادت له کبله (که رښتیا وي ) ټول اسلامي امت او مبارز روحانیت ته تبریک او تسلیت وړاندې کوم .الله تعالی ئې دې شهادت په خپل درګاه کې قبول او مقبول وګرزوي.خدای پاک ئې دغرق رحمت کړي.
مرګ حق دئ او هیڅوک ورڅخه نه خلاصیږي،خو دخدای (ج) په لاره کې،دظالم دظلم دختمولو او دعدالت دراوستلو دپاره چې څوک شهادت ته ورسیږي ،هغوی مړه نه دي بلکه عزت ،قدر،تاثیر او برکت ئې نورهم زیات شي او دنورو دپاره یوه اسطوره او نمونه وګرزي ،چې دحضرت شیخ اسامه شهادت ددې جملې نه دئ.
شیخ اسامه بن الادن ،دده کارنامې ،دده سرشاره او پرشوره مبارزه دجهاني شیطان امریکا او دهغوئ دغلامانو په مقابل کې دنړئ اوخصوصاً دمسلمانانو په تاریخ کې یو نوئ فصل پرانست او اسلامي وولسونو ته ئې د غربي استعمار او استثمار نه دخلاصون دپاره داسلام دمقدس دین انسانسازه او جهانسازه رول وښوده، چې قرنونه قرنونه جابرو او ظالمو حاکمانو دخپل نامشروع قدرت دتداوم دپاره یوه وسیله ګرزولئ وو او ناوړه ګټه ئې ترې پورته کوله .
که امریکایان او غلامان ئې دحضرت شیخ اسامه په شهادت نن رقصونه کوي او دا یوه کامیابی دځان دپاره بولي ،دا د دوئ حماقت او بې عقلي ده ،ځکه دشیخ اسامه دبرکته په میلیونو مسلمانان دده په پله روان دي او هر مؤمن او متعهد مسلمان اسامه دئ او دا مبارزه به نوره هم توده او هر اړخیزه شي او ترهغو به دوام پیدا کړي ،ترڅو چې مسلمان ملتونه دخپلو برخلیکونو دتعینولو او ټاکلو عام او تام واک په لاس را نه وړي.
الله تعالی د دحضرت شیخ اسامه بن الادن روح ښاد لري.امین یارب العالمین.

مننه


اړم
02.05.2011

كه اسامه په ريښتيا امريكايانو شهيد کړى وي نو ټول اسلامي امت او خاصتا هغه افغانانو ته چى دده په سر له هر څه تير شول تسليت وركوم. زما شخصا هيڅ يقين نه راځي چى مړ شوى به وي ځكه تر اوسه امريكايانو هيڅ يوه ويډيو دنيا ته راښكاره نكړه او نه كوم عكس، هغه يى چى به فوټو شاپ جوړ كړى و هغه هم دير زر رسوا شو.
خو له بل طرفه بيا شك زړه ته را وغورځيږي چى ملګري يى ولى پرى رد نه كوي ولى ددى ستر خبر په اړه هيڅ هم نه وايي.
خامخا څه خو شوي خو حقيقت به كله راڅرګنديږي هغه وروسته خبر ده.
نور ټكي ټكي ټكي


siddiqi
03.05.2011

انالله واناالیه راجعون
که شهیدشوي وي الله جل جلاله دي شهادت قبول کړي او ټول اسلامي امت ته دي الله جل جلاله اجر ورکړي او کورنۍ ته دي الله جل جلاله اجر او صبر جمیل ورکړي.
ستاسو نوی ګډونوال ملګري صدیقي


م
03.05.2011

عبدالوکیل صیب السلام علیکم
مرچ اغا نور والله که ما هم لیدلی وي ، خو چې کندهار ته ولاړسې په موټرو ، بسانو او رکشاوو باندې یې بیخي ډیر عکسونه لګیدلي دي ،دی نور پیر یا ملا نه وه ، داسي مې اوریدلي چې په کندهار کې دلبار درلود، چې درحمان بابا دزیارت غوندې دچرسیانو او بنګیانو لپاره ښه پناګاه وه .
دخلکو له خولې چي دی خپله عاجزه سړی وه ،اویوازینی امتیاز یي داوه چي په قام سید وه ، خو مریدان یي ټول چرسیان وه
خدای دې وبښي
نور معلومات به هوتک صیب درکړي

[quote:7cc43f7282="عبدالوكيل"]ملابختوره د مرحوم مرچ اغا په باره کی که لږمعلومات ورکړی چی څوک و ؟[/quote:7cc43f7282]


SADEQ MUSALMAN
03.05.2011

خدای دې نه رښتياکوي
اوانشاالله چې خبره دروغ ده

لاندي کسان دنوموړمجاد دشهادت له اوازې وروسته خبرونه تعقيبوي
خوداسي ښکاري چې په تلويزيون کي يې له انځورنه هم ډارېږي.

[img:d170eb388b]http://cache.daylife.com/imageserve/06J843l7TNaix/610x.jpg[/img:d170eb388b]

دپيلوټ غازي شهيداحمدګل اوارواښادمرچ اغاته دي هم خدای لوړي درجې ورپه
برخ کړي.
اميــــــــــــــــــــــــــــــــــن


هوتک
03.05.2011

‏[quote:ace17e8ad2="ملا بختور"]
نور معلومات به هوتک صیب درکړي [/quote:ace17e8ad2]‎
بختورملاصیب عبدالوکیل او نوروملګرو ته سلامونه!
ملاصیب مرچ آغا خو زه ډیر نه پیژنم ؟ بیا هم دومره رامعلوم دی چه یو حکومت اوچرسې سړی وو ډیری چرسیان یې مریدان وه دوه درې کاله وړاندی یو ځل مجاهدینو یو برید هم پرې وکړ چه روغ تری ووت او شاید چه جادوګر به هم وو
ولې اكثرو چرسیانو به ویل مرچ اغا مارکیږې . خیرچه هرڅه وو اوس به حساب او کتاب ورسره وسې.‏‎ ‎دوعاګانې ورته کوی؟
‏___________________________
الله ج دې د شیخ اسامه رحمه الله دشهادت خبر دروغ کړی؟


chaparharay
03.05.2011

assalamu alikum
ya da allah neek bandaganu tasi kho awal murach agha
dasi wakhoda laka kum looooooooooooi ghazi chi we aw da marini khabar mu da shikh osama saib da qatal sara yaw zai wrandi kar .
oos akhar ki mu dasi khabai pasi pial kari chi bikhe mu islam na kharij kar
che har sa wa oos e badi ma bayanawai ka stasi pa nizd musalman we no ka fasiq ham we kho duwa warta kawai aw bas aw ka jadugar ya bala bala we no teer shai war na.
chaparharay


لاونګ
03.05.2011

انالله واناالیه راجعون.

الله پاک خبر دی چې دا خبر به ریښتیا وي او که نه، خو الله پاک دې خیر کړي. د القاعدې ډلې مشرانو تر اوسه د بن لادن د وژلو او یا نه وژلو په اړه او یا دی دوی دې ډلې نوي مشر په اړه څه ویلي؟


Mujahid Islam/مجاهد
03.05.2011

د اوباما له لوري د شیخ اسامه بن لادن د شهادت د یو اړخیز اعلان په اړه د اسلامي امارت دویاند څرګندوني
خبرونه
دا چي له یوې خوا امریکایانو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د قناعت وړ اسناد ندي وړاندي کړي او له بلې خوا د شیخ اسامة بن لادن نيږدې منابعو هم تر اوسه پوري د اوباما له لوري د نوموړي د شهادت د اعلان په اړه د تایید او تردید په ډول خپل دریځ ندي اعلان کړی، لهذا اسلامي امارت هم د شیخ اسامه د نیږدي منابعو له لوري تر رسمي غبرګون وړاندي څه ویل تر وخت مخکي خبره بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد


larghonay laraway
04.05.2011

انا لله و انا اليه راجعون!!
دا چې اسامه بن لادن مسلمان ؤ او د افغان روس جهاد په وخت کې يې د جهاد سنګر تود ساتلی ؤ نو پرې خپه شوم خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې يو شمېر تحليلګران د اسامه په اړه وايي چې اسامه همغه د افغان روس جهاد په وخت کې هم له امريکا يانو سره نږدې اړيکې لرلې او افغانستان ته د امريکا يانو د راتللو غټه پټه وسيله هم اسامه دی.
همدا راز د ده په اړه خلک يو شمېر پوښتنې لري چې اسامه په عربي فحاشو او عياشو هيوادونو کې هرڅه په سرسترګو ليدل حتی ويل کېږي چې وريره يې يوه بدکاره سندرغاړې ده ، په عربي هيوادګوټو کې د امريکايانو هډې دي، د نړۍ شتمن عربي اماراتو ته د خپل شهوت سړولو لپاره ورځي خو هيڅکله يې هم څوک ونه هڅول چې ځان چاودې حمله پرې وکړي .
په همدې ترتيب اسامه د امريکا لپاره په امريکا کې هم بهانه وه او هر کله به چې په امريکا کې کوم تغير راتلو نو اسامه او ظواهري به ويډيوخپره کړه، امريکايان عوام به يې ووېرول او لوبه به يې د امريکا په ګټه تمامه کړه.

اوس هم ځينې تحليل ګران وايی، په غالب ګومان چې اسامه يا پخوا مړی دی او امريکايانو ترې اوس د خپلو اهدافو لپاره ډنډوره جوړه کړه او يا مړ نه دی او امريکې د کومې بلې لوبې لپاره ساتلی دی ځکه چې تصويرونه يې دروغ او جعلي ښکاري.

په هر صورت دا هغه تحليلونه وو چې ما د اسامه په اړه اوريدلي وو، زه شخصاً ورته بد نه وايم او په مړينه يې خپه يم ځکه چې د يو مسلمان په ژوند او مړينه بايد کفار ګټې ونه کړي، خو هغه څوک ترې ښه خبر وي، بايد د پورتنيو اښتنو پوښتنو په اړه په سړه سينه او ژور فکر نظرونه وړاندې کړي
مننه


عبدالوكيل
04.05.2011

لاندی جمله څه املایی غلطی لری زه به یی تصحیح کړم دلاروی په ایجازه :

يو شمېر (هغه) تحليلګران (چی نه غواړی د مسلمانانو سیاسی او فکری مشران او لیډران په تاریخ کی په ښه نوم پاتی شی) د اسامه په اړه وايي چې اسامه همغه د افغان روس جهاد په وخت کې هم له امريکا يانو سره نږدې اړيکې لرلې او افغانستان ته د امريکا يانو د راتللو غټه پټه وسيله هم اسامه دی.

پاتی شو په عربی هیوادونو د امریکایانو اډی او داسامه د جهاد نه اعلان، نو په دی اړه یو شمیر دینپوهان وایی چی هغو هیوادونو ته امریکایان د ولس د منتخب حکومت په موافقه راغلی او دیو مسلمان پزه هم پکی نده وینی شوی اعنی په زور ندی راغلی اعنی چی اشغال شوی هیواد ورته نه شرعا او نه عرفا ویل کیدی شی . نو دغه شمیر دینپوهان وایی چی په افغانستان کی امریکایان او په عربی هیوادونو کی امریکایان ډیر فرق لری افغانستان ته د توپ او ټانګ او الوتکو او بمباردونو او د زرهاوو شهیدانو او یتیمانو په بدل کی امریکایان راغلی اعنی افغانستان اشغال شوی او هغه هیوادونه ندی اشغال شوی نو دغه شمیر دینپوهان وایی چی په شریعت کی په اشغال شوی خاوره کی جهاد فرض دی خو دهغو امریکایانو سره چی حکومت قانونی اجازه ورکړی وی دهغوی سره جهاد فرض ندی . نو دومره فرق یی شته . په هر حال اسامه یو سوچه مسلمان مجاهد رهبر وه او الله ج دی ورسره زموږ ملاقات په جنت الفردوس کی وکړی امییییییین .


د چا په مرسته؟؟؟؟

قادر خان
04.05.2011

[quote:33ad0abc1e="larghonay laraway"]انا لله و انا اليه راجعون!!
دا چې اسامه بن لادن مسلمان ؤ او د افغان روس جهاد په وخت کې يې د جهاد سنګر تود ساتلی ؤ نو پرې خپه شوم خو دا هم بايد له ياده ونه باسو چې يو شمېر تحليلګران د اسامه په اړه وايي چې اسامه همغه د افغان روس جهاد په وخت کې هم له امريکا يانو سره نږدې اړيکې لرلې او افغانستان ته د امريکا يانو د راتللو غټه پټه وسيله هم اسامه دی.
همدا راز د ده په اړه خلک يو شمېر پوښتنې لري چې اسامه په عربي فحاشو او عياشو هيوادونو کې هرڅه په سرسترګو ليدل حتی ويل کېږي چې وريره يې يوه بدکاره سندرغاړې ده ، په عربي هيوادګوټو کې د امريکايانو هډې دي، د نړۍ شتمن عربي اماراتو ته د خپل شهوت سړولو لپاره ورځي خو هيڅکله يې هم څوک ونه هڅول چې ځان چاودې حمله پرې وکړي .
په همدې ترتيب اسامه د امريکا لپاره په امريکا کې هم بهانه وه او هر کله به چې په امريکا کې کوم تغير راتلو نو اسامه او ظواهري به ويډيوخپره کړه، امريکايان عوام به يې ووېرول او لوبه به يې د امريکا په ګټه تمامه کړه.

اوس هم ځينې تحليل ګران وايی، په غالب ګومان چې اسامه يا پخوا مړی دی او امريکايانو ترې اوس د خپلو اهدافو لپاره ډنډوره جوړه کړه او يا مړ نه دی او امريکې د کومې بلې لوبې لپاره ساتلی دی ځکه چې تصويرونه يې دروغ او جعلي ښکاري.

په هر صورت دا هغه تحليلونه وو چې ما د اسامه په اړه اوريدلي وو، زه شخصاً ورته بد نه وايم او په مړينه يې خپه يم ځکه چې د يو مسلمان په ژوند او مړينه بايد کفار ګټې ونه کړي، خو هغه څوک ترې ښه خبر وي، بايد د پورتنيو اښتنو پوښتنو په اړه په سړه سينه او ژور فکر نظرونه وړاندې کړي
مننه[/quote:33ad0abc1e]

د لوی او بښونکی خدای په نامه،

ټولو عزتمندو هیواد والو ته سلامونه او احترامات وړاندی کوم،

ګرانه ورور لاروی صیب، تحلیلونه خو هر شی وایی، مهمه خبره دا دی چی دا ټول پلانونه څنګه او د چا په مرسته تر سره شویدی؟؟؟؟ آیا تحلیلونه دا هم وایی چی په دغه ټول د عربانو لاس وو، او یا هم زمونږ د ناځوانو او نا پاکو ګاونډی دالخوران لاس درلود؟؟؟؟ ډالر ډیر بد شی دی!!!!
هیله لرم چی تحلیلګران دغه زما دوه پوښتنو ته ځواب وایی.

والسلام،
ستا سو ورور قادر خان


larghonay laraway
05.05.2011

السلام عليکم!
ګران عبدالوکيل صيب! تاسو د دينپوهانو په حواله ليکلي چې په عربي هيوادونو کې هډې د هغوی د حکومت په خوښه دي او هلته د چا پوزه نه ده وينې شوې نو ځکه هلته بايد نايټ کلپونه وي، عربان او غربيان بايد په کې په شريکه لغړې نڅاګانې وکړي او د دنيا شتمن فاحش بايد هلته لاړ شي او عياشي وکړي خو جهاد بايد ورسره ونه شي؟
زه خو داسې خلکو ته بې دينپوهان وايم. ځکه چې جهاد د کفر او الحاد پر وړاندې کېږي! جهاد د فساد او ارتشاء پر وړاندې کېږي! جهاد د عياشئ او فحاشئ پر وړاندې کېږي او جهاد د خپل نفس پر وړاندې کېږي!
ګرانه تاسو بايد په دې پوه شئ چې که امريکا هيڅ کوم هيواد اشغال هم نه کړي نو جهاد ورسره روا دی ځکه چې جهاد له کفر او الحاد سره کېږي، مسلمان د اسلام دعوت ورکوي چې قبول يې نه کړي نو دويمه لاره يې جهاد دی.
بله دا چې عربي هيوادونه د افغانستان په اشغال کې بشپړه ونډه لري حتی د بهرنيانو معدني اوبه هم له دوبۍ څخه راځي او د افغانستان اوبه نه څښي. بله دا چې په افغانستان کې عربي هيوادونو د امريکا په خوښه او رضا هغه مرستې بندې کړې چې پخوا يې کولې او اوس که کوم کار هم کوي نو د امريکا د حکومت په خوښه يې کوي يعنې که له امريکايي اشغالګرو سره پوځي ملاتړ نه لري نو پراخ مالي ملاتړ ورسره لري او د کرزي له ادارې سره ښې ډېرې مرستې کوي!
بله دا چې اسامه ولې افغانستان ته د امريکې د راتګ لاره هواره کړه او د طالبانو حکومت يې پرې نسکور کړ؟
که څه هم د امريکا برجونه اسامه نه دي نړولي خو د افغانستان د طالبانو په څېر يې پړه هم ومنله او انکار يې ونه کړ ځکه يې افغانستان ته د بهرنيانو د راتګ او اشغال لاره هواره کړه!
په همدې ترتيب اسامه کولی شول چې په خپله شتمنۍ او د ده د ملګرو شتمنو عربانو په مالي مرسته يې افغانستان کې رغنيز او ښوونيز کارونه کړي وای نو افغانستان به د نړۍ هيوادونو ته يو څه د منلو وړ شوی وای خو اسامه د دې پرځای چې افغانستان پياوړی کړي، افغانستان يې نور هم د ورانۍ لوري ته بوتلو څو يې د نړۍ بدې سترګې ورته راواړولې او د امريکې راتګ ته يې لاره هواره کړه !
په پای کې بايد ووايم چې القاعده يو اسلامي تنظيم يا ډله ده خو د ټولو مسلمانانو تنظيم نه دی بلکې خپله لاره او لارويان لري نو تاسو په کوم منطق اسامه ته د مسلمانانو رهبر وايئ؟
قادرخان ورور ليکلي چې د افغانستان د اشغال ټول پلانونه د ګاونډيو هيوادونو په مرسته پلي شول نو دا خبره خو مونږ ټول کوو خو بهانه يې اسامه شو!
بله دا چې رسول الله صلی الله عليه والسلم هم وايي چې مسلمان له يوې سوړې دوه ځله نه چيچل کېږي. نو اسامه بيا ولې همغې سوړې ته ورغلی ؤ چې د طالبانو امارت او د ده پناه ځای ترې وران شوی ؤ؟
مننه


عبدالوكيل
05.05.2011

[quote:fc86a13211]نو ځکه هلته بايد نايټ کلپونه وي، عربان او غربيان بايد په کې په شريکه لغړې نڅاګانې وکړي او د دنيا شتمن فاحش بايد هلته لاړ شي او عياشي وکړي خو جهاد بايد ورسره ونه شي؟ [/quote:fc86a13211]
یاره لاروی صاحب د نوری لیکنی لوستلو ته دی وخت نلرم خو دا پورتنۍ خبره زما نده .
دینپوهان وایی هر منکر کار د مخنیوی خپله طریقه لری خو اشغال پرته له توری څخه په بل څه نه ورکیږی .
لاندی می نده لوستلی چی څه به دی لیکلی وی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more